انتى بيوتيکونه يا Anti biotics

انتى بيوتيکونه يا Anti biotics
تعريف : انتى بيوتيکونه دمايکرو اورګانيزمونو پواسطه منځته راځى او د مايکرو اورګانيزمونو له منځه وړلو لپاره په کاريږي .
تاريخچه :- انتى بيوتيکونه داوږدى مودى راهيسى په طبابت کى استعماليږي چه خپل مقام ئي تراوسه پوري هم په طبابت ساتلى دي .
چه دهغى دجملى څخه پنسيلينونه چه په کال١٩٢٨م کى دAlexandarfleming فنګسونه په پترى ديش کى واچول چه staphylo coccus ئي له منځه يوړل چه وروسته دتحقيقاتو داثابته شوه چه په ګرام مثبتو باکترياو باندي فوقالعاده تاثيرلرونکى دي چه دانسان او حيوان په بدن باندي هيڅ قسم زهري اثرات نلرى چه fleming دغه ماده دpencillin په نوم سره ونومول شو fleming پدى باندي ونه توانيده چه پنسيلين په خالص ډول سره درسته راوړي خو نوموړي اعلان ئي وکړ چه هرکله پنسلين په خالص ډول سره درسته راشى نو کولاي شو چه دهغى يه په ترزيقى ډول استفاده وکړو .
انګليسى بيوشمست Raistrik دفلهمنګ کار ئي تعقيب کړ او په ١٩٣٠ م کال کى کشف کړ چه پنسلين يو عضوي تيزاب دى چه په کلچر داسيدى محيط کى دايترو څخه درسته راځى .
په کال ١٩٤٠ م کى دoxford په پوهنتون کى پنسلين په غير خالص شکل سره تهيه شو . پدي ترڅ کى وموندل شو چه ښه مواد دي او دشيموترافى له نظره دخاص اهميت وړ دي .
په ١٩٤١ م کى دانګستان او امريکا حکومتونه پدي اړه زياته دلچسپى وښوده او بلاخره په کال ١٩٤٩ کى پنسلين په خالص شکل سره لاسته راغى .
دانتى بيوتيکونو تقسيمات :-
دانتى بيوتيکونو کيمياوى تقسيمات چه Abraham and Newton لخوا په ١٩٦٠ کال کى تر سره شوي وو . انتى بيوتيکونه ئي په څلورو عمده ګروپونو باندى تقسيم کړي وو .
(١) – هغه انتى بيوتيکونه چه دامينواسيدو دمشتقاتو او يا دهغه ته ورته تشکيلاتو څخه جوړ شوي دي لکه pencillin , Bacitracin , chloramphenicol , Tytrothricin .
(٢) – هغه انتى بيوتيکونه چه ټول او يا يوه برخه دهغوي دAcetrat څخه جوړ شوي وي لکه Nystatin , Griseodalvin , Tetracyclin , Erythromycin
(٣) – هغه انتى بيوتيکونه چه دقندي موادو مشتقاتو لرونکى وي لکه streptomycin , Neomycin
(٤) – ډيرزيات نور انتى بيوتيکونه هم موجود دي لکه Novobiocine په عمومي ډول دطيف په اساس مکروب ضد دواوي په دوه ډوله دي چه Broad spectrum او Narrow spectrum دي .
A- Broad spectrum Anti Biotic

1- Tetracyclines 2- pencillines
cl.tetracycline Ampicillne
oxy tetracycline Amoxacilline
tetracycline Adi cilline
Rali tetracycline Heta cilline
Doxy tetracycline carbinicilline
Mino cycline Epicilline
De miclo cycline Naf cilline
Lyme cycline Oxa cilline
Uomo cycline 3- chloramphenicol
Meta cycline 4- Gentamycine
Di methylin 5- Kanamycine
Chlor tetracycline 6- Cycloserine

B- Narrow spectrum Anti biotics C- Medium spectrum
Anti biotics
Pencilline Neomycine
Streptomycine Erythromycine
Poly mixin – B
Gramcidine
Methicilline
Cloxacilline
Quinocilline
Amikacine
Tylosin
Bacitracin
Clostin
Lincomycin
Novobiocin
Vancomycin
Rifamycin
دانتى بيوتيکونوپه مقابل کى مقاومت :-
دانتى بيوتيکونو په مقابل کى دري نوعه مکروبى مقاومت منځته راځى
١- طبعى مقاومت
٢- کسبى مقاومت
٣- انتقالى مقاومت
(١)- طبعى مقاومت :- دغه نوعه مقاومت دمکروبونو دبيولوژيکى خواص پوري دانتى بيوتيکونو په مقابل کى اړه لري . يعنى مکروبونه دانتى بيوتيکونو سره مخکى په تماس ندي راغلى او ذاتآ دانتى بيوتيکونو په مقابل کى مقاوم دي .
ددي نوعه مقاومت په منځته راتلو کى زيات فکتورونه شامل دي چه مهم دهغوي څخه دمخصوصو انزايمونو افرازدي مثلا دpencillinase انزايم افراز چه دپنسلين دتخريب باعث گرځى .
(٢)- کسبى مقاومت :- دغه نوعه مقاومت په ډير سرعت سره حاصلوي لکه ستافليکوک ، سترپتوکوک ، گونوکوک ، منگوکوک ، او پتوموکوک خوليکن پدي کى ستافليکوکونه په پنسلينو په مقابل کى مقاومت دنورو نه مخکى او زر حاصلوي .
هغه مکروبونه چه ديو نوع انتى بيوتيکى په مقابل کى مقاومت حاصلوي دنوروانتى بيوتيکونو دعين گروپ په مقابل کى هم مقاومت ښيي چه دغه نوعه مقاومت دcrass fesistance مقاومت په نوم سره ياديږي مثلا دټولو تتراسيکلينوپه مقابل کي مقاومت .
(٣)- انتقالي مقاومت :- يو نوع ارثي مقاومت دي چه دمقاومو مکروبونو جينونه حساسو مکروبونو ته انتقاليږي او هغوي هم مقاوم گرځوي .
او يا هم انتقال يي chromosomec mutation په شکل صورت نيسى ددغه نوع مقاومت انتقال ديو نسل څخه بل نسل ته دډير پخواڅخه پيژندل شوي ليکن پدي اواخروکى ثابت شو چه دغه کروموزمي مقاومت نظر دانتى بيوتيک دنوعى پوري فرق کوي .
مثلا :- دسترپتومايسينو په هکله چه ليدل شويدي چه وروسته دڅو محدود نسل نه ډير زر شديد مقاومت حاصلوي . خوليکن تتراسيکلينونه په تدريجى توگه دڅو نسلونو او mutation نه وروسته دمقاومت حوادث منځته راوړي .
همدارنگه نور ميخانيکيتونه هم موجود دي چه په لاندي ډول توضيح کيږي
الف : دTransformation ميخانيکيت :- څرنګه چه پوهيږو Acid deoxyribonudis دباکتريا جينتيکى خواص او حجروي تشکلات (جوړښتونه ) انتقالوي کچيري ددي اسيد يوه اندازه دمقاوم مکروب څخه حساس مکروب ته داخل شي نو حساس مکروب هم مقاوم گرځي .
ب : دconjugation ميخانيکيت :- دمکروبونو دمقاومت انتقال ديو مکروب څخه بل مکروب ته پدي ميخانيکيت صورت نيسى چه دغه حادثه زيات په E. coli کي صورت نيسى . يعنى يو مقاوم E.coli دخپلو جنسى خواصو سره دحساس E.coli سره په تماس کيږي او دمقاوم E.coli څخه جين حساس E.coli ته انتقاليږي او پدي ترتيب سره حساس E.coli هم مقاوم گرځي .
ج : دTransduction ميخانيکيت :- بعضي مکروبونه يا باکترياگانى دمقاومو ويروسونو پواسطه ملوث کيږي چه دغه حادثه دباکتريوفاژ په نوم سره ياديږي چه دغه باکتريوفاژ دمکروب په جسم کى تکثر کوي او دمکروبونو دانفجار باعث گرځي او په نتيجه کى دمقاومو باکترياگانو جينونه حساسو باکترياگانو ته انتقاليږي .
طبعى پنسلينونه يا Natural Pencilline
تارخچه يا History :- په کال 1877 م کى پاستور او Juber داحقيقت څرگندکړ چه يو شمير مشخصى باکترياوي وده دB.pycocyanase گروپ باکترياوو په وسيله ودريږي .
پدي پيښه کي دغه دمکروب ودريدني خاصيت دمتخصيصينو دتوجه وړ ونه گرځيد ځکه چه دمکروب وژلو تاثيراتو تر څنگ ئي زهري خواص هم درلودل .
پنسلين ديو مکروب د تاثيراتو لرونکى مادي په حيث په کال 1928م کى دAlexander fleming په وسيله وموندل شو .
دپنسلين منابع :- دپنسلين دلاسته راوړلو پخاطر دپنسلين دزياتو نوعو څخه کاراخستل کيږي خو دتجارت په ډگر کي دپنسلين له دوه مهمو نوعو څخه کار اخستل کيږي چه په لاندي ډول دي .
(١)- pencilline natatum
(٢)- pencilline chrysogenum

دپنسلين کيمياوي خواص :- دپنسلين مختلف اقسام دهغوي دساختمان له نظره پيژندل کيږي او ټول پنسلينونه مشابه ساختمان لرونکي دي . پنسلينونه په خپل کيمياوي ترکيبکي دوه مهمى حلقى چه يوه ئى thiazolidon او بله ئى دBetalactan په نامه سره ياديږي په لاندى شکل کي پنسلينوعمومى ساختمان ليدل کيږي .

دپنسلين واحد :- هغه کنفرانس چه په کال 1944 م کى په لندن کى ترسره شوه دپنسلين لپاره ئى يو بين المللى واحد تعين کړ ددي کار لپاره دcrystal pencilline .G مالگه ترڅيړنى لاندي ونيول شوه .
ددغى مالگي يو يونټ ئى 0.6mgr سره معادله وشميره نو پدي اساس
1mg sodium pencillin G .pure = 1667 IU
1mg potassium pencillin .G pure = 1559 IU

طبعى پنسلينونو خواص :-
دبنزائل پنسلينونو له جملى څخه دسوديم ،پتاشيم ، کلسيم مالگى په زياته اندازى سره په اوبو کى منحل دي خو دپروکائين شکل په کمه اندازه سره منحل دي نو ځکه په وچ محيط کى دپنسلينو دسوديم او پوتاشيم اشکال په 25c حرارت کى ترڅو مياشتو پورى پايدارى لري پداسى حال کى چه په مرطوب محيط کى خپل دمکروب وژنى خاصيت دلاسه ورکوي . که څه هم دفنوکسى پوتاشيم پنسلين يا pencillin . V داسيدو په مقابل کى مقاومت لري خو نور شکلونه ئي داسيدو ،قلوي او حرارت په مقابل کى تخريبيږي .
دبنزائي پنسلين لپاره 6.5 لوړ PH ټاکل شوي چه دحرارت په 40c کى تريوى هفتى پورى ساتل کيداي شى .
Pharmacodynamic :- پنسلينونه دهغه انتى بيوتيکونوله ډلى څخه شميرل کيږي چه دباکتريا په حجروى ديوال باندى تاثير کوي او څرنګه چه باکتريائى حجره دباکتريا لپاره ډير داهميت وړ ده ځکه چه ديوى خوا څخه دخارجى فشار په مقابل کي حفاظت کوي او دبلى خوا څخه ئي ظاهرى شکل ساتى .
ديادونى وړ ده چه پنسلين په ګرام منفى باکترياو باندى تاثير نلرى او همدارنګه په مقابل کى ئي منفى باکترياوي يو شان عکس العمل نه ښايي .
Pharmacokenitic :-
(١) Absorption :- کله چه دمحدود ساحى لرونکى انتى بيوتيکونه دعضلى او يا هم دپوستکى لاندى تطبيق شى نو 15-30 دقيقى وروسته په وينه کى اعظمى غلظت توليدوي .
دغه پنسلينونه داسيدو په مقابل کى مقاومت نلري خو بيا هم کچيرى په شخوند وهونکو کى دخولى دلارى استعماليږي بايد دمعمولى دوز څخه پنځه چنده زيات استعمال شى .
(٢) Distriution :- دجذب څخه وروسته په فورى توگه توزيع ئي شروع کيږي پنسلين دبدن ټولو برخو ته توزيع کيږي . زيات غلظت په پښتورګى دوهمه درجه ځيگر او دريمه درجه کى سږي قرار لري . په پتالوژيکى حالت کى مغزو کى غلظت کم دتبى او انفکشن دموجوديت په صورت کى مغزوته په زياته اندازى سره تيريږي .
(٣) Metbolism :- پنسلين تقريبا 20% پخپل حالت دبدن څخه وځى او يوازى 10% ئي دميتابوليزم ترعمليى لاندى راځى چه دميتابوليزم په ترڅ کى pencilloic acid ميتابوليت منځته راځى .
(٤) Excreation :- دپنسلين زياته برخه يعنى دټول مقدار 30% دproximal tobul او پاتى 20% ئي دglumerol filtration په وسيله ترسره کيږي .
دمجموعى اطراح 10% دبدن دمختلفو لارو لکه سږي ، شيدي ، خولى او داسى نورو لارو په واسطه اطراح کيږي .
ددي لپاره چه دپنسلين جذب په وروډول سرته ورسيږي نو procain چه يوه اناستيتيکه ماده ده مرسره يو ځاي کوي .
دطبعى پنسلينونو دتاثير ساحه يا Spectrum Activity :-
دغه ډله پنسلينونه زياتره په ګرام مثبتو اورګانيزمونو باندي تاثير لري چه دغى ډلى څخه staphylococcus Aglactica , streptococcus , corynobacteria , cl.wilchi , cl. Tetni , B.Anthracis , Leptospera , Neamococcus , Lestorian او داسى نور .او يو شمير ئي په ګرام منفى باکترياوو باندى تاثير لري لکه E.cosi , shigilla , protus , salmonella , Brucellanicra باندي تاثير لري .
ددي سره سره کچيري په لوړ دوز سره استعمال شى نو په E.coli باندي هم تاثيراچوي او ددي ترڅنګ په Actino bacillosis , Actino mycosis او فنګسونو باندى هم موثريت لري .
خودغه ډله په Rekitsis او ويروسونو باندى هيڅ تاثير نلرى .
دپنسلينونو کلينيکى استعمال :-
(١) mastitis (٢) strangle (٣) Jointill (٤) ضدمنوتنفسى انفکشنونو کى چه دحساسو اورګانيزمونو په وسيله منځته راغلى وي
(٥) کلوستريديان ناروغى لکه coastration په وخت کى دcl. Tetani څخه دوقائي پخاطر Black leg , Botilinum .
(٦) په خوسکيانو کى دنوم دالتهاب په وخت کى .
(٧) دAnthrax دناروغى په وخت کى چه په غواګانو ، پسونو ،وزي او سپو کى دپنسلين څخه په لوړ دوز استفاده کوى .
(٨) په غواو کى دpyleon pyritis چه دcorynobactirium renalis په واسطه منځته راځي . دغه اورګانيزم ورسره په خارج کى حساس دي .
(٩) دMeningitis واقعات چه دلوړي تبى سره مل وي هم ددغى پنسلينونو په واسطه تداوي کيداي شي .
(١٠) Actinomycosis او Actinobacillosis واقعات هم پرى تداوي کيږي Leptosperosis واقعات چه زياتره په سپو کى منځته راځي په لنډ ډول سره ويلاى شو چه کومى هغه واقعات چه ورسره دحساسو اورګانيزمونو په وسيله منځته راځى دتداوي وړ ده .
Dose :- که څه هم ددوا اندازه دمستحضر په نوعه پورى اړه لري خوپه عمومى ډول سره 10000-20000-24 دهرکيلو ګرام وزن په مقابل کى ورکولاى شو . دتداوي موده که پنځه ورځو پوري دوام وکړى نوښه به وي .
Side Effect :- A :- Toxi city :- پنسلينونه دToxi city له نګاه څخه ډير محفوظ دي او کولاي شو چه دمعين مقدار څخه زيات هم استعمال کړو .
کچيرى موږکانو ته 3500 00IU دهرکيلوګرام وزن په مقابل کى ورکړل شى نو 50% به ئي مړه کړي او که 2500.000 24 چرګوړوته تطبيق کړو نو نيمائي به مړه شى او که 40000IU په هرکيلو ګرام ورته زرق کړاي شي نو شديد اسهال باندي به اخته شي .
B – حساسيت يا دپنسلين الرژيک تاثيرات :- دپنسلين دتطبيق په وجه زياتره وختونه په انسان کى دحساسيت واقعات منځته راځى خودغه واقعات په حيواناتو کى دانسان په پرتله کم دي .خوممکنه ده چه په راتلونکى کى دغه واقعات زياتوالى ومومى .
دپنسلين مستحضرات :- پنسلين دکريم ، سترګى ملهم، جلدي ملهمونو ، دتيونوملهم دزرقى محلولونو په شکل سره تهيه شويدي .
پنسلين دتابليت شکلونه هم لري هريوه ئي 200.000 24 پوتاشيم يا سوديم پنسلين دي او دپوډر په شکل هم تهيه کيږي
دپنسلينو هغه شکل چه په وترنري طبابت کى زيات معمول دي هغه زرقى شکلونه دي چه دبنزائل پنسلين procain pencillin او Benzathin په شکلونو تهيه شويدي .
دپنسلين بنزائل – پروکائين شکلونه دښه سنرجنيتنکى خواصود منځته راتلنى په خاطر strepromycin چه يوامينوګلوکوزوئيد دي يو ځاي کيږي چه په بازار کى دغه مستحضراتو له جملى څخه دworbrook کمپنى دpen & strep نوم اخستلاي شو دغه زرقى مايع مستحضر پخپل ترکيب په هرملى کى 50 او 100ml بسته بندي لري دهرکيلوګرام وزن په مقابل کى 1ml/25 حيواناتو ته ورکول کيږي .
Penvit بل مستحضر دي چه په بازار کى دInjection په شکل موجود دي چه 5% penivet او 2.5% penivet شکلونه موجود دي چه په غواګانو ، ميښو ، خوسکيو ، آسونو ،وزو ،سپيانو او پيشوګانو کى دلاندي انتانى ناروغيودمنځه وړلو لپاره تري استفاده کوي .
Infectious diarrhoeus , shiping fever , pneumonia , bronchitis , trachitis , pleurisy , Navel infection , foot rot , mastitis , چه هر ملى ليتر 5% او 2.5% ئي لرونکى دي دبنزائل پنسلين ،پروکائين پنسلين او سترپتومايسين سلفيت دي .
په تداوي کى دڅوانتى بيوتيکونو مشترک استعمال :- کله چه په يو حيوان کى څو مکروبونه تبارز وکړي نو ددي حالت دمنځه وړلو لپاره که چيري ديو انتى بيوتيک څخه په لوړ دوز استفاده وکړو نو دنوموړي انتى بيوتيک Toxi city دلوړ دوز داستعمال په نتيجه کى په حيوان کى ليدل کيږي نوپداسى واقعاتو کى بايد ددوه انتى بيوتيکونو څخه بايد په يو ځاي توګه استفاده وکړو . چه په نتيجه کى څونوعه مکروبونو نه چه په حيوان کى ليدل کيږي تر کنترول لاندى راوړي او ښه نتيجه لاسته راځي پداسى حالتونو کى بايد دداسى انتى بيوتيکونو څخه په يو ځاي توګه استفاده وشي چه يودبل تاثيرات تقويه کړي .
څرنګه چه Jawet2 او دهغه ملګرو (1950-1952) کى په همدى هکله انتى بيوتيکونه په دوه برخوباندى ويشلى دي .
١- هغه انتى بيوتيکونه چه Narrow spectrum , Medium spectrum , broad spectrum دي لکه streptomycin , Bacitracine , Neomycine , cloxacillin , pencilline ,
٢- هغه انتى بيوتيکونه چه Broad spectrum دي لکه chloromphenicol , oxy tetracycline , chlor tetracycline دي
هرکله چه دلومړي ګروپ څخه په مشترک ډول استفاده وشى نو سينرجيزم خواص ښکاره کوي . او په ډير ندرت شکل سره يو دبل سره دتضاد خاصيت ښيى لکه pencillin او streptomycin چه په ډيرو ناروغيو کى په مشترک ډول سره استعماليږي لکه په mastitis کي چه ډيره ښه نتيجه ورکوي .
همدارنګه دBacitracin او Neomycin يوځاي استعمال په جلد باندى ښه نتيجه لاسته راکوي .
او په هغه صورت کى چه ميکروبونه دپنسلين په مقابل کى مقاوم وي نوددوهم ګروپ انتى بيوتيکونه نو استعمال په مشترک ډول سره په زړه پوري دشدت لاسته راوړي .
Pencillin – prophylaxis :- ١- Rheumatic fever په لومړى مرحله کى دستونى دانتان دخاموشه کيدو په خاطر لکه پنسلين چه دوه ځلى دورځي ورکول کيږي او دلسو ورځو لپاره توصيه کيږي او وروسته دهغه بيزاتين پنسلين چه دولس لکه هردري هفته کى ديوځل لپاره ورکولى شى داطفالودوقائي لپاره دبنزاتين پنسلين تر 3.5 کلنى پوري توصيه کيږي .
او هغه ناروغان چه دساحى افت لري ټول عمر بايد دنوموړي پنسلين څخه استفاده وکړي .
٢- streptococcul – infection :- دانتان پدي شکل کى دخولى دلارى 200 000 IU بنزائل پنسلين دورځي دوه ځله دپنځوورځو لپاره اويا 600000IU يو single dose او يا داچه 1.2megau بنزاتين پنسلين توصيه کيږي . همدارنګه دغوښونو په ويستلو catheterization , cardiac , Bacterimia او په Endo carditis , subAcut bacterial کى بايد پنسلين توصيه شى .
٣- Gonorrhea and syphilis :- دوقائي تخاطر بايد پدي ناروغى کى هم استعمال شي .
٤- Recurrent lymphangitis :- بنزاتين پنسلين 600.000U په هرمياشت کى دعضلى دلارى توصيه کيږي .

نيمه ترکيبى يا پراخه طيف لرونکى پنسلينونه
څرنګه چه طبعى پنسلينونه څه ناڅه نيمګړتياوي درلودي نو پدي اساس دي ته ضرورت شو چه داسى مواد ترکيب کړاي شي چه څه ناڅه دغه نيمګړتياوي لري کړي هغه نيمګړتياوي چه په طبعى پنسلينو کى موجودوي په لاندي ډول دي .
(١)- په اسيدي محيط کى پايداروالى نه درلودنو ځکه دخولى دلوري نه استعماليږي .
(٢)- هغه مايکرواورګانيزمونه چه pencillinase ئي توليدوه دتخريب سبب ئي ګرځيده او مقاومت ئي ښوده .
(٣) – په کم مقدار يا مشخصو باکترياوو باندي تاثير درلود .نو همداوجه وه چه پدي اړه کوښښونه شروع شول چه بلاخره نيمه ترکيبى پنسلينونه لاس ته راغلل .
( Penbritin ) Ampicillin
پراخ طيق لرونکى نيمه ترکيبى پنسلينونو دجملى څخه دي چه په طبابت کى په زياته اندازه استعماليږي .
کيمياوي ساختمانونه :- دساختمان په لحاظ دپنسلين مرکزى هسته لري . او يوازي د(5) په موقعيت کى چه دنيمه ترکيبى پنسلينونو دلاسته راوړنى لپاره اساسى برخه ده دپنسلين سره فرق لري .

خواص :- نسبتا اسيدي خواص لري په اوبو کى منحل دي داسيدو په مقابل کى مقاومت لري نو همداوجه دي چه دخولى دلارى استعماليږي .
Pharmacodynamic :- فارمکوديناميک ئي دپنسلين په شان دي .
Pharmacokenitic :- دخولى دلارى تطبيق که څه هم نظر حيوان ته فرق کوي خوجذب ئي مکمل او دوه ساعته وروسته خپل غلظت اعظمى حدته رسوي .
که دتطبيق اندازه دوچنده ته ورسيږي نو په وينه کى به ئي هم غلظت دوچنده شى په صحرائى موږکانو کى دکلمو په لومړي برخه کى جذب کيږي دجذب څخه وروسته دبدن ټولو برخو ته جذبيږي ځکه پښتورګو کى غلظت نسبتا لوړ خوشوکى نخاع ته په کمه اندازه سره توزيع کيږي . ميتابوليزم ئي نه ترسره کيږي . او په فعال شکل سره دبدن څخه وځى غلظت ئي په صفراکى دوينى په پرتله 14 چنده لوړ دي . نوهمداوجه دي چه دهمدي لادي په انفکشنونو کى کار کله تري اخلى . ددي ترڅنګ درحم او پلاسيتا ته ښه تيريږي .
اطراح ئي دپښتورګو او صفرادلاري ترسره کيږي دتطپيق څخه وروسته 3-4 ساعته په دوران کى دصفرا دلارى ښکاره کيږي .
دتاثير ساحه :- په ګرام مثبتو او منفى دواړو باکترياوو تاثير لري چه پدي اساس دالاندي باکترياوي ورسره حساس شميرل کيږي .
Streptococcus , staphylococcus , coryno bacterium fucalis , E.coli , fusi fumis , kati bacilla , pratus , pastrolla , clostridium , shagilla , salmonella , Brocella
اوهغه باکترياوي چه pencilliase توليدوي لکه staphylo coccus او يو شمير ګرام منفى باکترياوي ئي تخريبوي .
داستعمال موارد :- که څه هم په زياته په انسانى طبابت کى کار تري اخلى خودوترنري په طبابت کى هم داستعمال ښه موارد لري چه ځينى مهم ئي په الاندي ډول سره دي .
الف :- په غواوکى
١- دکلموانفکشنونه
٢- septcaemia خصوصا هغه ډولونه ئي چه دسالمونيلا په واسطه منځته راځي .
٣-mastitis په خاصه توګه هغه واقعات چه دE.coli په واسطه منځه راځي .
٤- درحم التهاب او دلنګوال څخه وروسته عفونتونه لکه دپلاسنتا بنديدل .
٥- pyelonipritis
ب :- په پسونو کى
١- mastitis
٢- درحم التهاب
٣- سينه اوبغل
٤- دپښوابسى
ج :- په اسونو کى
١- دکلموالتهاب
٢- septicaemia
٣- درحم التهاب
٤- تنفسى ستونزي
٥- په ځينى انفکشنى ناروغيو کى secondary infection دمخنيوي په خاطر لکه Equin Influenza
د :- په سپيانو کى
١- جلدي انتانات
٢- Intritis يا دکلموالتهاب
٣- دغوږ انتانات
٤- Leptosperosis
٥- دحنجري انفکشنى پړسوب
٦- Tonsilitis
٧- تنفسى انفکشنونه
٨- دبولى سيستم انفکشنونه
ه:- په پيشوګانو کى
١- دغوږ او کلموپه انفکشنو کى

دتطبيق اندازه
Ampicllin trihydrat 10-20 mg /kg per 12hr
Ampicillin sodium 10-20 mg /kg per 8 hr
Ampicillin Anhydrat 10-20 mg /kg per 24 hr
حساسيت او Toxicity :- دحساسيت ناوړه واقعات ممکن وليدل شى خود پنسلين او سفالوسپورين په پرتله ډير محفوظ دي زهريت ئي هم ډير کم دي او معمول دوز څخه څوچنده زيات استعمالولاي شو .

Amoxacilline :- دنيمه ترکيبى پنسلينونوله جملى څخه دي چه دلاندي فورمول لرونکى دي ، شکل

تاثيرات ئي پنسلينونه ورته دي داسيدو په مقابل کى مقاوم دي او دخولى دلاري ښه جذبيږي په خالى ګيډه په خاصه توګه غوښه خوړونکو حيواناتو ته ورکول جذب ئي بهتره دي .
دAcred او دهغه دهمکارانو په واسطه چه کومه تجربه په موږکانو باندي په کال 1971 کى ترسره شوي وو ښکاره کوي چه Amoxacilline نسبت Ampicilline ته په ګرام منفى باسيلونو باندي زيات تاثير لري .
Ampiclox :- دغه دوا په شيدوخوړونکو حيواناتو کى دE.coli په انتاناتو کى ترينه استفاده کيږي او همدارنګه 75mg Ampicilline او 200mg cloxacilline په مخلوطى شکل دنباتى تيلو سره يوځاي او شيدوخوړونکو حيواناتو دتيونو په التهاباتو کى ترينه استفاده کوي .

دپنسلينوطبقه بندي
١- Natural pencillin لکه pencillin G , يا Benzyl pencillin , procain pencilline , Benzathin pencilline G
٢- semisynthetic –p
a – Acid resistance pencllins لکه (p.v) phenoxy methyl pencilline او phenoxy ethyl pencilline
b – pencillinase resistance pencilline لکه Nafcil , methicilline , oxacilline , cloxacillin , Bicloxacilline , Lin fluxacilline
c- Broad spectrum pencillins : لکه Bacam pencillins , Tal Ampicillins , Ampicilline , Amoxacilline , pivapicilline
d- mecillinams : چه په ګرام منفى باکتريا و باندي موثر تماميږي مګر په p-Aeroginosa باندي تاثير نلري لکه mecillinam , pivmecilline .
e- carboxy pencillin Anti pseudomonal – p لکه Tecarcil , uriede pencillin , carbenecilline , Temocillin , lin carpecillin , لکه Azlocillin او pipercillin
f- pencillin with beta lacta mase inhibitors لکه Amoxacillin , cluvulanic acid , (Augmentin ) او clavulanic Acid , Ticarcillin (Timentin )

پولى سکرايد لرونکى انتى بيوتيکونه يا Amino glycosides Antebiotic
عموما دګرام منفى باکترياو په انتانى وقايو کى استعماليږي او عبارت دي له strptomycine , Gentamycin , Amikacin , Neomycin , framycetin , kanamycin او paromomycin څخه دي .
١- streptomycin :- دقوي انتى بيوتيکونو دجملى څخه ګڼل کيږي چه دwaksman او دهغه دهمکارانو په واسطه په کال 1942 کى دstreptomyces griseus څخه وروسته راوړل چه په ګرام منفى باکترياو باندي تاثير لري نو په همدي لحاظ دهغه انتى بيوتيکونو سره چه په ګرام مثبت اثر لري په يو ځاي توګه استعماليږي او دقوي انتى بيوتيک اثرات ښيى لکه که دپنسلينو سره يو ځاي استعمال کړو نو قوي synergistic اثرات به منځته راوړي .
دسترپتومايسينوداستعمال طريقه او جذب ئى :- څرنګه چه دهاضمى لاري څخه مکمل جذب نلري نو بهتره ده چه دزرقى لارو څخه تطبيق شي . دسترپتومايسينو جذب نسبت پنسلينوته خفيف دي.
کچيري سترپتومايسين دوريد دلاري زرق شي نو په وينه کى ډير زر خپل اعظمى غلظت ښيى او کچيري دعضلى دلارى زرق شي نو په حدود د٦٠-٩٠ دقيقوکى په وينه کى اعظمى غلظت توليدوي .
که دجلد دلارى تطبيق شي تاثيرات يي زيات دوام کوي خو ليکن دجلد لاندي دتطبيق داستعمال موارد نلري ددي هايدروسترپتوماسين بايد دوريد په داخل کى زرق نه شي ځکه چه شوک منځته راوړي .
اطراح :- دسترپتوماسينو واحد دوز چه دعضلى او يا هم دوريد دلاري زرق شوي وي تقريبا 80% دپښتورګى دلاري اطراح کيږي او ددغى اطراح اعظمى برخه دتطبيق په لومړيو څلورو ساعتونو کى وي او تر دولس ساعتونو پورى دوام کوي اطراح شي دګلوميرونو فلتريشن او تيوبونو پواسطه صورت نيسى او دوباره نه جذبيږي .
دسترپتوماسينو پواسطه مسموميت :- دسترپتوماسينو په واسطه مسموميت په دوه ډوله منځته راځي .
١- موضعى حساسيت دجلدي افتونو سره dermatitis
٢- مزمن مسموميت chronic
٣- دحاد په شکل مسموميت Acute
زهريت يا Toxicity :- هرکله چې سترپتوماسين دوريد دلاري زرق شي نو سبب دمسموميت ګرځي . که سپيانو ته 100-200mg دوريد له لاري ترزيق شي نو دوينى فشار يي ښکته راځي چه بيرته دبرګشت قابليت نه لري . ددغى دواکم او عادي دوز حيوان دتنفسى مشکلاتو سره مخامخ کوي او کچيرته په لوړ دوز سره استعمال شى نو دنتفسى سيستم مرکز دفلج سره مخامخ کوي .
که چيرى سترپتوماسين 7mg /lb دوريد دلارى زرق شي نو په حيواناتو کى مړينه دپنځه دقيقوپه دننه کى ليدل کيږي .
په حاد تسمم کى چه سترپتوماسين دوريد او يا جلد لاندي تطبيق شوي وي نو بى خوبي ، تنفسى مشکلات ، بيهوشي او بلاخره په حيوان کى کوما ليدل کيږي په سپيانو او پيشو ګانو کى زړه بدي کانګى او بى موازنګى ليدل کيږي په چرګانو فيل مرغانو کى تنفسى مشکلات او دکوما حالت ته ځي .
که په حيواناتو کى 170-250mg /lb دعضلى له لارى زرق شي بيهوشى او بلاخره مړينه منځته راوړي او پداسى حال کى کچيرى حيوان جوړ هم شي نوتر ډير وخته پوري به عصبى تکليف ولري .
او په کرونيک تسمم کى حيوان په عصبى اختلالاتو باندي اخته کيږي او دتسمم علايم په حيوان کى عبارت دي له . تنفسى سيستم ضعيفه کيږي ،وزرونه ځوړند نيسى ، سترګى يي او عضلات يي ضعيفه ښکاري .
دسترپتوماسين انتى باکتريائي طيف :- دپنسلينو په نسبت قوي تاثيرات لري په ګرام منفى باکترياوو قوى اثرات لري ليکن مثبت باکترياوي او Leptosperosis هم له منځه وړي .
دInvitro په شکل لاندي مايکرواورګانيزمونه دسترپتوماسين په مقابل کى حساس دي .

بايد په ياد ولرو چه سترپتوماسين دنورو انتى بيوتيکونو په شان داستعمال پراخه ساحه نلري ځکه چه له يوي خوا سترپتوماسين زهري خاصيت لري او دبلي خوا څخه مکروبونه دسترپتوماسينو په مقابل کى ډير زرمقاومت حاصلوي . بعضى ناروغى شته دناروغى په لومړيو مراحلو کى بايد دسترپتوماسينو په واسطه تداوي شي لکه دٍE.coli انتانات او ټول هغه انواع ئي چه دتيونو دالتهاب ، درحم التهاب ، دکلموعفونتونو او septeceamia , leptosperosis , corynobacterium equi په اسونو غواګانو او پسونو کى سقط يا (vibrosis )
دvibrosis واقعات چه دحاملګى په لومړيو دري مياشتو کى سقط واقع کوي .
ممکن دالقاح سامان الات په مکروب باندي ککړوي او يا هم دجفتګيى په وخت کى vibrofetus سرايت وکړي . نوپدي منظور دسترپتوماسينوڅخه دوقايي په خاطر استفاده کوو .
هغه خيوانات چه vibrofetus ولري دهغه درحم او مهبل شاوخواداسترس سايکل په مرحله کى دسترپتوماسينو 1mgr د15ml اوبو سرله يوځاي کوو او وينځو او يا هم دزرقى لارو څخه استفاده کوو .
Pastrurolosis :- په حيواناتو کى دseptecaemia باعث ګرځى او حيوان ډير زرله منځه وړي په خوسکيانو کى سينه بغل چه دپاسترولا په واسطه منځته راغلى وي 0.25gr/45kg حيوان ته اويا په اندازه 1gr/50 kg د٢-٣ ورځوپوري سترپتوماسين بايد خوسکيانو ته ورکړل شي .
په کره آسپ کى دورځي دوه ځلي 0.5-1gr دسترپتوماسينو څخه بايد استفاده وشي .
دسترپتوماسينو تاثيرات :- سترپتوماسين دInvitro په شکل په مايکرو اورګانيزمونو باندي دغو دتوقف او وژونکى تاثيرات لري چه په وينه کى دغلظت په اساس يي تاثيرات رامنځته کيږي .
که سترپتوماسين دپنسلين سره يو ځاي استعمال شي نو قوي باکتريوسيدي خواص منځته راوړي . په هغه انساجو کى چه خيره يا چرک موجودوي دسترپتوماسينو تاثيرات ښکته نه شي راوړي .
استعمال اندازه :- دسترپتوماسينو داستعمال اندازه نظر دحيوان دنوعى او دمرض دڅرنګوالي پوري اړه لرى په هغه صورت کى چه مايکروارګانيزمونه دسترپتوماسينو په مقابل کى کم حساس وي نو بايد په لوړ دوز سره استعمال شى ترڅو مايکرواورګانيزمونه له منځه يوسى .
دسترپتوماسينو معمولى دوز 10mg/kg دي او پداسى حال کى چه ځوان څارويو ته چه دخولى دلارى ورکول کيږي بايد 20mg /kg څخه کم نه وي .
دسترپتوماسينو داستعمال اندازه نظر مختلفو انواعو دحيواناتو په استثناء دچرګانو په لاندي ډول دي چه دغه مقدار دعضلى دلاري تجويز کيږي .
10mg /kg —- په آسونواو کوټو کى
10mg /kg —— غوا او خوسکيانو کى
10mg /kg —— پسونه
10-20mg /kg —-سپيان او پيشوګان
2-5mg ——سوي
2-5mg —— چرګ
روزانه دوه ځلى .
Neomycin ( framycin )
دهغه انتى بيوتيکونو له ډلى څخه شميرل کيږي چه متوسط تاثيرات لري په ګرام مثبت او منفى دواړو باکترياو باندي تاثير لري دغه دوا دwaksalan او lechevalier په واسطه په کال په 1942 کى دstreptomycisfradiase څخه په لاس راوړل .
C12 H25N4O5 —-o-C5H7O (OH)2-o-C6H7 o(OH)2 (NH2 ) 2

دنيوماسين مقاومت :-
١- رطوبت :- دنيوماسين وچ پوډر په وچ ځاي کى دکوټي په عادي تودوخه کى تر دوه کلونو پوري بغير له تغيره ساتلاي شو او محلول يي هم دکوټي په عادي تودوخه کى تريو کال پوري ساتلاي شو او په 37c کى ترڅومياشتو پوري خپل اثرات ساتلاي شي .
٢- PH :- نيوماسين دددوه نه تر خنثى pH پوري ساتلاي شو اوويل کيږي چه نيوماسين فعاليت په القلى pH کى زياتيږي چه دغه وضعيت دنيوماسين دنورو انتى بيوتيکونو څخه فرق کوي .
٣- دحرارت درجه :- نيوماسين دحرارت درجى په مقابل کى مقاوم دبى دهوا عادي حرارت سره مقاوم دي ليکن دوخت دتيريدوسره تور رنګ اختياروي .
٤- اکسدايز کوونکى مواد :- داکسيدايز کوونکوموادو پواسطه نيوماسين ډير زرتخريبيږي نو پدي خاطر دنيوماسين په محلولونو کى انتى اکسدايز مواد علاوه کيږي . او په خنثى PH (6-7PH ) کى ساتل کيږي .
٥- په خصوصى توګه کوم انزوم چه نيومايسين تخريب کړي راپور ندي ورکړشوي .
٦- ټول هغه مواد چه sulphonic acid او يا هغه ته مشابه مواد ولري دنيوماسين دترسب او غيرفعال کيدوباعث ګرځي .
دنيو ماسين فارمکولوژيک اثرات :- دخولى دلارى دنيوماسين تطبيق امکان نه لري ځکه چه 3% ئي جذبيږي نو پدي خاطر بايد دعضلى په داخل کى زرق شي او همدارنګه دجلد دلارى هم نه جذبيږي .
کله چه وينى ته داخل شي نوديو ساعت په دوران کى خپل اعظمى غلظت توليدوي او دتداوي مقدار 4-8 ساعته پوري دوام کوي .نو پدي خاطر لازم دي چه 24 ساعته په څلورو حصو باندي تقسيم کړو نو بايد په هر شپږو ساعتونو کى يوځل بايد تطبيق شي.
نيوماسين دپښتورګو دلاري ډير ژر اطراح کيږي او کچيري دخولى دلاري خوړل شوي وي نو زياته برخه يي دفضوله موادو دلاري په فعال شکل خارجيږي .
نيوماسين په مکروبونو باندي وژونکي تاثيرات لري او دتاثيراتو څرنګوالى په مکروبونو باندي په ښه شان سره معلوم ندي .
دډير انتى بيوتيکونو سره په يو ځاي توګه لکه پنسلين – بستراسين ، پولى مکسين سره يوقوي انتى بيوتيکى خواص منځته راوړي .
دنيومايسين زهري تاثيرات :- زهرى تاثيرات يي سترپتوماسين ته ورته دي کچيري نيوماسين په دوامداره توګه استعمال شي نو ددايمى کونوالى باعث ګرځي او همدارنګه البومين يوريا په پښتورګو کى منځته راوړي .
که حيوان دخولى دلارى وخورى نو سبب داسهال دحيوان ګرځي .په انسانى طبابت کى دنيوماسين څخه زيات استفاده کيږي .
په وترنرى طبابت کى غواګانو ته 4-7.5gr په اندازه روزانه ورکول کيږي په انسانى طبابت کى 1-4gr دخولى دلارى او 200-500gr دعضلى دلري تطبيق کيږئ .
Erythromycino ( Ilotycin )
دغه انتى بيوتيک زياتره په ګرام مثبت باکترياو او يو تعداد ګرام منفى باکترياو باندي تاثيرلري . او همدارنګه په Rikettsiae اوپه ډيرو پروتوزواو باندي اثر لرونکى دي .
ارتيروماسين بايد په هرملى ګرام کى 900 IU څخه کم ونلري .دغه دوا د په خاوره کى په کال 1952 م کى دstreptomyces erythreus دکلچر په محيط کى دبيوستيتدس څخه په لاس راوړيدي کرستالى پوډر يي سپين چه ژيړ ته ورته دي رنګ لري بى بويه او تريخ خوند لري په اوبو کى 1:1000 سره منحل دي په ايترو او الکولو کى په اسانى سره حليږي مالګى او ايترونه يي داستفادي وړ دي .دهغى انحلاليت نظر دمالګى او ايتروپه نوعيت پورى فرق لري نو پدي اساس سره په وريد او عضله کى تجويز کيږي او يو تعداد ايتر يي او مالګينى مرکبات ئي دخولى دلارى هم استعمالولاي شو .
مقاومت يي دنيوماسين په شان دي وچ پوډر ئي دکوټي په عادي تودوخه کى مقاومت لري يخ شوي محلول ئي داوږدي مودى لپاره خپل اثرات ساتلاى شى (٨ هفتوپوري ) خوليکن محلول ئي دکوتى په عادي تودوخه کى ډير زر تخربيږي
داريتروماسين جذب :- کله چه دخولى دلارى استعمال شى نو جذب ئي ډير زر صورت نيسى او همدارنګه اريتروماسين دعضله او وريددلاري هم تطبيق ددغى دوا انتشار پلاسنتا دپريتون خاليګاه او pleural ته په اسانى سره صورت نيسى .
ددي دوا زياته اندازه دمعدي داسيدو په موجوديت له منځه ځى داريتروماسينو زياته اندازه دپښتورګو دلارى دادرارو په واسطه اطراح کيږي او همدارنګه يوه اندازه يي دصفرا په واسطه هم اطراح کيږي .
مسموميت داريتروماسينو ډيريږي په واښه خوړونکوحيواناتو کى زړه بدي ، کانګى ، دمعدي او کلمو اختلالات منځته راوړي .
طرزتاثيرات :- دغه دوا په انسانى طبابت کى هم زيات استعمال لرى ګرام مثبت باکترياوي په مخصوص توګه هغه ستافليکوکونه چه دپنسلينونو په مقابل کى مقاومت حاصل کړيدي ددي دوا څخه استفاده کيږي .
داريتروماسينو داستعمال اندازه او مقداد :- په غواو او اسونو کى 4-8mg په هرکيلوګرام وزن په دولس ساعتونو کى سپيانو کى 4-8mg /kg په ١٢ ساعتونو کى Erythro mycin thiocyante په چرګ او فيل مرغانو کى دsynositis دکنترول په خاطر استعماليږي او همدارنګه داريتروماسين يو اندازه دڅښلواوبو کى د10000 برخو سره يوځاي او دsynovitis دکنترول لپاره تري استفاده کوو.
جنتامايسين يا Gentamicin
دهغو امينو ګلايکوسيدونو له جملى نه ګڼل کيږي چى دنورو امينو ګلايکوسيدو په پرتله زياته اغيزه لري او دنورو پرتله دخولى له لارى لږ جذبيږي نو له همدى کبله دزرق لاره يواځنى لاره ده چه هغه تطبيق شى او اطراح يى هم دبولي سيستم له لري صورت نيسى . دهغه ډير لږمقدار دنخاع ،سترګو او پروستات غدي په مايعاتو کى جذبيږي او دشيدو ،برانشيګانو په ترشحاتو او همدا شان دبدن پر نورو مايعاتو کى دهغه غلظت دوينى د١،٢-١،٣ برخو سره برابر دي .
مقدار :-
غوايان ، پسونه ،وزى – ٣-٥ ملي ګرام I/m
آس – ٣-٥ ملي ګرام I/m I/v
سپي – ٣-٥ ملي ګرام s.c or Im
پيشو – ٣-٥ ملي ګرام s.c or I.m

مسموميت :- دنورو امينو ګلايکوسيدو په شان دي په ينى ،پښتورګو او داوريدلو په عصب باندي ناوړه اغيزه لري ددي انتى بيوتيک په وړاندي پيشوګان زيات حساسيت لري په تيره بيا بلاربه پيشو په سخت مسموميت اخته کيږي په همدي ترتيب دهغه زيات ناوړه تاثير چى دتنفسى سيستم دفلج کيدو څخه هم سبب عبارت کيږي .
کلورام فينيکول يا chloramphenicol
خواص :- له يووسيع التاثير انتى بيوتيک څخه عبارت دي چى په ګرام مثبت ، منفى باکترياګانو او همداډول په Rickettsia باندي اغيزه کوي که په مصنوعى او طبعى توګه حاصل شي سپين او لږ خاکى او يا دسپک زيړ رنګه کرستالى پوډرو په شکل وي او دميکرو اورګانيزمونو د ودى دروونکى اغيزه لرى او دمحرقى ديوي انتخابى درمل څخه عبارت دي .
ساتنه : – کولاي شو چى کلورام فينيکول دتتراسکلين پرتله دزيات وخت لپاره وساتو او که دهغه وچ پوډر له مقطرو اوبو سره حل شى په دي صورت کى کيداي شي چى په هغه کوټه کى چي نورماله تودوخه ولرى ديوي مياشتى لپاره وساتل شى دهغه پوډر او محلول دواړه په ګرمى کى ساتلى شو په لنډه توګه ويلاي شو چې دايواځينى درمل دي چې په عادي شرايطو کي دهغى ساتنه او ذخيره کول اسانه کار بلل کيږي .
دتطبيق لار او جذب :-
کولاي شو چى دهغه يو فيصده ملهم دسترګى دزيږمي په الهاباتو کي دسترګى ناحيوي ټپ conjunctivities او دسترګى دپردي دزوه لرونکى الهاب چى دويروسونو پواسطه پيداکيږي دتداوي لپاره استعمال کړو .که چيري دعضلى او وريد له لاري زرق شي دهغه سويه په وينه کى سمدستى پورته او خپل اعظمى حد ته رسيږي او په همدي شان که درکتوم له لارى تطبيق شي په پوره اندازه دهغه جذب صورت نيسى او که دخولى له لارى دهغه ساده يا معمولى دوز تطبيق شي د٢ ساعتو په موده کي دهغه سويه په وينى کي خپل اعظمى حدته رسيږي کلورام فينيکول له دماغى غشا يا پردي نه تير او شمزي يا نخاع په مايع کي انتشار کوي او دنخاع په مايع کي دهغعه سويه دوينى پرتله ٦/١-٢/١ برابرو ته رسيږي همداشان له پلاسنتا هم تيريږي او دجنين په وينه کي دمور دوينى په پرتله ٤/٣ برابرو ته رسيږي . کلورام فينيکول دشيدو له لارى اطراح کيداي شى او کيداي شي چه دغولانځي په حادو التهاباتو کي دهغه دزرقى او موضيعى تطبيق څخه ښه په زړه پوري نتيجه لاسته راشي . دخولى له لاري دکپسول په شکل تطبيق کيږي او دتى له لارى ديوه مخصوص سورنج پواسطه چى دهغه يو ډول دMastinject په نوم ياديږي او ٢٥٠ ملي ګرامه کلورام فينيکول لري تطبيقيږي بايد وويل شي چې دmastinject په ترکيب کى کلورام فينيکول ،پنسلين او نيومايسين وجود لري او دوي ټول دsynergism په شکل عمل کوي . دهغه له ٤٠ فيصده محلول څخه دعضلي زرق او دهغه ١٠ فيصده محلول څخه دوريدي زرق په توګه کار اخيستل کيږي که چيري دنوموړي درمل پواسطه تداوي دوام پيداکړي دمقاومت دپيداکيدو باعث کيږي .
اطراح :-
ددي درمل دمقدار زياته برخه دميتيازو له لاري اطراح کيږي او تقريبا له تطبيق څخه ٣٠ دقيقى وروسته په متيازو کى ښکاره کيږي او دهغه ١٠ فيصده په فعال شکل اطراح کيږي او دهغه يو مقدار دصفرا کڅوړي له لارى په غير فعال شکل اطراح کيږي او له غايطه موادو سره دهاضمى له لاري دهغه لږ مقدار اطراح کيږي .دکلورام فينيکول او اکسى تتراسکلين اطراح ورته دي .
مسموميت :-
که چيرى دکلورام فينيکول مقدار له خپل اعظمى مقدار څخه زيات استعمال شي په حيوان او انسان کى ديو ډول ناوړه تاثيراتو سبب کيږي چه له دي جملي نه ډير مهم يى دمغزدتسمم څخه عبارت دي او داډير مهم دي او ددي پوسيله يو ډول وژونکى کم خونى منځ ته راځي له همدي کبله کلورام فينيکول زيات استعمال نه لري مګر تريوي اندازي پورى حقيقت لري چى دمحرقى دناروغى په مقابل کى چى دsalmonella پواسطه منځ ته راځي له کلورام فينيکول څخه کار اخيستلاى شو که چيري دکلورام فينيکول زيات مقدار تطبيق شي په انسان او پيشوګانو کي دوينى دحجراتو دجوړيدلو دبنديدو او يا ځنديدو سبب کيږي .
په کم عمره حيواناتو کى دکلورام فينيکول په زيات مقدار سره دينى جريان له کاره وليږي او په نتيجه کى دشيدو خوړونکى کوچنى دGrey syndrome يا (آبى کيدل ) سبب کيږي او ددي سبب دادي چى په دي عمر کى ينه خامه وي او ددي درمل دميتابولايز توان نه لري او که يو ځوان او نابالغ څاروي ددي درمل پواسطه تداوي شي دپورتنى ناروغى دپيداکيدو ويره په کى موجوده ده .
مقدار :- غوايان – ٣٠-٥٠ ملي ګرامه
خوسکى – ٢٠-٣٠ ملي ګرامه
اس – ٢٠-٥٠ ملي ګرامه
بياڼ – ٢٠-٥٠ ملي ګرامه
وزه او پسه – ٥٤-٥٧ ملي ګرامه
وري او سيرلى – ٣٠-٤٥ ملي ګرامه
سپى – ٢٥ ملي ګرامه
پيشو – ١٠-١٥ ملي ګرامه
تتراسکلين (Tetracyclin )
داهغه انتى بيوتيک دي چه دوسيع تاثير لرونکى دي او دهغه په کيمياوي ساختمان کى په ډير کم تغير راوړلو سره نور درملونه لکه تتراسکلين او اوکسى تتراسکلين ورځينى حاصليږي .
کلوروتتراسکلين (chlorotetracyclin or Auromycin )
خواص :- هغه مرکب دي چى طلايى ډوله زيړ رنګ لري او په اوبو کى ښه حل کيږي او تريخ خوند لري دتودوخي په وړاندي زيات مساس دي او بايد په يخ تياره او وچ ځاي کي وساتل شي او Bacterostatic تاثير لري .
جذب ،اطراح او دتطبيق لاره :- زياتره وخت دخولي له لاري ورکول کيږي او دعضلى له لاري نه توصيه کيږي ځکه ډير درد پيدا کوي کله کله دوريد له لاري تطبيقيږي خونه توصيه کيږي که دلاري تطبيق شي دهضمى جهاز پواسطه ښه جذبيږي په شيدو کي ښه انتشار کوي او دوينى دغلظت په اندازه شيدوته هم رسيږي او له شيدو سره اطراح کيږي نو له همدي کبله دغولانځي په مکروبى او حادو الهاباتو کي له کلوروتتراسکلين څخه چه په وريدي او موضعى توګه تطبيقيږي کار اخيستل کيږي زياتره وخت دهغه اطراح له ميتيازو سره يو ځاي صورت نيسى اوله صفرا سره هم اطراح کيږي او زياتره وخت دسترګو دملهم په شکل استعماليږي .
مقدار :- په کوچنيو حيواناتو کى (سپى ،وري ،سيرلى ) دبدن هرکيلوګرام وزن په مقابل کى ٢٥-٥٠ ملي ګرامه دورځى يو ځل او په لويو حيواناتو کى (خوسکى ،بياڼ ،آس ) دبدن هر کيلوګرام وزن په مقابل کي ١٠-٢٠ ملي ګرامه دورځي دوه ځله يعنى په هرو١٢ ساعتونو کى يو ځل ورکول کيږي .
دغولانځي دالهاب لپاره :- له تيارو جوړو شوو ملي ليتر ه سورنجونو څخه يوه دانه په ناروغ تى کى داخل او بيا له هرو ٢٤ ساعتونو څخه وروسته يو ځل بايد تکرارشي .
درحم دالتهاب لپاره :- له نيم ګرامه (٥٠٠ ملي ګرام ) تابلتونو څخه يو يا دوه تابليته دغواپه رحم کي او له همدي تابليت څخه نيم څخه پر يوه تابليته پوري دميږي په رحم کي کښيښودل کيږئ .
مسموميت :- کلوروتتراسکين دنورو ټولو تتراسکلينو پرتله تخريشى خاصيت لري کله چى دخولي له لاري سپى او پيشو ته ورکړاي شي دکانګو او زړه بدوالى سبب کيږي او ان تردي چى ممکن داسهال سبب هم وګرځي . که چيري درمل له شيدو سره يوځاي ورکړاي شي له دي حالت څخه به مخنيوي وشي .او په شخوندوهونکو څارويو کى که دخولى له لاري ورکړاي شي دهضمي جهاز گډوډى راپيداکوي .په ځوانو حيواناتو کى تتراسکلين استعمال دغاښونو او هډوکو نشوونما وروسته کوي او دغاښونو درنګ تغير پيداکوي .
اکسي تتراسکلين يا (Oxytetracyclin )
نواځينى انتى بيوتيک دي چى دوترنري په طبابت کى زيات استعماليږي او په خارجى او داخلي توګه ښه وسيع ضد باکتريايى اغيزه کوي دبکترياوو نشونما يا ودي ته توقف ورکونکى اغيزه لرى .
خواص :- يوډول زيړکرستالي پوډر دي تريخ خوند لري او په اوبو کي دحل کيدو وړ دي او بايد په يوه نخ وچ او په تياره يا بى رڼا ځاي کى وساتل شي .
دتطبيق لاره ،جذب او اطراح :-
که چيري دخولي له لاري تطبيق شي دهغه جذب دکولمو له لاري په ښه شان سره صورت نيسى او که دعضلي له لاري څاروي ته ورکړاي شي په دي صورت کى د٢ ساعتوپه موده کى دهغه غلظت په وينه کي خپل اعظمى حدته رسيږي .
اکسى تتراسکلين دشوکى نخاع په مايعاتو کي جذبيږي او کولاي شو چى دنخاع په تداوي کى ورځينى ګټه واخلو او دنخاع شوکى له لاري هم تطبيق کيداي شي په همدي توګه نوموړي درمل دپلاسنتا څخه پير او دهغه غلظت دجينين يا بچى په وينه کي دمور دوينى دغلظت په اندازه کيږي او کله کله اصغري حد يعنى تقريبا ٢٥ فيصده ته راښکته کيږي .
اکسى تتراسکلين دکولموله لاري هم جذبيږي او له هري لاري چى څاروي يا حيوان ته ورکړاي شي په شيدو کي اطراح کيږي او دنوموړې درمل زيات مقدار دبولي جهاز او دصفرا کڅوړي ( په کولمو کي توئيږي ) له لارو اطراح کيږي .
اکسى تتراسکلين هايدروکلوريد کولاي شو چى له هري عادي لاري څاروي ته تطبيق کړو او دهغه روغنى يا غوړ شکل په الوتونکو او چرګانو کي يوازى دپوستکى له لاري زرق کولاي شو اوپه تى لرونکو حيواناتو کى دهغه زرق څخه بايد ډډه وشي ،
داستعمال ځايونه :-
اکسى تتراسکلين دوسيع التاثير يا زياتى اغيزي درلودونکو انتى بيوتيکوله جملى څخه ګڼل کيږي . يعنى په ګرام مثبت او منفى باکترياګانو دريکتزيا پرځينو پروتوزواګانو او ميکوپلازما باندي اغيزه کوي اوپه کلينيک کې دلاندي ناروغيو په تداوي کى ورځينى کار اخيستل کيږي .
١- Mastitis
٢- هغه ناروغى چى salmanella , caleform ګروپ باکترياوو پواسطه پيداکيږي .
٣- دغوايانو پاستولوز haemorrhagic septicaemia
٤- Foot rot
٥- Leptospirosis
٦- Actinomycosis
٧- Actinobacillosis
٨ – سينه بغل
٩- دکولمو او رحم التهابات
١٠- مکروبى تپونه
١١- دچرګانو ناروغى لکه دتنفسى جهاز مزمنه ناروغى
١٢- دچرګانو کلورا
په ټولو بکتريايى او ويروسى ناروغيو کي ددوهمى انفکشن دکنترول لپاره اکسى تتراسکلين انتخاب کړي .
مقدار :- خوسکى او بياڼ – ١٠-٢٠ ملي ګرام
سپى او پيشو – ٢٧ ملي ګرام
چرګان – ٢٠٠ ملي ګرام دڅښلو اوبو سره د٢٤ ساعتونو لپاره
يادونه :- ١٠ ٦٠ ګرامه اکسى تتراسکلين دچرګانو په ١٠٠ کيلوګرامه خوراکه کي مخلوطولاي شو .
مسموميت :- داکسى تتراسکلين حاد مسموميت زياتره وخت يه ليدل کيږي که شخوندوهونکى څارويو ته دخولى له لاري ورکړاي شي دتداوي په څولومړيو ورځو کى دبدهضمي سبب او اسهال ورسره پيداکيږي مګر څوورځى وروسته داحالت کم او بيا څاروي ورسره توافق حاصلوي په سپو او پيشوګانو کى دمسموميت نښى عبارت دي له زړه بدوالى .کانګواو اسهال څخه او په عادي توګه دامسموميت موجود نه وي مګر که داکسى تتراسکلين زيات مقدار استعمال شي بيا داحالت ليدل کيږي .
ځينى وخت په هغو آسونو کي چى ترفشار لاندي وي که اکسى تتراسکلين دخولي او زرق له لاري ورکړاي شي دکولمو دسختو او وژونکوالتهاباتو سبب کيږي تتراسکلين په هغو غاښونو او هډوکوکى چى دودي په حالت کى وي ذخيره کيږي او دغاښونو درنګ دبدليدلو او دڅاروي دبد قواره کيدو سبب کيږي له همدي کبله په کوکريو او پيشونګرو کي نه استعماليږي .

سفالوسپورينونه يا cephalo sporens
تارخچه :- دلمړي ځل لپاره B-Brotza ديو بدرفت دخولى څخه داسى يو فيګس په لاس راوړ چه دمکروب ضد ماده يي پوليدوله او دپاتوژن ګرام مثبت او منفى باکترياو ودي ته يى توقف ورکاوه . B- Brotza دغه فيګسونه دسفالوسپورين په نامه ونومول چه وروسته بياله دغوفيګسونو څخه سفالوسپورينونه لاس ته راغلل ددغه اتنى بيوتيکونو ښه والى پدي کي دي چه دBeta- luctamase انزايم په مقابل کى يي مقاومت درلود .
خواص :- سفالوسپورينونه ضعيف اسيدي خواص لري چه دسوديم دمالګى مونوهايدريت او يا Base په شکل تطبيق کيداي شي ماليکولى وزن يي 400— 450 ماليکوله په اوبو کى منحل دPH او حرارت درجى دتغير په مقابل کى نسبتا مقاوم دي .
ميتابوليزم :- ميتابوليزم ئى په ډيره کمه اندازه ترسره کيږي که 6080% تطبيق شوي مقدار څخه يي 20-30% ميتابوليزه کيږي چه سفالوسپورينونه لکه cephalatin , cephaloxin , دAcethylation دعملى په وسيله په ځګر کى ميتابوليزه کيږي .
دتاثير ميکانيزم :- دپنسلين په شان عمل کوي سفالوسپورينونه دباکتريايي حجروي ديوال دتشکيل په دريمه مرحله کى مداخله کوي چه پدي توګه دpeptidoglycon دزنجير دتشکيل څخه مخه نيسى .
Pharmacokenetic :-
١- Absorption :- کياتره سفالوسپورينونه دمعدي په اسيدو کى پايدارى نلري نوپدي توګه دابه ښه وي چه دزرقى لارو څخه تطبيق کړاي شي .
څريګه چه cephalatin , cephadroxil داسيدو وړاندي مقاومت لري نوپدى توګه دهغى لاري دتطبيق څخه وروسته ښه جذبيږي دعضلى له لاري تطبيق څخه وروسته په فورى ډول دهغى دنوعى په اساس زياتره انساجو ته توزيع کيږي .
سفالوسپورينونه دبدن تولو انساجوته دعصبى نخاعى مايعاتو څخه پرته په ښه ډول سره توزيع کيږي .
خوthird generation سفالوسپورينونه دعصبى پاريرونو څڅه هم دتيريدو قابليت لري .
اطراح :- سفالوسپورينونه ديوى لاري څخه اطراح کيږي چه دغه عمل glumerular filtration او Active tubular secration په وسيله ترسره کيږي نو پدي اساس که پښتورګى خپله عادي وظيفه په ښه ډول ترسره نکړي اطراح به کمه شي .
دسفالوسپورينونو ډولونه
سفالوسپورينونه په درى ډوله دي .
1- first generation cephalo sporin
2- second generation cephalo sporin
3- third generation cephalo sporin
١- لومړي نسل سفالوسپورينونه په ګرام مثبت هوازي باکترياوو باندي موثريت لري cephaltin , cephapyrin , cephazolin , cephalaxin , cephadroxil پدي ګروپ کى شامل دي .
٢- دغه ډله په ګرام مثبت او منفى دواړو تاثير لري چه cefactor , cefoxilin پدي ګروپ کى شامل دي او اوس په وترنر ي طبابت کى دومره استعمال نه لري .
٣- دغه ډله سفالوسپورينونه په ګرام منفى ايروب او نن ايروب باکترياوو باندي پراخ تاثير لري او ددي ترڅنګ دBeta lactamase باکترياو باندي پراخ تاثير لري .
دغه ډله سفالوسپورينونه په غواوو کى په تنفسى امراضو او په وړوکو حيواناتو کى په meningitis کي استعماليږي ددي ترڅنګ دغواپه mastitis کى دmoxocephalactan چه 200mg cephapyrin Na لري استعماليږي پدغه ګروپ کي cetiofur , maxalactam شامل دي .
دتطبيق لاره :- زياتره سفالوسپورينونه دزرقى لارو څخه تطبيق کيږي خوددي سره سره يو شمير هغه سفالوسپورينونه چه داسيدو په مقابل کى مقاومت لري دتابليت او محلول په قسم په وړوکو حيواناتو کى دتطبيق پراخه ساحه لري زياتره سفالوسپورينونه اته ساعته وروسته يو ځل تطبيق کيږي .
جانبى عوارض :- دزياتى مودي په تطبيق سره کيداي شى Nephrotoxicity منځته راشي .نو په هغو حالاتو کى چه دپښتورګى ستونزي وليدل شي دوز ئي بايد کنترول شي ددي ترڅنګ ځينى وختونه دپنسلين په شان حساسيت منځته راوړي او کيداي شي دپنسلين په وړاندي دحساسيت په صورت کى سفالوسپورينونه هم حساسيت وښيى نو پدي توګه بايد توجه وشى چه crossreactivity منځته رانشي .
ددي ترڅنګ په وړوحيواناتو کى دخولى له لاري په تطبيق سره استفراقات ليدل کيږي چه دغذاپه ورکولو دفع کيداي شي .
دتطبيق اندازه :- 10-30 mg په هرکيلوګرام وزن دحيوان په ورځ کي يواو يا هم دوه ځلى استفاده تري کيږي ،
په سپيانو ، پيشوګانو کى 11mg /kg تر اوو ورځو پوري استفاده تري کيږي په سړيو ( انسانانو ) کى 0.5-1mg دعضلى له لاري تر شپږساعتو پوري دوام کوي استفاده کوي .