اودس او د اوداسه پيژندنه

اودس

د اوداسه فرضونه

د اوداسه فرضونه څلور دي
١ )د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې
٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي
١ ) نيت دی
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي
٥ ) مسواک وهل دي
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي
٨ ) د ټول سر مسح کول دي
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي

د اوداسه ماتوونکي

د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي
١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي
٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل
٣ ) په ډکه خوله قی کول
٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي
٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي
٦ ) بې هوشي
٧ ) مستي ( نشه کېدل )
٨ ) لېونتوب
٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل

د اوداسه ترتيب

١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي
٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نوهڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي
٧ )بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاسد څنګلو سره پرېمنځي
٨ )د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله ترآخره پورې مسح کړي
١٠ )بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه دغوزانو سره درې کرته پرېمنځي

Top of Form

 
http://islamshia-w.com/File/30/6/44161_header.jpg
 
 
شيعه ځواب وركوي   >  HomePage
 
      ViewArticlePage    
  ·  ·  د اودس بيان   ·  ·  2012.02.19 18:33:56   ·  ·  CountVisit : 12   ·  ·  Sendtofriend ·    ·    ·  ·  په حقيقت كې اودس د څلورو څېزونو د وينځلو نوم دے.(لكه مونږ پښتانۀ هم ورته چار اندام وايو) وړومبۍ مخ وينځل په اوږدوالي كې د ويښتو د راوتو له ځاېْ نه تر زنې پورې او په پلن والي كې د مخ هغه برخه چې د مينځنۍ او كټې ګوتې تر مينځ راشي – شكل 1، 2 دويم: د لاسونو له څنګلو نه واخلې د ګوتو تر سرونو پورې وينځل شكل3 ، 4 درېم: د لاسونو هغه لوندوالې چې په لاسونو كې پاتې وي د ښي لاس له هماغه لوندوالي سره د سر د مخكينۍ برخې مسح كول داسې چې په ريښتيا مسح وي چې لوند شي. شكل 5 څلورم: د لاسونو هماغه لوندوالي سره د پښو مسح كول، په اوږدوالي كې د پښو د ګوتو له سرونو نه د پښو تر جرړونو پورې او په پلن والي كې دومره چې په ريښتيا مسح وي په ښي لاس د ښۍ پښې او په ګس لاس د ګسې پښې مسح پكار ده. (د اودس دا طريقه د قران مجيد د سورهْ مائده په 6  ايت كښې بيان شوې ده) شكل 6 نوټ: پاس بيان شوو د بدن د څلورو برخو له وينځلو نه مخكښې تر مړوند پورې دوه ځلې لاسونه وينځل درې ځلې خوله كښې اوبه اچول او ورسره مسواک كه څه هم په مسواكه ګوته ولې نه وي كول او درې ځلې پوزه كې اوبه اچول دا درې واړه عملونه سنت اومستحب دي. د اودس شرطونه د اودس د صحيح كېدو ديارلس شرطونه دي: 1- د اودس اوبه پكار دي چې پاكې وي. 2- د اودس اوبه پكار دي چې مطلقې وي. 3- د اودس اوبه پكاردي چې مباح وي يعني غصب شوې او د چاله اجازت نه بغير نه وي. 4- د اودس د اوبو لوښې پكار دي مباح وي يعنې غصب شوې او د چا له اجازت نه بغير نه وي. 5- د اودس د اوبو لوښې پكار دي د سرو زرو يا سپينو زرو نه وي 6- اندامونه پكار دي د اودس او مسحې په وخت كې پاک وي. 7- د اودس او نمونځ له پاره وخت كافي وي. 8- اودس پكار دے د قربت په ارادې يعنې د خداې پاک د حكم د ترسره كولو په نيت وشي او كه د پاكوالي, ګرمي يا بل كار په نيت وشي نو اودس باطل دے. 9- اودس پكار دي په ترتيب سره وشي يعني وړومبۍ دې مخ، بيا ښې لاس بيا ګس لاس ووينځل شي او بيا دې د سر او ورپسې د پښو مسح وشي. 10- پكار دي د اودس کارونه پکار ده پرله پسې انجام شي يعنې د اندامونو د وينځلو يا مسح كولو تر مينځ دومره وقفه نه وي چې مخكيني اندامونه وچ شي. 11- پكار دي انسان د اودس د اندامونو د وينځلو او مسح كولو كار پخپله وكړي نه د بل په لاس. 12- پكار دي د اوبو له استعمال نه څه شې مانع نه وي. 13- پكار دي يو اندام ته د اوبو په رسولوكې څه شې مانع نه وي. نوټ: په پاسنيو شرطونو كې كه يوهم پورا نه وي نو اودس باطل دے. اودس ماتوونكي څيزونه اوهْ څيزونه اودس ماتوي: 1- تشې ميتيازې 2- ډكې ميتيازې 3- هغه هوا چې د ډكو ميتيازو له لارې اوځي. 4- هغه خوب چې نه پكښې سترګې كتل كوي او نه غوږونه اورېدل- او كه سترګې لېدل نه كوي خو غوږونه اورېدل كوي نو اودس نه ماتېږي. 5- د عقل زائل كوونكي څېزونه لكه ليونتوب نشه يا مستي او بې هوشي 6- د استحاضې وينه. 7- هغه كار چې د څه په وجه غسل لازمي كېږي لكه جنابت.   FirstName : LastName : E-Mail : OpinionText : AvrRate : %0 CountRate : 0 Rating :   SaveOpinion     OpinionList  
 
http://islamshia-w.com/File/30/6/44180_footer.jpg
 

Bottom of Form

November 21, 2012
  تعلیم الاسلام دارالافتاء    مسلسله شمېره : (۴۵)   نوم: عبدالعزیز     سوالپه کوچنيو بولو کي خالي اوبه کفایت کوي که د کاغذ او ډبري ضرورت سته.   جواب   حامداً و مصلیاً   يوازي اوبه کفايت نه کوي، لومړى بايد خپل اودس ښه  وچ کړي تر څو د بولو د څاڅکو د راتلو اثر ولاړ سي او په دې ډاډه سي چي اوس  نوري بولي نه راځي، دا که په لوټه سره وي او که په کاغذ سره، يا په تګ سره، يا په ټوخي سره او يا په پرېوتلو سره وي د خپل عادت مطابق.  البته په اوداسه تر هغو شروع کول جائز نه دي تر څو ډاډه سوى نه وي چي دې ته استبراء  وايي.         جواب: مولوي عبدالهادي آغا الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري  تعلیم الاسلام دارالافتاء  کندهار افغانستان         ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱):يلزم الرجل الاستبراء حتى يزول  ويطمئن قلبه على حسب عادته إما بالمشي أو التنحنح أو الاضطجاع أو غيره  ولا يجوز له الشروع في الوضوء حتى يطمئن بزوال رشح البول. نور الایضاح، فصل في الاستنجاء، ص
د اودس فرضونه، سنتونه او ماتوونکيچاپولملګري ته په بريښناليک لېږل
حمدالله شاکري   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د مرغومی ۰۴ – مه
  داودس فرضونه : په اودس کې څلور فرض دي  ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پوری اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل  ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول . که ددی اندامو په مينځلو کی ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شی اودس نه کيږی .   داودس سنتونه : ۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولی دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کی دری ځله ابه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيری خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسی مينځل چه يو وچ شوی نه وی د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کی دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشی .   د اودس آداب : ۱- په اوچت ځای کيناستل  ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کی په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کی دنياوی خبری نه کول که دنيکی او ضرورت خبره وی نو باک نلری ۶- که ګوتو کی ګوتیۍ يا په پوزه چارګل وی  هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتی نشی ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.   داودس ماتوونکی: په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دی ۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځی . ۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وی .   لومړی ډول : ۱- دتشو يا ډکو متيازو راوتل  ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وی خو له مجموع نه يی په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږی ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شی اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضی کی له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وی اودس د مغذور په شان کوی ۱۰- دښځی له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وی اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږی .   دوهم ډول : ۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کی ويده کيدل اودس ماتوی . ۲- بی هوشی ۳- دنيشه ای  څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کی په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل  دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .   داودس مکروهات : ۱- له ضرورت ذيی ابه مصرفول ۲- دومره کمی اوبه مصرفول چه د وچ پاتی کيدلو ويره وی ۳- د اوداسه په دوران کی بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- غړی له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کی يی مينځل ضرور نه وی ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول . ورسته به دلمانځه طريقه  چه زده کړه يي په مسلمان نر اوښځه فرض ده نشر شي   دا پاڼه په نښه او له خلکو سره يې شريکه کړئ
پياوړې خور خاټول،محترم استاذ حليمي صيب او قدرمند طالب جان ته ډير ډير
احترامات او سلامونه وړاندي کوم ٠
محترمو !
زه ستاسو ځخه لاندينۍ پښتنه لرم :
که چا غاښ ډک کړي وي نو اودس ئي ور سره کيږي اوکه نه ?

سږ کال زه په په هيواد کې وم ،ديوه سړي غاښ خراب شوي وو او درد ئي کاوه امکانات ئي لرل چې غاښ ورته پاک شوی وی او خرابه برخه ئي لري کړي وی او په امرګام ئي بيرته دغاښ منځ ډک کړی وی خو ملا صيب ورته وويل چې که غاښ ډک کړې نو اودس دي نه کيږي او غاښ بايد وباسي نو هغه وه چې هغه سړي خپل غاښ وئيست .
ما چې هر څومره خپل دلائل ورته وړاندر کړل ګټه ئي ونکړه ٠

ستاسو نظر څه دی او اسلامي لار کومه ده ?

دپښتنولي په مينه پتنګ

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

ع کريم حليمي
ستوري
ستوري
http://www.tolafghan.com/forum/images/avatars/5012193674f94727cc7221.gif

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2198
ځای: new york

د ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   16, 2005 6:31 am    عنوان   :Reply with quote
ډېر محترم pattang صاحب و سلام ته دي عليکم و رحمه الله و برکاته وايم
او زه هم تاسو ، لوستونکوته ډير ډير احترامات او سلامونه وړاندي کوم ٠ اقتباس: که چا غاښ ډک کړي وي نو اودس ئي ور سره کيږي اوکه نه ?
ډېره ښکلې پوښتنه ده !
د غاښو ډکېدل او پوښېدل دوې جلا جلا خبري دي ٠ پوښېدل د غاښو د ډيره وخته يعني دامام ابوحنيفه ترعصر دمخه هم کېدل ٠
اوخبره د اوداسه نه ده ! ولي چه خوله پرېولل ياپرېمينځل، د اوبو غړغړه کول په خول سنت دي
يعني فرض نه دي ٠ اودس طبعأ صحيح دي په هر صورت ولي چه اودس څلورفرضونه
دي : دمخ پرېمينځل دسرد ويښتانو دشنه كېدو څخه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې ،د يوه غوږ له نرمۍڅخه نيولې دبل غوږ ترنرمۍ پورې دي . ترڅنګلو پورې دواړه لاسونه ، دسر مسح كول (څلورمه د سر لندول )، ددواړو پښوپرېمينځل تر بوجيلکو٠
بسمه تعالی : يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلى الصلَوةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَ أَيْدِيَكُمْ إِلى الْمَرَافِقِ وَ امْسحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَ أَرْجُلَكمْ إِلى الْكَعْبَينِ ٠
اوس نو سنتونه ، مستحب ئې خوراډېر دي او د علماوو په کښي اختلاف سته
څوک مستحب ته سنت وايي او څوک بيا هغه سنت ته مستحب وايي
خو خوله پرېمينځل ټوله فقها سنت بولي ٠ که پاته سي بيا هم اودس صحيح دۍ

په پخوا زمانه کښي خلګو غاښونه د سنګار، ښايست د پاره پوښول ٠ دا عمل دصحت له پاره نه وو ٠ نن چه څوک غاښ ډکوي يو علاج طبي دۍ
او د ځان صحت ساتل ،حيات ساتل فرض دي ، که څوک مريض سي دوا پر واجبه ده
او که څوک غاښونه د ښايست او سنګار په خاطر پوښوي نو بيا فقهاوو ويلي چه دجنابت غسل ئې نه صحيح کيږي ٠

د مبارک عليه السلام په عصر کښي ښځو غاښونوته يو جاک ورکاوه په سوهان چه رشتياهم ښه اېسي ٠ يعني دا د مخ دسربېر غاښو درز ٠
نو دغه کار مبارک وفرمايل چه غاښوته درز مه ورکوۍ ٠ لکه دا نن چه ښځي پلاستک سرجري کوي د ښايست له پاره يعني نوز جاب
(nose job is done to reshape the nose ) دا حرام دۍ ٠
او راځم Root canal treatment (ډک کول د غاښ )
دا اول غاښ مړ کړي يعني رګونه ئې ور پرې کوي ٠ د وينو جريان ئې ور قطعه کړي ٠
نور نو دغه غاښ په مثال د مصنوعي غاښ سي او نوره تغذيه نه کوي ٠
نو په هر صورت Root canal treatment روا کار دي
يوه خبره چه ډيره ضرور ده ٠ ډاکتران چه کوم مواد کاره وي amalgam نوميږي سيماب (mercury ) پکښي سته او سيما زهري ده ٠

………………………………………………….amalgam
It is a mixture of 50% of mercury and 50% of silver alloy usually made up of silver, zinc, tin, etc.
دغه ليکنه فتوا نه ده څه چه ما زده کړي وه تاسو ته مي وليکل
_________________
سمعت أبا علي الدقاق يقول : من سكت عن الحق فهو شيطان أخرس
skype name , k.halimi

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

طالب جان
ستوري
ستوري
http://www.tolafghan.com/forum/images/avatars/3f64ce4140bb695b0c084.gif

دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 308

د ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   16, 2005 10:01 am    عنوان   :Reply with quote
محترمه مكرمه او قدرمنه وروره پتنګ صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
امابعد: غاښ ته په پوښ وراغوستلو اوډكولو سره اودس او غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه دواړه صحيح كيږي . والله اعلم باالصواب

(في الدرالمختار: سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما محمد رحمه الله ويتخذ انفا منه لان الفضة تنتن في ردالمختار : قال الكرخي اذاسقطت ثنية الرجل فان ابا حنيفة يكره ان يعيدها ويشدها بفضة اوذهب ويقول هو كسن ميتة ولكن يأخذسن شاة ذكية يشد مكانها وخالفه ابو يوسف رحمه الله (الى قوله ) وقال بو يوسف رحمه الله سألت ابا حنيفة رحمه الله عن ذلك في مجلس آخرفلم ير بأعادتها بأسا)امداد الفتاوى 205 مخ 4 ټوك

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

خیریوسی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 01 ميئ   2005
ليکنې: 857
ځای: افغانستان

د ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   16, 2005 5:24 pm    عنوان   :Reply with quote
محترم طالب جان صاحب احترامانه سلامونه وړاندی کوم

که چا دنوکانو رنګ استعمال کړي وی (هغه رنګ چی زموږ خوندی ئی د ښائیست دپاره استعمالوی)اودس تازه کړی بیله دی چی دنوکانوڅخه رنګ ایسته کړی اودس یی صحح دی
اوپاته سوه دغاښ ډکیده ما دمولوی عبدالستار څخه چی هغه یو لوی مدرس دی پوښتنه وکړه اجازه ئی رانه کړه ویل غسل نه صحح کیږی او بل مولا صاحب راته ویل هیڅ پروا نه لری دا مسئله باید دسره وکتل سی ځکه چی دغسل موضوع ده
خوشحاله او بریالي اوسې

ابو محمود

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئMSN Messenger 

pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 3844
ځای: Germany

د ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   16, 2005 6:53 pm    عنوان   :Reply with quote
قدر مند، مشر استاذ حليمي صيب ، محترم طلب جان اوګران ابو محمود ته له ټول لمړی په پښتني جامه کي نغښتي سلامونه او درناوي وايم .
قدرمنو ستاسي له دلائلو او مالوماتونو څخه ، چې زما د سوال په برخه کې مو وړاندي کړې دي يوه نړۍ مننه کوم ٠ خداي پاک دي تا سو ته نور هم قدرت در کړي چې د اسلام پاک دين ته د چوپړ مصدروګرزۍ .

په پښتني مينه ستاسو پتنګ

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

ع کريم حليمي
ستوري
ستوري
http://www.tolafghan.com/forum/images/avatars/5012193674f94727cc7221.gif

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2198
ځای: new york

د ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   17, 2005 4:21 am    عنوان   :Reply with quote
محترمه مكرمه او قدرمنه طالب جانه سلام !
ما هميشه ليکني داسي کولي چه دياده وې ٠ يعني څنګه چه زه پوهېدلي وم
نن مجبوره يم چه کتاب تاسو ته در کاپي کم ٠
د غسل بيان
و فرض الغسل المضمضه واﻻستنشاق
ژباره ٠ او فرض د غسل په خوله اوبه لغړول دي او په پزه اوبه لغړول دي
………………………………………………………………………………………………………………………………
او په مذهب د امام شافعي لکه په اوداسه کي په غسل هم دواړه سنت دي
زموږ د ليل ا دۍ چه بيهقي رح او دارقطنی روايت کړي دي چه انحضرت صلی الله عيله وسلم چه مضمضه او استنشاق جنب لره فرض دي
حاشه هدايه اول جلد صفحه ٣٧ ٠
او بل دليل دادي چه پاک خدای فرمايي : و ان کنتم جنبأ فاطهروا
ژباړه : که چيري تاسي جنب واست ښه ځان پاک کړي – ښه ځان پاکول هغه دي چه هغه ځای ته اوبه بيله حرجه ور ورسيږي هغه ځای به مينځي هدايه صفحه ٣٧
…………………………………………………………………………………………………….
وغسل سائرالبدن
ژباړه ٠ او بل فرض د غسل پريمنځل دي د باقي صورت ٠

پوسه ! داد فرضي غسل بيان دۍ ٠ چه هغه درې دي !
د جنابت غسل ، د حيص ،نفاس
تنبيه ! په غسل کي ډېر احتياط په کار دي هر هغه ځای ته چه اوبه بې تکلفه ور رسيږي پرېمنځل ئې فرض دي ٠ لکه شپېلۍ د غوږ ، د نوغار ، د ورځو او برېتو پوست ،مابين د ږيري د ښځي خارج فرج ٠ ردمختار ٠ ١ جلد صفحه ١٤١
په قدوری ثابته کړه چه خوله مينځل فرض دي ٠ که خوله مينځل (مضمضه او استنشاق ) پاته سي ٠ نوغسل د جنابت نه صحيح کيږي
قدری صفحه ٤٥
کنذالقائق داسي راوړي په صفحه ٨٦ چه :
و فرض الغسل غسل فمه و انفه بدنه لا دلکه
ژباړه : او فرض د غسل پريوله د خولې دده دي او د پزي د ده او نه دي فرض موښل د بدن ٠
پوسه ! چه داجمله عطف ده پر جمله ‘ فرض الوضع ‘ او ياجمله مستاففه ده ولي چه واو که څه هم په اکثره کي عاطفه وي لکن ګاهي د استيناف د پاره هم راځي او استينافی واو په هدايه کښي بېخي ډير دۍ ٠ او غُسل په پېښ د غين په معنا د پرولو د ټوله جسد دۍ ٠ او غَسل په زور دغين په معنی د مطلق پريولو دۍ

ګوره ! اوس نو د غاښ مسئل
د غاښ ډکول خو تداوي ده په حلال شي ٠ داسي تداوي خو روا ده په شرط ددې چه په وخت د ډکولو به سړی جنب نه وي ٠ او ورسته تر ډکولو چه چنب سي نو هغه دوا داسي وګرځي لکه د غاښ جز يعني بېله کښلود غاښ نه راوزي ٠ نو غسل ئې صحيح دۍ ٠ کذا يفهم من الفتاوی الهنديه

اوس نوغاښ ته د سرو زرو يا فلاتينو پوښ ور کول حرام دي ٠ که متحرک پوش وي
کومه خبره نه ده ولي چه د غسل په وخت کښي بايد وکښل سي محترم طالب جان ليکلي چه : سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما دا خو متحرک غاښ دۍ متحرک غاښ خو مصنوعي غاښ دۍ
چه راوئې کاږې او برته ئې په خوله کښي کښېږدې ٠ داخو د بدن جز نه دۍ ٠
نو په دې خبرکي څه بأسا (خَوْف ) دي ابو حنيفه به تقوا کول او يا مجلس ډير ساده وو ٠
في الدرالمختار: سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما محمد رحمه الله ويتخذ انفا منه لان الفضة تنتن في ردالمختار : قال الكرخي اذاسقطت ثنية الرجل فان ابا حنيفة يكره ان يعيدها ويشدها بفضة اوذهب ويقول هو كسن ميتة ولكن يأخذسن شاة ذكية يشد مكانها وخالفه ابو يوسف رحمه الله (الى قوله ) وقال بو يوسف رحمه الله سألت ابا حنيفة رحمه الله عن ذلك في مجلس آخرفلم ير بأعادتها بأسا
پورته جملي يو بې پايدې ليکنه ده ٠ هيڅ شرعي ګټه نه ده پر بنا
او بيا هم تاسو ټنګار کوۍ پر چه
غاښ ته په پوښ وراغوستلو سره غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه صحيح كيږي
نو ضرور يوحديث شريف حوال موږ لوستونکوته وليکي ٠ يا يو روايت د ابو حنيفه رح ٠
محترم ابو محمود ښه ليکي چه : دا مسئله باید دسره وکتل سی ځکه چی دغسل موضوع ده اقتباس: که چا دنوکانو رنګ استعمال کړي وی (هغه رنګ چی زموږ خوندی ئی د ښائیست دپاره استعمالوی)اودس تازه کړی بیله دی چی دنوکانوڅخه رنګ ایسته کړی اودس یی صحح دی
هو اودس صحيح دۍ ٠ غسل ته بايد دنوکانو رنګ پاک کړي ٠
_________________
سمعت أبا علي الدقاق يقول : من سكت عن الحق فهو شيطان أخرس
skype name , k.halimi

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

طالب جان
ستوري
ستوري
http://www.tolafghan.com/forum/images/avatars/3f64ce4140bb695b0c084.gif

دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 308

د ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اکتوبر   17, 2005 11:59 am    عنوان   :Reply with quote
محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له پتمنو وروڼو ابو محمود صيب او حليمي صيب نه ډيره مننه كوم چي له مونږ سره په پورتني بحث كي فعاله ونډه اخلي .ستاسي له مشورې نه يوه نړۍ مننه چي ماته مو دمسألې دبيا كتلو لپاره راكړي وه په راتلونكي كي مو هم توجه غواړم .
محترمو وروڼو ستاسي له مشورې سره سم مي دوباره كتابونه وكتل او دا لاندي څه راته څرګند شول .
1- تر كومه ځايه چي دنو كانو درنګ (nail polish) خبره ده نو داحنافو دعلماوو په اند له دې رنګ سره نه اودس كيږي او نه غسل ځكه چي په اوداسه او غسل دواړو كي دنو كانو دظاهر لمدول اړين دي ( حال داچي دنوكانو رنګ چي وچ شي نوپه لري كولو سره پټ پټ رااوړي چي پدې سره دنوكانو ظاهر پټيږي او داسي كيږي لكه په نوكانو چي دي پرده اچولي وي او له اوبو نه دي پټ كړي وي ) او له نوكانو څخه دنوموړي رنګ په پاكولو كي كوم حرج هم نشته ځكه دي نو لومړى بيخي ونه لګول شي خو كه بيا هم كومه ميرمنه دنوكانو رنګ ولګوي نو دهر اوداسه او غسل لپاره يي ښايي هرو مرو بيرته پاك كړي دنه پاكولو په صورت كي يي نه غسل كيږي او نه هم اودس .
2- خو دغاښونو پوښل يا يي هم ډكول داودس له روا والي څخه مانع نه دي ځكه چي علماوو ليكلي چي كله غاښ ته پوښ ور واغوستل شي نوهغه پوښ له غاښ سره داسي پيوست شي چي بيا نو هراوداسه او هر غسل ته دهغه پوښ را ايستل ممكن نه وي ځكه نو هماغه پوښ پخپله دغاښ حكم اخلي او اودس او غسل دواړه ورسره روا كيږي .
همداراز كه چا غاښ ډك كړ هم اودس او غسل يي كيږي ځكه چي علماوو ليكلي هغه مساله يا سپين زر چي دغاښ په سوري كي وراچول كيږي هغه له غاښ سره داسي پيوست شي چي داوداسه په مهال يي راايستل ممكن هم نه دي ځكه نوهغه دغاښ جز ګرځي او اودس او غسل ورسره روا كيږي .
له همدې امله علماوو ليكلي چي كه دچا په غاښ كي څه داسي شى بند وي چي غاښ ته داوبو له وررسولو مانع وي نو دجنابت غسل ته دهغه شي راايسل اړين ګڼل كيږي ځكه چي له غاښ نه دهغه شي راايستل ممكن دي نو دى ښايي له غاښه هغه شى راوباسي او له سره دي په دوهم ځل غسل وكړي . خو دا حكم هله دى چي له غاښ نه دهغه شي په راايستلو كي كوم مشقت او تكليف نه وي . والله اعلم باالصواب . اقتباس: پورته جملي يو بې پايدې ليکنه ده ٠ هيڅ شرعي ګټه نه ده پر بنا
او بيا هم تاسو ټنګار کوۍ پر چه
غاښ ته په پوښ وراغوستلو سره غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه صحيح كيږي
نو ضرور يوحديث شريف حوال موږ لوستونکوته وليکي ٠ يا يو روايت د ابو حنيفه رح ٠
قدرمن حليمي صيب : امام ابن عابدين رحمه الله خو داحنافو وتلى عالم دى بلكه هغه ته داحنافو وكيل ويل كيږي نو پورتنى عبارت زما نه بلكه دهغه دى خو بيا يي هم تاسي بې فايدې بولۍ ؟ او بيا وروسته مو ويلي چي دامام ابو حنيفه كوم روايت راكړه نو وروره همدا عبارت دامام ابو حنيفه رحمه الله روايت دى چي ابن عابدين رحمه الله په ردالمختار نومي كتاب كي ليكلى .
او دامام ابو حنيفه رحمه الله دپورتني دليل بنسټ هغه احاديث دي چي په هغو كي راغلي چي ځينو صحابه كرامو به له سرو زرو نه پوځي جوړولې او هغه به يي استعمالولې او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورباندي هيڅ ډول نكير نه فرمايه .لكه چي دې خبري ته په پورتني عبارت كي اشاره هم شوي ده نور نو دحديثو كتابونه خو ستاسي په مخ كي دي . والله اعلم باالصواب .

بېرته سر ته

د کارونکي عکس وښاياستشخصي پېغام وليږئبريښناليک ولېږئ 

ع کريم حليمي
ستوري
ستوري
http://www.tolafghan.com/forum/images/avatars/5012193674f94727cc7221.gif

دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2198
ځای: new york

د ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   اکتوبر   19, 2005 3:53 am    عنوان   :Reply with quote
محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
له پتمنو وروڼو ( ابو محمود صاحب او طالب جان صيب ) ستاسو څه فقر بنده هم ډيره مننه كوي چي له مونږ سره په پورتني بحث كي فعاله ونډه اخلي ٠
يوواربيا دې خبرته ستاسو (طالب جانه)توجه راګرځوم چه :
سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما
چه دا متحرک غاښ د زرو او سپين زرو جوز دي ياجواز لري ٠ صحيح ده !
اوبيا وايې چه : هو كسن ميتة (دا سو مړ غاښ )نوطبعا خود ابو حنيفه يكره شو (جَعَلَهُ يَكْرَهُalienate from) نو ما خو په اول کښي ويلي دي چه مړ غاښ هم ډکېدلی هم پوښېدلی سي ٠ چه هم لمونځ ، اودس ، غسل ور سره روا دي ٠
اما که ژوندي غاښ ته پوښ ورواغوندې ٠ نو بيا غسل نه صحيح کيږي
او ستاسو ليکنه واي چه : يأخذسن شاة مثال يې د پسه دغاښه سر سوو لکه مصنوعي غاښ ٠ نو تاسو ولي واياست چه ژوندی غاښ دي پوښ سي
داخولويه خطا نه کوۍ ؟؟؟ مسئله د غسل ده تاسو ته معلومه ده که په پزه کښي خلط
(Mucus ) وچ سوي وي غسل نه صحيح کيږي ،پزه فرض ده ضرور به دننه لنديږي٠ او که Mucus په پزه کښي لانده وه باک ئې نسته اوبه تر تېريږي او که دجنابت غسل وي او اوبه غړغړه نکړي هم غسل نه دي صحيح !! ولي چه ژوندی غاښ وچ پاتيږي ٠

او درنګ ناخون خبره به به انشاالله د عجب رب العزت او عجب ئې کلام ترعنوان لاندي تاسو او لوستونکو ته وليکم
_________________
سمعت أبا علي الدقاق يقول : من سكت عن الحق فهو شيطان أخرس

Top of Form

 
http://islamshia-w.com/File/30/6/44161_header.jpg
 
 
شيعه ځواب وركوي   >  HomePage
 
      ViewArticlePage    
  ·  ·  د اودس بيان   ·  ·  2012.02.19 18:33:56   ·  ·  CountVisit : 12   ·  ·  Sendtofriend ·    ·    ·  ·  په حقيقت كې اودس د څلورو څېزونو د وينځلو نوم دے.(لكه مونږ پښتانۀ هم ورته چار اندام وايو) وړومبۍ مخ وينځل په اوږدوالي كې د ويښتو د راوتو له ځاېْ نه تر زنې پورې او په پلن والي كې د مخ هغه برخه چې د مينځنۍ او كټې ګوتې تر مينځ راشي – شكل 1، 2 دويم: د لاسونو له څنګلو نه واخلې د ګوتو تر سرونو پورې وينځل شكل3 ، 4 درېم: د لاسونو هغه لوندوالې چې په لاسونو كې پاتې وي د ښي لاس له هماغه لوندوالي سره د سر د مخكينۍ برخې مسح كول داسې چې په ريښتيا مسح وي چې لوند شي. شكل 5 څلورم: د لاسونو هماغه لوندوالي سره د پښو مسح كول، په اوږدوالي كې د پښو د ګوتو له سرونو نه د پښو تر جرړونو پورې او په پلن والي كې دومره چې په ريښتيا مسح وي په ښي لاس د ښۍ پښې او په ګس لاس د ګسې پښې مسح پكار ده. (د اودس دا طريقه د قران مجيد د سورهْ مائده په 6  ايت كښې بيان شوې ده) شكل 6 نوټ: پاس بيان شوو د بدن د څلورو برخو له وينځلو نه مخكښې تر مړوند پورې دوه ځلې لاسونه وينځل درې ځلې خوله كښې اوبه اچول او ورسره مسواک كه څه هم په مسواكه ګوته ولې نه وي كول او درې ځلې پوزه كې اوبه اچول دا درې واړه عملونه سنت اومستحب دي. د اودس شرطونه د اودس د صحيح كېدو ديارلس شرطونه دي: 1- د اودس اوبه پكار دي چې پاكې وي. 2- د اودس اوبه پكار دي چې مطلقې وي. 3- د اودس اوبه پكاردي چې مباح وي يعني غصب شوې او د چاله اجازت نه بغير نه وي. 4- د اودس د اوبو لوښې پكار دي مباح وي يعنې غصب شوې او د چا له اجازت نه بغير نه وي. 5- د اودس د اوبو لوښې پكار دي د سرو زرو يا سپينو زرو نه وي 6- اندامونه پكار دي د اودس او مسحې په وخت كې پاک وي. 7- د اودس او نمونځ له پاره وخت كافي وي. 8- اودس پكار دے د قربت په ارادې يعنې د خداې پاک د حكم د ترسره كولو په نيت وشي او كه د پاكوالي, ګرمي يا بل كار په نيت وشي نو اودس باطل دے. 9- اودس پكار دي په ترتيب سره وشي يعني وړومبۍ دې مخ، بيا ښې لاس بيا ګس لاس ووينځل شي او بيا دې د سر او ورپسې د پښو مسح وشي. 10- پكار دي د اودس کارونه پکار ده پرله پسې انجام شي يعنې د اندامونو د وينځلو يا مسح كولو تر مينځ دومره وقفه نه وي چې مخكيني اندامونه وچ شي. 11- پكار دي انسان د اودس د اندامونو د وينځلو او مسح كولو كار پخپله وكړي نه د بل په لاس. 12- پكار دي د اوبو له استعمال نه څه شې مانع نه وي. 13- پكار دي يو اندام ته د اوبو په رسولوكې څه شې مانع نه وي. نوټ: په پاسنيو شرطونو كې كه يوهم پورا نه وي نو اودس باطل دے. اودس ماتوونكي څيزونه اوهْ څيزونه اودس ماتوي: 1- تشې ميتيازې 2- ډكې ميتيازې 3- هغه هوا چې د ډكو ميتيازو له لارې اوځي. 4- هغه خوب چې نه پكښې سترګې كتل كوي او نه غوږونه اورېدل- او كه سترګې لېدل نه كوي خو غوږونه اورېدل كوي نو اودس نه ماتېږي. 5- د عقل زائل كوونكي څېزونه لكه ليونتوب نشه يا مستي او بې هوشي 6- د استحاضې وينه. 7- هغه كار چې د څه په وجه غسل لازمي كېږي لكه جنابت.   FirstName : LastName : E-Mail : OpinionText : AvrRate : %0 CountRate : 0 Rating :   SaveOpinion     OpinionList  
 
http://islamshia-w.com/File/30/6/44180_footer.jpg
 

په څه ډول لمس سره اودس ماتيږي ؟

پوښتنې او ځوابونه September 6th, 2012

محترمو استادانو او ددین لارښوونکو
لوی څښتن تعالی مو ددی لوی او عظیم خدمت چه له اسلامی امت سره یی کوی پر دنیا او اخرت  اجر درکړی.
دوه پوښتنی لرم که جواب یی راکړی ډیره مهربانی به وی
1 دخپلی میرمنی لمس کول تر کومه حده پوری اودس ماتوی ؟
2 د ریا کار- منافق – جاسوس – د کغار تابع او خادم افشا کول او غیبت کول جایز دی او که نه

عبدالقدير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امام ابوحنيفه او په يو روايت کې د امام احمد په نزد د زنانه په مسح کولو سره ادس نه ماتيږي بلکي د شهوت د ابو په وتلو سره اودس ماتيږي او يوازې په لمس سره اودس نه ماتيږي ، ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ځنې بېبيانې مچي کولې بيا به يې لمونځ کولو اودس به يې نه کولو په دليل د دغه حديث شريف : عن عائشة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه وسلم : ( قَبّل امرأة من نسائه ثم خرج إلى الصلاة ولم يتوضأ ) أبو داود في الطهارة (178،179،180) ، والترمذي في الطهارة (86) ، والنسائي في الطهارة (1/104) وابن ماجه في الطهارة ( 502) .

جاء فی الموسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

يختلف الفقهاء في انتقاض الوضوء بلمس الرّجل للأنثى المشتهاة .

فعند الحنفيّة ، وفي روايةٍ عن الإمام أحمد أنّ الوضوء لا ينتقض باللّمس ، لرواية عائشة رضي الله تعالى عنها : « أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم قبّل بعض نسائه ، ثمّ صلّى ولم يتوضّأ » (موسوعة الفقهية ) .

د دوهم سوال ځوب : حربي کافرانو د جاسوس ،مرستندوی او ملګري افشاء کول واجب دي ځکه هغوی د اسلام پر خلاف د کفر د مرستي او بقاء لپاره فعاليت کوي لقوله سبحانه تعالی :قال الله تعالى: (ولا ينالون من عدو نيلا)، مګر د رياکار او منافق صفته مسلمان او هغو کافرانو چې د مسلمانانو سره جنګ نه کوي د هغوی د بدو اعمالو بيانول د اصلاح په نيت جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Uncategorized August 17th, 2009

داوداسه طريقه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکی عملاًيې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:

اول داودس لپاره په زړه کې نيت کول –  بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي –  دواړه لاسونه تر مړوندو پورې  دری ځله پريمنځل –  بيا دری ځله په خوله ابه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لري ځکه چه د مسواک په باره کې په احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول –  بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول –  بيا دری ځله مخ مينځل ديو غوږ له نرمۍ څخه دبل غوږ تر نرمۍ پورې او دتندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته ابه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله ابه ور رسيږي .

بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو ابه ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوي خلال يې دې کړي –  بيا يو ځل د ټول سر مسح کول  داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي دګوتو دننی حصی دې دتندي له ويښتانو دڅټ لوری ته ترآخره کش کړي   بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي دچټ له لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي –  بيا به  دواړو غوږونه  مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :

اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه

اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ

پاس طريقه همغه ده کومه چې په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .

داودس فرضونه :

په اودس کې څلور فرض دي ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .

که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .

داودس سنتونه :

۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولې دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کې دری ځله ابه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيرې خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کې دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشي .

د اودس آداب :

۱- په اوچت ځای کيناستل ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کې دنياوی خبری نه کول که نيکې او د ضرورت خبره وي نو باک نلری ۶- که په ګوتو کې ګوتيې يا په پوزه چارګل وي هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.

داودس ماتوونکی:

په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي.

۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .

۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .

لومړی ډول :

۱- دتشو يا ډکو متيازو راوتل ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضئ کې له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وي اودس به د مغذور په شان کوي ۱۰- دښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .

دوهم ډول :

۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .

۲- بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل سره  دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .

داودس مکروهات :

۱- له ضرورت ذياتې ابه مصرفول ۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو ويره وي ۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- کوم اندام  له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول . 

4 تعليقات على “استنجاء ، اودس او تيمم”

  1. محمد شعيب يقول:
    February 7th, 2011 عند 9:30 am

اسلام واعليکم
زما سوال دادي چي په اوداسه کي کومي دعاوي پر لاسونو؛پخو؛مخ او دسر په مسح کي وويل شي؟
وسلام

قبل الوخت دلمانځه لپاره تیمم صحیح دی اوکنه ؟

جمعه, 30 November 2012 04:05 muhammad

برېښناليک
Print
PDF

مسئله : که دمازیګر لمر ولاړ وي اوزید په موټر کي سپریږي  یاهوایې جاز ته خیژي چي بیاهلته تیمم نه شي وهلی نواوس دماښام لمانځه لپاره تیمم وهلی شي اوکنه ؟ یعني قبل الوخت دلمانځه لپاره تیمم جائز دی اوکنه ؟

نوددي پوښتني ځواب دادی چې هو دوخت ترداخلیدو وړاندي هم دلمانځه لپاره تیمم وهل جائز دي اولمونځ ورباندي صحیح کیږي  .

وفي مجمع الانهر ۱\۸۴ ( ويجوز ) التيمم ( قبل ) دخول ( الوقت… لأن النصوص الواردة في التيمم لم تفصل بين وقت ووقت فكانت مطلقة والمطلق يجري على إطلاقه ما لم يتقيد بقيد معتبر ولم يوجد ها هنا فصار كالعام يبقى على عمومه ما لم يخصصه مخصص معتبر .

دتـيـمـم بـيـان اواحـكام

تيمم دپاكۍ اوطهارت لوى ركن دى چه په آيت اوحديث سره ثابت دى دقرآن كريم دسورت المـآئدة په شپږم آيت مبارك كښى الله (ج) فرمايى﴿فلم تجدوامآء فتيموا صعيداطيبا﴾ يعنى كه مو اوبه پيدانه كړى نوپرپاكه ځمكه تيمم وكړى، رسول الله (ص) فرما يى﴿التيمم طهورالمسلم مالم يجد الماء﴾ يعنى تيمم مسلمان لره پاكى ده ترڅوچه اوبه ئې نه وى پيداكړى، كه يوڅوك مسافروو يادښاراوكلى نه دباندى وتلى وو داودس تازه كولودپاره ئې اوبه پيدانه كړى اومسافه په مابين كښى دده او دښار(مسافه په ما بين كښ دده اوداوبو) يو(١) ميل ياتريوميل هم اضافه وه يائې اوبه وموندلى خودغه شخص ناروغه وو ويريدى چه استعمال د اوبوبه ناروغى ورزياده كړى ياويريدى كه دجنابت غسل په اوبو وكړى يخنى به ئې مړكړى يابه ئې ناروغى ورزياده كړى نوپه پاكه خاوره دى تيمم وكړى، په تيمم كښى نيت فرض دى اوپه اوداسه كښى نيت مستحب دى، په خوله نيت كول داسى دى (نيت كوم له زړه داخلاصه تيمم وهم په پاكه خاوره چه بى اودسى رانه ليرى شى اولمونځ راته رواشى) كه تيمم دقرآن دتلاوت دپاره وى نو داسى دى ووائى(نيت كوم له زړه داخلاصه تيمم وهم په پاكه خاوره چه بى اودسى رانه ليرى شى اوتلاوت دقرآنكريم راته رواشى)، تيمم دوه وارى د دواړو لاسونوخپړى اوګوتى پرپاكه خاوره وهل دى چه په اول ځل به په دواړولاسونومخ مسح كوى اوپه دوهم ځل به ښى لاس دكڼ لاس په خپړه اوګوتو اوكيڼ لاس دښى لاس په خپړه اوګوتوسره مسح كوى خو د دواړولاسوڅنګلى په مسح كښى شامل دى، تيمم كه دبىاودسۍ دليرى كولودپاره وى اوكه دجنابت دليرى كولودپاره وى فرق ئې نشته ددواړودپاره دغه تيمم دى، په نظردامام اعظم ابوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) تيمم په هرهغه شى سره روادى چه دځمكى له جنس نه وى لكه خاوره، ريګ، ډبره، ګچ، اهاك رانجه، زرنيخ او داسى نور، مګر امام ابى يوسف (رح) وايى چه تيمم بيله خاورى اوريګ نه په بل شى روانه دى، همدارنګه امام شافعى(رح) وايى چه يواځى او يواځى په خاوره روا دى ځكه چه الله (ج) فرمايلى دى ﴿صعيدا طيبا﴾ دطيب معنى پـاكه اوامام شافعى(رح) وايى چه د صعيد معنى شنه كونكى دوښو نوپرښرنه اوترخه ځمكه تيمم روانه دى .
دتيمم ماتونكى : ټول هغه څه چه اودس په ماتيږى تيمم هم په ماتيږى، برسيره پرهغه كه چااوبه وليدلى اوپراستعمال داوبو ئې قدرت ومونده تيمم ئې مات (ضايع) شو .
هغه څوك چه دلمانځه په اول وخت كښى داودس اوبه نشى موند لاى اواميدكوى چه ترآخروخت پورى به اوبه پيداكړم نومستحب ده چه لمونځ ترآخروخت پورى وځنډوى، كه ئې اوبه وموندلى نو اودس دى وكړى اولمونځ دى وكړى كه ئې اوبه ونه موندلى نو تيمم دى وكړى، ترڅو چه اوبه ئې نه وى موندلى ټول لمونځونه دى په دغه تيمم وكړى كه فرضى وى اوكه نفلى وى، مګرامام شافعى(رح) وايى چه هرفرضى لمونځ ته به عليحده تيمم كوی . تيمم روادى وجوړاوروغ ته كه څه هم مقيم اوپه ښاركښى وى، كه يوه جنازه دلمانځه دپاره حاضره شى اومتصرف دجنازى بل څوك وى كه لمونځ كونكۍ ويريدى كه دجنازى دلمونځ دپاره داودس په كولومشغول شى دجنازى لمونځ ورنه تيريږى نودتيمم كول ورته روادى، همدارنګه كه څوك داخترونوولمانځه ته حاضرشوبىاودسه وو او ويريدى كه په اودس كولومشغول شى ټول لمونځ ورنه تير يږى نوتيمم دى وكړى اوپه لمونځ كښى دى شريك شى، هرهغه لمونځ چه عوض نلرى اوپرپاته كيدوئې ويره وى تيمم ورته روادى لكه د جنازى اواخترونولمونځ، هرهغه لمونځ چه عوض لرى كه څه هم قضاء كيږى تيمم ورته روانه دى، همدارنګه كه څوك د جمعى لمانځه ته حاضرشواوويريدى كه په اودس كولومشغول شى لمونځ ورنه تيريږى، تيمم دى نه كوى خپل اودس دى تازه كړى كه ئې دجمعى په لمانځه كښى ګډون كولى شوپه لمانځه كښى دى ګډون وكړى كه ئې ګډون نشواى كولاى نودماپښين څلورركعته فرض دى وكړى، همدارنګه كه دوخت تنګى وه او د اودس په مشغولادلمانځه وخت تيريدى نوتيمم دى نه كوى بلكه اودس دى وكړى اودلمانځه قضاء دى راوړى .
دامام اوبوحنيفه (رح) اوامام محمد(رح) په نظرمسافرچه په بار كښى ئې اوبه هيرى شويوى تيمم ئې وكړاولمونځ ئې په وكړ د لمانځه وخت لانه وو تيرشوى چه اوبه ورپياد شوى نولمونځ دى نه راګر ځوى مګرامام ابى يوسف (رح) وايى چه لمونځ دى راوګرځوى پرتيمم كونكى غوښتنه داوبونشته ترڅو غالب ګمان ئې نه وى چه اوبه وده ته نژدى دى بلكه تييم دى وكړى اولمونځ دى وكړى كه څه هم ورو سته له لمانځه نه په وخت كښى اوبه پيداكړى دلما نځه راګرځيده ورباندى نشته، داحكم په صحرا كښى دى ولى چه غالبه په صحراكښى اوبه نه وى مګرپه آبادوځايوكښى طلب داوبو واجب دى، كه ئې ګمان غالب شوچه دلته اوبه شته يعنى په يوه علامه سره لكه شنى ونى نوتيمم ورته روانه دى، تر څوچه طلب د اوبوبه كوى .


© http://www.benawa.com/pashto/library/12_pashto_qoduri/5.php#ixzz2Fi1RTpBM

که د جنازې د لمانځه د فوت ويره وي تيمم کول جايز دی؟

dawat610أكتوبر 26, 2011أترك تعليقا

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.

پوښتنه می د جنازی د لمانځه د اوداسه او تیمم په باره کی ده،که جنازه تیاره وی او ددی احتمال موجود دی که په اوبو اودس وکړم نو جنازه تیریږی،آیا په دی حالت کی تیمم وهلای شو او که نه؟

د مفصل ځواب په هیله.

نجیب الله له کابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که د جنازې د لمانځه د فوت ويره وي د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد تيمم وهل جايز دي .

د احنافو دليل دا دی چې : د جنازې لمونځ قضايي نه لري ، شيخ اسلام ابن تيميه رحمه د امام صاحب قول اختيار کړی دی او وايي چې د جنازې د فوت په صورت کې تيمم وهل جايز دی ځکه چې د تيمم وهل د جنازې د فوت په پرتله غوره دی .

و ذهب الحنفية إلى الجواز ، و اختاره ابن تيمية رحمه الله ، و هو قول المالكية فيما إذا تعيّنت الجنازة.

و مستند الحنفية : أن الجنازة لا تقضى ، و أن العيد لا يعاد ،  و علَّل شيخ الإسلام ابن تيمية الجواز بأن الصلاة بالتيمم خير من تفويت الصلاة .

وينظر : فتح القدير (1/138) ، مواهب الجليل (1/330) ، المجموع (2/280) ، الإنصاف (1/304) ، مجموع الفتاوى (21/439) ، الموسوعة الفقهية (14/271) . شرح کامل في موقع شيح صالح المنجد

آن لاين اسلامې لارښود

د تيمم بيان او د تيمم طريقه

 

چې كله په غسل يا اودس كولو كې اوبۀ نقصان كوي يا د نقصان وېره وي, د اوبو په حاصلولوكې له زغم نه زيات مشقت وي يا د سر او مال خطره وي، صفا او مباح اوبۀ له كوشيش نه پس هم تر لاسه نشي او د نمونځ وخت هم تنګ وي نو د غسل يا اودس په ځاې په خاوره، شګه يا سنګ خارا باندې او كه دا څېزونه نه تر لاسه كېږي نو په كپړا يا فرش باندې چې كومه دوړه پرته وي په هغو باندې تيمم كول واجبېږي.

د تيمم طريقه

وړومبۍ دې داسې نيت وكړي چې تيمم كوم په ځاېْ د غسل يا اودس واجب قُربَةً اِلَي اللهِ بيا دې دواړه لاسونه يوځاې كړي او په خاوره دې ووهي بيا دې د دواړو لاسو تلي په تندي د ويښتو د راوتو له ځاې نه د پوزې تر سره پورې، ورپسې د ګس لاس تلي سره د ښي لاس په خپړه باندې له ګيټۍ نه د ګوتو تر سرونو پورې، له دې نه پس هم دارنګه دې د ښي لاس په تلي سره د ګس لاس په خپړه باندې مسح وكړي. بيا وروستو دې د مخكيني نيت په زړۀ كې په ساتلو سره دوباره لاسونه په خاورې باندې ووهي او د پاس وركړې شوې طريقې مطابق دې صرف د دواړو لاسو له ګيټۍ نه د ګوتو تر سرونو پورې مسح وكړي.

آیا دموټرپه سیټونو،څنګونو تيمم رواده ؟

جمعه, 30 November 2012 03:16 muhammad

برېښناليک
Print
PDF

آیا دموټرپه سیټونو،څنګونو  یادریل  ګاډي  په  دیوالونو چې عموما پلاستیک ، یااوسپنه  اولرګی وي  تیمم کول صحت لري اوکنه  ؟ نوددي پوښتني ځواب دادی چې  که چيري  په دغه څیزونو باندي  دومره پاک ګرد اوغبار ؤ چې په لاس  یې ووهي او ګرد پورته شې .  نوتیمم ورباندي جائز دی  ، اوکه ګرد غبار ورباندي نه ؤ یا نجس ؤ نوبیا تیمم صحت نه لري  .

في الهدایة ۱\ باب التیمم  : ويجوز التيمم  عندابي حنیفة  ومحمد رحمهما  الله تعالی  بکل ماکان من جنس الارض من التراب والرمل والحجر والجص وکذایجوز بالغبار .

وفي البدائع  ۱\۲۴۳ ويجوز التيمم بالغبار بأن ضرب يده على ثوب أو لبد أو صفة سرج فارتفع غبارا ، وكان على الذهب أو الفضة أو على الحنطة أو الشعير أو نحوها غبار فتيمم به أجزأه في قول أبي حنيفة ومحمد ،

وفي الفتح القدیر ۱\ ۲۲۶( ويجوز التيمم عند أبي حنيفة ومحمد رحمهما الله بكل ما كان من جنس الأرض كالتراب والرمل والحجر والجص والنورة والكحل والزرنيخ .

والله تعالی اعلم .

وفي ردالمحتار ۱\ ۲۵۹ وطبع اخری ۲\۲۱۲(وكذا الخ) قال في البحر بعد عبارة الاسبيجابي التي ذكرناها: وبهذا يعلم حكم التيمم على جوخة أو بساط عليه غبار.

فالظاهر عدم الجواز لقلة وجود هذا الشرط في نحو الجوخة، فليتنبه له ا ه.

وقال محشيه الرملي: بل الظاهر التفصيل، إن استبان أثره جاز، وإلا فلا لوجود الشرط خصوصا في ثياب ذوي الاشغال ا ه.

وهو حسن فلذا جزم به الشارح.

وفي التاترخانية: وصورة التيمم بالغبار أن يضرب بيديه ثوبا أو نحوه من الاعيان الطاهرة التي عليها غبار، فإذا وقع الغبار على يديه تيمم أو ينفض ثوبه حتى يرتفع غباره فيرفع يديه في الغبار في الهواء، فإذا وقع الغبار على يديه تيمم اه. قلت: وقيد بالاعيان الطاهرة لما في التاترخانية أيضا: إذا تيمم بغبار الثوب النجس لا يجوز إلا إذا وقع الغبار بعد ما جف الثوب.

Bottom of Form