ایا اقلیمي بدلون د اوبو د بحران لامل کیدی شي؟

دوه بیلیونه خلک په هغو هیوادونو کې اوسي چې د اوبو له کمښت کړیږي. کله چې د دې هیوادونو نفوس زیاتیږي، د اوبو په رسولو او چمتو کولو هم فشار واردیږي.  اقلیمي بدلون (Climate Change) وضعیت له بد لا بدتر کوي. د دې دوه لوی لاملونه په لاندې ډول دي:

1. وچکالي: اقلیمي بدلون باراني سیمې لا پسې باراني کوي، لکه شمالي اروپا. خو هغه څه چې ډیر د انديښنې وړ دی هغه دا دی چې وچې سیمې چیرې چې د اوبو کمښت وي، لکه جنوبي افریقا او مدیتراني، لاپسې و چکالۍ لور ته بیایي.

2. سیلابونه: تاسې به سیلابونو په جریان کې د اوبو د کمښت او د سیمې د ویجاړیدو په اړه اندېښنه لرئ، خو په حقیقت کې د سیلابونو له امله د څښاک پاکې اوبه هم کمیږي. دا ځکه چې سیلابونه د اوبو رسونې ځایونه همدارنګه د حفظ الصحي ځایونه، تشنابونه، پايپونه د فاضله اوبو ذخیرې هم ویجاړوي. سیلابونه پاکې اوبه له ککړو اوبو یا سمندري اوبو سره یو ځای کوي، نو اوبه بیا د دې وړ نه وي چې د څښاک لپاره وکارول شي.

د خلکو لپاره دا څه پیغام لري؟

1. بدني کمزورتیا او غیرسالم صحت: د اوبو کمښت مستقیماً په خلکو کې د اوبو د کمښت (Dehydration) ناروغۍ پیدا کوي. په دې سربیره، خلک مجبوریږي چې غیر صحي او ناپاکې اوبه وڅکي چې له امله یې ناروغۍ خپریږي. او بالاخیره، وچکالي او سیلابونه د دې لامل کیږي چې فصلونه او د حیواناتو فارمونه له منځه یوسي چې له امله یې خلک له لوږې او فقر سره مخ کیږي.

2. مهاجرت: وچکالي ډیر ځلې خلک دې ته مجبوروي چې خپل کورونه پریږدي او نورو ځایونو ته لاړ شي. د بېلګې په ډول په سوریه کې د وچکالۍ له امله څو کالونه پرلپسې فصلونه وچ شول او خلک مجبور شول چې ښارونو ته لاړ شي. او د سوریې د کورنیو جګړو لامل هم شو. څرنګه چې اقلیمي بدلون مخ پر وړاندې روان دی، نو د وړاندوینې له مخې تر ۲۰۳۰ کال پورې به  د ځمکې په وچو سیمو کې له ۲۴ تر ۷۰۰ میلیونه خلک کیدای شي د اوبو د کمښت له امله کډه وکړي.

مونږ څه کولی شو؟

مونږ ته پکار ده چې د پاکو اوبو پيدا کولو لپاره همدارنګه د حفظ الصحې او فاضله اوبو تخلیې سیستم لپاره غوره سرمایه ګذاري وکړو. بل دا چې، مونږ کولی شو چې له طبعیت ګټه واخلو چې پاکې اوبه برابرې کړو. د بېلګې په ډول، د ځمکې زرغونول، ونې کرل او د ځنګلونو جوړول د خاورې د توږونې عملیه کموي، د اوبه کیفیت زیاتوي، او د وچکالۍ موسم لپاره چې  اوبو ته اړتیا شي هغه ذخیره کوي.