بازار – ښار – ښارګوټی – مارکیټ

لومړي فصل

بازار   Market

پدي خبره باندي مونږپوهيږوچه دمختلفواجناسو قيمتونه په بازارکې  دعرضي اوتقاضاپه اساس ټاکل کيږي. معنى  داچه په بازارکى پيرودونکى اوپلورونکى يودبل سره په مقابله کولوکى ديوشي قيمت ټاکي ددې  خبري دتحليل اوتجربي لپاره ضروري ده چه مونږدهرڅه دمخه دبازارپه مفهوم باندي ځان پوه کړو.

بازاريعني څه؟   Meaning of Market

په عام ډول سره بازارعبارت دهغه ځاي څخه دى  چه داجناسواخستل اوخرڅول صورت مومي.لکه دغلي بازار،دتازه ترکاري بازاردبرقي سامان الاتو بازاردلباس بازاراوداسي نور.مگرپه اقتصادکى بازاراصطلاح ډيره وسيع اوپراخه معني لري.په اقتصادکى د بازارڅخه مقصدکوم ځانگړي ځاي ندي بلکه ټول هغه ځايونه چي هلته پيرودل اوپلورل په ازادانه ډول صورت مومي اوپه خپلومنځونوکى سره رابطه ټينگوي بازار بلل کيږي                  ولې  داضروري نده چه هغوي دي په خپلومنځونوکى سره وگوري دوي کولي شي چه ايميل، مبايل،فکس له لاري يودبل سره معامله وکړي.

ددي رابطي په اساس ديوجنس دقيمت دتعين په صورت کى بايدپه هغه ټوله منطقه کى يوشان صورت ونيسي.چه په همدي ډول سره دغه ټوله ساحه ددي جنس بازارجوړيږي چه دغه منطقه يوښارهم کيدي شي چه ددي حدودديوي ولسوالي،ولايت   اوديوه هيوادڅخه نيولي ترټولي نړي پوري رسيږي شرط پکى دادي چه پدي ټوله منطقه کى په يوه وخت کى ديوجنس قيمت يووي.

داقتصادمشهورعلمان ډيو  او کلور    Due and Clover د بازارتعريف په لاندي ډول کړي دي.

تعريف : دبازارڅخه مقصدهغه ساحې  دي چيرته چي پيرودونکى اوپلورونکى په داسى کاروبارباندي تړلى وي چه په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس دقيمت ټاکل اودنوموړي جنس تبادله پکى صورت ونيسي.

دفرانسي داقتصادماهرپروفيسرکورنوټ Cournot دبازاردقلمي وضاحت په لاندي ډول سره کړي دي.

دبازارڅخه مقصدهغه ساحه ده چيرته چى پيرودونکى اوپلورونکى په خپل منځ کى سره په ازادانه ډول رابطه ټينگوي.چه پدي اساس په دغه ټوله منطقه کى ديوجنس قيمت په تيزي سره يوکيږي.

دلته داخبره دزکروړده چه ديوشي په حمل ونقل باندي کوم مصرف راځي دغه مصرف دبازاريونوعه قيمتونه نشى متاثره کولى مثلاَ که دافغانستان په شمال ولاياتونوکى انگورويوچارک قيمت ٢٠ افغاني وي که دغه انگوردجلال ابادښارته راوړل شى اودجلال آبادپه ښارکى ديوچارک انگورو قيمت ٣٠ افغاني شي نوپدي صورت کى دشمالى ولاياتوقيمت اودجلال آباد ښار قيمتونه سره يوشان دي ځکه دغه ١٠ افغاني دترانسپورت قيمت دي نوويلي شوچه دشمالى ولاياتونوبازارونه اودجلال آبادښاردشمالى انگورولپاره مارکيټونه دي.ځکه چى پدغه دواړوبازارونوکى په حقيقت کى يوقيمت دي.

    په يوه بازارکى لاندي عناصر دذکروړدي

١_   دخرڅولواواخستلوجنس بايدموجودوي.

٢_    پيرودونکى اوپلورونکى بايدموجودوي.

٣_    پيرودونکى اوپلورونکى ترمنځ بايد ازادانه رابطه وي.

٤_    داسي يوه منطقه چه هلته ديوجنس قيمت يووي.

  دبازارډولونه  Kind of Market

 دبازارډولونه عبارت دي له

الف:دوخت په لحاظ According to time

ب:   دځاي په لحظ سره  According to space

   ج:    داجناسوپه لحاظ سره  According to Commodities

  د:     درقابت په لحظ سره  According to Competition

 چى هريواوس په لاندي ډول سره ذکرکوو.

  الف:دوخت په لحاظ دبازارډولونه: دوخت په لحاظ بازارپه لاندي قسمونوسره تقسيموو.

١_    ورځنى بازار  Day to day Market

ورځني بازاردهغه اجناسوبازاردي چه هغه دنهايي کم وخت لپاره دهغي اخستل اوخرڅول صورت نيسى.

دمثال په ډول غوښه،سبزيجات شيدي،ماهيان اوداسي نوردغه اجناس چه په هره اندازه بازارته عرضه کيږي بايد هغه ټول په خرڅلاوورسيږي يعني بازارددغواجناسوعرضه بايد معينه (Fixed)وي چه نه کموالي اوزياتوالي رانشي.نوويلي شوچه په تقاضاکى دتغيراتوله وجي قيمتونه هم ورځ په ورځ تغير کوي.

که کومه ورځ تقاضآزياته شي نوقيمتونه هم ورسره لوړيږي.

برعکس دتقاضآدکميدوپه صورت کى قيمتونه خودبه خودراټيټيږي.

٢_    لنډمهاله بازارونه   Shart Period Market

دلنډي مودي په بازارونو کى اجناس ديوي لنډي مودي لپاره ذخيره کيږي يعني دڅوهفتويامياشتولپاره په بازارکى ذخيره کيږي.

يادا دداسي اجناسوبازاردي چه دلنډمهاله دڅوهفتويامياشتوپوري ذخيره کيدي شي ترهغه وخته پودي چه په تقاضآکى تغيررامنځ ته کيږي په عرضه کى هم په همغه اندازه تغيرات واقع کيږي.

څرنگه چى پدي بازارونوکى دجنس دذخيري وخت ډيرکم وي نوددي لپاره که يوشي ته تقاضا زياته شي دهغي دعرفي زياتوالي تريوحده پوري ممکن کيدي شي مثلا که وريژوته تقاضا زياته شي نو دوريژو ميلونه په دوه يادري شفټونو په چلولودوريژوعرفه تريومحدودحده پوري زياتيدلي شي مگرکه چيرته تقاضآډيره زياته شي

 نو په لنډوخت کى نوي تصدي په نسبولوسره دعرفي زياتوالي ممکن کيدلي نشي فلحاظه په لنډه موده کي په مارکيټ کي دقيمت انحصار دعرفي په مقابل کى زياتره په تقاضآباندي وي.

٣_    اوږدمهاله بازار  Long period Market

دادداسي اجناسو بازاردي چه دهغوي په قيمتونوکى دعرفي اوتقاضآاوږدمهاله تاثيراتواندازه اخستل کيږي.داپه دي معنئ چي ديوشي تقاضآترډيره وخته پوري به کميدوشي نو دتصديوخاوندان دنوموړي شي توليدات کموي چه پدي سره دعرفي مقدارکميږي چه پدي حالت کى دشي قيمت په چټکى سره نه ټيټيږي.

    برعکس که چيرته ديوشي په تقاضآکى دزيات وخت لپاره زياتوالي راشي نودتصديوخاوندان په خپلوتصديوکى دتوسع راوستلوبرسيره نوي تصدي هم جوړوي چه پدي سره ديوشي عرفه په مستقل ډول سره زياتيږي چه پدي سره ديوشي په قيمت کى په زياته اندازه اضافه والي نه راځي لحظه په اوږدمهاله بازارکي ديوشي دتقاضآتغيرات په نظرکى نيولوسره دهغه شي دعرفي مقدارپه همغه اندازه باندي کميږي يازياتيږي ځکه چى ددغه شي په قيمت کى ډير زيات تغيرات نه واقع کيږي دمثال په ډول که چيري تر يري اوږدي مودي پوري  Water Coolerتقاضآ کمه شي نودتصديوخاوندان به دغه توليدکم کړي يابه ددي کاروبارپريږدي اويوه بله نوي پيشه به اختيارکړي که چيرته په دغه موده کى Water Cooler ته تقاضآزياته شي نودتصدي خاوندبه خپل کاروبارته پراختيلورکړي ددي علاوه ډيردتصديوخاوندان به دWater Cooler نوي تصدي جوړي کړي چى پدي سره دعرفي مقداربه زيات شي چه پدي سره به قيمت لږيا زيات په يوي خاصي سطحي باندي برقرار شي لحاظه په يوه اوږده مودي کى ديو جنس عرضه دهمغه جنس په قيمت باندي زيات تاثير واردوي.

ب:   دځاي په اساس دبازاراقسام

دځاي په اساس دبازاراقسام په لاندي ډول دي.

١_    محلي بازار  Local Market

هغه اجناس چه په يوه سيمه کى پيداکيږي اوپه همدغه سيمه کى په مصرف رسيږي يعني دسيمي دخلکولخواخريدارکيږي چي دي ډول بازار ته محلي بازارويل کيږي.چى په دي ډول بازارکى لاندي اصول پلورل کيږي.

شيدي،سبزي جات،غوښه اوداسي نور.چه ددغواجناسوانتقالول ديوي سيمي څخه بلي سيمي ته دخرابيدو امکانات لري بس ددغواجناسوبازارته دمحلي Local Market کلمه استعمالولى شوهمدارنگه په محلي بازارونوکى هغه اجناس هم شامل دي چه دوزن په لحاظ دزيات وزن لرونکى وي دمالي له لحاظه دډيري کمي مالي لرونکى دي.لکه خښتى،ډبري(تيږي)اودځناوروکاروبارهمدارنگه ددغواجناسو اخستل اوخرڅول هم په محلي سطحه باندي کيږي.

٢_    سيمه يزبازار  Regional Market

هغه بازارونه چى دهيواد په يوي برخي يا سيمي پوري منحثروي دسيمه يزبازارويو څخه عبارت دي.

په عام ډول سره په دغه بازارونوکى داجناسوراکړه ورکړه دسيمي دخلکوپه رسمورواج اودهغوي دخوښي اوشوق پوري اړه لري.دمثال په ډول دکندهار په ولايت کى دکوټۍ دښارلاسى جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چه پدي اساس دکوټۍ دخوليوسيمه يزبازاردکندهارپه ولايت کى دکوټۍ دښارلاسي جوړي شوي خولي ډيري مروجي دي چه ددغه رنگه اجناسوبازارته سيمه يزبازارويل کيږي.

٣_    ملي بازار  National Market

ملي بازارعبارت له هغه بازارڅخه دي چه په هغي کى دهيوادوگړي خپل خپل اجناس په اسانى سره خرڅ اوواخلي دي نوعه بازارته ملي بازارويل کيږي.

په عام ډول سره ټول پيداوار اوکم وزنه اجناس په ملي بازارکى شامل دي ځکه چى دهيوادهري برخي ته ددغواجناسو رسول په اساني سره صورت نيسي.مثلاً:دافغانستان دسپين غرغوړيوتوليدات چه دهيوادټولو برخوته رسيږي اوپه ټولو بازارونوکى پيرودل اوپلورل کىږي پس دسپين غرغوړيوبازاردهيوادملي بازارتشکلوي.

٤_    نړيوال بازار  International Market

هغه بازارچه دنړي دټولوهيوادونو اجناس پکى عر    ه اوتقاضآصورت نيسي عبارت دي له نړيوال بازارڅخه.

نړيوال بازار:عبارت دهغه بازارڅخه دي چه په هغي کى دنړي دټولو هيوادونو اجناس پلورل اوپيرودل کيږي.

هغه اجناس چى دنړي په ټولو باارونو کى پيداکيږي عبارت دي له موټر،راډيو،ريفريجريټر،ارکنډيشن اوداسي نورچه دغه اجناس ډيرمقاومت لرونکى اجناس بلل کيږي اويوه هيوادڅخه بل هيوادته دانتقال په وخت کى کومي ستونزي نه رامنځ ته کوي.اودنړي ټ،ل وگړي دغوتوليداتو(اجناسو)ته تقاضآلري چى ددغي اجناسوعرضه دتقاضآمتابق دنړي هرگوډته رسيږي اوهمدارنگه دنړي ټول پيرودونکى اوپلورونکى په خپلومنځونوکى سره رقابت کوي اوددغواجناسونرخونه سره ټاکى.

ج      داجناسوپه لطاظ دبازارډولونه

داجناسواوخدماتوپه لطاظ دبازارډولونه په لاندي ډول دي.

١_    عام بازار General Market

دعام بازارڅخه مقصد داسي بازاردي چه په هغي کى هرنوع اجناس پيرودل اوپلورل کيږي.

دمثال په ډول په کابل کى دکابل منډيي په جلال آباد کى دډنډغاړه اوداسي نور بازارونه چه دهيوادپه هرولايت کى وجودلري چه دخلکودضرورت هرنوعه اجناس پکى پلورل اوپيرودل کيږي چى دخرڅلاودارنگۀ ځايونوته عامه بازارونه ويل کيږي

اوهمدارنگه بازارونه په هرکلي اوهر ښارکى پيداکيږي ترڅودهغه ځاي دخلکوصرورتونه ددغوبازارونوڅخه پوره شي.

٢_    خاص بازار Specialized Market

هغه بازاريامارکيټ چه په هغي کى يوازي ديوجنس کاروبارصورت نيسي عبارت دي له خاص بازارڅخه لکه دوريژومارکيټ دمالگي مارکيټ غلجاتومارکيټ اوداسي نورمارکيټونه.

٥_    دپانگي بازار  Capital Market

دپانگي دبازارڅخه مرادهغه بازاردي چه په هغي کى نوي کفالستونه (Securitize) اونوي بانډونه اخستل کيږي اوخرڅول کيږي.

٦_   داسحاموبازار    Stock change

 ددي څخه مرادهغه بازاردي چه په هغي کى زاړه کقالستونه اوبانډونه اوهمدارنگه دموجوده کمپنيو اسحام اخستل اوخرڅول کيږي.

٧_  دعواملو بازار

 دعواملودبازارڅخه مرادهغه بازاردي چه دتوليداتوعواملو يعني ځمکه کارګرپانگه اواداري خدمتونه اخستل اوخرڅول کيږي اوددي تبادله دعرضي اوقاضآ په اندازوپوري تړلي دي .

٨_    دپيسو بازار Many  Market

دپيسودبازار څخه مراد هغه بازاردي چيرته چي مالي اداري (financial Institation) عامو خلکو اوکاروباري اداروته قرض په ډول ورکول کيږي.

٩_    دپيسودتبادلي بازار Foreign Exchange Market

دپيسو دتبادلي د بازارڅخه مرادهغه بازاردي چه دخارجي هيوادونوکرانتي اخستل اوخرڅول کيږي.

 (  درقابت په لطاظ د بازارډولونه)

درقابت په لطاظ د بازارډولونه په دوه ډوله دي.

الف: قامل رقابت بازار Perfect Market

دقامل رقابت بازارڅخه مرادهغه بازاردي چه هلته قامل رقابت موجودوي.

ب:    دناقص رقابت بازار In perfect Market

الف: دکامل رقابت بازار Perfect Market

 ‌يورقابتي بازارته ترهغه وخته پورى کامل رقابتي بازارنشوويلي ترڅوپوري چه په هغي کى کامل رقابت پلي شوي نه وي دکامل رقابت لپاره چه کوم شرطونه ضروري دي په لاندي ډول دي.

١_    متجانس اشياء

٢_    داخستونکواوپلورونکوپه مقدارکى زياتوالي.

٣_    په صنعت کى دتصديوازادانه داخله.

٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى بايددبازاردحالاتوڅخه په مکمل ډول خبروي.

٥_    دتوليدپه عواملوکى په ازادانه ډول انتقال.

٦_    دعرضي اوتقاضآپه ازادانه ډول سره عمل کول.               دقامل رقابتى      بازارگټي اوتاوانونه

١_    په قامل رقابت کى ديوهيوادوسايلوپه ښه ډول سره استعمال کيدي شي.

٢_     په قامل رقابت کى دارزااوښه معيار شيانوزياتوالي.

٣_     په قامل رقابت کى دنوواختراعاتو دحوصلي لوړول.

٤_     په قامل رقابت کى دبيرزگاري خاتمه.

٥_     په قامل رقابت کى دملي عايدمساويانه تقسيم.

       دقامل رقابتى بازار تاوانونه

١_     په قامل رقابت بازارديو هيواد دوسايلوضاي کيدل.

٢_     په قامل رقابت بازارکى دداخلي اوخارجي گټوڅخه محرومي.

٣_     په قامل رقابت بازارکى دقيمتونوټيټيدل اولوړيدل.

٤_     په قامل رقابت بازارکى دعامه گټولپاره نه مناس بوالي.

ب:    ناقص رقابتى بازار In perfect computation Market

         په عملي ژوندکى قامل رقابت ډيرکم ليدل کيږي نوله دي لپاره ناقص رقابت په حقيقي ډول سره مخکى دي ددي علت دادي چه په قامل رقابت کى ديو شي ټول واحدونه يوډول وي اوقيمت يي هم يو وي چه نه اخستونکى اونه خرڅوونکى په خپل انفرادي عمل سره متاثرکولي شي نوپدي ډول په قامل رقابت کى دتصدي گټه کمه وي چه دهغي په واسطه د تصدي خاوندانو حوصيله کميږي نوددي سره په څنگ کى ديوشي يوشان والي له منځنه ځي پدي صورت کى دتصدي خاوندان خپل توليدات په مختلفو نښوسره جوړوي اوخپل ليبلونه پري لږوي اوبازارته يي دخرڅلاولپاره عرضه کوي اودمعمول څخه په زيات قيمت په لاسته راوړلوباندي کاميابيږي.

کله چى ديوشي ديوه نوعيت مختلف برانډ،نه په بازارکى په مختلفو قيمتونوسره خرڅشي نودي حالت ته ناقص کامل رقابت ويل کيږي.

دناقص رقابتي بازارشرطونه:دکامل رقابت برعکس دي چه په لاندي ډول سره دي.

١_   دمختلفوتصديوخاوندان چه کوم شي توليدوي دهغي ټول واحدونه يوشان نه وي بلکى هغه درنگ،وزن،ليبل اونورو خصوصياتو په اعتبار باندي ديو اوبل څخه فرق لري مثلاً دجاموصابون،ديوارډصابون اوداسي نور.

٢_   په صنعت کى نوي تصدي په اساني سره نشي داخليدلي نوهغوي هروخت دمخکنيو تصديو پيداشوي مضنوي مشکلاتو سره مخامخ کيږي.

٣_   ديوجنس ديوبرانډاخستونکواوخرڅوونکوتعدادکم شي اويوهم دخريدارانو څخه په خپله تقاضآکى کموالي يازياتوالي راولي اويايودخرڅوونکوڅخه دخپلي عرفي په مقدارکى کموالي يازياتوالي راولي نودجنس په قيمت کى هم تغيرات واقع کيږي چه په همدي اساس په ناقص رقابت کى دمختلفوبرانډونو اجناس په مختلفو قيمتونوسره په خرڅلاو رسيږي.

٤_   اخستونکى اوخرڅوونکى د بازاردحالت څخه بي خبره وي يعني نه اخستونکى پدي پوهيږي چه دمختلفو اجناسودوکانداران ديوشي کوم قيمت لاسته راوړي اونه خرڅوونکى ديواوبل دخرڅلاو دقيمت څخه خبروي.

٥_   دتوليدعوامل:دتوليد دعواملو انتقالول ډيرمحدودوي يعني ديوه ځايه څخه بل ځاي ته ياديوي بيشي څخه بلي پيشي ته ډيرکم انتقال کوي.

٦_   عرفه اوتقاضآپه خپل منځ کى سره په ازادډول عمل نه کوي.خودولت اودتصديوخاوندان پدي باندي بنديځونه لږوي اوديوشي قيمت ټاکى.

دوهم فصل

دناقص رقابت ډولونه

دبازار شکل

بازارونه دخپل شکل له مخې په بېلابېلو ډولونو ويشل کيږي :

هغه ډير عمده او مهم شکلونه يې عبارت  دي له  :

انحصار ، اوليګوپول  او پولي پول  يا زروي  رقابت څخه ،  اوس يې هريو په لاندې ډول ترمطالعې لاندې نيسو  . 

الف:انحصار يا  Monopoly

هغه وخت چه ديو جنس توليد يوي تصدي پوري منحصروي اوهغه ددي ټوله عرضه کنټرولوي نودي حالت ته انحصار ويل کيږي.

يا انحصار کيدى شي چې تخنيکي شرايطو او دتصدى دتجسس په نتيجه کې منځ ته راشي  او يا دطبعي پديدو  او توقعاتو محصول وي  چې کولى شو هريو يې په لاندې توګه ترمطالعې لاندې ونيسو .

١. تخنيکي پرمختګ کولى شي چې انحصار منځ ته راوړي  البته داسې چې يوه موسسه  يو نوى شى اختراع کوي او تريوه وخته پورې  دپتنت (Patent)  او نورو له نګا څخه په دې مورد کې دانحصاري قدرت لرونکي وي  . مثلاً  ددوه امريکايي کمپنيو په وسيله  دکمپيوټر توليد  چې اوس هم دنړې تقريباً اتيا فيصده توليدات دهمدې دوه کمپنيو له خوا صورت نيسي  . په همدې هره اختراع تر يوه وخته پورې  دانحصار قابليت لري .

٢. په همدې ډول  طبعي شرايط هم کولى شي چې يوې موسسې اويا يو مملکت ته انحصاري قدرت  ورکړي  .

يا په بل عبارت  :

 طبعي شرايط  نوموړى  موسسه  يا هېواد  انحصاري قدرت قادر کوي  نه دانسان خلاقيت او ابتکار  . لکه دافغانستان لاجورد  او يادکاناډا  نکل  توليدوي .

٣. همدارنګه کيدى شي چې دتوافقاتو په وسيله هم انحصار منځ ته راشي . مثلاً  درې يا څلور هېوادونه چې قرقل توليدوي  کولى شي   چې په خپل منځ کې سره توافق وکړي او په دې توګه دتقاضا کوونکو په مقابل کې انحصاري قدرت لاسته راوړي  .

په خارجي تجارت کې انحصار اکثراً  پورتني درې شرطونه ځانته نيسي  .

ب:    اوليگوپول  Oligopoly

هغه وخت چه ديوجنس ټوله عرضه څو تصدي کوي دي حالت ته اوليگوپول ويل کيږي.څرنگه چي په اوليگوپول کى دتصديوتعدادکم وي نوددي لپاره يوه تصدي په زيات مقدارسره اجناس توليدي اوبازارته يي عرضه کولي شي نوپدي ډول ديوي تصدي يواځني عمل ديوشي په قيمت باندي تاثير اچول دي يعني که چيرته يوه تصدي عرضه کمه يازياته کړي نوپه قيمتونوکى زياتوالي اوکموالي راځي.

په انحصارکى رقابت  Monopolistic Computation

کله چي ديوشي عرضه ډيري تصدي تياروي اوهره يوه تصدي دخپل ځان لپاره يوه تجارتي علامه جوړه کړي وي اوهغه ددي علامي په واسطه خپل اجناس په مختلفوقيمتونوسره په خرڅلاورسوي چى دي حالت ته انحصارانه رقابت ويل کيږي.په انحصارانه رقابت کى دشيانوپه کيفيت کى دمره تغيرات نه ليدل کيږي خوبياهم دتصديوخاوندان اخستونکى دمختلفو برانډونو داعلانونوڅخه متاثره کوي اواخستونکى خپل ځانونه ديو خاص برانډپوري تړي او په هرقيمت باندي ددغه تصديو دبرانډاخستلو ته ترجيح ورکوي څرنگه چه په انحضارانه رقابت کى دتصديو تعدادزيات وي خوبيا هم ديوشي په عرضه کى کوم کموالي اوزياتوالي په قيمت باندي ډيراثرات غورځوي مثلاً:تلويزون چه مختلفي تصدي يي توليدوي اوهره يوه دځان لپاره مختلفي تجارتي نښي جوړي کړي لکه فلپس،هټاچي Rga,sharp,sony اوداسي نورچه هره تصدي دخپلي تجارتي نښي قيمت تعين کړي اوهره تصدي ددي نـښي (ليبل)په اساس په بازارکى سره رقابت کوي.

انحصار  Monopoly

هغه وخت چه ديوي تصدي توليدشوي جنس بازادته عرضه شي اوټول بازارترخپل  کنترول لاندي راولي اوددغه جنس نږدي متبادل جنس په بازارکى وجودونه لري دي حالت ته انحصارويل کيږي.هغه تصدي ته چي په يوشي باندي ورته تصرف حاصل وي نودغه تصدي دعرضي مقداراودقيمت تعين په خپلي حوښي سره کوي ځکه چي په بازارکى دکوم ډول رقابت سره نه مخامخ کيږي په عام ډول سره انحصارکوونکى دتصدي دتوليدشوي جنس قيمت په بازارکى دخرڅولولپاره ټاکى.

اودتقاضآمطابق عرضه باندي کنترول ولري.اوپه بازارکى ددغه جنس کوم متبادل جنس نه وي خوپه عملي ژوندکى داسي شي نشته چه دهغي متبادل په يونه يوشکل کى پيدانشي نومونږدانحصارلري متبادل شي ته کوم اهميت نه ورکووبلکي ديوشي نږدي متبادل شي په شمارکى راولوچى دکيفيت اوقيمت له لحاظه ټيټ وي دمثال په ډول په افغانستان کى دبرق په توليد اوعرضه باندي ددولت انحصاردي چه په بازارکى دبرق نږدي متبادل شى نشته دنوي دوري اقتصادپوهانوانحصارپه يوه نوي شکل کى ښودلي ياواضيح کړي دي دهغوي په اندهغه تصدي انحصارکوونکى ده چه ديوجنس دټولي عرضي يوه زياته حسه تياروي اوقيمت هم په خپله ټاکى اودرقابت کوونکو وړي وړي تصدي ددغه جنس نږدي متبادل جنس تياروي چه دغه عمل دقيمت په متاثره کولوباندي دومره صلاحيت نه لري.

  دانحصارډولونه  Kind of Monopoly

١_   طبعي انحصار  Natural Monopoly

طبعي انحصارهغه انحصارته ويل کيږي چه ديوشي دټولي عرضي يوه زياته برخه دنړي په يوه هيواد کى پيداکيږي اونوموړي هيواد ددغه جنس په ټولي عرضي اوتوليد باندي کنترول ولري چه دغه حالت ته طبعي انحصار ويل کيږي.دمثال په ډول په نړي کى دپنبي دټول توليد يوه زياته اندازه په بنکله ديش کى توليديږي نو دبنگلديش هيوادپه پنبه باندي طبعي انحصارلري په همدي ډول په برازيل کى دقهوي توليد،په سريلنکاکى دچايوتوليد اوپه ماليشياکى دربړپه توليد باندي طبعي انحصارلري.

٢_    ټولنيز انحصار  Social Monopoly

دټولنيزپرمختگ په خاطرهغه وخت چه ديوشي توليدات اودهغي دتقسيم ټول واک يوي تصدي ته ورکړل شي اونوروتصديوته ددي جنس د توليد مجازنه وي نوپدي حالت کى ټولنيز انحصارواقع کيږي دمثال په ډول په افغانستان کى په برق باندي ددولت انحصارهمدارنگه په ټولنيز انحصارسره دغيري ضروري رقابت ميلان ختميږي اودولتي ضرايع له منځه نه ځي.

٣_   قانوني انحصار  Legal Monopoly

هغه وخت چه يوشخص يونوي شي توليدکړي نوهغه سبتوي چه پدي سره داشخص په خپل جوړشوي شي باندي قانوني انحصارلري اوبل شخص يااداره داحق نه لري چه دنوموړي شخص داجازي پرته دغه جنس ياشي توليداويا يي نقل وکړي که چيرته کوم شخص داکاروکړي نوقانوني چلندبه ورسره کيږي دمثال په ډول يوليکونکى په خپل کتاب باندي قانوني انحصارلري يعني ددي کتاب ټول حقوق دکتاب په مولف پوري محفوظ دي.

٤_  خودساخته انحصار Implied Monopoly

خودساخته انحصارديوي لوي تصدي د انحصارانه ميلان څخه لاسته راځى کله يوه لويه تصدي خپل داخلي اوخارجي کفايتونوکى خپل دتوليدقيمت دومره راټيټ کړي چه ددي په رقابت کى وړي وړي تصدي دتاوان کولوسره مخامخ کيږي اوخپل توليدات دروي چه پدي سره لويوتصديوته د انحصارموقع په خپله پيداکيږي چي دي ډول انحصارته خودساخته انحصارويل کيږي.

د انحصارگټي اوتاوانونه  Merats and Demerit Monopoly

الف:د انحصارگټي

١_داخلي اوخاجي کفايتونه: انحصارکوونکى يوشي په ډيره پراخه اندازه توليدوي چه پدي سره په زيات مقدارداخلي اوخارجي کفايتونه پيداکيږي مثلاً:خام موادپه ټيټوقيمتونوباندي اخستل دبانگ څخه دقرض په اخستلوکى اسانتياوي دپانگي اوکارگرښه استعمال چه پدي سره دتوليدمصرف کميږي.

٢_په سرمايه گذاري کى زياتوالي:درقابت په نه موجوديت کى رقابت کوونکى په تجارتي ا علاناتو باندي ډير کم مصرف کوي چه پدي سره يي گټه زياتيږي اونوي تصدي پرانيځي.چه دنووتصديوپه جوړيدوسره په هيوادکى سرمايه گذاري زياتيږي.

٣_په قيمتونوکى استحکام:په انحصارکى ديوشي قيمت په زيات ياکم فرق باندي قايم وي ځکه چى انحصارکوونکى دتقاضآکوونکى په مقابل کى دعرضى په مقدارکى تغيرات هم راولي چه ددي تغيراتوپه راوستلوسره دهيوادپه داخل کى دقيمتونو په ټيټوالي اوجگوالي کى کومک کوي.

٤_تجربه اوتحقيق:دمنحصرياانحصارکوونکى مالي وسايل ډيرزيات وي اوهغه دکاروبارلپاره دنوو طريقوپه پلي کولوسره دتحقيق اوتجروبي څخه کومک اخلي چه پدي ډول سره نوي اختراعات منځ ته راځي.

٥_دعامه گټولپاره مناسب والي:دعامه گټولپاره ځيني شيان اوخدمات د انحصارپه ډول راوړل کيږي چه نه ټولنيزمسايل پيداشي اونه ملکى منابع ضايع شي لکه پوسته خانه اوبه برق محکمه د انحصارپه ډول پيداکيږي که چيرته پدي شعبوکى رقابت پيداشي نوهره يوه تصدي به ځانته دبرق لينونه دريل پټلي غزوي چى په هرځاي کى به ددي شيانوجال خورشي اوپه ټولنيزژوند کى به ستونځي راپيدشي.

       دانحصارنواقص

١_دټولنيزپرمختگ مخنيوي.

انحصارکوونکى په عام ډول سره دشيانوعرضه کمه ساتي چى دهغي په نتيجه کى قيمتونه لوړيږي او انحصارکوونکى ډيره زياته گټه لاسته راوړي چى دهغي څخه ټولنيز اوسياسي مسايل رامنځته کيږي اودهيوادثبات دخطرسره مخامخ کيږي.

٢_ددولت متمرکزکيدل:دانحصارپه صورت کى ديوهيواددسرمايي زياته برخه ديوڅو انحصارکوونکوپه لاس کى پريوزي اودهغه هيواد زيات وگړي په غوربت کى ژوندکولوباندي مجبوريږي چه دهغي په واسطه اقتصادي اوسياسي مسايل پيداکيږي.

٣_دتوليددعواملوانتقال:د انحصارپه صورت کى دتوليدعوامل يوخاص نوعه اجناس اوخدمات توليدوي چه په هغي کى دتوليد دعواملوانتقال ميلان کميږي اوهغه په خپل کارکولوسره زيات نه يازياته معاوزه نشي اخستي نوهغه د انحصارکوونکى په ټاکل شوي معاوزه باندي اکتفاوي.

٤_دنووتصديودخاوندانونه تشويق کول.

په خپل اقتصادي قوت سره په بازارکى انحصارکوونکى دومره غالب وي چه چاته دهغوي سره په بازارکي درقابت کولو توان نه پيداکيږي څرنگه چي دنووتصديوخاوندان دخپل کاروبارپه شروع کولوسره په خپل ځان کى ددي توان نه لري چه دلويو تصدي سره رقابت وکړي بله داچه دنووتصديوخاوندان په بازار کى خپل ځانونه بي ملگري اوبي کومکه احسا سوي نودوي په دي باندي مجبوريږي چه دبازارڅخه تيخته وکړي اوبازارپريږدي.

٥_دنوواختراعاتوکموالي:په کامل رقابت کى دتصديوخاوندان يودبل څخه درقابتى گټودلاسته راوړلوپه خاطرنوي نوي اختراعات کوي چه په هغي باندي دسرمايي دپيداکولوپه خاطر نوي نوي ميتودونه منځته راوړي مگرپه انحصارکى دنوواختراعاتوامکانات وجونه لري.

٦_دمصرف کوونکواستحصال: انحصارکوونکى چى کوم جنس توليدوي اوبازاروته يي عرضه کوي نومصرف کوونکوته اجناس په لوړ قيمت واخلي برعلاوه انحصارکوونکى مصرف کوونکوته اجناس په لوړقيمت اوپه ټيټ کيفيت سره يي عرضه کوي چه پدي سره مصرف کوونکى داستحصال ښکارگرځى.

دانحصاردگټواوتاوانونودمقايسه کولو څخه داسي معلوميږي چى ددي تاوانونه تريوډيرحده پوري واضح اومعلوم دي خوگټي يي تريوه حده پوري دي ددي علت هم دادي چه انحصارکوونکى دعامه اوملي گټوپرځاي دخپلوشخصى گټولپاره کاروبارکوي اوپه خپلوکارگرانوانحصارکوي دنووتصديوخاوندانوته اجازه نه ورکوي چه مارکيټ ته داخل شي دنوواختراعاتواوکشيفاتوپرځاي دټول هيوادشتمني ځان ته جزبوي چه ددي پراساس ديوهيوادشتمني په غيري مساويانه ډول سره تقسميږي اوعام خلک په اکثريت ډول سره دغربت په ژوندکولوباندي مجبوريږي چه ددغوخوارواوغريبوخلکولاسونه دانحصارکوونکوپرگريوان پوري رسيږي چه پدي سره هيواد په سياسي اواقتصادي لحاظ سره وروسته پاتي کيږي نوددي گردجن حالت څخه دوتلولپاره په يوه سرمايه دارانه اقتصادي نيزام کى بايد ديوجنس دانحصارکوونکو پرمختگ ته اجازه ورنه کړل شي ددولت چارواکى اودجنس مصرف کوونکى بايددانحصارکوونکودکاروباردمخنيوي لپاره لاندي گامونه پورته کړي.

١_دمتبادل جنس لټه:لکه چي انحصارکوونکى دخپلي گټي په خاطر ديوجنس دقيمت لوړول وغواړي نودصرف کوونکودفروخت قوت کميږي نو پدي حالت کى درقابت کولوپه خاطرديوجنس متبادل جنس لټول پکاردي چه په انحصارکى خرڅيدونکى جنس ته تقاضآکمه شي اوقيمت يي پورته لاړنه شي.

٢_درقابت دحوصلي لوړول: انحصارکوونکى هميشه درقابت څخه ويره لري که چيرته انحصارکوونکى دخپل جوړشوي توليد قيمت په خپله خوښه لاسته راوړل وغواړي نودولت ته پکاردي چه دهغوتصديوخاوندانوحوصيله لوړه کړي چه په خپل صلاحيت سره دانحصارکوونکى رقابت وکړي شي اودغه تصدي وکړي شي چه په بازارکى دانحصاري تصديوسره په رقابت کى خپل اجناس په ټيټ قيمت سره وپلوري اوپه دي باندي وتوانيږي چه انحصاردتل لپاره دمنځه يوسي.

٣_دقيمت تعينول:دولت دانحصارپه صورت کى داجناسولپاره قيمت تعينولي شي چه پدي سره انحصارکوونکى دگټوتعين هم کيدي شي اودتعين شووقيمتونوڅخه دلوړقيمت لاسته راوړلوپه صورت کى ددولت له خوادقانوني چلند سره مخامخ کيږي چه پدي سره انحصارکوونکى دخپلي خوښي قيمت په لاس نشي راوړلي.

٤_دتقاضآشکل:دانحصارکوونکى په واسطه جوړشوي جنس ته تقاضآکه چيرته غيري ارتجاعي وي نوپدي سره ديوجنس قيمت لوړيږي اودزياتي گټي دلاسته راوړلوموقع پيداکيږي نوددي په خاطر يوجنس بايدزيات نه زيات ارتجاعي کړي شي چه پدي سره کيدي شي مصرف کوونکى دخپلي تقاضآمقدارپه خپله خوښه کمه کړي ياددي جنس يومناسب متبادل جنس بازارته عرضه شي اوياديوجنس تقاضآارتجاعي شي چه پدي سره دانحصارکوونکى قوت کميږي.

٥_دمصرف کوونکى ضدعامل:دانحصارڅخه دخلاصي په خاطرمصرف کوونکى په خپل منځ کى سره اتحادکولي شي اوهغه قيمتونه چه دانحصارپه اساس رامنځته شوي په خپرونوکى ددي خلاف خپل دناخوښي اظهاروکړي ددي ضرورت په وجه انحصارکوونکى مجبوريدلي شي چه خپل اجناس په مناسبوقيمتونوسره وپلوري.

٦_دولتي کړي:که چيرته کوم انحصارکوونکى دزياتي گټي په خاطرديوشي کيفيت کم کړي اوياپه بازارکى ديوجنس مصنوي کموالي پيداکړي نودولت دعامه گټولپاره خپله دولتي مشينتري راوړي اودانحصارکوونکودغه عمل دناکامي سره مخامه کيږي.

٧_منطقي انحصار:دپورتنيوکړنوبرسيره که چيرته انحصارکوونکى دولت اوعاموخلکوسره کومک نه کوي نودولت په مختلفوډولونو سره دغه انحصاري عمل په خپل لاس کى اخلي اوددغواداروشتون له منځه وړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دريم فصل

دانحصار اوبازاري ځواک په  مقابل کې د دولت سياست :

په واقعي نړۍ کې دکامل رقابت بازارونه په ټوله معنا وجودنه لري او تصدي يه مختلفو درجو بازاري قوت لري ، او س پو ښتنه داده چې ايا د تصديو  د بازاري قدرت درجه په کومه اندازه دملي منافعو په خلاف ده ؟

چې داهغه نقطه ده چې هر حکومت يا دولت چې بايد په بازار کې دمداخلې څخه دمخه په ځير سره و څيړې .

په پورتنۍ مطالبو ته په پام سره دانحصار د ګټې او توان په حقله نتيجه اخيستل کيږي چې د دولت هر ډول مداخله بايد د انحصار په صورت کې د لاندي دريو نقطو په نظر کې نيولو سره ترسره شي .

١ دانحصار منشاڅه ده؟

هغه انحصار چې دموثريت او نوښت نه رامنځ ته شوې وي او په يو صناعت کې دڅو لويو صناعتي شرکتونو تر منځ د تباني په اساس د رامنځ ته شوي انحصارسره يوشان برخورد وکړو .

٢ بازاري قدرت چې رامنځ ته شوى څه نتيجه يې ورکړې ؟

دبازاري قدرت نوع اندازه اوپه قيمت ( مصرف ) کيفيت ېي اغيز د مداخلې او برخورد انتخاب لپاره اصل ټاکي .

٣ په خپله د دولت مداخله د ټولنې لپاره څومره مصارف لري ؟

لکه څرنګه چې ليدل کيږي د دولت مداخله ځيني  وخت له انحصار څخه زيات لګښت دټولنې لپاره رامنځ ته کوي .

پورتنيوټکو ته په پام کې نيولو سره دولتونه (٦) عمده کړنلارې دانحصار په مقابل کې په کار اچولې شي .

١ ديوالي او تباني ممانعت :

ددغه قوانينو څخه د بازار ځينو خاصو اشکالو لکه د قميت  د تثبيت لپاره  دڅو شرکتونو توافق يا په خالص يا څو جانبه شکل سره ډير متمرکذ انحصار په مقابل کې کارول کيږي .

په افغانستان کې داساسي قانون له مخې ………………..

١ددې سره سره ځيني صناعت کاران او تجاران شته چې ښه معملات نه کوي او په خپلو معملاتو بخل کوي او غواړي چې د احتکار له لارې په بازار باندې حاکميت ولري ، چې دغه ډول اعمال بيا دملي ګټو په زيان تماميږي ،چې دغه عمل د حکومت کمزوري ښايې .

احتکار چې اسلام مقدس دين له هغه څخه ممانعت کړى . حضرت محمد (ص) …………….

٢ تشويق رقابت  :

هر چيرې چې ممکن وي کيدالې شي چې دغه سياست د غيرې رقابتي فعاليتونو منفي اغيزې راکمې کړي .

د مثال په ډول ، دلويو شرکتونو په مقابل کې وړو کارخانو ته دقانون له لارې درقابت ضمينه برابرول .

٣ دمقرارتو وضع کول اونظارات :

چې په دې سره خاصې تصدئ د ورود، خورج ، محصول او قيمت له مخې تر نظارت لاندې نيول کيږي .

دغه رويش دولت ته دا قدرت ورکوي چې پرته له دې چې خپله دتصدئ مالک وي د هغوي فعاليتونه رهنمايې کړي ،چې داډول په طبعې انحصار کې ډير استعماليږي .

٤تملک دولتي (دولتي ملکيت)

دقانون له مخې ځينې طبعې انحصارات دولت په خپله ولکه کې اخلي ، البته په هغه صورت کې چې د ټولنې په ضرر تمام شي .

ولې په اوس وختونو د دولتي ملکيت زيانونه را برسيره شوي او  په اکثره هيوادونو کې دولتي ملکيت په دولتي نظارت بدل شوي وي ، دلته بايد ذکر شي چې يوازې خصوصي کيدنه دردنه دوا کوي بلکې دولتي نظارت بايد ډير تقويه شي .

٥ قيمت ټاکنه او څارنه :

دا هغه لاره ده چې دجنګ پر مهال په ټولو هيوادونو کې استعماليږي ،او ځيني وخت دانحصار دکموالي لپاره ترې کار اخيستل کيږي .

ولې دغه سياست په دوام دار ډول بياپه اقتصاد باندې تخريبي اثرات لرلى شي .

٦ماليات :

داهم دانحصارګر د ناروا عوايدو د کموالي لپاره کارول کيږي .

دولتي انحصار :

هغه انحصاري تصدئ چې د دولت په لاس اداره کيږي دخصوصي تصديو دمراکبت لپاره يوه لاره ده .

ملي شوي انحصاري تصدئ په واقعيت کې څه ډول عمل کوي ؟

څرنګه چې دولتي  تصديو تصميم نيونکي او مشران هم دسياسي او اقتصادي عواملو اوشرايطو تثير لادې راځي ، نو دغې مسلې د دولتي تصديو خواته داقتصاد پوهانو توجه اړولې ده .

په نظري ډول د دغې مسلې حل اسان دى ، ځکه دولتي ملي شوي شرکتونه ‌بايد :

اليف  : دموثريت سره عمل وکړي

ب: دشکل تشريح ٧ فصل ٧شکل

دلته بايد شکل ذکر شي

ولې ددې تحليل فرضي } اليف او ب {  و اقع بينا نه دي ؟

دلته د اراې ستونزو يوه انګيزه موجوده ده ځکه دلته ديو ډول بې اعتنايې موجوده وي او شخصي منافع د تصدئ په مصارفو تر لاسه کيږي .

 پروفيسور کالبرايټ او نور معتقدي دي چې په دې حالت کې مدېران يا اداره کوونکي زياته ازادي لري ، چې خپل اهداف تر لاسه کړي ، پرته له دې  چې دتصدئ مالک پرې خبرتياولري او په ملي شرکتونو کې دناسازمانې او بې خبرتيا حاکمه وي .

که دولتي شرکتونه ښه عمل وکړي هيڅ سهم لرونکى به دخپل ثروت په زياتولوقادر نه شي ، ځکه هغوي د خپل حد دترلاسه کولو ضعيف موقف لري ، او هغه پراګنده سهم لرونکي چې نه د مراقبت انګيزه لري اونه لازم اطلاعات نه شي کولى چې دشرکت يا تصدئ مدير ته دهغه فعاليت په ارتباط څه مداخله وکړي

يو بل جريان هم شته هغه دا چې په دولتي تصديو کې ځيني مديران ، کارکوونکي او متخصيصان ديو خاص ګروپي او ډلې نظريات لري اودوي يو شان ګروهي تمايلات لري ، خصوصاُ هغه وخت چې دوې يو شان سياسي نظريات مثلاً ( اتحاديه ) چې په دې ځاى کې لاندې ستونزې رامنځ ته کيږي

١ ايا مز او دکار شرايط به لوړ شي .

٢ اياراحت او دفترونه ، دکارساتونو راکميدل ، او کارکوونکو ته اضافه ګټه ورکول کيږي ؟

٣ ايا مهم پوستونه   په خپلوانو (دوستانو ) همفکرانو  وسپارل شي ؟

٤. ايا مديران به اضافي کارکوونکي له دندې ګوښه کړي (خصوصاً دانتخاباتو په مهال) چې په دې ټولو مواردو کې  ديوې ډلې خلکو تمايلات دتصدى دتوليد او مصرف سره په ټکر کې وي  .

اقتصادي نظريات وايي چې  مدني ټولنو کې  په پورتنيو مواردو کې چې انسان دزيات حد غوښتونکى وي  دخاصو ډلو اوګروپونو  منافع زياتې حاکمې وي  سره ددې چې زيات مصارف هم ايجاد شي .

نو کولاى شو چې ووايي  چې عامه تصدى  دانحصاري قدرت څخه دماليه ورکوونکو اومصرفوونکو دمنافعو لپاره نه بلکې ديوې چادرۍ  (پوښ ) په شکل  دخپلې ناکارايۍ او شخصي او ياسياسي ګټو دخوندې کولو لپاره دولتي تصدى او سازمانونه په کار اچوي .

دولت بايد دطبعي انحصار دمخنيوي لپاره څه وکړي ؟

کله چې دپس انداز مقياس زيات اهميت پيداکړي  د طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار مطابق بنديز  دټولنې په ضرر تماميږي  .  په دې وخت کې حکومت  دپنځو اقداماتو څخه کار اخېستلى شي  .

١. اجازه  ورکړل شي  چې طبعي انحصار يا نيمه طبعي انحصار په ازادانه ډول په کار واچول شي .  چې داکار پرمصرف کوونکي باندې  داجناسو قيمتونه لوړوي .

٢. په انحصار ګر باندې  دځينو مقرراتو وضع کول  .

٣. دصنايعو دولتي کول  ،  چې په اخره کې  دولتي انحصار دخصوصي انحصار ځاى نيسي .

٤. دطبعي انحصار ادارې سره کوم تړون کول  .

٥. درقابت او سيالۍ څخه ملاتړ کول

چې پورتنۍ  پنځه حالتونه هريو جلا جلا تشريح کوو

١. په انحصار کوونکو باندې دځينو مقرراتو وضع کول ( ددولتي نرخونو تائيد)

دولت  کولى  شي دځينو مقرراتو په وضع کولو سره  نرخونه کنترول او انحصار کوونکي دقيمتونو راټيټولو ته اړ کړي  .  په ټيټو قيمتونوکې تر دولتي قيمت پورې  انحصار کوونکي زياته اندازه  توليد کولى شي  .

٧-٧  شکل ددې  ښودنه کوي  چې دولتي قيمت  څرنګه  دمنابعو څخه  دزياتې بهرې يا ګټې  اخېستنې سبب ګرځي . 

انحصار کوونکي د P   په قيمت کې د Q   په اندازه باندې توليد کوي  ،  چې په دې صورت کېMC  =  MR  خو مشتريان  اضافي واحدونه   دمصارفو له مقدار څخه په زيات ارزښت ټاکي  (    D منحني  د MC څخه  لوړه ده  )

دمصرف کوونکو او توليد کوونکو څخه ملاتړ  اودقيمتونو دوضع کولو اداره  څرنګه کولى شي چې په انحصاري حالت کې ښه والى راولي  ، چې دغه کار په دوه طريقو سره امکان لري

١. دمتوسط مصرف دقيمت ټاکنه :

که انحصار کوونکى مجبور شي  ديو قيمت لپاره اجرا شوى کار پيدا او دهغې له مخې قيمت ترتيب کړي .

٢.  دمصرف انتقال :

دمراقبت لاندې دتصديو امکان همېشه ددې انتظار لري چې دسرمايې دبېرته راګرځېدلو اوږد مهاله نرخ ثابتوي  .

صرف نظر له دې څخه چې  يوه غوره رهبري  دمصارفو اندازه راکمه يا يوه  کمزورى اداره  دمصارفو دزياتيدو سبب شي .

که مصارف راکم شي  د ( دسرمايې د عادلانه بېرته راګرځيدنې  )  دقانون له مخې  چې دمسول سازمان له خوا عملي کيږي  دقيمت دښکته کېدو سبب ګرځي .   که  مصارف لوړ شي دهماغه قانون په اساس دقيمت دلوړولو اجازه ورکوي  .  نو په دې اساس  ددغې تصدى مالک نظر يوازې ازادى تصدى ته  دقيمت دمراقبت کمه اندازه لري . په دې حالت کې مديريان  دشخصي اهدافو لپاره خلاص لاس لري   ، تجميلي شيانو ته ترجيع ورکوي  ، دخپلو دوستانو لپاره  ښې بوختياوې پيداکوي  او بالاخره هغه تصاميم نيسي چې دمصارفو دلوړيدو سبب ګرځي  . ترهغه ځايه چې په دې معنى ده چې مشتريان ديوشي څخه دمخ اړولو لپاره متبادل نه لري  او مديران دخپلې ادارې بې کفايتي پړه  په هغوى وراچوي  .

دتصديو خاوندان  معمولاً  داصراف او زياتو مصارفو څارنه کوي ، ولې څرنګه دسرمايې دبېرته راګرځيدلو نرخ څارل ددولت په غاړه ده  ، نو دوى  له عادي حالت څخه  کمه پاملرنه ورته کوي  ،  چې دهماغه د(X)  ناکارائي  ده چې  مخکې ورباندې بحث وشو .

د٧-٨ شکل  دمديريت  ناکاره امد ښيئ  که دتصدى مصرف  په دقيق ډول وليدل شي نو  مجموعي متوسط لګښت به  AC1  وي  .  ولې   د ادارې دناکارائۍ په اساس دغه لګښت AC2  ته انتقال مومي .

دڅارنې  لپاره ټاکل شوى  دولتي  سازمان دسرمايې دحداقل دبېرته راګرځېدنې دتضمين لپاره چې عادلانه تلقي کيږي ، نو قيمت د P1 څخه P2  ته لوړيږي  او داهم ممکنه ده چې داقيمت (P2) له مخکې څخه ټاکل شوى وي  ، ځکه مصارف هم AC2  ته رسيدلي .

دانفلاسيون يا تورم اثرات

دبېرته  راګرځېدنې په نرخ باندې مقررات په انفلاسيوني دور کې  دزياتو مشکلاتو سبب ګرځي ،  کله چې دکارګر ، سون موادو  او نورو کاليو قيمتونه لوړ شي ، نو دڅارنې لاندې تصدى  دکاليو او خدماتو تمام شوي مصارف لوړيږي .

دبېرته راګرځېدو نرخ هر کال دتير کال دعملکرد په اساس ټاکل کيږي  او په انفلاسيوني شرايطو کې دغه ډول نرخ سره تصدي نشي کولى چې خپل مورد نظر عايد ترلاسه کړي  البته که دبېرته راګرځېدو نرخ  دمصارفو دنرخ څخه ټيټ وي  نو د راتلونکې کال په دوران کې به دقيمت دلوړيدو لپاره لاره  خلاصه شي او  که انفلاسيوني حالت ادامه پيداکړي نو دبېرته راګرځېدو نرخ به دمتعارف نرخ لاندې پاتې شي .

په نتيجه  کې دنظر لاندې  تصدى دسرمايې په بازار کې دمالي منابعو دتامين لپاره دمشکلاتو سره مخامخ کيږي  . مثلاً  که دبېرته راګرځېدنې متعارف نرخ  دولس فيصده وي  نو څوک چې  په هغه تصدى کې  نهه فيصده حاصل  لري  سرمايه ګذاري به وکړي .

٤. کفايتي مقررات  :

دکيفيت په نسبت دقيمت څارنه  ډيره اسانه ده  ، دنظارت لاندې تصدى چې دقيمتونو لوړيدلو ته متاميل دي  دهغه روشونو څخه ګټه اخلي  چې مصارف راکموي  نو کولى شي په کفيت تاثير وغورځوي  . دمثال په ډول  دتيلفوني خدماتو په برخه کې دمکالماتو دانتقال سرعت  داړيکو دټينګولو سرعت  په ليکو کې ازدحام  …. هريو دکيفيت په تعريف کې شامل دى  او هريو يې جلا جلا رول لري  چې دغه برخې يې ډيرې سختۍ سره ترڅارنې لاندې راځي .

ديو دولتي مسول سازمان لپاره دا به ډيره ستونزمنه وي چې دڅارنې لاندې وي  . دمقرراتو څخه دتېښتې په خاطر  له دې برخې څخه ګټه اخلي .

٥. دخاصو تمايلاتو اثار : 

تراوسه  مو  دموثرې څارنې لپاره  ديو مسول سازمان مشکلات په عملي ډګر کې وڅېړل  . اقتصادي او سياسي خاص ګروپونه  چې اړونده مقامات چې په زياتې ناکارائى پورې نه ګرځي  ، نوموړې تصدى غواړى چې  دمقرراتو  پلى کوونکي صميمي او معقول خلک وي او ددې لپاره حاضر دى چې  دسياسي او اقتصادي منابعو څخه هم ګټه واخلي  چې داکار په تصميم نيولو باندې دتاثير لپاره صورت نيسي  . دمصرف کوونکو لپاره وضعيت څرنګه ده؟

ايا هغه پلى کوونکى سازمان پيژندنې دمصرف کوونکو ګټې په پراخه کچه پراګنده او غيرى سازمان يافته دي  او ددې انتظار  نه کيږي چې عادي مصرف کوونکي وخت  ، منابع ، لايحه اوسياسي حمايت  ددې لپاره استعمال کړي  ترڅو په طبعي انحصاري قيمت باندې دناظر سازمانونو عملکرد تحقق پيداکړي .

دڅارنې لاندې تصدى په دې اړه  ډير معلومات هم لري  او په برخه کې پانګونه هم کوي  اګرکه دڅارنې دسازمان اوليه محرک کيدى شي دمصرف کوونکو دمنافعو ساتنه او تخصصي کاريايي واوسي  .

په امريکا کې يو تحقيق ښيى چې په  ١٩٨٨ کال کې  داقتصاد په بېلابېلو برخوکې دمقرراتو دوضع کولو څخه پنځه ديرش  ميليارده  ډالر  خالص زيان رامنځته شوى  يعنى دټولنيزې ګټې څخه زيان زيات وو  .  ولې دعايد عادلانه ويش په برخه کې  ١٩١ ميليارده ډالر ځاى په ځاى شوي  ول  . که چېرې هدف همدا دعايد ځاى په ځاى کول وو او په مطلوب شکل ترسره شوي وې  نو بيا دمقرراتو وضع کول   ددفاع وړ دي   ولې دکارائى له نظره  دا وضعيت دپام وړ  دى  .

ــــــــــــــــــــــ