د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي

د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي :

په نړۍ کې هيڅ هيواد نشته چه هغه دې په ټوله مانا په ځان متکي وي او خپلې ټولې اړتياوې د په خپله رفع کړي نو پدې ډول د خپلو ضرورتونو د رفع کولو په خاطر د نورو هيوادونو سره سوداګري کوي ترڅو خپلې اړتياوې رفع کړي نو د همدې علت په اساس هيوادونه ددې لپاره چه مالي او سياسي ګټې ترلاسه کړي نو د مختلفو وسايلو په مرسته غواړي تر څو بهرنۍ سوداګري تر خپل اغېز لاندې راولي چه د يو هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ څخه عبارت دى .

د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ تعريف :

د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي د اقتصادي پاليسي هغه برخې څخه عبارت دى چه د نړيوال سوداګرۍ پورې مربوطو فيصلو ، عملي اقداماتو او وسايلو سره اړيکه لري .مثلاً د يو هيواد صادرات او واردات بايد څرنګه او څه شى اوسي ؟ په هغې د دولتي شعبې کنترول وجود ولري او کنه ؟ اشياء مصرفي اوسي او سرمايوي ؟ صادرات ازادانه شکل ولري او که پابند؟ او داسې نور .

د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ برخې :

د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي په لاندې برخو ويشل کيږي :

الف : صادراتي او وارداتي پاليسي  ( Export and Import policy )

ب    : اسعاري پاليسي (  Foreign exchange policy )

ج     : تعرفې پاليسي (  Tariff policy )

د      : د خپل بازار ساتلو پاليسي

هـ     : په خپل ځان د متکي کيدو پاليسي .

 

الف : صادراتي او وارداتي پاليسي (Export and Import policy )

د صادراتو او وارداتو په برخه کې مشخص تدابير او د هغې د عملي کولو لپاره مناسب امکانات په بر کې نيسي .

ب  :  اسعاري پاليسي (  Foreign exchange policy )

د پيسو د تبادلې په نرخ کې د ثبات لپاره تدابير په برکې نيسي .

ج     : تعرفې پاليسي (  Tariff policy )

په وارداتو او صادراتو باندې د ټکسونو د وضع کولو سيستم او لارې چارې څرګندوي .

پورته ذکر شوې پاليسۍ په لاندې ډول سره واضح کولاى شو :

الف : صادراتي او وارداتي پاليسي (Export and Import policy )

نوموړې پاليسي د صادراتو او وارداتو په اړوند عملي کيږي پدې معنى چه کوم اجناس بايد صادر شي او کوم اجناس وارد شي همدارنګه د اجناسو د صادرولو او واردولو لپاره معيار ، نوعيت ، اندازه او نور تعينېږي . لکه هغه خام مواد چه په داخل کې د اجناسو په توليد کې استعاليږي په هغوى باندې لوړ محصول وضع شي تر څو بهر ته ئې د صادريدو څخه مخنيوى وشي او همدارنګه هغه خام مواد چه د خارج څخه واردېږي او په داخل کې ترينه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي بايد په هغوى    ټکس معاف شي تر څو د جنس تمام شد قيمت په کموالي کې مرسته وکړي او پدې ډول سره توليد شوى جنس په بهر کې د نورو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړى شي .

چه پدې ډول سره له يوې خوا د داخلي توليداتو څخه ملاتړ صورت نيسي چه ورسره په د استخدام سطح لوړه وي ، د خلکو عايدات به زيات وي . او له بلې خوا څخه به د هيواد د صادراتو اندازه  لوړه شي چه ورسره به د هيواد د تادياتو په توازن کې بهتروالى راشي .

ب  :  اسعاري پاليسي (  Foreign exchange policy )

نوموړې پاليسي ددې لپاره عملي کيږي تر څو د صادراتو اندازه زياته شي چه د صادراتو په زياتيدو سره د پيسو په نرخ کې استحکام رامنځ ته کيږي . ځکه کله چه د يو هيواد د صادراتو اندازه لوړه وي نو هغه هيوادونه چې د نوموړي هيواد څخه اجناس واردوي مجبور دي چه خپل پولي واحدونه د صادرونکي هيواد په پولي واحد تبديل کړي او پدې ډول سره به د صادرونکي هيواد پيسو ته تقاضا زياته شي او د صادرونکي هيواد د پيسو په نرخ کې ثبات رامنځ ته شي .

ج     : تعرفې پاليسي (  Tariff policy )

کله چه په وارداتي اجناسو لوړه ګمرکي تعرفه وضع شي نو د وارداتي  جنس قيمت ورسره لوړيږي او بالاخره کيداى شي چه د هيواد په داخل کې د توليد شوي جنس څخه ئې قيمت لوړ   شي .

چون پدې ډول سره د داخلي توليد څخه ملاتړ کيږي نو حکومت په صادراتي اجناسو بغېر له هغو خامو موادو څخه چه د هيواد په داخل کې په توليد کې ترينه استفاده کيږي تعرفې نه وضع کوي ترڅو د هيواد د صادراتو اندازه زياته شي .

د تعرفې وضع کول لاندې اثرات رامنځ ته کوي :

١  :  د وارداتو عوضي اجناسو توليد : کله چه د تعرفې په وضع کولو سره د وارداتي جنس قيمت لوړ شي نو په داخل د هيواد کې د عوضي اجناس توليد پېل کيږي .

٢  :  حمايوي اثر : د تعرفې د وضع کولو څخه وروسته داخل مؤلدين ددې قابليت پيدا کوي تر څو خپل توليد زيات کړي .

٣  :  د مصرف د استعمال اثر : د تعرفې له وضع کولو سره د وارداتي جنس قيمت لوړيږي چه ورسره ئې په استعمال کې کموالى راځي او بالمقابل په داخل کې د عوضي اجناسو په استعمال کې زياتوالى راځي .

٤  :  د عايد او وزګارتيا اثر : د تعرفې په وضع کولو سره په هيواد کې کاروبار زياتيږي . څومره چه ملي صنعت تقويه کيږي ورسره د وارداتي اجناسو عوضي اجناس په داخل کې توليديږي چه د عايد او کاروبار  په برخه کې د زياتوالي سبب ګرځي .

٥  :  د پرداختونو توازن : د تعرفو په وضع کولو سره د وارداتو اندازه کميږي . او په داخل کې د توليد اندازه  زياتيږي چه د وارداتو په کموالي سره د خارجي پرداختونو په اندازه کې کموالى راځي .

بايد ذکر شي چه دا ټول عملونه هغه وخت ممکن دي چه مقابل لورى ( هيواد) ځوابي اقدام ونکړي .

د :  د خپل بازار د ساتلو کړنلاره :

ددې پاليسۍ څخه د نړۍ ټول هيوادونه تر زياته حده پورې ګټه پورته کوي ترڅو د خپل بازار د ساتلو لپاره هر اړخيزه پلانونه پيش بيني کړي . د خپلو صادراتو سطح لوړه بيايي . او کوښښ کوي تر څو د وارداتو اندازه کمه کړي .

ددې موخې په منظور حکومت د خپل اداري نظام څخه ګټه پورته کوي او داسې خنډونه د وارداتي مالونو په مقابل کې پيدا کوي تر څو وکولاى شي چه د داخلي اموالو په مقابل کې سيالي وکړي . او هغه اصول چه حکومت يې د داخلي بازار د ساتلو لپاره په وارداتي اموالو وضع کوي عبارت دي له :

ګمرکي محصول لوړوالى ، د مال د کميت محدوديت ، په خارجي اسعارو محدوديت او داسې نور .

د نوموړو محدوديتونو په ذريعه حکومتونه غواړي تر څو زياته اقتصادي ګټه تر لاسه کړي .

هـ  :  په خپل ځان د متکي کيدو پاليسي : دا پاليسي په ( ١٩٥٠ ) کال کې يو شمېر هيوادونو د خپل اقتصاد لپاره غوړه کړه . ددې پاليسۍ موخه دا وه چه خپل اقتصاد د نورو هيوادونو څخه بېل او خپلې ټولې اړتياوې په خپله رفع کړي .

دا پاليسي پدې ډول عملي کيده چه چه حکومت خپل سرحدونه د وارداتي اموالو په مقابل کې تړلي وساتي . چه دا ډول پاليسي د ټولو هيوادونو په پرتله په سوسيالستي هيوادونو کې زياته وه چه اوس مهال په شمالي کوريا کې عملي بڼه لري .

خو لکه څنګه چې پوهېږو په نړۍ کې هيڅ يو هيواد نشي کولاى چه په يوازېتوب سره خپلې ټولې طبعي او توليدي سرچېنې پوره کړي نو په خپل ځان د متکي کېدو پاليسي خپله اقتصادي کمزورتيا ده .دا ځکه چې دغه ډول پاليسۍ خپلونکو هيوادونو نه يوازې دا چې خپل ځان يې په محدوده ساحه کې راګير کړى بلکه د نړۍ نور هيوادونه يې هم د ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي .

د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ موخې :

١ : د صادراتو زياتوالى : د وروسته پاتې هيوادونو د صادراتو اندازه اکثره وخت د وارداتو په نسبت کمه اوسي او په نتېجه کې د تادياتو په توازن کې نقصان رامنځ ته کيږي . پدې هيوادونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ اساسي موخه ددې نقصان رفع کول دي .

٢  :  د صادراتو د ډولونو زياتوالى : د نقصان د رفع کولو په خاطر پوازې د صادرات زياتوالى کافي ندى بلکه د صادراتو ډولونه بايد  زيات شي او همدارنګه په صادراتو کې بايد د صنعتي اجناسو سهم زيات شي ، د هغوى معيار لوړ شي ، نوي بازارونه ولټول شي چه پدې برخه کې صادرونکي کومک ته اړتيا لري نو د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي بايد داسې عياره شي چه د صادرونکو سره د مرستې او سهولت د رامنځ ته کيدو سبب وګرزي . او صادرونکو ته په کم سود سره قرضونه اماده شي چه په نتېجه کې د مقدار ، معيار او کيفيت په ساحو کې بهتروالى رامنځ ته کيږي .

٣  :  د نوو زيږيدلو صنعتونو څخه حمايت  : د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ يوه عمده موخه د نوو رامنځ ته شوو صنعتونو حمايت دى .

څرنګه چې په وروسته پاتې هيوادونو کې صنعت ترقي نده کړې او د پرمختللو هيوادونو سره سيالي نشي کولاى ، که د پرمختللو هيوادونو څخه د صنعتي اجناسو واردات په عادي توګه ادامه ولري نو د پرمختيايي هيوادونو صنعتي پرمختګ د ستونزو سره مخامخ کوي . پداسې حالتونو کې د سوداګرۍ د پاليسۍ په اساس په وارداتي اجناسو لوړ ټکسونه وضع شي او ددې ترڅنګ په داخل کې هغه مؤلدين چې د وارداتو عوضي اجناس توليدوي تشويق شي او هغوى ته په کم سود سره قرضونه اماده شي . د ټکسونو په زياتوالي سره له يوې خوا د وارداتو اندازه کميږي او له بلې خوا د وارداتو عوضي اجناس په داخل کې توليديږي چه د ملي توليداتو د تقويې په نتېجه کې د تادياتو په توازن کې بهتروالى راځي چه په هيواد کې د پانګې اچونې عمل زيات او د کاروبار ساحه ورسره پراخيږي او هيواد په اقتصادي لحاظ په پښو دريږي .

٤  :  د صادراتو او وارداتو د نسبت زياتوالى : د صادراتو او وارداتو ترمنځ نسبت يا مقايسې ته د تجارت نسبت ويل کېږي . که د صادراتو او وارداتو نسبت مساوي وي نو تعادل دى .د صادراتو د ارزش زياتوالى د صادرونکي هيواد په ګټه او کموالى يې د صادرونکي هيواد په تاوان دى .

تجارتي پاليسي بايد داسې ترتيب شي چه د هغې له مخې هغه اجناس چه په نړيوال بازار کې لوړ قيمت  ولري صادر شي ، د زراعتي اجناسو په ځاى د صنعتي اجناسو سهم په صادراتو کې زيات شي، همدارنګه د زراعتي موادو ذخاير ايجاد شي تر څو د زراعتي اجناسو په نرخونو کې د زياتوالي سره مجادله وکړاى شي . د ضروري خامو موادو او صنعتي اجناسو توليد بايد په داخل د هيواد کې صورت ونيسي چه پدې ترتيب سره د صادراتو او وارداتو په نسبت کې ښه والى رامنځ ته کيږي .

٥  :  د پيسو په داخلي او خارجي قيمتونو کې استحکام : کوم هيواد چې د تادياتو په برخه کې د نقصان سره مخامخ شي د هغوى د پيسو په خارجي قيمت کې کموالى راځي او په هيواد کې د ننه د پيسو ارزښت راټيټيږي . تجارتي پاليسي بايد داسې عياره شي چې د ملي پيسو قيمت په داخل او خارج کي ثبات پيدا کړي ، په خارجي اسعارو تبادله بايد کنترول شي او د ټاکلي نظام لاندې بايد صورت ونيسي په وارداتو لوړ ټکسونه وضع شي او همدارنګه د وارداتو په برخه کې د معياري محدوديت څخه استفاده وشي . چه پدې سره د سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته کيداى شي چه د پيسو په داخلي او خارجي ارزښت کې ثبات رامنځ ته شي .

٦  :  سوداګريزې اړيکې : د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته د نړۍ د مختلفو هيوادونو سره سوداګريزې اړيکې رامنځ ته او پراخيږي . مختلفو هيوادونو ته د نمايندګانو ليږل ، په سوداګريزو نندارتونونو کې برخه اخيستل د يو هيواد د صادراتو د زياتوالي او د مصنوعاتو د بهتروالي سره مرسته کوي .

د يورتنيو تشريحاتو څخه نتېجه اخيستل کيږي چه يو هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته خپل صادرات او واردات ، د پيسو تبادله او د هغې نرخ ، وارداتي او صادراتي ټکسونه ، صادراتي اعانې او د معياري سيستم مروجول او نور ټول هغه تدابير دي چې د هغې په مرسته د هيواد د اقتصادي حالت د استحکام او د تادياتو د توازن او ښه والي سبب ګرزي .

 

د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ د عملي کولو وسايل :

١  :  تعرفه  : تعرفه اکثره وخت په وارداتي اجناسو باندې وضع کيږي او په صادراتي اجناسو باندې ډېره مروجه ندى . تعرفه د وارداتي اموالو قيمت لوړوي چه د قيمت په لوړيدو سره مصرفونکي د نوموړي جنس لپاره خپله تقاضا کموي او خپله تقاضا هغه اجناسو ته چې په داخل کې توليد شوي وي زياتوي يا راګرځوي .

د تعرفې د وضع کولو موخې :

الف : خارج سره د سيالۍ په خاطر د داخلي توليدونکو لپاره امکانات برابرول .

ب   : د خارجي ارزانه کارګرې قوې په مقابل کې د داخلي کارګرې قوې څخه استفاده کول .

ج   : د بې کارۍ د له منځه وړلو په خاطر د ملي توليداتو پراختيا .

د   : د خارجي اجناسو د قيمتونو د لوړوالي په صورت کې  داخلي توليدونکو څخه حمايت. 

٢  :  وارداتي معيار : د وارداتو د معيار څخه موخه داده چه حکومت د يو جنس واردولو لپاره حد ټاکي چې د کال په جريان کې بايد په کومه اندازه وارد شي .

د وارداتي معيار ډولونه :

الف : معياري تعرفې ( Tariff Quota ): د معياري تعرفو په اساس يو معلوم مقدار جنس په لږ ټکس سره وارديدلاى شي او که د ټاکل شوي مقدار څخه د جنس اندازه زياته شي نو ټکسونه هم پرې لوړوي .

ب  : يو طرفه معيار : يو هيواد يوازې په خاصو شرايطو کې د يو وارديدونکي جنس لپاره حد ټاکي او په ټاکل شوي مقدار سره نوموړى جنس وارديدلاى شي .

ج  : دوه طرفه معيار : د وارداتو او صادراتو يو خاص معيار دى . يا په بله عبارت د صادرونکي او واردونکي ترمنځ فيصله صورت نيسي چه څومره جنس صادر او څومره وارد شي .

د  :  وارداتي لايسنس : ددې سيستم لاندې د واردونکي لپاره د وارداتو د مقدار لايسنس حاصلول په کار دي . چه د دغه لايسنس واردونکي ته خارجي اسعار جريان پيدا کوي او د هغې په مرسته اموال واردولاى شي .

د وارداتي معيار ښه والى :

وارداتي معيار د لاندې دلايلو په اساس ګټور ثابتيږي البته د تعرفې په پرتله :

الف : ددې سيستم په مرسته حکومت په اسانۍ سره په وارداتو باندې کنترول کولاى شي .

ب   : که يو صنعت نوى وي او حمايت ته ضرورت ولري ولې د سياسي علتونو له امله په وارداتو تعرفې نشي زياتيدلاى نو په دې صورت کې وارداتي معيار ګټور ثابتيږي .

٣  :  امتيازي قيمت  ( Dumping )  : کله چې يو هيواد يو جنس د خپل داخلي بازار څخه په ټيټ نرخ سره نړيوال بازار ته وړاندې کړي نو دې ته امتيازي قيمت ويل کيږي  .

٤  : سبسايدي ( Subsidy ) : سبسايدي عبارت له يو مقدار پيسو څخه دى چې حکومت يې د خپلې خزانې او يا کومې بلې مرجع څخه صادراتي کمپنيو ته د معين مقدار صادراتي اموالو په مقابل کې ورکوي .

او يا په بل عبارت : د افرادو او خصوصي صنايعو سره د دولت مستقيمه او غېر مستقيمه مرسته د هغوى د اقتصادي رونق او رفاه په خاطر عبارت د سبسايدي څخه دى .

د سبسايدي د ورکولو څخه د حکومت موخه دا وي تر څو صادرونکې کمپنۍ په اساني سره وکولاى شي چه په بهرنيو هيوادونو کې د نورو هيوادونو سره په خرڅلاو کې سيالي وکړاى شي . سبسايدي اکثره وخت هغو کمپنيو ته ورکول کيږي چې د دوى لپاره په صادراتو کې کومه ګټه نه وي او يا هم لږه ګټه موجوده وي .

سبسايدي مرستې عبارت دي له :

الف : د يوه اندازه لګښتونو بېرته ورکول .

ب    : د خامو او پخو موادو په وړلو او راوړلو کې خاصې حقوقي صادراتي کمپنۍ ته مرسته ورکول .

ج     : صادراتي کمپنيو ته په مالياتو کې مراعات کول .

د     : صادراتي کمپنيو ته په وارداتو کې د ګمرکي محصول واپس کول .

هغه سبسايدي ګانې چه د صادراتو د تشويق لپاره ورکول کيږي موخه يې د تادياتو د بيلانس د توازن برابرول دي .

٥  :  مالي او اداري محدوديت : مالي او اداري محدوديت يوه بله وسيله ده چه واردونکى هيواد د وارداتي جنس لپاره ډول ډول معيارونه ټاکي چې دا ډول معيارونه د حکومت بيلا بيلې ادارې جوړوي لکه د عامې روغتيا وزارت ، د زراعت وزارت او نور .

په عمومي ډول سره دغه معيارونه د وارداتي اموالو په وړاندې په دوه برخو ويشل کيږي :

الف :  صنعتي نورمونه او معيارونه :

ب    :  زراعتي نورمونه او معيارونه :

الف :   صنعي نورمونه او معيارونه : صنعتي نورمونه او معيارونه ددې لپاره ټاکل کيږي چه په هيواد کې خپل وګړي د صنعت له خطر څخه وساتي . لکه   کيمياوي خطرناک مواد او وسايل او د ماشومانو د لوبو ځينې سامان آلات او داسې نور .

ب    :  زراعتي نورمونه او معيارونه : دا ډول نورمونه په لاندې مالونو  وضع کيږي :

لکه زراعتي مالونه ، خوراکي مالونه او نور .

پورته ذکر شوي نورمونه واردات کموي او نه پريږدي چه په اسانۍ سره نورم لرونکي هيواد ته داخل شي .

٦  :  د حکومت لخوا د ځينې خطرونو په غاړه اخيستل : په ځينې وختونو کې حکومت هرې هغه کمپنۍ ته چې په ګوته شوي ځاى کې پانګه اچونه وکړي نو حکومت يې ضمانت په غاړه اخلي چې پدې ډول سره د دولت غاړه اېښودل هر ډول سياسي ، تجارتي او د اسعارو د نرخ تغير خطر ته ددې باعث کيږي چه تجارتي کمپنۍ د داخلي بازار په ځاى بهرني بازار ته مخه وکړي . همدارنګه د حکومت لخوا د پيسو د نرخ ټاکل د اسعارو په مقابل کې ددې سبب ګرځي تر څو دولت خپل صادرات د کميت او کيفيت له نظره منظم کړي .

٧  :  Anti Dumping  : د ګمرکي محصول يو ډول دى چې ددې ډول ګمرکي محصول څخه د اخيستونکي هيواد موخه دا وي کله مقابل لورى ( هيواد ) د خپل جنس قيمت ارزانه کړي او واردونکى هيواد د وېرې څه چه د خپل توليد شوي جنس قيمت يې لوړ دى په وارديدونکي مال لوړ ګمرکي محصول وضع کوي تر څو وارد شوى مالونه د داخلي توليد څخه په لوړ قيمت تمام شي او رقابت ورسره ونشي کولاى  . يعنې Anti Dumping  ګمرکي محصول د Dumping ضد عمل دى .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په پرمختيايي هيوادونو کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ ګټورتوب :

لکه څنګه چې پوهېږو پرمختيايي هيوادونه د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي لکه د نفوسو چټک زياتوالى ، د عايد کموالى ، د ښوونې او روزنې د سطحې ټيټوالى ، روغتيايي ستونزې ، د تادياتو د بېلانس کسر او نورې ستونزې چې په نوموړو ستونزو د لاس بري په خاطر اګر چې ټول پرمختيايي هيوادونه کوښښ کوي تر څو د نوموړو ستونزو څخه خلاص شي او د خپلو خوبونو تعبير په رښتيا هم ووېني .

له بلې خوا پرمختللي هيوادونه چې د ژوند هر ډول اسانتياوې ورته برابرې دي ، د ژوند سطح يې لوړه ده ، عايدات يې زيات دي ، روغتيايي ستونزې يې ډېرې کمې دي او داسې نورې اسانتياوې . نو پدې ډول سره که وګورو نو  پرمختللو او پرمختيايي هيوادونو ترمنځ اقتصادي ، سياسي ، کلتوري او ټولنيز واټن نور هم زياتېږي او د زياتېدو په حال کې دى . ځکه چه په پرمختللو هيوادونو کې د پرمختللې تکنالوژۍ موجوديت ، د ماهرو کارګرانو موجوديت ، د پانګې زياتوالى او نور هغه عوامل دي چې کولاى شي د هغوى په وسېله نړيوال بازارونه د خپل اغېر لاندې راولي او په خپله ګټه ورته تغير ورکړي . چه دغه عمل د پرمختيايي هيوادونو په وړاندې يوه بله ستونزه ده چه د پرمختللو هيوادونو لخوا ورته رامنځ ته شوې ده . ځکه چه پرمختيايي هيوادونه اکثره خام مواد صادروي او د صنعتي اجناسو د خرڅلاو لپاره لوى بازار جوړي .

لکه څنګه چې مخکې ذکر شول چې د پرمختيايي هيوادونو د تادياتو بېلانس اکثره وخت د کسر سره مخامخ وي ځکه چه صادرات يې کم او د وارداتو اندازه يې البته د ارزښت له مخې زياته وي . نو پدې ډول سره که چېرې په پرمختيايي هيوادونه کې د پرمختللو هيوادونو د صنعتي اجناسو خرڅلاو همداسې دوام ولري نو زما په اند هيڅ کله به هم د پرمختيايي هيوادونو د وګړو د خوبونو تعبير رښتيا نشي .

که چېرې پرمختيايي هيوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي کړي

د مثال په ډول : هغه اجناس چې په بهر کې توليديږي او په داخل د هيواد کې د داخلي اجناسو په پرتله په ارزانه قيمت تماميمي نو په هغوى باندې لوړ کمرکي محصول وضع کړي ، او يا د نوموړي جنس د مقداري محدوديت  ( Quota – System )څخه کار واخلي نو پدې ډول سره به د وارديدونکو اجناسو قيمتونه لوړ شي او په اساني سره به ونشي کولاى چې د داخلي توليديدونکو اجناسو سره سيالي وکړي . نو پدې ډول سره به د هيواد د وګړو تقاضا د بهرنيو توليداتو په ځاى داخلي توليداتو ته زياته شي او د داخلي توليد په استعمال به پېل وکړي چې پدې ډول سره به له يوې خوا د هيواد د وګړو تقاضا د داخلي توليد په مرسته رفع شي او له بلې خوا به په داخلي تصديو کې د اضافي تقاضا د رفع کيدو په منظور د نوموړي جنس په توليد کې زياتوالى راشي چې د توليد د زياتوالي په منظور به په تصديو کې اضافي کارګرانو ته ضرورت رامنځ ته شي چې ورسره به د استخدام سطح لوړه شي او د استخدام د سطح په لوړيدو سره به د خلکو په عايداتو کې زياتوالى راشي چې پدې ډول سره به د حکومت لپاره هم د عايد د لاسته راوړلو يوه منبع جوړه شي تر څو په خرڅلاو ټکس او په عايداتو ټکس واخلي .

همدارنګه هغه عوامل چې د اجناسو په توليد کې زياتوالى راولي او يا هم د توليد د تمام شد قيمت په راټيټولو کې مرسته کوي لکه پرمختللې تکنالوژي او يا هغه خام مواد چې د بهر څخه واردېږي او د هيواد په داخل کې ورڅخه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي  په هغوى باندې بايد حکومت ګمرکي محصول ختم کړي تر څو داخلي توليدونکي دې ته تشويق شي چې پرمختللې تکنالوژي او ضروري خام مواد وارد کړي تر څو د اجناسو په توليد کې ترينه ګټه واخيستل شي.

همدارنګه په پرمختيايي هيوادونو کې چې نوى صنعت رامنځ ته شي نو د زياتو لګښتونو په درلودلو سره نشي کولاى چې د پرمختللو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړي نو که چېرې د نوي صنعت څخه حمايت صورت ونه نيسي نو د زياتو لګښتونو له امله  کېداى شي چې له منځه ولاړ شي . او که ملاتړ ترېنه صورت ونيسي ، پدې معنى چې په وارديدونکو اجناسو باندې لوړ ګمرکي محصول وضع شي او يا د نورو پاليسيو څخه ګټه واخيستل شي نو د هغوى قيمت لوړيږي چې د داخلي توليدونکو د تشويق سبب به وګرځي چې کيداى شي د صنعت په برخه کې پانګه اچونه نوره هم زياته شي .

همدارنګه هغه تصدي ګانې چې د هغوى لپاره په صادراتو کې ګټه نه وي او يا هم د ګټې اندازه يې کمه وي نو که د حکومت لخوا هغوى ته سبسايدي ( Subsidy ) ورکړل شي او يا يې په صادراتو باندې ټکسونه له منځه ولاړ شي نو کېداى شي چې نوموړې ستونزې يې کمې او يا له منځه ولاړې شي چې دا هم کيداى شي چې د هيواد د تادياتو په بېلانس کې د توازن سبب وګرځي ….

نو که چيرې پرمختيايي هيوادونه د صادراتو او وارداتو په برخه کې د لازمو وسايلو څخه ګټه واخلي نو پدې ډول سره به د داخلي صنعت څخه ملاتړ صورت ونيسي او داخلي مؤلدين به نورې پانګې اچونې ته تشويق شي چې له يوې خوا به  د داخلي توليدونکو لپاره د توليد د زياتوالي امکانات برابر شي او د هيواد خام مواد به په داخل کې د توليد لپاره استعمال شي ، له بلې خوا به د استخدام سطح ورسره لوړه شي چې پدې ډول سره به د خلکو او کورنيو د عايد سطح هم لوړه شي چې  عايد په زياتوالي سره به د عايد يوه برخه په لګښت ورسېږي او د عايد هغه برخه چې د ورځنيو لګښتونو د يوره کولو څخه وروسته پاتې شي نو هغه به سپما شي چې د تقاضا د زياتوالي د پوره کولو لپاره به بيا په پانګه اچونه کې په کار يوړل شي چې پدې ډول سره به د پرمختيايي هيوادونو د اقتصادي پرمختيا جريان تېز شي او د پرمختيايي هيوادونو د وګړو د خوبونو تعبير به بالاخره په رښتيا بدل شي .  

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پايلې

١ :  په پرمختيايي هيوادونو کې چې يو صنعت نوى رامنځ ته شي نو په لومړيو وختونو کې د زياتو لګښتونو په درلودلو سره نشي کولاى چه د بهرنيو هيوادونو د اجناسو سره سيالي وکړي نو که چېرې ملاتړ ورڅخه صورت ونه نيسي نو کيداى شي چې له منځه ولاړ شي .

٢ : که چېرې پرمختيايي هيوادونه د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي کړي نو کېداى شي چې هغه ستونزې چې په اوس وخت کې ورسره مخامخ دي له منځه يوسي .

٣  :  د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ په مرسته د پرمختيايي هيوادونو د تادياتو په بيلانس کې ښه والى رامنځ ته کيداى شي .

٤  :  په پرمختيايي هيوادونو کې د داخلي صنعت څخه د ملاتړ په نتېجه کې په داخلي توليداتو کې زياتوالى رامنځ ته کيږي چې ورسره د استخدام سطح لوړيږي ، چې د استخدام د سطح په لوړيدو سره د خلکو په عوايدو کې زياتوالى راځي چې پدې ډول سره يې د خلکو د ژوند سطح لوړيږي .

٥  :  چون پرمختيايي هيوادونه د پرمختللو هيوادونو د اجناسو د خرڅولو عمده مرکزونه جوړوي نو که د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې خپله پاليسي عملي نکړي نو تر ابده ابده به يې خپل اقتصادي حالت خراب او د پرمختللو هيوادونو سره به يې اقتصادي توپيرونه نور هم زيات شي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

وړانديزونه

١  :  چون اکثره پرمختيايي هيوادونه خام مواد صادروي نو پدې ډول سره ورته په کار دي چې خپله د بهرنۍ سوداګرۍ پاليسي داسې عياره کړي چې د هغې له مخې هغه خام مواد چې په داخل کې ورڅخه د اجناسو په توليد کې ګټه اخيستل کيږي او د نورو هيوادونو څخه وارديږي په هغوى باندې ګمرکي محصول معاف کړي ترڅو د داخلي صنعت د تقويه کيدو سبب شي .

٢  :  په پرمختيايي هيوادونو کې ټول هغه اجناس چې د بهر څخه وارديږي او په داخل کې يې هم توليد صورت نيسي نو په وارديدونکي اجناسو بايد لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي او د مقداري محدوديت څخه ګټه واخلي تر څو د داخلي توليدونکو د تشويق سبب وګرځي.

٣  :  دا چې پرمختللې تکنالوژي د توليدي لګښتونو د کموالي ، د توليد د مقدار د زياتوالي او د توليد د کيفيت د ښه والي سبب ګرځي نو د خپل داخلي توليد د کيفيت او کميت د ښه والي په منظور بايد واردونکي تشويق شي ترڅو پرمختللې تکنالوژي وارد کړي .

٤  :  ټولې هغه توليدي تصدي ګانې چې په صادراتو کې يې ګټه نه وي او يا ورته په صادراتو کې کمه ګټه پاتې کيږي نو د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې بايد هغوى ته سبسايدي ( Subsidy ) ورکړل شي او هم يې په صادراتو باندې ګمرکي محصول کم او يا له منځه يوسي .

٥  :  چون د اکثره پرمختيايي هيوادونو د تادياتو بيلانس د کسر سره مخامخ وي نو د تادياتو د بيلانس د کسر د له منځه وړلو په خاطر بايد پرمختيايي هيوادونه د صادراتو او وارداتو په برخه کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پاليسۍ د عملي کولو په برخه کې د ټولو لازمو وسايلو څخه ګټه پورته کړي .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه

١  :  پوهنيار ، نظامي ، حمدالله ، نړېوالې اقتصادي اړيکې ، لکچر نوټ ،   ننګرهار پوهنتون ،   اقتصاد پوهنځى .

٢  :  نامزد پوهيالى ، عتيق الله ، خارجي تجارت تخنيکونه ، لکچر نوټ ، ننګرهار پوهنتون ، اقتصاد پوهنځى .