د زنا روغتيايي او ټولنیزې اغيزې

اعوذباالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

مقدمه:
اِنَ اْلحَمْدُاﷲِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِيْنُهُ وَنَسْتَغِْفُرهُ وَنَعُوْذُبِااللهِ مِنْ ُ شُـــــــرُ ْورِ اَنْفُسِنَاَ وِمنْ سَيـــــــــــــــــِئَاتِ اَعْمَالِــــــنَا مَنْ يَهْدِهُ اللُه فَلاَمُضِلَ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلْهُ فَلا هَادِيَ لَه
وبعد: فقد قال الله فی محکم کتابه:
اَلْيَــــــــــــــــــــوَْمَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِيْنُکُمْ وَاتْمَمَتُ عَلَيْکُْ نِعْمَتِیْ وْرَضَيْتُ لَکُمُ اِلاْسلاَم دينا. صدق الله العلی العظيم.
داسلام مبارک دين دانسانی فطرت د فطری مقتضياتو سره يو برابر دين دی کوم چی دانسانـــي ژوندهراړخيز سمون اونظم يی موخه اوهدف دی او دهمدی هدف د ترلاسه کولو لپاره دغه کامل شـــــامل او مبارک دين لوی خدای (ج ) دبـــنده ګانو د کاميابي او سر لوړي دپاره دي دنيا ته راليږلي دي او ورسره يي ددغه نسخي د تطبيـــق لــــپاره تقريبـــايولک اوڅلورويشت زره پيغمبران راليږلې دي ترڅوپه بيلا بيلو وختونوکښي درنځورانسانيــــت دبـــــيلابيلو رنځونودرملنه وکړي کومي چي ور ته په فردي او اجتماعي ژوندانه کی ور پيښي دي.
داسلام مبارک دين فرق د نورو اسماني اديانوسره په همدي کي دي چه نوموړي دين خپل پيروان په هيڅ ډګرکي يوازي نه دي پراايښي بلکي په بيلابيلو ساحو کي ورسره اوږه په اوږه روان او لارښووني يي ورته کړيدي.دانفرادي ژوندانه څخه نيولي بيا دټولنيز ژوند په ټولو ساحوکي لکه سياست،اقتصاد،ټولنيزروابط معاملات بين المللي روابط او نورو ټولو ساحوکي بي حسابه لارښووني کړي دي ترڅو خپل پيروان دگمراهي په کندي کي دپريوتوڅخه وژغوري اوپه صحيح ډول يي رهبري کړي دحجـة الوداع په موقع ددي مبارک ايات نزول دهمدي خبري ثبوت دي په کوم کي چه الله فرمايي اليوم اکملت لکم دينکم …ــــــــــــــ .
ترجمه : – نن ورځ مي تاسي دپاره ستاسي دين کامل کړ،اوخپل نعمتونه مي پرتاسي تمام کړ، او دستاسو دپاره مي داسلام دين غوره کړ.
ددي دليل څخه وروسـته چه کوم څوک دا فکر کوي چه په اسـلام کي سياست نشته يا اقتصادياداياهغه نودوي په حقيقت کي هغه خلک دي چه ذهنونه يي د غير اسلامي نظريو او تبليغاتو څخه مسموم شوي دي او د حقيقت درک ورته مشکل دي او ددوي مثال دهغه ښاپيرکانو دي چه دلمر څخه په تيارو سوړو کي پټيږي او بيا وايي چه لمر نشته .
دپورته اصل په رڼا کي دټولني دنظــم او نسق دساتلو او په ټـــولـنه کي دمفاســــدو فحشاء ، خيانت ، بداخلاقيو اوغداريو دمخنيوي دپاره الله پاک يوسلسله قواعداو مقررات نازل کړي دي ترڅو ديوي خواټولنه ددي مفاسدوڅخه په امن کي وي اود بلي خوا څخه د نوموړو اعمالومرتکب کوم چه مجرم انسان دي تربيه او اصلاح شي تر څو په آينده کي په ټولنه کي خپل سالم ژوند ته دوام ورکړي چه نوموړي قواعداو مقررات مونږد حقوقو پوهنځي په دوهم صنف کي د(حقوق جزااسلام )دعنوان لاندي مطالعه کوو.
سره ددي چه مونږ ګورو چه دنړي په ډيروهيوادونو کي چه زيات يي غيراسلامي او يو شمير يي اسلامي هيوادونه دي وضعي جزايي قوانين وجودلري چه هغه هم پخپل وار د ټولني د حمايي او د مجرم د اصلاح لپاره مفيدگڼل شوي دي خوکوم مفيديت چه د پورتني هدف دلاس ته راوړلو لــــپــــــاره چه د ټـولني دحمايي او د مجرم داصلاح څخه عبـــارت دي پـه اســلامي قواعدو کي شـــــته دتاريخ په ګواهي بل چا ددي نمونه نه ده وړاندي کړي.
چه دخپلي ادعا ثبوت لپاره ديو څو دلايلو په راوړلو بسنه کوو.

په وضعي قوانينو د اسلامي شريعت د فوقيت دلايل

لمړي دليل:-
دمرجع له حيثه :- داسلامي قانون مرجع ډيره ستره او اوچته ده او هغه په حقيقت کي دالله تعالي عظيم ذات دي چه چا نوموړي هدايات د جليل القدره فرښتي جبرائيل په واسطه خپل خوږ استازي نبي عليه السلام ته رااليږلي دي.
کوم خداي چه دخپل مخلوق خالق دي او دهغوي په ټولو حالا تو ښه خبردار دي نو حتماً د خپلو بنده ګانو دخير او مصلحت لپاره غوره قانون راليږي
دوهم دليل:-

ددوام له حيثه:- د پيړيوپه تيريدوپه اسلامي شريعت کي دکوم بدلون احساس را منځ ته نه شواوپه عمل کي په ثبوت رسيدلي چه دي مبارک قانون څه دپاسه څوارلس سوه کاله وروسـته بيا هم خپل ثبات په پوره قوت سره ساتلي. په داسي حال کي چه وضعي قوانين کله ناکله داسي وخت هم راځي چه په کال کي دننه څوواري تغيراوتبديل شي.

دريم دليل:-
دنشئات او نمو له حيثه:- وضعي قوانينو د ټولني د نمو سره خپله نمو پيل کړي ده او ورسره موازې روان دي کله چه انساني ټولنه ډيره ابتدايي او ساده وه نو قواعد يي هم ډيرابتدايي وه خوکله چه ټولنه دتمدن په لوري سيرکوي نو په هماغه اندازه ورسره قوانين هم حرکت کوي.حال داچه شريعت د اولي ورځي څخه مکمل نازل شوي دي او ددي هيــڅ ضرورت نه ليدل کيـږي چه د هغي قواعد دي د وخت په تيـريدو سره تغير وکړي بلکه داقواعددهر وخت او زمان سره متناسب او مناسب دي او په ټولو ساحاتو کي لکه بين المللي، ملي،فاميلي ، تجارت ، اقتصاد، سياست ، اداب معــاشره او معاملاتوکي دهداياتواو لارښوونو څخه ډک دي او هيڅ تبديل او تغير په کي نه راځي لکه چه الله جل جلاله فرمايي : لا تَبْدِيْلَ لِکَلِمَاتِ اللِه.

څلورم دليل :-
د کمال له حيثه:- څرنګه چه الله پاک فرمايي چه ( اليوم … ) يعني نن ورځ مي ستاسي دين کامل کړ. ددي معني داده چه په دين کي کومه نيمګړتيا نه ده پاتي او څرنګه چه داقواعد د پرون لپاره د ټولني د رنځو نو درمان وه دا رنګه نن هم دي اوسبا به هم وي يعني دا قانون د ماضي حال او استقبال ټولو زمانو لپاره کافي او شافي دي.
په پاي کي د يوعقلي دليل په وړاندي کولوسره غواړوچه ددي مبارک قانون لوړوالي او فوقيت په نورو قوانينو باندي ثابت کړو:
دمثال په ډول که چيري يو کارخانه يو نوي ماشين اختراع کړي چه تراوسه پوري لا چاپه دنيا کي د هغه ساري نه دي ليدلي او د لمړي ځل لپاره يي دغه کارخانه نړيوالو ته عرضه کړي نو آيا ددغه نوي اختراع شوي ماشـين د استعمــال په طريـــقه به دغه انجنير کوم چه دا ماشين يي اختراع کړي دي ښه پوهيږي او که دغـه نور نړيوال چه تر اوسه يي دا ماشين لېدلي هـــم نه دي ؟ ځواب دډير ټيټ عقل لرونکي لپاره هم واضح دي يعني که چيري داماشين ددغه مخترع انجنيرپه هداياتو ونه چليږي نو بي د شکه چه ډير ژر به خراب او ضايع شي بلکه د هماغه هدايت نامي يا کتــــلاګ د مخي به په استعمال شروع کوي.
اوس نوکه دانړي اوڅه چه په دي نړي کي دي ديوماشين په حيث فرض کړوپه داسي حال کي چه ددي ټولو مخترع او خالق اﷲ (ج) دي او همدغه اﷲ پاک ددي نړي نـــــظام د چلولو لپاره هدايات ( اسماني کتابونه ) او ددي کتابونو بيـــــانوونکي ( پيغمبران ) راليږلي دي نوکه ددي څخه وروسته هم څوک دا دعوه کوي چه زه ددي نظام په چلولو ښه پوهيږم نو ددوي لپاره بل هيڅ ځواب نه لرو بي له دي چه ووايودده د عقل سترګي ړندي د عقل غوږونه يي کاڼه او د عقل زړه او فکر يي بيکاره دي او بس.
پاک اﷲ دداسي احمقانو په باره کي فرمايلي :
لَهُمْ قُلْوْبُ َلا يَفْقَهُوْن َ بِهَاوَ لَهُمْ اَعْيُن لا يُبْصِرُوْنَ بِهَا وَ لَهُمْ َاَذَان لا يَسْمَعُوْنَ بِهَا اْو لِۤئکَ کَالاْنعامِ بَلْ همْ اضَل اولۤئک هم الغفلونَ.
دمقدمي په پاي کي غواړم چې دهغو ناوړه اعمالو له جملې څخه چې دانسان ددنېااواخرت دتباهې سبب ګرځې . ده ېوه ډېر شنع عمل ېانې زناروغتېاېې او
ټولنېزې اغېزې وڅېړو
دزناټولنېزې اغېزې :
دا اسلام له نظره زنا دشنع ترېنوگناهونواوډېروپلېتومنکراتوڅخه ده په همدې دلېل دزنا
جزا ډېره شدېده اوقاطع ده. ځکه دغه گناه انسانې کرامت له منځه وړې اودټولني اساس اوبنيادلړزوي اوانساني نسل په خطرکي اچوي ځکه دهغوبي موراوپلاره ماشومانوتعدادزياتيږي چي ولد(زنا)ورته ويل کيږي په داسي حال کي چي داماشومان هيڅوک نه لري چي په ښه صورت يي اسلامي تربيه اودهغوي روزنه وکړي نوله دوي څخه داسي کسان جوړيږي چي دټولني بنيادخرابوي ځکه دوي داسي کسان دي چي نه مورلري اونه پلاراونه داسلامي ټولنيزودودونوسره بلتيالري په همدي اساس دوي داسي ناړه اعمال ترسره کوي چي دهغي ضررټولي اسلامي ټولني ته رسيږي نودادزناناوړه اغيزه ده په ټولنه باندي.
يوداساسي اهدافوداسلامي سپيڅلي شريعت ځخه دپينځه ګونوضرورتونوساتنه ده.
چي داپينځه ګوني ضرورتونه عبارت دي له (دين،عقل،ځان ،مال اونسل)څخه .

دليل دپينځه ګونوضرورتونوهمدادى چي ټول دينونه ددې ساتنه اوحمايه تائيده وي اودادانسان دحمايت اوساتنې لپاره ضروري دي نوڅرنګه چې نسل هم يوله دې پينځه ګونوضرورتونوله جملې څخه دي نوځکه اسلامي شريعت دزناناوړه عمل لپاره ډيره شديده جزاتعين کړي ده ترڅودټولنې دارامي اوامنيت حفظ اوساتنه وکړي ځکه داسلامي شريعت هرحکم دحکـــــــــمت څخه خالــــــــــي نه دي.
که چيرې مونږداسلام مبارک دين احکاموته نظروکړوهيڅ يوحکم به يې نه يوازيې اخروي ګټه ولري بلکي دنيوي زياتې ګټې هم لري چي دنياوي ګټې يې عبارت دي له :
دټولني عامه نظم ټينګښت،دابرواوعزت خونديتوب،دقطاع طريقيومخنيوي ،دبي مؤجبه وژنومخنيوي اوداسې په لسګونونورې ګټې لري.
که مونږ مسلمانان دزناټولنيزواغېزوته ځيرشوپه ښکاره ډول دهغې ناوړه اغيزې راته څرګنديږي په کومه ټولنه کې چې دزناناوړه عمل زيات وي هغه ټولنه په هرډول مشکلاتواخته وي په هغې ک کورني ژونددخاونداوښځې تر منځ په خوښيو ا و خوشحاليونه تيږي ځکه دوي دزنا په ناوړه عمل روږدي وي اويوله بل څخه کرکه کوي چي بلاخره دشخړواوبدمرغيوسبب ګرځي.
داداسلام داحکاموحکمت دي چې په حلاله اوشرعي نکاح سره دخاونداوښځې ترمنځ مينه اومحبت پيداکيږي اودکورني ژوندنظام په خوښيوسره پرمخ وړي اودهيڅ ډول بدمرغيوسره نه مخامخ کيږي نوپه همدې اساس داسلام مبارک دين دنکاحګانوپه کولو ټينګارکړي دي .همدارنګه کچېرې مونږغيرې اسلامي ټولنوته وګورو په کوموکې چې دادزناناوړه عمل ډېر زيات دي نه يوازې داچې په ناروغيو اخته شويدي بلکي
دهغودکورني ژوند نظام يې هم خراب کړيدي خاوند دښځې ښځه دخاوند سره په شخړه کې ښکيل وي چې حتى تر محکموپورې سره ورسيږي چې ښه مثال يې (لارنولډسواچزنګر) دامريکادمتحده ايالاتو دکلېفورنيا پخواني والي او دهغه د ماندينې (مارياشراي ور ) دې چې دوي يو له بل څخه طلاق واخيست نوموړو چې پنځه ويشت کاله يې دواده کيدل دامنلي چې يو له بل څخه بېل شويدي دامريکادلاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په حواله دوي پنځه ويشت کاله دمخه په همدې ايالت کې يوله بل سره واده وکړو اوتر داوروستيو پورې نوموړو يوځاي په يوه کورني کې ژوندکاوه نوداددوي دزنادناوړه عمل سبب ؤچې يوله بل څخه بېل شول او دوي څلور اولادونه در لودل چې دهغوي په نفقه يې شخړه پيدا شوې وه چې په محکمه کې يې فيصله وکړه

چې داولاد نفق ېې په دواړو باندې کښوده چې دا دزناناوړه اغېزه ده چې پنځه ويشت کاله وروسته يې يوله بل څخه بېل کړل .
نوکه چېرې په اسلامي ټولنه کې دزنا ناوړه عمل زيات شي نودهمداسې ناوړه پيښو سبب به وګرځي چې داسې پېښې په اسلامي ټولنه کې دډېرې بې عزتي سبب گرځي په همدې اساس داسلام مبارک دين دداډول ناوړه اعمالو دمخنيوي لپاره دزنا عمل ډير شنع عمل گڼلي اودهغه لپاره يې شديده جزاټاکلي ده ځکه داسلام مبارک دين هر حکم اوهره لار ښوونه په انساني ټولنه کې له ځان سره ديوه خاص پيام راوړونکې ده اودهر حکم دعملي کولو ترشايوخاص حکمت پروت دي که مونږ داسلام لار ښوونوته ځيرشو نوله ورايه ښکاري چې هره اسلامي لارښوونه دانساني اوپه ځانگړي توګه داسلامي ټولنې دفلاح،دژوندانه دچارودسمون،اوانسانانوته دژوندانه دارزښت دښولو پيام له ځان سره لري.دمثال ډول نکاح ددې ترڅنګ چې دانسانانو طبعي غوښتنه ده داسلامي احکاموله جملې څخه يواړين حکم شميرل کيږي،نکاح نه يواځې داچې ددوي دکورني ژونددتنظيمولو،اودانسانانو طبعي غوښتنوته دځواب ويلو لپاره اړينه شمېرل کيږي،په اسلامي ټولنه کې دبدمرغېو اوناروغيوپه مخنيوي کې هم خپله ونډه اخلي.
دناروامقاربتونوناوړه( اغېزې)
دالهي نظام څخه سرغړونه نه يواځې داچې داخروي سزاباعث دي بلکي دنياوي زيانونه اورنځونه هم ورسره مل دي په هغوهېوادونوکې چې هلته اسلامي شريعت واکمن نه وي بلکه دخپلې غوښتنې پراساس يې دژوند نظام سمبال کړي وي ښځې اونارينه ګډژوندولري اوهلته دښځودازادۍ نارې وهل کيږي په داسې امراضواخته شوي چې اوس يې له اعلاج څخه ناتوانه دي .دشلمې پېړۍ طاعون چې نن ورځ نړي ور سره لاس او گرېوان ده، داوسنې عصر په اصطلاح ساېنس پوهان اوعالمان په نړي کې دساينس اوټکنالوژۍ په هکله لاپې وهي خوديوه ويروس پروړاندې چې دغټوالي له نظره دنانو متر پواسطه اندازه کيږي خپله عاجزې څرګندوي.دامريکا متحده ايالا تو% ٩٠
خلک په دغوامراضو اخته دي په دولتي روغتونونو کې په اوسط ډول دوه لکه ناروغان تداوي کېږي %٦٥ دواخانې دهمدې غورنځونولپاره ځانګړي شوي په منځني ډول هرکال له ديرشو زرو څخه تر څلوېښتوزروپورې کوچني ماشومان دموراوپلارد ناوړه جنسي عمل په نتيجه کې مري .
ځينې مشهور اوکشف شوي رنځونه چې پدغوهيوادنوکې دمتخصصينوډاکټرانو
لخواکشف شوي په لاندې توگه دي.
١-اېډز:اېډز چې له څلورو انگريزي ټکيو( S D I A ) څخه جوړه شوې کليمه ده اود
مخفف دي هغه ناروغي ده چې دنامشر(Acquird Immunodeficieny Syndrome (
وع جنسي اړيکو اوځينو نوروعواملوله لارې له يوه انسان څخه بل انسان ته انتقال مومي .دغه يوه داسې ناروغي ده چې دانسان دبدن مقاومت دميکروب په مقابل کې کمزوري کوي چې دلومړي ځل لپاره په بلژيک کې کشف اوپه ١٩٨٠ع زياتره هېوادونه لاندې کړل . دغه ناروغي نن ورځ دنړۍ په ټولولويووچوکې خوره ده او څه دپاسه ٤٠مليونه انسانان پرې اخته دي . له١٩٨١ زېږديزکال څخه راپدې خوا څه دپاسه ٢٥مليونه اسانان ددې ناروغي له کبله په نړۍ کې وژل شوي دي .داناروغي دجنسي نامشروع اړيکو له لارې انتقال مومي،خوباېدووېل شې چې دڅوکسانو ترمنځ دمخدره توکوداستعمال پرمهال دپېچکاريودستنوشريکول،له مورڅخه ماشوم ته دزېږون پرمهال،همدارنګه ناروغانوته دهغې وينې تطبيقول چې داېډزپه ويروس باندې ککړه وي هم انتقال مومي.خوبايدپه ډاګه شې چې داېډز زېاتره پېښې دنامشروع جنسي اړېکوله لارې رامنځته شوي اوهمداددې مهلکې ناروغۍ اصلي عامل ګڼل کېږي.
زمونږ سترلارښودحضرت محمدصلې الله علېه وسلم ېونېم زرکاله پخواپه دې اړه داسې فرماېلې ((لم تظهرالفاحشة قوم قط حتې ېعلنوابهاالا فشافېهم الطاعون ولا وجاع التې لم تکن مضت فې اسلافهم الذېن مضوا))
ېانې کله چې ېوه قام کې په څرګنده توګه فحشا اوبدکاري پېل شي نوپه دوى کې به طاعون اوهغه درده ونکي مرضونه رابرسېره شي چې ددوى په پخوانېوکې به نه وي څرګندشوي.
نه ېوازې اېډز بلکه نورې ناروغۍ لکه سفلېس ،دبولې سېستم انتانات لکه سوزاک
ا genital herpes اودتناسلي سېستم دانې Gonorrhea.chgamydia چې داټول دجنسې اړېکو له لارې انتقالېدونکې نارغېوتر عنوان لاندې چې په انګرېزي کې ورته .
ېآپه لنډول ورته Sexually transmitted disese {SID}

ورته واېې دغوناروغېو دانوم پدې خاطرورکړل شوېدې چې دجنسې اړېکو له لارې انتقال مومې چې له ېوڅخه دډېرو جنسې شرېکانو لرل ددغوناروغېوانتقال لپاره زمېنه جوړه ونکې عامل گڼل کېږې اوښکاره خبرده چې له ېوڅخه دزېاتو جنسې شرېکانولرل داسلامې احکاموپه رڼاکې نامشروع ده . دلته له وراېه داسلام اودهغه داحکاموارزښت اوپدې قېضېه کې په خاص ډول دنکاح ارزښت په ډاگه کېږې.
له بلې خوا خداى(ج)په قرآن عظېم الشان کې فرماېې مومنان نامحرمې ښځې ته له نېږدې والې څخه منعه کړې دې چې دقرآن کرېم له سپېڅلولارښوونوڅخه معلومېږې چې داېډز اودجنسې نامشروع اړېکوڅخه راپېداناروغېودرملنه اومخنېوې څه دپاسه څوارلس سوه کاله دمخه داسلام دمبېن دېن په واسطه شوي دي .اوس نوداپه مونږ مسلمانانوده چې دحکم اوداسلام نورټول احکام په خپل ورځنې ژوندکې پلې کړو ترڅو دهغوترشاهغه حکمتونه چې پراته دي دسرپه سترگووګورو.دافسوس خبره داده چې د نړې ساېنس پوهانوته چې په غېرمستقېم ډول داسلام له احکاموڅخه خپلوڅېړه نوکې کاراخلې په ځېر غوږ نېسوولې مونږخپل ځان ته تکلېف نه ورکووچې ترڅوقرآن عظېم الشان ته مراجعه وکړواودهغه احکام راوسپړواودنړۍ ساېنسي پوهانوته يې وښاېو چې اسلام داڅېزونه مونږته څه دپاسه څوارلس سوه کاله دمخه ښودلې دې نورځې چې دېوه مسلمان په توګه دخپلودېنې ارزښتونوخزانه راوسپړواودهغوپه واسطه دخپل ژوندڅېره
ښاېسته اوخپل اخلاقې شخصېت بډاى کړو .همدارنگه خپلې غوښتنې داسلامې لار ښوونوپه رڼاکې پوره کړو.دزناطبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې اضــــــــــــــــــــرار

سره لدې چې ددې پېچلوکائناتواوانساني جوړښت دپېژندلولړۍ خوراپه بېړه مخ پر وړاندې درومي خوتراوسه هم ډېر ساېنسي اوعلمي حقاېق پټ پاتې دې چې جوت والى ېې کلونه کلونه څېړه نو ته اړتېالري له همدې امله ددغونېمګړوساېنسي اوعلمي تحقېقااولاسته راوړه نو په رڼاکې انسان نه شې کولاى چې دژوندانه لپار ه هراړخېز قانون اوتگلاره جوړه کړې ېوازې ددې کائناتواوانسان خالق چې په ټولو لطېفوڅېزونو عالم ذات دې دبشردارامۍ اوسوکالۍ لپاره قانون جوړه ولاى شي اوبس .

په الهي قانون کي دډيرواوامرواومنبهاتوپه لړکي يوهم دزناحرمت دي .
لکه څنګه چي ټول محيات دانسانانولپاره په مختلفواړخونوکي زيان رسوونکي وي اوله همدي امله تري انسان منع شوي وي همدارنګه دزناجرم هم ډيراضرارلري چي مونږ دزناطبي اضرارپه لاندي ډول ترڅيړني لاندي نيسو:
١-دانتاني ناروغيوخپرول:
دانسانانوځيني ناروغي دمکروبونوپه واسطه منځته راځي چي دانتاني ناروغيوپه نامه ياديږي .له يوه انسان څخه بل ته دمکروبونودانتقال يوه مهمه لاردجنسي مقاربت لاره ده چي له دي لاري څخه ځيني خاصي ناروغي انتقاليږي چي دجنسي ناروغيو په نامه ياديږي.ددي ناروغيومهم ډولونه (STDs) ياsexually transmitted diseases ياسوزاک Urinary Tract Infection (UTI) ، Syphilisد سيفليس

اېډز،وېروسې زېړې ،اوځېنې نوروواېروسې ناروغېوڅخه عبارت دې دپورتنېو ناروغېوله جملې څخه ځېنې ېې دحوملې دردونواومهبلې افرازاتوپه شکل،ځېنې ېې دمقاومت دېوه سبب په شکل اونورېې دټول بدن دشدېدوآفتونوپه ډول ښکاره کېږي .
ځېنې ناروغۍ داسې دي چې مکروبونه ېې په ېوکم شمېر روغوخلکوکې هم موجود وي خودشرعې نکاح دمحدودواوثابتوجنسې اړېکو له امله ېي هغوکسانوته د انتقال چانس نه پېداکېږي چې نوموړي مکروبونه ورته نوي وي.ددې ډول حالا توښه مثال د
په نوم فنکس دي چې دپنځه فيصده نورمالوښځوپه مهبل کې Candidiasis
موجوداوبې غرضه وي.همدارنگه د
په نوم پروتوزواپه ښځوکې بې لدې چې کوم غرض Trichomonas Vaginali
منځته راوړي،موجود وي.#
کله چې ېوفرددېوې ېاحداکثرڅلوروجنسې روابطوڅخه زېاتې اړېکې ولرې نو
دمکروبونودانتقال ساحه خورازېاته پراخېږې اوپه نتېجه کې دهغوکسانو دناروغتېاسبب ګځې چې نوموړى انتقال شوې مکروبونه ورته نوې وې اوېازېاته تهاجمي بڼه ولري.
دېادونې وړده چې په نامشروع جنسې اعمالوروږدي خلک په ځان باندې دمحدودېت دنه منلوله امله خپله جنسي غرېزه نشي اشباع کولاى اوپه داسې ېوه رواني عقده
اخته کېږې چې په پرلپسې توګه خپل جنسي شرېکان بدلوي.Complex
ددغومتعددوجنسي اړېکو له امله دجنسې ناروغېودخپرېدوېو ډېره پراخه اوکړغېړن جال رامنځته شوي چې په مطبوعاتو کې …
دجنسي تبلېغاله امله هرورځ په زرګونونوې اوناخبره ځوانان په دې شبکه ورگډېږې اوپدې ډول داکرغېړن جال ورځ په ورځ پراختېامومې چې آن دافرېقاله قارې څخه ېوه ناروغې دافغانستان ېوه لېرې پراته کلې ته رسولاې شې.
داجال دهغو ناروغېوپه انتقال کې ډېر اهمېت لرې چې دانتقال سرعت ېې زېات دې
اومشهورډولونهېې داېډز،تور زېړې اوځېنې نورو وېروسې جنسې ناروغېوڅخه عبارت دې.#.خوداهم باېدله پامه ونه غورځول شې چې داناروغۍ دجنسې لارې څخه پرته دوېنې دانتقال،دسلمانې منتنې ېامکروبې چړې،دغاښونودډاکتردمکروبې سامان،
دلابراتوردکارول شوېو ستنواودغاښ دمکروبې برسونوپواسطه هم انتقالېداې شې .
نوله همدامله په پورتنېوناروغېواخته کسان باېد په نامشروع جنسې اړېکوتورن نشې.
په غېراسلامې ټولنوکې دجنسې غړو دوېښتانودنه لرې کولوابراهېمې سنت دنه شتون له امله دنوموړو وېښتانوغوړافرازات په دوامداره توګه دجنسې غړوله پاسه پاتې کېږې
چې داپخپله دمکروبونودودې اوتکثرلپاره ېوبهترېن کرنېزچاپېرېال جوړه وې.
په نوموړوټولنوکې استنجاء هم نشته ترڅوپه ورځ کې څوځله ددغوغوړېنوافرازاتومقداراوپه هغوې کې دشته مکروبونومقداراوپه هغوې کې دشته مکروبونو تعدادکم کړې چې دبېلا بېلو جنسي مکروبي ناروغېوسبب ګرځي.
چې داپه خپل واردزناکاروخلکودجنسې اړېکودجال پواسطه دانتقالېدونکو ناروغېو
شمېرنورهم لوړبېاېي.
ېوبل لوى علت چې په کفري ټولنوکې دزناترڅنګ دجنسي ناروغېو دجال په بېړني جوړېدوکې رول لرې،دېوبل ابراهېمې سنت عدم موجودېت دې چې دختنې ېادقضېب
دحشفې لپاسه دپوستکې لرې کولوڅخه عبارت دې.نوموړې پوستکې چې دحشفې لپاسه پاتې شې دډېروخطرونوترڅنګ دبولوکولوپه جرېان کې دتېزابې ادراروپواسطه
تخرېشېږي چې بېادمکروبونو دودې اوتکثرلپاره ېومساعدمحېط ګرځې اودمکروبونو ېوه تجمع منځته راځي چې لدې ځاېه مقابل جنس ته په ډېره اسانۍ انتقالېږي.
دختنې په اړه ترټولوهېښوونکې خبره داد ه چې داېدز وېروس دحشفې لپاسه اضافې پوستکې باندې نښلېدلوته خورازېات مېلان لرې.
په خپله حشفه دوېروس دنښلېدو لپاره ډېرې کمې آخذې لري.وروستېوڅېړه نوجوته کړېده چې ختنه شوو نارېنه ووکې داېډزدانتقال چانس دناسنتونارېنه وو په انډو آته چنده کمېږي،همداعلت دي چې
ېانړېوال روغتېايي سازمان په افرېقاکې داېډزدمخېنوى په ستراتېژي کې .WHO
دماشومانو ختنه کول په رسمي ډول شامل کړېدي.#
٢: دسرطانې ناروغېورامنځته کېدل:
دزناغيرفطري عمل دمکروبې ناروغېوسربېره دنورو وژونکوناروغېولکه سرطان دمنځته راتلوسبب هم ګرځېداي شي.دجنسي بې لاريوڅخه راپيداکېدونکي سرطانونه زېاتره په ښځېنه جنس کې پېداکېږي.
سرطان په حقېقت کې دبدن دحجراتودنه کنترولېدونکي ودې اوتکثر څخه عبارت دې.
په سرطانونوکې معمولاً څوډوله منځته راوړونکې علتونه په مشترک ډول رول لرې،دخوښځېنه جنسي لارو دسرطانونو په منځته راتلوکې دمتعددو جنسې شرېکانودرلوددل اود
Virus (HPV) ېاHuman Papilloma
پوسطه منتن کېدل، دوه مهم مساعدو ونکي فکتورونه دې اودزنا په عمل باندي ددواړو اقعات زېاتېږي.دسرطان په منځته راتلوکې ددې ېانې
اهمېت دومره زېات دې چې درحم دغاړې سرطان ( ) په نوي فېصده (HPV)
مواردو کې ددې وېروس موجودېت لېدل کېږې د( ) واېروس د( )
ېافرج،مهبل ېا( ) او ( ) ېارحم په اکثره خبېثوسرطانونو کې تثبېت کدلاې شې.# دښځېنه تناسلي سېستم په خبيثه سرطانونوکې د( ) رول لدې څخه هم په ښه ډول معلومېدلاې شې چې که چېرې کومه ښځه په ( )هېڅ ککړه شوې نه وي نوددغه سرطانونو دپښېدوامکان پکښې بېخي کم وي .څېړنوښودلي ده چې په شرقي اواسلامي ټولنوکې درحم دغاړې دبرخې سرطانونه دغربي اوکفرې ټولنو په نسبت ځکه ډېر کم دي چې دلته دنکاح په چوکاټ کې دننه محدود جنسې روابط ساتل کېږے اود( ) دانتقال مخه نېول شوي ده.په شرقي اواسلامي ټولنو کې درحم دغاړې دسرطانونو دټېټې کچې ېوبل علت کېداي شي دنارينه جنس دسنت کېدو
(ختنه کېدو) له امله دښځېنه درحم غاړې سره دنارېنه د( )په نوم موادو دتماس نشتوالي وي #بايديادونه وکړو چي ( )دحشفې لپاسه داضافي پوستکي لاندي غوړافرزاق دي چي په ناسته کسانو کي دجنسي مقاربت په جريان کي درحم له غاړي سره په تماس کي راځي .داماده په نارينه کي دققيب دسرطان لامل هم ګرځي .
دموضوع په ارتباط يوه بله په زړه پوري خبره داده چي دسرطان ديوه خاص ډول يعني ( ) په منځته راوړونکوفکتورونوکي يو هم ددايمي مجردي ژونداو شنډوالي(عقامت) دي#چي داپه خپله په اسلام کي درهبانيت اومجردپاتي کيدود ممانعت يوکوچني مادي صحي فايده په ګوته کوي.
٣:رواني ناروغي :
دجنسي غريزي کنترول دعصبي سيستم د( )پواسطه ترسره کيږي .کله چي يوزناکار په نامشروع جنسي عمل متعددوجنسي اړيکو روږدي وي اومحدوديت ته غاړه نږدي نواشباع يي هم ګرانه شي،هڅه يي داوي چي هميشه دنوي شي سره يوځاي شي،له همدي امله له خپلي منکوحه ښځي سره يي مينه اواعتمادکميږي اوپه کورکي دکيني،نفرت اوغصي اوربل وي .دااشخاص دژونددشريک سره روابط سړوي اولري والي ورڅخه اختياروي.دژوندشريک يي يادصبراوزغم لارخپلوي اوياخوددوي په څير هغوي هم دپرديوسره جنسي روابط قايموي ترڅوخپله جنسي عزيزه اشباع کړي.
دزناپه هرډول واقعاتوکي منځته راتلونکي رواني تغيرات درواني ناروغيولامل ګرځي خوپه زناباالجبرکي رواني تغيرات په شديدډول څرګنديږي چي د( )
يادروحي ضربي څخه وروسته دذهني فشارناروغي،خپګان مرض يا( )
ويره اواضطراب( )ياعصبي بي اشتهايي،دشخصيت تشوشانه اودايمي معيوبيتونوسبب ګرځي#
همداعلت دي چي په غربي ازاده اوبي بندوباره ټولنه کي زناباالجبردزنايوازيني په قانون کي پيژندل شوي شکل دي .خولکه مخکې موچې اشاره وکړه زناباالرضا‌ءهم د ډيروزياتورواني ناروغيولامل ګرځي.
ددي موضوع دلاښه روښانه کولولپاره بايدووايوچي زنادهغوى اخلاقي بي لاريونهايي پايله ده چي داجتماع څخه دجلاکيدوڅخه شروع کيږي ،دجنسي پيغام لرونکي موسيقي په واسطه تقويه کيږي ،دمجازي عشق پواسطه دليونتوب حدته رسيږي اباالخره دزنادفعل په واسطه ديوي دايمي بدبختي دروازي خلاصوي.
داخلاقي بي لاريويوه مهمه خاصه مطلق اعتباري خاصيت دي چي دمخدره مواوپه شان داجتماع دتخريب اوانهدام سبب ګرځي ،له همدي امله ده چي په عقلي اورواني مراکزو کي اکثره ځوان مراجعين دمجازي عشقونويوه تاريخچه لري.
٤:متفرقه زيانونه :
څيړني ښيي چي دجنسي اډو،شرابواونورومخدره موادودتجارتي بازارګرموالي داولسونودپانګي زياته برخه په بيهوده ډول مصرف چي پايله يي ددغوولسونودپانګې زېاته برخه په بېهوده ډول مصرف چې پاېله ېې ددغو ولسونو داقتصادخرابوالې او انحطاط دې چې دايې په ټولنه باندې دهراړخېزو منفي اغېزو ترڅنګ په صحي اړخ هم خورابده غېزه لري.
په پاى کې داېادونه ضروري گڼوچې داېو مؤمن داېمان تقاضادا چې دالهي احکامو دثبوت اوقوت لپاره په ساېنسي څېړنو تکېه ونکړو اوخپل ېقېن په الهي وحې چې له ساېنس څخه په مراتبو لوړه ده، وساتي چې تر څو ددنېااو آخرت نېکمر غې ېې به برخه شې او دهغو ناوړه ناروغېو څخه بچ پاتې شي چې دذکر شوي ناوړه عمل په نتېجه کې انسان ورباندې آخته کېږي .څرنګه موچې دزناپه ټولنېزو اوروغتېايې اغېزباندې بحث وکړ نو اوس غواړم چې دشرعي نکاح ګتې او حکمتونوباندې هم ېو څه بحث وکړم
دشرعې نکاح ګټې اوحکمتونه
داسلام سپېڅلي نظام دځمکې آبادي په مادي اومعنوي توګه دکمال حدته رسول غواړې.درسول الله صلى الله علېه وسلم په راتلوسره دځمکې پرمخ روښناېې راغله اودجاهلېت دزمانې تورې تېارې پاې ته ورسېدلې خلکودهوسايي ساه واخېسته اوبشري ژوندله سره پېل شودژوندپه هره برخه کې الهي لارښووني رانازلې شوې او انسانانو دنجات لاره ومېندله.دتوالداوتناسل اودجنسي غريزى ددفع سالمه لاره انسانانوته روښانه شوه چي دنکاح دلارى به صورت مومى داچي نکاح دنارينه اوښځينه جنس ترمينځ دژوندانه تړون دې له همدې کبله يې ددغه عقدلپاره ځانگړى شرائط اواداب وټاکل دميړه اوښځي حقوق يې تعين کړل-خومخکي لدې چې دنکاح په اړه تفصيلى ليکنه وکړو بهتره به داوى چې دشرعى نکاح دګټواوحکمتونوپه اړه يوڅه وليکو.
دشرعي نکاح ګټې اوحکمتونه:-
١جنسي غريزه په انساني طريقه دفع کوي: جنسي غريزه په انسان اوهرحيوان کې الله تعالى ديوه ځانګړي حکمت پراساس اچولې ده که دغه غريزه شباع نه شى نو زيات کړاوونه رامنيځته کيږى نونکاح ددغي غريزي داشباع کولولپاره غوره اوبهترينه وسيله ده. ٢توالداوتناسل هم له همدې لارې رامينځته کيږي:
دژونداستمرارله نکاح څخه پرته تحقق نه مومي له هم دې کبله اسلام نکاح ضرورى ګڼلي اوامت يې دې لورته متوجه کړي دى.
٣دکورتنظيم اودچارو ويش:دنکاح په کولوسره دکورنظم برابريږي له هم دى کبله اسلام لارښوونه کړي چي دکورټول غړي خپلي دندې وپيژنواودکورني نظم دجوړښت لپاره کاروکړي.
٤دکورنيواوقبيلوترمينځ داړيکوتيګوالى:داسلام سپيڅلى دين دخپل مينځي اړيکوپه ټينګښت اوټولنيزنظام په برابرولوترکيزکوي دنکاح په وسيله دغه اړيکى مضبوطيږى.اودانسانانوترمنځ دخپلولى،عاطفى مينى اومحبت فضابرابريږي. ٥دموراوپلارسره داولاد دميني پيداکيدل:دپلارولۍ اومورولۍ مينه له کوچېنوالى څخه له اولادسره پيداکيږي ځکه هغوي يى پالنه کوي.چي داهم دشرعى نکاح حکمت اوفلسفه ده،په کوموهيوادونوکې چي نکاح وجودونه لري عامه اذادى وي نو هلته کورنۍ نه وي په کوموځايونوکي چي کورنۍ نه وي هلته ماشومان په وړکتونونوکې رالويږي هغوي مورنه پيژني ،خورنه پيژني،نوبياچي کله موراوپلار زاړه اوله کاره ولويږي دخدمت کولويې څوک نه وي اوبياپه ذلت کې ژوند تېروي.
٦نکاح ديوى سالمى کورنۍ بنسټ تشکيلوي. نکاح ديوې سالمې کورنۍ اساس دى چي په حقيقت کى دکورنۍ.دهرفردحقوق اودندي ټاکي اوپه دي وسيله هغوۍ دانساني ژوندڅښتنان ګرځوي. ٧نکاح دټولني اساس ګڼل کيږي:
ټولنه له کورنيوڅخه جوړيږي اوکورنۍ له نکاح پرته صورت نه مومى پدى اساس ويلاى شوچي نکاح دټولني بنسټ او اساس دي.
٨نکاح دنارينه او ښځينه طبقي لپاره حقيقي راحت اوډاډپه برخه کوي. ٩دنکاح په کولوسره دښځي حيثيت اوابروساتل کيږي.
١٠دنکاح په کولوسره دنسل بقاء رامينځته کيږي اوله ضايع کيدو څخه ساتل کيږي. ١١نکاح دعمردزيات والى سبب ګرځى:
ملګروملتوپه ١٩٥٩م کال يوراپوخپورکړدهغي احصايي له مخي چي دددۍ دمامورينوله خوادنړۍ په ټولوهيوادونوکي ترسره شوي وه څرګنده شوي وه چي د نکاح کونکوعمر دنه نکاح کونکوپه نسبت زيات وي دغه راپورزياتوي چي دهغوخلکودمړينى فيصدي چي دواده لرونکي وو دهغوپه نسبت چي وادو نه يي نه در لودل ډيره کمه وه په راپورکي دغه راغلي دي چي واده کول دنارينه اوښځينه دواړولپاره ګټورکار دي.
نتيجه ګيري
په اسلامي شريعت کي زنا ډيرفاحش اوناوړه عمل ګڼل شوي دى.نو اسلامي شرېعت دبشر دالهي قوانينوټولګه ده چې الله تعالى جل جلاله خپلوبنده ګانوته پکې
فرايض،حدود،امر اونهي بلکې ټول حال اوحرام په ګوته کړي دي اوپه
هغويې ورته دتلوحکم کړي دي.هر هغه څه چې په شريعت کې حرام
ګرځولي شوي دي اوپيروانوته يې دډډې اوژغورنې امر صادرکړي دي
دشک پرته چې ديولړحکمتونواواسرارو څخه خالي نه دي دحراموتوکوله جملي څخه يوه زناهم ده چې اسلامي شريعت يې دمخنيوي په موخه کلک تدبيرونه نيولي دي
زناډيرناروا اوناوړه کاردي.دزناپه حرموالي کي ټول علماءيوالي لري اودهچا
اختلاف پکې شتون نه لري.په دي اړه يوشميرقرآني اياتونه شتون لري
په دي اړه الله جل جلاله په خپل سپيڅلي کتاب قرآن کريم کې دبني اسرائيل سورت په
٣٢_ايات کې فرمايي (ولاتقربواالزنى انه کان فاحشةًُُُ وساء سبيلاً)
ژباړ:(زنا)ته مه ورنيږدي کيږي هغه ډيرناوړه اوبدکاردي،اوډيره بده لياره ده .
څرنګه چي الله جل جلاله دزناعمل ناوړه عمل وګڼلو نو لدي څخه
بايدمسلمانان ځان وساتي ځکه خداي پاک دزناکارانولپاره شديده جزاټاکلي ده .
چي عبارت درجم اوجلد(دُرو)څخه دي نه يوازي دامجازات دي بلکه نوري ډيري ناوړه اغيزې په ټولنه او روغتياباندي هم لري لکه چي مونږيي په هم دي تيرو عنوانوکي په کمه اندازه سره يادونه کړيده.ځکه چي داسلام يوحکم هم دحکمت څخه خالي نه که مونږمسلماناند اسلامي شريعت ټول قوانين په ځان باندي عملي کړونوهيڅکله به هم په داسي اعمالو نه مبتلاکيږو چې هغه زمونږ ددنيااوآخرت دتباهي سبب
ګرځي .نو زناداسي يو ناوړه عمل دي چي نه يوازي په دنياکي دسرټيټۍ
سبب ګرځي دانسان لپاره.ځکه چي په قسم قسم شرمونکوامراضوآخته کيږي .
بلکي په آخرت کې هم دزناکارانولپاره شديدعذاب ټاکل شوي دي

لړليک
شميره : صفحه
١مقدمه …………………………………………………………………………….١ ٢ دزناټولنيزې اغيزې…………………………………………٢ ٣دناروا مقاربتونوناوړه اغيزې……………………………………….. ٦ ٤ دزناطبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــى اضرار…………………………………..٨ ٥_ دشرعى نکاح ګټى اوحکمتونه ……………………………………. ١٣
٦_ نتيجه ګيري…………………………………………………………. ١٥
٧_ اخځليکونه……………………………………………………………١٦

اخځليکونه
١:_ تفســـــــــــــــير آيات احــــــــــــــــــــــــــــــــکام
٢:مڼــــــــــــــــــــــــــــه مجــــــــــــــــــــــــــــــله ٣: داسلام جنائې تشريع او وضعى قوانين
٤:ډاکتــــــــــــــــــــــــر حبـــــيبـــــــــــــ الله( فــاتــــــــــــــــــــــــــــح ) وردگ ٥: په اسلام کې دکورني نظام لکچر نوټ
انټرنيــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ٦:_