د غله يي نباتاتو اهمیت

دغله یئ نباتاتواهمیت

دنباتاتو دودي چاپيريال

Plants growth environment

وده دنباتاتو ته ټول وزن اوحجم کي اويادهغي ديوي برخي دزياتيدوڅخه عبارت ده اودډيرو عواملو پوري تړلي وي . په عمومي توګه ودوي اغيزمن عوامل دوه دي چه يو يي ارثي عامل او بل يي دمحيطي عواملو څخه عبارت دي.

انسانان تل کوښښ کوي چه دکرنيزوبوټو،خاوري ،اقليم اونورو پيزندلوته دخپل نباتي توليد په اړوند انکشاف ورکړي . علمي کرني دکنيزو نباتاتو اوچاپيريال تر منځ دمتقابلواغيزوپيژندنه تنظيموي ترڅوپه نتيجه کي لوړاوښه جنسيت لرونکي حاصل په لاس راوړي.

خپله هم نباتات اوهم خاوره په دايمي غيراوتبديل کي دي جه دغه دبدلون اندازه خپله دنبات دډول اوهم دخاوري دخواصوپوري اړه لري . دمثال په توګه ورځي ،شپي ،دکال موسمونه اواقليم تل په تغيرکي وي همدارنګه دخاوري شرايط هم تغيرکوي په همدي ترتيب دنباتاتوتوپيرډوله شکل دتوليد څاي دشرايطواونوي چاپيريال منځ کي واقع وي .

غنم

Triticum Spp

غنم دغله يي نباتاتودجملي څخه مهمترين نبات دي چي په ټوله نړي كي په لويه پيمانه سره كرل كيږي چي حتي په وچوځايونوكي هم كرل كيږي .

همدارنګه يوكلن نبات اودګراميني دكورني څخه دي چي اهلي اووحشي ډولونه لري.

دغنم علمي نوم  Triticum Spp دی چی دانسانانواصلی غذاده.همدارنگه اسانان دغنموڅخه په مستقيمه اوغيرمستقيمه توګه استفاده كوي .

دغنم دانه د(۳-۱۰)ميليمتره قطرلري اوهمدارنګه دغنمواقتصاد ي اهميت هم دتوليددنظره اوهم دتغذيي دنظره دنوروكرهڼيزومحصو لاتوپه پرتله خورازيات دي .

همدارنګه غنم (۱۱-۲۴%) پرتين اود(۶۳-۷۹%) قندي مواداو(۲%) شحم لري.

دغنموپروتين دعالي كيفيت لرونكي دي اودوجودپه واسطه ښه جذبيږي برعلاوه دډوډي څخه دغنموڅخه دمكروني په جوړولوكي بسكوټ اوكلچي په جوړولوكي اوهمدارنګه دتفالي چي داړه كولوپه وخت كي لاس ته راځي دحيواناتودغذالپاره كارتري اخستل كيږي.

په دونياكي (۲۳۵)ميليونه هكتاره ځمكه دغنموتركښت لاندي ده زمونږدهيوادپه ټولومناطقوكي غنم كرل كيږي اودكښت ساحه يي (۸۳۰۰۰۰) هكتاره مجموعي حاصل (۸۶۰۰۰۰) ټنه دي متوسط حاصل يي (Kg/hec۱۲۳۲)دي .

په پيشرفته هيوادونوكي دغنمومصرف ډيركم دي.څرنكه چي زمونږپه هيوادكي دغنمودكرلولپاره په كافي اندازه اوبه وجود لري اوهم په كافي اندازه بشري قوه اوځمكه هم وجودلري نوبياهم دنوروهيوادومرستي ته سترګي په لاره يونودوه نقصه لرويوداچي غنم مونږته دډيراهميت سره اهميت نلري اوتوجوورته نلرواودبلي خوازمونږبزګران خپلي عنعنوي كرهڼي اوپخواني وطني غنم چي اوس بخي كزوري دي اوپه ناروغيواخته دي نوددغه كمزورنارو غنموكرلوته يي ادامه وركړي ده.

دغنمودكرلواوآبياري وختونه

۱- دكرلووختونه:

غنم دكال په دوه فصلوكي كرل كيږي چي يويي دژمي كښت اوبل يي پسرلني كښت دي چي ددي دواړوكښتونودكرلووخت دځمكي په ارتفاع پوري اړه لري.

  1. دژمي كښت:

▪ په هغه كښته ځمكوكي چي ارتفاع دبحردسطحي څخه تر ۸۰۰ متره كمه وي دغنموكرل دميزان د۱۵ څخه دقوس تر ۱۵ پوري.

▪ په متوسطوارتفاعاتوكي چي ارتفاع دبحردسطحي څخه ۸۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ متره پوري وي دميزان د۱۵ څخه دعقرب تراخره پوري.

▪ په لوړوارتفاعاتوكي چي ارتفاع دبحردسطحي څخه تر ۱۸۰۰ متره پورته وي دسنبلي د۱۵ څخه دميزان تر۱۵ پوري.

  • پسرلني كښت:

▪ په متوسطوارتفاعاتوكښي چي ارتفاع دبحر دسطحي څخه د۸۰۰ تر۱۸۰۰ متره پوري وي دحمل دمياشتي څخه شروع بيادثورتراخره كرل كيږي.

 ▪ په لوړوارتفاعاتوكي چي ارتفاع دبحردسطحي څخه تر ۱۸۰۰متره پورته وي دحمل ۱۵ څخه دثورتر۱۵ پوري. Whea01K

وريجي

Rice

Oryza sativa

وريجي دهغه باارزښته نباتاتودجملي څخه دي چي دټولي نړي خلك ورته زياته اړتيالري اوپه غله جا توكي پس له غنموڅخه په دانه لرونكونباتاتوكي دوهم مقام لري .

دوريجودكروندي ساحه نسبت غنموته كمه ده مګرتوليديي تقريبآدغنموسره برابردي .

دوريجوتوليداوكرهڼه په نړي كي دكميت اوكيفيت له نظره ډيرزيات اهميت لري چي دوريجونړي زيات وګړي داصلي غذاپه حيث كاراخلي .

همدارنګه وريجي هغه نباتات دي چي داوبوپه مينځ كي ژوندكوي اوعمده خاصيت يي دادي چي هغه داكسجن څخه استفاده كوي چي دفوتوسنتيزدعمليي په واسطه لاس ته راځي.

په نړي كي ۱۶۰ هيوادونه دي چي ۴۸ هيوادونه يي دوريجوتوليدونكي دي او۱۴۵ ميليونه هكتاره ځمكه دكښت لپاره لري اوهمدارنګه دنړي په ټولوځايوكي كرل كيږي.

څرنګه چي وريجي په لندواومرطوبوسيموكي ښه حاصل وركوي.

دوريجودشنه كيدولپاره د۴۰-۴۵ درجودسانتي ګرادتودوخه ضروري ده .

يادونه كيږي چي زمونږدګران هيوادافغانستان كي وريجي دتوليدله نظره په دوهمه درجه كي راځي.

دوريجودآبياري وختونه

وريجي په هغه شرايطوكي ښه حاصل وركوي چي دخپلي ودي په دوره كي داوبودكموالي سره مخامخ نه شي اوكرونده يي په كافي اندازه داوبوڅخه ډكه وي .

يادونه كيږي چي په شولوكي اوبه معمولآ په دوه وختونوكي وچيږي :

۱-د۸-۱۰ ورځي ورسته ترنهالولوڅخه.

۲- كوم وخت چي شنه وده يي اخيري مرحلي ته رسيدلي وي.

همدارنګه دشولوداړتياوړاوبه داوبودتبخيردمقدارسره مستقيمي اړيكي لري اودتبخيرمقداردكرلوپه طريقه دخاوري په جوړښت جوي شرايط اودودي ددوري سره مستقيمي اړيكي لري.

شولي دكرلودوخت څخه ترراټولولوپوري لږترلږه ۲۰۰۰۰ متر مكعب اوبوته اواكثره يي ۵۰۰۰۰ مترمكعب اوبوته په يوه هكتاركي ضرورت لري.

داوبومقداردوږي ايستلو،ګل كولوكي ډيرمهم رول لري.

دآبياري دفعات په لاندي دوه عواملوپوري اړه لري:

۱- دخاوري دطبقي ژوروالي.

۲- ددوه آبياريو ترمينځ فاصله.

http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/65/ZeaMays.jpg/220px-ZeaMays.jpg

دجوار نباتي مشخصات

جوار يو كلن بوټى دي د Poaceae په نباتي كورنۍ پورې اړه لري.ګرده افشاني يا Pollination په نبات كې په غير خودي Cross Pollination طريقې سره سرته رسيږي . په وحشي ډول هيځ نه دى ليدل شوي .

د ريښو يا نيلو سيستم ئې د جالي په شكل( Fiber root system ) غښتلى او په شاخونو باندې ويشل شوي دي. چې په مناسبو شرايطو او نرمو خاورو كې تر 3m دريو مترو پورې په ځمكه كې ښكته نمو كوي او د اړخونو په طرف تر يو متر پوري غزيږي. د نېښ وهلو په وخت كې له تخم ځخه يوه جنيني ريښه ( ابتدائي ريښه) يا Radical منځ ته راځي . دوهمي ريښې يا Secondary roots د ځمكې لاندې بندونو ځخه هغه مهال نمو كوي چې په نبات دري يا ځلور پاڼې زرغونې شوې وي . د تاج يا Panicle د تشكيل په مرحله كې ځمكې ته نږدې بند نه هوائي ريښې منځ ته راځي چې د بوټي د پريوتومخه نيسي. د جوارو تنې مستقيمې ، ګردې او زيږي وي قطر ئې د۲ ځخه تر ۷ سانتي مترو پورې رسيږي لوړوالى د ۶۰ سانتي مترو ځخه بيا تر دريو مترو3m پورې رسيږي. تنه له انتر نودونوinter nodes ځخه جوړه شوې له مغز نه ډكه ده.

جوار اوږدې پلنې پاڼې لري چې ځنډې ئې تر يوې اندازې زيږې وي د پاڼې صفحه د پاڼې د پوښ ( غلاف) په وسيله په تنه پورې نښتې وي . د تنې له هر بند ځخه يوه پاڼه زرغونيږي . په بعضو ورايتيو كې پاڼې د ډيرو كوچينيو ويښتانو ته ورته جوړښتونو په وسيله پوښل شوې وي .

جوار دوه قسمه ګل لري يوئې مذكر ګل تاج( Panicle) يا Tassel چې د نبات په پاسنۍ برخه كې منځ ته راځي بل ئې ښځينه ګل يا شته Ear چې د نبات په منځينۍ برخه كې نمو كوي. په جوارو كې له څلورونه تر پنحو فيصده خودي ګرده افشاني يا Self – Pollination امكان موجود دي.

دكوچينيو جوارو د زر دانې ۱۰۰-۱۵۰ ګرامه وزن لري ، د لويو جوارو زر دانې ۳۰۰-۴۰۰ ګرام وزن لري. د ورايټيو له مخې د جواروپه يوه وږي كې ۲۰۰-۱۰۰۰ دانې تشكيليږي. مګر په اوسط ډول سره ۵۰۰-۶۰۰ دانې لري. دانه د اندوسپرم Endosperm ،جنين Embryo اوپوست Hull ځخه تشكيل شوې ده.

ډیډم

 محلی نوم: ډیډم

علمي نوم: sorghum halepensis

انګلیسی نوم:  Jhonsongrass

کورنۍ نوم: poaceae

ډیډم د څو کلنو هرزه ګیاوو له جملې څخه دی چې د قوی ریښو سیستم په لرلو سره یی په کرونده کې کروندګرو ته مشکلات پيښ کړی دی .دوی د ګرمو سیمو نباتات دی ایعنی په خاره او نیمه خاره سیمو کې کرل کیږی.دا یو برغل ګر نبات دی ددی هرزه بوټي اوږودوالی ۱.۵-۲ مترو پوری رسیږی دپاڼو ډول یی ستن ماننده د۲۰-۲۵ سانتی مترو پوری اوږودوالی او ۱.۵-۲ سانتی متره پوری پلنوالې کوی.د پاڼو ترتیب یی په ساقو کې په متناوب یا alternate شکل ترتیب شوی دی.ګلی سیستم یی د سپيکونو (spicks) په شکل په inflorescence کې ترتیب شوی دی .داپوټي د تخم او Rhizome  په واسطه تکثر کوی  ریښي ډیر ژور په خاورو کې ښخوی ترڅوپه اسنه لمځه لاړ نشی.قهویی ،قرمضی،رنګ کې تخمونه تولیدوی جې د ۲-۳ ملی مترو پوری اوږودوالی او ۱.۵-۱.۸ پږری پلنوالی کوی.ددوی په جنس کې ۳۰ نوعی وجودلری.چې اکثره یی د حیواناتو د تغذیی په منظور یا کرل کیږی او یا په خپله شنه کیږی .

اوربشي

Hordeum vulgar

اهميت اوپيژندنه :

 داوربشو علمي نوم Hordeum vulgar  دي اوپخواني نبات دي چي انسانان په پخواوختوكي دهغه څخه استفاده كوله اوهمدارنګه په پخوا وختونوكي دانسان په واسطه اهلي شوي دي .

روميانوپه پخوا وختونوكي داوربشوڅخه دانرژي په غرض ګټه اخيسته اوحتي په قديمي چين كي دپنځه مقدسوګياوو دجملي څخه شمرل كيږي .

داوربشواصلي منشا معلومه نده خودبعضي منا بعوله مخي داوربشواصلي ټاټوبي شرقي اسيا،غربي چين ،اودهندستان شمالي شرقي برخي دي .

دواويلوف روسي پوه په نظردري جغرافيايي مركزونه داوربشوداولي مبداپه حيث ذكركړي دي چي عبارت دي له شرقي اسيا،افريقا،دخاورنزديك په نامه ياديږي چي اناتولي ،سوريه ،فلسطين پكي شامل دي.

دتجارتي اړخ له مخي داوربشوارزښت دغنموپه نسبت كم دي نوپه همدي دليل سره په هغه مناطقوكي چي دغنمو دمحصولاتودتوليد لپاره په ښه توګه كافي نه وي كرل ګيږي .

اوربشي چي دداني دتوليد په منظوركرل كيږي دانسانانوپه تغذيه كي ژور رول لري اوهمدارنګه ارزښت يئ دعلوفي له مخي دغنموپه نسبت زيات دي اودشني علوفي په منظورپه جلا يامخلوط ډول كرل كيږي .

داوربشوآبياري

اوربشي د هغه نباتاتودجملي څخه دي چي داب اوهوا په مختلفو شرايطو كي روشد اونموكول اوهمدارنګه په شمالي نيمه كره اوجنوبي نيمه كره كي په مختلفواقليموكي كرل كيږي .

اربشي دغنمو په نسبت دوچكالي اوامراضوپه مقابل كي مقاومت لري همدارنګه اوربشي دخپلي بقالپاره په مناسبووخت اوبوته ضرورت لري.

داوبوكموالي داوربشودروشداونموپه هره مرحله باندي منفي اغيزه لري اوهمدارنګه دګل كولوپه مرحله اودداني دتړلوپه مرحله كي داوبوكمبوداوربشي دداني دكموالي سبب ګرځي .

هغه اوربشي چي په مني كي كرل كيږي بايدد۴ څخه تر۵ ځله اوهغه اوربشي چي په پسرلي كي كرل كيږي بايد دريځله اوبه وركړل شي داوبو دكمبودتاثيرات داوربشي په دانه باندي په لاندي ډول سره دي .

A: دنمودسرعت كميدل.

B: دودي چټك دريدل.

C: ناشی تلفات اونور.

داوبوپه موجوديت كي داوربشوحاصل په لاندي شكل كي په څرګند ډول ښكاره كيږي.

جو

يولاف

Avena sativam

ديولافو اهميت:

ديولافوعلمي نوم Avena sativam  : دي چي ديولافودداني څخه په امريكا كي اوهمدارنګه په نوروځايوكي داسانو په تغذيه كي تري كاراخيستل كيږي .

ديولافوپه دانه كي د Avenine ماده وجودلري چي داسانودعصبي سيتم دتقويت لپاره استعماليږي دهمدي لپاره داوربشوپه مقايسه ديولافوڅخه په زياته پيمانه كاراخيستل كيږي .

همدارنګه ديولافوڅخه په مستقيمه توګه دانسان په تغذ يه كي په كمه اندازه كاراخيستل كيږي .

كله چي ديولافوداني اړه شي دنوروموادوسره يوځاي كيږي اودحيواناتودتغذيي لپاره په كاروړل كيږي .

دبله طرفه ديولافوڅخه دوچ شوي واښه په ډول هم كاراخيستل كيږي په امريكا كي ديولافوڅخه دQuick په نامه ماده لاس ته رځي اودهغه څخه دسهارپه ناشته كي دخوندوري طعمي په حيث استفاده كيږي.

يولاف كولاي شوچي تنهااومخلوط ډول دباغليوسره دشني علوفي په منظوروكرودغذايئ ارزښت له مخي يولاف درلودونكي دپروتيني موادو ،چربي موادو،اوويټامين E اوB لرونكي دي .

لاندي جدول ديولافواوبعضي نوروغله يي نباتاتوارزښت بيانوي چي په ۱۰۰۰ ګرامه دانه كي داوبو،پروتين،شحميات،كاربوهايدر يت،اومعدني موادپكي ښودل شوي دي.

 غنم ګرامجوارګرامجودرګراميولاف ګرام
اوبه۱۳۲۱۱۷۱۳۷۱۳۰
پروتيني مواد ۱۰۶۱۱۶۱۲۶
چربي مواد۲۰۲۱۱۷۹.۷۰
كاربوهايدريت۹۳۷۱۸۶۹۰۸.۱۵
سلولوژ۲۰۵.۱۵۲۱۸.۱۵
معدني مواد۱۸۵.۲۲۱۹۵.۲۸

آبياري

يولاف يوله هغه نباتاتوڅخه دي چي ډيرلږمقداراوبوته ضرورت لري دژوند په ټول دوران كي اوبوته ضرورت لري .

هغه سروي چي شويده يولاف دجواني دتوليدلپاره % ۴۰ اوبوته ضرورت لري اوهمدارنګه سروي ښودلي ده چي Shanty چي په سلوكي يوكيلوګرام وچ مواد ۵۸۳ ليتره اوبه لري.

جودر

Secale cereal

جودردهغه غله يي نباتاتو دجملي څخه دي چي په رياته اندازه سره په اروپا كي پيداكيږي اوپه اروپاكي د غذا دتهيه كولوپه منظوراستعماليده.

دجودردكرلوسطحه په څوورستيولسيزوكي مخ په كميدوده چي يوازيني علت يي دغنموپه نسبت دجودوردحاصلاتوكمبوددي .

همدارنګه جودردحيواناتودتغذيي لپاره دشني اووچي علوفي په منظورهم استعماليږي په بعضي وختونوكي دباغ لرونكوميوو سره هم يوځاي كرل كيږي هغه هيوادونه چي په زياته اندازه سره جودرتوليدوي عبارت دي له روسيه،جرمني،چكسلواكيا،فرانسه، امريكا ،بلغاريا اونوروڅخه .

جودرپه زياته اندازه سره پروتين لري اودجودروڅخه كولاي شو چي الكول ،نشايسته ،اګلوكوزجوړكړو.

دجودرساقه ۱۴۰-۱۹۰ سانتي متره پوري په تغيركي ده اودجودرپاڼي دغنموپه ډول تيري اونوكداره دي.

اږدن

Millite

اږدن مختلف جينونه لري چي معمولي اږدنوعلمي نوم Panicum miliaceum دي چي زمونږپه هيوادكي هم كرل كيږي .

اږدن يونوعه بوټي دي چي درلودونكي دډيروكوچنيودانواودغلاتو په مينځ كي دلومړنيوغلودانوپه مينځ كي مشهوردي نوموړي نبات په ګرموسيموكي كرل كيږي .

اږدن په چين،روم،يونان ۲۶۰۰ كاله مخكي له ميلادڅخه كرل كيدل زمونږپه ګران هيواد افغانستان كي دكندهار،ننګرهار، كندوز په ولايتوكي كرل كيږي .اږدن په ځيني اورپايي هيوادونوكي دډيرپخوا څخه دانسانانوحيواناتواوالوتونكودغذالپاره ورڅخه استفاده كيده اوكله چي دكچالوكرهڼه په اروپاكي زياته شوه داږدنو سطحه مخ په كميدوراغله اوخپل اهميت يي دلاسه وركړ.

اب اوهوا

اږدن يوځانګړي نبات دي چي په ګرموسيموكي شنه كيږي اودتندي په مقابل كي زيات مقاومت لري اږدن نظرنورغله جاتوته لږرطوبت خوښوي .

داږدنوتخم دنش وهلوپه وختكي ۲۵% دداني دوزن اوبوته ضرورت لري دواويلوف له نظره اږدن دوچوالي په مقابل كي مقاومت لرونكي نبات دي اواږدن دنوي جواني دښكاركيدوڅخه بيا دانټرنوډتراوږديدوپوري وچوالي تحمل كولاي شي مګردخاښو  اخري مرحلي څخه بيا دداني ترجوړښت پوري وډيررطوبت ته ضرورت لري. هغه عوامل چي دودي اونمولپاره موثردي په لاندي ډول دي.

۱- تودوخه   ۲- روښنايي اولندبل

تودوخه :اږدن بايدپه هغه سيموكي وكرل شي چي معتدله اب اوهوالري چي حداقل دمحيط دحرارت درجه په شاوخوا ۱۷ درجي دسانتي ګراد بايدوكرل شي دنش وهلولپاره په خاوره كي دتودوخي درجه بايد ۱۰-۱۲ درجي دسانتي ګراد وي.

د كونـځلـــي نباتـــي خصــوصـيات

د كونځلي علمي نوم   Sesamum  indicum  څخه عبارت دي . او كورنې نوم ئي    Pediliaceae  دي او يو كلن واښين نبات دي يعني Annual Herbaceous Oil Seed Crop  دي.

دنخودوپيدايښت

  1. دنخودوپيدايښت لرغوني  تاريخ  لري  او وحشي ډول يي                                     (Wild prototypes) نوميږي خوهيڅکله ليدل شوي ندي نخود ديونانيانو اوروسانو لخوا روزل کيدل ځيني مورخين پدي عقيده لري چي يولرغوني مصري بوټي دي چي په (١٤٩ ق م ) کال کي تر روزني لا ندي وو او داسي ويل کيږي چي لرغونو خلکو دنخودو ،مټرو او مشنگو ترمنځ دقيق تشخيص نشو کولي له دي کبله دا سخته بريښي چي پدي پوه شو چي تاريخي  اسناد دکوم يو ددي دري نباتاتو په باره کي ليکل شويدي
  2. شواهد څرگندوي چي دنخودو چي علمي نوم يي Pisum  sativuw  دي پيدايښت ټاټوبي  يي منځني اسياده ، تازه نخود (Garden  pea ) په منځني آوشمآلي آروپآکي په منځني  دوروکي روزل کيده په انگلستان کي نخود په ١١ پيړي کي خورا مهم زراعتي محصول وو

لوبيا وي (Beans):

          د مټرو څخه پرته ټول ليګيومي سبزيجات د لوبيا په اقسامو کي شامليږي، ټول اقسام د لوبيا د leguminaceae کورنۍ پوري اړه لري اودRoot nodules  (د ريښو غوټي) کي اتموسفير نايتروجن د نصب کولو قابليت لري. د لوبيا نازکي غوزي (پلي) , شنه تخمونه اوياوچ  تخمونه د سبزيجاتو په ډول استعماليږي اويا وچ تخمونه د Pulse (دانه باب)په ډول استعماليږي،که ځه هم دcluster bean،dolichos beanاوbroad beanوچ تخمونه دسبزيجاتو په ډول نه پخيږي . د لوبيا شنه بوټي د حيواني غذا او شني سريgreen manure  په ډول استعماليږي د لوبياؤ زيات شمير کرل کيدونکي ډولونه دجود لري خو Cluster bean, French bean, Cow pea,  او Dolichose bean د اقتصادي اهميت له مخي په پراخه توګه کرل کيږي. په هندوستان کي0.45 m hec ساحه د لوبياؤ د کر لاندي ده او د 0.39 m t متريک ټن په اندازه حاصل ورکوي. د لوبياؤ مهم ډولونه د بوتانيکي نوم او کروموزونو د تعداد له مخي په لاندي جدول کي ترتيب شوي دي.