د مونوګراف ټاکنه

د مونوګراف او نورو څېړنېزو کالبونو د سرته رسولو په مراحلو کې يو اساسي کار د محقق لپاره د يوې ښې موضوع پيدا کول دي، خو د موضوع پيدا کول او انتخابول اسان کار نه دى.

يو عالم وايي: (د تحقيق په مدارجو کې تر ټولو مهم کار د موضوع انتخاب دى، که چېرې يو څېړونکى له خپلې خوښې، خپلې علاقې او خپل صلاحيت سره سم موضوع انتخاب نه کړي، نوڅېړنه به یې کله هم بشپړه نه شي، که چېرې بشپړه هم شي، خو ګټه او نتايج به ترې ترلاسه نه شي.

د څېړنې موضوع بايد د څېړونکي له خوا پيدا شي او د علاقې وړيې وي، هېڅکله دې څېړونکى د بل په خوښه موضوع ته په تحقيق کولوکې زړه نه ښه کوي.

څېړونکى د تحقيق په هر ډول (مقاله، رساله، کتاب، مونوګراف، تيزس او ډيزرټيشن) کې د خپل علمي صلاحيت په نظر کې نيولو سره موضوع انتخاب کړي او دهر څېړنېز ډول کميت هم د موضوع سره رابطه لري. ډيزرټيشن کې يوه موضوع جدي څېړل کېږي او د کيفيت او کميت په لحاظ هم د نورو تحقيقي ډولونو سره فرق کوي، نو ډيزرټيشن او مونوګراف د موضوع انتخاب بايد سره توپېر ولري.

يوعالم وايي: (د څېړنې موضوع د اساس او محور حيثت لري. محقق بايد تر هغې د دې محور شاوخوا ته وګرځي، چې له موضوع سره انس او الفت پيدا کړي او د موضوع په هر اړخ له زيات فکر او دقته کار واخلي ، تر دې چې د هماغې موضوع د انتخاب فيصله وکړي او د خپل تحقيق موضوع يې وټاکي.

د تحقيق له موضوع سره د څېړونکي ذهني او فکري هماهنګي او د زړه تړاو ضروري دى، تر هغې چې ذهن په طبيعي ډول پر ټاکلي موضوع کار ته اماده ګي ونه لري، موضوع بايد انتخاب نه شي.)

هر څېړونکي ته ضروري ده، چې د تحقيق لپاره داسې موضوع وټاکي، چې علاقه ورسره ولري يا د انتخاب شوې موضوع په هکله مخکې له مخکې ضروري مواد او ګټور معلومات موجود وي.

د محقق لپاره د موضوع په انتخاب کې د کار کولو(څېړنې)علمي او فکري قوت او صلاحيت مهم دى. علم درياب دى او يو انسان د نړۍ په ټولو علومو نه شي پوهېداى د يوې ځانګړې څانګې په هکله هم يو محقق نه شي کولى چې په ټولو خواوو يې پوه شي.

د پښتو ادبياتو يو لارښود نه شي کولاى، چې ادبپوهنه، ژبپوهنه او ادب تيوري په برخه کې د ښې څېړنې صلاحيت ولري، نو له همدې امله محقق بايد په يوې خاصې برخې تحقيق کولو ته زړه ښه کړي، ترڅو چې د موضوع د انتخاب ښه حق ادا کړي.

موضوع بايد نه ډېره محدوده او کوچنۍ وي او نه ډېره لويه او پراخه وي، د هر تحق…