مصنوعي چوچه کشي( د چرګوړو مصنوعي تکثر). ز


فـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت

شماره موضوع صفحه
ا سرېزه ا
ب تاريخچه ب
١ د هګيو څخه دچرګوړو توليد
الف : په مصنوعي توګه توليد
ب: په طبيعي توګه توليد
٢ د چوچه کشي په دورآن کي د مآشينونو آدآره آو تنظيم
٣ دچرګوړو وېستلو د ماشېن تخنيکي سامان الات
٤ دبچي وېستلو هګې
٥ دچوچه کشۍ د هګې انتخاب شرائط
٦ چرګوړو وېستلودهګې ذخېره اوساتنه
٧ دهغه هګېوتعقيم چه دبچيوپه خاطر استعمالېږي
٨ دضدعفونې کولو مواد
٩ دچوچه کشې دهګېو بيولوژېکي ارزښت
١٠ هغه عوامل چي په چوچه کشې باندي اغيزه لري
١١ په هګې کي دجنېن انکشاف
١٢ وروسته د چوچه کشې څخه د ماشين تعقيم کول
١٣ نتېجه ګېري
١٤ ماخذونه

بسم الله الرحمن الرحيم

ســــــــــــــــــريـــــــــــــــــــــزه
څرنګه چي افغا نستان يو زراعتې هيواد دي او د دي هيواد (٨٠%-٨٥%) نفوس په کرنه او مالدارۍ باندي بوخت دي نبا تات او حيوانات دغذايي موآدو مهمي منآبع دي نباتات آو حيوآنآت غذآيي موآد په خآصه توګه پروتين چي د انساني غذا لويه برخه جوړوي توليدوي حيواني پروتين د مختلفو حيواناتو او چرګانو څخه په ﻻس راځي . چرګان پروتين د غوښي آو هګۍ په ډول انسان ته برابروي همدا دليل دي چي نن په نړي کي دچرګانوروزني ته خلک د يو جدي ضرورت په توګه ګوري اوددي ضرورت د رفع کيدو په خاطر د چرګانو فارمونه جوړوي. مرغداري د خپل اهميت اوهغه ته دضرورت له مخي نن سبا د يو غټ صنعت شکل اختيار کړيدي اودنړي اکثره انسانان په دي شغل بوخت دي . ددي صنعت اساس اوشروع د مصنوعي چوچه کشي په شکل رامينځ ته شو اوهغه د چرګانو د پرآخه توليد لپاره يواځيني لاره ده . داچي زمونږ د وطن اب وهوا د چر ګانو روزني لپاره مساعده ده اوله بلي خوا مونږ پروتيني غذا ته ډير ضرورت لرونو لا زمه ده چي د مالداري صنعت ته زمونږ په ملک کي پراختيا ورکړل شي اودچوچه کشي ماشينونه هيواد ته وارد شي ترڅو له يوي خوا خلکو ته دکار زمينه برآبره اوله بلي خوا د پروتين دکمښت ستونزه حل شي . د پورته غوښتنواو دموضوع د اهميت له مخي ما لا زمه وګڼله چي د مصنوعي چوچه کشي تر عنوان لاندي موضوع د يو سيمينار په توګه د لارښود استاد پوهنمل مير حاتم ( نيازې) تر مستقيمي لارښوني او همکاري سره برابر کړم چي دابه په راتلونکي کي ددي مسلک مينه والو لپاره ښه منبع وي.

تــــــــــــــارېــــــــخـــــــــــــــچــــــــــــــــــــــه

په پخواني چين کي څه د پاسه (٢٠٠٠)کاله مخکي د هيلي هګي د چرګوړو و يستلو په خاطر طبقه په طبقه په بيلرونو کي ايښودل کيدې او دحرارت ورکولو د پاره يې د اس د سرې او ذغال څخه يي استفاده کوله کوم حرارت چي د سري د سوځيدو څخه مينځ ته راتلو نو هغه د هګيود ګرموالي سبب کيده.
د چينايانو څخه وروسته مصريانو په چوچه کشي پيل وکړه، هغوي به هګي په مخصوصو کوټو کي چي يو مشترک دهليز به يي درلوده اودپخو خښتو څخه به جوړشوي وواستفاړه کوله، هري کوټي به د (٦٠٠٠)هګيوظرفيت درلوده.د حرارت د توليد لپاره يې دوښو او داوښانو د کود څخه استفاده کوله ، د چوچه کشي په لومړيو يولس ورځو(١١)کي به هګي گرميدلي اود حرارت تنظيم يواځي د چوچه کشي مسؤل شخص د حس کولو په وسيله تر سره کول.
لومړي ځل مصنوعي چوچه کشي د رامور (Reaumur)په وسيله په (١٧٥٠)کال کي ترسره شوه.نوموړي د اس پارو د حرارت توليدولو په منظور استعمالول او په موفقانه ډول يې چوچه کشې ترسره کړه. د چوچه کشۍ اولين ماشين د چارلس سفير (Charles cipher) په واسظه په (١٨٤٤)کال په امريکا کي جوړشو.په (١٩١٨)کال دوکتور اسميت (Dr-s-b-smith)د چوچه کشۍ ماشين يي په نوي اصولوجوړکړ.
په (١٩٢٣)م کال کي د لومړي ځل لپاره د چوچه کشۍ برقي ماشين د امريکا د پترسن کمپني په وسيله جوړاو بازار ته عرضه شو، اوس په نړۍ کي د چرګوړو ايستلو ماشينونه په مختلفو ډولونو او ظرفيتونه موجود دي چي دا مکاناتو سره سم په هر هيواد کي ور څخه استفاده کيږي.
زمونږ هيواد کي هم مصنوعي چوچه کشي اوس رواج موندلي دي دلومړي ځل لپاره دا کار په دولتي سطح ( دولتي فارمونه) اووروسته په شخصي ډول رواج وموند ديادوني وړده چي مصنوعي چوچه کشي زمونږ په هيوادکي تر اوسه پوري ډير عام رواج نه دي موندلي اوپه طبعي توګه داکار په ټول هيواد کي معمول دي توقع ده چي مصنوعي چوچه کشي د طبعي چوچه کشي ځاي ونيسي تر څو د چرګانوتوليدات زيات شي.

دچرګوړود توليد طريقي (Methods of Hatching eggs)
زمونږ په وطن کي دچرګوړو توليد په دوه طريقو سره صورت نيسي
١: طبيعي طريقه يا Natural hatching
٢: مصنوعي طريقه يا د ماشين په واسطه توليد(Artificial hatching or incubation)
١:طبيعي طريقه:
په طبيعي طريقه کي د(١٠-١٢)هګي د کوړکي چرګي لاندي ايښودل کيږي او دهغه څخه بچي (٢٠-٢١) ورځو په موده کي لاس ته راځي.
طبيعي طريقه زمونږ په وطن کي اوس هم ډيره معموله ده خوښاري سيموکي مصنوعي چوچه کۍ ته ورځ په ورځ ځاي پريږدي .
٢: مصنوعي طريقه:
د ماشين په واسطه د چرګوړوتوليد څخه عبارت ده نن ورځ په ټوله پر مخ تللي نړۍ کي دا طريقه په کار وړل کيږي او په مختلف النوع ماشينونه په مختلف سايز او اندازي وجود لري. ددي ماشينونو ډير کوچني يي(١٠٠)او ډير غټ يي تر(٥٠٠٠٠) هګيواوحتي دهغه پورته ګنجايش لري.
د چرګوړو ويستلود ماشين ډولونه:
په پخواني زمانه کي د چرګوړو ايستلو ماشينونو لپاره حرارت د عضوي موادو د سون په واسيله برابريده خو په اوسني زمانه کي د چرګوړو ايستلو لپاره داسي ماشينونه موجود دي چي په هغه کي د چرګوړو ويستلو د ماشين دننه ټول اقليمي شرايط لکه حرارت ، رطوبت ، تهويه اودهګي د خورول په اتوماتيک ډول کنټروليږي .
د چرګوړو ويستلو ماشين بيلا بيل ډولونه لري او په لاندي توګه يي يادونه کوو.
د ساختمان له مخي دچرګوړي ويستلو ماشينونه په دوه ډوله دي.
١: يو طبقه يي ماشينونه (sectional type incubator): په دغه ماشينونو کي حرارت او رطوبت په هغه طبقه کي چي هګي پکي ايښودل کيږي توليديږي . دغه ماشينونه د (٥٠-٥٠٠) هګيو د ځاي کيدو ظرفيت لري او معمولاَ په کليو کي ترينه استفاده کيږي . دغه ماشينونه په تيل خاک سوځولو سره حرارت ورکوي او دحرارت درجه د ترمو ستات په وسيله کنټروليږي رطوبت يي د اوبو د طشت په وسيله چي د ماشين په داخل کي ايښودل کيږي برابريږي تهويه د منفذونو په وسيله چي د ماشين په پورتني او لاندېنۍ برخه کي موجود دي صورت نيسي.
٢: څو طبقه يي يا دوه طبقه يي ماشين(Cabinet type incubator ): په دغه ماشينونو کي حرارت او رطوبت په يوه خانه کي توليديږي او هغو خانو ته رهنمايي کيږي چي هګي پکي ايښودل شوې وي د حرارت درجه، رطوبت ، تهويه د ترمو ستات او هيمي ستات (humistat) په وسيله کنتروليږي.او د مخصوصو سوريو په وسيله د هوا تبادله ترسره کيږي . د هګيو ښورول په ميخانيکي يا اتومات ډول سر ته رسيږي.
ټول ماشينونه د تيل خاک ياد برق په ذريعه فعاليږي او حرارت يي د ګرمو موادو يا ګرمي هوا په وسيله پوره کيږي (Forced drought type) ماشين کي ګرمه هوا د هګي تشطونو ته د پکي پواسطه خپريږي.
د هوا د جريان له مخي د چرګوړو ويستلو ماشينونه په لاندي ډول دي :
١: ميز شکله چرګوړي ويستونکي ماشينونه:
په دغه ماشينونوکي د هوا جريان د ګرمې او سړې هوا د مخصوصه وزن د تفاوت له مخي صورت نيسي.
٢: موتور لرونکي ماشينونه:
په دغه ماشينونو کي د هوا جريان د مخصوصه پکو په وسيله چه په داخل کي د ماشين نصب وي صورت نيسي . د چرګوړو ويستلو ماشينونه ددوو برخو څخه جوړ شويدي.
لومړي برخه يي چي هګي پکي د(١٨) ورځو لپاره ايښودل کيږي د( setter) پنامه ياديږي . اوبله بر خه چي په نولسمه ورځ ورته له setter) څخه هګۍ انتقاليږي او چرګوړي د هګيو څخه پکي لاس ته راځي د ( hatcher ) پنوم ياديږي .
د چوچه کشي په دوران کي دماشينونو اداره او تنظيم
Management of incubators during incubation
١:ضد عفوني کول( fumigation):
د ضد عفوني کولو يواځيني هدف د هغه ميکروب وژل دي چي مرض خپروي . په هغه هګيو باندي چي د بچي ويستلو لپاره استعماليږي تاثير يي کم کړاي شي او دبچي ويستلو ماشين دبکتريا اونورو ژونديو اورګانيزمونو څخه پاک کړاي شي . هغه مواد چي ددي لپاره استعماليږي هغه دفارم الديهايد او پوتاشيم پرمنګنيت څخه عبارت دې.
formaldehyde=45mg(liquid)
potasium permangate =30mg ( liquid)
٢: د بچي ويستلو ماشين برابرول:(leveling of the incubator)
که چيرته د بچي ويستلو ماشين په يوه اندازه برابر نه کړاي شي نو په زړه پوري نتيجه لاس ته نه راځي .لکه څرنګه چي په چوچه کشي کي رطوبت مهم رول لري په همدي اندازي سره د ماشين په يوه اندازه برابرول پکار دي او هګۍ بايد په صحيح توګه پکي کيښودل شي.
٣:دچوچه کشي دماشين د هواتبادله (Regulating incubator):
د چوچه کشي په ماشين کي د هوا جريان بايد په مناسب مقدار سره صورت ونيسي او دترماميتر په واسطه وکتل شي او کنترول شي چي زياته يا کمه هوا خارج يا داخل نه شي .
٤: دهګيو ځاي پر ځاي کول (Placing eggs)
د چوچه کشي په ماشين کي هغه القاح شوي هګي ايښودل کيږي چي ښه جنسيت ولري او دقطارونو په مينځ کي په داسي حالت کي وي چي دهګي پنډه برخه د ماشين لاندي خواته وي او هګي بايد دسهار په وخت کي په ماشين کي کيښودل شي او په همدغه وخت کي معاينه هم وشي.
٥: د حرارت ددرجي تنظيم کول يا اداره کول( Regulating temperature)
د يو کاميابه بچي ويستلو طريقي لپاره مناسبه دحرارت درجه بايد د ماشين په مابين کي تهيه يابرابر کړل شي. د بچي ويستلو په ماشين کي بچي ويستلو لپاره په اوله هفته کي بايد (١٠١) فارنهايت ، او په دوهمه هفته کي (١٠٢)فارنهايت او په دريمه هفته کي (١٠٣) فارنهايت وي او بيا تر اخيره پوري بايد دوام پيداکړي.
٦: دتازه اکسيجن برابرول (Regulating ventilation):
جنين دخپل انکشاف لپاره تازه اکسيجن اخيستلو ته ضرورت لري چي ژوندي پاتي شي که چيرته اکسيجن ورته په پوره اندازه ونه رسيږي نو هغه خپل ژوند دلاسه ورکوي.
٧:د رطوبت کنترولول (Regulating moisture):
د بچي ويستلود يوي کاميابي او په زړه پوري حاصل راوړلو لپاره د رطوبت تنظيم کول اوهغه په يوه اندازه ساتل ډير ضروري دي . که چيرته درطوبت اندازه کمه شي نو دهګۍ په مينځ کي رطوبت کميږي اودبچي کيدوقدرت دلاسه ورکوي يا کميږي.
٨:د تيلو پواسطه بايد رڼا ورکړل شي(Care of the lamp):
دغه ډيوه بايد نرې او اوږد تار (پلته) ولري تر څوپوري چي دادبچي ويستلو دوران پوره سر ته ورسيږي . اوداډيوه ورته روزانه بايد روښانه کړل شي.
٩:په ماشين کي د هګيو تاوول(Turning of eggs)
په ماشين کي د هګيو تآوول د بچي ويستلو قابليت زياتوي کم تر کمه هره ورځ هګې بايد څلور ځله وخورول شي . د هګي ښورول ددريمي ورځي څخه شروع کيږي اوتر (١٨) ورځي پوري دوام پيداکوي. اودهغه څخه وروسته ځکه نه ښورول کيږي چي بچي ته ضرر رسيږي .
١٠:د هګى معاينه کول (Testing of eggs)
په ماشين کي هکي بايد د (٧او١٤) ورځو په موده کي معاينه کړل شي ځکه چي القاح شوي او نا القاح شوي هګي پکي وپيژندل شي.
١١:د بچي ويستلو په وخت کي احتياطي تدابير(Care during hatching):
ښه او صحتمند بچي هغه دي چي مخکي د(٢١) ورځو د پوره کيدو څخه د هګي څخه راووځي او دبچي ساتلو کوټي ته انتقال کړل شي او تر هغه وخته به دروازي بندي وي چي بچي توليد شي.
١٢: د بچي ويستلو څخه وروسته احتياطي تدابير(Care of new hatch):
هغه بچي چي د ماشين څخه راوتلي وي بايد په داسي ځاي کي وساتل شي چي هغه ته پکي د(١٨-٢٤) ساعته پوري خوراکه موجوده نه وي او دحرارت درجه په تدريجي ډول سره د (٩٣)فارنهايت څخه (٩٥)فارنهايت ته لوړه کړل شي تر څو هغه وچ شي.
مخکي لدي چي بچي د ساتلو ځاي ته انتقال کړل شي بايد چي پوستکي يي کلک شوي وي او په همدغه وخت کي بايد ډيره توجه وشي چي خشره کاري پکي صورت ونيسي او هغه چرګوړي چي مريض دي اويا هم ضعيفه دي لري کړل شي.
Advantage and disadvantage of Artificial incubation
د مصنوعي چوچه کشي ګتي اوتاوانونه:-
١: ګتي (Advantage ):
الف: په يوه وخت کي ډيري هګي بچي کيږي .
ب: په کوم وخت کي چي وغواړو بچي لاس ته راوړلي شو.
ج: د مور څخه جنين ته د مرض دانتقال مخنيوي.
د: کوړکي چرګي ته پکي ضرورت نشته.
ه: په يو وار سره دطبعي توليد په نسبت زيات توليدات ورکوي.
و: د ډيري فائدي دلاسته راوړلو يوه لاره ده.
٢:تاوانونه (Disadvantage):
الف: زيات رقم يا سرمايي ته ضرورت لري .
ب: مسلکي پرسونل ته لړتيا لري.
ج: په ماشين اعتبار ندي پکار کيداي شي چي په کوم وخت کي خراب شي.
د: کيداي شي ماشين ته مرض را انتقال شي.
ه: د ماشين پواسطه ويستل شوي بچي ته بايد ښه مناسب مصنوعي ځاي جوړشي.
دچرګوړو ويستلو د ماشين تخنيکي او وظيفوي سامان الات
ماشينونه بايد لاندي وسايل ولري:
١: د هګي ايښودلو او تاوولو وسايل: هګي دچرګوړي ويستلو په ماشين کي دلرګي يا قلزي پتنوسونو کي په داسي ترتيب ايښودل کيږي چه پنډه څوکه يي پورته خواته وي . د پتنوسونو جوړښت بايد پداسي ډول وي چي د عمومي سطحي څخه د (٤٥-٥٠) زاويه تاو خوري او د (Steer)په برخه کي نصب وي.
دچرګي هګي په ماشين کي (Setter) (١٨)ورځي ، د فيل مرغ هګي او دهيلي تقريباَ (٢٤) ورځي او د قاز هګي (٢٦) ورځي ښورول کيږي . هګي بايد په هر (١\٢) الي(٢) ساعتونو کي يو ځل وښورول شي . په تيل خاک ماشينونو کي هګي سهار او ماذ يګر يعني په ورځ کي دوه ځلي ښورول کيږي . د چرګوړو ويستلو ماشين د (Hatcher)په برخه کي هګي نه ښورول کيږي ځکه چه جنين په کافي اندازه وده کړي وي اوهګي تاوولوته ضرورت نلري.
٢: د حرارت او رطوبت تنظيمونکي سامان الات:
د چرګوړو ويستلو په ماشين کي حرارت د ترمو ستات پواسطه کنتروليږي د چرګوړوويستلود ماشين داطاق يا(کوټي)حرارت بايد د (١٠-١٢) سانتي ګراد ولري او دماشين داخلي حرارت د(٣٧.٥-٣٨) پوري وي . د چرګوړو ويستلو د ماشين د (Hatcher) د برخي حرارت د( ٠.١- ٠.٢) د (Setter) د برخي څخه کم وي .
په تيل خاک ماشينونوکي (٣٩)درجي سانتي ګراد حرارت د برقي ماشينونو د (٣٧.٥-٣٨) درجي دحرارت سره معادل دي نو بايد مونږ تيل خاک ماشينونو دننه حرارت (٣٩)سانتي ګراد کي عيار کړو ځکه چه د ماشين په ټولو برخو کي حرارت يوشان نه وي.
د حرارت ددرجي د کموالي له امله جنين غير نورمال انکشاف کوي او چرګوړو ويستلو د مودي په دوهمه نيمايي برخه کي د حرارت ټيټوالي ډير مضر تماميږي ځکه چي د نطفي دودي د بطي کيدو سبب ګرځي او چرګوړي ناوخته د هګيو څخه راوزي د حرارت لوړوالي(٤١)سانتي ګراد د جنين دتلف کيدو سبب کيږي.
د چرګوړو ويستلو د کوټي نسبتي رطوبت د (٧٠%-٧٥%) وي او د چرګوړو ويستلو په ماشين کي (٦٠%) (Setter )او د (Hatcher) په برخه کي د (٧٠%-٧٥%) او د چرګوړو ويستلو په اخر کي (٩٠%) او يا د هغه نه ليږ زيات وي د رطوبت کم والي له امله و چوالي رامينځ ته کيږي اود جنين د قشر د معدني موادو څخه ښه استفاده نشي کولاي چي په نتيجه کي کمزورې چرګوړې لاس ته راځي ، زيات رطوبت هم د جين په وده باندي ناوړه اغيزه لري.
٣: دهوا تبادله (تهويه):
د هوا جريان د چرګوړو ويستلو په ماشين کي د مخصوصو پکو پواسطه او يا د هغه منفذونو په وسيله صورت نيسي چي د هوا دداخليدو او خارجيدو دپاره په ماشين کي جوړ شويدي. ددغه منفذونو وظيفه نه يوازي د هوا تبادله ده بلکي د ګازاتو لکه کاربن ډاي اکسايد ، اکسيجن، امونيا او نورو کنترولولووظيفه هم په غاړه لري.
٤: د چرګوړو ويستلو داقليمي شرايطو کنترولونکي وسايل:
ترماميتر او هايګرو ميتر د چرګوړو ويستلو د ماشين مخکي برخه کي نصب وي او د چرګوړو ويستلو د خاص کارګر چه موظف دي د پورته الو پواسطه کولاي شي چي دچرګوړو دويستلو د ماشين اقليمي شرايط کنترول کړي.
٥: د چرګوړو ويستلو د پاره د ماشين اقليمي شرايط:
الف: دچرګو د هګيو څخه د بچيو ويستلو لپاره:
١: حرارت : حرارت د (١٨-١)ورځو پوري (٣٨.٨)سانتي ګراد اود (١٩-٢١) ورځي پوري حرارت (٣٧.٥) پوري وي.
٢: رطوبت : رطوبت د (١-١٨) ورځي پوري (٦٠-٥٥%)او د(١٩-٢١)ورځي پوري (٦٠-٧٥%) پوري وي.
٣: دهګيو تاوول يا ښورول: په عصري ماشينونو کي په اتومات ډول هر يو نيم الي دوه ساعته کي يو ځل هګي تاويږي او په ساده ماشينونو کي د لاس په وسيله هر يو نيم ساعت وروسته دغه کار بايد تر سره شي.

د بچي ويستلو هګي(Hatching egg)
دچرګوړو ويستلو دماشين خام مواد د چرګوړو ويستلو هګي دي چي د بچي ويستلو هګي بايد د هغه نيژادو څخه راټولي شوي وي چي د هغوي نسلي ارزښت د توليداو تکثرله نظره د يو باصلاحيته کميسون له خوا تايد شوي وي.
د چوچه کشي د هګي د انتخاب شرايط:
α: خارجي علايم:
هغه هګي چي دچوچه کشي لپاره استعماليږي بايد د(٥٥)ګرام څخه کم وزن ولري.
٢: د هګيو شکل:
د شکل له مخي هګي بايد لاندي صفات ولري:
الف: د هګيو شکل بايد نورمال ډول (بيضوي )وي .
ب: د هګيو پوټکي بايد درزونه ونلري.
ج:د هګيو پوټکي بايد زيږه او کلسيمي بر امدګي ونلري.
د: د چرګانو او فيل مرغانو هګي بايد ونه مينځل شي او بايد په فارملينو تعقيم شي.
٣: د هګېو پوټکي(قشر):
د هګيو پوټکي بايد نورمال وي نه ډير نازکه او نه ډير کلک وي ځکه چي نازکه پوټکي لرونکي هګي د چرګوړو ويستلو په دوران کي ماتيږي .
د هګيو پوټکي بايد په فضله موادو باندي ککړ نه وي . سره لدي چي زيات تعداد محققين عقيده لري چي د چرګانو هګي که په کمه اندازه په خاورو او فضله موادو ککړ وي بايد ونه مينځل شي ځکه چي د مينځلو په وسېله د پوټکي محافظوي غشاله مينځه ځي اود ميکروبونو دداخليدو د پاره زمينه برابريږي ، اما که چيري هګي زياتي ککړي وي نو د هګي پوټکي د منفذونو د بنديدو سبب کيږي اود هوا او ګازاتو د تبادلي څخه مخنيوي کيږي . پدي صورت کي لازمه ده چي هګي ومينځل شي او بيا په ماشين کي کيښودل شي.
٤: د هګيو ذخيره:
کومي هګي چي د چرګوړو ويستلو په منظور استعماليږي بايد (٧) ورځي څخه ډيره موده ورباندي نه وي تېره شوي.او تازه وي که چيري ورځي زياتيږي نو د بچيو ويستلو فيصدي يي کميږي.
b: د چوچه کشي د هګيو داخلي علايم او نښي:
١: هوايي کڅوړي: دغه کڅوړي بايد دهګي په پنډه څوکه کي غير متحرکه او سالمه وي او دچرګي په هګي کي يي لوړوالي يا ضخامت (٥) ملي متر ته رسيږي.
هوايي کڅوړه په تازه هګي کي وړوکي وي او په زړه هګي کي غټه او لوړوالي يي د پورته اندازي څخه زياتيږي . همدارنګه په ګرمه هواکي د هوايي کڅوړي ضخامت
زياتيږي ځکه چي د هګي اوبه تبخيريږي او هوايي کڅوړه لويږي.
٢: د هګي ژيړ:
د هګي ژيړ د هګي په مينځ کي واقع وي اود خو ځولو په وخت کي بايد ليږ حرکت وکړي . هرڅومره چي دژيړو او سپينو حرکت زيات وي په هماغه اندازه د چرګوړي ايستلو قدرت کم وي.
٣:د هګي سپين :
د هګي سپين غليظ وي او په قاب کي د اچولو په وخت کي طبقه په طبقه توي شي همدارنګه د هګي په داخل کي لږ حرکت ولري اودهګيو سپين شفاف وي . دويني داغونه او اجنبي اجسام ونلري.
د الوتونکو په بيلابيلو ډولونو کي د چرګوړو ويستلو (Incubation) وخت يا موده په لاندي توګه جدول کي ذکرکوو.
شماره دالوتونکومختلف انواع د چرګوړودويستلو وخت په ورځ باندي دهګيوښورول په ما شين کي په ورځ کي د هګي ا وسط وزن په ګرام
١:
٢:
٣:
٤:
٥:
٦: چرګه Hen
مرغاوي Duck
قاز Goose
کوتره piogion
فيل مرغ turkey
شاخ لرونکي چرګ
Guinea fowl ٢١
٢٨

٣٨-٢٩
٢٠-١٨
٢٨
٢٦-٢٨ ١٨
٢٤

٣٠-٢٦
٠
٢٤
١٤ ٥٨
٨٠

٢٨٥
١٨
٨٥

٥٠

د چرګوړو ويستلو هګي زخيره او ساتنه:
د چر ګانو هګي هر څومره چي د زيات وخت لپاره زخيره او وساتل شي په همغه اندازه يي د چرګوړو ايستلو خاصيت يا قدرت کميږي . د بچيو ويستلو هګي ذخيره او ساتني لپاره لاندي فکتورونه په نظر کي ونيول شي.
١: حرارت درجه: د هګيو د زخيري په وخت کي د حرارت درجي زياتوالي له امله د هګيو رطوبت کميږي او د چرګوړو ويستلو قدرت کميږي . د بچيو ويستلو هګي بايد د (٨-١٢)درجه حرارت کي وساتل شي.
٢: رطوبت : په کوم ځاي کي چي د بچيو ويستلو هګي زخيره کيږي هلته بايد رطوبت د(٥٥-٧٥%) وي . د رطوبت کموالي د بچيو ويستلو قدرت کموي.
٣: تهويه: په زخيره ځاي کي بايد تهويه صورت ونيسي او دلمر وړانګي مستقيماَ په هګيو باندي ونه لګيږي.
٤:د زخيرې موده: د بچي ويستلو په هګيو باندي (٧)ورځو پوري ډيره موده تيره نشي که له دي څخه ورځي زياتيږي د بچيو قدرت يي کميږي ،ويل شوي چه تر چلورو هفتو پوري د هګيو زخيره کول د چرګوړود وتلو قدرت له مينځه وړي.
يادونه: که چيري يخچال وي نو بايد يخچال کي د (٤.٥) سانتي ګراد حرارت کي هګي زخيره شي اوکه يخچالونه نه وي لازمه ده چي د هګي د خاوري په کټو کي زخيره او کټوؤ شاوخوالمده تاري بوجي تاوکړاي شي او وخت په وخت بوجي د اوبو په وسيله مرطوبه وساتل شي.
٥: د زخيري په وخت کي د هګيو ښورول: که چيري هګي د زيات وخت لپاره په يو حالت کيښودل شي نو د هګيو ژيړ دهګي په يو طرف کي جمع کيږي او دوخت په تيريدو سره رطوبت د لاسه ورکوي او په نتيجه کي د چرګوړو ويستلو قدرت يي کميږي . د هګيود ساتلو په وخت کي هګي تر يوي هفتي پوري ښورولو ته ضرورت نلري اماکه ورځي يو ځل وښورول شي غوره ده که چيري د يوي هفتي څخه زياتي ورځي تيري شي نو حتمي ده چه هګي په ورځ کي څوځلي وښورول شي.
د چرګوړو ويستلو د هګيو د سته بندي ، زخيره اوحمل ونقل:
د چرګوړو ويستلوهګې په هغو مخصوصوځايو کي چه سر يي تړل کيږي او مخکي د هګي ايښودلو څخه پاک او تعقيم شوي وي ، ځاي په ځاي کيږي. په هغه وسايلو کي چي د بچيو ويستلو هګي اننقاليږي بايد فلزي وي تر څو وکولاي شي چي د بچي ويستلو هګي د سختو ټکانونو او نورو حوادثو څخه وساتي. د حمل و نقل و سايل هم بايد مخکي پاک اوتعقيم شوي وي:
د هغه هګيو تعقيم چه د بچيو په خاطر استعماليږي:
اکثر وخت د بچي ويستلوهګي په زيرمه ځاي کي د فارم الديهايد د بخارپه وسيله تعقيم کيږي او يا دا چه په مستقيم ډول د بچي ويستلو په ماشين کي ضد عفوني کيږي. اکثره مؤلفين د يو متر مکعب تعقيم کيدونکي ساحي د پاره (٢٠)ګرام پتاشيم پرمنګنات(k2Mno4) او (٣٠)سي سي فارم الديهايد (فارملين ) د يو کم مقدار اوبو سره توصيه کوي. ددغه موادو په استعمال سره د (٢٠-٣٠) د قيقو پوري هګي ضد عفوني کيږي.
د ضد عفوني کولو مواد(Disinfectants)
ضد عفوني کونکي مواد عموماَ په دوه ډوله دي.
١: کيمياوي ضد عفوني مواد.
٢: فزيکي ضد عفوني مواد.
١: کيمياوي ضد عفوني کونکي مواد: د کيمياوي ضد عفوني کولو او مختلف ډولونه په تجارتي شکل وجود لري چي د هغوي څخه په لازم وخت کي استفاده کيږي.
يو ضد عفوني کيمياوي ماده بايد لاندي اوصاف ولري:
١: د قيمت له نظره ارزانه وي.
٢: په اوبو کي په اساني سره د حل کيدو وړوي.
٣: دانسان او حيوان لپاره بي ضرره وي .
٤: د چرګانو ساتلو په وسايلو باندي د تخريب اثرونلري.
٥: د هوا په داخليدو سره په چټکي خپل اثر د لاسه ورنکړي.
٦: مسموم کونکي نه وي.
٧:دهـګۍ او غوښې په انساجو کې داحساس وړ نه وي.
٨: داستعمال لپاره په اسانۍ اماده شي.
٩: بد بويه نه وي او ناروغيو په اکثره عواملو باندې موثروي.
١٠:د چټک اثر لرونکي وي او دهغوئ د نفوز قابليت زيات وي.
د ضد عفوني ټول مواد چې په تجارت کې تهيه او مصرف کېږي له عيب څخه خالي نه وي،او پورته ټول اوصاف نه لري خو کوښښ بايد وشي چې داسې ماده انتخاب شي چې ذکر شوي اوصاف په اعظمي توګه ولري.
د ضد عفوني کيمياوئ مواد په لاندې ډول ذکرکوو.
١: اوبه نارسيدلې چونه( کلسيم اوکسايد)
اوبه نه رسيدلې چونه د ضد عفوني کولو ماده ده چي د چرګانو د وزن اکثره فارمونوکي د هغه څخه استفاده کېږي . دغه ماده د چرګانو د روزني په فارمونوکي په زياته اندازه دديوالونو په کنجونو کي ضد عفوني کول اوهم دکوټي ديوالونه او فرش د سپينولولپاره استعماليږي.
داچې دغه ماده سوزنده ده چرګان په هغه وخت کي چي د کوټي ديوالونه او فرش د چوني په وسيله مرطوب وي ،لري وساتل شي.
اوبه رسيدلي چونه (کلسيم هايدرو اوکسايد): په نسبي توګه ضد عفوني کونکي ده اوهغه وخت باکتريا وژونکي ارزښت لري چي سل کيلو ګرام د بستر په يو ټن موادو کي مخلوطه شي او دغه مخلوط د سپورليشن ، اسکاريد يا ګالي چينجي څخه مخنيوي کوي.
٢: سوديم هايدرو اوکسايد يا کاسټک سوډا(Na oH):
يوه ښه ضد عفوني ماده ده د (٢-٥) فيصده محلول يي په ګرمو يا جوش اوبو کي مصرفيږي دغه ماده يو عالي باکتر يا وژونکي اثر لري او په مختلفو درجوپه سپورلرونکي باکترياواو اکثره ويروسونو باندي موثره ده. د چوني پودر د مرغانو ساتلو فارم په اکثره برخو اوهم د کوټي په فرش باندي استعماليږي –په اساني سره او ارزانه لاس ته راځي اما د غه د چوني پو ډر په سپور باکتريا ؤاو هم يو تعداد ويروسونه د مينځه وړي.
٣:سوديم کاربونيټ(Na co3):
د مرغ ساتلو دوسايلو د ضد عفوني کولو لپاره معمولاَ د (٤%) په اندازه استعماليږي .
٤:کريزول (cresol):
دغه ماده نسبت فينول ته کمه زهري ده او د ضد عفوني کولو قدرت يي د فينول دري برابره ده . دغه ماده په اوبوکي د (١:٢)په تناسب د حل کيدو وړ ده او معمولاَ د هغه دوه فيصده محلول د کوټي داحاطي د ضد عفوني کولو، د مرغانو د حمل و نقل وسايل د ضد عفوني کولو لپاره استعماليږي.
٥: فارم الديهايد(ch2o):
فارم الديهايد هغه ګازدي چه په تجارت کي (٤٠%) محلول داوبو سره (٣٧%) وزن فارملين موجود دي. د (١٠%) فارملين محلول داوبو سره (٤%) دفارم الديهايد محلول د ضد عفوني کولو په منظورد اسپري په توګه استفاده کيږي . د فارم الديهايد په يو ليتر چي دوا پاشي کيږي د(٤-١٠) ميتر مربع ساحه ضد عفوني کوي.
فارم الديهايد چې په تجارت کي د پارافارم الديهايد په نامه ياديږي اودپوډر په شکل وي هم داستفادي لاندي نيول کيږي. د فارم الديهايد په وسيله دود ورکول هغه محل ته چي تړلي (بند) ګرم او مرطوب وي ډير اغيزمن تماميږي په دي صورت کي په زړه پوري د حرارت درجه د(١٨-٢١) درجي سانتي ګراد اورطوبت نسبتي د(٧٠%) څخه زيات وي.فورمالين سوزنده بوي لري او د بدن په جلد باندي دوچوالي اثرلري. همدارنګه دمرغدارۍ په وسايلو باندي تخريشي اغيزه نلري. دفورمالين د ګاز په وسيله د چرګوړو وييستلو ماشين ،اوبه سکل ،البسه او هغه لوښي چي د نورودواګانو په وسيله نه ضد عفوني کيږي. ضد عفوني کول يي اغيزمن تماميږي .
معمولاَ د چرګوړو ويستلو ماشين د فورمالين دبخار په وسيله ضد عفوني کيږي،داسي چه د فورمالين لازم مقدار د پتاشيم پر منګنات مناسب مقدارباندي علاوه کيږي اوهغه بخار چي ددي دوو مادو د ترکيب څخه پيداکيږي ، د ماشين داخلي فضا ضد عفوني کوي معمولا د فورمالين مقدار د پتاشيم پر منګنات دوه برابره دي.
دفورمالين د بخار په وسيله د چرګوړو ويستلو د ماشين ضد عفوني کولو طريقه:
ددي هدف لپاره (١٧.٥)ګرامه پتاشيم پرمنګنات د (٣٥)سي سي فورمالين سره په داسي ډول علاوه کووچه : لومړي پتاشيم پرمنګنايت د يو لوښ په داخل کي اچوواو وروسته د فورمالين لازم مقدار په هغه باندي ورعلاوه کوو، بيا ذکر شوي لوښي د ماشين په داخل کي ږدو او دماشين ټول منفذونه بندساتو . پورتني مقدار د(١٠٠)فټ مکعب يا (٢.٨)متر مکعب ساحي لپاره کفايت کوي.
د بخار ورکولو کم وخت لس دقيقي بايد وي او زيات يي نيم ساعت دي ،وروسته د بخار ورکولو څخه خصوصا د چرګوړو ويستلو کوټه چي ټولي دروازي يي بندي وي ، د (٢٤) ساعتو لپاره او حتي ددوو ورځو لپاره بسته وي ، او وروسته د هغه يي تهويه تر سره شي.
په هغه کوټي کي چې چرګوړي ساتل کيږي بايد د چرګوړودراوړلو څخه مخکي د فورمالين د ګاز په وسيله ضد عفني شي اود بخار ورکولو په وخت کي دروازي وتړل شي او دچرګوړو دراوړلو څخه دوه ورځي مخکي د کوټي دروازي خلاصي شي تر څو د کوټي داخلي هواد تهويي په وسيله پاکه شي.
٢:فزيکي ضد عفوني کونکي(Physical Agent):
١: دلمر د شعاع او ماورايي بنفش يا اولتراويو ليت (Ultra ulete ) د لمر د شعاع په مستقيمه توګه په ميکرو اورګانيزمونو باندي اغيزه کوي. بايد ټول وسايل او مواد د لمر شعاع ته د ضد عفوني کولولپاره کيښودل شي. دهمدي امله بايد دمرغ ساتلو ساختمان مخ په لمر جوړ شي تر څو وکولاي شي د ناروغي توليدونکي ميکرواورګانيزم ناوړه اثر کم کړي.
٢: حرارت (Heat):
په زياتره وختونو کي دحرارت په وسيله ضد عفوني کول نسبت کيمياوي موادو ته ترجيح لري. د حرارت په وسيله ضد عفوني کول په دوو طريقو صورت نيسي.
الف:د مرطوب حرارت په وسيله ضد عفوني کول:
د ټولو ککړ شويو وسايلو جوشول د (١٥) درجي سانتي ګراد کي د(٢٠) دقيقو په موده کي ټول ژوندي موجودات اود ميکرمبونو سپورونه له مينځه وړي.
ب:دوچ حرارت پوسيله ضد عفوني کول:
دوچ حرارت په وسيله دککړ شووموادو سوزول او ناروغي توليدونکي عامل د مينځه ځي . ککړ شوي سامان الات چه داور اخيستلو وړنه وي د چراغ شغله پاستورکوره (کم تر کمه د يو ساعت لپاره د(١٦٠٠-١٨٠٠) حرارت درجه کي ذکر شوي وسايل ضدعفوني کيږي.
دچوچه کشي د هګيو بيو لوژيکي ارزښت:
د بچيو ويستونکي د هګي بيولوژيکي ارزښت معيار د نطفي درلودلو خاصيت ده چي د ايښودل شويو هګيو څخه د رڼا په وسيله د هګيود لومړني معايني په وخت کي د ژونديو نطفو د تعداد په وسيله ټاکل کيږي.
د بچي کيدوفيصدي د چرګوړوشمير x ١٠٠
په ماشين کي دايښودل شووهګيو شمير
د حقيقي بچي کيدو فيصدي د چرګوړو شمير x١٠٠
د نطفه لرونکو هګيو شمير
ځيني خلک د بچي کيدلو فيصدي د چرګوړو د شمير او په ماشين کي د ايښودل شوؤ هګيوو د شمير د نسبت څخه محاسبه کوي چي دغه محاسبه دبچي کيدو فيصدي له نظره صحيح نه ده.ځکه چي يو شمير هګي چي اوله ورځ په محاسبي کي ايښودل کيږي نطفه نلري نو ددي دليل له مخي بايد دبچي ويستلو په اوومه ورځ د محاسبي په وخت کي د بي نطفي هګيو فيصدي يي وټاکل شي او په وروسپي مرحله کي د بچي کيدلو فيصدي د چرګوړو د شمير او په ماشين کي دايښودل شوؤنطفه لرونکو هګيو د شمير د نسبت څخه محاسبه کيږي چې دغه طريقه صحيح فيصدي راښي.
په عمومي توګه د الوتونکو د مختلفو ډولونو لپاره دالقاح شوؤ هګيو د بچي کيدو قابليت د (٨٠-٩٠%) پوري ده.
هغه عوامل چي په چوچه کشې باندي اغيزه لري:
الف :هغه عوامل چي دبچي ويستلو په هګي باندي تاثير لري عبارت دي له:
١: دوالدينو صحت : دبچي ويستلو لپاره هګي د هغو چرګانو څخه لاس ته راځي چې هيڅ ډول ناروغي ونلري. د چرګانو په روزنه کي معمولا چرګان د پرازيتي ،بکتريايي ، ويروسي او داخلي طفيلي ناروغيو سره مخامخ کيږي. ددي ناروغي عمده تاثير د بچي ويستلو په هګي باندي داوي چه په دي ناروغيو کي د چرګانو د بدن حرارت درجه پورته کيږي اود تخمدان په مجراکي د مينځه تلو سبب ګرځي.
٢: وراثت : د بچيود هګيو کيفيت د وراثت تاثير لاند هم واقع کيږي ، ثابته شويده چه ددورګه چرګانو هګي د نطفه لرونکو او بچي کيدوزيات قدرت نسبت نورو ته نلري.
٣: دوالدينو عمر:دبچي ويستلو لپاره هګي اکثره ددوه کلنو چرګانو څخه لاس ته راځي ،همدارنګه هغه چرګي چي نوي په هګيو راغلي وي اود (٢-٣)مياشتو پوري يي هګي توليد کړي وي ،د هغوي هګي هم دبچي ويستلو په منظورښه نتيجه ورکوي. دنر چرګ عمر د بحث وړنه دي بلکه دبلوغيت نه وروسته چه هر عمر وي د هګي څخه د بچي
ويستلو په قدرت منفي تاثير نلري.
٤:غذا او تغذيه: غذا او تغذيه د بچي ويستلو په هګي باندي زيات تاثير لري دپروتين په زياتوالي سره هګي او ساختمان تغير کوي، سپين يي زياتيږي اود بچي ويستلو پراخير ورځو کي چرګوړي خفه کيږي . په جيره کي د پروتين کم مقدار اودضروري امينو اسيدونو د ناموزنه موحوديت د چرګانو په پچيو ويستلو باندي منفي تاثيرات لري . په جيره کي داستقلاب وړ انر ژي زياتوالي د چرګي د چاغيدو سبب ګرځي او دهګيو په توليد اوبچي ويستلو قدرت يي کميږي ، په جيره کي د خراب شوي شحمياتو استعمال په صورت کي چرګانو ته هاضمي مشکلات پيداکوي او په شحم کي منحل ويټامينونه(A,D,E,K)د موثريت اندازي باندي منفي اغيزه لري.
د ويټامينونو کموالي هم د هګيو په بچي ايستلو باندي زيات تاثير لري .همدارنګه ددانه خوړو دمقدار کموالي . اوبو خورو تعداد کموالي، غير منظمه تغذيه ،ککړو غذاګانو تغذيه ،د کوټي داخلي شرايط (حرارت ،رطوبت، د کاربن داي اکسايد او امونيا ګاز ، د هوا د جريان سرعت د رنا موده) د بچي ويستلو په قدرت باندي تاثيرلري.
ب:هغه عوامل چي د چوچه کشي په هګيو د هګي ورکولو څخه وروسته اغيزه لري.
دحمل و نقل نامناسبه شرايط دهګيو په جالي ،مرغانچي زيرمه ځاي او ساتنځاي کي دهګيو متضرره کيدل ، همدارنګه حرارت ،نسبي رطوبت ، تهويه او په ماشين کي دهګيو تاوول هم په هګيو باندي تاثير لري.
د حرارت درجي د لوړوالي په صورت کي په لومړيو ورځو کي د معايني په وخت کي دويني يوه سره حلقه ليدل کيږي چي د نطفي د مړيني معني ورکوي. ثابته شوي ده چه په لوړ حرارت کي زړه ،ځيګراو معده په غير منظم ډول تشکليږي ، د ژيړ خلطه ( Yaik sac) په مکمل ډول بطن ته نه داخليږي دالنتايس(Allantios) غشا جذبيږي او زيات تعداد چرګوړي تلف کيږي ، که چيري د حرارت درجه ټيټه وي د بچي ويستلو موده شاته لويږي ، د جنين د تلفاتو شمير په اخيرو ورځو کي زياتيږي او د ژيړ وخلطه په مکمل ډول بطن ته داخليږي.
د هګي پي ، ايچ (P,H).
کله چي هګي د چرګي په وسيله توليد شي يعني واچول شي نو د هګي د سپينو پي ايچ (٧.٤) وي هر څومره چي د حرارت درجه زياتيږي د هګي د سپينو پي ايچ (٨.٥)ته پورته کيږي. د تازه هګي د ژيړوپي ايچ (٦-٦.٣ )وي ، دهګي د زخيره کولو په وخت کي دغه مقدار تغير کوي او (٦.٨)يا له همدي څخه زياتيږي.
د هګي په سپينو کي د اوبو فيصدي (٨٨.٥) د ي او په ژيړو کي د اوبو فيصدي (٤٧.٥) دي.
په هګي کي د جنين انکشاف.
چرګان جنين لرونکي هګي د (Gastrula) په انکشافي مرحله کي وي اچوي . دهګي اچولو وروسته د جنين انکشافي مرحله توقف کوي تر هغه پوري چي د حرارت په معينه درجه کي دوباره هګي کيښودل شي. کله چي هګي په ماشين کي کيښودل شي په هغه کي تغيرات ليدل کيږي.(٧) ساعته وروسته ، هګي په عرضاني محور کي يوه روښانه کرښه ليدل کيږي ،(١٥) ساعته وروسته ددي کرښي په سر کي د (Hensen) غوټه ليدل کيږي چه په وروسته مرحلو کي د هغه څخه سر اوتنه انکشاف کوي.د( ١٨-٢٠) ساعته وروسته د اکتودرم او اندودرم طبقې تر مينځ د ميزو درم طبقه تشکليږي، د (Hensen) دغوټي څخه يو وتلي ساختمان چي د (corda mesoderm) په نوم ياديږي او وروسته په (chorda dorsalis)باندي انکشاف کوي .
دبچي ويسلو د لومړي ورځي په پايي کي د (chorda dorsalis) شاو خواجوړه يي ښکرونه يا يګمنتونه چه د (Somite ) په نوم ياديږي منځ ته راځي. د (٤٥-٤٩) ساعته وروسته د جنين سر د نوموړي بندونو چپ خواته واقع وي او د (Allentias) غشا حوړوي ، د بچي ويستلو په څلورمه مرحله کي (ورځي) د (Allentias) غشا او دويني رګونه وده کوي او يو بطنه زړه په دوه بطنه زړه بد ليږي. د جنين سر د بطن خواته قاط کيږي اوپدي وخت کي يي پښتي د کبانو د لامبو وهلوالي په شان وي.
د بچي ويستلو په پنځمه ورځ معده ، کولمي،ځيګر او پښتورګي جوړيږي او همدارنګه د جنين تغيرات هم صورت نيسي(نر او ښځه) .د النتايس غشا وده کوي او دهګيو د قشر تر سرحده پوري رسيږي د بچي ويستلو په شپږمه مرحله کي سترګي او مښوکه مينځ ته راځي غاړه يي اوږديږي د پښو او وزرونو په برخه کي يي تغيرات راځي او دسر په برخه کي يي دماغ مينځ ته راځي .
د بچي وېستلو په اوومه ورځ سر د بدن په نسبت غټ وي ،مښوکه اوږديږي اود پوزي منفذونه په واضح توګه معلوميږي .
د بچي ويستلو په (اتمه) ورځ ددماغ انساج د سر برخي ته داخليږي او د وزرونو انکشاف پيل کيږي.
د بچي ويستلو د (٩) ورځ نه تر (١١) ورځي پوري د سترګو وده پوره کيږي، پښتورګي ، سږي ، اوځيګر په تيزي سره انکشاف کوي او دپښو په برخه کي غضروفي انساج مينځ ته راځي .
د بچي ويستلو په ( ١٢) ورځ د جنين ټول بدن په نرمو بڼکو پوښل شوي وي د جنين مښوکه کلکيږي او د جنين وزن د( ٥-٦) ګرامه وي.
د بچي ويستلو ( ١٣-١٥) ورځي پوري د جنين سر دهګي پنډي خواته وي د بڼکو وده توان پيداکوي او دلومړنيو پښتورګو وظيفه سر ته رسوي.
د بچي ويستلو په ( ١٦) ورځ د ښي خوا پښتورګي په فعاليت شروع کوي، سپين يي جذبيږي اود ژيړو خلطه بطن ته په ننوتلو شروع کوي.
دبچي ويستلود ( ١٧-١٩) ورځي پوري دسږوپه وسيله تنفس شروع کيږي ،د ټولو اعضاؤوده پوره کيږي اود ژيړو داخليدل بطن ته د داخليدو لار پيدا کوي.
د بچي ويستلو په ( ٢٠)ورځ د هګي د قشر لاندي پرد‌ي څيري کيږي او چرګوړي په ازاده هواکي د اکسيجن څخه استفاده کوي . وروسته چرګوړې د مښوکيۍ په وسيله هګي ماتوي (د هګي پنډي خواته نږدي ) دغه ماتول په دايروي شکل وي تر څو دواړه ټوټي سره بيلي او چرګوړي د مخصوص حرکت په واسطه د هګي راووځي چه معمولاَ د بچي ويستلو په (٢١) ورځ سر ته رسيږي .
په مختلفو الوتونکو کي دبچي ويستلو موده په لاندي ډول ده:
الف: د کورني هګيو چرګان د(٢٠-٢١) ورځو کي د هګي څخه راووځي.
ب: غوښين کورني چرګان د(٢٠-٢٢) ورځوکي د هګي څخه راوزي.
ج: مرغاوي د (٢٦-٢٨) ورځو کي د هګي څخه راوځي.
د: قازي کي د (٢٨-٣١) ورځو کي د هګي څخه راوځي.
ه:فيل مرغ کي د(٢٥-٢٧)ورځو کي دهګي څخه راوځي.
د جنين د غړو د تشکيل عمليه يا(Organi geneses)
د جنين انکشاف په وخت کي دوه ډوله غړي انکشاف کوي:
الف : اصلي غړي:
ب: فرعي يا کمکي غړي:
د بدن ټول غړي ددريو طبقو څخه مينځ ته راځي:.
a: داکتودرم د طبقي څخه پوستکي ، بڼکي ، مښوکه د پښي پنجي ،عصبي سيستم د سترګي شبکه اوحسي غړي مينځ ته راځي.
b: ميزودرم د طبقي څخه عضلات،پښتورګي ، جنسي غړي او ټول ارتباطي انساج د هډوکي ، غضروف ، وينه او شحمي انساج مينځ ته راوړي.
c: اندو درم د طبقي څخه تنفس ، هاضمي او اطراحي سيستم مينځ ته راځي.
کومکي غړي چه جنين د محيطي تصادماتو څخه ساتي په لاندي ډول دي:
a: ژيړو خلطه (Yolk sac ) : دويني دوران اود ژيړ و څخه غذايي مواد و د اخيستلو وظيفه په غاړه لري.
b: Amnionغشا:ددي غشا په داخل کي بي رنګه مايع ماده موجوده ده چي د فزيکي تصادماتو څخه جنين ساتي او همدارنګه جنين په هغه کي په ازاد ډول حرکت کوي.
c: د(chorion) غشا: دا غشا د( Amnion) غشا او ژيړ و د غشا سره يو ځاي جنين احاطه کوي.
d: Allantios ) غشا: دغه غشا لاندي وظيفي تر سره کوي:
١: د تنفسي غړي په حيث وظيفه اجراکوي.
٢: د جنين د ګردي دفع شوي مواد پکي راټوليږي.
٣: البومين جذبوي.
٤:جنين لپاره د هګي د قشر کلسيم جذبوي.
پورته ټولي غشاوي د مښوکي وهلو څخه مخکي د جنين د نوم په برخه کي چوي اود هګي په قشر کي پاتي کيږي.
وروسته د چوچه کشي څخه د ماشين تعقيم کول:
د بچي ويستلو د ماشين د تعقيمولو لپاره په اوسني عصر کي ډيره مناسبه طريقه د فارم الديهايد د ګاز بخار ده ، په دغه طريقه کي لومړي د بچي ويستلو ماشين حرارت درجه (٣٨)سانتي ګراد او(٧٠%) رطوبت کي عياريږي او بيا وروسته په يومخصوصه لوښي کي د هر متر مکعب ساحي لپاره سنجول شوي کيمياوي مواد (٢٠)ګرام پتاشيم پر منګنات داوبو سره محلول کيږي او بيا وروسته فارم الديهايد په اهسته سره ددي لوښي په يوه څنډه کي اچول کيږي.لاس ته راغلي ترکيب څو لحظي وروسته حرارت توليدوي اوفارم الديهايدد ګاز په شکل ورڅخه خارجيږي او نوموړي لوښي د بچي ويستلو ماشين داخل ته دا خليږي اودماشين ټول منفذونه بنديږي . وروسته له هغه ماشين د (١٢-٢٤) ساعتوپوري بند ساتل کيږي ، د ګاز ورکولو ليږه موده (٣٠)دقيقي ده.
د فارم الديهايد ګاز کولاي شي چه په (٣٨) سانتي ګرادحرارت کي د سپين اسهال (Pullorum) د ناروغي عامل له مينځه يوسي. وروسته د (٢٤) ساعتو د ماشين منفذونه خلاصيږي تر څو د فارمولين ګاز تري خارج شي . يادونه کيږي چه دا ډول تعقيم مخکي له دي چه هګي په ماشين کي کيښودل شي صورت نيسي.
د بچي ويستلو ماشين لپاره نور تعقيم کونکي کيماوي مواد:

کيمياوي مواد غلظت په (%) د محلول حرارت(%)
NaoH ٢-٣ ٧٠-٨٠
KoH ٢-٣ ٧٠-٨٠
Chloramines ٣-٤ ٥٠-٦٠
Lastamix ٠.٠٨ ٣٠
K2Mmo4 ٢ ٢٥
کلورين داره چونه ١-٣ ١٥-٢٠

ومن الله التوفي

نتيجه ګېري

څرنګه چي مخکي ذکرشول چي افغانستان يو زراعني هيواد دي او(٨٠-٨٥) فيصده وګړي يي په کرنه او مالدارې باندي بوخت دي او دبعضوکليوالو ورونودعايديواځيني لاره دچرګانو توليداوساتل دي.نوبايد چي توليد يي اضافه او عايديي هم زيات شي نو دزيات توليد لپاره بايد د مصنوعي چوچه کشي څخه کار واخيستل شي . (٢٠٠٠) کاله مخکي مصنوعي چوچه کشي په چين کي شروع شويده خو اوس عصري ماشينونه جوړشويدي اوتوليدات ترينه لاس ته راوړي. لومړي ځل مصنوعي چوچه کشي د رامور پواسطه سرته ورسيده او په څوډوله د چرګوړو ويستلو ماشين لرو چي د هغي دجملي څخه تيل خاک او ډيزلي ماشينونه ډير شهرت درلوده دهغي څخه وروسته يو طبقه يي او څوطبقه يي راپيداکړل شول.هغه هګۍ چي د بچي ويستلو لپاره انتخابيږي تازه وي نه دا چي ډير وخت پري تير شوي نه وي ځکه چي د هګۍ غذايي مواد کميږي او د بچي کيدو فيصدي کميږي، هګيۍ بايد د(٥٥%) څخه کم نه وي اودهګۍ سوري نه وي بند شوي ( ککړ شوي هم نه وي.هګۍ بايد په هغه ځاي کي وساتل شي چي دحرارت درجه او رطوبت په مناشبه اندازه سره موجود وي ځکه چي د هګۍ داخلي اوبه ضايع نشي اووساتل شي.هغه هګۍ چي دبچي ويستلو په منظور داستعماليږي بايد چي تعقيم شي ،تعقيم کونکي مواد بايد چي د چرګانواو انسانانو لپاره زهرجن نه وي ، هغه ځاي چي د هګۍ ويستلو په خاطر استعماليږي بايد چي د ضد عفوني موادو په واسطه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــعقيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم شــــــــــــــــي.

ماخذونه

١: تســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــل ،محمد شفا ، داهـــــــلي مرغانو د روزني ليکچر نـــــــوټ،نـــــــــنــــــــــــــــگرهارپـــوهــنـــــتــون ، ١٣٨٥ ، صـــــــــــفحـــــــــــــــــــــــــــــــــــه (٣٥-٤٥).
٢:Shah, ، Sayd Iqbal Shah،Animal husbandry ،USAID,1999BC, Page (305-309).
٣:Das،Sunil Kumar،Poultry Production ،CBS. Published and Distributors،First edition 1994BC, Second edition 1999BC، Page(40,41,42,43) .