جست او د هغه مرکبات

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 31
  • اندازه فايل 134.42 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 4, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 4, 2022

جست او د هغه مرکبات

جست او د هغه مرکبات

د جستو سمبول (Zn) )او د ∏B) )فرعي ګروپ څلورم پيريود کي قرار لري اتومي وزن يې (65،4 ) اتومي نمبر يې (30) د انرژي سويو شمير يې (4) د ي او (ox) درجه مثبت 2+ ده اليکتروني ويش يې د k په مدار کي (2) اليکترونه ا و د (L) په مدار کي (8) اليکترونه ا وپه (M) کي (18) او په (N) کي دوه (2) اليکترونه وجود لري

دجستو طبيعي حآلت:

دجست عنصر دجستودکاني ډبرې څخه ډېرې پېړۍ دمخه کشف شوي وو

او له هغه څخه به يې دزېړو الياژو دجوړولولپاره کار اخيسته . اوجست دلومړي ځل لپاره په 1746م کال کې دسليکتو ديوې کاني ډبرې ته دسکروپه مرسته دتودوخې د ورکولو په اثر ﻻسته راغى داچې جست يوصنعتي فلز دى په ازاد ډول نه پيداکېږي مګر په مرکب ډول په کاني ډبروکې پيدا کېږي چې د هغه کاني ډبرې عبارت دي له (Zns ) دجستوسلفايد اودجستواوکسايد

(‌Zno)اودجستو کاربونيت (‌Znco3) څخه .

دجستودرايستلوطريقه :

دجستودرايستلولپاره دوه طريقې وجودلري چې يوته يې دارجاع طريقه اوبلې ته ېې برقي تجزيه وايې .

دسکرويادکاربن پواسطه دارجاع طريقه : جست له هغه کاني ډبروڅخه چې دسلفايدو اوکاربونيتو په شکل وي لومړى يې دتودوخې په واسطه په اکسايدو بد لوي چې داعمل دتودوخې په لوړو درجوکې صورت نيسي اوجست دبخاراتوپه شکل بدليږي اوله هغه وروسته دپودرشووډبروسکرو سره يوځاى تودوخه ورکوي اودجستوفلز ارجاع کېږي.

2Zns + 3o2 2zno+2so2

2Zno +c Zn+co2

اوهمداشان دجستوکاربونيتونوته لومړى تودوخه ورکوو لکه لاندې معادله کې

‌‌Znco3 Zno +co2

کله چې دجستواکسايد دبخارپه شکل حاصليږي دسړېدو وروسته يې دپوډري شووسکروسره يوځاى کوي اوتودوخه ورکوي اواکسيجن دکاربن سره کاربن داى اکسايد جوړوي اوفرارکوي اوخالص جست پاتې کېږي لکه پهﻻندې معادله کې :

2zno +c 2Zn +co2

دبرقي تجزيې په واسطه :

هغه هېوادونوکې چې برښنايې انرژي ارزانه ده جست دبرقي تجزيې په واسطه ﻻسته راوړي په دې ډول چې لومړى دجستو اکسايدونه دګوګړوپه تېزابوکې حل کوي اودجستو سلفيتونه چې په ﻻس راځي دبرقي تجزيېﻻندې صورت نيسي لکه په ﻻندې معادله کې

Zno +H2so4 Znso4+H2o

دبرقي تجزيې په واسطه دجستوﻻسته راوړنه په ﻻندې معادلوکې ليدل کېږئ معادله په مثبت اومنفي ايونونو تجزيه کېږي.

ZnSo4 Zn+++So4--

اوپه کتودکې جست2e اخلي اوارجاع کيږي اوخالص جست جوړوي لکه په لاندې معادله کې

Zn+2+2e- 2Zn°

دجستو فزيکي خواص :

جست نسبتآ کلک فلزدى چې نيلې ته نژدې سپين رنګ لري اوفلزي ځلا لري اودويلي کېدو نقطه يې (°c419( اودجوش نقطه يې (°c 908(

اوکثافت يي cm3/ 19 ،7 لري اوپه °c108 تودوخه کې دڅټک خوړلو قابليت پيدا کوي .

دجستو کيمياوي خواص:

که چېرې دجستوديوې ټوټې فلزي ځلا ښکاره کړو

اوبيا يې په ازاده هواکې کېږدو دجستوسطحه توريږي چې دادتورېدوسبب يي دجستوداکسايدودطبقې جوړېدل دي چې دغه طبقه دفلزبله برخه له

O2 له زياتې اغيزې څخه ساتي اوهم دجستود فلز پوډر په ازاده هواکې په نيلي رنګه لمبه سوزي چې زنک اکسايد جوړوي لکه په ﻻندې معادله کې:

2Z°n +O2 2Zno

اوهمدارنګه په مرطوبه هواکې چې اوبه اوکاربن داي اکسايد شته چې دجستوسره زنک هايدرواکسي کاربونيت Zn2(OH)2co3 په نوم قلوي جست کاربونيت جوړوي چې دغه پوښ دجستو دخرابېدو مخنيوى کوي ګرم شوي جست داوبوسره هايدروجن ازادوي اودجستواکسايد جوړوي لکه په ﻻندې معادله کې :

‌‌‌‌‌Zn °+H2o Zno+H2

جست دنريو تېزابوڅخه هايدروجن ازادوي اودتيزابو پاتې برخې سره مالګه جوړوي لکه دHcl سره تعامل په ﻻندې معادله کې وينو

Zn ° +2Hcl Zn cl2+H2

جست دسوديم هايدرواکسايد سره تعامل کوي سوديم زنګيت اوهايدروجن جوړوي لکه په ﻻندې معادله کې

Zn °+2NaoH Zn(ONa)2+H2

دجستو تعامل دتېزابواوقلوياتوسره داسې څرګندوي چې جست يوامفوتريک فلز دى که دګوګړوغليظ تېزاب دجستو سره يوځاى شي اوپه ﻻندې ډول تعامل سرته رسوي .

Zn°+2H2so4 Znso4+2H2o+so2

اوکه چېرې ښورې تېزابوله جستوسره يوځاى شي پهﻻندې ډول تعامل کوي لکه :

3Zn +8HNo3 3Zn(No3)+2No+4H2o

که چېرې امونيادجستودايونونو سره تعامل وکړي نوﻻندې مرکب جوړيږي

Zn +++4NH3 [Zn(NH3)4] +2

لاس ته راغلى مرکب يوکيتوني پېچلى کمپلکس دى .

دجستو داستعمال ځايونه

:داچې جست داوبو اوهوا په مقابل کې مقاومت لري نوځکه دبامونو دپوښښ اودناوو،دتشتونو، نلونواوبرقي بټريوکې استعماليږي اوهمدارنګه دجستو داکسايد يوالقلي کلورايد جوړوي چې غاښونو دډکولو لپاره ورڅخه کار اخلي خوپه اوس وخت کې داوسپنيزوسامانونو دپوښلو لپاره جست په کاروړل کيږي ادجستوڅخه په الياژوکې هم کاراخستل کېږي .

که چېرته دجستوسلفيت ( Znso4) دCu ميله اويوبل مرکب چې دمسوسلفيت

Cuso4دZn ميله په يومحلول کې کېږدو دلته يودجستوالکترود اوبل دمسوالکترودلاسته راځي که دواړه اليکترودونه دمالګې د بل ( kcl)دمشبوع محلول په واسطه سره وصل کړويوه ګلواني حجره نوې جوړېږي که دZnso4او cuso4 دمحلولونو غلظتونه يوشى وي اومونږ دمسواوجستوميلې دمسي سيم په واسطه دګلواني متر له لارې يوبل سره وصل کړو نوګلواني متر به دبرقي جريان دجستو دالکترودلخوا دمسو الکترود په طرف وښايي دبرق جريان دهغه اکسېديشن اواحياوي تعاملاتونو په نتيجه کې منځته راځي کوم چې دمسو اوجستو په الکترودکې جلاجلا صورت مومي لکه په لاندې مثالونوکې .

Zn°- 2e- Zn+2

Cu° Cu+2+2e

Zn° +cu+2 cu°+Zn+2

داچې جست دمسو په نسبت يوفعال فلزدى اوکله چې دغه فلزات هريو دخپلې مالګې په محلول کې کېښودل شي نوپه دغه صورت کې داچې جست ميله دډېروکيمياوي فعاليت په سبب په اوبوکې حل کېږي (Zn ) ايونونه دکر ستلي جالۍ څخه محلول ته داخليږي اوخپلې ولانسي الکترونونه په ميله کې پرېږدي نو دلته دجستوميله منفي چارج اودZnso4 محلول مثبت چارج پيدا کوي داچې دمسو عنصر کم فعال دى نودجستوپه نسبت يې چارج هم په ميله کې کم دى داچې دواړو صورتونوکې دجستو الکترود اودمسو الکترود ترمنځ دبرق پوتنشيل توپير موجود دى يانې دجستوپر الکترود دلکترونونوشمېر دمسو دالکترود په پرتله زيات وي.

نوکله چې دغه دواړه الکترودونه دګلوانومتر دلارې دمسي سيم په واسطه سره وصل شي (دالکترونوجريان )دجستودالکترود څخه دمسودالکترود په طرف ښايي که چېرته جست په دې ځاى کې ددې عناصروسره تعامل وکړي نولاندې مرکبات جوړو ي.

4Zn°(s ) +10H+(aq)+No3-(aq) 4Zn+2(aq)+NH4+(aq)+3H2o

اوکه چېرې ددې عنصرسره تعامل وکړي نومربوطه مرکبات جوړوي

Zn° (s)+No3+5(aq) Zn+2(aq)+NH4-3(aq)

که چېرته دجستوټوټه داوسپنې کلورايديعني Fecl2 محلول کې واچول شي کوم کيمياوي تعامل چې منځ ته راځي لومړى نيمه تعاملات او بيا وروسته عمومي تعامل کوي لکه په لاندې مثال کې

Zn°- 2e- ox Zn2+

Fe2+ +2e- Red Fe°

Zn° +Fe2+ Red Zn2+ +Fe°

د جستودفرعي ګروپ د عناصرو مرکبات :

مرکبات ( ∏ ) zn( ∏ ) cd( ∏ ) Hg هغه هماهنګي عدودنه له پاره دجستو ( ∏) 4 لپاره کادميم ( ∏ ) او6 لپاره سيماب اوتقريبآ په مساويانه توګه هغه عددونه چې هماهنګي 2،4او 6

عموميت لري .

دکمپليکس دفضايي شکلونود مرکبات ساختماني واحدونه اودفرعي ګروپ جست عناصر

مثال مرکبات فضايي شکلونه ، هماهنګي اعداد

K2[zn(oH)4][zn(oH2)4]so4

[zn(NH3)4]cl2[zn(NH3)2cl2]

zno , zns,cds,Hgs,

[cd(NH3)6](No3)2cdo

[cd(NH3)2cl2]cdBr2

Hg NH2cl;Hgo(cN)2 فضايي شکلونه

څلور سطحي

اته سطحي

خطي

4

الکتروني جوړښت

d10

6

2

d10 s1

هغه عناصر چي هماهنګي عدد يې 4 دی(∏)E لپاره د مثال په توګه کرستلونه يې ETe’ESe’ZnS ‘CdS’ZnO هماهنګي اته سطحي اتومونه zn (oH)2 او په څلور سطحي باندي ظاهر شوي دي په شکل د 194 د څلور سطحي ساختمانونه او دوه موديفکشن د جستو سلفايد سفاليريت (Zns)

(∞ Zn s) مکعبي او يورتيست ( (β Zns)او مسدسي شکل او هماهنګي ښودل شوی دی کرستلونه Cdo (جالۍ ډوله Nacl ليدل شوي او کرستلونه د CdBr2)او cdI2’ cd(oH)2او Zn(oH)cl Cd(oH)-1cl د طبقي يې ساختمانونو شکل د234 چې اته سطحي Cdx6جوړ شوي د ي او مرکب يې. 2H3N cdcl2 واحدونه يې ساختماني اته سطحي جوړ شوي دي چي په هغي کي اتومونه د کلورين اتومونه،رابطوي پلونه،دcd په مينځ کې جوړ شوي وي اما دNH3 ماليکولونه ازاد هماهنګي موقيعتونه اتحاد کوي

NH3 NH3 NH3

cl cl

Cd cd cd cl cl

NH3 NH3 NH3

برخلاف د کلسيم فرعي ګروپ عناصر د جستو په فرعي ګروپ کي د عناصرو ترتيبي نمبر په زياتيدو سره دوه ګوني ثبات کميږي په دي هکله کولي شو چي د مثا ل په توګه په استفادي سره په مختلف قيمت ∆Gf (کيلو ژول في مول ) سره قضاوت وکړي

Zno cdo Hgo

-318 -226 -58’5

Zns cds Hgs

-198 -139 -49

دمرکباتودثبات دانتقال په صورت کې دcdپه طرف دHgپه واضحه توګه ټيټيږي مثﻻ zn(oH)2 او cd(OH)2 ثابت شوي دي مګر هايدرواکسايد ( ∏) Hgنه دي ليدل شوي ځکه چې استحصال يي په HgOپه اوبو کې تجزيه کېږي لکه په ﻻندې مثال کې

Hgo+2k No3+H2o Hg (NO3)2 +2koH

اوهغه د سيمابو کاربونيټونه نه دي ليدل شوي تجزيه کيدوحرارت د zno ، cdo په مساوي ترتيب سره دc° 1813او°c 1950سانتي ګريد درجې دى او په هغه حالت کې چې Hgoپه c° 400 درجې حرارت کې په ساده موادو تجزيه کېږي اوهمدا شان Hg3N2، HgC2کم ثابت و اوپه انفجاراتوکې تجزيه کېږي اوهمدارنګه دنورو مرکباتو دجملې څخه کولى شو چې دcdoرنګ نصواري اودHgI2رنګ سور اودcds رنګ زېړ دى او Hgsرنګ په دوه شکلو نو پيداکېږي چې عبارت دى له تور اوسور څخه اودHgsپه منځني تعويضي تعامل کې حاصل شوى وي رنګ يي تور دى مګر په عمليه دتصعيد کې په موفيکيشن په سوررنګ تبديليږي اودسينابار رنګ سوردى اودجستو مرکباتو جملې څخه مشابه عناصر هلايدونه په استثنا دznF2،اوHgBr2او HgI2سلفيتونه اونايتريتونه اوبعضې نور مرکبات دهغوي نه په اوبو کې دحل کېدو قابليت لري اوهمدارنګه زياتره ددوۍ په محلولونواوپه عضوي موادوکې حليږي اودحل کېدوپه وخت کې مرکبات ( ∏ ) Eپه اوبو کې اوهمدارنګه دتعامل په وخت کې EOيا E(OH)2 په تېزابونو او اکوا کامپليکس په ثابتولو سره E(oH2) 4 ]2+ ]او+ E(OH2)6]2]تشکيل شوي دي له دې کبله ( ∏) Zn او (∏)Cdاو ( ∏ ) Hg د کرستلونو هايدريتونه معمول دي چې په دې جمله کې کولى شو چې

Zn(NH3)2.6H2o او Znso4.7H2oاو Zn(BrO3)26H2Oاو cd(NO3)2.4H2O اوهمدا شان Hg(NO3)2.6H2Oاو Hg(clo4)2.6H2Oنومونه واخلو اودکامپليکسونودجملې څخه کيتوني اونورامينو کمليکسونه وجود لري چې په لاندې ډول دي 2+ E(NH3)4] ]او E(NH3)6]2+ ] زيات باثباته کېدلى شي اوهغه چې په اسانۍ سره دامونيادتعامل دمالګې مربوطه محلول توليديږي لکه په ﻻندې مثال کې Znso4+4H3N [zn(NH3)4]so4 د امياکيتونو د په شکل سبب د انحلال په صورت کي E(OH)2 او د امونيا موجوديت کي توضيح کيږي لکه په لاندي معادله کي

Cd(OH)2+6H3N [cd(NH3)6] (OH)2 او همداشان امياکيتونه د سمابو ) (∏ مثلا [Hg(NH3)4] (No3)2 ا او يوازي په موجوديت د زيات مقدار اضافي امونيا او په موجوديت د مالګي کي امونيم تشکيلوي د تعامل د Hgcl2 او د NH3 د غليظ محلول NH4cl د تشکيلدو په سبب رسوب کوي په همدي ترتيب که چيري هلايدونه کامپلکس د ثبات په لحاظ په مضاعفو مالګو تعلق کوي په هغه حالت د کامپلکس Hg)∏) چي ثبات لري په اسانۍ سره محلولونو کي تشکيليږي لکه په لاندي مثال کي

HgI2+2KNO3 2kI+Hg(NO3)2

2KI+HgI2 K2[HgI4]

د انحلال په قابليت کي HgS د سلفايدونو په محلول کي قلوي هم په همدي ترتيب واضح شوي دي لکه په لاندي مثال کي

K2[Hgs2] K2s+HgS

زيات تعداد انيوني کامپلکسونو مشتقات په لاندي ډول دي لکه M+1 2[E(SCN)4] او M+1 2[E(So3)2] . M2[E(No3)4] د ثبات له نظره خپله په مضاعفو مالګو تعلق کيږي او همدا شان کرستالو هايدريتونو په شان د ي M+1 2[E(So4)2].6H2o ليدل شوي دي او دا مرکبات د سمابو (∏) اکسيديشن خواص لري

+2e- Hg° 2Hg2+

+2e¬¬¬- Hg Hg2+

Hg(No3)2+Hg Hg2(No3)2

Hgcl2+So2+2H2o Hg+H2So4+2Hcl

[Hg(NH3)2cl2] د جستو مشابه عناصر لکه زنګيتونه ، کادميتونه او مرکيوريتونه مختلف جوړوي لکه Zn(OH)2 او په سبب د تشکيليدو د هايدروکسوزنګيت منحل په اسانۍ سره په القلي کي حليږي لکه په لاندي مثال کي

Zn(oH)2+2KoH K2[Zn(oH)4] او امفوتري خاصيت د

‌Zn(oH)2 او عکس العمل د محلولونو د تيزا بي او قلوي کيدو په واسطه کولي شو چي لاندي معادلي په واسطه افاده کړو لکه

oH - oH -

[Zn(oH)4]2- Zn(OH)2 [Zn(OH2)4]2+

oH3 + oH3+

او په همدي ډول امايد يعني (داي هايدرو نايترايد جست Zn(NH2)2 چي په مايع امونيا باندي عمل کوي او په همدي ډول په Zn(OH)2 په اوبو کي نه حليږي او Zn(NH2)2 په مايع امونيا کي نه حل کيږي مګر د امينو اسيدو اوقلويو امينونو په موجوديت کي په اسانۍ سره حل کيږي لکه په لاندي تعاملاتو کي

NH2- NH2-

[zn(NH3)4]2+ Zn(NH2)2 [Zn(NH2)4]2-

NH4+ NH4+

او په موجوديت د اضافي اندازي د ايو نونو NH4 او د امياکيتونو په موجديت د ايونونو NH2 هايدرو نايترايد او زنګيت يعني د زنګيت امايد تشکلوي او کادمم هايدرو اکسايد په نسبت Zn(oH)2 تيزابي خواص کم لري کامپلکسونه نسبتآ مستحکم کامپلکسونو ليګاندونه يعني CN دونر د∏اکسپتر په ډول [E(CN)4]2 دي چي په اسانۍ سره تعامل په اثر قلوي سيانايدونه او د مالګي محلولونه E(∏) تشکيلوي او کوم رسوبونه د E(cN)2 چي په پيل کي تشکيل شول چي په سيانايدو قلوي کي حل کيږي لکه

2KCN+E(CN)2 K2[E(CN)4}

د قوي کيدو په نسبت هغه متقابل تاثرات π د اتيف په قطار کي Hg2+. Cd2+Zn2+ د ثابت کامپلکسونو او ليګاندونو چي د اکسپتر قابليت لري او زياتي اليکتروني جوړي لري لکه په لاندي مثالونو کي

س

[zncl4]2- [cdcl4]2- [Hgcl4]2-

9.10 -3 8.5. 10-16 ………..k (1)

[ZnI4]2- [cdI4]2- HgI4]2- ……k

220 9,10 -7 1,8. 10 -30 ……k

په همد علت د کامپلکس ثابت هلايدونه سيماب (∏)چي په قطار کي يې I - . Br - . cl - . F – زيات دي د مثال په توګه

[Hgcl4]2 – [BgBr4]2 - [HgI4]2-

8,5.10 -16 2.10 -22 1,8.10 -30

د سيمابو1 مرکبات :

د سيمابو1 د اکسايد د رنګ يې تور دي Hg2o او هالايدونه ېې Hg2HaL2 او ځيني مالګي معلومي دي دسيمابو اکثره مرکبات بي رنګه دي او په اوبو کي په سختې سره حل کيږي چي هغه منحل ښه مرکب يې Hg2(No3)2.2H2 هغه اولي عمده ماده چي کوم په لاس راځي د نورو مرکباتو دسيمابو کي حسابيږي او د تحقيقات يي دموادو ساختمان رونتګن مو جوديت ايون

[H2o – Hg + 1 –Hg +1 – oH2 ] 2+ دا يوه کولانسي رابطه لري او کرستالونه يي

Hg2(No3)2.2H2o په نښه کوي Hg2 2+ د شرايطو په خاطراکسيديشني خواص او ارجاعي خواص د خپله ځانه په نښه کړي مثلا

Hg2cl + cl2 2Hgcl2

Hg2cl2 +Sncl2 2Hg+sncl4

مرکبات دسيمابو يعني Hg2 2+ چي د تعاملاتو زيات ميلان لري چي د هغي په نتيجه کي د سيمابو مرکبات تشکلوي دمثال په ډول Hg+Hg 2+ Hg2 2+ په ځينو حالاتو کي پارچه کيدل په هغه اندازي دسرعت سره صورت نيسي چي مشتقات يې نشي حاصل کيدي لکه

Hg2 2+ او Hg2S او Hg2(CN)2

پايله

د پوهنتون د دوري په پای کې هر محصل ته د مونوګراف له پاره يوه موضوع ورکول کيږي چې ترڅو په خپله څانګه کې د څيړ ني سره اشنا شي ماته هم د ْښوونې او روزنې د پوهنځي د کيميا او بيولوژي د څانګي له خوا يونه موضوع د جست او دهغه مرکبات په نامه راکړل شوه ، څرنګه چې دا يوه رسمي پروسه وه نو لومړی مې موضوع د خپل استاد پوهنيار معصوم خان (قيومي ) سره په رسمي ډول ثبت کړه او بيا مي د استاد د لازمو لارښوونو سره سم د موضوع په څيړلو پيل وکړ.

څرنګه چې جست يو مهم عنصر دی نو داموضوع د همدې له کبله د ارزښت وړده چې په دغه موضوع کې ما د خپلي وسې سره سم جست او د هغه مرکبات په هر اړخيزه توګه څيړلي دي همداراز د جستو طبعي حالت، د جستو فزيکي او کيمياوي خواص او د جستو د استحصال او استعمال ځايونه څيړلي دي ، د دې سربيره مې د جستوپوري اړوند په ځينو مطالبو رڼا اچولي ده په دې څيړنه کې مادقوي او باوري سرچينو نه ګټه اخيستي ده دښاغلي استاد لارښووني مې په پوره پاملرنه عملي کړي دي خو بيا هم انساني هڅه د نيمګړتياو خالي نه وي نو زماپه ليکنه کې به هم ډيري نيمګړتياوي وي هيله کوم چې لوستونکې مې وبښي

په درنښت

عبدالولي د کيميااو بيولوژي د څلورم کال محصل

اخځليکونه

-1 يوسف ، ډاکټرظهورالدين ، کيميافزيکي ،مطبعه پوهنتون کابل (1384 ل.ل).

-2 ماموند،خيرمحمد،عمومي کيميا (1381 ل.ل).

-3 مندوزی ،انجينر عارف الله ، عمومي کيميادوهم چاپ (1383 ل.ل).

-4 ماموند،خيرمحمد،کيمياعمومي وغيرعضوي.1.وزارت تحصيلات عالي ومسلکي ج.د.ا.مسکو (1966 م).

-5 رحيمي ،ډاکټراعظم،شيمي عمومي تهران (1381 ل.ل).

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply