جمجمه (the skull)

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 23
  • اندازه فايل 123.85 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 4, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 4, 2022

جمجمه (the skull)

جمجمه (the skull)

جمجمه یا سر له اته ویشتو (۲۸) هډوکو څخه جوړشوی دی چې دهغې له جملې څخه دوه یشت یې په سرکې اوشپږ نور یې دغوږونوپه منځ کې قرارلري .

دسر پورتنۍ برخه چې مغز احاطه کوي کرانیوم cranumنومیږي دجمجې هډوکي یوله بل سره نښتي دي اویوازې یوې خواته یوه لارلري چې دغه مجراته فورامین مګنیومForamen magniumوایې له دغې مجرادیوانچ په اندازه تیریږي .جمجه کولای شي دایروي حرکت وکړي ځکه چې په ستون فقرات یا شمزۍ باندې قرارلري جمجه نه(۹) خالیګاه وې لري چه دنریو کانالونوپه واسطه له پزې سره اړیکې لري دنوي ماشوم دکوپړۍ هډوکي ښه سره نښتي نه وي اوپه ځنوکې بیا شپږ مشخصې مجراوې وجود لري چې په هغو نقطوکې مغز یوازې دپوستکی پواسطه ساتل کیږي دنوي ماشوم دسر په پورتنۍ برخه کې دوینې دزګونو ضربان حس کیږي دهډوکو داډول سیستم ددې لپاره دی چې دماشوم دزیږیدنې په وخت کې دمهبل دمجرا څخه په آسانۍ سره تیرشي په انسانانوکې فورامین مګنیوم Froamen magniumدواړوخواووته دوه راوتلې برخې شته چې کانډیلیس candylesنومیږي دسر هډوکی د نوروبرخوڅخه توپیر لري هغه داچې دسرهډوکی خارجي اسکلیټ تلقي کیږي حال داچې نور هډوکی داخلي اسکلیټ دی هغه فقره چې فورامین مګنیوم Foramen magniumوربانې ولاړه ده ځانګړې بڼه لري او په لاندینۍ فقره باندې داسې قرارلر ي چې کولای شي په عظمي توګه دایروي حرکت وکړي.هغه فقر چې سر ورباندې قرارلر ي اتلس Atlase نومیږي اوتراطلس لاندې فقره اکسیس Axiseنومیږي اطلس پر اکسیس باندې داسې قرارلري چې سرکولای شي ښي اوچپ طرف ته همدارنګه مخ اوشاته حرکت وکړي دجمجې خالیګاووته حیوب یاSainusesوایي پنځه سینوسونه دسترګودپاسه دوه دمخ په برخه کې اودوه نوریي دپزې ترڅنګ واقع دي داخالیګاوې دپزې دمجراسره اړیکې لر ي اوکله کله دناروغۍ په وخت کې دامجراوې بندېږي اوشدیده سردردي رامنځ ته کوي .

دنوي زیږیدلي ماشوم جمجمه

دنویوزیږیدلوماشومانو جمجمه دلویانوسره په زیاتوبرخوکې توپیر لري په شیدوخوړونکوماشومانوکې دجمجمې مخکینۍ برخه نسبت شاتنۍ برخې ته کوچنۍ ده مګردذکر شویوماشومانوجمجمه دهغوی دبدن داوږدوالي په مقایسه لویه ده دیوه لوی شخص جمجمه دهغه دوجود دیو پر اته برخې⅛برخې سره براربره ده په داسې حال کې چې په نویو زیږیدلوماشومانوکې جمجمه دهغوی دبدن یوپرڅلور 1/4برخې تشکیلوي کله چې یوماشوم نوی تولد کیږي نوپدې وخت کې یي اسکلیټ مکمل شوی نه وي ځکه چې دهغوی داسکليټ بعضې جوړښتونه په غضروفي شکل قرارلري چې وروسته په هډوکو باند ې بدلیږي دنویو زیږیدلیو ماشومانوپه جمجمه کې بعضې برخې موجودې دي چې تراوسه په هډوکو هم نه دي بدلې شوې چې لیفي یا فیبري شکل لري چې دابر خې دشیردانویا Fonteal په نوم یادیږي مونږ کولای شوپه دغه نرموبرخوکې دزړه ضربان حس کړو شیردانونه په ماشومانوکې دوه عدده موجوددي چې یویې څلور ضلعي چې په مخکنۍ برخه کې قرارلر ي اوبل یي کوچني دي اومثلثي شکل لري اودشاتني فونټلونو په نومونو سره یادیږي . دجمجمې ددې برخوګټه داده چې دتولد په وخت کې تراکم کوي اوپه ولادت کې سهولت رامنځته کوي فونټلونه دجینین دودې په اواخروکې اویا دشیدوخوړوپه وخت کې په وده شروع کوي دکوچني دماغ ته دنمو زمینه مساعده وي فونټلونه تدریجاً په هډوکو بدلیږي چې تقریباً

۲۲-۲۴میاشتوپه موده کې په هډوکو بدلیږي .جمجمه له دوه برخو څخه تشکیله شوې ده چې دجمجمې ټول هډوکی بغیر دژاموڅخه دغیر متحرک مفصلونو په وسیله سره وصل شوی دي چې دغه مفصلونه دسټیروSterue په نوم سره یادیږي لاندینۍ ژامه دیومتحرک مفصل پوسیله دپاسنۍ ژامې سره ارتباط لري نوچې نوموړې ژامې دجمجمې سره په ارتباط کې ساتي سره لدې چې جمجمه له دوه برخوڅخه تشکیله شوې ده اته ویشت هډوکی لر ي چې دهغې له جملې څخه څوارلس یي دجمجمې په مخکینۍ برخه کې اوڅلور جوړې چې اته عدده کیږي په ژاموکې اوشپږ نورهډوکی دغوږونو په منځنۍ برخه کې جمجمه دجنین اوبلوغ په حالتونوکې فرق لري یعنې دبلوغ په حالت کې په هډوکو بدلیږي .

دسرهډوکي

دسرهډوکی په دوه برخو ویشل شوي دي چې عبارت دي له دکوپړۍ اودمخ هډوکو څخه دي.

الف – دکوپړۍ هډوکي په خپل منځ کې په دوه ګروپوډلبندي شوي دي چې عبارت دي له طاقواوجفتوهډوکو څخه چې په طاقوهډوکوکې Ethomoid ،Forntal ،Occipital، Sphenoid ،اوپه جفتوهډوکو کې Faritetal،Temporal هډوکی شامل دي

دکوپړۍ طاق هډوکي

دFrontal هډوکی frontal هډوکی دهمواروpneumaticهډوکو له جملې څخه دی چې دکوپړۍ په قدامي قسمت کې اناتومیک موقعیت لري دغه هډوکی دکوپړي دقبې اوقاعدې په جوړیدوکې رول لري دساختمان له نظره هډوکی دوې برخې لري چې عبارت دي دعمودي اوافقي قطعو له یوځای کیدو نه ۹۰درجې زاویه جوړوي نوموړي هډوکی دوه وجهې یعنې دوه مخونه لري چې خارجي اوداخلي اوددوي کنارونه (پورتني،لاندیني ،شاتنی) لري .

دهډوکو وجهې یامخونه دهډوکو عمودي قطعې په بیرونۍ وجهه کې دمتوسط الخط له پاسه یوساختمان دGlabellaپه نوم وجود لري ددې څوکې دواړوخواووته دSuper cillary archesپه نوم ساختمانونه لیدل کیږي چې دوروځو لاندې قرارلري هریویې دSuper cillary arch نه پورته په هره خواکې یوه یوه بارزه وجودلري چې دTuber frontal په نوم موجوده ده چې هریویي ددې ساختمان دجنب طر ف ته Temporal surface په نوم وجود لري دهډوکو دافقي قطعې په خارجي وجهه کې دمتوسط الخط په سر Eithmoidal Nochدلیدووړدي دEithmoid nochپه مخکنۍ برخه کې خارجي مخ کومه بر خهده دNosal part پنوم سره یادیږي چې دپزې دچت په جوړولوکې برخ اخلي Eithmoid nochپه جوانبوکې دافقي قطعې دخارجي وجهې برخې دOrbital partsپه نوم یادیږي چې دمربوطه Orbital cavityدچت په جوړولوکې برخه اخلي دهډوکودعمودي قطعې داخلي مخونه مقعر شکل لري ددې قطعې په لاندیني قسمت کې یوسوری دForamen cecumپه نوم اوترې لږ پورته یوه تیغه ماننده ساختمان چې د Frontal criste په نوم لري نومړی crist په علوي کې منشعب کیږي اودواړه شعبې یي یوه میزابه احاطه کوي اوپه په دغه میزابه کې دSuprior sagittal sinusیوه برخه قرارلري دافقي قطعې په داخلي وجهه کې یي جګوالی اوټیټوالی لیدل کیږي چې ددماغ دلوړو اوژوروسره تطابق کوي .داتیموائید(Eithemoid )هډوکی

غیر منظم ترازوته ورته هډوکی دی چې دکوپړۍ دقاعدې په قدامي قسمت کېموقعیت لري دسپینوئید Spinoid هډوکی په قدام او دFrontal هډوکی دافقي قطعې لاندې قرارلري دساختمان له نظر ه نوموړې هډوکي څلور برخې لري چې عبارت دي له Cribriform، Vertical plat اودوه جنبي یعنې څنګي کتلوڅخه چې دLabyrinthپه نوم یادیږي .

Cribriform and vertical plateدا هډوکی څلور ضلعي ته ورته شکل لري اوپه زیاته اندازه سره سوري لري چې Olfactory nerve دهمدي سوریو له لاريCranial cavity ته

داخلیږي دهډوکی دابرخه دوه وجهې یعنې مخونه لر ي چې دعلوي اوسفلي (پاسنۍ اولاندینۍ ) په نوم یادیږي چې دCribriform plate علوی وجهه دیوساختمان په واسطه چې Crista galiنومیږي په دوه برخو ښي اوچپ ویشل کیږي دهډوکي Vertical plate دپزې دحجاب په جوړوکې دSeptal cortilageاوVomer هډوکی سره یوځای رول لري.

Eithemoidal labyrinth:غیر منظمې مکعبې شکله هډوکینې کتلې دي هر یویي

دCribriform plateدمربوطه جنبي کنار لاندې Orbital cavity اوNasal cavity ترمنځ موقعیت لر ي هر یویي دری هډوکینه کتلې شپږ مخونه لري علوی وجهه یي دFrontal هډوکی اودEthmoid nochپه برخه کې آس دنل په شان وموقعیت لري دآس نل په شان مفصلي سطحې سره یوځای کیږي کومه نیمه هوایي خلاووسره دیوځای په نتیجه کې مکملې هوایي خالیګاوې خوړوي .

سفلي وجهه یي په قدامي برخه کې دMaxila له هډوکی اوپه خلفي برخه کې دplatineهډوکی له Orbital processe سره مفصل کیږي پدې وجهه کې هم نیمه هوایي خلاوې وجود لري چه دزکرشویوهډوکوله نیمه هوایي خلاووسره دیوځای په نتیجه کې مکملې هوایي خلاوې جوړوي خلفي وجهه یي دSpinoid دجسم له قدامي وجهې سره مفصل کیږي چې نیمه هوایي خلاوې ددې وجهې دSpinoid هډوکی دنیمه هوایي خلاووسره دیوځای کیدوپه نتیجه کې مکملې هوایي کڅوړې جوړوي وحشي وجهه یي دSpinoid هډوکی سره مفصل کیږي چې نیمه هوایي خلاوې دSpinoid هډوکی دنیمه خلاووسره دیوځای کیدوپه نتیجه کې سره وصل کیږي وحشي وجهه یي ډیره نازکه اوهواره ده چې Orbital cavity دانسي جدارپه جوړیدوکې برخه اخلي داخلي وجهه یي دپزې جوف دلرې جدارپه جوړیدوکې برخه اخلي دغه وجهه غیرمنظم شکل لري هغه داچې په دوجهه کې دوه هډوکینه بارزې (څوکې)دSuperior nasal conchaاوMiddal nasal conchaپه نوم وجود لري .

دسپینوئید(Spinoid )هډوکی

  دغه هډوکی غیرمنظم هډوکی دی شاپرک ته ورته شکل لري دکوپړۍ دقاعدې متوسط القسمت کې موقعیت لري اوقسماً دکوپړۍ دکعبې په جوړیدوکې برخه اخلي دغه هډوکی په قدام کې دFrontal اودEithmoid هډوکو اوخلفي برخه کې دOccipital اوTemporal هډوکوسره مفصل کیږي دساختمان له نظره دغه هډوکی یو جسم اودوه جوړې وزرونه Cureater and lesser wingsاودوه بارزې Pterygoid processپنوم لري دهډوکی جسم شپږ مخونه لري چې په لاندې ډول دي . ۱- سفلی وجهه : دهډوکی دجسم سفلی وجهه دپزې دچت شاتنی قست په جوړیدکې برخه اخلي

۲- علوی وجهه :یي دSella tur cicaپه نوم سره یادیږي په دې وجهه کېدHypophyseal fossaپه نوم ساختمان قرارلري

۳-قدامي وجهه : Spinoid هډوکی دجسم قدامي وجهه قسماً دپزې د چت په جوړیدوکې برخه اخلي ددې وجهې په وسطي قسمت کې یوه هډوکینه تیغه دSpinoidal cristپه نوم وجودلري ددې تیغې په هره خواکې یوه یوه میزابه قرارلري چې دهرې میزابې په وسطي قسمت کې یوسوری دSpinoidal sinus په نوم قرارلري نوموړي sinusesسینوسونه دSpinoid هډوکی دجسم په داخل کې موقعیت لري

۴-خلفی وجهه: یي دOccipital هډوکی له Basilar part سره مفصل کیږي

۵-جنبي وجهه : دهرې جنبي وجهې په علوي برخه کې یوه میزابه دCarutid sulcus په نوم لیدل کیږي په دغه میزابه کې دسحایادورقوپه واسطه یوسوری دCavernous sinous په دې سوری کې دInternal carotid artery یوه برخه چې دCavernus part په نوم یادیږي سیرکو

اوکسیفیټل (Occipital )هډوکی

داهډوکی دهوارو اوغیرمنطموهډوکوله جملې څخه دی چې دکوپړۍ دقاعدې اوکبې خلفی برخوپه جوړولوکې برخه اخلي دهډوکوساختمان په دې ډول دی چې داهډوکی دیوبیضويماننده سوری پواسطه چې فورامین مګنیوم نومیږي په څلوروبرخوویشل کیږي دهډوکی هغه برخه چې دفورامین مګنیوم په قدام کې ده دBasilar part په نوم کوم چې په خلف کې د ه دSqumus part په نوم اوهغه برخې چې دهډوکی دفورامین مګنیوم دواړوخواووته قرارلري دLatral part په نوم سره یادیږي نوموړي دوه مخونه اوڅلورکناره اوڅلور زاوې لري .

ټیمپورل (Temporal ) هډوکی

دغیرمنظموهډوکوله جملې څخه دی چې دSpinoid هډوکی په خلف اوداوکسیفیټل هډوکی په قدام اودپریټال هډوکی لاندې موقعیت لري دساختمان له نظره داهډوکی په څلوروقطعوویشل کیږي.

دپرونټال (Prontal )هډوکی

دنوعیت له نظره هوارهډوکی دی چې دمتوسط الخط دواړوخواووکې دپرونټال هډوکی شاته داوکسیفیټل هډوکی په قدام کې اود ټیمفورل هډوکی په علوی برخه کې موقعیت لري دساختمان له نظره داهډوکی دوې وجهې لري چې خارجي اوداخلي څلورکناره چې خلفي ،علوی ،قدامي ،اوسفلي څلورزاویي لري قدامي علوي اوقدامي سفلي خلفي علوي اوخلفي سفلی لر ي خارجي وجهه یي محدبه داخلي وجهه یي مقعره ده دکناروله جملې څخه یي علوي کناریي دمقابل هډوکی دعلوي کنار سره یوځای کیږي چې دسګیټل سوټرپه نوم یادیږي په همدې وجهه دبورډر په نوم یادشوی دی سفلی کناریي

دټیمفورل هډوکی دSqumus part سره مفصل کیږي په همدې وجهه ورته دSqumus barder په نوم هم یادیږي

دمخ هډوکي

نوموړي هډوکی چې تعدادیي څوارلسوته رسیږي دکوپړۍ لاندې مخکیني قسمت کې موقعیت لري اوپه دوه ګروپوویشل شوي دي چې عبارت دي له دطاقواوجفتوهډوکوڅخه .دمخ جفت هډوکی عبارت دي له

۱- Maxila چې دپاسنۍ ژامې هډوکي دي

۲- Lacrimal چې دسترګوهډوکی دی

۳-Palatineپه مخ کې شوپرک شکله هډوکی دی

۴-Inferior nasal conchaچې دپزې داخلي هډوکی دی

۵-Nasal چې دپزې عمومي هډوکی دی

۶-Zygomaticچې دمخ وتلي هډوکی دي

دمخ طاق هډوکی

دمخ په طاقوهډوکوکې چې دوه هډوکی شامل دي عبارت دي له VomerاوMandibal

دمخ جفت هډوکی

الف –Maxila:یوه جوړه غیرمنظم هډوکي دي چې دمتوسط الخط په دواړوخواووکې دمنځ په قدامې قسمت کې موقعیت لري هریومکسیلا هډوکی دمربوطه Orbital cavity سطحې Nasal cavity دسطحې اودوحشي جدار Oral cavity د چت په جوړولوکې برخه اخلي دساختمان له نظره دغه هډوکی یوجسم اوڅلوربارزې لري دهډوکی جسم څلوروجهې لري چې په لاندې ډول دي.

قدامي وجهه :دغه وجهه په علوي کې دInfor orbital margine په واسطه اوپه انسي کې دNasal noch په واسطه چې ددې نوچ په سفلی برخه کې نسل سپین په نوم تیغه قرارلري احاطه شوي دي دهډوکی پدې وجهه کې دInfra orbital margine نه لاندې دInfra orbital foramen اوله دې ساختمان نه لږ لاندې Canin fossa په نوم ساختمان لیدل کیږي

ب- Ifra temporal surface:دغه وجهه خلفي وحشي طرف ته میلان لري چې علوي برخه یي دIfra temporal fossaاوخلفي برخه یي Tuber maxilla په نوم یادیږي ددې وجهې په علوي برخه کې دوه یادری عدده Alveolar foramensلیدل کیږي .

ج-Orbital suface:دغه وجهه چې مثلثي شکل لري دOrbital cavity دسطحې په جوړولوکې برخه اخلي

د-Nasal surface:دپزې دوحشي جدارپه جوړیدوکې برخه اخلي ددې وجهې له سفلی برخې څخه Palatin proceنشت کوي ددې وجهې په علوي برخه کې دHia tus مګزیلریس په نوم ساختمان لیدل کیږي چې همدغه ساختمان نیمه حلقوي شکل لري دحیاتوس سیمیلونرس په نوم هم یادیږي چې دمکزیلریس سینوس دهمدې ساختمان له لارې په Midal nasal meatusکې دپزې جوف ته خلاصیږي .

دهډوکی بارزې (process)

نوموړی هډوکی څلوربارزې (څوکې لري ) چې عبارت دي له Frontal processنوموړې بارزه دMaxila هډوکي دجسم له علوي برخې نشت اوپورته دNasal اوLacimal هډوکوترمنځ سیر اختیاروي اوپه د ځای کې Orbital cavityاودانسي جداراوNasal cavityوحشي جدارپه جوړولوکې برخه اخلي دهډوکی دابارزه څلورکناره اودوه وجهې لري چې وحشي اوانسي دي دوحشي جدار له جملې څخه دي .

وحشي وجهې په دوه برخوویشل شوي دي چې عبارت دقدامي اوخلفي برخو (مخکنۍ اوشاتنۍ برخوڅخه عبارت دي) په خلفي برخه کې نیمه میزابه موقعیت لري چې دLacrimal هډوکي له نیمه میزابې سره دیوځای کیدوپه نتیجه کې یومکمله میزابه چې دحفرې شکل لري اوپه همدې حفره کې دLacimal sacموقعیت لري ددې بارزې قدامي کنار دNasal هډوکی سره اوخلفي کناریي دLacrimal سره اوعلوي کناریي Frontal هډوکی سره اوسفلی کناریي دMaxila هډوکی دجسم سره نښتی دی.

Zygomatic process:دغه بارزه دMaxila هډوکی دوحشي قسمت له علوی برخې نشت کوي .

Alveolar process:نوموړې بارزه دMaxila هډوکي سفلی کنارجوړکړی چې دمقابل هډوکی سره دیوځای کیدوپه نتیجه کې Alveolar archجوړوي اوپه دې ارچ کې دغاښونودبیخونولپاره دمتعددې حفرې دDental alvoaleپه نوم وجود لري کوم چې دInteral vealar processپه واسطه یوله بله جداشوي دي .

Palatine process:دغه بارزه چې مثلثي شکل لري Maxilaهډوکي دجسم دانسي وجهې له سفلی قسمت نه نشت کوي اودمقابل هډوکی له هم نامه ساختمان سره دیوځای کیدوپه نتیجه کې Hard plate جوړوي دهډوکی دغه بارزه دوه وجهې اودوه کناره لري چې د ددوه وجهوله جملې څخه یې علوي وجهه سفلی وجهه اودکناروله جملې څخه یې انسي کنار چې دمقابل هډوکي له سفلی کنارسره مفصل کیږي اوخلفي کناراووحشي کناریې دانسي وجهې سره اتصال لري .پلاټین (Palatine)هډوکي یوجوړه غیرمنظم هډوکي دي چې دمتوسط الخط دواړو خواوته چې Maxila په خلفي قسمت کې قرارلري هریویې دOral cavity دچت اودNasal cavityدسطحې اووجهي جداریې دPterygopalatine fossaاوOrbiteدانسي جدارپه جوړولوکې رول لري هریوددې هډوکو له دوه صفحو Horizintal plate اوPerpendicolar plate جوړشوي دي.

The inferior nasl concha

غیر منظم هډوکی دي چې هریویې دمربوطه Nasal cavityپه وحشي جدارکې موقعیت لري دساختمان له نظره هریوددې هډوکو دوه وجهې لري انسي اووحشي اودوه کناره لري علوي اوسفلی اودوه نهایتونه قدامي اوخلفي دوجهوله جملې څخه یې انسي وجمه یې محدبه اووحشي وجهه یې دپزې دوحشي جدارسره دInferior nasal metusاحاطه کوي دهډوکی د کناروله جملې څخه یې علوي کناریې دری بارزې لري دوجهې له جملې څخه یې انسي وجهه یې محدبه اووحشي وجهه یې له قدام نه خلف ته دLacriml processدLacrimal هډوکی له سفلی کنارسره مفصل کیږيMaxilary processهډوکی له سفلی دMaxilaهډوکی له سفلی کنارسره مفصل کیږي .

Eithemoidal process:داتیموئید هډوکی له Uncinat process سره مفصل کیږي چې څخه عبارت دي اماسفلی کناریې آزاددی دهډوکو خلفي نهایت یې دقدامي نهایت په نسبت نری دی.

پزې هډوکی

دهډوکی دهواروهډوکوله جملې څخه دی چې دمخ په قدامي قسمت کې دمتوسط الخط دواړوخواووته په متناظر شکل دMaxila هډوکی د Frontal process په قدام اودFrontal هډوکی دسفلی کنار لاندې موقعیت لري هریوددې هډوکودوه وجهې انسي اووحشي اوڅلورکناره علوي سفلی اووحشي اوانسي لر ي سفلی کناریې دمربوطه Lateral nasal cartilage سره انسي کناریې د مقابل هډوکي له انسي کنارسره وحشي کناریې دMaxila هډوکی له Frontal process سره مفصل کیږي دوجهوله جملې انسي وجهه یې دپزې دچت په جوړښت کې رول لري اووحشي وجهه یې وحشي طرف ته میلان لري دپوستکي لاندې دحس وړدي .

 دپزې خالیګاه (Cavum nais)

ښکتنۍ پورتنۍ شاتنۍ او دوه شاتني دیوالونه اوSeptume لر ي ښکتني دیوال یې یوسخت تالودی دپزې دخالیګاه څوکه دپزې دمقابل هډوکي اودEithemoid هډوکي دافقي پلنې سطحې په وسیله سره محدودشوي دي شاتنی دیوال پورتنۍ ژامې اودEithemoid کوږاوووږهډوکي په وسیله جوړشوي اوSeptumدEithemoid هډوکي دvomerاودعمودي Per pendicular څخه تشکیل شوي دي اوپزې خالیګاه په دوه برخو ښۍ اوچپ برخوتقسیم کوي پزې دخالیګاه شاتیي دیوال دهډوکو دری منځنۍ پلنې سطحې لکه پورتنۍ منځنۍ اودوه ړومبنۍ سطحې منځ ته راوړي دپز دخالیګه هره نیمایي په دریو پیغامي برخوویشي په کوپړۍ کې دپزې خالیګاه یوړومبني اودوه خلفي مخرجونه لر ي ړومبني سوری دPeriporm مخرج په نوم سره یادیږي خلفي سوری یې دconchea په چت پیژندل شوي دي چې دهغوی په منځ کې د پزې خالیګا ه دNaso pharynx سره ارتباط لري .

سترګه (Eye)

سترگه دلیدلوآله اودعکاسۍ ددوربین په شان ساختمان لري دسردکاسې (جمجمې قدامي یا مخکنۍ برخه کې قرارلري )د مخکیني طرف څخه پرته نورټول اطراف یي دهډوکي په واسطه احاطه شوي دي سترګې ته د مغز دوهم عصب راغلي دي چې دOPticnervous عصب په نوم یادیږي دسترګې کاسه څلوردیوالونه لري پورتني ښکتني داخلي اوباندیني دیوالونه لري پورتني دیوال یې دړومبني دیوال په هډوکی پورې تړلې برخې اوښکتني دیوال یې دژامې په محورپورې دمربوطې سطحې څخه جوړشوي دي دباندیني هډوکي دیوال یې دZygomatic هډوکی اودSpinoid پورې اوداخلي دیوال یې دLacrimal داوښکوتولیدونکی هډوکی اودEithemoid هډوکی په محورپورې مربوطې پلنې سطحې څخه جوړشوي دي دبصرې یالیدوسوری Opticforamen اوپه محور پورې مربوط پورتني درز سترغلی دجمجمې خالیګاه ته رهنمایي کوي دNasal lacrimal کانال دپزې خالیګاه ته رهنمایي کوي دسترګې کاسه دسترګې ګاټی داوښکو غدې Lacrimal gland دسترګې دګاټي خلفي برخه دحجروي انساجوپه وسیله احاط شوي ده چې عصابواودوینې رګونوته پیغامونه رسوي اودسترګوعضلاتوته یي ځای برابرکړي دی .

غوږ(Hear)

غوږنه داوریدلوخاصه آله ده خو یوازې اوریدل نه کوي بلکي دبدن دتوازن اوتعادل په ساتلوکې هم عمده رول لري غوږونه له شپږ هډوکونه جوړشوي دي چې په هرغوږ کې دری هډوکی قرارلري چې داهډوکی په منځني غوږ کې قرارلري چې عبارت د ي له څټکMalensسندان Incusاورکاب Stepesپه نامه سره یادیږي چې دڅټک سر دسندان سر تړلی اولاستی یې دپردې سره نښتی دي غوږونه که داوریدلوکارپریږدي یوازې سړی کوڼ کیږي خوکه توازن اوتعادل خوشي کړي نوبیا انسان نشي کیناستی اونه اودریدلی شي اونه لیکل کولی شي دبدن توازن به یې ګډوډشي اوعموماً غوږونه دری برخې لري خارجي غوږ منځني غوږ داخلي غوږ .

جمجموي عصاب(Cranial nervous)

په جمجمه کې دولس جوړې عصاب موجوددي چې هره جوړه په منظم نمبر اول دوهم اونور تر دولسمې پورې اویوخاص نوم لر ي ځنې په جمجموي عصابوکې حسي عصاب اول دوهم اواتم جوړه دي نوریې حرکي عصاب څلورم شپږم اووم یوولسم اودولسمه جوړه دي اونور یې مختلط عصاب دي پنځم اونهم دي .

لومړۍ جوړه دشامعې عصاب(olfactory nervous)

حسي عصاب دي اودمخصوصوحسي ریشتوي ضمایمو شامعهOlfactory حجراتوڅخه جوړشوي دي چې دپزې دخالیګاه دپورتنۍ برخې په مخاطي عشا کې واقع دي اودبوی کولو عضوه جوړوي رشتوي ضمایم یې په نریوبنډلونوسره چې دشامعې درشتوOlfactory filamentپه نوم سره یادیږي دپزې دخالیګاه څخه دشامعې رشتې دEithemoid صفحیي سوري دPerfora ted plateله لارې جمجموي خالیګاه ته تیریږي دلته دهغوي دشامعې غوټې Olfactory gland سوری کوي ترڅودشامعې قنات ته ورسیږي دشامعې عصاب په اوږدوکې تحریکات دبوی کولوعضاووله حجروڅخه ددماغ Cortex ته انتقالوي دبویولوحس دپزې دمخاط څخه دماغ ته رسوي .

دوهمه جوړه دباصرې عصاب (Optic nervous)

دغه عصاب دعصبي حجرواورشتوي ضمایمو Processusڅخه جوړشوي دي چې دستګې په شبکیه کې واقع دي داعصاب تصویرونه ددماغ اکبر اکسیپیټل لوب ته رسوي دهرې باصرې عصب دمسیر څخه دباصرې دسوري له لارې جمجموي خالیګاه ته تیریږي د جمجمې په خالیګاه کې ددوه باصرې عصابو ریشتې ښي اوچپ طر ف ته په ځانګړي ډول تقاطوکوي دتقاطو څخه وروسته عصبي ریشتې دباصرې قنات په اوږدوکې دتلاموس څخه ترpulviner پورې غزیدلې دي دبدن افقي لوړوالي اودCor pora quadrigemnaپورتني دColli calusاوsuperior درسبکارتیکل بصري مرکزونه لري رسبکارتیکل بصري مرکزونه دکارتکس سره ارتباط پیداکوي دسترګې دقرنیې Retinaڅخه تردماغي کارتکس پورې ټوله لاره دبصري قناب یاOptic tractپه نوم سره یادیږي .

دریمه جوړه دسترګې مشترک عصاب (Oculo motor nerves)

حرکي عصاب دي هغوی په دماغي صویقاتوMid braineکې چې دحجرې دهستوي ریشتوي ضمایمو په وسیله جوړې شوي دي قرارلري هر یوداعصاب دجمجمې دخالیګاه څخه دسترګودکاسې دپورتنۍ لارې دستر ګودکاسې اوربیډ ته تیریږي اوهلته دسترګو دګاټي عضلات ښکتنۍ اومنځنۍ عضله تعصیبوي اوهغوی ددماغي صویقاتو حجروي هستو ریشتوي ضمایمو پواسطه منځ ته راغلي دي ټول داعصاب دجمجموي خالیګاه څخه دسترګودکاسې دپورتني درزله لارې دسترګوکاسې ته رسیږي .

دغه عصاب دسترګوکاسې ته ځي اودسترګودشپږوعضلاتوڅخه څلوروته عصاب ورکوي مایلې عضلې ته عصب نه ورکوي همدارنګه عنبیه اوهغه عضله چې پورتني باڼه شوروي

څلورمه جوړه دسترګودپاسنۍ مایلې عضلې عصب

حرکي عصاب دي چې دمغزوڅخه دسترګوکاسوته ځي اویوازې دسترګې مایلې عضلې ته عصب ورکوي .

پنځمه جوړه دری شاخه یي عصب (Trifacial nerves)

دا مختلط عصاب دي چې حسي اوحرکي ریشتې جوړوي حرکي عصاب دهستوریشتوي ضمایم يي چې په حلقوي حدبویاPonsvarolliکې موقعیت لري حسي ریشتې ددغوعصابونیمایي Gasserianګنډې حجرې جوړوي داګنډې دګنګلیون دهغوی دOpicesپ څنګ کې دتیږې په شان سخت هرم Protous pyramidپه مخکنۍ سطحه کې پورت دي داعصاب ددی شاخې لري جې هره شاخه یي دجلا جلا عضاوودحس اوحرکت مسولیت په غاړه لري دعصاب دپاس څخه منشا اخلي اونورې ساحې یی په لاندې ډول دي .

الف – پورتنۍ شاخه (Ophaualmic division)

دایوازې حسي ریشتې لر ي چې دپزې داخلي خالیګاه دسترګې ګاټی باڼه اوداوښکوغدې اودبڼو پوستکي ته عصاب ورکوي .

ب-منځنۍ شاخه چې دپورتنۍ ژامې شات یا Maxilary divisonکې موقعیت لري داهم یوازې حسي ریشې لري چې درحسار پورتنۍ شونډې اورۍ اوپاسنیو غاښونوته عصاب ورکوي .

ج-لاندینۍ شاخه

دالاندینۍ شاخه دMandibular مختلفې ریشتې لري یعنې هم حسۍ اوهم حرکي ریشتې په کې شتون لري دری شاخې حسي ریشتې لاندې شونډې غاښونه لاندې ژامې اوزنې ته عصب ورکوي او حرکي ریشتې یي دژولوعضلاتوته ځي او دهغه حرکات کنترولوي اوهمدارنګه خارجي دهلیز ته هم عصب ورکوي داڅانګه دژبې دڅوکې لپاره ذائقوي ریشتې اوSub maxillary اوSub lingualلعابي غدواتو لپاره ترشحي ریشتې لري .

شپږمه جوړه Abducent nerves

داعصاب کاملاً حرکي دي اود پاس څخه منشا اخلي دسترګې کاسې ته ننوځي اودسترګې دښۍ خارجي عضلې حرکت په غاړه لري هغوی دجمجمې دخالیګاه څخه دسترګې دکاسې دپورتني درز له لارې دباندې راوزي اودسترګې ترکاسې پورې غزیږي اوهغوي دRectus oculiعضلات تعصیبوي ددغو عصابوهسته په حلقوي حدبه Pons varolitکې واقع د ي

اوومه جوړه دڅیرې عصب (Facial nerves)

دعصاب حسي اوحرکي ریشتې لري حرکي ریشتې یي دڅیرې عضلات کنترولوي اوحسي ریشتي یې دمنځني غوږ مخاطاو داوریدلومجراته ننوځي اودهغه ځای انګیزې مغز ته راوړي دغه عصاب په حلقوي حدبوکې دهغوی هستې دحجروي ریشتوي ضمایم په واسط جوړې شوې دي اوهریوددغوعصابوڅخه دAuditoryسوقي کانال تی کوي وروسته له شقیقې هډوکی دFacial کانال له لارې تیریږي دپاسیال عصاب دInter meduseپه نوم مشهورعصابوپه واسط تړل کیږي جې دمغزڅخه دباندې وزي بلکې منظم نمبر نه لري دInter medusa عصاب دژبې په څوکه کې ذائقوي ریشتې لري اودپیروډیټ دغدوڅخه پرته نورټول غدوات په کې شامل دي لعابیه Lacrimal مخاطي غدوات ترشحې غدوات پکې قرارلري دپاسیال عصاب یوازې دحرکي عصابوڅخه ترکیب شوي نه دي بلکې دذائقوي اوترشحي ریشتوڅخه ترکیب شوي دي هغه عصاب چې دشقیقیې هډوکی دکانال څخه دStylomatoid سوری له لارې دباندې راوزي اودحجروي هستو ریشتوي ضمایموڅخه منځ ته راغلي دي .

اتمه جوړه داوریدلوعصاب (AUDITORY nerves)

حسي عصاب دي دوه ډوله ریشتې لري یویي دهلزوني ریشتوپه نامه یادیږي چې دداخلي غوږ دهلزون سره ارتباط لري اوداوریدلومسول دي دوهم ډول ریشتې یي ددهلیزي ریشتو په نامه سره یادیږي چې داتعادل مربوطه احساسات مربوطه مغز ته انتقالوي داریشتې لومړۍ ګوچني دماغ ته ځي ځکه چې هغه دتعادل په برخه کې همکاري کوي .

نهمه جوړه عصاب دژبې اوحلق عصب (Glossopharyngeal nerves)

دمختلطوعصابوپه نوم سره یادیږي دعصب دبصل نخا ع څخه منشا اخلي اوحرکي ریشتې یي دحلق اوغوږ لاندې لعابې غدې ته عصب ورکوي چې دلعاب په ترشحاتواوبلع کې اثر لري حسي ریشتې یي دحلق اودژبې ددریمې برخې احساسات مغزت رسوي هریو عصب یې دTugularسوري له لارې دجمجمې دخالیګاه څخه دباندې وزي هرعصب یې حرکي ریشتې دجمجمې دخالیګاه څخه دباندې وزي هر عصب یي اوبصله اوګنډه دTubular سوری په سیمه کې لري دژبې اوحلقوم دعصابوحرکې ریشتې دحلقوم په تعصیب کولوکې برخه اخلي ترشحې عصبي ریشتې دپیروتید غدوات تعصیبوي اوحسي ریشتې دژبې دقاعدې مخاطي غشا تعصیبوي حسي ریشتې دژبې په څوکه کې ذائقوي ریشتې لري .

لسمه جوړه دواګوس عصب (Vagus nerves)

دامختلط عصاب دي چې ترټولولوی اواوږده عصاب دي داعصاب حسي اوحرکي اوپاراسمپاتیک ریشتې لر ي دغوعصابوته ځکه دانوم ورکړل شوي دي چې دهغوی څخه څانګې دمختلفو عضاوو دمختلقو سیمو څخه دباندې وزي دغه عصاب دټولو مغزي عصابو څخه ډیرې څانګې لري اودبصل نخاع څخه منشا اخلي داعصب حنجره حلق وچه مرۍ زړه سږي معده کولمو اودمعدې اوکولمو مربوطه غدواتوته عصب ورکوي لنډه داچې په بدن کې ډیر مهم اوحیاتي فعالیتونه کنترولوي داعصاب دپاراسمپاتیک مهم عصاب شمیرل کیږي .

یولسمه جوړه شوکي عصاب (Spinal accessory)

داعصاب حرکي ریشتې لري چې هم مغزي اوهم نخاعي ریشتې پکې شاملې دي حنجرې اوتنفسي عضلاتوته عصب ورکوي داعصاب په شوکي نخاع کې هسته لرپ نوموي عصاب دټنګولر سوري له لارې دجمجموي خالیګاه څخه دباندې وزي دSternocloidomastoidاودTripesius عضلات تعصیبوي .

دولسمه جوړه عصب دژبې لاندې عصاب (Hypoglossal nerves)

داعصاب حرکي ریشتې لري چې دژبې دحرکاتوسبب ګرځي دژبې ټول حرکات دهمدې عصب په وسیله صورت نیسي همدارنګه هغه هډوکي چې دژبې په اطراف کې واقع دي هم عصب ورکوي هر عصب دکوپړۍ خلفي هډوکی دOccipital هډکي دکانال له لارې دجمجموي خالیګاه څخه دباندې وزې اوژبې ټول عصب تعصیبوي همدارنګه ددې څخه یوڅانګه راوزي چې دغاړې عضلاتوته رسیږي چې دحلقوم دنښلوونکی هډوکی Hoid څخه لاندې غزیدلي دي .

دسر عضلات (Musel of the head)

دسرعضلات په دوه برخوویشل کیږي

I. Facial muscles

II. Masticatory muscles

۱-Facial muscles:پدې ګروپ کې لاندې عضلات شامل دي

الف –Muscles of the auricle

ب-Musceles of the scalp

ج-Muscles of the eyelids

د-Muscles of the nose

ط-muscles of the mouthe

ب-Musceles of the scalp

په دې ګروپ کې صرف یوه عضله دOccipito ofrontalisپه نوم وجود لري منشا (origine)اوارتکازInsertionنوموړې څلور بطنه لري چې دوه یې دOccipital belliesاودوه نوریې Frontal belliesپه نوم یادیږي Occipital belies اوFrontal beliesدیوې نازکې پردې په وسیله ارتباط لري هر یویې Occipital bellieدOccipital هډوکی دمربوطه Linea muchea supڅخه شروع کیږي اوشااوخواته متداد لري Frontal bellie یې دمربوطه وروزې دپوستکي له عمیقې سطحې څخه شروع کیږي اوشااوخواته امتداد پیداکوي نوموړې عضله دسردپوستکي په حرکت اوهمدارنګه ددواړووروزوپه پورته کیدوکې رول لري چې ددې څخه په مخکې دتحیر علامه منځ ته راځي .دسرزیات عضلات دمخ په برخه کې موقعیت لري چې دپوټکي لاندې دجمجمې ګومبزه دیوې پلنې پلې په واسطه پوښل شوي د Galeaapo neuroticaچې په دقت سره دپوټکي لاندینۍ برخې Periosteumسره په آزادانه توګه نښتي دي دادمخنۍ عضلې اودOccipitalS عضلې دداخلي برخې څخه منشا اخلي کوم وخت چې داعضله انقباض وکړي نودGALEA APONEUROTICدپوستکي لاندینۍ برخه سره یوځای مخنۍ اوشاتنۍ اووروستنۍ برخې ته حرکت کوي .

دمخ عضلات په دوه برخوویشل کیږي دMimetic عضلات دFacial عضلاتو غاړه فقره Expressionاوژوونکې عضلات .دمیمیتک یا پاسیال عضلاتو فقره دهغوی دجمجمې هډوکی اوهغوی دپوستکی دداخلي برخې نه منشاء اخستې ده ددغوعضلاتوانقباض دمخ په څیره کې تغیر راولي دMimetice پر اخه عضلات دOrbicolars frontalis buccinators inferiors labie cuuad ratus دمخنۍ بیرونۍ عضلې دوچولی دپوستکي په لاندینۍ برخه کې موقعیت لر ي Galea aponeuroticڅخه دوروځو ترپوستکي پورې غزیدلې دي په عضله کې چې دوروځې منځ ته راغلې دي دوچولي په پوستکي کې متقاطع ګونځې جوړوي .

بله عضله دOrbicolaris oculi عضله دسترګې دزیګمې (فلک چشم ) ددزپه شا و خواکې دOrbicolar عضله دخولې په شااو خواکې موقعیت لري کوم وخت چې نوموړې عضله انقباض وکړي تړلې کیږي دOrbicular عضله دخولې په شااوخواکې موقعیت لري کوم وخت چې نوموړې عضله په غاښونوفشارواردوي هلته دAdipose انساج Fatpod اوBuccinatorعضلې دپاسه موقعیت لري چیرته چې غمبوری دباندې خواته راټولوي هغه عضله چې دهغې دانقباض په وسیله پورتنۍ شونډه پورته کیږي دZygomatic څخه سرچینه اخلي دNaso labial fold په سیمه کې دپورتنۍ شونډې دپوستکي په منځ کې ځای نیولي دي هغه عضله چې دانقباض په وسیله ښکته کیږي دښکتنۍ ژامې دښکتنۍ شونډې څخه سر چینه اخلي اوښکتنۍ شونډې دپوټکي په منځ کې هلته د پاسیال دڅرګندیدنې لپاره یوشمیرنورکوچني عضلات موجوددي Zygomatic دخوې کونج پورته اودباندې خواته کشوي Corrugotor super cilliدوروځو سره یوځای پورته کیږي ResoriusدLaughter عضله اودداسې نورو پاسیال عضلاتو دڅرګندیدنې په محدوده پاسیاکې ندي نښتې Mastication عضلات دجمجمې دهډوکو دواړه انجامونه سره نښلوي یوانجام یي دښکتنۍ ژامې سره دي ددغو عضلاتودانقباضاتوپه وسیله دښکتنۍ ژامې حرکتونه دژوولو اوخبروکولو په وخت کې کنترولیږي دژوولوڅلورجوړې عضلات موجود د ي دشقیقې Temporal ، Lateral ،Pterygoideusاوmasseterعضلې دي .

دزایکوماتیک قوس څخه دښکتنۍ ژامې دباندینۍ سطحې ترکونج پورې غزیدلې دي اوښکتنۍ ژامه پورته بیایي کوم وخت چې خوله وتړل شي داعضله دپروتید parotid غدې شااوخواته موقعیت لري چې دیو غلیظ پاسیا په واسط پوښل شوې ده .

دشقیقې عضلې دپاسیا دشقیقو ټوله پاسیا نیولې ده دزایکو ماتیک قوس یاپه متوسط ډول په داخلي خواکې ښکته خواته پراخه شوې ده اودښکتنۍ ژامې Coronoidپه پروسه کې ورته ځای ورکړل شوي دي داښکتنۍ ژامه پورته بیایي اودخلفي بندل یي بیرته ننوځي دشقیقې عضله یوه غلیظه پاسیا لري .دPterygoideus lateralesعضله په Inferatemporales fossa کې موقعیت لري او Sphenoidهډوکی دPterygoidپروسې څخه دژامې دArticularپروسې پورې یې پراخوالي موندلي دي اوژامه خپل مقابل طرف ته بې ځایه کوي ځکه چې نوموړې عضله دواړو خواووته انقباض وکړي نو ښکتنۍ ژامه پراخه کیږي دPteroid eus medialesعضله د Sphenoid هډکی دPterygoid پروسې دښکتنۍ ژامې دکونج څخه یي منځنۍ سطحې ته پراخولی موندلی دي اوښکتنۍ ژامه پورته بیایي بنا پردې دژولو عضله دMasticationعضله ښکتنۍ ژامه پورته بیایي چې مخنۍ برخه شا خواته اوشا خواته یې په حرکت راولي ژامه دغاړې دعضلو په وسیله ښکته راوړل کیږي کوم چې دښکتنۍ ژامې اوHoid هډوکی په منځ کې موقعیت لري .

نتیجه

څرنګه چې دانسان اسکلیټیي سیستم ډیر اهمیت لري ددغه سیستم اهمیت پدې کې دی چې اسکلیټ دجسم په حرکت دجسم په دریدو اودجسم په دفاع کې اوهمدارنګه ددخلي غړودساتلودنده لري اسکلیټي سیستم هره برخه خاص جوړښت اوبڼه لري که چیرې مونږ داسکلیټي سیستم یوې برخې ته چې جمجمه یادیږي نظر واچوو جمجمه اودجمجمې هډوکی هغه کنترولي مرکز ساتنه کوي کوم چې دانسان ټول فعالیتونه کنترولوي چې هغه دماغ دی .

.نوزما هدف همداوه چې ترڅو دجمجمې په اړه یوه موضوع ولیکم چې زه اوزما ګران هیوادوال ترې ګټه و اخلي نودامې ضروروه ګڼله چې په جمجمه باندې لیکنه وکړم که څه هم داموضوع ډیره سخته ده خوبیا هم دزیاتومعلوماتولپاره دداکترانوسره مشورې اودهغوی څخه مې ددې موضوع دحل په برخه کې مرسته غوښته کړې ده داموضوع ډیره نوې چې تردې دمخه دجمجمې په اړه کومه موضوع نه وه لیکلې نوپه اولی ځل په پکې خامخا څه ناڅه مشکلات موجود وي خوددوهم ځل لپاره که څوک وه غواړي چې یوڅه لیکنه ورباندې وکړي نومشکلات به پکې په مکمل ډول له منځه ولاړ شي. نو په دې موضوع کې مې جمجمې جوړښت ،دجمجمې هډوکي اوپه جمجمه کې شامل غړي دمخ هډوکې په مکمل ډول پکې واضح شوي دي .

وسلام

اخځلیکونه

۱- امیري،محمد ظاهر ،دانسان اناتومي اوفزیولوژي،ننګرهارپوهنتون،کال(۱۳۸۷ه ش)

۲- داو‌ود،محمد داوود ،اناتومي اوفزیولوژي لیکچرنوټ ،ننګرهار پوهنتون ښوونې اوروزنې پوهنځی،کال (۱۳۹۱ه ش).

۳-صابر،عبدالواسع،عمومي بیولوژي دسیستمونوبرخه ،نیوکابل کتاب پلورنځی خپرندویه ټولنه ،کال (۲۰۰۷ع).

۴-قانعي ،محمد موسی،اناتومي وفزیولوژي،انستتیوت علوم صحي ابوعلي سینا بلخي ،کال (۱۳۸۷ ه ش).

۵-نصرتي،محمد ناصر ،دمفاصلو عضلاتو عصبي سیستم اوحسي غړواناتومي،

ننګرهارپوهنتون طب پوهنځی،کال(۱۳۸۸ه ش).

۶-Grays Anatomy for student - www.student consult.com.

Leave a Reply