د مسیح (عیسی) علیه السلام پیژندنه

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 5
  • اندازه فايل 96.01 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

د مسیح (عیسی) علیه السلام پیژندنه

لومړی فصل

لومړی مبحث

د مسیح (عیسی) علیه السلام پیژندنه

 

مخکې له دې چې د مسیح علیه السلام په پېژندنه پیل وکړو ضروری ده چې د مسیح د کلیمې پیژندنه وکړو .

مسیح دکلیمې پيژندنه :

د مسیح لغت په ډېرو معنی ګانو سره راغلې دي چې د هغو له ډلې نه د سیاحت کوونکې ، مسحه کوونکې ، غوړ شوی او  له منځه تللې په معنی دی . ابو العباس وایې عیسی علیه السلام ته ځکه مسیح وایې چې په ځمکه کې ډېر ګرځېدلې او ډېر سیاحت يې کړي دي . یا ځکه ورته مسیح وایې چې کله به هغه په ړندو اویا په هغه ناروغ باندي چې د ابرص (پیس) په ناروغې اخته وو مسحه وکړه نو د الله عزوجل په امر به روغ شو . داسې نظرونه هم شته چې عیسی علیه السلام چې کله نړئ ته راغلې نو په غوړو سره غوړ شوی یا مسحه شوی وؤ نو ځکه ورته مسیح وایې اویا هم دا چې مسیح علیه السلام په رحمت او برکت سره مسحه شوی وؤ ځکه نو ورته مسیح وایې.[1]

د دجال مسیح پيژندنه :

دجال ته هم مسیح وایې او ځکه ورته مسیح وايې چې د هغه یوه سترګه مسح شوی وه یعنی هغه په یوه سترګه څه نه لېدل . ابې الهثیم وايې الله عزُوجل په نړئ کې دوه مسیحَین پیداکړي دی چې یو د بل سره ضد دی یو یې مسیح بن مریم دي چې کله به یې په ړانده باندې مسحه وکړه نو د الله عزّوجل په امر سره به روغ شو او هر څه به یې لېدل او د ابرص (پیس) د مرض درملنه به یې کوله او د الله عزّوجل په امر سره به یې مړې ژوندي کول . او بل یې مسیح دجال دی چې هغه هم دالله عزّوجل په امر سره مړي ژوندې کول او ژوندې به یې مړه کول ، وریځې به سره یوځای کوي او باران به و اوروی او د الله جل جلاله په امربه  نباتات راشنه کوي . نو دوی دواړه مسیحیان دی مسیح بن مریم د هدایت مسیح او مسیح دجال د ضلالت مسیح دی.[2]

 

 

 

 

د عیسی (مسیح) علیه السلام پېژندنه :

عیسی علیه السلام د موسی علیه السلم څخه وروسته بنی اسرایلو ته د الله عزّوجل له لورې را لېږل شوی وؤ . هغه ته د انجیل کتاب ورکول شوی وو ترڅو هغه بنې اسرایلو ته ورسوی او هغوی چې ماده پرستې په کې اوج ته رسېدلې وه د یوه الله و عبادت ته راوبلې .

د عیسی علیه السلام ولادت (زېږېدنه) :

الله جل جلاله د مریم (ع) حېرانوونکې داستان چې کله هغې ته ملایکه د انسان په څېره کې راغله داسې بیانوي.

إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ(45) وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ (46) قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (47) [3]

ژباړه : کله چې ملایکو وویل اي مریم الله تاته د خپل یوه حکم زیري درکوي دهغه نوم به مسیح عیسی بن مریم وی په دنیا او اخرت دواړو کې به عزتمند وی او الله ته به په نژدې خلګو کې شمېرل کېږي ، خلګو سره به په زانګو او زوړوالې کې خبري کوي  او د نیکو کارانو نه به وي . هغې وویل ای زما ربه څنګه به زما ماشوم کېږي په داسې حال کې چې زه بشر نه یم مسحه کړي نو ملایکو وویل دغه سې به کېږي الله چې څه وغواړي هغه پېداکوي هغه چې د یوه کار فیصله وکړي نو ورته ووایې چې شه نو کېږي.[4]    الله جل جلاله د مریم علیه السلام د خفګان او د عیسی علیه السلام د ولادت کېسه داسې بیانوي.

فَأَجَاءَهَا الْمَخَاضُ إِلَى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يَا لَيْتَنِي مِتُّ قَبْلَ هَذَا وَكُنْتُ نَسْيًا مَنْسِيًّا (23) فَنَادَاهَا مِنْ تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا (24) وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا (25) فَكُلِي وَ اشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (26) [5]

 

ژباړه : نو د ولادت دردونو هغه (مریم)  د خرما د ونې تنې ته راوستله هغې وویل کاش زه د دې نه مخکې مړه وای او هېره وای نو د کښته خوا آواز وشو چې غم مه کوه ستا رب ستا د پښو لاندې چېنه پیداکړي او د خرما ونه خپل طرف ته و څنډه نو تا ته به تازه خرما راولوېږي نو ته وخوره او وڅښه او خپلې سترګې (د زوی په دیدن) یخې کړه او که چېري دې بنی بشر ولېده نو ورته ووایه (په اشاره) چې ما د رحمن په نامه د روژی نذر نیولې دي نو زه نن د هیڅ بنی بشر سره خبري نه کوم .[6]

 

 

 

کله چې عیسی علیه السلام نړئ ته راغلې نو مور يې هغه د ځان سره واخیست او د خپل کور په لور ستنه شول، کله چې هغه خپل د اوسېدو کلې ته ورسېده  نو سمدلاسه د بیلا بیلو پوښتنو سره مخ شوه اما هغه ثابت قدمه په ته شوه او پرته له ويري او بیله دې چې څه ووایې د خپل  ماشوم لور ته یې اشاره وکړه  نو دهغې قوم وویل موږ د یوه نوي ژیږیدلې ماشوم سره څنکه خبری وکړو ؟ په دې وخت کې عیسی علیه السلام چې نو زیږیدلې ماشوم وؤ په خبرو پیل وکړ چې الله عزّوجل يې داسې اخبار کوي.

 

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آَتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا (30) و َجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنْتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا (31) وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا  (32)  وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدْتُ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ  حَيًّا (33)[7]

ژباړه : (عیسی علیه السلام ) وویل زه د الله بنده یم ماته یې کتاب راکړي او زه یې نبې ګرځولې یم او زه یې برکتې ګرځولې یم په هر ځای کې چې یم ، او ماته د لمانځه او زکات وصیت کوي ترڅو پوري چې ژوندی یم اودا وصیت چې د خپل مور سره ه ښه سلوک وکړم او زه یې بد بخته او شقې نه یم ګرځولې او په ما باندې سلامتیا ده په کومه ورځ چې پیدا شوی یم او په کومه ورځ چې مړ ګېږم او په کومه ورځ چې زه بیا ژوندي را پاڅول کېږم.[8]

د عیسی علیه السلام عقېده :

الله جل جلاله په قرآن کریم کې د عیسی علیه السلام د پاکې او لوړې عقېدې اخبار کوي او هغه د نورو انبیاوو په څېر پاک شخصیت ، د هر ډول معصیت نه لېرۍ ، بشپړ موحد او حنیف معرفې کوي چې زړه یې د په تو حید مطمین دی او په توحید الوهیت قایل دی هغه د یوه الله د عبادت نه پرته د بل چا عبادت نه کاوه او نه یې هم خلګ د بل څه و عبادت ته را بللې دي د هغه زړه په توحید ربوبیت هم مطمین وؤ چې د اسمانونو او ځمکې پېداکوونکې یو الله جل جلاله دی ، هر څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دی ټوله د الله عزوّجل د شتون ګواهې ورکوي . لکه څنګه چې الله عزوّجل په سورة ال عمرآن داسې فرمایې .

 

إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (51)  

ژباړه : بیشکه الله زما او ستاسې رب دي نو دهغه عبادت وکړي دغه مستقیمه لار ده.[9]

عیسی علیه السلام د الله عزّوجل په توحید اسما او صفاتو هم بشپړ ایمان درلود ، هغه الله جل جلاله د پلار، زوی او روح القدس نه مرکب نه ګڼې ، د ده عقېده کاملا د هغه څه نه مخالفه وه چې نن سبا مسیحیان په هغه عقېده لري او عیسی علیه السلام به د د قیامت په ورځ د هغه کسانو نه چې کې د ده د لاري نه منحرف شوی بیزاري اعلان کړي.

 

 

وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنْتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِنْ دُونِ اللَّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِنْ كُنْتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ (116) مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ وَكُنْتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنْتَ أَنْتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ (117) [10]

 

ژباړه : کله چې الله جل جلاله (د قیامت په ورځ) و ووایې اي عیسی د مریم زویه  ایا تا خلګو ته ویلي دي چې د خداي پرته ما او زما مور په خدایې ونسې ، هغه وویل پاکې ده تا لره ما ته نه ښايې چې هغه څه ووایم چې ماته يې حق نشته که ما ویلې وې نو تاته معلوم دي ، تاته ښه معلوم دي هغه څه چې زما په نفس کې دې او ما ته نه دې معلوم هغه څه چې ستا په نفس کې دې بیشکه ته په غیبو باندې پوه یې ، ما دوی ته نه دې ویلې مګر هغه څه چې تا په امر کړی یم چې د الله جل جلاله عبادت وکړي هغه زما او ستاسې رب دي او زه تري تر هغه وخته پوری خبر وم چې په پکې موجود وم اوکله چې تا زه وفات کړم نو ته د هغو نه خبر یې او ته په هر څه باندې خبر ‌ذات یې.[11]

په پورته ایاتونو کې عیسی علیه السلام د الله جل جلاله د یوه مطیع او فرمانبرداره بنده په توګه د خدایې د صفتونو نه چې مسیحیان یې ورته منسوب کړیدي اظهار د بې خبري کوي او په ډېر انکساراو عاجزي سره د لوی الله له درباره نه بخښنه غواړي چې دا ټول څه د ده په بې خبرې کې صورت نېولې او هغه د توحېد پرته بل څه ته بلنه نده ورکړي او خپل رسالت یې په سم ډول مخته وړي دي.[12]

 

د عیسی علیه السلام بلنه (دعوت):

یهود ماده پرسته قوم وؤ چې انساني ارزښتونه اصلا ورته بې اهمیته وه، خود خواهې ، غرور او تکبر په بشپړ ډول دا قوم احاطه کړي وؤ نو عیسی علیه السلام د یوه روحې طبیب په توګه دې قوم ته رالېږل شوی وؤ . د عیسی علیه السلام د بلنې اساس دا وؤ چې د خالق او مخلوق یعنې عابد او معبود ترمنځ د واسطې نفې وکړي ، او دا چې انسان په خپله بندګئ کې د کاهن او یا کشش واسطې  ته اړتیا نه لري .

ده به خلګ د اخلاقې ارزښتونو د بیا ژوندې کولو لپاره زهد ، تقوا ، صبر ، او دغصې و کنټرول ته رابلل همدارنګه به یې دوی د آخرت ورځې ته ترغیب کول ، خو کله چې عیسی علیه السلام د الله عزّوجل په امر اسمان ته پور ته شو   نو دغه  پاکه بلنه د عیسی علیه السلام د د ښمنانو لخوا تحریف شو او په هغه کتاب کې يې هم لاس وهنه وکړه چې عیسی علیه السلام له ځان سره راوړي وؤ او د عیسی علیه السلام د سپیڅلې دین ځای باطل ونیوه چې په پایله کې مسیحیانو یوه باطله لار خپله کړه.[13]

 

د مسیح علیه السلام په اړه د قرآن د مطالبو لنډېز:

په تېرو موضوعاتو کې که چېري ذکر شوي ایاتونو ته توجه وکړو نو مسیح علیه السلام په دې توګه را پېژنې .

  • ۱ ـ مسیح علیه السلام د مریم علیه السلام زوی دی ابن الله یا ثالث او ثلاثة نه دی او مریم علیه السلام د الله عزّوجل په امر بې خاونده حامله شوه .

 

  • ۲ ـ مسیح علیه السلام خدای نه ؤ بلکه د خدای جل جلاله له خوا را لېږل شوی ؤ هغه چې د معجزو یادونه کړیده نو د هغو ټولو نسبت یې الله جل جلاله ته کړیدی یعنې هغه به د الله جل جلاله په امر مړی ژوندې کول ، د خټو نه به یې مرغې جوړه کړه او هغه به د الله په امر ژوندې شوه ، او د پېس د ناروغې علاج به یې د الله په امر کاوه.

 

  • ۳ ـ عیسی علیه السلام د موسی علیه السلام د شریعت د بشپړیدو لپاره رالېږل شوی ؤ.

 

  • ۴ ـ مسیح علیه السلام تل خلګ د یوه الله و عبادت ته رابلل.

 

  • ۵ ـ هغه هیڅ کله ځان الله ندی بللې بلکه تل به یې ویل چې الله زما اوستاسې رب دی لکه چې الله عزّوجل په سورة آل عمران کې په دې اړوند داسې فرمایې :

 

(إِنَّ اللَّهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ (51)

 

  • ۶ ـ د عیسی علیه السلام بلنه یوازی تر بنې اسرایلو پوری منحصره وه لکه الله عزّوجل چې فرمایې ( وَرَسُولًا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ) آل عمران ۴۹
  • ۷ ـ عیسی علیه السلام نه په قتل رسېدلې اونه په دار زوړند شوی بلکه الله عزّوجل هغه اسمان ته پورته کړي دي لکه چې الله جل جلاله وایې
  • وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (157) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (158)[14]

 

ژباړه : او دوی دا قول چې موږ  وژلې دی مسیح عیسی ابن مریم چې د الله رسول وؤ نه دوی هغه وژلې ؤ او نه یې په دار ځوړند کړي و مګر دوی باندې مشابه شو او کومو کسانو چې په دې هکله اختلاف کړیدي هغوی خامخا په شک دی دده په اړه او دوی سره په دې هکله علم نشته مګر دوی د ګمان پیروی کوي او دوی هغه یقینا نه وژلې .بلکه الله هغه ځان خواته بیولې دی او الله غالب او دانا ذات دی.[15]

 

سره د دې چې په انجیل کې زیات تحریفات او تغیرات راغلې دی اوس هم په دې کتاب کې ځینې برخې شته چې د مسیحیانو اوسنې عقیده نه تایید وی او ځینې هغه مسایل چې اسلام په هغه تاکېد کوی هغه تایید وی چې د هغو تفصیل په لاندې ډول دي.

§       ۱ ـ عیسی علیه السلام پیامبر وؤ :

 

د انجیل د کتابونو په زیاتو ځایونو کې د دې یادونه شویده چې عیسی علیه السلام د الله عزّوجل رالېږل شوی پیغمبر ؤ لکه څنګه چې په انجیل متی کې د عیسی علیه السلام نه منقول دی “هر چا چې تاسو قبول کړاست زه یې هم قبول کړم او هر چا چې زه قبول کړم هغه څوک چې زه یې رالېږلې یم قبول کړ.”

او هغه وخت چې عیسی علیه السلام غوښتل خپل شاګران د بنی اسرایلو سیمو ته و لېږې ترڅو په عیسی علیه السلام ایمان راوړي نو هغوی ته یې وویل “ هر څوک چې تاسو ته غوږ کېږدی ما ته یې غوږ کیښود او هر څوک چې تاسې رد کړی هغه زه رد کړی یم او هرڅوک چې ما رد کړی هغه څوک هم رد وي چې زه یې را لېږلې یم .” په یوحنا انجیل کې د عیسی علیه السلام نه داسې منقول دي “ دا ابدی ژوند دی چې دوی تا یوازنی خدای او مسیح چې ستا رالېږل شوی دي و پېژنې. ”

§       ۲ ـ عیسی علیه السلام یوازې د بنی اسرایلو پیغمبر ؤ:

 

د انجیل په ډېرو ځایونو کې د عیسی علیه السلام څخه منقول دي چې د عیسی علیه السلام رسالت تر بنې اسرایلو پورې خاص ؤ. مثال انجیل متی نقل کوي چې عیسی علیه السلام د هغه ښځې په ځواب کې چې د خپل لور لپاره یې شفا غوښته داسې وویل “ زه یوازي د بنې اسرایلو د ورک شوی پسونو لپاره رالېږل شوی یم.” او په همدی انجیل کې د عیسی علیه السلام توصیه د هغه شاګردانو ته داسې نقل شوی ده “ د غیري یهودو له ځمکو څخه مه تېریېږی او دسامریانو په هیڅ ښار کې مه داخلېږي بلکه د بنې اسرایلو د ورک شوي پسونو خواته لاړ شې .”

پورته دوه مطلبه په صراحت سره دا بیانوي چې  د عیسی علیه السلام رسالت تر بنې اسریلو پوري خاص وؤ . قرآن کریم هم دا موضوع تائیدوي.   (وَرَسُولًا إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ) [16]

یعنی عیسی عیله السلام یې بنې اسرائیلو ته پیغمبر لیږلې وؤ.

 

 

 

§       عیسی علیه السلام د موسی علیه السلام د شریعت پیرو ؤ:

 

د قرآن کریم د نصوصو نه دا پوهول کېږي چې عیسی علیه السلام د موسی علیه السلام د شریعت پېرو ؤ. په دې هکله د انجیل کتابونه د عیسی علیه السلام نه داسې نقل کوي “ فکر مه کوي چې زه د دې لپاره راغلې یم ترڅو تورات منسوخ او باطل کړم بلکه زه د دې لپاره راغلې یم چې هغه کمال ته ورسوم ."

دوهم مبحث

محمد صلی الله علیه و السلم او مسیح علیه السلام

مسیح علیه اسلام د موسی علیه السلام وروسته په پيغمبري مبعوث شو او د دې لپاره مبعوث شو چې د موسی علیه السلام رسالت تکمیل کړي خو محمد صلی الله علیه و السلم تر مسیح علیه والسلام وروسته په پیغمبري مبعوث شو . خو هغه د دې لپاره نه چې د عیسی علیه السلام دین او رسالت تکمیل کړي بلکه یو نوی شریعت یې ځان سره راوړي داسې یو شریعت چې په راتګ سره یې مخکنې ټول ادیان او شریعتونه منسوخ شول داسې یو شریعت چې هغه کامل او شامل دي او د قیامت تر ورځې پوري به باقې وي محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم  تل خپل پېروان په دې امر کړی دي ترڅو په نورو مخکنې اسمانې کتابونو هم ایمان راوړي او دا د مومن د عقیدې یوه برخه جوړوي الله عزّوجلّ په دې هکله فرمایلې دې

 

قُلْ آَمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَالنَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ (84)[17]

ژباړه:  ووایه (ای پیغمبره) موږ ایمان راوړی په الله او په هغه څه باندې چې په ابراهیم ، اسماعیل ، اسحق ، یعقوب ، او د هغه په اولادونو نازل شوی دي او په هغه څو چې موسی ، عیسی او نورو نبیانو د خپل رب له طرفه راوړي او موږ د هغو په منځ کې فرق نه کوؤ او موږ هم د هغه حکم منونکې یو.[18]

همدارنګه الله عزّوجلّ په سورة النسا کې فرمایې ،

 

نَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآَتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا (163) [19]

ژباړه: موږ تاته هغه وحې رالېږلې لکه چې مو نوح ته رالېږلې وی او د هغه نه وروسته مو انبیاؤ ته رالېږلې وي او موږ وحې رالېږلې وي ابراهیم ته او اسماعیل ته او اسحق ته او یعقوب ته او د هغه اولادې ته او عیسی ته او ایوب ته او یونس ته او هارون ته او سلیمن ته او موږ ورکړي دی داود ته زبور.[20]

 

 

د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه و السلم د عیسی علیه السلام په هکله داسې وایې

(انا اولی الناس بعیسی بن مریم في الاولی والاخرة قالوا : کیف یا رسول الله ! قال الا نبیاء أ خوة من علات و أ مها تهم شتی و دینهم واحد فلیس بیننا نبی. ) [21]

زه عیسی بن مریم ته تر ټولو نژدي یم په دنیا او آخرت کې نو صحا بیانو وویل څنګه یا رسول الله نو رسول صلی الله علیه والسلم و فرمایل چې انبیا علیه السلام علاتې وړونه دي چې میندې یې بیلې بیلې دې خو دین یې یو دی او زموږ تر منځ بل نبی نشته .

 

همدارنګه په بل حدیث رسول الله صلی الله علیه والسلم فرمایې ( من قال أشهد أن لا اٍله ألا لله  وحده لا شریک له و أن محمد عبده ورسوله ، و أن عیسی عبد الله و ابن أمتیه و کلمته القا ها ألی مریم و روح منه و أن الجنة حق و أن النار حق أدخله الله من ای أبواب الجنة الثمانیة شأ .)

ژباړه : څوک چې ووایې چې زه شاهدي ورکوم چې دیوه الله نه پرته بل الله نشته او هغه یوازی دي څوک ورسره شریک نه دي او په دې شاهدې ورکړي چې محمد د الله بنده او رسول دي او عیسی  دالله بنده دی او دالله کلمه ده چې مریم ته یې القأ کړي ده او دهغه روح دي ، او په دې شاهدې ورکړی چې جنت حق دی او اور حق دي نو الله عزّوجلّ  یې جنت ته داخلوي د جنت د اتو دروازو نه چې دهري دروازي نه و غواړي.

د خاتم النبیین د وخت مسیحیان

 

مسیحیانو د تاریخ په اوږدو کې هر وخت مسلمانانو ته تکلیفونه رسولي او هڅه یې کړي چې مسلمانانو ته به خپلو عقایدو کې شک او تردید پیداکړي د خاتم النبیین محمد مصطفی صلی الله علیه والسلم  په وخت کې هم مسیحیانو خپلو کړنو ته دوام ورکاوه . یهودو او نصرانیانو به مختلفې طریقې په کاروړلې لومړی یې داسې یوه پروسه پیل کړه چې خپل مشران او سپین ږیرې به یې په دې ګمارل ترڅو سهار ایمان راوړي او ماپښین بیرته کافر شې او له دې نه یې موخه دا وه چې مسلمانان شکمن کړي . په دې ډول به د دوی مشرانو سهار د ایمان راوړلو اعلان وکړ او ماذیګر به یې د بیرته مخ اړولو اعلان وکړ ، کله به چې مومنانو د دې سبب و پوښته نو هغوی به په ځواب کې وویل زموږ علماو ویلې دې چې محمد هغه نبې نه دی چې په تورات او انجیل کې د هغه د راتګ زیری شوی دی  . د دوی په دې ځواب سره به ډېر هغه کسان چې نوی مسلمانان شوی وه شکمن کیدل ، الله عزّوجلّ په دې هکله  داسي فرمایې:

 

وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آَمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آَمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آَخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ(72) وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَنْ تَبِعَ دِينَكُمْ.[22]

ژباړه: او اهل الکتابو (یهودو اونصاری ) یوی ټولې وویل چې هغه څه چې په مسلمانانو نازل شوی دي په هغه سهار ایمان راوړی او ماښام تری انکار وکړي ممکن ده چې هغوی را وګرځې او یقین مه کوي مګر په هغه چا چې ستاسې د دین تابع وی .[23]

همداراز په مدینه منوره کې د نصرانیت ستر داعې او راهب ابو عامر خزرجې هم د اسلام په خلاف دعوت پیل کړی وؤ . په خپل قوم خزرج کې د پخوا څخه په زهد او تقوی سره مشهور وؤ ، ډېره هڅه یې کوله چې څوک مسلمان نه شې او مسلمانان د مسیحت لور ته را وکاږي . وروسته بیا د ده قوم ته الله عزّوجلّ هدایت ور په نصیب کړ او مسلمانان شول او ابو عامر روم ته وتښتېده مګر هلته  یې هم د خپل دعوت څخه لاس وانه خیسته او خپلو پیروانو ته یې لیک ولېږه او په لیک کې یې خپلو پیروانو ته ډاډ ورکړي چې ما د روم له مسیحې پاچا سره خبري کړیدي او موږ به ډېر ژر یو مسیحې فوځ جوړ کړو او پر مدینه به یرغل وکړو او د مکې پر مخ به د اسلام نوم له منځه یو سو ، خو موږ باید په مدینه کې د غونډيدو یو مرکز ولرو تاسې د قبأ د جامع جومات په مقابل کې د جومات په نوم یو مرکز جوړ کړي لګښت یې زه درلېږم  پیروانو یې هم د ده  د لارښوونې سره سم جومات جوړ کړ  او چې کله محمد صلی الله علیه والسلم پوښتنه وکړه نو مسیحیانو ورته وویل چې زموږ مشران او سپین ږیري د قبأ جومات ته نه شې درتلای ځکه چې هغه ليري دي نو موږ دا جومات جوړ کړ او رسول الله صلی الله علیه والسلم ته یې دا بلنه ورکړه ترڅو نوموړی جومات افتتاح کړی خو رسول الله صلی الله علیه والسلم وویل زه اوس تبوک ته ځم چې کله راغلم نو بیا به یې افتتاح کړم ، خو الله عزّوجلّ د دوی پلان افشأ کړ او نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته یې داسې وفرمایل :

(وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ (107) لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ (108) [24]

 

ژباړه : او هغه کسان چې د الله (ج) مسجدونه يې د ضرر رسولو او کفر کولو او مسلمانانو په منځ کې د تفرقې اچولو لپاره نیولې دی او د هغه چا د او سېدو ځای چې د پخوا راهیسې د الله (ج) او د هغه د رسول سره جګړه کوي او دوی به قسمونه خوري چې د دوی اراده د ښېګڼې پرته بل څه نه ده او الله (ج) ګواه دی چې دوی دروغ وایې ته مه درېږه (په هغه جومات کې ) هیڅ کله.[25]

 

د پورته مبارکو ایاتونو د نزول وروسته رسول الله صلی الله علیه والسلم خپل څلور تنه صحابه ولېږل ترڅو د منا فقانو او نصرانیانو مسجد د ریښې څخه وباسې ، چې نوموړی صحابه ؤ په ۶۳۱ میلادې کال کې د مسیحې بلنې دغه مرکز ته اور واچوه او د دوی پلانونه یې شنډل کړل.[26]

 

دریم مبحث

په بایبل  کې د نبې کریم صلی الله عیه وسلم په اړه وړاند وینې

کله چې د الله عزّوجلّ یو استازی په نړئ کې خپل کار سرته ورسوي نو د راتلونکې استازی په هکله خپل قام ته خبر ورکوي ، چې عیسی علیه السلام هم داسې وکړل او مخکې له دې چې اسمان ته وخېژول شې د راتلونکې استازې په هکله یې خپل قام ته خبر ورکړ ، چې له ما نه وروسته به د الله جل جلاله استازې راځې او تاسې ته به کامله لارښوونه وکړي ، د بایبل په بې شمیره ځایونو کې د عیسی علیه السلام ډېرې ویناګانې شته چې د اسلام د ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د راتګ زیرې ورکوي لکه د یوحنا په انجیل کې چې راځې (خو کله چې هغه حق روح راشې تاسو ته به د پوره رښتنولي لاره وښې. یوحنا ۱۶:۱۳)

همدانګه د یوحنا انجیل په بل ځای کې هم د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د راتلو په اړه ویل شوی دي چې موږ یې عربې متن را نقلوو ( لکني اقول لکم الحق انه خیر لکم ان انطلق لانه ان لم انطلق لا یاتیکم المعزی ولکن ان ذهبت ارسله الیکم [یوحنا ۱۶:۷])

مګر زه تاسې ته رښتیا وایم چې زما تګ تاسې ته ګټور دی ځکه چې که زه ولاړ نو هغه مرستندوی یعنې المعزی به تاسې ته را نه شې خو که زه لاړ شم نو هغه به تاسو ته را ولیږم.

د راتلونکې استازې نوم په بایبل کې یونانې لفظ فارقلیط  periclytos   راغلې دی چې انګریزي ته په comforter او عربې ته په المعزی سره ژباړل شوی . که فارقلیط لفظ را واخلو نو بې له شکه چې محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ترینه مراد دی ځکه چې فارقلیط معنی وکیل ، مرستندوی او مهربانه او په سپیڅلی قرآن کې هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رحیم او مهربانه ویل شوی دي لکه الله عزّوجلّ په سورة التوبه کې فرمایی:

( لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ (128))[27]

ژباړه: تاسو ته هم له تاسو نه یو پیغمبر راغلې دی ستاسو په تاوان هغه خفه کیږي او ستاسو په ښیګڼه باندی حریص دي او په مومنانو باندی ډير مهربانه او زړه سواند دي.[28]

د فارقلیط بله معنی مرستندوی المعزی دی لکه الناصر د نبی کریم صلی الله علیه وسلم منل شوو نومونو کې یو نوم دی او که فارقلیط د احمد په معنی واخلو نو بیا دا خو د نبی کریم صلی الله علیه وسلم نوم

دی.[29]

د برناباس په انجیل کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه وړاند وینې

د برناباس انجیل هم د مسیحیانو کتاب دی چې له مشهورو انجیلونو نه په ډېرو ځایونو کې مختلف دی خودغه اختلافات داسې دي چې بنسټیز اهمیت لري .

  • په دې انجیل کې حضرت مسیح علیه السلام ویلې دي چې هغه مسیح یا مسیا چې د عهد قدیم په صحیفو کې یې زیرې راغلې دي، له هغه نه مراد زه نه بلکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چې په وروستې زمانه کې به راځې .
  • په دې انجیل کې حضرت عیسی علیه السلام له دې نه انکار کړی چې هغه خدای یا د خدای زوی دی.
  • برناباس انجیل وایې چې حضرت مسيح نه دی په دار شوی بلکه د ده په ځای د یهوذا څیره او شکل بدل شوې وو ، چې یهودانو د حضرت مسیح علیه السلام ګومان ورباندې وکړ او به دار یې کړ ، حال دا چې حضرت عیسی علیه السلام الله جل جلاله اسمان ته خېژولي وو.
  • حضرت ابراهیم علیه السلام چې د کوم ځوی د حلالولو اراده کړی وه حضرت اسحاق نه بلکه حضرت اسماعیل علیه السلام وو.

لاندې موږ د برناباس انجیل څو هغه عبارتونه وړاندې کوؤ ، چې د حضرت عیسی علیه السلام په ژبه د دواړو جهانونو د سردار حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د راتګ زېرې پکې راغلې دي موږ سره د انجیل عربې ژباړه ده او د هغه عربې متن رانقلوؤ،

  • (لست اهلاً ان احل رباطات جرموق او سیور حذا‌ء رسول الله الذي تسمونه مسیا الذي خلق قبلې ویاتي بعدی ) زه د دې وړ هم نه یم چې د هغه رسول الله د بوټانو بندونه یا د پڼو تسمي خلاصې کړم چې تاسو مسیا ورته وایې هغه چې له مانه مخکې پیداشوی او اوس له مانه وروسته راځې. [۴۲ فصل ۱۴ آیت عربې ژباړه د قاهری چاپ ۹۵۸ عیسوی کال]
  • ( ولما رأیته امتلات عزأ قايلا يا محمد لیکن الله معک و لیجعلني ان احل سیر حذاک )

چې کله ما هغه ولېده له ډاډ نه ډک شوم و مې ویلې ای محمده الله دې ستا مل شې او ما دې د دې لایق کړي چې ستا د بوټونو تسمي خلاصي کړم . [ ۴۴ فصل ۳۰ ایات عربې ژباړه د قاهري چاپ ۹۵۸ عیسوی کال ]

  • (اجاب التلامیذ یا معلم من عسی ان یکون ذالک الرجل الذی تتکلم عند الذی سیاتی الی العالم ؟ اجاب یسوع بابتهاج قلب انه محمد رسول الله )

شاګردانو په ځواب کې وویل ای معلمه ! هغه سړي به څوک وی چي د هغه په هکله تاسو دا خبري کوي او چې په نژدې وختونو کې دنیا ته راځې؟ یسوع د زړه په خوښه ځواب ورکړ ، بيشکه هغه محمد رسول الله دی.[ ۱۶۳فصل ۸او۷ ایتونه عربې ژباړه  قاهره چاپ ۹۸۵]

 

  • ( الحق اقول لکم متکلما من القلب انی اقشعر لان العالم سیدعوني الهًا و علی ان اقدم لاجل هذا حسابا لعمر الله الذي نفسی وافقه فی حضرته انی رجل فان کسایر الناس )

زه تاسې ته رښتیا وایم له زړه نه در ته ږغیږم چې له وېري نه زما د بدن ویښتان دریږې ، ځکه چې ژر ده چې خلګ به ما خدای وګڼې ، او په ما باندې لازمه ده چې د حساب لپاره به دالله مخې ته وړاندې کېږم د الله په ژوند ورکولو قسم هغه الله چې زما بدن به د ده مخې ته وړاندې کېږم چې زه هم یو پنا کېدونکي سړی یم لکه نور خلګ.[ ۵ فصل ۱۰تر ۱۳ ایات عربې ژباړه د قاهري چاپ ۹۵۸ عیسوی کال] [30]

په پورتنې بحث کې د برناباس د انجیل هغه متنونه ذکر شوی وه چې په هغه کې د سرور کاینات محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د راتګ زیرې په کې شوی وؤ او قرآن کریم هم دې موضوع ته اشاره کوي چې عیسی علیه السلام به بنی اسرایلو ته ویل زه تاسو ته د الله عزّوجلّ رسول یم او تاسو ته زیري درکوم چې له ما نه وروسته راځې او دهغه نوم به احمد وي لکه په سورة الصف کې چې راځې:

وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ (۶)[31]

ژباړه: او یاد کړه د عیسی ابن مریم هغه خبره چې ویلي وؤ ای بنی اسرایلو زه تاسې ته د الله لیږل شوی رسول یم  ، تصدیقوونکی یم د هغه تورات چې له ما نه مخکې راغلې موجود دی او زیري ورکونکې یم د یو پیغمبر چې له ما نه وروسته به راشې چې د هغه نوم به احمد وي.

 

 

 

 

 

دوهم فصل

د مسیحیانو ډلې

لومړی مبحث

د مسیحیت تاریخ ته لنډه کتنه :

د عیسایت کومه څېره چې اوس په نړۍ کې مشهوره ده د دې پیل څنګه وشو ؟

کله چې عیسی علیه السلام  الله عزّوجل اسمان ته پورته کړ نو د ده  حواریانو د مخالفتونو د طوفان مقابله وکړه، ټول د عیسوي دین په خورولو بوخت وؤ او له پرله پسې ستونزو سره هغوی بری تر لاسه کاوه ، په دغه وخت کې یوه پیښه وشوه چې د حالاتو مخه یې بدله کړه، پېښه دا وه چې یو مشهور یهودي عالم سأول چې تر اوسه یې د عیسوي دین په منونکو ډېر ظلم او ستم کوي ، یو دم یې په دې دین ایمان راووړ او دعوه يې وکړه چې د دمشق په لاره کې په ما باندې یوه رڼا و ځلېده ، او له اسمان نه مې د حضرت مسیح علیه السلام غږ واو ریده چې ته ولې ما ته تکلیف رسوي ؟ له دې پیښي نه متأثره شوم او زړه مې په عیسوی دین مطمین شو.

سأول چې کله د حوریانو منځ ته ورسېده او د خپل دې عقېدوی بدلون اعلان یې وکړ نو ډېر حواریان د ده د دې خبرو منلو ته تیار نه وؤ ، خو له ټولو نه مخکې برناباس حواري د ده تصدیق وکړ او نور حواریان د ده له تصدیق نه متأثره شوه او هغه یې په وروري کې داخل کړ ، سأول خپل نوم بدل او په ځان یې پولس نوم کيښود . له دې پښې نه وروسته هغه له حواریون سره  اوږه په اوږه د عیسوي دین په خپرولو کې بوخت شو ، د ده د هڅو په پایله کې هغه کسان چې یهودیان هم نه وه د عیسویت په دین کې داخل شوه . د دې خدمتونو له امله د دې دین د منونکو په منځ کې د پولس اثر او رسوخ ډېر شو ، تر دې چې هغه ورو ورو په دې خلګو کې د مسیح د خدایې ، د کفارې ، د حلول او تجسم د عقایدو ښکاره تبلیغ پیل کړ د تاریخ له کتابونو دومره څرګندېږې چې ځنې حواریانو په دغه وخت کې د پولس ښکاره مخالفت وکړ ، خو له دې وروسته د حواریانو د ژوند حالات بالکل پټ دی.[32]

د آزموینې دور :

د څلورمي عیسوی پیړي تر پیله پوري عیسایت د یوه مغلوب او ټیټ دین په توګه په نړي کې شتون درلود ، دې دور ته تاریخ لیکوونکې د ازموینې دورAge of persecution   وایې  په دې وخت کې په عیسایانو باندې له سیاسې اړخه رومیان مسلط وؤ ، او له دینې اړخه یهودیان او رومیان دواړو دوی ته تکلیف رساوه . د دې وخت یو ځانګړتیا دا هم ده چې د عیسایې دین د عقایدو او عبادتونو نظام تر اوسه تدوین شوی نه وؤ .

 

ستر قسطنطین :

۳۰۶ عیسوي کال د عیسایت په تاریخ کې ډېر د خوشحالې کال وؤ ، ځکه چې په دې کال کې لومړی قسطنطین شاه د روم بادشاه و ټاکل شو ، هغه عیسایې دین ومانه او د تل لپاره یې مستحکم کړ، دا لومړي ځل وؤ چې یو واکدار په عیسویانو باندې د ظلم په ځای د د هغو د دین تبلیغ کاوه، هغه په قسطنطنیه ، صور ، یروشلم ، او روم کې ډېرې کلیساګانې جوړي کړي ، عیسایې عالمانو ته یې ستر ستر منصبونه ورکړل او هغوی یې د مذهبې تحقیقاتو لپاره ځانګړي کړل ، له همدې امله د ده واکمنې په وخت کې د شاوخوا سیمو عیسوي عالمانو ستري ستري شوراګانې جوړې شوې چې د عیسوي عقایدو نظام له قانون سره سم تدوین کړی، په دې سلسله کې نیقاوي شورا بنیادي حیثیت درلود چې په کال ۳۲۵ عیسوی په نیقه کې جوړه شوې ده ، په دې شورا کې په لومړی ځل د تثلیث عقیده د دین بنیادي عقیده و ګڼل شوه ، او د دې نه منونکې لکه آریوس او داسې نور له دین نه ووېستل شول ، په دې ځای کې په لومړي ځل عیسایې عقیدې تدوین شوې ، چې دا د اتاني شیس عقیدې په نوم شهرت لري . که څه هم د نیقه دې شورا د دین بنیادي عقیدې تدوین کړې وي ، خو دا عقاید دومره مبهم او ستونزمن وو چې په تعبیر کې یې تر اوږدې مودې پوري کلک اختلاف روان وؤ ، د دې اختلاف د پای ته رسېدو لپاره په ډېر ځایونو کې د عیسایې عالمانو لویې شوراګانې جوړیدي . په څلورمه او پنځمه پیړي کې د ا بحثونه په خپله ځوانې کې وو ځکه دې زمانې ته عیسایی تاریخ لیکونکې د مجلسونو دور یا age of councils  وایې . [33]

له قسطنطین نه تر ګریګوري :

له ۳۱۳ عیسوي کال نه تر ۵۳۹ عیسوي کال پوري عیسایې دین د رومیانو په حکومت کې خپور شوی وؤ، که څه هم د بت عبادت کوونکې (مجوسې) دینونه د دوی انډول کیدل ، خو په حکومت کې عیسایې دین عام وو، او په دې وخت کې د روم د حکومت قانون جوړونکې هم له دین نه بې حده متأثره شول ، د دې وخت تر ټولو مهمه ځانګړتیا دا وه چې په دې وخت کې عیسایت په دوه واکمنیو و ویشل شو يوه په ختیځ کې چې پلازمینه یې قسطنطیه وه ، په دې کې بلقان ، یونان ، وړه آسیا ، مصر او حبشې سیمې  دا خلې وي ، د هغه ځای ستر دینې پیشوا بطریق (patriarch) بلل کېده .

دوهمه واکمنې په لویديځ کې وه چې مرکز یې د مخکې په څېر روم وؤ، د اروپا ډېره برخه د دې تر لاس لاندې وه ، د هغه ځای دینې مشر پاپ یا پاپا بلل کېده . په دې دواړو حکومتونو کې له پیل نه مقابله وه له دوی نه هر یوه غوښتل خپل دین لوړ وښیې ، د دې وخت دوهم خصوصیت دا دی چې په دې کې رهبانیت پیداشو چې بنیادی تصور یې دا وو چې د خدای خوښې یوازي د دنیا د نعمتونو په پریښودو سره تر لاسه کېږي ، نفس ته چې څومره تکلیف ورسول شي انسان هغومره خدای ته نژدي کیږي  .

 

که څه هم د دې آثار له څلورمي پیړي نه پیدا شوی او په پنځمه پېړي کې په برطانیه او فرانسه کې ډېرې خانقا ګاني جوړي شوې وې ، خو لومړي راهب چې دا نظام یې جوړ کړ د څلورمي پېړي پاکم مصري دی ، له پاکم مصري نه وروسته د دې نظام مشهور مشران باسیلیوس او جیروم و ګرځیدل . [34]

تیاره زمانه :

په ۵۹۰ عیسوي کال کې ګریګوري لومړی پاپ شو د ده له وخته تر شارلمین کال ۸۰۰ م تر ۱۸۴ ه ق زمانه د هغې اوږدې مودې لومړی برخه ده چې عیسوي تاریخ لیکونکې یې د تیارې زمانې ( Dark age ) په نوم یادوي ، ځکه چې د عیسایت په تاریخ کې دا زمانه د سیاسي او علمي زوال او انحطاط تر ټولو بد دور دی او د دې ستر لامل دا ؤ چې په دې دورکې اسلام د پرمختګ په حال کې وو او په عیسويانو کې د بې اتفاقې او ګډ وډۍ بلا ښکاره کېده .

د دې وخت دوه مهم خصوصیتونه  دي یو  دا چې په دي دور کې مغربی عیسایانو د اروپا په ګڼو ځایونو کې د عیسایت تبلیغ پیل کړ ، د برطانیې ، جرمنی او نورو ځایونو په اطرافو کې په لومړی ځل د روم عیسایانو ته فتحه په برخه شوه او د دې فتحې په نتیجه کې د څلورو پیړیو له پرله پسې زیار نه وروسته ټولې اروپا عیسایت ومني. دوهم خصوصیت یې دادي چې په هغه دور کې د اسلام لمر د فاران له څوکو نه راوخوت او په لږ وخت کې په نیمه دنیا کې و ځلېده ، په مغرب کې په مصر ، افریقا ، اندلس ، او صقلیه او په مشرق کې د شام او ایران ستر حکومتونه د مسلمانانو تر لاس لاندې شول او د هغې له امله په خاص ډول په ختیځ سیمو کې د عیسایې واک سا ووتله .

منځنۍ پیړۍ :

له کال ۸۰۰ م ۱۸۴ ه ق نه تر ۱۵۲۱ م یا ۹۲۸ ه ق پورې وخت ته قرون وسطی یا منځنی پېړی وا یې ، د دې زمانې بنیادي ځانګرتیا هغه کورنی جګړې دي چې د پاپ او د وخت د شاهنشاه په منځ کې تر اوږدې مودې پورې روانې وې الفریډ اي ګاروې دا زمانه په درې برخو ویشلې ده .

  • ۱ـ د شارلمین نه بر اووم ګریګوري پوري له کال ۸۰۰ م او ۱۸۴ ه ق نه تر ۱۰۷۳ م او ۴۶۶ ه ق پورې چې پاپایت په کې مخ په وړاندې روان وو.
  • ۲ـ له اووم ګرګوري نه تر بونیفیس پوري له کال ۱۰۷۳ م او ۴۶۶ ه ق نه تر ۱۲۹۴ م او ۶۹۳ ه ق پوري چې پاپ د لویدیځی اروپا په منځ کې پوره واک تر لاسه کړی وو.
  • ۳ـ له اتم بونیفیس نه د اصلاح تر وخته پوري له کال ۱۲۹۴ م او ۶۹۳ ه ق نه تر ۱۵۱۷ م او ۹۲۳ ه ق پوري چې پاپایت پکې زوال ته ورسېده او د اصلاح تحریکونه را پورته شول.[35]

 

 

په منځنیو پیړیو (قرون وسطی ) کې چې کومي مهمې پیښې شوي د هغو اجمال په لاندې توګه ذکر شوی دی.

ستر نفاق (Great Schism):

ستر نفاق د عیسایت د تاریخ یوه اصطلاح ده له دې نه مطلب د ختیځ او لویدیځ د کلیسا ګانو هغه کلک اختلاف دی ، چې له دی امله د ختیځ کلیسا د تل لپاره رومن کاتو لیک له کلیسا نه بېله شوه ، خپل نوم یې د هولي آرتودوکس چرچ (  The Holy Orthodox Church ) کېښود ، د ستر نفاق لاملونه ډېر دي خو مهم یې لاندې لیکل شوي .

  • د دې بیلتون لومړی لامل خو د ختیځ او لویدیځ کلیساګانو اختلاف وو ، د ختیځی کلیسا عقیده دا وه چې د روح القدوس اقنوم یوازي د پلار له اقنوم نه راوتلي ، د زوی اقنوم د ده لپاره یوازې د واسطی حیثیت لري ، د لویدیځي کلیسا وینا دا وه چې د روح القدس اقنوم له پلار او زوی نه راوتلي ، بله دا چې د ختیځي کلیسا دا خیال وو چې د زوی مرتبه له پلار نه کمه ده او د لویدیځي کلیسا عقیده دا وه چې دواړه بالکل برابر دي ختیځی کلیسا د لویدیځي کلیسا په خلګو دا تور لګاوه چې د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره یې د نیقاوی شورا په پریکړه کې ځینې ټکې له خپلې خوا داخل کړی دی چې په اصله پریکړه کې نه وو.
  • دوهم لامل یې دا وؤ چې د ختیځ او لویدیځ په کلیساګانو کې د نسلی امتیازاتو ریښې ښې ننوتلې وې. په مغرب کې اټالوي او جرمنې نسل وو ، او په ختیځ کې یونانی او آسیایې نسل وؤ.
  • لکه مخکې چې مو ویلي د روم واکمنی په دوه برخو ویشل شوی وه ځکه د قسطنطنې ښار د روم مخکني ښار کلک انډول او مقابل ګرځیدلی وؤ.
  • له دې سره د روم پاپ دې ته تیار نه وو چې خپل واک او برلاسی د قسطنطنې بطریق ته وسپاري یا هغه له ځان سره برخمن کړي .
  • د دې حالاتو له امله د بیلتون اسباب په ډېر بد حالت مخ په وړاندي روان وه.

په همدې وخت کې پاپ لیون هم په کال ۱۰۵۴ م او ۴۴۶ ه ق کې په ختیځ باندې د لویدځ  عقایدو او افکارو د تپلو کوښښ وکړ ، د قسطنطنې بطریق میکایل د هغو له منلو نه انکار وکړ، او د اروپا او د سفیرانو د سینټ صوفیا په کلیسا کې د قربانې په ځای باندې د اناثیما (لعنت) کلیمی ولیکلې همدا پیښه د ستر نفاق سبب شوه .[36]

په منځنیو پېړیو (قرون وسطی) کې دوهمه ځانګړتیا صلیبی جنګونه دي چې هغه به په لاندې توګه تشریح کړو:

 

 

صلیبي جنګونه :

د منځنیو پېړیو دوهم خصوصیت صلیبي جنګونه دي چې عیسایې تاریخ لیکوونکې یې کروسیډ (Crusade) په نوم یادوي ، د امیر المومنین عمر رضی الله عنه په وخت کې بیت المقدس ، شام او د فلسطین سیمه د مسلمانانو په لاس فتحه شوې وه ،په دې سپیڅلی وخت  کې د عیسایې نړۍ لپاره خپله دفاع هم یو ستر کار وو، ځکه هغوی د وړاندې تګ او بیا د دې مقدسو ځایونو د فتحه کولو تصور هم نشو کولی البته چې کله د مسلمانانو د ځواک زیاتیدونکی سیلاب په یو حد ودرید ، او په مسلمانانو کې یو څه سستي پیدا شوه ، نو عیسایې واکمنانو د خپلو مذهبی مشرانو په اشاره د بیت المقدس د بیا نیولو ناره پورته کړه دا  جنګونه د سلجوقي ترکانو او ایوبی واکمنانو په ضد وشول ، له دې نه مخکې دینې یا کروسيډ جنګ کوم تصور په عیسایې دین کې وجود نه درلود ، خو په ۱۰۹۵ م او ۴۸۸ ه ق کې دوهم اربن پاپ د کلیرمونت په غونډه کې دا اعلان وکړ چې کروسیډ (Crusade) دیني جنګ دی.

سې ، پی ، ایس کلیرک خپل د کلیسا په تاریخ کې د دې اعلان يادونه کوی او لیکې : د خلګو د هڅولو لپاره اربن دا اعلان وکړ ، هر څوک چې په دې جګړه ګې برخه اخلي د هغه مغفرت یقیني دی ، او د محمد صلی الهه علیه وسلم غوندي هغه هم وعده وکړه چې کوم خلګ چې په دې جګړه کې مړه شي هغه به سيده جنت ته ځي [37].

همداسې اته صلیبي جنګونه وشول چې په پای کې عیسایانو ته د سلطان صلاح الدین ایوبي او نورو مسلمانانو په لاس ډېره بده ماته ور په برخه شوه.

د پاپایت بد چلنی :

له صلیبي جنګونو نه وروسته د پاپ  واک ډېر کم شو ، خو د څلورم انو سینټ پاپ کال  ۱۲۴۳م او ۶۴۱ ه ق له وخت نه د ده اثر او رسوخ ښه کم شو . د دې لامل دا وو چې څلورم انوسینټ له خپل منصب نه ناروا ګټه واخیسته او دغه منصب یې د سیاسې او دینوی مقاصدو لپاره استعمال کړ ، د ده په زمانه کې د مغفرت کونکو تجارت عام شو او د مخالفو ډلو خلک یې ژوندي وسوځول او بی کچه زورونه یې ورکړه.

وروستنیو پاپانو دا بد چلنۍ پای ته ورسولې ، په دې وخت کې بونیفیس اتم پاپ لومړی د فرانسې  له څلورم فلپ سره کلکه دښمني واخیسته چې په نتیجه کې یې د روم له سلطنت نه تر یو اویا کلونو پوري له ۱۳۰۵ م او ۷۰۴ ه ق نه تر کال ۱۳۷۶ م ۷۷۹ ه ق پوري پاپایت له منځه ولاړ ، په دې وخت کې پاپ په فرانسه کې اوسېده ځکه دا زمانه د بابل د اسیرۍ په نوم یادیږي ، بیا له کال ۱۳۷۸ م او ۷۸۰ ه ق نه تر ۱۴۱۳ م او ۸۱۶ ه ق پوري یو نوې ستونزه راپیدا شوه چې په عیسایې نړۍ کې د یوه په ځای دوه پاپان وټاکل شول ، چې هر یوه به ځان له بل نه ښه واکمن ګڼلو او هر یو به د کاردینالانو له لوري ټاکل کېده

د اصلاح ناکام کوښښونه

په کومه زمانه کې چې  د پاپایت بد چلنۍ په مخ روانی وې ، ډېرو اصلاح کونکو د حالاتو سمولو کوښښ وکړ ، په دې خلګو کې د ویکلف نوم چې په ۱۳۸۴ م او ۷۸۶ ه ق کې مړ شوی د لیست په سر کې دی ، د کلیسا له لخوا د رامنځ ته شوو بدعتونو دښمن او د نیک خویه او پرهیز ګاره پاپانو دټاکلو غوښتونکی وو همده په لومړی ځل د بایبل انګریزی ژباړه وکړه چې په کال ۱۳۸۵ ه ق کې خپره شوه حال دا چې له دې نه مخکې په کومه بله ژبه بایبل ژباړل یو ستر جرم بلل کېده له ده نه وروسته جان هس او جیروم د ده له تعلیماتو نه متاثره او د اصلاح لپاره را پورته شول ، خو اوس د دې اصلاحاتو لپاره فضا سمه نه وه د پاپایت د بی اتفاقی او د سترنفاق د ختمولو لپاره به کال ۱۴۰۹ م او ۸۱۲ ه ق کې د پیسا شورا (Council of Pisa ) را وغوښتل شوه . چې اتیا بشپ (Bishop ) یعنی اتیا مجتهدینو په کې ګډون کړی وو هغوی دواړه مخالف پاپان له واکه لري کړل او پنځم الیګزیندر یې پاپ وټاکه ، خو هغه ژر مړ شو له دېنه وروسته یو سمندري داړه مار درویشتم جان پاپ وټاکل شو ، خو هغه د خپل وخت پاپان کنټرول نه کړی شول ، او نتیجه دا راووته چې په کلیسا کې د دوه وو په ځای دري پاپان شول او د کلیسی په بی اتفاقی کې ډير والي راغلي خو آخر په نومبر کال ۱۴۱۴ م او ۱۸۱۷ ه ق کي په کانسټنس کې یوه شورا راوغوښتل شوه چې ستر نفاق چې په کې ختم شو خو په همدی شورا کې د جان هس اصلاحی تعلیمات په یوه غږ سره بدعتي وګڼل شول ، او د دې په نتیجه کې هس او د ده شاګردان جیروم ژوندې وسوځول شول آخر دا چې د پاپایت اخلاقی او مذهبي ګډوډي د مخکې غوندې پاتي شوه .

د جان هس تحریک راویښونکي تحریک وو ، د ظلم  او زیاتي له امله ډير نه شو د ده له تعلیماتو نه د متاثره کېدونکو شمېر ډېریده.  تر دې چې پاپ ته خپله لړځیدونکې ښکاره شو نو هغه په کال ۱۴۳۱ م او ۸۳۴ ه ق کې په باسل کې یو شورا را وغوښته چې د دلایلو په ذریعه پکې د تحریک اصلاحی کوښښونه وشوه خو د دې کومه ښه نتیجه نه وه .[38]

د اصلاح زمانه او د پروټسټنټ ډله :

آخر داشوه چې په کال ۱۴۸۳ م او ۸۸۸ ه ق د پروټسټنټ د ډلي بانی مارټن لوتر راپیداشو چې د پاپایت په تابوت یې وروستی میخ ټک واهه، هغه په خپل ژوند کې له ټولو نه مخکې د مغفرت کونکو د تجارت ،په خلاف غږ پورته کړ ، کله چې هغه ومنل شو نو هغه د پاپ د بی کچې واک په ضد بغاوت وکړ له اصطباغ او عشاء ربانی نه پرته ټول رسمونه یې له ځانه جوړ شوی وبلل چې رومي کلیسا رامنځ ته کړی وو په سویزرلینډ کې زونګلي همدا آواز پورته کړ او له هغه نه وروسته د شپاړلسمی پېړي په پیل کې جان کالون همدا تحریک په جنیوا کې مخ په وړاندې روان کړ تردي چې د فرانسې ، جرمنی ، ایټالیا او د اروپا له هر ځای نه دا غږ را پورته شو ، آخر د انګلیستان بادشاه اتم هنری او څلورم ایډورډ هم له دې تحریک نه متأثره شول ، او همداسې د پروټسټنټ فرقه د کاتولیک کلیسا یو کلک انډول وګرځېده .[39]

د عقلیت زمانه :

اوس هغه وخت پیل شوي وو ، چې اروپا له نشأت ثانیه یعنی دوهم ځل جوړیدلو نه وروسته په ساینس او تکنیکي پرمختګ کې دنیا شا ته پریښی وه ، د اروپا هغه قامونه چې تر اوسه په غارونو کې ویده وو ، ویښ شول ، د پاپانو او پادریانو له علم سره دښمنی او بد چلنی د هغوی په زړونو کې له دین سره سخته کرکه پیداکړی وه ، مارټن لوتر په لومړی ځل د اسلافو سره د اختلاف کولو جرأت وکړ ، خو چې کله دا دروازه یو وار خلاصه شوه نو بیا هماغسی خلاصه پاتی شوه ، لوتر یوازي د بایبل د تشریح او تعبیر واک په خپل لاس کې اخیستی وو، خو په خپله په بایبل باندې د تنقید جرأت د هغه له خوانه هم نه وو شوی خو له هغه نه وروسته چې کومو مفکرینو د عقلیت (Renaissance) غږ پورته کړ هغوی به خپل تنقید کې د بایبل هم پری نه ښود بلکه د عیسایت یوه یوه عقیده یې د خپل تنقید تورونه او بدو ردو ویلو نښه وګرځوله ، د دې خلګو ناره دا وه چې د مذهب یوه یوه مسله به د عقل په تله کې ایښودل کیږي او هره هغه خبره به لري کوو چې زموږ عقل یې نه منی ، خیر که په هغه کې داسې عقاید او افکار هم راشې چې له ډېره وخته کلیسا منلی وه ، دا خلګ خپل ځان ته عقلیت خوښی (Rationalist ) او خپل وخت ته د عقلیت زمانه (Age of reason ) وایې .

ولیم سلنګ ورت پیدایښت کال ۱۶۰۲ م یا ۱۰۱۲ ه ق مړینه کال ۱۶۴۴ م  یا ۱۰۵۴ ه ق د دې ډلي له ټولونه ستر مشر دی ، چې په لومړی ځل یې د عقلیت غږ پورته کړی وو ، لارډ هر برټ پیدایښت کال ۱۵۷۳ م یا  ۹۹۱ ه ق مړینه کال ۱۶۴۸ م یا ۱۰۵۸ ه ق ، تامس هوبس پیدایښت کال  ۱۵۸۸ م یا ۹۹۶ ه ق  او مړینه کال ۱۶۷۱ م یا ۱۰۸۲ ه ق او داسې نور هم د دې ډلی امامان بللي کیږي.

چې کله عقلیت پرمختګ پیل کړ نو له لاس وهنی نه یې یوه عقیده هم روغه پاتی نه شوه ، تر دې چې دوو لټایر پیدایښت کال ۱۶۹۴ م او مړینه ۱۷۸۸ م په شان ملحدین هم پیداشول ، چې له یوې مخې یې د خدای په وجود کې د شک او شبهی تخم وکاره او له دېنه وروسته یې ښکاره د خدای نه منل پیل کړل ، زموږ د وخت مشهور فلسفی برټرینډر سل د دې ډلي وروستی نماینده دی چې تر اوسه پورې ژوندی دی.[40]

د تجدد خوځښت :

په دین منونکو باندې د عقلیت د تحریک اثر په دوه ډوله وشو ، ځینی خلک خو هاغه وو چې د عقلیت له دې تحریک نه متأثره شول او په دین کې یې څه بدلونونه پیل کړل دې تحریک ته د تجدد نوي والي (Modernism) تحریک ویل کيږي ، د دې خلګو عقېده وه چې دین به بنیادي ډول سم دی ، خو تشریح او تعبیر یې په ناسم ډول کېږي ، په بایبل کې دومره نرمي شته چې د هروخت له انکشافاتو او ساینسی تحقیقاتو سره سم برابریدي شی او د دې مطلب لپاره د بایبل ځینی نا مهمي برخې بې اعتباره کېدی شی ، د هغې د متواترو الفاظو او معنی ګانو قربانې هم ورکول کېدی شي.

 

د ډاکټر پل لین له خبرو سره سم د دې ډلي سرکښ مشهور فلسفی روسو (Rousseau) وو، موږ ته په نژدي وخت کې پروفیسور هارنیک او رینان د دې ډلي مشهور او تکړه نماینده ګان دي.

د بیا ژوندې کولو ( احیا ) تحریک :

د عقلیت د تحریک بله نتیجه د دې بالکل په ضد شوه چې د ځینی دینی ډلو له خوا د خالص رومن کاتولیک دین د بیا ژوندې کولو تحریک پیل شو دې تحریک ته ( Catholic Revival Movement) وایې . د دې تحریک مشرانو د عقلیت خوښو ، په ضد جګړه پیل کړه ، او وی ویل چې عیسایت هماغه دی چې زموږ مشرانو زده کړی وو ، او چې یادونه یې د هغوی  د شوراګانو  په پریکړو کې راځي ، باید کلیسا بیا د ټولو نه د واک ستره اداره شي او په کاتولیکې عقایدو کې د هېڅ قسمه بدلون اړتیا نشته ، دا تحریک په نولسمه عیسوي پیړۍ کې پیل  شوی وو ، او دا هغه وخت دی چې کله د لویدیځ خلګ د مادیت له پوره آزموینی نه وروسته د هغه له لمنی نه راتښتیدلی وه ، مادي تهذیب چې په لویدیځ ژوند کې کومه کلکه بی آرامی پیداکړی وه د هغې له امله یو وار بیا د روحانیت په لور د مخ اړولو شعور نوی کېده ، د احیا تحریک داسې خلګ پیداکړل چې هغوی یو ځل بیا د عیسایت هغه مخکې افکار په غېږه کې ونیول چې په دیارلسمه او څوارلسمه پیړۍ کې یې عیسایې نړۍ د تباهی په غاړه درولی وه .

په عیسایې نړۍ کې زموږ تر وخته پوري دا دری واړه تحریکونه ( د عقلیت تحریک ، د تجدد تحریک او د احیا تحریک ) یو ځای روان وه.

کاشکې ! هغوی ته چا ویلي وای چې تاسې چې د افراط او تفریط په کومو خټو کې نښتی یاست ، له هغو نه د خلاصون لاره د عربو له وچو ډاګونو نه پرته بل ځای نه شته ، د ژوندون د لاری ورکولو کاروانونو تل د خپل منزل نښه له هغه ځایه تر لاسه کوي ، تاسې له پاپ پرستۍ نه د خدای تر انکاره پوري هر پړاو ازمویلي خو په دوی کې یوه تحریک هم تاسې ته له سوزیدلي دا غونو نه پرته بل څه نه دې درکړي که تاسې د سکون او راحت په لټه کې یې نو د خدای لپاره یو ځل د کیمیا هغه نسخه هم وه ازمویې چې څوارلس سوه کاله مخکې د کایناتو ستر څښتن جل جلاله له خوا د بشریت د لارښوونی لپاره  داسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته راغلی وه ، هغه نسخه چې ټول بشریت یې د جهل له تیارو نه و ایسته د علم ړنا ته یې وبلل او د ډيرو خدایانو نه یې د یوه الله بلنه ورکړه .[41]

 

 

 

دوهم مبحث

د مسیحیانو ډلې (فرقې)

 

د حضرت عیسی علیه السلام نه وروسته مسیحیان په درو مهمو ډلو ویشل شوي دي چې هره ډله یې بیا په نورو ډلو مشتمله ده ، چې په لاندې ډول به یې لنډ وڅېړو :

§       کاتولیک :

د دې ډلې کلیسا د غربې کلیسا په نوم یادیږي او دوی په دي عقیده دی چې د دی کلیسا تأسیس کوونکی د حضرت عیسی علیه السلام د لویو یارانو نه څخه وو چې پطرس نومېده  او رومي پاپان د هغه ځای ناستی دی ، کاتولیکې کلیسا وې د پاپې نظام پېروی کوي او دپاپ غوښتنی حق اولویت او د لومړیتوب حق لري ځکه چې د دوی په آند د پاپ غوښتنی الهی غوښتنی دي ، پاپ د پطرس استاذی او ځای ناستی دي او پطرس د حضرت مسیح علیه السلام استاذی شمیرل کیږي او د ده غوښتنی باید پرځای شي د کاتولیکانو د بدعتونو څخه دا دي چې د خفه شوي حیوان وینه او د خوګ وازده حلال ګڼې او وایې چې د خدای پلار او خدای زوی ترمنځ مساوات دي او روح القدس د مور او پلار نه پیدا شوی دی .

§       ارتودوکس :

د دې ډلي کلیسا د غربې کلیسا په نوم یادېږي او اصلی مرکز یې د  قسطنطنیه ښار دی او د اکلیروس «اکلیروس یعنی خدمتګار» نظام ورباندی حاکم دی ، ارتودوکس د خفه شوی حیوان وینه حلاله نه ګڼې همدارنګه د خوګ وازدی نه خوري ، او دوی په دې اصرار کوي چې روح الله یوازی د الله الاب نه پیداشوی او خدای پلار تر خدای زوی لوی دی .

§       پروټسټانټ ( دینی اصلاح ) :

پروټسټانټ په آلمان ، انګلیستان ، هالنډ ، سویس او شمالی امریکا کې خپاره شوه چې خپلی کلیسا ته یې انجیلې کلیسا وایې ، په دې معنی چې دوی د انجیل څخه پیروی کوی او دوی په مستقل ډول پرته له دې چې د چا تابع وی په هغه پوهېږي او پوښتنی ته اړتیا نه لری ، پروټسټانټ وایې د مجسمی او عکس عبادت باطل دی او دوی وایې چې په عشأ ربانی کې دا ناممکنه ده چې ډوډۍ اوشراب دی د حضرت عیسی په وینه او جسد بدل شی .[42]

په پورته ډلو سربیره مسیحیان یو شمیر نورې ډلې هم لري چې ځان ته پېروان او رهبران لري چې په لاندې توګه ترې یادونه وکړو :

§        پورلسي ډله paulicians  :

پورلسي فرقه په پنځمه عیسوی پېړي کې پیدا شوه هغوی د حضرت مسیح علیه السلام په اړه یوه منځني رایه ښکاره کړه ، دوی په دې عقېده وه چې مسیح علیه السلام خدای نه وو ، بلکه فرشته وه چې  خدای دنیا ته رالېږلي وه ، ترڅو دنیا اصلاح کړي ، هغه د مریم علیها السلام په خېټه کې د انسان څېره خپله کړه او نړۍ ته راغې ، خدای ورته خپل خصوصې جلال ورکړي وو ځکه ورته د خدای زوی  وویل شوه . د دې ډلې اثرات ډېر په وړه آسيا او د آرمینیا په سیمو کې پاته دي، خو د دې ډلې عقاید په عامه توګه و نه منل شوه ځکه چې د حضرت مسیح علیه السلام په فرشته کېدو کوم عقلې دلیل نه وو.

§        نسطوري ډله :

دا ډله د پنځمې پېړی په منځ کې پېدا شوه چې مشر یې نسطوریوس [پیدایښت ۴۵۱ عیسوی کال ] وو ، هغه یوه نوی فلسفه وړاندې کړه ، هغه دا چې د حلول د عقیدې ډېرې  ستونزي د دې مفروضې  په بنسټ دي چې حضرت میسح علیه السلام یو شخصیت ګڼل شوی او هغه ته دوه حقیقتونه ثابت شوی دي یو انسانې او یو خدایې ، نسطوریوس وویل چې د حضرت میسح خدای کېدل هم په ځای دي او انسان کېدل یې هم په حقه دی ، خو دا خبره نه ده منل شوی چې هغه یو شخصیت وو ، چې دا دواړه حقیقتونه پکې را ټول شوی وو ، حقیقت دا دی چې د حضرت مسیح ‌ذات د دوه شخصیتونو درلودونکی وو ، یو زوی او یو مسیح ، یو ابن الله او بل ابن آدم ، چې زوی خالص خدای دی او مسیح خالص انسان دی .

د رومن کاتولیک کلیسا فارموله دا وه چې یو شخصیت او دوه حقیقتونه ، د دې په عکس د نسطوریس فارموله دا وه چې دوه شخصیتونه او دوه حقیقتونه ، بیا په کال ۴۳۱ عیسوی کې د افس په سیمه کې د ټولو کلیسا ګانو په یوه شورا کې د ده د افکارو غندنه وشوه او رد شول ، د دې په پایله کې هغه ته د ملک نه د ووتلو او بند سزا ورکړل شوه ، او د ده په لاره تلونکې بدعتیان وګڼل شوه ، دا ډله تر اوسه هم پاتې ده.[43]

§        یعقوبي ډله( Jacobite Church) :

په څلورمه عیسوی پېړي کې یعقوبې ډله پېدا شوه چې  اثرات یې تراوسه په شام او عراق کې پاتې دي ، د دې ډلې مشر یعقوب بردعاني (Jacabaus  Baradeus ) وو ، د ده نظریات له آریوس او نسطوریوس څخه برعکس وه ، نسطوریوس د حضرت مسیح علیه السلام په وجود کې له دوه حقیقتونو سره دوه شخصیتونه ثابت کړی وه ، یعقوب وویل چې حضرت مسیح نه یوازی دا چې یو شخصیت وو بلکه په هغه کې حقیقت هم یوازی یو وو ، هغه یوازی خدای وو خو موږ ته د انسان په څېره کې ښکاریده  ،  دوی دا ثابتوی چې په مسیح کې خدایې او انسانې حقیقتونه  داسي یو ځای شوی وو ، چې هغه یوازی یو حقیقت شوی وو ،  دا نظریه له یعقوب بردعانی څخه پرته نورو ډلو هم خپله کړی وه داسي ډلو ته مونوفیسی ډلې ویل کیږي او تر اوومی عیسوی پیړۍ پورې د دې ډلو بې کچې زور وو. [44]

 

دريم فصل

لومړی مبحث

د مسیحې بلونکو چلونه او وسایل

دمسیحې بلونکو چلونه او دوکې ډېرې طریقې لري کله په انفرادي ډول وي او کله هم په ګروهي یا ټولنیز ډول وې، په دې چلونو باندې پوهېدل ډېر ستونزمن دي خو ځینې اساسي لارښوونې شته چې د دوی سره په معامله کولو کې ګټمن واقع کیږي چې په لاندې ډول به یې شرح کړو.

·        ۱ ـ  پټه بلوا (توطئه) :

ځینې مسیحې بلونکې هڅه کوې چې د خپلې بلنې لپاره ښه زمنیه برابره کړی پرته له دې چې خپل موخې او اهداف چا ته ووایې ، دمثال په توګه ددې لپاره چې مسیحې بلونکې پټ فعالیت وکړي نو ددوی د مشرانو لخوا ورته ویل کیږي چې د مسیح ، عیسی ، ناجی ،تعمید او یا هم دې ته ورته کلماتو له کارولو څخه ډډه وکړي ،که چیرې دیوه بیګانه شخص سره چې په عقیده یې نه پوهېږې خبري اتري کوي نو مستقیما ور څخه د هغه د عقیدي او مقصد په هکله پوښتنه وکړي البته د هر ډول غیر مستقیم ځواب په صورت کې د تاسې شکمن اوسئ او په دې پوه شې چې مسیحې دعوتګران خپله موخه او عقیده چا ته نه ښکاره کوي او دا خلګ ډېرې مباحثې او او منازعې ته لېواله نه دي او هڅه کوي چې د مسلمانانو او انګلیسانو ترمنځ د ښه  اړیکو او روابطو په نوم عیسوې دین خلګو ته ورسوي[45].

·       ۲ ـ  شکنه فضا منځته راوړل :

کله چې مسیحې مبلغین او دعوتګران د یوه مسلمان سره د هغه د مذهب او عقیدې په هکله خبرې کوي نو هڅه کوي چې هغه پوښتنې مطرح کړي چې مسلمان د هغه په هکله معلومات نه لري او دا ځکه کوي چې مسلمان ووایې (نه پوهېږم) په دې ډول خپله برترې او فوقیت په مذهبې مسایلو کې په مسلمان باندې ښکاره کوې. نو هغوی ته اجازه مه ورکوی چې بریالې شې او ستاسې په زړونو کې وسوسې اوشک ته ځای ورکړي . د یادونې وړده چې مسیحې بلونکو اسلامي عقاید زده کړي دي او هغه یې یوازی ددې له پاره چې مسلمانانو ته د هغوی په عقایدو کې شکونه پیداکړي او په پایله کې یې عیسویت ته را وبلې ، که څه هم دوی اسلامي عقاید زده کړي دې خو الله عزوجل د هغوی په زړونو مهر لګولې دی او هغوی هیڅکله ایمان نه راوړی. هغوی کله د افکارو د تبادلې په نوم او کله هم د خواخوږی اوهمکاری په نوم له

 

تاسې سره خبرې اترې کوي ددې تر شا یې پټه موخه داده چې تاسې و خپل دین او مذهب ته راوبلې نو

په کار ده چې له دوی سره خپلې خبرې پای ته ورسوۍ، او هغه پوښتنې چې د هغه لاری دوی مسلمانان و مسیحت ته رابلې او د مسلمانانو په زړونو کې شک پیداکوي دا هغه پوښتنې دي چې څوڅو ځله زموږ د علماو لخوا هغه ځواب شوی دي  غلطې یې به عامه څرګنده شوی ده . ځکه نو دوی تل هڅه کوی چې د علماو سره مخ نه شې بلکه عام مسلمانان هغه کسان چې کافې اندازه پوهه په خپل دین او مذهب کې نه لري تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې نیسې.ځینې مسیحې بلونکې بیا د انګلستان او نورو هېوادونو هغه سیمو ته ځې چې هلته ډېر مسلمانان اوسېږې او هلته اسلام ښه مطالعه کوئ هغه چلونه او طریقې زده کوي چې دوی یې د اسلام په وړاندې کاروې . په لومړی سرکې دوی هغه مسلمانان تر خپل هدف لاندې راولې چې په اسلام کې کافې اندازه پوهه نه لرې او یا هم هغه کسان چې هغه بې وزله وی او اقتصادې ستونزې لري.[46]

·       ۳ ـ  دوکه (فریب):

په لومړی مرحله کې یو مسیحې دعوتګر خپلې موخې نه څرګندوي بلکه هغه به تاسوته ووایې چې هغه او یا دده نژدې ملګری یو وخت مسلمان وو اویا یې هم اسلامې زده کړي کړیدې په اسلامې چاپېریال کې اوسېدلې او دې ته ورته نور مثالونه ورکوي ، دا مثالونه ټول دروغ دي او ددې لپاره یې وړاندي کوي چې تاسې مسیحیت ته جذب کړي. هغوی داسي ښکاره کوي لکه چې دهغه انتقاداتو او اعتراضاتو نه خبر وی چې د مسلمانانو له خوا په دوی باندې کېږي لکه دا نیوکه چې عیسی علیه السلام د خدای جل جلاله زوی ندي او هم دا چې د انجیل کتاب تحریف شوی دي خبر دي او بیا هم په خپل دین باندې پاته دی او مقابل لور ته دا احساس ورکوي چې اړتیا نشته په هغه انتقاداتو باندي بحث وکړي او هغوی اسلامي مثالونه وړاندي کوي د هغه طریقو او مهارتونو څخه ګټه اخلي چې دوی ته یې لارښوونه شوی ده.

·       ۴ ـ  ددې مطلب څخه غلطه ګټه اخیسته چې هر څوک ښه او بد لري:

یو عیسوې دعوتګر او بلونکې ددې له پاره چې د یوه مسلمان سره ښه او نژدی  دوستانه اړیکي جوړی کړي نو د هغه عیسویانو یادونه کوي چې هغه ښه خلګ وي او د مسلمانانو سره مینه او خواخوږی و لري داسلام دین ته احترام او دمسلمانانو په ستونزو او کړاوونو کې ځان شریک بولې په څنګ کې یې د هغه عیسویانو یادونه هم کوي چې مسلمانانو څخه متنفره دي هڅه کوي چې لومړي ډله کسان وستایې او دوهمه ډله وغندې او بده یې وګڼې ترڅو د مسلمان کس لېوالتیا خپلو خبرو ته را جذب کړي ، دوی دا مفهوم ډېر کاروي، چې هر څوک ښه او بد لري په دې سره هغه کسان چې د عیسویت د تاریخ او تعصب په هکله معلومات نه لري را ښکېلوي په پایله کې هغوی عیسویان خپل مخلص دوستان ګڼي.

·       ۵ ـ  تثبيت :

دمسیحې بلونکو یو چل دا هم دي کله چې دوی غواړي یو مسلمان ته بلنه ورکړي نو ورته وایې موږ د مسیح علیه السلام چې ژغورونکې او نجات ورکوونکې دی ۵۰،۱۰۰،۳۰۰ ثبوتونه لرو.

په داسې حال کې چې اسلامي علماوو هغه ټول ثبوتونه غلط او بې اساسه  ثابت کړیدی او کله چې دا موضوع یوه مسیحې دعوتګر ته وویل شي چې ستاسې ثبوتونه زموږ د علماو له خوا غلط ثابت شوی دي او هغه رد شوی دي نو دوی په ځواب کي وایې چې موږ خو ډېر ثبوتونه لرو یوازی د هغو یوه برخه رد شوی ده . په دې سره غواړی چې ځان او خپل دین بهتره ثابت کړي ترڅو مسلمان کس تر خپل تاثير او جذبې لاندې راولې.[47]

·       ۶ ـ  غلطه ترجمه:

د مسیحې بلونکو د چلونو په لړ کې د قرآن کریم غلطه ترجمه هم راځې چې دا ډېره خطرناکه ستونزه ده په ځانګړی ډول هغه کسانو ته چې په عربې ژبه نه پوهېږي . دا امکان لري چي یومسیحې مبلغ مسلمان کس ته د قرآن کریم غلطه ترجمه ورکړي او د قرآن آیاتونه به يې داسې ترجمه او تفسیر کړي وي چې اصلا داسي معنی به نه لري مسلمان کس چې کافې اندازه پوهه نه لري او په عربې ژبه نه پوهېږي په هغه غلطه ترجمه عقیده پیداکوي، په دې ډول عیسویان د اسلام او مسلمانانو ترمنځ واټن پیداکوي . که چېري تاسي د قرآن کریم د ترجمی سره مخ کيږي نو د هغه د لیکوال په اړه معلومات پیداکړي په پخوا وختونو کې دا ستونزه تر ډېره حده حل وه ځکه چې اکثره مسلمانان په عربې ژبه پوهېدل او د صحيح او غلطی ترجمی توپېر یې کولای شول . د یادونې وړ ده چې عیسویانو دتاریخ په اوږدو کې د شپاړلسمي پېړی نه تر اتلسمی پېړی پوري دقرآن پاک ترجمي کولي او یوازنی هدف یې دا وو چې د اسلام او مسلمانانو ترمنځ بي باوري پیداکوي.

دقرآن کریم هره ژباړل شوي نسخه که چيري د قرآن کریم سره پرتله کړو نو څه نا څه تېروتني لري ځکه چې قرآن کریم د الله عزّوجل مستقل کتاب دی چې د حضرت محمد صلی الله علیه والسلم په واسطه بشریت ته رسېدلې دی د پیل نه ترپایه د هر ډول تېروتنې،کمی او زیاتي نه پاک دی نو د قرآن کریم هیڅ ژباړه د قرآن کریم د اصلي کتاب په څېر نه شي کېدای . هغه کسان چې نوی قرآن زده کوي نو دقرآن ژباړه هغوی ته ډېره ګټه ور رسوی خو هڅه باید وشي چې هغه ترجمه واخلی چې د لیکوال په اړه یې کافي اندازه پوهه ولری . موږ هغه کسانو ته چې نوي قرآن زده کوي او غواړی چي د اسلام په اړه معلومات ترلاسه کړی دا  وړانديز کوو چې هغه قرآن کریم هدیه کړی چې لاندي شرایط ولري

  • چي قرآن کریم ژباړه او تفسیر دواړه ولري.
  • ځان ډاډه کړي چې د قرآن پاک تفسیر د قرآن او سنت څخه وي.[48]

 

 

·       ۷ ـ  قرآنې ایاتونه نیمګړي نقلول :

عیسوي دعوتګران د خپل دعوت دښه پرمخ بیولو لپاره د قرآني  ایاتونو څخه غلطه ګټه پورته کوي په دې ډول چې  دوی د ایت مبارک یوه برخه او ټوټه را اخلی هغه غلط تعبیروی که چېري نوموړي سورت ته مراجعه وشی چې هغه ایات په کې موجود دی نو دهغه تعبیر سره هیڅ اړخ نه لګوی او هیڅ ډول مطابقت نه ور سره لري د کومي معنی سره چې عیسویان یی کوي. دلته دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولي دوی دخپل مذهب او عقیدي د خپرولو لپاره  د داسي یوې ذلیلي طریقې څخه کار اخلي ځواب يې دادي چې کله یو څوک  کم اصله او خراب شې په چا پلوري نو اړ دي چې پر خرابي باندې یې پرده واچوۍ او د دوکې له لاري یې په خلګو و پلوري او عیسوي دین که څه هم اسمانې دین دی خو په هغه پخوانې ډول نه دي پاته شوي بلکه تحریف او تبدیل شوی دی او د اسلام په راتګ سره هغه ټول پخوانې دینونه منسوخه شول، نو دغه منسوخه شوی دین ته د رابللو لپاره اړتیا ده چې ددغه شان یوي ذلیلې طریقې نه کار واخیستل شی.[49]

·        ۸ ـ  صلبې جګړی:

د مسیحې دین د خپرولو بله لاره صلبي جګړی وي چې ټول هغه کسان به يې وژل چې د دوی دلاري خنډ به ګرځیدل که به هغه ماشوم ،ښځه ، ځوان او زوړ کس وو. دې جګړو ډېرو کلونو دوام درلود چې دوخت په تېریدو سره به دهغوی د جنګ طریقه او تکتیک هم بدل شو ، کله به یې په زور سره خلګ مجبورول چې مسیحیت قبول کړي ، کله به یي بیا د پیسو پواسطه عیسویت ته بلنه کوله ځینې خلګو ته بیې قدرت او چوکې ورکولي ترڅو خپله عیسویت قبول کړی او دهغه خپلوان او همکاران عیسویت ته وبلي چې دې جګړو ډېره وخته دوام درلود چې ډېر بې ګناه خلګ د عیسویانو د دې شوم هدف قربانیان شول.[50]

 

 

 

 

 

 

 

دوهم مبحث

د مسيحې بلنې وسایل

مخکې له دې چې د مسيحې بلنې وسایلو ته راشو نو ضروري ده چې د بلنې طریقې یا لاري وپیژنو

او هغه په دوه ډوله دي.

 ۱ښکاره،علنې یا مستقیمه بلنه :

ښکاره بلنه د مسیحت د خپراوی ترټولو پخوانې طریقه ده چې مسیحیان په دې طریقه کې د وعظ او مناقشاتو نه ګټه اخلې . د دې ډول بلنې بنسټ دمقابل لوری په قناعت باندي ولاړ دي په دي معنی چې که چیري یې مقابل لوري قانع او راضی کړ نو دوی خپلی موخې ته ورسیدل . خو دا طریقه څومره چې مسیحیانو غوښتل په هغه اندازه بریالي نه وه ځکه چې مسلمانان په هیڅ صورت  د دي جوګه نه وه چې د مسیحیانو خرافاتي تبلیغ او مناقشې واوري.

    ۲ـ  غیر مستقیمه بلنه :

په دې ډول بلنه کې مخکې له دې چې تنصيري ډلي اسلامي هیوادونو ته سفر وکړی نو په نوموړی هیواد کی د مسلمانانو حالت په غور او دقت سره مطالعه کوي ژوره څېړنه کوي ترڅو دمسلمانانو د ضعف ټکې پېداکړي او دهغه څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي . نو کله چي یوي اسلامي خاوري ته ور ننوتل نو لومړي په ټولنیزو او خیریه کارونو لاس پوری کوي، لکه روغتونونه جوړول ، پلونه جوړول ، ښوونځې او پوهنتونونه جوړول ،علمي او کلتوري انجمن جوړول او داسي نور ... په دوهم قدم کې داسې محفلونه او سیمینارونه جوړوی چې هلته ښځی او نارینه یو ځای برخه واخلي او په دې ډول یوه مخلوطه ټولنه جوړوي او په غیر مستقیم ډول خپلې بلنې ته دوام  ورکوي خلګ تر خپل احسان لاندي راولي او بیا يې مسحیت ته وربلي.[51]

دا چې مسیحیان څنګه دعوت کوي او دکومو وسیلو څخه کار اخلي په لاندي ډول يې بیانوؤ

۱ ـ   لومړی وسیله : دعلاج او درملنې له لاري بلنه :

داچې درملنه مسیحیت ته دبلنی د یوې وسېلې په توګه څومره اهمیت لري دا مسیحې بلونکو ته په ۱۳ میلادی پیړي کې معلومه شوه کله چې لومړي ډله رنځپوهان (ډاکټران) د بلنې یا دعوت په مراکزو کې په دنده وګمارل شول دا چې دا وسیله څومره ارزښت لري یو عیسوی پوه په اړه داسې وایې “دا چې موږ ځینې ډلې د علاج لپاره ځینې هیوادونو ته لېږو موخه مو داده ترڅو خلګوته دا احساس ورکړو چې موږ خواخوږې او همدردې لرو او بیا په دي طریقه د مسیحت دخپراوی لپاره لار هوار وؤ ښکاره خبره ده چې موږ به په لومړی سر کې ډير مال مصرف وؤ او ډېر زیار به باسو خو پایله به دا وی چې موږ خپلو موخو ته رسېږو.[52]

۲ ـ  دوهمه وسیله : د زده کړو (تعلیم)  له لارې بلنه :

مسیحیت ته د بلنې دوهمه وسیله زده کړه او تعلیم دي عیسویان هڅه کوي په یوه اسلامي هیواد کې ښوونځې ، پوهنتونونه او تعلیمی مراکز په غربې سیستم سره جوړ کړي چې زده کړي هلته ګډې وی یعنې هلته ښځینه او نارینه محصلین ګډه زده کړه وکړي . او ښوونیز نصاب په دې ډول هېوادونو کې په هغه سیستم وي په کوم ډول چې په غربې هېوادونو کې رواج  لري ځکه چې زده کړه په ذهنې بدلون کې ډېر لوي رول لري او مسیحیان له دې څخه ډېره ګټه اخلې یو مسیحې بلونکې داسې وایې “ موږ باید مسلمانان وهڅوؤ ترڅو خپل ښوونځې او ښوونېز  سیستم د غربې سیستم سره عیار کړي ځکه چې ډېر مسلمانان کله چې انګلسې ژبه زده کړي نو په عقيده کې یې سستې راځې”  دیوه امریکا يې پوهنتون د ریس واتسن د خبرو په یوه برخه چې په قاهره کې يې کړیدی داسې راغلې دی  موږپه خپل دینې سیاست کې پر محتویاتو ډېر تاکېد کوو او موږ ډېر خوشحاله کېږو کله چې وکولای شو نو مسلمان ځوان د خپلې عقیدي او ایډیالوژی منلو ته اماده کړو کله چې هغه د مسیحیت اساسات او اصول و منې نو هغه د ده د ژوند ټولو برخو ته خپرېږې او دا ورځ ډېر ژر رسېږي چې هغه ځان د اسلامی نړي څخه بیل کړي “

مسیحیان د دې لپاره چې د مسلمانانو عقاید په تزلزل کې راولې ډېر علمې مراکز او پوهنتونونه یې دنړي په مختلفو اسلامي هېوادونو کې جوړ کړیدي.[53]

۳ ـ دریمه وسیله : د جنګونو او اختلافاتو په لار اچول:

بله مهمه وسیله چې د مسیحې بلنې ته لارپرانیزې جنګونه او اختلافات دي . عسیویان په اسلامې هېوادونو کې داخلې جنګونه او اختلافات ته لمن وهې په پایله کې مسلمانان اسلامې ارزښتونو ته شاه اړوی او  خپل منځ کې په قبیلوي ، نژادي ، لسانې او منطقوي اختلافاتو اخته کیږي . واحد مسلمانان د تور او سپین ، عرب او عجم ، شیعه اوسني، او پښتون او تاجک په نوم سره بیلوي  مسلمانان چې د دښمن د دسیسو څخه نا خبره وي په خپل منځ کې سره جنګېږي او دښمن د دې موقع  نه ډېره ښه ګټه اخلي په ډېر سرعت او چټکتیا سره خپل کار مخته وړی . مسلمانان چې دجنګ نه په تنګ راغلې وی او غواړي چې سولې ته پناه یوسې دوی یې خپل د ددې  موخې ښکار ګرځوي او په دې واقعتونو باندي تاریخ ګواه دی.

۴ـ څلورمه وسیله : د فرهنګې وسایلو په کار وړل:

عیسوی بلنې ورځ تر بلې پرمختګ کاوه او هره ورځ به يې له نوو لارو نه ګټه اخیسته چې یو  د هغو څخه فرهنګې وسایل وه چې په مختلفو ساحو کې یې په کار اچولې . چې په لاندې توګه به یې بیان کړو.

۱ـ  فکر او سوچ په ډګر کې :

نصرانیان هغه پرمختګونه او تمدن چې غرب يې د صنعت او تکنالوژی په برخه کې لري د نصرانې فکر محصول ګڼې . ځکه نو هڅه کوي چې نصرانیت داسې وښیې لکه هغه چې  د انسان د ژوند په مختلفو دورو کې د بشریت د غوښتنو ځواب ورکوونکې وي او د هر عصر د تمدن سره ساز ګاره وي خو برعکس اسلام داسې منعکس کوي لکه اسلام چې د اوسنې عصر د تمدن سره سم نه وي.

دوی دمسلمانانو د عقایدو د له منځه وړلو لپاره د مختلفو لارو نه ګټه اخلي کله د رسول صلی الله علیه وسلم شخصیت باندې نیوکې کوي . او کله هم کتابونه او رسالې خپروي ددې لپاره چې په اسلام باندي طعن ولګوي ، همدارنګه په مبارکو احادیثو کې غلطه توجیه کوي او د خپل خواهشاتو مطابق یې تعبیروې . د نصرانیت د خپراوي لپاره ډير کتابونه او رسالې خپري شویدي چې ځینې په لاندي ډول دي.

  • ۱- د انجیل ترجمه په دری ژبه چې د (مژده) په نامه یې یادوي.
  • ۲ـ عیسی مسیح در اسلام .
  • ۳ـ راتلونکې پادشا (پښتو).
  • ۴ـ رستا خېز عیسی .
  • ۵ـ مسیحیت چیست (د ویلیام میلر) لېکنه .
  • ۶ـ بهای محبت
  • ۷ـ نقشه خدا برای بشر.
  • ۸ـ پیام زبور وتورات .
  • ۹ـ ده احکام شرعې موسی وصدها رسایل ونشرات.[54]

۲ـ ډله یزي رسنې ( راډیو او ټلویزیون)

عیسویانو د خپل دین د خپرولو او نشرولو لپاره ډله ییزې رسنې هم له پامه نه دې غورځولې او د خپلو افکارو او عقایدو د نشرولو لپاره یې ډېر فلمونه او تلویزیونې خپرونې جوړي کړي دې چې ټول وړیا ویشل کېږي . دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ډيرې تلویزیونې او راډیویې شبکې جوړي کړي دي. هغه تنصري راډیوګانې چې په اسیا پوري مربوط دي په ۲۸ اسیایې ژبو نشرات لري . او دا راډیو ګانې د فلپین هیواد څخه نشرات لري او په ۱۹۸۰ کال کې د دې راډیوګانو د تقویې لپاره ۲۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي وي برسېره پردې په زرګونو نوري راډیو سټیشنونه لري او د نړی په ۸۸ هېوادونو کې نشرات لري . دیادونې وړ ده چې د دې راډیو ګانو څخه یوه د افغانستان لپاره خپرونې کوي چې په پښتو او دری ژبه خپرونې لري.[55]

۳ـ د تبشیري حرکت انګزي:

ځینې له تاسې شاید داسې ګمان وکړي چې هغه تنصري ډلې او حرکتونه چې شرق ته راغلې دي د دوی موخه یوازی د ا نصرانیت  نشرول دی، خو داسې ډیر لږ واقع کېږي ځکه چې غرب یوه ملحده نړی  ده چې هلته د دین لپاره او داخلاقیاتو لپاره څه ارزښت او مقام نشته په کوم ځای کې چې د دوی مادي ګتې مطرح وی نو هلته دوی هم دین او هم اخلاقیات تر پښو لاندي کوي . د مثال په توګه امریکا چې د سرو زرو او نفتو پیروی کوی او دنړی نیمه کره یې نیولې ده اود دوی په ګمان دوی بشریت یوه معنوي او سوله ییز ژوند ته رهبري کوي.[56]

دریم مبحث

د تبشیر (نصرانیت) موخې

۱ـ فکری استعمار:

څرنګه چې معلومه ده د عقیدې یووالي او فکري همږغې د  اړیکو ټینګولو تر ټولو مهم عامل دي ، نو ځکه غربې حکومتونه د نصرانیت د خپراوی له لاری هڅه کوي چې د شرقې نړی خلګ د خپل دین پیرو کړی د دې لپاره چې دوئ ته د استعمار او ښکیلاک لاره اسانه شې . نو موږ په یقین سره ویلای شو چې تنصري حرکتونه د استعمار دوهم نوم دي. په دې اړه راید چې د تنصري حرکتونو یوه مهمه څېره ده داسې وايې.(زه هڅه کوم ترڅو خلګ د محمد څخه د مسیح لور ته راوبلم زه د مسلمانانو سره هیڅ ډول همدردي او خواخوږي نه لرم او نه هم دوی زما انسانې وړونه دي که چېری په مسلمانانو کې د نصرانیانو ګټې نه وایې نو ما به هېڅ کله د هغو ره مرسته اوهمکاری نه وای کړی.)[57]

۲ـ د مسلمانانو له یووالې او پیوستون څخه مخنوي:

د تبشیري حرکتونو بله موخه د مسلمانانو د یووالې او پیوستون څخه مخنوي دي ځکه که مسلمانان د یوه قوت په توګه تبارز وکړی نو دغرب ګټې د خطر سره مخ کېږي.

 

لورنس براون چې د تبشیري حرکتونو یو نوښتګر شخصیت دي په دې هکله داسې وایې “ که چېري مسلمانان د یوی اسلامي امپراطوري په توګه سره راټول شې نو د دې زیات احتمال دي چې غربې نړئ د خطر سره مخ کړي ، مګر ګله چې هغوی تیت او متفرقه وي نو نه شې کولای چې په نړئ کې کومه امپراطوري ولري.” کشیش سیمون د مسلمانانو د اتحاد او پیوستون په له منځه وړلو کې د تبشير رول داسې بیانوی “اسلامي پیوستون په د مسلمانانو هیلې پوره کوي او هغوی د اروپا د استعمار او ښکیلاک څخه ژغوری او تبشیري حرکتونه د مسلمانانود پیوستون او اتحاد په له منځه وړلو کې ډېر مهم او اساسې رول لري ځکه چې دا حرکتونه هڅه کوي چې اروپا یې تهذیب ته ښکلې بڼه ورکړي او هغه په مسلمانانو يعنی شرقې نړي کې ترویج کړي. ”  د دې موخې په هکله مسیحیان په دوه ډلو ویشل شوی دي.

  • لومړی ډله : هغه کسان دي چې د هغو په زړونو کې د مسیحې دین لپاره ډېر قوی احساسات دي او د دوی موخه داده چې د خپلې بلنې پواسطه هغه کسان چې هغه مسلمانان دی او یا هغه کسان چې مسیحیان نه وي هغه مسیحیت ته ور وبلې.
  • دوهمه ډله : هغه نصرانیان دي چې د هغو په ذهنونو کې د مسلمانانو لپاره دومره دښمنې ده چې حتی نه غواړي خپل دین ته یې ور وبلې نو د دوی موخه په مسلمانانو کې د بې حیایې نشرول او مسلمانان لادینه کول دي ځکه کله چې انسان خپل دین د لاسه ورکړي نو په حقیقت کې یې لویه سرمایه له لاسه ورکړیده . یو تن مسیحې مشر په دې اړه داسې وایې ”ایا تاسې فکر کوي چې د مسیحیانو موخه او سیاست د اسلام په اړه داده چې مسلمان مسیحیت ته ور وبلې ؟ که داسې یو تصور له ځان سره لري نو په دې معنی ده چې تاسې د مسیحیت د مو خو په اړه صحیح معلومات نه لري ، تاریخ دا خبره ثابته کړیده چې مسلمان خالص مسیحې نه شې کېدای نو اساسې موخه موږ هغه ته د رسېدو په تکل کې یو داده چې مسلمانان د اسلام نه راوباسو تر څو هغه ته په خپلو عقایدو کې شک پېداشې او هغه څه چې دی په ورځنی ژوند کې ورڅخه الهام اخلې له لاسه ورکړي او یوازی د محمد نوم به باقې پاته شې او نور به مسلمانان خپل کارونه د اسلامې شریعت تابع نه ګرځوي. په عیسویانو کې ترټولو خطرناکه څېره صمویل زویمر دی چې په یوه تنصری غونډه کې د تبشیر موخې داسې بیانوی”  درنو همکارانو! هغه کسان چې د مسیحیت په لاره کې پری جهاد فرض شوی دی د اسلامي هیوادونو استعمار هم د هغوی دنده ده او د الله مرسته له دوی سره ده ، هغه مسولیتونه چې تاسو ته سپارل شوی دي واقعا چې په ډېر بریالیتوب   سره مو مخته وړیدی که څه هم ځینې له تاسو په خپل هدف په سم ډول نه واست پوه شوي. زه د هغه مسلمانانو په اړه چې مسیحیت ته راغلې دي داسې نظر لرم چې هغوی یا واقعی مسلمانان نه وه او یا به یې هم لاندې کیفیت درلود.

۱ـ یا به نوي کوچني ماشومان وه چې په چاپیریال کې یې داسې څوک نه وو چې اسلام  ور زده کړی.

۲ـ یا به داسې شخص وو چې دین ته به يې هیڅ ارزښت نه ورکاوه او یوازی د خپل ورځنی خوړو د ترلاسه کولو لپاره یې مسیحیت قبول کړي.

۳ـ یا به هم داسې کسان وه چې د مسیحیت له لاري غواړی خپلی نوری موخې پوره کړی.

تاسې چې په اسلامي هیوادونو کې د مسیحې حرکتونو استاذي یاست نو ستاسې مسولیت دا نه دي چې تاسې مسلمانان مسیحیت ته ور وبلې ځګه په دې سره به هغوی هم هدایت ته لار و مومي بلکه ستاسې دنده داده چې دوی داسلام نه وباسې په دې ډول به دوی هم د ایمان او هم له اخلاقو لیري شې په دې توګه تاسې کولای شې چې د هغو استعمار ته لار هواره کړي.”[58]

د قرآن کریم له منځه وړل :

قرآن داسې یو کتاب دی چې تل انسانانو ته د توحید بلنه ورکوی او هغوی نیکو اخلاقو او ښو عملونو ته هڅوې او تر هغه وخته  چې قرآن موجود  وي نو داسلام دښمنان نه شې بریالې کېدای او دا حقیقت داسلام دښمنانو هم درک کړي دي او یو تن د تنصري حرکتونو نه داسې وايې کله چې قرآن د مکې او نورو عربې سیمو څخه لیري شي هغه وخت کولای شو چې دوی غربې تمدن ته ور جذب کړو ، مګر دا د مسیحیانو یوه هېله ده چې هیڅ کله به ورته ونه رسیږي ځکه چې قرآن کریم د یوه اسمانې کتاب او نړیوال اساسې قانون په توګه تل پاته او هميشنې کتاب دي.

د مسلمانانو په ذهنونو کې شک پیداکول:

تنصری حرکتونه چې په مسلمانانو کې په مختلفو بڼو فعالیت کوي غواړي هغه مسلمانان چې په خپل دین کې کافې اندازه پوه نه لري د خپل دین په هکله شکمن او بد ګمانه کړي . ځکه نو د هر مسلمان دنده ده چې په خپل دین کې پوه ترلاسه کړي او که کوم مسلمان کس وینې چې په داسې شکونو کې واقع شویدي هغه و ژوغوري. د اسلام دښمنان تل په دي هڅه کې دي ترڅو مسلمانان د خپلو مقدساتو په هکله بې تفاوته کړي نو وینو چې کله جهاد ناروا بولې او کله هم نور غلط خبرونه د اسلام د ستر پیغمبر په هکله خپروی.

ښځې فحشا او منکر ته هڅول:

مسیحیانو د خپل پرله پسې هڅو سره سره په دې و نه توانیدل چې خپل مقصد ته ځان ورسوي نو هڅه یې وکړه چې مسلمانې ښځې بې حجابې او فحشا ته و هڅوي تر څو له دې لاري ځان هدف ته ورسوي .

ملیګان یو د هغه مېرمنو څخه ده چې د نصرانیت  په خپرولو کې فعالیت کوی  هغه وایې “موږ په دې و توانیدو چې په قاهره کې د کلیة البنات په نوم صنفونه جوړ کړو او هغه نجونې په کې جذب کړو چې پلرونه او د کورنې غړی یې د ټولنې او دولت متنفذه او کلېدي اشخاص دي ، د دې څخه مخکې موږ  د داسې یوه مرکز په تاسیسولو نه وو توانېدلو نه وؤ توانېدلې چې په دومره زیات شمیر نجونې په کې ټولې وي او مشري یې د مسیحیانو په غاړه وي او دا مرکز زموږ د تهذیب او فرهنګ په ترویج  کې ډېره مرسته کوي.”  د دوی موخه داده چې د مسلمانو ښځو په نصرانې کولو سره د مسلمان ملت نسلونه چې د

همدې ښځو په غېږه کې روزل کیږی لادینه کړي . همدي موخې ته درسېدو لپاره وینو چې هغوی هڅه کوي مسلمانه ښځه بې حجابې ته وهڅوي او بازارونو او سینماګانو ته یې راوباسې ځکه نو کله د ښځو د حقوقو نه خبری کوي او کله هم ښځو ته یوه ورځ ځانګړی کوی دا په داسې حال کې ده چې ښځې په غربې نړی کې و یوه متاع په توګه کاریږی .

 

که چیري مسلمانه ښځه هغه ارزښت او مقام چې اسلام ورکړي دي درک کړي نو هیڅ کله به د هغوی په خبرو دوکه نه شي.

د اسلام دښمنان هڅه کوی چې د اسلام کورنې نظام ړنګ کړي او ځوانان منحرفې او کږي لاري ته و هڅوي . بکر چې د مستعمراتو د مجلس یو غړي دي په هامبورګ کې د خپل موقف په اړه داسې وایې

  • ”حکومتونه دا دنده لري چې مسلمان ماشومان په داسې حال کې چې د مسیحې ښوونځیو څخه تښتې به علمانې ښوونځیو کې تربیه کړي.
  • په دې باید پوه شو چې د اسلام ارتقا زموږ دمستعمراتو په وړاندې یو جدې خطر دي چې باید ورته پاملرنه وکړو .
  • په اسلامي هیوادونو کې دینې چاری باید تر جدي او ژوری پاملرنې لاندي ونیول شې.
  • هغه کسان چې د مستعمراتو د چارو مشرې په غاړه لری باید په جدې توګه د اسلام له پراختیا څخه مخنوی وکړي او د نصرانیت د خپراوی دپاره هڅه وکړي.
  • موږ باید هڅه وکړو په هغه ځایونو کې چې اسلام نه دي رسېدلې لومړی باید مسیحیت ور ورسوو. “

په دې توګه مسیحیان غواړی چې د سینما ، تیاتر، ورزشي لوبو، د ژبې روزنیز کورسونه ، هنری مکتبونه او نڅاګانو له لاری مسلمانې ښځې بې لاریو او فحشا ته و هڅوي.[59]

 

 

څلورم مبحث

دمسیحیت د خپراوی څخه د مخنوی لاري چاري

پر هر مسلمان لازمه ده چې د خپل وس تر بريده د اسلام په خپرولو کې کوښښ وکړي ځکه چې اسلام هغه دین دي چې د ټول بشریت لپاره را نازل شویدي ، قرآن کریم یو ډېر واضح کتاب دي او ښکاره دلیلونه په کې موجود دي چې عاقل انسان ته لار ورښیې ځینې وسایلو او طریقو ته اړتیا ده چې د قران په نشرولو کې تري کار واخلو . هر مسلمان ته په کار ده چې د خپل دین ساتنه وکړي او هغه پلانونه چې نور ادیان په ځانګړی ډول مسیحیان یې لري هغه شنډ کړي . موږ په لنډ ‌ډول د مسیحې دعوتګرانو د مقابلې لاري چاري وړاندې کوؤ هېله ده چې موثره به وي.

  • مسلمانان باید اسلامي قانون په خپل ژوند کې عملې کړي ترڅو د ادابو او اخلاقو یوه نمونه و ګرځې او خلګ د خپلو اخلاقو تر تاثیر لاندي راولې.

§        سا لمه روزنه :

د نوی نسل سالمه تربیه ډېره مهمه ده چې موراو پلار، د جومات امام ، د ښوونځی او مدرسی ښوونکې ته لازمه ده چې د اسلامی اصولو سره سمه تربیه ورکړی او د روزنی په هر پړاو کی د اسلامی روزنی ښودنه ورته وکړی ، د نوی نسل اخلاق ، ناسته ولاړه ، خبری اتری ، خوب او بیداری، لباس او پوښاک د اسلام له ښودنو سره سم ورته زده کړی

§        ښوونیز نصاب :

په اسلامي هېوادونو کې ښوونیز نصاب باید په ټولو مرحلو کې په اسلامی اصولو عیار وی ، تدریسی اصول اسلامی وګرځوی او دتعلیم په هر پړاو کی عقاید ، د اسلامی شعایرو عظمت او د قرآن کریم او نبوی احادیثو زده کړه لازمی و ګوځوی او د اسلامی امت تاریخ د تاریخ تدریس هم لازمی وګرځول شي.

§        د ټولنی اصلاح :

په اسلامي هېوادونو کې د کفري تهذیب له منځه وړل او اسلامی تهذیب پلی او احیا کړای شي د فکري زیانونو او داسلامی تهذیب مزایاوی بیان شي.

§        ثقافت :

د مسیحیت د خپراوی بل تدبیر د اسلامی ثقافت ترویج دی او هغه داسی چې د اسلامی امت ټول ثقافتی وسایل لکه جراید ، ورځپاڼې ، مجلی ، راډیو ټلویزیون د اسلام له لارښوونو سره سم عیار او پرمخ ولاړ شی ، واهی او غیری اسلامی خپرونی له منځه یوړل شی.[60]

§        اسلامي اخلاق :

د ټولنو په ټولو افرادو نر او ښځه کې اسلامی اخلاق لکه حیا ، زړه سوی، په هر څه کې اعتدال ، قناعت زغم ، عفو ، ورور ولی ، د شرعی حلالو او حرامو توپیر ، پر خپل دین باندې ثابت  پاته کېدل ، ننګ او غیرت او له کفري نظریاتو څخه کرکه او نفرت کول ترویج کړای شی.

§        فکري استعمار :

د اسلامي امت په ټولو علمي مراکزو کې د فکری استعمار مضمون تدریس او تعمیم لازم دی څو امت د یهودیانو ، نصرانیانو او هندیزم له اسلام دښمنو پلانونو څخه خبر کړای شی او د هغوی د اسلام ضد فعالیتونو د شنډولو او مخنیوی لپاره په سیاسی ، نظامی ، تعلمي ، اجتماعي ، اقتصادی ، ثقافتی او تمدنی ډګرونو کی شنډ او خنثی کړای شی.

  • ټول هغه عوامل او سببونه باید له منځه لاړ شې چه دمسلمانانو یووالي له منځه وړي.او دا هغه وخت کېداشي چه قران تطبیق شې .
  • د اسلامي هیوادونو حکومتونه باید الهی قوانین تطبیق کړی او د انسان د لاس جوړ قوانین لغوه کړی .
  • باید د اسلامي کتابونو او تالیفاتو په نشرولو کې ډېره هڅه وشې تر څو اسلام په صحیح او حقیقې ډول خلګو ته معرفي شې ځکه چه اسلام هغه دین دی چه عقل یې مخاطب کړی دی که چیری څه ستونزه منځ ته راځې نو په قرآنې ایاتونو او نبوي احادیثو سره هغه حل شې ترڅو مسیحیانو ته دا موقع پاته نه شې چې زموږ په موضوعاتو کې مداخله وکړي.
  • باید ماهر او پوه بلونکې نورو غیري اسلامي هیوادونو ته و لېږو ترڅو اسلامي تګلاره هغوی ته په حقیقې ډول ور وپیژندل شې.
  • باید مختلف انجمنونه ، موسسې ، مرکزونه او اتحاديې جوړي شي ترڅو د مسیحې بلونکو او مستشریقینو پلانونه او توطئې شنډی کړي.
  • اسلامي هېوادونه د هغه روغتونونو ، کلینکونو ، کلتوری مرکزونو او ورزشې کلپونو په هکله تجدید نظر وکړی چې اجنبې سازمانونو جوړ کړي وي ځکه چې پورته شیان د مسیحې د عوتګرانو مهم وسایل دي.

 

  • هغه اشخاص چې اسلام ته داخل کیږي که هغه مسیحیان وی او که د نورو ادیانو څخه وی د هغوی حکایتونه باید خپاره شې.[61]

پایله

پورته لیکنه چې په دری فصلونو کې ترتیب شوی ده لومړی فصل کې د مسیح علیه السلام بشپړه پیژنده  شوی ده دعیسی علیه السلام پیژندنه په هغه ډول شوی ده ، په کوم ډول چې قرآن یې معرفی کوی نه په هغه ډول چې مسیحیان یې معرفی کوي . دوهم فصل د مسیحیانو ډلو ته ځانکړی شوی چې د عیسویانو تاریخ ته هم په کې لنډه کتنه شوی ده ، او د مسیحیانو اوسنی موجودی ډلې هم په کې پیژندل شوی دي ، دریم فصل د مسیحې بلونکو ډلوته ځانکړی شوی دی او هغه وسایل هم په کې ‌‌‌ذکر شوی دي چې مسیحیان یې د خپلې بلنې لپاره کار وي . د بحث وروستی برخه هغه لاري چاري په ګوته کوی چې د مسیحیت د خپراوی څخه مخنیوی پری کولای شو .

د ذکر شوی موضوع تر بحث او څیړنی وروسته دې لاندې پایلو ته ورسیدم :

  • ۱ ـ مسلمانانو ته لازمه ده چې په عیسی علیه السلام ایمان راوړی څنګه چې په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي ځکه چې دا د مسلمان دعقیدې یوه برخه ده او ډیر نصوص په دې هکله راغلې دي .
  • ۲ ـ څنګه چې مسیحیان په اکثره اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو سره ګډ ژوند ، ناسته او ولاړه لري نو هر مسلمان ته لازمه ده چې د مسیحیانو د چلونو او دسیسو نه ځان باخبره کړی ترڅو د دوی په چلونو کې راښکیل نه شي.
  • ۳ ـ مسلمانان باید اسلامي قانون په خپل ژوند کې عملې کړي ترڅو د ادابو او اخلاقو یوه نمونه و ګرځې او خلګ د خپلو اخلاقو تر تاثیر لاندي راولې.
  • ۴ ـ باید د اسلامي کتابونو او تالیفاتو په نشرولو کې ډېره هڅه وشې تر څو اسلام په صحیح او حقیقې ډول خلګو ته معرفي شې
  • ۵ ـ باید مختلف انجمنونه ، موسسې ، مرکزونه او اتحاديې جوړي شي ترڅو د مسیحې بلونکو او مستشریقینو پلانونه او توطئې شنډی کړي.
  • ۶ ـ اسلامي هېوادونو ته لارمه ده چې د هغه روغتونونو ، کلینکونو ، کلتوری مرکزونو او ورزشې کلپونو په هکله تجدید نظر وکړی چې اجنبې سازمانونو جوړ کړي وي ځکه چې پورته شیان د مسیحې د عوتګرانو مهم وسایل دي.

 

 

 

 

مآخذونه

۱ ـ  قرآن کریم

۲ ـ ابن تیمیه ، شیخ الاسلام ، الجواب الصحیح لمن بدّل دین المسیح . ناشر: دارالفکر بیروت لبنان.

۳ ـ ابن کثیر ، حافظ ، تفسیر القرآن العظیم ، ناشر : دارالنشر ، بیروت ـ لبنان .

۴ ـ ابو زهره ، محمد ، محاضرات فی النصرانیة ، ناشر احیا التراث العربي .

۵ ـ احمدزي ، زاهدی ، الغزو الفکری ، حمیدي کتاب پلورنځي ، دریم چاپ ، ۱۳۸۷ پیښور .

۶ ـ بخاری ، محمد بن اسماعیل ابو عبد الله ، صحیح البخاري ، دارالکتب یمامه ، بیروت ـ لبنان . جدید درائت

۷ ـ برقعی ، علامه ابن الرضا ، فریب لاف تثلیث و توحید ، ناشر : شیخ الاسلام احمد.

۸ ـ حسینی طباطبایی ، مصطفی ، دعوت مسیحیان به توحید ، څلورم چاپ ، ناشر : زاهدان .

۹ ـ حمدان ، نذیر ، الغزو الفکری : ناشر ، دار الفکر ، بیروت ـ لبنان .

۱۰ ـ عثمانی ، محمد تقی ، عیسایت یعنی څه ، مترجم : حافظ محمد شریف راشد ، پیغام خپرندویه ټولنه ، ۱۴۲۸ ه ق ،

۱۱ ـ مرفت بنت کامل ، عبدالله ، ماهیت مسیحیت ، ناشر : نشر احسان .

۱۲ ـ  مطیع ، قریب الله ، مسیحیت را بشناسید ، دریم چاپ ، ناشر: نشر احسان

۱۳ ـ معتصم بالله ، مسیحیت در آئینه حقایق ، مترجم : دوکتور محمد اسماعیل لبیب بلخې ، ناشر: نشر احسان .

 

 

 

 

 

 

د موضوعاتو لړلیک

 

       سریزه                                                                                                                                     الف

 

لومړی فصل

د مسیح علیه السلام پېژندنه

لومړی مبحث.. 1

د مسیح (عیسی) علیه السلام پیژندنه 1

د مسیح دکلیمې پېژندنه : 1

د دجال مسیح پېژندنه : 1

د عیسی (مسیح) علیه السلام پېژندنه : 2

د عیسی علیه السلام ولادت (زېږېدنه) : 2

د عیسی علیه السلام عقېده : 3

د عیسی علیه السلام بلنه (دعوت): 4

د مسیح علیه السلام په اړه د قرآن د مطالبو لنډېز: 5

۱ ـ عیسی علیه السلام پیامبر وؤ : 6

۲ ـ عیسی علیه السلام یوازې د بنی اسرایلو پیغمبر ؤ: 6

عیسی علیه السلام د موسی علیه السلام د شریعت پیرو ؤ: 7

دوهم مبحث.. 7

محمد صلی الله علیه و السلم او مسیح علیه السلام 7

د خاتم النبیین د وخت مسیحیان. 8

دریم مبحث.. 10

په بایبل  کې د نبې کریم صلی الله عیه وسلم په اړه وړاند وینې. 10

د برناباس په انجیل کې د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په اړه وړاند وینې. 11

 

دوهم فصل

          د مسیحیانو ډلې

د مسیحیانو ډلې. 13

 

لومړی مبحث.. 13

د مسیحیت تاریخ ته لنډه کتنه : 13

ستر قسطنطین : 14

منځنۍ پیړۍ : 15

ستر نفاق (Great Schism): 16

صلیبي جنګونه : 17

د اصلاح ناکام کوښښونه 18

د اصلاح زمانه او د پروټسټنټ ډله : 18

د عقلیت زمانه : 19

د تجدد خوزښت : 19

د بیا ژوندې کولو ( احیا ) تحریک : 20

دوهم مبحث.. 21

د مسیحیانو ډلې (فرقې) 21

کاتولیک : 21

ارتودوکس : 21

پروټسټانټ ( دینی اصلاح ) : 21

پورلسي ډله paulicians  : 22

نسطوري ډله : 22

یعقوبي ډله( Jacobite Church) : 22

دریم فصل

         د مسیحې بلونکو چلونه او وسایل

لومړی مبحث.. 23

تثبيت : 25

غلطه ترجمه: 25

قرآنې ایاتونه نیمګړي نقلول : 26

صلبې جګړی: 26

دوهم مبحث.. 27

د مسېحې بلنې وسایل. 27

ښکاره،علنې یا مستقیمه بلنه : 27

غیر مستقیمه بلنه : 27

لومړی وسیله : دعلاج او درملنې له لاري بلنه : 27

 

دوهمه وسیله : د زده کړو (تعلیم)  له لارې بلنه : 28

دریمه وسیله : د جنګونو او اختلافاتو په لار اچول: 28

څلورمه وسیله : د فرهنګې وسایلو په کار وړل: 29

۱ـ  فکر او سوچ په ډګر کې : 29

۲ـ ډله یزي رسنې ( راډیو او ټلویزیون) 29

۳ـ د تبشیري حرکت انګزي: 30

دریم مبحث.. 30

د تبشیر (نصرانیت) موخې. 30

۱ـ فکری استعمار: 30

۲ـ د مسلمانانو له یووالې او پیوستون څخه مخنوي: 30

د قرآن کریم له منځه وړل : 32

د مسلمانانو په ذهنونو کې شک پیداکول: 32

ښځې فحشا او منکر ته هڅول: 32

څلورم مبحث.. 34

دمسیحیت د خپراوی څخه د مخنوی لاري چاري.. 34

ښوونیز نصاب : 34

د ټولنی اصلاح : 34

ثقافت : 35

اسلامي اخلاق : 35

فکري استعمار : 35

پایله                                                                                                                         37

 مآخذونه                                                                                                                     38              

 

 

[1]  لسان العرب، محمد بن مکرم بن منظور ، الافریقې ، المصري ، دارالصادر، بیروت ، الطبة الاولی ، ج،۱۵ ،ص ۷۴۰

[2]  لسان العرب ، ص ۷۴۱

 سورة آل عمران ایات، ۴۵ـ ۴۷[3]

[4]   تعلیم القرآن ،پښتو، ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص۸۷

[5]  سورة مریم ، ۲۳ ـ ۲۶

[6]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۴۸۸

[7]  سورة مریم ، ایات ۳۰ ـ۳۳

[8]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۴۸۹

[9]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ص، ۴۸۷

[10]  سورة مایدة ، ایات ۱۱۶ـ ۱۱۷

[11]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۳۳۲

[12]  شیخ علې آل اسحاق ، آشنایې با مکتب مسیحیت ، ص، ۸۷ ـ۸۸

[13]  محمد ، ابو زهره ، محاضرات فی النصرانیة ، ص، ۱۳

[14]  سورة النسا ، ایات ۱۵۷ ـ ۱۵۸

[15]    تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۴۷۶

[16]  سورة مایده ، ایات ۴۹

[17]  سورة آل عمرآن ، ایات ۸۴

[18]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۹۵

[19]  سورة النسا ایات، ۱۶۳

[20]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص، ۱۶۴

[21]  مجمع الزواید و منبع الفواید، الهیثمي، جز، ۳، ص ،۴۸۵

[22]  سورة آل عمران ، ایات ۷۷۲ ـ ۷۳

[23]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص، ۹۲

[24]  سورة التوبة ، ایات ، ۱۰۷ ـ ۱۰۸

[25]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص، ۳۲۴

[26]  احمدزی ، زاهدي ، فکري استعمار، ۵۰۰ ټوکه ، حمیدی کتابتون ، ۱۳۸۷، ص ۷۰ ـ ۷۱

[27]  سورة التوبة ، ص ایات ۱۲۸

[28]  تعلیم القرآن ټکې په ټکې او روانه ترجمه ، ص ۳۲۹

[29]  علامه محمد تقی عثمانې، عیسایت یعنې څه ، محمد شریف راشد، ۱۴۲۸، پیغام خپرندویه ټولنه ، ص ۱۵۴

[30]  علامه تقی عثمانې ، محمدشریف راشد ، عیسایت یعنی څه ، ص ۱۵۶ ـ ۱۵۷

[31]  سورة الصف ، ایات ۶

[32]  عیسایت یعنی څه ، ص ۶۲

[33]   عیسایت یعنی څه ، ص ۶۳ـ ۶۴

[34]  عیسایت یعنی څه ، ص ۶۵

[35]  عیسایت یعنی څه ، ص ۶۷

[36]  عسایت یعنی څه ، ص، ۶۸

[37]  د دې جنګونو د تاریخ او دهغو د سیاسې او دیني ملاحظې لپاره د محمد اکبر خان کروسیډ اور جهاد کتاب او په پښتو کې د عبد العزیز خپلواک کتال صلیبی جنګونه وګوري

[38]  عیسایت یعنی څه ، ص ۷۱ـ ۷۰

[39]  عیسایت یعنی څه ، ص ۷۲

[40]  د عیسایت او دین په هکله د ده باغیانه افکارو لپاره د ده مشهوره مقاله «زه ولی عیسایې نه یم » « why I am not Christian ?» و ګوري

[41]   عیسایت یعنی څه ، ص ۷۶ ـ۷۵

[42]  دعوت مسیحیان به توحید ، ص، ۴۵ ـ ۴۶

[43]  مسیحیت یعنی څه ، ص ۳۳ ـ ۳۴

[44]  مسیحیت یعنی څه ،ص ۳۵

[45]  علامه ابن الرضا ، برقعی قمی ، فریب جدید در ایتلاف تثلیث و توحید ، ۲۰۰۴، نشر طلوع ، ص ۴۵ـ۴۶

[46]  علامه ابن الرضا ،فریب جدید در اتلاف تثلیث ، ص ۴۷

[47]  مصطفی ، حسین طباطبايې ، دعوت مسیحیان به توحید ، ص۵۹ـ۶۰

[48]  فریب جدید در ایتلاف تثلیث ، ص ۵۱ـ۵۲

  [49]  دعوت مسحیت به توحید ،ص ۴۹-۵۰

[50]  دعوت مسیحیت به توحید ،ص ۶۷ـ۶۸

[51]  نذیر ، حمدان ، الغزو الفکري ، ص ۱۱۶ـ۱۱۷

[52]  استا ، معتصم بالله ، مسیحیت در آینه حقایق ، مترجم: دوکتور محمد اسماعیل لبیب بلخې ، ص ۲۲۲

[53]  مسحیت در آینه حقایق ، ص ۲۲۲ـ ۲۲۴

[54]  نذیر ، حمدان ،الغز الفکري ، ص، ۱۲۴

[55]  زاهدي ، احمدزي ، الغرو الفکری، ص ۱۴۴

[56]  نذیر ، حمدان ،الغرو الفکري ، ص ۱۲۳

[57]  نذیر، حمدان، الغزو الفکری ،ص ۱۱۱

[58]   مسیحیت در آینه حقایق ، ص ۲۳۵ـ ۲۳۶

[59]  مسیحیت در آینه حقایق ، ص ۲۳۷

[60]  زاهدي ، احمدزي ، الغرو الفکری، ص ۴۲۵

[61]  قزیب الله ، مطیع ، مسیحیت را بشناسید ، ص ۶۴ ـ ۶۵

Leave a Reply