د ځمكي په قشر كي دكيمياوي عناصرو موجوديت

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 68.00 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

د ځمكي په قشر كي دكيمياوي عناصرو موجوديت

لومړي فصل

 

دمځكي په قشر كي دكيمياوي عناصرو موجوديت

دمځكي دقشر په تركيب كي ۸۸ كيمياوي عناصر شامل دي، په عملي ډول راديواكتيف عناصرد يوارنيم ( U ) نه وروسته تقريبآ وجود نلري.

دمځكي په قشر كي عمده اومهم عناصر عبارت دي له (O2,Si,Al,Na,Ca,Fe,Mgاو K) څخه چي د مځكي ۹۴،۵ مولي برخه او يا ۹۸،۵ كتلوي برخه يي نيولي ده. دهغوي نه وروسته (Ti,P,H او Mn ) ځاي نيسي. دنورو عناصرو تركيب تر ۰،۶ كتلوي برخي نه لږ دې.

دمځكي په قشر كي د اوكسيجن مركبونه په پراخه پيمانه وجود لري چي له هغوجملي څخه هغه سليكاتونه دي كوم چي په كاني احجارو كي شامل دي. ليتيم كاربونيتونه كمتر عموميت لري اومنرالونه خصوصآ سلفايدونه اوسلفايتي منرالونه نسبت نوروته تراوسه په كمه پيمانه وجودلري.

توتعداد عناصر په طبيعت كي دساده موادو په شكل په ازاد ډول وجود لري، په كيمياوي طبيعت پوري تړلى يو عنصر كيداي سي اختصاصي منرالونه ولري اويا دنورو عناصرو سره يو ځاي وي.

دمځكي په قشر كي په تدريجي ډول ډيري كيمياوي عمليي صورت مومي. دوي بايد درك سي اوپوهه ترلاسه سي چي منرالونه، كاني ډبري (احجار) اوډبري تركومو شرايطو لاندي تشكليږي.

دا پخپل وار زموږ سره كومك كوي ترڅو دمفيده اوگټورو كانو احتمالي موقعيت وټاكو.

څرنګه چي دعناصرو دډيرښت اندازه يعني دا چي كوم عنصر په نړۍ كي ډير دى داخبره يوه اندازه پيچلي ده. داچي دكوموعناصرو ډيروالى دځمكي پرمخ ډير دى دايوازي اټكل سوي نظريي دي. دمځكي قشر چي تر 17km پوري ژور دى د ليتوسفير(Lithosphere) په نامه سره ياديږي ،هايدروسفيراو اتمو سفير بيا تر15km پوري لوړي خواته رسيږي چي په دغو پورته يادسوو برخو كي دانسانانو دعناصرو د ډيروالي اټكل كړيدى.ترټولو عناصرو په نړۍ كي داكسيجن مقدار ديردي چي تقريبآ %50 ته رسيږي او ورپسى سليكان (Si) دى په عملي ډول پوهانو معلومه كړيده چي لږ عمر لرونكي عناصر لكه: تكنيشيم (Tc43)، پولونيم (Po84)،استاتين(At85)، فرانسيم(Fr87) او راډيم(Ra 88) وروسته عناصر دځمكي په قشر كي وجود نلري

لكه په دي شكل كي:

اكسيجن%49.4

 

 

 

 

 

 

 

 

1-2      د S  او P عناصرو د اووم ګروپ تناوبي سيستم:

دلاندي عناصرو څخه جوړ دى.

H1     1s1

F9      1s2 2s2 2p5      

Cl17   1s2 2s2 2p6 3s23p5

Br35   1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p5

I53      1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p5

At85   1s2 2s2 2p6 3s23p6 3d10 4s2 4p6 4d10 5s2 5p6 5d10 6s2 6p5

 

يعني د دوي اخري مدار په ترتيب سره 2s2 2p5        ،  3s23p5  ،  4s2 4p5  ،  5s2 5p5  ، 6s2 6p5  الكترونونه لري.

هايدروجن دالكتروني شكل اونظر وخپلو خواصو په نسبت په اووم(7) نيم اصلي ګروپ كي موقعيت لري، فلورين او كلورين په عادي عناصرو كي تعلق لري اودالكتروني ويش په اسا س د Br, I  او At په نيم ګروپ د برومين تعلق لري.

د F,Cl,Br.I,At په قطارونو كي داتومو شعاع لوئيږي اودايو نايزيشن انرژي يي كميږي چي دا ضعيف كيدل دعناصرو غيرفلزي خواص راښيي حال داچي At استاتين د خپل ځانه څخه ځني فلزي عناصر راښيي.

داحالت موږ ته دعناصرو عمده ثابتونه لكه اتمي شعاع، ولانسي الكترونونه ، كولانسي شعاع ، دايون شعاع ، دالكترونود جذب شعاع اوداسي نور ارقام په ګوته كوي.

په دي مبحث كي موږ يواځي هايدروجن او كلورين دنوموړي ګروپ د نموني په توګه ترڅيړني لاندي نيسو.

1-3  هايدروجن:

 

 

دهايدروجن اتوم نظر ونورو عناصروته يو ساده ساختمان لري (1s1) . دهايدروجن مثبت ايون (H+) يوه ساده ذره يعني پروتون دى، هايدروجن يو خاص عنصر دي چي دهغه موجوديت دعناصرو په دوراني جدول كي هم په اول اصلي ګروپ اوهم په اووم (A 7 )ګروپ په شرطي ډول منل سويدى

داتوم دهايدروجن خصوصيت ددي سبب ګرځي چي هايدروجن په خپلو كيمياوي مركبونو كي هايدروجني رابطي جوړوي همدارنګه دهغه لپاره په (-1-) اوكسيديشني درجه ايوني مركبونه امكان لري.

په دي ترتيب هايدروجن يو غيرفلزي عنصردى اوپه مركبونوكي كولاي سي چي هم (-1) او هم (+1) اكسيديشني درجه ولري. هايدروجن اوهلوجنونه اويوني مركبونه جوړوي چي په هغوي كي دساده ايون په صفت (H-) برخه اخلي.

په مثبت يو اكسيديشني درجه سره يواځي كولانسي مركبونه جوړيداي سي اوبس.

هايدروجن په طبيعت كي په پراخه پيمانه وجود لري دهغه مقدار دمځكي په قشر(اتموسفير، ليتوسفيراو هايدروسفير) كي 3% مولي برخه تشكيلوي.

هايدروجن په اوبو ،ګل (خټي)، نصواري سكاره (ذغال)،نفت اوهمدارنګه دحيواناتو اونباتاتو په اورګانيزمونو كي شامل دي اوپه ازاد ډول هايدروجن ډير كم ليدل كيږي لكه په اتش فشانونواويا په طبعي ګازونو كي.

اما هايدروجن په فضا (كهان) كي په ډير اوپراخه پيمانه وجود لري چي تقريبآ دلمر نيمايي كتله اوهمدارنګه دستورو نيمايي كتله تشكيلوي.

هايدروجن دري ايزوتوپونه لري لكه:

H1

P (e)

پروتيم

99.98%

H2

(p+n) e

ديتريم

0.016%

H3

(p+2n) e

تريتيم

1.8kg

 

 

 

 

 

 

 

پروتيم او ديتريم دائمي او مستقر ايزوتوپونه دي اوددي طبعي مركبونو نسبت عبارت دى له

1T3 = 2He3+ β

H: D يـــــعــــــني 1:6800  .

تريتيم د بيتا β راديو اكتيف دى او دهغه نيم عمر 12.26 كاله دى.

ويل كيږي چي دا تعامل عمده منبع ده دهيليم دايزوتوپ 2He3   چي په اتومو سفير كي پيداكيږي،د هايدروجن په اتومو سفيركي د ديتريم مقدار تقريبآ 4*10 -15 مولي برخه لري او په اتومو سفيري رسوبونو كي يي تقريبآ 3*10-18 مولي برخه ده.

دهايدروجن دويلي كيدو ټكى  -259cͦ  او دجوش نقطه يي -253cͦ  چي ډيره كښته درجه لري دهمدي علت په اساس په اوبو او عضوي محللونو كي ډيرپه لږه اندازه حليږي.

هايدروجن كولاي سي په  2000cͦ كي په اتومونو تجزيه سي.ترلوړو فشارونو لاندي په په فلز بدليدلاي سي خو ماليكولي هايدروجن تر2*1011pa پاسكال فشار لاندي په عادي حرارت كي په اتمي هايدروجن تحول كيداي سي.

 

دهايدروجن استحصا ل (لاس ته راوړل):

په صنعت كي هايدروجن عموما دطبعي ګازونو څخه ترلاسه كيږي .

1- دسون موادوله محصولونو څخه لاس ته راځي اوهمدارنګه د كوكس له سكارو(زغال).

800cͦ

دهايدروجن اساسي توليد له هايدرو كاربنو ( ميتان) اوكاربن مونو اكسايدو(Co ) د كتلستي تعاملونو په اثر د اوبو دبخار په موجوديت كي تشكليږي.

CH4 + H2O                     CO + 3H2                    ΔHͦ= 206 KJ

600cͦ

 

 

CO + H2O                      CO2 + H2                    ΔHͦ= -41 KJ

 

2- همدارنګه دهايدرو كاربنو دنامكملو اكسيديشنو څخه هم هايدروجن ترلاسه كيداي سي.

 

2CH4 + O2                     2CO + 4H2                    ΔHͦ= 206 KJ

 

3- دخام هايدروكاربني موادو دكمښت له كبله هايدروجن كيداي سي چي داوبو بخارات دتوركاربن (كاربن داغ ) پواسطه ارجاع ترلاسه سي.

داوبوبخارات
توركاربن

C + H2O = CO + H2      ΔHͦ =    131 kj

 

تلاقي انرزي مصرف سوه
دجينراتور ګاز

4-   2C + O2 = 2CO

 

كه چيري دريمه اوڅلرمه عمليه يو ځاي سي ابي ګاز توليديږي اوله دغه مخلوط ګاز څخه دسړولو پواسطه ډير مقدار هايدروجن ترلاسه كيږي.

5- داوبو له الكتروليز څخه هم هايدروجن ترلاسه كيږي.

6- په لابراتوارونوكي هايدروجن د جستو Zn اوتيزابونو له تعامل څخه هم لاس ته راځي.

 

 

2HCl + Zn                 ZnCl2 + H2

 

 

H2SO4 + Zn                ZnSO4 + H2

 

استعمال (Usage) :

په كيمياوي صنايعو كي هايدروجن دامونيا ، ميتا نول ، تيزابو، دجامد او مايع سوان موادو دهايدروجنشن لپاره ، غوړيو او داسي نورو داستحصا ل لپاره پكاريږي.

كه چيري د كاربن مونو اكسايد سره يوځاي شي دسون ماده لاس ته را ځي البته دګازي اوبو په شكل.

همدارنګه په ولډينګ كاري ، دفلزاتو په بزيش او نورو ځايونو كي استعماليږي.

نن ورځ دهايدروجن داستعما ل مسّله ډير اهميت لري، ځكه نن ورځ په نړۍ كي دانرژي بحران اودمحيط زيست مشكل موجود دي، دنفتو ذخيري هم مخ په كميدو دي نو دهغه په عوض دهايدروجن څخه دسوخت مادي په حيث استفاده كيږي چي دمحيط ماحول سره كوم ضرر اوتاوان نلري.

همدا ډول د راتلونكي كيمياوي تكنالوژي اوانرژيتكي اساس په هايدروجن پوري اړه لري.

 

په (-1) اكسيد يشني درجه كي د هايدروجن مركبونه:

LiH                         BeH2

NaH                        MgH2

KH                         CaH2

RbH                       SrH2

CsH                       BaH2

په (+1) اكسيديشني درجه كي دهايدروجن مركبونه:

د H+ اتم قطبيت دهغوي دمركبونو سره په كولانسي رابطو سره ليدلاي سو په عادي شرايطو كي HCl,H2S,H3N ګازونه  او H2O, HF,HNO3 مايع او H3BO3,H3PO4 په جامد حالت كي دي.

H3N       H2O       HI            H2Te

H3P        HF         H2Se        HBr

په مابيني اكسيديشني درجه سره د هايدروجن مركبونه:

 

CH4              SiH4                GH4                SnH4            AsH3                  SbH3

 

دهايدروجن فلزي مركبونه:

دهايدروجن مركبونه د d او f عناصرو سره فلزي خواص لري اودغه مركبونه دمكررفلز دپوډرو په شكل چي ماتونكي كتلي لري ترلاسه كوي ددوي برقي او حرارتي هدايت دفلزاتو په ډول دى څومثالونه يي دادي:

.    اوداسي نور     ZrH2              TiH2              TaH               YH2               MH2

كلورين :

كلورين د فلورين سره تام الكتروني مشا بهت لري

 

Cl17   1s2 2s2 2p6 3s23p5

دكلورين اتوم يو طاقه الكترون لري چي دغه يو الكترون دكلورين ورته والي د فلورين او هايدروجن سره ښئي په اكثرو مركبونو كي كلورين ديوقوي برقي منفيت(3.0) لرونكي عنصر پحيث په (-1) اكسيديشني درجه برخه اخلي، اما كله چي كلورين دفلورين ، اكسيجن او نايتروجن سره چي ددوي منفي برقيت لوي دى كوم مركبونه جوړوي نو بيا په مثبت (+1) اكسيديشني درجه لري. كلورين په خاصه توګه  د اكسيجن سره په مختلفو اكسيديشني درجو سره مركبونه جوړوي(+7,+6,+4,+3,+2,+1) .

كلورين يو غير فلزي عنصر دى اودځمكي په قشر كي دهغوعناصرو په جمله كي راځي چي په پراخه پيمانه  وجود لري يعني د مځكي 0.02% مولي برخه تشكيلوي چي اكثرآ دكلورايدو په شكل ليد ل كيږي. لكه Nacl يا Kcl.Naclسالوانيت اويا هم Kcl.Mgcl2.6H2O  كارناليت اوداسي نور.

زياتره كلورايدونه دبحر په اوبو كي موجود دي اودژونديو موجوداتو داورګانيزم تركيبي جز تشكيلوي.

په طبعي مركبونو كي دهغه ايزوتوپونه په Cl35 چي 75.53% او Cl37 چي 24.47% دي موجود دي.

اما دكلورين راديو اكتيفي  ايزو توپونه هم په مصنوعي ډول ترلاسه كيداي سي (Cl33,Cl34,Cl36,Cl38,Cl39)

 

 

 

 

دكلورين فزيكي خواص:

كلورين هم دنورو هلوجنو په څير په معمولي شرايطوكي ددوه اتومي ماليكولو په شكل پيداكيږي اوددغه ماليكولو اتومونه ديوي ساده اشتراكي (كولانسي) رابطي په واسطه سره وصل سويدي، ترعادي تودوخي او فشار لاندي كلورين دګاز په حالت كي دي چي ژړ اوشين رنګ لري.

د ذوب ټكي يي -102cͦ او د جوش ټكى يي -34cͦ دى او انحلاليت يي په اوبو كي لږدي (په يوليتر حجم داوبو كي تقريبا دوه ليتره حجم دكلورين).

 

 

استحصا ل:

الكتروليز

ازاد كلورين د كلورايدو داكسيديشن پواسطه ترلاسه كيږي. دمثال په ډول په لابراتوارونوكي دمالګي دغليظو تيزابو داكسيديشن پواسطه اويا هم په تخنيك كي د سوديم كلورايد Nacl داوبلن محلول دالكتروليزڅخه هم كلورين لاس ته راځي.

2Nacl + 2H2O                   2NaOH + H2 + Cl2

الكتروليز

 

 

2Nacl                       2Na + Cl2

 

دكلورين استعما ل:

دچښلو اوبوپه تعقيم كولو كي استعماليږي دهغه د توليدي تجارتي مركبونو څخه د پلاستيك په جوړولو ، دحشراتو وژونكو موادو په جوړولو ،دارويي موادو، يخ كونكى مادي (سرد كننده) اوهم د رنګ په جوړولو كي استعماليږي. دكلورين عمده مركب HCl تيزاب دي چي دعضوي مركبونو په استحصا ل كي مصرفيږي.

همدارنګه دغذايي موادو اودمعدني كلوريدونو په استحصال كي پكاريږي اوهمدا ډول په كاغذ سازي ، دوريښمنو په توليد ، داوبو په تصفيه كولو، دپارچو په رنګولو اود نساجي محصولاتو په توليد كي ډير مهم رول لري.

 

 

هغه مركبونه چي كلورين -1 اكسيديشني درجه ولري:

عبارت دي له Nacl,Mgcl2,Alcl3,Sicl4اوPcl5

ايوني كلورايدونه (فلزي كلورايدونه) قلوي خواص لري اما كولانسي كلورايدونه (غيرفلزي كلورايدونه) تيزابي خوص لري، قلوي كلورايدونه په عملي توګه نه هايدروليز كيږي اما تيزابي كلورايدونه په كامله توګه اودغير رجعي تعامل په صورت كي هايدروليز كيږي اوتيزابونه جوړوي.

 

Sicl4 + 3H2O = H2SiO3 + 4Hcl

 

هغه مركبونه چي كلورين +1 اكسيديشني درجه ولري: كلورين په +1 اكسيديشني درجه سره معمولا په فلورايدونو ClF ، اكسايدونو Cl2O او نايترايدونو Cl3N كي ليدل كيږي.

 

هغه مركبونه چي كلورين +3  اكسيديشني درجه ولري: عبارت دي له ClF3,ClO3, چي تراوسه نه دي راغلي .دكلورين +3 مركبونه خصوصآ ClF3 او M [ ClF4 ]

 

دكلورين (+5) مركبونه: عبارت دي له   ClF5, ClOF3, ClO2F, Cl2O5

دكلورين +7 مركبونه: عبارت دي له : Cl2O7, ClO3F, ClOF5

دكلورين (+2 , +4 , +6 )  مركبونه: لكه, ClO  Cl2O4, ClO2, ClO3, Cl2O6

 

 

 

دوهم فصل

 

(6A)ګروپ دp   بلاك تناوبي سيسټم

دلاندي عناصرو څخه عبارت دي .

الكتروني ترتيب

8 O     1S2 2S2 2P4

16S       1S2 2S2 2P6 3S2 3P4

34Se    1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P4

52Te    1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 5S2 5P4

84Po    1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 4f14 5S2 5P6 5d10 6S2 6P4

 

څــــــرنګه چـــــي پورته ليـــــدل كيــــږي ددوي اخــــري الكتــروني ولانسونه 5p4 4p4    3p4 2p4  او 6p4 دى . په نوموړو قطارو كي دايو نيزيشن انرژي كميږي ولي داتومونو او آيونو جسامت لويږي . O غيرفلزي او po   فلزي عنصر دى

پولونيم : هغه راديو اكتيف عنصر دى چي دراديم دتجزيي په نتيجه كس منځ ته راځي

Po  210   يواځي  138/ 7  نيمه عنصر دى .

پورته دالكتروني ترتيب څخه معلوميږي چي نوموړي ګروپ عناصر يواځي 2e  لږ لري چي نجيبه ګاز ته ورسيږي .

په دوره كيO  بيرنګ   S   ژيړ رنګه  Se توره قرمز او Te  سپيني نقرهيي رنګه دى . په دي ترتيب ددوي دزوب ټكي119   - 218     217   او          452       درجي او ددوي دجوش ټكي په دي ترتيب دي – 183     444 . 688     او 1390 درجي دى. ˚ -218 / 9 C

اكسيجن 🙁   8O = 1S2 2S2 2P6   ) اكسيجن دهغه اټم الكتروني جوړښت په عادي حالت كي په دي ډول دى .اوكسيجن دنورو عناصرو په نسبت په پراخه پيمانه دځمكي پرمخ موجود دى . اكسيجن په ازاد ډول 21%  حجمي  يا 32%   كتلوي برخه داتوموسفير تشكيلوي . ځني وخت اكثره معدنونه داكسيجن سره تركيب كيږي . لكه په فلورين چي اكسيجن تقريبآ له ټولو عناصرو سره ( په غير له  Ar – Ne – He  ) مركبونه جوړوي .

O2  څخه وروسته تر ټولو Si  په طعبيت كي ډير وجود لري . داكسيجن عمده اومهم مركبونه عبارت دي له اكسايدو نه . سلفايتونه . او كاربوناتونه . همدارنګه اكسيجن عمده جز تركيباتي دګياهانو او جانورانو څخه دى . له 60%  زياته برخه زمونږ بدن له O2  څخه جوړ سوي دى .

داكسيجن عمده منبع هوا ده . او په طبعيت كي 3  ايزوتوپه لري .  ايزوتوپونه په مصنوعي ډول ترلاسه سوي دي خو عمر او ژوند يي لنډه او ناپداره دى . دوه اتومه اكسيجن ( O2 )  ترټولو باثباته دى .  اكسيجن په ډير مشكل له اوبو سره حليږي . ( 5 حجم O2 له 100 او بوپه Oc  ) مايع او جامد اكسيجن د مقنا طيس په وسيله جزبيږي . – 218/ 9  دزوب ټكي˚ – 183 C دجوش ټكي لري . O3 اووزن دريم مشكل داكسيجن دٰٰٰٰى چي يو (1V)    ولانسه مركب داكسيجن دي .

استحصا ل : 1  دمايع هوا دتقطير څخه 2  دفرعي محـــصول په حــــيث داوبو له الكــتورليز څخه 3  په لابراتواركي دهغه مركبونو دحرارتي تجزيي څخه كوم چي ډير اكسيجن په خپSل تركيب كي لري  لكه   ( K Cl O3 , K Mn O4 )  لاسته راځي .

حراتي تجزيـه

 

 

4- 2kClO3                    2Kcl + 3O2 (g)                                                                               

حراتي تجزيـه

 

 

    2HgO                   2Hg + O2 (g) 

        5-

2NaO2                  2Na2O + O2

-6 دنايترايتو او كلورايتو له حرارتي تجزيي څخه

 2 Na NO3                    2 Na NO2 + O2

2  KCL O3                               2 KL + 3O2           

 

كيمياوي تعاملونه : داكسيجن تعاملونه اكثرآ ډير آهسته يا كرار صورت مومي . علت يي دادي چي اكسيجن درابطي  ( O=O) انرژي ډير لوړ دٰى .

نو ځـــكه دهغـــه دمـــاتولو لپاره لوړه درجي دتودوخه ضرورت پيداكيږ:ي . اكثــرآ دغه تعاملــونه ايګزوترميك + O   دٰي يعني تودوخه توليديږي .

تقريبآ ټول فلزونه  ( به غير د Au – Ag  ) له اكسيجن سره تعامل كوي . او مختليف مركبونه جــــوړوي  . خصوصآ I A  عناصر داتوموسفير په فضاكي له اكسيجن سره تركيب مومي او پر اكسايدونه توليده وي ( دغه مثالونه په خپله وليكي )

همدارنګه ټول غير فلزونه ( به غير دنجيبه ګازاتو او  V11 A  ګروپ عناصر داكسيجن سره تركيب مومي .

 

H2 + O2                2H2O  (liq)

2C + O2                2CO      (g)

C    + O2               CO2       (g)

S    + O2               SO2        (g)

N2  + O2               2NO      (g)

مركبونه اكثريت مطلق اكسيجن ( - 2 ) اكســـــيديشـــــني درجــــي لري .ولي چي اكســــيجن كيداسي +2  , -1   , + 1  او + 4  (O3 ) اكسيديشني درجي هم لري .

په هغه رابطي چي O – O لري .  F2 O+2 , F -1 O+1 اوداسي نور

 

داكسيجن استعما ل په صنعت كي

-1 دژوند ادامه داكسيجن هغه توانايي ده چي دموادو دسوزولو اپاره استعما ليږي.

-2 داكسيجن په موجوديت كي دتعاملونو سرعت او ميل زياتيږي.

-3 په ټولو فولادجوړولو په صنايعوكي.  (55 Sine) Para.

- 4 دفلزي شيانو دجوړولو لپاره .

-5 ديو قوي دكشف سوي ماده په حيث دموشــــك ( راكټ ) دسون ماده لپاره .

-6 داوكسي استيلني دمشعل لپاره .

-7 ټول توليدي مركبونه چي اكسيجن لري .

-8 د بيولوژيكي نصفيه دفاضلاب لپاره .

-9 په طب كي دژوندد سيسټم دساتلو لپاره لكه په هواكي سفرونه او يا په دريا بو كي دننه.

 

دهوا آلودګي ( ككړتيا )

څوډوله اكسايدونه چي په مختلفو مقدارونو كي په هواكي وجود لري . دهوادككړ تيا سبب ګرځي دنور تمدن تكنالوژي په پراخه پيمانه نور مواد فضا ته او زمونږ اتوموسفير ته خوشي كوي چي دا دهوا دآلودګي سبب ګرځي .

هغه مواد چي دهوا دآلودګي سبب ګرځي دمقدار په ترتيب سره دادي .

-1  كاربن مونو اكسايډ) (Carbon Mono Oxide

د ناقصومادو  دسوزولو په نتيجه كي  توليديږي .دموټرانو دكاربيتو سوځول اصلي منبع CO  دٰى . د  CO  مقدار تقريبآ دبينزين دكتلي دنيمايي برخي څخه وروسته دى . CO شمي او زهرناكه دى چي دويني دهمو ګلوبين سره يوځاي كيږي او په نتيجه كي داكسيجن رسول  وهغو حجراتو  ته ر چي ژوند يي مهم دى اودهغه څخه ممــانعت كوي . له بلي خوا دco دتعامل پزيري دومره زيات نه دى چي خنثئ سي . دهغه تعامل دهوا داكسيجن سره چي CO 2 توليد كړي صورت نيسي مګر ډير په كراره سره .

 

-2  دسلفر  اكسايډونه ( So3 / So2 )

چي د ذغا ل سنګ  ، متالورژي محصولات او دنفتي مواد دسوزولو څخه وروسته ترلاسه كيږي .همدارنګه سلفيدي منرالونه چي د O سره سوځي مهم منبع SO2 دتوليد ده .

دغه SO2  په فضا كي په دوره وروسته دفضا له O سره يو ځاي كيږي په So2 تبديليږي او هغه اوبه چي په فضا كي موجود دي په ترتيب سره نوموړي دسلفر اكسايدو نه په سلفوريك اسيد او سلفورس اسيد تبدليږي چي دغه مواد داسيدي بارانونه مهم منبع تشكلوي

دسلفر ( دګوګړو ) اكسايدونه دهوا دآلودګي دخطرناكو موادو څخه ګڼل كيږي . دغه زهري مواد دنقسي تنګي ، قلبي او نورو تنفسي مريضي سبب ګرځي . ګياهانو ته ضرر رسوي . دفلز د خوړلو سبب ګرځي . او په نتيجه كي دمرمر او آهګي ډبري دتخريب سبب ګرځي . باستاني اثار ( لكه داتن پخوانى معبد ) نن ورځ ددغي آلودګي په علت مخ په نابودي دي

 

-3 دنايتروجن اكسآيدونه (No2 / No)

دغه اكسآيدونه په لوړو درجو له N2  او O2 په هغه طوفاني كي منځته راځي كوم چي دعدو برق ( تالانده ) پر توليديږي . همدارنګه ډير مقدار No  دموټرانو او دبرق په توليدي فابريكو كي منځ ته راځي .No2تر  No اوكسيدشني په نتيجه كي توليديږي . No2 تر No  زياتره زهري دى . داچي دنموړو ګازونو غلظت لږ دى . نوددوي مستقيم اثر چنداني اهميت نلري .

اما دوي دنورو زهري موادو په تشكيل كي رول لري نو ځكه دوي هم دهوا دآلودګي سبب ګرځي .

 

-4  هايدرو كاربونونه

دا هغه مركبونه دي چي دكاربن او هايدروجن دتركيب څخه لاس ته راځي . دغه مركبونه دنفت دكارخانو دتبخير څخه وروسته اودسون موادو دناقصو سوخت په اثر هواته ايله كوي ځني دغه هايدرو كاربونونه سرطان زآدي . دهوا په مجى ورت كي دغه موادو خطرناكه دي . No 2  دلمر درڼا په مقابل كي تجزيه كيږي اوداكسيجن اتومونه توليدوي .

No2  --------- No  + O

دغه توليدسوى اتم داكسيجن دO2 سره تعامل كوي .او زون O3 توليدوي .

O + O2 ------ O3

اوزون د O3  ډير تعامل پزيره دٰى . او دځينو هايدروكاربونونو سره تركيب كوي .

او هغه عنصر اكسيجنداره مواد جوړوي . داچي دغه محول دلمر رڼا داثر څخه لاس ته راغلي نوځكه دي ته فوتو كيمياوي ( آلودګي ) وايي .

دغه مواد شمي اوزهري دي چي دسترګو دسوزش سبب ګرځي همدارنګه دپوست او تنفسي دستګآ دسوزش باعث ګرځي .پر كشتزارونونه پاندي شديده صدمه واردوي او مواد يي تجزيه كوي

 

-5 كوچني معلق ذرات: په هواكي هم دهوا آلودګي سبب ګرځي دغه ذري ممكن چي مايع او جامد وي چي خطريي  O- o 1- 100 µm ميكرومتر ( ميكرون ) ته رسيږي ددوي عمده ســرچيني دذغا ل ډبري ( سنګ دود)  دې

دموټرانو دود ، دسيمانو توليد فابريكي هم ددغه ذري سرچينه كيداي سي . جامد ذري دسترګو ديد يي كموي او روغتيا ته ضرر رسوي .دغه ذرات كيداسي چي زهري وي او سږو ته آسيب ورسوي ددود او دوده ذري ممكن دسرطان زآ وي .

نموړي ذري امكان لري چي دموترانو دبنزين ( سرب لرونكي ) دسوخت څخه وروسته هم تر لاسه سي.

هغه موټران چي بنزيني سرپ لري دبنزين ډير استعمالوي .او سوزي يي

 

 

د دوهم فصل سوالونه

 

-1 اكسيجن په كومو ډولونو په طبعيت كي وجود لرې ؟

-2 صنعتي طريقه يا داكسيجن استحصا ل وليكي ؟

-3 آيا تاسو كولاي سي چي د لاندي مركبونو څخه اكسيجن لاسته راوړي ؟

Kcl O3 / Na No3 / H2O / Na2 O2 / Hg O

-4 دلاندي تركيبونو سره داكسيجن كيمياوي معادلي وليكي ؟

Ba / Hg / Mg / Li / Na / K

H2 / N2 / Cu2O / P / S /C

-5  كامل سوختن له لاندي مركبونو سره ؟ Cu H 10 / P b S

دآلودګي C2 H5 OH / Zn S

-6  دهوا هغه مواد وليكي چي ډير ضرر لري ؟.

-7  = =       ==  ==      چي لږ خطر ولري ؟

-8  داكسيجن اهميت په ژوند كي څه ډول رول لري دمثالونو سره يي واضح كړي ؟

 

 

 

 

دريم فصل

 

د VA  پنځم ګروپ عناصر ( غير فلزونه )

دغه ګروپ د  Sb , As , P , N  او Bi  عناصر و څخه عبارت دي ددوي الكتروني جوښت په دي ډول دٰى

N 7   1S2 2S2 2P3

15  1S2 2S2 2P6 3S2 3P3

As 33 1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P3

Sb51   1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 5S2 5P3

Bi83   1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 4f14 5S2 5P6 5d10 6S2 6P3

 

نايتروجن او فاسفورس معمولآ غير فلزونه بولي . ارسينيك او انتيمون شبه فلز او Bi بيسموت فلز دٰى ددوي دالكتروني ويش څخه معلوميږي چي دوي 3  الكتونونه ته ضرورت لري چي نجيبه ګاز ته ورسيږي .

نايتروجن

( 1S2 2S2 2P3 ) يو غير فلزي مشابه عنصر دى . نايتروجن كولاي سي چي په خــپل مركبونو كــي بايد  +5   +3  , +1  , -1  , -3  او +4  , +2   او كسيديشني درجي و لري

نا يتروجــــن طــــبعي له دوو بـــاثبــــاته ايزوتوپــــونــــو  14 N  او 15N څـــــخه جوړ دى

.د N مقدار دځمكي پرمخ 0- 0 3 % Mo مولي برخه ته رسيږي .او دهغه حجمي فيصدي 78% كتله دهغه  په اتومو سفير كي تشكيلوي . دهغه عمده منرالونه  Na NO3 او KN O3 ډير اهميت لري  N  دنباتاتو او حيواناتو دپروتيني اجسامو په تركيب كي وجود لري . همدارنګه په فضا ئي غبارونو او دلمر په اتومو سفير دا اورانوس او نيپتون دستورو په فضا كي ليدل سوٰى ده

 

د N  دوراني ( چرخش )  په طبعيت كي په دوامداره توګه نايتروجن دڅو طبعي او مصنوي محصولاتو په واسطه له فضا څخه اخستل كيږي او دوباره هغه ته ګرځول كيږي چي دغه محصولات ته د نايتروجن دوران ويل كيږي. (كښته صنفو ته مراجعه وكړي )

نايتروجن دټولو ګياهانو او نباتاتو دپروتينو يو جوړونكي عنصر دى . داچي نايتروجن ژر تعامل نه كوي . ژوندي سلولونه نسي كولاي چي له هوا څخه مستقيمآ نايتروجن واخلي او پروتينونه جوړكړي ام نايتروجن دنورو هوايي محصولاتو په واسطه تثبيت كيږي او هغه مركبونوتبديليږي چي دګياهانودمصرف لپاره ضروري دي .چي دغه حالت ته دنايتروجن لمړني دوران ويل كيږي . دطوفان دواقع كيدو په وخت كي يو مقدار نايتروجني اكسايدونه دعدو برق ( بريښنا ) په اثر له O2 او N2  څخه جوړيږي .

N2 + O2                             2 NO

2NO + O2                                 2 NO2 

وروسته NO2  داوبو سره  تركيب مومي نايتريك اسيد جوړوي .

3NO2 + H2O                   2 HNO3 + NO

نايتريك اسيد دباران په واسطه مځكي ته رسيږي او په خاوره كي نايتراتونه جوړوي چي ديو غذا په واسطه دګياهانو په وسيله جذ بيږي .په دوهمه مرحله دنايتروجن تثبيت سوي نايتروجن په خاوره كي دګياهانو په واسطه په پروتين تبديليږي . وروسته حيوانات دغه ګياهي پروتين خوري او په حيواني پروتين تبديلوي . وروسته وينو چي انسان په حقيقت كي دغه تثبيت سوي نايتروجن دحيواني او ګيا هي پروتينو نه دخوړلو له لاري ترلاسه كوي .

په دريمه برخه  ددوران كي  دنايتروجن دوران كاميليږي . هغه ترلاسه سوي محصول چي د واښو(ګياها) او حيوانانو دمړي نه وروسته تجزيه كيږي . وروسته تبديليږي . وهغه نايتروجنداره موادو باندي كوم چي په نوموړي كي وجود لري چي وروسته N2 دوباره هوا ته آزاديږي .

 

استحصا ل :

-1  نايتـــــروجن لكه اكسيجن او نجـــيبه ګازونو دهوا له جز په تقطير په واسطه ترلاسه كيـــداي سي .

-2  په لابراتوار كي كه چيري دامونيم كلورايد مشـــبوع اوبلن محلول او سوديم نايتريت ته تودوخه وركول سي N2 لاسته راځي .

NH4 (aq) + NO2        Δ         N2 (g) +2H2O

 

2NaN3(s)         Δ        2Na+3Na(g)

 

 

 

طبعي منا بع : دغه ګـــــــروپ عناصر په ترتيب سره په لاندي ځايو او مــــــركبونو كي وجود لري .

N  داتوموسفير په فضآ  Na N O      (0/O3%)   ( چلي ، شليايي شوره )

-P O/12%      Ca3 (po4 )     ( دفاسفيټ ډبره )

Ca 5 ( PO 4 ) 3F     Ca5 ( PO4 ) 3 CL ( اياتيت )

As   5x 1v -4  ,   Fe As 5   ( ارسينوپريت )      As4 S4  ( ارسينويت )

همدارنګه طبعي ارسينيك د ٰZn , Co , Pb , Cu اوداسي نور په معدنونو كي وجود لري .

Sb      5x10 -5  ,    Sb2 S3   ( استيپنت ) SB2 O6   سنارموتيت

همدارنګه انتي مون  Hg , Ag , Pb , Cu    په معادن كي وجود لري

Bi  -  1x10 -5    Bi 2O3,  Bi2S3 همدارنګه د Pb, Cu   Sn   Au , Ag , Ni , Co  په معادن كي وجود لري .

P دري ډوله الوتروپي لري .      سپين .سره . اوتوره فاسفوريس چي توره فاسفوريس انحلال نا پزير او تعامل نا پزير دى .ارسينيك او انتي مون يو ژيړ رنګه اونرمه غير فلزي شكل لري .

Bi  بيسميت معمولا ديو روښانه خاكستري او ژيړ رنګه يو فلز دى .

استعما ل : د VA  ګروپ عناصر او دهغو مركبونه استعما ل عبارت دٰى له

-a نايتروجن   دامونيا  NH3  دتوليد لپاره

Ca CN2     -b كلسيم سيا نا يد دتوليد لپاره

C- داچي N2 نسبتآ تعامل نا پذير دٰى . دكيميا وي محصولاتو او ميتا لوژي تعاملونو په وخت كي چي اكسيجن په غياب كي ترسره كيږي نوهلته N2 ګاز په واسطه اتومو سفير جوړيږي يعني يو خنٍثئ فضآ جوړوي .

-d  دنايتروجن ګاز دغذايي موادو ( لكه قهو، ) په توليد او بسته بندي كي استعماليږي چي دغه دفاسيد كيدو څخه مخنيوي كوي .

-e مايع N2  دكانسروي غذايي موادو دساتلو او انتقا لو لو لپاره پكاريږي .

-f دنايتروجن فلزونه ډير كلك مواد دي چي داور ضد موادو دبرش وسايلو او نيمه هادي د برق دوسايلو په جوړولوكي پكاريږي

G -NH3  . دكيمياوي سري ، سوخت ، راكټ ، نساجي ، رابړسازي ، پلاستيك سازي ، كاغذ سازي ، دمنفجره موادو دارو سازي لپاره استعماليږي .

N -    HNO3    نايتريك اسيد ، دكيميا سري ، چاوديدونكي توكي ( نيسترو ګليسرين ، تراي نيتروتولي او داسي نور ضروري صنعتي توليداتو لپاره پكاريږي .

 

-2   فاسفور س (P) : عنصري فاسفوريس اكثرآ دفاسفورس نپتا اكسايد فاسفوريك آ سيدونه او ددوي ما لګي په جوړولو كي پكاريږي . يو مقدار فاسفوريس د ګو ګړو جنګي كيمياوي مواد مسموم سوي ( موزك ) استعماليږي .

فاســــفوريك آسيد دكيمــــيا وي سري په توليد ضد زنګ خوردګي دالمونتي شيانو دصيقل كولو لپاره پكاريږي . او داسي نور

فاسفاتونه ، دكيمياوي سري په حيث په غذايي صنايعو كي استعما ليږي دارو سازي پودر سازي ، دغاښو كريم ، همدارنګه امنيم فاسفات داور ضد مادي په حيث پكاريږي او په نساجي صنعت كي هم مصرفيږي .

 

-3   Sb, As او Bi   ددوي مصرف ميزان لكه N2 او P2 دغه عناصر په ميتالوژي دډيرو اليا ژونو كي پكاريږي همدارنګه Sb  او  Bi  همستګي جز دهغه اليا ژو دى چي صروفچيني فلز په حيث پكاريږي ( صنعت چاپ )

Sb او Bi دبخار ديګو دسرونو آتشفشاني كپسولونو، ليم كاري او الكتريكي فيوزونو لپاره پكاريږي .

ارسينيك دكلك كونكي مادي په حيث د Cu او سرب Pb په الياژونو كي استعماليږي ، ارسينيك مركبونه دحشره كش سيما مواد دژونكي ( حيواناتو جونده مثل موش ) او هرزه علف لپاره استعما ليږي . نيمه هادي موادو لپاره ددوي استعما ل ډير مهم دى .

 

 

سوالونه

-1 دنايتروجن تثبيت سوي دوران ( چرخه ) تشريح كړي او ووايا ست ولي دغه دوران اهميت لري ؟

-2 د HNO3   كيمياوي تعاملونه دلاندي عناصرو سره وليكي ؟

Ca , Zn , NH3 , P4O10 , Ca (OH )N2

-3 ددى ګروپ عناصرو د استعما ل (Use )   مهم ځايونه وليكي

 

څلورم فصل

 

د 4A  ګروپ عناصر غير فلزونه

 

     C 6       1S2 2S2 2P2 

         Si 14     1S2 2S2 2P6 3S2 3P2

        Ge32    1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P2      

       Sn50     1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 5S2 5P2                        

Pb 82   1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 4f14 5S2 5P6 5d10 6S2 6P2

 

ليـــــدل كيــــږي چــــي ددوي داخــــري مــــدارونه ولانــــس2s2 2p2 4S2 4P2 , 3S2 3P2

6S2 6P2 , 5S2 5P2   څلور الكترونونه ته ضرورت لري چي نجيبه ګازوته ورسيږي . كاربن او سليكان دمشابه عناصرو څخه دٰٰى اما جرمانيم قلعي او سرب د Ge دفرعي ګروپ څخه عبارت دٰٰٰٰى.

خواص :دكاربن مركبونه ( براستثنا H ) نظرونو رو عناصرو ددي ګروپ په پراخه پيمانه وجود لري . په حقيقت كي د هر يو بي كاربنه مركب په مقابل 10 كاربن داره مركب پيداكيږي چي زياد تره دغه تركيبونه هايدروجن لري چي عنصري مركبونه نوميږي . كاربن غير فلز دى Si هم دكيمياوي خواصو په اسا س غيرفلز دٰٰئ ا  ما دهغه فزيكي او الكتوني خواص وشبه فلزاتو سره شباهت لري

Ge   شبه فلز دى دهغه خواص زياتره فلزي دى تر غير فلزي خواص څخه Sn او Pb وقعي فلزونه دي اګر چي ځيني دغير فلزي خواص ريښي په كښي معلوميږي . مثلا  ددوي اكسايدونه او هايدرواكسايدونه امفوتري خواص لري د   Si o2  څخه په هينداره سازي كي استعما ليږي .

 

كاربن:C12  6 يا 12C6

كاربن غټ ترين ټكي دويلي كيدو او جوش كيدو لري . ددي ګروپ عناصرو څخه دمځكي دپوستي 0-03  % كاربن تشكيلوي . همدارنګه دمځكي داتومو سفير له 0 – 0 3 %  حجمي Co2   څخه جوړ دى . كاربن پومهم جز دټولو ګيا هانو او جانورانو دى . دكاربن الوتروپونه يعني الماس او ګرافيت خالص او ازاد ډول همدارنګه نوري نا خالص شكلونه دكاربن لكه ذغا ل سنګ په طبعت كي پيداكيږي . كاربن په تركيبي ډول له H او نفت او طبعي ګاز   Co2 دآهك ډبري ( Ca Co3  دولوميت   ( Ca Co3 Mg Co3 )  سيدايت  ( Fe Co3 )  ويتريت ( Ba Co3 )  او داسي نورو سره وجود لري .

الماس ډير سخت لږ ذوب سوونكي پايدار او دبرق غير هادي دى . الماس بيرنګه شفاف او د ړڼا دانكسا ر فدرت لري . برعكس ګرافيت جامد جسم نرم توره اولږ فلزي ځلا لري . په اكثرو مركبو كي  كاربن څلور ولانسه دى  + 4 – 4  او +2  اكسيدشيني درجي لري . ګرافيت نسبت و الماسو ته دكيميا وي خواص له نظره ډير فعا ل دى ، كاربن تور پودر دى او دهغه كثافت

1-9 -28 /cm3 دى . دكاربن اتومونه په خپل منځ كي  C = C ,C –C  او C= C زينځري رابطه جوړوي په طبعت كي كاربن دوه ايزوتوپه لري ( 98 , 9 % ) C12  او 13C   ( 1, 108 % ) دمځكي په ا تومو سفير 

كي كيداسي چي د فضآيي وړانګو ترتاثير لاندي يو مقدارB –ايزوتوپ راديو اكتيف 14C توليـــد ســـي . 147 N + o1 n ------ 614 C + 11 H

په لاندي مركبونو كي كاربن منفي اوكسيديشني درجي لري . كولانسي  كار بايدونه ، كولانسي , ايوني كاربايدونه او فلزي كار بايدونه لكه  ,  Si C     Al4 C3 ,  CH4 , B4C Fe3  C , Ca C2  او داسي نور

دكاربن  ( 1V )ولانسه مركبونه : +4 اكسيديشني درجي د كاربن په هغه غير فلزي مركبونه دي كوم چي ددوي منفي برقيت نظر وكاربن ته ډير دٰى . لكه ټول هلوجنونه CH4 , CF4 , Cl4  او داسي نور

همدارنګه   COBr2 , COF2 , CS2 , CO2  اوداسي نور

 

دكاربن  (2 )  ولانسه مركبونه :  عبارت دي له  HCN , CS , CO

تبصره :بايد يادونه وسي چي كاربن تل دخپل مركبونو سره په تعامل كي په څلورو ولانسو عمل كوي  او اشتراكي رابطه جوړوي يعني همدغه څلور ولانسه نه له لاسه وركوي اونه يي هم اخلي . دكاربن يو شكل په بل شكل تبديلول تر خاصو شرايطو لاندي صورت نيسي . دمثال په توګه الماس تر 1000 / 1500  درجه دحرارت لاندي دهوا په غياب كي په ګرافيت تبدليږي او برعكس ګرافيت په الماس تر ډيرولوړو فشار لاندي ( 6X109 )  او (10X 1010 ) ( پاسكــــا ل فــــشار ) تـــبديــــلـــيږي

.H > O  /  ΔH< O  Δ                 الماس C              ګرافيت C

 

د3A ګروپ عناصر:

په دريم اصلي ګروپ كي لاندي عناصر وجود لري .

 

B51S2 2S2 2P1

                                                                                                                                                                                Al13 =1S2 2S2 2P6 3S2 3P1

Ga31 1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P1

In49  1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 5S2 5P1

Ti81   1S2 2S2 2P6 3S2 3P6 3d10 4S2 4P6 4d10 4f14 5S2 5P6 5d10 6S2 6P1

 

ددوي داتم قشر ولانس الكتروني جوړښت S2P1 دٰى يعني دوي 5 ولانسه ضرورت لري چي نجيبه ګاز ته ورسيږي . اما ليدل كيږي ( ns2 np1 )  چي دوي بايد 3 الكترونونه له لاسه وركړي بنآ B بايد 3 الكترونونه ولري . B دوه ايزوتوپه لري .10B او 11B دبرون عمده مركبونه عبارت دي له بوركس Na2 B4 O7  10H2O كرنيت Na2 B4 O7 4H2O او ساسولين H3 BO3 د B ټول مركبونه كولانسي دي .B په لوړو درجو دتودوخي له نورو ډير فلزونو سره تعامل كوي او بوريدونه جوړوي چي دغه بوريدونه ډيركلك جسمونه دي . او په كيمياوي تعاملونوكي مقاومت لري . دمثال په توګه اكثر بورايدونه چي د d او f عناصرو څخه لاسته راځي ډير كلك او دتودوخي په مقابل كي (2000/ 3000C˚) مقاومت لري . اوددوي الياژونه دطيارو دموټرانو پرزه جاتو په جوړولوكي پكاريږي . همدارنګه دكتلست او دبرقي سامن آلاتو دكتودونو لپاره استعماليږي . دهــــلوجــــنو سره يو ځــــاي كيږي او دري ولانـــسه مـــركـــبونه جــــوړوي BCl3  ,  BH3  ,  B2O2  , BF3 اوداسي نورB2O3 داوبو سره يوځاي كيږي بوديك اسيد H3BO3   جوړوي چي يوشمي ( زهري ) ماده ده .

 

د  8Aګروپ عناصر ( نجيبه ګازونه )

 

عبارت دي له 86Rn  , 54Xe , 36Kr , 18Ar , 10Ne , 2He  ددوي اتمونه خارجي طبقي دالكترونو نو تكميل دٰى . ( ns2/ np6/ 1s2 )  ځكه ددي عناصرو ماليكيلونه يو اتمه دي . په عادي شرايطو كي ددي عناصرو ساده مواد دګاز په شكل دي ځكه دوي ته نجيبه ګاز وايي

( عاطل ګاز )

دغه ګروپ دصفر ګروپ يا نهم په نامه ياديږي .ددوي مهمترينه او جالبترينه ناصيت دادي چي دوي ډير لږ كيمياوي تعامل كوي . تر 1962  م پوري هڅ يو تركيب له دي عناصرو څخه نه و   ه پيژندل سوي . ام وروسته د 30 څخه زيات تركيبونه ددوي ترلاسه سويدي ټول نجيبه ګازونه په فضا كي موجود دي . Kr / Ar / Ne  او Xe  دمايع هوا دتدريجي تقطير په واسطه لاس ته راځي . فيصدي د He په طبعي ګاز كي وجود لري اودغه هيليم تجارتي شكل هم لري . د Ar ګاز دڅراغونو دډكو لو لپاره استعماليږي . همدارنګه دخنثئ فضآ په حيث په جوش كاري او ليم كاري كي په كاريږي . دنيون څراغونو سره آشنايي لرو . تراوسه يواځي د Kr (Kr Fe )  تركيبونه توليديږي . Rn يو راديواكتيف عنصر دى چي د      ذري دسرچيني تر عنوان لاندي دسر طان مرض دتداوي لپاره استعما ليږي همدارنګه د Xe تركيبونه)  ( Xe f2  پيژندل سويدي .

استعما ل : -1 He په ليم كاري كانستروسازي مواد غذايي په لابراتوار نو كي د سرد كننده مادي په حيث او دفزيك په تجاربو كي دتودوخي ساتل په كښته درجو كي استفاده كيږي . هيلم دمځكي په قشر كي د      وړانګي د تشعشع په نتيجه كي چي راديو اكتيف عناصرو په واسطه تر سره كيږي په منرالونو او خالص فلزاتو كي موجود دي

-2 نيون Ne :

له نيون څخه دبريښنا دځلايي په تخنيك كي دهغه آلاتو په ډكولو او قوتو المنتونو څخه استفاده كيږي . طبعي نيون دري ايزوتونه لري 22Ne / 21Ne / 20Ne

Ar ارګون : ارګون په تخنيك كي لكه فلوروشنسي څراغونه حرارتي څراغونه تخليه نلونه ، برق ، هستوي انرژي چي بستوي الات اوداسي نور كي استعما ليږي .

Xe – Kr  او Rn د استعما ل ځايون يي په خپله ولټوي ؟

نوټ دنجيبه ګازونو كيمياوي په پراخه پيمانه ترڅيړني لاندي نيول سويدي او نيول كيږي چي زياد تره په هستوي تعاملونو او اتمي دياكتورونو څخه تر مطالعي لاندي نيول كيږي .

د Kr  او Xe داكسايدونو څخه دانفلا قيه موادو تر لاسه كولو لپاره استفاده ځيني كيږي

 

 

پنځم فصل

 

فلزونه

 

د 1A ګروپ (S) بلاك عناصر:

دفلزاتو طبقه بندي اوتعريف دڅو كيمياوي اوفزيكي خواصو پر اساس صورت مومي.كه څه هم ددي خواصو ميزان هر يو ديو فلز څخه وبل فلز ته په ډيرو تغيراتو صورت نيسي.

فلزونه دبرق هادي او د ښه تودوخي خاوندان دي، مخصوصه ځلا لري، بيله دينه چي ما ت سي دكشش اوفشار په اثر يي شكل تغير كوي . فلزونه ميل لري چي الكترون دلاسه وركړي او كاتيون تشكيل كړي اوپه نتيجه كي قلوي اكسايدونه جوړ كړي.

د 3/4 برخي پيژند ل سوي عناصر فلزونه دي ، فلزونه دعناصروپه جدول كي چپ طرف ته ښود ل شوي ، وروسته ، وروسته شبه فلزونه قرار لري خوغير فلزونه پورته خواراسته طرف ته موقعيت لري داجدول په اختياري ډول جوړ دي .

 

 

 

 

دفلزاتو طبيعي سرچيني: معادنونه هغه هغه طبعي منابع يا سرچني دفلزاتو دي چي په اساني سره دهغوي څخه فلزونه استخراجيږي.

دمعادنو مهم ډولونه اودهغوي مثالونه په لاندي جدول كي ښودل كيږي.

دمعدن ډول مثا لونه
هغه فلزونه چي په طبعي ډول پيداكيږي Ca, Ag, Au, As, Sb, Bi, Pd, Pt
اكسايدونه A12O3, Fe2O3, Fe3O4, SnO2, MnO2, TiO2, FeO, Cr2O3, FeO, WO3, Cu2O, ZnO
كاربونيتونه (Co3) CaCo3, MgCO3, FeCO3, PbCO3, 2CuCO3
سلفايدونه Ag2S, Cu2S, CuS, PbS, ZnS, HgS
هلايدونه (هلوجنونه) Nacl, Kcl, Agcl, Mgcl2                   
سلفيتونه (SO4) BaSO4, SrSO4, PbSO4
سليكاتونه (Si) Be2AlSi6O18, ZrSiO4
فاسفيتونه (Po4) CePO4, LaPO4, NaPO4

 

ځني تعامل نا پذيره عناصر په طبيعت كي په عنصري ډول پيداكيږي چي دغه طبعي معادن (Native Ores) په نا مه ياديږي دزياترو فلزونو اصلي منبع ده.اما زياتره فلزونه داكسايدونو څخه ترلاسه كيږي.

سليكاتي معدنونه په طبيعت كي په پراخه پيمانه وجود لري اما دفلزونو استخراج دسليكاتي معدنونو څخه مشكل دي اوډير مصرف ته اړتيا لري.

دفاسفيت معدنونه په كلي ډول كمياب دي او په لږه پيمانه په طبيعت كي پيداكيږي.

 

د 1A ګروپ فلزونه ( القلي فلزونه خاكستري )

ددغه ګروپ فلزونه دقلوي فلزونو په نامه هم ياديږي چي ډير تعامل پذيرفلزات دي اوهيڅ يو له دغو عناصرو څخه تراوسه په طبيعت كي په ازاد ډول نه دى پيداشوي او دوي ټول بايد دمذاب اووچي مالګي د الكتروليز له لاري ترلاسه سي.

ددي ګروپ عناصر عبارت دي له : (Fr87, Cs55, Rb37, K19, Na11, Li3)

ددوي الكتروني ولانسونه عبارت دي له :(2S1, 2S1, 4S1, 5S1, 6S1, 7S1)  دغه الكتروني ولانسونه په اساني سره ليري كيږي او +1 ايونونه توليدوي، ددي ګروپ عناصر نقره يي فلزونه ديز

سيزيم Cs خام ژيړ طلايي رنګ لري(رنګ زردطلايي ضعيفي دارد) دغه عناصر نسبتا نرم دي او دجوش او ويلي كيدو ټكي يي كښته دي همدا ډول دبريښنا اوتودوخي هادي دي او كثافت يي لږدى.

 

ليتيم Li : دا عنصر په كافي اندزه دمځكي په قشر كي وجود لري اومهم منرالونه يي عبارت دي له

LiAl (SiO3)2

سپادومين

LiAl (PO4) F

اميليوګونيت

Li2Al2 (SiO3)3. (FOH) 2

ليپيدوليت

 

 

 

 

دليتيم عنصر يو نرم فلز دى چي سپين نقره يي رنګ لري او ترټولو سپك فلزدى او كيمياوي فعاليت زيات دى چي ترعادي شرايطو لاندي د اكسجن او نايتروجن سره تعامل كوي.

په عادي حرارت كي دفلورين اوكلورين په اتوموسفير كي او همدارنګه دايودين او برومين په بخارونوكي خودبه خوده (خودسرانه) اوراخلي، او دتودوخي په كمك سره د كاربن، هايدروجن ، سلفراو نورو فلزونو سره يو ځاي كيږي او كه چيري سور( داغ) وي په CO2 كي سوزي.

يو تعداد دليتيم منرالونه اودليتيم مصنوعي مركبونه (ميتا نيت، كاربونيت، سليكيټ اوداسي نور) په ښيښه او هغه مخصوصو ښيښو كي چي ماورا بنفشي وړانګي ورڅخه تيريږي استعماليږي، دليتيم عضوي مركبونه

 

سوديم Na :په طبيعت كي په پراخه پيمانه وجود لري چي تقريبا 2.4% مولي برخه يي نيولي اوهمدارنګه دلمرپه اتمو سفير كي اود ستوروپه فضا كي كشف سويدي.

دسوديم عمده منرالونه عبارت دي له دخوړلو مالګه Nacl يا ګا ليت همدارنګه ميرابليت NaSO4.10H2O او بوركس Na2B4O7.10H20 اوداسي نور. دسوديم ډيرمقدار) (1.5*106 ټنه په هايدرو سفير كي وجود لري.

دسوديم مركبونه دنباتاتو اوحيواناتو په اورګانيزمونو كي د سوديم كلورايد Nacl په شكل وجود لري اودانسانانو په وينه كي Na+  ايونونه د 0.32% په اندازه په هډكو كي 0.6% اوپه عضلاتوكي 1.5-0.6% وجود لري.

سوديم ديوي ساده مادي په شكل يو نرم سپك او سپين نقره يي فلز دى د ذوب ټكي يي 97.8Cͦ او دجوش نقطه يي 883 Cͦ ده.دكيمياوي خواصوله نظره ډير فعال فلز دى او په هوا كي ژر اكسيدايز كيږي، په عادي حرارت كي دكلورين او فلورين په اتومو سفيركي اور اخلي اود تودوخي په كمك سره مايع برومين،سلفر،ايودين او هايدروجن سره تعامل كوي .

په لابراتوارونوكي د ارجاع كوونكي مادي پحيث ورځني كار اخستل كيږي، سوديم د تودوخي دناقل په حيث داتومي انرژي په دستګاه ، دهوايي موتورونو په والونو اوپه كيمياوي توليداتو كي استعماليږي.

 

پتاشيم K : دپتاشيم نه وروسته عناصر د پتاشيم دفرعي نيم ګروپ په نامه ياديږي چي ددوي خواص اكثرآ د پياشيم دخواصو سره شباهت لري ، ددوي ترټولو پتاشيم مركبونه اهميت لري. پتاشيم هايدرواكسايدKOH په تخنيك كي ډير اهميت لري يعني 90% دپتاشيم مالګـــــــي دكيميـــــاوي ســـري په حيث استعماليږي.

پتاشيم مختلف مركبونه جوړوي لكه (KNO3, KCl, K2SO4 ) اوداسي نور، دپتاشيم مركبونه دښيښه سازي په صنعت او صابون جوړولو كي استعماليږي اودپوتاشيم له مركبونوڅخه په طبابت كي هم استفاده كيږي.

 

2A ګروپ فلزونه (مځكني القلي فلزات)

ددي ګروپ عناصر دمځكني القلي فلزونو په نامه ياديږي ددوي زيات فعاليت  ددي سبب سوي چي په طبيعت كي د اول ګروپ په څير په ازاد ډول نه پيداكيږي اومعمولاد مذاب كلورايدونو له الكتروليز څخه ترلاسه كيږي، ددوي الكتروني ولانسونه (nS2) حالت لري نوځكه ددوي دذوب، جوش نقطي اوكثافت نظرو اول اصلي ګروپ فلزونوته زيات دي اوهمدارنګه دوي نسبت اول ګروپ 1A فلزونو ته سخت تر دي تردي اندازي چي دبريليم Be كلكوالي دومره دي چي كولاي شي ښيښه وتراشي يا يي وسولوي.

د نـــومــــوړي ګروپ عناصــــر عــبارت دي له:Be4 , Mg12, Ca20, Sr38, Ba56, Ra88 ددوي اكســـيـــديــــشــــني درجــــــه +2 ده.

 

بريليم Be :بريليم دمځكي په قشركي  د 9Be ايزوتوب په شكل وجود لري دهغه عمده منرالونه Be3Al2(SiO3)B فيناكيت دي.

بريليم ديوي ساده مادي په حيث خاكستري فولادي رنګ لري اوپه كافي اندازه سخت او ماتوونكي دي دتودوخي په كمك سره په په O2 اوازاده هوا كي اور اخلي.همدارنګه د نايتروجن اوسلفرسره تعامل كوي.

بريليم لكه المونيم د تيزابو او القليو سره تعامل كو ي او بريليم دالياژونو سره يوځاي كوي ترڅوچي دنوموړي الياژ مقاومت ، استحكام او سختي دزنګ په مقابل كي لا لوړه كړي.

د بريليم دالياژونو څخه په الكترو تخنيك او طياره سازي كي ورڅخه استفاده كيږي، همدارنګه د بريليم څخه په اتومي بټيو كي دنيوترونو دتعويض كوونكي او انعكاس وركونكي مادي پحيث استفاده كيږي.

دبريليم اكسايدونه ، سلفايدونه ، هلايدونه ، نايترايدونه ، ما لګـي او هايدرايدونه په صنعت كي ډير استعماليږي.

 

مګنيزيم   Mg : مګنيزيم دساده موادو په شكل يو سپين فلز دى په هوا كي

اكسيدايزكيږي او شيري رنګ ته غوره كوي، نسبت و بريليم ته نرم اوارتجاعي

خاصيت لري مګنيزيم هم لكه ددوهم ګروپ دنورو عناصرو په څير يو فعا ل فلز دي

د مګنيزيم  الياژونه درا كت په تخنيك اوهوا بازي كي استعما ليږي ، د مګنيزيم منرا لي تركيبونه تخنيكي اهميت لري لكه : CaMg(CO3)2 , Mg2SiO4 اوداسي نور.

ډيرمقدار دمګنيزيم دبحر په اوبوكي (Mgcl2= 0.38%) او دځينو جهيلونو په اوبو كي تر30% پوري وجود لري. له مګنيزيم نه په عمومي توگه دالياژونو په توليد ، په متالورژي كي د Ti , Zr , V , U اوداسي نورو د توليد لپاره ورڅخه استفاده كيږي.دمګنيزيم دمخلوط پوډرو له اكسيدايز كونكى سره په روشني اندازه راكتونو، مرميو، عكاسي تخنيك او تنوير كي استعماليږي اود مګنيزيم مركبونه اكثرآ قلوي دى.

اكثره دمګنيزيم مالګي په اوبو كي حليږي اما ځني لكه MgCl2, MgSO4 په اوبو غيرمنحل دي.

دمګنيزيم هغه مركبونه چي اوبه ونلري ډير درطوبت جذبوونكي دي مخصوصا Mg(ClO4)2 چي په شدت سره تر 60% خپله رطوبت جذبوي نوځكه ددي خصوصيت سره مګنيزيم د ګازاتو (H2S , CO2 , O2 ,H2) دوچولو لپاره په پراخه پيمانه استعماليږي.

دمګنيزيم اكسايدونه په صنعت كي دربړ جوړولو، دنفتي موادو په تصفيه كولو ، دضد حريق موادوپه توليد ، په تعميراتي موادو او داسي نورو ځايونو كي ورڅخه استفاده كيږي.

 

د كلسيم فرعي ګروپ: عبارت دي له (Ra , Ba , Sr)

كلسيم په طبيعت كي په پراخه پيمانه وجود لري (2%) مولي برخه تشكيلوي دهغه ډيره برخه په سليكيتونو ، اليومو سليكتونه اود اتش فشان په معدني ډبرو كي وجود لري نوري معدني ډبري لكه CaO اهك او تباشيرو كي ډير عموميت لري چي دكلسيت منرال CaCO3 څخه جوړ سويدى.

د دولوميت او كلسيت كريستا لي شكله مخلوط ډير كم پيداكيږي ، اما CaSO4او CaSO4.2H2O (ګيس) ډيروجود لري دكلسيم منرالي مركبونه په طبعي اوبو كي وجود لري اوداوبو دسختي سبب ګرځي.

Ca , Sr, Ba په عادي شرايطو كي دفعاله غيرفلزاتو سره په شديد ډول تعامل كوي.

 

چسپناكه (سريښناكه ) مواد: دكلسيم طبعي مركبونه په زياته پيمانه د چسپناكو موادو لپاره استعماليږي نوموړي مواد د پوډرو په شكل وي مګرداوبو سره مخلوط كيږي او چسپناكه مواد جوړوي. دغه مواد د ساختماني محلولونو په حيث ( دخښتو اوډبرو دوصلولو لپار) ، دكانګريت او ساختماني تجهيزاتو په تهيه كولو كي استعماليږي ، سمنت ، چونه (اهاك) ، ګچي مواد هغه مثالونه دي چي له همدي چسپناكو موادو څخه جوړسوي دي اوهمدارنګه د CaO يا اوبه نه رسيدلي چونه يا ژوندي اهاك دريګ او اوبو سره يو ځاي دچسپناكي مادي په حيث استعماليږي.

سختي اوبه :

لكه څرنګه چي پورته يادونه وسوه د كلسيم او مګنيزيم د مالګو شتوالي په طبعي اوبو كي دهغوي د سختى سبب ګرځي، دوه ډوله سختي اوبه وجود لري يو يي دايمي او بل موقتي سختي اوبه دي.

هايدروكاربونيتونه Ca(HCO3)2 او Mg(HCO3)2 درلود ل دموقتي سختو اوبو او دكلسيم اومګنيزيم سلفايتونه او كلورايدونودرلود ل ددائمي سختو اوبو سبب ګرځي .

داوبو سختوالي دفزيكي او كيمياوي طريقو په واسطه ليري كيږي موقتي سختي اوبه معمولا داوبو دجوش كولو په واسطه ليري كيداي سي.

Ca(HCO3)2 = CaCO3 + CO2 + H20

 

 

 

مايع
جامد

CaSO4 + Ca(OH)2 = 2CaCO3 + NaOH

 

داوبو دنرم كولو لپاره همدارنګه د عضوي عالي ما ليكولي موادو څخه هم استفاده كيږي چي فعال كيتوني ګروپونه (SO3H- , COOH- , OH-) ولري چي په دي كي هايدروجن دكيتون دعوض كولو قابليت لري.

 

كيتوني تعويضي  2RH + Ca 2+                    R2Ca + 2H+

انيوني تعويضي   2ROH + SO4 2-                      R2SO4 + 2OH

ايو نيت ها علاوه بر نرم كردن و بي نمك كردن اب در هايدروميتالورژي براي استخراج فلزات نجيبه ، رنګه ونادره (Co , Ni , Cu , Ag) نيز مورد استفاده قرار ميګرند

شپږم فصل

 

دساده موادو جوړښت:

دعين عناصرو داتومونو يوځاي كيدلو ته ساده مواد ويل كيږي لكه فلزونه ، غير فلزونه چي كولانسي رابطه دغيرفلزونو مشخصه اوفلزي رابطه دفلزونو مشخصه ده دفلزي اوغيرفلزي ساده موادو ترمنځ ډير توپير وجود نلري.

يوعنصر كولاي سي چي څوډوله ساده مواد منځ ته راوړي چي دالوتروپي په نامه سره ياديږي، تراوسه پوري تر 450 ډوله مختلف مواد ليدل سوي دي، ديوه عنصر الوتروپي داتوم په جوړښت پوري اړه لري چي دكيمياوي رابطي ډول او دماليكولوجوړښت اوكرستلي شكل ټاكل كيږي.

O
O
O

دمثا ل په توګه په دريمه دوره كي د P عنصر او په 8A ګروپ كي ارګون په نظـــــر كــــــي نيسو دارګون 3S2 3P6الكتــــــروني مدار يي تكميل دى او ارګون مونو اتوميك دى، حال داچي كلورين3S2 3P5 .    Cl2  اتوميك دى يعني دماليكول په شكل وجود لري. اما سلفر چي غير جوړيي الكترونونه لري كيداي سي په څوډوله الوتروپي ولري مثلا 3S2 3P4 هغه سلفردي  چي دوه غير جوړيي الكترونونه لري اواتحاد يي دځنځيرپه شكل دى

O
O
O
 

زيګزاګي ځنځير:

 

 

O

اما په عادي حالت كي دماليكولونو هندسي شكل دزيګزاګي ځنځير په شكل چي له اته تړلي حلقو څخه جوړدي S8 مطابقت كوي.

 

 

 

 

 

 

 

همدارنګه S2,S4, S6,S8   ماليكولونه د د مبل ∞ شكل لري اما فاسفورس P چي دري غيرجوړه يي الكترونونه لري دمنشور په شكل متحد ماليكولونه لري همدارنګه P4 څلور ضلعي شكل لري.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

فزيكي خواص: دساده موادو فزيكي خواص زياتره دهغوي د كيمياوي رابطو په جوړښت او تغيراتو پوري اړه لري لكه كثافت ، تودوخه ، دذوب اوجوش ټكي ، برقي هدايت اوداسي نور چي ترټاكلو قوانينو لاندي تغيرمومي ، دمثال په توګه S, Cl , Ar د جامد په حالت كي داي الكتريك دي، سليكا ن Si نيمه هادي او سوديم ، مګنيزيم هادي فلزونه دي.

دساده موادو دويلي كيدو تودوخه په تناوبونو كي په ابتدا كي زياتيږي اما وروسته ټيټيږي.ترټولو نجيبه ګازات 8A ګروپ لږ د ذوب حرارت لري، په عادي شرايطو كي هغه ساده مواد چي ماليكولي جوړښت لري عبارت دي له هغو ګازاتو ، مايعاتو او جامدو احسامو څخه چي په اسانه ذوب ښوونكي دي خو الماس او سليكان ډير په مشكل سره ذوبيږي.اما ترټولودلوړ ذوبان درلودنكي عناصر د d بلاك عناصر و څخه عبارت دي.

 

دساده موادو رابطه داوبوسره:

داچي ټول كيمياوي تعاملونه اكثرآ په اوبلن محيط كي ترسره كيږي لازمه ده چي دساده موادو رابطه داوبو او اوبلن محلولونو سره اوارزول سي.

اوبو كيمياوي ماهيت دادي چي هم اكسيدايزكوونكي او هم ارجاع كوونكي دي اوهمدارنګه دكامپلكسازي په پروسه كي د ليګانه په حيث برخه اخلي ساده مواد په طبيعت پوري تړلي په لاندي حالاتو كي ددوي كيمياوي تعامل داوبو سره موجود دى.

1-  دساده مادي اكسيديشن داوبوپه واسطه چي هايدروجن جلاكيږي او هايدريتي كيتونونه جوړوي.

خصوصا 1A, 2A ګروپ فلزونه:

2Na + 2HOH = 2Na + 2OH + H2

 

2Na + 2HOH = 2NaOH + H2                يا

 

2- دساده موادبي تناسب كول اودهايدرايتي انيونو په تشكيل سره.

Cl2 + 2OH = OH3 + Cl + HClO

 

Cl2 + HOH = HCl + HClO

يعني هغه ساده مواد داوبو سره تعا مل كوي كوم چي برقي منفيت يي زيات وي لكه(Cl , Br , I) .

3- دساده موادو ارجاع داوبو پواسطه چي د اكسيجن او هايدروجن انيون تشكيليږي.

-
+

O2 + 4H+ + 4e- = 2H2O

 

محلول
محلول

F(g) + 3H2O = 2OH3 + 2F + O(g)

 

 

 

F2 + H2O = 2HF + O

 

 

 

دساده موادو رابطه درقيقو تيزابو سره:

+2

دساده موادو اكسيديشن دتيزابو په محلول كي نسبت خالصو اوبو ته فعالتره صورت نيسي ځكه چي هايدروجن دلته جلا كيږي او OH3 تشكليږي چي په نتيجه كي هايدرو اكسايدونه جوړوي اوكامپلكس كيتوني مواد جوړيږي.

Zn + 2OH3 + 2H2O = [ Zn (OH)4 ] + H2

يا

 

 

Zn + H2SO4 = ZnSO4 + H2

 

ځني وختونه دتيزابو سره دساده موادو دحل په نتيجه كي غير قابل حل يا لږ حل محصولات منځ ته راځي مثلا سرپ Pb دمالګي اوګوګړو درقيقو تيزابو په محلولونو كي نه حل كيږي ځكه سربو په سطح باندي PbCl2 ، PbSO4 رسوبونه تشكــيليږي، نه حل كيـــــدونكي محصـــــولات اكثــــرا وختــــونه د (HCN.HF , H2CO3, H2SO3, H3PO4) له تعامل څخه تشكيليږي.

 

دساده موادو رابطه د ابي القلي محلولونو سره:

+2

 

 

-2

Zn + 2OH3 + 2H2O = [ Zn (OH)4 ] + H2

 

 

محلول

Si + H2O + 2OH = SiO3 + 2H2

 

 

يعني ساده مواد په ډيره اساني سره د القلي محلولونو سره يو ځاي كيږي اود OH ايونونه چي د كامپلكس دتشكيل قابليت لري جوړوي. خصوصا د Al(3) او Be(2) باثباته دي او په اساني سره تعامل كوي اما ځني عناصر لكه  Fe, Coاو Mn باثباته د OH انيونونه نلري ، نوځكه په مشكل سره اوهغه هم د تودوخي په ادامه كولاي سي چي دالقلي محلولونوسره تعامل وكړي.

 

دساده موادو تجزيه او دهغوي جلا كيدل د معدني موادوڅخه:

هغه ساده مواد چي په طبيعت كي وجود لري كولاي سي چي په فزيكي ، كيمياوي  اوميخانيكي طريقو سره جلا سي.

فزيكي ميتودونه: لكه د ذوب او جوش ټكي داختلاف درجه دحرارت ، اختلاف د انحلاليت او جذب كيدل فركشني تقطير اوداسي نور.

ميخانيكي ميتودونه: لكه د Au اوالماس پريمنځل له معدني احجارو څخه يعني دكثافت اختلافاتو په نتيجه كي سره زر او الماس ترلاسه كيږي.

دوه ګوني مركبونه: لكه F2, OF2, NF3, CF4, Li2O, BeO, N2O5 او داسي نور

نوموړي مركبونه كولاي سي چي دكيمياوي رابطي په لحاظ ايوني ، ولانسي، فلزي اويا مخلوط ډوله وي.

دري ګوني مركبونه:

 

NaF + BF3 = Na[BF4]

 

Na2O + Co2 = Na2 [Co3]

 

RbNo3 + INo3 = Rb[I (No3)2]

 

لكه چي ليدل كيږي د هغه دوګونو مركبونو د تعامل په نتيجه كي چي مختلف كيمياوي خواص لري نوي مركبونه جوړييږي چي په دوي تر ټولو ساده ترينه هماغه دري ګوني مركبونه دي چي معمولا دانيوني كامپلكسونو مشتقات بلل كيږي.

اكسيديشني درجه اكسيديشني درجه اكسيديشني درجه اكسيديشني درجه اكسيديشني درجه ولانسي الكترونونه ګروپ
Cs1 Rb1 K1 N1 Li1 S1 1A
Ba2 Sr2 Ca2 Mg2 Be2 S2 2A
Ti1,3 In3 Ga3 Al3 B3 S2P1 3A
Pb2,4,-4 Sn4,2,-4 Ge4,-4,2 Si4,2,-4 C2,4, -4 S2P2 4A
Bi3,5,-3 Sb5,3,-3 As5,3,-3 P5,3,-3 N 5, 3,-3 S2P3 5A
Po4,6,-2 Te6,4,-2 Se6,4,-2 S6, 4, -2 O 2, -2 S2P4 6A
At5,7,-1 I1,3,5,7,-1 Br1,3,5,7,-1 Cl1, 3, 5 ,7,-1 F -1 S2P5 7A
Rn2,4,6,8 Xe2,4,6,8 Kr2,4 Ar Ne S2P6 8A

 

 

اوم فصل

د D بلاک عناصر

عمومی قانونمندی: د D بلاک عناصر د انتقالی عناصرو په نامه ياديږی، دغه عناصر په دورانی جدول کی د S او P عناصرو تر منځ ( د I او II تر منځ) قرار لری. ددوی عمده خاصيت دادی چه ددوی اتمونه په خارجی اربيتالی طبقه کی ندی ډک شوی (لکه د S او P عناصر چه ډکيږی) بلکه قبل ازطبقه خارجی ډکيږی

په D عناصرو کی اوربيتالونه د انرژی په لحاظ له يو بل سره نږدی دي يعنی یو ns  اوربيتال، 3 اوربيتال د np او پنځه اوربيتال د d (1n­) ددوی ولانسی اوربيتالونه دی.  np    ns    d (1n­)د d عناصرو په خارجی طبقه کی د 1 الی 2 اللکترون (ns) وجود قرار لری باقيمانده ولانسی الکترونونه د d (1n­) په حالت کی مخکی د خارجی طبقی سره قرار لری، د انتقالی عناصرو ساده موادو تشکل عبارت دی له فلزونه څخه ((تعداد الکترونهای ولانس در اتوم های اين عناصر خيلی کمتر از تعداد اوربيتالهای ان می باشد)).

 

اوکسيديشنی درجی: د يو لږ تعداد په اثتثنا، ډيرد d بلا ك عناصر د متحول اوکسيديشنی درجی لرونکی دی. تقريبا په ټولو d بــــلا ك عناصرو کی يو اوکسيديشنی درجی 2+ دی البته نظر و خارجی الکترونوته اعظيمی درجی د اوکسيديشن د اکثرو d عناصرو د هغو د ګروپ د نمبر سره مطابقت کوی، دا چه نوموړی d عناصر مختلف اوکسيديشنی درجی لری نوددوی لپاره اوکسيديشنی ، ريډکشنی تعاملونه معمول دی له دی کبله تقريبا هر يو دغه d عناصر لرونکی دداسی مرکبونه دی چه د تيزابی، قلوی خواصوله نظره له يو بل سره توپير لری. مثلا

Mn(OH)              Mn(OH)3                              Mn(OH)4                                H2MnO4                                     HMnO4

ډيرقوی تيزاب        قوی تيزاب                      امفوتری                       ضعيفه قلوي                        متوسطه قلوي

 

دورانی جدول ته ځیرشی!

IIIB IVB VB VIB VIIB VIIIB IB IIB
21Sc+2 22Ti+2 23V+2 24Cr+2 25Mn+2 26Fe+2 27Co+2 28Ni+2 29Cu+2 30Zn+2
d1 d2 d3 d4 d5 d6 d7 d8 d9 d10

 

 

عناصر d ګروپ III جدول: دغه ګروپ عناصر په الکترونی لحاظ کاملا سره مشابه دی،د ځينو الکترونی ولانسونه دادی.

دP بلاك عناصر

89Ac                      57 La                    39Y                        21Sc           13Al           5B

6d17S2                  5d16S2                   4d1                       3d14S2      3S23P1    2S22P1

 

 

د اتمی کتلي لپاره جدول ته مراجعه وکړی. دوی ټول ساده موادو په شکل سپين رنګه فلزونه دي.

دP بلاك عناصر

 

 

 

عناصر d ګروپ VIجدول تناوبی:

104KU                 72HF                  40Zr                Ti                Pb              Sn                 Ge

دP بلاك عناصر

6d27S2              5d26S2                 4d25S2        3d24S2

                       

 

Ti او Zr هر يو په طبعي ډول پنځه ايزوتوپونه لري او HF شپږ ايزوتوپونه لري خو Ku (كورچا توفيم) يومصنوعي راديواكتيف دى چي په لابراتواركي ترلاسه شويده.

Tiد مځکی په قشر کی ډير وجود لری اوپه اساسی توګه 2TiO، 3FeTiO، 3CaTiO منرالونه په ډول کی پيداکيږی. 4ZrSiO، 2ZrO د زرګونيم منرالونه دی او Hf مستقل منرالونه نلری د Zr سره يو ځای پيداکيږي.

نومو‌‌‌ړی عناصر ټول سپين نقره يی فلزونه دی. Ti  سپک ولی Zr او Hf دررانده فلزونه دی، دوی ټول په                  مشکل سره ويلی کيږی که چيری په الياژونوکی Ti او Zr علاوه شی نوموړی الياژبه د ښه فزيکی او کيمياوی    خواصو خاوند شی د مثال په توګه که چيری %1¸0  تيتانيم په فولادو کی علاوه شی د فولاد ارتجاعيت اوسختی ډيريږی. دا چی Ti لوړ حرارتی ثبات او ډير مقاومت د زنګ وهلو په مقابل کی لری ځکه دغه فلز يو مهم ساختمانی فلز دی چه په طياره سازی، تحت البحری پايپونواو داسی نوروكي استعماليږی. Zr او د هغه ځينی الياژونه په اتمی انرژکی بټيو کی استعماليږی په الکتروتخنيک کی د تلويزيون کتودی نلونود توليد لپاره هم  استعماليږی.

 

اتم فصل

دdبلاك دپنځم ګروپ عناصر:

دP بلاك عناصر

73Ta                    41Nb                 23V              As        Sb          Bi

5d36S2                                4d45S1                              3d34S2

نوموړی V ، Nb او Ta عناصر د ساده موادو په شکل په خاکستری رنګ وجود لری او په ډير مشکل سره ويلی کيږی هر څومره چه دوی خالص وی ښه د چکش وهلو خاصيت لری اما که چيری بيګانه مواد لکه (O,H,N,C) په کښی وجود ولری نو د دوی ارتجاعيت کموی او ددوی سختی زياتوی . V د سړو په حالت کی يواځی په fH غليظ تيزابو کی او سلطانی تيزاب کی حليږی اما د تودوخی په صورت کی په 3HNO او 4OS2H کی حل کيدای شی. Nb او Ta يواځی په fH او مخلوط د (3HNO+fH) کی حليږی.

دنوموړو عناصر وڅخه په اتمی بټيو کی استفاده کيږی او په کيمياوی صنايعو کی. دوی زياتره په الياژونو کی د استعمال ځای لری په متالورژی کی.

د V مرکبونه د 4OS2H د استحصال په وخت کی د کتلست په حيث استعماليږی. په شيشه سازی کی هم استفاده ځينی کيږی.

د NbO اکسايدو خاکستری رنګ دی. د V هايداريدونو باثباته کيمياوی مرکبونه دی چه د تيزابو سره تعامل نکوی د هغه نايترايدونه او کاربايدونه د زنګ وهلو په مقابل کی ډير مقاومت لري .

د VI-d عناصرو ګروپ:

74W                           42MO                           24Cr

5d46S2                                 4d55S1                                        3d54S1

که طبعی کرومCr له 4، مولبدينMo له 7 او ولفرامW له 5 مستقرو ايزوتوپونه څخه  جوړدي. ددوی مهم منرالونه عبارت دی له  2(2CrO)Fe  ، 2MOS،  4CaWO،   4OW (nMFe) او داسی نور...

د MO لږ مقدار موجوديت په خاوره کی کولای شی د نباتاتو د اورګانيزم نورما ل ودوی ته  مفيد تمام شی خصوصا (د باقلي نبات لپاره) دوی ځلا او خاکستری رنګ لری. W نظر وټولو فلزونوته ډير په مشکل سره ويلی کيږی چه MO او W  د کتلست په حيث هم استعماليږی دكروم اكسايدونه دفولاد سازي په صنايعو كي هم استعماليږي او Mo دكيمياوي سامان الاتوپه توليد او W په الكتروتخنيكي صنايعوكي (حرارتي څراغونه) استعماليږي.

د Cr د اکسيديشنی خاصيت څخه په  کيمياوی سنتيز او تحليل کی استفاده کوی. 3O2Cr د رنګونو په استحصال کی او Cr د لوازمو په پوښلو کی استعما ليږي..

 

دdـ عناصرو IIV ګروپ

75Re                      43Tc                        25Mn

5d56S2                          4d55S2                   3d54S2

منګانيز ښه کيمياوی فعاليت لری ځکه په اسانی سره اکسيديشن کيږی خصوصا د هغه پودرو د حرارت ورکولو په اثر د اکسيجن په واسطه د S او هلوجنونه سره اکسيديشن کيږی، Tc او Re په لوړو درجو د حرارت كي له غير فلزونو سره يوځای کيږی دوی په ºC400 تودوخه کی د O سره سوزی او اکسايدونه (7EO) جوړوی د Mn طبعی منرالونه عبارت له 2MnO دی.Re ډير لږ منرالونه جوړوی د منتشره ذراتو په توګه د MO په منرالونو کی وجود لری .

. Tc مصنوعی راديواکتيف دی اما لږ مقدار د مځکی په قشر کی وجود لری. مګانيز په  فولاد سازی صنايعو او په الياژونو کی استعماليږی، Tc د زنګ وهلو په مقابل کی او ساختمانی مادي پحيث په اتومی بټيو کی استعماليږی.

Re څخه په الکتروتخنيکي صنايعو او کتلست په حيث استفاده کيږی د 2MnO په صنعت کی ډير اهـــميت لری او ډير ه ګټه ورڅخه اخستل كيږي..

د VIII  ګروپ دdبلاك عناصر:

پدي ګروپ کی ۹ عنصره شامل دی چه ددی فرعی ګروپونو هر يو د Fe (Fe، uR، Os) د کوبالت فرعی ګروپ (Co، hR، Tr) او د نکل فرعی ګروپ(Ni، Pd، Pt) شامل دی.

1:  د اوسپنی فرعی ګروپ:

76Os                    44Ru                   26Fe

5d66S2              4d75S1             3d64S2

اوسپنه ډير ه په طبعت کی وجود لری اوسپنه د ډيرومنرالونو په ترکيب کی وجود لری چه لوی معادنونه جوړه وی مهم منرالونه يی 2HFeO، 3O2Fe،او 3FeCO دی. په معدنی اوبو کی هم اوسپنه وجود لری او اوسپنه دويني په هيمو ګلوبين كي هم وجود لري، Fe او uR په خالص حالت کی سپين او نقره رنګه او Os سپين ابی رنګه فلز دی Os تر ټولو فلزونو په نسبت دروند دی ډير سخت او په مرطوبه هوا کی په اسانی سره اکسيدايز کيږی او د زنګ پواسطه پوښل کيږی دتودوخي وركولوپه صورت كي تقريبا دټولو غيرفلزونو سره تعامل كوي  او شبه فلزي مرکبونه (C3Fe، Si3Fe، N4Fe او داسی نور...) جوړوی.

Os ډير سخت ، باثباته او دحرارت په مقابل كي مقاومت لرونكي دى د هغه الياژونه له uR او Ir سره يوځاي كوي او د پرزه جاتو، د دقيقو اندازه ګيري وسايلو او دخودكاره قلمونوپه نوك كي استعما ليږي.

، د Fe –C الياژونه که %2 کاربن ولری د فولاد په نامه اوکه د کاربن مقدار %4-2 وی د چدن په نامه او که تر %0,3 لږ مقدار کاربن ولری د نرم فولاد (نرم اهن) په نامه ياديږی.

 

 

2:  د کوبالت Co فرعی ګروپ:

77Ir                 45Rh                   27Co

5d76S2          4d85S1                         3d74S2

کوبالتCo او روديمRn ديو ايزوتوپ په شکل او ايريديم د 2 ايزوتوپ په شکل په مځکه کی وجود لری او دوی زياتره راديو اکتيفی ايزوتوپونه په مصنوعی ډول تر لاسه شوی دی مثلا Co يو راديواکتيف ايزوتوپ دی چه په طبابت کی د سرطان تداوی لپاره استعمالیږی (کوبالتی تيوب). خالص معدنی مواد د Co لږ پيداکيږی.

Co د نورو عناصرو سره لکه معدنی مواد د Cu، Ag، Ni، Fe، Mn او پولی ميتاليک معدنونه يو ځای او همدارنګه  چه حيوانی او نباتی ارګانيزمونو کی وجود لری، دوی د ساده موادو په حالت کی ځلا لرونکی سپين فلزونه دی Co لږ خاکستری nR اوIr نقره يی رنګه دی.

دنوموړو فلزونه د استعمال ځايونه لکه د Fe فرعی ګروپ ، Rn د رڼا انعکاس ورکوونکی خاصيت لری ځکه په آيينه سازی او روشني اندازونو کی استعماليږی. د Co ډير مرکبونه په زراعت کی هم ډير استعماليږی، د Co مرکبونه د ميکروکودونو په حيث د حيواناتو د تغذيی لپاره استعمالوی .

: د Ni فرعی ګروپ:3

78Pt               46Pd             28Ni

5d96S1               4d105S0        3d84S2

په عادی ساده موادو په حالت کی ځلا لرونکی سپين فلزونه دی، Ni او Pt نقره خام او Pd خاکستری نما دی. د Ni کيمياوی فعاليت نسبت و Fe او Co ته لږ دی او په º500 کی د O سره تعامل کوی که حرارت ورکول شی د هلوجنونه او نورو عناصرو سره تعامل کوی، نيكل زياتره په فولادي نكلي الياژونو كي استعماليږي (ضد ګلوله ، ضد زنګ اوداسي نور). همدارنګه له Ni څخه مخصوص کيمياوی سامانونه تر لاسه کوی. د نورو فلزونو د تزيشن لپاره په پوښلو کی استفاده کيږی. Pd او Pt څخه لابراتواری ظروف، برقی کانتکتونه او همدارنګه په زرګری کی استفاده کيږی

 

 

 

نهم فصل

دd بلاك (2) ګروپ عناصرپه تناوبي سيستم كي:

80Hg                48Cd               30Zn

5d106S2           4d105S2          3d104S2

نوموړی پخپل تناوب کی آخرني  عناصر د d بلا ك دی ددوی 10d تکميل دی په همدی لحاظ دوی د نورو متباقی d عناصرو څخه فرق کوی او بر عکس د P تناوب د عناصرو سره شباهت لری.

د مځکی په قشر کی Zn د 6 ايزوتوپ په مخلوط شکل، Cd اته او Hg دوه مستقر ايزوتوپونه لری.د دوی عمده منرالونه HgS، 3ZnCo، CdS دی. جست او د هغه مشابه عناصر د معدنی احجارو په ترکيب کی شامل دی اما سيماب حتی په ازاد شکل په طبيعت کی وجود لری. دوی سپين نقره يی فلزونه دی، ولی په مرطوبه هوا کی خپل ځلا له لاسه ورکوی.

دوی ټول په اسانی سره ويلی کيږی، Zn د اوسپنه په جست کاری کی استعماليږی (ضد زنګ) او همدارنګه الياژونه سيماب د کتود پحيث، د کتلست په حيث، د ريکتی فايرونو د طبعی رڼا څراغونه، بارومتری سيمابی او داسی نورو كي استعماليږی  د سيماب او جست مرکبونه په طبابت کی د استعما ل ځای لری. 2ZnCl په پارچه بافی او کاغذ سازی کی استعماليږی.

دd بلاك د اول ګروپ عناصر:

79Au                 47Ag               29Cu

5d106S1           4d10S1                    3d10S1

د مسو فرعی ګروپ عناصر زياد تره کولای شی کيتونی او ايونی کامپلکس مرکبونه جوړ کړی.

د Cu طبعی مرکبونه 2CuFeS، O2Cu، 2(OH)Cu، 3CuCO ډير اهميت لری. مس، نقره، خصوصا طلا په طبعت کی په ازاد ډول ليدل کيږی. مس سوررنګه، نقره سپين رنګه او طلا ږ يړ رنګه فلزونه دی ددوی د تصعيد او ذوب ټکی لوړ دی دوی چندان کيمياوی فعاليت نلری دغه فلزونه په اسانی سره د هلوجنو نه سره تعامل کوی (Cu په عادی حرارت او Ag، Au د حرارت په ورکولو سره) يواځی Cu په مستقيمه توګه د O سره تعامل کوی CuO اوO2uC جوړوی د مس تر لاسه کول له معدنی احجارو څخه د لاندی جمعی تعامل پواسطه صورت نيسی.

2CuFeS2 + 5O2 + 2SiO2                   2Cu + 2FeSiO3 + 4SO2

(Cu2S.Fes)+5O2+2SiO2                             4Cu + 2FeSiO3 + 4SO2 2

د مسو داستحصال دغه طريقه په ميتالورژی کی ډير استعماليږی.

برای بدست اوردن طلای طبعی از مواد معدنی جانبی، از شتن بواسطه اب انحلال Au در سيماب مايع و متفرق کردن بعدی الياژ استفاده ميکند.

بهترينه طريقه جلا کول د Au هماغه سيانايدی طريقه د ه ددغه طريقي اساس عبارت دی له حل کول د طلا په NaCN محلول کی دی، چه په نتيجه کی کامپلکس ايونی مرکب [2(CN)Au]Na جوړيږی وروسته د Zn پواسطه سره زر ازاديږی.

2Na [Au (CN) 2] +Zn                  Na2 [Zn (CN) 4] +2Au

تاسو د مسو ، طلا او نقري په باره كي كافي معلومات لري نوځكه په دي باره كي زيات بحث نه كوو. تمام مشتقات قابل حل مس، نقره و طلا زهری اند.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د شپږم فصل پوښتنی

۱: ساده مواد تعریف او د هغه الوتروپی په هکله لنډ معلومات وړاندی کړی؟ او د مثال په ډول د S او P  الوتروپل واضح کړی

۲: دساده موادو فزیکی خواص واضح کړی؟

۳: د ساده موادو رابطه د اوبو سره واضح کړی؟

۴: د ساده موادو رابطه د تیزابو سره توضح کړی؟

۵: د ساده موادو رابطه د القلی سره توضیح کړی؟

۶:دوه ګونی مرکبونه  تعریف او د مثال سره یی واضیح کړی؟

۷: دری ګونی مرکبونه تعریف او د مثال سره یی واضیح کړی؟

۸: د V، VI، VII ګروپ عناصر د اوکسیدشنی درجی په اساس د هر یو دوه مثالونه د مرکبونو ولیکی؟

 

د اوم فصل پوښتنی

۱: د d عناصرو د اوکسیدشنی درجی په هکله سم توضیحات ورکړی؟

۲: د متوسط، ضعیف او قوی تیزابونه او قلوی ګانی مثال واضح کړی؟

۳: Ti تیتانیم عنصر په کوم ګروپ و d عناصرو کی موجود دی د هغه په هکله لازم معلومات ولیکی؟

۴: د d عناصرو V ګروپ عناصر د استعمال ځای تشریح کړی؟

۵: د d عناصر VII ګروپ عناصرو د استعمال ځای تشریح کړی؟

۶: د d عناصر VI ګروپ عناصر د استعمال ځای تشریح کړی؟

۷: د کوبالت فرعی ګروپ په هکله دقیق معلومات ولیکی؟

۸: په VIII ګروپ د d عناصرو کی کوم عناصر وجود لری واضح کړی؟

۹: د اوسپینی په هکله دقیق معلومات ولیکی؟

۱۰: د نکل فرعی ګروپ په هکله دقیق معلومات ولیکی؟

 

د نهم فصل پوښتنی

۱: د d عناصرو د I ګروپ فزیکی خواص ولیکی؟

۲: د Cu مس په هکله دقیق معلومات ولیکی؟

۳: د مس استحصال له معدنی احجارو څخه د معادله په شکل ولیکی؟

۴: د d عناصرو په هکله په II ګروپ عناصرو کی شامل دی واضح کړی؟

۵: په 6 کرښو کی د II انتقالی عناصر په هکله لازم معلومات ولیکی؟

۶: د II d عناصرو د استعمال ځایونو په ګوته کړی؟

۷: د نکل فرعی ګروپ په هکله دقیق معلومات ولیکی؟

۸: د لاندی عناصرو طبعی مرکبونه ولیکی؟Cu، Na، CI، nZ، Hg

۹: د Au د استحصال معادله ولیکی؟

۱۰: څلور کامپلکس مرکبونه د مثال په ډول ولیکی؟

۱۱: د جست تعامل د یو قلوی سره په اوبلن محلول کی ولیکی؟

۱۲: د جست تعامل دیو تیزاب سره په اوبلن محلول کی ولیکی؟

۱۳: د Na تعامل دیو قلوی سره په اوبلن محلول کی ولیکی؟

۱۴: د CI تعامل د اوبو سره ولیکی؟

۱۵: د Hg او Zn د استعمال ځایونه په ګوته کړی؟

۱۶: طبعی طلا له معدنی موادو څخه څنګه تر لاسه کیږی تشریح یی کړی؟؟؟

 

Leave a Reply