اوبه د یو محلل په حیث

        سريزه

   د ښوونى او روزنې پوهنځي دکيميا او بيولوژي څانګي محصلين دلوړو زدکړو وزارت د ﻻيخي له مخې د څلورم ټولګۍ د اتم سمستر په پيل کي يوه موضوع د سيمينار له پاره اخلي او دسمستر په پاۍ کي دهغه څخه د فاع کوى.

چې ماته هم د پوهنځي د ديپارتمنت دهدايت سره سم او د محترم استاد پوهندوى سيد جمال الدين  ”  سيدي  ” د موافقي او څارنې ﻻندي  اوبه د يو محلل په حيث تر سرليک ﻻندي موضوع را کړل شوه او په هغه باندي مي عملاً کار پيل کړه د دي علمي رسالى په ترتيب او ليکلو کي د مختلفو داخلي او بهرنيو علمي  اخځليکونو څخه ګټه اخستل شوي ده او ډيره هڅه مي کړي ده چي زيات ګټور او په زړه پوري مطالب راټول کړم

څرنګه چي اوبه د ژوندانه د داوم لپاره ضروري او حتمي دي چي بي له اوبو څخه ژوند نه کيدونکي دي  د انساند بدن نږدي 70%  وزن اوبه جوړوي او نباتات له هغه څخه زياتي اوبه لري د مثال په ډول  . د کاهو او هندواڼي په سلو کي نږدي 95%  وزن د اوبو څخه جوړشوي دي يو سړي بي د اوبو څخه يو څو  ورځي ژوندي  پاتي کيدي شي او له هغه څخه وروسته مرى اوبه د انسان د بدن  د ودي  په مختليفو مرحلو کي ډير مهم رول لوبوي  د ځمکي په بدلولو او اړولو کي هم اوبه څرګنده برخه لري او اوبه د منطقي د شنه والى او تازه والى  لامل ګرځي  او بي د اوبو څخه ځايونه وچ او بي کرلو پاتي کيږي  .   او اوبه په کيمياوي تعاملات و کي د تل لپاره مهم او زيات اهميت لرونکي دي او زياتره کيمياوي تعاملونه د اوبو  شته والى په صورت کي سرته رسيږي

نو څرنګه چي د دغه موضوع کي د اوبو اهميت او دهغه د استعماليدو ځايونه مانه ډير باارزښته ښکاره شو نو تر دغه غنوان لاندي مي راټول کړه  څرنګه چي دا زما لومړني ليکنه ده که په جملو او کليماتو کي زما څخه  تيرونه او اشتبا شوي وي  مغذرت غواړم  او اخر کي د خپل لارښود استاذ څخه ډير خوښ يم چي ما   سره ئي د نوموړي موضوع  په ترتيب کولو کي يي  نه ستړي کيدونکي  خلي ځلي کړي دي نو د محترم استاذ   څخه ډيره زياته او زړه د کومي مننه کوم . اود ديپارتمنت نورو استاذانو څخه هم مننه کوم چه ماته ئي ﻻزيمي مشوري راکړي دي  دلوي خدا‌‌‌‌ئ څخه ورته اجر عظيم عوښتنه کوم

                                                       په درنښت

.                                          

         دښوزنې او روزنې پوهنځي د کيميا او بيولوژي

                     دڅانګې د څلورو ټولګي محصل

داوبو طبعى حالت

اوبه هغه ماده ده چي په ځمکه کي په زياته پيمانه وجود لري تقريبآ دځمکى برخه داوبو څخه تشکيل شوي دي چي سمندرونه ، جهيلونه او بحيري منځ ته راوړي .داوبو زياته برخه په اتمو سفير کي د ګاز په حالت پيداکيږي او بله برخه يي په لوړو غرونو او قطبي منطيقو کي د کنګل او واورى لوئي کتلى جوړي کړي دي د ځمکي په تل کي هم هغه اوبه چي د خاوري او غرنيو تيګو يا ډبرو پوسيله جذب شوي وجو د لري .

طبعي اوبه کاملا خالص نه وي د باران اوبه د نورو اوبو په نسبت زياتي حالصي وي مګر ددي اوبو په ترکيب کي هم يو لږ مقدار  اجنبي مواد چي دهوا سره مخلوط کيږي وجود لري په خوږو اوبو کي د پرديو موادو مقدار د( 0,01) څخه تر (0,1) فصيده کتله تشکيلوي . د بحر اوبه 3,5%  منحله مواد لري چي لويه برخه ئي  Nacl تشکيلوي .

هغه اوبه چي زيات مقدار دCaاو Mg مالګي ولري د سختو اوبو په نامه ياديږي او د نرمو اوبو مثﻻ د باران اوبو څخه توپير لري صابون په سختو اوبو کي ځګ نه کوي سختي اوبه د بخار ديګ په څنډو کي رسوبي طبقه توليدوي .

د طبعي اوپو پاکول د طبقي ذراتو څخه معمولا ديوي مسامداري طبقي يا سوري ټفلترولو لپاره  د شګو او وړو تيګو څخه استفاده کيږي  د فلتر کولو په وخت کي زيات مقدار باکتريا هم په فلتر کي ساتل کيږي .

ځيني اوبه د ناپاکيو د لرلو له امله د څښلو وړندي او ښائي چي پخوا له څښلو څخه پاک او تصفيه شي د مکروبونو څخه دپاکولو لپاره  کلورونيشن عمليه هم تطبق

 کيږي مګر د يو ټن اوبو مکمل تعقيم لپاره بايد چي د 0,7gr  کلورين څخه زيات مقدار علاوه نه شي .

د فلتر د عملي پواسطه يواځي غيرمنحل اجنبي مواد د اوبو څخه جدا کيږي او منحل مواد پکي پاتي کيږي  دغه حل شوي مواد د اوبو څخه د تقطير او يا د ايونو د تعويض پواسطه جلا کوي هغه پاکي او صافي اوبه چي د تقطير څخه وروسته پلاس راځي د مقطري اوبو په نوم ياد يږي . اوبه د حيواناتو د نباتاتو او انسانانو په ژوند کي ډير مهم رول لري . د معاصرو تصوراتو مطابق د ژوند سرچني ته د سمندر سره ارتباط ورکوي اوبه د هر ارګانيزم لپاره  داسي محيط جوړوي چي په هغه کي کيمياوي تعاملات چي د ارګانيزم فعاليت تامينوي صورت نسي بر سيره پر هغه خپله اوبه د بيوشيمي په يو لړ تعاملاتو کي هم برخه اخلي.

د اوبو اهميت

اوبه د معدني موادو او پروتينو په شان په بدن کى انرژي نه توليدوي . مګر اوبه د (حيه) حجرو او انساجو د خورا مهمو اجزاوڅخه يو جز دي په اوسط ډول د بدن د حجرو نږدي 70% وزن اوبه جوړوي د مثال په ډول هغه سړي چي 65kg وزن لري د هغه د بدن نژدي 40kg وزن اوبه او پاتي نور عضوي او غير عضوي مواد تشکيلوي په همدي ډول هغه غوښه چي د غذا په ډول خريداري کيږي 70% ئي اوبه دي چي د هغي څخه انرژي نشي توليديدلي يا په بل عبارت د هر کيلو ګرام عوښي څخه 700gr ئي اوبه دي پاتي 300gr ئي عضوي مواد دي .

په نور مال حالت اخستل شوي اوبه او هغه اوبه  چي د بدن څخه خارجيږي له يو بل سره مساوي دي په عادى حالت يو سړي د ورځي دوه نيم ليتره اوبه اخلي چي يوه برخه ئي د مشروباتو له لاري اخستل کيږي او بله برخه ئي چي نه ليدل کيږي د غذائي موادو په جوړښت کي  شامل وي .

په عمومي ډول د ورځي 1300cc  اوبه د مشروباتو په شکل اخستل کيږي او 850cc په شاوخوا اوبه  د غذائي مواد سره چي د غذائي موادو يوه برخه ده اخستل کيږي . د   350cc  په شاوخوا اوبه د مختلفو معدني موادو لکه کاربو هايدريتونه ، نشايسته ، پروتين او شحمياتو د تجزئي په اثر په بدن کي منځ ته راځي چي ورته ميتابوليک اوبه وائي . هغه مقدار اوبه چي هره ورځ د بدن څخه ايسته کيږي په لاندي ډول د هغه اطراح صورت نسي .

1- د تنفس(سږو)له لاري  400cc  په شاوخوا اوبه .

2 – د عايطه موادو له لاري  100cc  په شاوخوا اوبه  .

3 – د ادرار له لاري   500cc  په شاوخوا اوبه .

4 – د بدن څخه د خولي له لاري  500cc  په شاوخوا اوبه .

په غير عادى حالاتو کي لکه :-

کانګو  او استفراغاتو کي يو مقدار اوبه د خولي له لاري او د اسهال په حالت کي زيات مقدار اوبه د عايطه موادو سره ضايع کيږي له بلي خوا  د فزيکى سختو فعاليتونو په اثر زيات مقدار اوبه د پوستکي له لاري وځي .

په عمومى ډول انسان تر 10% پوري د خپل بدن اوبه د لاسه ورکولي شي مګر په هغه صورت کي د بدن د مجموعي  اوبو د 10% څخه زيات مقدار ضايع شى او هغه بيرته تعويض نه شي  ډيره حطرناکه ده له دي امله په غير عادى حالاتو کي چي زيات مقدار اوبه د بدن څخه راځي تر ټولو د مخه بايد اوبه او هغه نور مواد چي د هغي سره ايسته کيږي تلافي او جبران شي .  (1 ) 

اوبه  يا هايدروجن اوکسايد دمهمو اوکسايدونو څخه يو اوکسايد دي کافي ده چي وويل شي د هر ژوندي جسم (50 ) څخه تر 90% پورى اوبه تشکيلوي . د انسان په وينه کي برخي څخه زياتي اوبه جوړوي او په عضلاتو کي  35% اوبه شته .

انسان د خپل ژوند په اوږدو کي د (70 ) کلونو په موده کي نږدي  25Ton  اوبه څښي .  (2 )

داوبو د ماليکول جوړښت

د اوبو ماليکول زاويوي جوړښت لري او د هغه په ماليکول کي د اکسيجن اتوم دوه پيوندي (sp) اربيتال د دوه (oH) رابطي په جوړولو کي  برخه لري د (sp)  دوه نور پيوندي اربيتال کي ولانسي زاويه      <HoH=104,5  دي .

.

 د  H2O ماليکول اربيتالو نه  داکسيجن  د اتم  2s او 2p  اربيتالو او د هايدروجن د دوه اتومو نو  د 1s   اربيتالونو له مخي  منځ ته راځي د اوبو د تجزي او ترکيب څخه ثابته شويده چي درى واړه فزيکي حالاتو  لکه  مايع ، جامد او غاز کي تل  د دوو

هايدروجن اتومونو او يو اکسيجن اتوم څخه تشکيل شويدي مګر د اوبو د جوړونکو عناصرو څخه چي هر يو کي ايزوتوپونه لري د اوبو (18) ساده فورمولونه  ليکلي شو .

_  
_  

لکه چې مخکې يادونه وشوه د اوبو ماليکول زاويه وي جوړښت لري اودهغه دترکيب شاملي هستي متساوي الساقين مثلث تشکيلوي چې په قاعده کې دوه پروتون اوپه راس کې داکسيجن داتوم هسته ځاي لري د(H-O)  بين الهستوي فواصيل د 0.1   نانومتر سره نږدي اودهايدروجن داتمودهستي فاصلي تقريباً مساوي په 0.15   نانومتردى دهغه 8  الکترونونوڅخه چې داکسيجن داتوم خارجي قشرداوبوماليکول H:O:H   کې جوړوي .         دوه جفت الکترونونه ئي د H:O  تر منځ کوولانس رابطه منځ ته راوړي او څلور پاتي الکترونونه دوه جوړه  ازاده الکترونونه تشکيلوي . د اوبو په يو ماليکول کي د اکسيجن اتوم د  هايبريدي حالت لري له همدي امله د(H O H) ولانسي زاويه  (104,3)  د تترايدي جوړښت  سره نږدي دي هغه الکترونونه ئي (O-H) اړيکه تشکيلوي زياتره د هغه اکسيجن اتوم په لوري چي زيات الکترونګيتوتي لري هڅه کوي په  نتيجه کې  د هايدروجن اتومونه داسي موثر مثبت چارجونه اخلې چې په دې اتومونو کې دوه مثبت قطبونه منځ ته راځي د منفي چارجونو مرکز د اکسيجن اتوم د ازاد اليکترونې جفت چې  هايبريدې اربيتالونو کې قرار لري، د اکسيجن داتوم د هستې په لور تغير مکان کوي او دوه منفي قطبونه منځ ته راوړي.

اوبه يوه ډيره مهمه ماده ده او هايدروجن مونواکسايد يا HoH   دي دا يواځي په کمزوري ډول په مثبت هايدروجن او کاربوکسيل منفي ايونونو تجزيه کيږي، ددي ايونونو د غلظت درجه  دى او اوبه يوه بي رنګه مايع اويو لوړ داى اليکتريک ثابت

81  لري، او له دي امله مالګې کله چې په اوبو کې حل شي په لوړه درجه ايونايز کيږي مګر په نورو محلولونوکې دومره نه حليږي، دا تر ټولو ډير مناسب محلل دى.(5)               

د اوبو فزيکي خواص

داوبو کثافت  :-

حالص اوبه بي رنګه او شفافه مايع ده د اوبو کثافت د هغه د تبد يليدو په اثر د جامد حالت څخه مايع حالت ته د اکثره نورو موادو په څير نه کميږي بلکه زياتيږي.

د اوبو د تودوخي ورکولو په اثر د صفر څخه تر څلور درجه سانتي ګريد پوري کثافت ئي هم زياتيږي او په  () کي د اعظمي کثافت لرونکي دي مګر د دوامداره تودوخي ور کولو په اثر کثافت ئي کميږي . که د تودوخي په کميدو او اوبو تبديليدل د مايع حالت څخه په جامد حالت  داکثر مو ادوپه څيردهغه نږدي کيدل دمايع حالت څخه جامد ته تعير کړې وي . په هغه صورت کي د اوبو کثافت د اکثرو موادو په څير تعير کاوه او د ژمي په نږدي کيدو سره د طبعي اوبو پاسنى قشرونه تر صفر درجي پوري بايد ساړه شي او د هغه لاندني طبقي ته انتقال کړاى وائي چي په نتيجه کي سړي اوبه خپل ځاى تودو اوبو ته تش کړي او په دي ډول د

کوئي  (حوض) يا د اوبو ذخيره  ټوله کتله د   تودوخه پيداکړي وروسته اوبه په منجمد کيدو پيل او توليد شوي کنګل به د هغه لاندي  ژوري برخي ته حرکت کوي او ټول حوض په يخ تبديل کوي . چي په نتيجه کي د دي ځائ  ټول ژوندي موجودات به له منځه تللي وائي . څرنګه چي د اوبو اعظمي کثافت   دى او د تودو او سړو افشارو  بدلون

چي د اوبو د تودوخي درجي د ټيټيدو په اثر منځ ته راځي د تودوخي په کي صورت نيول د تودوخي درجي ټيټيدو په ادامه د اوبو يخ شوي برخه چي ( جامدى اوبه ) تر ټولو لږ کثافت لري . د اوبو په سطحه باندي قرار نسي او منجمد کيږي  پدي توګه ښکتنى افشارو جامدى طبقي د سړيدلو او وروستي انجماد څخه ساتي  دغه حقيقت چي اوبه د غير عادى لوړ حرارتي ظرفيت   لرونکي دي په طبعى ژوند کي ډير اهميت لري . له امله دي چي د شپي په وخت همدارنګه د اوړي موسم تبديليدل په ژمي باندي اوبه په تدريج سره سړيږي مګر د ورځي لخوا يا د ژمي تبد يليدل په اوړي باندي اوبه په تدريج سره ګرميږي اوپه دي توګه اوبه د ځمکي د کرى د تودوخي تنظم کوونکي په حيث مهم رول  لو بوي .

داوبو جامد ، مايع او بړاس حالتونه

پدي علت چي د ويلي کيدو په اثر د اوبو هغه حجم چي د يخ يا جامدو اوبو حجم احتوا کوي کميږى .

يخ دلى شتيلر د اصل مطابق ښکته راوړي ، فرضوو که مايع اوبه د يخ په صفر درجه سانتي ګراد کي د تعادل په حالت قرار ولري د فشار د زياتيدو په اثر  دلى شتيلر د اصل مطابق توازن د هغه فاز جوړيدو په لورى تغير کوي چي په هماغه تودوخه کي کوچني حجم اشغالوي پدي صورت کي دغه فاز عبارت د مايع څخه وي . په همدي ترتيب په  صفر درجه د سانتي ګراد کي د فشار د زياتوالي په مايع باندي د يخ د تبليدو لامل ګرځي او دا په دي معنى دى چي د يخ د ويلي کيدو تودوخه ښکته راځي.د اوبو ماليکولي کتله د بخار په حالت کي مساوى 18 دي او د هغه ساده فورمول سره سمون لري . مګر د اوبو ماليکولى کتله  د مايع په حالت چي د هغه د محلول په مطالعى سره په نورو محللونو کي ټاکل کيږ:ي ډير زيات دي . دغه حقيقت د دي ويونکي دي چي په مايع اوبو کي د ماليکولونو اتحاد صورت نسي يعنى د اوبو د ويلي کيدو او جوش بي سارى لوړي تودوخي قيمتونه تائيدوى .

د اوبو د ماليکولونو (Association) د هايدروجني رابطي د جوړيدوله امله صورت نيسي ددوي په منځ کي په جامد او بو (يخ) کي د اوبو هر ماليکول کي د اکسيجن اتوم د دوه هايدروجني رابطو په جوړيدو کي برخه اخلي په دي شيما کي هايدروجني رابطه د ټکو په شکل خودل کيږي .

          

د هايدروجن رابطي تشکيل د اوبو د ماليکولونو تر منځ داسي تنظيم سبب ګرځي چي په هغه کي مختلف قطبونه د يوبل سره په تماس کي وي د اوبو ماليکولونه داسي قشرونه توليدوي چي هر ماليکول د همغي طبقي د دري ماليکولو سره او د بلي ګاونډي طبقي ديو ماليکول سره ارتباط لري . ديخ جوړښت دخورا لږ وکثافت لرونکو جوړښتونو پوري اړه لري او په هغه کي داسي تشي وجود لري چي دهغو اندازه د اوبو له ماليکول د انرژي څخه څو څو ځلي لويه ده . د يخ ويلي کيدوي په وخت کي د هغه ساختمان يا جوړښت تخريب کيږي  مګر په مايع  اوبوکي هم هايدروجني رابطه د ماليکولونو تر منځ موجوده ده يعني    (Association)  چي د اوبو د ماليکولونو د لږ يا زيات مقدار څخه تشکيل شوي  او د يخ د پاتي شوو جوړښتونو سره مشابه دي جوړيږي . مګر د يخ په خلاف  هر يو داسو سيشنونو څخه په ډير لږ وخت کي وجود لري او په مداوم ډول د اګريګاتونو څخه د يو تخريب د نورو اګريګاتونو تشکيل صورت نيسي . ددي ډول اګريګاتونو په (يخي ) خاليګاه يا تشو کي د اوبو طاقه ماليکولونه ځاي نيولي او په نتيجه کي د اوبو ماليکولونه متراکم جوړښت منځ ته راځي له همدي امله د يخ دويلي کيدو په وخت کي د اوبو حجم لږ او کثافت يي زياتيږي . اوبو ته د تودوخي ورکولو سره سم د يخو ماتي شوي ټوټو يا برخو جوړښت په اوبو کي لږ کيږ ي . دغه پيښي د اوبو دکثافت د زياتيدو سبب  ګرځي   تر منځ په حرارتي فاصله کي پورتني اثر د حرارتي انبساط په نسبت لوي قيمت اخلي او له دي امله د اوبو کثافت زياوالي مومي مګر د  څخه په لوړه تودوخه کي  دماليکولونو د حرارتي تحريک يا خوځښت قوي کيږي . او کثافت يي کوچني کيږي . له همدي امله په  تودوخه کي اوبه اعظمي کثافت لري د اوبو د تودولو په وخت کي د تودخي يوه برخه د هايدروجني رابطي د قطع کولو لپاره په مصرف رسيږي  (د هايدروجني رابطي د قطع کولو انرژي په اوبو کي  کيلو ژول في مول ) دي چي د اوبو د حرارتي لوړ ظرفيت علت يي په همدي ځاي کي دي د اوبو ماليکولونو تر منځ هايدروجني رابطي يواځي وروسته د اوبو تبديليدو څخه په بخار باندي کاملاً قطع کيږي.

داوبود ياګرام حالت

د يا ګرام حالت  (فازى دياګرام ) عبارت دى د ګرافيکى تصوير څخه چي مشحص کوونکي قيمتونو تر منځ رابطه بدلولونو د سيستم په حالت کي او فازى پر سيستم کي دى ( جامد حالت نه مايع حالت ته او مايع نه غاز حالت تيريدنه او نور ).

فشارPka  
101, 3  

                                                              شکل

O  
O  
O  


د حالت د ياګرامونه په کيميا کي په پراخه توګه استعماليږي . د يو کمپوننتي د يو جز لرونکي سيستم لپاره د هغه د ياګرامونو څخه استفاده کيږي چي د تودوخي څخه فشار ته فازى بدلونونه راښي . دغه ډول د ياګرامونه د حالت د ياګرامونو د (P-T) کوارديناتونو په نوم ياديږي .

په مخکني شکل کي  د اوبو دحا لت ديا ګرام په شيما تيک ډول دمقيا س د جد ي مرا عا ت پرته ترسيم شوي دي او په هغه کي دحرارت او فشا ر په ټا کلي قيمتو نو پوري اړه لري. ديا ګرام  داوبو هغه حالتونه چى دتودوخى اوفشارپه ټاکلى قيمتونو کى ترموډينا ميک له نظر ه ثبات لرونکي وي  راښي . دحالت دياګرام دري منحنيو څخه جوړ شوى چه دتودوخي او فشار ممکنه قيمتونه په دري سا حو مايع ،جامد اوغاز کي محدود وي .اوس هر يو منحني ګانو څخه په تفصيل سره مطالعى لا ندى نيسو  خپله مطالعه د(DA) دمنحني  څخه شروع کوو چه دا منحني بخار حالت ساحه د مايع حالت د ساحي څخه جلا کوي .

د مثال په ډول :

يو استوانه فرضوؤ چي د هغه څخه هوا خارج او په هغه کي يو مقدار خالصى اوبه چي غازونه لري او تش وي داخلوؤ . استوانه د پشتوم سره مجهز دي او پشتوم په کوم ټاکلي حالت کي قرار لري . ټاکلي وخت په تيريدو سره د اوبو يوه برخه تبخير کيږي او پورتني برخه ئي د مشبوع بخار څخه ډک کيږي .

د بخار فشار کولاي شو اندازه او په دي ترتيب متيقين شو  چي دا فشار د وخت په تيريدو سره بي د تعير څخه پاتي شوي او د پشتوم په حالت پوري هم اړه نه لري که د ټول

سيستم تودوخه لوړه شي او د مشبوع بخار فشار بير ته اندازه شي په هغه صورت کي د فشار تزئيد، زياتوالى به وليدل شي اندازه ګيري د تودوخي په مختلفو درجو کي تکرار وؤ او مشبوع اوبو د بخارونو حرارت تر منځ رابطه پيداکو د (DA) منحني د پورتني رابطي دياګرام دي  د منحني نقطى د تودوخي او فشار هغه قيمتونه چي په هغه کي مايع اوبه او بخار شوي اوبه د تعادل په حالت کي قرار لري راښي د DA منحني د مايع او بخار د تعادل منحني يا د غليان منحني په نامه ياديږي .

لاندي جدول د اوبو د مشبوع بخار قيمتونه د تودوخي په مختلفودرجوکي راښي.

   
  31.8  
  31.8  
 92.5  
 92.5  
60  
20  
10  

کوښښ کوو تر څو په استوانه کي متفاوت فشار د تعادل فشار مثلاً د تعادلي فشار څخه لږ منځ ته راوړي پدي منظور پشتوم پورته وړو او په حقيقت کي په لومړي شيبه کي فشار په استوانه کي کم شوي مګر ډير ژر تعادل برقرار کيږي د اوبو يو زيات مقدار تبخير کيږي او فشار بيرته تعادل قيمت ځانته اخلي د تعادلي فشار څخه لږ فشار يواځي د ټولو اوبو تبخير څخه منځ ته راڅي په د ي توګه ټولي نقطي چي په دياګرام کي د DA منحني په کتني برخه يا ښي خواته موقيعت لري د بخار د ساحي مربوط دي که کوښښ وشي چي تعادلي فشار څخه لوړ فشار ايجاد شي په هغه صورت کي دغه هدف ته د رسيدو لپاره يواځي د پستون د ښکته راوستلو په وسيله د اوبو تر سطحي پوري امکان لري په بل عبارت د دياګرام هغه نقطي چي د DA د منحني څخه پورته يا کيني خواته قرار ولري د اوبو د مايع حالت په ساحي پوري مربوط وي دلته دا پوښتنه منځ ته راځي چي د مايع او بخار ساحات ترکومه حده پوري کيني خواته پراخوالى مومي ؟ په هره ساحه کي يو يو نقطه په نښه کوو او په افقي ډول کيني خواته حرکت کوو د افقي حرکت د نقاطو په اوږدوکي د مربوطه د ياګرام کي د مايع ساړه کيدل  يا بخار د ثابت فشار لاندي منځ ته راځي ښکاره ده که اوبه د اتموسفير نارمل فشار لا ندي  ساړه کړو د تودوخي په صفر درجه د سانتي کريد کي اوبه په انجماد پيل کوي د دي پشان (ورته ) تجارب د فشار په محتلفو درجوکي اجرا کوو او په  منحني او د ذوب منحني دي . د حرارت او فشار د قيمتونو جوړي چي په هغه کي يخ  او مايع اوبه د تعادل په حالت کي قرار لري راښي .

د بخار په ساحه کي په افقي شکل کيڼي خواته حرکت کوي د  دياګرام ښکتني برخه په عين ترتيب  OB  منحني ته رسيږو د OB  منحنى د جامد او بخار حالتونو منحنى او يا د تصاعد دسبليميشن منحنى دي .د حرارت او فشار قيمتونه چي په هغوي کي يخ او د اوبو بخار تعادل په خالت کي قرار لري پورتني منحني پوري مربوط دي . دري واړه منحني ګاني د (0 ) په نقطه کي يو بل قطع کوي د دي نقطي کواردينيتونه د تودوخي او فشار يواځيني جوړه قيمتونه دي چي په هغه کي د دري واړه فازونه يخ مايع اوبه او بخار د تعادل په هغه حالت کي قرار لري دغه نقطه د دري ګوني نقطي په نامه ياديږي .

د ذوب منحني تر لوړو فشارونو پوري د څيړني لاندي نيول شوي دي او په دي ساحه کي د يخ څو موديفيکيشن تشحص شوي دي دغه موديفيکيشن په ګراف ګي نه ده ښودل شوي . د ښي خوانه د غليان منحني په بحرارني نقطه کي ختميږي د پحراني نقطي سره په مساوي تودوخه يعني بحراني تودوخه کي هغه قيمتونه چي د بخار او مايع فزيکي خواص ټاکي داسي يو ډول (يکسان) کيږي چي د مايع او ګاز تر منځ توپير له منځه ځي .

د پخراني تودوخي  موجوديت د منديف  له خوا  د مايعاتو د خواصود څيړني په وخت په 1860  م  کال کي په ثبوت ور ساوه نوموړي وښودله چي بخرانى تودوخي څخه په لوړو تودوخو کي مواد په مايع حالت وجود نه  شي لرلي په  1869 م  کال کي انديوس (Andrius)  د ګازونو د خواصو د مطالعي په وخت کي مشابه نتجه لاس ته راوړه . بخراني تودوخه (Ter) او بخداني فشار (Per)  د مختلفو موادو لپاره مختلف قيمتونه لري د مثال په ډول  :

د هايدروجن لپاره  ،   

 د کلورين لپاره    ، 

د اوبو لپاره    ،   

د اوبو يو خصوصيت چي هغه د نورو موادو څخه متمايز يا بيلوي هماغه د يخ د ويلي کيدو درجي کموالي دفشار په لوړالي سره دي دغه حالت په دياګرام کي انعکاس موندالي دي د ذوب  منحني   د اوبو د ياګرام په حالت کي پورته خوا او کيني خواته حرکت  کوي  په  داسي حال کي  چي د نورو ټولو موادو لپاره پورته خواته ځي او ښي خواته ميلان پيدا کوي  . هغه تعيرات چي په اتموسفيري فشار سره اوبو کي صورت نسي په دياګرام کي د نقاطو په واسيله يا د هغه نيمه خطو په وسيله  چي 760mmHg , 101.3Kpa   فشار د پاسه قرار لري ښودل کيږي 

مثلاً:      د D  نقطه د يخ د ذوب يا د اوبو د تبلور (E )  نقطه د اوبو د جوش د  DE  خط د اوبو ګرميدل يا ساړه کيدل او نور راښي . د او لړ مواد چي علمى او عملي ښودني له مخي مهم دي د حالت دياګرام مطالعه شوي دي . معمولاً دا دياګرامونه داوبو د حالت د ياګرام سره ورته دي چي د بحث لاندي ونيول شوه مګرد مختلفو موادو د حالت په دياګرام کي امکان لري مختلف توپيرونه او خصوصيات موجودوي لکه چي  ځيني مواد معلوم دي چي د هغوي دري ګوني نقطي داتمو سفير د فشار څخه په لوړه ساحه کي قرار لري .

په دي حالت کي د بلورونو ګرمول د اتموسفير ى تودوخي لاندي د دي مادى په ويلي کيدو  باندي پاي  ته نه رسيږي . بلکه د ماديد سبليمشن سبب يعني د جامد فاز مستقيم تبديليدل په ګازفاز باندي کيږي .

٫

په طبيعت کي د اوبو دوران

اوبه د تودوخي په وسيله بړاس کيږي او پورته خواته ځى چي بير ته د يحني په وسيله د څاڅکو په ډول ځمکى ته راځي البته دا پيشه مختلفي  مرحلي تيروي چي هغه د اوبو د دوران په نوم يادوى لاندي شکل د اوبو د دوران راښي .


 لکه چي ليدل کيږي وچه او سړه هوا مرطوبي تودي هوا په نسبت درنه وي نو ځکه د ځمکي خواته راښکته کيږي  کله چي دا سړه هوا ځمکي ته نژدي راشي توديږي او د اوبو د نيولو ظرفيت ئي زياتيږي . هغه وخت چي دا توده هوا د سمندرونو ، جهيلونو او دريابونو د پاسه تيريږي د اوبو بړاسونه د ځان سره اخلي او د ډير توديدو څخه وروسته پورته جګيږي دا توده هوا چي د سړي هوا په وسيله پورته شړل کيږي انبساط کوي . د دي انبساط په اثر سړيږي او هغه وخت چي سوړوالي لږ څه زيات شي هغي درجي ته ورسيږي

چي شبنم جوړيداي شي د اوبو ذري انقباض کوي . او وريضي جوړوي هغه وخت چي سوړوالي پايښت پيداکړي بړاسونه زيات انقباض کوي او په پائ کي د باران په ډول پر ځمکه لويږي وچه او سړه هوا بيرته د ځمکي خواته راښکته کيږي او اوبه د ځان سره پورته کوي او بيرته ځمکي ته راليږي او په طبيعت کي د اوبو دوران جوړيږي

د اوبو کيمياوي حواص

                   +                                                                            

دتودوخي په اثر د موادو د تجزئي عمليه د حرارتي تجزئي (Thermol  dissocation)  په نوم ياديږي د اوبو حرارتي تجزئي دحرارت په جذب سره صورت نسي پدي سبب دلى  شيتيلر د اصل په اساس هر څومر ه حرارت زيات وي په هماغه اندازه اوبه

زيات تجزيه کيږي مګر تر  تودوخي پوري حرارتي (dissociation ) د 2% څخه تجاوزنه کوي . يعني د ګاز اوبو تر منځ تعادل د هغه د تجربي د محصولاتو  په شان بيا هم د اوبو د تشکيل لپاره متمايل وي مګر د تودوخي د  څخه ښکته تعادل په عمل کي کاملاً  د اوبو د توليد خواته ميلان پيداکوي .

د اوبو د حرارتي تجزي د درجي د ټاکلو لپاره د محتلفو طريقو څخه استفاده کيږي يو د دى طريقو څخه په اصطلاح کي د منجمد کيدو د تعادل د اسلوب په اساس شوي دي که د تجزي محصولات چي په لوړه تودوخه کي توليد شوي وي په سرعت سره ساړه شي تعادل  په فوري توګه له منځه نه ځي په هغه سربيره د تعادل د سرعت د کموالي په علت په ټيټه تودوخه کي تعادل يي د تغير څخه پاتي کيږ ي په د ي ترتيب تناسب د هغو مواد و په منځ کي چي په لوړه تودوخه کي وجود درلود تغير نه کوي پورتني تناسب کولاي شي د اناليز په طريقه وټاکل شي .

اوبه د کيمياوي خواصو له مخي يوه ډيره فعاله ماده ده د ډيرو فلزاتو او غيري فلزاتو اکسايدونه د اوبو سره تعامل کوي هايدرواکسايدونه (القلي) او تيزابونه جوړوي .

فعال فلزات د اوبو سره تعامل کوي او هايدروجن ازادوي .

اوبه د کتلستي قابليت لرونکي هم دي د لمده بل يا طوبت په نه موجوديت کي ځيني معمولي کيمياوي تعاملات صورت نه نسي .مثلاً : کلورين د فلزاتو سره تعامل نه کوي  ، هايدروجن کلورايد ښيښه نه خرابوي او سوديم په اتموسفير کي نه اکسيدايز کيږي  . او اوبه د يو لړ موادو سره چي معمولي شرايطو کي چي د ګاز په حالت قرار لري تعامل کوي او ګاز هايدرايد (Hydrated)   توليدوي .

                        ،  ،  ،

چي د تودوخي د صفر درجي څخه تر 24 د رجي د سانتي ګرد پوري  معمولاً د مربوطه ګاز د لوړ فشار لاندي د بلورونو په شکل رسوب کوي . دا ډول مرکبات چي د بين الماليکولي خلا د ډکيدو څخه چي د اوبو ماليکول په جوړښت (ميزبان) کي وجود لري د ګاز د ماليکولونو (ميلمه ) په وسيله کي منځته راځي د تړلي مرکباتو يا کلايتراتونو (inclusion of clathrate campounds ) په نوم ياديږي .

په کلاتراتونو کي د ميلمه او کوربه ماليکولونو په منځ کي يواځي ضعيف بين ماليکولي رابطي توليديږي  . تړل شوي ماليکولونه معمولً د فضاي ممانعتونو لپاره د بلور له خلاو څخه خارج نه شي کيداي په دي سبب پورتني مرکبونه غيري ثابت وي او يواځي د تودخي په ټيټو درجو کي  موجود کيداي شي د کلاتراتونو څخه د هايدروکاربونونو او نجيبه غازاتو د جلا کولو لپاره استفاده کيږي په دي ورستيو وختونو کي د ګازاتو کلاتراتونو د پروپان او يو شمير نور د تشکيل او تحريف څخه د اوبو خوږولو لپاره استفاده کيږي . مربطه ګاز د زيات فشار لاندي په مالګينه اوبو کي پمپ کوي او يخ ماننده يا يخ ډوله کرستلونه (کلاتراتونه) تشکيل او مالګي په محلول کي پاتي کيږي او د کلاتراتونو بلوري کتله چي واوري ته ورته وي د محلول څخه جلا کوي او  هغه مينځي وروسته د فشار د کموالي يا نسبتي لوړوالي په وسيله کلاتراتونه تجزيه کيږي . خوږي اوبه اولومړني ګاز لاس ته راځي دحاصل شو ي ګاز څخه بيرته کلاتراتونو د توليد لپاره استفاده کيږي د اوبو خوږول په پورتني طريقي سره د اقتصاد له پلوه ګټور دي او ددي عملي اجرا په نسبت اسانو شرايطو کي دغه روش او اسلوب د صنعتي اسلوب په حيث د بحر داوبو د خوږولو لپاره ځانګړي کړي دي .(3)

اوبه دمحلل په حيث

اوبه د خپل دوه قطبي په نسبت کولاي شي جامدات ،مايعات او ګازات  تر يوي اندازي پوري ته ځان کي حل کړي . د موادو انحلاليت په اوبو کي د تودخي او فشار سره اړيکي لري او په هره ماده کي توپير لري په دي ډول سره نه شو کولاي دا حکم وکړو چي د تودخي يا فشار په زياتيدو سره د واوبو د انحلال قابليت زيات او يا لږ کيږي د ګازاتو انحلاليت  په باب د ويلدوسبت داسي ويلي دي .

د تودخي په زياتيدو سره د اکثره غازاتو لکه اکسيجن ، نايتروجن او کاربن ډاي اکسايد د انحلال قابليت په اوبو کي تنقيص مومي يا کميږي سوندريس داسي اشاره کوي د هغو ګازاتو لپاره چي کولاي شي په ايونونو باندي تجزيه شي اوبه د يو ښه محلل په حيث عمل کولاي شي د دويلدوسبت د اشاري له مخي د مايعاتو او جامداتو د انحلال قابليت په اوبوکي د هغو د قطبي خواصو تابع وي  .

هغه مايعات چي د ګازاتو په څير په اوبوکي ايونونه توليدو د انحلال قابليت يي ډير وي مګر هغه مايعات چي قطبي خاصيت ونه لري لکه د ګوګړوتيزاب او هايدروکاربونونه د انحلال يا حليدو ښه قابليت د ځانه څخه نه راښئ . د يو شمير جامداتو د انحلال قابليت په اوبوکي د مايعاتو برعکس د تودوخي په لوړيدو سره لوړيږي اما د غيري عضوي مالګو لکه  ،  ، د تودوخي په لوړيدو سره ښکته راځي . (4)

د موادو انتقال د اوبو په ذريعه دا زمينه برابوي تر څو مختلف مواد په بيلابيلو اشکالو داخل او د يوځاي څخه بل ځاي ته وليږدول شي په همدي ترتيب د اوبو برخه اخستنه په ډيرو کيمياوي تعاملاتو د تشريح لپار ه د اوبو څخه استفاده وشي .

ځيني مالګي د اوبو سره کرستلي هايدريتونه جوړوي د څيړنو څڅه ثابته شوي ده چي د ډيرو موادو (ماليکولونو يا ايونونو ) د انحلال په نتيجه کي هغوي د محلل ماليکول سره ارطبات نيولي او هغه مرکبات جوړوي چي د سلواتو په نوم ياديږ ي . سلوات د (Solvere) لاتيني کلمي څخه چي د حل کولو په معنى ده اخستل شوي ده او عمليه يي (Solvatation)په نوم ياديږي په خاص حالت کي کله چي محلل اوبه وي دغه مرکبات د هايدرايتونو (Hydrader) په نوم ياديږ ي او عمليه يي د هايدريشن (Hydratation) په نوم يادوي د منحله مادي د طبعت له مخي سلواتونه کولاي شي په مختلفو طريقو صورت ونيسي . د مثال په ډول ا يوني جوړښت لرونکو موادو د انحلاپه اثر د محلل ماليکولونه د الکتروستاتيکي قوي په وسيله ايونونه نږدي ساتل شوي او دغه ډول تعامل ته ايون دايپول تعامل وايي . برسيره پر دي د دونراکسپتور تعامل هم کولاي شي صورت ونيسي په دي صورت کي د منحله مادي ايونونه زياتره د اکسپتورونو او د محلل ماليکونه د الکتروني جفتونو د دونرونو رول لوبوي . څرګنده ده هغه محلولونه چي ماليکولونه يي ازاد الکتروني جفتونه (جوړه )لري کولاي شي په تعا مل کي برخه واخلي H-O-H ،  هغه هايدريتونه چي ددونر اکسپتور د تعامل په نتيجه کي لاس ته راځي د کمپلکس مرکباتو د استسنايي پيښي څخه عبارت دي .د هغه موادود انحلال په صورت کي چي ماليکولي جوړښت لري سلواتونه د دايپول تعامل په نتجه کي توليد شوي وي او په دي حالت کي د منحله مادي دايلولونه کولي شي ثابت کړي د هغه موادو لپاره چي د قطبي ماليکولونو څخه جوړشويدي يا دتعير وړدي د هغه موادو لپاره چي د عير قطبي ماليکولونو څخه منځ ته راغلي دي وي په اوبلنو محللونو کي د هايدريتونو دموجوديت په هکله نظريه د نولسمي پيړي اتياو کلونو کي د مندليف په وسيله وړاندوينه او اساس ايښودل شوي وه مندليف بازر درلود چي انحلال نه يواځي يو فزيکي جريان بلکه د کيمياوي جريان هم ده او هغه مواد چي په اوبو کي حليږي د اوبو سره هغه مرکبات جوړوي چي د انحلال حرارت څيړنه تر ټولو د مخه د دي ادعا شايد دي دغه حقيقت چي د موادو څخه ډير ئي اوبلنو محلولونو خخه د هغه کرستلونو په  شکل آزديږي چي په اصطلاح د کرستلي اوبه لرونکي دي هم د انحلال د پروسي يا عملي کيمياوي توب تائيدوي دغه عمليه داسي ده چي د هر ماليکول منحله مادي د پاره د اوبو د ماليکولونو ټاکلي شمير تصادف کوي مندليف وليکل .

دغه حقيقت امکان ورکوي تر څو فکروشي چي پحپله محلولونو کي هم دغه مرکبات او يا هغوي ته ورته د منحله جسمونو مرکبات د محلولونو سره يواځي د مايع په شکل او کله د تجزيه شوي په شکل وجود لري .هايدريتونه د قاعدي له مخي نا پايښته مرکبات دي او په ډيرو حالاتو کي د محلولد تبحير په اثر تجزيه کيږي مګر کله کله هايدريتونه دومره باثباته دي چي سره لدي چي منحله ماده د محلول څخه جداکيږي او به د هغوي په کرستلونو کي موجودوي .

هغه مواد چي اوبه د هغوي په کرستلونو کي شامل دي کرستلي هايدريتونه په نوم ياديږي او هغه اوبه چي په وجود لري د تبلور اوبو په نوم ياديږي . يا په بل عبارت د اوبو هغه ماليکولونه چي د يو کيمياوي مرکب په ځانګړي ډول د مالګي د يو ماليکول سره په يو ټاکلي نسبت يو ځائ کيږي او د تودوخي ورکولو څخه وروسته فرار کوي د تبلور اوبو په نوم ياديږي .(2)

ايفلوروسنت   Efflorescent

هغه مرکبات چي د تبلوراوبه  د هوا په مجاورت کي د لاسه ورکوي د ايفلوروسينت په نوم ياد يږي د دي مرکباتو  عوره مثال واشنګ سودا  (washing soda )   دي پدي ډول سره

ويلاي شو هر څومره چي هوا وچه وي په همغه اندازه دا ډول مرکبونه خپل د تبلور اوبه ژر له لاسه ورکوي .

د يليکوسنت       Deliquescent

يا لندبل جذبونکي مواد هغه کيمياوي موادو ته ويل کيږي چي لندبل يا رطوبت جذبوي . د مثال په ډول  .  يو سپين رنګ لرونکي جامد جسم دي چي د تينس په ميدانونو او سړکونو کي د اوبو د بړاس د جذب کولو لپاره استعماليږي تر څو چي د خاورو او دوړو مخه ونسي . دکرستل هايدريتونو ترکيب په معمولي ډول د هغه فومولونو په وسيله ښودل کيږي چي يه کرستل هايدريت کي د کرستلي اوبو د مقدار ښودونکي دي د مثال په ډول :- پنځه مول اوبه لري او ارمول ئي   دي او د سوديم سلفيت کرستل هايدريت ، اوبه لرونکي سوديم سلفيت ، فارمول   دي .

په کرستل هايدريتونو کي د مادي او کرستلي اوبو ترمنځ دا اړيکو ثبات او ټينګښت مختلف دي  د هغو څخه ډير ئي خپل کرستلي اوبه د کوټي په تودوخه  کي د لاسه ورکي په دي ډول د سودا کرستلونو   شفافيت په اساني له منځه ځي او خپل کرستلي اوبه د لاسه ورکړي مګر په تدريج سره تجزيه او په پوډر بدليږي . د هايدريتونه د تشکيليدو عمليه د تودوخي په  ازاديدو سره صورت نيسي د هغه موادو د حليدو څخه چي د هايدريتشن  لاندي قرار نيسي حرارتي عمومي اثر پخپله د انحلال او هايدريتشن د حرارتي اثرونو مجموعه ده څرنګه چي لومړني عمليه اندوترميک او دوهمي عمليه اکزوترميک دي نو لدي امله د انحلال د عملي عمومي حرارتي اثر د ځانګړي حرارتي عمليو د اثراتو الجبرى حاصل جمع سره مساوي ده او کولاي شي مثبت او منفي وي .

Endothermic   تعاملات

هغه تعاملات چي د انرژي په آزاديدو سره مل وي د اکزوترميک تعاملاتو په نوم ياديږي               

Endothermic         تعاملات

هغه کيمياوي تعاملات چي د هغه په جريان کي انرژي جذبيږي د اندوترميک تعاملاتو په نوم ياديږي     (4)

اوبه د کتلست په حيث     Water as a catalyst

کتلست داسي يوه ماده ده چي د تعادل چټکتيا زياتوي او يائي لږ وي خو پخپله د تعامل په پاي کي بدلون او تعير نکوي  اوبه په ډيرو تعاملاتو کي د کتلست په حيث استعماليږي مثلاً وچ هايدروجن او اکسيجن د هغوي د منځ څخه د برقي د تيريدو په اثر يو د بل سره نه يو ځاي کيږي خو که ډيره لږه اندازه اوبه موجودى وي چاوده صورت نسي او اوبه جوړيږي بل مثال ئي دا دي چي فاسفورس په وچه هوا کي نه سوځي خو که لږ څه د اوبو پړاس موجود وي په اساني سوځي اوبه د هايدروجن د ايزوتوپونو پروتونيم   ()    دوى يتروم   (D) او تراسيوم      (T) له مخي په عادي او د روند اوبو ويشل شوي

دراندى اوبه

معمولي اوپه د  ماليکول سربيره د   ماليکول لږ مقدار چي د دروند هايدروجن د ايزوتوپ څخه توليد شوي هم لرونکي ده او د الکتروليز په وخت کي د اوبو اکثره ماليکولونه تجزيه کيږي لدي امله د اوبو د اوږد الکتروليز په نيجه کي پاتي ئي د  څخه غني کيږي په 1933م  کال کي د پاتي برخه اوبو د الکتروليز  په نتيجه کي ډير لږ مقدار هغه اوبه لاس ته راغي چي تقريباً (100%) ماليکولونو څخه عبارت وه او د درندى اوبو په نوم ياد شو .

د درندو اوبو خواص د معمولي اوبو خواصو څخه توپيرلري .

ثابت
ماليکولي کتله1820
دانجماد نقطه په 03,8
دغليان يا جوش نقطه په 100101,4
کثافت په   په    0,99711,1042
د اعظمي کثافت تودوخه په 411,6

د درانده اوبو سره تعاملات نسبت معمولي اوبو ته په ډيرلږ سرعت سر ته رسږي د درندو اوبو څخه په هستوي ديکتورونو کي دينوترونو د سرعت ورو کوونکي په حيث استفاده کيږي .

پايله

اوبه يوه ډيره مهمه حياتي ماده ده چي د هغي پر ته هيڅ يو ژوندي جسم يعني حيوانات او نباتات ژوند نشي کولاي په طبيعت کي د باران اوبو ، د کاريزونو ، چينو ، جهيلونو ، سمندرونو اوبو په ډول د ځمکي د کري 2/3   برخه تشکيلوي اوبه د خپل دايپول جوړښت له مخي کولاي شي زيات مرکبات په ځان کي حل کړي له همدي امله ډير ښه محلل دي منحله مادى سره يو ځاي شي محلول جوړوي  داوبو په شته والي کي چاپيريال سميږي نباتات شنه کيږي او وده کوي او حيوانات خپله خواړه د محلول په ډول  د خولى له لاري هاضمي سيستم ته داخلوي چي د هضم وروسته انرژي توليديږي او مونږ په هغه باندي کار کوو د اوبو په وسيله زمونږ د  کور او کار ځاي ټول ضروري وسايل پاک کيږي کالي مو داوبو په وسيله مينځل کيږي که په  اوبو کي معدني مالګي موجودى کله کله صابون په هغه کى ځګ نه کوى.

     په د اقليم په ساتلو کى مهم رول لرى او په طبيعت کى د اوبو دوران ددي اصل ماهيت څرګندوى  اوبه خورا ښه محلل دي د محلولونو په جوړولو کي ځانګړي رول او اهميت لري که منحله ماده د اوبو په وسيله حل شوي وي ورته Hydratation    او که محلل کي د اوبو په ځاي کوم بل محلل وي د Solvatation   څخه عبارت دي برسيره پر هغه اوبه د کتلست په حيث هم استعماليږي  ځني مالګي د کرستلونو د جوړيدو په وخت کي يو مقدار اوبه له ځانه سره ساتي چي ورته د کرستلي اوبه ( تبلور ) وائي د دي مالګو څخه يو شمير ئي خپل د تبلور اوبه د هوا په مجاورت کي د لاسه ورکوي چي ورته انفلوروسنت مرکبونه وائي او ځني نوري مالګي بيا د هوا څخه رطوبت جذبوي چي ورته د يکلوسنت مرکبونه وائي .

اخځليکونه يا   References

1  – احدى . محمدظاهر او عارفه اکبر ( غذاوتغذيه ) مطبعه پوهنتون کابل – کال 1358-1357 ه ش   ص ص 29-28  

2 – محمدرفيق ، تحليلي مقداري   پوهنتون  کابل – کال  1353   

3 – مستمندى ، عبدالله ، محمد ظفر همکار ، فتح محمد پنجشيري ،غلام صديق زهيب ، عمومي کيميا ، ص ص 301-290    

4  – عليم ، عبدالحبير ( انجينرى آبرسانى )  کال  1375    ص  ص 306-304

5-  Prakash . satya  and  Basu . s . k  and  others  Advanced in  organic  Chemistry . s. Chand and Company itd Ramngar . New Dehli   110055,   1984

د مطالبو لړليک

عنوان                                    مخ

سريزه 1

داوبو طبعى حالت 3

د اوبو اهميت 4

داوبو د ماليکول جوړښت 6

د اوبو فزيکي خواص 8

داوبو کثافت 8

داوبو جامد ، مايع او بړاس حالتونه 9

داوبود ياګرام حالت 12

په طبيعت کي د اوبو دوران 18

د اوبو کيمياوي حواص 19

اوبه دمحلل په حيث 22

اوبه د کتلست په حيث 27

دراندى اوبه 27

پايله 29

اخځليکونه يا   References 30