ايساف ISAF څه شي ده دویمه برخه

دوهم څپرکۍ

بيا جوړونه او پرمختګ

سوداګري ښکاره کړې چې بين المللي ټولنه پدې توانېدلې چې هر هغه ځاي کې چې بيا جوړونه سرته رسيږي نو په نتيجه کې يو وحدت او اتفاق رامنځته کيږي نو بين المللي ټولنې وښودله چې بيا رغونه او سوداګري ددوو ملکونو ترمنځ د وحدت راوستلو يو ښه عامل دي .

هغه لازم ميکانيزمونه چې د افغان دولت لخوا په نظر کې نيول شوي په ملي سطحه ، ولايتي او ولسواليو په سطحه په نظر کې نيول شوي د هغه ميکانيزمونو څخه بايد ګټه واخيستل شي او پرمخ يوړل شي .

http://monograph.website/wp-content/uploads/2020/11/ایساف-څه-شی-دی.doc

بلاخره د افغان دولت د منطقوي پرمختګ پلان د يوناما څخه به واخلي او د ضرورت په وخت کې هغه عناصر چې بين المللي ټولنې حتى١ د ولايتي بياجوړونې ټيمونه PRT چې په مکمل ډول سره ددولتي کارونو حمايه کوونکي ندي ، دولتي کارونه د ارزيابۍ لاندې نيسي او ياهم کيداي شي د هغې څخه لرې اووسي.

ددې مقصد لپاره د PRT  داستخدام د شرائطو لاندې چې زياتره کومک ورکوونکي هيوادونه بايد د ولايتي او ملي بياجوړونه د PRT له لارې چې امنيت ، بيا جوړونه ، پرمختګ او ټولنې ته اقتصادي رشد وربښل  ددې مرستو څخه بغير د لاس ته راوړلو وړ ندي او  دامنيت د راوستلو څخه بغير دغه ټول کارونه کوم مفهوم نلري .

د آيساف ماموريت افغانستان سره د بين المللي ټولنې هر اړخيزه مرستې او افغانستان ته د صلحې او ثبات په راوستلو کې مرسته کوي.

پداسې حال کې چې د آيساف شتون په افغانستان کې د بيا جوړونې لپاره امنيت راوستل دي . آيساف بله وظيفه د افغانستان د بيا جوړونې حمايت کول او دبيا جوړونې پرمختګ هم د آيساف د کليدي وظايفو له جملې څخه دي .

د آيساف فعاليتونه پدغه برخه کې په لاندې شيانو باندې مشتمل دي:

د لومړنيو اړتياوو تشخيص کول او بيا جوړول لکه مکتبونه ، سرکونه …. او صحي موسسې او د اوبو رسولو پروژې او همدارنګه د ټولو هغو پروژو څخه حمايت کول چې د ملکي نظامي پروژو نظارت لاندې نيول او دهغوي پرمختګ کې کومک کول دي .

ناټو ايساف د ناټو د تعهداتو په رائس کې د ولايتي بيا جوړونې ټيمونه PRT ټيمونه د بيا جوړونې په کارونو او هغوي ته د پرمختګ ورکولو کې قرار لري .

د ايساف عمده دندې بيا جوړولو او پرمختګ لپاره عبارت دي له :

د بيا جوړونې ټيمونه PRT

د SCR فعاله ونډه اخيستنه د جي ، سي ، ام ، بي په پروسه کې .

د بشر دوستي د عملياتو څخه حمايت کول چې د افغانستان د اسلامي دولت د سازمانونو همآهنګي کيږي .

هغه فعاليتونو باندې نظارت چې د مخدره موادو په ضد کيږي.

د ملکي ، نظامي او سيميک فعاليتونه او همکاري .

د مونو ګراف موضوع د آيساف د بيا جوړونې او پرمختګ پورې ارتباط نيسي . په ځاي ددې چې د آيساف نظامونه د معرفي لاندې ونيسو چې د ناټو د ماموريت په چوکاټ کې د مختلفو سازمانونو سره ترتيب شوي چې دغه سازمانونه د PRT او سيميک تر نومونو لاندې فورمول بندي شوي . چې اوس هر يو د هغوي څخه د معرفت لاندې نيسو .

د ملک شمالي زون ماموريت 

د المان د رهبري لاندې د کندوز ولايت PRT

د آلمان او سويډن د رهبرۍ لاندې PRT په مزارشريف کې

د آلمان د رهبرۍ لاندې PRT په فيض آباد کې .

د هنګري د رهبرۍ لاندې PRT په پلخمري کې .

د ناروې د رهبرۍ لاندې PRT په ميمنه کې .

د ملک غربي زون ماموريت

ايټاليا د رهبرۍ لاندې PRT په هرات کې

د امريکې تر رهبرې لاندې PRT په فراه کې .

د هسپانيا تر رهبرۍ لاندې PRT په قلعه نو کې .

د ليتوانيا تر رهبرۍ لاندې PRT په چغچران کې .

د ملک جنوبي زون ماموريت 

د کاناډا تر رهبرۍ لاندې PRT په کندهار کې .

د برتانيا تر رهبرۍ لاندې PRT په لشکر ګاه کې .

د هالنډ تر رهبرۍ لاندې PRT په ترينکوټ کې .

د امريکاء تر رهبرۍ لاندې PRT  په قلات کې .

د ملک شرقي زون ماموريت 

نيو زيلنډ  د رهبرۍ لاندې PRT په باميان ولايت کې .

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په بګرم کې.

د امريکا تر رهبرۍ لاندې PRTپه نورستان کې.

د امريکا تر رهبرۍ لاندې PRTپه پنجشير کې .

د امريکاتر رهبرۍ  لاندې PRT  په ګرديز کې .

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په غزني کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په خوست کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په شرنه کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په جلال آباد کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRTپه اسعد آباد کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په مهترلام کې

امريکا تر رهبرۍ لاندې PRT په وردګو کې

د ذکر وړ ده چې د PRT په نوم د مرکزي زون په قومنداني کې څه شي وجود نلري . ددې په خاطر چې د ارکان حرب او  د ناټو آيساف عمده مرکز او د ائتلاف قواوې د امريکا تر رهبرۍ لاندې په پايتخت کابل کې وجود لري .

د ٢٠٠٢ م کال د دسمبر په شروع کې PRT د ائتلاف د رهبرۍ لاندې جې دغه  رهبري د امريکا سره د فعاليت لري .

د وخت په تيرېدو سره آيساف د PRT زيات مسؤليتونه په خپله غاړه واخيسته پداسې حال کې چې ټول د PRT ټيمونه د مختلف هيوادونو لخوا رهبري کيږي مګر د PRT نظامي محبس په افغانستان کې د ناټو د قومندانۍ لاندې رهبري کيږي .

د ولايتي بيا جوړونې ټيمونه د لومړۍ ځل لپاره د امريکا متحده ايالاتو په ابتکار باندې په افغانستان کې د ولايتونو په سطحه د بيا جوړونې په کارونو باندې شروع وکړه .

د ولايتي بيا جوړونې ټيمونه PRT د ناټو آيساف ته منلي ټيمونه دي دغه واړه ټيمونه د نظامي او غير نظامي په ګروپونو باندې متشکل دي چې د افغانستان په مختلفو منطقو  کې د امنيت د راوستلو د ولايتونو بيا جوړولو او پرمختګ لپاره فعاليت کوي.

هغوي د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې رغنده رول لري .

دهغوي په ستراتيژي ددې مهمې نقطې يعنې امنيت د حکومت او اقتصادي پرمختګ او د ثبات په راوستلو کې ونډه لري . د ګزمو او امنيتي عملياتو برعلاوه د منطقوي بيا جوړونې ټيمونه يعنې ناټو آيساف همدارنګه مکتبونو صحي امکاناتو ، د اوبو منابعو جوړول او د زراعتي تخنيک په پرمختګ او نورو نظامي پروژو کې ونډه لري .

د ولايتي بيا رغونې او يا PRT د ټيمونو تاريخچه 

د PRT د ټيمونو پيژندنه :

عبارت د دهغه ټيمونو خڅه دى کوم چې دواړه مسلکي او نظامي پرسونلو درلودونکي دي چې تقريباً د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د امنيت راوستلو په منظور د مرسته کوونکو کارکوونکو ته مالي کمک په بيا رغونه او همدارنګه د افغانستان محلي مقاماتو سره د گډو همکاريو په منظور رامينځته شوي دي . د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يونماء چې د دولتي واحدونو سره ، غير دولتي سازمانو يعنې NGO ګانې او نور نړيوالو سازمانونو سره کارکوي چې د ولايتي بيا رغونې نظامي ټيمونه بايد د امنيت او ثبات د راوستلو لپاره د باامنه چاپيريال له طريقه تمرکز وکړي تر څو نړيواله ټولنه پدې باندې وتوانوي منطقوي بيارغونې باندې وتوانيږي په دا دول خبرې د هغوي لپاره بغيرد ثبات راوستلو څخه امکان نلري .

د ولايتي بيارغونې ټيمونه يعنې PRT په ابتدا کې د ايټاليا د فوځونو او  د امريکا په مشرۍ د کنترول لاندې ده او د ٢٠٠٢ م کال د دسمبر د مياشت څخه په افغانستان کې خپل فعاليتونه شديد کړي دي هغوي د ګزمو په اجراء کولو ، نظارت پواسطه وتوانېدل چې د نفوذ او ميا نه روي په ذريعه د ثبات راوستلو په برخه کې د خپلو فعاليتونو په ساحه کې مهمترين ګامونه پورته کړي چې دا کار د نړيوالې ټولنې د بيا رغونې په برخه کې د هڅو زمينه برابره او د افغانستان د دولت د نفوذ د زياتوالي سبب شوه.

هغوي همدارنګه وتوانېدل چې د هغو مناطقو په بيا رغونه کې لويه ونډه واخلي کوم چې زياتره اداره نشي کولي چې هلت حضور ولري.

د افغانستان دولتي او همدارنګه د ملګرو  ملتونو د امنيت شورا دې نتيجې ته ورسېدل چې دآيساف د کارونو ساحه د کابل د مرز نه د باندې د امنيت او ثبات د راوستلو په ولايتو کې د قوتونو نړيوالو نظامي قوتونو او د ولايتي بيارغونې ټيمونه د آيساف او د افغانستان د مرکزي دولت په امتياز سره تر سره کيږي .

د ولايتي بيارغونې د ټيمونو فرعي موجوديت په منطقه کې په صلح اميزه عملياتو باندې تاثير اچوي . ددوي مهمې او مرکزي نقطې په توګه د نړيوالې ټولنې موجوديت په مشترک او نږدې کارونو کښې د يوناما د ساحوي نماينده ګانو سره د هغومره فعاليت او کارونو مشترک تاثيرات لري چې د ا کار ډير موثر په اثبات رسيدلي ده . د ولايتي بيارغونې ټيمونه د امنيتي برخه په ريفورم کې چې د کابل د عملياتو خارجي ساحه پورې تعلق لري مهم رول لوبوي د کورنيو چارو وزارت په کوربه توب ، هغه افسرانو ته چې د افغانستان د دولت سره ارتباط لري رشد او پراختيا ورکړي ده .

دا يو موقع ده تر څو د دولت له نورو مسؤلينو سره اړيکو ته پراختيا ورکړي د ولايتي بيارغونې د ټيمونو دلته کر په سلسله کې د نظامي موجوديت په حکومتي انکشاف ، پرمختګ خپله کيږي تر څو د افغاني مشکالتو حل چې د نړيوالې ټولنې د وتلو سبب کيږي تامين کړي .

Organization Chart

د آيساف د هم غږي چوکاټ 

امنيت :  د افغانستان دولت د يوناما  او کومکي ټلنو په همکارۍ او همآهنګي اوسني امنيت يو ځاي د آيساف قومنداني او ائتلاف عسکر په هم غږي سره رامينځته شوي تر څو د افغانستان دولت پردې وتوانيږي تر څو امنيت جوړ او ټينګ کړي تر څو وکولاي شي خپلو واليانو سره ارتباط په ولايتونو کې ټينګ کړي او د آيساف قومنداني په ارتباط ددې ټولنو لمړي ګام کې او په شروع او برقرار ساتلو د امنيت خپله دنده په خپلو کاري ساحو د بيا رغونې د ټيمونو يو ځاي په همآهنګي د ملي غوښتنو جوړ کړي دي .

د ولايتي بيارغونې د لارښوونې کميټې :

اجرايوي او هدايتي کميټه د PRT مددې لپاره تر څو هم غږي د افغانستان ددولت او د کورنيو چارو وزارت ، يوناما ، آيساف او ائتلاف قواوو قومنداني د ناټو ملکي غټ استازي او سفيران د رهبرۍ کونکي ټيمونو رامينځته شوي .

دغه اداره په حيث د مرکز د همآهنګي د فعاليتونو رامينځته شوي او رهنمائي کونکي د موجوده او راتلونکي ټيمونو دي .

د همکاري د چوکاټ جوړول :

ناټو وعده کړې تر څو د لوژستيکي پروګرام پيل د څو مليتي د ټول آيساف په شمول يو کومکي مرکز جوړ او د ضرورت په صورت کې تعقيب کړي .

ددې مرحلې په پيل کې د بيا رغونې د ټيم ليږل نوموړې ساحې ته تر څو لوجستيکي تر تيبات څو مليتي پواسطه د آيساف او دغه پي ار ټي بايد د نوموړي هيواد څخه تقويه شي په کوم ځاي کې د ائتلاف قواؤ د (پي آر ټي ) ټيمونه دي په هغه ځاي کې اوس بنسټونه لپاره د پي آر ټي موجود دي .

د افغانستان په بيا رغونه کې د PRT رول

دا ټيمونه چې د ناټو د غړو مختلفو هيوادونو پورې اړه لري په مستقل توګه او کلي د ناټو د ارکان حرب د هدايت په اساس د اقتصادي پروژو په رامنځته کيدو کې لاس په کار دي .

او د هغه رول عبارت د مرسته او همکاري د محلي مقاماتو سره د امنيت په برخه کې او د مرکزي حکومت د حاکميت په پراختيا کې او په ساحه کې د بيا رغونې او د امنيت د ساتلو امر دي .

د پي آر ټي PRT اهداف

په افغانستان کې د ولايتي بيا رغونې ټيمونو اهداف د ناټو د سازمان د خپرونو مطابق په لاندې توګه معرفي شوي دي :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت له مکمل ملاتړ د يو مصؤن او باثباته محيط په رامينځته کيدو کې .

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حاکميت او پرمختګ په برخه کې مرستې .

د امکان په صورت کې د امنيتي سکتور د اخلاقي ابتکاراتو په برخه کې حمايت .

د بيا رغونې د کارونو لپاره زمينه برابرول او د ملي اوليتونو تقويت او توسعه په هيواد کې.

د ملکي برخو په فعاليتونو کې د هم غږي رامنځته کول او د نړيواله ټولنې تعهد د افغانستان د راتلونکي په اړه .

د بيا رغونې په لړي کې اسانتياوې او د ملي اوليتونو تقويت .

د ملکي سکتورونو په مينځ کې د هم غږي کولو د هڅو رامينځته کول .

د ولايتي بيارغونې د ټيمونو ماموريت 

د ولايتي بيارغونې ټيمونه به افغانستان سره مرسته وکړي تر څو خپل حاکميت د بيا رغونې او د امنيت په برخه کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره د نظامي قوتونو د عملياتي فعاليتونو په ساحه کې چې مشخص شوي دي توسعه ورکړي .

د پي آر ټي PRT وظايف په لاندې توګه تشريح شوي دي

د امنيتي وضعيت ښه والي د افغانستان د خلکو لپاره د محلي رهبرانو سره د مذاکره او د اعتمادي فعاليتونو جوړول او د احتمالي تاو تريخواليو او برخوردونه آرام کول .

نظارت ، د امنيتي سکتور اصلاح ، ارزيابي او حمايت د يوناما دفتر په نژدې همکاري ، د امنيتي سکتور اصلاحات د رهبرۍ کونکي هيوادونو د دوه اړخيزه برنامې له لارې .

د افغانستان د دولت هره مرسته په هغه او پاليسيو کې د محلي رهبرانو لپاره .

د پام وړ حضور د تعين شوي عملياتو په ساحاتو کې .

د نړيوالې ټولنې لپاره د نظارت د ملکي ادارو د اصلاحاتو په پروسه او تقويت کې .

د افغانستان د دولت او مدني سازمانو تر مڼځ د معلوماتو د شريک کول د زمينه برابرول .

د مسؤلان امور لپاره د نويتي جلساتو سهولت تنظيم او ايجاد ، د افغانستان  دولت ، يوناما او محلي مقاماتو ترمنځ د ارتباط او مذاکرې په منظور .

نظارت ، ارزيابي او مشوره د امنيتي سکتور د اصلاحاتو په فعاليتونو کې حمايت د يوناما دفتر په نږدې همکارۍ د اصلاحاتو مسؤل هيوادونه او دوه اړخيزه برنامه .

مستقيمه مرسته د بيا رغونې د ملکي ټيم سره د ترانسپورت او انجنري په برخه کې .

د نړيوالو ناظرينو د مرستو امادګي د ملکي ساختار د ودې لپاره .

نظارت او ارزيابي د نظامي شرايطو ، سياسي او ملکي د آيساف د عملياتي ساحې په داخل کې .

د پي آر ټي د ټيمونو راتلونکي 

اسنيو پي آر ټي ګانو دا جوته کړې چې ډير لږ شمير بين المللي سرتيري خپل مثبت اثرات د ډيرو زياتو سر تيرو په ځاي په ولاياتو کې پريږدي پي آر ټي ګانې په پراخه وظايفو کې چې لاندې ذکر کيږي کاميابې ګانې هم درلودلي دي .

د ولايتي بيا رغونې ټيمونو جوړښت لازم ملاحظات په احتياط سره لرونکي دي او په دغه امر کې يو سلسله عوامل په نظر کې نيول شوي او په خاص ډول دغه امر د اهميت درلودونکي دي چې په تصميم نيونه کې د آيساف عمومي قومنداني ، د ائتلاف عسکر ، او افغانستان دولت پکې شامل دي په پاي کې آخري نقطې د ولاياتو د ستراتيژي د افغانستان بيا ودانول دي او هغه زياتې هيلې او ضرورت او د هغوي اړتياوې د هغوي قدرت سره کاميابي ته رسولي شي .

اساسي عنصر ددې ډول ستراتيژيو په هغه کاميابيو پورې اړه لري کوم چې ولايت بيا رغونې ټيمونه د ائتلاف عسکر د سرپرستي لاندې کار کوي .

بيا رغونې ددې هيواد بيدون د حاکميت ددې ټيمونو په اساني د شکست سره مخامخ شي . بلکه دغه ټيمونه توانيدلي چې په غټو کومکونو دغه نوي په پښو درېدلي هيواد د بيا رغونه خپره کړي .

د سيميک ټيمونو تاريخچه

Historical View of CIMIC Teams

د نظامي هماري سازمان – ملکي آيساف (سيميک ) دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د امريکې متحده ايالاتو د مقاماتو په ابتکار د پوشش لاندې ونيول شو چې هغه حربي چې دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته په غربي او اروپائي هيوادونو کې پاتې وي رامينځته شو.

اولينه پروژه ددغه سازمان نظامي همکاري وه د بوسنيا او کوسوو ملکونو سره په ١٩٩٠ لسيزه کې چې څو کلونو جنګ کې ټولنيز بنسټونه ، اقتصادي او زيربنائي ددغه هيوادونو ته سخت توان رسېدلي وؤ د لاس لاندې ونيول شو .

سيميک ټيمونه پدې وتوانېدل چې په لنډه موده کې د بيا جوړونې کارونه او ددې په شان کارونو لپاره يو لړ سازمانونو رامينځته کول ددوهم نړيوال جنګ څخه وروسته د هغه ملکونو لپاره گټور واقع شول چې جنګ ځپلي وؤ.

بلاخره شمالي اتلانتيک سازمان يا ناټو په ٢٠٠٣ م کال کې په کافي تجربو سره د امريکې د نظامي سيميکي پروژو څخه نيولي او د هغې اغيزوالي په لنډ مهاله وخت کې درک شوي وؤ ددغسې سازمان منځته راوړل په افغانستان کې شو .

چې وروسته ناټو ددغه قسم سازمان په مينځ ته راوړلو کې لاس وواهه چې اوس هم دغه قسم سيميک ټيمونه د افغانستان په مختلفو منطقو کې ځاي لري .

آيساف ناټو ددغه سازمانونو له لارې تر اوسه پورې په سلهاؤؤ  ميلونه ډالر ددغه قسم پروژو په رامينځته کولو باندې مصرف کړې .ټولې دغه پروژې د محلي خلکو او افغاني مقاماتو په شرکت باندې په مختلفو بخشونو کې عملي شوي دي .

د سيميک سازمانونو جوړښت او ترکيب 

د نظامي ملکي سازمانونو جوړېدل او ترکيب په دا ډول دي چې د ناټو اکثره غړي هيوادونه په افغانستان کې خپل سيميک سازمانونه لري او هر يو ملک د خپلو کارونو په مخته وړلو کې مستقل دي او په خپله ددې لپاره مالي بوديجه تهيه کوي .

په معمولي ډول سره ټول دغه سازمانونه په PRT ټيمونو په چوکاټ کې خپل کارونه مخ ته وړي خو مستقل ډول سره هر يو هيواد ددغه قسم پروژو په رامينځته کولو او طرحه کولو کې مختلف ډول سره دي .

د سيميک هدفونه Goals of CIMIC

د ناټو شمالي اتلانتيک د رهبرۍ لاندې د سيميک سازمانونو اساسي هدفونه په لاندې ډول دي .

د نظامي ناټو قواوؤ څخه حمايت او ملاتړ د امنيت راوستلو په خاطر د ملکي همکاري پواسطه .

د ملکي نظامي (سيميک ) د فعاليتونو برقراروالي د ښه رهبرۍ له لارې د غير دولتي شرکتونو هم غږي باندې

 د چټک پرمختګ په خاطر د صلح او امنيت ماموريت ، ناټو ملکي پروژو جوړول ټولنيز او انکشافي د جملې خلکو لپاره ، ملکي نظامي سازمانونه د آيساف د محلي مقاماتو په هم غږي سره او نورو غير دولتي مؤسسو سره اول لومړني ضرورتونه په ګوته کيږي او وروسته د يوې مشخصې ستراتيژي دغه کارونه مخته وړل کيږي .

داسې ويلاي شو چې د ولايتي بيا رغونې د ټيمونو تر څنګ PRT د سيميک سازمانونو موجودوالي د ناټو آيساف په چوکاټ کې د خلکو د ژوند سطحې په لوړولو کې رغنده رول لري .

د يادولو وړ ده چې سيميک پروژه هم د مکتبونو ، کلينيکونو او اوبو رسولو پروژه کې هم کومک کول .

د سيميک او PRT تر منځ توپير پدې کې دي چې PRT ټيمونه د آيساف نظامي غړو لخوا رهبرۍ کيږي پداسې حال کې چې سيميک د آيساف ملکي غړي رهبري کوي .

دريم څپرکۍ

د بيا رغونې او پراختيا په برخه کې لاسته راوړنې په شمير سره

د طالبانو د حکومت د سقوط او نوي دولت د مينځته راتګ په افغانستان کې نړيواله ټولنه د مختلفو نړاول کانفرانستونو کې د نږدې ٢٦،٨ مليارده ډالره د کومک يا مرستې اعلان او وعده وکړ ، چې ددغه وعدو غټه برخه په مستقيم او غير مستقيم دول سره په افغانستان کې په مصرف رسېدلي دي .

د يادونې وړ دي چې زياتيره هيوادونو خپل دغه کومکونه چې د افغانستان لپاره کړي دي د ولايتي بيا رغونې ټيمونو پواسطه چې د شمالي اتلانتيک په چوکاټ کې فعاليت کوي په مصرف رسولي .

چې دلته مونږه هغه لاسته راغلي لاسته راوړنې چې د ٢٠٠١ م کاله تر ٢٠٠٧م کال پورې سرته رسېدلي د څيړنې لاندې نيسو :

١:- د صحت په برخه کې لاسته راوړنې 

په ٢٠٠١ ميلادي کال کې يوازې ٨% افغانانو اوليه خدماتو ته لاس رسي درلوده لېکن د ٢٠٠٧ميلادي کال په شروع کې دغه اندازه ٨٣% ته زياتوالي ومونده.

پدې وخت کې د ٧٦ % نه زيات ماشومان چې عمر يې د پنځه کلنۍ نه په کم عمر کې وه د مړينې نه وژغورل شو.

پدې وخت کې د ٦٠٠٠ نه زيات صحي مرکزونه د افغانستان په مختلفو نقطو کې جوړ او د خلکو د خدمت لپاره پرانستل شو.

پدې وخت کې د ١٠٠٠ په اندازه قابله هر ولايت ته وليږدول شو تر څو خپل صحي خدمتونه دوظايفو سرته ورسوي .

او همدا اوس د معياري صحي خدمتونو رسول د افغانستان ټولو حصو او برخو ته د نړيوالې ټولنې او د ولايتي بيا رغونې ټيمونو پواسطه سرته رسيږي او تيار شوي .

٢:- د اقتصاد په برخه کې لاسته راوړنې :

د ناخالص ملي توليد پراختيا په روان کال کې د ١٢- ١٤ فيصده پورې اټکل شوي دي .

ددولت عوايد د ٢٠٠٥ ميلادي کال نه د ٢٠٠٦ ميلادي کال تر آخره پورې ٢٥% زياتوالي ښائي .

دافغانستان د ماليې وزارت د آمدنۍ راپور په اړه داسې وائي چې د سړې سر ملي عايد نږدې ٣٥٥ امريکائي ډالرو ته رسېدلي داسې چې درې کاله پخوا دغه رقم ١٨٠ امريکائي ډالره ؤ.

افغانستان په تير کال کې د جنوب شرق آسيا چټک اقتصادي پرامختيا درلود او سږ کال هم داسې وړانديز شوي دي .

٣:- د معارف په برخه کې لاسته راوړنې :

په ٢٠٠١ ميلادي کال کې صرف ١،٢ ميلون ماشومان هر ورځ مکتب ته تلل پداسې حال کې چې نن ورځ ٦ ميلون نه زيات ماشومان چې نږدې ٢،٥ ميليونه انجونې د ي مکتب ته ځي .

د ٢٠٠٧ ميلادي کال تر آخره پورې د ٤٣ زره نه تر ٤٥ زره پورې استادان پدې کې نارينه او ښځينه طبقه مسلکي زده کړې ليدلي دي .

لکه څنګه چې نن ورځ په افغانستان کې خصوصي سکتور په چټکۍ سره پرمخ ځي لېکن معارف هم  دوي حالت نه بې برخه ندي پاتې او د افغانستان په زياتره ولايتونو کې د اول ځل لپاره خصوصي مکتبونه پرانستل شو .

اوس په کابل او د افغانستان په نورو ولايتو کې نږدې ٢٠ خصوصي او دولتي پوهنتونونه په نړيوال معيار سره تدريس کوي چې دا د لوړو زده کړو او معارف په برخه کې بي ساري فعاليت دي .

٤:- زيربنائي پروژو په برخه کې لاسته راوړنې :

د ٦٠٠٠ کيلومتره سړک نه زيات بيارغونه او ترميم شوي او دا حالت د افغانستان په مختلفو ساحو کې جريان لري .

د ولاياتو او ولسوالي ګانو نښلونکي سرکونو له جملې نه ٨٥٠ سرکونه د ترافيک په مخه پرانستل شو او اوس هم لدې برخې نه بعضې سرکونه د رغونې په حال کې دي

د ضد پرسونل ٨٨١٣٦ او د ټانګ ضد ١١٥٢٤ حلقه ماينونه د انفجاريه موادو ضد تيمونه ، آيساف او نورو سازمانونو په کومک سره پاک او له مينځه وړل شوي دي او يا په بل عبارت يو مليارد مترمکعب زمکه د دضد پرسونل او نورو ماينونو له موجوديت څخه پاک کړي دي .

د ٢٠ زرو نه زيات علاقې  او بانډونه د پراختيائي خدماتو او د پروګرامونو له جملې نه د مکتب ، شفاخانې ، بيارغول شوي سرکونه او زور څخه مستفيد شوي .

٥:- د خصوصي سکتور په برخه کې لاسته راوړنې :

د ٢٠% څخه زيات افغانان اوس د موبايل ټيليفون څخه استفاده کوي پداسې حال کې چې په ٢٠٠١ م کال کې دغه رقم په هرو ١٠٠٠ نفرو کې دوه نفره وه .

همدا اوس په افغانستان کې د دولتي مخابراتي کمپنيو تر څنګ څلور غټې مخابراتي کمپني ( افغان بيسيم ، روشن ، اريبا ، اتصلات ) خلکو ته خدمات وړاندې کوي چې د مخابراتو په برخه کې غټه سرمايه ګذاري گڼل کيږي .

له بله طرفه نژدې ١٥٠ ښارونه په ټول افغانستان کې د مخابراتي خدماتو او همدارنګه انترنيټ ته لاس رسي لري پداسې حال کې دغه رقم څو کاله مخکې ډير لږ وه .

په سل ګونو توليدي ملي او بين المللي کمپنيو په افغانستان کې سرمايه ګذاري کړي او دغه بهير په تيزي سره توسعه پيدا کوي

په زرګونو ملي او بين المللي هوټلونه د استخدام د سطحې د زياتوالي لپاره فعاليت باندې پيل کړي ددې تر څنګ چې زرګونه افغانان ئې استخدام کړي ددې تر څنګ چې زرګونه افغانان ئې استخدام کړي ددې تر څنګ يو زياته برخه عايد د افغانستان د دولت بوديجې ته تاديه کړي .

٦:- د امنيت په برخه کې لاسته راوړنې :

زيات له ٧٠ زرو څخه غير مسئول مسلح خلک خالي سالح کړي او د ملکي کولو پروسې ته رابلل شوي چې پدې پروسه کې  د آيساف قواؤ مهم رول لوبولي دي .

افغانستان او س مهال لرونکي د ٥٠ زرو نفرو پوليسي ځواک لرونکي دي و دغه بهير به په راتلونکي کې زياتوالي پيدا کړي .

له بله طرفه د افغانستان ملي اردو په چټکي سره د مجهز کيدو او توسعې په حال کې ده او همدا اوس افغانستان د٧٠٠٠٠ نفر اردو خاونده ده او د افغانستان د دفاع وزارت په وينا سره دغه رقم په څو راتلونکو کلونو کې دغه رقم د سلو زرو ١٠٠٠٠٠ څخه واوړي .

د افغانستان د ملي اردو سره د ناټو مرستې

ناټو – آيساف د افغانستان ملي اردو سره په مستقيمه همکاري کې دي چې د هغوي په لومړيتوبونو کې د ملي اردو تعليم او تجهيز په مستقيمه او دوامداره ساتنه او څارنه کول دي .

د افغانستان په خپل ځان متکي کيدل او په پښو درولو لپاره د يو مؤثر ملي اردو جوړول ضروري او حتمي دي .

د امريکا متحده ايالات چې د ناټو د غړو په صدر کې قرار لري خپله زياتره توجه د افغانستان د امنيتي ارګانونو خاصتاً د ملي اردو لپاره جلب کړيده تر څو وکولاي شي چې د تحريک قابليت او خپل زياتره جنګيالي نقشونه پورته بوځي .

چې د مسلکي اردو په قابليتونو کې کاملاً ګټور واقع شوي د ي.

ناټو په اوسني وخت کې ٢٠ عملياتي او ارتباطي ټيمونه په وظيفو سره ګمارلي دي .دغه وعده کوونکي پدې تلاش او کوشش کې دي چې دا رقم به ډير ژر زياتوي ددې د شروع ټکي يعنې اساسي تهداپ ( آشيا فونډيشن) په وسيله او ددې خبرې سروې شوې چې په همدې کال ٨٧% څخه زيات افغانان په خپله ملي اردو اعتماد او باور پيدا کړي .

د افغانستان ملي اردو د وخت په تيرېدو سره پياوړي او غښتلي :يږي درې کاله د مخه ملي اردو هيڅ وجود نه درلود . اما نن ورځ د ملي اردو شمير ٥٥ زره تنو ته رسيږي او ذکر شوي چې د ١٣٨٦ کال په ختمېدو سره ٧٠اويا زرو ته ئې شمير ورسيږي ، تر پروس کال پورې ملي اردو په تنها ئي سره د مخالفو په مقابل کې عمليات ترسره کړي مګر اوس زياتره عمليات د ملي اردو په واسطه پر مستقل ډول طرحه او رهبري کيږي .

د يادولو وړده چې دغه ټولې کاميابي د بين المللي جامعې په مرسته په ځانګړي ډول د ناټو د غړو هيوادونو او آئتلاف د امريکا په رهبري سره د افغانستان په نصيب کې شوي دي .

د ناټو په وسيله چې کومې تجهيزاتي مرستې صورت نيولي په لاندې ډول دي :

١:- هنګري ٢٠٥٠٠ د حملې توپکونه او ١٥٠٠ مختلف النوع مهمات.

٢:- سلوانيا ١٠٠٠ مشندارې او  دوه  ميليونه مختلف النوع مهمات.

٣:- ترکيه ٢٤ د توپ ضربې د ١٥٥ ملي متر .

هغه تجهيزاتي مرستې چې د اجرا په حال کې دي .

١:- بلغاريه ٥٠ ميله هاوان ،٥٠ دوربينه ، ٢١،٦ ميليونه مختلف النوع مهمات .

٢:- کرواشي ١٠٠٠ ميله ماشيندارې ، ٣٠٠٠٠٠مختلف النوع مهمات.

٣:- د چک جمهوريت ١٢ هليکوپتر او ٢٠٦٤٠ ماشيندارې .

٤:- استونيا ٤٠٠٠ ميله ماشيندارې او له ٤ تر ٦ ميليونه مختلف النوع مهمات .

٥:- يونان ٣٠٠ ميله ماشيندارې .

٦:- لتويا ٣٣٧ ميله راکټ انداز، ٨ ميله هاوان ، تقريباً ١٣٠٠٠ ميله مختلف النوع سلاح او تخميناً ٩ ميلونه مختلف النوع مهمات.

٧:- لتوانيا ٣،٧ ميلونه مهمات .

٨:- مونتينګرو ١٦٠٠ ميله ماشيندارې او ٢٥٠٠٠٠ مهمات .

٩:- پولند ١١٠ زرهې نفر او چتولو واسطه او ٤ ميلونه مهمات .

١٠:- سويس ٣ موټره اطفائيه .

١١:- ترکيه ٢٢٠٠ فيره د ١٥٥ ملي متري توپ مرمۍ .

پر دې برسيره د افغانستان د ملي اردو لپاره د اعتبار صندوق منځته راغلي . د اشغال مصارف او د افغانستان د ملي اردو د تجهيزاتو د کمک لپاره ايجاد شوي چې له همدې صندوق څخه تامين کيږي . تر اوسه پورې له دې صندوق سره ٤٠٠٠٠٠ يورو په مبلغ لاندې ملکونو مرسته کړې .

١:- دنمارک……………………. ٢٥٠٠٠٠ يورو

٢:- برتانيا ……………………..١٠٠٠٠٠ يورو

٣:- لوګزامبورګ ………….. ٥٠٠٠٠ يورو

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د ملي اردو د تجهيز لپاره په ( شيپ ) اروپا کې د متحده قوتونو سر قومنداني مرکزي ټکۍ او د همآنګي واحد بلل کيږي .

پردې برسيره د امريکا متحده ايالات ٨،٦ ميليارده ډالره د ٧٠ زره نفرو په سطحې کې د افغانستان د ملي اردو د تربيې او تجهيز په برخه کې د زياتې آماده ګي اظهار وکړ چې عبارت دي له فرانسه ، ايتاليا ، هالند، جمهوري سلواکيا ، ترکيه او کرواشي څخه .

اوس د ا ضرور ګڼل کيږي چې د ولايتي بيارغونې په پروژو چې د افغانستان په څلورو سمتو کې عملاً فعاليت لري چې په تفصيل سره ئې معلومات وړاندې کوو.

په مرکزي زون کې :

د آيساف د PRT او CIMIC د ټيمونو په وسيله د ٢٠٠٢ م کال په شروع کې ١٥،٤ ميلونه ډالر په کوچنيو پروژو کې او د ١،٥ ميلونه ډالر په ساختماني پروژو کې عملي کړي دي .

نو په دې اساس د آيساف پاليسي د شفاخانو ، سپورتي پارکونو ، د اوبولو پروژې ، مکتبونو ، پلونو او داسې نورو په جوړولو او ترميمولو کې نورې ضروري پروژې په مصرف رسېدلي .

د افغانستان په شرقي زون کې :

د ٢٠٠٢ ميلادي کال د شرقي زون د پي آر ټي PRT ټيمونه د ٢٥٠٠ څخه زياتې مختلفې پروژې نژدې ٥٠٥،٣ ميلونه ډالر په مصرف رسېدلي . دا پروژې په لاندې ډول دي :

د ٢٠٠٦ م کال په اکتوبر مياشت کې ٢٠٠ کيلومتره سريع سړک په نوموړو پيسو جوړ شو .

په سلګونو نورې پروژې د مکتبونو ، کلينيکونو ، شفاخانو ، او نور د جملې څخه په مصرف رسېدلي دي .

PRT د افغانستان په شمال کې :

د افغانستان د شمالي زون د ولايتي بيارغونې تيمونه د ٢٠٠٢ م کال په شروع کې نژدې ١،٢٥٤ پروژې د ٣٣،٧ ميلونه ډالرو په مجموعې مصرف سره طرح او عملي کړل .

چې په اوسني وخت کې ٦،٥ ميلونه ډالرو په ١٨٥ ساختماني او انکشافي پروژو کې د پروسې لاندې دي .

په ٢٠٠٧ م کال کې په مجموعي ډول ٢١،٣ ميلونه ډالرو په ارزښت ساختماني او انکشافي پروژې عملي شوي دي .

PRT د افغانستان په جنوبي 

د افغانستان د جنوبي د ولايتي بيارغونې ټيمونه په ٢٠٠٢ م کال نژدې ٥٠٠ مختلفې پروژې ساختماني اوانکشافي د ١٧٧،٣ ميلونه ډالرو په مجموعي ارزښت عملي کړي دي چې په هغه کې د هلمند د کجکي بند تر ميم هم شامل دي .

د دوه الا درې کلونو په ظرف کې ١،٧ ميلونه خلکو ته برق محيا کوي . په زرګونو جريبو ځمکې خړوبوي او په زرګونو تنو سره افراد په کارونو کې مشغول کوي .

د کجکي ، سنګين او د ګرشک د سرک سازي پروژې شروع شوي او ساختماني کارونو ئې په چټکي سره د ولايت شمال طرف ته پرمخ ځي . او ١٨ اتلسو امنيتي پوستې د افغانستان ملي اردو ته له هغه قسم څخه جوړې کړي دي .

PRT د افغانستان په لويديځ زون کې:

د ٢٠٠٧ م کال په شروع د ٤ زره څخه زيات ساختماني او انکشافي پروژې د ١٦٣،٤ ميلونه ډالرو په مجموعي مصرف سره  د ولايتي بيارغونې ټيم عملي کړي ده . چې له هغې جملې څخه ٦٤ ميلونه ساختماني او انکشافي پروژې او پاتې نورې ٢١٦ ميلونه پروژې د قلات او فراه د تړلي سرک په جوړولو باندې مصرف کړي دي .

 په ٢٠٠٧ م کال د ٤٢ ميلونه ډالره بوديجه د افغانستان د لويديځ زون د ساختماني او انکشافي پروژو لپاره د PRT ټيم په واسطه د لا زياتې توسعې لپاره تخصيص کړي دي .

چې دا مقدار د همدې کال په جريان کې د افغانستان په مختلفو ولايتو کې د ګډې همکاري او همآهنګي لپاره د محلي مقاماتو د لومړيتوبونو د تشخيص څخه وروسته په مصرف رسېدلي دي . هغه شمير مصارف چې د افغانستان د لويديځ په ولايتونو کې د PRT د ټيم له طريقه په ٢٠٠٧ م کال کې د لاندې هيوادونو په تعداد سره شوي دي .

استراليا……………….. ٣١٥،٣٧٥ يورو

استونيا ……………….. ٩٤،٩٠٥ يورو

بلغاريا ………………….. ٣٥٠٠٠ يورو

لتوانيا ………………….. ٢٨٩٦٢ يورو

جمهوري چک ………… ١٧٨٢٢١ يورو

هالند ………………….. ٣٠٠٠٠٠ يورو

هغه نقدي مرستې چې تعهد ئې شوي دي مګر تر اوسه پورې ئې عملي جنبه په لاندې رقمونو کې دي .

جمهوري  چک …………٦٩٠٠٠ يورو

آيسلند…………………. ١٠٠٠٠٠ يورو

لتوانيا ………………… ٣٥٠٠٠ يورو

د ٢٠٠٧ م کال په وروستيو کې کومې پروژې چې د PRT د ټيم په واسطه د افغانستان په څلورو زونو کې تطبيق شوي دي په لاندې ډول دي .

په مرکزي زون يعنې کابل کې آيساف د PRT د ټيمونو په واسطه د ولايتي بيارغونې درې لوئې پروژې چې ٧٠٥٠٠٠ يورو ئې مصرف درلود تطبيق کړي دي چې دغه مقدار د مکتبونو ، د آبياري سيستم په بيا رغونې او همدارنګه د صحي مراکزو په جوړولو د هغو فاميلونو لپاره د سرپناه جوړول چې د سرپناه د ځايونو سره په مشکلاتو کې دي مصرف کړي دي . او همدارنګه د شمال په زون کې څو اقتصادي او انکشافي پروژې چې د ولايتي بيارغونې په واسطه د ٥٠٠٠٠ زرو يورو په ارزښت تطبيق او عملي کړېدي .

په لويديځ زون کې : د PRT د ټيم وروستني پروژې چې د انکشاف او نمو يا پرمختګ لپاره ٤٠٠٠٠ زره يورو مصرف درلود.

دجنوبي زون څو پروژې چې زياتره ئې د هلمند په ولايت کې عملي جنبه درلوده چې په سلګونو فاميلونه ترينه استفاده کوي چې عمومي ارزښت ئې ١٠٤٥٠٠ يورو ده .

په شرقي زون کې زياتره پروژې د پوسته خانې ، قوماندانيو او نورو امنيتي مرکزونو په جوړولو مصرف کړي دي چې مجموعي ارزښت ئې ١٠٠٠٠٠ يورو ته رسيږي د ولايتي بيا رغونې په پروژو کې د خيل دي . ددې ټيمونو په څنګ کې د امريکا د متحده ايالاتو انکشافي اداره ( يو ايس آيډ  USAID) همدارنګه د همآهنګي په ګډه سره کمک له دې ټيمونو سره پدې پروسه کې فعاليت کوي .

د امريکا د متحده ايالاتو د انکشافي ادارو تاريخچه 

US Agency for International Development

د امريکا د متحده ايالاتو کانګرس د لومړي ځل لپاره په ١٩٦١ م کال د سپتمبر د مياشتې په څلورمه قانون تصويب کړ چې د هغې له مخې د امريکا د متحده ايالاتو حکومت د خارجي امداد په نامه يوه اداره منځته راوړه دغې ادارې له بهر څخه د امريکا د متحده آيالاتو نظامي او غير نظامي ټول فعاليتونه کنترول کوي .

چې دغې ادارې ته په ډير لنډ وخت کې د  همغه وخت د رئيس جمهور( جان اف کيندي ) په واسطه او د امريکا د متحده ايالاتو د انکشافي ادارې په مرسته سره USAID ارتفاع ورکړل شوه .

د وخت په تيرېدو سره دغې ادارې پراختيا پيدا کړه چې د امريکا د متحده ايالاتو ټولې غټې او وړې مرستې ئې د فقيرو هيوادونو سره تنظيم کولې .

چې په ابتداء کې ئې په اقتصادي او اجتماعي پرمختګ باندې زيات تلاش او کوشش کاوه دغه اداره په اوس کې هم د جهان په مختلفو هيوادونو کې په مختلفو برخو کې فعاليت لري . لکه څرنګه چې دغه اداره وائي دغه لوي سازمان کوشش کوي چې د دريمې نړۍ هيوادونه د پرمختګ په لور او په ځان باندې متکي کړي او د هغوي لپاره د ضروري پروژو مالي تمويل ورسوي .

امريکا هم خپل خارجي مرستې د نورو لويو هيوادونو په څير د همدې ادارې له طريقه د خپلې خوښې هيوادونو سره کوي چې په حقيقت کې دغه اداره د امريکا د دولت نماينده يا ممثل د فقيرو هيوادونو سره د مرستې په منظور ټاکل شوي ده .

چې په افغانستان کې هم دغې ادارې لوئې عام المنفعه پروژې طرح او ډيزاين کړي دي چې همدا او س هم د افغانستان په ټولو ولايتونو او مختلفو منطقو کې د ولايتي بيارغونې د ټيمونو په څنګ کې د ناټو يا د شمالي اتلانتيک په رهبرۍ سره په مختلفو برخو کې فعاليت درلود د امريکا د دولت انکشافي اداره همدارنګه پدې تلاش کې دي تر څو د افغانستان هغه مناطق چې امنيت په کې نسبتاً کم او صعيف د ه د ولايتي بيارغونې سره همکاري کوي .

د امريکا د پرمختيائي مرستو د ادارې رول Role of USAID

دغه اداره د ولايتي بيا رغونې ټيم PRT سره د افغانستان په هغو ساحو او مناطقو کې فعاليت کوي چې په امنيتي برخه کې لږ انکشاف شويدي .

دغه اداره نږدې ٢٠ د ولايتي بيارغونې ټيمونه لري چې د مهمو پروژو په پيژنده کې د PRT ټيم سره همکاري او مرسته کوي . ددغه ادارې پرسونل ددې ادارې د نمائنده ګانو په صفت په ولاياتو کې د متحده ايالاتو د انکشافي او بيارغنيزو فعاليتون نه نظارت او بررسي کوي تر څو ددرې فعاليتونه د پروګرام مطابق په هغه پروژو کې اول عملي شي چې د اوليت حق لري . دغه نماينده ګان د قوي مشرانو سره کار کوي تر څو د کليوالو خلکو ضرورت او ستونزې درک او د خلکو په غوښتنه انکشافي پروژې هلته تطبيق کړي .

د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوال انکشاف اداره UASAID چې د لوئې بيارغونې ټيمونو PRT سره ددوي پرسونل د خپلې ادارې و نماينده ګانو په توګه فعاليت کوي لرونکي ددغو دندو او مسئوليتونو وي .

١:- خبرې اترې د دولتي  ، قومي ، نظامي او مذهبي مشرانو سره د لومړني يعنې اوليه انکشافي پروژې USAID په اړوند په منطقه کې .

٢:- د جريان لاندې پروژو نه نظارت کول او د ملي پروګرامو په اړوند محلي او د رخواست کوونکو ادارو او مشرانو ته د معلوماتو او اطلاعاتو برابرول .

٣:- د ولايتي بيارغونې PRT  ټيم سره اوږه په اوږه د تکميل شو انکشافي پروژو تطبيق او نظارت کول او ددغو پروژو پيژندنه او هم غږي کول .

٤: – د اوليه پروژو د پيژندنې په صورت کې د PRT يا ولايتي بيارغونې ټيم سره يو منظمه پيوستون او هم غږتيا جوړونه .

نتيجه ګيري 

څرنګه چې افغانستان د تيرو څو کلو څخه د داخلي او خارجي جنګونو سره لاس او ګريوان وه او دغو جنګونو د افغانستان اقتصادي او اجتماعي بنيات ته له هر اړخه ضربه واردکړې او د افغانستان د وروسته پاتې کيدو سبب شوي نو بايد د افغانستان د وروسته پاتې توب او ويجاړېدو علت ناڅيز ونه ګڼل شي او په ملي او نړيوال چوکاټ کې تر بحث لاندې ونيول شي نو اقتصادي او اجتماعي قوتونه که څه هم هغه راغلي وي که خارجي ددغو بدبختيو ، فقر او ويجاړتيا مسئوليت په افغانستان کې دي نو دې موضوع ته بايد اوس په ټيټه سترګه ونه کتل شي چې افغانستان په لومړي لسيزه کې د وروسته پاتې ، فقير او دريمې نړۍ له هيوادونو څخه حساب شو .

سره لدې چې د نژدې ٧کلونو راپدې خوا نړيوالې ټولنې د افغانستان د بيارغونې او د افغانستان د اقتصاد سبب ژوندي ، کولو لپاره نژدې ٢٥ ميليارده امريکائي ډالره مرسته کړې نو بيا هم افغانستان په داسې يو حالت کې قرار لري چې د داسې نړيوالو مرستو نه د اوږدو کلونو لپاره ضرورت لري نو د يو اقتصادي او ټولنيز توسعې په لو د برياليتوب ګام پورته کول ددې لپاره چې د افغانستان په څير د يو فقير هيواد د اقتصادي نظام اړتياو ه ځواب ووائي نه يواځې د افغاني ملي توسعه د ستراتيزي مسئول دي بلکې د نړيواله مرستو د توسعې مسئول هم دي ، پدې اړه ټول نړيوال مؤسسات چې د افغانستان د بيا رغونې او پراختيا لپاره عملاً کارکوي ډير موهم دي د افغانستان د لرو پرتو سيمو د پراختيا او مرستو له رسول او د اقتصادي پرمختګ لپاره د وسايلو برابرول داسې يو ګران کار دي چې د افغانستان اوسني دولت په يواځې سره هغه تاثير تر سره کوي .

مګر بيا هم د يادولو وړ ده چې نړيوال د ولايتي بيارغونې ټيمونه PRT پداسې لرې پرتو سيمو او دافغانستان په هر ولايت کې ډيرموفيد واقع شوي دي .

داټيمونه چې مخکې هم ددوي د فعاليتو نو په اړه يادونه شوې په هر ولايت او حتا په هر کلي د مربوطه ولايت کې اقتصادي او ټولنيز پروژې د محلي مقاماتو او  خلکو په مشوره سره عملي کړې دي چې دا کار د ولاياتو په سطحه د ژوند د سطحې د پرمختګ سبب کيږي .

د ولايتي بيارغونې د ټيمونو يو بل ښه والي دا دي چې داټيمونه په کلي توګه د شمالي اتلانتيک د تړون او د ائتلاف د قوتونو مربوط دي . مګر په خالي توګه د ائتلاف په يو يو هيواد پورې اړه لري . پدې لحاظ هغوي تر ډيره حده د علاقې وړ د پروژو په عملي کولو کې اختيار مندي د يادولو وړ ده چې ددې ټيمونو د رامينځته کيدو سره د پام وړ پرمختګو په هر ولايت کې د بيارغونې له نظره تر سره شوي د ي او په راتلونکي کې هم ددې ټيمونو موجوديت چې د دوي بويجه د مربوطه هيوادونو له طريقه تمويل کيږي ډير مهم ګڼل کيږي .

وړانديزونه 

که څه هم د  ولايتي بيارغونې ټيمونه او مسلکي ، نظامي ټيمونه د آيساف له شبکه د بيا رغونې او د اقتصادي پراختيا په برخه کې ډير مهم رول لوبوي او ددوي د ترکيب شکل هم واضح دي .

نو زه غواړم چې د يو وړانديزپه شمول د ولايتي بيارغونې مرکزي ټيمونه او د شمالي اتلانتيک پيمان ته يو څو نقطې ووايم :

١:- په هر ولايت کې د لمړي توب د پيژندلو او دهغې د رهبري لپاره کيدئ شي يو شريک مرکز د پراخې بيا رغونې او داسې نورو پورژو د تطبيق لپاره د ولايتي بيارغونې په محيط کې او يا په دولتي چوکاټ کې جوړ شي تر څو ښه فايدې لاهم زيات کړي .

٢:- تر اوسه پورې چې د ولايتي بيارغونې ټيمونه هره پروژه که هغه بيا رغونه يا داسې نوروي هغه ټول ئې عملي او سرته رسولي او هغه بوديجه خو ددې پروژې يا نورو لپاره دوي ته تعينيږئ بدون د PRT د مسئولينو څخه بل هيڅ ادارې ته معلوم نوي او ددې ټيمونو يا خلکو پواسطه مصرف شي نو دا به ډير ښه وي چې کوم مصارف دوي کوي يعنې PRT نور دوي دغه مصارف د افغانستان د دولتي اداراتو په چوکاټ کې شريک کړي .

٣:- لکه څرنګه چې مخکې مو وويل چې دغه تيمونه د پروژو په عملي کولو کې خود مختاره دي نو هر پروژه چې ددوي په نظر کې د لمړي توب حق لري هغه عملي کوي ښه به داوي چې اوله د ناټو قومندان او ايتلاف قومنداني په رهبري سره يو نظامي ټيمونه کنل او وروسته د هر ولايت د وروسته پاتې په نظر کې نيولو سره د هغوي لپاره د بوديجې تخصيص او يو د تطبيق وړ او با پلانه ستراتيژي جوړ چې په هغې کې د يو کلن ، دوه کلن او يا کم يا زيات وخت ورته په ګوته کړي .

٤:= هغه بوديجه چې د بيارغونې لپاره د ولايتي بيارغونې ټيمونو لپاره د هر ولايت لپاره په مصرف رسيږي هغه ددوي د حربي او نظامي مصارفو په نسبت ډير کم دي نوښه به داوي چې دغه مصارف چې د هر ولايت لپاره دوي تخصيص ورکوي نه دغه بوديجې مصرف د دوي نظامي مصارفو سره مساوي يا زيات وي .

٥:- د خلکو د ژوند د ښه پراختيا لپاره دا به ښه وي چې کوم بوديجه دغه د ولايتي بيارغونې ټيمونه په مصرف رسوي البته د يو کال په جريان کې په مختلفو پروژو باندې نو که يو داسې پروژه چې هغې اوږد مهاله اقتصادي پروزه وي لکه دغه د بيارغونې ولايتي ټيمونه په يو ولايت کې د يو کال په جريان کې لس پروژې سرته رسوي نو دا يو لنډ محاله پروژه احساسيږي او کچيرې دغه د يو کال بوديجه راواخلي او هغه پداسې يو پروژه باندې چې هغه په اوږد محاله ډول د خلکو د ژوند سطحه لوړه کړي د مثال په ډول د جوسو د فابريکې جوړېدل چې ميدان وردګ په ولايت کې په نږدې وخت کې د ترکې د دولت لخوا جوړيږي نو داسې پروژې ډيرې ښې او ګټورې وي .

ماخذونه

١:- Atlantic Organization  www.ISAF.com/northe

www.PRT.com/homepage -:2

www.cnp.com -:3

www.official/ISAF.com-reconstruction and Development-:4

 www.CIMIC.com/History of CIMIC in Afghanistan -:5www.USAID.com-hompage