ايساف ISAF څه شي ده

 لومړۍڅپرکۍ

ايساف ISAF څه شي ده

ايساف عبارت د نړيوال صلح ساتونکي ځواکونه څخه دي چې دغه کليمه له څو کاله مخکې د نړيوال سياست ادبياتو ته داخل شوه . او هم د افغانستان دننه جنجالونو او معظلو څڅه ئې سرچينه اخيستې ده .

آيساف وروسته   طالبانو د رژيم د رانسکوريدو په افغانستان کې د امنيت شورا ١٣٨٦ ، ١٤١٣، ١٤٤٤ قطعنامه او ملل متحد سازمان او م فصل د منشور ، ملل متحد سازمان او دبُن د پريکړې د کاميابيدو لپاره جوړ شو .

د ايساف اهداف د نړيوال سازمان تر نظارت او همائې او د افغانستان د سياست مدارانو او مطرح څيرو لخوا جوړ شوي چې عبارت له د امنيت راوستل ، ثبات ټينګول د ملي او  دموکراتيک دولت څخه عبارت ده .

د آيساف مسؤليت او اختيارات د موافقې مطابق چې په ٣ جنوري ٢٠٠٢ کې د فني او نظامي د جان مک لوزمک انګليسي قومندان د آيساف او د افغانستان ددولت لخوا جوړ او لاسليک شو په لاندې مادو او موادو اعلان يې وکړ:

    ١:- د مطمئن امنيت جوړيدل

    ٢:- د ضرورياتو پيژنده او بيا رغونه

    ٣:- د امنيتي قواوو (ملي اردو) جوړونه او زده کړه ورکول.

په٢٠٠٣ميلادي کال کښي داګست په مياشت کښې دآيساف قومانده د اتلانتيک شمالي يعنې ناټو سازمان NATO په غاړه واخيسته آيساف د ملل متحد سازمان په فيصلې سره جوړ شو خو د ملل متحد د سازمان پورې مربوط نده .بلکه له ٣٨ دولتونو نه جوړه شوي چې  دامنيت شورا ، نړيوال سازمان ، اتلانتيک شمالي ناټو په مرسته ئې افغانستان ته قواوې او تجهيزات وليږل او بايد ووايو چې او س ٤٠٠٠٠ قواوې په افغانستان کې لري .

د ايساف ISAF د قوماندان اهداف

د ايساف د قوماندان د رسمي اعلاميې په اساس ايساف په نظرکې لري چې په افغانستان کې امنيتي وضع تاءمين په مرکز او ولاياتو کې دافغانستان د  امنيتي قواوو سره يو ځاي عمليات تر سره شي  تر څو په آينده کې امنيتي قواوې امنيت تامين کړاي شي .

د آيساف قوماندان تائيد کوي تر څو د بيا رغونې کارونه شروع او نظامي برياوې د افغانستان دولت او ملل متحد ماموريت ( يونما) نورو ملکي نماينده ګيو او ائتلاف قواوو په رهبرۍ د امريکا د امنيت تاءميندل ، ازادي د خلکو د ښه ژوند او د يو باثباته دولت جوړول دي .

د آيساف قوماندان په خپل توان ، قدرت او امکاناتو د خلکو او  خيريه بنيادونو په غوښتنه د مختلفو حوادثواو مصيبت زپلو خلکو سره د مرست لپاره حاضر ده .

د آيساف ISAF  نننئ مشخصات 

دا د آيساف ISAF اولينۍ ځمکنۍ ماموريت له اروپا نه خارج په افغانستان کې دی. .

له ٢٠٠٦ ميلادي کال څخه وروسته چې د آيساف وظيفه ناټو ته سپارل شوې هره ورځ د پرمختک په حالي کې ده . او دغه پرمختک او وظيفه د ملل متحد لخوا ورته سپارل شوې ده  او هره ورځ د ناټو قواوې په افغانستان کې د نوي چلنجونو سره مخامخ کيږي . او ناټو کوشش کوي چې ټولې په جنګ اخته خواوې نفع يعنې فايده په نظر کې ولري .

د ايساف قواوې او ملل متحد کوشش کوي او خپله وظيفه ګڼي او د آيساف نظامي وظيفه ده چې په افغانستان کې يو مقتدر دولت جوړشي او دافغانستان دولت ټوله  خاوره له خپل حاکميت لاندې راوړي .

ناټو زمونږ د امنيتي قواوو ، ملي اردو ښه روزنه ، د قضائي اصلاحاتو ،په افغانستان کې د غير قانوني مسلح خلکو خالي سلاح کول او د مخدره موادو له مينځه تګ تخنيکي او لژستيکي کومک کوي ددغه ټولو تدابيرو مشترک هدف د افغانستان دولت جوړونه انکشاف او حاکميت ده .

د آيساف قواوې په خپل موجوديت کې غوړي يو امنيتي محيط جوړ کړي .

ددې کار لپاره د آيساف قواوې په ټول افغانستان کې په ګزمو لګيا دي او دغه ګزمې د (پي آر ټي ) د تيم لخوا حمايت کيږي او انکشاف پيدا کوي .

د آيساف قواوې په اضافه کيدو سره په ټول افغانستان کې د ٢٠٠٦ ميلادي کال د اکتوبرد مياشت نه ٢٤ ټيمونه د بيارغونې د نا ټو په همکارۍ فعاليت کوي . او ٢٥ ټيمه د جوړېدو په حال کې دي .

د آيساف قواوې د ناټو په رهبرۍ د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو په روزنه کې شامل دي . د افغانستان د دولت په غوښتنه به د افغانستان د اردو او ملي پوليسو د ضرورت وړ تجهيزات اکمال شي .  

ملي اردو خپل قابليت ډير زر ثابت کړي او هغه د مختلفو چالشونو لپاره د مکملو تجهيزاتو لپاره ضرورت لري تر څو وکړاي شي چې دوښمن حملو ته ځواب ورکړي .

د آيساف ISAF غوښتنه 

لکه څنګه چې مو مخکې وويل آيساف د بُن د توافقاتو په اساس د ٢٠٠١ کال  دسمبر په مياشت کښى وروسته د طالبانو د رژيم د نسکورېدو جوړ وشو.

د مختلفو جناحو رهبرانو د بن کنفرانس کې ګډون درلود او دخپل هيواد دپرمختک او جوړيدو لپاره ئې د مؤقت دولت په جوړېدو لاس په کار شول .

پدې مرحله کې يونړيواله قوت د ملل متحد تر لاس لاندې جوړشو تر څو د نوي جوړ شوي دولت د امنيت لپاره او د ملل متحد د نماينده ګانو د ښه امنيت تامين وکړي .

پدې خاطر آيساف  د ملل متحد دسازمان يو قوت ندي بلکه د آيساف تر عنوان لاندي دغه قوت د مختلفو ملکونو څخه جوړ او افغانستان ته واستول شول .

مخکې لدې چې آيساف د ناټو له رهبرۍ لاندې وظيفه واخلي د آيساف قومانداني په شپږ مياشتو کې تبديل کيده . له ټولو هغو هيوادونوڅخه چې دافغانستان په صلح او ثبات راوستلو کې سهم درلود هغوي دا تقاضا درلوده چې د افغانستان د کمک لپاره خپل سرتيرې راوليږي تر څو په افغانستان کې امنيت او صلح راولي .

په واقعيت سره که ووايو پدې وخت کې يو درې اړخيزه همگاري د افغانستان د حکومت ، آيساف او نړيوال سازمان په منځونو کې جوړه شوه . ددې هدف لپاره چې په افغانستان کې يو مرفع او صلح آميزه فضاء د يو دولت درامنځته کولو لپاره جوړه کړي .

لمړۍ جدول

Organization Chart

د ناټو مفهوم 

ناټو يا د شمالي اتلانتيک سازمان وروسته د دوهمې نړيوالې جګړې څخه د اروپا د دفاع او امنيت لپاره په مکمل ډول د اروپائي هيوادونو پواسطه جوړ شو .

ناټو خپل لومړني کاريا (ماموريت) چې په بهرنې هيوادونو کې شروع کړ په هغې کې لومړني هيوادونه عبارت دي له بوسنيا او کوسوو چې تر اوسه پورې پدې هيوادونو کې  حضور لري او وروسته افغانستان ته مخه کړه چې دا ماموريت يو له ډيرو مشکلو ماموريتونو څخه ده اما په عين وخت کې ډير مهم او باارزښته نړيوال ماموريت هم دي .

ناټو په افغانستان کې

په ٢٠٠٣ ميلادي کې ناټو خپل ماموريت په افغانستان د لومړۍ ځل لپاره شروع کړ .د غه ماموريت د نړيوالې ټولنې لپاره ډير با ارزښته او کليدي دي تر څو وکولي شي چې د افغانستان په  امنيت ، ثبات او بيا رغونه کې د زړه نه مرسته وکړي دغه مرسته به ځاني يعنې د خپل فوځي ځواک او مالي مرستو په شکل کې وي .د ذکر وړ د ه چې ددې سازمان يعنې د شمالي انتلانتيک سازمان NATO سر منشي اوس مهال جاب يوب دي هوپ شيفر Jobeub De Hopshepher دي . 

د ناټو اهداف

Goals of NATO

څرنګه چې مونږ ته معلومه ده چې افغانستان يو ډير غريب او جنګ ځپلۍ هيواد دي نو پدې اساس NATO دغه خپل يواځينۍ هدف چې د افغانستان لپاره تعين کړي دي تر څو هغه لاسته راوړي کمک او همکاري ده او همدارنګه په افغانستان کې ښه شرايط برابرول دي تر څو پدې هيواد کې د خلکو په خوښه يو منتخب، آرام او په خپل ځان متکي دولت جوړ شي د ناټو رول او نقش د افغانستان په قرارداد او تړون کې چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د دولت تر منځ شوي ډير باارزښته دي چې اهداف ئې د امنيت تاءمين ، د اقتصادي پرمختګ لپاره فرصتونه برابرول ، حمايت ، مرسته او بيا رغونې پروژې په افغانستان کې پلي کول دي .

دناتوسازمان تعهدات پدې برخه کښى په درۍ برخو کښي شامل دي.

١:- د صلح ساتونکو ځواکونو ISAF رهبري او هدايت کول تر څو آيساف وکولي شي يو باثباته شرايط د بيا رغونې لپاره په افغانستان کې ايجاد کړي .

٢:- ناټو همدارنګه د هغو غير نظاميانو متحدينو  د يوه نماينده رول هم اجراء کوي کوم چې د سياسي او نظامي تعهداتو د عملي کولو مسؤل دي ځکه چې  د آيساف،افغانستان دولت اونړيوالي سازمان سره مستقيماً ارتباط لري .اوهمدارنګه د همسايه ملکونو سره د روابطواو برقراريو  جوړولو مسئو ل هم دي .

٣:- د ناټو پراخه او  لويه تګلاره د افغانستان په دولت کې اصلاحات راوستل ، د دفاعي تاسيساتو او نظامي ابعادو جوړول او د امنيت راوستلو په برخه کې تمرکز لري .                                                     

ناټودصلح ساتۍځواکونو (ISAF ) په مرسته چې د ‌‌‌نړۍ والى ټولنې په امر جوړ شوي دي د افغانستان دولت سره د قدرت په غزولو او نفوس کې مرست کوي او همدارنګه د نوي افغانستان لپاره د ښه شرايطود برابرولو په ټاکلو کې دي تر څو په افغانستان کې ثبات او امنيت راشي چې په نتيجه کې به نړيوال پانګوال وکولي شي خپله پانګه په افغانستان کې ولګوي او د افغانستان خلک به د يوه اقتصادي پرمختيا په لورۍ روان شي .

د يادونې وړ ده چې اوس ايساف له ٧٠% څخه زياته خاوره کې د بيا جوړونې اقتصادي پروژې لرۍ څه پروژې تکميل شوي او څه پروژې د تکميليدو په حال کې دي او داسې نورې ډيرې پروژې دي چې په آينده کې به پلي شي.

ټول هغه هيوادونه چې د ناټو په سازمان کې شامل دي د هغوي بيرغونه په لاندې شکل دي .

بيرغ  د غړي هيواد نومد داخليدو کال له طريقه له طريقه
Belgiumبلجيم1949
Bulgariaبلغاريه2004
Canadaکاناډا1949
Czech Repسيچ ريپ1999
Denmarkډنمارک1949
Estoniaايستونيا2004
Franceفرانسه1949
Germanyجرمني1955
Greeceيونان1952
Hungaryهنګري1999
Icelandايس لنډ1949
Italyايټاليا1949
Latviaلاتويا2004
Lithuaniaلتوانيا2004
Luxembourgلګزمبورگ1949
Netherlandsنيدرلنډ1949
Norwayناروې1949
Polandپولنډ1999
Portugalپورتګال1949
Romaniaرومانيا2004
Slovakiaسلواکيه2004
Sloveniaسلوينيا2004
Spainهسپانيه1982
Turkeyترکيه1952
United Kingdomانګلستان1949
United Statesامريکاء   

د ناټو متحدين چې ددې سازمان عضويت نلري او ددې سازمان تر قوماندې لاندې په افغانستان کې د بيا رغونې او امنيت په راوستلو کې فعاله ونډه لري دهغوي نومونه او بيرغونه په لاندې ډول دي .

بيرغد متحدينود هيوادونو نومونهRelated documents
البانياAlbania
ارمينياArmenia
آسترياAustria
آزربايجانAzerbaijan
بيلاروسBelarus
بوسنياBosnia and Herzegovina
کرويشياCroatia
فنلندFinland
يوګسلاوياthe former Yugoslav Republic of Macedonia (*)
جورجياGeorgia
آيرلندIreland
قزاقستانKazakhstan
قرغزستانKyrghyz Republic
مالتاMalta
مولدواMoldova
مونتينګروMontenegro
روسRussia
سربياSerbia
سويډنSweden
سويټزرلنډSwitzerland
تاجکستانTajikistan
ترکمنستانTurkmenistan
يوکراينUkraine
اوزبکستانUzbekistan

د ناټو د قوماندې جوړښت او د آيساف ماموريت

ګرچه نړيوال سازمان د آيساف د ماموريت ترتيب او جوړښت په غاړه لري خو ولې د ناټو په سهم اخيستلو سره او همآهنګي له طريقه يعنې د دغه صلح ساتونکو ځواکونو ترتيب به د نړيوال سازمان او د ناټو په همآهنګي سره کيږي .

او د شمالي اتلانتيک تصميم نيونه هيئت د (ان ، اي ، سي ) د بروکسيل بلجيم شورا لخوا کيږي . دغه شورا يعنې د شمالي اتلانتيک شورا له هغو ملکونو سره چې د ناټو عضويت نلري اود ايساف په قواوو کې د ماموريت وظيفه اجراء کوي هم نږدې همکاري کوي او د تصميم نيونې په برخه کې ورسره مشوره کوي.

د ناټو يعنې د شمالي اتلانتيک سازمان اصلي عالي قوماندنۍ مرکز په اروپا کې (شيپ) د مانس په ښار په بلجيم کې موقعيت لري چې اصلي مسئوليت او قومانده پر غاړه لري .

وروسته د عالي قومانداني د اروپا د متحدينو د مشترک قوت قومانداني برنسم (جي ، ايف ، سي، اس ) چې د هالند په هيواد کې ده چې د عملياتو عالي نظامي قوماندان د اروپا د متحدينو لخوا په اروپا او آيساف کې لري .

د آيساف د ځواکونو دقومندانۍ راتلونکې نتيجه 

د آيساف لومړني نظامي واحدونه چې افغانستان ته راوليږل شو لمړۍ مشري يې د انګلستان تر رهبرۍ لاندې وه .
د دوهم ځل لپاره د آيساف قومانده په کال ٢٠٠٢م کې د جون په مياشت کې د ترکې هيواد لاندې وه .

ددريم ځل لپاره د فبروري په لسمه ٢٠٠٢ ميلادي کال نه تر ٢٠٠٣ ميلادي کال پورې د آيساف مشري د امريکا متحده ايالاتو په غاړه درلوده .

دڅلورم ځل لپاره د آيساف قومانده په يولسم د آګست ٢٠٠٣ ميلادي کال ناټو په غاړه درلوده .

د پنځم ځل لپاره د آيساف قومانده د ٢٠٠٣ ميلادي کال تر آخره پورې د کاناډا د هيواد پر غاړه وه چې قوماندان يې يو کانادائي چې نوم يې جنرال هيلير ؤ.

د شپږم ځل لپاره د آيساف د لومړي قول اردواعزارمي سريع  قومانداني د ډګر جنرال ژان لوئي چې د فرانسې وه په غاړه واخيسته چې دده موده د اګست ٢٠٠٤ نه تر اګست ٢٠٠٥ ميلادي کال پورې اوږده وه .

داووم ځل لپاره د آيساف داعزامي چټک قول اردو قوانده د ترکې د هيواد لاندې وه چې ددوي موده د د فبروري د ٢٠٠٥ م څخه تر اګست ٢٠٠٥ميلادي کال پورې اوږده وه .

د اتم ځل لپاره د چټک ليږلو د قول اردو قومانداني قومانده د امريکا تر رهبري لاندې  شوه .

Organization Chart

لومړۍ مرحله

د افغانستان په شمال کې 

د ٢٠٠٣ ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې د لومړي ځل لپاره په شمال کې د کندز په ولايت کې د شمالي اتلانتيک کنسول يا د تصميم  نيوني اصلي نهاد جنرال جيمز جونز ته د ولايتې  بيارغونې (پې _ار _ټې) دنده دکندز په ولايت کې وسپارله.

دويمۀ مرحله 

د افغانستان په غرب کې

د ٢٠٠٥ ميلادي کال د فبروري په مياشت کې ناټو آيساف قواوو ته امر صادر کړ چې خپلې قواوې د غرب خواته سوق کړي او په نتيجه کې صلح ساتونکي ځواکونه غرب خواته هم پراختيا وموندله ، د ٢٠٠٥م کال په شروع کې د هرات د ولايت نه برعلاوه د پي آر ټي PRT درې ټيمونه غربي ولايتونو ته وليږل او هلته يې په ځينو پروژو کار پيل کړ او س مهال نږدې د پي آر ټي PRT  نهه ٩ ټيمونه  دافغانستان په لويديځ کې کار کوي .

او دغه اقتصادي پروژې د محلي مقاماتو او مشرانو په مرسته عملي کوي .

دريمه مرحله 

د افغانستان په جنوب کې

د ٢٠٠٥م کال  د دسمبر په ٨ د ناټو د ارکانهرب په جلسه کې چې په بروکسيل کې د ناټو د غړو هيوادونو د خارجه وزيرانو يوه طرحه امِضاء کړه چې دغه طرحه ددې سبب شوه چې د ناټو د پرمختک لپاره ئې په افغانستان کې لاره خلاصه کړه .

دا هغه مرحله وه چې پدې وخت کې په افغانستان کې د صلح ساتونکو ځواکونو تعداد د ١٠ زرو څخه ٢٠ زرو ته اوچت شو چې پدې اساس ناټو تصميم ونيوه چې  د خپلو ځواکونو پراختيا بايد جنوب خوا ته وغځوي .

څلورمه مرحله

د افغانستان ختيځ خواته 

د ٢٠٠٦ ميلادي کال د اکتوبر په ٥ نيټه د آيساف پرمختک د افغانستان د شرق په استقامت شروع شو چې په نتيجه کې ټول افغانستان يې دخپل جتري لاندې راوست اودغه ځواکونه دامريکا په مشري په شرق کې خپل ماموريت ته شروع وکړه .

چې ٢٨ ټيمونه د ولايتي بيا رغونې يعنې دPRT تر رهبرۍ لاندې کار کوي دغه ټيمونه د وړو ګروپونو څخه تشکيل شوي دي چې په راءس کې يې باتجربه او لايقه مشران قرار لري چې دافغانستان د ملي اردو د ټولګيو رهبري او هدايت پر غاړه لري ، آيساف خپل اقتصادي فعاليتونه او د بيا رغونې پروژې د همدغه ګروپونو پواسطه پر مخ بيائي چې تر اوسه په ١٠٠ هاوو ميلونه ډالر يې د سړک جوړونې ، پل جوړونې ، کلينيکونو ، مکتبونو او داسې نورو پروژو باندې مصرف کړي دي .

د بيا رغونې او امنيت راوستلومعاهدې د افغانستان

د دولت او دناټو دسازمان سره

Organization Chart

الف:- پيژندل د اوږدوخت د څلورخواو مرستو ګډون

په اساس د کاميابيدو د انتخاباتو د ملى مجلس په ٢٠٠٥ميلادي کال کې چې دبن د مذاکراتو او دلندن دکنفرانس مخصوصاً د ناټو او افغانستان د قرار داد د متعهد کيدو او نورو سازمانونو غوښتنه ده چې يوه باثباته او ديموکراتيک او آرام افغانستان د جوړکړي شي .

ناټو او نړيوال سازمان پدې باندې ښه پوه دۍچې په افغانستان له مرکزي او جنوبي آسيا څخه تهديدونه ډير زيات دي . نو د ناټو نهائي مسئوليت او لاسته راونه په افغانستان کې د امنيت راوستل دي.

دې هدف ته د رسيدو لپاره ناټو ته دا ډيره مهمه ده چې نړيوال قواوې د افغانستان امنيت او د دفاعي تاسيساتو انکشاف او زياتوالي په خپله غاړه واخلي تر څو وکولي شي په افغانستان کې ثبات قايم او هغه وساتلي شي .

د ناټو ددې ارادې د تثبيت لپاره د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي د ډير لوړ ارتباط ساتلو لپاره د متحده ملکونو د خارجه وزيرانو ترمنځ په کال ٢٠٠٥ ميلادي کې پريکړه او تصميم ونيوه تر څو د همکارۍ دغه برنامه يا قراردادنامه  جوړه کړي .

دغه پورتنۍ برنامه د افغانستان د دولت او په ځانګړي توګه د ناټو د سازمان سره ده چې د افغانستان ملي حاکميت ، استقلال او تماميت اراضي ساتلو دۍ.

د ناټو مرستې دافغانستان سره ددغه بيانيه باندې محدود ندي . د افغانستان اسلامي جمهوريت او د ناټو متحدين پدې باندې باور لري چې امنيت يواځې د نظامي لارو څخه نشي تر لاسه کيدي . بلکې دامنيت لپاره يو ښه او مناسب

حکومت ، عدالت او د قانو پلي کول ډير ضروري دي او همدارنګه بيارغونه د

 نړيوالو ادارو په همکاري او مخصوصاً د منطقه  د تقويت په خاطر ضروري ده

چې د افغانستان او ګاونډيو هيوادوتر منځ د ښې اړيکې جوړې شي او يو بل سره د امنيت په راوستلو کې همکاره شي نو ددې په اساس په ٢٠٠٢ميلادي کال د دسمبر په٢٢ نيټه يو موافقت نامه امضاء شوه چې پدې برخه کې د کارکولو ژمنه ښودلې . او دا موافقتنامه ډيره مؤثره تمامه شوه.

افغانستان پدې باور لري چې تروريزم ، افراط ګرائي  او د مخدره موادو قاچاق د امنيت په راوستلو کې لوي خنډونه دي نو پدې اساس ضرورت دى چى د نړيوالو په مرسته او همکارۍ ددغه تهديداتو د حذف کولو لپاره لازم ظرفيتونه رامنځته کړي .

افغان حکومت پدې باندې پوهيږي چې په حاضر وخت کې پدې قادر ندي چې خپل امنيتي ضروريات په يوځاي توګه پوره کړي ځکه افغانستان نه داسې کلک او مضبوط دفاعي سيستم لري او نه کافي انداز عسکر لري تر څو دغه تهديدات پرې دفعه کړي نو ددلپاره چې په ملک کې امنيت او ثبات رامينځته شي او هيواد يو اقتصادي پرمختګ وکړي  نود افغانستان حکومت د ناټو همکاري دامنيت او ثبات راوستلو په برخه کې ډيره قدرداني کوي .

افغانستان تصميم لري چې هر څه ژر خپل قابليت ، ملي امنيت تامين کول او خپل د فاعي تاسيساتو بيارغونې ته وده ورکړي تر څو د آيساف او نړيوال نظامي قوتونه سره په مؤثره توګه عمل وکړي . او خپل لازم ظرفيت د مستقل اقدام اخستلو کې ښه کړي .

افغانستان په حاضر حالت کې دې ته چمتو دي چې خپل همکاري د متحدينو سره يو ځاي د ناټو د غړو هيوادونو په همکاري خپل استعداد زيات او دهغوي سره همکاري او د دفاع اصلاحاتو تقويه ، د  دفاعي او  نظامي احتياجاتو او دامنيت جوړښت او نور و وروسته پاتې حوزو ته زياتوالي او پراختيا ورکړي .

په اوږد مهاله موده کې افغانستان ارزو لري چې د صلح ساتونکو په عملياتو کې چې د ناټو په رهبرۍ د امنيت او ثبات راوستلو لپاره تر سره کيږي همکاري وکړي.

ب:- د همکاري اساسي ګټه 

د مفاهم اوهمدارنګه د موجوده منابع او په هغه شرايطو کې چې ناټو وکولي شي دتوان په صورت کې او خپل قابليتونه د ضرورت په اساس د خپل بوديجې ، طريقه د اوليت بندي په لازم توګه ددې ملک سره مرسته وکړي چې واقعي بڼه ولري او د افغان مقاماتو په رهبرۍ باندې ولاړ وي او دهغوي د قابليتونو منعکس  کوونکي وي .

ددغو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره بايد چې داسې برنامه چې ضروري وي او دافغان مقاماتو سره چې مناسب نقظې داتصال مشخص او وپيژني او اجراکيږي بايد شريک شي . دنورو مقاماتو فعاليتونو ته او همکاري برنامو ته دې توجه وشي او پدې سره د بايد چې ممکنه همکاريو ته د زيات توجه ورکړي او د بي جهت هڅو څخه مخنيوي وشي.

افغانستان بايد چې د حاصل شوې نتايج د لندن د کانفرانس او خصوصاً د افغانستان پيمان او نړيوال مجمعه چې د دې په ذريعه د همآهنګي هيئت نظارت او coordinate کيږي توجه وشي.

ج:- ګډ ( مشارکتي ) فعاليتونه په حاضره برنامه کې 

د منتخب ( پي ، ايف ، پي) د وينا او فعاليتونو په اساس طرح شوې تر څو د افغان مقاماتو ضروريات پوره کړي .

دغه ددې ښکارندوي کولي شي چې د افغانستان همکاري د ناټو د مقاماتو او نورو ملتونو په سازمان شوي فعاليتونو کې برخه واخلي ، هماغه فعالتونو په څير کوم چې په منځينۍ آسيا کې د لاس لاندې نيول شوي وه . چې دناټو او دهغوي د متحدينو ټيمونه پکې شامل دي .

د:-د مشارکتي خپرونې او سنۍ فعالتونه

د (پي ، ايف ، پي ) وړانديزونه او فعاليتونه د يو غوره پلان په اساس طرح شوي تر څو د افغاني مقاماتو اړتياوې پوره کړي .

چې دا کار کولي شي چې دافغانستان مرسته د ناټو د مقاماتو سازمان شوي فعاليتونو او يا نورو ملتونو سره شامله  وي.

لکه هغه فعاليتونه چې  د مرکزي آسيا لپاره پلان شوي په هغې کې  د ناټو او د ناټو د متحدينو ټيم شامل دي چې د تخصيصي مشاوره په خاصه توګه د نظامي اصلاحاتو په نظامي تاسيساتو نظامي اړخونه د امنيتي اصلاحاتو برخه او همدارنګه د افغاني تخصيصي ټيم ليدنه او مذاکره د ناټو د مرکزي سناد ( ارکان حرب) سره د ناټو د رهبرۍ لاندې په مخصوصي فعاليتونو کې شامل دي . چې د افغاني برخه اخيستونکو لپاره طرحه شوي لکه هغه تعليم او سيمينارونه چې دناټو ددفاع په کالج او د ناټو د ملتونو لپاره نيول کيږي .

همدارنګه په افغانستان کې کوم فعاليتونه چې سرته رسيږي دهغه ملي تجاربو او قابليتونو څخه بهره من دي چېد منتو نيګ او ليزون د عملياتي ټيمونه پکې شامل دي .

هـ :- د اجراء او ارزيابي ملاتړ

ناټو اوافغانستان په بيلا بيلو برخو کې د تل پاتې پرمختيا او ودې او هميشنۍ ارزيابي او د هغو خبرو چې په توافق رسيدلي د هغو د سرته رسولو لپاره زمينه مساعدوي .

چې په دغه مشورو کې د غير نظاميانو ارشد نماينده نه هم دافغانستان د حکم او تړون سره سم په بروکسيل کې په مکمله توګه برخمن کيداي شي .

د افغانستان اوسنۍ اقتصادي قابليتونو او د ناټو د عملياتي تعهداتو په  پام کې نيولو سره په افغانستان کې متحدين هم دامکان په صورت کې د منظمې بررسي ، د سياست تامين (پي ايف پي) ددغه خبرو نه د اجراء يا سرته رسولو لپاره د استفادې وړ دي .

ملګرو ملتونه هم کولي شي چې د سپارل شوي مکانيزم هماغه (پي ايف پي) څخه استفاده وکړي ، ددې خپرونې تر سره کول ممکن کيدي شي تر څو د تبادل او د افغان او ناټو د ګډ ضروري اسنادو ساتل وي .

و :- قوا او دارائي

افغان مقامات ، ناټو او د هغوۍ متحدين د گډو وسايلو نه په استفادې سره او د مؤسساتو په جدي هڅو سره د قوا ، دارائي او د زدکړې د مناسبو وسايلو په افغانستان کې درلودونکي دي تر څو وکولي شي چې د دغه وسايلو څخه ددغه مقاصدو يعنې د همکارۍ او  امنيت راوستلو د لاسته راوړلو لپاره ترې استفاده وکړي.

دغه وسايلو کې هغه کسان شامليږي چې د دغه برنامې په سيستماتيک کولو او ارزيابي کې ګډون وکړي ددې لپاره چې هغه اهداف چې تعين شوي دي لاسته راوړي لکه د همکارۍ د قابليت کچې ته ارتقاء ورکول ، د ملي اوردو قابليت ته وده ورکول او دافغانستان د بيارغونې خپرونې ته توسعه ورکول دي ، هدف د يو ښه ، معتبر او حرفوي ملي پوځ رامينځته کول دي تر څو افغان مقامات  وکولي شي چې پخپل ملک کې امنيت او ثبات راوستلو کې کامياب شي او دغه کاميابي يوازې دنړيوال نورمونو سر سم د خارجي همکارۍ په نتيجه کې رامنځته کيږي .

ء:- د همکارۍ اصلي حوزې 

د تعين شوو مفادو په اساس ددغه خپرونې په ٤ بند کې په دفاعي اقداماتو، نظامي ابعادو ، امنيتي برخو اصلاحات او همدارنګه هغه ټوله زمينه چې ناټو او افغانستان تعين کړې ده چې هغه کې د ناټو همکاري د افغانستان  د ملي اوردو سره تر  څو ددوي قابليت زيات شي او خپله وکولي شي د افغانستان امنيت ټينګ کړي .او د ناټو اصلي هدف هم د افغانستان په ملي اوردو باندې تمرکز کول دي .

ددې هيوادونو د متقابلو کوښښونو څخه يو دا هم دي چې د امنيتي او ملي دفاع نهادو ته شفافه وده ورکول ، د بين المللي او ښو قوانينو سره سم يو ديموکراتيک افغانستان رامينځته کول دي. د ښه

د آيساف د ځواکونو رول او مسئوليت د ناټو تر رهبرۍ لاندې

د شمالي اتلانتيک شوراى د خپلو متحدينو د جوړښت او تصميم نيونې او هغوي ته د سياسي لارښونې او په عمومي توګه د آيساف د پيوستون او انسجام مسئوليت په غاړه لري .

او دغه قومنده او امر د هغو هيوادونو سره چې د ناټو په تړون کې برخه نلري خو افغانستان ته د عساکرو په ليږد کې برخوال دي د هغوي سره مشوره کې تر سره کيږي . په کابل کې امريکائي متحدينو د نمائنده ګۍ او رهبرۍ په منظور په ٢٠٠٣م د اکتوبر په مياشت کې يوه ملکي اداره د ناټو تر مشرۍ لاندې جوړشو .

د ترکيې ځواکونو څخه حکمت حسين لومړنۍ شخص ؤ چې په ٢٠٠٣م کال د نومبر په مياشت ددغه مقام چارې په لاس کې ونيولې ، هالندي سفيردان ايورتش په ٢٠٠٦م کال د اګست په مياشت کې د ښاغلي جتين  پر ځاي ددغه ادارې چارې په لاس ونيولې او دناټو د ځواکونو نه رسماً په افغانستان کې نمايندګي کوله .

ايورتش په افغانستان د ناټو سياسي او  نظامي مقاصد پرمخ بيول او همدارنګه د ناټو په مرکز بروکسيل کې دوي يوه مستقيم چينل هم جوړ کړي چې بيا دغه ملکي مشرانو لخوا هغو ته سپارښتنه کيده او په مقابل کې ئې دغه ثر ته هغوي هدايت او لارښونې کولې . د ناټو دغه نمائنده د آيساف ، د افغانستان دولت ، مدني ټولنې ، بين المللي ټولنې او د افغانستان د غير دولتي اداراتو سره د پيوستون نه علاوه د افغانستان د ګاونډيانو سره هم ارتباط لري .

د نور امنيتي ملګرو سره ونډه اخيستنه 

ناټو يواځې يوه امنيتي همکاري ندي چې په افغانستان کې فعاليت کوي او نه يواځې يوه بين المللي ټولنه دي چې د افغانستان نه حمايت وکړي . برعلاوه لدې چې آيساف د تل پاتې آزادۍ لپاره د امريکا تر لارښونې لاندې د طالبانو او القاعدوو په ٢٠٠١ ميلادي کال کې له مينځه يوړل اوس هم د هغه ګواښو په وړاندې چې ددغو ډلو لخوا کيږي دغه صلح ساتونکي ځواکونه يې په مخ کې وجود لري .

د روسې په شمول د افغانستان لپاره ددغه اتحاديې مختلف غړي او دنړۍ ستر صنعتي او شتمن هيوادونه د آيساف په مرسته په مشخص ډول ددوي رهبري په غاړه لري مرسته کوي.

همدارنګه د ٢٠٠٣ ميلادي کال نه تر اوسه پورې د امريکا متحده ايالات د اوردو لپاره د زده کړې کوښښونه په غاړه لري ، ناټو د اوردو لپاره شپږ اونيز تعليمي کورسونه جوړ کړي چې دغه کورسونه شامل دي په ليږل د ناظره پيوستون کوونکي د جزد کال شوه چې دافغان مختلف قومانداني سره کوي.

آلمان د ملي پوليسو چې اوس امريکا هم پدې کې اړه لري د زده کړې وظيفه په غاړه لري ايټاليا د قضائي اصلاحاتو مسئوليت په افغانستان کې پر غاړه لري .

او برتانيه بين المللي کوښښونه د مخدره موادو د تجارت او توليد د مخنيوي دنده په غاړه لري .

د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل پر اساس په افغانستان د امنيت او صلحې د پياوړتيا مسئوليت په غاړه لري . مګر دغه وظائف د هغه وظائفو سره چې ناټو په بوسنيا هزکوينا او کوسوو کې درلود فرق لري ځکه هلته ناټو د اصلي امنيت تاءمينوونکي ؤ او په افغانستان د امنيت د ارتقاء او حمايت دنده پر غاړه لري .

او افغاني مقامات د اصلي امنيت تاءمينونکي دي دغه دنده د بُن دکانفرانس  په اساس په ٢٠٠١م کې وټاکل شو . او ددغې کنفرانس جزيات په ٢٠٠٢ م کال د جنوري پپه مياشت کې د يوې تخنيکي او نظامي توافق له مخې د آيساف  او د افغانستان د مؤقت دولت تر منځ تشريح شو .ددغه توافقاتو له جملې څخه د افغانستان د امنيت د راوستلو تر څو د دولت کارکوونکي او دملګرو ملتونو ته کارکوونکي په امنيت کې خپل فعاليت وکړي . سره لدې چې آيساف د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته راغلي مګر آيساف د ملګرو ملتونو ځواک ندي . د آيساف ځواکونه د څو هيوادونو د ايتلاف دي چې د امنيت د شوراى په صلاحيت افغانستان ته راغلي او د ناټو هم ددوي نه ساتنه او حمايت کوي .

اوس ناټو دغه ځواکونه مشري په غاړه لري او دغه ځواکونه د هغه هيوادونو لخوا تمويليږي چې خپل عساکر افغانستان ته ليږي . د ٢٠٠٦م کال تر اکتوبر مياشت پورې ددغه ځواکونو شمير ٤٠ زرو ته ورسيده چې د ناټو ټول ملګري پکې گډون لري .

د طالبانو د سقوط سره او د دوه لسيزو جګړو د تيرېدو وروسته افغانستان د نړۍ په سطحه يو فقير هيواد ؤ او ډير زيات ماينونه پدې هيواد کې ښخ شوي ؤ .

دا چې د افغانستان نفوس ٣١ ميلونه دي پدوي کې ٧٠% خلک يې د خوراکي موادو د لږوالي سره لاس او ګريوان دي او پدغه هيواد کې د عمر منځنۍ حد ١٨ نه ٤٣ کالو پورې اټکل شوي دي .او کلني عايد د في نفر په سر ٣٠٠ امريکائي ډالره اټکل شوي دي .

دهمدغه ستونزو په پاملرنې سره څو بين المللي غونډې د افغانستان سره د مرستې په منظور جوړشويدي د همدغه غونډو په سلسله په ٢٠٠٢ م کال په توکيو کې يوه غونډه جوړه شوه چې د ملګرو ملتونو د ټولنې لخوا د افغانستان د بيارغونې د درې کلونو لپاهر ٤،٧ کليارده ډالرو وعده وشوه .

او مرسته کوونکو هيوادونو ددوهم ځل لپاره په برلين کې د ٢٠٠٣ م کال د مارچ په مياشت کې ٨،٢ مليارده ډالرو د مرستې وعده وشوه د راتلونکي درې کلونو لپاره وعده وشوه .

په ٢٠٠٦ م کال د جنوري په مياشت کې په يوه عمده بين المللي غونډه کې نړۍ رهبران او مرسته کوونکي هيوادونه د افغانستان د بيارغونې لپاره يو پنځه کلن موافقې ته چې د ( کامپکت )په نامه سره ياديږي موافقې ته ورسيدل چې په هغه کې د امنيت ، د اقتصاد د ودې او ددغو برنامو د عملي کولو لپاره ښه حاکميت وټاکل شو او ددغو برنامو د ښه عملي کولو لپاره ١٠،٥ مليارده امريکائي ډالره مرستې وعده وشوه .