بادام او د هغوی پيژندنه

clip_image002

د لـــــــــــــــــوړو زده كــــړو وزارت

د كــــابل پوهنــــــــــــــــــــــتون

د كـــــــرهنې پوهنـــــــځې

د هــــارټيكلچر څانگه

د بادامو د توليد په اړه تخنيكي اوعلمي لارښونې

ترتيب كــوونكي:  سميع الله( رحــــــــــــــيمي)

لارښود اســــتاد:  پوهنوال نور الدين (قاسمي)

د سيمينار استاد:  پوهنمل مسعود (ســــــــعيد)

    كال: ۱۳۸۸ ﮬ ل    

Text Box:
د مطـــالبو فهــــــــرست

ګـڼه عـــــــــــنوان                                                                                                             صفحه

1- ســــــــــــريزه—————————————————————————————4

2- بـــــــــــــــادام ————————————————————————————–5

3- د بادامو عــلمي طبقه بندي—————————————————————————-5

4- د بادامو پيدايښـت او تاريخ —————————————————————————5

5- د بادامو د كرلو او توليد ساحې په افغانستان كښې——————————————————-5

6- ولې بادام كـــــرل كـــــــيږي؟ ————————————————————————6

7- د بادامو تغـــــذيوي ارزيښت————————————————————————–6

8-  چيرته بادام كــــرل كـــيږي؟————————————————————————-7

9- نوعـــــــــــــې—————————————————————————————8

10- تكــــــــــــثير—————————————————————————————9

11-  مورني پايه —————————————————————————————9

12- د بادامــــــــــــو د باغ جــــــــــــــــــوړول———————————————————-10

13- ګـــــــــــــــرده افشـــــــــــــــــــــــــــاني ———————————————————–11

14- د څـــــــــــــــانګو پريكـــــــــــول او تربيه———————————————————-11

15- د شــــــنه كيدو خــــاصــيتونه ———————————————————————12

16- د نوې كرل شوي ونې روزنه ———————————————————————12

17- د اصـــــــلي شــــــــاخونو انتخاب —————————————————————–13

18- د اضافي او ځوانو څانګو پريكول——————————————————————13

19- د ســــــــــــــــــــــــرې اړتياوې ——————————————————————-14

20- د لويو او كوچنيو تغذيوي موادو رول ————————————————————–15

21- اوبه وركول ————————————————————————————-16

22- د باغ نورې اداري چاري ————————————————————————-18

23- د حاصـــــــل جمع اوري ————————————————————————-19

24- نتيجـــــه ګيري ———————————————————————————-20

25- مــا ًخـــــــذونه ———————————————————————————-20

ســـــــــــــــريزه

لكه څــــرنګه چي د افغانستان د اقتصاد په پياوړي كيدو كي د ميوو ونډه ډيره زياته ده او هـــر كال يوه زياته اندازه مختلفې ميوې بهرنيو هيوادونو ته صــــــــادريږي او له دي دركه د ياد وړ اندازه خارجي اسعار لاس ته راځي.

 د افغانســــتان طبيعي شرايط د ميوو د روزني لپاره خورا مســــــــــــــاعد دي او څرنګه چى تر اوسه پوري د ميوو د فني او علمي اصولو څخه ډيره لږه يا هيڅ اســـــــتفاده نه ده شــــــوي. نو له دي كبله د ميوه په اړه د علمي معلوماتو په وړاندي كولو سره كيداي شــي چي د افغاني باغوانانو او ميوه روزونكو  كلني حاصلات د كميت او كيفيت له نظره څو ځلې زيات شي.

نو له كبله مي وغوښــــــــــتل چي د بادامو د توليد په اړه د  دغه تخنيكي معـــــلوماتو په اړه خپل سيمينار جوړ كړم چي په دغه سيمينار كښي را سره محترم اســــــتاد پوهنوال نور الدين قاســمي چي زما د دي سيمينار لارښود اســـــتاد دي د زړه كه كومې څخه مننه كوم چې بي سـارې مرسته يي را سره وكړه.

او نور ټول هغه دوستان چې زما سره يي د دي سمينار په جوړولو كښې مرســــته كړي د زړه له كومې ور څـــخه مننه كوم هيله ده، دغه علمي معــــــلومات زمونږ ګرانو محصــــلينو او محترمو بزګرانو ته ګټور ثابت شي تر څو په اينده كښې زمونږ محصــولات (بادام) په علمي او بين المللي (نړيوالو) ماركيټونو كښې ښه ماركيټ ولري.

مننه

سميع الله (رحيمي)

بـادام

د بادامو علمي نوم Prunus dulcis او د Rosaceae په كورنۍ پوري تړلي دي او يو د هغــــــــــــــــــــه ډيرو مهــــــــمو سوداګريزو ميوو يا مغزبابو له ډلي څخه دي چى په پراخه  پيمانه زمونږ په ګــــــــــــران هيواد كښي روزل كيږي.

دا يوه وړه پاڼريژه ونه لري چـــــي د 4-10m پوري اوږدوالي (Height) لـــري او د ونې د تنې قطـــــر يي تر 30cm پوري رســــــــــــــيږي. ګلان يي ســــــــــپين يا كم رنـــګه ګلابي رنګ لـــــــري. ميوه يي د 3.5-6cm اوږدوالي لـــــري.

د بادامو پيدايښت او تاريخ:

بادام د لويديځي اسيا د وچو- ګرمــــو سيمو بومي (اصلي) بوټي دى. د بادامو د كرلو مهم هيوادونه هســـــــپانيه، ايټاليا، امـــــــريكا، تركيه، فرانســـــــــــه ، الجــــــــزاير، مـاروكــــو، ســـــــــــوريه، افغانســــــــــــــــــــتان او ايران دي.

بادام د ۳۶ څــــــــــــــخه تر ۴۵ درجـــــــو عــــــرض البلد كښــې چـــــــي ملايم اقليمي شـــــــرايط ولري كرل كيږي. (2)

د بادامـــــــــــــو عــــــــــلمي طبقــــــــــــــــــه بندي: د بادامــــــو عــــــــــلمي طبقه بندي په لاندي ډول ده. (5)

Scientific classification
Kingdom: Plantae Division: Magnoliophyta Class: Magnoliopsida Order: Rosales Family: Rosaceae Subfamily: Prunoideae Genus: Prunus Subgenus: Amygdalus Species: P. dulcis
Binomial name
Prunus dulcis

 

د بادامـــــو د كـــرلو او توليد ســـــاحې په افغانســــــتان كښي:

په افغانســــــــــتان كښي د بادامو د كرلو مهمې سوداګريزي سيمې بلخ (خلم)، تخــــــار ، كندز ، بغلان ، سرپل ، سمنګان ، زابل ، ارزګان ، كندهار ، او هرات دي. د نوموړو ســـــيمو د بحر د سطــــــــــــــحې څخه د لوړوالي ۳۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ مترو پورې رسيږي. په افغانستان كښې د بادامو د كرلو ټوله ســاحـــــــــه ۱۱۴۸۵ هكټاره ځــــــمكه ده او په يوه هكټاره باغ كښي د بادامــــــــــــــــــــو كلنې منځنې توليد ۱ز۱.۴ ټنه بادام دي. بادام پس له انګورو او پستې څخه په ســــوداګريزه كچه دريم مقام لري. هـــــر كال په ډيره زياته پيمانه بادام بهـــــــــــــرنيو هيوادونو لكه پاكستان، هند او نورو هيوادونو ته ليږدول كيږي.(3)

ولې بادام كرل كيږي؟

بادام ، غوزان ، پسته او زنغوځي د افغانســـــــتان د مهــــــمو وچو ميوو څخه ګڼل كيږي. په كال ۱۹۷۲ ميلادي كلونو كښې افغانستان د نړۍ ماركيټونو ته% 37-45 وچه ميوه برابروله.

همــــدا رنګه د ۱۹۷۴ ميلادي كلونو د جنګ په پيل كښې ، د افغانســــتان باغونو او قوريو ۴۰% د ملي وارداتو سره مرسته كوله. افغانستان د بادامو د ۶۷ نوعو اســاسي ټاټوبي هيواد دي. په افغانســــتان كښي كروند ګر زياته ځمكه په بادامو كري چي د اعلي كيفيت لــرونكي دي. دواړه سخت او نرم پوســــــــتي بادام يي د بهرني ماركيټ وارداتو لپاره تر ټولو ښه امكانات لري. برسيره پر دي ، د هيواد مناسب زراعتي حالات په يو لړ زياتو ولسواليو كښي د بادامو كرنه او توليد غښتلي كوي. په اوسني وخت كي د بادامو توليد په ځـــــــــــانګړي توګه په ارزګان، كندز ، بلخ ، سري پل او كندهار، پروان ، سمنګان او زابل ولايتونو كي كيږي.

د  بادامو د 100g زړو تغذيوي ارزښت: په لاندي جدول كښې ښودل شوي دى. (6)

Almond, nut, raw
Nutritional value per 100 g (3.5 oz)
Energy 580 kcal   2420 kJ
Carbohydrates     20 g   – Sugars                  5 g   – Dietary fibre        12 g   Fat                         51 g   – saturated              4 g   – monounsaturated 32 g   – polyunsaturated   12 g   Protein                  22 g   Thiamine (Vit. B1)  0.24 mg 18% Riboflavin (Vit. B2)  0.8 mg 53% Niacin (Vit. B3)      4 mg 27% Pantothenic acid (B5) 0.3 mg 6% Vitamin B6  0.13 mg 10% Folate (Vit. B9)  29 μg 7% Vitamin C   0.0 mg 0% Calcium      248 mg 25% Iron              4 mg 32% Magnesium  275 mg 74% Phosphorus  474 mg 68% Potassium    728 mg 15% Zinc             3 mg 30%

چيرته بادام كرل كيږي؟

بادام د نورو نباتاتو په شان په حاصـــــل خيزه خاوره كي ښـــــــــه حاصل وركوي  دا د غونډيو په څنډو، ډبرينو خاورو او نورو داسې ځايونو چي د منظمي كرني لپاره مناســب نه وي، پياوړي اقتصــادي حاصــلات توليدوي. دا يو ژوره ريښه لرونكي نبات دي او په هغه خــــاوره كښي ښــه كرل كيږي چي ژوره ، حاصـــــل خيزه ، اوبه لرونكي او ښـــه شګلنه نرمه خاوره ولري.

دا چي شګلنه خاوره زياتره وخت د نبات د غذائي عناصــــــرو كمبود لري، د نبات منظـــــم اوبه وركونې ته بايد ډيره پاملرنه وشي. همـــــــــــدارنګه د بادامو ونې نايتروجن (N) او فاسفورس (P) لوړي كچي ته اړتيا لري. په شګلنه خاوره كښي بادام په اسانۍ سره كرل كيږي او كه چيري په منظـــــم شـــــكل سره وكرل شــــــــــــــي، نو Inter cropping په كښي په نسبي توګه ښه حاصل وركوي.

دا چي بادام د ريښو غښــتلي سيستم لري نو له دي كبله د نورو پاڼريژو ميوه جـــــاتو د نباتاتو په پر تله د وچكالۍ ښه زغمونكي دي. په وچو سيمو كښي د بادامو يو شــمير ورايټي ګانې لكه د شــــــــــفتالو ، الو او زردالو لپاره د Rootstock په شكل د استفادي سپارښتنه كيږي.

بادام كيداي شي چي په سخته خټينه خاوره   (Clay soil)كښي وكــــرل شي، مګر نبات په دغه حالت كښي قوي نه وي ، حاصلات يي بطي او د نبات د ژوند موده كمه وي. د اقليمي حالاتو له مخي ، د بادامو نبات نرم ژمي او اوږد او تود دوبي ته اړتيا لري چي د رطوبت كچه په كښي كمه وي دا كيداي شي په يخو ســـــيمو كښي وكـــرل شي ، مګـــــــــر پياوړي حاصلات يي كيداي شي په داسي سيمه كښي لاسته راشي چى د بحــــــــر له كچې څخه ۷۰۰-۱۴۰۰ مترو لوړوالي ولري. همـــدارنگه د پسرلي په موسم كښي پرخه او د رطوبت لوړه كچه كولاي شي د نبات ګلانو ته زيان ورسوي.

د ودي په دوره كښــــــــي ډير باران هر وخت مضر دي په ځــــانګري توګه د ګل د غوړيدو په وخت كښي. دا د موچيو فعاليتونه او همــــــــدارنګه د ميوې اندازه كموي. د ميوي د نيولو په وخت كښي دا د حشراتي او بكتريائي ناروغيو لكه توره ريښه او (Rhizopus rot) سبب كيږي. 

همدا رنګه ډير باران د ميوې شكل تور ګرځوي او د ميوې اصــــلي كيفيت له منځه ځي. بادام ژمني خوب مودي ته كمه اړتيا لري يعنې د هغه Chilling Requirement له (300-600hours) پوري دي. دا چــى دغه نبات د ژمني خوب او د ګل غوړيدو لپــاره تودوخي ته په نسـبي توګه كمه اړتيا لري، دا د لږ وخت لپاره پاڼه توييدونكي نبات دي (فبروري له پيل څخه د مارچ تر لومړنې اونې پوري).

كه څه هم په هغو سيمو كي چي زياته پرخه ولري ، د پرخي اثراتو ته ډير حســــــاس دي د بادامو د كرني موسم له  (۶-۸) مياشــــــتو دي او كيداي شي په اوبه نه لرونكو سيمو كــــــــښي وكرل شي چيرته چي د كلني اورښت كچه له    (۵۰۰-۷۰۰) ملـــي متره وي. او بادام له ۱۸۰-۲۴۰ ورځو ته ضرورت لري تر څو د هغه زړي پاخه (Mature) شي.

د بادامو د توليد تكنالوژي:

۱- نوعې (Varieties) :

په نړيواله كچه دا منل شوي چي بادام له افغانـــتان څخه منشاء اخيستي ده.  په افغانستان كښې (67)  نوعې بادام كرل كيږي. په ســـــيميزه كچه ډيرې مهمې نوعې ســـتار بهايي (كاغذي پوست) او كابلي بادام (نرم پوست) دي. دا دواړه نوعې د ښه كيفيت لرونكي دي او په ســيمه او صادراتو لپاره لوړه تقاضا لري. په تجارتي شكل په نړۍ كښــــې د بادامـــــــو مختلفې نوعې كـــرل كيږي چې د توليداتي تكنالوژى مختلف مركـــزونه لري او د نوعو يو ځـانګړي انتخاب لري.  سيميز يا محلي بادام په دوه قسمونو ويشل شوي دي.

  1. خواږه بادام
  2. ترخه بادام

خواږه بادام بيا په دريو نورو برخـــــــــــــو ويشـــــــل شــــــــوي دي.

  1. سخت پوست لرونكي نوعي : (Peerless and Drake)
  2. نرم پوست لرونكي  : (Jordanolo and Ne Plus Ultra)
  3. كاغذي پوست : (Non Pareil)
Text Box:  
لمړي شكل: ستار بائي بادام
Text Box:  
دوهم شكل: كاغذي پوست بادام

NONPAREIL نوعه يا Variety يي تر ټولو ښه ده ، ځكه چې دانې او حاصـل يي ښـــــــــه كيفيت لري. دا د پوستكي په دننه كښــــي منځـني اندازه ، نرم او په زړه پوري زړي لري او د پوســــــتكو ډيره  زياته(65-70%) فيـصـــــدي لري  .

CARMEL د NONPAREIL نوعې لپاره تر ټولو ښه القــــــــاح كوونكي (Pollinizer) يا ګرده برابرونكي دي. د بادامو زياتره نوعې او ورايټي ګانې په منظم شكل ميوه توليدوي.

2- تكــــــــــــــــثير (Propagation) :

د بادامـــو د ونى تكثير د تخـم په ذريعه امكان لري او د مديترانې په بعضو سيمو كښې عملي شوي دي. مګــــر د دغو نباتاتو ورته والي ډير ضعيف دي او پدي اساس د بادامو زياتې كرل شــــوې ورايټي ګانې Varieties يو له بل ســـره متضادې دي يعنې پدي معنې چى دوي يو له بل سره نه القاح كوي .

نو پدي اساس هغه بوټي چى د تخم په ذريعه كرل شوي ، ريشتنې قسم د بادامـــــــــــــــو نه وي. دا چى د ورايټۍ پاكوالى (ريشتينوالي) يقيني كړو، بوټې بايد پيوند شي.

Text Box:  
دريم شكل: د (T-budding) دغوڅولو تخنيك

د غوټيو په ذريعه غوڅونه په دوبي كښې تر ســــره كيږي ، مګر د پيوند طريقه د ژمي د خوب په موسم كښې تر سره كيږي. د T غوټي طريقه تر ټولو ښه پايلي لري. (څلورم شكل و ګوري).

د افغانستان د Subtropical  اقليم تر لاندي او اوړي د مياشــــــــتو په جريان كښې د كامياب Budding لپاره د خاوري مناسب رطوبت (لندبل) ته ضرورت دي تر څو د ډير زيات Evapo-transpiration څخـــــه مخنيوي وشي او تر څو چى غذائي عناصر د ګل كولو په وخت كښې په صحي ډول نبات ته ورسيږي.

3- مورني پايه(Rootstock)  :

د ترخو بادامو په بوټو باندي Budding ښې پيلې او نتيجې لري او د خــــــاوري په ذريعه ناروغي ســـره توافق او د وچكالي ښه زغمونكي دي. هغه بادام چـــى د ترخه بادام له مورني پايي چى پيوند شـــــوي وي كولاي شــي مقاومت وكړي ځكه چې دا د ريښو قوي سيستم لري.

د ريښو دغه قوي سيستم د رطوبت د پيدا كولو لپاره په ځـــمكه كښــــــې ډيرې لاندي ځي او په ځــــــمكه كښې د بادامو د ونې لپاره غښتلي كنجكونه  (Anchor) برابروي.

 د (Calcareous) خاوري او وچـــو سيمو لپاره د ترخو بادامــــــو د مورني پايي (Rootstock) ســپارښـــــتنه كيږي.

د شفتالانو د بوټي مورني پايه (Lovell, Nemaguard) د بادامو لپاره هـــــــم اســــتعماليداي شي ، په ځانګړي توګه د (Nemaguard) سپارښتنه د هغـــو سيمو لپاره كيږي چې د نيماتودي پيښو او مرضونو احتمــالات پكښې زيات وي.

د شــــــفتالانو د مورني ريښــــــې څخه ونه د بادامو د مورني ريښې په پرتله ډيره قوي او ژر په حاصـل راځي.

Text Box:  
څلورم شكل: د بادامو نوي پيوند شوي د Nemaguard Rootstock


 4-  د باغونو جوړول Orchard Establishment:

د بادامو باغونه په مربع ، مستطيل او مكعب شــكلونو جوړيږي چى دا د سيمي او د خــــــــــاوري په ډول يا نوع پوري اړه ارلري.

عمــوما ً په همـــــــوارو ســــيمو كښې د مربع ســــــيســـــتم ســـــپارښتنه كيږي ځــــــــــــكه چي پدي كښې نور موســــمي Intercrop هم په اسانۍ سره كيداې شي.

Text Box:  
پنځم شكل:  د بادامو د باغ ممكنه شكلونه

د ونو تر منځ واټن يا فاصـــــله لپاره ډير عـــــوامل په نظر كښـــــې نيول كيږي. د ونو تر منځ فاصــــله د نوعې (Variety) ، د مورني ريښې لريوالي ، د كرني سـيمه ، د خاوري حاصـــل خيزي ، د كرني تنظيم او اداره او د اوبو خور د سيستم د ميتود په ذريعه ټاكل كيږي. كله چـــى په حاصــــل خيزه خاوره كښې غښتلې  نوعه يا ډيرې مورني ريښي استعمالوو، د ونو تر منځ ډيره فاصله او واټن ضروري ده.

و ونو تر منځ پراخ واټن ، ونو ته د دي موقــع وركوي تر څــــو تر اخيري اندازي خپل ځــــــــان وغـوړوي ، د څانګو پريكول يي اســانه شي او مرســته كوي تر څو ونه تر ډيره وخته غښتلې پاتي شي. له بله اړخه ، د حاصل ټولو د څو كلونو په دوران كښې حاصل يوازي د ګڼې كرني پوري اړه لري (مثلا په فې واحد ځـــمكه باندي كرل شوي بوټي). يعنې د جريب په سر زياتي ونې د زياتو زړو په معني دي ، مګر كله چى ونې يو له بل ســـــــــــره مقابله كوي ، نو د حاصل كچه را كميږي.

نو پدي اســــــــاس اړينه ده تر څو د كرني په لومړيو مرحلو كښې د ميوې نيولو او د بالغ باغ څخه د دوامــــداره حاصــــل تر منځ يو روغ جاړي را منځ ته شي. د ونو تر منځ مختلف قسمه فاصــــــلې عملي شوي دي لكه 7×7 متره ، 6×5 متره ، 6×6 متره. په افغانستان كښې د 6×5 متره د ونو تر منځ د فاصلې ســپارښتنه كيږي ، يعنې د جريب په سر د 66- 67 ونو پوري وكرل شي.

Text Box:  
شپږم شكل: د بادامو يو پلان شوي باغ

5- ګـــــــــرده افشــــــــاني (Pollination) :

تقريبا ً د بادامــو ټولې مهــــمې ورايټي ګانې يو له بل يا په خپل منځ كښې Self- Incompatible)) دي. د ميوو لپــاره د متقابلې ورايټى القاح ته اړتيا شته. القاح شوي نوعې د تجارتي نوعو په شــــــان نه وي. دا چى مناســـب القاح شوي نوعې انتخاب كړو، نو كروندګر تخنيكي لارښــــــــونو ته اړتيا لري. د القاح لپاره تر مهم انتقالوونكي عوامل داوړه مچې او باد دي.

عادي بادام په يخه هوا كښې ډير وخته ګل غـــوړوي چې په دغه وخت كښــــــــــــې مچې ډيرې فعاله نه وي. په داسې ځـــايونو كښې دا مهــــمه ده چې القاح كوونكي نوعې د تجارتي ورايټي ګانو ســـــره نږدي وكرل شــي تر څو د باد په ذريعه القاح صورت ونيسي. عموما ً القاح كوونكي نوعې په يو ځـــانګړي قــطـــار كښې كرل كيږي تر څو د مختلفو كلتيوارونو حاصـــل شوو توليداتو ســـــره ګډ نشي. القاح شـــــوي نوعه د تجارتي نوعې سره يو ځاي د كرنې لپاره په مختلفو تناسبونو عملي كيږي. په عادي ډول تجــارتي نوعه د القاح شوي نوعې ســـــــره يو ځاي كولو لپاره تناســــــب په قطارونو كښې 1:4 دي يعنې د هرو څلورو ونو په مقابل كښې بايد يو Pollinizer موجود وي. په يوه كاميابه كرنه كښې القاح شوي نوعه د تجارتي نوعې سره يو ځاي ګل غوړوي.

6- د څانګو پريكول او تربيه    Training and Pruning:

دا يو ښه پيژندل شــــوي حقيقت دي چې د روښــــــنائي دوران او د سوري درجه په يوه اغيزمنده ضيائي تركيب باندي اثر كوي. د دي حقيقت په نظر كښې نيولو ســـــــــره يو ځاې ، د ونو د څانګو پريكولو لپاره  نور دلايل هم شــــته چې په لاندي ډول دي.

  1. باغ ته د لمر د رڼا ننوتل په بشپړه توګه تر سره كيږي.
    1. د بيكاره لرګيو شتون را كميږي يعنې د شاخه بري پواسطه خراب شــــــاخونه له منځه ځي.
    1. د ښـــــــــــه كيفيت لـــــــــــــــرونكو ميوو توليدات زياتيږي.
    1. د حاصل راټولول اسانه كيږي او هم د هغـه لګښتونه كميږي.
    1. نبات خپلې اصلي اندازې پورې لوړيږي او تاسې ته د تنظيم او اداري چارو لاس رسي پيدا كيږي.

د څانګو د پريكولو عمليه  The Pruning Process:

  • د ونې او د ميوه نيونكو څانګو پورتنې برخې تناسبي چوكاټ شكل جوړوي.
  • د ونې پورته او د ريښـــــــــــــو تناســــــــــــب جوړوي.
  • د ونې د كاربوهايډرايډ (د غذائي موادو ذخيره) جوړوي.


د شنه كيدو (ودې) خاصيتونه Growth Habits :

د ونې د ودې او د ميوو پريماني تر منځ توازن تر يوه بريده په ونه كښــــې د كاربوهـــــــــــايډارايډ او نايټروجن يوځـــايوالي پوري اړه لري. كله چې دغه عناصر پوره وي ، چټكه وده او زيات حاصـــــل منځ ته راځي او  كله چې كم وي ضعيفه وده او ميوه كوي.

يوه ونه چې د كاربوهايډرايډ اندازه او كچه يي كمه او د نايټروجن اندازه زياته ولري ، كيداي شــــــي چې د ميوو توليد د لګښت په ذريعه د شنه كيدو غښــتلي وده وكړي. نو پدي اســــــــــاس د شــــــــديدي څانګو پريكولو څخه وروسته زيات نايټروجن به د پاڼو توليد زيات او د ميوو پرمختګ به محدود كړي.

نو لدي امله ، د نايټروجن وركړه بايد د څانګو شـــــديدي پريكونې ســـــره مطابقت وكړي. په يوه خاليګاه كښې د څانګو مسير په وده او په ميوو ځــانګړي اثر اچولي شي. د ودې په كچه كښې كموالې او په ګلونو كښې زياتوالي هغه وخت منځ ته راځي كله چې څانګې په افقي شكل ګږې شي. د داسې حالاتو لپاره ممكنه تشريحات دا دي چې كيداي شـي د ودې د موادو په ويش او په كاربوهايډرايډ كښــــې بدلون راغلي وي. د افقي څانــګو برتري په نيغو څانګو بايد د ودي ښه كنټرول او د ميوو د زيات توليد سبب ګرځي.

د نوي كرل شوي ونې روزنه Training Newly Planted Trees :

د بادام نوي كرل شوي ونې د ځمكې څخه 90  ســــانتي متره پورته كـــــــــوږوالي كوي (اوم شكل وګوري).  په دغه مرحله كښې د څــانګو شـديده پريكونه او روزنه كيداي شي چي د ميوو په توليد كښې خنډ را منځ ته كړي او بايد تر سره نشي.

د بادام زياتره ونې د لومړنيو څو كلونو په مــــــوده كښې صــــــرف د صحيح شــــــكل جوړيدو ته اړتيا لري. دا كيداي شــــي چي د تيغ غوڅولو په ذريعه تر ســره شي. كه چيري ضروري وي ، غټ تيغونه بايد د ســــــاقي په شاو او خوا كښې پريكړې شي. عمـــومــا ً يوه غښتلې ونه هغه ونه ده چي د اصــــــلي وني د مورني ريښې څخه را پورته شوي وي ، كيداي شي چي په ضعيفي ونې واكمنه شي. دغه شــان فرعــــي ونه بايد له منځه ولاړه شي مخـكي لدي چې دوي د نورو ښاښونو سره مقابله پيل كړي.

كله چې ونه د 3 يا 4 كالو شي ، چې دا هم د ونې د نمو پوري اړه لري ، پدي وخت كښې د ونو شـــاخونه ګڼيږي بايد چې ساده شاخ بري وشي. دا پدي معني چي د ونې نمو ته ضرر و نه رسوي ، د دي كلونو څخه وروسته بايد شاخـه بري په ډير احتيات سره تر سره شي او يواځې زاړه شاخونه قطع شي.

Text Box:  
اووم شكل: د بادامو د نوي كرل شوي ونې د څانګو پريكول


د اصلي شاخونو انتخاب  Primary Scaffold Branches Selection:

د كرني د لومړني موسم څخه وروسته ، د بادامو د وني فعاليتونه او د شـــــكل مشخصول تر ټولو مهم كار دي. د دوهـــم كال په دوران كښــــــــې او د دي څــخه وروسته ونو ته د مركز د پرانســـــتلو روزنه وركول كيږي كوم چي د فنل (Funnel) يعنې د زاويي په شان شكل لري.

درې يا څلور اصلي شاخونه چي يو له بل څخه په 8-15 ســـــــانتي متره كښې جدا وي ټاكل كيږي تر څو د ونې كاري چوكاټ را منځ ته شي (اتم شكل وګوري.

درې ډوله يا قسمه خاښونه مناسب دي. دا چې اصلي ښاخونه د بشپړ واټن سـره انتخـــاب كړو ، دا به يوه پياوړي او نغښتي خاښ يقيني كړي چې د وني د بالغيت تر مودي به نه جدا كيږي. همــــدا رنګه متوازن كاري چوكاټ د دريو څخه تر څلورو كوچني او يو لوې ښاخ سره چي 90 څخه تر 120 درجي پوري زاويه ولري كيداي شـــــي چي د ښاخ ماتيدل ، د ساقي او لويو ښاخونو كږيدو واقعات را كم كړي (اتم شكل وګوري).

كله چي ښاخونه انتخـــــاب وو ، هغه زاويي په كوم كښې چي ښاخونه د سـاقي پوري نغښتي وي بايد په نظـــــــر كښې ونيول شي. د عمودي ساقي او افقي ښاخونو تر منځ مناسبه زاويه 45° درجې ده.

كه چيري مناسب لوي ښاخونه موجود نه وي نو عمودي ساقي او افقي ښــــــاخونو تر منځ زاويه بايد 30° درجې وي.

Text Box:  
اتم شكل: د بادامو د ځواني وني د څانګو پريكولو تخنيكونه

د اضافي او ځوانو څانګو پريكول:

د بادامو د ونو څـانګې كمي پري كيږي. د څانګو پريكولو سپارښتنه د دي لپاره كيږي چې تر څو:

  1. ميوه نيونكي ښاخونه تقويه او له سره نوي شي.
  2. مـــــــــيوه نيونكي ســـــــــــاحه زياته شــــــي.
  3. سالبري را كمه شي (Reduce alternate bearing) .
  4. د ونې اندازه كنټرول شي تر څو شنه كيدو ته لارې چارې اسانه شي.
  5. د ونې د ځوانۍ په موده كښې څــــانګې پريكونه د دي لپـاره كيږي تر څو زاړه ، مړاوي ، واړه او غټ زاړه ښاخونه له منځه ولاړ شي.

په دغه وخت كښې كمې څانګې پريكولو ته اړتيا شـــته ځكه چې د ښه حاصـل لپاره زياتو هغو نقطو ته اړتيا شته چي ميوې نيسي او همدا رنګه په دغه وخت كښـــې په ونه كښې انرژي كمه وي ، له پريكونې څخه وروســــته د بادام ونه په كوچنيو پريكړې شوو ښاخونو وده كوي چې تر پنځه كلونو پوري حاصل خيزه پاتي شي.

دا چې واړه ښاخونه تر پنځه كلونو پوري ژوندي پاتي كيږي ، ميوه نيوونكي ښــاخونه يا د هـــر پنځه كالو بعد له سـره نوي شي او يا 20% د ونې پورتنې برخه د څانګو پريكول يا په هركال كښې تر ســـــــــره شي تر څو نوي ميوه نيونكي ښاخونه ونيسي او د زړو ښــــاخونو ځاې ونيسي. په عمـــلي توګه هر بل كال د كمو څانګو پريكولو سپارښتنه كيږي.

د مناسبې اداري چارو لاندي ونه به له 40-50 ســـــانتي مترو يو كلن ښاخونه ولري ، دا واړه ښــــاخونه به غټ ښاخونه شي او په راتلونكو كلونو كښې به ميوه ونيسي.

څـــانګې پريكونه بايد د ګل غوړيدو څخه مخكي تر ســــره شــــي. عمــوما ً په ډسمبر او جنورې  مياشتو كښې د څانګو د پريكولو سپارښتنه كيږي.

د څانګو پريكولو سامان Pruning Equipments :

د څانګو پريكولو وســـــايل او سامان ه ډيرو زراعتي پلورنځيو كښې موجــــود دي. د څانګو پريكونه كيداي شي دا لاندي وسايلو ته اړتيا ولري.

  • يوه جــــــوړه د څــــــــانګو پريكولو بيتي.
  • د اوږد لاســــــــتي واله غوڅــــــــــونكـي.
  • د څانګو پريكولو اره چـې كوږ بليډ ولـري.

مګـــــر د څانګو ډيري پريكوني لپاره غټې اري ته اړتيا شته . د دي ټولو وســــــايلو ســــره ، د اجــــرا كوونكي منظمي روزنې ته بشپړه اړتيا شته. د اري بليډونه بايد هر وخت پاك وســــاتل شـــــي او ځنګ ور څخــــه لــري شي. دا به كاري چارې اســـــانه كړي او لږې فزيكي انرژۍ ته به اړتيا وي دا چـــې د بادامـــو په ونو كښــــې د ناروغيو مخـــــه ونيســـــــو ، دا ډيره اړينه ده چــــې د څــــانګو پريكولو وســـــايل په ضــــد عفوني مـــــــوادو (Clorox) باندي پريمنځو.

7- د سرې اړتياوې Fertilizer Requirement :

بادام يو مغذي خوښونكي(Nutrient-loving)   نبات دي. د بادام په ښـــه وده او پرمختګ كښــــــې 15 عناصر ډير اړين رول لوبوي. د لويو تغذيوي موادو څخه علاوه (N, P, K, Ca, Mg, S)  ، بادام نورو كوچنيو تغذيوي موادو ته هم اړتيا لري لكه (Zn, Cu, Mn, Fe, B, Mo) او داسې نور.

د نبات نيمګړې تغذيه په بادام كښــــې شـــديدي ستونزې را منځ ته كوي او كيداي شــــــــي چې د باغ د كم عمـر سبب وګرځي.

د 1000Kg كيلو ګرامه بادامو لپاره تخمين شوي تغذيه په لاندي ډول ده.

د نبات تغذيه  (N) نايټروجن  (P2O5) فاسفورس  K2O پوتاشيم  
كيلو ګرام/۱۰۰۰ حاصل602080

پورته ذكر شوي اعداد په بادام كښې د تغذيوي د ســــاتلو مناسب توازن په بشپړه توګه په ګوته كوي تر څو د باغ او ونې پياوړي ، صحتمنده او حاصل وســـاتل شــــي. مګر دا د دي معني نه ور كوي چې پورته ذكر شــــــــوي عناصر د نبات تغذيه د باغ لپاره د سري ټوټل اړتياوو سره سمون خوري ، مګر پاملرنه بايد وشي تر څو د نـبات تغـــــذيه په خـاوره كښې ښــــه ځاي پر ځاي شي او د نبات د اړتياوو لپاره هر وخت موجود وي. په درنه خاوره كښــې چي د PH لوړه كچــه ولري ، د نبات د تغذيي اندازه د شــــــګلني خاوري په پر تله زيات وي ځكه چي په شګلنه خاوره كي د نبات تغذيه د درني خاوري په پرتله زياته ده.

همدا رنګه د سري هغه اندازه چــي د شـــيندلو او د خاوري تخريب په ذريعه له منځه تللي وي بايد تخـــــــــــمين شي.

الف- د سري كچه Fertilizer Quantity :

حيـــواني ســره د بادام د باغ د خاوري حاصل خيزي او جوړښـت لپاره ډيره اړينه ده بايد د كرني له شروع څخه نبات ته وركړل شـــــي. د بادام د ونو د كرني په څو كلونو كې د سرې اړتياوي تقريبا ۵۰ ګرامه نايتروجن ، ۵۰ ګـــرامه P2O5 او ۶۵ ګرامه K2O د نبات په ســـــر كيږي. دغه مقدار بايد په هــــر كال په تدريجي ډول تر هغه وخته زيات شـي كله چي نبات د لســـو كلونو عمر ته ورســـــيږي. يو لــــــس كلن نبات بايد هر كال ۱ كيلو ګرام نايتروجن ، يو كيلو ګـــــرام P2O5 او ۱.۳ كيلو ګرامه K2O واخلي. همــــــــدا رنګه په راتلونكو څـــــو كلونو كي د ســــري دغه مقدار ته دوام وركړل شي. همـــدا رنګه هر كال بايد نباتي سره ور كړل شي تر څو د خاوري درست فزيكي او كيمياوي مشخصات وساتل شي.

ب- د سري د وركړي كړنلاره Method of Fertilizer Application:

د هر څه نه مخكي بايد د للون په ذريعه بيكاره واښــــــه له باغ څخه ليري شي. بيا دي د ســـــري هغه مقدار چي سپارښتنه يي شوي وي ، د وني د ســاقې څخه 50 سانتي متره لري وشـــيندل شي وركړل شـــــوي ســــره بايد د خاوري سره په 15 سانتي متره ډوبوالي كښې ښه ګډه شي.

د لوي او كوچنيو تغذيوي موادو رول  Role of Major and Micronutrients :

الف- نايټروجن N : د بادام په وده او توليد كښــــې كليدي رول لوبوي. د دي د كمـــبود په وخت كښې ځواني پاڼې د خپل ټاكل شوي اندازه څخــــــه كوچني كيږي او د شــــــين رنګ پر ځــــــاي زيړ بخن رنګ ته پرمختګ وركـــوي. عمومي وده بطي كيږي او د پاڼو او ښاخونو كچه را كميږي. هغـــــــه ونې چـي د نايټروجن له كمبود سـره له ډير وخته مخامخ وي ، نشـــي كولاي چي ښه حاصـــل توليد كړي. دا چې د نايټروجـــن ټولي ســـري په اوبو كښـــې د ګډيدو وړ دي ، د دي ســـپارښتنه كيږي چي دا دي په يوه ځـــــــــانګړي مقــــدار اســــتعمال كړي شـــي تر څـــو بي ځــــايه و مصرف نه شي او يا د اوبو وركولو په ذريعه له منځه لاړ نشي.

ب- فاسفورس P : فاسفورس د ريشو رشد او نمو تحريكوي او د ميوي د مخــكي پخيدو او رســـــــــــــــيدو كښې مرسته كوي. د ګل كولو لپاره ، د ميوي د تشكيل لپاره ضرور دي. كله چي د فاســـفورس كمښت را منځ ته شـــــي او نبات رشد او انكشاف و نكړي شي دا به قندي موادو او نشـــــايستي د مصـــــرف د عمليى د ورو كيدو باعث شــــي. او پاڼې به تيز شين رنګ ونيسـي. دا چي فاســفورس يو متحـرك عنصر دي نو د هغه كمښت لمړي په زړو پاڼو كښـې ليدل كيږي.

ج- پوتاشـــيم K :  هغه نبات چي د پوتاشــيم كمبود ولري ، د دوبي په منځ او يا هم كيداي شـــــــي ډير ژر د كمبود نښـې نښانې وښايي. پاڼې زيړې او د ميوې اندازه كميږي. د دوبي په منځ كښې پاڼې طلايي شــــــكله رنګ نيسي او يو څــــه لمر سوزولي شكل ته پرمختګ وركوي.

Text Box:  
نهم شكل: د پوتاشيم د كمښت نښې

د- كوچني تغذيوي عناصر: د (Boron)  څخه پرته نور منرالـــونه د بادام توليد لپاره كومه لويه ســــــتونزه نده. د (Boron) زيات كمبود په پاڼو كښې د مرض كومــــه نښــــه نه ښــــايي ، مګر كيداي شـــي چــــي د زړو د كمــــبود او د غورزيدو سبب و ګرځي. او همدا رنګه كله كله د ونې د لمنځه تلو باعث هم كيږي.

Text Box:       لسم شكل: دبوران دكمښت نخې او په ميوې كښې ټاكي

8- اوبه وركول  Irrigation:

كه څه هم بادام تر يوه بريده د وچكالي ښـــــــــه زغمونكي دي ، مګـــر بيا هم اوبو وركـولو ته ډير اړين دي او د افغانستان په هغو سيمو كښې چي اورښت په كښې كم كيږي ، د زراعتي چارو لپاره ډيره مهــــــــمه موضوع ده. خاوره د اوبو د ذخيري ډول لري او د اوبو جذبونې وړتيا په يو لړ زيات قسمه خاورو كښې توپير كوي.

همدا رنګه ابياري هم په يو لړ زيات شمير ځايونو كښې يو د بل سره توپير كوي. شــــــګلنه خاوره هم ډيرو اوبو ته اړتيا لري ، د اوبو وركولو او د خاوري د شكلونو څخه علاوه ، نور اړخونه لكه د نبات نوعه ، اصلي ريښه ، عمر ، د تحمل وړتيا ، رطوبت او حرارت بايد هم په نظر كښې ونيول شي.

بادام د ژمي په موسم (نومبر څخه تر جنوري پوري) د ژمني خوب (Dormancy) په حــــال كښې وي. مګــــر پدي موده كښې دا د دي معني نه وركوي چي بادام اوبو ته اړتيا نه لري. همدا رنګه يوازې پاڼې نه دي چي تبخير كـوي، مګر ښاخونه او ساقه هم تبخير كوي. د ژمي سخت بادونه ښاخونه تر دي بريده وچوي چي بادام نشـــــــي كولاي چي د پسرلي په موسم كښې ګل وغوړوي. د بادام ونه زيات رطوبت او ولاړو اوبو ته ډير حســـــاس دي. زياتي اوبه به د ودي او حاصل د كمبود سبب وګرځي او كيداي شي چي د نبات ريښې خوسا شي.

برسيره پر دي زياتې اوبه كيداي شــي چي د خاوري د پورتني ســـــطـــــحي څخه د تغذيوي موادو د خــــرابيدو ســـبب وګرځي او د ريښو څخه يي فاصله  لري كړي.

په پســــــــرلي كښې منظمې اوبه كولاي شي چي په وختي ودې او د بادام د ونې په حاصــلاتو باندي مثبته اغيزه وكړي. د چټكي ودي ، ګل غوړيدو او ميوې نيوني په موده كښـې د بادامو ونه رطـــــــــــوبت ته ډيره اړتيا لري. كه چيري د رطوبت اندازه را كمه شي ، د ميوي اندازه هــم را كميږي. كله چي اوبه وركـــوو ، بايد پامـــــــلرنه وكړو تر څو د ونې ډډ ته اوبه ورسيږي. د ونې د ډډ سره نږدي سـاحه بايد هر وخت وچه ســــاتل شـــي د ونې د لاندي ســـاحې مشبوع كول او د ونې ډډ سره د اوبو مستقيمه اړيكه ساتل كيداي شي چي د ونې ريښې خوســــــــا كـــــړي او يا د ونې پوســتكي تخريب كړي. همــــدا رنګه د اوبو د ډنديو مخنيوي كيداي شـــي چي د ډډ څخــه د خاوري د دايري جـوړلو په ذريعه وشي.

الف- د اوبو كولو وختونه Time of Irrigation:

د اوبو وركولو وختونه كيداي شي چي د مختلفو لارو څخه وټاكل شي. يو ډك لاس خاوره د ريښـــــــــو له ځــاي څـــخه ( د خاوري له سطحې څخه ۱۵ سانتي متره لاندي) را واخــلې او احســـــــاس يي كړي. كه چيري خاوره ســــــــتاسو د لاس ورغـــوي پوري ونښته ، نو په خاوره كښـــې په بشپړ اندازي اوبه موجودي دي او كه چيري خاوره ستـــــــاسو د لاس څخه ولويږي يعنې و نه نښته ، نو اوبو وركولو ته اړتيا شته.

ب- د اوبو وركولو كړنلاره Method of Irrigation:

ځــوانې ونې ته كيداي شــي چي د ډنډوكي ســــيستم په ذريعه په اقتصـــــادي ډول اوبه وركــــړل شــــي. د اوبو وركــــولو سيستمونه ســـيلابي (Flood) او د ليكي (Furrow) ميتودونه دي. په صحيح وخت او ټاكل شــــــوي اندازه د اوبو وركړه د اوبو وركولو له ميتود څخه ډيره مهمه يا اړينه ده.

د اوبو وركولو كړنلارهګټېتاوان
د ډنډوكي سيستم اوبه ساتي او هــــــري ونې ته د اوبو مقدار په اســــــــانه ټاكل كيږي. همدا رنګه كيداي شي چـي هري وني ته په انفرادي شكل استعمــــال او د خاوري توپوګرافي اړينه نه ده. د ځــواني وني او شګلني خاوري لپاره مناسب دي.ډيرو كار ګرانو ته اړتيا لري. د ډنډوكي څخه بهر مالګه راټوليږي او په پر له پسي ډول د ريښو ساحه محدودوي.
د ډنډوكي سيستم د ډيرو ونو لپاره. د ځانګړي يا انفرادي ډنډوكي په پرتله زياتو اوبو ته اړتيا لــــــــري ، مګر د نورو ميتودونو په پر تله كمـو اوبو ته اړتيا لري.د ابياري اوبه كيداي شـي چي د وني د ډډ ســره په تماس كي شـــــــي. ډيرو كارګــرانو ته اړتيا لري.
د ليكي اوبياري چي د اوبو لښتي د وني په څنګ كښې وي. د پورتني دوه ميتودونو په پرتله زياتو اوبو ته اړتيا لري مګر د اوبو وركـړه كيداي شي په اســـاني سره تنظيم شي. اوبه د ونې د ډډ سره ارتباط نه كـــوي او د ګډ كر هم په اسانه ســــــره امكان لري.د ونې يـــــــــوازي دوه  اړخـــــونه اوبه كيږي نو پدي اســـــــــاس د ريښې سيستم په نيمچه شــــــكل فعال وي.
د ابياري د ليكي سيستم ، په كوم چي ونې د اوبو د  لښتيو په منځ كي وي. يوازي د نوي كرل شوي ونې لپاره مناسب دي.لږو اوبو ته اړتيا لري. اوبه يوازي په ټاكل شوو ځايونو كښې بهيږي. ګډ كر كرل كيداي شي.اوبه كيداي شي د وني ډډ ته ورســــيږي. د ريښې وده محدوده وي ځـــكه د خــاوري پوټانشيل ښه نه استعماليږي.

نوټ: دا به ښــــــه وي چې د بادام باغ ته په لنډ وخت كښې لږي اوبه وركړل شي نه دا چي په يوه وخـــت كښې زياتي اوبه وركړل شي. دا به د اوبو د ډنډيدو سبب شي او ريښې به خرابې كړي. همدا رنګه دا كيــــــــداي شــي چي د ګل غوړيدو او ميوه نيوني په وخت كښې ونې ته ضرر ورسوي. (4)

د باغ نوري اداري چارې Other Orchard Management Practices:

د بي كاره واښـــــو له منــځه وړل نه يوازي د مهمو تغذيوي موادو تر منځ مقابله را كمه وي ، همدا رنګه د نبات ودي په ځانګړي توګه د ريښو پرمختګ لپاره فزيكي او كيمياوي چاپيريال حــــالات برابروي. همدا رنګه د اوبو د تبخير او د بعضو حشراتو په مخنيوي كښې مرسته كوي. بر ســــــيره پر دي نبات ته په خاوره كښـــې وركړل شوو تغــذيوي موادو درست يوالي يقيني كوي او د هغوي د له منځه تلو امكانات را كموي. د زراعت د داســــــي عملياتي چاري د باغ عمر او ګډ كر د موجوديت له نظره سره توپير كوي.

د بادام د ونې له كرنې څخه وروسته ، د بيكاره واښو ستونزه نه پيدا كيږي، مګر دا بهتره ده چي د ځــمكي قشــر هر وخت د ۴ څخه تر ۵ ځــلو اوبو وركولو څخه وروسته د تيشي يا لاسي رمبي په ذريعه للون  (Hoeing)كړي شي. پر له پســــي للون (Hoeing) په ډنډو كـي د بيكاره واښـــــــو موجـوديت پوري اړه لري. همــــدا رنګه كه چيري د ميوې نيونې مودي څخه مخـــــــكي ګډ كر وكرل شي ، ډنډو كښې بايد په كال كې درې ځـــــــلې د لاس په ذريعه للون و كړي شي.

 Intercropping:

د باغ د تائسيس په لومړنيو كلونو كي د دي لارښـــــونه كيږي تر څو د بادام د ونو تر منځ بعضې نباتات وكـــرل شــي ، ځــكه چي په دغه وخت كې د بادام د باغ څخه كوم عايد لاسته نه راځي. د دي بله ګټه دا ده چي كه چيري په دغه خالي ځاي كې  Inter cropونه كرل شي دا خالي ځاي به د بيكاره واښـــــو كچه زياته كړي او د تغذيوي موادو د كمـبود سبب وګرځــــي.  Inter cropبايد چټكه وده كوونكي نباتات وي او بايد د ځواني لنډه موده ولري. د سبزيجاتو د فصلونو له ډلي څخه ، د پيازو ، روميانو ، ملي ، ګازري ، لوبيا او ګلپي د كرنې ســپارښتنه كيږي. د ډيرو تغذيه لـرونكو فصلونه لكه جوار او نورو غله دارو فصلونو څخه بايد مخنيوي وشي.

په عمـومي ډول ،  Inter cropبايد له بادام څخه 75cm لري وكرل شي او د هغو د رطوبت او تغذيوي مــــوادو اړتياوي بايد په ځانګړي ډول پوره كــــړي شي. د بادام د باغ د عمـــر زياتيدو ســـره ســـم دي په ګډ كر شــــوي ځـــمكي اندازه په دوامداره ډول را كمه شي تر څو د داوړو  فصلونو تر منځ د مقابلي مخنيوي وشي.

حاصل راټولول او د حاصل څخه وروسته ادارې چارې:

Harvest and Post Harvest Handling:

Maturity:

 د بادام باغ له دريو څخه په څـــلورم كال كښې د ميوي توليد شـــروع كوي چي زيات توليد يي له ۶ څخه تر ۱۰ كال كې تر سره كيږي. كه چيري په درست شكل اداره شي ، د بادام ونه تر ۵۰ كالو پوري ميوه توليد كوي شـي. همــــدا رنګه د بادام نبات په جولاي كښې بلوغ (Maturity) ته رسيږي. په دغه وخت كښې د ميوې پوسـتكي په منځ كښې بيليږي او دانه يي په فزيكي دول له ونې څخه جدا كيږي.

Text Box:  
يولسم شكل: د بادامو د ميوې د ځوانۍ حالت

حاصل را ټولونه: Harvesting

د حاصـل راټولولو لپاره ســــــيميزه طـــــــريقه د لاس په ذريعه څنډل دي چي وروسته د څنډلو څخه بيا زړي له ځمكي څخه را ټوليږي. زړي بيا لمر ته اچول كيږي تر څو ښه وچ شي.

د ۵ څخه تر ۷% پوري د زړو رطــــوبت د ذخيره كــولو لپاره مناســــب دي. وروســته لدي زړي له پوســـتكي څخه راويستل كيږي تر څو پاك او درجه بندي شي. (1)

نتيجه ګيري:

د بادامـــــو عـــــلمي نوم Prunus dulcis او د Rosaceae په كورنۍ پوري اړه لــــــري او يو له هغــــه ډيرو مهــــــمو سوداګريزو ميوو يا مغزبابو له ډلې څخـــه دي چي په پراخه پيمانه زمونږ په هيواد كي كـــــرل كيږي. بادام د لويځې اسيا د وچو-ګرمو سيمو بومي بوټي دي. او په هســـــپانيه، ايټاليا ، امريكا ، تــــركيه ، فرانســـــه ، مــــاروكو ، ســـوريه ، افغانستان او ايران كي كرل كيږي. بادام په هغه سيمو كښې چي د 36 څخه تر 45 درجو په عرض البلد كښې پراته دي او ملايم اقليمي شرايط لري كرل كيږي.

بادام په افغانستان كښې په بلخ، تخار، كندز ، بغلان ، ســرپل ، ســـمنګان ، زابل ، ارزګان ، كندهار او هـــــرات ولايتونو كښـــــــي كرل كيږي. بادام 50-52% پوري شــــــــــحميات او په ســـــــلو ګــــــرامو كښـــــــــې 22g پروتين لـــــري. د بادامــــــــو د ژمني خوب موده كمـــه ده او د هغـــــــــه Chilling Requirement له 300-600hours پوري دي ، بادام د لږ وخت لپاره پاڼه توئيدونكي نبات دي. د بادامـو د كرني موســم له ۶- 8 مياشتو پوري دي. په افغانســـــتان كښې ۶۷ نوعې بادام كــرل كيږي او ډيري مهمـې ورايټي نوعې يي ســــتار بهائي او كابلي بادام (نرم پوستي)  دي. بادام عموما ً په دوه ډوله دي چي يو يي خواږه بادام او بل يي ترخه بادام دي.

NON PAREIL نوعـــــه يي تر ټولو ښــــه ده او CARMEL د NON PAREIL لپاره ښــــه Pollinizer دي. د شفتالو د مورني پايي (Lovell, Nemagaurd) د بادامو لپاره هم اســـتعماليداي شي او خصـــــوصــــا ً د Nemagaurd ســـپارښتنه په هغه سيمو كښې كيږي چي د نيماتودي پيښو احتمالات پكي زيات وي. د بادامو باغ په مختلفو شكلونو لكه مربع ، مســـــتطيل او مكعب شـــــكلونو جوړيږي او په هموارو ســيمو كي د مربع سيستم سپارښتنه كيږي ځكه چي په هغه كي موسمي Intercrop په اســـــانۍ ســـره كيداي شـــي. په افغانســـــتان كي د بادامــو د ونو تر منځ 6×5 مترو فاصلي سپارښتنه كيږي. تقريبا ً د بادامــــــــــــو ټولـــــــــي مهمې ورايټي ګانې Self-incompatible دي او بايد د اصــلي نبات او ګرده برابرونكي تر منځ نســـــــبت 1:4 وي. د بادامو د ونو څانګې كمې پري كيږي ، ميوه نيونكي ښـــــاخونه يا هر پنځه كاله بعد له ســره نوي كړي شي او يا 20% د ونې د پورتنيو څانګو پريكول هر كال تر سره شي.

د بادامو باغ د دريم څخه تر څــــلورم كال پور ي په حاصل  راځي چـــي زيات توليد يي له شپږم څخه تر لســــم كال پوري توليدوي او كه چيري بادام په درســـــــت شــــــــــــكل اداره شـــي تر 50 كالو پوري حاصـــــل ميوه توليدوي. د حاصــــل راټولول لپاره ســـيميزه طريقه د لاس په ذريعه څنډل دي چي وروســته د څنډلو څخه بيا له ځمكي څخه را ټوليږي او زړي يي پاكيږي او بيا لمر ته اچول كيږي تر څو ښه وچ شي.

ما ًخـــــــــذونه (References) :

  1. ډاكــــــټر ريوي ، رامــــن ، ۱۳۸۵، د بادامــــو د توليد او خــــرڅــــلاو په اړه تخيكي يادونې، gtz ، ص ص ۲۱- ۳۱.
    1. صــــــمدي ، غـــلام رســــــــول ، ۱۳۸۸، لكـــــــچر نوټ بادام ، د كابل پوهـــــنتون خپرونې ص ۱.
    1. صــــــمدي ، غــــلام رســـــــول ، ۱۳۸۸، لكــــــــچر نوټ بادام ، د كابل پوهــــنتون خپرونې ص ۱.
    1. قاســمي ،  نورالدين ، ۱۳۸۸ ، لكـــچر نوټ د بادامــــو روزنه ، د كابل پوهـــــــنتون خپرونې ص ۶.
    1. Http\www.wikipedia.com
    1. Http\www.wikipedia.com