دسوداګري په انکشاف کي دسوداګري او دصنايعو اطاقونو رول

سريزه
دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه هريودجوړيدودتاريخ څخه تراوسه پوري زيات مشکلات اوستونزي ګاللي اوپه هر وخت اوزمان کي دتجارتي ټولني دخدمت مصدرګرځيدلي .خوپدي تيروڅو لسيزوجګړوکي خپل موثرفعاليتونه له لاسه وړکړي دي چي اوس مهال دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه دخصوصي کيدوپه لور قرارلري .ولايتي تجارتي اتاقونه هم چندان مناسب لاسته راوړني نلري اواکثرآدمستقل عوايد خاوندان ندي خواوميد شته چي پدي نژدي راتلونکي کي دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه ا ودهغي مختلفي ولايتي شعبات ديوفعال ارګان په حيث سوداګريزي ټولني ته خدمات ترسره کړي
دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه دتجارت اوتجارانودښه والي لپاره فعاليت کوي اوپه هيواد کي دتجارت اواقتصادپه پرمختګ او انکشاف کي مهم نقش لوبوي
ديومملکت پرمختګ دهغه هيوادپه ښه اقتصادپوري تړلي وي نوځکه دښه اقتصاد درلودل دتجارت ،صادراتو،وارداتو او دملي صنايعوله ودي سره مستقيمي اړيکي لري خوله دغوامکاناتوڅخه هغه وخت په ښه اواغيزمنه توګه استفاده کيداي شي چي زمونږپه هيوادکي سوله او ثبات په دوامداره توګه تامين شي لدي ځايه په ښه توګه څرګنديږي چي په افغانستان کي دجګړي او بي ثباتي دوام دسيمي له هيواد و نوسره تړاولري اوزمونږهيواددمساعدوفرصتونودلاسه تللوسبب کيدايشي.نويوخپلواک سوله ايزاوباثباته افغانستان دسيمي په اقتصادي او سياسي ژوندانه کي په فعال ونډي اخيستني او له ګاونډيوهيوادونودسيمي اودنړي له نورودولتونو سره دتاريخي اودوستانه اړيکودټينګولو او دسيمي او دنړي له هيوادونو سره ددوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو په چوکات کي دمواصلاتي کرښو د ايستلو دکانو نواو کرني له سترو زيرمو څخه په ګډي استفادي سره کولاي شو چي دمملکت اقتصاددبيارغوني ودي ،او پرمختګ زمينه برابره کړو . نوزه ديته اړ شوم چي دافغانستان دتجارت په انکشاف کي دتجارت اوصنايعو داتاقونونقش په اړه يولړمعلومات راټول اودسيمنارپه توګه يي ارايه کړم .
چي په پاي کي دلوي خداي (ج)په فضل اودلارښوداستاد الهام الدين (صافي)په همکاري پدي وتوانيدم چي پدي اړه معلومات راغونډ کړم ،


1 : دتجارت او صنايعو دا تاقونو تعريف:
دتجارت او صنايعو اتاقونه عبارت دهغه انجمن څخه دي چه د سوداگرو او صنعتکار وڅخه تشکيل او د خپل هيواد د سوداگريزو چارو د پرمخ بيولو او د داخلي منابعو اوخپلو اعضاو د تقوي په منظور د هغوي په خدمت کي قرار لري.
دغه انجمن کيداي شي چي رسمي او ياهم غير رسمي بڼه ولري هغه پدي معنى چه کيداي شي ځيني وخت د دولت لخوا تشکيل شي او د دولت د سوداگري اداره د هغي په اختيار کي ورکړي چه دغه بڼي ته يې مونږ رسمي شکل ويلي شو.
همداراز که چيري دسوداگرو يوه ډله په رضاکارانه توگه د خپلي ټولني او خپلي نفعي په خاطر د هغي د رامنځته کولو په برخه کي اقدام وکړي نو دغه شکل ته يې د سوداگري د اطاقونو غير رسمي شکل ويلي شو.

















د افغانستان دتجارت او صنايعو دا تاقونو د رامنځته کيدو علتونه :2
د سوداگري د پرمختيا او پراختيا په غرض همداراز د هيوادونو او انفرادي سوداگري ترمنځ دتوکو د تبادلي اود گاونډيو هيوادونو حتى د نړۍ د مختلفو وچو ترمنځ د صادراتو اووارداتو دتوسعي په غرض د داسي غټو تجارتي موسسو درامنځته کيدو لپاره چه وکولايشي سوداگرو اوصنعت کارانو ته لارښوونه وکړي او هم دولت ته په مسايلو کي مشوره ورکړي ضرورت احساس شو.
لومړي نړيواله جگړه (1914) تر (1918) چه د ژوندانه په ډير وبرخو کي بدلونونه رامنځ ته کړل د صنعت او تجارت په برخه کي يې هم توسعه رامنځته کړه.
هغه هيوادونه چه جگړي څخه يې صدمه ليدلي وه اوهمداراز هغه هيوادونه چه د جگړي څخه صدمه نه وليدلي د تجارت اوصنعت دتوسعي په هکله ورسره انگيزه پيدا شوه اوپه دي لار کي گړندي گامونه واخيستل.
چون دا طبعي خبره ده چه داسي هدف ته د رسيدو په غرض د داسي يو مقام او مرجع نه به غير چه رهنمايې او مشوره ورکړي ممکن نه وه همدا علت وو چه د نړۍ په مختلفو برخو کي دسوداگري او صنايعو اطاقونو رامنځته شول چه نن ورځ په ټولو هيوادونو حتى ټولو صنعتى او تجارتي مرکزونو کښي وجود لري. ددغه موسساتو موجوديت زيات ضرورت گڼل کيږي ترڅو وکولاي شي ددغه هيوادونو صادرات او واردات چي دزياتو مشکلاتوسره لاس او گريوان دي په ښه توگه کنترول او سوداگر صنعتکاران صحيح لوري ته رهنمايې کړي ترڅوددوي مالونه تبادله او د گرانبها اسعار دضايع کيدو مخه ونيول شي لومړنۍ نړيواله جگړه دسوداگري اوصنايعود اطاقونو د اداري درامنځته کيدو عمده عامل گڼل کيږي او هغه څوک چه تردي وخت د سوداگري اوصنايعو د اطاقونو په قدر او قيمت نه وو پوهيدلي احساس يې وکړو چه دغه راز سازمانونه دمالي او اقتصادي منابعو په مهياکولو کي مهم رول لري . نن ورځ د نړۍ اکثره هيوادونو چه پرمخ تللي وي يا پرمختيايي وي ددغه راز موسساتو لرونکي دي چه ددغه هيوادونو په پرمختگ يې مهم نقش لوبولي دي ددغه ارگان د رامنځته کيدو علتونه په لاندي ټوگه خلاصه کولاي شو.


• د نړۍ دمختلفو هيوادونو توليدي توکوته د خلکو ورځ تر ورځ زياتيدونکي اړتياوي (تقاضا).
• دلومړنۍ نړيواله جگړي څخه ورسته دنړۍ دهيوادونو ترمنځ دسوداگري او راکړه ورکړه زياتيدل .
• د نړۍ د هيوادونو د صنايعو لازيات انکشاف او پرمختگ.
• دهيوادونو د داخلي تجارت او صنايعو حمايت او ملاتړ.
• دهر هيواد دکسب گرو (صنعتکارانو) او سوداگرود انسجام اوهماهنګي په لور تمايل.
• ددولت داهدافو او خصوصي سودا گرو د فعاليت انسجام.


3 — دافغانستان دتجارت اوصنايعودا تاقونواهداف
o دافغاني او بهرني شرکتونوپه هکله دپور ورکولو په برخه کي دمعلوماتوبرابرول
o دخصوصي سکتور او دولتي ادارو ترمنځ درابطي ټينګول .
o دبازارموندني له لاري دافغانستان دصادراتي توکو او اجناسو پراختيا .
o دداخلي او بهرنيو سوداګرو ترمنځ دستونزو او مناقشو په اړه منځګريتوب .
o په افغانستان کي دپانګي اچوني لپاره دکورنيو او بهرنيو پانګه لرونکو هڅونه.
o دمقدسو ځايونو دجوړلو په برخه کي مرسته کول .
o دتجارت پيشه اعضاولپاره دتخنيکي او معلوماتي همکاريو او خدماتو ايجادول.







4 — دافغانستان دتجارت او صنايعو دا تاقونو عمده وظايف
دتجارت او صنايعو داتاقونو وظايف په ١٣٦٦ کال کي تثبيت شوي دي چه په لاندي ډول دي

1. دپيشنهاداتو او مشوري له لاري دمقرراتو او لايحو په هکله له دولتي ادارو سره دوامداره همکاري .
2. دصنعتي موسساتو په ايجادولو کي دملي سرمايه ګذارو تشويق او په مختلط او خصوصي سرمايه ګذاري کي سهم نيول .
3. دصادراتو او وارداتو د تشويق په غرض دپيشنهاداتو ارايه کول .
4. دصادرونکو او واردونکو تاجرانو رهبري .
5. دصادراتي او وارداتي اموالو دحفاظت په خاطر مجهز ګدامونه جوړول او دصنعتي پارکونو په جوړولو کي برخه نيول .
6. دهيواد په داخل او خارج کي دنمايشګاوو جوړول .
7. دپرچون فروشانو او کم سرمايه تجارو حمايه کول .
8. دحمايه کولو دطريقي لټول .او داخلي او خارجي تجارت ته انکشاف او پرمختګ ورکول .
9. په داخل کي دسيمنارونو ارايه کول .او په خارجي کنفرانسونو او سيمنارونو کي اشتراک کول .
10. د اتاقونو دکارمندانو دپوهاوي په خاطر دتربيوي او تعليمي بورسونو څخه استفاده کول.






5 — دولايتي تجارتي او صنايعو د ا تاقونو وظايف او صلاحيتونه.
دتجارت او صنايعو ولايتي اتاقونه لاندي دندي په غاړه لري .
o تجارتي ،مالياتي ،صنعتي ،اسعارو ،او ګمرکي تعرفودقانون دتعديل په اړه د نظريو وړاندي کول .او دضرورت په صورت کي دهغو دتعديل په هکله دنظريو وړانديز.
o دصادراتو داصلاح ،زياتوالي او هڅوني په اړه نظرورکول او دصنايعو او دليږدونو دوسايلودښه کيدو په هکله دنظر وړانديز .
o داقتصادي چارو دپرمختيا او ښه کيدو په هکله دنظر وړانديز
o له دولتي تصديو سره همکاري او نظرورکول .
o هغه ټولي دندي چي دعالي شورا او دتجارت او صنايعو داتاقونو د عمومي رياست له خوا ورته سپارل کيږي .
دافغانستان دتجارت په انکشاف کي دتجارت او صنايعو داتاقونو نقش
په هر هيوادکي دسوداګري سکتور بالخصوص دبهرنيوسوداګري سکتور باارزښته اقتصادي بخشونودجملي ځني ګنل کيږي چه په اقتصادي انکشاف کي مهمه ونډه لري په خاصه توګه په پرمختللو هيوادونوکي .
بهرني سوداګري نن ورځ داقتصادي پرمختګ دماشين په څير اهميت لري او دکرني او صنعت تر څنګ يي دټولني دتکامل په برخه کي با ارزښته نقش لرلي دي .دنړي زيات هيوادونه نن ورځ په دي لټه کي دي ترڅو خپل اکثرعوايد دخارجي تجارت له لاري تامين کړي چي يو تعداديي تر زياته حده په همدي متکي دي.په خاصه توګه دتيلو څخه غني هيوادونه چي دنړي هيوادونو يو مخصوص صنعت تشکيلوي او دخپلو عوايدو% 80 فيصده دتيلو د صادارتو څخه لاس ته راوړي دا چه زمونږ هيواد هم دمخ پرودي هيوادونو په قطارکي شميرل کيږي د خپلي اقتصادي ودي په غرض عايداتي منابعو ته اشد ضرورت لري بالخصوص د بهرنيو سوداگري د برخي څخه.
په نتيجه کي ويلي شو چه د عايداتي منابعو دلاښه کول يوازي او يوازي د صادراتو د تقويې او انکشاف له لاري ممکن وي صادارت نه يواځي دملي عوايدو سطح لوړ وي بلکه د وگړو د پيرودلو قوه (قوه خريد) هم لوړوي.
زمونږ د گران هيواد افغانستان سره له دي د کرنيز و او حيواني توليداتو او طبعي معدني منابعو و څخه په غني توگه برخوردار دي ونشوکولاي د ځيني عواملو لکه کافي سرمايې نشتوالي ،دکافي با تجربه او فني اشخاصونشتوالي،د مناسبو مواصلاتي لار وعدم موجوديت او منظم انتقالاتي وسايطو عدم موجوديت له امله دخپلو دغه امکاناتو ځنۍ استفاده وکړي.
له همدي امله داسي سازمانونو او ارگانونو ته اړتيا ليدل کيږي ترڅو ددغه راز مشکلاتو د حل په برخه کي هلي ځلي وکړي چه ددغه سازامانونو د جملي څڅه يو هم د سوداگري اوصنايعود اطاقونو رياست دي چه تر زياته حده ددغه راز مشکلاتو په حل کولو قادر گڼل کيږي تر څودغه مشکلات حل کړي او يا هم د هغوۍ د حل لاري چاري لوړو مقاماتو ته په ګوته کړي د سوداگري او صنايعود اتاقونو اداري په اکثرو هيوادونو کي پدي قادر دي چه لوړ پوړي مقاماتو ته د مشکلاتو په اړه لارښوونه وکړي او هغوي ئې د مشکلاتو د حل په غرض و هڅوي.
زمونږ په گران هيواد افغانستان کي هم دغه اداري ته تر زياته حده واک ورکړل شوي تر څو پخپله برخه کي د مربوطو مشکلاتو د حل په غرض دلوړو مقاماتو سره په تماس کي شي اوددغه راز ستونزو د حل په لټه کي شي.
د سوداگري د اطاقونو او صنايعو رول او اهميت نن ورځ په زياته توگه په پرمختيايې هيوادونو کي محسوسيږي دا ځکه چه دغه هيوادونه تر اوسه ندي توانيدلي چه دسوداگري ،صنعت او حمل نقل په برخه کي خپلي ستونزي حل کړي. چون دغه راز اداري د څوگونو موسساتو اوپه سل گونو سوداگرو او صنعت کارانود اتحاد څخه رامنځته شوي دي له همدي امله د ځانگړو فعاليتونو په نسبت د بهترو مالي اومشورتي امکاناتو لرونکي وي.
چون ددغه هيوادونو سوداگر او صنعت کاران په مالي لحاظ کمزوري وي او نه شي کولاي په پراخه توگه فعاليت وکړي او يا هم په داخل او خارج کي د خپلو توليداتو لپاره د مناسب بازارونو په لټه کښي اوله بلي خوا ددغو هيوادونو کوچني سوداگري او صنعتونه د خارجي غټو سوداگرو او صنعتونو انحصار او رقابت سره مخ وي چه ددوي موجوديت دخطر سره مخامخ کوي.
فلهذا ددغو موسساتو وظيفه ده تر څو دغه سوداگرو او نورومولدي موسسي ددغه خطراتو په مقابل کي حمايه کړي او که چيرته دهغوې په واک کي نه وي بايد ددولت لوړ پوړو مقاماتو له لاري هغوي حمايه او تشويق کړي له دي ځايه په دي پوهيدي شو چه ددغه راز ادارو موجوديت په بازارکي څومره موثر دي.

1 — دداخلي تجارت په ا نکشاف کي دتجارت اوصنايعودا تاقونونقش:
.دافغانستان دتجارت اوصنايعواتاقونه دداخلي تجارت په انکشاف کي مهم ګامونه اوچت کړي دي ترڅودبهرنيو توليداتو په مقابل کي حمايه او تقويه شي. څرنګه چي زموږهيواد يو پرمختيايي هيواددي اوتوليدات يي اکثرااوليه مواد او لاسي صنايع تشکيلوي او دبلي خوا بعضي مسًلي لکه اداري فساد،دتجارتي نړي نوي او مؤثرسيستمونه رامنځ ته کيدل او بعضي نوري عوامل لکه رقابت قرارلري چي داټول دسرمايه ګذاري دسطحي دکموالي دتوليدي شرکتونو په توانايي کي محدوديتونه او بلاخره دخدماتو په قيمتونو او تجارتي فعاليتونوباندي تاثير واردکوي .
دخصوصي کمپنيو لپاره مشکل ده ترڅو ددغه ډول مشکلاتواو چالشونو په يوغيرفعال فضاً کي چي تجارتي نهادونه پکي کم رول لري دمنځه يوسي .
فلهذا دتجارت او صنايعواتاقونه په خپل توانايي ،علم ،او تجربه کولي شي چي پدي رابطه مؤثراقدام دداخلي تجارت په ګټه ترسره کړي اوداخلي مؤليدنواو خصوصي سکتور ته دخدمت او پرمختګ زمينه برابر کړي .
داځکه چي دداخلي توليداتو مؤسسي او خصوصي سکتورونه يوازيني د استخدام ،عايد او اقتصادي پرمختګ منبع ګڼل کيږي .
دداخلي تجارت په انکشاف کي د تجارت او صنايعو داتاقونو نقش په هکله کولي شو چه په خلص ډول لاندي څو ټکي څخه يادونه وکړو
 دداخلي توليداتودکميت او کيفيت لوړول ترڅو په اقتصادي ډګر کي دنړي دهيوادونو او په ځانګړي توګه د ګاونډيانوسره رقابت وکولي شي.
 دداخلي صنعت کارانو او دفابريکو خاوندانو دفعاليتونو دپياوړتيا لپاره دهغوي دفابريکو لپاره دخامو موادو په واردولو او کارتمامه موادو په
 صادرولو باندي د ټکس او ماليي کموالي او يا له منځه وړل ترڅو داخلي توليدات تقويه شي .
 دداخلي تجارو دمهارتونو دلوړوالي لپاره تربيوي او تعليمي پروګرامونو مهيا کول .(لکه پدي نژدي وخت کي دخصوصي تشبثاتو انکشاف يا(B.D.S)
 همدارنګه ملي سوداګرو او خصوصي سکتوروته دضرورت په وخت کي پورونه برابرول او ورکول چي داپورونه دمجموعي دارائي څخه %35 فيصده ورکول کيږي .

2 – دخارجي تجارت په ا نکشاف کي دتجارت اوصنايعو دا تاقونونقش .
زمونږ په ګران هيواد افغانستان کي دسوداګري او صنايعو داتاقونو رياست د لازمو شرايطو دنه موجوديت او همدارنګه ديو تعداد ستونزو په اساس لکه څرنګه چي لا زمه وه ندي توانيدلي چي خارجي تجارت ته دانکشاف په لور تمايل وړکړي چه عمده مشکلات يي په لاندي ډول دي .
1. داخلي مشکلات .
2. ترانزيتي مشکلات .
1 – داخلي مشکلات يا ستونزي .
دداخلي ستونزو په اړه بايد ووايو چي دهيواد هر صادراتي توکي له ستونزو لرونکي دي د مثال په ډول د اداري او منجمنټ په برخه کي ،دصحيح سورت بندي او درجه بندي نشتوالي ، په ګمرکاتو کي دفني اشخاصو عدم موجوديت او همدارنګه دمالونو دساتلو لپاره داساسي ګدامونو او سټورونو نشتوالي او داسي نور ستونزي شته چي په داخل دهيواد کي موجود دي چي داجناسو او مالونو د خرابيدو ،دقيمتونو د ټيټيدو او د مشتريانو دنه خوښيدو سبب ګرځي .

2 – ټرانزيټي ستونزي .
ټرانزيټي ستونزي هم يو عمده ستونزه ده چي په خارجي تجارت کي کموالي رامنځته کوي څرنګه چي افغانستان په وچه کي موقيعت لري او دسمندر سره خپله سرحد نلري نو په همدي اساس دخپلو صادراتي اجناسو دټرانزيټ په غرض مجبور دي چي اروپا او امريکا بازارونو ته چي د افغانستان دقالين ،قره قل ،قيمتي ډبري او لاسي صنايعو عمده بازارونه ګڼل کيږي دګاونډيو هيوادنو لکه ايران ،پاکستان اوداسي نور دټرانزيټ څخه استفاده وکړي .څرنګه چي زمونږ د ټرانزيټ پخواني عنعنوي لار دهند او پاکستان لاره ده او دهميش لپاره مو ددغه ټرانزيټي لار څخه استفاده کړي دي مګر بدبختانه ځيني وخت دسياسي ستونزو له امله په دغه برخه کي سخت مشکلات او موانع رامنځ ته کيږي چي زيات ټکسونه او کرايه زمونږ په صادراتي اموالو باندي وضع کيږي چي داجناسو د قيمتونو دلوړوالي او خرابيدو سبب ګرځي .
دپورتنيو مشکلاتو برعلاوه دافغاني سوداګرو او صنعت کارانو عمده مشکل دکافي سرمايي نشتوالي او دافغاني توليداتو سره دتقاضا کوونکو نا بلد تيا ده .
دافغانستان د تجارت او صنايعو داتاقونو رياست دپورته ذکر شوو ستونزو او مشکلاتو د حل په غرض د تجارت د وزارت له لاري د مختلفو هيوادونو سره قراردادونه ترسره کړي دي چي دهغي سره سم په مختلفو هيوادونو کي نندارتونونه او نمايشګاوي داير يږي چي ښه بيلګه يي د 1382 کال نمايشګاوي چي په ايران کي داير شوي وه اوپه 1386 دسهيلي آسيا هيوادونو نندارتون چي په چين کي داير شوي وه پدي نندارتون کي 28 تنو افغاني صادرونکو سوداګرو ته د ګډون زمينه مساعده شوي وه چي 500 زره امريکائي ډالرو په ارزښت (قالين ،قيمتي ډبري ،لاسي صنايع ،وچه او تازه ميوي ) خرڅلاو ته وړاندي شوي وه چي څه دپاسه د دوه ميلونو په ارزښت قراردادونه د باندينيو هيوادونو له خوا وړاند ي شول
همدارنګه د ټرانزيټي ستونزو دحل په غرض د ټرانزيټي شرکتونو سره په تماس او حتي په هغي کي سرمايه ګذاري کړي ده ددي نه علاوه د پاکستان او افغانستان د هيوادونو تر منځ د ټرانزيت او سوداګريزو آسانتيا و په هکله د افغانستان او پاکستان د سوداګري او صنايعو د اتاقونو لوي رياستونو ترمنځ دافغانستان اوپاکستان د سيمه ايز امن جرګي په ملاتړ په 1386 کال د اسد د مياشتي په 22 نيټه جوړ شوي وه . . ومن الله توفيق.

نتيجه گيري

 څرنګه چي زمونږ ګران هيواد افغانستان د کورني جنګونو له امله د پرمختګ او انکشاف څخه لري پاتي شوي نو دپرمختګ او بيارغوني لپاره دداسي موسساتو چي دغه خلا ډکولي شي دوروسته پاتي توپ په لري کولوکي مهم نقش لري مهم ګنل کيږي بايد دغه راز موسسات په واقعي توگه کار وکړي او دخپل هيواد اقتصاد په خاص ډول تجارت د بي ثباتي څخه وژغوري.
 سوداگري اوصنايعو د اتاقونو د رياست وظيفه ده چي د هيواد ټولو مناطقو ته په مساويانه توګه پاملرنه وکړي او صنايعو وته يې وده ورکړي ترڅو د هيوادپه تجارت کي موثر واقع شي.
 هغه څه چه دنړي د سوداگري اطاقونه يې کوي د افغانستان دسوداګري داطاقونو او صنايعو ورياست ندي توانيدلي تر څو هغه په صحيح ټوګه تعقيب کړي او ترزياته حده دخپلي پاليسي په تطبيق کي موفق شوي نه دي او دخارجي بدايو کمپنيوي او ثروت خوښونکو د فشارونو سره مخامخ شوي چه يوه اندازه ور څخه متاثره شوي هم دي.
 دا چه که دغه اداري په تيرو 1310 تر 1387 هـ ش پوري د سوداگري د انکشاف په غرض سودمند گامونه اخيستي وي شايد نن ورځ به زمونږ دهيواد دتجارت او صنعت حالت په اوسنيو شرايطو کي نوي واقع شوي او واقعاً به يې زياته وده کړي وه.
 داچه زمونږ دهيواد د وروسته پاتيتوب د زياتو عواملو دجملي څخه يو هم زمونږ دهيواد جغرافيايې شرايط دي چي زيات غرونه او مواصلاتي لارودعدم توسعي شوي چه دغه مواصلاتي لار د سوداگري په انکشاف باندي مستقيم اثرات وراد کړي دي.














وړانديزونه
1. په نړيوال نماشيگاوو کي تر زياته حده شرکت کول
2. سودا گرو او صنعتي موسساتو لپاره بايد دنړ ۍ نوي تحولات راټول او په دوامداره توگه د هغوې واک کي ورکول شي.
3. د سوداگري د اتاقونو او صنايعو د ولايتي دفترونو سره ډيري نيژدي اړيکي ساتل.
4. د افغاني صادراتي توکو لپاره دهيواد نه د باندينوو بازارونو موندل.
5. د سوداگري د اتاقونو او صنايعو د ټولونيمگړو تعميراتي پروژ زر ترزره تکميل کول بالخصوص د کابل په ښار کي د 18 پوړيزه تعمير تکميل کوم چې دغه اداري ته د زياتو مالي امکاناتو په برابرولو کي مرسته کوي.
6. د سوداگري د اتاقونواوصنايعوپه تشکيلاتوکي دتجديدتفکرکول .
7. د ورکړو پورونو بيرته لاسه کول








ماخذونه

1 – معلوماتي راپوردننګرهاردتجارت اوصنايعواتاق رياست نه .
2 – ورمي حاجي محمد عارف دتجارت اوصنايعوداتاق پخواني کارمند .
3 – داقتصاد مجله دويم کال دويم دور دويم شماره قوس او جدي 1382 .
4 – داقتصاد مجله دريم دور اوله شماره سلواغه مياشتي 1386 کال .
5—http/www.acci .org.af