د بغاوت احکام.

سریزه
الحمدلله رب العا لمین واشهد ان لا اله الاالله وحده لا شریک له رب الاولین ولاخرین والصلاِه ولسلام علی سیدنا محمد صلی الله علیه وسلم اما بعد : قال الله تعالی
وان طایفتان من المومنین اقتتلو فاصلحو بینهما فان بغت احد هما علی الاخری فقا تلو التی تبغی حتی تفیء الی امرالله‌.
د ا چي په نړۍ کي جرايم او جنايتونه د انسان د پيدايښت سره پيدا شوي د ي چي په هر وخت کي دد ي د مخنيوي د پاره د يو قانون موجوديت ته اشد ضرورت و نو ځکه الله ج وخت په وخت د جرايمو و مخنيوي لپاره د هغه وخت مطابق خپل استاذي او قوانين رااستولي د ي،همدارنګه د نن څخه څوارلس سوه کاله تر مخه د حجاز په ځمکه کي جرايمو زيات پرمختګ کړ ي وه او هر ډول بد بختي موجودي وي ،او دا لازمه وه چي يو قانون با يد موجود وي ،چي ددي بد بختيو مخه ونيسي ،نو همغه وه چي الله ج د خپل رحم او کرم له مخي هغه خلک له بدبختيو څخه خلاص کړه او يو داسي نړيوال قانون ورته راوليږه چي په هر ځاي او وخت کي دتطبيق دي او هيڅوک يي په په منحرف کيدو باندی قادر نه دی چي دا د اسلامي شريعت يو معجزانه صفت دي .اسلامي شريعت د جنايتو په مخنيو ي کي دوه لاري غوره کړي چي يوه يي وقايه وي لاره د ه او بله د علاج لاره ده چي وقايه وي لاره اسلامي شريعت د لومړي ځل د پاره د جرم د مخنيوي لپاره په کار اچولي د غربي قانون پوهانو يوازي دوه پيړي. وړاندي دغه لاره په خپلو څيړنو کي د جرم د مخنيوي د پاره منله خو هغه تر اوسه وقايه و ي لاره په ډيره کمه فيصدي سره د جرم د مخنيوي د پاره په کار اچولي ده .
بله لاره چي د جرم د مخنيوي لپاره اسلامي شريعت په کار اچولي ده د علاج لاره ده ،دا په هغه وخت کي کارول کيږي چي جرم واقع شوي وي چي دا په اسلامي شريعت کي واضح اوصول او قوانين لري په فقهي ډول اختلافات هم پکي نه متصور کيږي .په اسلامي شريعت کي د جرم د مخنيوي لپاره داسي اصول او قواعد ذکر شوي دي چي ددي په تطبيق سره هغه جرم چي واقع شوي دي د بل ځل لپاره تکرار نه شي او کوم اثرات يي چي رامنخ ته کړي دي اوضررونه يي په خپل ځاي بريښي اصلاح شي .په دغي لاره کي جزاګاني شاملي دي چي ټول مسلمانان د جزاګانو په هکله اتفاق لري .البته د مشروعيت په اړه يي اسلامي شريعت په خپلو جزاګانو د ترحم او عدالت معيار په پام کي نيولي دي ،د ا خبره اسلام په ښه توګه مراعت کړي ده چي د مجني عليه حق تر پښولاندي نه شي او په همدي ډول جنايت کوونکي د زيات ترحم له کبله خپل جنايت ته دوام ور نکړي .د اسلام د جزا په هکله د حاکم او محکوم لپاره په مساوات باندي قايل دي ،د اسلامي شريعت د جرم د مخنيوي په منظور د جزا په تطبيق سره د جنايتکار منع کولو ،زجر ورکولو ،او مجبورولو طريقه په کار اچولي تر څو جرم د بل ځل واقع کيدو ټولي لاري بندي شي .نو ماهم د لسانس ددوري د تکميل په برخه کي چي د لوړو زده کړو وزارت د لايحي د مخي خپل مونو ګراف د بغاوت احکام تر عنوا ن لاندي ځيني موضوعات را ټول کړي دي خداي ج دي وکړي چي د ګران لوستونکي او خاصتاً هغه څوک چي د حقوقو د پوهنځي محصلين د ي يو څه ګټه تري پورته کړي .

اول فصل:
د بغاوت پیژندنه:
اول مـبحث : دباغي لغوي او اصطلاحي معنی
اول مطلب :
د باغي لغوي معنى: بغاوت د باغ جمع ده او بغي په معني د ظلم او تجاوز ده ،او دوی ته ځکه باغيان وايي، چې دوی هم له ظلم او حق څخه تجاوز کړی دی لکه څرنګه چه ويل کيږي :(بغت المره) کله چي بد کاری وکړي( )
دويم مطلب :
د باغي اصطلاحي معنى دشريعت له مخې:
باغيان دفقهاوپه اصطلاح هغه کسان دي چې د کوم مجوزه تاويل په استفاده د امام په ضد وپاريږي ، ددولت د اعلی رييس په ضد پورته شي اود خپلو مطالبو د پر مخ بيولو له پاره منظم تحريک او قدرت ولري .يا د مسلمانانو هغې ډلې ته باغيان ويلی شي، چې له امام يا نايب سره يې ددې له پاره مخالفت غوره کړی وي، چې د حق له ادا کولونه ،کوم چې دوی دواجب زکات له ورکولو نه ژغوري ،ياد شريعت له هغو ا حکامو نه غاړه غړوي، چې د حق الله يا حق العبد، يعني په حق الله پورې مربوط هغه احکام دي، چي د فردپه شخصي ګټواو منافعو پورې مربوط وي، متعلق ورباندې حکم شوی وي . هر کله چې د فقهاو په اصطلاح، د امام پر ضد پاريدلې ډلې ته باغيان ويلی شو،نو هغه کسان چې د امام پر ضد نه وي پاريدلي، هغوی ته اهل العدل وايي.
د بغاوت بله معنی په لغت کې له تجاوزاو خپله حده تېرېدني ته وايي او په عام استمعال کې د هر شرعي حاکم په مقابل کې بې له شرعي اجازې نه قيام ته بغاوت وايي ،نو که حاکم شرعي نه ؤ او يا قيام د شريعت مطابق نه و دا قيام بغاوت نه ګڼل کيږي.( )
دو يم مبحث : دباغي علامات او د بغي شرطونه.
اول مطلب : دباغي علامات :
که چيرته يوه ډله خلک وغواړي، چې حاکم دې لرې شي، د هغه د اوامرو مخالفت کوي ، د هغه حاکميت نه مني ، خلک هم ترې منعه کوي ، د جنګ په کولو باندې ټينګار کوي چې حاکم دې لرې شي ، غواړي چې خپل امارت قوي کړي او امارت دوی ته پاتې شي، نوله دوی سره بايد خبرې، اترې وشي نه جنګ، ځکه چې دوی د امارت باغيان دي.دامام له پاره مناسبه ده چې دوی بنديان کړي او د امکان په صورت کې شر دفع شي. که چيرته د باغيانو شان او شوکت ورځ په ورځ قوي کېده او يا يې ټو لی ورځ په ورځ قوي کيده، نو په دې وخت کې خلک بده استفاده کوي او مختلف قسمه فتنې راولاړيږي .( )
همدارنګه علماوو د امارت له باغيانو سره په جنګ کې اختلاف کړی دی، چې که چيرته هغوی د الله تعالی دحق [زکات] له ورکړې څخه انکار او همدارنګه هغه واجبات چې مسلمانانو په دوی باندې ايښي دي، لکه د ځمکې خراج او د بيت المال له ورکړې څخه مخالفت وکړي او د حاکم نافر ماني کوي، نو دا په دې دلالت کوي، چه دوی بغاوت کوي( )
که چيرته يې د خوارجو پشان نظريه لرله، لکه کفر کول ،کبيره ګناه کول ،د جماعت پريښودل ،دمسلمانانو وينه تويول او ددوی مالونه لوټول، پداسې حال کې چې دوی دامام له اطاعت څخه نه وي وتلي ،نو دوی د امارت په باغيانو کې نه شميرل کيږي. هغه ځايونه چه دوی پکې را ټوليږي او شر او فسادورڅخه راپورته کيږي، ددوی شر او فساد بايد له منځه يوو‌‌ړل شي.( )
دويم مطلب: دبغي شرطونه
موږ د بغي شرطونه په لاندې ډول ښوودلي دي:
الف: د بغي هدف: په بغاوت کې دا شرط دی، چې د باغيانو هدف به ددې دولت رييس او يا حکومت له پښو غورځول يايې له اطاعت نه غاړه غړول او امتناع وي. که د بغي په شرطونو کې دا شرط مو جود و، نو دې ډلې ته باغيان او دغه عمل ته يې بغاوت وايي. مګر که ددوی هدف بل کوم داسې تغير پيدا کول وي، چې هغه د اسلامي شريعت له نصوصو سره مخالف وي، لکه د اسلامي نظام پر ځای په وطن کې بل کوم نظام برقرارول، يا اجنبيانو ته په خپله خاوره کې او يا په خپل هيواد باندې د تسلط پيدا کولوله پاره فعاليت کول او د همدې غرض له پاره دولت کمزوری کول ،نو په د ې صورت کې که څه پيښ شول، هغې ته بغاوت نه، بلکې داد الله ج په ځمکه کې د شر او فساد خپرول او له الله ج او رسول الله ص سره محاربه ده او دا عادي جرم دی، چې شريعت پر ې درنده جزا ټاکلې ده.
ب :تاويل : په لغات کې د شرط دي، چې باغيان به د خپل فعاليت لپاره تاويل ولري، يعنې د دولت د رييس پر ضدد فعاليت لپاره بايددليل ولري ،که څه هم هغه دليل په خپل ذات کې ضعيف وي. لکه دحضرت علي کرم الله وجهه په مقابل کې د خوارجوادعا، چې حضرت علي کرم الله وجهه ته د څرنګه چې دی حضرت علي کرم الله وجهه ،په خپله له هغو سره د عثمان رض په توطئه کې شامل و،ځکه دا کار نه کوي اودحضرت عثمان رض بدل نه اخلي. ددې ادعا پراساس دوی دحضرت علي کرم الله وجهه پرضدراوپاريدل او د هغه اطاعت يې پر ځان لازم نه بللو.يا لکه د حضرت ابوبکر رض په عصر کې د زکات د ځينو ما نعينو ادعا، چې ويل يې: ددې ايت مطابق چې (خذ من اموالهم صدقه ) تر دې چې (حل عليهم انا صلاتک سکن لهم )موږ هغو کسانو ته د خپلو مالونو زکات ورکوو، چې د هغو ی لمنخونه د هغې قبيلې اطمينان د ی، نه بل چا ته.خو که د خوار جو پاريدلو د پاره يې تاويل نه درلود، بې سببه ددولت د رييس پر ضد پاريدلي وو، يا يې داسې مطالب وړاندې کړي وو، چې هغه مطلق اسلامي حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه قاتل معلوم دی او دی کولای شي ،د هغه قصاص واخلي. مګر شريعت نه منل. مثلا ويل يې، چې ددولت د رييس اطاعت ځکه نه کوو، چې ددوی د ځای يا ددوی له نژاد نه ،نه د ی، نود دغسې انقلابونومجرمين سياسي نه، بلکې قطاع الطريق دي، چې د ځمکې پر مخ د شر او فساد خپرول غواړي.ددغسې کسانوله پاره په شريعت کې مخصوصه جزا ټاکل شوې ده. دا جزا د سياسي مجرمينو يا باغيانو جزا نه د ه او په هيڅ صورت دوی باغيان نه ګڼل کيږي.
ج:شوکت: دباغيانوپه خصوص کې شرط دا دی، چې د نورو ملګرو په ملاتړ د قوت او قدرت خاوندان و ي او که د نورو ملګرو په ملاتړيې قوت او شوکت نه درلود، که دوی د انقلاب دتاويل په بناوي، سياسي مجرمين يا باغيان نه ګڼل کيږي .
د: جنګ او انقلاب :تر دې وروسته شرط دي، چې جرم دې دجنګ په داخل کې د همغه غرض له پاره واقع شوی وي، د کوم له پاره چې انقلاب شروع شوی وي او که د جنګ او جګړ ې په حالت کي نه و واقع شوی، نود ا باغي نه بلکې يو عاد ي جرم د ی اوعادي جزا مومي . دا همغه لاره ده، چې حضرت علي کرم الله وجهه د خوارجو په مقابل کې غوره کړې ده. هغه وخت چې دحضرت معاويه رض او حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په باب لاد تحکيم فيصله نه وه اعلان شوې، حضرت علي کرم الله وجهه پر منبر ولاړ و او خوارجو پرې تعارض وکړو، ويې ويل: بې له الله ج نه د بل چا له پاره حکومت نشته .ددې تعارض په جواب کې حضرت علي کرم الله وجهه وفرمايل :دا حقه خبره ده، د باطل هدف له پاره استمعال شوه . تاسو (خوارج) پر موږ درې حقونه لرئ.
۱-موږ مو له مساجدو نه،نه منع کوو، چې خپل الله تعالی ياد کړئ.
۲- مونږ درسره لومړی جنګ نه پيلوو،تر څوچې تاسو نه وي پيل کړی.
۳- موږ درباندې پيسې نه اخلو، تر څو پورې چې د ستاسوبيعت زموږ سره وي يعني پر موږ مو انقلاب اويرغل نه وي شروع کړی ( )

دريېم مبحث : دشرعي امام پیژندنه
اول ‌‌‌‌‌‌‌مطلب : لغوي معنى:
امام:- امام کليمه په لغت کې له امامت څخه اخيستل شوې ده، چې دپېشوا،مقتدااورهبرپه معنی ده اوپه قرآن کريم کې يې دلښکروپرمشرباندې اطلاق شوی دی ،چې په دې ترتيب، هر مخکې کړی شوي اومقتداته ،په هرفن اولاره کې چې وي ،امام ويل کيږي ،لکه امام ابوحنيفه، امام بخاري ،دمسجدامام ….. اوداسې نور . اوهرکله چې دامام کليمه مطلق ذکرشي، دهغه مطلب دمسلمانانو رهبر وي .دامام لفظ په قرآن کريم کې هم څوځايه ذکر شوی دی، چې دزعيم ،پېشوا اورهنماپه معنی دی. لکه چې الله پاک په سورة البقرةکې ابراهيم عليه السلام ته داسې خطاب کوي …قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا….( )

دويم مطلب : اصطلاحي معنى:
د اصطلاحي تعريف په اړوند پوهانو بېلابېل تعريفونه کړي دي، چې په لاندې ډول دي.
دوکتور عبدالکريم زيدان يې داسې تعريفوي:
دامام اطلاق پر هغه چا کيږي، چې د مسلمانانو امارت يې پر غاړه اخيستی وي ،چې داسلامي دولت رييس او خليفه په نامه هم ياديږي. نو امام يا خليفه دداسې دولت رييس دی، چې په اسلامي صفت باندي موصوف شوی دولت وي، يعنی دا چې داسلام پر اساساتو ولاړوي، اسلامي رنګه بڼه ولري ، اسلامي احکام پلي کوي او امام ددولت لپاره دهغه صفت د ساتلو په خاطر پيره داروي( )
دريم مطلب: دامامت شرطونه:
اسلا مي پوهانو دشرعي سياست په برخه کي پوره بيان کړی دی اودشرعي امام لپاره يې ځينې شرطونه وضع کړي دي ،چې خورا مهم يې په لاندې ډول دي:

۱ -اسلام : لومړنی اوبنيادي شرط چې په حاکم کې بايد موجود وي، هغه داسلام ضرورت دی، چې دې ضرورت ته په قرآن کريم کې هم داسې اشاره شوې ده .( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَــــنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الأمْرِ مِنْكُمْ …..سورت النساء (۵۹)
ژباړه :(ای مؤمنانو!دالله پاک فرمانبرداري وکړئ اودپيغمبر اود خپلواکمنانوفرمانبرداري وکړئ .( )
۲-بلوغ :- لکه څنګه چې معلومه ده، چې بلوغ دتکليف له شرطونوڅخه دی اوکوچنی چې ترڅولوی نه وي، په احکاموباندې مکلف نه دی اوحضرت محمد صلي الله عليه وسلم داسې فرمايلي دي :(رفع القلم عن الثلاثة ،عن النائم حتي يستيقظ،وعن الصبي حتي يحتلم، وعن المجنون حتي يعقل.( )
ژباړه :(ملايکې ددرې نفرواعمال نه ليکي. دخوب کوونکي، ترڅوويښ شوی نه وي ، دکوچني ،ترڅولوی شوی نه وي ،دلېوني ترڅوپه حال شوی نه وي) لکه څنګه چې کوچنی دتکليف اهل ندی اوامارت په ټولنه کې ترټولولوی تکليف دی، نوله همدې کبله دهغه دچلولوحق ماشوم ته نه ورکول کيږي.همدارنګه ماشوم دشرعيت له نظره، پخپلو اموروکې وکيل ته ضرورت لري ،نوداخبره ډېره لرې ده، چې دملت مشرتوب ماشوم په غاړه واخلي.

۳- عقل :- ښکاره خبره ده، چې په ذهني توګه مريض شخص دملت دومره دروند بار نه شي پورته کولاى .لکه څنګه چې مود ماشوم په هکله وويل، همدارنګه که څوک عقل هم ونه لري هغه هم اميرکيدای نشي. اميرڅه چې يوعادي کارهم هغه ته سپارل کيدای نشي ،ځکه چې عقل دتکليف لپاره ضروري دی اوحضرت محمد (ص) فرمايلي دي :(…….وعن المجنون حتي يعقل.( )

۴- آزادي:- ازادي هم داميرلپاره يوله اساسي شرطونو څخه ده. يعنې دچا غلام،دټول وخت نوکراو بندي نه وي او دفرايضو داداء کولو له پاره فارغه وي او که داسې نه وي، نونه شي کولى چې داسلامي حکومت مشري په غاړه واخلي .ځکه غلام په خپل ځان اوخپل حق کې تصرف نه لري، نوبايد حاکم ازادوي .په احاديثوکې هم راغلي چې پردې دلالت کوي ، چې غلام دحاکميت اورياست لپاره صحيح نه دی .لکه چې نبي(ص) فرما يلي دي: (عن انس رضي الله عنه قال :قال رسول الله صلي الله عليه وسلم اسمعو واطيعو ان استعمل عليکم عبدحبشي کان راسه زبيبة.( )
۵- نارينتوب :- په قرانکريم کې راغلي، چې نارينه پر ښځو حاکم دي. الله جل جلاله فرمايي:الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ .( )
۶-پر وعده وفا :- لوی صفت، چې دملت اعتمادپه اميرباندې پخوي، هغه په وعده وفاده اوهمدارنګه په وعده باندې وفاکول دالله جل جلا له امر دی، چې په مسلمان باندې يې واجب کړی دی. لکه چې فرمايي :(واوفو بالعهد ان العهد کان مسولا . ( )
څلورم مطلب: دامارت قانونی کیدل په لاندینویودوه څیزونوپوری ټړلی دی.

اول څیز:دخدای دشریعت اوقانون حاکمول:

دخدای (ج) قانون یواځی دلاندینیو دری ارکانودعملی کولوپه صورت کی حاکمیږی.
الف: چی دخدای ج قانون یواځینی واضح اومنل شوی لکه چی قرآنکریم کی فرمایلی (تاسوته می هغه قانون مقررکړی چی نوح ع ته پری امر شوی وو اوهغه چی مونږ یی تاته نازل وو) سور ت شوری ۱۳ نمبر آیت پورتنی آیت داثابتوی چی دقانون چی قانون وضع کول یواځی دالله ج کاردی اوهرڅوګ چی بل چاته پدی هکله قانع شی نوهغه مشرک دی اوخدای ج مونږ تری وساتی.
ب: چی خدای ج قانون دټولوقوانینو لوړ وګڼل شی: په دی معنی چی نه خوورسره کوم بل قانون برابر شی چی دلوړمقام ترلاسه کولومسابقه یی ورسره جاری وساتی اونه تری پورته اولوړ شته اوداځکه چی خدای ج فرمایی (تاسوخبره قانون اونظربایړ دخدای ج اودهغه رسول ص دقانون څخه لوړ نه وی) سورت هجرات لومړی آیت.
نوپه دی اساس هغه قانون چی داسلامی قانون ترڅنګ درول شوی اسلامی قانون یو اسلامی قانون نه دی ، لکه څنګه چی دتتاریانو په زمانه کی په خپله زمانه کی اسلامی قانون ترڅنګ نور قوانین هم منل، دهغه وخت علما پری دکفر فتوی صادره کړه، نوپه هغه جورت سره ویلای شوهغه قانون خودسره اسلامی نه دی، چی داسلامی شریعت څخه ورته لوړ وویل شی لکه نن سبا چی ځینی خلک اسلامی شریعت وروسته له وضعی قوانینواوعرف څخه قانون ګڼی.
ج: چی دخدای ج قانون پوره اوعملی شی: ځکه دقانون دځینو مواردونه منل ټول قانون دماتولو معنی ورکوی قرآنکریم همدارنګه وضعی ته کفری ، جاهلی، دفتنی اوفساد نه ډګی او دخدای ج او پیامبر ص دشمنی وضعی لب ورکړی دی نو ځکه ویلی شوهلته چی دټولنی سیاسی، اقتصادی اواجتماعی اړخونه اسلامی قانون په سیوری کی جوړ نشی دټولنی واکمن قوت اوحکم کوونکی غیر قانونی اوغیر شریعی ګڼل کیږی.
دوهم څیز: دمسلنانو خوښه اومنل:
د نه خوښی زموږ هدف دادی چی مسلمانان پری دزړه نه رازی اوهغه یی دزړه نه منلی وی نه دکومو خاصو اعمالواورسوماتواجرادمسلمانانو درضااوخوښی ځکه شرط دی چی.

الف: دحاکم اورعایت ترمنځ رابطه دمعامله دارانو ترمنځ رابطی ته ورته والی لری اوپه معاملاتو کی دطرفینو رضا دلوی خدای ج دفرمودی په بنا اساسی شرط دی لکه چی وایی ( مالونه مو په خپل منځونوکی په ناروا مه خوری مګر که په خپله خوښه تجارت کولو) سورت نسا ۲۹ آیت.
دحاکم اورعایت ترمنځ اړیکو ته بیعت وایی چی دبیع کلمه څخه جوړ دی اوبیعه دهغه معاملو څخه ګڼل کیږی چی دجانبینو درضا څخه پرته نه سی کیږی.

ب: رسول الله ص ورته اهمیت ورکړی دی، او مبارکو اصحابوپری خورا ټینګار کولو تردی چی پیغمبر ص او راشده خلفاګانو اساسی طریقه اوسنت وګرځیده رسول الله ص چی په مدینه منوره کی لمړنی اسلامی دولت بنسټ ایښودلو داولی اودوهمی عقبی دبیعتونو په ذریعه خلکو رضا صاله کړه اوهم به چی کومه مهمه پیښه راتله دمسلمانانوسره به یی بیعت نوی کولو، لکه هغه وخت چی دبیعت درضوان په نوم یی نوی کړ، کله چی اوازه خپره شوه چی قریشو حضرت عثمان رض شهید کړصحابه کراموپری ټینګارتردی هده کولوچی دامیرپه انتخاب کی یواځی اهل حل او عقدغړو بیعت یی کافی نه بلکی دټولو مسلمانانوبیعت یی لازم اوضرور بللو.
ج: اسلام پیغمبر ص فرموده ده : که په زوره پرچاقسم وکړی شی قسم یی ځانته نشته قسم پری نشته داراښایی چی سوګندپه زور نشی کیدی اوڅرنګه چی سوګند اوبیعت یوبل سره ورته والی لری نوپه زور بیعت هم نه سیی کیږی اویا په بل عبارت خوښه اورضا بیعت اصلی واقعیت اوحقیقت دی.
د: دخدای ج په امر (اطیعوالله واطیعوالرسول واولی الامرمنکم) کی دمنکم ټکی لازموی چی مسلمانانو مشر باید دمسلمانانوه ډلی څخه وی اوباید دمسلمانانوپه خوښه منځته راشی ځکه هغه امیردمسلمانانو له خوښی پرته منځته راشی له دوی څخه نه بلکی پردی دی.
س: حضرت عمربن الخطاب فرمایی چی کله له یوتن سره بی له مسلمانانودمشوری څخه بیعت وکړنودابیعت یی نه سیی کیږی اونه دهغه سړی بیعت چی دمرګ له ډارڅخه یی کړی وی ددی پورته دوه څیزونوتنیجه داشوه چی برسراقتدار نظام قانونی نظام ګرځوی چی اطاعت اوکوم یی واجب اوبی له شرعی اجازی پرضدیی قیام بغاوت ګرځول کیږی چی دتوری ترسرحده دسرکوبولواجازه یی شته لیکن که دی دواړو څیزونوڅخه یواویا دواړه نه وړی نو دا نظام غیر قانونی او په سر کی ولاړ سړی یی باغی اوپرضد یی پورته کیدل بغاوت نه ګڼل کیږی.

پنخم مطلب :دحاکميت ګټې :
داميرټاکل ډيرې ګټې لري ،چې موږيې يوڅودلته ذکر کوو.
١-دالله جل جلاله داوامروپرځای کېدل اوداچې دامام ټاکل فرض کفايي دي، نودمسلمانانو دغاړوخلاصېدل.
٢-په ملک کې داتحاداواتفاق راتلل اوله نفاق اوبدبختيوڅخه خلاصون. .
٣-اکثره واجبات اودحدودواقامه کېدل، دا مام په شتون پورې موقوف دي.
۴-دګټوراټولېدل، چې داپخپله يوه فريضه ده ،ځکه دشارع مقصددقوانينوپه وضع کولوکې لکه لمونځ، جهاد،نکاح ،معاملات،حدود اوداسې نور،چې دانسانانودمصالحوتامينول دي، چې داله امام څخه پرته نه کيږي.
ځينو تر هغې اندازې ضرور ګڼلی دی، چې د اجتهاد صلاحيت هم پکې شامل وي( )خو په کتاب المعني المحتاج کې يې د امامت د پاره لاندې شرطونه ټاکلي دي:
۱- امام بايد مسلمان وي.
۲- مکلف وي، يعنې عاقل او بالغ وي.
۳- ازاد وي ،يعني غلام نه وي .ځکه غلام د خپل بادار په خدمت کې مشغول وي.
۴- سړی وي.
۵- قريشي وي، يعني د قريشو له نسب څخه وي،خوهاشميت پکې شرط نه دی. ۶- عادل وي.
۷-عالم وي ،يعني مجتهد وي.
۸- شجاعت ولري.
۹- د سياست او نظر خاوند وي.
۱۰- بينا او سالم وي ،يعني ړوند نه وي.
شيخ عزالدين وايي : که چيرې امام فاسق وي، ياپکې څه فسق و فجور ښکاره شو، نو هغه څوک به امام جوړيږي ،چې د کوم يوه فسق او فجور کم وي. د امام د جوړيدلو له پاره د خلکو تعداد شرط نه دی. که چيرته دوه نفره وو، يو به ځان ته امير وټاکي او ددې امام د ټاکلو لپاره شاهدي شرط نه ده، چې ګواهان ورباندې ونيول شي.کله چې موجود امام د ژوندوروستيوشېبوته ورسيږي، نود ځان لپاره دې وليعهدوټاکي ،خو دا په هغه حالت کې چې په موجوده امام کې د امامت شرطونه ټول پوره وي، ځکه چې د فاسق او فاجر امام استخدام معتبرنه دی، يعنې فاسق د ځان لپاره خليفه نشي ټاکلی. که چيرې موجوده امام دا حق شورا ته وسپاري، نو شورابيا د بل امام د ټاکلو حق لري، ځکه ددې حکم د خليفه په شان د ی،که چيرې د امامت لپاره داسې څوک وي، چې هغه په ټولو شرطونو برابر وي ،نو بيا به حالاتو ته کتل کيږي. که چيرې دجنګونووخت و‌ي، نو بيا به هغه څوک امام جوړيږي، څوک چه ‌ډيرزړوروي. که چيرې دبدوعاداتو او خرافاتووخت وي، نو بيا به مجتهدعالم امام جوړوي ،چې له هغې سره مقاومت وکړي. بل د ا چې د امام متابعت واجب دی. که امام ظالم وي، ليکن دومره خبره ده، چې کله امام درته په داسې خبره امر وکړي، چې د الله ج له خبرې سره په ټکر کې وي، نو بيا د امام متابعت نه کيږي . امام ته به د خير خبره د نصيحت په ډول کيږي، چې ځان اصلاح کړي، ځکه چې د هر جابر په مقابل کې د حق خبره افضل جهاد دی( )
دلته زمونږهدف دا نه دی، چې ددې شرايطو په هکله د فقهاوو اختلاف د ی او ياپه ځينو شرايطو کې اتفاق تشريح کړو، ليکن په دې باندې اکتفا کوو،چې د ټولو شرايطو مفهوم داد ی، چې د مسلمانانو کارونه داسې خلک په لاس کې واخلي، چې د نورو په نسبت ،کارونه د خدای ج له حکم سره سم د پوهې ،انصاف او ښې مراودې په سيوري کې مخ پر وړاندې بوزي.
د امام غوره کول اوټاکل هغه غوره اولوړ امانت دی، چې د اهل حل او عقد په غاړه اچول شوی وي، چې ددوی له انتخاب نه وروسته عام خلک ورسره بيعت کوي چي په لوي امانت تري تعبير شوی دی . د خدای ج له پاره د شهادت مرحمته الله علیهله بلکه د لوړ¬شهادت مقام د ی، چې ځينې ليکوالان د رسول الله ص وينا ،چې فرمايلي يې وو: څوک چې يو څوک امير مقرر کړي اوپه مسلمانانو کې له هغه نه بل غوره او ښه موجود وي، نو ده په تحقيق سره له خداي ج او د هغه له رسول الله ص سره خيانت وکړ. ځينې خلک د رسول الله ص دا خبرې په کوچنيو ،کوچنيو امارتونو تعبيروي ،نو موږ يې په لو ی امامت يعنې د ټولو مسلمانانو پر امير حتماً تطبيق کولی شو ځکه چې د لوی امام او امير ټا کل د کوچنيو اميرانو او وليانو په نسبت خورا مهم د ي، د کوچنيو واليانو د تغيراو تبديل له پاره کولای شو، چې لوی امير ته مراجعه وکړو او هغه بدل کړو. ليکن د لوی امام عزل کوم اسانه کار نه دی، ځکه نود اهل حل او عقد دنده د امام په ټا کلو کې خورا درونداو مهم مسوليت دی او ټګي په کې د لوی خدای ج ، د هغه له رسول او ټولو مسلمانانو سره خيانت او ټګي د ه.( )

څلورم مبحث: باغي يعنې د دولت پر ضد د قيام کوونکو ډلو مختلف ډولونه:
الف:- هغه چې يواځې دفساد دپاکېدلولپاره راپاڅيدلي وي او دخپل پاڅون لپاره ورسر ه هيڅ شرعي استدلال نه وي. دهغو پر خلاف دحکومت جنګ په اتفاق سره روادی او له حکومت سره ملګرتيا پر مومنانو واجب ده. دې ته له کتوپرته، چې حکومت عادل وي او که نه وي.
ب:- هغه چې دحکومت دنسکورولو لپاره يې پاڅون کړی وي او هيڅ کوم شرعي دليل ورسره نه وي، بلکې دهغو ظاهري حالت داڅرګندو ي، چې هغوی ظالمان او فاسقان دي. په دې صورت کې که حکومت عادل وي، نو دحکومت ملګرتيا کول بې شکه واجب دي او که چيرته عادل نه وي، هم دهغه حکومت دټينګښت لپاره جنګيدل واجب دي ، چې دهغه په واسطه په حاضروخت کې دهيواد نظم برقراردی.
ج:- هغه چې دکوم شرعي تاويل په اساس يې دحکومت پر ضد پاڅون کړی وي، خو دهغوی تاويل باطل او عقيده يې فاسده وي، لکه خوارج پدې کې هم مسلمان حکومت، که هغه عادل و ي او که نه وي ،له هغو سره دجنګ کولو شرعي حق لري او دهغه ملګرتيا کول واجب دي .
د:- هغه چي ديوه عادل حکومت پر ضد پا څون وکړي، داسې حکومت چې دمشر امارت يې په مشروع ډول منځته راغلی وي. په دې صورت کې له هغو سره کوم شرعي تاويل وي او که نه وي، په هرحمته الله علیهال له هغو سره په جنګ کولو کې حکومت په حقه دی او ملګرتيا کول يې واجب دي.
ه:- هغه چې ديو داسې ظالم حکومت پر خلاف پا څون وکړي، چې دهغه امارت دزور له لارې نه مسلط شوی وي . حکام يې فاسق وي او پا څون کوونکي يې دعدالت د راوستلو اوالله جل جلاله دحدودو دپلي کولو لپاره راپاڅيدلي وي او د هغوی ظاهري حالت داڅرګندوي ،چي هغوی پخپله نيکان خلک دي.( )
پدي صورت کښي دهغو په باغي ګڼلو او دهغوي پر ضد دجنګپه واجبيدلوکي دفقهاو په مينځ کي سخت اختلاف راغلي دي چي مونږيي دلته په لنډه توګه بيانوو ،دجمهوروعلماواو اهل حديث رايه داده چي دکوم امير امارت چي يو څل برقرار شوي وي او دهيواد امن او امان ،نظم او نسق دهغه تر انتظام لاندي چليږي ،هغه که ظالم او دهغه امارت که په هر ډول قايم شوي وي .
دهغه پر خلاف پاڅون کول حرام دي ،مګر داچي هغه دصريح کفر مرتکب شي امام سرخسي ليکلي کله چي مسلمانان په يو فرمان روا ئاندس ېاغونډوي او دهغه په برکت هغوي په امن وي او لاري محفوظي وي ،په دغسي حالت کښي که د مسلمانانو کومه ډله دهغه په خلاف پاڅون وکړي نو هر څوک چي دجنګ وس ولري پر هغه واجبه ده چي د مسلمانانو دهغه فرمانروا سره په ملګري کيدو دپاڅون کونکو پر ضد وجنګيږي .امام نووي دمسلم په شرحه کي وايي چي دايمه و يعني د مسلمانانو فرمانروا په خلاف پاڅون کول اوجنګ کول حرام دي که هغوي فاسقان اوظالمان هم وي .
په دي باندي امام نووي داجماع دغوه کوي ،خو په هغو بانديس داجماع دعوه صحيح نه ده داسلامي فقهاو يوه ډله چي په هغي کي لوي علما شامل دي ، پاڅون کوونکي صرف په هغه صورت کي (باغي )ګڼي چي کله هغو دعادل پا چا په خلاف پاڅون وکړي ، دظالمانو او فا سقانو په خلاف دصالحانوپاڅون هغوي دقران مجيد له اصطلاحسره سم دبغوت مصداق نه ګڼي او دهغو په خلاف جنګپه چاره کي دعلم خاوندانو ته معلومه ده ،ابوبکر جصاص په احکام القران کي په ډاکه ليکلي چي امام صاحب دغه جنګ نه يازي روا بلکه په مناسبو شرايطو کي واجب ګڼي ،دبني اميه پر خلاف د زيد بن علي په پاڅون کي هغه نه يوازي پخپله مالي مرسته وکړه بلکه نوروته يي هم دهغي توصيه وکړه ،دمنصور په ضد دنفس له جهاد نه بهتره وګاڼه ،دغه راز حنفي فقهاو هم په اتفاق سره تکلاره هغه نده چي امام سر خسي بيان کړيده ،ابن همام دهدايه په شرحه فتح القدير کي ليکلي چي دفقهاوم په عرف کي باغي هغه دي چي دبرحق امام له اطاعت څخه ووځي ،دحنبليانو څخه ابن الجوزي دغير ي عادل امام پر خلاف پا څون روا ګڼي او په دي باندي دليل د حضرت حسين رضي الله تعالي عنه پڅون نيسي دامام شافعي په کتاب الام کي با غي هغه چاته ويل کيږي چي دعادل زما مدار پر خلاف دجنکيدو لپاره راووځي او دهغه په خلاف دي جنګ وشي .
قاضي ابوبکر ابن العربي په احکام القران کي دهغه دا وينا نقل کوي که يو څوک دعمر ابن عبدالعزيز غوندي عدل خليفه پر خلاف پاڅون وکړي نو دهغه مخنيوي واجب دي ،پاتي شو کوم بل زمامدار نو هغه پخپل حال پريږدي الله جل جلالخ بخ ړګزک بل ظالم په لاس هغه ته جزا ورکړي .
هغه دامام مالک ر حمته الله عليه بل قول دا نقل کوي : کله چي له يو کمامدار سره بيعت شوي وي اوبيا دهغه ورونه دهغه په مقابل کي را پاڅيږي نو له هغه سره به جګړه وکړاي شي که هغه عادل خليفه وي .
پاتي شوه دغه زمونږ دزماني زمامداران ،ددوي لپاره څه بيعت نشته ځکه چي ددوي بيعت په زور اخستل شويدي ،دغه راز دمالکي علماو کوم مسلک چي دسخنون په حواله قاضي صاحب بيان کړيدي هغه دادي چي ،جنګخو به صرف دعادل خليفه په ملکرتيا وکړي شي که مخکيني خليفه عدل وي او کههغه څوک چي دهغي په خلاف يي پاڅون کړيوي ،خوکه دواړه عدل نه وي نو له دواړونه ګوښه شي البته که پر تاسي جمله وشي يا مسلمانان دظلم ښکار کيږي نو دفع وکړي ددغو تګلارو د نقل کولو وروسته قاضي ابوبکر وايي : مونږ به جنګ و نه کړو مکر دهغه عادل زمامدارپه ملګرتيا چي حق پالونکو هغه دخپلي زمامداري لپاره وړاندي کړي وي

دويم فصل
دباغيانوشرعي احکام
اول مبحث: له جنګ نه دمخه دباغيانو حقوق او مسوليتونه:
دا د باغيانو حق دی ،چې د روغې او مصالحې له لارې خپله مطالبه دولت ته وړاندې کړي او د شريعت په دايره کې چې کومه مطالبه لري، هغه په پوره ازادۍ او صراحت سره ووايي. ددوی مخالفه ډله يعنې عادلين بايد دوی ته ځواب ووايي ، قناعت ورکړي او ددوی د نظر يوه غلطي ورڅرګنده کړي. که دا هره يوه ډله په خبرو او هدفونو کې د اسلامي شريعت له نصوصو څخه ووځي، نو هغه ډله د عادي عمل مجرمه ګڼل کيږي ،مثلاٌ که يو او بل ته يې هدف ووايه، دحد جزا،او که ښکنځل يې وکړې، نو تعزيري جزا مومي . که باغي کوم جرم وکړي ،نو د عادي مجرم په حيث جزا مومي. باغيان په ټولنه کې د ژوند کولو حق لري. که کوم معين ځای ونيسي ،يا په کوم خصوصي ځای کې غونډه وکړي، کولای يې شي او هيڅوک يې د منعه کولو او تحکم حق نه لري، خو تر هغه پورې چې دوی د کوم حق د نه کولو سر غړونه نه وي کړې او يا يې دواکمن حکومت له اطاعت نه د وتلو اعلان نه وي کړی. دا هم د خوارجو په مقابل کې د حضرت علي کرم الله وجهه کړنلاره ده او هغه دا چې کله د خوارجو له ډلې نه يوه ډله يا طايفه په نهروان کې راغونډ شول، حضرت علي کرم الله وجهه دوی ته والي وټاکه او له څه مودې نه وروسته يې د هغه والي شهيد کړ، کله چې حضرت علي کرم الله وجهه له دوی نه دهغه والي د قاتل غوښتنه وکړه ،دوی ددې پر ځای چې قاتل وروسپاري، د هغه په مقابل کې يې تړون وکړ او ويې ويل چې مونږ ټولو وژلی دی، په دغه وخت کې خوارجو د حضرت علي کرم الله وجهه له اطاعت نه په صراحت سره غاړه وغړوله او خپلسري يې اعلان کړه، نو حضرت علي کرم الله وجهه ورسره د مقابلې تصميم عملي کړ .امام مالک (رحمهّ الله عليه) او امام شافعي (رحمهّ الله عليه) له باغيانو سره د مقاتلې يو شرط دا هم ښود لی، چې تر څو پورې چې ددوی له خوا نه اهل عدل نه وي وژل شوي، تر هغې پورې دوی بايد ونه وژل شي او که دوی د وينو په تويولو لاس پورې کړ، نو ددوی وژل بيا مباح دي. امام ابو حنيفه (رحمهّ الله عليه) ددوی د مقاتلې له پاره يواځې ددوی امتناع او اجتماع کافي بولي او هغه شرط چې امام مالک او امام شافعي (رحمهّ الله عليه) يې ددوی د مقاتلې له پاره ضرور بولي، دی يې ضروري نه ګڼي.( )

دويم مبحث: له جنګ نه وروسته د باغيانو حقوق :
که له باغيانو سره د جنګ ،جګړې ،اورلګېدنې اويا په هيواد کې ددو ی له خوا انقلاب پيل شو، نو په اولوالامر باندې لازمه ده ،چې له هماغو کسانو سره جنګ ته دوام ورکړي ،څوک يې چې مخې ته ودريږي او که ماته يې وخوړه او په شا شول ،نو اولوالامر يې هم بايد له قتل او قتال نه لاس واخلي. ددوی ژوبل کسان او بنديان بايد ونه وژني او پر هغو کسانو، چې وسله کيږدي، بايد وسله ونه کاروي اومرګ ته يې بايد هڅه ونه کړي .ددوی مال اومتاع دې نه تالا کو ي. ښځې او ماشومان دې تر استبداد لاندې نه نيسي ، ځکه چې رسول الله ص فرمايلي د ي:

چه د اسلامي دار په برکت ،هغه څه له تعرض نه مامون دي ،چې په دارالاسلام کي موجود وي.که جنګ پای ته ورسېد،نو ددوی هغه مالونه ،چې په جګړه کې ورغلي دي، هغه بايد دوی ته بېرته وسپاري او چا چې د جګړې له ميدان نه بهر ددوی مالونه تلف کړ ي وي، په هغو باندې يې ضمان لازم د ی او د جګړې په ميدان کې تلف شوي مالونه حدر د ي او که دوی د اهل عدل مال او متاع د جګړې له ميدان نه بهر تلف کړي وي، نو په دوی باندې جبران لازم د ی، چې همدا راجحه رايه ده. ددې مقابل نظر يه په باغيانو باند ې د جګړې د تلفاتو جبران لازم بولي ،ځکه چې ګناه هيڅ حق نشي باطلولی او نه د چا پور له منځه وړلی شي. د لومړۍ نظريې دليل د هغې عظيمې واقعې په باب د صحابه وو اجماع ده، چې د علي کرم الله وجهه او معاويه رض د حکومت په شپو او ورځو کې دمسلمانانو تر منځ پيښه شوې ده. هغه اجماع دا ده : (څوک چې د قران د تاويل په دليل د کوم ناروا کار مرتکب شي، په هغه باندې حد نه تطبيقيږي. مګر څوک چې د قرآن د تاويل په د ليل د چا مال تلف کړي، هغه تاوان نه لري. همدارنګه که د جنګ پور ورپه غاړه شي نو دوی بېرته زړه نه ښه کوي او له اطاعت نه غاړه غړ ولو ته دوام ورکوي .
که څه هم باغيان د جنګ د خسارو او تلفاتو مسئول نه دي، مګر اولولامر کولی شي چې دوی و نه بښي او د بغاوت او انقلاب تعزيري جزاورکړي.
دامام ملک (رحمهّ الله عليه) ،امام شافعي (رحمهّ الله عليه) او امام احمد ابن حنبل (رحمهّ الله عليه) په نزد، په دې شرط تعزيري جزا ورکول کيږي، چې له قتل نه سپکه وي. ځکه چې دوی درې واړه د اسيرانو او مجروحو وژل روانه بولي، نو د مسلم وژل خو په اولی طريقه بايد روانشي .مګر امام ابو حنيفه (رحمهّ الله عليه) ،چې د اجتماعي مصلحت په منظور، د اسير وژل رواګڼي ،همدارنګه د مغلوب شويوباغيانو وژل د تعزيري جزا پر اساس د اجتماعي مصلحت لپاره رواګڼي. يعنې د امام ابو حنيفه رحمهّ الله عليه په قياس، باغي ياباغيان د تعزيري جزا له مخې وژل کيدای شي، مګر له دې ټولو خبرو سره،سره څرنګه چې د تعزيري جزاګانو په برخه کې دقاضي واک و اختيار ډير زيات دی، کولی شي چې مجرم ته داسې جزا وټاکي چې له اجتماعي مصلحت سره، سره د مجرم دحال مطابق وي . اولوالامر صلاحيت لري، چې د يو ه باغي تعزيري جزا په کلي توګه و بښي ،يا يې سپکه کړي.( )

در يم مبحث : دباغيانواو مشرکانو دوژلو کيفيت:
قاعده داده، چې د باغيانو وژل ځکه جايز دي، چې دوی د مسلمانانوپه منځ کې تفرقه راولي .سره له دې چې ددوی په وژلوکې ګناه نشته، ځکه دوی اوښتونکي دي. له کفارو سره دباغيانووژل په يوولسو وجوهاتو کې فرق لري، چې په لاندې ډول دي .
۱-ددوی د تحقير ولو قصد به لري، نه ددوی د وژلو.
۲-ددوی تدبيرونه او چال چلند به بند کړای شي .
۳-ددوی زخميا ن به نه تداوي کيږي.
۴-بنديان به يې هم نه وژل کيږي.
۵-مالونه به يې غنيمت نه وړل کيږي.
۶-ماشو مان به يې نه بنديانيږي.
۷-کله چه له دوی سره جنګ کوي ،نوله مشرک څخه به مرسته نه غوښتل کيږي.
۸-صلحه بالمال هم ورسره نشي کيدای.
۹-په ثقيله سلاح باندي به يې نه ولي .
۱۰-کورونه به يې هم نه سوځول کيږي.
۱۱-ونې به يې هم نه وهل کيږي.

د مشرکينو وژل دباغيانوپه څېردي، خو په پنځو وجهو کې فرق کوي:
۱- تدبير کوونکي حربيان(مشرکان) به وژل کيږي.
۲-د مشرکينوپه قصدسره وژل روا دي.
۳-د مشرکينو مال لوټل او وينه تويول روادي.
۴-د هغوی دکورنۍ بندي کول جواز لري.
۵-له مشرکينو څخه خراج او زکات اخيستل نه ساقط کيږي، پر هغه څه باندې چې له دوی څخه په زور واخيستل شي.( )

څلورم مبحث باغيان ورباندې پیژندل کیږي:: دباغيانو دقتال
شرطونه او هغه څه چې

کله چې باغيانو نصيحت نه قبلاوه او نه يې د امير اطاعت ته رجوع کوله، چې د امام اطاعت ته دا خل شي او نه يې د تو بې غوښتنه قبوله کړه، نو که چېرته د امام په قبضه کې وي او يا يې په داسې ځای کې وليدل، چې هلته مسلمانان قتل کېدل، نوددې کسانو قتل واجب دی ( )خو په دې شرط چې دوی په هغه څه باندې تعارض کړی وي،چې اهل عدل حرام ګرځولي وي . يا ددې په وجه چې له مشرکينو سره جهاد معطل کيږي . ياله بيت المال څخه داسې شی واخلي، چې ددوی حق نه وي او يا هغه څه چې په دوی باندې واجب دي ،دهغه ورکړه او د هغې له ورکړې څخه انکار وکړي او يا له امام څخه د جدايي تظاهر وکړي .البته له هغه امام سره، چې له هغه سره يې د بيعت تړون کړی وي. هغه څه چې ماوردي ويلي او هغه څه چې اکرمي ويلي چې د باغيانو قتل واجب دی، مطلقاٌ ځکه چې ددوی په باقي پاتې کېدو سره په ټولنه کې مفاسد راپورته کيږي . که چېرته ددوی هغه د بغاوت شرط په بل اسانه شي سره له منځه ځي ،نو واجب ده په هغه اندازه چې دفعه کيږي. که چېرته ددوی شر په خبره او نصيحت سره دفعه کيږي ،نو دا اولی او بهتره خبره ده چه نصيحت ورته وشي او که په نصيحت باندې نه کيدل، نو قتل يې واجب دی. ( )

پنځم مبحث : له باغيانو سره جنګ او صلحه:
اول مطلب : له باغيانو سره جنګ:
له باغيانو سره جنګ دا معنی نه لري، چې د هغوی پر ضد دې وسله وال جنګ وشي او هغوی دې هرومرو ووژل شي ،بلکې له دېنه دا مراد دي، چې د هغوی پر خلاف دې زور استمعال شي. همدارنګه اصلي هدف د هغو ی دتېري مخنيوی دی. ددې هدف له پاره چې د هر راز قوې استمعالولو ته اړتياوي، هغه بايد په کار واچول شي او ددغه حکم مخاطبان هغه کسان دي، چې د زور په کارولو سره د تيري په مخنيو ي باندې قادروي.( )
دويم مطلب: له باغيانو سره صلحه :
له دېنه څرګنده شوه، چې د الله ج په نظر کې سوله څه د قدر وړ شی نه د ی، چې د حق او باطل له توپير نه په صرف نظر کولو، يواځې د جنګ بندولو له پاره وکړای شي او په هغې کې حق په جانب ډله تر فشار لاندې ونيول شي. له باغيانو سره بې ځايه مراعت وکړای شي.صلحه هماغه صحيح ده، چې اساس يې پر انصاف ولاړ وي. په همدې سره د فساد مخه نيول کيږي، که نه د حق پلويوپر خوا د ځپلو او تيري کوونکو د ډاډېينې نتيجه به ارومرو داوي ،چې د فساد اصلي اسباب پرخپل ځای برقرار وي ،بلکې لا نو ر زياتوالی پکې راځي او په دې سره د بيا بيا فساد د ډېرېدو نو بت راشي .( )

شپږم مبحث : له مشرکينو او کفارو څخه دباغيانو په وژلو کې مرسته غوښتل:
جمهور علماٍء( امام مالک رحمهّ الله عليه) ،امام شافعي (رحمهّ الله عليه)،امام احمد ابن حنبل (رحمهّ الله عليه) پر دې متفق دي، چې د باغيانو په وژلو کې له کفاروڅخه مرسته غوښتل حرام دي، ځکه چې د مسلمانانو قصداواراده داده، چې باغيان له بغاوت څخه واړوي ،نه دا چې دوی ووژني .حال دا چې کفار دا اراده نه لري ،بلکې د مسلمانانو پر خلاف دي. يعنې دغه کفار غواړي ،چې ووژل شي او وژل په اسلام کې بې له ضرورته ناروادي، يعنې له دوی څخه مرسته غوښتل حرام دي .که ا مکان داسې وو چې د هغوی په مرسته د باغيانو را ټيټېدل او د مسلمانانو د حکم تابع کېدل وو، نو له کفارو څخه کومک غوښتل روا دي او که داسې نه وو، بيا له کفارو څخه کومک غوښتل جايزنه دي. همدارنګه حنفي او جمهور علماء پدې متفق دي، چې که اهل مشرکين د عدل خاوندان نه وو او هم يې له مسلما نانو سره ظا هري اثرات ښه نه وو، نو کومک غوښتل ترې حرام يعنې نا روادي او که فيصله يې په ظاهره په عدل وه، نو کومک غوښتل ترې روا دي.( )

اووم مبحث : په اسلام کې دباغيانو دمحارمو وژل:
دعلماوواتفاق دی، چې د بغاوت له وجې د محارمو وژل نا روادي .امام مالک (رحمهّ الله عليه) فرمايي چې قصر يواځې په مور او پلار کې دی او په نورو کې نشته. همدارنګه امام احمد بن حنبل (رحمهّ الله عليه) هم د باغيانو په حکم کې مور او پلار ته جواز ورکړی دی او دا بهتره ده، ځکه الله جل جلاله فرمايي:
َإِنْ جَاهَدَاكَ عَلى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ( )
ژباړه:او که کوشش وکړی دا مور او پلار چه تا لره شريک کړی له ما سره په هغه څه چه تا ته ی علم نه وی نو اطاعت ی مه کوه ددی دواړو او ملګرتيا کوه ددی دواړو سره په دنيا کی غوره ملګر تيا هغه چه د شريعت سره سمه وی او متابعت کوه په دين کی د لاری د هغه چا چه بيرته راګرځيدل دی ده ته په توحيد سره.( )

اتم مبحث : له باغيانو څخه هغه څوک چې وژل يې جايز نه دي:
په دې قاعده باندې دفقهاوو اتفاق دی ،چې له اهل حرب څخه هغه څوک چې قتل يې روانه دی، ښځې ،بوډاګان ،ماشومان او ړانده دي .له باغيانو څخه د هغه چا مرګ هم جايز نه دی، چې په جنګ کې يې برخه نه وي اخيستې ،ځکه ددوی قتل د شر دفعه کولوله پاره دی. نو وژل په هغو کسانو پورې خاص شول ،چې په جنګ کې يې برخه اخيستې وي او هغه پورته ذکر شوې طايفې د جنګ نه دي، ځکه دوی په جنګ کې برخه نه اخلي.( )
که چېرته دهغو باغيانو د جنګ له پاره تياری وکړي، نو دلته جنګ من حيث المعنی موجود شو. په دې وخت کې ددې باغيانو وژل روادي ،مګر د ماشومانو او لېونو وژل يې روانه دي. نو هغه دوه صنفه چې ماشومان او ليوني دي ،نه به يې نه وژني او که دوی هم په جنګ کې شرکت وکړ، نو بيا يې وژل روادي .مګر امام ابو حنيفه (رحمهّ الله عليه) فرمايي چې امام په دې کې اختيار لري، چې بنديان کوي يې او که يې وژني . همدارنګه داحنافو نظر دا هم دی، چې وژل يې هم جايز دي. د جنګ په وخت کې مګر ماشومان او ليوني به يې نه وژل کيږي.( )

نهم مبحث : دکومو څيزونو په واسطه دباغيانو وژل جايز دي .
دامام ابو حنيفه (رحمهّ الله عليه) او د امام مالک (رحمهّ الله عليه) په نزد د باغيانو و ژل روادي ،کله چې و نيول شي. همدارنګه هغه آلات چه جنګ ورباندې کيږي ،لکه،غشي،ليندۍ،بمونه او داسې نورهغه آلات چې دوی ورباندې وژل کيږي. په باغيانو باندې هغه څړ ځايونه او هغه اوبه چې دوی ورڅخه استفاده کوي، بايد بندې شي. همدارنګه هغه څوک چې له باغيانو سره ولاړوي، يعنې کومک ورسره کوي، هغوی هم په دې حکم کې راځي .ددې له پاره چې د باغيانو شر دفع شي او د دوی شان او شوکت له منځه لاړ شي ،نو پر هر هغه څه، چې دوی جنګ کوي او له باغيانو څخه لاس ته راشي، بايد په ووژل شي .
امام مالک (رحمهّ الله عليه) فرمايي، چې که په دوی کې ښځې او ماشومان وي، نو بايد په داسې آله باندې و نه وژل شي، چه سوځول کوي .( )
د امام شافعي (رحمهّ الله عليه) او د امام احمد ابن حنبل( رحمهّ الله عليه) په نزد، د باغيانو وژل د غشيو او بمبونو په واسطه ناروا دي . همدارنګه هر هغه شی، چې په هغه باندې څوک زخمي کيږي، يعنې په آله جارحه باندې هم جايز نه دي. د هغوی محاصره کول او په هغوی باندې خوراک څښاک بندول هم جايزنه دي، مګر کله چې دوی کوشش وکړي چې مسلمانان ووژني او دوی ته زيان ورسوي ،نو بياجايز دي، چې دوی محاصره کړي. همدارنګه د امام شافعي رحمهّ الله عليه او امام احمد بن حنبل رحمهّ الله عليه په نزد، تر څو چې دوی د جنګ اراده ونه لري، ددوی وژل جايز نه دي .( )

درېيم فصل
دباغيانومربوط مختلف مسايل
اول مبحث : د مسلمانانو دخپل مني جګړي بنسټ
په دي هکله له يو حديث نه پرته چي به يي وړاندي يا دونه وکړو درسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتو کي ددغه قانون هيڅ تشريح نه موندل کيژي ،ځکه چي دپيغمبر صلي الله عليه وسلم په زمانه کي دمسلمانانو په مينځ کي هيڅ کله جنګ ندي شوي چي پيغمبر صلي الله عليه وسلم په قول او عمل سره دهغه داحکامو تفصيلات معلوم شوي واي ، ددي وروسته ددغه قانون مستند تشريح په هغه صورت کي وشوه چي حضرت علي کرم الله وجهه دخلافت په دوره کي پخپله دمسلمانانو په مينڅ کي جګړي وشوي چي په هغه کي صحابه کرام ډير زيات موجود وو ،له دي امله دهغوي په بيان کړي شويو احکامو سره داسلامي قانون ددغي څانګي مفصل بنسټونه او قواعد مرتب شول ،په تيره بيا دحضرت علي کرم الله وجهه کړنلاره چه دټولوفقهاو اصلي مرجع ده
لاندي مونژ ددغه قانوني مقرراتوضروري لنډيز درجوو

لومړي مطلب :دمسلمانانو دخپل منځي جګړي بيلا بيل صورتونه :

لومړي جز: که دواړه جنګيدونکي ډلي دکوم مسلمان حکومت ر عيت وي په دي صورت کي دهغوي په مينڅ کي سوله کول ،يا فيصله کول چي له هغوي نه تيري کوونکي ډله کومه يوه ده ،او دحق لاري ته په رګرځيدو باندي دهغي په زوره مجبورول دحکومت فريضه ده .
دويم جز : که جنګيدونکي ډلي دواړه ډيري قوي ډلي وي ،دوه مسلمان حکومتونه دي او جنګ يي ددنيا په خاطروي ،پدي صورت کي دمومنانو و‌ظيفه داده چي په دغي فتنه کي دبرخي اخستونه په ټوله معنا ډډه وکړي او دواړه خاوي له خايه وويروي ،اودجنګ نه دلاس اخستو نصيحت دي ورته وکړي .
دريم جز : هغه دوه ډلي چي پاس يي يادونه وشون کن له هغونه يوه برحقه وي او بلخ نيري ګونکي وي او يه نصيحت سره اصلح کيدوته چمتو نه وي په دغسي حلاتمواو شرايطو کي دمومنانو وظيفه داده چي دتيري کوونکي ډلي پر ضد دحق په جانب ډلي ملګرتيوکړپ وکړي .

دویم مبحث: که دباغيانو شمیر کم وي.
که د باغيانو شمير لږ وي او يا د هغوی تر شاه کومه لويه ډله نه وي ، نه څه زيات جنګي وسايل ولري، نو پر هغوی باندې د بغاو ت قانون اطلاق نه کيږي، بلکې له هغوی سره به د تعزيراتو له عملي قانون سره سم چلند وشي ، يعنې که هغو ی قتل وکړي، نو قصاص به ترينه واخستل شي. که مالي تاوان ورسوي، نو تاوان به ترې واخيستل شي . دبغاوت دقانون اطلاق يواځې په هغو باغيانو باندې کيږي، چې يو غټ طاقت ولري او زيات شمير ډله له جنګي و سايلو سره پاڅون وکړي .جنګ به د هغوی پر ضد صرف په هغه وخت کې وکړای شي، چې هغوی په عملي ډول وسله وال بغاوت وکړي او دوينې په تويولو لاس پورې کړي.( )
دريم مبحث:د با غيانو د مالونو حکم:
دباغيانو د مالونو حکم دحضرت علي کرم الله وجهه له اسوه حسنه څخه اخيستل شوي دي ،هغه دادي چې د هغو هيڅ ډول مال، که د هغو په لښکر کې راغلی وي، که د هغو ترشا د هغو په کورونو کې وي او که هغوی ژوندي وي او که وژل شوي ويو په هېڅ حال کې به هغه دولجې مال ونه ګڼل شي اونه به په يوه ورځ باندې وويشل شي. البته کوم مالونه چې ضايع شوي وي، دهغو څه ضمان نه لازميږي. دجنګ د پای ته رسېدو او دبغاوت دزور له ماتېدو نه وروسته به دهغو مالونه بيرته ورکړل شي. که دجګړې په ترڅ کې دهغو وسله اوسپرلۍ په لاس راشي، نو هغه به دهغو پرخلاف استعمال کړي .خوداسې نه چې دفاتحينو ملکيت وګرځول شي اودولجې دمال په توګه پرهغو باندې وويشل شي .که له هغو نه بيا د بغاوت وېره نه وي ،نودغه شيان به هم بيرته ورکړی شي، صرف دامام ابويوسف (رحمهّ الله عليه)رايه داده،چې حکومت به هغه ولجه ګرځوي.

خلورم مبحث : دباغيانو نيول شوي کسان اوله دوی سره بايدپه جنګ کې د کومو اساسا تو مراعت وشي؟
له باغيانو سره په جنګ کې چې د کومو اساسا تومراعاتو بايد وشي، هغه د پيغمبر (صلي الله عليه وسلم) دهغې لارښوونې په اساس، چې پيغمبر( صلي الله عليه وسلم) له حضرت عبد الله بن مسعود(رضي الله عنه) څخه پوښتنه وکړه : ای ابن ام عبد! ايا پو هيږې، چې د د غه امت د با غيا نو په باب حکم څه دی ؟
هغه عرض وکړ:الله جل جلاله اودهغه رسول ( صلي الله عليه وسلم) ښه پوهيږي . ويې ويل :دهغوی ټپيانو ته به لاس نه غورځول کيږي ،دهغوی بند يان به نه وژل کيږي ، دهغوی تښتيدونکي به نه تعقيبيږي اودهغوی مالونه به دولجې په ډول نه ويشل کيږي . ددغه قانون بله منبع چې ټولو اسلامي علماوو پرې اعتمادکړی دی، دحضرت علي کرم الله وجهه وينا اوعمل دي .هغه د جمل په جګړه کې د بري له تر لاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې تښتيدونکوته امان ورکړئ ،د خلکو کورونوته مه ننوځئ ،ښځو ته لاس مه غځوئ، که هغوی تاسو ته ښکنځل هم کوي .د هغه( رض) د پوځ ځينو خلکو غوښتنه وکړه، چې دښمنان او د هغوی اولادونه او ښځې دې غلامان وګرځول شي. پردې خبره هغه په غوسه شواوويې فرمايل:له تاسې نه به څوک دا جراءت وکړي،چې ام المومنين حضرت عايشه(رض)پخپله برخه کې واخلي؟
دباغيانونيول شوي کسان به ددې تعهدپه اخيستوسره خوشي کړای شي چې بيابه بغاوت نه کوي.( )

پنځم مبحث : دوژل شويو باغيانوسرونه غوڅول:
دوژ ل شويوباغيانوسرونه غوڅول اوبې پته کول ډېر بدکاردی، ځکه چې دا ممثله ده او له ممثلې څخه رسول صلی الله عليه وسلم منعه کړې ده. حضرت ابوبکر صديق (رضی الله تعالی عنه) ته چې درومي سرپريکړی شوی راوړل شو، نوپر دې کار يې ډېره غوسه ښکاره کړه اوويې فرما يل چې زموږکار د روميا نو اوايرانيا نو پيروي کول نه دي. دغه معا مله چې له کا فرانو سره يې کول روانه دي، نو له مسلما نانو سره خويې کول په اولی طريقې سره ناروادي.

شپږم مبحث : کومې سيمې چې دباغيانو ترولکې لاندې دي:
کومې سيمې چې د باغيانو تر ولکې لاندې راغلې دي او هلته هغوی د خپل نظم او نسق په ټينګولو سره زکات او نورمحصولات تر لاسه کړي وي، حکومت به په هغو سيمو باندې له دوهم ځل قبضې کولو نه وروسته له خلکو نه بيا له نوي سره دهغه تېر زکات او محصولاتو غوښتنه نه کوي. که باغيانو دهغوی مالونه په شرعي توګه مصرف کړي وي، نو عندالله به هم هغه له ادا کوونکو نه ساقط شي.خو که هغوی په غير شرعي ډول لګولي وي، نو دا دادا کوونکو او د الله جل جلا له تر منځ معامله ده،او که هغوی پخپله وغواړي ،نو خپل زکات دې اداکړي، همدارنګه باغيانو چې تر خپل تصرف لاندې سيمو کې کومې محکمې جوړې کړې دي، که دهغو قاضيان له عادلانو څخه وي، له شريعت سره سمې فيصلې يې صادرې کړې وي، نو ددوی شاهدي په خپل حال پاتي کيږي ،اګر که د هغه ټاکونکي د بغاوت مجرمان هم وي . البته که د هغوی فيصلې غير شرعي وي او د بغاوت له غلي کېدونه وروسته هغوی د حکومت محاکموته راوړل شي،نو د هغوی فيصلې نه نافذيږي. سر بېره پردې چې د باغيانو په جوړوکړی شويو محکموکې ونه منل شي.
اووم مبحث : دباغيانو شهادت په اسلامي محکمو کې:
دباغيانو شاهدي په اسلامي محکموکې د قبلېدو وړنه ده . ځکه چې د عادلانو پر خلاف جنګ کول فسق دی . امام محمد (رحمهّ الله عليه) فرمايي، چې تر څو پورې چې هغوی جنګ ونه کړي اود عادلانوپرخلاف د عملي پاڅون مرتکب شوي نه وي، دهغوی شاهدي به قبوله کړی شي. خوکله چې هغوی جنګ کړی وي، نو بيا زه د هغویشاهدي نه منم. له دغو پورتنيواحکامو څخه دا خبره څرګنديږي، چې دکافرانوپر خلاف جنګ اود مسلمانو باغيانو پر خلاف جنګ کې توپير شته.( )

اتم مبحث: د باغي وينه هدر ده
که په چاکي د بغاوت د جرم شرطونه موجود شي نو وينه يي هدرده که چا ووژه نو مباح الدم شحص ېې وژلي ده جزا ورباندي نشته .د باغي وينه تر هغه پوري هدر ده چي د بغاوت حالت پاې ته ورسيږي . د امام ابوحنفه (رح) پيروان په دي خبره کي د نورو مذهبونو د پيروانو سره محالف دي چي د باغيانو وينه د ټولنواو غاړه غړولو د وحت نه که څه هم جنګ جګړه يي نه وي شروع کړي هدر شوي ده ، مګر امام مالک ،امام شافعي ،او امام احمد (رح) د دوي د ويني د هدر کيدو لپاره د جنګ جګړي اوتيري شروع شرط بولي ،د دوي په نزد قاعده د اده چي د باغي وينه بي د جنګ جګړي او يرغل حالت نه په نورو حالاتو کي مصونه دي د باغيانو سره جنګ جګړه واجب ده ځکه چي الله (ج) فرمايي که د مومنانو دوه ډلي په خپلو کي په جنګ جګړه بوحتي وي نو تاسي د هغوي په منځ کي صلح کوي که کومي ډلي صلحه ونه منله ا و تيري يي وکړ نو تر هعه وحته پوري ورسره جنګ جګړه وکړي څو چي د تيري نه لاس واحلي او د الله (ج) احکامو ته غاړه کيږدي او دا واجب د هر چا په غاړه پروت دي . که د حکومتي يا دولتي مقاماتو له خوا د هغو د جنګ جګړي دپاره حاص کسان ټاکل شوي وي هم څو پوري چي د بغاوت حالات پاي ته نه وي رسيدلي د نورو له غاړي نه ساقط کيږي ځکه حکومتي مقامات نشي کولاي چي څوک باغي په وژلو ونيسي ځکه چي د باغي وژل مباح کار دي .مګر که دا کار يوازي په حکومتي و مقاماتو او مشحصو کسانو پوري اختصاص درلود نو په دي لحاظ يي نيولاي شي چي د دوي په وظيفه کي بي ځايه مداخله کړي او هغوي ته يي په سپک نظر کتلي دي .
نهم مبحث:قيام او مقاومت:
د حکومت پرضد دقيام او مقاومت په هکله علماء درې نظره لري ،چې په لاندې ډول دي :
لومړۍ نظريه: دتورې دخاوندانو نظريه داده، چې دقيام او د نظام پرضد پورته کېدل واجب دي، که څه هم پر يوه تن دتيري اوتجاوز په سويه انحراف وي. مشهوره داده، چې خوارج په دې نظر دي ،لېکن امام ابن الحزم وايي،چې له امام احمد بن حنبل څخه پرته، دنورو درې واړو امامانو همدا نظريه ده. دشريک او داود هم همدارايه ده او دحضرت معاويه (ض) او حضرت علي کرم الله وجهه دواړو، په طرف کې ولاړ و. ټولو صحابه وو په لاندې دلايلو سره همدا نظريه لرله.خدای(ج)فرمايي:( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ…)
ژباړه :په نېکيواو ښو کې يو تر بله همکاري وکړئ اوپه تيري او تجاوز کې يو تر بله همکاري مه کوئ. ( دسورت مايدې دويم ايت. ( )
دباطل او ظالم په مقابل کې چوپ کېناستل له ګناه او ظلم سره دهمکاري حيثيت لري. همدا رنګه په بل ځای کې فرمايي : فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ…
ژباړه :له تجاوز کوونکو ډلو سره تر هغې وجنګيږئ، ترڅو دخدای حکم ته غاړه کېږدي( ) .
دوه يمه نظريه : قيام او مقاومت جايز نه دی. د اهل سنتو زياته برخه علماء همدا نظريه تاييدوي. عباده بن صابت وايي: موږ ته رسول اکرم (ص) بلنه راکړه، چې موږ ورسره بيعت وکړ، چې دمسلمانانو دامير مننه کوو او امر ته يې غاړه ږدو، که خوښ وي او که نا خوښ ،که ستونزې وي اوکه خوښي وي، پرځان به يې لوړ ګڼواوبې ځايه خنډونه به ورته نه پيدا کوو. اوبيا يې وويل :که تاسې ته داسې ښکاره شي چې دخدای(ج) دلارښوونو په رڼا کې پرې ثابت دلايل موجودوو، نو بيا تاسې دې بيعت ته مسول نه ياست .
دحضرت علي کرم الله وجهه پرخلاف قيام کې خورا زياتو صحابه کرامو برخه وانه خيسته، لکه څنګه چې يې له حضرت حسين (ض) سره ملاتړ ښکاره نه کړ. دادفتنو دمخنيوي په خاطر،چې داميرپه مقابل کې قيام دملت يووالي ټوټه اوامنيت له منځه وړي اويا په بل عبارت، دکوچني شر دله منځه وړلولپاره دلوی شراوفسادزمينه برابروي .
درېيمه نظريه : منځنۍ نظريه نه قيام واجب ګڼي اونه پرې دحرام نوم ږدي، بلکې قيام او صبر دواړو ته جايزوايي، پر دې سند، چې ځينوصحابه کرامو په قيام کې برخه نه ده اخيستې اونه يې دنورو قيام او مقاومت بدګڼلی، نو دا کړنه يې دقيام او مقاومت جوازاو مباحو الی ثابتوي ،نه فرضيت او حراموالی.( )

نتيجه
د قانونيت پر نسيپ په ډير جدي ډول په پام کې نيولی ،لوی خدای (ج) چې د کايناتو خالق او د بشر پيدا کوونکی دی، تل يې د خپلو بنده ګانو د بهبود په منظور داسې قواعد رانازل کړي چې په بشري جوامعو کې هيڅ نظام ورسره سيالي نه شي کولای.اسلامي شريعت د خلکو د ابرو ،عقل ،نسل ،ځان او مال ساتنې ته، چې انسان ته ډير ارزښتمن او مهم د ي، خاصه پاملرنه کړ ې .حدود د هغو جرايمو نوم د ی، کوم چې په پورته ارزښتونو باندې د تجاوز له وجې رامنځ ته کيږي. الله ج د حدودو او جرايمو له پاره مشخصې او ټاکلې داسې جزاګانې رااستولې، چې هيڅوک پکې په هيڅ وجه مداخلت نه شي کولی او هغه ډول چې شارع يې د تطبيق امر کړ ی بايد پلي شي. که د بشري نړۍ تاريخ ته يو ځغلند ه نظر واچول شي، نو راته به جوته شي، چې په بشري نړۍ کې د بد بختو مظالمو او کړاوونو بنسټ همدغه په پورته ارزښتونو باندې تعرض دی، کوم چې د شريعت راليږدوونکي دالله ج له خوا ورته په اسلامي قانون کې مشخص مجازات پيش بيني کړي دي .دنسل له منځه وړلو څخه مخنيوی له يوطرفه په بشري جوامعوکې دامنيت او ټولنيز نظم خورا مهم امرګڼل کيږي. همد ا رنګه الله ج انسان اشرف المخلوقات پيدا کړی دی او ډير لوړ شخصيت لري. هيڅوک د ا حق نه لري چې يو انسان ته په سپکه سترګه و ګوري. که څوک دا کار وکړي او يو چا ته سپکې، سپورې او يا پرې تهمت ولګوي، نو دغه شخص قاذف دی او بايد ددې جرم هغه ټاکل شوې جزا ورته ورکړل شي، تر څو نور خلک ترې عبرت واخلي .همدارنګه عقل ،چې د انساني ټولنو د پرمختګ اودلوی خدای ج يو ځانګړی نعمت ګڼل کيږي، له منځه وړل يې په کلي توګه جرم دی او هيچا ته جواز نشته چې د هغه د اختلال يا له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي. که څوک د شرابو پواسطه نوموړی نعمت له منځه يوسي، نو دا بايد اتيا دورې ووهل شي.دين چې د کايناتود خالق لخوا د خپلو بندګانو د دنيوي او اخروي فنا او نجات په منظور رااستول شوی او په کې په واقع ډول د انسانيت هراړخيزه کاميابي نغښتې ده. ترې اوښتل يو جرم دی او په شريعت کې ورته د مرګ جزا پيش بيني شوې ده. له شرعي نظام څخه نه اطاعت او د خلکو د ټولنيزې رفاه او ارامۍ له مينځه وړل لارې ته راوتل او دهغې شکول په شريعت کې مشخص مجازات لري ،کوم چې د مرتکب د احوالو په پام کې نيولو سره د لاس او پښې يو د بل خلاف غوڅول ،وژل او په دار ځړول د ي.د خلکو د مالونو برنا حقه ا و په پټه اخيستل تر ټا کلو شرايطو لاندې په شريعت کې د غلا جرم ګڼل کيږي او د هغې عضوې د پرې کولو مجازات ورته پيش بيني شوي، کوم چې نوموړ ي مال اخيستی، يعنې د لاس پرې کول .همدارنګه هغه ډله او يا يوه طايفه چې د اسلامي حکومت پر ضد قيام او پا څون وکړي او عملاً د جنګ اعلان وکړي، چې دې خلکو ته باغيان وايي او له دوی سره دجنګ او سولې په اړه هم په اسلامي شريعت کې مفصل ا حکام موجود دي .په شريعت کې د ا ټولې جزاګانې له هغه جرم سره متناسبې دي، کوم چې انجام شوی، يعنې شريعت د جرم او جزا تر منځ تناسب په دقيق او جدي ډول په پام کې نيولی او په دې تو ګه الله ج پر بشريت لوی رحمت اوپر امت پيرزوينه کړې ،شريعت د اوسني غربي پوهانو د تعبيرونو بر عکس، د انساني کرامت ضد مجازات نه، بلکې د انساني کرامت په درناوي ،د اصل په بنا چې لومړنی موسس يې د اسلام سپيڅلی دين دی، چې په هر وخت ،هر ځای او هر حال کې د تطبيق وړ اصول او قواعد لري. تل د انساني جوامعو خولاپريږده، چې د ټولو کايناتو د ښيګڼې له پاره يې لازم او وړ ګامونه پورته کړ ي.په شريعت کې ددې ډول مواردو مثالونه ډير زيات دي. نو دا چې شريعت يواځې په نوم يو دين نه دی، بلکې د يو لړ عملي تطبيق کيدونکي ،بهبود او پر مختګ رامنځ ته کوونکو قواعدو ټولګه ده، بايد هغه وګړي اوحکومتونه يې،چې ځانونه مسلمانان ګڼي ،په ځان او خلکو تطبيق کړي. په همدې هيله د پای ټکی ږدم.والسلام

WhatsApp chat
%d bloggers like this: