د يورانيمو پيژندنه

د يورانيم پيژندګلوي
يورانيم ډيرسخت درونداودسپينوزروپه شان فلزدي اتومي نمبريي(٩٢)اواتومي وزن(١٤٦) دي دکتلي شميره يي(٢٣٨) او سمبول يي(U) دي په کال(١٧٨٩)کي يوجرمني کيمياپوه مارټين کلاپروت(Martin Klaproth)کشف کړمارټن لمړني سړي وه چي يورانيم يي دپيچ بلند( دطبيعي يورانيم معدني ډبره) نه جلاکړه دغه پيچ بلند(Uraninit = peachblende) ديولړفزيکي اوکيمياوي کړنلارو په مرسته سره دنوروډبروڅخه بيليږي دچک جمهوريت دجواچمسال(Joachim Sal) دسپينوزرودکانونوڅخه لاس ته راغلي نوموړي کيميادان دغه لوي لا سته راغلي فلز په هغه وخت کښي دنوي کشف شوي سياري يورانوس په نوم يوران کيښودچي دغه سياره صرف اته (٨) کاله مخکي کشف شوي وه ديورانيم عنصرلږڅه (٦،٦ بيلونه )کاله پخواپه سوپرنوا(Super Nova)کښې مينځ ته راغي سوپرنوا په کايناتوکي په ډيره لوړه کچه يوه ځليدونکي او درڼاڅخه ډکه چاودنه ده چي هرپنځوس کاله وروسته يوځل مينځ ته راځي دسوپرنواماده دايونايزشوواتومونوڅخه جوړه ده اود پلازماپه نامه سره ياديږي دنوموړي هستوي پيښي عمرلنډ دي اوڅه ناڅه يوه مياشت پايښت لري بيايي رڼا ورو وروکميږي اوخړپړرنګ ځان ته غوره کوي په نوموړي وخت کي سوپرنوادومره انرژي درڼا په بڼه خپروي لکه چي لمريي د لسوبيلونوپه موده کي خپروي
په طبيعت کښي د يورانيم موجوديت
يورانيم دجستو،بورون، انتيمني اودکيدميم څخه په کافي اندازه موجوددي دبحرپه يوټن اوبوکي دري ملي ګرام يورانيم پيداکيږي دمنرالونوپه يوټن کښي د(٢_٤ ) ملي ګراموپوري موجوددي يورانيم دځمکي په مخ دومره موجوددي لکه ارسنک،قلعي،تنګستن اوموبليدينيم که ديورانيم قيمت لکه څه زيات شي نودسمندرداوبونه به يي فايده مندوي دکثافت له پلوه دسروزروسره مساوي کثافت لري ي١٩/ګرام دي او په همدي ډول د سرپو(pb) څخه (١،٦)واري زيات درونددي اوپه دنياکي اتم (٨) دروند فلز شميرل کيږي په( ١١٣٢ سانتي ګيرد) کښي ويلي کيږي اوپه (٣٨١٨ سانتي ګيرد) باندي په جوش راځي دځمکي په سطحي طبعي موادو کښي يورانيم په طبعي عناصرو کښي په اته څلويښتم نمبر(٤٨) دي دا دومره کم هم نه دي لکه څومره چي فکرکيږي دډيروالي په اعتبارسره د سرو زرو(Ag) په مقابل کښي (٥٠٠) پينځه سوه واري زيات دي دسپينو زرو(Au) په مقابل کي (٤٠) څلويښت واري اودسيمابو (Hg) په مقابل کښي (٢٥) پينځه ويشت واري اودقلعي (Sn) په مقابل کي دوه چنده وجود لري
د يورانيم استعمال
صرف يوټن طبعي يورانيم څخه څلورکروړه کيلو واټه برق په يوساعت کښي پيداکولي شي او دهمدومره برق د توليد لپاره (١٦) شپاړلس زره ټنه د ډبروسکاره اويا(٨٠) اتيا زره بيرله تيل د سوځولو لپاره په کاردي تراوسه پوري په دنياکښي(٤٤٢) څلورسودوڅلويښت زروي بريښناکوټونه په (٥٩) نهه پينځوس مختلفوملکونوکښې فعاليت کوي چي په دنياکي د بجلي داستعمال په سلوکښې(٢٣) درويشت دي په دي کي(١٠٤) يوسل څلور صرف په امريکاکښي دي اودامريکا دبجلي ضرورت (٢٠%) پوره کوي دامريکادبجلي(١٠%) دروس د هغه پخواني اتومي بمونودحاصل شوي يورانيم څخه لاسته راځي کوم چي ديو تړون له مخي بي کاره کړلي شوي وه چي په هراټومي بم کي پينځلس کيلوګرامه (Kg١٥) يورانيم چي (٩٠%) غني کړلي شوي وه

دځمکي دسطحي په مخ اوپه بحرونوکښي طبعي يورانيم دومره موجوددي چي په پيړيوپيړيوددنيادبجلي ضرورت پوره کولي شي دټولي دنياد زروې بريښناکوټونونه چي څومره فضله موادپيداکيږي پداسي يودوه منزله تعميرکي ځاي پرځاي کيدلي شي چي مساحت يي ديوباسکټبال دميدان په شان وي په زروي بريښناکوټ کښې ديورانيم ديوي ټوټې څخه تقريباً( ١٨) مياشتوپوري برق پيداکولي شي پدې دوران کښې ديورانيم يو څه برخه په پلوتونيم بدليږي چي پلوتونيم په ايټم بم کي استعماليږي دذروي هستي دماتيدني دتسلسل يوه خاکه په يورانيم په يوه مرکزي اتوم باندي يو سست رفتاره نيوترون دوارديدو په صورت کي په دوه مرکزي کوچنيو اتومونو ويشل کيږي چي دانرژي د امواج سره سره نورنوي نيوترونونه هم اخراجوي چي د هغه نوررڼا د يورانيم دتجزيي سبب ګرځي اودايو ځنځيري سلسه ده چي جريان لري
د طبيعي يورانيم فزيکي خواص
سوچه طبيعي يورانيم (Natural Uranium )يوراديواکتيف عنصردي چي دالفاوړانګي ورڅخه خپريږي اود سپينو زروپه شان يوسپين رنګه ځليدونکي اود ډيرودرنروفلزاتوپه ډله کښې شميرل کيږي چي دنوموړي عنصرسمبول په يو(U) سره ښودل کيږي
طبيعي يورانيم يوايزوتوپ دوه نوي (٩٢) پروتونه اويوسلوشپږڅلويښت (١٤٦)نيوترونونه لري دکتلي شميره يي دوه سوه اته ديرش A=238 ته رسيږي دنوموړي يورانيم کيمياوي سمبول ښوول کيږي
طبيعي يورانيم نهه نوي په سلو(٩٩%) کي ديورانيم دوه سوه اته ديرش ، اوڅه ناڅه صفراعشاريه اووه په سلو(٠،٧١١%) کي يورانيم دوسوه پينځه ديرش او پاتي برخه يي ديورانيم ايزوتوپ څخه جوړه ده
دطبيعي يورانيم فزيکي نيمايي وخت لږ څه څلورنيم مليارده (٤٥٠٠٠٠٠٠٠٠)کاله دي اودځمکي دپيدايښت سره يوشان دي
طبيعي يورانيم د ډيرودرندوعنصرونولکه سرپ (lead ) ،کادميم(Cadmium)اوتنګستن(Tungsten )دډلي څخه شميرل کيږي،چي کثافت يي نونس ګرامه په يوه سانتي مترمکعب يعني داوسپني څخه دري واره لوړ دي
د ويلي کيدلوټکي يي،څه نا څه يوولس دوه ديرش ګرادسيلسيوس اودغليان ټکي يي (٣٥٠٠) ګرادسيلوس دي
مخصوصه راديواکتيوتي يي مساوي ده له 12450 Bq/gr د يورانيم د استخراج کړنلاره په لاندي پړاوونو کي تر سره کيږي

لومړي: – د يورانيم دراايستلو کړنلاره:-
ديورانيوم زيرمي اوکانونه په طبيعي ډول دځمکي کوري ( Globus) په ډيرو برخو اوپه غيرمتجانس ډول سره پيداکيږي طبيعي يورانيم په سوچه توګه په طبيعت کي نه پيداکيږي، بلکي په کاني ډبروکي ديورانيم اکسايد مرکب (گډ) په شکل موجودوي کله چي نوموړي عنصر، ديورانيم يوه کان څخه استخراج کيږي نو په مرکب کي دسوچه يورانيم برخه لږڅه صفرعشاريه دري په سل ( ٣%) کي ده. دطبيعي يورانيوم مرکبات داوکسايد په بڼه ډيرډولونه لري دبيلګي په ډول،لکه ناتريم يورانات ، يورانيم اکسايد( Yellow cake)،يورانيوم ډاي اکسايد (نصواري رنګ) Uraniumdioxid ماګنيزيم يورانات او امونيم ډاي يورانات .
په لاندې شکل کې دطبيعي يورانيوم يوه کاني ډبره پچ بلنډى (Pitchblende) ښودل شويده. دښى اړخ نه کيڼ خواته: دطبيعي يورانيوم معدنې ډبره(Pitchblende)،ديورانيوم اکسايد(زيړ رنګ) ، يورانيوم ډاى اکسايد (نصوارى رنګ)، ، يورانيوم تيترا فلورايد(شين رنګ) ، يورانيوم هکسا فلورايد(سپين شفاف رنګ) .

دويم :- د يورانيم اکسايد اوړه کول:-
(Milling/Refining )
ديورانيم اکسايد معدني ډبري ديوي ژرندي په مرسته سره دومره کوچني اوميده کيږي ترڅولکه داوړوپه شان پوډروباندي واوړي ديورانيم دغه ډول کوچنۍ ذرې چي دپوډر بڼه لري،دقلوي اويا تيزابې مرکباتو په مرسته سره داوکسيديشن (Oxidation )کوونکومرکباتولکه په ګډون سره د نوروموادوڅخه بيليږي دکيمياوي کړنلارولکه سلفوريک اسيدپه مرسته کولاي شوچي يورانيم دنورومنرالو،معدني ډبرواو فلزاتوڅخه بيل کړو.چي دغه ډول اوړه شوې يورانيم ته دزيړکيک( Yellow Cake) نوم ورکړشوي دي ديادولووړده چي دطبيعي يورانيوم نوموړي زيړکيک لاتراوسه هم ددي وړتيانلري چي په هستوي بټۍکي ورڅخه ګټه پورته شي بلکي دمخه تردې ضرورده چي په يورانيم هيګسافلورايدواړول شي.
درييم:- يورانيم هيګسافلورايد
( Uranium hexafluoride) ( )
دچاوديدونکي يورانيم دوسوه پينځه ديرش دبډاي کولولپاره اړين بريخي چې لومړي بايد زيړکيک ديورانيم هيکسافلورايد( UF6) په غازواړول شي يورانيم هيګسافلورايدپه عادي تودوخي اوفشارکي يوپودر شکله جامدشکل لري،چي کثافت يي لږڅه پينځه ګرامه په يوه سانتي مترمکعب دي (5gr/cm3) دتودوخي په څه نا څه شپږپينځوس (٥٦) درجه دسانتي ګرادکي د جامدحالت څخه په سم سيخ په غازشکله حالت باندي اوړي،نوموړې غازديوې خواډيرسخت راديواکتيواودبلي خواکيمياوي ډيرزهرجن خاصيت لري نوکله چي تنفس شي د سږواوپښتورګولپاره ډيرزيان رسوي يورانيم اکسايدياني زيړکيک ديولړکيمياوي پړاونوپه اخيرکي ديورانيم هيګسافلورايدپه غازباندي واړول شي ، دغه کړنلاره په لاندي ډول ترسره کيږي نوموړي زيړکيک په نيتريک اسيدکي حل کيږي اوديورانيول نايترات مرکب ( گډ) ورڅخه لاسته راځي وروسته له هغه څخه دامونيم هايدرواکسايد سره ګډيږي ترڅوامونيم ډاي يورانا باندي واوړي په اخيرکي نوموړي مرکب دهايدروجن ماليکول په مرسته سره، ريدکشن کيمياوي پروسي لاندي نېول کيږي ترڅو چي يونصوارې رنګه يورانيم ډاي اکسايد ورڅخه جوړشي بياپه خپل وارسره دهايدروفلوريک اسيد(HF= Hydrofluoric acid)او دفلورين(F2 = fluorine) په اکسايديشن سره،لومړى يورانيم تيترافلورايداوورپسي يورانيم هيګسافلورايد(Uranium hexafluoride)لاس ته راځى ديورانيم هيګسافلورايدسوچه غازمرکب چى صفراعشاريه اووه په سلوکي (0.7%) ديورانيم دوه سوه پينځه ديرش او پاتي برخه يي يورانيم دوه سوه اته ديرش جوړوي بيا په خپل وارسره ديوي ځانګړي ټکنالوژي مرسته سره،چى ديورانيم غازسنتريفوګ په نامه سره ياديږى،دچاوديدونکي يورانيم دوسوه پينځه ديرش برخه يي دري (٣-٥%) نه تر پينځه په سل پوري بډاى کيږي.په پايله کي ديورانيم هيګسافلورايدغاز، بيا په خپل وار سره ديورانيم اکسايد په يوه پودراړول کيږى اودلوړفشار، ټاکلى تودودخي اوځانګړي ټکنالوژى په مرسته،په ناڅاپي ډول سره په لومړي پړاوکي دغازڅخه په جامدحالت، اوبياپه دوهم پړاوکي دکوچنيوکروى شکله ټوټو(Pellets) باندي اړول کيږي.دچاوديدونکي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش بډاى شوي دغه غونډى ټوټې، په هستوي بټيو کي دسونګ موادو په موخه کارول کيږي.ديورانيم هيګسافلورايدڅخه په هستوي بټۍ لکه د سپکواوبو بټې( Light Water Reactor)، دخوټيدونکې اوبو بټۍ (Boiling water Reactor) اويا لوړ فشاراوبو بټۍHigh Pressurized Water Reactor)کي دچاوديدونکي سونګ موادوپه موخه،ګټه اخيستل کيږي
ديورانيم دغني کولو کړنلارى
په طبيعي يورانيم کې دچاوديدونکي يورانيم دو ه سوه پينځه ديرش ايزتوپ ، دبډاى کولولپاره ډيرې کړنلاري مينځته راغلي،چي اړيني يي دادي ، دسنتريفوگ (Uranium Gas Centrifuge) د ډيفوژن يا دنفوذکړنلاره (Uranium Gas Diffusion) او د ليزرکړنلاره (Laser Processes) څخه عبارت دي.ديورانيم بډاى کولو نفوذ کړنلاره (Uranium Gas Diffusion )يه نوموړي کړنلاره کي جامد يورانيم هيگسافلورايد (UF6) په يوه لوښي کې مايع کيږي او بيا دلوړفشاراوتودوخي په مرسته سره، په غازبدليږي. نوموړي کړنلاره ، دلومړي ځل لپاره ددويمې نړيوالى جگړې په پيل کې د امريکا يي کارپوهانولخوا، دهستوي وسلو د جوړولو په موخه، د مانهتان په پروژه کې (Manhattan project 1942) وکارول شوه. نوموړې کړنلاره، د روغتيا په تړاو ډيره خطرناکه گڼل کيږي داځکه چي يورانيم هيگسافلورايد، يوکيمياي او راديولوژيکي ډيرزهرجن غاز دى. دنوموړي کړنلاري يوه بله نيمگړتياداده، چي ډيره انرژي ورته په کارده او له دې کبله نن ورځ په ډيرو هيوادونوکې نه استعماليږي.

٣ شکل )
د يورانيم بډاۍ کولو سينتريفوګ کړنلاره:-
Uranium Gas Centrifuge
په نوموړي کړنلاره کي، يورانيم هيګسافلورايد(UF6)گن شمير سلينډر شکله، څرخيدونکو لوښو (Uranium Gas Centrifuge) ته ورننوځي، چى ډير لوړ گرځيدونکى سرعت لري. د بيلگي په ډول د پينځوس زرو څخه تر اويازروپيري، په يوه دقيقه کي ترسره کوې(50000-70000 rotation/min)، په دي کړنلاره کي، ديورانيم په دواړو ايزتوپو باندي، د لوښي منځ څخه دباندي
خواته، تښتيدونکي قوه (Centrifugal force) په توپير سره اغيزه کوي، چى په پايله کي د يورانيم څه ناڅه دروند ايزوتوپ َََََ د لوښي ديوال خواته او د يورانيم څه ناڅه سپک ايزتوپ د لوښې منځ برخې ته راغونډوي.

٤ شکل ٥ شکل
٥-شکل د يورانيم بډاې کولو غاز سينتريفوګ (Gas Centrifuge) تکنالوژي
ښوول شويده. يورانيم دوه سوه اته ديرش اتومونه په غټو تورو، گردو ټکو، او د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش په سپين بخونو، گردو ټکو ښوول شوي دي ديورانيم هيګسافلورايدغاز، تر هغه وخته پوري په څرخيدونکو لوښو کي څرخې، تر څو چي د چاوديدونکي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه په سلو کى لږ څه درى په سل (3%) او يا نوره هم پورته لاړه شي. د بيلگي په ډول، د هستوي بټۍ لپاره د چاوديدونکي يورانيم د بډاى کولوکچه، دري په سل،او په پوځي برخه کي لکه د هستوي وسلو لپاره، لږ څه نوي په سل (90%) کي قيمت لرى. که چيرته د چاوديدونکي يورانيم څخه په پوځي برخه او يا د هستوي وسلو په موخه کاراخيستل وغوښتل شي، نو اړين ده چي ديورانيم هيګسافلورايد غاز په سل گونو څرخيدونکو لوښوکي وڅرخي، تر څو د بډاى کولوکچه يي پورته لاړه شي. په شکل کي ديورانيم غاز سنتريفوگ لوښو دستگاه ښوول شوي ده کله چي يوزر، څرخيدونکي لوښي څنګ په څنگ،په بريښنايزسرکيټ کې ونښلول شي، او دهغوي تخنيکي ارقام، لکه اوږدوالى يي يو نيم متر، سرعت (چټکتيا) يي څلور سوه متره په ثانيه کي وټاکل شي،او شپه اوورځ کاروکړي، نو په يوه کال کې څه ناڅه شل کيلوگرام په لوړه کچه غني شوي يورانيم (HEU) ترلاسه کيږي. په دغه اندازه غني شوى يورانيم بس دي،چې يو اتوم بم ورڅخه جوړشي.ديورانيم غاز سنتريفوگ په کړنلاره کې، په ډيره لوړه اندازه خوارشوي يورانيم (Depleted uranium)دفاضله موادوپه ډول پاتې کيږي. دنوموړي يورانيم کچه دلاندې بيلگي په مرسته سره اټکل کولاى شو.که فرض کړوچې ديورانيم هيگسافلورايدمرکب (گډ) دوولس ټنه مواد(12t) راونيسو،چې د بډاى کولو په پيل کې ديورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه صفر عشاريه اوه په سل (0.7% ) کې ولري، نو کله چې دبډاى کولوکړنلاره ترسره شي، نو په پايله کي يو ټن (1 tone U) بډاى شوى يورانيم دوه سوه پينځه ديرش لاس ته راځي، چې لږڅه درې نيم په سل کې( 3.5% ) بډاى شوى وى. پاتې برخه يي،يانې لږڅه يوولس ټنه(11tone depleted Uranium)په نامه سره ياديږي په نوموړوفاضله موادوکي،د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه دصفرعشاريه اوه پرځاى يوازې صفرعشاريه درې(0.3%) ته راښکتته شوي وي.
د طبيعي يورانيوم فزيکي خواص:
سوچه طبيعي يورانيوم(Natural Uranium)د سپينو زرو په شان يوسپين رنګه ځليدونکى راډيواکتيف عنصردى،چې دالفاوړانګې ورڅخه خپريږى اودډيرودرندوفلزاتوپه ډله کې شميرل کيږي.د نوموړې عنصر کيمياوي سمبول په يو(U) سره ښودل کيږي.طبيعي يورانيوم نهه نوي اعشاريه دوه اووه پنځه په سلوکې،د يورانيوم دوه سوه اته ديرش (99,275% U238)، څه ناڅه صفراعشاريه اووه دوه په سلوکې،ديورانيوم دوه سوه پنځه ديرش(0,72% U235)،او پاتې برخه يې ديورانيوم دوه سوه څلورديرش ايزوتوپ څخه جوړه ده.طبيعي يورانيوم دډيرودرندوعناصرو لکه سرب(Lead)،کادميم(Cadmium)اوتنګسټن(Tungsten)دډلې څخه شميرل کيږي،چې کثافت يې نولس اعشاريه يوګرام په يوه سانتي مترمکعب کې يعني داوسپنې کثافت څخه درې واره لوړدى.دطبيعي يورانيوم فزيکي نيمايې وخت لږ څه څــلورنيم ميليارده کاله دى اودځمکې دپيدايښت سره يوشان دى دطبيعي يورانيوم يو ايزوتوپ دوه نوى 92 پروتونه او يوسلوشپږ څلويښت146نيوترونونه لري.دکتلې شميره يې دوه سوه اته ديرش ته رسيږى.دنوموړي يورانيوم کيمياوي سمبول په ښودل کيږى.دويلي کيدوټکى يې،څه نا څه يوولس سوه دوه ديرش ګرادسيلسيوس اود غليان ټکى يې درې زره اته سوه اتلس ګراد سيلسيوس(3818 Co)دى.مخصوصه راديواکتيويتي يې له څخه عبارت ده.په نړۍ کې څه ناڅه(440) هستوي بټۍ کارکوي اوپه يوکال کـې ديورانيوم(86000) ټنوته اړتيالـــري.طبيعي يورانيـوم راډيواکتيف خاصيت لري. داپه دي مانا چې په خپل سرله باندينۍکيمياوي اوفزيکي اغيزى څخه چوي.د راډيواکتـيف تجزي په ترڅ کې په نوروعناصـرو لکه توريم ص،پروتکتانيم اويورانيوم ايزوتــوپوباندې بدليږي.په

لاندې شکل کې ديورانيوم دوه سوه اته ديرش د تجزيي انرژي سپيکترم ښودل شوى دى

په(8) شکل کې ديورانيوم تجزيي سپيکترم ښودل شويدى چې دالفادوه ذرې خپروي. نوموړى عنصراووه اويا په سل کې د الفا يوه ذره اودرويشت په سل کې دويمه الفاذره خپروي.دهغوى حرکي انرژي په خپل وارسره او قيمت لـري په دغه تجزيه کې يورانيوم دتوريم راديواکتيف يوه نوي عنصربنسټيزانرژي ليول ته رالــويږى.درويشت په سل کې،يورانيوم په يوه هيجاني توريم عنصرتجزيه کيږى. په نوموړي صورت کې يورانيوم يوه بله الفاوړانګه خپروى چې انرژي يې څلوراعشاريه دوه ميګاالکترون ولټ ده اودتوريم يوي هيجاني انرژي ليول ته رالــويږي.دهيجاني ليول اودبنسټيزليول(Ground State)توپير قيمت لري.دغه اضافه ګي انرژي دګاماوړانګې په څيرله لاسه ورکوي. دطبيعي يورانيوم ايزوتوپ هسته،دچاوديدونکي يورانيوم دوه سوه پنځه ايزوتوپ په برخلاف دحرارتي نيوترونونوپه ويشتلوسره نه چوي.له دي کبله دهستوي بټۍ لپاره دسون موادوپه ډول نشي کاريدلى.خودګړنديونيوترونونوپه ويشتلوسـره، چې انرژي يې ديوميګاالکترون ولټه څخه پورته وى،ددى امکان شته دى،چې نيوترون ديورانيوم دوه سوه اته ديرش ايزوتوپ هستې ته ننوځي او بيادنوموړى هستې څخه جذب شي.په هستوي بټۍکې نوموړې کړنلاره ترسره کيږى،اوپه مصنوعى ډول سره راډيواکتيف پلوتونيم لاس ته راځي.

يـــادونه:-
يومترمکعب يورانيوم اکسايد(U3O8)لږ څه انرژي توليدوي.داځکه چې ديورانيوم دوه سوه پنځه ديرش هستې په چاودنه کې دوه تردرې ګړندي نيوترونونه ازاديږي اود شاوخوايورانيوم دوه سوه اته ديرش هستوسره غبرګون کوي.کله چې يوګړندې نيوترون(n)ديورانيوم په هسته ولږيږي،نوپه پايله کې په خپل وارسره ديورانيوم دوه سوه نهه ديرش نيپتون دوه سوه نهه ديرش اوپه اخرکې پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش نوى هستې لاس ته راځي.دنوموړې هستوي تعامل په ترڅ کې دبيتاوړانګې خپريږي چې معادله(انډوليزه)يې په لاندې ډول ليکلاى شو.

په(9)جدول کې دطبيعي يورانيوم ايزوتوپونو،فزيکي خواص اوپه طبيعت کې دپيدايښت سليزه برخه ښودل شويده.پلوتونيم ديورانيوم دوه سوه پنځه ديرش په څير،د حرارتى نيوترونونوپه جذب کولـوسره،سمدلاسه چوي.له دې کبله د چاوديدونکوموادوپه صفت په هستوي بټيوکې دسون موادواوپه تيره بيادهستوي وسـلوپه جوړولوکې لکه اتوم بم خورا اهميت لري.په(9)شکل کې يونيوترون په يوهسته بدليږي اوپه پايله کې دوه سپکې هستې اودرې نيوتـرونونه منځ ته راځي.دطبيعي يورانيوم دويم ايزوتوپ،يورانيوم دوه سوه پنځه ديرش تشکيلوي اودپلوتونيم په ډول په هستوي بټۍکې دسون موادوپه توګه کارول کيږي.کله چې ديورانيوم دوه سوه پنځه ديرش هسته وچوي،نو په منځنى ډول دوه او يا درې ګړندي نيوترونونه ورڅخه ازاديږي.دوى بياپه خپل وارسره خپل ګاونډي يورانيوم دوه سوه اته ديرش هستوباندي بدليږي اوپه پايله کې ورڅخه پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش لاس ته راځي.دنوموړې چاودنې څخه په ګټه پورته کولوسره کيداى شي چې دسپکواوبوهستوي بټۍاوياپه بريډرهستوي بټۍ(Breeding Reactor)کې دپلوتونيم چاوديدونکى سون موادترلاسه شي هستوي بټۍ يوي داسي هستوي دستګاه ته ويل کيږي،چې په هغه کې داتومى انرژي په مرسته سره بريښنا لاس ته راځى.د نوموړې موخې لپاره دهستوي بټۍ په منځ کې لږ څه دوه سوه ټنه يورانيوم اکسايډ ځاى په ځاى کيږي چې دسون موادو په ډول ورڅخه کاراخيستل کيږي. نوموړي يورانيوم دوه په سل کې په يورانيوم دوه سوه پنځه ديرش باندې بډاى شوى وي،په يوه هستوي بټۍ کې ديوراينوم دوه سوه اته ديرش هسته کولى شي،چې چټک نيوترونونه جذب کړي اوپه پايله کې پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش منځته راشي.د يورانيوم دمول کتله،دوه سوه اته ديرش ګرامه ده. دا په دى مانا چې په دوه سوه اته ديرش ګرامه يورانيوم کې اتومونه موجوددي. په دي اساس په يوګرام کې اتومونه اوپه يوه مايکروګرام کې اتومونه شته دي.څرنګه چې ديورانيوم نيمايې عمرڅلورنيم ميليارده کاله دى،نودامانالري چې دنوموړي مودى څخه وروسته په يوه کال کې يوه هسته چوي. نوپه يومايکروګرام يورانيوم کې لږڅه نيم ميليون چاودنې په يوکال کې ترسره کيږي.په يوه ورځ کې يو زرو پنځه سوه څلويښت هستې چوي او په همدغه کچه الفاوړانګې خپروي.
فزيکي کړنلاري (Physical Methods) :
دبډاينى داندازه کـولوپه برخه کې درې فزيکي کړنلاري شته چې په لاندې ډول سره يې تشريح کوو.
• ګاماسپکتروسکوپيک
• دنيوترونونواندازه کول
• کالوري متري
١- ګاما سپکتروسکوپيکه کړنلاره :-
(Gamma Spectroscopic Method)
لکه څنګه چې پوهيږوهرعنصردګامااو(x)يوه ځانګړي وړانګه خپروي چې دغه وړانګه د نوموړى عنصرديوي ځانګړتيا(مشخصه)په بڼه تعريف شويده. نوددې لپاره چې د يورانيوموپه يوي کتلې کې ديورانيومودبډاينى او ځبيښني کچه معلومه کړو نوبايدهغه ګاماچې له دغه عنصرڅخه ووځي اندازه کړو،په تجربـــــې توګه دا ثابته شويده چې ديورانيوم دوه سوه پنځه ديرش څخه وتونکى ګاما انرژي لري په پورتنۍکړنلاري سره دبډاينى اندازه کولولپاره ترټولووړياګاماسپيکتروسکوپيک سيستم لاندينى سيستم ګڼل شويدى چې دغه آلات په کې په کاردي:
 سوډيم ايودايت Nal ديتکتور.
 ملتي چينل انلايزر.
 دبريښنادلوړوالتيج يوه تامين کوونکى آله(High Voltage Supplier).
 کوليماتور(هغه پوښ چې دشعاع دچيني اوديتکتورترمنځ ده).
 يوه ځانګړي بيلګه چې د دبډاينى سليزه په کې معلومه شي.
دNal ديتکتورپه هکله مخکې هم په پوره توګه خبري شوي دي خودNal په واسطه په اندازه کولـوکې دې بايدداشرط په پام کې ونيول شي چې ترتجربې لاندې بيلګه بايدپه کافي اندازه لويه وي چې يواځي دهغي برخي وړانګې ديتکتورته ننوځي چې ديتکتورته مخامخ وي.نوموړي شرط ته دضخامت غټوالى وائي چې په ټوليزه توګه دغه ضخامت بايددڅلورسانتي مترو څخه کم نه وي.
لاندې شکل دلږ بډاي شوي يورانيوموڅخه دNal په واسطه لاس ته راغلى سپکترم ښيي.

٨ شکل
ديادوني وړده چې دبډاينى اوياهم په هره يوه کچه اخيستنه کې بايدله ټوليزي بيي څخه دبک ګرونډ اکتيفيتى او يا هم سپکترم چې دديتکتورمخي ته دبيلګي له ايښودلوڅخه مخکې اندازه کيږي جلا اويامنفى شي ترڅودانرژي هغه اصلي بيه اويا هم سپکترم چې له بيلګى څخه لاس ته راغلي محاسبه شي.دغه تخنيک سره دعنصردکچي اونوم معلوميدلوپه هکله په تيروشوودرسونوکې په بشپړه توګه خبري شويدي.اودالاندينې شکل دپورتنۍ کړنلاري لپاره يوډيروړيا ګاماسپکتروسکوپيک سيستم چې له اجزاؤ څخه يې پورته يادونه وشوه ښيې.

٢- دنيوترونونو د شميرني کړنلاره
(Neutrons Count rate Method):
لکه څنګه چې پوهيږود په هره يوه چاودنه کې نيوترونونه وځي،که چيري دغه نيوترونونه دکوم ديتکتورپه واسطه ثبت شي نودثبت شويونيوترونونودشميرني له مخې نه شوکولاى چې د کچه ترتجربې لاندې بيلګه کې لاس ته راوړو.داوګدرودويناپربنسټ د دوه سوه پنځه ديرش ګرامه(235gr) کتله داوګدرودشميري په کچه اتومونه او يا هستې لري، نوددغه بنسټ په پام کې نيوني سره دهرى چاودني دنيوترونونوپه اندازه کولو ســــــــره د کچه په بيلګه کې معلومولى شو.په دغه برخه کې يوډول ځانـګړي ديتکتورونه چې دلوړي سويې دنيوترونونو همزمان شميرندوى(High Level Neutron Coincidence Counter)يا (HLNCC)په نامه ياديږي کارول کيږي.داديتکتورونه چې ديوي استوانې بڼه لري منځ يې تش اوګرد چاپيره يې دهيليوم تيوبونه چې دنيوترونونوثبتونکي دي ځاى په ځاى شوي او په نوموړي تش ځاى کې بيلګه ښودل کيږي.کله چې بيلګه کې د چاودني يوه عمليه ترسره شي نودواړه اوياهم درې واړه خپلواکه شوي نيوترونونه همزمان ددغوتيوبونوله خواثبتيږى چې دغه واقعه ديوى بلى آلى په واسطه چې (Shift Register) نوميږي ثبتيږي،په دې آله کې داامکان شته چې د وختونولپاره عيارشي.دهمزمان ثبت شويو نيوترونونو پيښي ته حقيقي همزمان ثبتونه يا(Real Coincidence) وايې.په دي حالت کې خپلواکه شوي نيوترونونه بايددوخت ه مخي يودبل سره تړاؤيا(Correlation) ولري( خپلواکه شوي نيوترونونه ايد لږترلږه په ديتکتورونوته ورسيږي ).هغه نيوترونونه چې همزمان ديکتورته نه رسيږي دهغوچينه چاودنه نه بلکه ښائې چې ځيني تعاملونه لکه (n,n) اوداسي نوروي.په دغه تخنيک کې بايد لومړې ديوې معلومي کتلې لرونکي بيلګي لپاره(Real Coincidence) پيداشى چې وروسته بيا نورى نامعلومي بيلګي هم حسابيداي شي.په دغه تخنيک کې نورحالتونه لکه(Total Coincidence) چې ټول منفرداوجوخت نيوترونونه ثبتوي اوداسى نورهم شته خو په هر حالت کې دابايدپه پام کې ونيول شي، چې بيلګه بايدله ديتکتورسره متناسبه وي ترڅوبهراني يا(Critical) حالت منځ ته رانشي.چې ددي کارلپاره په بيلابيلـوحجمونوسره ديتکتورونه جوړشوي لاندينې شکل په نوموړې کړنلاره کې دکارونکي سيستم ساده بيلګه ښيې.

٣- کالوري متري کړنلاره (Calorie Metric Method):
بيا هم پوهيږوچې د په هره چاودنه کې انرژي وځي، نوکه چيرې ددوواوياڅومعلوموکتلولرونکوبيلګولپاره دچاودنې دغه انرژي محاسبه کړونووروسته بيادهغي له مخي کولى شو چې ديوې نامعلومي کتلې لرونکې بيلګې کتله دهغې څخه دوتونکي انرژي له مخې دګراف له رسمونې څخه وروسته لاس ته راوړو.ددومره لوړي تودوخې محاسبه اسانه کارنه دي نوله همدې کبله ددغي تودوخي اودهغي له مخي دبيلګي دکتلي دمعلومولولپاره يولوي کالوري متر چې دانسان له وني څخه لوړدي او بيلګه هم په کې ايښودل کيږي اوهمدارنګه چاودنه هم دهغه په منځ کي سرته رسيږي کارول کيږي.په دغه تخنيک سره دکتلې په معلومولوکې دCritical شرط دومره ارزښتناکه ندى.داکړنلاره هم دقيقه کړنلاره ده خو دکالوري متردلويوالي له کبله چې ليږدونه يې ډير ستونزمن کاردى،داتخنيک ډيرنه کارول کيږي.همدارنګه په يوکال کې يوه هسته چوي،نوپه يومايکروګرام يورانيوم کې لږ څه نيم ميليون چاودنې په يوکال کې ترسره کيږي.په يوه ورځ کې يو زروپنځه سوه څلويښت هستې چوي اوپه همدغه کچه الفاوړانګې خپروي

بډاى کول (Enrichment)
په ټولنيزډول سره دبډاى کولوکلمه ټولوهغوکيماوي،فيزيکى اومايکروبيالوژيکى تګلاره اوکړنلاروته ويل کيږى چي دهغوى په مرسته سره په يوه مرکب(ګډ)کې،ديوي ځانګړى مادى اوياعنصرسليزه برخه دپخواپه پرتله ډيره بيلګې په ډول په لاندي٦- شکل کې ديورانيوم دبډاى کولوکړنلاره ښوول شوېده .
• دعنصرواتومى وزن دتوپيرنه په ګټه اخيستلوسره دراديوايزوتوپو فيزيکى بيلول،لکه او
• دبيوکيماوي کړنلارى په کارولوسره لکه دکثافت توپير،دليپوپروتينولکه LDHاوHDLبيلول
• دمايکرو بيولوژى کړنلارى په مرسته سره لکه دمالېکولوسرعت دوايرس،غټوماليکواوانتيجن بيلول.
• داتومونودجذب شپېکترم په مرسته سره لکه دليزر(Laser) په کړنلاره کې دايزوتوپوبيلول.

په ٦- شکل کي د طبيعي يورانيم د بډاى کولو کړنلاره ښوول شويده. کله چي د بډاى کولو په موخه دوولس ټنه يورانيم هيګسافلورايد (12 t UF6) په کار واچول شي، نو په پايله کي د هستوي بټۍ لپاره څه ناڅه يو نيم ټن 3.6 % بډاى شوي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش او پاتي لس نيم ټنه خوار شوي يورانيم دوه سوه پينځه ديرش (Depleted Uranium = dU) د فاضله موادو په ډول لاس ته راځى. په خوار شوي يورانيم کې د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش برخه، د طبيعي يورانيم په پرتله،نيمايي ته راټيټه شوې وي.د هستوي بټۍ لپاره د بډاى شوي او د خوار شوي يورانيم پرتله کولو کړنلاره يو پر اوه (0.14) تشکيلوي
ديورانيمو بډاينه
( Uranium’s Enrichment )
په ټوليزه توګه په نړۍ كې 470 هستوي ريكتورونه شته چې ځيني ئې فعال ، ځيني ئې غيرفعال او ځيني ئې هم دجوړيدلو په حال كي دي. د دغو ريكتورونو ډيرى برخه ئې له بډايه شويو يورانيمو څخه د سون توكو په بڼه كاراخلي، چې ددې بډايني لپاره بيلابيل تخنيكونه كارول كيږي.مخکي له دې نه چې په بډاينه رڼا واچوواړينه بريښي چې ايزوتوپ تعريف کړو. هغه عناصر چې کيمياوي ځانګړتياوي ( خواص ) يې سره يوشان او فزيکي ځانګړتياوي يې يوله بله توپيرولري ايزوتوپونه نوميږي .په ټوليزه توګه په طبعيت كې ديورانيمو څلور ډوله ايزوتوپونه شته خو هغه ايزوتوپونه چې ډير پيژندل شوي دي يورانيم او دي.چې په طبعيت كې دټولو شته يورانيمو له جملې څخه 0,3% ئې يورانيم دوسوه پنځه ديرش او پاتي 99,7% ئې يورانيم دوسوه اته ديرش دي.اوس كه چيري وغواړو چې د طبيعي يورانيمو په يوه ثابته اندازه كې ( دبيلګې په ډول په يوه كيلو كې) د سليزه يا فيصدي زياته كړو نو بايدپه دغه معينه اندازه ( يوه كيلو ) كې د كچه يافيصدي لږه كړوچې دغي انډوليزي عمليې ته ديورانيمو بډاينه يا Enrichment وائي. دغه عمليه د دې لپاره اجراكيږي چې يورانيم دوسوه اته ديرش په كافي اندازه انرژي نلري ترڅو يو هستوي ريكتور په كارواچوي،اوياهم په بل عبارت ديورانيم دوسوه پنځه ديرش دچاودني په ترڅ كې د يورانيم دوسوه اته ديرش په پرتله ډيره انرژي ( په هره چاودنه كې نږدې 200MeV انرژي ) لاس ته راځي .ديادوني وړده هغه دوسوه اته ديرش يورانيم چې د بډايني له پروسې څخه وروسته لاس ته راځي ځبيښل شويوياDepleted uranium (DU)يورانيمو په نامه ياديږي اواكتيفيتي ئې دطبيعي يورانيمو په پرتله لږه ښوول شوي ده.مخكي له دې څخه چې دبډايني په بيلابيلوډولونواوبخش بندي باندي خبري وكړو ضروري بريښي چې طبيعي يورانيم يوڅه نورهم وڅيړو:
طبيعي يورانيوم (Natural Uranium) :
په 1789م کال کې طبيعي يورانيوم د لومړي ځل لپاره د يوه جرمنى کيميا پوه، مارتين هاينريشن کلاپروت Martin Heinrich Klaproth لخوا رابرسيره شو او د اورانوس سياري نوم ورکړل شو. د يورانيوم عنصر نوم د اورانوس سياري (Planet Uranus) څخه اخيستل شوى، چې په يوناني ژبه کې د اسمان (Sky) مانا ورکوي.طبيعي يورانيوم د درې ايزوتوپونو څخه جوړ دي، چې يو يې د يورانيوم دوه سوه اته ديرش د طبيعي يورانيوم څه ناڅه نهه نوي اعشاريه دوه اوه پنځه په سل کې (99,275%) او يورانيوم دوه سوه پنځه ديرش د طبيعي يورانيوم لږ څه صفر اعشاريه اوه دوه په سل کې (0,72%) تشکيلوي، او يورانيوم دوه سوه څلور ديرش چې د طبيعي يورانيوم لږ څه صفر اعشاريه صفرصفرشپږ په سل کې (0,006%) تشکيلوي، وروستنى ايزوتوپ د يوې خوا د ايزوتوپ په پرتله، په لوړه کچه راديواکتيف خواص لري اود حرارتي نيوترون په جذب کولو سره چوي، او دبلې خواد نوموړي اتومونه بې له باندنيو فزيکي، بيالوژيکي اويا کيمياوي اغيزو، په خپل سر اوپه طبيعي حالت کې چوي (Fission). نوموړي ايزوتوپ، په هستوي بټيو کې د سون موادو په صفت، د بريښنا دتوليد په موخه اوهمدارنګه د هستوي وسلو دجوړولو لپاره په کار اچول کيږي. ديورانيوم يوډير ګټور استعمال په بريډر بټيو (Breeder reactors) کې د يادولو وړ دى. په نوموړې بټۍکې اتوم يو ګړندى نيوترون جذب کوي او په پايله کې د خپل استهلاک نه ډير چاوديدونکي مواد توليد کيږي، نسبت ودې ته، چې د هستوي ځنځيري تعامل لپاره په کار وي. د بيلګې په توګه لکه پلوتونيم داسې اټکل کيږي چې په نړۍ کې د يورانيوم زيرمې د اتيا کالونو څخه وروسته خلاصې شي. ديورانيوم عنصر لږ څه شپږاعشاريه شپږ بيليونه کاله (6,6 billions) پخوا په سوپرنوا (Super novae) کې منځته راغى. سوپرنووا په کايناتو کې په ډيره لوړه کچه يوه ځليدونکې اودرڼا څخه ډکه چاودنه ده، چې هر پنځوس کاله وروسته يو ځل منځته راځي. دسوپرنووا ماده دايونايز شوو اتومونو څخه جوړه ده، او دپلازما په نامه سره ياديږي. دنوموړې هستوي پيښې عمر لنډ دى اوڅه ناڅه يوه مياشت پايښت لري، بيا يې رڼا ورو ورو کميږى او خړپړ رنګ ځان ته غوره کوي. په نوموړې وخت کې سوپرنووا دومره انرژي د رڼا په بڼه خپروي، لکه چې لمر يې د لسو بيليونوکالونو په موده کې خپروي.

١٢ شکل
سوچه طبيعي يورانيوم د سپينو زرو په شان يو سپين رنګه ځليدونکى راديو اکتيف عنصر دى چې د الفا وړانګې ورڅخه خپريږي او دډيرو درندو فلزاتو په ډله کې شميرل کيږي. طبيعي يورانيوم يو راډيو اکتيف عنصر دى چې 92 پروتونه او يو سلو شپږ څلويښت 146 نيوترونونه لري اودکتلي شميره يې دوه سوه اته ديرش A=238 ته رسيږي. د طبيعي يورانيوم کيمياوى سمبول په ښودل کيږي او د الفا هستوي وړانګې خپروي. لکه څنګه چې څوځله يادونه وشوه د يورانيوم دوه سوه اته ديرش هسته د چاوديدونکې يورانيوم Fissionable پر خلاف په تر مل نيوترونونوسره له بمبارد څخه وروسته چوي او له همدې کبله د هستوي بټۍ لپاره دسون توکو په بڼه کارول کيږي. خود هغه ګړنديو نيوترونونو په بمبارد سره چې انرژي يې د يو ميګاالکترون ولټ (1MeV) څخه پورته وي ددې امکان شته دى چې نوموړي نيوترونونه د يورانيوم دوه سوه اته ديرش هستې ته ورننوځي او د نوموړې هستې په واسطه جذب شي.په ځيني هستوي بټيو ياريکتورونو کې نوموړې کړنلاره تر سره کيږي او په مصنوعي ډول سره راديو اکتيف پلوتونيم لاس ته راځي. پلوتونيم د يورانيوم دوه سوه پنځه ديرش په څيردترمل نيوترونونوپه جذبولو سره سمدلاسه چوي له همدې امله په هستوي بټيو کې د سون توکو(Nuclear fuel) په برابرولواو په تيره بيا دهستوي وسلو (اتوم بم) په جوړولوکې خوراارزښتناکه دي. د يورانيوم دوه سوه اته ديرش دچاودني په لړکې په خپل وار سره د يورانيوم دوه سوه نهه ديرش نيپتون دوه سوه نهه ديرش او په پايله کې پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش او داسي نورې نوې هستې لاس ته راتلاى شي. همدارنګه دنوموړې هستوي چاودني په ترڅ کې پرلپسې د بيتا وړانګې هم خپريږي په دى ډول يورانيوم ډير سخت، دروند او د سپينو زرو په شان فلز دى. اتومي نمبر يې 92 دى. لکه چې مخکې يادونه وشوه چې يورانيوم د مارتين په واسطه کشف شو، مارتين لومړې سړې ؤ چې يورانيم يې د پچ بلنډى څخه جلا کړه، هغه پچ بلنډى د چيک جمهوريت د جواچمسال (Joachimsal) دسپينو زرو د کانونو څخه لاس ته راوړل. نوموړې کيميادان دهغه نوى پيداشوى فلز نوم په هغه وخت کې د نوى کشف شوى سيارې يورانـس په نوم يوران (Uran) کيښود. هغه سياره فقط اته کاله مخکې کشف شوى وه. يورانيوم د پچ بلنډي برسيره په کارنونائټ او پرى نائټ کې په مرتب شکل هم پيداکيږي.لکه چې مخکې يادونه وشوه چې، زمونږ په شمسي نظام کې يورانيوم 6,6 بيليونه کاله مخکې د سوپرنووا (Super nova) د چاودنې څخه په لاس راغلى، که څه هم په شمسى نظام کې يورانيوم په غټه کچه نشته، ليکن بيا هم ددى تودوخې د ځمکې په داخل کې د حرارت پيداکول غټ مؤجب دى. دتودوخې په وجه د يو ټن يورانيومو څخه صفر اعشاريه يو واټ (0,1W) حرارت په خپل سر وځي چې د ځمکې د کرى د ګرمولو لپاره کافى ده، دهمدې حرارت په وجه براعظمى پليټونه (Continental plates) ديوبل پرمخ ښويږي، دکوم په وجه چې زلزلې راځي او حرارت د جريان په صورت کې د يو ځاى څخه بل ځاى ته حرکت کوي. په طبيعي يورانيمو کې دومره تودوخه موجوده وي چې د عکاسۍ فلم په يو ساعت کې روښانه کولى شي.
په لاندې شکل کې په هيروشيما باندې د ليټل بوائي (Little boy) د غورځيدوڅخه وروسته په 1945م کال کې د بربادۍ او تباهۍ منظره ده.

همدارنګه په لاندې شکل کې د طبيعي يورانيوم معدنى ډبره چې پچ بلنډي نوميږي ښودل شويده، د کوم څخه چې يورانيوم استخراجيږي.

Pitchblende
١٤ شکل
د ځمکې په سطح په طبيعي موادو کې يورانيوم په طبيعي عناصرو کې په اته څلويښتم نمبر دى. دا دومره کم هم نه دي لکه څومره چې فکر کيږي. دډيروالي په اعتبار سره د سرو زرو(Au) په مقابل کې 500 واري زيات دي، د سپينو زرو (Hg) په مقابل کې 40 واري او د سيمابو (Pb) په مقابل کې 25 واري او د قلعى (Tin) په مقابل کې دوه چنده وجود لري.يورانيوم د جستو، بورون، اينټيمنى او د کيډميم څخه په کافي اندازه موجود دي. دبحر په يو ټن اوبـو کې درې ملى ګرامه يورانيوم پيداکيږي، د منرالونو په يو ټن کې د دوه څخه تر څلور ګرامه پوري موجود دي. يورانيوم د ځمکې په مخ دومره موجود دي، لکه ارسنګ، قلعى، ټنګسټن او مولبډينيم. که د يورانيوم قيمت لږ څه زيات شي، نو دسمندر داوبو څخه به يې راويستل فايده مند وي. د کثافت له پلوه د سرو زرو سره 19 ګرامه فى مکعب سانتى متردي . او په همدې ډول دسربو (Pb) څخه وارى زيات دروند دى، او په دي دنيا کې اتم دروند فلز شمارل کيږي. په باندې ويلي کيږي ، او په باندې په جوش راځي.
په لاندې شکل کې ژيړکيک (Yellowcake) چې خپله يورانيوم اکسايد دى، اوخالص يورانيوم ورڅخه لاس ته راځي ښودل شوى دى.

مخکې له دي څخه چې د يورانيوم د بډاينى په کړنلارو باندې خبري وکړوضروري ده چې د بډايه شوو يورانيومو ډولونه وپيژنو. په ټوليزه توګه درې ډوله بډايه يورانيوم په صنعت کې کارول کيږي، چې په لاندې توګه لنډه يادونه ورڅخه کوو:

۱ لږ بډاى شوي يورانيم
(Slightly Enriched Uranium)(SEU)
هغه يورانيم چې له 0,9% څخه تر 2% پورې بډايه شوي وي د( SEU) په نامه ياديږي. دغه ډول نوي بډايه شوي يورانيم د درندو اوبو په ځينو ريكتورونو ( HWR )كې ) لكه CANDUريكتور چې دسون توكي ئې طبيعي يورانيم دي( دطبيعي يورانيموپر ځاى دسون توكو په بڼه كارول كيږي. چې بيه ئې لږه او ثمره ئې ډيره ارزول شوي ده.
۲_ په ټيټه سويه بډاى شوي يورانيم
(Low Enriched Uranium) (LEU)
هغه يورانيــــم چې له 20% څخه په ټيــــــټه سويه بـــــډايه شوي وي د (LEU ) په نامه باندي ياديږي ، چې دغه ډول يورانيم معئئئئمولاً د سپكواوبو (LWR ) د ريكتورونو لپاره چې په دوديز ډول بازار كې په تجارتــــي ډول شته او له 3% څخه تر 5% پوري بډايه شوي يورانيم په كې كارول كــــــيږي. او
څيړنولپاره په كارونكو ريكتورونوكې هغه تازه ( LEU )يورانيم چې له 12% څخه تر 19,75%پورې بډايه شوي دي كارول كيږي.په دغه حالت كې (LEU ) بډاى شوي235U يورانيم يوژيړ رنګ لري او معمولاً ديوه كيك په بڼه جوړيږي چې دغه كيك د ( Yellow Cake ) په نامه ياديږي.
لاندې شکل د235U (LEU) بډاى شوى يورانيومو شکل په يوه کيک ډوله بڼه کې ښيې (١٦) شکل

۳_ په لوړه سويه بډاى شوي يورانيم
(HEU) (High Enriched Uranium)
هغه يورانيم يورانيم چې له 20% څخه په لوړه سويه بډاى شوي وي د ( HEU ) په نامه ياديږي. چې دغه ډول يورانيم په بيلابيلو هستوي وسلو اودچټكونيوترونونو په ځينو ريكتورونوكې كاروكيږي. په لوړه سويه بډاى شوي يورانيم سپينو زرو ته ورته رنګ لري او معمولاً ديوې كړۍ په بڼه جوړيږي.
لاندې شکل د (HEU) بډاى شوى يورانيومو شکل په يوه کړۍ ډوله بڼه کې ښيې.

اودالاندينى شكل ديورانيمو دبډايني د پړاونو يو دياګرام ښيي

١٨ شکل
ديورانيمو استحصال اوبډاينه
(Producing and Enrichment)
مخكي له دې څخه چې ديورانيمو دبډايني په كړنلارو خبري وكړو ښه به وي چې ديورانيمود استحصال څخه تر بډايني پوري په ميكانيزم باندي يوڅه خبري وکړو. د يورانيمو زيرمې او کانونه په طبيعي ډول دځمکې د کرې په ډ يروبرخو كې په غير متجانس ډول سره پيداکيږي. په لمړي پړاوکې د طبيعي يورانيمو معد ني مينرالونه د يو لړفزيکي او کيمياوي کړنلاروپه مرسته سره دنورو ډبرو څخه بيليږي ، وروسته بيا غه يورانيم ديوې ځانګړي دستګاه چې د يورانيمو دژرندي يا ( Uranium Mill ) په نامه ياديږي دپوډرو په بڼه اوړي ، د يورانيمو دغه ډول کوچنۍ ذرې يا پوډر دقلوي اويا تیزابي مرکباتو په مرسته د اوکسيديشن کونکو مرکباتو لکه (NaClO4) سوديم پركلوريت په كاروني سره د نورو توكو څخه بېلــــــــيږي.دغه پوډر ډوله يورانيم ژيړ رنګ لري او د يوه كيك په بڼه جوړيږي چې كيـــــــــــمياوي فارمول ئې U3O8 ( يورانيم اوكســـــــايد)ده اود ژيړ كيك ( Yellow Cake ) په نامه ياديږي. نوموړی ژيړکيک ته په ډيرو غټو بخاريو(Oven) کې دسانتي ګرېدترشپږ پنځوس درجو (56 °C) پورې تودوخه ورکول کيږي اوديو لړ کيمياوي کړنلارو په پايله كې د نيتريک اسيد،امونيم هيدرواکسيد،هايدروجن،هيدروفلوريک اسيداودفلورګاز(Flour = F2)په مر سته سره په شپږ قېمته يورانيمواو فلورمرکب باندې بدليږي . ديورانیمو دغه ژيړرنګه مرکب چې په اوبو کې ئې د حل کيدلووړتيا دڅلورقيمته يورانيمو په پر تله ډيرپياوړی دی د يورانيم هېکسا فلوريد(UF6 )په نامه سره ياديږي او ډير زهرجن خاصيت لري .وروسته له دغي مرحلې څخه دبډايني لړۍ پيل كيږي چې لانديني ډولونه لري:

لاندينى شكل ديورانيمو داستحصال اوبډايني بشپړ پړاو ښيي

١٩ شکل
لكه څنګه چې پوهيږو دوه ايزوتوپونه يوشانته كيمياوي ځانګړتياوې لري نو له همدې امله د دوۍ دواړو بيلول د هغوۍ د كتلې د توپير په پام كې نيوني سره آسانه لاره كيداى شي چې په ټوليزه توګه په بډاينه كې هم همدغه تخنيك كارول كيږي. همدارنګه پوهيږو چې د كتله 1,26% د په پرتله سپكه ده نو له همدې امله بيلابيل تخنيكونه ته امكان پيدا شوى ترڅو دهغوۍ په كاروني سره د يورانيمو بډاينه ترسره شي.
دبډايني دکچي راټيټول ( Down blending )
لكه څنګه چې يادونه وشوه يورانيم په بيلابيلو سويو بډاى كيداى شي چې د بډايني هره يوه سويه ديوه ځانګړي تخنيك او موخي لپاره ( لكه برښنا ، وسلې اوداسي نور ) كارول كيږي. نوكه چيري مونږ په لوړه كچه بډاى شوي يورانيم ولرو او دمونږ د اړتيا وړ يورانيم لږ بډاى شوي يورانيم وي نو په دې حالت كې ضروري ده چې دغه يورانيم يوڅه وځبيښل ( Deplete ) شي. دغه تخنيك ته چې په هغه كې بډاى شوي يورانيم بيرته ځبيښل كيږي دبډايني راټيټولو تخنيك يا Down blending وائي. چې دغه پروسه دلمړى ځل لپاره د امريكا لخوا په روسيه كې د هستوي وسلو لپاره د بډاى شوي يورانيمو د بډايني دسويو د راټيټولو لپاره وكارول شوه. چې وروسته بيا دغه بډاى شوي يورانيم د سوله ئيزو موخو لپاره وكارول شول.
د هستوي بټۍ سونگ مواد ( Nuclear Fuel)
کله چي په ظبيعي يورانيم کې د چاوديدونکي يورانيم د بډاى کولو کړنلاره سرته ورسيږي، نو د يورانيم هيگسافلورايد غاز د يوي ځانگړي ټکنالوژي په بنسټ يوه ناڅاپه د غاز حالت څخه په جامد حالت اړول کيږي. نوموړي کلک او بډاى شوي يورانيم، د سونگ موادو (Fuel) په صفت په هستوي بټيو کې د بريښنا د لاس ته راوړلو په موخه او يا داچي په لوړه کچه بډاى شوي يورانيم دهستوې وسلو لکه اتوم بم ، هايدروجن بم ، او نيوترون بم کي کارول کيږي.دبيگي په ډول د يوه اتوم بم د جوړولو لپاره، چي د چاودنى انرزي يي منځني قدرت تشکيلوي د يورانيم دوه سوه پينځه ديرش بحراني کتلي((Critical Massکچه،نهه څلويښت کيلوگرام (49kg) اودسوچه پلوتونيم لپاره لږڅه لس کيلوگرام(10 Kg Pu-239) اټکل کيږي، ترڅو يوځنځيري پايښت لرونکى هستوي تعامل منځته راشي( (Nuclear Chain Reaction)
اتومي بمونه او مذهبي نومونه
د اتومي بمونو لړۍ تر نن ورځي پوري د نړي ځينو هيوادونو له خوا پايښت لري په لاندي جدول کي د ١٩٤٥ م کال څخه وروسته دغه هستوي ازمويني په جاپان باندي د نړي لومړي اتوم بم په کارولو سره پيل کيږي
شماره تکنالوژي هيواد کود نمبر مذهبي نوم تاريخ
١ د پلوتونيوم لومړي اتوم بم چي د امپليزيون کړنلاره د فشار څپو په مرسته ترسره شوه امريکا KT 19 ترينيټي Trinity 16/Jul 1945
٢ د ْغني شوي يورانيم توپک ډوله اتوم بم چي د جاپان هيروشيما په ښار واچول شو امريکا KT 15 کوچني هلک Little Boy 6/ Aug/1945
٣ د پلوتونيم کروي شکله دوه پټيزه اتوم بم چي د امپليزيون کړنلاره يي د فشار څپو په مرسته ترسره شوه او د جاپان ناګازار کي په ښار واچول شو امريکا KT 21 مزي سړي Fat man 9/Aug/1945
٤ د يورانيم لومړي اتوم بم پخواني روسيه KT 22 لومړي جوا Joe 29/Aug/1949
٥ د يورانيم لومړي فوزيون ډوله اتوم بم انګلستان KT 25 هوريکن Hurricane 3/Oct/1952
٦ د هايدروجن لومړي فوزيون ډوله څوپټيزه بم امريکا KT 10.400 مايک lvy Mike 1/Nov/1952
٧ د هايدروجن فوزيون ډوله لومړي څوپټيزه بم پخواني روسيه 400 KT 4 Joe 12/Aug/1953
٨ د انګلستان هيواد څوپټيزه حرارتي هستوي وسلو بريالي ازموينه انګلستان 1.800KT Grapple X 8/Nov/1957
٩ د فرانسي هيواد هستوي چاودنو لومړي ازموينه فرانسه KT 70 Gerboise Bleue 13/Feb/1960
١٠ د نړي تر ټولو ستر هايدروجن بم چي تر نن ورځي پوري ازمويل شوي دي پخواني روسيه KT50.000 تزاربم Tsar Bomba 31/Oct/1961
١١ د چين هيواد هستوي چاودنو لومړي ازموينه چين KT 22 596 16/Oct/1964
١٢ د چين هيواد لومړي څو پټه حرارتي هستوي ازموينه چين KT 3300 Test No 6 17/Jun/1967
١٣ د فرانسي هيواد لومړي څو پټه حرارتي هستوي ازموينه فرانسه KT 2600 Canopus 24/Aug/1968
١٤ د يورانيم توپک ډوله لومړي فوزيون اتوم بم هندوستان KT 12 خنديدونکي بودا Smiling Buddha 18/May/1974
١٥ لومړي فوزيون بوسټيد هستوي چاودني ازموينه هندوستان 25KT and 45 KT لومړي شاکتي Shakti 1 11/May/1998
١٦ لومړي دفاع کوونکي هستوي ازموينه هندوستان KT 12 Shakti 2 11/May /1998
١٧ لومړي هستوي چاودني ازموينه پاکستان KT 12-9 Chagai-1 28/May/1998
١٨ لومړي هستوي چاودني ازموينه شمالي کوريا KT 1 Hwadae-ri 9/Oct/2006

په کال ١٩٦٧ م کال د امريکا يي ذروي وسلو تعداد (٣٢٠٠٠) دوه ديرش زره پوري رسيدلي دي مګر ددي په ځواب کي روس په کال ١٩٤٨ م کال کښې د ذروي وسلو تعداد (٤٥٠٠٠) پينځه څلويښت زره وه چي نن ورځ د هغو تعداد ډير زيات کم کړي شوي دي

اخذليکونه

  1. سلطانزى ځدران، ډاکټر نظر محمد، ډاکټر حاجى محمد سلطانزى ځدران، ډاکټر غازى محمد سلطانزى ځدران، سرطان اود چاپيريال راډيو اکتيويتى ، جرمنى 1386 هـ ش .
    صفحى: 155، 157، 160، 164، 166.
  2. نظيفى ډاکټر عبدالحى، محمد رحمت الله تنها، د تطبيقي هستې اساسات ، کابل پوهنتون، سائنس پوهنځى د فزيک څانګه 1386 هـ ش.
    صفحى: 86، 87، 88، 90، 95، 99، 101.
    1) بينوا ټکي کم benawa.com http/www.

2) http://www.ne.jp/asahi/mh/u/INSCAP/Radwase.html

3) http://www.radioactivewase.gov.au

4) http://www.iaea.org

5) http://en.wikipedia.org/wiki/Soviet_atomic_bomb_project

6) http://nuclearweaponarchive.org/Israel/index.html

7) http://nuclearweaponarchive.org/UkOrigin.html