د پروژې پیژندنه (Project Definition)


د پروژې (project) لغوي مانا پراخول، رښتياني کول، د عمل ډګر ته راویستل او تحقق ورکول دي،چې د لاتيني ژبې له (Proiacere) څخه اخيستل شوې ده، په لاتيني کېPro مخکې، له وړاندې او قبلي مانا لري او Iacere د اچولو په مانا ده يعنې په مخکې اچول ورو ورو په انګليسي ژبه کې د Project په بڼه اووښتې او په دري او پښتو ژبه کې ورته پروژه وايو. يا پروژه د يو سلسله فعاليتونو ټولګه ده چې په ټاکلي وخت او ټاکلې پانګې سره، د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو لپاره پکار اچول کېږي.
د کرنيزې پروژې پیژندنه
کرنيزه پروژه د هغو موقتي کوښښونو ټولګه ده چې د دتوليدي محصول په رامنځته کولو او يا خدماتو په برابرولو کې ژمنه عملي کوي. يا په بل عبارت کرنيزه پروژه د يو محصول د توليد او يا ځانګړو خدماتو د ارايي لپاره موقت تلاش او کوښښ څخه عبارت دی. يا په بل عبارت کرنیزه پروژه د يو ډول ځانګړو فعاليتونو څخه عبارت ده چې د يوه ټاکلي پيل او پای لرونکې او د وخت، مصارفو، او مشخص کېفيت په چوکاټ کې د(Output ) په ټاکلې نتيجه باندې پای ته رسیږي.
د کرنيزې پروژې عناصر:
1. ټاکلې موخه/ موخې
2. ټاکلي موده (پيل او پاى)
3. ټاکلی سرچینې (مالي سرچینې يا پانګه، بشري سرچینې)





د پروژې سرچینې (project Resources)
هره اداره يا پروژه عموماً څلور ډوله سرچینې لري:
1. اطلاعاتي يا معلوماتي :(Information resource)هره اداره بايد د خپلو مشتريانو، سيالانو، بازارونو او اجناسو په اړه هر اړخيزه او دقيق معلومات ولري او د هغې څخه په سمه توگه استفاده وکړي. همدارنگه د يوې پروژې د پيل کېدو څخه د مخه د هغې څخه د ګټې اخستونکو (Beneficiaries) جوانب ذيدخل (Stakeholders) او همدارنگه د نوموړي پروژې د اقتصادي گټورتوب په اړوند بايد معلومات راټول شي او د هغې په اساس تصاميم ونيول شي.
2. بشري سرچینې (Human Resources): ټول هغه فني او غير فني پرسونل چې په يوه اداره کې کار کوي او يا يوه پروژه پر مخ وړي په بشري سرچینېو کې شامليږي. بشري سرچینې بايد په دقيق ډول انتخاب شي، په مناسبو دندو وګمارل شي او په خپلو دندو کې ورته لازم ټريننګ ورکول شي.
3. مالي سرچینې (Financial Resources): هره پروژه يوه ټاکلې پانګه لري، چې د پروژې د پيل څخه وړاندې پېشبينې کېږي. بايد کوښښ وشي چې مالي سرچینې په داسې ډول سره ولګول شي چې پروژه د ټاکل شوې پانګې په حدودو کې خپلو موخو ته ورسيږي.
4. فزيکې سرچینې (Physical Resources): په فزيکې سرچینېو کې ماشين الات، ساختمانونه، کمپيوترې، تجهيزات، عراده جات او داسې نور شامليږي. دغه سرچینې بايد په سمه توگه په کار واچول شي او معقوله استفاده ورڅخه وشي.





د کرنيزې پروژې د مديريت پیژندنه
د کرنيزې پروژې مديريت د کرنې د سرچینو د پلان، تنظيم او کنټرول څخه عبارت دى، تر څو د دغو سرچینېو په واسطه هغه لنډ مهاله ټاکل شوي موخې تر لاسه شي، چې د کرنې عمومي موخو ته د رسيدو په خاطر وضع شوي. يا په بل عبارت د پروژې د مديريت اصطلاح د باارزښته او هدفمندې طريقې څخه عبارت دى چې پلانول، لارښوونه کول او همآهنګي د ټولو پروسو او سرچینېو کنټرول پکې شامل دي او يا په لنډ ډول ويلای شو چې د پروژې مديريت د پروژې د همآهنګۍ او رهبرۍ څخه عبارت دى.
Project management is the discipline of organizing and managing resources in such a way that these resources deliver all the work required to complete a project within defined scope, time, and cost constraints.
د پروژې د مديريت د کارونې موخې:
1. د کاري مسوليتونو تعين د ذکر شوو فعاليتونو په وړاندې.
2. د راپورونو طبقه بندي.
3. د پروګرام د ترتيبولو لپاره د زماني محدوديت تعينول.
4. د ستونزو په نښه کول، مخکې لدينه چې رامنځته شي.
5. د راتلونکو پروژو لپاره د ښو تخمينونو پيدا کول.
6. پدې پوهيدل چې په څه وخت کې د پروژې موخو ته نه رسيږو.
د کرنيزې پروژې د مديريت دندې:
1. پلان جوړونه Planning
2. سازماندهي/ تنظيم Organizing
3. لارښوونه Directing
4. کنټرول Controlling

د پروژې د مديريت په وړاندې خنډونه (Obstacles to project management)
1. د پروژې پيچلتيا: ځینې وخت پروژې پيچلې شي، چې دا خپله د پروژې لپاره خنډ ګرځي.
2. د مشتريانو ځانگړې غوښتنې: د پروژې څخه د ګټې اخيستونکو ( مشتريانو) ځانگړې غوښتنې د پروژې لپاره خنډ ګرځي.
3. د سازمان د جوړښت تغيرول: ځينې وخت نوې پروژې د دې ايجاب کوي، چې په سازمان کې نوي څانګې ايجاد شي او نوى پرسونل استخدام شي چې دا پخپله د سازمان د ساختار د تغييريدو باعث کیږي.
4. د پروژې خطرونه: ځينې وخت پروژې د طبيعي آفاتو يا امنيتي ستونزو سره مخامخ کیږي او يا هم د خلکو د عکس العملونو سره مخ کیږي.
5. امنیتي ستونزې: د بيلگې په توگه زمونږ د هېواد په مختلفو برخو کې ډېرې پرمختيايي پروژې د امنيتي دلايلو له امله د ستونزو سره مخ دي.
6. په تکنالوژې کې تغيرات: ځينې وخت د يوې نوې پروژې پيل ددې ايجاب کوي چې عصري ماشين الآتو څخه استفاده وشي چې دا پخپل وار د زياتو مصارفو باعث گرځي او د پروژې د مديريت لپاره يو خنډ دى.
7. پلان جوړونه او قيمت تعيينول: د هرې پروژې د پيل څخه د مخه بايد د هغې لپاره بوديجه او پلان ترتيب شي او په هغې کې د استعماليدونکو موادو قيمت، د تعمير کرايه، د پرسونل معاشونه و غېره تخمين شي چې دا يو ستونزمن کار دى ځکه په هر ا قتصاد کې انفلاسيوني حالت موجود دى چې د هغې په اساس قيمتونه ورځ تر بلې توپیر کوي.





د پروژې د مديريت پړاوونه ( Phases of project management)
د پروژې بشپړ مديريت، عموماً په پنځو پړاوونو کې صورت نيسي:
1. د پروژې سکوپ (وسعت، محتوا) Scope of the project
2. د پروژې پلان جوړول Developing the project plan
3. د پلان د عملي کولو پيل کول Launch the plan
چې په دې پړاوونو کې، لومړی بايد د پروژې ټيم استخدام او منظم شي، بيا د ټيم د فعاليت لپاره قوانين او مقررات جوړ شي، همدارنګه کارونه باید دسته بندي شي او د هغوې لپاره مهال وېش ترتيب شي او بالاخره د هرې دستې کارونو لپاره منظم اسناد ترتيب شي.
4. د پروژې نظارت او ارزيابي Monitoring and Evaluation
5. د پروژې بندول Close out the Project