د کرنيزو پروژو د وخت او لګښت اټکل

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د لــوړو زده کـړو وزارت
پکــتیا پـوهـنتون
کــــــرنـــې پـوهـــــنځـی
کرنیز اقتصاد او توسعې څانګه

AGRICULTURAL PROJECT TIME AND COST ESTIMATION

زیار او راټولونه: جـنـت ګـــل «اعـــــزاز»
لارښود استاد: پوهــیالی امـــان الله «امـین»
سمینار استاد: پوهنیار نجیب الله «احمدزی»
زده کړیز کال: 1396هـ ش 

د کرنیزو پروژو د وخت او لګښت اټکل
AGRICULTURAL PROJECT TIME AND COST ESTIMATION

لـــــــړلــیک
ګڼه سرلیکونه مخګڼهد کرنیزو پروژو د وخت او لګښت اټکل.....................................................................أ لـــــــړلــیک......................................................................................................ب لـــــــړلــیک.......................................................................................................ج سریزه...............................................................................................................۱ د پروژې پیژندنه..................................................................................................۲ د کرنيزې پروژې پیژندنه.......................................................................................۲ د کرنيزې پروژې عناصر.......................................................................................۲ د پروژې سرچینې.................................................................................................۳ اطلاعاتي يا معلوماتي سرچینې.................................................................................۳ بشري سرچینې...........................................................................................۳ مالي سرچینې.............................................................................................۳ فزيکې سرچینې..........................................................................................۳ د کرنيزې پروژې د مديريت پیژندنه.................................................................۴ د پروژې د مديريت د کارونې موخې................................................................۴ د کرنيزې پروژې د مديريت دندې....................................................................۴ د پروژې د مديريت په وړاندې خنډونه.............................................................۵ د پروژې د مديريت پړاوونه...........................................................................۶ د پروژې سازمان او مسؤليتونه.......................................................................۷ د پروژې د فعاليت د سرچینو اټکلول................................................................۸ د فعاليت د سرچینېو د اټکل(ARE) لپاره اسباب او تخنيکونه............................۹-۱۰ د پروژې د وخت اداره.................................................................................۱۱ د وخت د مدیرت وسایل او تکتیکونه....................................................۱۱-۱۲-۱۳ د وخت د بریالیتوب لپاره ماتې نه خوړونکی فورمول..........................................۱۴ د مهالوېش د اټکل د فعاليت دوره....................................................................۱۵ د مهالوېش انکشاف.....................................................................................۱۵ مهالوېش کنټرول........................................................................................۱۵ د وخت څلور ستونزې او له هغو څخه مخنیوی..................................................۱۶ د پروژې د لګښتونو اټکل.............................................................................۱۷ د لګښت ډولونه..........................................................................................۱۸ سیده یا مستقیم لګښتونه................................................................................۱۸ غیر مسقیم لګښتونه.....................................................................................۱۹ نامحسوس لګښتونه.....................................................................................۱۹ هغه عوامل چې د پروژې د لګښت يو جامع پلان را منځته کوي..................۲۰-۲۱-۲۲ په پنځو ولسواليو کې د کوپراتيفونو جوړول......................................................۲۳ موخې.....................................................................................................۲۴ د پروژې اړوند معلومات..................................................................۲۴-۲۵-۲۶ پایله.......................................................................................................۲۷ وړاندیزونه..............................................................................................۲۸ اخځلیک..................................................................................................۲۹

سریزه
افغانستان د پرمختيايي هېوادونو له جملې څخه دی، نو د پرمختګ لپاره يې بايد پروژې په داسې ډول سره ترتيب او تنظيم شي ، تر څو د کرنیزې پروژې لپاره منابع، وخت او د لګښت اټکل سم وي. نو د دې موضوع د ټاکنې او ترتيبولو څخه زما موخه د يوې پروژې لپاره دوخت او لګښت اټکل دی، ځکه د يوې پروژې لپاره که د وخت او لګښت اټکل په سم شکل سره صورت ونه نيسې نو پروژه له ناکامي سره مخ کېږي.
په ياده موضوع کې به د پروژې پېژندل، د پروژې ډولونه، د پروژې منابع، د پروژې د کارونې موخې، د پروژې د مديريت دندې ، د پروژې د مديريت پر وړاندې خنډونه د پروژې د مديريت پړاوونه د پروژې سازمان او مسؤليتونه، د پروژې د کاري ساحې مديريت، د پروژې د منابعو اټکلول، د پروژې د وخت اداره، د پروژې د فعاليت پيژندنه، د پروژې د فعاليت مهالويش او د لګښتونو د اټکل په اړه مالومات وړاندې کېږي.
ځکه چې د پروژې لپاره د وخت او لګښت اټکل په سمه توګه صورت ونه نيسې پروژه د ناکامۍ سره مخ کېږي، نو د دې لپاره چې په هېواد کې پروژې په ټاکلي وخت سره پيل او په ټاکلي وخت سره پای ته ورسيږي نو د پروژې لپاره د وخت او لګښت اټکلول اړین ګڼل کیږي.
په درنښت!
جنت ګل (اعزاز)

د پروژې پیژندنه (Project Definition)
د پروژې (project) لغوي مانا پراخول، رښتياني کول، د عمل ډګر ته راویستل او تحقق ورکول دي،چې د لاتيني ژبې له (Proiacere) څخه اخيستل شوې ده، په لاتيني کېPro مخکې، له وړاندې او قبلي مانا لري او Iacere د اچولو په مانا ده يعنې په مخکې اچول ورو ورو په انګليسي ژبه کې د Project په بڼه اووښتې او په دري او پښتو ژبه کې ورته پروژه وايو. يا پروژه د يو سلسله فعاليتونو ټولګه ده چې په ټاکلي وخت او ټاکلې پانګې سره، د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو لپاره پکار اچول کېږي.
د کرنيزې پروژې پیژندنه
کرنيزه پروژه د هغو موقتي کوښښونو ټولګه ده چې د دتوليدي محصول په رامنځته کولو او يا خدماتو په برابرولو کې ژمنه عملي کوي. يا په بل عبارت کرنيزه پروژه د يو محصول د توليد او يا ځانګړو خدماتو د ارايي لپاره موقت تلاش او کوښښ څخه عبارت دی. يا په بل عبارت کرنیزه پروژه د يو ډول ځانګړو فعاليتونو څخه عبارت ده چې د يوه ټاکلي پيل او پای لرونکې او د وخت، مصارفو، او مشخص کېفيت په چوکاټ کې د(Output ) په ټاکلې نتيجه باندې پای ته رسیږي.
د کرنيزې پروژې عناصر:
ټاکلې موخه/ موخې
ټاکلي موده (پيل او پاى)
ټاکلی سرچینې (مالي سرچینې يا پانګه، بشري سرچینې)

د پروژې سرچینې (project Resources)
هره اداره يا پروژه عموماً څلور ډوله سرچینې لري:
اطلاعاتي يا معلوماتي :(Information resource)هره اداره بايد د خپلو مشتريانو، سيالانو، بازارونو او اجناسو په اړه هر اړخيزه او دقيق معلومات ولري او د هغې څخه په سمه توگه استفاده وکړي. همدارنگه د يوې پروژې د پيل کېدو څخه د مخه د هغې څخه د ګټې اخستونکو (Beneficiaries) جوانب ذيدخل (Stakeholders) او همدارنگه د نوموړي پروژې د اقتصادي گټورتوب په اړوند بايد معلومات راټول شي او د هغې په اساس تصاميم ونيول شي.
بشري سرچینې (Human Resources): ټول هغه فني او غير فني پرسونل چې په يوه اداره کې کار کوي او يا يوه پروژه پر مخ وړي په بشري سرچینېو کې شامليږي. بشري سرچینې بايد په دقيق ډول انتخاب شي، په مناسبو دندو وګمارل شي او په خپلو دندو کې ورته لازم ټريننګ ورکول شي.
مالي سرچینې (Financial Resources): هره پروژه يوه ټاکلې پانګه لري، چې د پروژې د پيل څخه وړاندې پېشبينې کېږي. بايد کوښښ وشي چې مالي سرچینې په داسې ډول سره ولګول شي چې پروژه د ټاکل شوې پانګې په حدودو کې خپلو موخو ته ورسيږي.
فزيکې سرچینې (Physical Resources): په فزيکې سرچینېو کې ماشين الات، ساختمانونه، کمپيوترې، تجهيزات، عراده جات او داسې نور شامليږي. دغه سرچینې بايد په سمه توگه په کار واچول شي او معقوله استفاده ورڅخه وشي.

د کرنيزې پروژې د مديريت پیژندنه
د کرنيزې پروژې مديريت د کرنې د سرچینو د پلان، تنظيم او کنټرول څخه عبارت دى، تر څو د دغو سرچینېو په واسطه هغه لنډ مهاله ټاکل شوي موخې تر لاسه شي، چې د کرنې عمومي موخو ته د رسيدو په خاطر وضع شوي. يا په بل عبارت د پروژې د مديريت اصطلاح د باارزښته او هدفمندې طريقې څخه عبارت دى چې پلانول، لارښوونه کول او همآهنګي د ټولو پروسو او سرچینېو کنټرول پکې شامل دي او يا په لنډ ډول ويلای شو چې د پروژې مديريت د پروژې د همآهنګۍ او رهبرۍ څخه عبارت دى.
Project management is the discipline of organizing and managing resources in such a way that these resources deliver all the work required to complete a project within defined scope, time, and cost constraints.
د پروژې د مديريت د کارونې موخې:
د کاري مسوليتونو تعين د ذکر شوو فعاليتونو په وړاندې.
د راپورونو طبقه بندي.
د پروګرام د ترتيبولو لپاره د زماني محدوديت تعينول.
د ستونزو په نښه کول، مخکې لدينه چې رامنځته شي.
د راتلونکو پروژو لپاره د ښو تخمينونو پيدا کول.
پدې پوهيدل چې په څه وخت کې د پروژې موخو ته نه رسيږو.
د کرنيزې پروژې د مديريت دندې:
پلان جوړونه Planning
سازماندهي/ تنظيم Organizing
لارښوونه Directing
کنټرول Controlling

د پروژې د مديريت په وړاندې خنډونه (Obstacles to project management)
د پروژې پيچلتيا: ځینې وخت پروژې پيچلې شي، چې دا خپله د پروژې لپاره خنډ ګرځي.
د مشتريانو ځانگړې غوښتنې: د پروژې څخه د ګټې اخيستونکو ( مشتريانو) ځانگړې غوښتنې د پروژې لپاره خنډ ګرځي.
د سازمان د جوړښت تغيرول: ځينې وخت نوې پروژې د دې ايجاب کوي، چې په سازمان کې نوي څانګې ايجاد شي او نوى پرسونل استخدام شي چې دا پخپله د سازمان د ساختار د تغييريدو باعث کیږي.
د پروژې خطرونه: ځينې وخت پروژې د طبيعي آفاتو يا امنيتي ستونزو سره مخامخ کیږي او يا هم د خلکو د عکس العملونو سره مخ کیږي.
امنیتي ستونزې: د بيلگې په توگه زمونږ د هېواد په مختلفو برخو کې ډېرې پرمختيايي پروژې د امنيتي دلايلو له امله د ستونزو سره مخ دي.
په تکنالوژې کې تغيرات: ځينې وخت د يوې نوې پروژې پيل ددې ايجاب کوي چې عصري ماشين الآتو څخه استفاده وشي چې دا پخپل وار د زياتو مصارفو باعث گرځي او د پروژې د مديريت لپاره يو خنډ دى.
پلان جوړونه او قيمت تعيينول: د هرې پروژې د پيل څخه د مخه بايد د هغې لپاره بوديجه او پلان ترتيب شي او په هغې کې د استعماليدونکو موادو قيمت، د تعمير کرايه، د پرسونل معاشونه و غېره تخمين شي چې دا يو ستونزمن کار دى ځکه په هر ا قتصاد کې انفلاسيوني حالت موجود دى چې د هغې په اساس قيمتونه ورځ تر بلې توپیر کوي.

د پروژې د مديريت پړاوونه ( Phases of project management)
د پروژې بشپړ مديريت، عموماً په پنځو پړاوونو کې صورت نيسي:
د پروژې سکوپ (وسعت، محتوا) Scope of the project
د پروژې پلان جوړول Developing the project plan
د پلان د عملي کولو پيل کول Launch the plan
چې په دې پړاوونو کې، لومړی بايد د پروژې ټيم استخدام او منظم شي، بيا د ټيم د فعاليت لپاره قوانين او مقررات جوړ شي، همدارنګه کارونه باید دسته بندي شي او د هغوې لپاره مهال وېش ترتيب شي او بالاخره د هرې دستې کارونو لپاره منظم اسناد ترتيب شي.
د پروژې نظارت او ارزيابي Monitoring and Evaluation
د پروژې بندول Close out the Project

د پروژې سازمان او مسؤليتونه (Project Organization and Responsibilities)
اداري جوړښت د ادارې ساکن چوکاټ دی، چې له يو اړخه انفرادي اشخاصو او څانګو ته د دندو ويش را منځته کوي او له بله اړخه د انفرادي اشخاصو او څانګو تر منځ د اړيکو په ټينګولو کې هڅه کوي، کله چې اداري جوړښت دا معلوموي، چې څوک بايد کومه دنده تر سره کړي، نو بيا عملياتي جوړښت متحرکې تګلارې تعقيبوي، د بېلګې په ډول يو کار چېرې، څنګه او په څه ډول اجرأ کېږي.
اداري جوړښت د پروژې په مديريت کې دوه دندې تر سره کوي:
په دې پوهېدل چې څرنګه د يوې پروژې سازمان په اصلي اداره (Parent Organization) کې را منځته شوی دی.
په دې پوهېدل چې څرنګه اداره په داخلي ډول د پروژې د ټيم د غړو تر منځ جوړه شوېده.
د پروژې د داخلي سازمان عمومي جوړښت په لاندې شکل کې تشريح کېږي.

د پروژې د فعاليت د سرچینو اټکلول
(Project Activity Resource Estimating)
په پروژه کې د فعاليت د سرچینو اټکل(ARE) د پروژې د لګښتونو سره نږدې اړيکه لري، د فعاليت د سرچینو د اټکل مهالوېش دا ښيي چې کومې سرچینې، کارکوونکې او د کار مواد په کومه اندازه د کار د اجر لپاره اړين دي.
د پروژې د فعاليت د سرچینو د اټکل لپاره عوامل (Inputs) په عمومي ډول په لاندې ډول دي:
د تصدۍ د چاپيريال عامل: د بنسټيزو يا زيربنايي (Infrastructure) سرچینو معلومات پوسیله کولای شو د پروژې په فرمان (Charter) کې پيدا کړو، دغه فکتورونه د بېلګې په ډول کېدای شي، اداري يا صنعتي معيارونه، موجوده بشري سرچینې او يا د شخصيتونو د ارزيابۍ سيستم وي.
د فعاليت لست: د فعاليت لست د هغه سرچینېو د فعاليتونو مهال وېش، په ګوته کوې چې اټکل شوي وي.
د فعاليت ځانګړتياوې: د فعاليت ځانګړتياوې د هغه سرچینېو د عامل لپاره معلومات برابروي، کوم چې دسرچینېو د اټکل او د فعاليت د لست داجرا لپاره په مهالوېش کې ښودل شوي وي.
د سرچینو شتون: هغه معلومات چې د هغه لپاره په زياته اندازه سرچینې شتون ولري، دسرچینېو د اټکل لپاره کارول کېږي ، نوموړي معلومات ټولې هغه جغرافيايي سيمې په نظر کې نيسي، له کومو څخه چې سرچینې سرچېنه اخلي او هم دا ښيي چې په کوم وخت کې دغه سرچینې د ګټې اخيستنې لپاره تيار دي.

د فعاليت د سرچینېو د اټکل(ARE) لپاره اسباب او تخنيکونه
له هنره ډک قضاوت: چې سرچینېو پورې تړلي عوامل څو څو وارې تکرار کړي، هغه ګروپ يا شخص چې د سرچینېو په پلان جوړونه او اټکل کې تخصص ولري دا رنګه مهارتونه برابرولای شي.
يو تعويضي تحليل: چې په کې د بېلګې په ډول جوړول يا اخېستل، د لاس په ذريعه يا په اتومات ډول کارکوي، کومو ته چې ډول ډول ماشينونه اړين دي.
د معلوماتو برابرول: د هغه معلوماتو برابرول چې په ورځيني ډول د مختلفو کمپنيو له خوا نشريږي، د بېلګې په ډول د توليداتو نرخ، د سرچینېو د يو واحد لګښت چې په يوه پراخه ساحه کې د کار لپاره برابريږي، د مختلفو هېوادونو لپاره تجهيزات او په هېوادونو کې مختلفې جغرافيايي سيمې.
د پروژې د مديريت سافټ ويرونه(Project Management Softwares): چې په پلان جوړونه، سازمان ورکونه او د سرچینېو په اداره کولو کې مرسته کوي او هم د سرچینېو اټکل ته پرمختګ ورکوي.
له کوزې خوا څخه پورته خواته اټکلول: هغه وخت کارول کېږي کله چې د مهالوېش فعاليتونه د اطمينان تر حده اټکل ونه شي کړای، نو په دې ځای کې دمهالوېش فعاليتونه د زيات وضاحت لپاره تجزيه کېږي.
د فعاليت د سرچینو د اټکل پايلې (Output of the ARE): دا پروسه د هغه سرچینېو د اندازې او ډولونو پېژندنه ده، چې د فعاليت د مهالوېش په برنامه کې ورته اړتيا ده.
د سرچینو په برخو ويشلو چوکاټ (Resources Breakdown Structure): د سرچینېو په برخو ويشلو چوکاټ، يو ځنځيري ډوله چوکاټ دی، په کوم کې چې مشخصې سرچینې په بېلابېلو ډولونو سره پېژندل کېږي.
د سرچینو مهال وېش (Resources Calendar): د سرچینېو لپاره جوړ شوی مهالوېش، د پروژې د اسنادو لپاره په کاري او غير کارې ورځو کې هغه نېټې ښيي، په کومو کې چې مشخصې سرچینې د بېلګې په ډول تجهيزات يا يو شخص فعال دي که غير فعال، د منبع مهالوېش په عمومي ډول د منبع په اړوند رخصتۍ او د کار ورځې په ګوته کوي.
د سرچینو بدلونونه (Resources Changes): د فعاليت دمنبع د اټکل د پروسې په پايله کې د پلان شويو فعاليتونو په مهالوېش کې د غوښتنو مطابق څه ډير او يا کمولای شو.

د پروژې د وخت اداره (Project Time Management)
د پروژې د وخت اداره ټولې هغه پروسې په نظر کې نيسي، چې پروژه بايد په وخت سره پای ته ورسېږي. ټولې دغه پروسې يو پر بله او هم په نورو اداري صلاحيتونو متقابلې اغېزې لري، د پروژې په هره پروسه کې د يو يا څو اشخاصو په کار ګمارل اړين دي، هره يوه پروسه لږ تر لږه يو ځل په هره پروژه کې پېښېږي، که چېرې پروژه په پړاوونو ووېشل شي نو يو يا څو ځل په هر پړاو کې پېښېږي.
که څه هم چې پروسې د ځانګړنو او مشخصاتو له مخې پېژندل کېږي، په عمل کې پروسې د يوې او بلې لپاره يو مشترک فصل دی، چې د عکس العملونو په باره کې يو له بل سره مرسته کوي، په ځينو پروژو کې په ځانګړي ډول کوچنيو د کار ساحو کې د فعاليتونو تسلسل د فعاليت د جريان اټکل او د مهالوېش انکشاف داسې ښکارېږي، چې په يوه پروسه کې له يو او بل سره په ټينګ ډول اړيکې لري او يو شخص يې په لنډه دوره کې اجرا کولای شي، دغه پروسې دلته هره يوه د يوې ځانګړې پروسې په ډول پېژندل کېږي، ځکه چې تخنيکونه او اسباب يې له يو او بل سره توپير لري.
د وخت د مدیرت وسایل او تکتیکونه
د وخت په مدیرت کې نهه ابزار او تکتیکونه شتون لري، چې باید له هغه څخه ګټه واخلو او هغه تعقیب کړو، ترڅو شخصي ګټې اخیستنې ته لاسرسی پیدا کړو، چې په لاندې ډول دي.
د وخت له یو پروګرام څخه ګټه واخلئ: دوخت د مدیریت لومړئ ابزار یوه طرحه جوړونه ده، د وخت یو ښه پروګرام تاسو قادروي، د ټول کار، میاشتني، اونۍ او ورخې لپاره یوه ښه طرحه جوړه کړئ، چې داصلي لړلیک درلودونکې وي، چې دهغه له له مخې کولی شئ هره دنده، موخه او لازم کار تر سره کړئ.
د وخت د پروګرام د سیستم دویمه برخه جنتري ده: چې تاسو ته امکان درکوي، چې وخت ته مو جوړښت ورکړئ او میاشتنی برنامه جوړونه وکړئ، دیو سم سیستم څخه په استفادې کولی شئ، د خپل اصلي لړلیک، ځانګړې برخې ځانګړې ورځې ته، چې غواړی هغه کار پکې ترسره کړئ ولیږدوئ، وروستی سیستم د ورځې لړلیک دی، چې ځېنې هغه د کار لړلیک بولي.
تل د یو فهرست له مخې کار وکړئ: هر بریالی اجرایه مدیر د یوه ورځني فهرست له مخې کار کوي، کله چې یو ورځنی فهرست لیکي یو،یو هغه کارونه چې ارده یې لرئ، د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ، قانون داده چې د لومړۍ ورځې څخه چې ورځنی فهرست په کار وړئ، کولی شئ خپله ګټه پنځه په سلو کې ډېره کړئ، دا په دې مانا ده چې یوآځې د خپل ورځني کار په لیکلو سره کولای شئ له ګډوډۍ څخه نظم ته ورسیږئ.
دلسو،شلو یا دیرشو مواردو فهرست ولیکئ او کار مو پیل کړئ: نوې دندې او مسؤلیتونه به رامنځته شي، باید ټلیفوني تماسونو ته ځواب وویاست، باید لیکونه ولیکئ، د هرکار دترسره کولو وړاندې هغه باید په خپل ورځني فهرست کې ولیکئ.
خپل فهرست دلومړیتوب په اساس جوړ کړئ: بې ارزښته کارونه کول، هغو کارونو ته هڅه ده، چې هیڅ لازم ندي ترسره شي او باید په هغو کارونو تمرکز وشي چې ریښتیا په یو کار کې اغیزمن وي. اړوندو مسایلو ته باید په نا اړوندو مسایلو، مهمو چارو ته باید په لږ مهمو چارو او اوږد مهاله پایلو کارونوته په ساده کارونو لومړیتوب ورکړل شي.
دپنځه څلويښت پایلي سیستم څخه ګټه واخلئ: دغه سیستم ((پنځه څلوښت پایله)) نوم لري، دغه ابزار د راتلونکو طرحو یادونه ده، چې تاسو ته امکان درکوي، چې خپل فعالیتونو تر څلوېښت راتلونکو ورځو پورې طرحه کړئ. لومړی دپنځه څلوښتو پایلو او څوارلسو دوسیو د هغه دننه ایښودلو لپاره پیدا کوي، پنڅه څلویښت په لاندې ډول ویشل کیږي، یودیرش پایله د میاشتې د هرې ورځې لپاره شماره بندي کيږي، دولس پایله دکال د دولسو میاشتو لپاره ځانګړي کیږي، دوه پایله د دوه راتلونکونکو کلونو لپاره ځانګړي کیږي، دا فوق العاده طریقه ده چې د دغې لیارې کولی شی، د خپل میز دخلاصو دروازو څخه ګټه واخلئ، کله چې دشپږو میاشتو لپاره کتنې یا مسؤلیت لری، کافي ده چې هغه په میلشتني پایل کې کیږدئ. دهرې میاشتې په پیل کې ټول مسؤلیتونه راوباسئ او په ورځنیو پایلو کې له یو څخه تر یو دیرشو پورې شماره بندي شوي کیږدئ، هره ورځ د هماغې ورځې پایل راوباسئ او دا ستاسو د برنامې جوړنې پیل ګڼل کیږي، د دې سیستم په لاره اچول یواځې څو دقیقې وخت غواړي، خو ټاکي چې هیڅکله یوه کتنه هیره نه کړئ. له تاسو سره مرسته کوي چې په خپل وخت کنټرول ولرئ او په خيل راتلونکي کې نظم راولئ.
د فعاليت پیژندنه (Activity Definition): د پروژې دوخت دمديريت لپاره دعملياتو (Operations) پېژندل يو بنسټيز کار دی، د فعاليتونو تعريف د پروژې د وخت د مديريت د ټولو پړاوونو لپاره يو اساس دی، د عملياتو په پېژندنه کې د ټولو اړونده فعاليتونو ځانګړتياوې او اسناد شامل دي، نو په دې خاطر هر يو کار په کاري برنامه کې په انفرادي ډول ښودل شوی دی، هره يوه پروسه يو ځانګړی ثابت کار ښيي، چې د اجرا لپاره يې هڅو او وخت ته اړتيا ده.
د کار په برخو ويشلو چوکاټ (WBS): عمليات بايد د کار په برخو ويشلو چوکاټ(WBS) له مخې تر سره شي، تر څو فرعي برابرونې هم انکشاف ومومي، دغه پروسه دا ښکاره کوي، چې د نورو پروسو په ښه ډول پېژندلو سره د پروژې اهداف لاسته راوړل کېدای شي. د کار په برخو وېشلو چوکاټ د فعاليتونو د ښه تشريح کولو لپاره اړين اسباب دي.
د فعاليت مهال وېش (Activity Schedule): د عملياتو د تسلسل پېژندنه، د عملياتو د ځانګړتياوو او اسنادو تر منځ اړيکې په نظر کې نيسي، د عملياتو جريان بايد په مشخص ډول سره وښودل شي، ځکه چې کار وروسته په حقيقي او عملي وخت کې تر سره کېږي، او د دې په ښودنه کې بايد معمولي طريقه او يا د کمپيوټر سافټ ويرونه وکارول شي، که چېرې لږ تشريحاتو ته اړتيا وي، نو د کوچنيو پروژو او غټو پروژو د مخکېنيو پړاوونو لپاره، دا ګټوره ده، چې له معمولي تګلارو څخه ګټه واخيستل شي او ځينې وخت معمولي او اتوماتيک تګلارې يو ځای هم کارول کېږي.

د وخت د بریالیتوب لپاره ماتې نه خوړونکی فورمول: په دې برخه کې هغه فورمول تاسو ته وړاندې کوم، چې کولای شي، د وخت د ډیر میزان د سپما لپاره د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره یې په کار یوسئ.

په مانا ده.
په کار کې ستاسو استعدادونه، ځواکونه،مهارتونه ،پوهه اوتجربه بریالتوب ته رسوی.
(اړیکو) په مانا ده.
پرځای د بیا ورکړې په مانا په کار وړل شوی ده.
استعداد ضرب داړیکو بیا ورکړه حاصلوی.
په بل عبارت په دوامدارډول کارورکړئ، ترڅو ښې پایلې په لاس راوړئ.
په دوامداره توګه داړیکو دپراختیا لپاره د ډیرو کسانو سره اړیکه ولرئ، ترڅوبیا ورکړه اوکار ارزښت مو ډیروالی ومومي. شکل: دپروژې اداره.

د مهالوېش د اټکل د فعاليت دوره ( Estimating Schedule Activity Duration)
د فعاليت د مهال وېش د کار ساحه، د اړينو سرچینېو ډولونه، د اټکل شويو سرچینېو اندازه او د سرچینېو وېش د موجوده سرچینېو د معلوماتو لپاره استعمالوي. د فعاليت د مهال وېش د اټکل عوامل، د هغه اشخاصو او ډلو څخه راټولېږي، څوک چې د فعاليت په مهالوېش کې د کار د برخو د ماهيت سره بلدتيا لري، د دورې اټکلول په مسلسل ډول يو سخت کار دی او په دې پروسه کې د عواملو مقدار او شتون په نظر کې نيول کېږي.
د اړين کار مقدار او د سرچینېو هغه په نظر کې نيول شوی مقدار، چې د اټکل شوي فعاليت د مهالوېش لپاره عملي کېږي، او هغه د کار دورې چې د فعاليت د مهالوېش د پوره کولو لپاره اړين دی، د فعاليت د دورې داټکل د جريان لپاره حتمي دی، ټول معلومات او فرضيې د فعاليت د دورې د اټکل لپاره په ليکل شوي ډول د وخت د اټکل لپاره يوه حمايه ده.
د مهالوېش انکشاف (Schedule Development): د پروژې د فعاليت د پيل او پای په اړه معلومات ورکوي، که چېرې د پروژې د پيل او پای وخت معلوم نه وي، نو کېدای شي چې پروژه په خپل وخت سره سرته ونه رسيږي، د وخت د مهالوېش د انکشاف جريان مخکې له دې څخه، چې د پروژې د وخت مهالوېش پای ته ورسيږي بايد څو ځلې تکرار شي.
د مهالوېش کنټرول (Schedule Control):
هغه فکتورنه چې په مهالوېش کې بدلونونه راولي، او هم د پروژې اوسنی حالت راښيي.
د دې ښودل چې د پروژې مهالوېش بدلون موندلی.
د حقيقي پيښ شويو بدلونونو اداره کول د مهالوېش کنټرول بايد د کنټرول د نورو تګلارو سره په اړيکه کې وي.

د وخت څلور ستونزې او له هغو څخه مخنیوی
د وخت په مدیریت کې څلور لویې ستونزې شتون لري، چې کولی شو د وخت په مصرف او ژور تفکر سره دیوې نوې پروژې د پیل څخه مخکې، د هغو له راڅرګندیدو څخه مخنیوی وکړو.
د کافي وخت په پام کې نه نیول: دا د هرې پروژې د ماتې او افرادو د منحرف کیدو اصلي دلیل دی، هغوی ښو احتمالاتو ته هیله لري، په خپل چانس باور کوي او وخت د هر پړاو دبشپړیدو لپاره په پام کې نه نیسې، چې په پایله کې پروژه له ماتې سره مخ کیږي.
داسې فرض کول چې هر څه به ښه ترسره شي: هماغه ډول چې الکس مک کنزي دکاناډا وکیل لیکونکی وایې: ((سرګردان فرضیات دهرې ماتې ريښه ده)) هیڅکله داسې مه ګڼی چې هر څه به ښه ترسره کیږي، فرض کړئ له ستونزې سره به مخ شئ، د هغو ستونزو د حل لپاره ډیر وخت او سرچینې د وخت بندي د برنامې په اساس و نیسئ.
د کار په پای کې بیړه: دپروژې په مدیریت کې دریمه ستونزه هغه وخت پیدا کیږي چې ټیم په پای کې په بیړه کار وکړي،کله چې د وخت او پوره پیسو د نشتوالي په دلیل د یو کار د پشپړیدو لپاره بیړه کوئ، خامخا تیروتنه کوئ او کار بې کیفیته کوئ چې باید دسمونې لپاره یې بیا وکړئ. په واقعیت کې که کار ورو او په پرلپسې ډول وکړو او له پیله مناسب ګامونه واخلو، پروژه به سمه او بشپړه شي.
هم مهاله د څو کارونو د ترسره کولو هڅه: دپروژې په مدیریت کې څلورمه ستونزه په هم مهاله وخت کې دڅو کارونو ترسره کول او دبې کیفیته کارونو ترسره کول دي یا ډیر مسؤلیتونه په خپله غاړه اخیستل دي،یا ډیر مسؤلیتونه نورو ته سپارل دي.
دپروژې په بیلابیلو برخو کې به له ډیرو ستونزو سره مخ شی او ځینې وخت به ډیرې هڅې له مینځه لاړې شي، کارونه یو یو ترسره کړئ او مخکې له دې چې په یو کار پیل وکړئ مخکې یو کار سم پای ته ورسوئ.

د پروژې د لګښتونو اټکل (Estimation of project costs)
د پروژې د مديريت مهمه برخه، د پروژې د لګښتونو مديريت دی، دلته ټولې د لګښت ساحې او بوديجې شاملې دي او علاوه له دې څخه د لګښت کنټرول، د پروژې د هغه مالي فعاليتونو د اندازې څخه ډاډ ورکوي چې د پروژې په جريان کې ښودل شوي دي. که څه هم اټکل، بوديجه او د لګښتونو د کنټرول په تيوري کې درې جلا پروسې دي، خو له يو او بل سره په اړيکه کې دي او يو پر بل متقابلې اغيزې لري. په هغه لګښتونو تمرکز کول چې د پروژې د مهالوېش د اجراتو په وخت کې رامنځته کېږي، د پروژې د لګښت د مديريت لپاره ډير مهم دي ، له دې څخه اخوا دا شايد د لګښت د مديريت په پرېکړو چې د پروژې د برابرونې په ډول دي، د پروژې د دوران په لګښت (Life Cycle Costing) اغيزه ولري.
د بېلګې په ډول د جوړونې په پړاو کې په پلټنو او پرمختګ کې د لګښت سپمول د کېفيت د کميدو سبب ګرځي او کېدای شي د پروژې اهداف په خطر کې واچوي. دلته بايد يادونه وشي چې د پروژې مديريت په زياتو صنعتي برنامو کې د بېلګې په ډول د توليداتو په صنعتي جوړونه کې مالي اجراتو ته په خپله د پروژې په برابرونو کې د تمرکز لپاره توضيحات نه ورکول کېږي په پروژه کې د دغه محاسباتو د مسؤليتونو توزيع د پروژې څخه د باندې تر سره کېږي، د دې پروژو څخه په توپير په مالي سکتورونو کې د توليد په اړوند تحليل او وړاندوينې د پروژې د لګښت د مديريت يوه ثابته دنده شمېرل کېږي، نو په دې خاطر هر يو په دې پوهيږي چې د پروژې د لګښت مديريت دهرې پروژې د اړتياوو مطابق بدلون مومي. همدارنګه د پروژې د لګښت د وخت د اندازه کولو له لارې د پروژې د ځانګړتياوو او هم د انفرادي شاملو اړخونو دځانګړو غوښتنو په پام کې نيولو سره منل کېږي، دا په توضيحاتو سره دا معنی ورکوي، مخکې له دې څخه چې مديريت د پروژې کارونه پيل کړي د لګښت يو نا روښانه اټکل شوی دی، او په راتلونکې ګام کې د پروژې مديران يو نوی او د زياتو توضيحاتو لرونکی يو اټکل کوي چې د پروژې ټولو شاملو اړخونو ته په ځانګړي ډول د پروژې ضامن ته د لومړني نا روښانه اټکل د انحراف په اړوند راپور ورکول کېږي.
په دې حالت کې بوديجه، د پروژې د کار ساحه او اهداف هم بدلون مومي، دا ډول د اټکل کنټرول بايد په مسلسل ډول د زياتو توضيحاتو په راټولولو سره اجرا شي. شامل اړخونه هم د دغه بنيادي ارزښتونو په اړوند علاقه لري چې دوی يې په اړوند وړاندوينې کړي دي. دغه بايد د بنيادي محاسبې لپاره په زياتو توضيح لرونکو اسنادو سره وښودل شي تر څو د بالقوه کمزوريو د پيدا کولو توانايي پيدا کړلای شي. په عنعنوي ډول سره د کار کوونکو لوړ مزد د ډيرو لګښتونو سبب ګرځي او دغه محاسبه بايد په داسې ډول سره وشي چې د مستقيم او غير مستقيمو کار کوونکو د لګښتونو ټولې اړتياوې په کې راونغښتل شي. د ټولو لګښتونو ټولنيز اټکل بايد د پروژې يوې دندې ته ځانګړی شي، تر څو د انفرادي مدير اجرات په دغه بنسټ (Baseline) سره اندازه شي، د دې لپاره چې د پروژې لپاره د لګښتونو اټکل وکړو او بوديجه ورته ځانګړې کړو نو دا اړينه ده چې د پروژې په اجرا کې د لګښتونو په بېلابېلو ډولونو رڼا واچوو.
د لګښت ډولونه
لګښت په درې ډوله دی:
سیده یا مستقیم لګښتونه: د هغو سرچینېو پولي بیه او ارزښت دی، چې د پروژې د اقتصادي عمر په دوره کې د سروې، جوړښت، ودانولو او ګټې اخیستنې په ترڅ کې لګول کیږي. مستقيم لګښت د پروژې د لګښت په مديريت کې تر ټولو مهم لګښت دی، ځکه د دوی انفرادي او نږدې اړيکې ډيره ژر اغيزه لري او کېدای شي د پروژې په پلان جوړونه او مسائلو کې ډير ګټور وي. له دې امله چې ارزښت د مصرف شوو اجناسو په شمیر کې د هر جنس د قیمت له ضرب کولو څخه تر لاسه کیږې، یعنې:

نو دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې: ایا دا قیمتونه باید د بازار په موجوده بیه محاسبه شي یعنې د بازار قیمت ورته اساس وګرځول شي او که کوم تصوري او حسابي قیمت؟ ددې سوال د ځواب لپاره باید ووایو چې: د هرې اقتصادي او زراعتي پروژې هدف د ټولنې داقتصادي سوکالي لوړول وي. اوس که چیرې د کار تولیدي عامل له هغې ساحې څخه بهر شي چې هلته یې مؤلدیت صفر وي (مخفي بیکاري وي)، نو باید دا وکتل شي چې د مطالعې لاندې پروژي په ساحه کې یی مصارف له اقتصادي پلوه څومره دي؟ ښکاره خبره ده چې ددغه تولیدي عامل مصارف تر کارلاندې پروژه کې، سره له دي چې کارګر ته به مزد ورکول کیږي، د ملي اقتصاد له پلوه صفر حسابیږي، دا ځکه چې لږ مخکې دغه کارګر ته همدغه مزد ورکول کیده(بیکاره وو) او هغه وخت یی مؤلدیت صفر وو. نو د کار ددغه عامل په برخه کې د بازار د قیمت پر ځای یو خیالي توضیح په یو بل عبارت سره څرګنده کړو نو لیکو چې: د انکشافي پروژو تمام شد مصارف د هغو عواملو هغه فرصتي مصارف دي، چي کولای شو دغه عوامل په نورو امکاناتو او پروژو کې هم په کار واچوو.
له دې امله چې په یوه پروژه کې د لګښت موخه، د هغې پروژې پیشبینې شوي حاصل (نتیجې) تر لاسه کول دي، نو دلته د هغو عواملو فرصتي لګښتونه چې په پروژه کې په کار تللي دي، په نورو پروژو او امکاناتو کې د مربوطه سرچینېو (سرچینو) او عواملو د نه استفاده شوي او له لاسه وتلي حاصل اعظمي حد دی. په پورته مثال کی فرصتي لګښت(له لاسه وتلی حاصل) یعني مخفي بیکاري صفر تصور کوو، نو تمام شد لګښت یی هم د پام وړ پروژه کي صفر وي.
غیر مسقیم لګښتونه: غیرې مستقسم لګښتونه، لکه چې له نوم څخه یې ښکاري داهغه لګښتونه دي چې په نا سیده توګه دپروژې په تطبیق کې رامنخته کیږي. لکه: که د نساجي فابریکه د یو سیند تر څنګ جوړه شي او د سیند داوبو دککړیدو لامل شي، نو ددغو اوبو بیرته چاڼولو ته اړتی پېښږي. په حقیقت کې همدا دنساجي د پروژې غیر مستقیم لګښتونه دي. زموږ په هیواد کې د ډاګونو او غیر کرنیزو ځمکو اوزګار پاته کیدل او په کرنیزو ځمکو کې د یو شمیر صنعتي او خدماتي پروژو جوړول همدا مثال لري. دیو شمیر موټرپلورنځیو، دموټر تمځایونو، سوداګریزو سورایونو او نورو جوړل کرنیزې ځمکې له منځه وړي، ددغو ځمکو د کرنیزو حاصلاتو نه تر لاسه کیدل غیر مستقیم لګښت ده(البته د یوې نامحسوسې ګټې نه محاسبه کول په پام کې نه نیسو، چې هغه د هوا په کیفیت او د ښکولي چاپیریال له منځه تلل دي) دلته صرف د کرنیز حاصل قیمت په پام کې نیول شوی دی.نامحسوس لګښتونه: دغه ډول لګښت لکه څرنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، په مقداري توګه نشو سنجش کولای او نه هم هغه دکمیت له مخې عرضې او تقاضأ ته وړاندې کولای شو، چې دبازار دقیمتونو له مخې یې ارزیابي کړو، خو بیا هم دیو شمیر پروژوژ په تحلیل او څیړنه کې موږ د دغه ډول نا سیده ګټو اولګښتونو توضیح او تشریح کولو ته اړ یاستو. تحلیلونکي باید دغه تأثرات په پام کې ونیسي. دپروژې دارزیابي او انتخاب غیر محسوس لګښتونه او تاثیرلت دهوا ککړتیا او دشنو کرنیزو ځمکو له منځه وړل دي، چې دا په حسابي توګه نشي ښودل کیدای.

هغه عوامل چې د پروژې د لګښت يو جامع پلان را منځته کوي
د چاپيريال اړوند عوامل: د چاپيريال اړوند عوامل بايد وښودل شي، د بېلګې په ډول د بازار د ځای شرايط ټول موجوده توليدات او خدمات رانغاړي او هم دا ښيي چې چا دا تهيه کړي دي. د موادو او تجهيزاتو د قيمتونو او د نورو سرچینېو د لګښتونو په اړوند معلومات د داخلي او سوداګريز ډيټابيس په ذريعه سره وړاندې کېږي.
په ښو اندازه شوو او مخکې پېژندل شوو تګلارو تمرکز: چې دا زياتره وخت د ادارو په ذريعه مخکې تنظيم شوې تګلارې دي، په کومو کې چې د عملياتو پولې او نمونې پېژندل شوې دي، او هم د پروژې د مديريت ټيم ته د اړينو اجرأتو او دندو په اړوند لارښوونه کوي. د پروژې مديران بايد په ذهن کې ولري چې له دغو معلوماتو څخه ګټه اخېستنه او استعمال هر وخت هم پروژه خپلو اهدافو ته نه شي رهنمايي کولای او تر اوسه هم د پروژې د لګښت مديران د پروژې د ځانګړيتوب(Uniqueness) چاپيريال او برنامو په اړوند فکر نه کوي، دغه ټول ځانګړي عوامل د پروژې د کار د ساحې په بيانيه کې ښودل شوي دي. د بېلګې په ډول ځانګړي تړون ليکونه، قانوني موانع، تخنيکې مسائل د برابرونو په وخت کې محدوديتونه، شته سرچینې او يا د پروژې د لګښت محدوديتونه.
د مديريت د مهال وېش پلان: تر ټولو مهمه برخه د مديريت د مهال وېش پلان دی په دې اسنادو کې د ټولو فعاليتونو د سرچینېو اټکل، د فعاليت د وخت اټکل او ټول هغه فعاليتونه شامل دي، چې د پروژې د سرته رسولو د وخت او د سرچینېو د اړتيا لپاره اړين دي. او دغه د پروژې د مستقيمو لګښتونو د محاسبې لپاره يو بنسټ دی، د پروژې د وخت په مورد لګښتونه او د ګټې نرخ شايد توپير ومومي او د وخت په ډيروالي سره امکان لري د اټکل د قيقوالی کمښت مومي.
د پروژې ټيم: په وروستيو کې د پروژې ټيم په خپله د پروژې داجرآتو په کېفيت او هم په دقيق اټکل پوره اغيز لري، د پروژې د غړو تجربه چې دوی يې د پروژې په اجرا کې لري، د دې لپاره ګټوره ده چې په ټيم کې په يو ځای کار وکړي او په لږ وخت او لګښت سره د پروژې د پلان جوړونې پړاو پای ته ورسوي.

له دې څخه زيات هغه څوک چې په يوه پروژه تمرکز لري خپل کارونه له هغه چا څخه په ښه ډول تر سره کولای شي، چا چې خپله ټوله پاملرنه ټوله پروژو ته اړولې وي. د پروژې د ټيم د غړو انفرادي مهارتونه، د دوی د اټکلونو په تحقیق کې هم مهمه اغېزه لري، ځينې مديران په پروژه کې د ډيرو دندو مسؤل وي دوی دا غواړي چې د خپلو اټکلونو د يقين فيصدي لوړه کاندي تر څو په دې پوه شي چې اټکلونه يې د بوديجې مطابق دي او دغه تګلاره پوښ ورکونه (padding) بلل کېږي. نو په دې خاطر د پروژې د لګښت مديران غواړي د هغه تمايل او لاسته راوړنو په اړوند چې د دوي د مذاکراتو او يا د بوديجې د کمښت په مرسته لاسته راوړي پوه شي.
کله کله د وخت، لګښت او سرچینېو د اټکل تګلاره په ځانګړي ډول د سافټ وير انجينرۍ (Software Engineering) په پروژو کې کارول کېږي چې (Functional point) تګلاره بلل کېږی، دغه د عامل حاصل او عمل کرد (Interface) ځينې درانه متحولين (Weighted Variables) کاروي. هره يوه له دې ځانګړو برخو څخه په پيچلو فکتورونو کې ضربېږي او د هر پروګرام د پېچلې اجرا لپاره يو قيمت ورکول کېږي، دغه فکتورونه د پخوانيو پروژو د معلوماتو د پرتلې څخه را منځته شوي دي، اوس د دغو(Functional points) مجموعه په پيچلو فکتورونو کې ضربېږي تر څو د پروژې د ټول کار اندازه معلومه شي. اوس د هغو (Functional Points) اندازه چې په يوه مياشت کې يې يو شخص تر سره کوي د يوه شخص يوه مياشت (One person – Month) بلل کېږي.
په پروژه کې د اشخاصو د ثابت شمېر په کار کولو سره د پروژې مدير کولای شي چې د پروژې د اجرا لپاره د مياشتو شمېر معلوم کړي او هم که چېرې د ټولو کارکوونکو معاش په مياشتو کې ضرب کړو د کارکوونکو ټول لګښت لاسته راځي، همدارنګه کولای شو دغه تګلاره په بل ډول هم وکاروو، که چېرې د پروژې د اجرا وخت معلوم وي نو په اسانۍ سره کولای شو د پروژې د اجرا لپاره د کارکوونکو شمېر حساب کړو.د اټکل دقيقوالي د هغو معلوماتو په تحقق او پرتلې پورې اړه لري چې مخکې لاسته راغلي دي.
ټول هغه له پورته څخه ښکته (Top-down) اټکلونه په عموم کې يو کمزوری ټکی لري او هغه دا چې دوی د کار د چوکاټ توضيحاتو ته ډيره لږه پاملرنه کوي او د مخکېنيو او معياري پروژو د تجربو د اټکل څخه په انفرادي او ځانګړي ډول ډير لږ کار اخلي. نو په دې خاطر دا توصيه کېږي چې له پورته څخه ښکته اټکلونه بايد د پروژې د پيل په لومړنيو پړاوونو کې د يو ناروښانه اټکل لپاره وکارول شي، د دې لپاره چې په راتلونکې کې يو دقيق اټکل وشي بايد له ښکته څخه پورته (Bottom-up) تګلاره د پروژې په وروستيو پړاوونو کې وکارول شي ځکه دا تګلاره ډير توضيحي معلومات وړاندې کوي. همدارنګه له ښکته څخه پورته اټکلونه د پروژې ټولې اړتياوې ښودلی شي او هم تجربې ښيي چې ټوليز لګښت د اټکل څخه ډيرېږي.
د اټکل او حقيقت تر منځ د توپير لوی عامل دادی چې اټکلونه په ازادانه ډول د نورو دندو څخه په ګوښه ډول تر سره کېږي، مګر په حقيقت کې د پروژې ټولې دندې له يو او بلې سره په اړيکه کې دي او هم په يو او بل باندې متقابله اغېزه لري، د پروژې د مختلفو انفرادي پروسو د متقابلو اغيزو لپاره وخت او لګښت اړتيا ده، چې په پروژه کې د ډيرو خلکو او دندو د يو ځای کېدو باعث ګرځي، مګر ډير وختونه حتی دوی ته هيڅ پاملرنه نه کېږي. له دې څخه سر بيره ايا اټکلونه د عادي شرايطو پر بنسټ شوي دي؟ هر کار بايد داسې تر سره شي چې د بېلګې په ډول څرنګه چې پلان شوی دی، خو ستونزه دلته ده چې عادي حالات په ډيرو وختونو کې د حقيقت مطابق نه وي، د موادو په تهيه کولو کې ځنډ او يا د بشري سرچینېو بېرته جوړونه او يا هم په سرته رسونو کې ډيره کوچنۍ ناکامي د وخت او لګښت په مهالوېش کې ځنډ راوستلی شي، د لګښتونو په اټکل کې بايد د ټولو ښکاره ناښکاروو ته (Known – Unknown) ته پاملرنه وشي مګر له دې سره هم د دوی اغېزې او پراخوالی د پېژندلو وړ نه دي.
۵. د کار په برخو وېشلو چوکاټ: يو بل سند چې د لګښت د اټکل په اړوند اړين معلومات وړاندې کوي د کار په برخو وېشلو چوکاټ دی، دا ټولې هغه دندې په خپل ځان کې رانغاړي چې د پروژې په جريان او د دوی په اړيکو کې شتون لري او کولای شئ د ټولو اړتياوو او د پروژې د برابرونو د اړوندو دندو توضيحات د کار د برخو په وېشلو چوکاټ کې پيدا کړئ، د پروژې د جريان ارزيابۍ او کنټرول يوه عمومي کتنه د پروژې د مديريت د پلان په واسطه برابرېږي.

په پنځو ولسواليو کې د کوپراتيفونو جوړول
د پروژې تطبيق کوونکې اداره: ادأ زراعتي ټولنه.
د دوام موده: پنځه مياشتې.
د کاري ساحې موقيعت: بهسود ولسوالۍ، سرخرود ولسوالۍ، چپرهار ولسوالۍ، رودات ولسوالۍ او مهمند درې ولسوالۍ.
کومک کوونکې اداره: رليف موسسه
د پروژې د پيل نيټه: 1386/1/2
د پروژې د پای نيټه: 1386/6/2
د پروژې پس منظر: ننګرهار ولايت د افغانستان د مشرقي ولايتونو له جملې څخه دی چې پاکستان سره اوږده پوله لري او د (22) ولسواليو او (6) ناحيو لرونکې دي زياتره خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپله اړتيا پوره کوي،څرنګه چې زمونږ زيات بزګران او زمين داران د سختو بد بختيو او وچکاليو او همدارنګه د ځمکو ميکانيزم کولو، عصري ماشين الاتو ، اصلاح شويو تخمونو او کېمياوي سرو د استعمال په طريقو د سبزيجاتو او ميوه جاتو د ناروغیوضد درملو څخه عاجز دي او پورتني عوامل د بزګرانو د ژوند د سطحې په لوړتيا منفي تاثيرات واردوي او خپلې ځمکې څخه دومره عايد نه شي اخيستلی، چې خپل د کور اړتیاوي پرې پوره کړي.
د دې لپاره چې له يو پلوه د بزګرانو د ژوند سطحه لوړه او له بلې خوا ملي اقتصاد پياوړی شي، بايد دغه ټولې ستونزې په پام کې ونیول شي او د حل لاري ورته پيدا کړل شي، تر څوبزګران په عصري ډول د ماشين الاتو په استعمال، اصلاح شوو تخمونو او د کېمياوي سرو د استعمال په لارو چارواو همدارنګه د ناروغیو او افاتو ضد درمل او د ازادو محصولاتو لپاره يې مارکېټونه او سړې خونې جوړې شي، تر څو د بزګرانو د ژوند سطحه لوړه او ملي اقتصاد پياوړی شي.

موخې:
د سيمې د کرنيزو محصولاتو وده.
د بزګرانو د اقتصادي وضعې ښه کول.
د کوکنارو د کښت کموالی.
د ټولو خلکو د صحت ښه والی.
د بزګرانو په منځ کې وحدت را وستل.
د پروژې اړوند معلومات: د پنځو کوپراتيفونو پروژه چې په 1386 کال د حمل د مياشتې څخه پيل او د پای نيټه يې د 1386ه ش کال، د اسد د مياشتې 20 تاريخ دی، مالي لګښت يې (708100) افغانۍ دي او په پنځو ولسواليو کې يې درې-درې زراعتي کوپراتيفونه جوړوي.
لښتلیک: د کاري پلان پیل
شماره
1 2 3 4 5
ولسوالی نوم بهسود چپرهار سرخرود مهمنداره رودات
دکوپراتيفونوشمېر 3 3 3 3 3
حمل
ثور
جوزا
سرطا ن
اسد لښتلیک: عمومي لګښتونه

مصارف (AF) دجدول نوم شماره
198100 داجناسو جدول 1
450000 دپرسونل دمعاش جدول 2
60000 اداری مصارف 3
708100 مجموعه 4لښتلیک: د اجناسو لګښتونه

مجموعه قيمت دفی واحدقيمت مقدار دجنس نوم شمار
10000 2000 1 موتر 1
7500 500 15 سپينه تخته 2
1200 120 10درجنه مارکونه 3
600 30 20دزجنه خودکار قلمونه 4
90000 30 300جلده کتابچی 5
75000 15000 5کسان مامورينوسفرخرچ 6
5000 500 10بنډله سپين کاغذ 7
مجموعه 198100 8لښتلیک: د پرسونل د معاش لګښتونه

ټولی پيسې دمياشتوشمېر ديوې مياشتی معاش تعداد دنده شماره
100000 5 20000 1 دپروژې مدير 1
300000 5 15000 4 مامور 2
50000 5 10000 1 ډريور 3
450000 مجموعه 4

پایله ( Conclusion)
په يوه پروژه کې بايد په ښه او دقيق ډول سره د وخت او لګښت تر منځ اټکل وشي ، نو ځکه په پروژه کې دوخت او لګښت اټکل ډير مهم او ضروري دي. په لومړيو کې دا يوه پيچلې پروسه وي چې د هغو اشخاصو او لومړيتوبونو په باره کې معلومات ولرو، چې په پروژه اغيزه ولري، دا هم د پروژې د مدير دنده ده چې د بېلابېلو نقطو له نظره بايد دا وښودل شي، چې د ځانګړو ذيدخل اړخونو د غوښتنې او تقاضا لپاره پروژې څخه څه دي؟
د دوه اړخيزو غوښتنو تبادله او مناسبې اړيکې د برياليتوب لپاره يو چينل او لاره ده، اضافي رسمي اسناد د پروژې د ګټو لپاره د پاملرنې وړ دي او هم ذيدخل اړخونه کولای شي د هغو حقيقتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي چې د دوي لپاره په ښه ډول نه وي تشريح شوي. د بېلګې په ډول هغه رسمي مسائل چې منظم چوکاټ منځته راوړي او بل هغه روښانه مفکورې، تګلارې(Open – Minded) دي چې په هغې کې ذيدخل اړخونه مجبور دي تر څو د پروسې لومړنی پيل پای ته ورسوي، او هم دغه پلان جوړونې د پروسې لپاره يو ښه پيل کيدای شي. د پلان جوړونې پروسه کې ټولې دغه پروسې د بېلګې په توګه: د پروژې د کار ساحه، د کار په برخو ويشلو چوکاټ،د وخت او لګښت، دموضوعاتو د اټکل تګلارې شاملې دي.

وړاندیزونه (Recommendations)
يو بريالی مدير بايد د ټولو هغو چاپيريالي او نورو مهمو مسايلو اندازه معلومه کړي چې د پروژې په لومړنۍ او پلان جوړولو پروسه کې ورسره مخامخ کېږي.
د پروژې مديريت بايد خپل فعاليتونه د وخت او لګښت مطابق وټاکې.
د کرنې وزارت، د پلان او پاليسي د رياست څخه هيله ده چې دکرنې په برخه کې موثرې پروژې په موثره اوشفاف ډول سره شروع کړي.
په افغانستان کې بايد دپروژو په برخه کې سمه پاليسي اوستراتيژي غوره شي.
بايد د کرنې د سکتور په بېلابېلو برخو کې مختلفي پروژې پکار واچول شي ترڅو د افغانستان د کرنې سيستم پرمختللی او پياوړی شي.
په نهايي مرحله کې پروژه بايد د ختميدو سره سم په ښه ډول سره ارزيابي شي ترڅو د پروژې موثريت په ډاګه شي .
په کرنې پوهنځي کې بايد د پروژې مديريت مضمون په ښه ډول تدريس شي.

اخځلیک
اولف، پاسنهيم. ژباړن: (محمد خالد). (۱۳۹۳هـ) کال. د پروژې مديريت. مستقبل خپرندويه ټولنه، کابل.
بزرګ زاده. محمدباهر. (۱۳۹۴هـ) کال د پروژې مديريت. لغمان پوهنتون کرنې پوهنځي لکچرنوټ.
تریسي،برایان. ژباړن: (اخلاص یار، عاشق الله). (۱۳۹۵هـ) کال.د وخت قدرت. لومړی چاپ. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
دوديال، پوهاند محمد بشير. (۱۳۹۸هـ) کال. د اقتصادي پروژو تحليل او مديريت. اتهْ پنځوسم چاپ. ګودر خپرندويه ټولنه، ننګرهار.
دوديال. پوهاند محمد بشير. (۱۳۹۲هـ) کال.اداره. دولسم چاپ. ګودر خپرندويه ټولنه، ننګرهار.