په افغانستان کې د آيسيک سازمان

سريزه:
دنن په نړي کي ډول ډول سازمانونه وجود لري دمثال په ډول د کارګرو له سازمان څخه نيولي بيا تر سياسي، انتفاعي،غير انتفاعي، غير سياسي، اجتماعي، دولتي او داسي نور سازمانونو پوري،خو دا ټول دخپل ځان لپاره ځانګړي اهداف لري او دهغوي دلاس ته راړولو لپاره ټول هغه زهنيتونه چي له همدي اهدافو سره موافق وي راجذب کوي او په ګډه سره کار کوي. هيڅ يو سازمان په يوازي سر هم مخ نشي تللي او ټول په يو بله لاره يو بل سره اړيکي لري همدغه دنورو ګټه ده چي په نوموړي سازمان کي يي ويني او دهمدي سازمان بقا تعينوي.
دايسيک بين المللي سازمان هم دمحصلينو له خوا جوړ او دمحصلينو لپاره کار کوي غير ساسي، غير انتفاعي، غير وابسطه،تعليمي او بين المللي سازمان دي. دځيني مشخصو اهدافو دترسره کيدو لپاره يي بنسټ کيښودل شو چي هغه اهداف عبارت وه له : ديوه او بل دکلتورونو په هکله پوهيدل، د دوهمي جهاني جګړي وروسته چي کومه بدبيني او غوصي دخلکو په زړونوکي خښي وي دهغوي له زړونو څخه پريولل، دانساني ظاهري تفاوتونو ته احترام ساتل، دمحصلينو دپټ ستعدادونو رابرسيره کول او بالاخره دجهاني سولي لپاره کار کول دي په لمړي سر کي نوموړيي فعاليت صرف داروپا په چهار چاپيره کي تر سره کيده خو اوس يي دنړي کونجونو ته ځان رسولي دي
افغانستان هم تقريباُ له يو داسي پړاو څخه تيريږي کوم چي له دوهم جنګ جهاني په پاي کي اروپا ورسره مخ وه . دلته هم ډيري جګړي وسوي په يوه او بل نامه خلک له منځه لاړل داقوامو تر منځ بدبيني او نفرت رامنځ ته شو فزيکي او انساني سرمايه له منځ لاړه تعليمي موسسي په ټپه ودريدي او همدارنګه امنيت هيڅ وخت بر قراره نه شو ددي ټولو مسايلو دخل لپاره ډيري زياني هڅي په کار دي او مختلف تدبيرونه بايد ونيولي شي چي يو له دغو تدابيرو څخه و افغان ولس ته دايسيک دبين المللي مفکوري معرفي ده .
زما سيمينار په همدي موضوع باندي پيل کيږي او کوښښ مي کړي چي داموضوع په کافي توګه درک او له همدي مفکوري ملاتړ وکړي تر څو دغه بين الملي عنعنه ژوندي وساتل شي او هميشه د سولي د ټنګيښت لپاره په کار واچول شي.

تاريخچه:
د ٢٠٠٢ کال اوړي ځيني د جرمني د فرانکفوټ دښار د محلي کميټي د غړو له خوا يو کنفرانس چي هدف يي د جنګ څپلي افغانستا ن دبيا ودانولو لپاره د دنويو مفکورو او نظريو لټه وه جوړ کړاي شو چي دهمدي کنفرانس په نتيجه کي د Nifa نيفا په نوم ديوي خپلواکي پروژي بنسټ کيښودل شو.( ١)
په کال ٢٠٠٣ کي دهمدي پروژي لپاره يو دقيق هدف وټاکل شو چي هغه داسي وو : تر کال ٢٠٠٦ پوري بايد ايسيک په افغانستان کي رسميت ومومي او يوه خپلواکه ايسيک ټولنه منڅ ته راوړل شي . تر کال ٢٠٠٤ پوري ځني ارزـتمن پړاونه طي کړاي شول او له بله طرفه د ايسيک د ټيم اعضاء ٧ تنو ته ورسيده او دغو کسانو دخپلو درسونو په څنګ کي خپل پوره وخت دهمدي پروژي په لاره کي وقف کړ .
دپروژي لپاره د ريس ( WittigMarcus )ويټګ مارکيوس او معاون ( نثار محمود NisarMahmood )په څنګ کي نور پوستونه لکه مارکيټنګ داخلي ارتباط، خارجي ارتباط او مرستي ټيم تعين شول په اپريل ٢٠٠٤ کي Nifa پروژه دجرمني څخه دکابل په لور وليږدول شول ي دليږدولو مسوليت يي دحرمني د TTM په غاړه وه چي ددي څخه هدف دافغان محصلينو لپاره د کمپيوټر دزده کړي اسانتيا برابرول وه.
د AGEF له لاري نور ٧ پايي کمپيو ټرونه دجرمني دفدرالي مصلحو قواوو په واسطه د ٢٠٠٥ کال دمارچ دمياشتي په اولو کي و کابل ته وليږدول شوه دپيوستون په مرسته چي يو جرمن افغان کمپني ده دافغانستان دايسيک لپاره يو انټرڼيټ پاڼه جوړه کړاي شوله او ددي په څنګ کي بريښنا ليک اسانتياووي هم د نوموړي کمپني لخوا ترتيب کړاي شوعلاوه پردي افغاني ايسيک ټيم وکولي شول چي د محترم خالد دياني او افغانستان دصفارت په مرسته دعالي تحصيلاتو په وزارت کي د ايسيک ددفتر لپاره ځاي ومومي. ديوي مرستي له کبله ددفتر ټول لوازم لکه څلو رپايي کمپيوټرونه له ټولو تجهيزاتو سرهمدارنګه ليپ ټاپ يو دکاپي ماشين يو پرنټر او يو دتليفون سيټ وه کابل ته وليږدول شوچي ددي مرستي يوه برخه مخکي هم کابل ته وليږدول شول. ٢٠٠٤ کال د اګست په مياشت ٤ افغاني محصلين جرمني ته وليږدول شول ددوي دسفر مهمه برخه ددوي شرکت د ايسيک په بين المللي کنګري کي وو کوم چي دجرمني دهانوور په ښار کي لمانځل کيده او هلته دنوموړي افغان ټيم د جهان د ٨٤ ممالکو له خوا تو د هر کلي وشو.
دکنګري په جريان کي افغان ټيم وکولي شول چي د خپل کلتور په ښه توګه نمايندګي وکړي او د جهان له ټولو محصلينو سره دوستانه روابط قايم کړي وروسته له دي نوموړي افغان ټيم دڅلورو اونيو لپاره د جرمني له ښارونو څخه ليدنه وکړه او دهغه ځاي دخلکو او کلتور سره په ښه توګه معرفي شوه. دورځني کمپيوټري چارو سره سره افغان ځوان مځصلينو ته د ايسيک په اړه نور هم مو زيات معلومات ورکړي شول برسيره پر دي له راديو تلويزيون او مطبو عاتو سره هم ليدني تر سره کړاي شوي.
ايسيک په افغانستان کي په رسمي توکه دبين المليي رئسيانو مجلسي له خوا کوم چي درومانيا د Buchares بوچارسټ په ښار کي د ٢٠٠٥ د فبروري په ٢٤ نيټه رابلل شوي وه بنسټ کښيښودل شو . يو نوي ږغ ، ژبه او کلتور د ايسيک جهاني شبلکي ته راداخل کړاي شو او اوس ايسيک په افغانستان کي نوي پړاو طي کوي.

دايسيک دسازمان پيژندنه
دايسيک سازمان دنړي تر ټولو پراخ دمحصلينو سازمان په توګه چي د ٨٠٠ څخه په زياتو پوهنتونو کي همدارنکه د ٩٠ څخه په زياتو هيوادونو کي وجودلري دځوانانو لپاره يو بين الملي دريځ دي تر خو دوي وکولي شوي خپل بت استعداد ومومي او هغه ته وده ورکړي او ددغي لاري په جامعه باندي مثبت تاثير ولري.
دپورتيني هدف په منظور موږ هر کال دخپلو اعضاوو لپاره تقريباً ٣٥٠ کنفرانسونه ٤٠٠٠ د پرکتيک فرصتونه او د ٥٠٠٠ څخه زيات درهبري پوستون برابروو د ايسيک بين المللي سازمان د څوانانو دلا پرمختيا لپاره يو څانګړي تګلاره پر مخ بيايي همدارنګه ددي سازمان دغړي توب له لاري هر فرد کولي شي جي خپل شخصي اړيکي تقويه او دخپلي روښاني ايندي لپاره لاره هواره کړي .
تقريباً له ټولو اقتصادي سکتورونو څخه دزرو په شاوخوا کي اداري له مونږ سره همکاري لري چي ددوي هدف دځوانانو پر مختګ او دنړي لوړو او څوانو استعدادونو ته رسسيدنه ده .
فارغ التحصيل محصلين ته چي د ايسيک په اصطلاح ورته Alumni
ويل کيږي هغه مربوط اشخاص دي چي په خپله همدي سازمان کي او يا هم په اجتماع کي درهبري وظيفه په غاړه لري او دټولو هغو تجربو او يا اهدافو چي ايسيک ورته ورکړي او زده کړي دي څخه په استفادي په همغه چاپيريال کي د مثبت بدلون په راوستول کوښښ کوي .

زمونږ نوم : ددي سازمان نو ايسيک دي دفرانسوي
Etudents des nationalinter Assocation Economiques Scinces en Commerciales et
لنډوني دي او مفهوم يي (داقتصاد او من جمنټ د محصلينو بين المللي سازمان
) څخه عبارت دي لاکن اوس مونږ دا ډول مفهوم نه تري اخلو څکه چي دا وخت دا سازمان ډير پراخ او داقتصاد او منجمنټ په څنګ کي نو ر ديسپلينو نه هم په بر کي لري همدارنکه زمونږ اساسي فعاليت او رول په روښانه توګه لاندي دکر کيږي.

زمونږ ماهيت:
دايسيک سازمان يو حهاني، غير سياسي، غير ټرلي، غير انتفاعي سازمان دي چي ټول مامورين يي دلوړو تحصيلاتو محصلين او يا هغه محصلين دي جي په تيره نژدي کي دلوړو تحصيلاتو څخه فارغه شوي وو ددي سازمان غړي په جهاني مو ضوعاتو کي همدارنګه په رهبري او منجمنټ کي علاقه لري دايسيک سازمان دنژاد، رنګ، جنس، عقيده ،مذهب ،قبيله په اساس تبعيض نه کوي.
زمونږ هدف:
زمونږ هدف دانسان استعداد تکميلونه او دجهاني سولي لپاره هڅي دي .
زمونږ نده:
زمونږ بين المللي دريځ دځوانانو لپاره داسي لاره جوړوي چي تر څو دوي وکولي شي دخپل استعداد د لوړولوتر څنګه د ښه رهبريت په ښودلو په جامعه کي مثبت بدلون راوستلاي شي.
زمونږ اصلي کار:
د ايسيک سازمان يو ډول ځانګړي تجربه دخپلو اعضاوو په لاس ورکوي چي هغه عبارت ده له عملي رهبري په بين لمللي سطح د پرکتيک تجربه او په بين لمللي زده کړي محيط کي برخ اخستنه ده.(١).





په افغانستان کي دايسيک دسازمان اداري تشکيلات.
د٢٠٠٤ کال راهيسي دافغانستان دايسيک په اداري تشکيلاتو کي څو ځلي تغير راوړل شويدي لکه څنګه چي مو مخکي وويل ديوهيواد محلي ګميټه کولي شي چي داړتيا پر وخت په همغه هيواد کي ايسيک په تشکيلاتو کي تقير راولي ځکه نو د افغانستان د ايسيک ملي کميټي د ٢٠٠٥ کال دسپتمبر په مياشت دبين المللي کنګري په جريان کي کوم چي دهندوستان په هيواد کي لمانځل کيده تصميم ونيول شو چي د ايسيک تشکيلات په افغانستان کي بايد تغير ومومي چي ددي په نتيجه کي دافغانستان ايسيک په دوو کميټو باندي يعني محلي او ملي وويشل شو پدي وخت کي دافغانستان ملي کميټه له يو افغان څخه پرته نور دالماني محصلينو څخه جوړه شوي او همدارنګه محلي کميټه کي ټول افغانان وه .
ملي کميټه له يوه ريس او يو څو معاونينو څخه جوړه وه همداراز محلي کميټه هم له يوه ريس يا اداره کونکي سره له يو څو معاونيونو څخه جوړه شوي وه نوموړي تشکيلاتي جوړښت د ٢٠٠٦ کال د مارچ تر مياشتي پپوري دوام درلود لاکن داپريل دمياشتي تر انتخاباتو وروسته يو ځلي بيا نوموړي اداري جوړښت ته تغير ورکړ شو پداسي شکل چي دپخواني اداري جوړښت څخه يي محلي کميټه لري او پر ځاي يي صرف ملي کميټه جوړه کړي شوه جي دنوموړي ملي کميټي جوړښت په لاندي ډول دي :













په پورتنيو تشکيلاتو کي خارجي معاون دايسيک د غړو هيوادو څخه رابلل کيږي او مسوليت يي دملي کميټي سره هر نوع همکاري ده ايسيک افغانستان دداسي يو کس په لټه کي دي چي وکولي شي نوموړي ځاي ډک کړاي شي. هر يو معاون يا ډايرکټر له ځان لاندي ګروپونه لري چي له يوه محصل لخوااداره کيږي نوموړي ګروپونه په خپل ځانګړي ساحه کي فعاليت لري او دنوموړي ساحي مربط معاون ته مسوليت لري.

د٢٠٠٤ کال راهيسي د ايسيک افغانستان عمده فعاليتونه او لاس ته راوړني
دهر نوي سازمان يا موسسي دفعايت په لومړيو کلونو کي طبعاً مشکلات يوه اندازه زيات وي بيا پداسي شرايطو کي مو چي افغانستان ورڅخه تيريږي يعني هلته چي اداري فساد زياد وي دپوهي اندازه په پراخه توګه ټيټه وي اجتماعي مسوليت څوک نه پيژني او يا هم ډير کم کسان ورسره اشنايي ولري امنيت ډاډمن نه وي دولت له خوا دکومک تمعه لږه وي رقابت قاتلانه شکل ځان ته ولري ………………اوداسي نو ر چي دا ټوله هر يويي ځانته بيل بيل خنډونه لري هر يو يي له زياتو نورو مشکلاتو سره مل وي دايسيک سازمان هم له پورته هر مشکل سره په جلا توګه مجادله کړي او تر اوسه هم له بعضو مشکلاتوسره لاس په ګريوان دي غير لد ي څخه د ايسيګ د سازمان زياتره فع ليت له داسي کسانو له خوا پر مخ بيول کيږي چي داوطلب وي او يايي معاش وي او دداسي کسانو موندل دافغانستان په اوسنيو شرايطو کي خپله يوغټ چلينج شميرل کيږي ځکه چي نن سبا ځوانان نه يواځي تحصيل ته کافي وخت نه لري دفاميل نفقه يي هم دغاړي وي دپورتنيو ټولو مشکلاتو سره سره بيا هم زمونږ د با همته ځوانانو له خوا او دوي د مټ په زور ايسيک افغانستان توانيدلي دي جي د خپل ژون و بقا ته اميد وساتي ايسيک افغانستان د خپل دتاسيس دنيټي راهيسي خپل حد اقل وجايب پر ځاي کړي او حتي دپام وړ فعالييتونه يي په لاندي ډول ذکر کوو:

الف: د٢٠٠٤ کال داګست په مياشت کي څلور افغان محصلين کو م جي په افغانستان کي دايسيک د سازمان تازه غړي وه دهمغه کال په بين المللي کنګره کي دګډون لپاره دجرمني هيواد ته واستول شول او هلته د ١٥ ورڅو دتم کيدلو وروسته بيرته کابل ته راستانه شول ددي سفر هدف په افغانستان کي د ايسيک دسازمان دبنا‌ء کولو لپاره دلاري پرانستل وه او په عين حال کي د نوموړي محصلينو دهغه هيواد په هکله دکلتوري پوهي پراختيا او همدارنګه دايسيک دسازمان داعلي غړو سره معرفت او ددوي توجو دايسيک افغانستان دودانولو او نوري همکاري لپاره جلبول وه.
ب: د ٢٠٠٤ کال د نو مبر په مياشت کي د افغانستا ن دايسيک جرمني ټيم محترم خالد دياني کو م چي د ايسيک افغانستا له برجسته همکارانو له جملي خخه دي اودافغانستان دجرمني صفارت او پخواني محترم شريف فايض دعالي تحصيلاتو وزير په مرسته دعالي تحصيلاتو په وداني کي د افغانستان د ايسيک لپاره دفتر پرانستل شو.
ج:د ٢٠٠٤ دنومبر مياشت کي ديوي افغان جرمني شرکت له خوا جي پيوستون نو ميږي او د معلومات او تکنالوژيکي خدمات پلوري له ايسيک افغانستان سره خپله همکاري اعلان کړه جي نوموړي همکاري دايسيک افغانستان لپاره د انټرنټ پاڼه او دبريښنا ليک داسنتياوو برابرول دي .
د: د ٢٠٠٥ کال دجنوري په مياشت ٣ تنه افغان محصلين د پر کتيک لپاره د تبادلي د پروکرام له لاري جرمني ته وليږدول شول چي له هغو جملي څخه يي دوه تنه د جرمني د پارلمان دCDU دګوند د غړي داکتر فلو ګر سره دجرمني په پارلمان کي خپل پرکتيک تر سره کړ او له دوي څخه يو بل تن دالمان دايسيک په مختلفو کميټو کي په ايسيک کي دخپل پوهي دزياتولو په برخه کي له نموړو محلي کميټو له اعضاو سره په عملي توګه په کار کولو کي برخه واخسته .

ذ.د٢٠٠٥ کال دمارچ په مياشت د بين المللي ريسانو په مجلس کي چي درومانيا د بخارست په ښار کي تنظيم شوي وه افغانستان د ايسيک د سازمان ديو رسمي غزوني په توګه ومنل شو.
ر.د٢٠٠٥ کال دجون په مياشت دلمړي ځل لپاره دبريتانيي له هيواد څخه يو محصل د ايسيک افغانستان داعضاو د پوهي د ايسيک په اړه لوړولو لپاره د ()CEED تر عنوان لاندي ددريو مياشتو لپاره راورسيد نوموړي محصل په پوره اخلاص سره د ايسيک افغانستان اعضاو سره د ورځني کارو او و ظايفو په اړه پوره مرسته وکړه.

س. د٢٠٠٥ کال د اګست په مياشت د افغا نستان د ايسيک ټيم دهند په بين المللي کنګري کي ګډون وکړ پدي وخت کي دافغانستان د ايسيک دټيم اعضا‌‌‌‌‌‌وو شمير اتو تنو ته رسيده چي شپږ په کي افغانان او دوه نور بهرنيان وه په نومړي کنګري کي دګډون هدف دراتلونکي کال لپاره د افغان ټيم چمتو کول دايسيک په اړه لا نو ر هم دپوهي لوړول د جهاني ايسيک له اعضاو سره پيژندنه او د راتلونکي کال لپاره د حد اعظم همکاريو جلبول وه.
س. د ٢٠٠٥ کال د سپتا مبر په مياشت کي له امريکي څخه په لومړي ځل يو محصل په افغا نستان کي د پرکتيک ددوري دسرته رسولوو لپاره کابل ته راورسيد نوموړي محصل له طلوع خصوصي تلويزيوني شبکي سره خپل دپرکتيک دوره پيل او سرته ورسوله.
ش. د٢٠٠٥ کال دنومبر په مياشت کي يوه بله محصله Doris په نوم د CEED تر عنوان لاندي دالمان له هيواد څخه کابل ته راورسيده نوموړي دافغاني ايسيک له اعضاوو سره د ورځني کارونو دمخ ته بيولو په اړه پوره مرسته وکړه.

ص. د٢٠٠٦ کال دجنوري په مياشت کي اته نفره افغاني محصلين د پرکتيک دترسره کولو لپاره د المان هيواد ته وليږدول شول.
ط. د٢٠٠٦ دفروري په مياشت کي د استراليا له هيواد څخه يوه محصله د Kenly په نوم د CEED تر عنوان لاندي د افغاني ټيم سره دکار کولو په موخه کابل ته راورسيده.
د٢٠٠٦ کال داپريل په مياشت کي دوو ورڅو لپاره يو کنفرانس د کينلي په ابتکار په لمړي ورځ د کابل په پوهنتون کي او په بله ورځ د کابل د کانټيننټل هوټل په سالون کي جوړ کړاي شو دنومړي کنفرانس هدف په محصلينو کي دافتصادي پوهي او رهبري د مهارتونو تقويه د ګډون کوونکو شرکتونو لپاره د اعلي استعدادونو دجلب زميته او دهغوي د توليداتو لپاره بازاريابي دمحصلينو او دشرکتونو دمعتبره اشخاصو تر منځ درابطي تقويه او د ايسيک د سازمان سره ددواړو خواوو پيژندګلوي او شناخت زمينه برابرول وود ووي کنفرانس په ترتيبولو کي جي کوم شرکتونو زموږ سره مالي مرستي کړي عبارت دي له : دافغانستان نړيوال د تجارت اطاقونه، بيوستون، افغان ټلي کام، . USAID,CIPE
په نوموړي کانفراس کي دميلمنو برسيره زيات وکم ٥٠٠ تنوزده کونکو برخه اخستي وه.
و.د ٢٠٠٦ کال دفبروري په مياشت کي د الکسي په نامه يو بل محصل د پرکتيک د تر سره کولو لپاره کابل ته راورسيد جي بيا وروسته نومړي محصل و خپل کار ځاي يته معرفي شو نوموړي د INA په نامه ديوي اطلاعاتي اداري سره پرکتيک تر سره کوي.

ي. د ٢٠٠٦ کال دمارچ په مياشت کي دالمان له هيواد څخه يو بل محصل د ساچا په نوم د پيوستون سره د پرککتيک د تر سره کولو لپاره افغانستان ته راوغوښتل شو نوموړي به ددريو مياشتو لپاره دنوموړي کمپني سره همکاري کوي.
داهغه عمده فعا ليتونه وه چي ايسيک افغانستان د ٢٠٠٤ کال دراهيسي په پوره کاميابي تر سره کړي او همدارنکګه نو ډير فعاليتونه چي د ٢٠٠٦ کال لپاره په پلان کي نيول شويدي انشا الله دخپلو اعضاوو او همکارانو په مرسته به هغه هم په همدي ترتيب مخ ته يوړل شي.

پايله
څرنګه چي مونږ ته معلومه ده چي دايسيک سازمان زمونږ په ګران هيواد کي د٢٠٠٢ کال راهيسي دمحصلينو په برخه کي فعاليت کوي خو دځينو جدي مشکلاتو سره مخ دي د ايسيک سازمان د نړي په هر هيوادکي مسوليت لري چي په خپل داخل کي دايسيک سازمان له داخلي منابعوڅخه تمويل کړي يعني کوم مرکزي بوديجوي سيستم وجود نه لري چي له مرکز څخه نوموړي غړي هيواد ته وليږدول شي يعني په حقيقت کي هره محلي کميټه مکلفيت لري جي خپل ځان په خپله تمويل کړي او په نوموړي هيواد کي چي کوم نور سازمانونه يا خصوصي شرکتونه وجود لري له هغو څخه مالي منابع راوباسي. په افغانستان کي داعتبار سطح په عمومي توګه ټيټه ده او له بله طرفه اکثره خصوصي شرکتونه ياسازمانونه او يا هم موسسي دشخصي ګټي لپاره کار کوي او اجتماعي مسوليت يي له پامه غورڅولي دي څيني خو دبازاريابي يا مارکټينګ په نويو اصولو نه پو هيږي. دامنيت مسله خو دهر جا لپاره د پام وړ ده او دايسيک سازمان له دي مسلي سر ډيرجدي دي ددولت اداري فساد هم خپله ونډه په دي هکله ند ه پريښي او ددولت څخه دهمکاري توقع بيخي په هيڅ حساب ده پورتيني ټول مشکلات چي د ايسيک سازمان په وړاندي دي سختي مبارزي ته اړتيا ده تر څو ايسيک خپل فعاليتونه په ښه ډول سره ترسره کړي. او ضرور ده چي دايسيک سازمان اهداف او وظايف درک کړاي شي او کوښښ وشي چي ټول ايسيک وپيژني او بيا وګوري چي په کومه برخه کي دهغوي گټه وجود لري خو او س هم ځني با احساسه اشخاص وجود لري چي دايسيک د نظريي ملاتړ کو ي او ددي موجوديت با ارزښته ګڼي او دسازمان ژوندني پاته کيداني لامل دي .
په هر صورت ايسيک سازمان خپل کوښښ ته ادامه ورکوي تر خپل ممکن خده پوري که نن نه وي نو سبا به ټول افغانستان انشا‌الله د ايسيک له دفترونو څخه ډک وي او دسالمو او هوښيارو رهبرانو يواڅني مرکزبه وي او په هيواد کي دملي يووالي او سولي ټينګولو له عواملو څخه به وي.

وړانديزونه

١. محصلين ديوه هيواد داينده په توګه او ياد اسي ووايو چي دهيواد دراتلونکي مشري او رهبري په توګه بايد تل ددولت دتوجو وړ وي او ورباندي مثبته سرمايه ګزاري وکړاي شي تر څو وکولي شي په هغه غوره طريقه داينده رهبري په اوږو واخلي.

٢.دافغانستان اوسني دولت ته لازمه ده چي تر خپله وسه کوښښ وکړي تر څودمحصلينو مشکلات درک کړي او دحل لاره ورته ومومي .

٣. دايو حقيقت دي چي دمحصلينو په برخه کي په کافي توګه هڅي ندي ترسره شوي لااوس هم زيات محصلين له فراغته وروسته بي کاره ګرڅي او يا هم په غير مسلکي کارونو يي لاس پوري کړي دي دولت دي ته بايد جدي پاملرنه وکړي.

٤.دمحصلينو يو عمده مشکل دادي چي له دوي سره تيوري زياته خو دتيوري دعملي کولو فرصته نشته په نوره نړي کي څرنګه چي محصل فارغ شو نو هغه کولي شي چي دعملي علم دلاس ته راوړلو لپاره دکومي موسسي سره خپل پرکتيک شروع او ادامه ورکړي خو په پاي کي خپل همدي کار ته دايمي ادامه ورکوي او يا همد دبل کار پسي جامعي ته تقديم شي او وغواري چي خپله نفقه دخپل مسلک سره سم په يوه کار کي پيدا کړي پدي برخه کي بايد هڅو نوري هم ګړندي شي

ماخذونه.

وګوري.Compendium دافغان ايسيک سازمان اساسنامه .١ ١.

وګوري.AIESEC International Compendium نړيوال ايسيک اساسنامه٢

مجله ٢١ صفحه دچاپ کال ٢٠٠٥. Golobal Annual Report .٣

٤.دلازياتو معلوماتو لپاره.org.aiesec.www انټرنيټي صفحي ته مراجعه وکړي.