په افغانستان کې د نړيوال بانک فعالیتونه

سريزه :
افغانستان په تيرو دوه لسيزو کې د هر ډول ورانى سره مخامخ شوى ؤ. زمونږ لپاره د خوښى ځاى دى چى اوس ګرانو هيوادولو ته دا زرين چانس برابر شوې چى خپل هيواد بيا آباد او سمسور کړى .
د هيواد ابادى او سمسورتيا لپاره بايد مختلف سکتورونه (صنعتى ،تجارتى ،سياسى ،فرهنګى ،ټولنيز او نور …….) په پوره ډول ورغول شى تر څو يو سالم پرمختګ ته لاره هواره شى څرنګه چى زمونږ رشته اقتصاد ده نو بايد د اقتصادې انکشاف په لارو چارو ځان پوه کړو ،او بيا‌‌‌‌يي عملى کړو ، بانکونه هم په اقتصادى پرمختګ کې تر ټولو فعاله ونډه اخلى
په افغانستان کى تر اوسه پورى څلور ډوله بانکونه موجود دى چى په لاندى ډول سره ښودل شوى دى :

١- مرکزى بانک (د افغانستان بانک )
٢- اختصاصى بانکونه ( د زراعت د ودى بانک ، د صنعت د ودى بانک ،
٣- تجارتى بانکونه ( پشتنى تجارتى بانک ، بانک ملى افغان ، د صادراتو د ودى بانک )
٤- خصوصى بانکونه ( کابل بانک ، پنجاب بانک ، حبيب بانک ،عزيزي بانک ، آرين بانک )
څرنګه چى زماموضوع د افغانستان نړيوال بانک (Afghanistan International Bank) دى چى د خصوصى تجارتى بانکونو د جملى څخه دى نو بانکونه هم يو له هغو مهمو ټکو څخه دى چى د يو هيواد تجارتى ، صنعت ، سياست په پرمختګ کې مهم رول لوبوى نو ومى غوښتل چى خپل سيمنار په دى اړه برابر کړم

لمړى څپرکى
نو غواړم چى لومړى په بانک باندى رڼا واچوم :
(( بانک عبارت د هغه ځاى څخه دى چى په هغه کى بانکى معاملات تر سره کيږي )) يا په بل عبارت سره (( بانک يو مالى موسسه ده چى د اشخاصو ، افرادو ، موسساتو ، څخه پيسى د جاري حسابونو ، پس اندازونو ، اماناتو په توګه قبلوى او بيا دغه پيسى تجارانو ، شرکتونو ، تصديانو او اشخاصو ته د پور په شکل ورکوې )) (١)
د افغانستان نړيوال بانک تاريخچs) ’ ( Afghanistan international Bank
د افغانستان نړيوال بانک د ١٣٨٣ کال دحمل په مياشت کي دلمړي ځل لپاره په افغانستان کي په کارپيل و کړ . د افغانستان نړيوال بانک په کابل کى مرکزيت لرى او نمايندګياني يي د هيواد په بيلابيلو ولاياتونو (کندهار ، هرات ، مزارشريف ، جلال اباد ) کې موقيعت لرى همدارنګه د افغانستان نړيوال بانک به خپل فعاليتونه په ډير نږدى وخت کى په ځينو ښارونو کى شروع کړي، نوموړى بانک په ١٠ ميليونو ډالرو پانګى سره خپل فعاليتونه په افغانستان کى شروع کړه موجوده سرمايه يى د ٦٠ ميليو نو ډ الرو څخه لوړه ده .
د افغانستان نړيوال بانک هدف دادى چى خپل ځان د يو تجارتى بانک په څير خلکو ته معرفى کړى، او په دى هڅه کى دى چى خپلو مشتريانو ته ښه خدمتو نه وړاندى کړى .ددى بانک٧٥ فيصده سهمداران د افغانستان خصوصى سکتو تجاران او ٢٥ فيصده يى د (Asian development bank) د آسيا پر اخنيايى بانک تشکيلوى. نو موړى بانک د يو هالندى بانک
(International Netherlands Group) (ING) لخوا اداره کيږي.

د افغانستان نړيوال بانک ادارى تشکيلات په لاندى چارت کى ښودل شوى دى

















دوهم څپرکى
د افغانستان نړيوال بانک دندى په دوه برخو ويشل شوى دى
1- Basic Functions )لمړني دنده ( چى دا هم په خپل وار سره په دوه برخو ويشل شوى .

١,١- اماناتو قبلول (Accepting deposits)
١.٢- د قرضوپراختيا (Advancing Loan )

١,١- اماناتو قبلول : په درى ډوله له کورنيو او کمپنو څخه امانات قبلوى .
١,١,١- جارى حساباتو په ډول (Current Account )
١,١,٢- د پس انداز په ډول (saving Account )
١,١,٣- د امانتى حساب په ډول (Fixed Account )



١,١,١- د جارى حساباتو په ډول
دا ډول حسابونه معمولاً هغه تجاران او کورنى خلاصوى چى هر وخت کې پيسى له بانک څخه حصول کړى (With Draw) په دى ډول حسابونو کى د افغانستان نړيوال بانک کوم سود يا ګټه مشترى ته نه ورکوى . ددى ډول حسابونو څخه مشتريان هر وخت پيسى اخستلى شى يعنى يو مشترى ددى حساب په درلودلو سره د خپل حساب څخه ١٠ وارو څخه اضافه په يو ورځ کى پيسى اخستلى شى .٢
١,١,٢- د پس انداز حساب په ډول :
دغه ډول حسابونه معمولاً د غير تجارتى اشخاصو لخوا جوړيږي پدى حسابونو کى لږ څه کټه مشترى ته ورکول کيږي . ددى حساب په درلودلو سره مشترى کولى شى د خپل حساب څخه په هفته کى دوه وارى پيسى راوباسى . او هم کولاى شى په بيلابيلو وختونو کى خپل حساب ته پيسى ورکورنى کړى.

١,١,٣- د ثابت امانتى حساب په ډول
د ډول حسابونه بايد د يوى ځانګړى نيټى په ټاکلو سره جوړ شى يعنى امانت ورکونکى بايد د خپلو پيسو د بيرته راخستنى نيټه تعينه کړى . چى د شپږو مياشتو څخه تر څو کلونو پورى کولاى شى خپلى پيسى د امانت په ډول بانک ته ورکړى . په دى ډول حسابونو باندى بانکونه په پوره ډول سره ګټه يا سود ورکوى . او په ثابت امانتى حساب کى مشترى بايد لږ تر لږ ٥٠٠٠٠$ امريکى ډالر ولرى.

٢- د قرضو پراختيا (Advancing Loan )
د افغانستان نړيوال بانک دوهمه اساسى دنده د قرضو ورکول دى ، چى بانک نه د اسنادو او يا د اشياؤ په وړاندى کولو سره او يا د شخصى مسؤليت په اساس شرکتونو ، کمپنيو ، او کورنيو ته پور ورکوى چى په لاندى دري ډولو سره پور ورکول کيږي .
٢,١- پورونه (Loans )
د ډول پور ورکول د بانک لخوا د پور اخستونکى حساب ته د ځينو مشتريانو په ضمانت په مستقيم ډول سره انتقالوى ، چى د کمپنيو او شرکتونو د جارى معاملاتو لپاره کارول کيږي او هم کولاى شى د چک په ډول د بانک څخه حصول کړى .


٢ ,٢- نقدى اعتبار (Cash )
دا ډول پورونه تر ټولو معمول پورونه دى چى بانکونه يى د مشتريانو په ضمانت شرکتونو او صنعتى کمپنيو ته ورکوى، چى په دى ډول پورونو کى ربح (Interest) په هغه وخت کى په مشترى چارج کيږى
کله چى مشترى د بانک څخه پيسى حصول کرى.
٢,٣ – Overdraft
دا هغه ډول پورونه دي چى يو مشترى له بانک څخه د لنډ مهال لپاره اخلى او کو لاي شى د خپل جارى حساب څخه هر مهال بيرته خلاصى کړى يعنى يو سړى کولايى شى که چيرى يى په جارى حساب کى پيسى وى بيرته بانک ته دخپل پور د خلاصولو لپاره ورکړى.د Overdraft نه مطلب کله چي يو مشترى په خپل حساب کى لرونکى پيسى د ويستلو په واسطه خلاصى شى او نورو پيسو ته ضرورت ولري نو بانک د دغه لرونکى رقم نه زيات رقم ورکوى چه ورته Overdraft وايى د Over معنا اضافه او Draft نه مقصد ويستل دي
٢ :دوهمي دندي Secondary Function
چه پدى کى د افغانستان نړيوال بانک ټو ل خدمات شامل دى او په لاندى ډول دى.
٢,١-د پيسو انتقال دننه او بهر ته (In word and out word Money Transfer)
د افغانستان نړيوال بانک اسانتياوي د پيسو د انتقال لپاره بهر او دننه ته برابروي همدارنګه اسانتياوي د پيسو د انتقال لپاره ٣٢ ولاياتو ته په افغانستان کى مشتريانو ته برابروي.

٢,٢ –د خزانه دارۍ خدمات (Cashier Services )
د مشتريانو د رضايت لپاره يى د خزانه دارى خدمات په نظر کى نيولى دى، تر څو راکړه ورکړه د پيسو د ودي بانک نوټونو له لارى صورت ونيسي
٢,٣ – د بهرنى اسعارو تبادله (Foreign exchange)
د افغانستان نړيوال بانک مشتريان کولى شي بهرنى اسعار په کورنۍ پيسو ،او يا هم داخلى پيسى په خارجى اسعارو تبديلى کړى.




٢,٢ – بانکى چک (Cheque Book)
د مشتريانو د غښتنو په اساس د افغانستان نړيوال بانک د بانکى چک کتابچى جوړى کړى دى تر څو مشتريانو ته اسانتياوي برابرى شې،چى په اسانۍ سره وکولاى شى خپلى پيسى هر وخت راوباسى، څرنګه چى د افغانستان بانک بانکى چکونه د مشتريانو لپاره نلرى، ددى چکونو اجرا‌ء په تجارتى بانکونو کى صورت نيسى.
٢,٥ – دتنخوا بانکى حساب (Salary Account)
کورنى کارکونکى که په دولتى يا غير دولتى سازمانو نو کى وى کولاى شى چى د تنخواګانو ورکړه د افغانستان نړيوال بانک له لارى اجراء کړى.
٢,٦ – تجارتى پور (Trade Finance)
د افغانستان نړيوال بانک نجارتى پو رونه تجارتى کمپنيو ته ورکوى ، چى دا هم د افغانستان نړيوال بانک د خد ماتو له جملى څخه شميرل کيږي .
٢,٧ –اعتبار ليک (Letter of Credit)
اعتبار ليک په حقيقت کې يو تجارتى وسيله ده چى تجارتى معاملاتو د اسانتيا لپاره ترى استفاده کيږي چى ليترآف کريت په دوه ډوله اجراء کيږي .
١: صادراتى پور :(pre export line of credit)
د افغانستان نړيوال بانک د هغه تجارانو لپاره چى غواړي اموال بهر ته صادر کړى ليترآف کريدت خلاصوي چى عموما دغه پور وروسته له يوه عيني تضمين څخه اجراءکيږي بانک د خپلى زياتى څيړنى لپاره دغه اموال ګوري او د دغه اموالو تضمين اخلي کله چى اموال د ګمرک څخه ووځى تاجر بايد د ګمرک د محصول اسناد بانک ته رواړي چى بانک ورته د هغه اموالو په اندازه پور برابرکړى

٢: ورداتى پور :(post import line credit)
د افغانستان نړيوال بانک د هغه تجارانو لپاره چى غواړي اموال د بهر څخه افغانستان ته وارد کړي ليتراف کريدت خلاصوي د غه پورونه دوه ډوله دي
. اول : هغه ازاد پورونه دي چى د اسنادو څخه وروسته بانک د پور ورکولو حکم کوي البته دا بايد وويل شي چى هر پور د يو تضمين په بدل کى صورت نيسي
. دوهم : پور د ليتراف کريدت د خلاصولو په شکل مشتري ته ورکول کيږي هغه داسي چى لومړى مشتري د نوموړو اموالو مکمل مشخصات ، د اموالو کفيت د يو لست په شکل بانک ته راوړل کيږي بانک مشتري ته وارداتى ليتراف کريدت خلاصوي د افغانستان نړيوال بانک دغه اسناد په بهر کې خپل معامله دار بانک ته استوي معامله دار بانک د کمپنى سره د اړيکو په ټنکولو معامله کوي او د اموالو د واردولو حکم ورکوي کله چى اموال د افغانستان ګمرک ته ورسيږي بانک مشتري ته خبر ورکوي تر څو خپل حساب تصفيه کړي مشتري د حساب تصفيه کولو وروسته کوﻻى شي چى اموال د ګمرک څخه خلاص او بازار ته يى عرضه کړي ٣

د افغانستان نړيوال بانک د پور ورکولو شرايط
مخکى ددى نه چى د افعانستان نړيوال بانک مشتريانو ، تجارانو او تصديانو ته پور ورکړي نو پدى اساس ځنى څيړنى او پلټني کوي چى دا پلټني د په عمومى ډول سره د پورورکولو شرطونه بلل کيږي چى په ﻻندي ډول دي
١_ پور اخيستونکى بايد د تجارتى جواز لرونکى وي
٢- پور اخيستونکى شرکت بايد د يوى اساسنامى لرونکى وي .
٣- پور اخيستونکى شرکت بايد د خپلو اقتصادى فعاليتونو او بيلانسونو په باره کى بانک ته پوره معلومات ورکړي .
٤- د شرکت تجارتى حالت په مارکيټ کې بانک له خوا تر څيړنى ﻻندى نيول کيږي .
٥- دتضمين په توګه اخيستل شوى د اعتبار وړ قراردادونه منى ) د بيلګى په ډول يو شرکت د يو منل شوى ادارى لخوانه يو قرارداد لاس ته راوړي، لکه چى دغه ادارى پيسى د اقساطو په شکل ورکوى نو د دغه قرارداد په اساس کولى شي چى د بانک لخوا د ټو ل قرارداد ٥٠% او يا هم ددى څخه زياتى پيسى واخلى او خپله پروژه په مخ بوځى.
٦-پور اخيستونکى(شرکت،تجار)بايد د يو تجارتى پلان لرونکى وى ، چى پدى کى د نومو ړى شخص څخه ځينى پوښتنى کيږي چى بايد جواب شى .
– چى(شرکت ، تجار )د څه شى لپاره غواړى چى پور تر لاسه کړى او په کومو شرايطو به پور بيرته بانک ته سپارى ؟
د افغانستان نړيوال بانک اهداف په لاندى ډول دي

د افغانستان نړيوال بانک لمړى هدف د تجارتى خدماتو وړاندي کول دي. او غواړى چى د نورو موسساتو تر منځ لکه ملګرى ملتونه، ايساف ځواکونه، سفارتونه،افغانى کمپنيو،اونوردولتى اورګانو کى دمشتريانو درلودونکى وى.
همدارنګه دافغانستان نړيوال بانک په دي هڅه کى دي.چي د افغانستان په ٧ولاياتو کې خپلى نماينده ګيانې خلاصى کړى تر څو هيوادوالو ته لا ډير خدمات وړاندى کړى، چي ددي خدماتو پراختيا به د تجارانو په غوښته او د هيواد په امنيت پوري تړلې وي.يعتى هغه وخت چي په هيواد کي مکمل امنيت پيدا شي.نو بانکونه او نور اورگانونه به خپلو فعاليتو نو ته وده ورکړي.څکه دا يو څرگند حقيقت دي چي د اقتصاد پراختيا په امنيت پورى تړلۍ ده .همدارنګه د افغانستان نړيوال بانک غواړي چي په خپل بانکى خدماتو کى د پوره صداقت او په معاملاتو کى د پوره شفافيت څخه کارواخلى . د افغانستان نړيوال بانک غواړى جي په خپلو بانکى چارو کى متخص وي. او نوى خدمات مشتريانو ته وړاندى کړي.چي ددي ژوندي مثال د بانکى خدماتو د انټرنيټ له لارى واړندي :کول دي.د د افغانستان نړيوال بانک په نږدي څو مياشتو کى بانکې سيستم د موبايل له لاري مشتريانو ته وړاندي کړي.

دريم څپرکى
بانکى سيستم د انټرنيټ او خودکاره صراف ماشين له لارى (٤ )
د افغانستان نړيوال بانک د بهتر خدماتو لپاره د مشتريانو بانکى سيستم د انټرنيټ له لارى مشتريانو ته وړاندي کوي. ديو مناسبه او د اطمنان وړ لار ده . چي يو مشتري خپل بانکى حساب د انټرنيټ له لاري وګورى.او څوک نشې کولي چي ستاسي بانکى حساب وګوري. پدي معنا چي تاسى ته مخصوص رمزونه درکول کيږي جي د هغي څخه په استفاده تاسي کولي شي چي د خپل بانکى حساب په باره مکمل معلومات تر لاسه کړي. او يو مشتري کولي شي چي د پيسو انتقال انټرنيټ له لاري د دنيا بيلا بيلو بانکوته په ډيره کمه موده کي وليږدوي او همدارنګه يومشتري کولي شې چي د خپل بانکى حساب څخه د بل شخص بانکى حساب ته پيسى وليږدوى. چي دا يوه ساده لار د پيسو دانتقال لپاره ده.
صراف اتومات ماشينATM( Automated Teller Machine )
د صراف اتومات ماشين څخه استفاده ډير اسانه کار دى. هر څوک کولي شي چي خپل بانکي حساب څخه د کريدت کارت په درلودلو سره پيسى د بانکى حساب څخه راوباسى . دغه سهوليت د د افغانستان نړيوال بانک له خوا مشتريانو ته وړاندي شوي دى.

په اقتصادي پرمختګ د افغانستان نړيوال بانک تاثيرات
که چيرى په يو هيواد کى بانکونه د نړايول معيارونو سره سم جوړاو فعاليت وکړى نو ښايى د هيواد په پرمختګ کى تر ټولو مهمه او اساسى ونډه واخلي.
څرنګه چى مونږ او تاسى ته معلومه ده . چي د د افغانستان نړيوال بانک يو پرمختللي بانک دى . چي د نړيوالو معيارنو سره سم جوړ شوى دى .دغه بانک د بيلابيلو سکتورونه د پر مختګ باعث کيږى. يعتى د افغانستان نړيوال بانک زراعت او صتعت په وده او انکشاف کى مهم رول لوبوى. د افغانستان نړيوال بانک هغه عوامل چي د افغانستان په ود ه او پرمختګ کى پوره اغيزى لري.په لاندي ډول دي.

١- پانګى جوړدو ته وده ورکول : (Promotion of Capital Formation )
د افغانستان نړيوال بانک چى د تجارتى بانکونو له جملي دى د افغانستان د مالى منابعو په لوړولو کى تر ټولو ستر او مهم رول لوبوى د بيلګى په ډول د افغانستان نړيوال بانک پس اندازونه تشويقوى په لريو پرتو سيمو کى نمايندګيانى خلاصوى تر څو د لريو پرتو سيمو څخه په منظم ډول پس اندازونه راټول کړى او بيايى په ټولنيز ډول شرکتونو ، کمپينو ، او تجارانو ته د پانګى اچونى لپاره ورکړى .



٢- په نويو تصديانو کى پانګه اچونه (Investment in new Enterprises)
معمولاً هغه څوک چى يوه نوى تصدۍ تشکيل کړى چه توليدات يى هم نوى وى نو لږ څه خطر حس کوي او په جرات سره خپلى مالى زيرمى نه کاروى چه دا ډول تصديانو لپاره د افغانستان نړيوال بانک لنډمهاله او اږد مهاله پورونه ورکوى تر څو نوى تصديانى په کار شروع وکړى او خپل نوى تو ليدات بازار ته وړاندى کړى. څرنګه چى مونږ او تاسو ته معلومه ده د توليد ډيرښت او پراخنياد اقتصاد په پرمختګ ډير مثبت تاثير غورځوي.
٣- د تجارت او صنعت وده (Promotion of Trade and Industry)
څرنګه چى د افغانستان نړيوال بانک بانکى اسانتياوى تجارانو، صنعت کارانوته برابروى چى دغه اسانتياوى تجارانو او صنعت کارانو ته د يو هيواد په وده کى مهم او سياسى رول لوبوى. چى د تجارانو او صنعت پرمختګ هم د اقتصادى پرمختګ برخه ګڼل کيږى.
٤-د کرنى پراختيا (Development of Agriculture)
د افغانستان نړيوال بانک شرکتونو او تصديانو ته د زراعت د پراختيا لپاره پورونه ورکوى چى نوموړى شرکتونه د کرنى د محصولاتو د کيقيت او کميت ښه کولو لپاره کار کوى او د باتکى پورونو څخه پوره ګټه اخلى د کرنى د محصولاتو د کيفيت او کميت ښه والى او ډيرښت په خپله د اقتصادى پرمختګ برخه ګڼل کيږى.

٥-د پولى سياست عملى کول (Implementation of Monterey Policies)
مرکزى بانک د افغانستان نړيوال بانک هغه پورونه چى شرکتو نو ته يى ورکړى وى کنترولوى چى نوموړى کنترول د قيمتونو د ثبات لپاره يو مهم اقدام ګڼل کيږى.

٦-د اقتصادى فعاليتونو تر تاثير لاندى راوستل (Influencing of Economics Activities)
د افغانستان نړيوال بانک اقتصادى فعلينونه تشويقوى چى د کريډيټ يا د قرضى په ورکولو سره کولاى شى چى پولى جريان ته سرعت ورکړى او يا هم د ربحى ټيټولوسره د پيسو دوران ته سرعت ورکړى چى نوموړى فعاليت د اقتصاد پر مختګ او انکشاف سبب ګرځى..


د يورو جيرو شبکه (Autogiro)

پدى اړه بايد دا وايو چى د افغانستان نړيوال بانک د يوروجيرو د شعباتو له جملى څخه دى او يو له څلويښتو بانکونو څخه دى چى په يورو جيرو کى شامل دى .چى هر يو بانک په بيلا بيلو هيوادونو کى نماينده ګانى لرى ددى لپاره چى موضوع روښانه شى يوروجيرو شبکه په مختصر ډول تر څيړنى لاندى نيسو ((٥)
د يورو جيرو په باره کى بايد دا اووايو چى په يوروجيرو کى څلويښت بانکونه شامل دى چى هر يو بانک په يو هيواد کى موقعيت لرى . دا سهولت ددى لپاره منځ ته راغلى چى د پيسو انتقال د يو بانک څخه بل بانک ته په اسانۍ سره صورت ونيسى. يعنى د يوروجيرو شبکى څخه په استفاده د افغانستان نړيوال بانک ٤٠ هيوادونو ته پيسى راليږلى شى .
اما په اوسنى شرايطو کى ددى امکانات موجود دى چى دهالينډ هيواد پيسى ددى شبکى له لارى افغانستان ته انتقاليږى او په ډيرو نږدى وختونو کى به نور بانکونه د افغانستان نړيوال بانک سره اړيکى پيدا کړى . چى دغه طريقه د اطمنان وړ او ارزانه لار د پيسو د انتقال لپاره مشتريانو له نظره ده چى تر څو مشتريان خپلى پيسى دحوالى په شکل انتقال کړى که چيرى يو مشترى وغواړى چى خپلى پيسى د حوالى په شکل وليږى نو د افغانستان نړيوال بانک يى په ٢٤ ساعتو اويا هم په٤٨ ساعتو کى ليږى .
همدارنګه د افغانستان نړيوال بانک دافغانستان بانک سره ډيره نږدى رابطه لرى او په دى قادر دى چى انتقال شوى پيسى د افغانستان بانک له لارى د هيواد شپږو ولاياتو ته وليږدوى .
د افغانستان نړيوال بانک په ديره نږدى موده کى به خپل فعاليتونه د افغانستان په بيلا بيلو ولاياتو کى پيل کړى .
هغه اسانتياوى چى د پيسو د انتقال لپاره د يورو جيرو د شبکى له لارى صورت نيسى په لاندى ډول دى
١- پيسى د يورو جيرو د سيستم له لارى په اعتماد سره انتقاليږى .
٢- د پيسو اخستوونکى که بانکى حساب هم ونه لرى کولاى شى خپلى پيسى د بانک څخه تر لاسه کړى
٣- د افغانستان نړيوال بانک په دى قادر دى چى انتقال شوى پيسى د هيواد ٦ ولاياتو ته وليږدوى .

هغه سهوليتونه چى د يورو جيرو د شبکى له لارى مشترى ته لاسته راڅى په لاندى ډول دى
١- د پيسو د انتقال موده د ٤ ورڅو څخه ٦ ورڅو پورى ده چى ددى څخه وروسته پيسى مشترى ته ورکول کيږى .
٢- ضرورت نه چى د پيسو اخستوونکى په د افغانستان نړيوال بانک يا په افغانستان بانک کى حساب ولرى
٣- د پيسو ليږونکى پيسى به يورو يا هم په ډالرو ليږى چى وروسته نوموړى پيسى په افغانيو تبدليږى چى په بيلابيلو ساحاتو کى پيسو اخستوونکى ته ورکول کيږى .
٤- د افغانستان نړيوال بانک په ٢٠٠٤م کال کى هڅه وکړه چى د ټولو اروپايى هيوادنو څخه د يو سريع سيستم له لارى پيسى را انتقال کړى .
٥- د يورو جيرو په سيستم کى د هالند هيواد څخه پيسى افغانستان ته انتقاليږى يعنى ددى سيستم څخه صرف د هالند هيواد بهرمند دى .
٦- د افغانستان نړيوال بانک د نورو هيوادنو څخه غوښتنه کوى چى د افغانستان هيواد هم د يورو جيرو په سيستم کى سهيم کړى .
٧- مشتريان کولا ى شى چى د يورو جيرو په باره کى نور معلومات د لاندى برښنايى صفحى څخه تر لاسه کړى

پايله اخيستنه
د خصوصى بانکونو جوړيدل ددى باعث کيږى چى اقتصادى فعاليتونه چټکتيا پيدا کړى او دغه کار ددى باعث کيږى چى د افغانستان اقتصاد پرمختګ وکړى.
لکه څنګه چى مونږه او تا سى ته معلو مه ده چى افغانستان د ازادبازا رپه لور روان دى اورامنځ ته کيدل د خصوصى بانکونوباعث ددى کيږى چى بهرنى او کورنى شرکتونه وده وکړى چى دغه کار په حقيقت کى باعث ددى کيږى چى د افغانستان اقتصاد وده او مخ په وړاندى لاړشى.
همدارنګه د بانکى خدماتو زياتيدل د افغانستان نړيوال بانک د خصوصى سکتور يعنى شرکتونو،تجارانواو بهرنى پانګه اچونکو لپاره دى.
د يورو چيرو سيستم چى د پيسو د انتقال لپاره د اطمينان وړ طريقه ده زياتره د تجارانو په ګټه ده ، بلخصوص هغه تجاران ا وسرايه ګزاران چى په بهر کى وى او غواړى چى افغانستان ته خپلى پيسى را انتقال کړى .
همدارنګه په او سنى شرايطو کى د قرضى برابرول تجارانو، بهرنى او کورنى پانګه اچونکو سره مرسته کوى يعنى د عتبارليک ورکول ، د صادراتو څخه مخکى د قرضى ورکول ،د وارداتو څخه مخکى د قرضى اخيستل او داسى نورو مسايلو کى مرسته کوى





















نيوکى او وړانديزونه
د افغانستان نړيوال بانک تر ډيرو تجارتى بانکونو د مخه تاسيس شو ى و، خوله بده مر غه تر ټولووروسته پاتى دى په ډيرو ولاياتو کى څانګى نلرى.
لکه څرنګه چى نورو تجارتى بانکونو د ډيرو اماناتو د جذبو مو په غرض ځنى نو ختونه کړى لکه د بخت او قسمت حسابونه ، خو د افغانستان نړيوال بانک داسى کوم نو خت نه دى کړى چى د پاملرنى وړوى څرنګه چى د اقتصاد يوه فريضه ده چى په لاندى په لنډ مدت کى مارکيټ ته ننوتل د ډيرى ګټى سبب کيږى خو د افغانستان نړيوال بانک له دى فرصت څخه استفاده نده کړى يعنى په لنډ مدت کى مارکيټ ته داخل شى ،خو په مارکيټ کى د نورو بانکونو په نسبت ګټه نه ده کړى.
څرنګه چى د تجارتى بانکو نو ځانګړى هدف د خلکو څخه د اماناتو راټولو ل او بيرته يى سرمايه ګزارانو ته پو ر په شکل ورکول دى ، خو د افغانستان نړيوال بانک اشتهارات ټول پور ور کولوپه اړه دي ،له دى څخه دا معلوميږى چى د وى يودځى د سرمايه ګزارانو لپاره خدمتونه پرسره کو ى ،نه د اخيستو نکى لپاره .بانک بايد په داسى سيمه کى وى چى مشتريان ورته په ډيره اسانى دست رسى ولرى خو د افغانستان نړيوال بانک په داسى ځاى کى موقعيت لرى چى د عامو خلکو ورتګ هلته ښه نه برښى ، ځکه تر څنګ يى د ټول نظامى او اتلافى ځواکونو مرکزنه دى.
د پو ر په ورکړه کى بايد د ربحى اندازه ښکته وى ،ددى لپاره چى پانګه اچونکى د پانګى اچونى لپار ه تشويق شى،