دپاکستان ددولت لنډه پېژندنه

فهرست

لمړى فصل

دپاکستان ددولت لنډه پېژندنه :_

دپاکستان دولت دنيمې کرې په شمالي برخه کې موقيعت لري چې داسيا په جنوب کې واقع ، اودسويلي اسيايي هيوادونو له جملې څخه شمېرل کيږي .
پاکستان په پخوانيو وختونو کې دايران اوهندوستان دتاريخ سره نږدېوالى لري .اوسنى پاکستان داسلام نه دمخه دايران دامپراطورۍ يوه برخه وه ،البته دغه سميه دهنددقارې په نوم ياديدله .کله چې محمد بن قاسم په ٧١١ م کال کې سند چې ددې سيمې يوه برخه وه فتحه کړه اواسلام يې دغې سيمې ته ورساوه، داسلامي خاورې يوه برخه وګرځيده ، اوهمدارنګه په ديارلسمه پيړۍ کې ميلادي پيړۍ کې کله چې دهند قاري کې داسلامي نظام تهداب کيښودل شو ،اوسنى پاکستان هم داسلامي خاورې يو برخه ګڼل کيږي .
له دې نه وروسته دهند پر قارې مغلو حمله وکړه اودهند لويه وچه يې دخپل تسلط لاندې راوسته ، دمغلو دتسلط څخه وروسته دهند بعضې برخې دهندې راجاګانو له خوا اداره کېدلې اوبعضې نورې سيمې دمسلمانانو حاکمانو له لوري اداره کېدلې.
په اتلسمه پيړۍ کې لوى احمدشاه بابا دهند پرلوري څو وارې لشکر کشي کړې اوهند په لويه وچه کې يې دسلام شغلې بلې کړي .
دتاريخ ليکونکي زياتوي چې هند ته داحمدشاه بابا راتګ او دهند لويه وچه لاندې کول ددې باعث وګرځېد چې بريتانيا دخپلې امپراطورۍ لمن په نولسمه پيړۍ کې دهند لوې وچې ته راورسېده .
دبريتانيا لويې امپراطورۍ پرهند دڅوسوو کالو حاکميت نه وروسته دهند دخلکوسره دخپلې خپلواکۍ دترلاسه کولو خوبونه پيداشول.
ددې خپلواکۍ لپاره يې په ١٩١٦ م کال محمد علي جناح دمشرۍ لاندې دمسلم ليګ غورځنګ رامنځ ته کړ نوموړي غورځنګ دبريتانيا دامپراطورۍ او داستعمار پر ضد يې خپلې هڅې جاري وساتلې چه په کال ١٩٤٠ م کال کې يې دهند په لويه وچه کې دازادپاکستان نقشه طرحه کړه اودخپلو کوښښونو په پايله کې يې د١٩٤٧ م کال داګست په څوارلسمه خپله خپلواکي ترګوتو کړه .
دهند لويې وچې دبطن څخه په ١٩٤٧ م کال داګست په مياشت کې دوه مستقل هيوادونه وزيږول .


دواړه هيوادونه دمذهبي عقيدې په اساس رامنځ ته شول ، هغه سيمې چې هلته ډيرى مسلمانان موجود وه دپاکستان داسلامي جمهوريت په نو م اوهغه سيمو کې هندوان په کې اکثريت وه دهندوستان په نوم هيوادونه رامنځ ته شول .
پاکستان په ١٩٥٦ م کال کې په جمهوري پاکستان تبديل شو اوپاکستان په دوه برخو تقسيم شو ، دشرقي پاکستان او غربي پاکستان په نوم ياديدل .
دوخت په تيريدو سره شرقي پاکستان په ١٩٧١ م کال کې دهندوستان اوپاکستان دجګړې نه په استفادې سره خپلواکي ترګوتو کړه اودبنګلاديش په نوم يو نوى هيواد يې تشکيل کړ .
دپاکستان دولت دمختلفو قبيلو ، مختلفو نژادونو،اومختلفو ژبو څخه تشکيل شوى هيواد دى ،نو په همدې اساس دپاکستان دولت دخپل منځي اختلاف اودکورنيو کوداتاګانو شاهددى .
پاکستان دخپلواکۍ پرمهال دوخت برتانوي حکومت دسيمي نه په وتلو دپاکستان دولت دوه لوې اواساسي ستونزې پريښودې ، چې دغه ستونزې په سيمه کې دکړکيچ لامل ګرځيدلى .
يوه ستونزه يې دافغانستان سره دډيورنډ کرښې پرسر په دايمي لانجه بدله شوه او لاتراوسه يې ددواړ وقومونو ترمنځ دکړکيچ بوي ورکوي.
بله لويه ستونزه يې پاکستان لپاره دهندوستان سره دکشمير پرسر راولاړه کړې چې تردې دمه يې دواړه هيوادنه دري ځلې دجګړې ترميدانه راښکلي .چې په راتلونکو فصلونو کې به پر ې په مفصل ډول بحث وشي.
ګر چې دپاکستان دولت په سيمه کې يو لوى هيواد دى نو دابه کافي وي چې دپاکستان دنوم سره يوڅه اشنايي ولرو.































دپاکستان دولت په اړه عمومي معلومات

_دپاکستان دولت پوره نوم دپاکستان دسلامي جمهوريت دى.
_دپاکستان ددولت مساحت ٧٩٦،٠٩٥ کيلو مټره مربع دى .
_دپاکستان دولت پايتخت داسلام ابادښاردى.
_دپاکستان دولت دين داسلام مبارک دين دى چې ٩٧ % مسلمانان دي چې په دې فيصدۍ کې ٧٧% سني مذهبه او٢٠% شيعه مذهبه دي پاتې درې فيصده نوريې هندوان ، مسيحي اونوردي.
_دپاکستان دولت دپنجابي ، سندي ، پښتون ،بلوچ انورو څخه تشکيل دى.
دژبوفيصدي يې ٤٨% پنجابي ، ١٢% سندي، ١٠%، ١٠%سايريکي ،٨%پښتانه ، ٨%بلوچان، ٣% هندوان، ٢%انګريزان اونوردي.
_دخپلواکۍ ورځ يې د١٩٤٧ م کال داګست څوارلسمه ده اوملي ورځ يې د١٩٥٦ م کال دمارچ درويشتمه ده .
_دپاکستان نفوس ١٦١،٦ ميلونه دى دملګروملتونو ٢٠٠٥ م کال داحصايي له مخې .
_دوګړو دژوند هيله يې دنرانولپاره ٦٣ کاله اټکل شوې اودښځينوولپاره ٦٣ کاله اټکل شوې ده .
_دنړيوال بانک داحصايې له مخې سړي سر عايد يې په کال کې ٦٩٠ امريکايي ډالره دى .
_پولي واحديې روپۍ ده چې سل پيسې کيږي .
_دټليفون کوډ يې ٠٠٩٢ دى
_انټرنيټي نښه يېPK دى .

دپاکستان جغرافيايي موقيعت :_
پاکستان داسيا په جنوب شرق کې دهند په شمال کې موقيعت لري ،چې شمال اوشمال غرب ته يې دافغانستان اسلامي جمهوريت ، شمال شرق طرف ته يې دچين ولسي جمهوريت، ختيځ لور ته يې دهند جمهوريت ، غرب ته يې دايران اسلامي جمهوريت او جنوب غرب ته يې دعربو بحيره پرته ده .
پاکستان ته خپل موقيعت يو خاص ارزښت ورکړى او دمرکزي اسيا تر مينځ يې ديو پلُ حيثيت غوره کړى .
مرکزي ښارونه يې کراچۍ ،پيښور ، کويټه ، لاهور، راولپنډۍ او نورښارونه دي .
دکراچۍ ښار يې ترټولو لوى ښار دى او په دې حساب سره دټول پاکستان څخه ١١ ميلونه نفوس په کې اوسيږي چې په دې ډول دهنددبمبئ ، دارجنټاين دبونس ايرس ، دکوريا دسيول څخه وروسته په څلورم رديف کې قرار لري.

دپاکستان ددولت اداري جوړښت:_

پاکستان دولت دڅلورو صوبو درلودونکى دى ( دبلوچستان صوبه ، دسرحد صوبه ، دسندصوبه او دپنجاب صوبه) دي .
مرکزېې داسلام اباد ښار دى چې دپنجاب په صوبه کې موقيعت لري .حکومت طر زېې جمهوري دى ، او دپارلماني نظا م درلودونکى دى، دپارلماني نظام سره،سره دفدرالي ادارې څخه تشکيل دى .
فدرال حکومت يې درئس جمهور ، لومړي وزير ، دوزيرانو دکابينې او دمملکت دوزيرانو څخه تشکيل دى.
هرايالت يې جداپارلمان اوجدا کابينه لري ،مګر ددې سره مرکزي پارلمان په اسلام اباد کې موقيعت لري .چې دمرکزي پارلمان دغړوتعداديې ٣١٧ دى چې له دې جملې څخه ٣٠٧ چوکۍ دمسلمانانو لپاره ، او ١٠ نورې چوکۍ يې داقليتونو لپاره چې په دې کې هندوان،عيسويان ، سکانو ، قاديانانواو احمديانوشامل دي تخصيص شوي دي.
مرکزي حکومت يې د١٩ وزيرانو درلودونکې ده ، مګر په ايالتي حکومت کې درې وزارتونه چې دداخله وزارت، خارجه وزارت او دفاع وزارتونه دي شتون نه لري.
دمرکزي پارلمان دغړو دکال موده د١٩٧٣ م کال اساسي قانون له مخې پنځه کاله ده ، مرکز ي پارلمان درعمومي ريس ، معاون اوسکرتر درلودونکى دى چې په دې حساب دپاکستان ددولت علي ترينه مقننه قوه شميرل کيږ ياو حکومت دمرکزي پارلمان ته مسوليت لري .
ددې ترڅنګ دپاکستان په مرکزي پارلمان کې دسنا مجلس هم شتون لري چې چندان خاص صلاحيت درلونکې نه ده او يو سمبوليک شکل لري.
دسنا مجلس د٨٧ غړو درلونکى دى چې له دې جملې څخه ١٤ تنه دصوبايي اسامبلې نه ، ٨ تنه دمرکزي اسامبلې څخه او پاتې نوريې دولسمشر له خوا څخه انتصابيږي. دپارلمان ددواړو مجلسونو غونډې په عمومي شکل سره بيلې اوجدا دې مګر دضرورت په حالت کې بيادقانون له مخې کولاى شي چې په مشترک ډول غونډې وکړي.


صوبايي حکومتونه :_
دپاکستان دولت دڅلورو صوبو درلودونکى دى چې هره صوبه په جدا ډول مرکز ،پارلمان ، کابينه اوصدراعظم لري .
_دپنجاب ايالت مرکز دلاهورښار دى
_دسند ايالت مرکز دکراچۍ ښار دى
_دبلوچستان ايالت مرکز دکويټې ښاردى
_دسرحد ايالت مرکز دپيښور ښاردى.
هرايالت د خپل لومړي وزير له خوا اداره کيږي چې لومړى وزير دخپل ايالتي پارلمان له خوا انتخابيږي .
ايالتي پارلمانونه دخلکو له خوا په مستقيم ډول ټاکل کيږي چې لمړي وزير ددې پارلمان لپاره دهمدې پارلمان دغړوله خوا په اکثريت سره انتخابيږي .
هرايالتي پارلمان دلمړي وزير ترڅنګ سکرتراوهم معاون لري.دايالتونو دپارلمانونودغړيو شمير په لاندې ډول دى.
١_ دبلوچستان ايالت دپارلمان دغړوشمير ٩٧ تنه دى
٢_دسرحدايالت دپارلمان د غړوشمير ١٢٩ تنه دى
٣_دپنجاب ايالت دپارلمان دغړوشمير ٣١١ تنه دى
٤_ دسنددايالت دپارلمان دغړو شمير ٢٢٩ تنه دى
ديادولو وړ ده چې هرايالت دپارلمان ترڅنګ ايالتي کابينې هم لري چې نوموړې کابينې دکارونو دزياتوالي ا ودنفوسو دشمير په اساس تشکيليږي. مثلاً دپنجاب ايالت چې دډېر نفوس درلودونکى دى ٢٥ ،کابينه يې د٢٥ تنو وزيرانو درلودونکې ده
دپاکستان دولت دصوبو برسېره دايجنسيو درلودونکى هم دى چې په دې ترتيب سره پاکستان اووه (٧) قبايلي اجنسۍ لري .
_دباجوړ ايجنسۍ .مساحت يې ٥٩٠ ميله مربع دى او نفوس يې ٨٠٠ زروتنو ته رسيږي.مرکز يې دخار ښار دى او دافغانستان سره ګډه پوله لري.
_دمهمندو ايجنسۍ . دمهمندو دايجنسۍ مساحت ٨٨٧ ميله مربع دى او نفوس يې ٩٢٠ زره تنه دى ، مرکزيې دغلني په نوم ياديږي. داايجنسۍ هم دافغانستان سره ګډه پوله لري.
_ دخيبر ايجنسۍ . دخيبر ايجنسۍ مساحت ٩٩١ ميله مربع دى او ٨٣٥ زره تنه نفوس لر ي .دخيبر ايجنسۍ هم دافغانستان سره دننګرهار ولايت په سيمه کې ګډه پوله لري.

_ اورکزئي ايجنسۍ :_ نوموړې ايجنسۍ ٧٠٠ ميله مربع مساحت لري او ٦٢٠ زره تنه نفوس لري .دپاکستان په ټول قبايلي سيمو کې يوازينۍ ايجنسۍ داورکزئي ايجنسۍ ده چې دافغانستان سره ګډه پوله نه لري.
_دکرم ايجنسۍ .نوموړې ايجنسۍ ١٣٠٥ميله مربع مساحت لري او نفوس يې ٧٦٠ زره تنو ته رسيږي دکرم ايجنسۍ مرکز دپاړاچينار دره ده .نوموړې ايجنسي هم دافغانستان سره ګډه پوله لري.
_دشمالي وزيرستان ايجنسۍ . دشمالي وزيرستان ١٨١٧ ميل مربع مساحت لري او نفوس يې ٧٥٠ زره تنو ته رسيږي . دشمالي وزيرستا ن مرکز ميرانشاه په نوم ياديږي .
نوموړۍ ايجنسۍ هم دافغانستان سره ګډه پوله لري .
_ دجنوبي وزيرستان ايجنسۍ . نوموړې ايجنسۍ ٢٥٥٦ ميله مربع مساحت لري او نفوس يې ٨٤٠ زرو ته رسيږي .نوموړې ايجنسۍ هم دافغانستان سره ګډه پوله لري.
پورته ټولې ايجنسۍ دانګريزانو له وخت راهيسې دپوليټيکل ايجنټ له خوا چې دمرکز څخه به راليږل کېده اداره کېدې، چې نومو ړى طرزالعمل تراوسه هم ادامه لري .
په پورته ټولو ايجنسيو کې دانګريزانو دوخت قانون (FCR) frontier criminal regulation پلي دى . ديادولو وړده چې دقبايلي سيمو خلکو ته تر څه موده وړاندې پورې دانتخاباتو حق نه ورکول کېده ، مګر په دې اواخروکې دپاکستا ن حکومت دقبايلي سيمو خلکو ته دانتخاباتو حق ورکړى دى.





دپاکستان ددولت اقتصاد:_

دپاکستان اقثصا د ترډېره په کرهڼه ولاړاقتصاددى مګردکرهڼې ترڅنګ نور فکټورونه هم شته چې دپاکستان اقتصاديې په پښوودرولى .
دپاکستان اقتصاد ته د ډبرو سکرو کانونو هم تکيه بښلې چې ترټولو مهم اولوى ذخيره سنده په ايالت کې موقيعت لري، اونور يې دبلوچستان او پنجاب په ايالت کې دي.
دسرحد په ايالت کې دقيمتې ډبرو کانونه موقعيت لري .
دصنعت په برخه کې کارخانې دپاکستان په اقتصاد کې مهم رول لري .چې غوره اولويي فابريکې يې دکراچۍ حيدراباداولعل پوره کې موجودي دي .په لاهور اوکراچۍ کې داوسپنې دويلې کيدو فابريکې وجودلري .په مجموع کې ويلاى شو چې دپاکستان په اقتصاد کې ذخاير ډېر مهم رول لري ام دغه ذخاير يوازې دپنجاب اوسنده په ايالتونو کې پراختيا موندلې دبلوچستان اوسرحد صوبې ذخايرو تراوسه پورې دپراختيا حدته نه دي رسيدلي.
نفتي دستګاه ګانې يې دقاسم په بندر کې چې دايران سره ګډه پوله لري اودعربو بندر په نوم چې په ملتان کې موجود دې ديادولووړدي .


دپاکستان دولت وګړي ٦٧،٥% په کليو کې او ٣٢،٥% يې په ښارونو کې په کار مصروف دي دنفوسو شميريې هر کيلو مټرمربع کې ٧٩ تنو ته رسيږي .نو په دې حساب سره پاکستان دخپل جغرافيايي حدودو په تناسب زيات نفوس لري اوهم دنړۍ دځوان نسل څخه حسابيږي او په دې لحاظ د٢٤ کالو دټيټ عمر وګړي په سلو کې زياته فيصده لري.نوويلاى شو چې دپاکستان دولت په کافي اندازه دبشري نفوس يا کارځواک labor force درلودونکى دى.
دپاکستان اقتصاد دلاندې فکټورونو درلودونکى دى .
١_ کرهڼه . ترټولو لوړاوغټ فکټور دپاکستان په اقتصاد کې دکرهڼې فکټوردى چې ٢٤،٥% وګړې يې په کرهڼه بوخت دي داځکه چې پاکستان دبشر ځواک درلودنکى دى . پاکستان خپلې کرنې ته دومره پياوړتيا وربخښلې چې په ١٩٥٠_١٩٩٩ م کال پورې ٧،٨% څخه تر١٨،٦ % پورې لوړوالى راوستى .
٢_ صادرات. دپاکستان داقتصاد دويم لوى فکټور دصادراتو فکټور دى چې عمده صادرات يې غنم ، اوړه ، غوړي، ميوې ، سابه ، وريجې اونوردي چې هغه دکبانو ، اوچرګانو غوښې دي .
دپاکستان صاد راتو لوى بازار افغانستان اودخليج هيوادونه دي چې په زياته پيمانه صارات دې هيوادونو ته صادريږي .
ددې ترڅنګ يې دبرقي سامان الاتو صادرات هم ديادولو وړدي چې نوموړي صادرات دپاکستان اقتصادي پياوړتيا ته خورا زيات قوت وربخښلى.
٣_ تجارت. پاکستان دخپل اقتصاد لپاره دسيمې تجارت په خپل لاس کې نيولى او دمرکزي اسيا هيوادنو ته يې دنړۍ لپاره ديوپلُ حيثيت غوره کړى .يوازې دمرکزي اسيا هيوادونه نه بلکې داروپا او دعربي هيوا ونوترمينځ يې دتجارت تارونه غځولي چې دې تجارتي اړيکو دپاکستان اقتصادته تقويت ورکړى ، چې عمده تجارتي شريکان يې جاپان، چين ، خليج هيوا دونه ، دامريکامتحده ايالات، انګلستان او روسيه دي .
پاکستان دخپلې ازادۍ څخه وروسته لس (١٠) ځلې پنځه کلن پلانونه لوپروژې تطبيق کړي چې د١٩٥٥_٢٠٠٥ م کالونو پورې يې دوام موندلى اواوس يې يولسم پلان ترتطبيق لاندې دى .
پاکستان دخپل اقتصاد دپياوړتيا په منظور دنړيوالو اوسيمه ايزو اقتصادي سازمانون سره تړونونه لاسليک کړي او هم يې دنوموړو سازمانونو سره برخه اخيستې چې له دې جملې څخه د Saarc , ECO , G77 , ESCAP WHO,FAO ,ILO ,IHO اونورسازمانونه ديادولووړ دي ، اوپه دې ډول يې داسلامي کنفرانس دناظر په حيثيت غړيتوب لري.
دپاکستان سياست اوخارجه پاليسي:_ دپاکستان دولت يو اسلامي دولت دولت دى نو بايد داسلامي ورورولۍ او داسلامي اخوت څخه بايد په خپله پاليسۍ کې کار واخلي ام څرنګه چې داسلام تقاضا اوغوښتنه ده چې څرنګه بايد ديوګاونډي هيواد سره چال چلند وشم په هغه پوله تراوسه پاکستان خپله پاليسي اوخارجه سياست نه دى عيارکړى.
پاکستان تل دګاونډيو او نړويوالو په وړاندې دځان په ګټه اودبل په نقص سياست غوره کړى ، تل يې په خارجه سياست کې دلاس وهنې فکټورته اولويت ورکړى .
داچې زما دمونوګراف موضوع په سيمه کې دپاکستان سياست ته غوره شوى نو لازم بول چې دپاکستان په سياسي کړيواو هغه څوک چې دپاکستان په خارجه پاليسۍ کې مهم رول لري يوڅه رڼا واچوم .
سياسي شنونکي وايې چې دپاکستان سياست دپاکستا ن پوځي استخباراتي ادره جوړوي او که حقيقت ته ځيرشوهمداسې بريښي . دپاکستان پوځي استخباراتي اداره په افغانستان دي لاس پوڅي حکومت په جوړولو بوخته ده ، دهند سره په جګړه کې دپاکستان پوځي استخبارات جګړه کوي ، او هم په داخل کې داى اس اى د کړنو څخه سترګه نشو پټولاى .
اصلاً دپاکستان دولت لپاره دوه ډوله پاليسي جوړونکي شتون لري .
١_ لمړى ډول سياست دپاکستان استخباراتي اداره جوړوي ، داپاليسي دپاکستان دملکي حکومت دپاليسۍ سره کاملاً توپير لري ځکه دپاکستان ملکي اداره داستخباراتو ادارې ته په بشپړ ډول خپلواکي ورکړې او اى اس اى هم دخپلې ازادۍ څخه په استفادې په سيمه کې ځانګړى سياست غوره کړى . داى اس اى ادا رې سياست په سيمه کې داغيز وړدى ،داځکه چې دنوموړې ادارې واک په نظامي برخه څرخي او په ټوليزه توګه يې مشري جنرالان کوي.
٢_ دويم ډول سياست او خارجه پاليسي دپاکستان دولت لپاره ملکي اداره جوړوي ، او داسياست دبهرنيو وزارت جوړوي . دنوموړي پاليسۍ څخه پاکستان په ملکي ډول په سيمه اوپه نړيواله کچه استفاده کوي. ددې سياست اغېز په سيمه کې دومره پياوړى نه دى نسبت پوځي سياست ته ، ځکه دنوموړې سياست جوړونکو ته دومره واک اواختيار نه ورکول کيږي نو ځکه يې په سيمه کې اغېز کم دى .
داچې دپاکستان پوځي استخباراتي اداره دپاکستان په خارجه پاليسۍ کې مهم رول لري دپاکستان خارجه سياست يې ترخپل کنټرول لاندې راوستى نولازم بولم چې دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې په کړنو او شاليد باندې يې لنډه رڼا واچوم.








دپاکستان پوځي استخباراتي ادره (Inter Service Intelligence )
دپاکستان پوځي استخباراتي اداره په سيمه کې يو ه بدنامه او ددهشت څخه ډکه اداره ده ، دپاکستان حکومت دخپلې دفاع په منظور نوموړې ادارې ته دنړيوالو پرنسيپونو په اساس مشروعيت ورکړى او د اى اس اى اداره دځان په گټه بولي.
دهر مملکت په داخل کې دمخفي پوليسو يوسازمان موجود وي او دخپل امنيت په خاطر دمخفي پوليسوڅخه استفاده کوي
پاکستان هم دخپل امنيت په منظور داى اس اى اداره جوړه کړې ،مګر دپاکستان استخباراتي اداره له نورواستخباراتي اداروسر په کامل ډول توپير لري ،ځکه دنوروممالکو استخباراتي ادارې يوازې دخپل مسوليت په چوکاټ کې خپلې کړنې ترسره کوي او دمملکت په بهرني سياست کې کوم خاص رول نه لري .اما دپاکستان استخباراتي ادارې دخپل مسوليت چوکاټ څخه بېرون دپاکستان بهرنى سياست لوبوي .
دپاکستان پوځي استخباراتي اداره دلاندې اجزاوو څخه جوړه شوې.
١¬_joint intelligence x(jix)
٢_joint intelligence bureau (jib)
٣_joint count intelligence bureau (jcib)
٤_joint intelligence north ( jin)
٥_joint intelligence miscellaneous (jim)
٦_joint signal intelligence bureau (jsib)
٧_joint intelligence technical(jit)
نوموړې اداره پنځه پنځوس (٥٥) کاله دمخه رامنځ ته شوې ، د اى اس اى ادره پاکستان لپاره په کشمير اوافغانستان کې خورا دارزښت وړ ده او همداعلت دى چې په دواړ و سيمو کې د دافغانستان او هندوستان دمخالفينو سره په کومکونو تورنه ده .
دامريکا دنيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ خپرونو په روان کال کې داسې کره معلومات اوراپورونه نشر کړل چې ګويا داى اس اى اداره دطالبانو سره په نظامي اومالي کومکونو کې لاس لري .
نوموړې اداره تقريباً اته ويشت زره کارکوونکي لري او زياتره يې دپوځ مامورين دي .د اى اس اى اداره دخپل پيدايښت راهيسې دجنرالانو په لاس کې پاتې شوې اوتر اوسه يې واک اواختيار دجنرالانو په لاس کې قرار لري. داى اس اى مشران په لاند ې ډول سره دي.
١_ډګرمن رياض حسين
٢_سترجنرال محمد اکبرخان
٣_سترجنرال غلام جيلاني خان
٤_سترجنرال محمد رياض خا ن
٥_بريد جنرال اختر عبدالرحمن
٦_بريد جنرال حميد ګل
٧_بريد جنرال شمس الرحمن
٨_بريد جنرال اسد درانى
٩_بريد جنرال جاويد ناصر
١٠_بريد جنرال جاويد اشرف قاضي
١١_ستر جنرال نسيم رانا
١٢_بريد جنرال ضياالدين بټ
١٣_بريد جنرال محمد احمد
١٤ _ بريد جنرال احسان الحق
١٥_بريد جنرال اشفاق کياني
١٦_بريد جنرال نديم تاج
١٧_بريد جنرال شجاع پاشا
نوموړې اداره دپوځي څانګې ترڅنګ سياسي اداره هم لري . داى اس اى اداره په افغانستان کې دخلکو ترمنځ يو بد ذهنيت لري داځکه چې د اى اس اى ادارې په افغانستان کې ښکاره لاس وهنه کړې اوکوي يي . ډګروال يوسف په پيښور کې داى اس اى پخوانى مامور اودافغانستان لپاره داى اس اى پخوانى مسؤل په خپله اعتراف کوي اووايې چې (مابه کله ،کله دکويټې له لار ې دافغانستان بعضې سيموته سفرونه کول جې دهغې جملې څخه يې دکندهار دولايت څخه يادونه کړې ده )

داى اس اى مطرح کېدل او ددې ادارې راڅرګندېدل په افغانستان کې دروسانو له تېري څخه راوروسته شروع کېږي .اى اس اى ته په افغانستان کې تردې مخکې دلاس وهنې کومه خاصه موقع نه وه موجود ، ځکه تردې وړاندې په افغانستان کې دداود خان حکومت وه اودهغه په اداره کې داى اس اى لپاره داسې هيڅ زمينه نه مساعدې ده چې ګويا داى اس اى لاس دې افغانستان ته راوغځيږي .
بله وجه يې داوه چې دداود خان حکومت څخه وروسته کله چې په افغانستان دروسانو ګوډاګى حکومت رامنځ ته شونو دپاکستان حکومت دخلقي رژيم سره روابط نه درلودل داځکه چې روسانو دامريکاسره مخالفت کاوه اوپاکستان دامريکا په بلاک کې قرار درلود نو په دې لحاظ سره داى اس اى لپاره په افغانستان کې مداخلې لپاره کومه خاصه پلمه نه وه موجوده ترڅوپه افغانستان کې مداخله وکړي.
مګر کله چې روسانو افغانستان ته خپلې پښې راوغځولې او پرافغانستان يې په بې رحمانه ډول يرغل وکړ ، ددې يرغل په مقابل کې افغانانو هجرت ته دوام ورکړ او دپاکستان مخه يې ونيوله.
داچې زيات مهاجرين پاکستان ته وکوچېدل او دجهاد لپاره نړيوالو افغانانو سره مرستې کولې نو دپاکستان اى اس اى ادارې موقع نه په گټې سره ديوې خوا دنړۍ مرستې ترډېره خپلې وګرځولې اوله بلې خوايې په افغانستان کې دځان لپاره دمداخلې زرينه موقع وليدله .
دماوپاکستان ليکوال ليکي.پاکستان دنړۍ څخه مالي اونظامي مرستې دافغانانو دجهاد په نو م ترلاسه کولې چې له دې کومکونو څخه يې ډېره برخه دامريکا ، سعودي عربستان ،کويټ ، انګلستان هيوادونو کولې .دپاکستان اى اس اى له دې کومکونو څخه تر٧٠%زياته برخه په خپل جيب کې اچوله اونوره باقي پاتې برخه يې دافغانستان جهادته ليږله .ليکوال زياتوي چې پاکستان خپل پوځ اواټومي قوت ته په همدې مهال کې دتو قع څخه لوړ قوت ورباخښه ، ځکه چې دراغلو کومکونو څخه ډ ېره برخه يې پرخپل پوځ اواټومي طاقت لګوله .
دپاکستان څارګرې ادارې دجهاد په دوران کې يوبله پروسه په کار واچوله ،هغه داچې داى اس اى مشرانو اوجنرالانو دمجاهدينودليکوڅخه بعضي قوماندانان اومشران دجهاددليکو څخه بيل او دځان په ګټه يې وروزل .هغه افغاني مشران چې داى اس اى له خواڅخه روزل شوي تراوسه پورې په پاکستان کې ښه کورونه ، ښه معاشونه او نوردژوند تسهيلات لري.دافغانستان په اوسنيو شرايطو کې داى اس اى لاس وهنه هم په ښکاره ډول څرګنديږي . د٢٠٠٦ م کال دسپټمبر په پنځمه په کابل کې يو نړيوال کنفرانس داير شو ، چې پاکستان يې داوسني کړکيچ او کشمکش اصلي عامل وباله . داکنفرانس دسولې او جنګ په نو م دانسټيټوټ له خو ديوناما په مالي مټ دايرشوى وه .په کنفرانس کې زياته شوه چې د٢٠٠٢ م کال په پرتله دطالبانو په بريدونو کې پنځه برابره زياتوالى راغلى او ټوله پړه يې دپاکستان په استخباراتي ادارې واچوله .
پيټربرګن دامريکاپه جان هيز پوهنتون کې دنړيوالو روابطو استاد دى نوموړي دامريکاد سي سي ان ان ټلويزوني شبکې سره ديوې مرکې په ترڅ کې وويل( دکويټې شورا دطالبانو ټول تجهيزات برابروي او همدارنګه مالي امکانات له همدغه ځايه دطالبانو لپاره برابريږي ، برګن زياتو چې پيښور دپاکستان په خاوره کې دطالبانو لپاره دويمه درجه درهبرۍ مرکز دى او همدارنګه ملاعمر اونور پلويان يې دپاکستان دکويټې په ښار کې دي.نوموړي دملاحقاني په ارتباط وويل چې حقاني اوس هم په وزېرستان کې ژوند کوي او له هغه ځايه طالبان افغانستان ته رهبري کوي.
داچې اى اس اى په افغانستا ن اوکشميرکې ددواړوهيوادونو دمشرانو له خوا دکلک انتقاد لاندې ده ا و هم نړيوال داى اس اى له لاس وهنې څخه بې خبره نه دي نو دزياتو فشارونو له کبله چې دپاکستان په حکومت يې راوړي وه او دپاکستان ملکي حکومت يې ودې ته حاضر کړ چې داى اس اى سياسي برخه ړنګه کړ ي نو دپاکستان دحکومت دبهرنيو چاروزير محمودقريشي د٢٠٠٨ م کال دنوامبر په ٢٩ نيټه ددغه هيواد دڅارګرې ادارې سياسي څانګه ړنګه اعلان کړه .داچې دپاکستان دملکي حکومت داپريکړه به څومره رښتيني وي او يا داچې دا اداره به وروسته له دې همداسې ځواکمنه پاتې شي اوکه څنګه ؟ په دې اړه سياسي کارپوهان بيلابيل نظرونه لري .ځينې کارپوهان وايې چې داګام هسې ظاهري بڼه لري اصل کې داسياسي څانګه دپخوا په څير ژوندۍ ده اوخپل کار کوي خواداځل به په يوه بل نوم چارې پرمخ بيايي ياني يوازې په نومونو کې بدلون رامنځ ته شوى ، څوامريکا ته ډاډ ورکړي چې څارګره اداره کې اصلاحات رامنځ ته شوي دي ځينې کارپوهان بياوايي چې دغه اداره په ټوليزه او په ځانګړي ډول ددې ادارې سياسي څانګه له پوځ سره ډيرې نږدې اړيکې لري اوددغه هيواد دپوځ لپاره يې په افغانستان اوکشمير کې ډېرې بر ياوې درلودې نو دداسې يوې ځواکمنې ادار ې منحولول دملکي حکومت له وسه وتلې خبره ده اوداخبره پرځاى ده . هغه ځکه چې دپاکستان دپوځ اوسنى مشرجنرال پرويز اشفاق کياني نوميږي چې په ٢٠٠٧ م کال کې دپاکستان داى اس اى کشر پاتې شوى دى اوهغه هيڅکله نه غواړي چې دغه څانګه دې ړنګه شي . بله داچې داى اس اى ټول مشران دپوځ لوړپوړي جنرالان تيرشوي دي اواوس هم ددغې ادارې مشران اوټول غړي پوځي مشران پاتې شوي . داى اس اى ددندې ګمارنې له مخې هغه څوک ددغې ادارې دمشرتابه وړتيالري چې په پوځ کې جنرالۍ رتبې ته رسيدلى وي نوځکه په رښتيني توګه ددغې څانګې منحلول ناشونى دى هغه په دې دليل چې تراوسه پورې په دغه هيواد کې پوځ واکمن دى اوملکي حکومت يې تراغيزلاندى دى.ديادولو وړده چې ددغې څانګې دمنحل کېدو څخه څوورځې وروسته دهند په ممبئ ښارکې دتاج په هوټل کې حملې وشوې چې په ترڅ کې يې د١٧٠ څخه زيات ملکيان ووژل او د دوو سو څخه زيات يې ژوبل کړل ، دهند حکومت دبريد پړه دپاکستان په څارګرې ادارې واچوله او نوموړې اداره يې په بريدونو ښکليه وبلله ، دهند حکومت دپاکستان دحکومت څخه داى اس اى دمشر غوښتنه وکړه ترڅودهندي مقاماتوسره په ډهلي کې دنوموړي بريد په اړه معلومات شريک کړي ، مګر دپاکستان حکومت د اى اس اى دمشر پرځاى يو ټيټ رتبه افسر هند ته وليږه.
دپاکستان څارګرې ادار ې ددينې مدارسو څخه په استفادې سره غواړي په سيمه اوپه خاص ډول په افغانستان کې خپل اهداف لاس ته راوړي.دينې مدارس ددين دزده کړې ځاى دى او دين شعلې له مدارسوڅخه راوځي ،مګر دپاکستان اى اس اى ددينو مدارسو څخه ديوې الې په شکل استفاده کوي . دپاکستان څارګرې ادارې په دينومدارسو کې دديني زده کړو پرځاى دنظامي عملياتو روزنه اوزده کړه ورکوي . په افغانستان کې دمکتب ، سړک او نوروعامه المنفه ځايونو حملې روابولي او دافغان ډاکټر ، انجنير، معلم اوملا وژل رواګڼي . تير په ترڅ کې دقندهار په ښار کې دنجونو پرمخونو تيزاب وشيندل شول کله چې عاملين نيول کيږي نوموړي په دې اقرار کوي چې مونږ ته په قندهار کې دپاکستان دقونسلګرۍ له خوا پيسې راکړل شوې وې . په خلص ډول ويلا ى شو چې دپاکستان څارګره اداره دپاکستان ټول سياست په خپل لاس کې اخيستى اوبلا تشبيه په دپاکستان په دولت کې يو بل دولت پرمخ بيايي.






دوهم فصل :دافغانستان په وړاندې دپاکستان سياست:_

پاکستان .دافغانستان ددولت سره ګډ کلتور.، ګډدين ، اوهمدارنګه څه دپاسه ٢٨٠٠ کيلو متر ګډه پوله لري . دپاکستان ددولت دپيدايښت راوروسته افغانستان دخپل ګاونډ دولت پاکستان سره اړيکې غزولې ، البته دغه اړيکې په ځينو وختونو کې ښې اوپه ځينو وختونوکې دغه اړيکې شليدلي .
په حقيقت کې دپاکستان دولت تل لپاره دافغانستان په وړاندې داسې يوسياست غوره کړى چې دافغانستان دولت دخپل تسلط اوحاکميت لاندې وساتي ، داچې ولې دپاکستان دولت دافغانستان په وړاندې داسې يو سياست غوره کړى او هم يې په اينده کې دداسې سياست څخه پيروي کوي ، ډېر تاريخ ليکونکي اوليکوالان ددې کړکيچ اوداړيکو دشليدلو لپاره لاندې عوامل داستناد وړبولي.
١_ دافغانستان اوپاکستان ترمينځ يو ه اوږده لانجه ترمخه پرته ده چې هغه دډيورنډ دکرښې مسله ده . دډيورنډ کرښه امير عبدالرحمن خان په ١٩٩٤ م کال کې دهند دحکومت داستازي سره لاسليک کړې ، نوموړې معاهدې افغانستان څخه بعضې سيمې دپاکستان دخاورې پورې دسلو کالو لپاره جداکړي . داچې اوس دنوموړې معاهدې څخه څه دپاسه سل کال تيريږي نو نوموړې معاهدې هم خپل وخت پوره کړى او پاکستان داهڅه کوي چې دافغان قوم نوموړې موضوع ته په هيڅ شکل توجه ونه کړي او دډيورند کرښه يې دافغانستان اوپاکستان ترمينځ ددايمي اورسمي سرحد په شکل پرافغانانو تحميل کړي .
پاکستان دخپل تاريخ په دوران کې دافغانستان پرحکومتونو باندې تل فشار راوړى اودډيورنډ دکرښې رسمي کېدل يې ورڅخه غوښتي .
دنجيب الله دحکومت په دوران کې پاکستان دافغان حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو دډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني اما افغان حکومتونو تل دپاکستان ددولت دغه ناوړه او پليته غوښتنه نه ده منلې .
فلهذا پاکستان دافغانستان سره دډيورنډ دکرښې پرسر دايمې شخړه لري او غواړي په افغانستان کې يوداسې حکومت جوړکړي ترڅويې دډيورنډ کرښې ته پام ونه ګرځي .
٢_بل لورته پاکستان دخپل دايمي رقيب (هند) سره دکشمير پرسر اوږده لانجه په مخ کې لري اودبل طرفه دافغانستان دولت دهند ددولت سره ښې اړيکې لري اوبالمقابل دهند دولت دافغانستان سره دهند ستراتيژيکي ، علمي اومالي مرستې کول دپاکستان دولت ته قابل دقبول نه دي اوپاکستان يې په ويره کې اچولى ، نو پاکستان کوښښ کوي چې په افغانستان کې دخپل سيال دپياوړکيدو مخه ونيسي نوځکه دافغانستان په وړاندې دحاکميت ساتونکي اودامپراطور ۍ په شکل سياست غوره کوي.
٣_دشوروي اتحاد ترپاشل کيدو وروسته دمرکزي اسياهيوادونو زيرمو خپل بوي دنړۍ ترګوډ ، ګوډ ورساوه . نړۍ دخپلو ضرورياتو دپوره کولو لپاره دمرکزي اسيا هيوادونو ته مخه کړه .
همدارنګه پاکستان هم دنړۍ دنوروهيوادونو په څير مرکزي اسياطرف ته مخه کړه اودخپلو ضرورياتو لاسته راوړلو په منظور طبعاً چې دافغانستان ددولت دخاورې بايد دانفتي مواد په ارزانه بيه ترلاسه کړي ، نودهمدې ضرورياتو دپوره کولو په منظور دافغانستان دخاورې څخه ګټه واخلي نوځکه يې دافغانستان په وړاندې دحاکميت دساتلو سياست غوره کړى .
٤_دپاکستان دولت په اقتصادي لحاظ ترافغانستانه پياوړى دى اودپاکستان دولت بايددخپلوصادراتو لپاره نږدې ، ښه اووړ بازار ومومي نودپاکستان حکومت لپاره دافغانستان دبازار څخه ښه بازار نه شي پيداکيدلى ، نودپاکستان دولت افغانستان دخپل بازار په څير دخپل واک لاندې وساتي ترڅو به له يوې خوا افغانستان ته دنړۍ دصادراتو مخه ونيسي او دبل لوري دخپلو صادراتو دخرڅلاو په منظورترافغانستانه ښه څاره وکړي.
کيداې شي نورعوامل به وجودهم ولري چې دپاکستان او افغانستان اړيکې يې خرابې کړي مګر د موضوع دکموالي په منظور همدومره بس دى .
دپاکستان اوافغانستان اړيکې يودبل په مقابل کې تقريباً دسوړ جنګ ته ورته بڼه لري ځکه پاکستان اوافغانستان تل دډيورنډ پرسر سوړ جنګ ته ورته پروپاګندا شکل نيولى
دډيورنډ دکرښې نه دمخه هند داشغال ترمخه دبريتانيا امپراطورۍ د ١٨٣١ م کال لاهور معاهدې ، د١٨٧٩ م کال دګندومک معاهدې او په ١٨٩٣ م کال کې دډيورنډ معاهدې دافغانستان څخه يو څه تعداد خاوره جدا کړه چې دهمدې خاو رې دجدايي نه وروسته اودپاکستان ددولت دتاسيس نه وروسته ددواړو هيوادونو اړيکې دهمد ې خاورې پرسر څرخي .
دافغانستان دولت زيات کوښښونه وکړل ترڅو خپله دلاسه وتلې خاور ه خپله کړي ،اما افغان دولتونه تراوسه دې موافقې ته نه دي رسيدلي .
کله چې پاکستان اوهندوستان خپله ازادي دبرتانوي حکومت څخه ترلاسه کړه په هغه وخت کې دافغانستان دحکومت چارې دشاه محمود په لاس کې وې ، شاه محمود خان دډيورنډ دکرښې په ارتباط کوم خاص تلاشونه ونه کړل ، چې بلاخره دافغانستان ملت دشاه محمود خان پروړاندې پرنيوکو لاس پورې کړ ترڅو په کال ١٩٤٧ دجون په ١٣ يې دبرتانيي حکومت سفارت يو ياداشت دډيودنډ دکرښې بل لورپښتونو په ارتباط واستاوه ،اما دادبرتانيا لپاره ناممکنه وه چې داسې يوه موضوع دې حل کاندي او بل طرف ته دپاکستان لپاره هم غيرقابل وه .
ددواړو هيوادونو اړيکې هغه وخت خړې پړ ې شوې چې د ١٩٤٧ م کال دسپتمبر په ٣٠ دملګرو ملتونو په سازمان کې افغانستان دپاکستان ددولت دغړيتوب مخالفت وکړ.
ددواړو هيوادونو اړيکې تريووخته پورې خړې پړې وې اما د١٣٢٠ ه ش کال دحوت دمياشتې په ١ نيټه دواړوهيوادونو يوبل ته سفيران وليږدول، اوددواړو هيوادونوترمينځ ډپلوماټيکې اړيکې پيل شو ې.
له دې څخه وروسته په کال ١٩٤٩ م کې پاکستان قبايل دپاکستان ددولت دقلمرو برخه وشميرله ، چې دپاکستان ددې عمل ددواړو هيوا دونو اړيکوته صدمه ورسوله .
همدارنګه ددې پيښې په تعقيب پاکستانې طيارو دافغانستان دپکتيا ولايت تربمبارۍ لاندې راوستې چې دې عمل ددواړو هيوادونو په اړيکومنفي اغيزوکړ.
لږه موده وروسته دافغانستان ملي شورا د١٩٤٩ م کال دجولاي په شپږمه دډيورنډ کرښه ملغا اعلان کړه . چې دافغانستان دشورى دې عمل دپاکستان په حکومت بداغيز وکړ .
په همدې مهال کې دافغانستان دولت په سينټو سازمان کې اودپاکستان دولت په سياټوسازمان کې ګډون وکړ اودسياټوسازمان دډيورنډ کرښه په رسميت وپيژندله .
دلوريو هيوادنو له خوا اړيکې تريوه مهاله همداسې سړې روانې وې او يودبل په مقابل کې يې دپروپاګنداسياست غوره کړى وه .
له دې نه وروسته په کال ١٩٥٧ م کال کې سکندرمرزا افغانستان ته اودهمدې کال په ٢٤ سردار داود خان کراچۍ ته سفروکړ.
په تعقيب يې په ١٩٥٧ م کال کې دافغانستان دخارجه وزارت مشاور عبدالحي عزيزي اودپاکستان دهوانوردۍ دريس محمدباقر ترمينځ دهوايي خدماتو موافقتنامه لاسليک شوه .
دهمدې کال په تعقيب اويوکال وروسته ياني په ١٩٥٧ م کال کې دافغانستان پاچا محمدظاهرخان پاکستان ته سفروکړ.
له دې سفر نه دوه کاله وروسته سردارمحمدنعيم دافغانستان خارجه وزير پاکستان ته سفر وکړ .
له دې نه وروسته په ١٩٦٠ م کال کې داګست په مياشت کې پاکستان د افغانستان دقونسلګرۍ چې په کويټۀ کې موجوده دبنديز امر وکړ اودوي ادعا کوله چې دافغانستان قونسلګرۍ دپاکستان په چاروکې مداخله کوله .
دنوموړي عمل په مقابل کې افغان دولت داګست په يوديرشمه دسياسي روابطو په پري کولو دتمديد امرو کړ ، چې دسپټمبر په شپږمه يې دپاکستان سره دسياسي مناسباتو دپرې کول اعلان وکړ ،بلاخره دسپمټمبر په ديرشمه يې خپلې پولې دپاکستان سره وتړلې .
دغه تشنج تر١٩٦٣ م کال پورې دوام وموند چې بلاخره دايران دبادشاه په وساطت ددواړوهيواونو ډپلوماټيکې اړيکې دوباره پيل شوې .
ددواړو هيوادنو اړيکې په همدې ډول روانې وې چې بلاخره په افغانستان کې دداودخان په واسطه دظاهرشاه په وړاندې سپينه کودتا صورت ونيوله او دافغاستان ددولت واګې دوادخان په لاس کې واخيستې اودوادخان دپاکستان سره په خپلو روابطو کې يې کوم خاص بدلون رانه وسته .
ددواد پرحکومت وړاندې کمونيستي ګوند کودتا وکړه اودداود حکومت ته يې دپاى ټکى کيښود .
دخلق ديموکراتيک ګوند په دوران کې دپاکستا ن روابط دافغانستان سره دومره خاص داهميت وړ نه وه ځکه کمونيستي حکومت دپخواني شوروي اتحاد څخه پيروي کوله اوپاکستان دامريکا دحکومت دريځ پلوي کوله ، چون په هغه وخت کې دامريکا اوشوروي اتحاد ترمينځ سوړ جنګ روان وه نوځکه ددواړو هيوادونو (افغانستان اوپاکستان) ترمينځ اړيکې دسوړ جنګ په مدارڅرخيدلې .
دجهادپه دوران کې دافغانستان په وړاندې دپاکستان سياست:_

کله چې افغانستان ته روسي پوځيان راغلل او افغانستان يې دخپل يرغل لاندې راوست .نو پاکستان ته زمينه مساعده شوه ترڅو دجهاد له لارې افغانستان ته دمداخلې زمينه ځانته په خپل برابره کړي .
پاکستان دجهادپه دوران کې دامريکا اوعربي هيوادنوڅخه کومکونه راټولول همدارنګه يې دوسلو ويش په خپل لاس کې اخيستى وه .
پاکستان دجهاد په دوران کې داسخباراتي سياست څخه استفاده کوله . پاکستان اوامريکا دخپلو منافعو دساتلو په منظور دافغان ولس سره نظامي ،مالي اوحتى دخوراکي توکو مرستې هم کولې .
پاکستان لپاره دجهاد په دوران کې دمداخلې ښه زمينه مساعده شوه او بعضې جهادي رهبرانو ته يې په پاکستان کې روزن ځايونه جوړکړي وه .
دمرستو لړۍ دپاکستان په لاس کې وه ،ځکه دراغليو مرستو ويش اوتقسيم دپاکستان په لاس کې وه او پاکستان د مرستو څخه زياته اندازه په خپل پوځ اواټومي ځواک مصرفوله.
په ١٩٨٤ کال کې په واشنګټن کې دامريکا په بهرنيو چارو وزارت کې په يومجلس کې چې تردووزرو زياتو خلک حاضر وه دامريکا دامنيت ريس برژنسکي څخه يوه پوښتنه وشوه ، چې په افغانستان کې دروس دجنګ يوقومانده اوتريوې قوماندې لاندې جنګيږي اوتاسو دهغوي په مقابل کې مجاهدين په څو صفونو وويشل؟
برژنسکي بيدون له کوم شرم څخه چې يې کړاى واى په سپينو سترګو وويل مونږ قصداً جهادي رهبران په مختلفو برخو وويشل ځکه که مونږ داکار نه واى کړى نو رهبران ددښمن سره موافقې ته ځان رسولاى شواو په دې حالت کې به جنګ بنديدلاى شو .
برژنسيکي زياته کړه مونږ په يوازې ډول داکار نه شو کولاى ، اوداکار مو دپاکستان په شراکت سره وکړ ،چې جهادي رهبران سره په خپلو کې په څوفرقو وويشو او امريکاتراوسه هم په خپله خبره ولاړدي.
پاکستان دافغانستان په وړاندې دجهادپه دوران کې دمجاهدينو سره هر راز کومکونه کړي ، هغه اموال اوکومکونه چې دامريکا متحده ايالاتو ، سعودي عربستان اونورې نړۍ دافغانستان سره کول ، زياتره يې دپاکستان داستخباراتو ادارې له خوا تقسيمېدل.
په ١٩٨٧ م کال کې په امريکا کې دافغاني عملياتو فدراسيون څرګنده کړه چې لس(١٠) ميلياره امريکاي ډالروڅخه چې دامريکا کانګرس دافغان مجاهدينو لپاره تخصيص کړي وه ، له دې جملې څخه ٤٠% يوازې دمجاهدينو په واک کې ورکول کيدلې اونورې باقي پاتې يې دپاکستاني جنرالانو اود اى اس اى دمامورينو له هضم شوي.
علت دا وه چې اى اس اى دمجاهدينو په صفونو کې يوتعداد مجاهدين خپل کړي وه ، په دې اړه دبېنظربوټو دوخت دکورنيو چارو وزير په خپل خوله ويلي وه ، چې په پاکستان کې دمجاهدينو او دبعضې رهبرانو لپاره په پاکستان کې ټريننګ ورکول کېده .
دافغانستان څخه دروسانو دوتو پرمهال په ژنيو کې يو کنفرانس داير شو او په دې کنفرانس کې وعده وشوه چې پاکستان به دافغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي ، مګر پاکستان خپله دغه وعده له پامه وغورځوله او دوباره يې په افغانستان کې خپلې مداخلې ته دوام ورکړ.
کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل نوپاکستان دنجيب الله دحکومت څخه وغوښتل چې دډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني مګر دافغانستان له لوري دپاکستان نوموړې غوښتنه ردشوه.
له دې وروسته پاکستان افغانستان ته دجلال اباد له لوري خپل عساکر راوليږل چې دماتې سره مخامخ شول.
امريکاچې ځان يې دافغانستان سره دپخواني شوروي اتحاد په وړاندې دډيرونږدې همکارانو څخه حسابوه ، خپل واک اوصلاحيت يې نوموړې پوځي ادارې (اى اس اى) ته وسپاره .
دامريکا دحکومت مشران خپل غلطي مني اوتراوسه په دې خبره اعتراف کوي چې دافغانستان په جنګ کې يې خپل واک اواختيار دپاکستان داستخباراتو ادارې ته وسپاره .
دپاکستان ولسمشر جنرال ضياالحق نه غوښتل چې دامريکا صلاحيت اواختيار دې په افغانستان کې موجود وي ، جنرا ل ضياُالحق داى اس اى ريس جنرال اخترعبدالرحمن په دې منظور مکلف کړ ترڅو داى اس اى او سي اې اى ترمينځ اړيکې وساتي اوپه سيمه کې اختيار د اى اس اى په لاس کې وساتي .
دپاکستان داستخباراتو ريس په اسلام اباد کې دامريکادسفار ت دسي اې اى داستازي هوارډهاټ سره په کتنه کې دامريکا د CIA په ادارې لاندې شرايط کيښودل.
١_ دامريکا هيڅ استخباراتي غړى اود سي اې اى مامورين حق نه لري چې د پاکستان له لارې دافغانستان خاورې ته داخل شي.
٢¬_ دسلاح ګانو ويش اوانتقال يوازې دپاکستان استخباراتي اداره کولاشي .
٣_ دسي اې اى مامورين دمجاهدينو دروزنې حق نه لري
٤_ دنويو وسلو دلارښونو لپاره دامريکا استخباراتي سازمان (سي اې ا ى) يوازې داى اس اى معلمانو ته لارښونه کوي اودسي اې اى مامورين نه شي کولاى په مستقيم ډول دوسلو پيژندنه مجاهدينو ته وکړي.
٥_ دمجاهدينو دروزلو کمپونه يوازې اويوازې دپاکستان داستخباراتو وظيفه ده اوسي اې اى په کې هيڅ حق نه لري.
دپاکستان پوځي استخباراتي ادارې اى اس اى دمجاهدينو د شجاعت نه بده استفاده وکړه اودخپلو منافعو دخوندي کولو په منظور يې استعمال کړي اى اس اى يوه بله پروسه په کار اچولې وه هغه داچې اى اس اى مجاهدين په خپلو منځونوکې په اختلافاتو کې سره اخته کړل او دروسانو دوتلو څخه وروسته يې افغانستان دجنګ په ډګر بدل کړ.
پاکستان دجهاد په دوران کې دخپل سياست څخه چې دافغانستان په وړاندې يې په کار اچولى وه اوځان يې دشوروي اتحاد په مقابل کې واکداره باله دوه اساسي اهداف اومقاصد درلودل.
١_ په افغانستان کې دروسانو دوتلو څخه وروسته دپاکستان داثراونفوذ لاندې ديو لاس پوڅي حکومت جوړول ، داسې يو حکومت چې دپاکستان تابع اوپه ټوليزه توګه دپاکستان دامرلاندې اجرات ترسره کړي ، اوهم يې په سيمه کې داستراتيژيک اقتصادي خپلول وه .
٢¬_ دويم داچې پاکستان غوښتل دپاکستان اقليت پښتانه اودافغانستان اکثريت پښتانه دځان تابع وګرځوي ، اوپه خاص ډول دافغانستان پښتون قوم ددې لپاره چې دهندپه مقابل کې خپله سيالي پرمخ بوځي سره يوځاي کوي او هم دخپلو منافعو دتامين په خاطر له دې قومونو څخه استفاده کوله.
داچې پاکستان دافغانستان دجهاد په دوران کې دخپلو منافعو دتامين په خاطر ځان طلبه پاليسي غوره کړې وه له دې څخه هيڅ سترګې نه شي پټولى .
لکه مخکې چې ورڅخه يادونه وشوه چې پاکستان ته په ا فغانستان کې دمداخلې لپاره ښه زمينه دجهاد په دوران کې برابره شوه ، نو داينده لپاره يې په افغانستان دستونزو لار پرانيستله چې په راتلونکي کې به پري بحث وشي.













دمجاهدينو دحکومت په وړاندې دپاکستان سياست :_

دروسانو دتګ څخه وروسته چې په کابل کې دنجيب حکومت واکمن وه ، پاکستان پرنجيب دکودتا طرحه پلان اويوه مياشت وروسته يي دجلال اباد له لارې دنجيب پرحکومت کودتا وکړه چې نوموړې کودتا ناکامه شوه.
دجلال اباد ترکودتا وروسته دنجيب ددفاع وزير شهنوازتڼي پرنجيب کودتا وکړه چې نوموړې کودتا هم ناکامه شوه .
ترکودتا وروسته شهنواز تڼي ته په اسلام اباد کې تودهرکلى وشو اوهمدارنګه په اسلام ابادکې ورته کور،معاش ، نوکر اوهرڅه ورکړل شو ، تڼي په خپله خوله اعتراف وکړ چې دپاکستان په اشاره يې کودتا وکړه.
دنجيب دحکومت په اواخرو کې چې دنجيب حکومت دهيواد دهرګوډ څخه په ټوليدو وه ملګروملتونو خپل استازى بنين سيوان دافغانستان لپاره واستوه ، دبنين سيوا ن څخه ډېره هيله کېدله چې دافغانستان په جنجالي حالت کې به رغنده رول ولوبوي ، دبنين سيوان په راتګ سره مجاهدين کابل ته ننوتل ،
دبنين سيوان په راتګ سره ملګرو ملتو نو سازمان يوکميسون جوړکړ اووظيفه يې ورته وسپارله ترڅو دنجيب دحکومت اودمجاهدينو ترمنځ يو مشتر ک حکومت جوړ کړي ، دپاکستان حکومت ويره درلوده که چېرې په افغانستان کې دنجيب دحکومت چې يوه قوي اومجهزه اردو لري او بل طرف ته دمجاهدينو ترمنځ چې يو قوي ځواک اونفوذ لري ، ددواړ ډلو ترمنځ يو مشترک حکومت رامنځ ته شي نو افغانان چې دپاکستان دحکومت څخه ناراضه وه نو امکان ددې وه چې دپاکستان په وړاندې يو مخالف حکومت جوړ کړي ، نوپاکستان په ډير مهارت سره دبنين سيوان پلان شنډ کړ اوناکامه کودتا يې وکړ ه .
دملګرو ملتونو استازي بنين سيوان په خپله خوله اعتراف وکړ اوزياته يې کړه چې زما دپلان سره دپاکستان دولت اوامريکا ي مسټر ټامسن مخالف دي او نه غواړي چې زما پلان په برياسره مخ په وړاندې لاړشي
پاکستان په خپل پلان شوي فکر باندې عملاً کار شروع کړ او د١٩٩٢ م کال داپريل په څلوريشتمه يې جهادي مشران دپيښور ګو رنرهاوس کې سره کيښنول ترڅو داينده حکومت لپاره سره سلا مشوره وکړ ي.


دحيرت خبره خوداده چې دکوم قانو اواصولو له مخې ديوهيواد سرنوشت دبل هيواد په خاوره کې نيول کيږي ؟
ايانوموړى حکومت به په اينده کې دهغه هيواد دملت غم وخوړلى شي؟
داټوله توطيه دپاکستان دڅارګرې ادارې له خوا جوړه شوې و ه چې مجاهدين يې په خپلو منځونو کې سر ه په جنګ واچول .
نوموړې غونډ ې جهادي رهبران ديوې ادارې په جوړول سره سلاکړ ل . او دااداره په لاندې ډول جوړه شوې وه .
__ ددولت رياست مقام دحضرت صبغت الله په مشرۍ دنجات ګوند ته
__دصدارت مقام دافغانستان داسلامي حزب ته
__دصدارت معاونيت اوداخله وزارت يې دافغانستان اسلامي اتحاد ګوند ته
__ دصدارت معاونيت اودپوهنې وزارت يې دافغانستان داسلامي حزب ته چې دمولوي خالص ترمشرۍ لاندې فعاليت کاوه وسپاره .
¬__ددفاع وزارت يې دافغانستان جميعيت اسلامي ګوندته وسپاره .
__دصدارت معاونيت اوخارجه وزارت يې دمحاذ اسلامي ګوند ته وسپاره.
__ستره محکمه يې دحرکت انقلاب ګوند ته
دپاکستان ددولت دغې موافقې افغانستان ته دبدبختۍ زانګو وزنګوله ،جهادي رهبران لا کابل ته نه رسيدلي چې په کابل کې دګوليو باران شروع شو .
مجددي صيب په دې ناراضه وه چې موافقتنامه يې ماته نه وه ښودلې او زه يې غولولى يم ،
همدارنګه استادسياف هم ورته انتقاد ونه درلودل چې په موافقتنامه کې له ماڅخه مشوره نه وه اخيستل شوې .
نوموړې معاهدې په افغانستان کې داورتنور ګرم وساته اوجهادي رهبران يې په خپلو منځونو کې په جنګ اخته کړل.
داځکه چې دافغانستان سرنوشت دافغانستان دخاوري څخه بيرون جوړشوى و ه .
دپلچرخي موافقتنامه:_
دافغانستان په داخلي جنګ کې په ١٣٧١ م کال دجوزادمياشتې په څلورمه دکابل پلچرخي په سيمه کې يوه موافقتنامې لپاره داى اس اى مشر جنرال حميد ګل ، دضياالحق ځوى اعجازالحق او دپاکستان نورلوړپوړي چارواکي رابلل شوي وه .ترڅو جهادي رهبران دخپل منځي جګړو څخه وژغوري ، مګر ددې پرځاى چې دافغانستان داخلي جنګ ته دپاى ټکى کيږدي دپاکستان څارګرې ادارې نوموړي جنګ ته نوره هم لمن ووهله او جهادي رهبران يې په خپلو منځونو کې په جنګ اخته کړل.

دمحمود مستيري په ماموريت کې دپاکستان رول:_
د١٩٩٤ م کال دجنورۍ په ٢٤دملګرو ملتونو دامنيت شورى دم م عمومي اسامبلي ته دنده وسپارله ترڅوپه افغانستان کې شته جګړې ته دپاى ټکى کيږدي .
دم م عمومي منشي بطرغالي دتونس پخوانى جمهورريس محمود مستيري ته دنده وسپارله او هم يې دافغانستان لپاره خپل استازى ونوماوه .
محمود مستيري دخپل راتګ نه دمخه دجنورۍ په ٢٧_٢٩ پورې داېران ،سعودي عربستان ، ترکيي اونورو همسايه هيوادونو له مشرانو سره ليده کاته وکړه . ميستير ي په لمړي ځل په اسلام اباد کې خپله غونډه دايره کړه اودافغانستان دهرګوډ، ګوډ څخه يې قومي استازي راوبلل ، مګر دافغانستان جمهورريس برهان الدين رباني په دې دليل خپل شتون ضروري او ښه ونه باله چې درباني رقيب جنرال دوستم په کې حاضر وه .غونډه بيدون له کومې نتيجې پرته پاى ته ورسېدله .
ميستيري ددويم ځل لپاره بيا دکويټې په ښار کې يو ه غونډه جوړه کړه او دافغانستان مشران يې ورته راوبلل شوه .
افغاني مشرانو غوښتنه درلوده چې دغونډې دويم بهير بايد دکندهار په ښار کې داير شي .
دغونډې په لمړۍ ورځ افغاني مشرانو غونډه پيل کړه او دپاکستان په استخباراتي ادارې يې کلکې نيوکې اوانتقادونه وکړل ، اوهم يې په افغانستان کې داى اس اى ښکاره مداخله وغندله او دپاکستان دولت يې دافغانستان په جګړه کې ګرم وباله .ټولو په يوه خوله ورته نيوکې لرلي ،
دغونډې په بهير کې افغاني مشرانو پلان وړاندې کړ چې سبابه په کندهارکې خپلې غونډې ته ادامه ورکوو .
داځکه چې دافغانستان مسله زمونږ خپله کورنۍ مسله ده اونه غواړو چې زمونږ کورنۍ مسله دې په يو بهرني هيواد کې حل شي .
ګډونوال ټول په يوه خوله وه اما په ناڅاپي ډول قوماندان عبدالحق دنورو ګډونوالو په خلاف څرګندونې وکړې او ټينګاريې کاوه چې غونډۀ دې بايد په کويټه کې وشي.
دحيرانيتا خبره وه ځکه څرنګه کېداى شي چې عبدالحق صيب دې په ناڅاپي ډول خپل پلان ته تغير ورکړي.
اماوروسته بيا معلومه شوه چې عبدالحق دپاکستان دڅآرګرې ادارې په خوله اوپشنهاد خپل مسير ته تغيرورکړى.
په همدې حساسو شيبو کې قومي مشران ميستيري ته راغلل اووې ويل چې دچمن په لاره ترکندهاره سخت دراکټانو بارن دى او مونږ نه شو کولاى چې کندهار ته ولاړ شو .
په ډاګه معلومه شوه چې دپاکستان سياست اومداخله دافغانستان لپاره څومره مضراوپه نقص سياست دى .
داى اس اى جاسوسي سازمان وکولاى شول چې دافغانستان په سرنوشت يوځل بيا لوبه وکړه او دافغانستان په تاريخ کې يې لويه اوکاميابه غونډه شنډه کړه .
له دې سره سم افغانستان کې دطالبانو په نوم تحريک شروع شو او وروسته به معلومه شي چې طالبان څو ک ،څنګه ، چا ، دڅه لپاره او دچا په رهبر ۍ رامنځ ته شول؟؟؟ـ

طالبان اوپاکستان :¬

پاکستان دپخوا نه په شديدډول دافغانستان په چاروکې خپلې مداخلې ته دوام ورکړ او دجهاد ددوران په تعقيب يې دطالبانو په نوم تحريک افغانستان ته راواستوه.
داچې ولې پاکستان دطالب په نوم يو تحريک رامنځ ته کړ ، علت به يې داوې چې په هغه دوران کې په افغانسان کې دداخلي جنګونو څخه دافغانستان ملت تنګ راغلى وه اوداسې يو چاته يې اړتياليدله چې دروانو ظلمونو مخه ونيسه .
بل طرف ته افغانان ددين اومذهب په نوم ځان قربانو ي نو پاکستان له دې فرست څخه په استفادې سره دطالبانو په نوم تحريک راڅرګند کړ .
دطالب نوم په اسلام کې سپيڅلي کلمات دي ځکه پيغمبر(ص) فرمايي چې العلما ورثه الانبيا.
حقيقي طالبان داسلام څخه خپل ځانونه قربانو ي او داسلام په اساساتو کې خپل ژوند ګوري.
مګر دپاکستان استخباراتي ادارې نوموړى نو م غربي نړۍ ته دترورېست په نوم وروپېژاند ه .اسلام يې ددهشت ګردۍ په نو م او مسلمانان يې دتروريستانو په نوم وروپيژانده .
اى اس اى طالبان په حساسو شيبو کې کله چې په افغانستان کې دسولې اوروغې جوړې خبرې روانې وې اوبل طرف ته پاکستان دامريکايي کمپنۍ يونيکال سره په شراکت کې ځان شريک وباله .نو اى اس اى دنومو ړې پروژې دتطبيق لپاره دطالبانو په نو م تحريک رامنځ ته کړ .
داځکه چې په افغانستان کې ديونيکال کمپنۍ لپاره دشمال له لارې دګازو اونفتو انتقال ګران کړى وه ، نو پاکستان اوامريکا ديونيکال کمپنۍ لپاره دکندهار لار مرکزي اسياته ښه لار وبلله .
د١٩٩٤ م کال داکتوبر په ٢٩ دپاکستان يو کاروان چې غوښتل ې ځان مرکزي اسيا ته ورسوي ،البته دغه کاروان دديرشو موټرو څخه تشکيل وه چې دواګانې اونو رخواراکي مواد پ کې ځاى پرځاى وه ، مشري يې دپاکستان پخواني داخله وزيراو دطالبانو بنسټ ايښودونکى نصيرالله بابر کوله .
په لاره کې دتخته پلًُ په سيمه کې نوموړى کاروان دامير لالي اومنصور اڅکزي له خوا ترډزولاندې راغى .
دپاکستان داستخباراتو مشهور غړى جنرال امام ملابورجان اوترابي ساته . دډزو په جريان کې دنصيرالله بابر دکاروان دساتلو په منظور يو څو تنه دملاعمر په نوم چې پنځۀ ديرش کلن ځوان وه او ددې تحريک مشري يې کوله راپيداشول.
دطالبانو تحريک يونيکال کمپنۍ ته نجات ورکړ او داميرلالي ډلې فکر کاوه چې دفاع دپاکستان دپوځ له خو اترسره شوې له سيمې وتښتېدل ، مګر وروسته بيامعلومه شو ه چې دطالبانو په نوم تحريک ديونيکال دکمپنۍ دژغورلو لپاره راغلى.
طالبانو امير لالى ونيوه اودخپلو جنګياليو سره يې يوځاى دعامو خلکو ترمخه دټانګ دخولې پورې وځړول .
پاکستان په طالبانو کې خپل لوى هدف ديونيکال کمپنۍ کاميبدل ليدل ‌.نوځکه يې دکندهار هرات له لار ې مرکزي اسياته ديونيکال کمپنۍ لپاره طالبان راڅرګندکړل.
دطالبانو پروسه دانګلستان ، امريکا ، سعودي عربستان اوپاکستان په مرسته رامنځ ته شوله .
ديونيکال کمپنۍ يوه امريکايي کمپنۍ ده چې مرکزيې امريکا دکليفورنيا په ښار کې دى . نوځکه امريکا طالبانوته خوښمنه وه .
انګلستان دمرکزي اسياسره دامريکا په شان ورته قراردادونه لاسليک کړي وه او ددې قرارداداونو لاسيلکول يوازې اويوازې دنفتي موادو لاس ته راوړل وه ، انګلستان پوهيده چې په افغانستان کې امنيتي وضع ښه نه ده نو دوضعې دښه والي په منظو ر يې دطالبانو څخه حمايت کاوه .
پاکستان ځکه طالبانو ته ليواله وه چې په افغانستان کې يو لاس لاندې حکومت بايد شتون ولر ي اوله بل لوري پاکستان ديونيکال کمپنۍ سره شرکت درلود ، نو اړينه وه چې پاکستان بايد په افغانستان کې داسې يو حکومت رامنځ ته کړي چې ديونيکال کمپنۍ دتيلو اوګازو دانتقال لپاره زمينه مساعده شي.
دطالبانو په اړوند دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بينظير بوټو دفرانسې دلوموند مجلې سره په يوې مرکې کې وويل( طالبان انګلستان په پشنهاد اوفکر،دامريکا په مديريت، دسعودي عربستان په مالي مرسته اوماياني پاکستان ورته اسباب برابرول.)
همدارنګه داى اس اى پخواني ريس جنرال حميد ګلُ دناروې ديو تجارتي تلويزيون سره ديوې مرکې په ترڅ کې دپوښتنې په ځواب کې ايا پاکستا ن له طالبانو سره مرسته کوي وويل (زه په دې ډير افتخارکوم چې طالبان مونږه وروزل او دخپلو اهدافو لپاره موطالبان افغانستان ته وليږل.حميدګل ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې اوس هم ايا پاکستا ن دطالبانو سره مرسته کوي يانه؟
حميدګلُ زياته کړه افسوس چې دپخواپه شان موکولى شواى )
داچې دپاکستان لوړپوړې چارواکي په دې خبره اعتراف کوي چې طالبان پاکستان وروزل او افغانستان ته يې دخپلو اهدافو لپاره وليږل هيڅ شک په دې کې نشت چې طالبان دپاکستان يوه پروسه وه .
دطالبانو په ظهورسره دامريکا دبهرنيو چارو وزارت رابين رافييل خپل بيان دطالبانو په اړه داسې روښانه کړ.
طالبان په افغانستان کې دسولې کوترې دي او امريکاچې ديونيکال کمپنۍ په اړه يې انديښنه درلوده دطالبانو په راتګ سره ليرې شوه .امريکا غواړي چې طالبانو سره ديونيکال کمپنۍ دحفاظت په بدل کې مالي مرستې وکړي .
دطالبانو درامنځته کيدو په منظور دپاکستان لومړۍ وزيري په ١٩٩٤ م کال کې دخپل پلار مشاور نصيرالله بابر دکورنيو چارو وزير په توګه اومولانا فضل الرحمن يې دملي شورا دخارجه چارو دکميټې دريس په توګه وټاکل .دواړو (بابر اوفضل الرحمن ) دکرنيل امام سره چې اصلي نوم يې سلطان امير وه دطالبانو دپروژې په جوړولو کارپيل کړ ، درې واړه (کرنيل امام، بابر ،فضل الرحمن) دطالبانو دپروژې طراحان بلل کيږي .
مو لانافضل الرحمن دطالبانو دپروژې پرمخ بيولو لپاره غربي اوعرب هيوادونو سفرونه پيل کړل ،ترڅو له يادو هيوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کړي .
دامريکا مرستې ١،١ مليارده امريکايي ډالره وي چې مولانا فضل الرحمن ته يې دطالبانو دتشکيل لپاره ورکړيوه .
فضل الرحمن دطالبانو لپاره په پاکستان کې ديني مدرسر پرانسيتې .

داچې ديني مدرسې داسلا م اساس اوبنياد جوړوي او همدغه ديني مدرسې دي چې اسلام ته يې ښکلا وربخښلې .
مګر مولانافضل الرحمن د دېني مدرسو څخه ديوداسې الې په توګه استفاده کوي لکه يوڅوک چې په يوې چړې خپل ځان يوه ميوه سپينوي او بل نفر په همدې چړې په خيټه کې وهي .
مولافضل الرحمن دطالبانو دکومک اومرستې په ملاتړ د١٩٩٥ م کا ل په اوي دديني مدارسو څخه په سلهاو تنه طالبان اماده کړل او دطالبانو ليکو ته يې دجنګ په خاطر وليږل.
همدارنګه اى اس اى دطالبانو لپاره مسلکي اشخاص دطالبانو ليکو ته وليږل و، او طالبانو په ډير سرعت سره دهرات شينډ نډ وروسته کابل په ډېره اسانۍ ونيوه.
طالبانوځانته جلا اهدا ف درلودل چې په لاندې ډول دي .
١¬ __دطالبانو تحريک په افغانستان کې دملګر وملتونو دسولې پروسې ته داسې دماتې ګذار ورکړ چې بيا يې څوک نوم په خوله تراخره وانخلي. يعني طالبانو دمحمود ميستري پروسې ته چې دسولې پروسه يې مخ په وړاندې بيوله شنډه کړه.
٢__ دطالبانو تحريک دپاکستان دفارورډ پاليسۍ په شکل مزاري چې دايرانيانو پلوي وه دايرانيانوله نفوذ سره سره يې دپاکستان اورباني په ګټه له منځه يوړه .
٣__ دطالبانو سره په لومړي قدم کې رباني اوسياف خپل ملاتړ اعلان کړ او په کندهارکي يې خپلو قوماندانانو ته امر وکړ چې دطالبانو سره دې جنګ نه کوي ، هماغسې وشو ل اوطالبان ترکابله راورسيدل .
درباني اوسياف مطلب په دې کې وه چې په طالبانو خپل رقيب حکمتيا ر له منځه يوسي اوهماغسې وشول ، اما کله چې رباني دطالبانو سره دصلحې خبروته زمينه برابره کړه ، طالبانو له رباني څخه داسې غوښتنه وکړه چې هغه رباني لپاره قابل دقبول نه وه .چې دهغې له جملې څخه يې درباني دقواو خالي سلاح کول وه .
په لنډ ډول داچې طالبانو دسياف اورباني په ګټۀ حکمتيارته ماتې ورکړه .
٤__طالبانو په افغانستان کې په ملي وحدت کې يو لوى درز واچوه ، هغه داچې طالبانو په شمالي ولايتونو کې دهزاره ګانو اوشيعيه ګانو په وژلو پښتون قوم ته دايمي شخړه اودښمني پريښوده .
٥_ دطالبانو جګړه په لمړي قدم کې دامنيت دښه والي پرنو م روانه وه ، البته دابهير دکابل ترنيول کيدو پورې روان وه ، اما کله چې طالبانو کابل ونيوه بياطالبانو خپل جنګ ته دتعصب په سترګه کتل او شمالي ولايتونو کې يې دتعصبي جنګ څخه استفا ده وکړه .ددې په تعقيب يې په شمالي ولايتونو کې په عام وژنه لاس پورې کړ . چې داجګړه طالبانو دافغانستان قوم ته دتل پاتې دښمنۍ په شکل پريښوده .
٦_طالبانو دپاکستان استخبارتي ادارې اى اس اى ته په افغانستان کې دمداخلي مشروعيت وربخښه .
مولافضل الرحمن او نورو مذهبي ډلو په افغانستان کې دپاکستان مداخله دافغانستان دملت دساتنې په منظور مباح وګرځوله.
٧_طالبانو دامريکااوپاکستان په خوله دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې دطالب نوم ددهشت ګرد او داسلا م څخه يې دنړيوالو کرکه اونفرت پيداکړ.
طالبانو دپاکستان لپاره په ازاده ډول دمداخلې لار پرانيسته .
طالبانو د٢٠٠١ م کال پورې په افغانستان کې حکومت وچلوه او دسپټمبر په ١١ چې په امريکا کې دنړېوال تجارت بلډنګونه رانسکورشول ، پړه يې پرطالبانو واچول شوه او په افغانستان کې دامريکا په ملاتړ يونوى دولت دامريکا ديرغل اواستعمار لاندې منځ ته راغى









دافغانستان داوسني دولت په وړاندې دپاکستان سياست :_

دپاکستان دولت پس له طالبانودرژېم څخه دافغانستان په وړاندې دوه مخى سياست غور ه کړ ى .
په افغانستا ن کې نړيوالې قواوې شتون لري او پاکستان ددې قواو شتون پاکستان لپاره يوجدي خطربولي .
داچې پاکستان دامريکا ا اونړيوالې ټولنې سره دتروريزم په نوم جنګ کې ځان نږدې دوست شميري نو دامريکا اونړيوالې ټولنې څخه په دکال درې ميلياره ډالره ګټه اخلي .
پاکستان باندې دافغانستان دولت داتور لګوي چې دافغانستان دولت دوسله والو مخاليفينو سره مالي اونظامي مرستې کوي .
اما پاکستان تل دافغانستان نيوکې بې اساسه بولي ، افغان دولت يوازې نه بلکه نړيواله ټولنه اوس هم دافغانستان ناامني پرپاکستان وراچوي.
دافغانستان داوسنۍ ادارې اودپاکستان حکومت ترمنځ يو مطبوعاتي جنګ روان دى اودواړه لوري يو بل ګرموي .
دډيرو خبرو وروسته دواړه هيوادونه په دې سلاشول چې ديو ګډ کميسون له لارې دامريکا په شمول خپل منځي اختلافات حل کاندي.

پاکستان داوسني بحران پړه دافغانستا ن دملي امنيت په ادارې وراړوي او دافغانستان دملي امنيت اداره ګرمه بولي .
له ډېر وخبرو وروسته دواړه هيوادونه په دې سلاشول چې ديوې جرګې له لارې به خپل مشکلات حلوي ، په همدې منظور يې د١٣٨٦ ه ش کال داسد په مياشت کې ددواړو لوريو لو يه جرګه راوبلل شوه .
جرګې پريکړه وکړه چې له دې وروسته به مشکلات په ګډه حلو ي. او يو پربل به بې ځايه تورونه نه لګوي.
مګر داچې دپاکستان دولت تل دافغانستان په ضدسياست جوړوي ، جنرال پروېز مشرف دبن په کنفرانس کې دپښتنو څخه طرافداري اعلان کړه ، اما لږه موده وروسته مشرف په لندن کې يو مطبوعاتي غونډې ته پښتانه دطالبانو القاعدې په مرسته تورن کړ .
دمشرف له څرګندونو څخه په ډاګه معلوميږي چې غواړي دافغانستان په کورنيو چارو کې خپلې مداخلې ته دوام ورکړي .
دافغانستان ددولت مامورين په لاس اسناد لري چې دپاکستان دولت دافغانستان دوسله والو مخالفينو په کومک اومرسته کې ازاد لاس لري .
همدارنګه افغان دولت ادعالري چې په کويټه ،پيښور او وزيرستان کې دوسله والو مخالفينو پټنځآيونه وجودلري.او په پټه توګه دمخالفينو سره مرستې کوي.
پاکستان دولت په ويره کې دى ځکه افغان دولت دهند ددولت سره ښې اړيکې لري اودااړيکې دپاکستان لپاره قابل دقبول نه دي.
دپاکستان اوافغانستان دولت په خپل تاريخ کې کله سم اوکله ناسم روابط درلودل مګر ددواړو دلتو نو لپاره ښه داده چې دخپلو ستونزو داوارولو لپاره لاس يو کړ ي اوددې پروپاګنډاڅخه لاس واخلي
افغانستان اوپاکستان دواړه دوست اسلامي هيوادونه دي نو دواړه لوري بايد خپل مسؤليت درک کړي ترڅو دواړو لوريو ته پښتون قوم دسوکالۍ اوارام ژوند خاوندان شي.























دهندوستان په وړاندې دپا کستان سياست

که دپاکستان اوهنددستان شاليد ته وکتل شي او ددواړو هيوادونو بهرني سياست ته ځيرشو نو هم پاکستان او هم هندوستان يعني ددواړو هيوادونو تر مينځ روابط خراب او يودبل په مقابل کې يې سياست تر جګړې رسېدلى .
دهندوستان هيواد دپاکستان نه يوه ورځ وروسته يعني د١٩٤٧ م کال داګست په ١٥ دانګلستان څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه
دهندوستان اوپاکستان هيوادونو جدا کيدل دمذهب په اساس صورت موندلى . يعني هغه منطقې چې دمسلمانانو اکثريت وه هغه سيمې دپاکستان په نوم او هغه سيمې چې هلته دهندوانو او غير مسلم اکثريت وه دهندوستان په نوم ونومول شول.
داچې دپاکستان سياست اوخارجي اړيکې دهندوستان سره ولې خرابيږي اوتراوسه يې په خپلو منځو نوکې شخړې ندي هوارې شوي ډيرى سياستوال اودتاريخ ليکونکي ددواړو هيوادونو پرمينځ دکشمير کړکيچنه سيمه په ګوته کوي . چې اوس يې دسرې تبۍ بڼه غوره کړې .چې په راتلونکې کې به پرې په مکمله توګه بحث وشي.
_ بله موضوع چې پاکستان يې دهندوستان لپاره ښه نه ارزوي اوتل په هندوستان تور لګوي هغه دپاکستان څخه دخنيځ پاکستان ( بنګلاديش ) جداکېدو کې دهندوستان لاس وه.
_ همدارنګه هندستان بالمقابل ادعا لرې چې پاکستان ترهګرو ، او دهندوستان ضد عناصرو سره کومک او مالي مرستې کوي ،عملي روزنه ورکوي او په کشمير کې يې دهندستان پرضدجنګوي.
_پاکستان له بل لوري ځان په خطر کې ګوري اوهندوستان ګرم بولي چې په افغانستان کې يې ( قندهار،جلال اباد) کې قونسلګرۍ جوړې کړي او دبلوچستان ازادي غوښتونکو(blo_ balochistan liberation organization ) سره کومکونه کوي ترڅو دپاکستان دولت نه دبلوچستان ايالت خپلواکي واخلي.
په هر حال دواړو هيوادونو يوبل ته په جدي ډول ګواښونه کړي ټول يې دکشمير پر سر کړي.
کشمير په سيمه کې دکړکيچ اوجنجالونو شاهده سيمه ده نولازم بولم ترڅو دکشمير پرسر چې دواړ ه هيوادونه يې دجنګ تر پولي راښکلي يوڅه رڼا واچوم.
لومړى پراګراف: _ دکشمير جغرافيايې موقيعت
دکسمير دره يو زړه راښکومکي ،ښايسته اودطبيعي مناظرو له کبله يې په ټوله نړۍ کې ډير شهرت موندلى .په کشمير کې جګ غرونه، ببر ځنګلونه.،دسړواوبورودونه ،معدني چينې…………………. هغه څه دي چې ځانته يې دسيلانيانو دتوجه وړ ټکى ايښى .
دکشمير په هکله دمغلودوخت باچا جهانګير ويلي وه که دځمکې په سر جنت واى هغه به دکشمير سيمه وه.
جيولوجستان په دې فکر دي ، سل(١٠٠) ميلونه کاله دمخه دکشمير دره دولاړو اوبو يو ستر ډنډ وه ، چې دساتي سر(sati sar ) په نوم ياديده يعني ( دښځينه سمندرګي) معنى يې ورکوله .
دکشمير درې شمال لور ته دچين ولسي جمهوريت دسيکيانګ ايالت اودافغانستان دبدخشان پامير پروت دى ، ختيځ لور ته يې تبت ، جنوب لورته يې دهندهيما چل پرديش ايالت اولږ څه دهند دپنجاب سره پوله لري، لويديځ ته يې عمدتاْْ دصوبه سرحد ايالت اودپاکستان دپنجاب ايالت سرحدلري.
په دې حساب کشمير دافغانستان ، هندوستان، پاکستان اوچېن ترمينځ پروت دى.
دهندوستان تقسيم نه وروسته کشمير په دوه برخو وويشل شو .
په اوس وخت کې دکشمير يوڅه برخه دچين دولت پورې تړا ولري چې په اوس وخت کې داوسني کشمير پورې اړه نه لري.
١ __ دهندوستان برخه کشمير چې ٤٦% دهند سره ده ، ددې خاورې مساحت ١٠١٠٠٠کيلو مترمربع کيږي ، او داسيمې عبارت دي له ازادکشمير، جمو، لداخ
٢__ دپاکستان برخه کشمير چې ٣٥% کيږي اودابرخه پاکستان په خپل واک کې بولي، ددې خاورې مساحت ٧٨٠٠٠ کيلو متره مربع کيږي ، چې داسيمې عبارت دي له ازادجموکشمير، ګلګيت ،

دکشمير پاتې نوره برخه دچين سره ده . چې دهندوستان اوچين ترمينځ په ١٩٦٣م کال کې جګړه وشوه اوغې جګړې چين ته خپلې برخې وربېلې کړې چې هغه سيمې اکساى چين ، شکسام دره ده
دپاکستا ن ترولکې لاندې کشمير دوه برخې لري يوه يې ازاد جمو اوکشمير نوميږي اوبله يې شمالي علاقه جات دي .
ازاد کشمير جدا پارلمان ، اساسي قانون، جدا حکومت لري خوسره له دې يې هم د دپاکستان دمرکزي حکومت له خوا اداره کيږي .
دوهم پراګراف:_ دکشمير پر سر جګړې.
کشمير دهندوستان اوپاکستان ترمينځ داشيدونکي ديګ ‌(boiling pot) شکل غوره کړى .
دپاکستان اوهندوستان دازادۍ نه دمخه انګرايزانو دهند لويه وچه په ايالتونو ويشلې وه اوددغو ايالتونو شمېر ٥٦٥ ته رسېده .
اصلاَ ستونزه دهمدغو ايالتونو څخه منشا ً اخلي ، انګريزانو د١٩٤٧م دجون په ١٧ مه کله چې په اروپا کې نړيوال جنګ پاى ته ورسيده نو دانګلستا ن پارلمان يوه پريکړه صاده کړه چې هر ايالت کولاى شي که وغواړي دپاکستان سره يوځاى کيږي او که وغوا ړي دهندوستان سره يوځاى شي يواختياري مسلًه ده.
ولې داخبره ګونګه پريښوده چې کوم ايالت به دچاسره ګډون کوي ؟ اويابه خپلواک پاتې کيږي ، دکشمير مسلًه په همدې ځاى کې ګونګه پاتې شوه اوبرخليک يې يونامعلوم اينده ته پريښودل شو.

١__ د١٩٤٧ م کا ل جګړه:_
پاکستان دنوموړې جګړې لپاره دقبائلي سيمو څخه يومنظم لښکر جوړکړ اودازادۍ نه يې دوه مياشتې وروسته په ١٩٤٧ داکتوبر په ٢٢ مه په کشمير باندې دکوهاله په لارحمله وکړه ، پاکستاني لښکرې تر مظفراباد ه پورې ورسيدې اودهندوستان خکومت ته يې زيات تلفات واړول.
دپاکستان حکومت ادعا کوله چې پيرى زمونږ پوځ نه بلکه داړه مارو قبايلو (raiders) کړى اوپاکستان حکومت کومه ملامتيا نه لري. پداسې حال کې چې پدغه جګړه کې پاکستاني پوځيانو په مستقيمه توګه برخه لرله.
په دې ترتيب سره دکشمير لانجه تر ١٩٤٨ م کال پورې وځنډېده ، په همدې کال کې دهندوستان حکومت دمسًلي دحل لپاره د م م ( ملګروملتونو دامينت شورى ته وړانديز وکړ ، دم م امنيت شورى ددې مسًلې دحل لپاره يو کميسون جوړکړ چې د
The Unite Nation commission for India and Pakistan ترعنوان لاندې دموضوع دحل لار وګوري.
نوموړي کميسون د اګست په ١٣ يوپريکړه ليک تصويب کړ چې لاندې مادې يې درلودې.
١__ ديو سملاسي اوربند ټينګول
٢__ پاکستان بايد خپل پوځ له کشميره وباسي.
٣__ هند اوپاکستان بايد دجمواوکشمير موضوع دکشمير دخلکو دازادې ارادې ټاکلو ته پريږدي، ترڅو دکشمير خلک په خپلې ازادې ارادې سره سرنوشت وټاکي.
اوهمدارنګه دواړه هنوادونه د م م دامنيت شورى له کميسون سره خبرو اترو ته کيښني اود يو واضح اوعادلانه تفاهم له لارې مسًلې ته دحل ټکى کيږدي .
په خلص ډول ويلاى شو چې د١٤٧_١٩٤٨ م کال جګړه اولانجه دهندوستان اوپاکستان ترمينځ د م م دمينځ ته راتګ په واسطه حل شوه ، ولې نوموړي کميسون په خپلو کړنو کې پاتى راغى ، ځکه دکشمير خلک د کميسيون دريمې مادې په اساس خپلې ازادې ارادې ته پرينښودل شول.

٢__ د ١٩٦٥ م کال جګړه:
هنداوپاکستان د١٩٤٧ کال جګړې نه وروسته په دوهم ځل په ١٩٦٥ م کال کې په وسله واله جګړه لاس پورې کړ ، چې داجګړه هم دکشمير دلانجمنې سيمې پرسروه ، البته دجګړې ترمخه دواړو هيوادونوته د م م کميسون له خوا يو پريکړه ليک هم صادر شوى وه مګر لوريو هيوادنو نوموړي پريکړه ليک ته کو خاص درناوى ونه کړ.
جګړې دوام وموند بلاخره دواړ و هيوادونو دکنټرول لاين څخه خپل پوځونه پر شا کړل او جګړه ختمه شوه .
ديادونې وړ ده چې دپاکستان پوځ پدې جګړه کې داستشهادي عملياتو څخه هم ګټه اخيستې وه نوځکه پاکستاني پوځ په لږ تعداد سره دهندي ځواکونو مقابله وکړه ، ليکوالان په دې اند دي چې جګړه کې دهند عساکر زيات وه مګر دپاکستان کمو عساکرو دهند په وړاندې دفاع وکړه اوجګړه کې پاکستانى لورى سوبمن بولي.

٣__ دکارګېل جګړه
په ١٩٩٩ م کال کې پاکستاني اوکشميري پوځونو دهند تر ولکې لاندې کشميرباندې دجمواوکشير په سيمه حمله وکړه ،
معمولاَ په دې سيمه کې دکنټرول کرښې ته نژدې دهند دسرحدي ساتونکو لپاره دژمي په ساړه موسم کې داناممکنه و ي چې دغرونو دلوړو څوکو سنګرونه وساتي چي ٦٠٠٠ متره ارتفاع لري نو په دې سبب لاندې راکوزيږي .
پاکستاني پوځونو له دې موقع نه ګټې اخيستنې سره دکارګيل دغرونو لوړو څوکو ته وختل اودهندي پوځيانو خالى شوي سنګرونه يې ونيول ، اوله دې ځايه يې دلي(Le) اوسرينګر ترمينځ لويه لاره تد خپلې ولکې لاندې راوستله .
کله چې دغر لار ددوي دوسيلې ترواټن لاندې راغله نو هدف دا وو چې دلداخ اوکشمير وادې ترمينځ دايوازينۍ ارتباطي لار پريکړي اوورپسې دکشمير په دره باندې ورودانګي .
دې ټکي دهند حکومت توجه ځانته واړوله اوخپل پوځ يې منظم کړ ترڅو دپاکستان دپوځ مقابله وکړي.
دامريکا متحده ايالتو دوخت جمهوررئس بل کلنټن داويره درلوده چې ددواړو هيوادو نو دجګړې په نتيجه کې په سيمه کې يو اټومي وسله واله نښته ونشي نو دواړو هيوادونو باندې يې فشار راوړ چې خپل پوځونه دکنټرول د کرښې وباسي، هماغه وه چې دبل کلنټن دغه فشار ددواړو هيوادونو په مشرانو اغيز وکړ او خپل قوتونه يې دکنټرول دکرښې څخه پر شا کړل.
کله چې ددوا ړو هيوادنو ترمينځ جګړه نښتې ته نژدې وه هندوستان دپاکستان څو تنه پوځيان يرغمل ونيول ، دپلټنې څخه وروسته دا په ډاګه شوه چې په يرغمل شويو پوځيانو کې څو تنه افغانان هم وه ، چې پاکستاني عساکرو دپيسو په مقابل کې دهند په وړاندې جنګول.

ددې جګړو ترڅنګ دپاکستاني اوهندي پوځونو څو واره اخ وډب شوى ، او ګڼه مرګ ژوبله يې دواړو لوريو ته اړولې چې اوس هم کله ناکله دډزو تبادله صورت نيسي.
يادونه :
ددواړو هيوادونو ترمينځ دتشنج او کړکيچ بله اصلي نقطه دابريښي ، کشمير داوبو زيرمه ده اودپاکستان لپاره درودونو اصلي سرچينه ده بالخصوص داباسين دمرستيالانو سرچينه بريښي ، او داسرچينې دهندوستان په ولکه کې دي ، نو پاکستان داويره لري چې دضرورت په وخت کې هندوستان دازيرمې په پاکستان بندې نه کړي او دپاکستان ټولې حاصلخيزې ځمکې وچې نه شي .
په حقيقت کې دې صلاحيت چې هندوستان ته په طبيعي ډول ورکړل شوى پاکستان ته زياته دانديښنې وړده . ممکن يو وخت هندوستا ن له دې صلاحيت څخه دپاکستان په وړاندې استفاده وکړي.
اګر چې ددواړو هيوادونو ترمينځ په ١٩٦٠ م کال کي داوبو پر سر تړون لاسليک شوى اما کومه عملي بڼه يې نده خپله کړې .
په هر حال دپاکستان اوهندوستان ترمينځ دکشيمېر پر سر درې وادې وسله واله نښته شوې ، او ددواړو هيوادونو راوبط د کړکيچه ډک روابط دي .
اما اوس به راشو دې ټکي ته ايا دغه کړکيچنه موضوع کومه دحل لار لري يانه؟ دواړه هيوادونه سره ددې چې داټومي وسلې خاوندان دي ايا دي ته به غاړه کيږدي چې دکشمير غوندې دجنجاله نه ډکه سيمه سره ووېشي ؟
دکشمير حل به دپاکستان اوهند وستان له نظره وڅيړو اوددواړو هيوادونونظريات به تر بحث لاندې ونيسو.
دريم پرګراف __ دکشمير په اړه دهندوستان دنظر ټکي.
هندوستان دکشمير دحل لپاره لاندې ټکي وړاندې کوي.
١__ دجمواوکشمير ايالت دهندوستان داساسي قانون د٣٧٠ مې مادې دحکم له مخې يوخودمختاره ايالت دى .
٢__ پاکستان دم م دامنيت شو رى د١٩٤٨ م کال دپريکړه ليک ددريمي مادې په اساس خپل پوځ او عامه اداره له کشميره وباسي.
٣__ هندوستان ددوو قومونو نظريه نه مني کوم چې پاکستان لپاره بنيادجوړوي.
٤__ هندوستان اونورډيرى هيوادونه په پاکستان تورلګوي چې اکثره هغه څوک چې په کشمير کې دهندوستان په وړاندې جنګ کوي او هغه ډلې چې په کشمير کې په ورانکارو عملياتو لاس پوري کوي ، اول خو ټولې ډلې پاکستانيان د ي ، چې دپاکستان ترولکې لاندې کشمير سره اړه لري .
بل داچې پاکستان په خپله ددولت په کچه ددولت پال تروريزم(state sponsored terrorism ) خاصيت لرونکى هيواددى.
٥__ هندوستان وايي ، پاکستان سره له دې چې يو اسلامي مملکت دى مګر په ١٩٧١ م کال کې يې دبنګلاديش په جداکيدو سره په عام وژنه (genocide ) لاس پورې کړاوجنرال يحيى خان ديونړيوال مجرم په حيث پيژني.
٧__ دهند حکومت وايې چې پاکستان نه غواړي دکشمير مسًله حل شي . اوديو انحرافي تکتيک په توګه دکشمير دموضوع څخه استفاده کوي ترڅو دنړيوالو او خپلو خلکو پام دشته ستونزو چې هم دبهرنيو ستونزو او هم دکورنيو ستونزو سره لاس اوګريوان دى ځان يوې خواته ګوښه ونيسې .
٨¬¬__ هندوستان دپاکستان له لوري دکشمير لانجه چې پاکستان يې يو ه مذهبي جګړه بولي ، هند ورسره موافق نه دى . ځکه هندوستان کې دټول پاکستان څخه زيات مسلمانان شتون لري .
په ټول پاکستان کې ١٣٥ميلونه مسلمانان ژوند کوي حال دا چې هندوستان يو سيکولر هيواد دى او ١٥٠ ميلونه مسلمانان په کې اوسيږي
يعني په دې حساب سره هندوستان دپاکستان دبنيادۍ نظريه نه قبلوي.
هندوستان ديته ورته نور تورونه هم لګوي او وايي چې دپاکستان له لوري کشمير ته غير قانوني وسلې راوړل کيږي ، او هغه څوک روزي اوملاتړ يي کوي چې په ظاهره دازادۍ جنګيالي(freedom fighters ) دي ، ولې په عمل کې بيا په زوره پيسې اخلي ، بانکونه لوټوي اوداسې نور تخريبې اعمال ترسره کوي.
دهندوستان يو بل تور دمثال په ډول راوړوو چې په کال ١٩٩٩ ددسمبر په مياشت کې دکشمير جنګياليو دهندوستان يو الوتکه (Indian Airline ) هوايي شرکت وتښتوله ، دنوموړې الوتکې تښتونکو دهندوستان ددولت څخه دخپلو مشرانو دخوشې کېدو غوښتنه کوله چې دهندوستان دحکومت سره بنديان وه .
په خلص ډول ويلاى شو چې هندوستا ن په پاکستان باندې ډېرې نيوکې لري چې نه غواړي دکشمير مسًله دې حل شي .
څلورم پراګرف : دکشمير په اړه دپاکستان دنظر ټکي.
پاکستان هم دکشير پر سر يو لړ نيوکې لري چې په لاندې ډول دې.
١__ له هغه ځايه چې دهندوستان ويش دهندو_مسلمان دنظريي په اساس رامنځ ته شوى او پاکستان ددغې نظريې په بنيادجوړشوى ، چون کشمير کې اکثريت مسلمانان دي پاکستا ن په دې باور دى چې که چيرې کشمير کې انتخابات ترسره شي نو تقريباً ټول کشميريان دپاکستان لپاره رايه اچوي . او په دې ډول کشمير په هيڅ ډول دهندوستان برخه نه ده .
٢__ هندوستا ن دم م پريکړې درناوى نه کوي او دکشمير خلکو لپاره ازادو انتخاباتو زمينه نه مساعدوي او ويره لري که چېري انتخابات تر سره شي نو دکشمير خلک دپاکستان سره ودريږي .او په دې ډول به کشمير دپاکستان برخه جوړه شي.
٣__پاکستان وايي چې دهندوستان حکومتي چوکۍ دهندوانو په لاس کې دي او دسياسي نظام يې پر سيکولر نظريه ولاړدى ، او مسلمانان په کې په اقليت سره ژوند کوې . چې په دې ډول دهند حکومت پرمسلمانانو باندې ظلم اوتيرى کوي.او دهند حکومت دمسلمانانو په شکنجه کولو ګرموي.
٤__پاکستان ادعا لري چې دهندي ځواکونو دظلم اوفشار په نتيجه کې دکشمير خلکو وسله پورته کړې اوپاکستان له هغو ډلو سره چې دهندوستان دحکومت دفشار او ظلم په وړاندې وسله پورته کوي ، يوازې يوه اخلاقي اومعنوي مرستې کوي.
٥__ پاکستان ادعا کوي چې هندوستان هندواله پالي او په حقيقت کې غواړي چې پاکستان له ستوني تير کړي او يو لوى واحد هندوستان رامنځ ته کړي.
٦¬¬__پاکستان ادعا لري چې دپنجاب ايالت ټولې اوبه دکشمير له درې څخه بهيږي او که هندوستان دغه اوبه بندې او يايې ډب کړي نو دپنجاب ايالت به په يوه لويه وچه بيديا بدل شي .
دپورته بحث څخه معلومه شوه چې دواړه هيوادونه يو دبل په مقابل کې کلکې او سختې نيوکې لري . اويوبل ته درضايت سر نه ښوروي ، له دې څخه داسې معلوميږي چې دواړه هيوادونه دحل وروستي پړاو ته ندي رسيدلي .
که حقيقت ته وګورونو په واقعي ډول دکشمير حل يوه ناشونې خبره ده ځکه دواړه هيوادونه يو دبل په مقابل کې خپلې غوښتنې مشروع بولي اوهريو مقابل لورى ګرموي.
مګر بياهم يو څه هڅې شوې ترڅو دکشميرلانجه حل کړي.
يو له دغو هڅو څخه کله چې په امريکا کې نړېوال بلډنګونه ونړيدل او دنړۍ پام ددوي په اصطلاح دترهګرو په لوري ولګيد نو امريکا پريکړه وکړه ترڅو په هند او پاکستان باندې فشار زيات کړي او په سيمه کې دجنګ مخه ونيسي .
دامريکا متحده ايالاتو د٢٠٠٢ م کال دجون په ١٥ په هندوستان اوپاکستان فشار زيات کړ ترڅو دکنټرول دکرښې په خپلې قواوې شا ته کړي او دسيا چېن له يخچالونو څخه هم په شا شي .
البته دا لومړى ځل وه چې دا ډول عمومي اوربند ددواړو اټومي قوتونو هيوادونو له لوري پس له ١٥ کالو څخه لاسليک شو.
پاکستان هم په ٢٠٠٤ م کال کې په خپلو کشميري اورپکو زور واچاوه ترڅو داوربند درناوى کړي.

ايا دکشمير مسًله دحل لارلري؟
که چېرې دکشمير پرسر ددواړو هيوادونو شاليد ته وکتل شي نو سړى په يوداسې تصور کې غورځوي چې دکشمير مسًله هيڅ نوعه دحل لار نه لري ،مګر سره ددې بياهم بعضې لاري شته چې دکشمير غوندې لانجمنې مسًلې ته دحل ټکى کيږدي.

١__ خپلواک او مستقل کشمير.
يووړوکى اوخپلواک کشمير دکشمير ددرې او دپاکستان ترولکې لاندې کشمير نه منځ ته راتلاى شي ، چې مساحت به يي ٢٨٥٠٠ کيلو متر مربع وي .
په داسې حال سره به شمالې علاقه جات پاکستان ته پاتې شي ، جمو اولداخ به له هند سره پاتې شي . البته دجمو ځينې جنوبي ضلعې چې دمسلمانانو اوسيدونکي يې اکثريت جوړوي ممکن له خپلواک کشمير سره يوځاى شي .
دادکشمير دلانجې يوه شونې لارده ، مګر ګرانه خبره ده چې دواړه اټومي سيالان دې داسې دحل لار ته غاړه کيږدي.
٢__ دموجوده حالت ساتل The status que

ددواړو هيوادونو ترمينځ دکنټرول کرښه Line of control په رسميت پېژندلو ممکن هندوستان موافقه وښايي ،
همدارنگه انګلستان ، امريکامتحده ايالت هم دداسې طرزالعمل قابل دمنلو بولي .
٣__ دجنرال پرويز مشرف له نظره دکشمير دحل لار.
دپاکستان پخواني ولسمشر په خپلو خبرو کې دکشمير دحل لار لپاره داسې يو طرزالعمل وړاندې کړى.
لمړى دې بايد دکنټرول کرښه ايجادشي
دوهم پړاو کې دکشمير خلکو ته ازادي ورکړل شي او ديو فډرالي نظام درلودونکي شي دريم پړاو کې دې دهندوستان ټول پوځونه چې شمير يې ٦٠٠ زرو ته رسيږي دکشمير سيمه پريږدي اوخپلو دايمي نظامي ځايونو ته دې لاړشي .
څلورم پړاو کې دې دکشمير څخه دهندوستان اوپاکستان ګډه څارنه وشي اودحل دپاره بايد عملي اقدامات وشي .
په هر حال دکشمير دحل لار دپاره نورې لاري هم وجودلري مګر اوس په همدې اکتفا کوو او وايو چې په ريښتني ډول هندوستان اوپاکستان وغواړي دکشمير لانجمنې سميې ته دپا ټکى کيږدي ناشونې خبره نه ده








دپاې خبرې
که دکشمير شاليد ته وکتل شي نو ددريو اټومي هيوادونو ترمينځ يې دجګړې اور بل کړى.
که کشمير دپاکستان سره يوځاى شي نو دابه دهندوستان ددفاع په چارو منفي اغيز ولري ،اوهندوستان به يې هيڅ کله ونه مني .او داځکه چې هغه ګروپونه چې دهندوستان په وړاندې جنګيږي نور هم پياوړي شي .
بل لور ته دپاکستان دپنجاب ايالت اوبه ټولې دکشميردغرونو څخه سرچينه اخلي ، همدا علت دى چې هندوستان ته يې دويټو حق ورکړى. اوپاکستان ويره لري چې که هندوستان په پنجاب باندې اوبه ډب کړي نو پنجاب به يو لويه وچه بدل شي .
بل لور ته که ددواړو هيوادونو تر مينځ جګړه داسې روانه وي نو دسيمې دامنيت په خاص ډول دافغانستان دامنيت لپاره يوجدي ګواښ دى نو بايد موضوع دسوله امېزې لارې حل شي.
ګرچې دواړو هيوادونو پس له ډيرې مودې يو بل ته دمشرانو دتګ راتګ بلنه ورکړې ، او ددواړو هيوادونو په اړيکو کې يومثبت بدلون راغلى ، په خاص ډول دکرکټ لدبډلې پس له ١٥ کالو څخه په دې وروستيو کې هم په پاکستان کې او هم په هندوستان کې سيالي تر سره کړې او ورسره ددواړو هيوادونو مشرانو ګډ سفرونه کړي، همدارانګه ددواړو هيوادونو ترمينځ دملي بسونو دتګ راتګ پيل او هم نور داسې څه شته چې ددواړو هيوادنو اړيکې يې يوڅه ښې کړي.
خو دممبي دبريدونو څخه وروسته ددواړو هيوادنو اړيکې خړ ې پړې شوي ،
دهندوستان دممبي په ښکلي ښار کې په تاج هوټل کې چې زيات اوسيدونکي يې بهرنيان دې د٢٠٠٨ کال دنومبر په مياشت کې څوتنه دوسلو سره يوځاى تاج هوټل ته ننوتل او په ميشتو بهرنيو وکورنيو اوسيدونکو يې ډزې پيل کړي چې په ترڅ کې يې د١٧٠ څخه زيات کسان ووژل او په سل ګونو نور يې ژوبل کړل ،
دبريدونو پړه دپاکستان په څارګرې پوځي استخباراتي ادارې(اى ايس اى) واچول شوه .
دهندو ستان حکومت دپاکستان دISI استخباراتي ادارې مشر دتحقيق دپاره ډهلي وغوښت مګر دپاکستان حکومت دISI دمشر (نديم تاج) پر ځاى يو ټيټ رتبه افسر نوي ډهلي ته وليږه چې دپاکستان دې عمل دهندوستان پر حکومت يو منفي اغيز وکړ ،
په نيول شويو کسانو کې داجمل قصاب په نوم پاکستانى تبعه هم نيول شوى ، اواعتراف يې کړى چې په کشمير کې يې زده کړې کړي اوهند ته ليږل شوى.
په دې حساسو سو شيبو کې دهندوستان او پاکستان ترمينځ اړيکي بيخي خرابې شوې او ان ديو غټ جنګ احتمال هم موجود وه ، چې دواړو هيوادنو يودبل پلو ته نږدې خپلې قواوې واستولې ترڅو جګړه وکړي.
په هر حال دپاکستان اوهندوستان ترمينځ يوازې دکشمير مسًله نه ده بلکه نورې ډېرې مسًلې هم شته چې ددواړو اټومي لرونکو طاقتونو خارجې سياست يې يو دبل په مقابل کې دجنګ تر پولې رسولى.
په خلص ډول ويلاى شو چې پاکستان دهندوستان په مقابل کې ديو سخت او کلک دفاع کوونکي سياست څخه کار اخلي ، اوهندوستان په سيمه کې ځانته يوازينى دشمن بولي ، ولې که چېرې ددواړو هيوادونو اړيکې خداى مه کړه دجنګ تر پولې ورسيږي نو زيان به يې يوازې هند اوپاکستان ته نه بلکه ټولې سيمې ته وي.
نوبناً دواړه هيوادونه دې يوبل ته داحترام په سترګه وګوري او شته ستونزى دې ديوې سوله ايزې لارې حل کاندي.
























څلورم فصل
دچين اومرکزي اسيا هيوادونو په وړاندې دپاکستان سياست

:_ دپاکستان سياست دچين ولسي جمهوريت په وړاندې.
پاکستان دچين سره ه په خپل تاريخ کې دډېر ښو روابطو شاهددى .دواړه هيوادونه يو دبل په وړاندې تر ډيره بريده په نظامي اواقتصادي فکټورونو باندې خپل سياست چلوي.
پاکستان دچين سره په خپل سياست کې په سيمه کې دهندوستان له تهديد څخه ځان ژغوري ، ځکه چين دهندوستان سره په ١٩٦٥ م کال کې دسرحدي سيمو پرسر شخړه کړې او له هماغه ځايه چين دهندوستان څخه مخ وګرځاوه اودپاکستان سره يې روابط ټينګ کړل .
پاکستان هم له دې زرين چانس څخه يوه ډيره ښه ګټه پورته کړله او چين يې يو دوست هيواد وباله .

پاکستان دچين سره په خپل سياست کې لاندې اهداف لري.
١__ چين دهندوستان سره جګړه کړې اودپاکستان په نسبت ورسره دايمي شخړه لري ،نو بناً پاکستان د خپل حريف سره په سيالۍ کې دچين مرستې ته اړتيا لري ترڅو خپل رقيب په سيمه کې ضعيف کړي ، اوچين هم دپاکستان سر ه دمشترک حريف په کمزوري کولو کې لازمې مرستې کوي .
٢__ دا چې امريکا دهندستان سره ستراتېژېکې نظامي قراردادونه لاسليک کوي نو چين هم دامريکا پر ضد چې دځان په مقابل کې يو لوى سيال دولت بولي دپاکستان سره اټومي نظامي مرستې کوي .
ترڅو پاکستان ځان يوازې نه احساس کړي بلکه دچين په ملاتړ دهند په وړاندې خپله سياسي سيالي پري نږدي.
٣__ دپاکستان ټکنالوجي ترډېره بريده دچين څخه انتقال شوې اوپاکستان هم دخپل اقتصاد دپياوړتيا لپاره دچين څخه مرسته غواړي.
همدارنګه دپاکستان لوې پروژې دچين په ذريعه تکميل شوې ، بالخصوص دبلوچستان ميګا پروجيکټ پروژه چې په دې پروژه باندې دچين په لسګونو انجنيران په کار مصروف دي.
يعني په پاکستا ن دچين دټکنالوجۍ نه په استفادې خپله ټکنالوجي پياوړې کوي.
٥__ دا چې په اوس وخت کې پاکستان ديو کمزوري ملکي حکومت درلودنکى دى اوهم دکورني کړکيچ برسېره دمالي اواقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دى ، دخپلې اقتصادي ستونزې دلېرې کولو په منظور يې تير کال دچين څخه ستره قرضه تر لاسه کړه.چې په دې شکل يې ځان تر يوه حده له ستونزو وژغوره .
پاکستان دچين دملاتړ نه په استفادې سره داوسني اقتصادي بحران څخه ځان ژغوري.
همدارنګه پاکستان چين ته ديغور سرغړونکو دځپلو لپاره سينه ډبولې او چين ته يې ځان نژدې ملګرى معرفي کړى.
په خلص ډول ويلاى شو چې پاکستان دچين په مقابل کې ديونرم سياست څخه کار اخلي .او نه غواړي چين سره يې روابطو کې کوم خنډ واقع شي ،
ځکه دپاکستان حريف سره دامريکا غوندې قوي دولت نظامي تړونونه لاسليک کوي او پاکستان ته دزغملو وړ نه دي . نو پاکستان مجبور دى چې دخپل حريف هندوستان په مقابل کې ځان دچين سره
ونښلوي او لکه څرنګه چې هندوستان سره امريکا نظامي اواقتصادي مرستې کوي همدارنګه چين يې هم دپاکستان سره کوي.
بله موضوع چون چين دنړۍ دستر واقتصادي هيوادونو څخه ګڼل کيږي نو پاکستان دخپل اقتصاد په پياوړي کولو کې دچين مرستې ته اړتيا لري.
په دې معنى چې چين دنړۍ دلويو سترو صنعتي هيوادونو له ډلې څخه دى او پاکستان غواړي چې دچين داقتصادي پياوړتيا څخه دخپل اقتصاد په پياوړي کولو کې پوره ګټه واخلي.
بل لوى هدف چې پاکستان يې لري هغه په سيمه کې روانه سيالي ده ، په دې معنى چې پاکستان په جنوبي اسيا کې دهندوستان او نوروهيوادونو سره يو سيالي شروع کړې نو پاکستان ځان خوښ ګڼي چې په روانه سيالۍ کې برى ومومي اوددې بري لاس ته راوړلو لپاره پاکستان دچين کلکې اوټينګې مرستې ته محتاج دى .
همدارنګه په مرکزي اسيا کې روانه لوبه کې پاکستان غواړي چې خپل دريځ پياوړى کړي او ددې دريځ پياوړتيا لپاره پاکستان دچين مرستې ته په جدي ډول محتاج دى.
دبيلګې په توګه دشانګهاى تړون چې مرکزي اسيا ، روس چين اونور هيوادونه شموليت لري نو پاکستا ن کوښښ کوي چې دشانګهاى په تړون کې دچين په مرسته دشموليت حق تر لاسه کړي .
همدې هڅو پاکستان دشانګهاى په تړون کې دناظر په حيث شموليت لري.
بلاخره پاکستان دچين سره څنګ په څنګ روان دى او دچين څخه دزياتې ګټې تمه لري . چې داگټې به پاکستان دچين څخه ديو نرم سياست له لارې ترلاسه کوي.نوپاکستان مجبور دى چې خپلې ګټې دچين څخه په ښوروابطو کې ترلاسه کړي.


















دپاکستان سياست دمرکزي اسيا هيوادونو په وړاندې

منځنۍ اسيا ته دپاکستان توجه هغه وخت واوښتله چې دمرکزي اسيا هيوادونو سره دپاکستان اوږدمهاله رقيب (هندوستان) اړيکې ښې اوټينګې کړې.
پاکستان دهندوستان دنفوذ ډب کولو په منظور دمرکزي اسيا هيوادونو سره اړيکې ټينګې کړي ، اوغواړي چې په مرکزي اسيا کې دهندوستان دقوت اوزور مخه ونيسي.
دمرکزي اسيا هيوادنه هم په دې وپوهېدل چې پاکستان دوي ته څومره داهميت وړدى، کله چې دمرکزي اسياهيوادونه په دې وپوهېدل چې پاکستان دوي ته څومره قابل دارزښت دى نو په هماغه وخت يې دپاکستان سره خپلې اړيکې ښې کړې. او دپاکستان طرف ته يې مخه کړه.
دا چې پاکستان دمرکزي اسيا هيوادونو سره غواړي ښې اړيکې ونيسې او دمرکزي اسيا هيوادونو ته لارومومي ، نو پاکستان په خپل دغه سياست کې دوه مهم او عمده عناصر لري.
١¬¬¬¬¬¬__ په سميه کې دهند دنفوذ کمول:_
هندوستان تقريباً دنړۍ دډېر نفوس درلودونکى هيواد دى ، چې دچين څخه وروسته په دويمه درجه کې حسابيږي .اوهندوستان دخپلو مصارفو دپوره کولو لپاره دمرکزي اسيا هيواد ونو نفتي زيرمو ته اړتيا لري.
په همدې منظور هندوستان دمرکزي اسيا هيوادونو سره اړيکې ټينګې ګړي او دخپل نفوس دضرورياتو دپوره کولو لپاره په سيمه کې دنفوذ پيداکيدو له پلوه پاکستان ته دانديښنې وړ ګرځېدلى ، نوځکه پاکستان دمرکزي اسيا هيوادونو سره په سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي اونظامي اړيکو کې دهندوستان دنفوذ دکمښت کوښښ کوي.
٢__ ديواسلامي ايډيولوژيک هيواد په پلمه خپلې سياسي ګټې لاسته راوړل .
پاکستان داسلامي هيواد په توګه خپله خپلواکي له هندوستان څخه لاس ته راوړې او اوس هم يواسلامي هيواددى ، نو دا چې دمرکزي اسيا هيوادنو هم دپخواني شوروي اتحادڅخه ازادي ترلاسه کړې او دمرکزي اسيا هيوادونو زياتره وګړي اسلامي روحيه لري نو پاکستان ددغې روحيې نه په استفادې سره غواړي دمرکزي اسيا څخه خپلې موخې اوگټې لاس ته راوړي.
له بله پلوه پاکستان دهندوستان سره دسيالۍ کولو په موخه دامريکاسره اړيکې نيسې تر څو دامريکا څخه نظامي اواقتصادي مرستې ترلاسه کړي اوځان دهند په مقابل کې يوازې ونه ګوري.
همدارنګه بل لورته پاکستان دچين سره په خپل خارجي سياست کې ښه والى راوستى او چين په سميه کې ديو استراتيژيک دوست په حيث ګوري، چې له سياست څخه يې موخه هم دهندوستان په وړاندې مقابله کول دي.
ددې ترڅنګ پاکستان په دې هڅه کې دى تر څو يو اسلامي بلک جوړ کړي او مشري يې په خپله غاړه واخلي ، چې ددې بلاک په جوړيدو به پاکستان په سيمه کې خپلې پښې ټينګې کړي . نومرکزي اسيا چه زيات نفوس يې مسلمانان دي امکان دې ولري دپاکستان ددې عمل سره همغږي وښايي نو ځکه پاشستان دمرکزي اسيا هيوادنو ته په ښه سپرګه ګوري.
ترڅو همدا بلاک جوړ شوى اسلامي بلاک دهند په ضد وکاروي.
مخکې له دې چې دمرکزي اسيا هيوادونه خپله خپلواکي ترلاسه کړي پاکستان په افغانستان کې بعضې ګروپونه وروزل ترڅو دافغانستان څخه وروسته دمرکزي اسيا هيوادونو دخپلواکۍ لپاره وجنگيږي.
دريم:_ په مرکزي اسيا کې دپاکستان موخې.

پاکستان په مرکزي اسيا کې دامنيتي او سياسي موخو برسېره اقتصادي او سوداګرې موخې لري ترڅو دهمدې سوداګريزو اړيکو په مټ ځان دمرکزي اسيا لپاره پلُ جوړکړي او دهند دنفوذ مخه ونيسي.دپاکستان موخې په لاندې ډول دي .
__ پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې دخپل لاس لاندې حکومت جوړ کړي ، نو په دې حساب دمرکزي اسياهيوادونه دداسې هدف لپاره غوره ګټه بولي ترڅو دمرکزي اسيا هيوادونو په مرسته دې موخې ته ورسيږي.
___ پاکستان په مرکزي اسيا کې ديو امنيتي چاپېريال درامنځ ته کېدو په فکر کې دى ترڅو دامنيتي تهديد څخه خوندي وي .خاصتاً دسيمې دقوي هيوادونو دتهديد څخه.
__ پاکستان داسلامي هيوادونو لکه افغانستان ، ايران، ترکيه او دمرکزي اسياهيوادونو دمسلمانانو څخه يوقوي بلاک جوړکړي ، ترڅو دغه بلاک دهندوستان ، يهودانو ، هزاروواو هندي عيسويانو په مقابل کې استعمال کړي.


چې په سهيل کې به دعربي سمندر څخه پيل اوپه لويديځ کې به دتورسنمدرګي پورې ورسيږي ، چې ددې بلاک په جوړيدو به پاکستان زيات شمير اقتصادي اوسياسي ګټې ترلاسه کړي اومرکزي اسيا به پاکستان ته داومه موادو دسوداګرۍ لپاره زمينه سازي وکړي ، اوپراخه زيرمې به خپله دپاکستان لاس ته ورولويږي .

څلورم :_ دپاکستان ستراتيژ ي.
لمړى . سيمه ايز سياست Geo politic
دمرکزي اسيا هيوادونودخپلې خپلواکۍ څخه وروسته دپاکستان لپاره دخاص توجه وړسيمه وګرځېدله ، اوپاکستان ددې سيمې په اړه خپله ستراتيژي پياوړې کړه ،مګر دپاکستان هغه پاليسي جوړونکي په دوه برخو ووېشل شول.
١_ يوه ډله پاليسي ميکرانو (پاليسي جوړونکو) نظر درلوده چې دمرکزي اسيا هيوادونو څخه بايد داسلامي اوښتون له لارې خپلې موخې ترلاسه شي .يعني اسلامي اړيکو له لارې بايد دمرکزي اسيا هيوادونو څخه خپل سياسي اهداف ترلاسه شي .
البته داهغه پاليسي جوړونکو وه چې دمذهبي ډلو سره يې ارتباط درلوده . او زيات تاکيد يې په اسلامي اوښتون کاوه .
٢_ بله ډله پاليسي جوړونکي په دې نظر وه چې دمرکزي اسيا هيوادونو څخه بايد دسوداګريزو اړيکو له لاري خپل اهداف ترلاسه شي .
دې ډول اشخاصو ځکه په اقتصادي اړيکو ټينګارکاوه چې پاکستا ن په هغه وخت کې کله چې مرکزي اسيا هيوادونو خپلواکي ترلاسه کړه اقتصادي پرمختګ ته ډېره اړتيا ليدله نوځکه يې په اقتصادي اړيکوکې خپلې موخې محسوسولې .
يعني دتجارت او سوداګريزو اړيکو له لارې يې په سيمه کې خپل سياسي نفوذ ترلاسه کاوه .
دپاکستان اومرکزي اسيا هيوادنو ترمينځ اړيکې دطالبانو دحکومت پرمهال يوڅه سړې وې ،ځکه پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورن وه ، اوطالبانو مرکزي اسيا هيوادونه د شمال ايتلاف پرسر چې دطالبانو مخالفينو سره يې جګړه کوله اړيکې پرې کړې وې.
مګر کله چې په افغانستان کې دطالبانو رژيم ړنګ شو اوپاکستان دتروريزم په نوم جګړه کې دامريکا لمن ونيوله نو د مرکزي اسيا سره يې خپلې اړيکې بېرته راژوندۍ کړې او د دنوموړو هيوادونو دولسمشرانو ترمينځ تګ راتګ زيات شو .
د٢٠٠٥ په مارچ کې دپاکستان ولسمشر دازبکستان اوقرغسزستان څخه ليدنه وکړه همدا رنګه دازبکستان ولسمشر نورسلطان نظربايوف پاکستان ته دوه ورځينى سفروکړ، چې په همدې ترڅ کې پر دې موافقه وشوه چې هرکال بايد دلومړي وزيرانو په کچه ددواړو خواو ترمينځ سفرونه ترسره کيږي .
بل خوا دتاجکستان دبهرنيو چارووزير په ٢٠٠٤ م کال کې اسلام اباد ته ديو سفر په لړ کې پاکستاني ولسمشرجنرال مشرف ته ډاډ ورکړ چې تاجکستان به هيڅکله په خپله خاوره کې هندي ځواکونو ته ددوي پرضد دعملياتو اجازه ورنه کړي.
ددغه سفر په تعقيب دتاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف له اسلام اباد څخه ليدنه وکړه هلته يې له پاکستاني چارواکو سره تړونونه لاسليک کړل چې هرهغه اتباع چې ددواړو لوريو څخه وي اوډپلوماتيک پاسپورټونه ولري دويزو په برخه کې به هيڅ نوعه ستونزه ونه لري .
همدارنګه يې دټکس په برخه کې دکمښت اودپوهني وزارتونو په مقابل کې همکاريو قرارداددونه هم لاسليک شول.

په ٢٠٠٦ م کال کې ازبک ولسمشر کريموف له اسلام اباد څخه ليدنه وکړه ، ليدنو کتنو په ترڅ کې دواړه خواوې په دې سلا شوې چې ددوي ترمينځ بايد اقتصادي اوسوداګريزې اړيکې لا پياوړې شي .
دمرکزي اسيا هيوادونه دګوادر بندر ته په درنه سترګه ګوري ،نظر لري چې دخپلو سوداګريزو اواقتصادي اړتياوو لپاره بايد له دې بندر څخه په کلک ډول استفاده واخيستل شي.
دپاکستان حکومت دمرکزي اسيا هيوادنو سره دپيوند يوه بله ادعا هم لري چې هغه دمرکزي اسيا هيوادونو سره دګډ کلتور پيوند دى . پاکستاني سياستوال زياتو ي ، ګر چي دمرکزي اسيا هيوادونه داسيا په مرکز کې موقعيت لري اوپاکستان داسيا په سهيل کې موقعيت لري اما دپاکستان دمرکزي اسيا هيوادونو سره ګډکلتورلري.
په خلص ډول ويلاى شو چې پاکستان په مرکزي اسياکې دخپلې ستراتيژۍ پلي کول يو سيمه ايز سياست بولي.

دوهم :_ سميه ايز اقتصاد(Geo Economic)
پاکستان دمرکزي اسيا هيوادونولپاره ددروازې حيثيت لري ، ځکه چې مرکزي اسيا ته دساحلي اوبو لپارهم دکراچۍ لار يو ه لنډه اوکم مصرفه لارده .
سره ددې چې دمرکزي اسيا هيوادونه دايران اوترکيي له لارې اوبو ته لارلري اوکولاى شي چې خپل ضروريات له دې لارو پوره کړي مګر دپاکستان له لارې ځان اوبو ته رسول دمرکزي اسيا هيوادونو لپاره يو ه ګټوره اوکم مصرفه لارده.
داسيايي پرمختايي بانک پاکستان ته وړانديز کړى چې که چېرې پاکستان مرکزي اسيا ته دريل پټلۍ وغځوي نو دوي به پاکستان ته دوه بيلونه امريکايي ډالره ورکړي ، چې په دې سره به پاکستان دنورو هيوادونو لپاره مرکزي اسيا ته درسېدو په مو خه په يوې ټرانزيټي اوسوداګريزې لارې بدل شي .
نړيوال بانک له هغو شپږ (٦) بيلونو امريکايي ډالرو څخه چې په سيمه کې افغانستان مرکزي اسيا ،چين اوايران دترانزيټ اوتجارتي اسانتياو لپاره بېل کړي غواړي له دغو پيښو څخه ١٨ بيلونه امريکايي ډالر پاکستان سره مرسته وکړي .
پاکستان کوښښ کوي چې د٩٠ ميلونو امريکايي ډالرو په لګښت يو سړک جوړکړي ، دغه سړک چې دبروغيل کنډوله مرکزي اسيا سره ونښلوي .
دغه سړک دچترال له لارې له افغانستان سره نښلي ، دواخان بروغيل لاره چې پاکستان له مرکزي اسيا سره نښلوي ترټولو مهمه لارده .
ددغه سړک لوړوالى ١٢٤٨٤ فټه دى ،بروغيل پاس ديارخوم وادې په شمال لويديځ چترال کې پروت دى له پېښوره ترتاجکستان فاصله ٧٠٠ کيلو متره اټکل شوې ده.
پاکستان ،چين ،قرغيزستان اوقزاقستان خپل ترمينځ يوتړون لري چې غړي هيوادونو ته دتجارت په برخه کې اسانتياوې برابره وي .دتړون له مخې غړي هيوادونه حق لري چې دقرام له سړکه ګټه واخلي .
قرغيزستان ولسمشر کله چې له پاکستان څخه ليدنه کوله هلته يې ځينې تړونونه لاسليک کړل چې له مخې يې قرغيزستان پاکستان ته بريښنا ورکوي .دوي ديو سړک په جوړيدو هم خبرې کوي چې دتجار ت دپرمختګ لپاره به جوړشي .
ديونيکال کمپنۍ چې يوه امريکايي کمپيۍ ده غواړي دمرکزي اسيا تيل اوګاز دامريکا لوى وچې ته انتقال کړي ، دا کمپنۍ پاکستان دمرکزي سره نښلوي ځکه نوموړې کمپنۍ غواړي چې دمرکزي اسيا تيل اوګاز دپاکستاان له لارې دکراچۍ ګوادر

بندر ته انتقال کړي .همدا وجه ده چې نوړې کمپنۍ پاکستان ته په سيمه کې خاص اقتصادي ارزښت ورکوي.دپاکستان سره مرکزي اسيا ديوبل سړک پلان هم لاسليک کړى ٥١٥ کليو مټره اوږدوالى لري اوداسړک به ګوادره ، پنکوره ،خان چاغي اوربات دافغانستان دلويديځ سره نښلوي چې له دغې لارې پاکستان نيغ په نيغه دمرکزي اسيا سره نښلي .
په پاى کې ويلاى شو چې پاکستان خپله ستراتيژي په مرکزي اسيا کې په کار اچولې او له دې ستراتېژۍ څخه يې په سيمه کې غټې اقتصادي موخې خپل هدف دي.

دريم:_ انرژي اوګاز پايپ لاين سياست Energy and gads pipeline politics
پاکستان دمرکزي اسيا په وړاندې خپله ستراتېژۍ کې دانرژۍ اوګاز پايپ لاين سياست ته زياته ترجيع ورکوي .
داسې اټکل کيږي چې په ٢٠١٠ م کال کې پاکستان داوس په پرتله ٤٨% نفتي موا دو ته زياته اړتيا ولري چې کچه به يې ١٦ ، ٨ ميلونو ټنو ته لوړه شي اوداکچه به دګازو په مورد کې تر٤٤% فيصدو ورسيږي .
له دې څخه څرګنديږي چې دپاکستان اينده دمرکزي اسيا دانرژۍ پوې تړلى دى او دپاکستان اهميت به په سيمه کې هغه وخت لاپياوړى شي چې دګازود پايپ لاين پروژه بشپړه او دپاکستان څخه تېره شي .
ديادونې وړ ده چې ددې سياست پلي کولو پروړاندې دپاکستان لپاره يو څه خنډونه شته .
_په افغانستان کې ناامني اوداقصادي پروژو لپاره په پوره توګه ناامنه حالاتوشتون چې دادپاکستان دنوموړي سياست لپاره يوسترخنډ دى..
_دپاکستان په داخل کې دبلوچستان کړکېچ او دطالبانيازيشن (Talibanization ) پروسه چې دپاکستان لپاره دنومړي سياست په پلي کېدو کې يو سترخنډ دى .
_دپاکستان اوسنى کمزورى سياسي اواقتصادي حالت چې دا هم دپاکستان لپاره دمرکزي اسيا هيوادونو په وړاندې خارجي سياست ته يو لوى خنډ دى .
پاکستان په ٢٠٠٢ م کال کې دترکمنستان اوافغانستان دولسمشرانو سره (TPA ) پايپ لاين تړون لاسليک کړى چې داپروژه دپاکستان لپاره خورا داهميت وړده.
نوموړې پروژه دافغانستان له لارې دترکمنستان ګاز پاکستان ته ليږدوي چې په يوه ورځ کې به ٣،٢١ بيلونه کوبيک فوټه ګاز تر٣٠ کلونو پورې ليږدوي.
دانرژۍ اودګازو پايپ لاين سياست پاکستان ته ځکه داولويت وړګڼل کيږي چې دپاکستان خپل ګاز دپاکستان لپاره کفايت نه کوي اوبل لور ته په پاکستان ګازوته په خورا لوړه کچه ضرورت لري.
چې په دې سره به پاکستان دخپل سيال هندوستان سره چې اټوم قوت لرونکى هيواددى سيالي وکړي نوبناً نوموړى سياست دپاکستان په نظامي برخه کې او ځانګړي ډول داټومي بټۍ مخ پروړاندى بيولو کې داهميت وړدى.

څلورم:_ مرکزي اسيا ته دپاکستان درسيدو په وړاندې خنډونه
.
١_ په افغانستان کې دکامل امنيت نه شتون او په افغانستان کې دپاکستان لاس وهنه چې دپاکستان ستراتېژۍ ته يې په مرکزي اسيا کې خنډ پيدا کړى.
٢_نوې ستره لوبه . دمرکزي اسيا هيوادونو دشانګهاى په تړون کې رغنده رول لري او دې تړون په سيمه کې خاص اغيز پريښودى دى ، نو داچې په سيمه کې ستره لوبه روانه ده او پاکستان په دې لوبې کې ځکه متضرر دى له يوې خوا په ښه او اسانه ډول خپلې موخې نه شي ترلاسه کولاى اوبل لوري ته په دې سيالۍ کې دپاکستان کوم خاص اشتراک نه شته نو طبعاً چې روانه ستره لوبه به دپاکستان پرخارجي سياست چې غواړي مرکزي اسياته خپل ځان ورسوي يوڅه خنډونه ايجادکاندي.
٣_ دپاکستان په کور کې خپله روانه جګړه چې دپاکستان امينتي حالت يې ترانديښنې لاندې راوستي.
٤_ په مرکزي اسيا کې دهندوستان پراخه رول او نفوذ چې پاکستان لپاره دانديښنې ستره خبره ده ، دواړه هيوادونه په مرکزي اسياکې خپله سيالي مخ پر وړاندې بوځي.
په پاى کې ويلاى شوپاکستان په مرکزې اسيا کې دخپل سيمه ايز سياست ، اقتصادي پياوړي کيدل او دهندوستان مقابله کول دي ، ديادونې وړده چې دمرکزي اسيا هيوادونه دپاکستان څارګره اداره(ISI) په دې تورنوي چې دمرکزي اسيا هيوادنو څخه دشړ ل شويو ګروپونو سره مرستې کوي او په خپله خاوره کې ورته پټنځايونه ورکوي


دايران په وړاندې دپاکستان خارجي سياست
پاکستان دايران سره اوږده پوله لري چې دپاکستان بلوچستان ايالتونه دواړه هيوادونه سره نښلوي.
پاکستان ديران سره خپل روابط ښه ګڼي او که چېرې ددواړو هيوادونو دروابطو شاليد ته وکتل شي نو په روابطوکې يې کوم ښکاره کړکېچ نه ليدل کيږي .
ګر چې ايران د بلوچو سره په کورنيو ستونزو بوخت دى او پړه يې دبلوچستان په ازادي غوښتونکو ګروپ باندې اچوي مګر دې تورونو دپاکستان اوايران په سياسي روابطو کوم منفي اغيز نه دى غورځولى .
پاکستان کوښښ کوي چې دايران دهيواد دنفتي موادو څخه اعظمي ګټه پورته کړي .
پاکستان دايران سره دګازو دپايپ لاين مشترک تړون لاسليک کړى مګر په اوس مهال کې چې پاکستان دغرب لوري ته مخه کړې اوايران چې دامريکا ستر مخا لف هيواد دى اوځان دغرب سره په مخالف جهت کې ګوري نو پاکستان سره يې روابط يوڅه ساړه شوي.
له بله لوري دايران داټومي دوسيې پر سر په نړپواله کچه کړکيچ رامنځ ته شوى او دايران سره نړۍ لاس اوګرېوان ده ، په دې موضوع کې دايران اوپاکستان سياست ته لنډه کتنه کوو.
پاکستان چې يو اټومي طاقت لرونکى هيواد دى ، نو که چېرې ايران داټومي ځواک خاوند شي نو په رښتيا به په سيمه کې اغيزپرې باسي.

دايران اټومي دوسيي پرسر دپاکستان دريځ
په دې وروستيوکې دامريکا متحده ايالتو پر پاکستان فشار راوړى اودايران اټوم دپاکستان داټوم
بم سره انډول بولي .
پر پاکستان ځکه فشار زيات شو چې دپاکستان څخه دايران په وړاندې ګټه پورته کړي او پاکستان د ددې اټومي پروګرام پرضد وکاروي.
فشار دپاکستان دخاورې په بمبارې بدل شو چې په قبايلي سيمو باندې دامريکا دتوغنديو بريد څوک نه شي هيرولى.
په دې اړوند بعضي شنونکي په دې اند دي چې دايران اټومي پروګرام کې دپاکستان داټوم پلار ډاکټرعبدالقدير خان جنرال مشرف اودپاکستان دڅارګرې ادارې (ISI) دايران اټومي پروګرام ته پرمختګ ورکړى.
دمعلوماتو له مخې دايران اوپاکستان ترمينځ دتاريخي دښمنۍ له امله داشونې ده چې پاکستان داوانګيري چې له اسرايلو وروسته ايران دوي ته ګواښ ورپيښولى شي ، په ځانګړې ډول اوسمهال چې دپاکستان نظامي چارواکو انديښنې لاپسې ډيرې شوي چې ددوو اټوم ګاونډيانو ايران اوهندوستان راايسارشوى.
پاکستان دخپل بقا لپاره چې دايران په وړاندې بايد سيال ودريږي دترکيي سره روابط ټينګ کړي ترڅو دايران داټومي خطر څخه ځان وژغوري .
ځکه ايران په سيمه کې بيل دريځ اوامتيازات غواړي اوپاکستان بيل امتيازات اود ريځ لري.
ايران پاکستان دطالبانو سره په ملاتړ تورنوي اودليل راوړي کله چې طالبانو افغانستان ترخپل واک لاندې راوست نو طالبانو په شمال ولايت بلخ کې ١٢ ايراني ډپلوماټان ووژل ، له هماغې راهيسې دطالبانو اوايران ترمينځ اړيکې پرې شوې.
مګر کله چې په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې دطالبانو رژيم رانسکور شو پاکستان دغرب خوا ته مخه کړه اوايران دغرب مخالف بلاک کې ودريد.نوبناً له يو لوري ايران غواړي ځآن داټومي بم خاوند کړي او پاکستان دايران اټوم بم دخپل ځان دپاره يولوي خطر بولي .
چې همدا اټوم بم جوړيدنه ددواړو هيوا دونو پرراوبطو منفي اغېز غورځولى شي اودواړو هيوادونو يودبل سره په اختلاف کې اچولى شي ، اودواړه هيوادونه يو دبل په مقابل کې په اختلاف کې اچولى شي .
په پاى کې ويلاى شو چې پاکستان دايران داټومي دوسيي پرسر خپل سياست چلوي ، او ټول خارجې سياست يې ددې لانجې پر سرروان دى .