سریزه
انسانانو په دې تیره وروستۍ پیړۍ کې د نویو تکنالوژیو او د ارزانو طبیعي سرچینو په مرسته د نړۍ د مخ په زیاتیدونکی نفوس لپاره د خوراکې توکو په پوره کولو کی لوی پرمختګونه کړې دی. له بده مرغه دا لاسته راوړنې په ځینو حالتونو کی د ژوند په چاپیریال کی د ستونزو د رامنځته کیدو سبب شوي او ډول ډول منفی پایلې یې د ځان سره درلودلې دی. د هغو د جملی څخه د خاورې تخریب ، د ژوندیو موجوداتو د ډولونو کموالی د اقلیم بدلون او د اوبو ، خاوری او هوا ککړتیاوی دی. په همدی دلیل په دی وروستیو څو لسیزو کی نوی کتنی او نظرونه د طبیعی سرچینو څخه د پایښت لرونکی ګټی اخیستنی په اړه رامنځته شوی دی.
په ایکولوژیکی اصلونو باندی د ولاړو نظریو په بنسټ د یوی خوا د پیچلو بیولوژیکی اړیکو او د ژوند د چاپیریال سره د مناسبو تکنالوژیو څخه د ګټی اخیستنی پیژندل او د بلی خوا د ټولنې د فرهنګونو سره په همغږۍ پوری تړل د پوره کتنی وړ دی. ځکه چی دا ډول نظرونه علمی ، اقتصادی او ټولنیز اړخونه لری. په بل عبارت دا ډول نظرونه او مفکوری جامع او څواړخیزه دی چی په هغه کی اقتصادی اړخونو ځانګړی ځای ځانته نیولی دی. ځکه هیڅ ډول فعالیت به پایښت لرونکی نه وی چی د اقتصاد له مخی مناسب او د منلو وړ نه وي.
په دی ټولګه کی چی د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ تر عنوان لاندی ترتیب شوی ده ؛ د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ د توضیح او تشریح سره یو ځای په پرمختګ ، پایښت لرونکی پرمختګ ، پایښت لرونکی کرنې او په کرنه کی په پایښت لرونکو تخنیکونو ، سیستمونو ، عملیو او طریقو په اړه معلومات را ټول شوی او دا ټولګه زمونږ سره مرسته کوی چی د خپلو ټولو بيولوژيکي يا جنيتيکي، فزيکي ، ټولنيزو او اقتصادي سرچینو څخه په ګټی اخیستنی سره ښه پرمختللي پايښت لرونکي کرنه رامنځته شی تر څو زمونږ ستونزې په ټولو اړخونو کي حل کړې.
د پايښت لرونکي کرنيز پرمختګ تر عنوان لاندي ټولګه ؛ د نړي د ليکلو او خپرو شوو اثرونو څخه په ګټه اخيستني سره زمونږ په ملي ژبه ليکل شوي چی پدي اړه زمونږ په ملی ژبو زیاتو ليکنو ته اړتیا ده. د پایښت لرونکی کرنیزپرمختګ په هکله هراړخیز معلومات راټول شوي.
په اوسنی وخت کی انسانان په نړیواله کچه د لویو ستونزو سره مخامخ دی چی په لاندی ډول تری یادونه کوو:
۱- د خوراکی توکو کموالی يوه مهمه ستونزه ده چی تراوسه د کرني د لوړي کچي پرمختګ سره سره په مليونونو خلک د لوږي سره مخ کيږي او تر قحطې لاندي ژوند کوي.
۲- د توليداتو د زياتوالي سره اوږه په اوږه د هوا د ککړتیا زياتيدل او د طبيعي سرچینو کموالی.
٣- زیاتره کرنیزی ځمکی مخکی له مخکی نه تر کښت لاندی دی. په کرنیزو ځمکو کی د کښت پراخوالی د (۱۹۵۰) لسیزی په کلونو کی د ۱٪ څخه د (۱۹۷۰) لسیزی په کلونو کی ۰،۳٪ ته را ولویده او په (۱۹۹۰) کال کی هغه په واقعی ډول په ټپه ودریده یعنی د کرنیزو ځمکو کمیدل. ٤- د خلکو د شمير په حساب اوبو ته د لاس رسي يو ناڅاپه را کميدل. ۵- د ځمکو دښيرازي د منځه تلل.
دخوراکي توکو د زياتوالي او د يوپايښت لرونکي کرني لپاره داسی کرنيزو سيستمونو ته اړتیا ده چی د نوو طريقو څخه په ګټه اخیستلو سره رامنځته شی او دغه طریقی دا دی:
١- د طبيعي سرچینو د اداري او منجمنت پرمختګ.
٢- په کرنيزو سيستمونو کي د ګڼو ډولونو او د بيولوژيکي او جنتيکي لوړی وړتیا لرونکو بوټو او د څارویو د ډولونوڅخه په ګټی اخیستنی سره د خوراکی توکو زیاتوالی.
٣- په پوره ډول د طبيعي پروسو څخه ګټه اخيستل.
٤- د نوبتې کرنې او د شنه پوښښ د سيستم پرمختګ ته د کروندګرو هڅول چی د خاوري د ښيرازي په ساتلو کي مرسته کوي.
٥- د توليد د بدلون راوړونکو عاملونو لکه منرالونو ، سرو او آفت وژونکيو توکو څخه په ګټه اخیستلو باندي د باور د کچي را ټيټيدل.
د پايښت لرونکی پرمختګ اصطلاح يا موضوع په ډول ډول شکلونو سره ايوا بيلفور د خاوري د اتحاديي او د پرمختګ د نړيوال انستيتيوت منځته راوړونکي او ويس جکسون د نسل او د ژوند د چاپيريال پيژندونکی ته نسبت ورکو ل کيږي. زياتره پوهان پدي عقيده دي چی د پايښت لرونکي پرمختګ اصطلاح د ١٩٥٠او ١٩٦٠لسيزو د ژوند د چاپيريال د خوځښتونو نه مخکې منځته راغلي ده په لومړي ځل پايښت لرونکي پرمختګ ته په نړيواله کچه په ١٩٧٢ کال کي د ژوند د چاپيريال په نړيوال کنفرانس کي پاملرنه وشوه (Sustainable Development Commission, 2011).
د هغه نه وروسته زمونږ عمومي راتلونکي يا د بروتلند راپور په ١٩٨٧ کي ، د ځمکی جرګه په ١٩٩٢ کي ، د کيوتو پروتوکول ١٩٩٧ کي ، د جهانسبورگ کنفرانس په ٢٠٠٢ کال کي يادولاي شو(Ward, Frank A., 2006) .
پدي وروستيو کي په افغانستان کي هم د نړيوالي ټولني ځيني فعاليتونه د پايښت لرونکي کرنيز پرمختګ په اړه یادولای شو لکه د پايښت لرونکي کرني د ګړندی کولو پروژه چی د ٢٠٠٦ نه وروسته را شروع شوی(ASAP final report, 2006-2011) او د نړيوال پراختيايي بانک ځيني فعاليتونه د کرني د پرمختګ لپاره چی تر کار لاندی یی نیولی دی (بانک انکشاف آسیایی ، ۲۰۱۰).
د پايښت لرونکي کرنيزپرمختګ په اړه د نړی د انګلیسی او دری ژبو دعلمي کتابونو ، علمي مجلو، ویب پاڼو او راپورونو څخه معلومات او موضوعات راټول شوی هیله ده چی لوستونکو لپاره ګټور وی.
پرمختګ
د بیلابیلو هیوادونو د پرمختګ څرنګوالی ته په پام سره د پرمختګ Development مانا او مفهوم په بیلابیلو هیوادونو کی فرق کوی نو لدی کبله په غوڅه توګه نشو ویلای چی کومو هیوادونو ډیر او کومو هیوادونو لږ پرمختک کړی دی. پرمختګ معمولا د یو لړ شاخصونو په وسیله اندازه کیږی. دا یو څه اسانه ده چی وویل شی کوم هیوادونه بډای او کوم هیوادونه غریب دی. خو د پانګې شاخص چی د یوې ټولنې د لاس رسی وړ سرچینو مقدار ښیی د سرچینو د ځانګړې کولو په اړه لکه ټولنیزو ګروپونو ته په لږ اندازه یا زیاته اندازه د عایداتو او د هغو سرچینو د ویش په اړه چی د وړیا روغتیایی او د زدکړی د خدمتونو د وړاندی کولو لپاره کارول کیږی او همدارنګه د ژوند په چاپیریال باندی د تولیداتو او لګښتونو د اغیزو په اړه معلومات نشی ښودلای.
همدارنګه دا د حیرانتیا وړ خبره نده ، هغه هیوادونه چی په منځنی ډول یو اندازه عاید لری ، کله چی د دوی د خلکو د ژوند څرنګوالی ولیدل شی په بنسټیزه توګه یو د بل سره توپیر لری: د پوهنې او روغتیا خدمتونو ته لاس رسی ، د کار ګمارنې فرصتونه ، پاکې هوا او د څښلو صحی اوبو ته لاس رسی ، ناروغۍ او آفتونه او همدارنګه نور شیان په نظر کې نیول کیږي ترڅو وښئی چی کومو هیوادونو ډیر پرمختګ کړی او کومو هیوادونو لږ پرمختګ کړی دی؟ (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
د پرمختګ موخه او مانا
بیلابیل هیوادونه د دوی د پرمختګ په سیاستونو کی ډول ډول لومړیتوبونه لري خو چی د دوی د پرمختګ کچی سره پرتله کړل شی ، دا پوښتنه رامنځته کیږې چی اصلاً د پرمختګ مانا څه شی ده چی باید لاسته راوړل شې. دا لاسته راوړنه په شاخصونو اندازه کیږی او د دی په وسیله بیا کیدلای شی چی وروسته د دی هیوادونو په پرمختګ باندی قضاوت وشې چي ایا موخه یوازی دملی عاید زیاتوالی دی یا نور څه هم تر دی صورت ونیسی. یعنی د زیاترو خلکو د ژوند د ښه والی پرمختګ ، د خلکو د خپلواکۍ ساتل او د دوی د اقتصادی خوندیتوب رامنځته کول په ګوته کیږی.
د ملګرو ملتونو دا وروستې سندونه په بشری پرمختګ باندی ټینګار کوی چی د ژوند په هیلو ، د لویانو لوستی کیدل او د زدکړی ټولو دری ګونو کچو ته لاس رسی او همدا ډول د خلکو منځنی عاید چی یو بنسټیز شرط بلل کیږی په غوڅه توګه بیانوي.
په پراخه مفهوم د بشری پرمختګ مفکوره په یوازی ډول د انسان د هوساینی ټول اړخونه سره یوځای کوي یعنی د انسان د روغتیایی حالت څخه د انسان تر اقتصادی او سیاسی خپلواکۍ پوری په نظر کی نیول کیږی.
د بشری پرمختګ د۱۹۹۶م کال په را پور کې چی د ملګرو ملتونو د پرمختګ د پروګرام په واسطه چاپ شوی دی. په هغه کې په یوه مانا بشری پرمختګ په اخره اندازه د اقتصادی ودی ښودل شوی دی. دا سمه ده چی په اقتصادی پراختیا د ملت د یوې ټولنې د پانګې او همدارنګه د ټولنې د وړتیا د لوړوالی په وسیله د بیوزلۍ او بیچارګې او نوری ټولنیزی ستونزی حل کیږی. خو تاریخ یو شمیر مثالونه ښئی چیری چی اقتصادی وده د بشری پرمختګ سره یو شان نه ده اقتصادی وده په لوړه کچه د بیکارۍ ، د کمزوری دیموکراسی ، د فرهنګی هویت بایللو او په زیاته اندازه د طبیعی سرچینو د مصرفولو سبب شوي چي راتلونکی نسلونه هم ورته اړتیا لری.
متخصصین د اقتصاد پوهانو په شمول په دی موافق دی چی دا ډول اقتصادی وده ضروری نا پایښته ده چی نشی کولای تر زیاته وخته په دی برخو کی دوام وکړی.
لومړی که چیری د اقتصادی ودی له امله چاپیریالی او ټولنیز زیانونه پیښ شی ، زیان به یی د اقتصادی ګټی څخه زیات وی. زیاته اندازه یا اضافی عاید به د نفوس د یو شمیر خلکو په وسیله زخیره شی ، خو ټولیزه نتیجه به د خلکو دهوساینی لپاره منفی وی. په همدی ډول د سیاست له پلوه دا ډول اقتصادی وده سخته ده چی پایښت وکړی.
دوهم خپله اقتصادی وده په چاپیریالی او ټولنیزو شرطونو باندی ولاړه ده. د دی لپاره چی اقتصادی وده پایښت پیداکړی ، باید په یو ټاکلی مقدار د طبیعی سرچینو او خدمتونو چی د طبیعت په وسیله برابریږی تکیه وکړی (۱،۱) شکل ووینی (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
اقتصادی وده او بشری پرمختګ (۱-۱) شکل
اخځلیک:
Soubbotina, Tatyana P., 2004, beyond economic growth, second edition, WBI learning series, the World Bank, p. 9, Washington D. C.
د پرمختګ د کچو پرتله
ټول هیوادونه په غیرمساوی توګه او نا برابر ډول طبیعې سرچینی لری. د مثال په ډول ځینی هیوادونه د حاصل خیزه ځمکو څخه ګټه اخلی او نور هیوادونه زیاته هڅه کوی او زیار باسی چی په مصنوعی ډول سره د ځمکی حاصلخیزی را منځته کړی او ځینی هیوادونه بیا په زیاته اندازه بډایه د تیلو او ګازو زخیری لری.
په همدی ډول سره نور هیوادونه په زیاته اندازه تیل خپلو هیوادونو ته واردوی. په تیرو وختونو کی د طبیعی سرچینو د پانګی شتوالی یا نشتوالی د هیوادونو د پرمختګ په منځ کی ډیر توپیر را منځته کړی وو. مګر نن ورځ د طبیعی سرچینو پانګه د یو بریالی پرمختګ مهم شاخص نه دی. د جاپان او کوریا جمهوریتونه د دی ډول لوړ عاید لرونکی هیوادونه پیژندل شوی دی. د دوی لوړ اقتصادی پرمختګ دوی ته اجازه ورکوی چی د دوی محدوده او کمی طبیعی زیرمی په ډیره اغیزمنه توګه په کار واچوی. سربیره پردی چی په زیاتو پرمختیایی هیوادونو کی هم په دی ډول پرمختګ ممکن دی. اغیزمنتوب په هغو هیوادونو کی چه د دوی د تولیدی سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخیستل کیږی ، فزیکی او بشری پانګه او طبیعی زیرمی په پراخه مفهوم د اقتصادی پرمختګ د کچو د شاخصونو په توګه په دی هیوادونو کې پیژندل کیږی. د تیوری له مخی شاید اقتصاد پوهان د بیلابیلو هیوادونو د پرمختګ دپرتله کولو لپاره چی څنګه دا هیوادونه د خپلو پانګو څخه ګټه پورته کوی محاسبه وکړی. مګر دا محاسبه په بی ساری توګه د لومړی سر څخه د ستونزو سره مخامخ ده ځکه چي د طبیعی او بشری پانګو عنصرونو ته د هغوی د ربړونو له امله ارزښت ټاکل ډیر ګران کار دی. په عمل کې اقتصاد پوهانو د سړی سر ملی عاید او د سړی سر کورنی عاید د همدی موخی لپاره په کار اچوی. دا احصایوی شاخصونه په آسانی کولای شی چی په بیلابیلو هیواونو پوری د اړینو سرچینو د په کار اچونی اغیزمنتوب او هم په بیلابیلو هیوادونو کی په دی شیانو پوری اړینه خوښی په نا خالصه توګه اندازه او محاسبه کړی.
که څه هم دا هوساینه او خوښی د موادو او شیانو فرصتونو او د ځمکی طبیعی سرچینو ته د پاملرنی په نتیجه کې او یا هم تردی په لوړه کچه د هغو څخه د اغیزمنی ګټی اخیستلو نه لاس ته راځی (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
د پرمختګ د کچی په بنسټ د هیوادونو ویش
بیلی بیلی اداری او ارګانونه ډول ډول شرطونه په نظر کی نیسی چی د نړی هیوادونه د دوی د پرمختګ د کچی په بنسټ په ګروپونو وویشی. د مثال په ډول نړیوال بانک په ۱۹۹۵م کال کې د نړۍ هیوادونه د سړی سر ټول ملی عاید په بنسټ داسی طبقه بندی کړی دی: کم عاید لرونکی هیوادونه چی د سړی سر ټول ملی عاید ۷۶۵ ډالره او یا تردی کم وو ، د منځنی عاید لرونکی هیوادونه چی په دی کښی منځنی کم عاید لرونکی هیوادونه چی دسړی سر ټول ملی عاید یی د ۷۶۶ – ۳۰۳۵ ډالرو پوری دی او د منځنی لوړ عاید لرونکی هیوادونه چی د سړی سر ټول ملی عاید یی د ۳۰۳۶ – ۹۳۸۵ ډالرو ترمنځ دی او لوړ عاید لرونکی هیوادونه چی د سړی سر عاید یی د۹۳۸۶ ډالره یا تردی هم زیات وو داخل کړی دی. د (۱،۱) نقشه کی پورتنی مطلب څرګند شوی دی.
دسړی په سر غیرخالص ملی تولید ، ۱۹۹۹ م (۱-۱) نقشه
اخځلیک:
Soubbotina, Tatyana P., 2004, beyond economic growth, second edition, an introduction to sustainable development, WBI learning series, the World Bank, p. 15, Washington D. C.
تر ټولو مهمه خبره داده ، دغه ویش چی هیوادونه د پرمختللو او پراختیایی کتګوریو باندی ویشی تراوسه هم پوره جوت نه ده. دا ځکه چی ټول پرمختللی هیوادونه همدا اوس د پراختیا او پرمختګ په حال کی دی. دا په دی مانا چی تراوسه هم پرمختللی کټګوری ته نه دی رسیدلی نو ځکه دا ویش دومره د کتلو وړ نده. دا ځکه چی دا روښانه نه ده چی دي دغو کتګوریو تر منځ د کوم واحد د شتوالی او نشتوالی په بنسټ توپیر ومنل شی.
دا ډول ویشنه د څیړونکو د دستور یا منل شوی اصل د بنسټ په وسیله کیدلای شی د مثال په ډول په نړیوال بانک کی دا معموله ده چی د کم عاید او منځنی عاید لرونکو هیوادونو ته د پرمختیایی هیوادونو نسبت کیږی او دلوړ عاید لرونکو هیوادونو ته د صنعتی یا د پرمختللو هیوادونو نسبت کیږی دغه اړونده د هیوادونو ریښتینی طبقه بندی په پرمختیایی او پرمختللو هیوادونو باندی د سړی سر عاید په بنسټ باندی نه کیږی. که څه هم په ټولو حالتونو کی هغه کار ورکوی. د مثال په ډول د پرمختیایی هیوادونو د جملی څخه یو ګروپ د لوړ عاید لرونکو هیوادونو چی د اسراییلو ، کویټ ، سنګاپور او متحده عربی اماراتو هیوادونه پکښی شامل دی د پرمختیایی هیوادونو له جملی څخه شمیرل کیږی چی علت یی د دوی اقتصادی جوړښت یا د دوی د حکومتونو رسمی نظر دی. خو د دوی عاید دوی ته د لوړ عاید لرونکو هیوادونو په قطار کی ځای ورکړی دی.
او یوه بله ستونزه چه اوس زیاتره هیوادونه د انتقالی یا یوازی په نامه پلان شوی اقتصاد له امله رامنځته شوی دی چی دا د انتقال په مرحله کی هیوادونه ، د پلان شوی یا مرکزی اقتصادی سیستم څخه د ازاد مارکیټ اقتصادی سیستم خواته درومی. خو یو هیواد هم لدی هیوادونو څخه د لوړ سړی سر ملی عاید لپاره ټول شر طونه پوره کړی نه دی. او له بلی خوا دغه هیوادونه په لوړه کچه صنعتی هیوادونه دی. دا یو علت دی چی د دوی طبقه بندی د نړیوال بانک له خوا اوس هم په همدی حال کی تر بیا کتنی لاندی ده (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
یادونه: د ۱۹۸۲م کال د نړیوال بانک د پرمختګ په راپور کی دا هیوادونه د صنعتی غیر ازاد مارکیت په کټګوری کی طبقه بندی شوی وو او زیاتره د هغوی اوس هم د صنعتی هیوادونو په ګروپ کی موجود دی.
د پرمختګ ترکیبی شاخصونه
د سړی سر عاید یوه ډیره معمولی طریقه ده. د هیوادونو د پرمختګ د کچی د ارزونی لپاره د یو هیواد د سړی سر لوړ عاید هیڅکله هم دا مفهوم نه لری چی د دی هیواد خلک په ټوله مانا هوسا دی د ټیټ سړی سر عاید لرونکو هیوادونو څخه. ځکه دلته د انسان د هوساینی لپاره زیات اړخونه موجود دی چی دغه شاخصونه یی په خپله لمن کی رانغاړی.
د پرمختګ د بریالیتوب د سم اندازه کولو د پلټنی لپاره پوهان د رقمونو د راټولولو لپاره ډول ډول میتودونه کاروی. د منځنی عاید ، د روغتیا او د پوهنی د کچو د رقمونو سره یوځای دا طریقی دا ممکنه کوی چی د یو هیواد لاسته راوړنی په دواړو برخو اقتصادی پرمختګ او بشری پرمختګ کی و ارزول شی (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
د بشری پرمختګ شاخصHuman Development Index
د ملګرو ملتونو پوهان د دی لپاره چه د یو هیواد پرمختګ اندازه کړي دانسان د پرمختګ شاخص Human Development index کاروی. دا مشخص یا ترکیبی شاخص یو ساده اوسط د دریو شاخصونو دی چی د یو مملکت لاسته راوړنی په روغتیا ، د عمر اوږدوالی چی د ماشومتوب د منځنی عمر په وسیله اندازه کیږی او پوهنه یا زده کړی چی د بالغینو په لوستی توب اندازه کیږی او د لومړنی ښونځی ، ثانوی ښونځی او عالی لیسی د نوم لیکنی څخه ترکیب شوی او د ژوند کولو معیار چی د سړی سر کورنی عاید د نسبی تبادلی د توان په وسیله اندازه کیږی چی څومره یو هیواد د راتلونکو موخو په لاسته راوړلو کی مخکی تللی دی. په هره برخه کې چی په ځانګړی ډول لاسته راوړنی اندازه کیږی لوړ حدونه یی عبارت دی له: منځنی عمر ۸۵ کاله ، د بالغو کسانو۱۰۰٪ لوستی کیدل او سړی سر حقیقی عاید د نسبی تبادلی د توان په بنسټ ۴۰۰۰۰ ډالره.
همدارنګه دا موخی چی په لوړه کچه یی تمه کیږی تراوسه پوری یو هیواد هم په مکمله توګه لاسته نه دی راوړی نو ځکه دا یقینی شاخصونه د مطلوب حد څخه په اعشاری برخو تشریح شوی دی. د انسان د پرمختګ د شاخص او په بشری پرمختګ کی د لاسته راوړنو په بنسټ هیوادونه طبقه بندی کیږی. د ۱۹۹۸ م کال د رقمونو په بنسټ په دی طبقه بندی کی د لومړنی مقام پنځه هیوادونه کاناډا ، ناروی ، متحده ایالات ، استرالیا او آیسلیند وو او پنځه د وروستی مقام هیوادونه سیرالیون ، نایجر ، یورو کینافاسو ، حبشه او لوینی بیسو تشکیلوی. او د پرمختیایی هیوادونو د اقتصاد د لومړنی مقام پنځه هیوادونه سنګاپور ، هانګ کانګ (چین) ، برونی ، سایپرس ، او د کوریا جمهوریت دی (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
(۱- ۱ ) جدول: دسړی سرعاید او د بشری پرمختګ دشاخص په بنسټ توپیرونه
هیوادونه د حقیقی (د تبادلی نسبی نرخ په دالر) سړی سر عاید په بنسټ درجه
۱۹۹۹ د بشری پرمختګ د شاخص په بنسټ درجه
۱۹۹۸ د حقیقی سړی سر عاید
(د تبادلی نسبی نرخ په دالر) په بنسټ درجه منفی د بشری پرمختګ د شاخص په بنسټ درجه
بوتسوانا ۸۴ ۱۲۲ -۳۸
جنوبی افریقا ۶۹ ۱۰۳ -۳۴
نامیبیا ۹۲ ۱۱۵ -۲۳
سویتزر لینډ ۶ ۱۳ -۷
متحده ایالات ۴ ۳ -۱
سویډن ۲۸ ۶ ۲۲
هنګری ۶۰ ۴۳ ۱۷
کانادا ۱۶ ۱ ۱۵
چین ۱۲۸ ۹۹ ۲۹
تاجکستان ۱۸۴ ۱۱۰ ۷۴
اخځلیک:
Soubbotina, Tatyana P., 2004, beyond economic growth, second edition, an introduction to sustainable development, WBI learning series, the World Bank, p. 112, Washington D. C.
پایښت لرونکی پرمختګ
د پایښت لرونکی پرمختګSustainable Development اصطلاح په پراخه ډول په ټوله نړۍ کې د سیاسیونو له خوا کارول کیږی. بلکی تراوسه دا نظریه یا تیوری نوی ده او لکه څنګه چی هغه مهمه ده یو واحد او عام تفسیر یا قانون په دی اړه نشته. د پایښت لرونکی پرمختګ اصل تراوسه پر مختللی او د دی اصل یا اصطلاح په تعریف په دوامداره ډول بیا بیا کتنه شوی او پراختیا ورکړل شوی ده او بیرته د منځه تللی ده.
د پايښت لرونکی پرمختګ د پخوانی تعریف په بنسټ چی د ملګرو ملتو د چاپیریال او پرمختګ د کمیسیون له خوا په ۱۹۸۷م کال کی ورکړل شوی. د هغه په بنسټ پرمختګ هغه وخت پایښت لرونکی دی ، چی اوسنیو اړتیاوو ته داسی پاملرنه وشی چی د راتلونکو نسلونو وړتیاوی هم په نظر کی ونیول شی. خو بیا هم د نسلونو تر منځ توازن او برابری ناممکنه ښکارې چی په اوسنی توازن سره ترسره شی.
که چیری د ځینو ګروپونو هغه اقتصادی فعالیتونه دوام وکړی ، چی د نورو ګروپونو خوښی او ارامتیا چی په نورو ګروپونو پوری اړه لری او یا د خلکو د هغو ګروپونو هوساینه چی د نړی په نورو برخو کی ژوند کوی په خطر کی اچوی. دا ډول فعالیتونه د پایښت لرونکی پرمختګ لپاره ګواښ دی. د مثال په ډول اصلاً د ګرین هاوس ګازونه په نړی کی په زیاته او لوړه کچه د صنعتی هیوادونو په وسیله تولید کیږی چی نړی د نړیوالو خطرونو په ګواښ کی اچوی او د بحر د سطحی سره د ټاپوګانو د ځینو برخو د تخریب سبب ګرځی ، چی په نتیجه کی په دی ټاپوګانو کی د غریب کیدلو او بیځایه کیدلو د ستونزی د منځته راتګ سبب ګرځی.
پایښت لرونکی پرمختګ شاید په بل ډول داسی وبلل شی متساوی او متوازن ، په دی مانا ؛ د دی لپاره چی پرمختګ نا محدود او زیات دوام وکړی ، هغه باید د خلکو د ډول ډول ګروپونو او د اوسنی نسل او راتلونکی نسل ترمنځ توازن منځته راوړی او همدارنګه لدی سره یوځای د دری واړو لویو اقتصادی ، ټولنیزو او چاپیریالی برخو ترمنځ توازن رامنځته کړی.
پایښت لرونکی پرمختګ د ژوند د فرصتونو د هوساینی او ښه والی د مساوی والی اویوشان والی په مانا تعریف شوی دی لکه چی په لاندی ډول د (۱-۲) شکل کی لیدل کیږی:
د پایښت لرونکی پرمختګ موخي (۱-۲) شکل
اخځلیک:
Soubbotina, Tatyana P., 2004, beyond economic growth, second edition, WBI learning series, the World Bank, p. 10, Washington D. C.
په وروستی تحلیل سره پایښت لرونکی پرمختګ د بشریت د ژوند د څواړخیزه هوساینی او آرامی لپاره د اوږد مهاله شرایطو په مانا دی. د مثال په ډول د ځمکی د جرګی خبرتیا چی په ۱۹۹۲م کال کې د پرمختګ او د ژوند د چاپیریال د نړیوال کمیسیون له خوا منل شوی په هغه کی د پايښت لرونکی پرمختګ اصلی اجندا انسان ښودل شوی دی چی د یو روغ او ښیرازه ژوند چی د طبیعت سره همغږی ولری حق لری (Soubbotina, Tatyana P., 2004).
پایښت لرونکی کرنه
د پایښت لرونکې کرنېSustaainable Agriculture په اړه د نظرونو توپیرونه چی تر نن ورځی پوری وجود لری. هغه د تعریف له امله دی چی پوهان یی په بیلابیلو ډولونو سره تعریف کوی. د مثال په توګه ځینی کسان پایښت لرونکی کرنه یوازی یو نظر بولی. مګر ځینی نور بیا پایښت لرونکی کرنه د یوی کرنیزی طریقی په ډول سره پیژنی او همدارنګه ځینی کسان پایښت لرونکی کرنه يو مدیریت بولی.
ځینی نور بیا پردی باور دی چی پایښت لرونکی کرنه یو نوم دی چی کولای شو د ارګانیکی کرنی نوم هم ورته وکارول شی او همدارنګه ځینی نور بیا پایښت لرونکی کرنه یوه اقتصادی کړنه بولی.
مګر د دی ټولو تعریفونو څخه داسی پوهیدل په کار دی چی پایښت لرونکی کرنه د کرنیزو عملیاتو یوه پروسه ده ، چی دغه تعریف د پایښت لرونکی کرنی لپاره ډیر مناسب او پرځای دی.
د پایښت لرونکی کرنی په اړه نور توپیر لرونکی نظرونه هم وجود لری ، ځکه چی هر څوک په دی اړه بیلابیل نظرونه لری. د مثال په توګه ځینی په دی باور دی چی د پایښت لرونکی کرنی موخه یوازی د کرنیزو نظامونو تولید دی. مګر ځینی کسان بیا برسیره پردی پایښت یو اقتصادی اړخ یا بعد هم بولی او ځینی نور بیا پایښت لرونکی کرنه د ژوند د چاپیریال د ستونزو لپاره یو ځواب ګڼی چی د کیمیاوی موادو د زیات لګښت څخه مخنیوی په کرنیزو پر له پسی نظامونو کی د همدغه پایښت لرونکی کرنی په بنسټ کیږی. همدارنګه په پایښت کی وخت هم زیات اهمیت لری یعنی پایښت تر څه وخته د کومو فرضیاتو په بنسټ لکه خوراکی توکو ته لاس رسی او دهغه لګښتونه یا نور. همدارنګه کوم کسان د ژوند د چاپیریال د ستونزو لګښتونه ورکوی او ترکومی اندازی پوری کیدلای شی چی دغه لګښتونه د راتلونکی نسل په غاړه واچول شی او همدارنګه برسیره پردی د کرنی په اړه ځینی نوری ټولنیزی مسئلی هم شته لکه د ټولنی امنیت او سلامتی.
د پایښت لرونکی کرنی په اړه یوه له لویو ستونزو څخه دا ده چی هغه په مختلفو هیوادونو کی ، په بیلابیلو شکلونو او بیلابیلو ژبو تعریف کیږی. یعنی دا چی د پایښت لرونکی کرنی په اړه د نظرونو توپیرونه وجود لری. که چیری د پایښت لرونکی کرنی په اړه د نظر او تعریف یوالی رامنځته نه شی نو کیدای شی چی د هغه د پرمختګ مخه ونیول شی او که چیری په دی اړه د نظرونو توپیرونه له منځه ولاړ شی نو کیدای شی چی د کرنی د وضعیت د ښه والی او پرمختګ سبب وګرځی. او همدارنګه که چیری په دی برخه کی د نظرونو توپیرونه موجود وی او هر هیواد په بیلابیلو ډولونو بیل بیل تعریفونه رامنځته کړی نو کیدای شی چی د همدغه پایښت لرونکی کرنی په پیژندلو کی هم ستونزی رامنځته شی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
د پایښت لرونکی کرنی په اړه غلط مفهومونه
دلته هغو غلطو نظرونو او مفهومونو ته اشاره شوی چی د خلکو سره موجود دی چی غوره یی په لاندی ډول وړاندی کیږی:
۱- پایښت لرونکی طریقی یوازی په کوچنیو کروندو کی د تطبیق وړ دی. حال داچی دغه تصور په لویو کروندو کی لکه د غنمو لویی کروندی ، د شمالی داکوتای په ایالت کی د ۳۰۰ ایکرو په پراخوالی او د آیوا په ایالت کی هم د ۳۰۰ ایکرو او همدارنګه د نبراسکا په ایالت کی د ۷۰۰ ایکرو په پراخوالی پرته د کیمیاوی موادو څخه د ګټه اخیستلو او یا هم په کمه اندازه د هغو څخه په ګټه اخیستلو په بریالیتوب سره د کرنیزو محصولاتو تولید تر لاسه کیږی او همدارنګه ورځ په ورځ په نورو لویو او کوچنیو کروندو کی دغه طریقه په کار وړل کیږی.
۲- د تولید د عاملونو د لګښت کموالی په کرنه کښی د غیر معمولی ګټی اخیستنی په مانا دی. په پایښت لرونکی کرنه کی د کیمیاوی موادو د لګښت کموالی په مجموعی توګه د تولید د عاملونود منځه وړلو په مانا نه دی. مګر د هغه څخه موخه دا ده تر څو په کرنه کی د نوموړو موادو لګښت په ژوره توګه سره په کار یووړل شی. یعنی دا چی د ضرورت په اندازه باید له کیمیاوی موادو څخه په ټولو کرنیزو برخو کی کار واخیستل شی او همدارنګه د زیات وخت لپاره د مصرفی موادو کارول که هغه د کرنی په برخه کی وی او یا د ایکو سیستم په برخه کی وی د زیات اهمیت وړ دی.
۳- د تولید د عاملونو د کم استعمالوونکو طریقو څخه ګټه اخیستل د ټول کرنیز نظام د بدلون په مانا دی. بیله شکه هغه کرنیز نظامونه چی د هغه څخه ګټه اخیستل کیږی ، د مدیریت د ټولو طریقو لپاره د بدلون وړ کیدای نه شی. نو له دی امله بزګران همیشه زیار باسی چی د کرنی په اړه هر ډول بدلون لکه نوی ورایټی ګانی ، د کیمیاوی سرو کم لګښت او د آفتونو مخنیوی رامنځته کړی. په پایښت لرونکی کرنه کی د نویو ورایټی ګانو په ځای باید پخوانیو ورایټی ګانو څخه ګرده اچونه صورت ونیسی. بیله شکه چی دا کار د هغه موخو په خلاف دی چی په پایښت لرونکی کرنه کی په کار وړل کیږی. ځکه د هغو نویو ورایټی ګانو مفهوم چی په کرنیز نظام کی په نظر کی نه نیول کیږی ، د تولید د کموالی سبب کیدای شی او همدارنګه د جینتیکی ډولونو ساتل ډیر د اهمیت وړ دی لکه څرنګه چی حکومتی اداری او هم څیړنیز بنسټونه د ارثی رقمونو د ساتلو د زیاتی هڅی په لټه کی دی.
۴- د کیمیاوی موادو په کم لګښت سره کیدای شی محصولات هم کم شی. که چیری د کرنیزو طریقو په مدیریت کی ځینی طریقی بی د هغو د پوره پیژندلو څخه په کار یووړل شی. کیدای شی چی د محصولاتو په تولید کی هم کموالی رامنځته شی او همدارنګه که چیری په کرنیزو طریقو کی بدلون رامنځته شی ، هم د محصولاتو د کموالی سبب کیدای شی او هم کیدای شی چی په محصولاتو کی زیاتوالی منځته راوړی او یا هم هیڅ اغیزه ونلری.
۵- د تولید د عاملونو کم لګښت کونکی طریقی ، په کرنیزو نظامونو کی د خطرونو د زیاتوالی سبب کیدلای شی. بیله شکه که چیری په یو کرنیز نظام کی د تولید د هغو عاملونو څخه چی د هغه په واسطه زیات شمیر محدودیتونه له منځه ځی. که د هغه په لګښت کی کموالی رامنځته شی او یا هم که چیری تر څیړنی مخکی د دغه تولید د عاملونو پر ځای د یو بلی طریقی څخه کار واخیستل شی ، نو کیدای شی چی په اقتصادی خطرونو کی زیاتوالی راشی او یا هم که چیری د تولید د هغو عاملونو څخه چی کمی احتمالی اغیزی لری لکه کیمیاوی سره چی په لومړی سر کښی د کښت کولو په وخت کی د نمو او ښیرازی د ساتلو لپاره په خاوره کی ورزیاتیږی ګټه اخیستل بند شی. نو په دی صورت کی کیدلای شی چی د کرنیز نظام په تولید کی هم زیاتوالی رامنځته شی.
۶- بزګران یوازی او یوازی کولای شی د عقیدو او نظرونو له مخی خپلو طریقو ته بدلون ورکړی. که څه هم ځینی کروندګر ممکن د خپل مدیریت طریقو ته ، د پورته دلیلونو په بنسټ بدلون ورکړی. مګر څیړنو دا ښودلی ده چی زیاتره هغه بزګران چی په خپل مدیریت کی یی طریقی ته بدلون ورکړی او د تولید د عاملونو کم استعمالوونکو طریقو څخه یی استفاده کړی ده هغوی د اقتصادی دلایلو او د ټولنی د سلامتیا لپاره په دغه کار لاس پوری کړی دی. که څه هم کروندګر د خپل مدیریت د طریقی د بدلون په اړه ډول ډول دلیلونه وړاندی کوی.
۷- د تولید د عاملونو څخه کمه ګټه اخیستونکی کرنه ، د کمزوری مدیریت او د تولید د زیاتوالی په مانا ده. د یوه با ثباته تولید او د هغه عاملونو پیژندل چی په تولید کی زیاته اغیزه لری یعنی متقابلی اغیزی د بیولوژیکی ، خاوری ، او اقلیمی شرطونو ترمنځ موجود دی. نو کیدلای شی وویل شی چی د تولید د عاملونو څخه لږ ګټه اخیستونکی نظامونه عبارت دی له هغه نظامونو څخه چی زیاتی پوهی او قوی مدیریت ته اړتیا لری. ځکه دغه نظامونه په پوهنه او په کرونده کی د څیړنو سره ډیر نژدی تړلی دی.
۸- د تولید د عاملونو څخه لږ ګټه اخیستونکی طریقی کولای شی چه کرنیز تولیدات لوړ کړی. لکه څرنګه چه څیړنو ښودلی ده چی بی د تولید د عاملونو د کم لګښته طریقی څخه هم کیدلای شی په محصولاتو کی زیاتوالی راشی تر زیاتی اندازی مبالغه شوی ده لکه څرنګه چه کاست په ۱۹۶۰م کال کی داسی نظر ورکړ چی په ارګانیکی طریقو کی د تولید کموالی او د خاوری تخریب رامنځته کیږی او همدارنګه په ۱۹۸۸م کال کی کاست خپل نظر داسی اعلان کړ چه په کرنه کی د تولید د عاملونو څخه د کم لګښته طریقی څخه ګټه اخیستنه یوه اړتیا ده. د تیرو په پرتله د تولید د عاملونو کم لګښته نظامونو د وړتیا په اړه زیاته پیژندنه او پوهه ترلاسه شوی لکه څنګه چی په تیرو وختونو کی زیاتره څیړنی د تولید د عاملونو په لګښت کی کموالی یا یی د بدو کړنو څخه په بدو اغیزو باندی متمرکزی وی. په غالب نظر په دغو کلونو کی د تولید د عاملونو څخه ګټه اخیستنه ، چه په کرنه کی د سون په فوسیلونو باندی ولاړه وه ، تر زیاتی اندازی بدلون موندلی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ
دخوراک او کرنی د اداری Food and Agriculture Organization له خوا پایښت لرونکی کرنیز پرمختګSustainable Agricultural Development په لاندی ډول تعریف شوی دی:
د بنسټیزه طبیعی سرچینو منجمنټ ، ساتنه او علمی او تکنالوژیکی بدلونونو ته په داسی لاره اړخ ورکول دی چی د انسان لاسته راوړنی ډاډمنی کړی ، د انسان د اوسنیو او راتلونکو نسلونو همیشنی رضایت لاسته راوړی او داسی پرمختګ چی د ځمکی ، اوبو او د حیواناتو او نباتاتو جنیتیکی سرچینی او نور وساتی ، د چاپیریال له نظره تخریب کوونکی نه وی ، د تخنیک له نظره مناسب ، د اقتصاد له مخی د لاس رسی وړ او ټولنی ته د قبول وړ وی (FAO, 1995).
هندی وحشی غوایان ځنګلی چرګان
اخځلیک:
FAO organization, 1995, Dimensions of need, Available from http://www.fao.org/docrep/u8480e/U8480E00.htm#Dimensions of need
د وحشی حیواناتو جینونه لکه وحشی هندی غوایان او ځنګلی چرګان کیدای شی چی د حیواناتو د جنیتیکی بنسټ په توګه د بیا تازه والی لپاره استعمال شی.
د پیرو کچالو د فرانسی مڼی
اخځلیک:
FAO organization, 1995, Dimensions of need, Available from http://www.fao.org/docrep/u8480e/U8480E00.htm#Dimensions of need
زړی ورایتی ګانی د یوه لاس رسی وړ جین بانک څخه نماینده ګی کوی چی د اصلاح شوو فصلونو په رامنځته کولو کی تری ګټه اخیستل کیدلای شی.
د خوراکی توکو تولیدات باید د ۱۹۹۵م او ۲۰۲۵م کلونو ترمنځ دوه برابره شی که چیری څنګه چی هیله کیږی چی ۸۵۰۰ ملیونونونه زیات وګړی په کافی ډول تغذیه شی.
ډول ډول فصلونه یا د بیلابیلو ډولونو کښت کولای شی کروندګر د ناکامی څخه وژغوری. د پیرو هیواد په یو ټولنه کی ۱۶۸ بیلابیل ډولونه کرل شوی. د کچالو کوچنیو کښت کوونکو په اندس کی د یو ډول لويیدونکی کو چنی کورنی سره چی ۱۰ – ۱۲ غړی لری تر سلو ټاکلو ډولونو پوری کرلی وو (FAO, 1995).
د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ مهم عنصرونه
۱- بیولوژیکی: که چیری د خوراکی توکو وړاندی کول زیاتیږی ، بیا نو د جنیتیکی سرچینو دوامداره ساتل ډیر مهم دی. هغه سیمی چی د جنیتیکی سرچینو په وسیله بډایه دی ، هلته باید خلک وهڅول شی چی د وحشی حیواناتو او نباتاتو مختلف ډولونه او انواع وساتی.
۲- فزیکی: د دی لپاره چی د نباتاتو لپاره د خاوری ښیرازی پایښت لرونکی شی ؛ خاوره او اوبه باید وساتل شی او د دی لپاره چی د خاوری د سر تخریب کم شی او د اوبو د جذب وړتیا یی زیاته شی ، د ځمکی د منجمنټ د پوهنی ضرورت رامنځته کیږی. هلته باید د خړوبولو کرنه پوره ورغول شی ، چیری چی اوبه له منځه ځی یا کرنیز محصولات د مالګین او نمجن کیدلو له امله کمیږی. د هوا د ککړتیا ، اسیدی باران ، د مضرو بوټو ، د ځنګلونو په مخکی د خنډونو او نورو په ګډون په زیاته اندازه د کیمیاوی سرو او د زهری آفت وژونکو استعمال په خاوره کی او هغه شیان چی د خاوری ښیرازی کموی باید مخنیوی یی وشی.
۳- ټولنیزه: د معاملاتو واضح او روښانه حقوق او د ځمکو څخه د ګټی اخیستنی حقونه یا سیستمونه ، د ځمکو د مالکینو او اجاره لرونکو لپاره یو قوی هڅونه او انګیزه ده چی د دوی ځمکی په پايښت لرونکی طریقه و کاروی. په هغه هیوادونو کی چی د ځمکو ویش په کښی په ټوله مانا غیر عادلانه ده او چیری چی د ځمکی د کنترول او کارولو ، د ځنګلونو د ساتنی او د څړ ځایونو د ساتنی قوانین غیر کافی دی او د ځمکی څخه د استفادی سیستمونه اصلاح کولو ته اړتیا شته. همدارنګه باید د ټولنی ګډون په محلی کچه د کنترول ، په پوره شکل د پلان کولو او د سرچینو د ځانګړی کولو په وسیله وهڅول شی.
۴- اقتصادی: په پرمختیایی هیوادونو کی کروندګر د تولید ، مناسبو قیمتونو او د ښوکرنیزو تشبثاتو لپاره کافی د ترویج خدمتونو او د حمل او نقل اغیزمن سیستم ته چی خوراکی توکی مارکیت ته یوسی اړتیا لری او چی د خاوری او اوبو سرچینی وساتی ، کروندګر انګیزی او هڅولو ته اړتیا لری (FAO, 1995).
پایښت لرونکی کرنیز او کلیوالی پرمختګ
نړیواله۲۱ اجندا یو کاری پلان دی چی هغو ته د ځمکی د جرګی خبرتیا هم ویل کیږی. نړیواله۲۱ اجندا په ۱۹۹۲م کال کی په ریو ده ژنیرو کی د ژوند د چاپیریال د پرمختګ په هکله په نړیوال کنفرانس کی د ۱۶۹ هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره جوړه شوی.
په ۲۱ نړیواله اجندا کی دغه لاندی پروګرامونه شامل دی :
۱- د خوراکی توکو خوندیتوب او پایښت لرونکی پرمختګ ته په ټاکلی توګه په پاملرنی سره د کرنیزو پالیسی ګانو بیا کتنه ، پلانول او د کرنی د څو وظیفه ای اړخ په نظر کی نیولو سره هر اړخیزه پروګرامونه جوړول.
۲- د پایښت لرونکی کرنی لپاره د خلکو برخه اخیستنه او ګډون ډاډمن کول او د بشری سرچینو پرمختګ ته پراختیا او پرمختګ ورکول.
۳- د کروندو د تنوع او د غیر کرنیزو کارګمارنواو د بنسټونو (تشبثاتو) د پرمختګ په وسیله د تیت او پراګنده کروندو د تولید او کرنیزو سیستمونو پرمختګ.
۴- د ځمکی د سرچینو د پلان جوړولو معلومات او پوهنه یا د کرنی علم.
۵- د ځمکی ساتنه او بیا رغاونه.
۶- د اوبو څخه مناسبه او سمه ګټه اخیستنه د خوراکی توکو د پایښت لرونکی خوندیتوب او پایښت لرونکی کلیوالی پرمختګ لپاره.
۷- د خوراکی توکو او پایښت لرونکی کرنی لپاره د جنتیکی سرچینو څخه په پایښت لرونکی ډول ګټه اخیستنه او ساتنه .
۸- د پایښت لرونکی کرنی لپاره د څارویو د جنتیکی سرچینو څخه ساتنه او پایښت لرونکی ګټه اخیستنه.
۹- په کرنه کښی د آفتونو په ضد هراړخیزه مبارزه او کنترول.
۱۰- د خوراکی توکو د تولیداتو د زیاتوالی لپاره په پایښت لرونکی توګه د بوټو تغذیه کول.
۱۱- په کلیوالی انرژی کی بدلون چی مولدیت یا ګټورتوب زیات کړی.
۱۲- د بنفش وړانګو یا ماورابنفش د اغیزو ارزول په نباتاتو او څارویو کی چی د ستراتو سفریک ساحی د تخریب له امله را منځته کیږی (Earth summit, 1992).
د پایښت لرونکی کرنیز او کلیوالی پرمختګ عنصرونه
د پایښت لرونکی کرنیز او کلیوالی پرمختګ لپاره د عنصرونو څخه په لاندی ډول یادونه کیږی:
ټولې کړنې او عملیی
۱- د حکومت په کچه: پالیسی ګانی ، وسایل ، د پرمختګ پلانونه ، کرنیز اصلاحات ، د خوراکی توکو سروی ګانی ، د خوراکی توکو څرنګوالی او خوندیتوب ، رقمونه ، کتنه ، او د مخکی نه مخکی ګواښونه یا د ګواښونو په اړه د معلوماتو سیستم.
۲- د کلیوالی ټولنی په کچه: د محلی ادارو پرمختګ او د برخی اخیستنی ، ترینینګونو او ترویج لپاره د خلکو د وړتیاوو لوړول.
۳- د سیمی یا منطقی په کچه: د مثال په ډول ساحلی سیمی ، د سیندونو سرچینی ، جلګی او د کرنی ایکالوژیکی زونونه.
۴- د محصولاتو د واحدونو په کچه: د کرلو سیستمونه ، ډولونه چی عایدات زیات کړی ، د کلیوالی صنعت رامنځته کول ، کریډیت او مارکیټینګ.
۵- د اخیستونکو په کچه: د خوراکی توکو د څرنګوالی پرمختګ ، د خوراکی رژیم د قاعدو برابرول او د تولیداتو د مارکیټینګ پرمختګ (FAO, 1995).
بنسټیزه طبیعی سرچینی
۱- ځمکه: د ځمکی څخه د ګټی اخیستنی پلان کول ، د ځمکی منجمنټ ، د خاوری ساتنه او د ځمکی بیارغونه.
۲- اوبه: د اوبو ساتنه ، د اوبو لګولو د سیستمونو پرمختګونه ، د اوبو د مدیریت د تکنالوجیکی سیستم پرمختګ او د اوبو څخه د ګټی اخیستونکو ټولنی.
۳- د څارویو او بوټو بیولوژیکی سرچینی: د جنیتیکی سرچینو ساتنه او د ډولونو او نسلګیری پرمختګ.
۴- ونی او ځنګلونه: د ځنګلی ونو د غوڅولو د اندازی کموالی ، د ځنګلونو پایښت لرونکی منجمنټ او د ځنګلی محصولاتو راټولول.
۵- د کبانو د روزنځایونه: د محصولاتو د زیاتوالی لپاره د کبانو د نیولو د فعالیتونو کموالی (FAO, 1995).
د تولید بنسټیزه بهرنی عاملونه
۱- د آفتونو په ضد مبارزه: د آفتونو د هر اړخیزه کنترول پروګرامونه او پروژی یا د آفت وژونکو توکو د کارولو مخنیوی.
۲- د بوټو تغذیه: د بوټو د هر اړخیزه خوراکی توکو برابرولو لپاره پروګرامونه او پروژی.
۳- کلیوالی انرژی: د ملی استراتیژیو او تکنالوجیو رالیږدول د ټولی کلیوالی انرژی د پرمختګ لپاره. د اوږدی مودی لپاره د محصولاتو زیاتوالی د طبیعی سرچینو په پایښت لرونکی استعمال باندی ولاړ دی ، نه د هغوی په تخریبولو (FAO, 1995).
د پایښت لرونکی کرنیزوعملیو د ناکامی پنځه بنسټیزه لاملونه
د نه پاییدونکو کرنیزو عملیو او د کلیو د چاپیریال د تخریب لپاره پنځه بنسټیز عاملونه عبارت دی له:
۱- د سیاستونو ناکامی : د مناسبو سیاستونو نشتوالی د مثال په توګه د مناسبو قیمتونو نه ټاکل ، غیر کافی مالی مرستی او غیر کافی مالی پالیسی ګانی د نه پائیدونکی کرنی سبب کیږی چی د تولید د عاملونو لکه د کیمیاوی سرو یا آفت وژونکو موادو کارول پکښی شامل دی چی د ځمکی څخه زیاته ګټه اخیستنه هڅوی. دواړو د بزګرانو ټولنی او د لاس رسی وړ سرچینو ته ممکن هغه غیر مناسبه وی چی د کرنی د نه پائیدونکو سیستمونو سره مرسته کوی.
۲- په کلیوالی کچه د توازن نشتوالی: کلیوالی خلک پوهیږی چی څنګه خپل چاپیریال وساتی مګر دوی ممکن د ژوندی پاتی کیدلو لپاره ضرورت ولری چی د طبیعی سرچینو څخه له اندازی زیاته ګټه واخلی. په همدی وخت کی د زیاتی ګټی اخیستنی په موخه د ځمکو د لویو مالکینو او کمپنیو په وسیله تجارتی ګټه اخیستنه د ژوند د چاپیریال د تخریب سبب ګرځی.
۳- د سرچینو په ویش کی د توازن نشتوالی: د راتلونکی نړیوال نفوس د زیاتوالی زیاته برخه وده به په پرمختیایی هیوادونو کی وی او تر ټولو زیات د نفوس زیاتوالی به تر ټولو غریبو هیوادونو کی وی هغه هیوادونه چی کمه د دی وړتیا لری چی خپلو اړتیاوو ته ورسیږی یا د خپل راتلونکی لپاره پانګه اچونه وکړی.
۴- نه پاییدونکی تکنالوژی: د نویو تکنالوژیو په کار اچونی سره په ټوله نړی کی په کرنیزو محصولاتو کی زیاتوالی راغلی. مګر ځینو یی ډیر زیانمنوونکی جانبی تاوانونه پیښ کړی چی باید مخنیوی یی وشی او بیرته مخ تری وګرځول شی لکه د آفت وژونکو موادو په مقابل کی د حشراتو مقاوم کیدل ، د اوبو او باد په وسیله د ځمکی تخریبیدل ، د اوبو د لګولو د منجمنټ کمزوری او د بیولوژیکی ډولونو د لاسه ورکول.
۵- تجارتی اړیکی: لکه څنګه چی د پرمختیایی هیوادونو څخه د اومو موادو د صادراتو ارزښت راکم شوی. نو د دوی حکومتونه باید د عایداتو زیاتوالی ، د بوټو د محصولاتو په زیاتوالی او د ونو د لرګیو په غوڅولو کی وپلټی چی د ژوند چاپیریال ته زیان اړوی (FAO, 1995).
پایښت لرونکی کرنیز تخنیکونه
د نړیوالی اتومی انرژی د نمایندګی لابراتوارونو د خاوری په ښیرازی ، د حشرو او آفتونو په مخنیوی ، د بوټو په نسلګیری او جینتیک او د کیمیاوی درملو په برخو کی ډول ډول تخنیکونه رامنځته کړی چی په لاندی دریو کټګوریو ویشل کیږی.
۱- د چاپیریال د ککړتیا د کنترول او ارزونی تخنیکونه.
۲ـ د زیات شوی مولدیت د چاپیریالی اغیزو دکموالی تخنیکونه.
۳ـ دسرچینو د پرمختګ تخنیکونه.
که څه هم د کرنی په برخه کښی د تولیداتو زیاتوالی د کرنیزو درملو کارولو او د اوبو لګولو سیستمونو اصلاح کولو ته نسبت ورکول کیږی. خو د دی په څنګ کښی دهغه زیانونه دا دی چی ځمکه او د اوبو سرچینی په زیاته اندازه کارول کیږی او د آفت وژونکو درملو او سرو د کارولو له امله د چاپیریال ککړتیا په چټکه توګه زیاته شوی ده.
د کرنی په برخه کی د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پایښت لرونکو کرنیزو تخنیکونو رامنځته کول د زیات اهمیت وړ دی. چی په دی پایښت لرونکو کرنیزو سیستمونو کی د اصلاح شوو بوټو او غلو دانو ډولونه ، د اوبو او خاوری د ټولو عملیو سم اداره کول او د آفت وژونکو توکو مناسب کارول شاملیږی(Danesi Pier Roberto, 1992) .
د خاوری ښیرازی
نایتروجن یو بنسټیز عنصر د خلکو د خوراکی توکو د اړتیاوو د پوره کولو ، د سون د موادو او فایبر د برابرولو لپاره دی. د نایتروجن سره د تولید د عامل په توګه زیاته لازمی ده ترڅو د بوټو څخه مناسب تولید په لاس راوړل شی. که څه هم څیړنو ښودلی ده چی یواځی یوه برخه د کارول شوی کیمیاوی سری په خاوره کی د بوټو په وسیله اخیستل کیږی. داصلی خاوری نایتروجن او د تطبیق شوی کیمیاوی سری زیاته برخه نایتروجن خپله چاپیریال ته د ککړونکو موادو په توګه خپریږی کومه چی د جذب شوی سری په عملیو پوری تړلی ده. د نایتروجن د مرکب داخلیدل په ځمکه او سطحی اوبو کښی د څښلو اوبه ککړوی او د ځمکی لاندی اوبو کی د ایوتروفیکشن Eutrophication د جوړښت سبب کیږی او نوری زیان اړونکی چاپیریالی اغیزی هم ترینه منځته راځی.
همدارنګه د خاوری د ښیرازی په اړه زیاتی څیړنی ترسره شوی دی. د کیمیاوی سرو د عملیو د ښه اداره کولو په موخه د مثال په توګه د کیمیاوی سرو د کارولو لپاره د مناسبه او ګټورو سرچینو معلومول او همدارنګه د هغو بوټو د جینوټایپونو معلومول چی د خوراکی عناصرو په ګټه اخیستلو او کارولو کښی ګټوردی او په خاوره کی د لږ کیمیاوی سری په کارولو سره هم زیات حاصل ورکوی. د متناوبو تکمیلی یا د زیات نایتروجن لرونکو سرچینو څخه ګټه اخیستنه ډیری ګټی لری زیات هغه بوټی چی په خپله د نایتروجن د نصبولو وړتیا لری ، د اتمسفیر د پریمانه نایتروجن څخه ګټه اخلی او په مختلفو کرنیزو سیستمونو کښی باید ګټه ورځنی واخیستل شی. د دغه بوټو کرل د ژوند په چاپیریال کی ککړتیا نه رامنځته کوی او په پرمختیایی هیوادونو کی د کلیوالو کروندګرو په پایښت لرونکو کرنیزو کړنو ژوری اغیزی لری. همدارنګه نایتروجن نصبووکی بوټی د سون د موادو د سرچینو ، د حیوان لپاره د خوراکی توکو برابرولو ، د کاغذ برابرولو او واښو برابرولو باندی برسیره د خاوری د ښیرازی په اصلاح او ساتلو کی زیاته مرسته کوی.
چی د نایتروجن د دی طبیعی او ارزانه سرچینی څخه ګټه واخلو د بوټو د بیولوژیکی نایتروجن د نصب کولو وړتیا معلومول زیات د اهمیت وړ ده چی د ځانګړو ایکالوژیکی حالتونو سره توافق ولری(Danesi Pier Roberto, 1992) .
کرنیز درملونه
د تلقیح شوو حشره وژونکو توکو کارول د ژوند د چاپیریال د لږ ککړتیا په ګډون د ځمکی او د اوبو د ککړتیا او د آفت ډیر اغیزمنه او اقتصادی کنترول لپاره زیات اهمیت لری. د نمونی په ډول د تلقیح شوو حشره وژونکو توکو کارول د ټسی ټسی Tsetse مچ د مخنیوی او د آفت وژونکو توکو د پاشلو او شیندلو څخه د کار اخیستلو د پخوانیو طریقو د منځه وړلو لپاره ډیر ګټور دی.
د تلقیح شوو حشره وژونکو توکو د کارولو څخه موخه د حشرو د منځه وړل دی او دا تخنیک د چاپیریال ککړتیا نه رامنځته کوی او د ایکو سیستم د خوندی ساتلو لپاره ښه تخنیک دی (Danesi Pier Roberto, 1992).
د حشرو د آفتونو مخنیوی
د حشرو وژونکو توکو کارول د حشرو د مخنیوی لپاره یوه اغیزمنه طریقه ده ، که څه هم د دغو درملو کارول د چاپیریال ککړتیا سبب کیږی او حشری د دوی په مقابل کښی خپل مقاومت ته دوام ورکوی. برسیره په دی د نویو پرمختللو حشره وژونکو درملو قیمت د دغو درملو د تصدیق کولو له امله ډیر لوړ دی چی آیا دا کیمیاوی ماده به روغتیایی ستونزی رامنځته کوی او که نه ؟ او د دی اړتیا شته ده چی د هغه توافق د چاپیریال سره وارزول شی ؟ چی د حشره وژونکو توکو د کارولو په مخ کښی یو خنډ دی. دغه خنډونه د حشرو د مخنیوی زیاتره متناوبه یا مبادله طریقو د څیړنو مشری کوی د دی طریقو څخه یوه طریقه د حشرو د آفتونو د مخنیوی جنتیکی طریقه ده چی د حشرو د شنډولو د تخنیک Sterile Inscet Technique په نوم یادیږی.
د حشرو د شنډولو تخنیک د حشرو د آفتونو د مخنیوی لپاره د چاپیریال سره ښه مناسبه طریقه ده. په دی طریقه کښی شنډی ښځینه حشری چه د ګاما د وړانګی په وسیله شنډی شوی په طبیعت کی خوشی کیږی او هغه شنډی شوی حشری چی د نرانو حشرو سره کله یو ځای کیږی د حشرو نوی نسلونه نه تولیدیږی. څو واره د مناسب شمیر حشرو خوشی کول په طبیعت کی کولای شی چی د حشرو د آفتونو مخه ونیسی. د دی طریقی په کارولو سره نور ژوندیو موجوداتو ته زیان نه رسیږی.
د حشرو د شنډولو تخنیک په زیاتره پروګرامونو کی دواړه ښځینه او نارینه شنډی شوی حشری خوشی کیږی. خو معمولاً نارینه شنډو شوو حشرو خوشی کول تر هغو پوری ډیر ګټور دی چی هیڅ یو ښځینه طبیعی یا اصلی حشره ونه شی کړلای د طبیعی یا اصلی نارینه حشری سره یو ځای شی.
همدارنګه په دی وروستیو وختونو کی بدلون منونکی یا مسخ کیدونکی نژادونه د میوی د مدیترانه أی مچ پیدا یا رامنځته شوی دی چی په ډیره آسانی د حرارت د درجی په زیاتولو سره یی ښځینه حشری د روزنی په پروسه کښی د منځه ځی او په دی طریقه کی یوازی نارینه حشری تولیدیږی او خوشی کیږی. تر هغه چی نارینه حشری فعاله برخه د حشرو د شنډولو د تخنیک Sterile Inscet Technique د پروګرام وی د دی تخنیک د کارولو څخه زیاته ګټه لاسته راځی.
نو د آفتونو په ضد هر اړخیزه مبارزی چی د اقتصاد له مخی اغیزمنه او د ژوند چاپیریال ته لږ زیان لری صورت نیسی (Danesi, Pier Roberto, 1992).
د بوټو نسلګیری
د بوټو د وحشی ډولونو اهلی کولو لومړنی کرنه ممکنه کړله او د بوټو نسلګیری د هغوی مولدیت نور هم زیات کړ. همدارنګه نور زیات فکتورونه وجود لری چی په ټاکلی ډول یو له بل سره اړیکی لری لکه د یو ډول غلی کرل Monoculture چی زیات مشهور او رواج شوی دی ، د آفتونو او ناروغیو په وسیله ناوړه زیانونه ، د کیمیاوی سرو په مقابل کښی د بوټو عکس العمل ، په میخانیکی ډول د حاصل راټولول او د هغو پروسس کول او زخیره کول دی.
یوازی دری ډولونه د غنمو ، وریجو او جوارو د نړۍ د خوراکی توکو نیمایی برخه برابروی همدارنګه دا نور څلور ډولونه کچالو ، اوربشی ، خواږه کچالو او مانیوک ۳/۴ برخه د نړۍ خوراکی توکی برابروی لکه څنګه چی په یو یا څو غلو باندی زیات تړلتوب خطرناک دی. د یو ډول غلی کرل Monoculture ناروغیو د چټک خپریدلو سبب کیږی لکه څنګه چی د ۱۹۴۰ لسیزی په کلونو کښی د آیرلینډی کچالو د محصولاتو څخه ګټی اخیستنی د دی هیواد د نفوس د ۱/۵ برخی د مړه کیدو سبب شو.
د ۱۹۶۰ م لسیزی په کلونو کښی د غنمو د زنګ Stripe rust ناروغۍ د امریکا متحده ایالاتو او د مونتانا ایالت ته یو لوی زیان واړوه چی د خپلو پیداوارو نژدی دریمه برخه یی له لاسه ورکړه. وروسته دغه ناروغی د یوه ترکی وحشی غنم د جینونو په وسیله د منځه یووړل شوه چی برسیره پردغه ناروغی د پنځوسو (۵۰) نورو ناروغیو په مقابل کښی یی هم مقاومت وښود (Danesi Pier Roberto, 1992).
پایښت لرونکی کرنیز سیستمونه
کروندګر زیاتو غوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره تر زیات فشار لاندی دی چی زیات محصول تولید کړی ، لږ ککړتیا رامنځته کړی ، د اخیستونکو نسبی ګټي پوره کړی ، مزدورانو ته د هغوی مزدوری ورکړی او یو ښه ژوند د طبیعی سرچینو د ورځ په ورځ زیاتیدونکی کموالی سره رامنځته کړی.
د ځمکی ، اوبو او د کرنی د سیستمونو تکمیلیدل ، د کرنی ملی سیاستونه ، د څیړنو پروګرامونه او د خوراکی توکو مارکیټونه اړتیا لری چی په لږ لګښت د زیات تولید د لاسته راوړلو خوځښت ته دوام ورکړی او زیاتو هغو عمومی اړخونو ته پرمختګ ورکړی چی کرنه د هغو په وسیله کولای شی ټولنی ته ګټی ورسوی.
په کرنه کی د زیاتو پرمختګونو د شتون سره اوس هم زیاتره پرمختګونه د خوراکی توکو او د فایبر د اړتیاوو د پوره کولو لپاره صورت نیولی او بیا په دوهمه درجه کی د ژوند د چاپیریال د څرنګوالی ښه والی یا په کرنه کی د وظیفو د زیاتوالی لپاره پاملرنه شوی. د مثال په ډول د محصول د زیاتوالی لپاره د کیمیاوی سری او آفت وژونکو توکو کارول چی په رودخانو او بحرونو کی یی جریان پیدا کړی او ککړکړي ئی دی.
کرنه د تولیدولو ، د اقلیم د بدلون او د طبیعی سرچینو د قوانینو د کموالی سره مخامخ ده. نوښتګره پالیسی ګانو او نوو کرنیزو طریقو ته اړتیا ده چی په ټینګ علمی بنسټ ولاړی وی ، د تولید د زیاتوالی ستونزه په غاړه واخلی او د چاپیریالی ، اقتصادی او ټولنیزو موخو سره هم برابری وی (The National academy of science, 2010).
د پرمختګ پایښت
د متحده ایالاتو د ساینس ملی اکادمی په یو ویشتمه پیړی کی د پایښت لرونکو کرنیزو سیستمونو لپاره د کمیټی خلص راپور پایښت Sustainability نه یوازی په یو هیواد کی یو ټاکلی پایلی ته رسیدل بللی ، بلکی د لاندی څلور ګونو موخو په لور یی پرمختګ تعریف کړی دی چی په لاندی ډول تری یادونه کیږی:
۱- د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کافی اندازه تولید کول.
۲- د ژوند د چاپیریال د کیفیت ښه کول او د بنسټیزه طبیعی سرچینو څخه ساتنه.
۳- ګټوروالی.
۴- د کروندګرو د ژوند ښه کول.
د کروندو د کارکوونکو کړنی او د ټولنی د کروندو سیستمونه باید په کافی اندازه بدلون منونکی وی چی د طبیعی او اقتصادی فشارونو سره توافق وکړی لکه څنګه چی هغوی زیار باسی چی پورتنی څلور موخی په لاس راوړی. په دی وروستیو دوو لسیزو کی څیړنی د دی سبب شوی چی پرمختګ ګړندی کړی او زیاتی کرنیزی عملیی یو ځای کړل شوی چی د پرمختګ د پایښت مختلفو اړخونو ته پرمختګ ورکړی.
تراوسه په یوه برخه کی هم پوره پرمختګ نه دی شوی چی زیاتو ستونزو ته په یو وخت کی لاس رسی ولری. ځکه تراوسه ټولو بزګرانو د هغو کړنو سره چی د څیړونکو په وسیله ټاکل شوی توافق نه دی کړی او زیاتره څیړونکو ځمکی ته پاملرنه کړی چی په حساسو او مهمو موخو باندی لږ ټینګارکوی. په دی د پوهیدلو لپاره چی څنګه د کرنی د سیستم عنصرونه یو د بل سره اړیکی لری. د مثال په ډول مهمو څیړنو د ټاکلو ستونزو حلولو ته پاملرنه کړي لکه د بوټو نسلګیری د حاصل د لوړوالی لپاره یا د اوبو لګولو تکنالوژی چی د اوبو څخه ګټه اخیستنه راکمه کړی مګر په دی کمی څیړني تر سره شوی چی څنګه په یو وخت کی د زیاتو ستونزو د حل لپاره ډول ډول تخنیکونه سره ترکیب کیدلای شی (The National academy of science, 2010) .
د پرمختګ د پایښت زیاتول
د پایښت لرونکی کرنی لپاره اوسنی هڅی باید زیاتی شی تر څو د نړی د خوراکی توکو زیاتیدونکو غوښتنو ته لاس رسی ولری. د طبیعی سرچینو یا د پراخه ټولنیزو او اقتصادی واحدونو څخه د سترګو پټول لکه د کروندو عاید ، د کروندګرو او د کروندو د کارکونکو ترمنځ د ژوند د څرنګوالی توازن او د څارویو د ښی روزنی لپاره شرطونه منفی اغیزی لری.
همدارنګه ټولی کروندی ، د دی وړتیا او مسولیت لری چی د پایښت د څلورو موخو د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړی د بیلا بیلو ډولونو بوټو کښت کول ډول ډول ستونزی او فرصتونه د ځان سره لری خو د کرنی په ډاډمن او پایښت لرونکی پرمختګ کولو کی مرسته کوی. دوه موازی پرمختګ ورکوونکی طریقی وړاندیز شوی ترڅو د کروندی ټولو ته پرمختګ ورکړی چی په لاندی توګه تری یادونه کیږی: ۱- زیاتونکی طریقه Incremental approach
دغه طریقه په ټولو کروندو کی بی د کروندی د اندازی او شکل په نظر کی نیولو سره د پرمختګ د پایښت هڅو ته زیاتوالی او پرمختګ ورکوی. چی موخه یی د کرنیزو تخنیکونو پیژندل ، پرمختګ او د پایښت ټاکلو اړخونو ته پرمختګ ورکول دی لکه د اوبو د ساتنی نوی استراتیژی ، د کروندی د عایداتو د زیاتوالی لپاره د آفتونو منجمنټ او د بازار موندنی یا مارکیټینګ د طریقو ډول. د دی لپاره چی د دغه تخنیکونو سره توافق چټک شی د مثال په توګه د ساتل شوی کرنی څخه یادونه کوو چی په هغه کی د کښت کولو لږ کرنیزی عملیی د مناسبی نوبتی کرنی سره یوځای کیږی چی د خاوری ښیرازی زیاته کړی او د خاوری څرنګوالی ته پرمختګ ورکړی.
ساتل شوی کرنه Conservation agriculture د کښت کولو لږ کرنیزی عملیی د مناسبه نوبتی کرنی سره ترکیب کوی چی د خاوری حاصلخیزی زیاته کړی او د خاوری کیفیت ته پرمختګ ورکړی.
۲- بدلون رامنځته کوونکی طریقه Transformative approach
دغه طریقه د داسی کرنیزو سیستمونو په لټه کی ده چی د پایښت د څلورو موخو تر منځ توازن رامنځته کړی. دغه سیستمونه ممکن د اوسنیو کرنیزو محصولاتو د تولید طریقی ته د پاملرنی وړ بدلون ورکړی او د نوو مفکورو څخه چی د کرنیزو عملیو ، طبیعی چاپیریال او د خوراکی توکو د مارکیټونو په اړه په ټولنو کی موجودی دی ګټه اخیستنه زیاتوی. تر څو د نویو سیاستونو او کرنیزو عملیو په اړه د پوهی بنسټ پرمختګ وکړی. ځینی نوی طریقی د کرنی د موجودو ډولونو او عملیو د توپیرونو د لیدلو او کتلو څخه رامنځته شوی دی د مثال په توګه د ارګانیکی یا عضوی او د معمولی کرنو د پرتله کولو په ډول ډول چاپیریالونو او مارکیټونو کی د عملیو د اغیزمنتوب ، خوځښت ، چاپیریالی او ټولنیزو اغیزو په اړه چی په دغو دوه ډولونو کرنه کی کارول کیږی د مونږ لپاره ښه معلومات برابروی(The National academy of science, 2010) .
د پایښت لرونکی کرنیزپرمختګ لپاره استراتیژۍ
د خوراک او کرنی اداری Food and Agriculture Organization د پایښت لرونکی کرنی او کلیوالی پرمختګ د لاسته راوړلو لپاره څلور استراتیژی ګانی وړاندی کړی چی لومړنی دوه یی په زیاتوالی کی پرمختګ راوړی ، دریمه او څلورمه استراتیژی د طبیعی سرچینو یا د ژوند د چاپیریال او د ټولنیز اقتصاد پایښت په مخکی د پرتو خنډونو څخه مخنیوی کوی.
۱- د تخصص په وسیله زیاتوالی: دغه استراتیژی په بنسټیزه ډول د ځمکو د لوړی وړتیا لرونکو بوټو سره په ګډه د تولید د بدلون راوستونکو عاملونو په کارولو باندی ولاړه ده لکه د پرمختللو کرنیزو عملیو سره یو ځای د آفت وژونکیو توکو او کیمیاوی سری کارول چی د خاوری منجمنټ ، د آفتونو ضد هر اړخیزه مبارزه او د ضائعاتو اغیزمن منجمنټ په کښی شاملیږی او پرمختګ ته پایښت ورکوی.
۲- د بوټو د ګڼو ډولونو په کرلو سره زیاتوالی: دغه استراتیژی ډیرو زیاتو شرطونو ته اړتیا لری چی د بوټو د ګډ کښت او د تکنالوژیو پرمختللو سیستمونو او د طبیعی سرچینو زیات اغیزمن کارولو ته پرمختګ ورکوی. د بوټو د زیاتو ډولونو بوټو کرل ټولنیز ، اقتصادی او چاپیریالی ګواښونه کموی د ضایعاتو څخه په دوه واری ګټه اخیستنه کی مرسته کوی او د تولید د بهرنیو بدلون راوستونکو عاملونو ته اړتیا کموی.
۳- د کروندی د ننه او د کروندی څخه بهر د کړنو یوځای کول: د عاید د نورو زیرمو پرمختګ په طبیعی سرچینو فشار کموی.
۴- پراختیایی سیستمونه: د پراختیایی سیستمونو څخه د څنډو په ځمکو یعنی هغو ځمکو کی چی کمه کرنیزه وړتیا لری ګټه اخیستل ډیر مناسب دی د مثال په ډول چی د کروندو او یا د چرګانو د روزنی د فارمونو لپاره وکارول شی او د دی ځمکو په کروندو کښی کیدلای شی د بوټو زیات ډولونه وکرل شی تر څو په تولید کی د بدلون راوړونکو عاملونو څخه په ګټه اخیستنه کی کموالی راشی. همدارنګه د آفتونو په ضد هر اړخیزه مبارزه ، د اوبو منجمنټ ، د خاوری د ښیرازی ساتنه او پایښت ډیر مهم دی. او د پراختیایی سیستمونو پایښت د نفوس په کم تراکم او د طبیعی سرچینو په کم فشار باندی ولاړ دی او د دغه پراختیایی سیستمونو څخه باید لاندی موخی لاسته راوړل شی: د تولیدونکو او د کرنی د تولیدی وړتیا زیاتیدل ، د زیاتو ډولونو بوټو کرل چی د اقتصادی ، چاپیریالی او ټولنیز حالت بدل کړی ، د کروندګرو لپاره د طبیعی سرچینو او د تولید د عاملونو د استعمال په ګټورتوب کی پرمختګ د کرنی او تولیدونکو د قابلیت زیاتول چی ټولنیز اقتصادی او چاپیریالی حالت بدل کړی او د مختلفو کرنیزو سیستمونو د تنوع د پرمختګ په وسیله د کروندګرو په مخ کښی د خطرونو کمول چی د دی سیمو څخه ګټی اخیستنی ته لکه د ځنګلونو لپاره زمینه برابره شی (FAO, 1995).
د ژوند چاپیریال او پایښت لرونکی کرنيز پرمختګ
هارووډ پایښت لرونکی کرنه د انسان لپاره د بی اندازی ګټی اخیستنی د زمینی برابرول او د کرنیزو نظامونو د ښیرازی زیاتول چی د ژوند په چاپیریال کی توازن رامنځته کړی تعریف کړی ده. همدارنګه دغه تعریف د کرنی بیولوژیکی ، اقتصادی او ټولنیزی موخی په خپله لمن کی رانغاړی. ځکه نشی کیدلای چی د کرنی په برخه کی د بیلابیلو برخو د متقابلو اغیزو په نظر کی نیولو سره یوازی یو ځانګړی اړخ په نظر کی ونیسو د مثال په ډول که چیری په کرنیزو نظامونو کی د اوږد یا لنډ مهال د ښیرازی زیاتول ونشی کړلای د پاملرنی وړ اقتصادی موخی پوره کړی په دی صورت کی د ښیرازی زیاتیدل ګټور نه دی.
د بلی خوانه هغه طریقه چی د لنډ وخت لپاره د اقتصاد له مخی اغیزمنه واقع شی او په بدل کی یی د ژوند د چاپیریال اوږد مهاله ستونزی د خپل ځان څخه په میراث پریږدی پایښت لرونکی طریقه نشی ګڼل کیدلای. همدارنګه د ځانګړو تکنالوژیو څخه ګټه اخیستل کولای شی د تولید لګښتونه کم کړی او په هغه صورت کی به ګټور وی چی ښی پایلی د ځان سره ولری.
اوس د دی امکان برابر شوی چی د نوو تکنالوژیو او وسیلو څخه د کار اخیستنی د اغیزو په اړه ورځ په ورځ زیاته پیژندګلوی په لاس راشی. ځکه د دی اغیزو په اړه د زیاتو معلوماتو د لاسته راوړل مونږ ته د دی په اړه معلومات راکوی چی په خپلو پریکړو کی په طبیعت کی د کیمیاوی موادو د لګښت په اړه په احتیاط کړنی ترسره کړو.
د ډول ډول طریقو څخه ګټه اخیستل لکه نوبتی کرنه ، د آفت وژونکو توکو د لګښت کموالی او د شنه پوښښ منځته راوړل او هغه شیان چی د ژوند د څرنګوالی د کچی په لوړولو کی پوره اغیزی لری. همدارنګه د یادو شوو طریقو څخه ګټه اخیستل برسیره د انسان د سلامتی د ساتلو څخه د نورو موجوداتو لپاره هم کولای شی ښی اغیزی ولری. په حقیقت کی د انسان پاملرنه د نورو موجوداتو په اړه هم د هغوی د خبرتیا ښودنه د بیولوژیکی نظامونو په یو بل پوری پیوستون څخه کوی.
اوس د ژوند د چاپیریال د ساتنی په اهمیت ټول پوهیږی چی د چاپیریال ککړتیا په مختلفو طریقو سره لکه د کارخانو په وسیله ککړتیا ، په کرنه کی د کیمیاوی موادو څخه ګټه اخیستنه او د دی جملی څخه نور شیان کولای شی ډیری بدی اغیزی د ژوند په چاپیریال ولری.
د بلی خوانه د طبیعی پروسو پیژندل هم یو له مهمو او ضروری اړخونو څخه دی او د خوراکی توکو د تولیدولو لپاره لازمه ده په نوو استراتیژیو کی په نظر کی ونیول شی. ځکه د دی ډول استراتیژیو تطبیق کول د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ لپاره هم زمینه برابروی.
داسی کرنیزو نظامونو ته اړتیا ده چی دغه نظامونه وکولای شی د خوراکی توکو د پوره کولو او پایښت لرونکی ساتلو ترڅنګ نورو د اړتیا وړ تولیداتو او موجوداتو د ژوندی پاتی کیدلو لپاره هم زمینه برابره کړی. د کرنیزو محصولاتو د نظامونو ښیرازی ډیره مهمه ده ، مګر دی دغه ډول موخو لاسته راوړل باید د ژوند د چاپیریال د ستونزو د منځته راتلو په قیمت صورت ونه نیسی. ځکه تر کومه ځایه چی د کروندګرو په اختیار کی ده باید داسی کرنیز نظامونه رامنځته شی چی د موجودو سرچینو څخه د پایښت لرونکی ګټی اخیستنی لپاره لازمه زمینه برابره کړی او کروندګر باید خپل ټول زیارونه په دی لاره کی وباسی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
سیاستونه او پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ
د کرنی پایښت په بنسټیزه توګه په هغه پریکړو باندی ولاړدی چی کروندګر یی په خپلو کروندو کی تر کار لاندی نیسی. مګر دغه پریکړی په خپله د نورو پریکړو تر اغیزو لاندی دی چی د نظام په نورو برخو کی صورت نیسی.
پوهانو د ځانګړو پریکړو متقابله اغیزو او سیاستونو دغه ډول پریکړی تر اغیزی لاندی راولی او په کرونده کی د اقتصادی او بیولوژیکی پایښت لپاره زمینه برابروی تر څیړنی لاندی نیسی.
لاورنس او ملګری یی په دی باور دی چی د پایښت لرونکی کرنی لپاره باید یو ډول د مراتبو سلسله په نظر کی ونیول شی چی د کرنیز نظام د مختلفو کچو تر منځ وجود لری. دغه کچی د کروندی د کچی څخه نیولی تر کرنیزو نظامونو (کوچنی اقتصاد) ، د اوبو ساتنی ود سرچینو (په ایکولوژیکی کچی) ، او سیمه ئیزو یا منطقه ئی نظامونو (د لوی اقتصاد په کچه) په خپله لمن کی نیسی. د دی لپاره باید لومړی هغه عاملونه چه د پایښت لرونکی کرنی په مخکی خنډونه رامنځته کوی وټاکل شی او وروسته باید هغه حل کړل شی. شاید بیا هم دغه طریقه ونشی کړلای چی په ټول نظام کی د مناسبو ځانګړتیاوو څخه برخمنه پاتی شی. ځکه هره برخه د دی نظام یا تر دی نه په ساده عبارت هره کرونده خپله ځانګړی شرائط لری ځکه ممکنه ده چی د حل دا لاره ونشی کړلای په ځینو کروندو کښی د مناسبو او لازمو لاسته راوړنو څخه برخمنه شی.
که څه هم په یوه کرونده کی هره هغه طریقه چی پایښت لرونکی وی د ټول کرنیز نظام لپاره پایښت لرونکی نشی کیدلای. ځکه هره برخه د کرنیز نظام یا تردی نه په ساده عبارت هره کرونده خپله ځانګړی حالت لری. ځکه یوازی د یوی کروندی پایښت د ټول کرنیز نظام د پایښت سبب نه شی کیدلای. خو همدارنګه د دی مسئلی په بنسټ د کرنی پایښت د متقابله اغیزو تر شعاع لاندی دی چی د سیاستونو او نورو اغیزو لرونکو عاملونو په منځ کی وجود لری. د مثال په ډول په کرنه کی نژدی ټولی اقتصادی کړنی په یو ډول نه یو ډول نړیوال اړخ لری. لدی امله د کرنی په برخه کی د پروګرامونو په اړه په ټولیزو پریکړو کی باید هره اړخیزه توافق وجود ولری. ځکه بی لدی نه په کرنه کی د پایښت د منځته راوړلو لپاره کورنی سیاستونه کیدلای شی ، په نړیوالو بازارونو کی د هغه هیواد د کرنی د پرمختګ خنډ شی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
په کرنه کی د سیاستونو موخی
په کرنه کی سیاستونه لاندی پنځه موخی لری چی عبارت دی له :
۱- د محصولاتو د وړاندی کولو (عرضی) کنترول
۲- د طبیعی سرچینو ساتنه
۳- د قیمتونو ټاکل
۴- د کروندګرو د عایداتو ساتل
۵- د صادراتو د اندازی زیاتول
۱- د محصولاتو د وړاندی کولو کنترول: تراوسه پوری چی د کرنیزو محصولاتو د وړاندی کولو د کنترول لپاره په ځینو هیوادونو کی کوم کارونه ترسره شوی عبارت دی له :
الف- د ځینی محصولاتو د کښت لاندی سیمو راکمول او هغو کروندګروته د سب سایډی Subsidy ځانګړی کول چی پدی کار لاس پوری کوی.
ب- د محصولاتو د تولید د قیمت د لوړالی لپاره په بازارونو کی د تولید د اندازی کنترول.
ج- د تولیداتو د مازاد صادرول او پدی اړه د اړتیاوو او لازمو آسانتیاوو په نظر کی نیولو سره لکه د مالی مرستو ځانګړی کول یا پور ورکول صادروونکو ته.
۲- د طبیعی سرچینو څخه ساتنه: که څه هم د خاوری د ساتلو لپاره یو څه طرحی تر کار لاندی نیول شوی خو دا چی ددی طرحو نتیجه زیاتره د تولید د ټیټوالی لامل شوی. نو ځکه یی پایښت و نکړ او د خاوری او اوبو څخه ګټه اخیستنه خپل لومړنی حالت ته را وګرځیده او تر اوسه پوری د اړتیاوو په بنسټ د تولید زیاتوالی یوه مهمه ستونزه ده چی لا تر اوسه هم هیوادونه په دی نه دی توانیدلی چی د خاوری او اوبو څخه مناسبه او اوږد مهاله ګټه واخلی.
۳- د قیمتونو ټاکل : د کرنیزومحصولاتو قیمتونه همیشه بدلون کوی چی تولیدونکی د نه پائیدنی د حالت سره مخامخ دی. برسیره د قیمتونو په دغو بدلونونو د احتکار مسئله هم د ځان سره لری چی دا په خپله د دولت په پروګرامونو کی د ګډوډیو د منځته راوړلو سبب کیږی. د مثال په ډول په ځینو هیوادونو کی حکومت یو ټاکلی مقدار پیسی د محصولاتو د بنسټیزه قیمت معادل د وړیا مرستی یا د پور په ډول ورکوی او د تولید په وخت کی کله چی د دغو محصولاتو قیمت ډیر ټیټ وی د دوی د اړتیاوو څخه زیات حاصلات حکومت بیرته د کروندګرو څخه اخلی او په بازار کی د تولیداتو د اندازی او مازاد د کموالی څخه وروسته هغه بیا د کروندګرو په واک کی ورکوی او په ځینو نورو هیوادونو کی بیا د محصولاتو قیمت په تضمینی ډول سره ټاکل کیږی چی د محصولاتو د قیمتونو زیاتوالی یا ټیټوالی ، د صادراتو او یا وارداتو له امله په هغو اغیزه نلری. د دی ډول طرحو څخه موخه د کرنیزو محصولاتو د قیمت ټاکل دی ، چی د دی لاری کروندګر وکولای شی د محصولاتو د قیمتونو او د هغو د ثبات څخه ډاډمن شی او د تولید په پروسه کی خپل عاید او لګښتونه حساب کړلای شی محاسبه ولری. همدارنګه ځینی وخت د دغو موخو د لاسته راوړلو لپاره د کرنیزو ځمکو زیاتره برخه د یو څو ټاکلو محصولاتو کښت ته ځانګړی کیږی چی د حکومت د مالی او ملاتړ کوونکو مرستو څخه برخمن وی.
۴- د کروندګرو د عاید ساتل: په حکومت باندی د کروندګرو مالی تړلتوب یوه مهمه موخه ده چی باید ورته پاملرنه وشی. په همدی بنسټ هغه پروګرامونه چی مخامخ د محصولاتو د قیمت د ټیټوالی په وختونو کی د کروندګرو عاید لپاره وړاندیز شوی ، ندی قبول شوی او په بدل کی یی تراوسه پوری د حکومت له خوا نه د نورو غیر مستقیمو کارونو څخه ګټه اخیستل شوی.
په جاپان کی د کروندګرو د عایداتو د ساتلو لپاره د محصولاتو په واردولو باندی زیات بندیزونه لګیدلی ، د محصول په واردولوزیاتی مالئی ایښودل شوی او همدارنګه په کرنه کښی زیاتی سبسایډی ګانی رامنځته شوی چی د کروندګرو سره مرسته کوی او د زیاتو سبسایډیو ځانګړی کول د کرنی په سکتور کی تعقیب کیږی.
۵- د صادراتو د اندازی زیاتول: په زیاتره پرمختللو هیوادونو کی د کرنیزو محصولاتو صادرات د پاملرنی وړ برخه د هغوی په بهرنیو مبادلاتو کی لری او هغه په حقیقت کی د صادراتو د پرمختګ لپاره د هغو سیاستو نوعملی کول دی چی د کرنیزو محصولاتو په واردولو باندی ، د بندیزونو د لګولو لپاره په دی هیوادونو کی عملی کیږی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
په پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ باندی اغیزې لرونکی سیاستونه
۱- پولی سیاستونه: د حکومت پولی سیاستونه په بیلابیلو هیوادونو کی په انبساطی او یا انقباضی بڼه عملی کیږی چی د کرنی په برخه کی زیاتی اغیزی لری.
۲- مالی سیاستونه: د حکومت مالی سیاست په حقیقت کی د قوانینو او مقرراتو مجموعه ده چی د لګښتونو او عایداتو اندازه او د هغو د لګښتو څرنګوالی ښیی. د کرنی په سکتور کی په خپل نوبت سره د مالی سیاستونو په مقابل کښی عکس العملونه د دی سبب کیږی چی کروندګر خپل اقتصادی پروګرامونه د لنډ وخت لپاره طرحه کړی چی د کروندی د اقتصاد ساتنی او د اوبو او خاوری څخه زیاتی ګټی اخیستنی د هڅولو سبب کیږی.
همدارنګه د اوږدمهاله پانګی اچونی په برخه کی د بانکونو د ګټی د نرخ لوړوالی هم د اوسنیو معیارونو د بدلونو په مخ کی خنډ کیدلای شی. په دی بنسټ د هیواد د مالی او پولی سیاستونو بدلون کولای شی د کرنی په پایښت د پاملرنی وړ اغیزی ولری.
۳- د تجارت سیاستونه: د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ نظام Protectionism د ځینی هیوادونو د تجارت په سیاستونو کی همیشه د کورنیو تولیداتو د قیمت د مصنوعی لوړوالی زیار ایستل کیږی چی معمولاً کروندګر د تولید د کیمیاوی عاملونو څخه زیاتی ګټی اخیستنی ته هڅوی.
۴- د مالیی سیاستونه: د ګټی ټیټوالی Interest deduction که څه هم د کروندګرو د مالیی د پورونو څخه د ګټی ټیټوالی کولای شی د کرنی په برخه کی د پانګی څخه د زیاتی ګټی اخیستنی امکان رامنځته کړی. مګر دا کار کولای شی په خپل نوبت د زیاتره کروندګرو لپاره چی پوره پانګه په اختیار کی لری او یا محصول تولیدونکی دی ښه حالت رامنځته کړی او همدارنګه تر دی مناسبه زمینه د تولید د کیمیاوی عاملونو لګښت ته برابره کړی. که څه هم دغه سیاست برسیره پر دی اغیزو چی د کیمیاوی عاملونو په لګښت یی اچوی ، کولای شی د زیات وخت لپاره د پانګی اچونی لپاره د ځمکو د وضعیت د ښه والی او د خاوری د تخریب د کموالی لپاره هم زمینه برابره کړی. چی بی لدی څخه معمولاً کروندګر د داسی کارونو لپاره د پانګی اچونی سره علاقه او مینه نه ښیی.
د چټک استهلاک Accelerated depreciationد سیاستونو طرحې په ځینو هیوادونو کی د کرنی په برخه کی د نویو درملو په اخیستلو کی د پاملرنی وړ زیاتوالی راوستلی. البته لازمه بودجه د دی کار لپاره په حقیقت کی د سب سایدی څخه پوروړی ده. چی د مالیی د نظامنامی له امله د مالیی د پورونو د ګټی د ټیټوالی د سیاستونو د طرحی له مخی هغو ته ځانګړی شوی.
د ماشین آلاتو څخه زیاته ګټه اخیستل تر زیاتی اندازی پوری د کار لپاره تخصصی زمینه غواړی. برسیره په دی د کښت وړ محصولاتو د تنوع د مخنیوی سبب ګرځی. د کرنیزو لویو واحدونو د پراخوالی لپاره هم زمینه برابروی چی دا کار کیدلای شی د کروندو د ساتل شوی جوړښت د منځه تللو سبب شی.
د مالیو د اعتبار لیکونو پانګه اچونه Investment tax credits د چټک استهلاک سب سایډی غوندی ده ، چی د کرنیزو نظامونو د پراخوالی سبب کیږی. د مالیو د اعتبار لیکونو پانګه اچونه په ځینو هیوادونو کی د وچو او شنډو ځمکو د کښت لاندی راتللو سبب شوی او ورپسی د خاوری د تخریب لامل هم کیږی. لدی امله په ځینو هیوادونو کی د دی ډول سیاستونو عملی کول د هیواد د اوبو په سرچینو زیاتی بدی اغیزی اچوی.
برسیره په دی د مالیئ د اعتبار لیکونو پانګه اچونه ، د لویو کروندګرو د زیات بډای کیدلو سبب کیږی. په حقیقت کی دی دغه ډول سیاستونو عملی کول د ژوند په چاپیریال کی د زیاتو ستونزو سبب کیږی چی د زیات عاید د لاسته راوړلو امکان برابروی.
د بلی خوا نه همیشه د مالیی د اعتبار لیکونو د پانګی اچونی سیاستونه زیاتره کروندګر د خپلی پانګی څخه د زیاتو ګټو د لاسته راوړلو لپاره هڅوی چی کرنیزی ځمکی خرڅی کړی او خپله پانګه په غیر تولیدی کارونو کی په کار واچوی.
واتس او ملګرو یی داسی ویلی چی د غیر تولیدی برخو څخه د زیاتی ګټی د لاسته راوړلو امکان د کرنی په پرتله قوی انګیزه په دی برخو کی د پانګی اچونی لپاره منځته راوړی. چی دا کار په خپل نوبت کولای شی وروسته د ټولنی د پایښت سبب شی.
۵- د انرژی سیاست: د انرژی ارزانوالی کولای شی په کرونده کی د میکانیزه طریقو او د زیاتو کیمیاوی عاملونو څخه د زیاتی ګتی اخیستنی لپاره مناسبه زمینه برابره کړی.
۶- په خوراکی توکو د قیمتونو ایښودلو سیاستونه: په جاپان او اروپایی هیوادونو کی د تولید د عاملونو د زیات لګښت کوونکو کرنیزو نظامونو لګښت په حقیقت کی د خوراکی توکو د لګښت کوونکو په غاړه دی. له همدی امله په دی هیوادونو کی د خوراکی توکو قیمتونه د متحده ایالتونو پرتله لوړ دی. البته په متحده ایالتونو کی د ټولنی څخه چی مالیی لاسته راوړل کیږی دی دغه ډول لګښتونو په پوره کولو کی هم تری ګټه اخیستل کیږی ځکه د دی هیوادونو د وظیفو څخه مهمه وظیفه د ارزان قیمته خوراکی توکو برابرول دی چی د ټولنی د غریبو خلکو څخه د ملاتړ لپاره صورت نیسی.
متحده ایالتونه ، د اروپا د ګډ بازار غړی او جاپان همیشه د سب سایډی په ځانګړی کولو د صادراتو لګښتونه ټیټ ساتی تر څو په دی وسیله وکولای شی د نړیوالو بازارونو څخه زیاته پانګه خپل ځانته ځانګړی کړی. په ځانګړی ډول په متحده ایالتونو کی د صادراتو زیاتوالی د تجارت او بهرنیو مبادلو د لاسته راوړلو لپاره یو مهم اصل دی چی زیات اهمیت لری او حکومتونه یی باید ملاتړ وکړی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
کلتور او پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ
د ټولنی کلتور یو له لویو عاملونو څخه دی چی په پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ کی زیاته ونډه لری. د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ لپاره د نوو طریقو د پیداکولو تر څنګ د ژوند د چاپیریال د ساتنی د کلتور د پرمختګ عملی طریقی هم ښه ونډه اخیستلای شی.
په پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کی داسی تګلاری برابریږی چی کولای شی د پایښت لرونکی کرنی د لاسته راوړلو لوری وټاکی. د هیواد د ښونی او روزنی پروسه د لومړنی ښونځی څخه د پوهنتون تر دوری پوری باید دغی موضوع ته پاملرنه وکړی ترڅو لازمه کلتوری زمینه د هغو د لاسته راوړلو لپاره برابره شی.
د دی لپاره لازمه ده چی د هر هیواد په نظام کی د طبیعی سرچینو د اهمیت او دهغه څخه د ښی ګټی اخیستنی په اړه پلان شوی زده کړی او پروګرامونه تر کار لاندی ونیول شی. له هغه ځایه چی د خلکو فکری حالت معمولاً په کم عمر کی تشکیلیږی نو ځکه کیدای شی د خوراکی توکو د صحت او سلامتی ، د سرچینو څخه د سمی ګټی اخیستنی ، په طبیعت کی د ضایعاتو دوران او په کمو ضایعاتو د تولید د مسئلی په اړه د ښونځی د لومړنی دوری د زده کړو نه مخکی هم باید زده کړی په نظر کی ونیول شی. مګر په ټولیز ډول لازمه ده چی د ټولنی د ټولو کسانو لپاره که هغه په هر عمر کی وی د خوراکی توکو د تولید په اړه چی په څه ډول تولید کیږی ، زده کړی په نظر کی ونیول شی او په دی اړه پلانونه صورت ونیسی.
برسیره په دی زیاتره خلک د خوراکی توکو د تولید او محصولاتو د ډول سره لازمه پیژندګلوی نه لری او په ژوند کی د دی صنایعو د ونډی او رول څخه بی خبره دی. ځکه په دی اړه زده کړی زیات اهمیت لری. همدارنګه نن ورځ د زده کړی ډیری مناسبی وسیلی او مواد وجود لری چی کولای شی د اوبو د دوران او د نباتاتو په وسیله د غذایی عنصرونو د مصرف د ډول په ښودلو کی تری ګټه واخیستل شی. که څه هم لازمه ده چی ټولی دغه زده کړی د ژوند د چاپیریال د ساتنی په اړه د زده کړو د نظام په هره مرحله کی مطرح شی تر څو لازمه زمینه د نظر وړ موخو د لاسته راوړلو لپاره په دی اړه هم برابره شی.
د ښونځی په دوران کی د طبیعی سرچینو د ساتنی او مناسبه ګټه اخیستنی په موخه د زده کوونکو د پوهولو لپاره ، د دی دوری په مختلفو درسونو کی هم د کرنی اړونده مسئلی باید ځای په ځای کړل شی.
د لوړو زده کړو په پوهنتونونو کی هم د کرنی او تکنالوژیو د اړیکو په اړه کیدلای شی نظر واچوو او د سرچینو د ساتنی مسئله ، د هغو څخه مناسبه ګټه اخیستنه او د ژوند د چاپیریال ساتنه په دقیق نظر او زیات پراخوالی تر کتنی لاندی ونیول شی. البته دغه زده کړی د لوړو زده کړو د دوری د ختمیدو نه وروسته باید په ټپه ونه دریږی په ټولنه کی زده کړی باید وجود ولری تر څو ښه زمینه د نظر وړ موخو د لاسته راوړلو لپاره برابره کړی.
د خلکو په ورځنی ژوند کی اطلاعات یا خبر رسول حیاتی ونډه لری. بیله شکه د مطبوعاتو په وسیله ټول خلک په یو ډول نه یو ډول د خپل ژوند په اوږدو کی په دی اړه د زده کړی تر پوښښ لاندی راځی. مګر په ټولیز ډول کله چی دغه پروسه د ښی سازماندهی او لازم ثبات څخه برخمنه وی ټول خلک په اسانی سره پوهولای شی. د دی لپاره لازمه ده په هماغه ډول چی د ریاضیاتو په درسونو کی ، مفهومونه د اړیکو په یو ځانګړی چوکاټ او معادلو کی بیان او ور زده کول کیږی. د غذا ، کرنی او د ژوند د چاپیریال په اړه مفهومونه د همدغه ډول اړیکو په چوکاټ کی بیان او ور زده کړل شی. تر څو وکړلای شی د یو ترتیب شوی کلتوری کار په ډول په ټولنه کی مطرح وی ، ځکه په داسی چوکاټ کی خوځښت چی وکولای شی د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ لپاره لازمه زمینه برابره کړی (عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی مترجمین ، ۱۳۷۷).
پایله
د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ په اړه مختلف نظرونه وجود لری خو هر یو یی تر خپله حده پوری هڅه کوی چی د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ د لاسته راوړلو لپاره ګامونه واخلی. ځینو دی دغو نظرونو ، لیکنو او توضیحاتو د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ په اقتصادی ، ځینو په سیاسی ، ځینو په ټولنیزو او ځینو په چاپیریالی اړخونو باندی ټینګار کړی. خو د طبیعت ځانګړتیاوو ته په کتلو سره د پایښت لرونکی کرنیز پرمختګ یو څو اړخیزه اصل دی چی ټولنیز ، اقتصادی ، سیاسی ، چاپیریالی او نور اړخونه لری چی باید ورته زیاته پاملرنه وشی.
لکه څنګه چی طبیعت د یو ټاکلی نظم درلودونکی دی او همیشه د طبیعی پیښو سره مخ دی. که چیری د طبیعت سره په احتیاط عمل ونه کړل شی ، د هغه ځانګړتیاوو ته پاملرنه ونشی او په یو نظم او پلان شوی ډول د ځمکی ، اوبو ، هوا او د طبیعت د نورو اجزاوو او عنصرونو څخه ګټه وا نه اخیستل شی ؛ مونږ په دی نشو توانیدلای چی پایښت لرونکی کرنه ولرو چی خلکو ته د اقتصادی ، ټولنیزو ، سیاسی ، چاپیریالی او نورو اړخونو څخه د منلو وړ وی.
د دی لپاره چی مونږ د خپل ژوند د ښکلا ګانو څخه ښه ګټه اخیستلی وی او دغه ښکلاګانی او سرچینی مو په اغیزمن ډول کارولی وی او د راتلونکو نسلونو په وړاندی مو خپل مسؤلیت ادا کړی وی لازمه ده چی د طبیعت شنه کولو ته پاملرنه وکړو او د ټولو هغه عاملونو چی د هوا د ککړتیا او ګرمیدلو ، اوبو د ککړتیا او ضایع کیدلو ، د ځمکی د ویجاړی ، د ځنګلونو ، څړځایونو او وحشی ژوو د منځه تللو او نوروسبب ګرځی باید مخنیوی وشی او د طبیعت څخه په مناسبه اندازه ګټه واخیستل شی چی توان یی ولری. که نه ! په طبیعت کښی د ګډوډیو او تخریب لامل کیدای شی لکه چی اوس نړی د مختلفو نړیوالو ګواښونو سره مخ ده چی دا د طبیعت په وړاندی د بشر بی پروایی ښیی.
انسانانو ته د نویو تکنالوژیواو پوهی پرمختګ د دی وړتیا ورکړی چی د طبیعت د هغه مزو او خوندونو څخه خوند واخلی چی د څو پیړیو مخکی انسانانو د هغه تصور هم نشوای کولای. نه یوازی دا چی د اوسنی وخت انسانان د هغوی پرتله د طبیعت زیات امکانات او وسیلی کاروی بلکی د هغوی څخه زیات په هوسا ډول ژوند تر سره کوی. خو د طبیعت حالت ته په کتلو سره داسی معلومیږی چی د طبیعت دا وړتیا محدود کیدونکی ده او اوسنۍ نړۍ د زیاتو ګواښونو سره مخ ده. د انسانانو لپاره ښایی داسی بدیلونه ومومی چی په راتلونکی کښی دوی او د دوی راتلونکی نسلونه د محدودیتونو او مجبوریتونو سره مخامخ نه وی او وکړلای شی چی د ناڅاپی او ډیرو بدو پیښو سره مخامخ نشی او د هغوی څخه مخنیوی وکړی. دا یوازی د طبیعت څخه په پایښت لرونکی ګټی اخیستنی سره ترلاسه کیدلای شی.
اخځلیکونه
۱- بانک انکشاف آسیایی ، (۲۰۱۰) ، بانک انکشاف آسیایی و افغانستان ، قابل دسترس از:
http://www.adb.org/Documents/Translations/Dari/CPS-AFG-2009-2013-da.pdf
۲- فرانسیس. ا. چارلز ، کورنلیا باتلر فلورا و لاری. د. کینګ ،۱۹۹۹ ، مترجمین عوض کوچکی و مهندس جواد خلقانی ، ۱۳۷۷ ، کشاورزی پایدار در مناطق معتدل ، انتشارات دانشګاه فردوسی مشهد ، شماره ۳۴۱ ، صفحی ۱-۱۳، ۴۰۵- ۴۱۱ ، ۴۱۶- ۴۳۰ ، ۵۱۱- ۵۱۲ ، ۵۱۶- ۵۱۸
3 – Accelerating sustainable agriculture project (ASAP), 2006-2011, available from
http://afghanistan.usaid.gov/en/USAID/Activity/1/Accelerating_Sustainable_Agriculture_Project_ASAP
4 – Danesi, pier Roberto, 1992, nuclear techniques and sustainable agricultural development, IAEA Bulletin, pp. 2-8, available from http://www.iaea.org/Publications/Magazines/Bulletin/Bull344/34405480208.pdf
5 – Earth summit, 1992, Agenda 21, the united nation Program of action from Rio, p. 125 Available from www.un.org/esa/sustdev/documents/agenda21/english/Agenda21.pdf
6 – FAO organization, 1995, Dimensions of need, Available from http://www.fao.org/docrep/u8480e/U8480E00.htm#Dimensions of need
7 – Soubbotina, Tatyana P., 2004, beyond economic growth, second edition, WBI learning series, the World Bank, pp. 7 – 11, Washington D. C.
8- Sustainable Development Commission, 2011, a brief history of sustainable development. Available from
http://www.sd-commisson.org.uk
9 – The National academy of science, 2010, report in brief, to ward sustainable agricultural systems in 21st century, pp. 1-4, Washington D. C., Available from http://dels.nas.edu/resources/static-assets/materials-based-on-reports/reports-in-brief/Systems-Ag-Report-Brief.pdf
10 – United nation, 1998, Kyoto protocol to the united nation frame work convention on climate change, Available from http://unfccc.int/resource/does/convkp/kpeng.pdf
11 – Ward, Frank A., 2006, Environmental and natural resource economics, Pearson prentice Hall, pp. 563 – 566