نتيجه
په فزيک کې وړانګي هغه کړنلاري ته ويل کېږي چې د يوي سرچېني انرژي د څپو او يا بڅرکو په بڼه خپريږي همدارنګه هغه وړانګي چې په فضاء کې نوموړي وړانګي د نور په سرعت سره خپريږي .په همدي ډول راډيواکتيويټي د 1896 م کال کې هنري بکرل Henri beequerel په واسطه کشف شوي . که چېري د يورانيم سرګولي کوچني ذري په پوستکې کې خښي شي او يا د يو پرهار يعني د بدن د ټپي شوي برخي، تنفوس او يا خوراک له ﻻري بدن ته ننوځي، د الفا او بيتا وړانګو خطر د ګاما وړانګو په پرتله څو ځله ډير دي . د ګاما وړانګي د نور په شان الکترومقناطيسي څپي دي خو انرژي يي د نور د څپو په پرتله ډيره لوړه ده چې د فوتون وړانګي او يا د فوتون کوانت هم ورته ويل کېږي . په همدي بنا د يورانيم کېمياوي او راډيولوژيکې زهرجني اغيزي ،د يورانيم وسلي او ډيواکتيف ايزوتوپونه روغتيا لپاره دوه مهم او د يادوني وړ خطرونه لري چې د مختلفو ناروغيو او باالخصوص د سرطان د ناروغۍ د منځته راتلو ﻻمل کېداي شي، نوموړي خطرونه د کېمياوي زهرجني اغيزي او راډيولوژيکې ياني د وړانګو زهرجني اغيزي څخه عبارت دي . څرنګه چې انسان پيدايښت څخه د راډيواکتيف موادو سره په چاپيريال کې مخامخ دي ، او انسان ټول ژوند په راډيواکتيف محيط کې سرته رسولي دي ، نولدي کبله ويلي شو چې انسان د راډيواکتيويټي په مقابل کې په خاصه اندازه مقاومت حاصل کړي دي . د X ايکس او ګاما وړانګي د سرطاني حجرو تر څنګ د بدن نوري حجري هم زيانموي ، خو د بدن حجري بيرته د خپل بيا ترميم د ځانګړتيا له امله جوړيږي او سرطاني حجري چې يو ځل له منځه ﻻړي شي بيرته بيا د جوړيدو قدرت نه لري . د يادي شوي شعاع په تطبيق سره د انسان په بدن کې ستړيا ، د پوستکې د رنګ بدلون او د اشتها کموالي منځته راځي . د انسان عصبي حجر نشي کوﻻي چې د ايونايزونکو وړانګو ناوړه خطر لرونکې اغيزي حس کړي بلکه يوازي تخنيکې الو ، فزيکې ، کېمياوي او په تيره بيا د بيالوژيکې کړنلارو او تګلارو په مرسته سره د وړانګو شتون څرګند کېداي شي .همدارنګه د سپنو کروياتو هر ډول ناروغۍ او بدلون ته د ويني سرطان ويل کېږي .هغه راډيواکتيف مواد چې د خوراک او څښاک له ﻻري بدن ته ننوځي 90% د نس له ﻻري بيرته خارجيږي نو لدي کبله ئي د زيان کچه ټيټه اټکل کېږي . د ګاما وړانګو په واسطه د خوړو ، سبو ، ميوو او غوښو تعقيمول د ساړه تعقيم په نوم ياديږي.د ګاما وړانګو په واسطه د خوړو تعقيمول د خوړو د تودوخه يواځي برخي لوړوي.
ماْخذونه
1= سلطانزي ځدراڼ، ډاکټر نظرمحمد، ډاکټرحاجي محمدسلطانزي ځدراڼ، ډاکټرغازي محمد سلطانزي ځدراڼ، سرطان او د چاپيريال راډيواکتيويتي، جرمني 1386 هـ ش
2= شيرزاد بازمحمد، د ميوو او سبو ساتنه ، کابل پوهنتون ، کرهني پوهنځي، کال 1366 هـ ش
3= نظيفي ډاکټر عبدالحي، محمد رحمت الله تنها،د تطبيقي هستي اساسات، کابل پوهنتون، سائنس پوهنځي د فزيک څانګه،کال 1386 هـ ش.