نتيجه ګيري:
د ايترونو عمومي فرمول او يا دي .
دوي هغه مرکبونه دي چې { c-o-c }واحد لري ايترونه د ايو پاک د نوم ايښودنې پر بنسټ د الکاوکسي (کوچني معوضي) په نوم يادوي.
ايترونه لږ په او بو کې حليږي د ايترونو د ايشيدو ټکي د هغو د ماليکونو د لږ قطبيت له کبله د هغو د ايزوميرو الکولو او ايزولګو الکانو څخه لږ دي.
د ساده ايترو نو کېمياوي فعاليت لږ دي د کاربن او اکسيجن اړيکه په ايترونو کې ډيره کلکه ده او دهغې پري کېدل په ستونزو سره ترسره کېږي .
ډاي ايتايل ايتر په پخوانيو وختونو کې د بي هوښۍ مادې په توګه پکار ولړل کېده .
ايترونه الوتونکي مواد دي ځکه په دې موادو کې هايدروجني اړيکه شتون نلري د ايترونو کېمياوي فعاليت ډيرلږ او د عضوي مرکبونو لپاره خه محلل دي.
د ايترنو د لاسته راوړنې عمومي طريقه د الکولو د دوه ماليکولونو د ډي هايدريشن طريقه ده.
ايترونه د هايدرو کاربونونو د جملې څخه يوډول مرکبونه دي چې په طبيعي ډول سره په طبيعت کې پيدا کېږي لکه crown اونور....
همدارنګه هغه کولي شو په لابراتوار او صنعت کې د کېمياوي طريقو په وسيله لاسته راوړو چې زمونو په ژوند او صنعت کې ګټه او اهميت لري برسيره پر دي په طبابت کې هم ورڅخه ګټه اخيستل ګيږي د ايترونو سره د بعضې نورو مرکباتو د يوځاي کولو په پايله کې کولي شو چې نوي او ګټور مواد چې په ورځني ژوند کې پکار راځي لاس رسي پيداکړو.
په پاي کې غوښتنه لرم هر مرکب او دهغه مشتقات زمونږ په ژوندانه کې مهم رول لري او نشو کولي بغير د هغوي څخه په اوسني وخت کې پرمختګ او ترقي وکړو نو پکار ده چې د پرمختګ او ترقۍ لپاره د مرکباتو د پيژندلو او لاسته راوړلو لپاره لازم تدابير وړاندې کړو او انشأ الله وکولي شو چې د هيواد هراړخيزي اړتياوې پوره کړو.
وړانديزونه
۱- ايترونه چې په عضوي کيميا کې د هايدروکاربونونو اکسيجني مشتقاتو اساسي موضوع ده بايد محصلينو ته د محصلۍ په دوره کې تدريس شي .
۲- د ايترونو د تعاملاتو په اړه بايد محصلينو ته معلومات ورکړل شي او په ورځنيو چاروکې يې بايد د استعمال موردونه وروښودل شي.
۳- د دې لپاره چې ايترونه وپيژندل شي ، نو هيله مې ده چې د ايترونو پيژندل په لابراتوار کې د محصلينو په وړاندې وښودل شي.
۴- دا چې د ايترونو موضوع د عضوي کيميا دغوره موضوعاتو څخه ګڼل کيږي او ليکنې په دې اړه ډيري کمې دي نو بايد چې په دې اړه د څانګې مشران ليکني وکړي .
۵- دا چې ايترونه په عضوي کيميا کې يو حياتي موضوع ده نو د لوړو زدکړو وزارت او ننګرهار پوهنتون څخه هيله کوم چې په دې اړه استاذان بيرون ته د ماسټرۍ او تخصص لپاره وليږي.
۶- لکه څرنګه چې نوموړې موضوع د غوره موضوعاتو څخه ګڼل کيږې نوځکه د تعليمي نصاب په مختلفو برخو خصوصاً د دولسم ټولګي د کيميا په مضمون کې د يو څپرکي په بڼه وجود لري.
اخځليکونه
۱ – بهزادي دوکتور کرامت الله (۱۳۷۹) ه ش رهنماي شيمي عمومي ۲ نشر علوم دانشګاهي (۱۵۸،۱۵۷،۱۵۶) .
۲ – حکېمي محمد غوث (۱۳۸۹) ل ل عضوي کېميا خپرونکې انتشارات سعيد
م م (۱۲۲،۱۲۱،۱۲۰،۱۱۹،۱۱۸،۱۱۷،۱۱۷،۱۱۶).
۳ – نهالګر شيرمحمد (۱۳۸۵) ه ش کېميا عمومي عضوي انتشارات خاور
م م (۱۴۰،۱۳۹،۱۳۸،۱۳۷،۱۳۶،۱۳۵،۱۳۴).
۴ – www.google.com http://.
L.G.Wade,Jr(2006) Organic chemistry Whitman college New۵- Jersy(640,639,638,637,636,635,634,633,632)page
۶- Paula yurkanis Bruice(2009) organic chemistry fourth Edition(53,52,51,50)