ايډيال غازات:-
ايډيال غازونه يو ساده شکل د غازونو دې هر څومره چې دهغوۍ ماليکولونه يو له بل څخه لرې واقع شي په همغه اندازه فاصله د ماليکولونو په مينځ کې زيا تيږي داسې حالت ته رسيږي چې د ماليکولونو د کشش قوه نه محاسبه کېږي او همدا علت ده چې د ماليکولونو حجم هم نه محاسبه کېږي ځکه هغه حجم چې غاز يې اشغالوي د ماليکولونو حجم د هغه په مقايسه ډير کم دى هغه غازات چې په داسې حالت کې قرار و لرى د حجم يې د محاسبي امکان نه لري او هم د کشش قوه د ماليکولونو په مينځ کې محاسبه نه شي داسې غازاتو ته ايډيال غازونه ويل کېږي.
يا په بل عبارت هرغاز چې د ټيټ فشار لاندي واقع شي او د تودوخي درجه يې لوړه وي د خيالي يا ايډيال غاز په نوم ياديږي
ايډيال غازات لاندي مشخصات لري
١- په طبيعت کې په ازاد ډول او د ماليکول په شکل پيدا کېږي او په خپلو منځو کې متراکم نه وي .
٢- د ماليکولونو کتله يې ډير کوچني وي او ازادانه حرکت کوي.
٣- د ماليکولونو د سرعت نفوذ يې زيات وي.
٤- ماليکولونه يې قطبي يا قسمآ قطبي وي.
٥- د بايل ماريوت قانون څخه په دقيقه توګه پيروي و کړي.
٦- په هغه باندي د ګيلوسګ قانون تطبيق شي.
٧- سره مساوي وي. ٧- د حجمي انبساط ضريب يې
٨- د يومول ګاز حجم يې وي
ايډيال غاز کومه معينه ماده نه ده بلکه هغه غازات چې د ټيټ فشار او تودوخي لوړه درجه و لري د داسې غازاتو ماليکولونه يو دبل څخه لرې وي دلته د ماليکولونو تر مينځ د جذب او دفع متقابل تاثيرات ډير کم او د صرف نظر کولو وړ وي همدا ډول د غاز حجم دومره زيات وي چې د هر ماليکول د ذاتي حجم څخه د غاز عمومي حجم په پرتله صرف نظر کېدي شي په داسې شرايطو کې د هرې کېمياوي مادي غاز د ايډيال غاز په نامه ياديږي.
د ايډيال غاز د حالت د مادلې څخه معلوميږي چې که د تودوخې درجه ثابته پاتي شي نو د فشار د لوړيدو سره د غاز حجم کم او بر عکس د فشار د کميدو سره د غاز حجم زياتيږي يعني په ايزوترميک شرايطو کې د فشار او حجم د مقداري ارتباط څخه يو منظم هايپربولا لاس ته راځي د تودوخي په مختلفو درجوکې د ايډيال غاز د فشار(P ) او حجم(v ) مقداري ارتباط په شکل کې او د فشار(P ) او حجم ارتباط ( 1/v ) په شکل د تودوخي د درجي د (T )او فشار(P ) ارتباط په تفصيل سره و څيړل شي.
(دغازاتوقوانين)
١- د بايل ماريوت قانون
دا قانون وايې که چېرې تودوخه ثابته وي د غاز حجم له فشار سره معکوس تناسب لري يعني هر څومره چې په غاز فشار ډيريږي دغاز ماليکولونه يو بل ته نږدې کېږي او د غاز حجم د کميدو سبب ګرځي چې رابطه يې په لاندي ډول ده
T = constant
V=
د ټول مونوګراف کتلو لپاره دا فایل ډاونلوډ کړئ
Hi, this is Anna. I am sending you my intimate photos as I promised. https://tinyurl.com/y4df87nu