فهرست
عنوانونه مخ
سريزه:. 2
دبيمې ضرورت. 3
دبيمي تعريف:. 4
بيمه د تاريخ په اوږدو کي. 5
د بيمي د ټړون خصوصيات. 6
د بيمي فسخ او بطلا ن. 6
دبيمې شکلونه اوانواع. 7
دبيمې شرعي متبادله لاره. 9
نتيجه ګيري. 10
وړانديزونه. 11
سريزه:
نن سبا بيمه په اکثروهيوادونو کې دهرکاروباري فعاليت لپاره خصوصا دسوداگريزوفعاليتونودپرمخ بيولو لپاره په يوضروري عامل بدل شوي دي . دبيمي دکليمي معني خاص نده بلکې عامه ده داپدي معني چې بيمه دانساني ژوندانه ټولو اړخونوته شامل ده لکه کاروبار،کور،صحت ،جيداداوداسې نور......
دبيمي دکلمي مفهوم دڅوارلسمي عيسوي پيړي په سره کې هغه وخت رامنځته شووچې په بحري بيړيوکې مالونه دانتقال په وخت کې ديوهيواد څخه بل هيوادته په بهرکې ډوبيدلي اويابه هم مالي زيان ورواوښته نوددغه راز زيانونودژغورني لپاره دبيمي شرکتونه رامنځته شول ترڅوتجاران دزيان څخه وژغورل شي اوپه اساني اوډاډيني سره خپل اموال اواجناس ديوهيوادڅخه بل هيوادته اوديوې منطقي څخه بلې منطقې ته انتقال کړي اودنموړي موضوع دلاښه وضاحت لپاره موږدلته دبيمې په اړوند ځينې اصطلاحاتوته اشاره کړي ده .چې په خپل وارسره به يي په راتلونکومخونوکې مطالعه کړو.
دبيمې ضرورت
بيمه دکاروبار،جايداداوژوندانه لپاره دزياداهميت لرونکي ده چې په لاندي ډول يې څيړو.
- دکاروبارلپاره دبيمې ضرورت : کاروباري خلک په دوديز ډول دليري پرتوهيوادونوڅخه دبحري کشتيوپه ذريعه مالونه راغواړي چې دغه مالونوته دسفرپه مهال داورلګيدنې اونوروبحري خطرونودپيښيدوويره موجوده وي .کچيري دبيمې په وسيله دغه زيانونه دبيمې شرکت ته انتقال نشي نوتجاربه مجبوروي چې دغه زيان پخپله وگالي چې په نتيجه کې تجارمفلس اودخپل کاروبارپريښودوته مجبور شي .ددې څخه داسې معلوميږي چې دبيمې په صورت کې دکاروبارزيانونه له تجارڅخه دبيمې شرکت ته انتقال اودکاروبارلپاره ډاډاواطمنان رامنځته کيږي .
- دجايدادلپاره دبيمې ضرورت : کوردوکان اونوروغيرومنقوله جايدادونوته زياد خطرپيښيدلي شي .کچيري نوموړي شيان بيمه نکړاي شي نوزيانونه به يواځې دجايداد دخاوندپه غاړه وي مگردبيمې په صورت کې نموړي زيان دبيمې شرکت ته انتقال مومي .
دژوندانه لپاره دبيمې ضرورت : دانسان په ژوند هيڅ اعتبارنشته اوهيڅکله ددي معلومات نه کيږي چې انسان ته مرگ کله اوچيرته اوڅنگه پيښيږي کچيرې انسان ته په ناڅاپي ډول مرگ پيښ شي اودهغه څخه پاتي خلکوته هيڅ عايداتي وسيله نوي پاتي نوهغوي دمالي ستونزوسره مخامخ کيږي .نوپدي ډول که نو موړي شخص خپل ژوند بيمه کړي وي نو داو دده کورني له پورتنيو ستو نزو سره نه مخامخ کيږي ځکه د بيمي شرکت دپيښوپه صورت کي دويته يو څه پيسي ورکوي