- Version
- داونلود کنید 28
- اندازه فايل 90.50 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 22, 2021
- وروستى آپډيټ فبروري 22, 2021
دافغانستان اسلامي جمهوريت
دلوړوزده کړووزارت
دننګرهاراسلامي پوهنتون
دکرنې پوهنځى
دهارټيکلچرڅانګه
تاريخچه
لوکاټ دډيرې پخوازمانې څخه رواج لري چې دخپل غذايې اوزينتي ارزښت له مخې چې لري يې ،تراوسه پورې يې هم په نړۍ کې خپل مقام ساتلى دى.
لوکاټ دچين اوجاپان دهيوادونوبومي نبات ګڼل کيږي چې د١٠٠٠کلـــــونو څخه زيات تاريخ لري دلوکاټوونې دزياتوکلونولپاره پــه زينتي ډول کـــــــــــرل کيدې چې دکليفورنياپه ايالت کې په مختلف ډول خاوروکــــې روزل کيږي او په تجارتي ډول يې هلته کرل رواج نه لري
دلوکاټو نباتي خصوصيتونه
په کورنۍ پورې اړه لريRosaceae دى چې دEriobotray japanicaدلوکاټوعلمي نوم
دلوکاټوونه يوه متوسطه ونه ده چې برابرسايزاولوړوالى لــري د ٢٠ – ٣٠ فټه پورې لوړيږي لنډه تنه ،غونډاوراټول شوى تاج لري، وړۍ ډوله وړې نودې کوي ،پاڼې يې د ٥–١٢ انچ پورې اوږدوالى لري اود ٧.٥ – ١٠ انچ پورې پلنوالى لري ،شين رنګ اوځلانده ډول لري.
دلوکاټوميوې دپسرلي په پاې اوداوړي په سرکې پخيږي په څوکوکې ګلان کوي ښه بوى لري خوځلانه لري ميوه يې د ١ – ٥.١ انچ پورې اوږدوالى اوديوانچ په اندازه قطرلري
Use and food value دلوکاټوغذايي ارزښت اواستعمال
دلوکاټوميوه په تازه اوکنګل شوي ډول خوړل کيږي اوپه اسانه سره ترې پوستکى لرې کيږي ،په جلااوګډډول سره هم خوړل کيږي ،دکيلې اونارنج لرونکوخوړوسره يوځاى استعماليږي په مرباګانو،سلاد،جوس جوړولواوقطۍ کولوکې ترې کاراخستل کيږي .
Food value per 100gr of Edible Portion | Amount |
Calories | 168 |
Protein | 1.4gr |
Fat | 0.7gr |
Carbohydrates | 43.3gr |
Calcium | 70mg |
Phosphorus | 126mg |
Iron | 1.4mg |
Potassium | 1.216mg |
Vitamin A | 2.340 I.U |
Ascorbic Acid | 3mg |
Soil for loquat growing دلوکاټولپاره خاوره
دلوکاټودروزلولپاره ښې زهکشي شوى خاورې خورامناسبې ګڼل کيږي ،دالقلي او مالګينوخاوروپرته نورې ټولې خاورې دلوکاټودروزلولپاره
دلوکاټو دروزلوله پاره کومه ستونزه نه ده PHخاورې په زړه پورې دي .اود
ځکه چې په تيزابي اوالقلي خاوروکې هم روزل کيداى شي .
دلوکاټوونې په غني اوبډايه خاوروکې چې پرېمانه اوبه ولري ښه ميوه توليدوي اوميوه يې دښه رنګ اوخوندلرونکي وي چې غټ زړي هم لري.
Climate دلوکاټولپاره اقليم
دلوکاټوپخې ونې دفارنهايت په ١٠درجــــوکــې پـــــرته لـــه دې چې زخمي شي مقاومت کولاى شي خو متاسفانه چې دلـــوکـــاټوونې دمني په پاې اوژمي کې ګلان کوي چې د٢٧فارنهايت څخه په ښکته تودوخه کې يې پاڼې اوګلان وژل کيږي .
سيموکې روزل کيږي لوکاټ په هغه سيموکې Sub tropical دلوکاټوونې په نيمه معتدله يا
ستروس روزل کيداى شي خوراپه زړه پورې نتيجه ورکوي خوکـــــــــــــه په يخو سيمو کې اوچيرته چې ستروس نه روزل کيږي وکرل شي هم روزل کيداى شي خوتجارتي ارزښت به ونه لري بلکه زينتي به وي
Loquat varieties دلوکاټوورايټى ګانې
که چيرته دلوکاټوپه اصلاح کولوباندې هارټيکلــــــچري عمليې ترسره شي نو کيداى شي چې دښه او لوړجنسيت لرونـکي ډولونه ترې ترلاسه شي چې هم به يې دميوې سايز(اندازه)غټه وي اوهم به دښه خوندلرونکي وي دلوکاټود٨٠٠ څخه زيات ډولونه پيژندل شوي دي خولانديني ډولونه يې خورا مشهوردي.
په جاپان کې روزل شوى . : Advanced ١-
په هندوستان کې روزل شوى . :Ahdar ٢-
په جاپان کې روزل شوى . : Acco 1 يا Akko 1٣-
: په جاپان کې روزل شوى .Acco 13 يا Akko 13٤-
: په هندوستان کې روزل کيږي .Asfar٥-
: Red blushيا blush٦-
:جاپانى ډول دى .Champgne٧-
:جاپانى ډول دى .Early red٨-
: په کليفورنياکې په ١٩٠٥م کال کې روزل شوى .Eulalia٩-
:دهندمشهوره ميوه ده .Fire ball١٠-
:داسترلياپه غربي سيموکې روزل کيږي .Glenurie superb١١-
: په کليفورنياکې روزل کيږي .Golden red١٢-
هغه ډولونه چې دنارنج په څيرمغزولري .
Wolf, Tanaka, Strawberry, Mrs. Cooksey, mogi, gold nugget, early red big Jim
هغه ډولونه چې سپين مغزلري .
Advance, benlehr, champagne, herd’s mammoth, victory, vista white
Culture and plantation دلوکاټوکرنه
دلوکاټودکرلولپاره غوره داده چې نيالګــــي يې دخــــاورې سره يوځاى انتقال شي او يـــوکال پرې په قوريه کــــې تيرشوى وي .دکـــرلــوپه وخت کې دې پوره فاصله په نظرکې ونيول شي ځکه چې دڅوکلونو وروسته نوموړى نيــالګى په غټه ونه تبديليږي .دونې دسايزاوغټوالي لپاره دې پوره هڅه وشي ځــکه چې ٥کلنه ونه په اوسط ډول سره ٦-٨ فټه پورې څانګې خپروي چې په دې ترتـيب سره ١٠کلنه ونه د١٢-١٥فټه پورې هم څانګې خپروي اوهم لوړوالى کوي .
په عموي ډول سره دلوکاټوونې ٦×٦ متره په فاصله سره کــــــرل کيږي چـــــــــې دنوموړې فاصلې مراعت کول دنيله بوټي اودشاخه برۍ دعمليې پورې اړه لري .
Irrigation دلوکاټواوبه کول
دلوکاټوونه په حيرانيدونکي ډول سره داوبودنشتوالي په مقابل کې مقاومت کوي ځــــکه چــې پراخه اوشين رنګ لرونکي پاڼې زيات لمده بل اورطوبت ته اړتيالري په خاص ډول په اوړي کې خولوکاټ سره ددې ځانګړتياوودتندې په مقابل کې مقاومت لري .
لوکاټ دې په لومړۍ اونۍ کې د٣-٤ ځلوپورې په منظم ډول اوبه شي کله چې ونه ځمکه کې ولګيده نودونې تنه دې داوبودمستقيم تماس څخه وساتل شي کله چې ونه دځوانۍ ياپخوالي عمر ته ورسيږي نوداوبوورکولوپه وخت دې دڅانګودپراخوالي دنيمايي احاطې په اندازه اوبه ورکړل شي اواوبه بايددتنې سره په مستقيم تماس کې واقع نه شي خوکله چې ونه د٦-٨ فټه پوري پراخه اولوړه شوه نوبيااوبوکولوته خاصه اړتيانه لري .
که چيرې لوکـــاټ په منـــظم ډول ســره په ژوره توګه اوبه شي نودښې او زياتې ميوې دتوليدلامل ګرځي.
دلـــوکـــاټوداوبه کـــولولپـــاره کـيداى شي چې دڅانګودپراخوالي په اندازه په حلقوي شکل کوچني لختي ووځي اوداوبه کولولپاره اوبه په نوموړو لختيو کې ورکړل شي .
:Propagation دلوکاټوډيرښت ياتکثير
لوکاټ په عمومي ډول دزړوڅخه زياتيږي خودزړوڅخه دلـــــــوکــاټوزياتـــيدل ځينې ستونزې اوتاوانونه لري لکه دميووپه نيولوکـې ځنډ ځکـــه چــــــــې هغه نيالـــګي چـــــې دزړوڅـــخه شــنه شوي وي دميوې دورکــولو لـــپــــاره د٨-١٠ کـــلـــونـــوپورې وخـــت ته ضرورت لري اوهم يې ميوې دمورني بوټي سره ورته والى نه لري .
دلوکاټودتکثيرلپاره لومړى زړي دميوې څخه دويستلووروسته ســمدلاسه په پاکـــواوبـــووينـــځل کــيـــږي اوبـــيــاپــه پـــلاټونوکې سمدستـي کـــرل کــيږي ، کله چې دنوموړوتخمونوڅخه بزغــــلــى شين شي اود٦-٧انچ پورې وده وکړي نوقوريي ته انتقاليږي اوکله چې يې تـنـــه دنــــيــم انـچ په اندازه غټوالى وکړي نوبياپه کې پيوندصورت نيسي .
Veneer Grafting, Shelled Budding, Air Layering په لوکاټوکې کيداى شي
په واسطه تکثيردى .Air Layering خوغوره لاره يې د
دلوکاټونيله بوټي په عمومي ډول سره خپله دلوکاټوڅـــخـــه عــبــارت دي اوپه بهي باندې دپيوندېدوپه صورت کې به دالاندې ګټې ولري .
١-ټيټ قدلرونکي ونې ترې لاسته راځي چې ټولول اوسمبالــول يــې اســـانه اوپه ښه ډول صورت نيسي
٢-دوخته دميوې دورکولولامل ګرځي .
٣-د٢-٣ کلونوپه موده کې په ميوه نيولوراځي .
دلوکاټوونې دقلمې په وسيله نه تکثيريږي ځکه چې دنيلودويستلووړتيانه لري .
Pollination دلوکاټوګرده افشاني
لوکاټ په عمومي ډول سره دشاتودمـــچيــواوحشـــراتوپه وسيله ګرده افشاني کيږي ،اومعمولاپه ژمي اود مني په اخرکې ګلان کوي .
دي . Cross pollinated اوځيــــنې يــې Self Pollinated ځينې ډولونه يې
هغه ډولونه چې په کراس ډول سره ګرده افشا نــي کيږي دنوروډولونوڅخه يې حاصل ١٠=١٧% پورې زيات اوښه وي .
Fertilizer Application لوکاټوته سره ورکونه
دلوکاټودکرلوپه وخت کې دې کيــميــاوي سرې په مستقيم ډول دونې په کنده کې نه اچول کيږي بايد دکرلوپه وخـــت کـــې يــــواځـې دخوساشوې حـــيوانـــي سرې څخه استفاده وشي اوهرنيالګي ته ديوې بيلچې په اندازه دخــاورې سره ګډه شي .
دلوکـــاټوځــوانوونوته په هرودوه مياشتوکې دچايودقاشقې په اندازه يوريا او يانايتروجني سرې په شيندل شوي ډول ورکول کيږي .
پخوونوته دې کيمياوي سرې په کال کې يوځل دپسرلي په وخت کې استعمال شي اوهمدارنګه د نايتروجني سرو ترڅـنګ امونيم سلفيت اوکلسيم نايتريت سرې دونې دقطردهرانچ په غټوالي يو پونډ په هغه ساحه کې استعمال شي په کومه کې چې لوکاټوته اوبه و رکول کيږي .
همدارنګه دې ځوانواونوې کرل شوى نيالګيوته دلومړي کال په جريان کـــــــې ديوې پيالې په اندازه د امونيم سلفيت سره ،په دويم کال دوه پيـالې اوپه دريم کال درې پيالې په ٢-٣ مرحلوکې استعماليداى شي پرته له دې څخه پخوونو ته په کال کې يوکرت ورکول کيږي .
ديادونې وړده چې دزيات نايتروجن داستعمال په صورت کې دلوکــــاټوګــــلان توييږي ،خودټولونه غوره لاره دلوکاټودسرې داستعمال لــــه پــــاره داده چــــې د دسرې ٦-٦-٦پونډه دټول کال په جريان کې په درې وختونوکې هغه ونوته NPK
استعمال شي دکوموچې وده د٨-١٠ فټه پورې لوړه شوى وي .
Weeding and cultivation دلوکاټوخيشاوه
څرنګه چې دلوکاټوځوا نې ونې دهرزه وښـــوســره په کاميابۍ سره مقاومت نه شي کولاى نوبايددتنې په اطراف کې د٢-٣ فټه پـــورې ســـاحه کــــې هيڅ ډول ګياګانې موجودې نه وي .
Yield and fruitدلوکاټودميوې نيول
دلوکاټوونې په ٢ – ٣ کال با ندې ميوه نيــــــسي چــــې ښه روزل شوي اوساتل شوي نيالګي په کال کې ١٠٠پونډه يا٤٥کيلوګرامه ميوه نيولي شي .
Training and pruningدلوکاټوشاخه بري
دلوکاټوونې دنوروميوه جاتوپه پرتله ډيرې شاخه برۍ ته اړتيانـــــه لــــــــري خو يواځــې هـغه څانـــګې بايدپرې شي چې دونې سايزاوجوړښت يې خراب کړى وي ، هغـه ښـــاخـــونــه چې په ونه کې يې تياره جوړه کړې وي اوهــــــم يې دهوا دداخليدومخـه نيولي وي اويايودبل دپاسه واقع وي چې دنورومنډانــــوســــره دلګيدواوسوليدلــو په صـــــورت کـــــې زخمي کيږي ، مړه او وچ ښاخونه بايد د ټول کال په اوږدوکې ترينه پرې شي .
دلوکاټوپه ونوکې دې دميوې دټولولوڅخه هغه پاتې شوى لختې په کـوموچې ميوه توليدشوى وه پرې شي خونوموړې پرې کونه دنوې ودې لامل ګرځي .دلوکاټوونه دې په ټيټ قدسره وروزل شي چې دميوې ټولول اونورې عـــمليي په کې په اسانۍ سره صورت ونيسي .
Pest and diseasesدلوکاټوناروغۍ
دلوکاټوترټولوعمومي ناروغۍ چې په زياته اندازه يـې تراغــــــيـــزې لانــــــــدې راولي عبارت دي له
: په کليفورنياکې ډيره زيان رسونکى ناروغي ده .Bacillus amylovorus
په اساس رامنځ ته کيږي . Phytophthora : چې دCrown Rot
: نوموړې ناروغي دونې تنه اولوى ښاخونه اخته کوي.Scab
: نوموړې ناروغي په ناکــــــوکـــې هم ليــــــــــدل کــــــيـــــږي چــــــېFire Blight
دانتي بيوتيکونوپه وسيله يې مخنيويکيداى شي.
: نوموړى ناروغي په څوکـــوکې څرګنديږي چې په تاوده اوړي اووچ Tipbun
موسم کې زياته پيداکيږي اوپه هغه خاوره کې چې مالګينه اويامالګينې اوبه ولري زياته وي .
Insects دلوکاټوحشرې
: کيداى شي په زياتووختونوکې لوکاټوته زيان رسونکې او اوسي .Fruit Fly
حشــرې ديscale دلوکاټوله پاره ډيرزيان رسونکي ډولونه مچان ،سپږۍ او
اومرغۍهم دلـــــــوکـــــــاټوله پاره يوسترګواښ دى چې ددې دمخنيوي له پاره په کارده دپوښوونکوجاليوڅخه استفاده وشي چــــې پـــه اوسط ډول يو کارګر د ورځې د١٠٠٠-١٥٠٠ پورې جالۍ وراغوستــــــلى شي خوپه اسرائيلوکې د سيمي جاليوڅخه دلوکاټوپه ژغورلوکې استفاده کيږي .
نتيجه ګيري
لـــــــوکـــــاټ چــې دچين اوجاپان بومي بوټى ګڼل کيږي ١٠٠٠کلن تاريخ لري دلـــــوکاټوميوه په تازه اوکنګل ډول خوړل کيږي چې دغه ميوه په خپل ترکيب کې ځيني ضــــــروري توکي لکه پروتين ، کاربوهايدرايد،ويټامين اى ،شحم ،اوسپنه ،فاسفورس ،کلسيم ،پوتاشيم اونورضروري عناصرلري.
لوکاټ دنيمه معتدله سيمي نبات ګڼل کيږي اوغوره خاوره چې بايدپه کـــــې وروزل شي ښې زهکشي شوي خاورې دي .
دکرلوپه وخت کې بايددريښوسره يې يوځاى يوه اندازه خاوره هــم انتقال شي اومخکې له نيالولو څخه بايدپه قوريه کې يوکال پرې تيرشوى وي .
لوکاټ داوبودنشتوالي په مقابل کې مقاوم دې او اوبه کـــــــــول يې دلختيوپه واسطــــــــه غـــوره دي تکثير يې دزړو ،لايرنګ ،بډنګ اوګرافټنګ په واسطه صورت نيسي ګرده افشاني کراس اوسيلف دواړه ډول ممکنه ده.
دکرلوپه وخت کې بايدخوساشوى ډيرانې سره په کنده کــــــــې واچول شي او د کيمياوي سرې څخه هم د کال په اوږدوکې استفاده کولاى شو. دلوکاټوځوانې ونې دهرزه وښوسره مقاومــــــــت نه شي کولاى نوبايدهرزه بوټي په مکمل ډول کنترول شي .دغه رازشاخه بري په لوکاټوکې په زياته اندازه صورت نه نيسي اويواځي هغه نودې پرې کيږي چې وچې ،مريضې ،يودبل دپاسه اوهغه نودې چې په ونه کې يې تياره جوړه کړې وي
سپارښتنې
١-داچې لــــوکــــاټ دزيـــــنتي اوغذايې ارزښــــــــت لرونکي دي نوبايددکرنې اومالدارۍ دوزرات ترڅنګ عامه وګړي يې هم په روزلوکې پوره ونډه واخلي.
٢-داچې له يوې خوادافغانستان اقليم دلـــــــوکـــــاټــودروزلولپاره مساعددى اوله بلې خوادلوکاټوونې دهميشه شينوالي له امله دچاپيريال په ساتلوکې هم پوره ونډه لري نوبايدروزنې ته يې زياته پاملرنه وشي.
٣-لکه چې په دې موضوع کې تکرارشوچې دشاتومچۍدلـــوکــــــــاټو په ګرده افشانۍ کې رول لري اودغه موچۍ له همدغه ګلانوڅخه خـــــپله غذا اوشات جوړوي نودشاتودارزښت له مخې هم بايدلوکاټوته پوره پاملرنه وشي .
٤-داچې دلوکاټوميوه په داسې وخت کې پخيږي چـــې نورې مـــــيوې لا نه وي پخې شوى له دې امله يې په مارکيټ کې تقضازياته وي نوبايدچې روزنه يې ترسره شي.
سرچينې
1-Australia plants-Most Popular, Daleys Fruit Tree Nursery
2-Purdue University, Center of new crops and plant Products
3-Natural Resource Conservation Services, USA Department of Agriculture (USDA)
4-HOME FRUIT PRODUCTION-LOQUAT
julian W .sauls, ph.D.
Professor and Extension Horticulturist
Texas Cooperative Extension