- Version
- داونلود کنید 29
- اندازه فايل 1.50 MB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 22, 2021
- وروستى آپډيټ فبروري 22, 2021
دالوبالو بو تانيکى خصوصيات
الوبالو دسخت زړو ميوو((Drupe or stone fruits له ډ لې څخه شمير ل کيږي څيړونکو الوبالود (Rosaceae) په کورنۍ اود(Prunus) په جنس پوري مربوطوي چې د (Prunus) جنس دوه جلانوعي لري .
prunus cerasus-1 .
-2 . prunus avium
چې لومړنۍ نوعه يې خواږه ګيلاس او دوهم يې تروه دي چې دالوبالو څخه عبارت دي دالوبالو ونې په څلورم يا پنځم کال کى ميوه نيسى او د کرلو په لسم کال په پوره حا صل راځى . د الوبالو د حا صل ورکولو موده له ( ٢٠-٣٥) کالو پورى ټاکل شويده د الوبالو د نيالګيو د کرلو فاصله ٦په ٦ کى ده.
القاح کيږى (self pollination) د الوبالوتقريبا ټول قسمونه په ځانګړى ډول
مګرکراس پولنيشن ته اړتيا نلرى .
د الوبالو علمى طبقه بندى
Scientific classification | ||||||||||||||||
|
مهم ډولونه او ورايټي ګانې
مهمي ورايټي چې افغانستان کې وجودلري عبارت دي له
بلل کيږىMazzard وحشى ډول دى چه Prunus avium L - 1
Prunus mahaleb-2
Bing-3
ورته وايي Stockton morello چه يو کلون دى چه Prunus cerasus-4
دا نيله بوټى دومره استعمال نلرى .
Prunus serotina (Black) -5
دالو بالو نوعې
Species |
Several, including: Prunus apetala Prunus avium (Wild/Sweet Cherry) Prunus campanulata Prunus canescens Prunus cerasifera Prunus cerasus (Sour Cherry) Prunus concinna Prunus conradinae Prunus dielsiana Prunus emarginata (Bitter Cherry) Prunus fruticosa Prunus ilicifolia Prunus incisa Prunus litigiosa Prunus mahaleb (Saint Lucie Cherry) Prunus maximowiczii Prunus nipponica Prunus pensylvanica (Pin Cherry) Prunus pilosiuscula Prunus rufa Prunus sargentii Prunus serrula Prunus serrulata (Japanese Cherry) Prunus speciosa Prunus subhirtella Prunus tomentosa (Nanking Cherry) Prunus x yedoensis (Yoshino Cherry) |
هيواد کې دالوبالو کرل کيدونکي سيمي
په افغانستان کې الوبالو په زياته پيمانه روزل کيږي ځکه دافغانستان اقليم دالوبالو روزلولپاره مناسبى سيمي لري چې داسيمې په لاندي ډول دي . خصوصا دافغانستان په سړو سيموکې ښه روزل کيږي لکه :- پغمان - لوګر - وردګ - کابل - غزنى- پروان - باميان - کا پيسا او داسى نور.
د الوبالو اقليم او اب هوا
الوبالوته د سړى سيمى ميوه ويل کيږى اوچيرى چى د جوزا او سرطان په ميا شتو کى د محيط منځنى تودوخه د سا نتى ګراد په ( ١٦) درجو په شا وخوا کى وى نو خورا د ښه خوند او ښى مزى ميوه توليد يدلايشى .
خا وره
خاوره
د الوبالو لپاره ډيره ښه خاوره هغه ده چه ښه زهکشى شوې وى همدارنګه توده زيات ژوروالى اوشګلن لومى خا صيت ولرى او د الوبالولپاره خاوره بايد له ( ٢- ٣) اونيوپورى پوره رطوبت وساتلاى شى .
همدارنګه الوبالو په لندو او ډنډوشوو خاورو کى په ښه توګه وده نشى کولاى .
دالوبالودباغ دځاى انتخابول
په افغانستان کې دالوبالو دباغ دځاى انتخاب لپاره درې فکتورنه بايد په نظرکي ونيول شې چى عبارت دي له داوبو موجوديت،اقليمي شرايط،اود خاورو خواص
Climatic factor:-1
Water٢:-
soil٣:-
دالوبالو دباغ نقشه او ډيزاين
کله چې دباغ لپاره ځاى انتخاب شو بايد له هغې وروسته ځمکه اندازه شې چې دباغ لپاره څومره ځمکه موجوده ده وروسته اندازه شوي ځمکه ياداشت شي اودباغ نقشه پري جوړيږي چې دباغ په نقشه کې لاندي شيان شا مل دي
١- د نيالګيو لپاره د کندو ايستل
٢- د اوبو لښتي جوړول
٣- پلي سرکونه
٤- د باغ سامان الاتو لپاره اطاق
٥- د بڼوال لپاره اطاق
٦- دشنې سري لپاره کنده
٧- ويالې اوداسي نور
دالوبالو دتکثيرلاري چارې
الوبالو په عمومې ډول سره د تخم پواسطه زياتيږي اوهم د مخصوصو شرايطو لاندي دقلمۍ په واسطه زياتبد لاي شې .
زوجې تکثير :- د تخم پواسطه تکثير هغه عمليه ده چې ديو ژوندي جسم څخه دنوي نسل او ځانته ورته نسل منځته راتګ سبب نه ګر ځى .
تخم په ميوه دارو ونو کې د نيالګيو دشنه کيدو اوبيا په هغه باندي دپيوند لګيدولپاره استعماليږي مګر دښه تخم غوره کول دښواو قو ي بوټو دتوليد او زياتو حاصلاتو دلاسته راوړلو سبب ګرځي نو بايد دکرلو لپاره دتخم ظاهري شکل ( غونج ، مات ، وړوکې ، بي رنګه چنجن نه وي ) او جنيټکي شکل ته کلکه پا ملرنه وشې چې بايد تخمونه روغ ، پاک قوي او دهر زه ګيا وو اونورو ميخانيکې ګډ يدو دتخم څخه په ا من کې وي . همدارنګه په ښه ډول شنه کيدنه کې مهم فکتور په مناسب وخت کې له ونو اوميوو څخه دتخم راټولول دي . دالوبالو تخمونه دميوود پخيدو څخه وروسته راټوليږي او د وينځلو څخه وروسته وچ او په کڅوړوکې وساتل شې ځکه دالوبالو تخمونه سملاسې نه شنه کيږي او بايد سړې هوا سره معامله شې تر څو په ټوکيدنه کې اسانتيا را ولي .
غيرزوجي تکثر:- الوبالود غيرزوجى تکثرپه مختلفو طريقو سره ډيريږى لکه
١- زخه پيوند (Budding (
٢- قلمه (Cutting)
د الوبالوسټراټيفکيشن
الوبالود نوروسخت زړو ميوو په شان سټراټيفکيشن ته ضرورت لرى چى
په لاندى ډول د ځينونوعولپاره جلا جلا ورځي ښودل شويدي .
نـــــــــــوعــــــــــه | د ورځو شمير | د تودوخى اندازه |
Prunus mahaleb | 88 | 37 f0 |
Prunus avioum | 125-100 | 37 f0 |
Prunus serotina | 60-30 | 50-30 f0 |
د نيالګيو لپاره د کندو ايستل
ورسته لدې چه په باغ کى نقشه وشى او د نيالګيو ځايونه په ډکو نښه شى د کرلو د لرګى د تختى څخه په استفادې سره د نيالګيو لپاره کندي ويستل کيږى د لرګى تخته چه يو متر اوږدوالى لرى په دواړو سرونو کى يوه نښه لرى او په منځ کى هم د سرونو په څيريوه يوه نښه لرى د منځ نښه د لرګى د هغه ميخ سره په کوم چه د نيالګى ځاى نښه شويدى برابرولو او د سرونو په دواړو نښو سره د لرګى دوه نور ميخونه خښوو نوموړې دواړه ميخونه د نيالګيو د کرلونه مخکى نه بى ځايه کوو خو نوموړى عمل د پټى د يوخوا نه شروع کوو چه بيا دکند و و يستل او دنيالګيو کرل هم له همدى طرف نه شروع کيږى .
کندي په داسى ډول ايستل کيږى چه د سر بيل خاوره ښى طرف او دلاندى بيل خاوره چپ طرف ته اچول کيږى چه د نيالګيو د کرلو په وخت کى د ښى طرف خاوره د نيالګى بيخ ته او د چپى خوا خاوره د نيالګى د کندى په پورتنۍ برخه کى اچول کيږى اويا د چپى خوا خاوره په پټى کى شيندل کيږى او دکندى په پاتى برخه کى د پټى د نورى برخي خاوره اچول کيږى
د نيالګيو کينول
نيالګى بايد په تازه ډول په باغ کى کينول شى يعنى د قوريي څخه د و يستلو وروسته سمدستى په باغ کى وکرل شى اويا د شپى له خوا وويستل شي اود سهار له خوا وکرل شى په سړو سيمو کى نيالګي د پسرلى په سر کى کرل کيږى د کينولو څخه وروسته د ( ٧٠-٩٠) سانتى مترو پورى په اوږدوالى غوڅيږى .
د نيالګى د کرلو په وخت کى بايد د نيالګى د کرلوتخته استعمال شى چه پخوا مو د همدى تختى پواسطه دوه د لرګى ميخونه ښخ کړي وه د همدى ميخونو سره تخته دپخوا په څيرږدو چه د څوکو نښي يي د لرګى د ميخونو سره برابرى شى بيادى نيالگى د نوموړى تختى د منځ نښى سره برابر کيښودل شى او کوښښ دى وشى چه نيالګى نيغ او مستقيم ودرول شى .
د نيالګى د کرلو په وخت کى دى پاملرنه وشى چه د نيالګى په تنه کى پورتنۍ زخم کوم چه په راتلونکى وده ايز فصل کى د نوو نودو باعث ګرځى زيانمني نه شى او نيالګي دې د تنې د نيمايي برخى په لاندى برخه کى په لاسونو ونيول شى .
د نيالګيو لپاره په کندو کى دلاند ينيو موادو علاوه کول ډير ګټور دي .
١ | د کندى په بيخ کى د کندى څخه ويستل شوي پاسنۍ خاوره | يوه برخه |
٢ | د لختى مينځل شوى خاوره ( که ځمکه سخته وى ) | يوه برخه |
٣ | زړه حيواني سره | ٥ کيلوګرام |
٤ | سنګل سوپر فاسفيت | يوکيلوګرام |
٥ | زنګ سلفيت | ٥٠ ګرام |
٦ | ايرن سلفيت | ٥٠ ګرام |
٧ | پوتاشيم | ٢٠٠ ګرام |
٨ | يوريا | ٣٠ ګرام |
نوموړي مواد دى لومړى يو د بل سره ګډ شى او ددوه هفتو لپاره دى په خپل حال پريښودل شى د نيالګى د کرلو په وخت کى دي کنده د نوموړو موادو څخه دوه برخي ډکه شى او لږه خاوره دي په سر واچول شي چه نوموړى مواد د نيالګيو سره په مستقيم ډول تماس ونه لري .
د سري استعمال
دالوبالو په باغونو کې عموما دوه ډوله سرې استعماليدلاي شې
1:- حيوا ني سره .
2:- کيميا وي سره .
١: حيوا ني سره : -
د باغ د قلبه کولو نه دى مخکى بايد په خاوره کى حيواني سري استعمال شى ځکه چه حيواني سري په ژمى کى خاوره توده ساتى اوپه خاوره کى د نباتاتولپاره ضرورى عناصر اضافه کوي حيواني سري خاوره نرمه ساتى او هم د خاوري جوړښت ښه کوى چه په دى ډول حيواني سري د سختواونرمو خاورو لپاره ګټوري دي . حيواني سرى په خاوره کى د هوا او اوبو په جذب کى پوره مرسته کوى .
٢- کيمياوي سره : -
نايتروجن : - په عمومى توګه د الوبالو د ونو د هر کال د عمر لپاره بايد (١٠٠) ګرامه خالص نايتروجن استعمال شى کله چه ونې ډيري زړي شى نوبايد هرى ونى ته (٤٠٠) ګرامه خالص نايتروجن ورکول شى .
نايتروجن لرونکى سري بايد د پسرلى په وخت کى دوه يا درى اونې پخوا له غوټيو سپړلو څخه داسى تر اونو لاندى وشيندل شى چه د ونو دڅانګوتر پراخوالى پورى ورسيږى .
فاسفورس :- په عمومى ډول د الوبالوپه باغونو کى د فاسفورس کموالى دومره د اند يښنې وړنه ده او د کموالى نښې يي نه ليدل کيږى د فاسفورس سره د هميشه لپاره د ونو د نيل وپه څنګ کى اچول کيږى .
(Leaf curling) پوتا شيم: - پوتا شيم لرونکى سري د الوبالود پا ڼوغونجيدل
ناروغى کموى او د نيلو او نودو په بدنى وده کى زياتوالى راولى .
کله چه د پوتاشيم کموالى زيات شى نو د الوبالود پاڼو لاند ينې برخي برونس رنګ غوره کوى اوپه پاى کى د پاڼو څنډي وچيږى .
جست :- په الوبالو کى د جستو د کموالى نښي د شفتالو په شان د ميوى کوچنيوالى دى د جستو د کموالى په وخت کى بايد په منى کى جست سلفايد (٣،٢٥) کيلوګرامه په سلو ليترو اوبو کى د محلول په ډول په پاڼو پا شل کيږى .
منګانيز : - کچيرى د الوبال وپاڼي په يو ميلون کى له (١٨) اتلس برخو څخه لږ منګانيز ولرى نو د پاڼو د رګونو تر منځ برخي ژيړ رنګ غوره کوى د منګانيزد کموالى په وخت کى د دوبې په لمړيو وختوکى د منګانيز سلفايد پاشل تر يوى اندازى پورى مرسته کوى .
بوران : - په الوبالو کى د بوران کموالى د هغوي د سختوا و غونجو ميوو سبب کيږى د بوران د کموالى په وخت کى په خاورو باندى د هريوى ونې لاندې د (١٠٠) ګرامو په اندازه بوراکس استعمال شى .
اوبخـــــــور
دالوبالو وني په پسرلي او دو بې په لومړيو وختو کې ډير و او بو ته اړتياء لري ځکه په دي وخت کې ميوې دانکشاف په حالت کې وي او د بل کال لپاره دګلانو زخي هم توليديږي سربېره پردې دونو بدنى وده يې هم خورا زياته ليدل کيږي نو له دي کبله الو بالو ونو ته پدې وخت کې داوبو کموالي ډير تاوان رسوي سره لدي چې د دوبي په اخرکې زياته وده ونکړي خو بيا هم بايد نوموړي ونې په دوبي کې تږې هم نشې
که چيري الوبالو ځواني وني داوبو کموالي سره مخا مخ شې اوله ميوو شکولو څخه وروسته خړوبه شې نو نوموړي وني ژر په ميوه راځي خو دکفيت له امله ښه نه بريښي
همدارنګه د نيالګيود ښى ودې او ژوندي پاتى کيدلو لپاره ضرور ده چه باغ په منظم ډول اوبه شى په غير منظم ډول د باغونو اوبه کول په باغ کى د ناروغيو او د نيالګيو د کمزورى کيدو سبب ګرځى ځکه چه د زياتو اوبو په وسيله د خاورى څخه غذايي ګټور مواد مينځل کيږى د باغ اوبه کول په ډيرو عواملو پورى اړه لرى لکه
- د نيالګى ډول
- خاوره
- اقليمى شرايط او د نيالګى عمر
خومعمولا د باغونو تنده اود اوبو ضرورت د هغوي د نښو اوعلامو څخه معلوميږى يعنى هغه ځمکي چه شګلني دي او اوبه په کى د ډير وخت لپاره نه ايساريږى زياتواوبو اومټينې ځمکى کمواوبو ته اړتياوي لري .
د باغ د اوبه کولولپاره ضرور ده چه په تيزباد کى اوبه نشى ځکه چه د نيالګيو د چپه کيدو سبب کيږى او هم په تود لمر او دغرمې په مهال په باغ کى د اوبو ډنډيدل دنيالګى د وچيدو خطر لرى .
د باغ اوبه کول بايد د سهار اويا مازديګر له خوا صورت ونيسى په ځانګړى ډول تل شني اوکلک زړي ميوي د اوبو لپاره ډير ضرورت لرى .
خيشاوه کول ( cultivation )
د باغ څخه د هرزه وښو لرې کول ضرورى خبره ده ځکه چه هرزه واښه د باغ له نيالګيو سره په غذايي موادو او د لمر رڼا په اخستلو کى سيالې کوي او دبله پلوه هرزه واښه د ناروغيو د پيداکيدو سبب ګرځى .
ښه به داوى چه نو موړى واښه په ښه ډول سره پاک شى او که جيرى د باغ ساحه لويه وى اوپه لاس سره يي لرې کول مشکل وى نو د کيمياوې درملوپواسطه کيدايشى نوموړي واښه له منځه لاړشى ځکه چه نوموړي ګياوي د (٢٠-٣٠) اوپه ځينوحلاتو کې ( ٥٠) په سلو بر خو کى د ځمکى څخه غذايي مواد مصرفوى .
د باغ د کرلوپه لومړيو کلونو کى په باغونو کى د هرزه واښو د لرې کولو لپاره ډيرې ژورې قلبي نه کيږى په نوموړو وختونو کى داسى ډول خيشاوه اوقلبه کول په کار دي چه هرزه واښه او ګياګانې د منځه يوړل شى .
کله چه ونې په حاصل راشى نو بيا په نوموړى باغ کى قلبه ا و په لاس سره خيشا وه کول ډير ضرورى دي په دي ډول سره د ريښو لپاره خاوره نرميږى اود نمولپاره يي مناسب جاپيريال پيداکيږى .
څيړنو ښودلى ده چه د جوزا نه د ميزان د مياشتى پورى په باغ کى د ( ٦-٧) ځلو پورى خيشاوه کول د باغ حاصلات ډير لوړوى نظرهغه باغ ته چه په پورته ډول خيشاوه په کى صورت نه وى نيولي .
دالوبالو دونو شاخه بري
شاخبرى ( (pruning- شاخبرى هغه عمليه ده چه د درى (٣) کلونو نه روسته په ونه اويا نيالګى کى ترسره کيږى او د نيالګى څخه ناروغه ، مات شوي ، وچ شوى او اضافه څانګي چه يو د بل د زخمى کيدو باعث ګرځى قطع کيږى .
د الوبالو پيوند شوي يو يا دوه کلن نيالګى بايد د کرلو په وخت کى د (٦٠-٩٠) سانتى مترو په لوړوالى له څوکى څخه غوڅ شى .
باندى روزل کيږى څرنګه چه د الوبالوModified leader system د الوبالو ونې په
نيالګى د څانګو په څوکو کى وده کوى نو پدى اساس سره دې نوموړو نيالګيو کى د رنه شاخبرى نه کيږى .
په دى طريقى سره د نيالګى د کرلونه روسته د - : Modified leader system
(١،٥-٢) مترو پورى نيالګي پري کيږى په هغه وخت کى چه اصلى څانګي ښه نمو وکړى نو دهغى نه روسته دې نيالګي په منځ خالى سيستم سره شاخبرى شى .
چه په منځ خالى سيستم سره نيالګي قوى او په منځ کى يي رڼا او هوا په اسانۍ سره لګيدلى شى چه د ميوى په غټوالى ، رنګ او خوند باندى په زړه پورى اغيزه کوى .
د شاخبرى کولو وختونه
په عمومى توګه شاخبر په يخو سيموکى د حوت اوپه ګرموسيمو کى د جدى او دلوى په مياشتو کى تر سره کيږى يا په بل عبارت هرکله چه نيالګى د استراحت مرحلى ته داخل شى او ديخ وهنى خطرنه وى شاخبرى کيدايشى .
د شاخبرى په وجه د ونې څخه ناروغه او د ضرورت نه زياتى څانګي پريکيږى چه د نوروڅانګو د نمواوقوت باعث ګرځى .
دميو ي رنګړي کول
د ميو و وني چې کوم ګلان نيسي دهغوى په سلو کې پنځه برخې په ميوه نيولو بدليږي نور ټول يې دګل په مرحله کې لمنځه ځي ، نو ددې لپاره چې دښې ميوي دتوليد په لاس راوړو بايد هغه د ژوندانه په مختلفو پړاونوکې رنګړي شې چه دغه رنګړى کول په مختلفو طريقو سره کيږى لکه د لاس دنوکانو پواسطه او په پرمختللوهيوادو کى د ماشين پواسطه اوداسي نورو طريقو پواسطه صورت نيسي .
دميوي دپخوالي علايم
دالوبالو د ميوي د پخيدو د وخت پيژندل خورا زيات داهميت وړدي ځکه چې نوموړي ميوي دپخيدو په وخت کې خورا زياتې چاوديږي او دغه چاوديدنه دڅو شپو او ورځو د مخکې ورسته شکولو پوري اړه لري چه د لاندي طريقو پواسطه سره يي معلومولايشو
١- د فشار ازموينه
٢- د ميوې غټوالى
٣- د ميوې رنګ
٤- د ميوې د شکري موادو اندازه
٥- د تيزابو اندازه
٦- دميوي خونداومزه
د مـــيوي سا تـــــل
د الوبالو ميوي په ترتيب سره د سا نتى ګراد له (١٧-٢٤) درجوپورى د څلورو ورځواو د اوه (٧) د رجو په تودوخه کى د اته (٨) ورځو او په دوه درجو کى د دولس ورځواوپه صفر درجه تودوخه کى د (١٤) ورځو لپاره ساتل کيدايشى .
نتـــــيجه ګـــــــــيــري
په افغانستان کې الوبالو په زياته پيمانه روزل کيږي ځکه دافغانستان اقليم دالوبالو روزلولپاره مناسبى سيمي لري چې داسيمې په لاندي ډول دي . خصوصا دافغانستان په سړو سيموکې ښه روزل کيږي لکه :- پغمان - لوګر - وردګ - کابل - غزنى پروان - باميان - کا پيسا او داسى نور.
الوبالوته د سړى سيمى ميوه ويل کيږى اوچيرى چى د جوزا او سرطان په ميا شتو کى د محيط منځنى تودوخه د سا نتى ګراد په ( ١٦) درجو په شا وخوا کى وى نو خورا د ښه خوند او ښى مزى ميوه توليد يدلايشى .
د الوبالو لپاره ډيره ښه خاوره هغه ده چه ښه زهکشى شوى وى
الوبالو په عمومې ډول سره دتخم پواسطه زياتيږي اوهم دمخصوصو شرايطو لاندي دقلمۍ په واسطه زياتبدلاي شې .
په افغانستان کې دالوبالو دباغ دځاى انتخاب لپاره درې فکتورنه بايد په نظرکي ونيول شې چى عبارت دي له داوبوموجوديت،اقليمي شرايط،اودخاوروخواص
Climatic factor:-1
Water٢:-
soil٣:-
نيالګى بايد په تازه ډول په باغ کى کينول شى يعنى د قوريي څخه د ويستلو وروسته سمدستى په باغ کى وکرل شى اويا د شپى له خوا وويستل شي اود سهار له خوا وکرل شى
د باغ څخه د هرزه وښو لرې کول ضرورى خبره ده ځکه چه هرزه واښه د باغ له نيالګيو سره په غذايي موادو او د لمر رڼا په اخستلو کى سيالې کوي او دبله پلوه هرزه واښه د ناروغيو د پيداکيدو په عمومى توګه شاخبر په يخو سيموکى د حوت اوپه ګرموسيمو کى د جدى اودلوى په مياشتو کى تر سره کيږى سبب ګرځى .
دالوبالو په باغونو کې عموما دوه ډوله سرې استعماليدلاي شې
1:- حيواني سره .
2:- کيمياوي سره .
سپــــــــار ښـــــــــــتنــــــــــــې
١ - دولت بايد د الو بالو د روزنې لپاره د اصلاح شوو تخمونو په لاسته راوړلو کى د وزارت زراعت سره پوره پوره همکاري وکړي .
٢- دولت بايد د الوبالو د روزنې لپاره د بهرنيو هيوادونو سره د نوي تکنالو ژيکي ماشين الاتو په لاسته رواړلو کى برخه واخلي .
٣ – باغوانان بايد د الوبالو د کرلو لپاره د مسلکي زراعت پوهانو سره رابطه ولرى او دهغې په اړوند خپل معلومات تر لاسه کړي .
٤- دولت بايد د الو بالو د خرڅلاو لپاره مارکيټ او د پروسس لپاره مجهز ماشينونه او اسباب مسلکي کار ګرانو ته مهيا کړي .
مــــــــاخــــــــذونه
١- شېرزاد - ب - م – په افغانستان کي دباغونواوبزغليو روزنه – کابل ، کال ١٣٧٨ ل م .
٢- حمزه خيل – ن ، ګ ، دنباتاتو دتکثيرلاري – کابل – کال ١٣٥٩ ل م.
٣- شېرزاد- ب - م – دافغانستان پاڼرېژې مېوې -کابل – کال ١٣٦١ ل م
٤- راحل استاد زيارت ګل د افغانستان پاڼريزي ميوي کال ١٣٧٦ هـ ش
Enternet cearch /cherry -5