اسباب النزول پېژندنه

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 110.48 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

اسباب النزول پېژندنه

فهرست

 

 

تقريظ.. 3

سريزه.. 4

لومړي فصل.. 6

د اسباب النزول تعريف.. 6

د نزول لاملونه.. 6

د سبب النزول ډولونه.. 7

د سبب نزول اړوند د علماؤ وينا.. 9

دوهم فصل.. 10

د سبب نزول فوائد ( ګټي ).. 10

د نزول د اسبابو په اړه باوري سرچيني :.. 12

د سبب نزول اود احکامو عموم او خصوص:.. 13

د نزول د سبب صيغه :.. 16

دريم فصل.. 18

دنزول دسبب په اړه درواياتو تعدد (ګڼوالي).. 18

د نزول تکرار سره له دي چي د نزول سبب يو دي.. 23

د آيت د نزول مخکي والي پر حکم باندي.. 24

ديو کس په اړه نازل شوي يو شمير اياتونه.. 24

څلورم فصل.. 26

دقران کريم هغه ايتونه چه دصحابي په ژبه نازل شوي.. 26

دقران کريم په تدريجي توګه دنازليدلو حکمتونه.. 27

اول حکمت درسوالله ډاډينه.. 27

دوهم هکمت : ننګونه او اعجاز.. 28

پنځم فصل.. 30

په نازليدو کي تر ټولو اولني ايتونه:.. 30

هغه سورتونه چه اياتونه يي جلاجلا نازل شوي وي.. 31

هغه سورتونه چه ايتونه ئي په جمع اوري سره نازل شوي وي ... 31

هغه ايتونه چه په بعضي انبياونازل شوي او بعضو انبياونه وي نازل شوي.. 31

پايله.. 33

ماخذونه.. 34

 

 

تقريظ

 

سريزه

الحمدالله  رب العالمين  والعاقبة للمتقين والصلوة والسلام علي محمد مصطفيٰ صل الله عليه والسلم واشهدان الا اله الا الله واشهد ان محمدا عبده والرسوله. نستعينه ونستغفره ونتوب اليه ونؤمن به ونتوكل علي الله تبارك وتعالي ومن يهده الله فلامضل له ومن يضله فلاهادي له، ونصل علي محمد وعلي آل محمد كما صليت علي ابراهيم وعلي آل ابراهيم انك حميد مجيد،

اما بعد:

دلوړوزده كړو دوزارت داصولو سره سم هر محصل چي كله فارغه كيږي نو دخپل تحصلي كال په اخيره كي يوه ليكنه كوي ،نو ماهم خپل قلم ته لاس كړه ترڅو يوه ليكنه وكړم نو مي د (اسباب نزول پيژندنه ) ترعنوان لاندي ليكنه شروع كړه او ترخپله توان پوري مي په دي ليكنه كي خپل قلم وژړوئ.

دموضوع اهميت :

دالله جل جلاله  له طرفه قرانکريم دانسانيت دلارښوني لپاره دجبرائيل امين په واسطه پر محمد صلي الله عليه وسلم  نازل شوي دي تر څوانسان وتوانيږي چه دا الله جل جلاله   په ځمکه کي چه انسان کوم مسوليتونه لري سرته ورسوي او يوازي د الله جل جلاله   رضا لاسته راوړي همدارنګه دقرانکريم دنزول په اړه چه زيات کتابونه پري ليکل شوي چه عبارت له علوم القران څخه دي او په دغه علوم القران کي زيات موضوعات شته چه دهغو موضوعاتو څخه يوه اړينه موضوع اسباب نزول پيژندنه ده ځکه هر مسلمان چه غواړي دقران په مفاهمو اومعنا ځان پوه کړي نو ده ته لازمه ده چه لمړي داسباب مزول مورد کي به پوره معلومات ولري او بيله سبب نزول څخه نشي کولاي چه دقران په معنا ځان پوه کړي ځکه يوازي اعتبار تحت لفظ ته نشته بلکي دهغه ايت يا سورت وسبب نزول ته تر تحت لفظي معنا څخه ډير اعتبار دي .

دموضوع دليکني لامل :

لکه څرنګه چه اسباب نزول دعلوم القران دډيرو مهمو موضوعاتو څخه دي او دټولني اکثره خلګ دقران کريم دايتونو دسبب نزول په نه پوهيدو سره لاس او ګريوان دي او يو ايت ذکر کړي او بيا يي دخپل ځان څخه ترجمه وکړي نو دڅه سرګرداني او مشکلاتو سره سره ما وغوښتل چه ددغه مشکل دحل لپاره لاره پيداکړم او زما په نظر دحل لاري لپاره يي يوي ليکني ته ضرورت وو نو دغه ليکنه مي شروع کړه .

دموضوع په هکله پخواني ليکني:

دپورتني مشکل دحل لپاره مي وغوښتل چه پدي هکله باندي کوم کتابونه داسباب نزول تر عنوان لاندي په مستقله توګه ليکني پيداکړم چه هغه عربي کتابونه وه چه بيا مي پښتو ژبي ته داسباب نزول موضوع وژباړل چه دغه کتابونه عبارت دي اسباب النزول د ابي الحسن  علي بن احمد الواحدي النيسابوري ، علوم القران دمفتي محمد تقي عثماني ، الاتقان في علوم القران

دجلا ل الدين عبدالرحمن السيوطي ، التبيان في العلوم القران دمحمد علي الصابوني ، مباحث في علوم القران دخليل مناع القطان او داسي نور کتابونه چه له دي موضوع څخه لږ او ډيره اندازه سره بحث شوي وو .

 

دبحث تګلاره :-

البته ددي موضوع دليکني په وخت مي له قرانکريم، نبوي احاديثو، لکه بخاري، مسلم، ابن ماجه او داسي نورو معتبرو کتابو څخه مي استفاده کړي ده چه داليکنه په پنځو فصلونو باندي شامله ده چه لمړي فصل يي څلور مبحثونه لري چه عبارت دي داسباب نزول لغوي او اصطلاحي تعريف، دنزول لاملونه ، دسبب نزول ډولونه ، دسبب نزول اړوند دعلماوو ويناوي او داسي نور .

دياد ولو وړ خبره ئي بولم چه ددي ليکني په جريان کي زما لارښود استاد ښاغلي رحمت الله عظيمي صاحب په خپلو نيکو او پر ځاي مشورو سره زما داليکنه نوره هم ښکلي او قوي کړه چه خپله هيڅ ډول همکاري يي را څخه نه ده سپمولي الله جل جلاله   ورته دنيکيو په تله کي حساب کړي امين امين .

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

لومړي فصل

د اسباب النزول تعريف

 

د اسباب النزول لفظ د دوو«۲» کليمو څخه جوړه شوي چي هره يوه کليمه يي ځان ځان ته معني لري

(۱) اسباب د سبب جمع چي سبب په لغت کي د حبل په معني سره (رسۍ ، بړي) او وروسته د هر هغه شي لپاره استعماليږي چي په هغه سره رسيدل کيږي و بل شي ته[1].

(۲) النزول: په لغت کي مصدر د نَزَلَ دي او داسي ويل کيږي ، نَزَلَ نزولاً ( هبط من علو الي سفل) يعني راکښته کيدل د لوړ ځاي څخه و لاندي ته لکه: (نزولُ خطيب الجُمُعه بعد الفراغ من خطبته) يعني د امام راکښته کيدل د جعمي په ورځ د منبر څخه د خطبي د فراغت وروسته[2].

او اسباب النزول په اصطلاح کي هغه علم دي چي د آيت يا سورت د نزول د سببونو څخه پکي بحث کيږي .

يا سبب نزول هغه ته وايي چي د يوه واقعي د پيښيدو په اړه د قرآن آيت نازل سوي وي يا کومي پوښتني چي په دي ځاي کي سبب يوه واقعه يا پوښتنه شوي وي .

د نزول لاملونه

قرآنکريم د انسانيت د لارښوني لپاره راغلي دي چي انسان ته سمه لاره وښيي او د ژوند هغه لوړ پوړي وداني ورغوي چي د ايمان پر ستنو ولاړه ده او د تيرو وختونو حالات ، د اوسني وخت پيښي او د راتلونکي خبرونه څرګند کړي چي د قرآنکريم د نزول په لومړيو شيبوکي دغه عام اهداف درلودل .

خو صحابه کرام رضي الله عنهم  له نبي کريم صلي الله عليه وسلم   سره د خپل ژوند په اوږدو کي د سيرت د بيلا بيلو نوښتونو سره مخ کيدل او د دوي تر منځ ځانګړي پيښي منځ ته راتلي چي په اړه يي د شريعت بيان ته اړتيا وه يا به پر صحابه ؤ يو کار ګډوډ شو نو د نبي کريم صلي الله عليه وسلم   څخه به يي د هغه په اړه د شرعي حکم پوښتنه کوله چي په ځواب کي به ئي يو آيت يا سورت نازليدي لکه د الله جل جلاله دا فرمان

(#qè=tGö/$#ur 4’yJ»tGuŠø9$# #Ó¨Lym #sŒÎ) (#qäón=t/ yy%s3ÏiZ9$# ÷bÎ*sù Läêó¡nS#uä öNåk÷]ÏiB #Y‰ô©â‘ (#þqãèsù÷Š$$sù öNÍköŽs9Î) öNçlm;ºuqøBr& ([3]

 

ژباړه: او وازموياست تاسي يتيمان تر هغه پوري چي ورسيږي دوي حد د نکاح ته نو که تاسي د هغو نه هوښياري و مونده نو وسپاري تاسي  هغو ته مالونه د هغوي[4].

چه دا آيت د ثابت بن رفاعة او دده د اکا په اړه نازل شو کله چي د ثابت پلار رفاعة و قات شو نو ثابت کوچني پاته شو نو د ثابت اکانبي کريم صلي الله عليه وسلم   ته راغلي وئي ويل چي زما د ورور زوي زما په پرورښت (کفالت) کي دي نو ماته دده مال ندي حلال ؟ او څه وخت د ده مال واپس بيرته ورکړم نو      الله جل جلا له  دا آيت نازل کړ ((#qè=tGö/$#ur 4’yJ»tGuŠø9$# ).

د سبب النزول ډولونه

د نزول اسباب تر دي څيړني وروسته په دوو کارونو پوري اړه لري .

۱- کله چي يوه پيښه رامنځ ته شي او په اړه يي د قرآن آياتونه نازل شي ، لکه: د ابن عباس رضي الله عنه  څخه نقل شوي دي کله چي دغه آيت نازل شو (‘É‹Rr&ur öy7s?uŽÏ±t㠚 úüÎ/tø%F{$#)[5]

ژباړه: او وبيروه ته له عذابه اي محمده هغه ستا خپلوان چي ډير درته نژدي دي [6].

نبي کريم صلي الله عليه وسلم  له کوره ووتلو او صفا غونډي ته و خاته او په خلګو يي ږغ کړ (يا صبا حاه) ټول خلګ ورته را ټول سول نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم    ورته و فرمايل: که زه تاسي ته ووايم چي ددي غره په لمن کي سپاره کسان د حملي دپاره را روان دي نو آيا تاسي به زما په خبره باور کوئ  ؟

هغو ورته وويل هرومرو به باور درباندي کوو ځکه موږ په تا کي تر اوسه درواغ ندي ليدلي نو نبي کريم صلي الله عليه وسلم   ورته وويل چي داسي وي نو زه تاسي د قيامت د سختي ورځي د عذابه ويروم .

نو ابو لهب ورته وويل: هلاک سي موږ دي ددي لپاره را ټول کړي يو ، نو دا آيتونه نازل سول ،

ôôM¬7s? !#y‰tƒ ’Î1r& 5=ygs9 ¡=s?ur ÇÊÈ   !$tB 4Óo_øîr& çm÷Ytã ¼ã&è!$tB $tBur |=|¡Ÿ2 ÇËÈ   4’n?óÁu‹y™ #Y‘$tR |N#sŒ 5=olm; ÇÌÈ   ¼çmè?r&tøB$#ur s's!$£Jym É=sÜysø9$# ÇÍÈ   ’Îû $ydω‹Å_ ×@ö7ym `ÏiB ¤‰|¡¨B ÇÎÈ   É[7]

 

ژباړه: مات هلاک دي سي دواړه لاسونه د ابي لهب او پخپله دي هم هلاک سي ، دفع به نکړي دغه هلاکت د ابي لهب څخه اصلي مال او دده هغه څه چي ده ګټلي (يعني اولاد يي) ژر دي چي ننه به وځي (ابي لهب په قيامت کي) په لمبو درلودونکي اور کي او ننه به وځي ښځه د ابي لهب او ورته په داسي حال کي چي بار وړونکي به وي د خسو حال دا چي په غاړه ددي کي رسۍ ده له مظبوطو رسيو د خرما څخه[8] .

۲- چي د نبي کريم صلي الله عليه وسلم  څخه د يوه پيښي په اړه پوښتنه سوې وي او په ځواب کي يي آياتونه يا سورت نازل سوي وي ، لکه: د خولې بنت ثعلبه نه د خپل خاوند اوس بن صامت د ظهار په وخت کي هغي نبي کريم صلي الله عليه وسلم  ته ګيله وکړه او په اړه ئي دغه لاندي آياتونه نازل سوه:

(ôô‰s% yìÏJy™ ª!$# tAöqs% ÓÉL©9$# y7ä9ω»pgéB ’Îû $ygÅ_÷ry— þ  )[9]

 

ژباړه: په تحقيق سره الله اوريدله خبره د هغي ښځي چي سوأل او ځواب ئي کاوه له تاسي سره په شان د خپل خاوند کي.[10]

خو ددي معني نده چي د هر آيت لپاره به څوک د نزول سبب ګوري ځکه د قرآنکريم نزول په حوادثو او پيښو پوري تړلي ندي او نه په سوال او پوښتنه پوري اړه لري بلکي قرآنکري د اسلام په لوړيو شيبو کي د ايمان ، عقايدو ، اسلامي واجباتو او د خلګو او ټولني په اړه د الهي شرايطو په اړه راغلي دي .

جعبريرحمتهالله عليه وايي : «نزل القرآن علي قسمين ، قسم نزل ابتداءً و قسم نزل عقب واقعة او سوال

ژباړه: جعبري رحمتهالله عليه وايي : د قرآنکريم نزول په دوه ډوله دي ، يو ډول يي ابتدايي دي چي عرض يي د عقيدو اصلاح ده او دوهم ډول يي د ځينو پيښو او پوښتنو دځواب په اړه راغلي دي .

له دي امله سبب النزول په لاندي ډول تعريف سوي دي :«هوما نزل قرآن بشانه و قت و قوعه کحادثهّ او سوال»

ژباړه : سبب نزول هغه شي دي چي د پيښيده په وخت کي يي په اړه د قرآن آيت نازل سوي وي که

هغه کومه پيښه ده او که کومه پوښتنه وي

 

امام سيوطيرحمة الله عليه وائي: ځيني پيښي چي آيتونه يي د پيښيدو پر وخت نه نازل سوي د نزول اسباب نه بلل کيږي لکه: امام النيسابوريرحمة الله عليه چي د سورت الفيل په تفسير کي ليکلي دي چي ددي د نزول سبب حبشي ته تګ وو خو دا صحيح نده ځکه دغه د نزول د اسبابو څخه نه ده بلکي دا د تيرو پيښو خبر ورکول دي لکه: د نوحعليه السلام  دقوم ، عاديانو او ثموديانو يا د بيت الله شريفي د جوړښت او داسي نور[11] .

د سبب نزول اړوند د علماؤ وينا

ځيني خلګ دا فکر کوي چي د سبب نزول معرفت ته هيڅ ضرورت نسته ځکه چي د قرآنکريم الفاظ دومره واضع دي چي پيژندلو ته يي هيڅ ضرورت نسته او ددوي په ګمان سره د اسباب نزول پيژندل هيڅ ضروري ندي .

ليکن دا ټوله بي ځايه خبري دي ځکه چي سبب نزول د قرآنکريم د تفسير او تشريح لپاره د يو خاص شرط حيثيت لري . د ځينو علماوو اقوال چي د سبب نزول د ارزښت په اړوند يي ليکلي دي په لاندي ډول دي .

(۱) علامه الواحدي النيسابوري[12] رحمة الله عليه وائي: «لا يمکن معرفة تفسير الآية دون الوقوف علي قصتها و بيان نزولها»

ژباړه: دسبب نزول د معرفت څخه پرته د قرآن په تفسير ځان پوهول ناممکنه ده .

(۲) علامه ابن دقيق العيد[13] رحمة الله عليه وائي:«بيان سبب النزول طريق قوي في فهم معاني القرآن »

ژباړه: د سبب نزول بيان کول د قرآنکريم په پوهولو کي ډير مهم رول لري .

(۳) ابن تيميه رحمة الله عليه وائي: «معرفة سبب النزول يعين علي فهم الآية فان العلم بالسبب يورث العلم بالمسبب»

ژباړه: د سبب نزول پيژندنه دآيت معني اسانه کوي ځکه چي د سبب په پوهيدلو سره مسبب معلوميږي[14]

 

 

دوهم فصل

د سبب نزول فوائد ( ګټي ) :

د سبب نزول ډير زيات فوائد دي چه د ټولو يوځاي کيدل د ټوان څخه ليري خبره ده خو هغه چه مشهور او زياته فايده لري په لاندي ډول دي .

لمړي فايده :- علا مه زرکشي (رحمته الله عليه) ليکي چه د سبب نزول د معرفت لويه فايده داده چه د شرعي احکامو حکمتونه ور څخه معلوميږي ځکه چه د سبب نزول څخه دا معلوميږي چه دا حکم څه وخت او ولي نازل شويدي.

مثلاً الله (جل جلاله) فرمايلي دي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَىٰ)[15]

ژباړه:- اي هغو کسانو چه ايمان ئي راوړي دي (اې مومنانو) مه نژدي کيږي تاسي لمانځه ته حال داچي تاسي نشه ياست[16].

که سبب نزول معلوم نه وي نو د انسان په ذهن کي به دا سوال پيداکيږي چه د شرابو د حرمت وروسته د نشي په حالت کي لمانځه ته نژدي کيدل څه معني لري ځکه قرآن کريم خوشراب په کلکه حرام کړيدي؟[17]

ددي سوال ځواب يواځي سبب نزول ورکولاي شي، چه د ابي عبد الرحمن (رضي الله عنه) څخه روايت دي چه يوځل عبد الرحمن بن عوف صحابوو ته ميلمستيا کړي وه د شرابو د حرمت له مخه په ميلمستيا کي شراب وڅيښل شوه او د ماښام د لمانځه وخت راغلي يو صحابي مخکي شو د جماعت لپاره خو هغه په لمانځه کي غلطي وکړل نو الله (جل جلا له) دغه آيت نازل کړ.[18]

دوهمه فايده:- ځيني داسي آيتونه سته چه د سبب نزول څخه پرته په هغه پوهيدل ناممکن وي،  مثلاً (وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ).[19]

ژباړه:- او خاص الله (جل جلا له) لره دي مشرق او مغرب نو هر لوري ته چه مخ وګرځوي(په لمانځه) کي نو همدغه لوري د طاعت د الله (جل جلا له) دي.[20]

د آيت د ظاهري معني څخه داسي معلوميږي چه د قبلي لپاره خاص طرف متعين نه دي او هر طرف ته چه مخ کړي هغه قبله ده که سبب نزول نه وي د آيت په صحيح مفهوم څوک نه پوهيږي نو په دي اړه د ابي طلحه الوالبي (رضي الله عنه) څخه روايت دي : کله چه رسول (صلي الله عليه وسلم) هجرت ومديني ته وکړاو اکثره اهل د مديني يهوديان وه نو کله چه د الله لخوا ورته امر وشو و نبي کريم (صلي الله عليهوسلم) ته چه قبله د بيت المقد س څخه وکعبي شريفي ته واړوه نو په همدي وخت کي يهوديانو اعتراض وکړ چه دا قبله ولي واوښتل يا خو به دا صحيح قبله وي نو تير لمنځونه مو غلط دي او که مخکي قبله صحيح وي نو د اوس لمنځونه موغلط دي نو ددوي ددي وينا په مقابل کي الله (جل جلا له) دا آيت نازل کړ،

(  وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ) يعني قبله د الله په اختيار کي ده هرطرف ته چه غواړي اړوي ئي[21].

 

 

دريمه فائده :-

د الفاظود معني عدم وضاحت: يعني چه د الفاظو معني يي واضح او ښکاره نه وي اودغه رنګه په قرآن کريم کي ځيني داسي الفاظ استعمال سويدي که چيري سبب نزول يي نه وي نو هغه الفاظ نعوذباالله اضافه او بي فايدي معلوميږي لکه د الله تعالي دا قول (فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ)[22].

ژباړه:- نوهرکله چه اداء کړل تاسي افعال د حج خپل نو يادوئ الله پاک لکه يادول تاسي پلرونو خپلو لره (په جاهليت کي په فخر سره)[23] .

که سبب نزول معلوم نه وي نو ددي آيت داحصه ( كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ ) اضافه معلوميږي ليکن په سبب نزول سره داخبره ښکاره کيږي او ددغه لفظ معني او مفهوم معلوميږي هغه داسي چه دلته د مزدلفه د وقوف بحث کيږي او عربو په مشرکانوکي دا معمول ؤ چه هغوي به د حج د ارکانو د اداء کولو څخه ورسته دلته (مزدلفه) کي د خپل پلار اونيکه ګانو مفاخر او کارنامي بيانولي نو الله پاک دغه آيت نازل کړ چه د پلار او نيکه ګانو دکارنامو د بيان کولو پرځاي د الله تعالي ذکر وکړي[24] .

څلورمه فايده:-

په قرآن کريم کي داسي مقامات هم لږ نه دي چه پکښي کي څه خاص واقعي ته مختصره اشاره شوي وي اوترڅو چه واقعه معلومه نه وي نو دهغه آيتونو مطلب نشي معلوميداي، مثلاً د الله (جل جلا له) دا قول (وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ رَمَىٰ ۚ)[25] .

ژباړه:- او نه دي ويشتل کړي تا اي محمده دغه ويشتل چه د بشر له شان څخه نه دي ليکن الله (جل جلاله) دغه ويشتل کړي وه[26] .

په اصل کي په دغه آيت کي د بدر غزا واقعي ته اشاره ده کله چه نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) يو مټ خاوره د دښمن طرف ته وغور ځول هغوي د ماتي سره مخامخ سول.۳[27]

د نزول د اسبابو په اړه باوري سرچيني :

د نزول د اسبابو په اړه علماؤ په صحيح حديثونو چه له نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) يا له صحابي څخه نقل وي باور کوي ځکه له صحابي څخه چه کوم خبر نقل وي او صريح وي نو په رايي سره نه وي بلکي دا د موضوع حکم لري.

علامه الواحدي اليسنابوري(رحمته الله عليه) وايي:- د نزول د اسبابو په اړه د روايت او له هغه چا څخه له اوريدو پرته چه د نزول په وخت کي حاضروي وينا روانه ده.

محمدبن سيرين (رحمته الله عليه) وايي:- له  ابو عبيده [28](رحمته الله عليه) څخه مي د قرآن کريم د يو آيت په اړه پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل ( اتق الله وقل سدادً ذهب الذين يعلمون فيما انزل الله القرآن) .

ژباړه:- د الله پاک څخه وبيريږه او سمي خبري و کړه هغه کسان اوس نسته چه د قرآن کريم دنزول په اړه به يي علم درلود[29].

محمدبن سيرين (رحمته الله عليه) چه يو تابعي امام دي په دي اړه د هغه پوښتنه او د عبيده (رحمته اللهعليه) دغه ډول ځواب پر دي خبره دليل دي چه د نزول داسبابو په اړه ځان پوهول واجب دي او په اړه ئي د صحيح روايت په پام کي نيولو په کار دي چه سند ولري او د روايت الفاظ په دي اړه څرګند وي.

امام سيوطي (رحمته الله عليه) وايي:- چه د تابعي وينا په دې اړه صريحه او څرګنده وي هم د نزول د اسبابو لپارهد باور وړده که څه هم مرسل وي کله چه مسند اليه صحيح وي او د تفسير له امامانو څخه وي چه له صحابوو څخه ئي نقل کړي وي، لکه امام مجاهد (رحمته الله عليه) ،  عکرمه (رضي الله عنه) ،  سعيد بن جبير (رضي الله عنه) او داسي نور خو په دي شرط چه بل مرسل روايت به يي ملاتړ کړي وي.

علامه الواحدي اليسنابوري (رحمته الله عليه) بيا په دي اړه د خپلي زماني د علماوو لټي غندلي او هغوي يي درواغجن بللي دي او دسخت وعيد نه ئي ويرولي دي لکه چه وايي:- نن هر سړي له ځانه يو څه جوړوي او درواغ وايي ځان ته ئي د جهالت واګي اچولي وي او دغه راغلي وعيد ته فکر نه کوي[30].

د سبب نزول اود احکامو عموم او خصوص:

د کوم شان نزول په ضمن کي چه د قرآن کريم کوم آيتونه نازل شوي وي هغه د خپل عموم او خصوص په اعتبار په څلور قسمه دي.

اول په معين شخص حکم لګول:ـ

هغه آيتونه چه په هغه کي د يوکس خاص نوم اخيستل سوي وي او هغه معين سوي وي چه د آيت مضمون هم د هغه په حق کي نازل شويدي د داسي آيتونو په باره کي د علماوو اتفاق دي چه د هغي مفهوم به هم د هغه متعين کس په باره کي متعين کولاي سي او بل کس ته نه شامليږي.

مثلاً (  تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ [31] ) د دي آيت شان نزول مشهور دي چه کله نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) د صفا غونډي باندي ودريدي نو د قريشو خلکو ته ئي د اسلام دعوت ورکړ نو په دغه وخت کي ابولهب وويل (  تبا لک الهذا دعوتنا ؟) يعني ته هلاک شي آيا موږ دي د دي لپاره راغوښتي يو؟

په دي کي خاص د ابولهب نوم دي او د هغه لپاره وعيد او داعذاب صرف د ابو لهب لپاره دي.

دوهم په صفت باندي حکم لګول:ـ

د آيتونو دوهم قسم هغه آيتونه دي چه په هغه کي د يوخاص کس يا ډلي او يا هم د يوشي نوم اخيستل شوي نه وي بلکه د هغوي صفتونه بيان شوي وي او په دغه صفتونو څه حکم لګول شوي وي ليکن د نورو دلائلو څخه دا ثابته وي چه ددي څخه مراد فلاني معين کس يافلاني معينه ډله يا فلاني شي دي نو په دي صورت کي هم د ټولو علماوو اتفاق دي چه د آيت مضمون يا حکم به صرف د هغه کس يا ډلي،يا ځاي پوري خاص وي کوم چه د قرآن کريم مراد وي اوبل کس نه پکښي داخليږي اګر که دغه صفات په هغه کي هم موجود وي لکه د الله تعالي فرمان (وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى ۚالَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّىٰ)[32].

ژباړه:- او ژرده چه ګوښه به شي له هغه اوره ښه ويريدونکي (مؤمن) هغه چه ورکوي مال خپل لپاره ددي چه پاک شي[33] .

دا آيت په اتفاق سره د علماوود حضرت ابوبکرصديق (رضي الله عنه) په باره کي نازل شويدي چه هغه غريبان غلامان اخيستل او آزاد کول به يي.

دلته اګرچه د حضرت ابوبکرصديق (رضي الله عنه) نوم ذکر نه دي ليکن صفتونه د هغه ذکر شويدي او د حديث د رواياتو څخه ثابته ده چه ددي څخه مراد حضرت ابوبکرصديق (رضي الله عنه) دي.

همدارنګه امام رازي (رحمته الله عليه) ددي آيت څخه استدلال کوي او فرمايي چه حضرت ابوبکرصديق (رضي الله عنه) د پيغمبرانو څخه وروسته د ټولو انسانانو څخه افضل دي ځکه په دي آيت کي ورته تقي (متقي ترين) سړي ورته ويل شوي دي او په آيت کي ارشاد دي (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ )[34].

ژباړه:ـ بيشکه چه ډير مکرم او معزز له تاسي څخه په نزد د الله(جل جلا له) ډير متقي (پرهيزګاره) ستاسي دي[35].

د حضرت ابوبکرصديق نوم دلته نه دي اخيستل شوي ليکن جمهور مفسيرين دا آيت هم د هغوي په حق کي خاص کړي دي ځکه د تخصيص دليل ئي يو دا چه (الاتقي) لفظ صرف د يو کس لپاره استعماليږي او بل داچه د حديث راويانو هم دهغي تعين کړيدي.

دريم چه الفاظ ئې عاموي:

دا هغه قسم آيتونه دي چه په يوه خاصه واقعه کي نازل شوي وي ليکن الفاظ ئي عام وي او د آيت د صريح يا خارجي دليل څخه هم معلومه شوي وي چه د آيت حکم د دي واقعي سره خاص نه دي بلکه د دغه ډول هري واقعي حکم هم دادي چه په دي قسم کي هم ټول علماء په اتفاق دي چه په دي صورت کي به د آيت حکم د هغي دالفاظو تابع وي او عام به وي صرف د شان نزول دواقعي سره به خاص نه وي لکه د سورت مجادله د ابتدايي آيتونو په باره کي (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا)[36].

(الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَائِهِم )[37] ،  دا آيتونه په ثبوت سره دا وړاندي کوي چه دادحضرت خوله (رضي الله عنها) په باره کي نازل شوي وو چه دهغي خاوند ورته ويلي وه ( انت علي کظهرامي) يعني ته په ما باندي زما دمور دشاه په شان ئي ليکن په آيتونو کي چه د کوم الفاظو په ذريعه حکم بيان شوي دي نو دهغي څځه ښکاره معلوميږي چه داحکم صرف دحضرت خوله د خاوند لپاره نه دي بلکي د هغو ټولو خلکو لپاره دي چه دخپلو ښځو سره ظهار وکړي نو په داسي خلکو باندي واجب ده چه پورتني د ظهار الفاظ ووائي هغوي دخپلو بيبيانو (ښځو) سره دتعلق ساتلو مخکي يوغلام آزاد کړي يابه شپيته روژي نيسي اويابه شپيته مسکينانو ته ډوډۍ ورکوي.

څلورم چه واقعه خاص اوالفاظ عام وي:

دا قسم آيت چه په يوه خاصه واقعه کي نازل شوي وي ليکن الفاظ ئي عام نازل شوي وي او دآيت ياخارجي دليل څخه دا خبره نه ښکاره کيږي چه د آيت حکم يامضمون صرف ددي واقعي سره خاص دي يا ددي نوعيت د هري واقعي لپاره عام دي په دي صورت کي د علماوو معمولي اختلاف دي. د بعضي علماوو رايه داده چه په دي صورت کي به آيت صرف د سبب نزول دواقعي سره خاص کولاي شي.

ليکن جمهور علما په دي نظردي چه اعتبار دالفاظو عموم ته دي د سبب سره خاص نه دي الفاظ عام دي نو حکم ئي هم عام دي او ټولو ته شامل دي د اصول الفقه او اصول تفسير په اصطلاح کي ددغه قانون په اړه يوه جمله مشهوره ده ( العبرة لعموم الفظ لالخصوص السبب)،

مثلاً (وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ)[38].

ژباړه: اوکه وو پوروړي(قرض وړونکي) خاوند دنادارۍ نوپرتاسي انتظاردي قرض وړونکي ته تروخته دپراخۍ[39].

د دي آيت شان نزول دادي چه د بنوعمرو بن عمير(رضي الله عنه) په بنومغيره باندي څه قرض وو کله چه د سود حرمت نازل شو نو بنوعمرو خپلي قرضداري قبيلي ته وويل چه موږ سود درته پريږدو ليکن خپل اصلي قرضه واپس راکړئ بنومغيره ورته وويل په دي وخت زموږ لاس تنګ دي نو يوڅه مهلت راته راکړئ بنوعمرو د مهلت ورکولو نه انکار وکړ او په دي باندي دا آيت نازل شو[40].

( وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ) اوس د آيت داحکم خو د ټولو په نزد عام دي د هر قرض خواه لپاره غوره داده چه مقروض په تنګۍ او مفلسي کي وويني هغه ته مهلت ورکړي ليکن فرق دادي چه د جمهورو په نزد عام حکم ددي آيت څخه ثابت دي او کوم خلک چه د آيت حکم د سبب نزول سره خاص ګڼي هغوي دا وائي چه آيت حکم د بنوعمرو   لپاره وو ليکن د نورو مسلمانانو لپاره داحکم د احاديثو نه ثابت دي چه په هغي کي مقروض(پوروړونکي) ته د مهلت ورکولو فضيلتونه بيان شويدي ددي اختلاف دوجي دعملي طورڅه خاص اثرنه مرتب کيږي[41].

د نزول د سبب صيغه :

د نزول د سبب صيغه به په سببيت کي صريح لض وي يابه احتمالي وي نو په سببيت کي به هغه وخت صريح لض وي چه راوي ووائي ( سبب نزول هذه الاية کذا) د دي آيت د نزول سبب دادي.

ياپه تعقيبي فاء سره راشي چه د نزول پرماده داخله وي او تري پيښه ياده شوي وي يا سوال يا پوښتنه شوي وي لکه چه راوي ووائي ( حدث کذا ) يا ( سئل رسول الله کذا ) يعني  د رسول الله (صلي الله عليه وسلم) څخه داسي پوښتنه وشوه نو دا آيت نازل شو، نو دا دواړي صيغي په سببيت کي صريحي دي او کله بيا صيغه په سببيت کي احتمال وي يعني احتمال د سببيت هم ورپکي وي او د هغه احکامو احتمال هم پکي وي چه آيت ورته متضمن وي لکه راوي وائي ( نزلت هذه الاية في کذا ) نوله دي نه کله د نزول سبب مراد وي اوکله ئي مطلب داوي چه دغه صورت د آيت په معنا کي داخل دي.

کله چه راوي ووائي چه زه فکر کوم چه دا آيت په دي اړه راغلي دي يا ووائي زه فکرنه کوم چه دا آيت به له دي صورت څخه بغير په بل څه کي راغلي وي نو دغه راوي په خپله خبره کي سببيت قاطع نه کړ نو په دغه دواړو صيغوکي د سببيت اودبل صورت دواړو احتمال شته د لمړي صيغي بيلګه (زه فکرکوم) دا آيت دي (  نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ )[42]. په دي اړه د ابن عمر (رضي الله عنه) روايت دي چه هغه فرمائي ( انزلت في اتيان النساء في ادبارهن ) يعني دا آيت ښځو ته په (دبر) کي د راتګ په اړه راغلي دي. او د دوهمي صيغي بيلګه چه راوي ووائي (زه فکرنه کوم چه دا آيت به له دي صورت څخه بغير په بل څه کي راغلي وي) د عبدالله بن زبير(رضي الله عنه) روايت دي چه د زبير(رضي الله عنه) د انصارو ديوه سړي سره شخړه راغله چه هغه سړي دنبي کريم (صلي الله عليه وسلم) سره د بدر په غزا کي اشتراک کړي وو، نو نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) ته ئي خپله شخړه د پريکړي لپاره راوړه د دوي ترمنځ شخړه د اوبو په اړه وه چه دواړو به دخرما درختي پري اوبه کولي نو انصاري وويل چه اوبه پريږده چه بهيږي اوعبدالله بن زبير ورسره دا خبره نه منله ،نو رسول الله (صلي الله عليه وسلم) ورته وويل زبيره خپلي درختي اوبه کړه اوبيا اوبه پريږده چه ګاونډي ګټه ځيني واخلي، نو انصاري غصه شو او ويي ويل چه د الله رسوله دا پريکړه دي ځکه داسي وکړه چه زبير ستا د کاکا زوي دي نو ددي خبري په اوريدلو سره د نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) د مخ رنګ بدل شو او وئي فرمائل زبيره خپلي کجوري اوبه کړه او بيا اوبه بندوه چه پرديوالو وخيژي اوبيائي خپل ګاونډي ته پريږده چه ګټه تري واخلي په دي وروستي وينا نبي کريم (صلي الله عليه وسلم) زبير ته د خپل ټول حق د ترلاسه کولو امر وکړ او مخکي ئې د انصاري سره د نيکي امر ورته کړي وو خو صريح نه وه چه کله انصاري خبره وکړه نو نبي کريم (صلي الله عليه وسلم)

په صريح ډول زبير ته د خپل حق د پوره کولو امر وکړ نو زبير وويل (زه فکرکوم چه دا آيت يواځي د داسي پيښي په اړه راغلي دي)[43].

هغه دا چه (فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ )[44].

ابن تيميه فرمائي:

(قولهم نزلت هذه الاية في کذايرادبه تارة سبب النزول وير ادبه تارة ان ذالک داخل في الاية وان لم يکن السبب).

ژباړه: دراويانو په دي وينا سره چه دا آيت په دي پيښه کي راغلي دي کله مراد سبب وي او کله تري مراد داوي چه دا پيښه په دي آيت کي داخله ده که څه هم د آيت د نزول لپاره سبب نه وي[45].

زرکشي(رحمة الله عليه)په البرهان کي ليکي :

قد عرف من عادة الصحابه والتابعين ان احدهم اذا قال: (نزلت هذه الاية في کذا) فانه يريد بذلک انها تضنمنت هذا الحکم لا ان هذا کان السبب في نزولها فهو من جنس الاستدلال علي الحکم با لاية لامن جنس النقل لما وقع.

ژباړه: د صحابه وو او تابعينو له عادت څخه دا څرګنده معلومه ده چه له دوي نه کوم کس ووايي چه دا آيت د فلاني پيښي په اړه  راغلي دينو موخه يي داوي چه پيښه يا دغه حکم په دي آيت کي راځي نه دا چي دايي د نزول لپاره سبب دي نو دا پر آيت له حکم نه د استدلال کولو له قبيلي څخه دي نه د پيښي د نقل له قبيلي څخه[46].

 

 

 

 

دريم فصل

دنزول دسبب په اړه درواياتو تعدد (ګڼوالي)

کله کله ديوايت د نزول په اړه ګڼ روايتونه راځي او په داسي حالت کي مفسر لاندي تګلاره خپلوي

الف : کله چي د روايت صيغه صريحه (څرګنده) نوي لکه چي راويي ووايي (نزلت في کذا) دا ايت په دي اړه راغلي دي يا راوي ووايي (احسبها نزلت في کذا) زما په فکر دا ايات په دي اړه راغلي دي نو په دي کي منا فات نشته ځکه له دي څخه تفسير مراد دي او ددي خبري بيان تري  غرض دي چي دا حکم په دي ايت کي دا خل دي او له دي څخه لاسته راځي او د نزول د سبب بيان ورڅخه مراد نه دي خو کله که قرينه راغله مراد له دي څخه سببيت وي نو بيا به تري سببيت مراد وي .

ب : کله چي يو صيغه نا څر ګنده وي لکه (نزلت في کذا) دا ايت په دي اړه راغلي دي او بلي خواته په صريحه صيغه ددي ايت د نزول سبب بل ښودل شوي وي نو اعتبار به صريحي صيغي ته وي نه غير صريحي ته او دغه نا څرګنده يعني غير صريحه صيغه به دليل وي پردي چي دا حکم په دي ايت کي دا خل دي ددي بيلګه د لاندي ايت د سبب په اړه روايت دي.لکه الله جل جلا له فرمايي (نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ )[47]

نا فعرضي الله عنه: ددي ايت په اړه وايي يو ورځ مي دايت ولوست نو ابن عمر رضي الله عنهو فرمايل ته پوهيږي چي دا ايت د څه اړه راغلي ماورته وويل نه .

هغه وفرمايل (نزلت في اتيان النساءفي ادبارهن ) يعني دغه ايت ښځو ته دشانه په ناروا ځاي کي راتګ کول دي نو دغه صيغه چي آبن عمر رضي الله عنهويلي ده په دي اړه سببيت نا څر ګند دي او له دي پرته د بل حکم د سببيت

په اړه يي تصريح څرګندونه راغلي ده لکه حضرت  جابر رضي الله عنهفرمايي ( کانت اليهود  تقول: اذا اتئ الرجل امراتهُ من خلفها في قبلها جاء الولداحول )[48]

ژباړه : يهودوبه ويل چي کله سړي خپل ښځي ته دشانه روا ځاي کي نزديکت وکړي نو بچي يا اولاد به يي په ستر ګو چپک وي نو دا ايت راغلي نو د حضرت جابر رضي الله عنهخبره دلته په دي اړه صريحه او څرګنده ده او په سببيت کي نص دي نو دا د نزول سبب شو، او د حضرت ابن عمر رضي الله عنهخبره ناڅر ګنده ده او د نزول سبب نه دي .

ج : کله چي روايتونه ګڼ وي او ټول په سببيت کي څرګند وي او له هغو څخه د يوه اسناد قوي وي له نورو څخه نو دا قوي اسنادووالا به د اعتبار وړ وي لکه د بخاري او مسلم روايات چي دحضرت جندبرضي الله عنهڅخه يي نقل کړيدي ( اشتکئ النبي ص فلم يقم ليلتين او ثلاثآ فـأ تتۀ امراة فقالت يا محمد : ما ارى شيطانک الا ودعک[49] ) فنزل (وَالضُّحَى ٰوَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ َ مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ َ) [50]

ژباړه : نبي کريم صلي الله عليه وسلمته څه ناروغي پيدا شوه نو دوه يا دري شپي ونه پاڅيده نو يو ښځه ورته راغله او ورته يي وويل چي فکر کوم خپل شيطان دي پري اښي يي نو الله تعالي د ا پورتني اياتونه راوليږل هم داي شان حفص بن سعيد القرشي رضي الله عنهد خپلي مور او مور يي  له خپلي مور څخه نقل کوي چي دا د نبي کريم صلي الله عليه وسلم خدمتګاره وه چي يوکوتري (د سپي وړوکي بچي ) د نبي کريم صلي الله عليه وسلمکورته ننوت او د کټ څخه لاندي شو نو مړ شو نو په نبي کريم ص څو ورځي و حي نه را نازليدي نو يي وفرمايل : اي خولي څه پيښه شويده چي جبرايل ع ماته نه راځي ايا زما په کور کي څه ناوړه شي شتون لري .خوله وايي : چي ما په زړه کي وويل چي زه کوټه جارو کړم ښه به وي نو کله چي مي جارو شروع کړ نو د چپر کټ څخه لاندي مړ کوتري پروت  وو .

نو بيا مي ددي ديول تر شا وغور ځاوه . نو چي راغلم د نبي کريم صلي الله عليه وسلمږيره خوږيده چي دا په عامو وختونو کي د وحي د راتلو علامه وه نو ويي فرمايل اي خولي په ما کمپله واچوه نو د سورة الضحئ اياتونه نازل شوه .

ابن حجررحمتهالله عليهد بخاري په شرح کي وايي چي د سپي د بچي له امله د جبرايل ع د ځنډ کيسه پيژندل شويده خو دا سبب د نزول کيدل غريب دي اوپه سند کي يي نا پيژندل شوي کس شتون لري نو د بخاري او مسلم روايت د اعتبار وړ دي.[51]

د : کله چي روايتونه په صحت سره يو شان وي خو د ترجيح له وجوهو څخه په کومه وجه يو د ترجيح وړوي نو هغه ته به تر جيح وي لکه د کيسي په حال کي د راوي حضور او داسي نور ...

يا يو اصح وي  له هغه بل څخه نو اصح به مخکي وي له صحيح څخه ددي بيلګه د بخاري شريف روايت د ي چي د عبد الله ابن مسعود رضي الله عنهپه سند سره راوړي دي فرمايي .

عن عبد الله قال اني کنت مع النبي صلي الله عليه وسلمفي حرث با المدينه و هو متکئ علي عسيب فمر بنا ناس من اليهود فقالوا سلوه عن الروح فقال بعضهم : لاتسـأ لوه فيستقبلکم بما تکرهون فا تا ه نفرمنهم فقالوا : يا ابا القاسم ما تقول في الروح ؟

فسکت ثم ماج فا مسکت بيدي علي جبهته فعرفت انه ينزل عليه  فانزل الله عليه .[52]

(وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا )[53]

ژباړه : زه د رسو الله صلي الله عليه وسلمسره د مديني په يو کښت کي وم او نبي کريم ص د کجوري په يو لښته تکيه وهلي وه نو پر موږ باندي د يهودو يو څو کسان تير شوه دوي وويل چي د روح په اړه سوال ځني وکړئ

او بعضــو وويل چي پوښتنه مه ځني کوي نو بيا يو کس راغلي او ويي ويل اي ابو القاسم د روح په باره کي څهوايي ؟

نو زه پوه شوم چي په محمد صلي الله عليه وسلموحي نازل کيږي نو الله تعا لي دغه ايت نازل کړي (وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا) .

خو د ابن عباس رضي الله عنهپه روايت کي چي ترمذي شريف په صحيح روايت سره راوړي دي

(عن ابن عباسرضي الله عنهقالت قريش لليهود : ( اعطــونا شيأً نسـﺃل عنه هذا الرجل فقالوا:سلوه عن الروح فنزلت هذهالاية ).[54]

ژباړه قريشو يهودانو ته وويل چي موږته يو څه را وښاياست چي د هغه په اړه ددغه پيغمبر څخه پو ښتنه وکړو هغو ورته وويل چي د روح په اړه پو ښتنه تر وکړي نو پورتني ايات نازل شو نو وروستي روايت دا ښيي چي دا اياتو نه په مکه کي نازل شويدي ځکه د مشرکينو

(قريشو) خبره پکي راغلي ده خو اولني روايت په دي دليل دي چي دا اياتونه مدني دي ځکه د مديني يهوديانو پو ښتنه کړيده خو په دغه رواياتو کي لو مړي روايت د تر جيح وړ دي ځکه چي عبدالله ابن مسعود رضي الله عنهمپه دغه پيښه کي په خپله وو او بل دا چي دغه روايت د بخاري شريف هم دي چي ټول امت يي په صحيح والي پوره باور لري او په نورو ټولو صحيح کتابو تر جيح ورکوي .

رکشي رحمتهالله عليه دا روايتونه د نزول د تکرار لپاره بيلګه ښودلي ده اوهغه وايي چي دغه ايت دوه ځله نازل شوي دي يو ځل په مکه مکرمه او دوهم ځل په مدينه منوره کي او په دي اړه يي په دغه قاعده استناد ړي دي چي په کوموصوروتونو کي د (سبحان ) کلمه راغلي وي په اتفاق سره د علماوو هغه سورت مکي وي .

ﮪ :هر کله چي روايتونه په تر جيح سره برابر شي نو که ترمنځ يي د تطبيق او يو ځاي کول امکان وو نو تطبيق کولاي يي شي  نو يو ايت به له دوه ياډيرو سببونو وروسته راغلي وي لدي امله چي د سببونو زمانه به يي سره نږدي وي لکه د لعان ايت چي الله جل جلالهفرمايي (وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ ۙ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ َوَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَن تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ ۙ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَوَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ) [55].

خو د ابن عباس رضي الله عنهپه يو روايت کي چي بخاري شريف رواړي دي چي دا ايات د هلال بن اميهرضي الله عنهپه اړه راغلي د ي چي په خپله ښځي يي د نبي کريم صلي الله عليه وسلمپه مخکي د شريک بن سماء په زنا تورنه کړي وه[56]

بخاري د سهل بن سعد رضي الله عنهپه روايت حديث راوړي دي چي ( جاء عويمر الي عاصم بن عدي فقال : سل  رسول الله صلي الله عليه وسلمعن رجل وجد مع امرﺃتۀ رجلا فقتله  فيقتل به ام کيف يصنع ؟ [57]  ژباړه

عويمر عاصم بن عدي ته راغلي او ورته وئي ويل چي له رسول لله صلي الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وکړه چي يو سړي د خپلي ښځي سره سړي وويني او مړ يي کړي اودئ پري وژل کيږي او که څه و کړي ؟

د پورته دواړو روايتونو تر منځ د جمع او تطبيق طريقه داده چي  دهلال بن اميه پيښه مخکي رامنځ ته شوه او ور پسي نږدي د عويمررضي الله عنهپيښه منځ ته راغله نو ايت ددواړو پيښو په اړه نازل شو او ابن حجر رحمتهالله عليه هم وايي چي د سببونو د ډيروالي د مخنيوي لپاره کو م خنډ نسته .

و : خو که د زمان دلري والي د امله يي تطبيق ناممکن وو نو بيا د نزول په تکرار حمل کيږي لکه النسائي د مسيب رضي الله عن څخه يو حديث روايت کړي دي ( لما حضرت ابا طا لب الوفاة دخل عليه رسول الله صلي الله عليه وسلمو عند ه ابو جهل و عبدالله بن ابي اميه فقال اي عم قل معي لا اله الالله ، احاج لک بها عند الله فقا ل

ابو جهل و ابن ابي اميه ياابا طالب اترغب عن ملة عبد المطلب .؟فلم يزالا لکلماته حتي قال هو علي ملة عبدالمطلب فقال النبي ص لا ستغفرن لک مالم انه عنه .[58] فنزلت(مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَىٰ مِن بَعْدِ مَاتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ) [59]

ژپاړه: کله چي ابوطالب مړ کيدي او عبدالله بن ابي اميه اوابو جهل ورسره ناست وه نو نبي کريم صلي الله عليه وسلمورته ورته راغلي او ورته يي وويل اي کاکا د تو حيد کلمه ووايه  (لا اله الا الله )  زه به د قيامت په ورځ  د الله جل جلاله په وړاندي ستا دمسلماني ددليل په توګه وړانديز کوم نو ابو جهل او ابن اميه ورته وويل ايا ته د عبدالمطلب دين پريږدي ؟ او بيا يي دا وينا کوله تر څو چي د هغه څخه يي د ا خبره وا يستله چي زه د عبدالمطلب په دين يم نو بيا نبي کريم صلي الله عليه وسلمو فرمايل چي زه ترهغي ستا دپاره د الله جل جلاله څخه مغفرت غواړم تر څو  چي الله جل جلا له ور څخه منع کړي نه يم نو بيا دغه پورتني ايات نازل شو  .ژباړه : نه دي روا نبي او هغو کسانو ته چي ايمان  لرونکي وي چي مغفرت وغواړي  دمشرکانو لپاره اګر که وي دغه مشرکان خاوندان د خپلوي وروسته ددي خبري چي دو ي ته ښکاره شي چي دوي خاوندان ددو ږخ دي (په کفر مړه دي )

( عن عبدالله ابن مسعودرضي الله عنهقال : خرج رسو ل الله صلي الله عليه وسلمينظرفي المقابر و خرجنا معه فـاخذنا مجلسنا ، ثم تخطي القبور حتي  انتهئ الي قبر منها فناجاه طويلا ثم ارتفع وجـئنا ورسول الله صلي الله عليه وسلمباک ، فبکينا لبکاء رسول الله صلي الله عليه وسلم، ثم انه اقبل الينا قال عمر بن الخطاب يا رسول الله صلي الله عليه وسلمما الذي ابکاک فقال : ان القبر الذي رايتموني انا جي  فيه قبر آمنه بنت وهب  ، و اني استاذنت ربي في زيارتهافاذن لي فيهاواستـأ ذنت ربي في الاسغفار لها فلم يا ذن فيه و نزل هذ ه الايه (ماکا للنبي والذين امنوا...)[60]

ژباړه : د عبد الله ابن مسعود رضي الله عنهڅخه روايت دي چي موږ د رسول لله صلي الله عليه وسلمسره قبر ستان ته ووتلو او نبي کريم صلي الله عليه وسلمد يو قبر سره کيناست او اوږده دعا يي وغوښته تر څو چي رسول لله صلي الله عليه وسلمژړلي وه نو حضرت عمر رضي الله عنه پوښتنه ځني وګړه ته څه شي وژړولي ؟

رسول لله صلي الله عليه وسلموفرمايل هغه قبر د امنه بنت وهب (زما دمور ) قبر دي نو ما دالله جل جلا لهڅخه د زيارت اجازه وغوښته اجازه يي راکړه خو هغي ته يي د مغفرت غوښتلو اجازه رانه کړل او دغه ايت راباندي نازل شو (مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَن يَسْتَغْفِرُوا).[61]  د پورتني ټولوروايتونو د تطبيق او جمع طريقه داده چي دا ايت په هره پيښه کي بيا بيا نازل شوي دي .[62]

د نزول تکرار سره له دي چي د نزول سبب يو دي

ډير ځله ايت بيا بيا نازل شوي وي او دنزول لامل يو و ي او په دي کي څه خبره نشته ځکه په يوه پيښه کي په بيلا بيلو سورتونوکي ګڼ اياتونه راغلي دي لکه سعيد بن منصور ، عبدالرزاق، ترمذي ،ابن جرير ، ابن المنذر، ابن ابي حاتم ،طبراني او حاکم د ام سلمة په روايت حديث راوړي دي او حاکم ورته صحيح هم ويلي دئ ( قالت ام سلمة : يا رسول الله صلي الله عليه وسلملا اسمع الله ذکر النساء في الهجرة بشئ فا نزل الله  [63] (فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ ۖ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ).[64]

ژباړه : اي د الله جل جلاله رسوله ما کله هم وانه اوريدل چي الله  جل جلاله د هجرت په اړه ښځي يادي کړي وي نو الله جل جلاله پورتني ايات نازل کړ يعني الله قبولي کړي ددوي دعاو بيشکه زه نه ضايع کوم کوم عمل د هيڅ عمل کونکي که نارينه وي

او يا ښځه وي ځني ستاسي د ي له ځينو نورو څخه (يو د بل نه زيږيدلي دي ). امام احمد ،نسائي ،ابن جرير ، ابن  المنذر ، طبراني او ابن مردوديه د ام سلمة څخه په روايت حديث راوړي ( قالت قلت يا رسول الله صلي الله عليه وسلممالنا لا تذکر في القران کما يذکر الرجال ؟ فلم يرعني منه ذات يوم الا ندأوه علي الممبر وهو يقول  [65](إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ) .[66]

ژباړه :ام سلمة رضي الله عنهاوايي ما نبي کريم صلي الله عليه وسلمته وويل چي ولي موږ په قرانکريم کي د سړيو په څير نه ياديږو ؟ نو نبي کريم صلي الله عليه وسلمپه همدغه ورځ زما خبره دومره په پام کي ونه نيول خو کله چي منبر ته وخوت نو دايي وويل (إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ ) .

د آيت د نزول مخکي والي پر حکم باندي

زرکشي رحمتهالله عليه په البرهان کي ويلي دي چي کله کله د نزول مخکي والي کيږي پر حکم باندي چي د ( تقدم نزول الاية علي الحکم ) سره يي نومولي دي لکه د الله جل جلاله د ا قول (قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ) [67]

بيهقي رحمتهالله عليه د ابن عمررضي الله عنهڅخه روايت کړي دي چي د ا ايت د زکاة الفطر (سرسايي) لپاره نازل شويدي او بعضي بيا وايي چي زه نه پوهيږم  چي څه وجه ده ددغه تا ويل ځکه چي سورت مکي دي يعني په مکه کي نازل شوي او په مکه کي نه اختر وو او نه زکات وواونه هم روژه وه .بغوي رحمتهالله عليه ددي خبري جواب داسي ور کړي دي چي ( يجوز ان يکون النزول سابقا ًعلي الحکم ) يعني جايز ده چي د نزول مخکي والي وشي پر حکم باندي لک د الله جل جلاله د غه قول

(لَا أُقْسِمُ بِهَٰذَا الْبَلَدِ َوَأَنتَ حِلٌّ بِهَٰذَا الْبَلَدِ ).[68] دا مکي سورت دي او دحل اغيزه د مکي د فتحي په ورځ څرګنده شويده تر څو چي رسول الله صلي الله عليه وسلموويل ( احلت لي ساعة من نهار ) .همدارنګه په مکه کي دا ايت هم نازل شويدي (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ)[69] .حضرت عمر رضي الله عنهوايي زه نه پوهيدم چي کومه ډله به شکست وخور ي؟نو بيا کله چي د بدر په ورځ قريشو ماته وخوړه نومارسول الله صلي الله عليه وسلمته وکتل او هغه دا ويل (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ) .

بيهقي رحمتهالله عليه د ابن عمررضي الله عنهڅخه روايت کوي د (قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ) په اړه چي دا درمضان د زکات په اړه راغلي دي او کوم اياتونه چي يي مجمل راوړي دي چي د ګڼو احتمالا تو لرونک دي يا د اخبار په صيغي سره د راتلونکي په اړه وړاندو ينه ده لکه الله جل جلاله فرمايي (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ) د کفار و جماعت به ماتي خور ي او شا به اړوي يعني په راتلونکي کي .[70]

ديو کس په اړه نازل شوي يو شمير اياتونه

دا چي قرانکريم له پيښو سره نازل کيده نو له دي امله په صحابه کرامورضي الله عنهمکي که څوک له ډيرو ستونزو سره مخ شوي وي نو دهغو په اړه يو شمير اياتونه نازل شوي دي لکه سعد بن ابي وقاس رضي الله عنهفرمايي چي په قرانکريم کي اللهجل جلا لهزما په اړه څلور اياتونه نازل کړيدي .

لومړي : وايي يو ځل مي مو ر قسم کړي وو چي زه به تر هغي خوراک او څښاک نه کوم تر څوچي ته محمد رسول الله صلي الله عليه وسلمپرينږدي نو الله جل جلاله زماپه اړه دا ايت نازل کړ (وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ) [71]ژباړه او که کوښښ وکړي دا مور او پلار په تا په دي چي شريک کړى ته له ماسره هغه شي چي نه وي تاته په  هغه سره علم نو اطا عت مه کوه ددي دواړو او ملګرتيا کوه له دوي سره په دنيا کښي ښه غوره . [72]دوهم : دا چي د بد ر په ورځ ما يو توره ونيول او ډيره مي خوښه شوه نو رسول لله صلي الله عليه وسلمته مي عرض وکړ چي دا توره ماته راکړه نو الله جل جلاله دا ايت نازل کړ(يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنفَالِ).  [73] دريم : يو ځل زه ناروغ شوم او رسول الله صلي الله عليه وسلمزما پوښتني ته راغلي ما ورته عرض وکړ چي اي د الله رسوله زه خپل مال ويشل غواړم او د خپل نيم مال په اړه وصيت کوم نو رسو ل لله صلي الله عليه وسلمراسره ونه منله بيا مي ددريمي برخي په اړه عرض وکړ نو رسول لله صلي الله عليه وسلمغلي (خاموش) پاته شو او تر هغي چي په دريمه برخي کي وصيت روا شو  څلورم : دا چي ماد انصار قوم سره مخکي د شرابو تر حرمت شراب وڅيښل نو په دغه حال کي د انصارو او د مهاجرينو يا دونه وشوه نوما وويل (سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه) چي مها جرين تر انصارو څخه ښه د ي نو په هغوي کښي زه يو کس د اوښ په جبړه په پزه باندي ووهلم نو ما رسول الله صلي الله عليه وسلمته شکايت وکړ نو الله جل جلاله ددي ايت په نازليدو سره شراب حرام وګرځول (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ)[74]  ژباړه : اي هغه کسانو چي ايمان يي راوړي دي (اي مومنانو ) بيشکه همدا خبره ده چي شراب او قمار او بتان او غشي دفال دا ټول پليت دي د شيطان د کار څخه دي نو تاسي ځان وساتي ددي لپاره چي نجات ومومئ تاسي . [75]

 

 

څلورم فصل

دقران کريم هغه ايتونه چه دصحابي په ژبه نازل شوي

دقراکريم هغه ايتونه چه دکوم صحابي په ژبه نازل کړيدي الله تعالي داپه حقيقت کي ديو قسم اسباب نزول څخه دي لکه ترمذي دابن عمر رضي الله عنه څخه نقل کوي :(عن ابن عمر ان رسول الله قال ان الله جعل الحق علي لسان عمر وقلبه[76])ژباړه : دابن عمر څخه روايت دي چه رسولا صلي الله عليه وسلم وفرمايل بيشکه الله جل جلاله ګرځولي دي حق په ژبه او په زړه باندي دحضرت عمر رضي الله عنه .

اخرج ابن مردود يه عن مجاهد قال : کان عمر يري الراي فينزل به القران[77] : ژباړه مجاهد رحمت الله عليه فرمايلي دي چه کله به حضرت عمررضي الله عنه يوه رايه ظاهره کړه نو هغه رنګه به قران نازل کيدي .

عن انس قال: قال عمر وافقت ربي في ثلاث قلت يارسول الله لو اتخذ نا من مقام ابراهيم مصلي ؟ فنزلت(ø(وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى[78]) وقلت يارسول الله ان نساء ک يد خل عليهن البر والفاجر فلوامرتهن ان يحتجبن ؟ فنزلت ايه الحجاب . واجتمع علي رسول الله نسا‌ؤه في الغيره فقلت لهن (عَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا[79]) فنزلت کذالک [80]

ژباړه : دحضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دي چه دحضرت عمر رضي الله عنه وفرمايل چه زه الله جل جلاله په دريو شيانوکي کامياب کړي يم هغه دا چه مارسول اللهصلي الله عليه وسلمته وويل که چيري موږ دمقام ابراهيم څخه دلمانځه ځاي وګرځوو نو دايت نازل ش(ø(وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ()او بيا مي وويل چه اي دالله رسوله ستا اهل (کورته ) هر نيک او فا جر کسان داخليږي نو که ته ستا بيباني په ستر کولو سره امر کړي نو بياد حجاب ايت نا زل شو او بل داچه پر رسول صلي الله عليه وسلم خپلي بيبياني راټولي شوي وي نو مادغه بيبيانو ته دغسي وويل (ÿعَسَى رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ) ژباړه : نژدي دي او قادر دي رب ددغه نبي که چيري طلاق دکړي تاسي ټولو ته په دي چه بدل ورکړي ده لره نوري ښځي بهتري له تاسي څخه )[81](نو په همدي شان دا ايت نازل شو .

اخرج عن عبدالرحمن بن ابي ليلي : ان يهودياً لقي عمر بن الخطاب فقال : ان جبريل الذي يذکر صاحبکم عدو لنا فقال عمر (مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ [82])فنزلت علي لسان عمر [83].ژباړه : دعبدالرحمن رضي الله عنهڅخه روايت دي چه يو يهودي دحضرت عمر رضي الله عنه سره مخامخ شو نو يهودي وويل دکوم جبرائيل يادونه چه ستاسو مشر (رسو الله صلي الله عليه وسلم) ئي کوي هغه زموږ دښمن دي نو حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل : څوک چه وي دښمن دالله او دمالا ئکو دده او درسولانو دده او خصوصاً د جبرائيل (ع) او دمکائيل (ع) نو بيشکه الله دکافرانو دښمن دي نو داآيت نازل هم دعمر رضي الله عنه به ژبه نازل شو .

دقران کريم په تدريجي توګه دنازليدلو حکمتونه

په تدريجي توګه دقران کريم دنازليدو په اړه په ايتونو کي لانديني حکمتونه ذکر دي .

اول حکمت درسوالله ډاډينه :رسول صلي الله عليه وسلم چه کله خلګ دالله (ج) وحدانيت ته راوبلل نو داولس دکرکو او سخت زړه توب سره مخامخ شو ځکه په دغه وخت کي ټولنه له فساده ډکه وه جفا ددوي په خټه کي اخښل شوي وه ضد او عناد ئي ځانګړ نه وه نو ررسول صلي الله عليه وسلم له هر ډول ستونزو او مشقتونو سره مخ کاوه سره له دي چه رسول صلي الله عليه وسلم به ورته دزړه له تله دخواخوږي خبره کوله او خير به ئي ورته ر ساوه لکه الله جل جلاله چه فرمائي (yفَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا ([84])) ژباړه : نوښائي چه ته قتل کوي خپل نفس پروروستو ددوي که ايمان رانه وړي په دي خبره نوته ځان وژني له ډيره غمه ([85]).

داچه وحي په لږ لږ نازليده نوله دي امله درسول صلي الله عليه وسلم زړه پر حق کلک او له ډيرکلک عزم سره به ئي ددعوت پرلور ګامونه پورته کول او دا ولس لخوا درپورته شوو غبار پرواپه ئي نه کوله الله جل جلاله به ررسول صلي الله عليه وسلم دتيرو پيغمبرانو په اړه له خپل کړنلاري څخه خبر کاوه

چه هغوي هم خپل اولسونو درواغجن بللي وه ځورولي ئي وه خو هغوي له صبر څخه کار اخستي وو تردي چه الله جل جلاله به مرسته ورسره کوله او همدا شان ورته وويل شوه چه ستا اولس يوازي دکبر او غرورله امله ستا خبره نه مني اوپه دي لړکي درسول صلي الله عليه وسلم دډاډيني لپاره ورته دتيرو پيغمبرانو پيښي بيان کړي چه صبر کوه له هغوي سره هم اولس داسي کړي وه او هغوي هم  صبرکړي وو او دا دنبي لپار ډيره دډاډخبره ده .الله جل جلاله فرمائي: قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ (33) وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَى مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّى أَتَاهُمْ نَصْرُنَا ([86])

ژباړه : په تحقيق سره موږ پوهيږو چه خامخا تا خپه کوي اي محمده (ص) هغه څه چه دوي ئي وائي يعني ستاپه تکذيب کي نوبيشکه دوي ستا تکذيب نکوي ليکن داظالمين په ايتونو دالله (ج) انکار او مسخري کوي نو ته مه خپه کيږه او په تحقيق سره دروغجن بلل شوي دي ډير رسولان پخوا له تا څخه نوصبر به ئي کاوه پردروغجن بلل کيدلو او ضرررسيدلو ته هغه پوري چه دوي ته راغله مرسته زموږ([87]) په بل ځاي کي الله جل جلاله فرمائي (÷وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِيلًا (10) وَذَرْنِي وَالْمُكَذِّبِينَ أُولِي النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِيلًا ([88])) ژباړه: ددوي پر خبرو صبر وکړه او دوي په ښه ډول پريږده زه به له دي تکذيب کونکو او شتمنو سره ګورم ته ورته لږ مهلت ورکړه . اوپه قران کريم کي دپيغمبرانو دکيسو بيانولو حکمت همدادي لکه الله جل جلاله فرمائي (yوَكُلًّا نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَك4([89])) ژباړه : او داټول اخبارلولوموږ پرتا اي رسول صلي الله عليه وسلم له حالاتو څخه دتيرو رسولانو هغه چه کلک کووقوي مطمئين کوو موږ په هغه سره زړه ستا([90])  کله چه به رسول صلي الله عليه وسلم دخپل اولس دتکذيب له امله به ئي خفګان يو په دوه شو او داولس له ايمان راوړولو څخه به ناهيلي او نا اميده شو نو الله جل جلاله به ئي د ډاډيني او مرستي لپاره قرانکريم نازل کاوه چه مکذبينو ته به پکي ګواښونه وه چه الله ددوي دحالاتو څخه خبردي او دوي ته به ددوي دعملونو بدله ورکړه کيږي .

دوهم هکمت : ننګونه او اعجاز : (دمشرکينو بي وسي ) کله چه مشرکينو په سرغړاوي او نافرماني کي ټولي پولي ونړولي او دررسول صلي الله عليه وسلم دبي وسه کول لپاره ئي د ډول ډول پوښتنو په کولو سره درسول صلي الله عليه وسلم  دپيغمبري ازمويله او خپلي دروغجني خبري به ئي رسول صلي الله عليه وسلم ته وړاندي کولي لکه دقيامت په اړه ددوي پوښتنه (يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ([91])) دوي ستا څخه دقيامت په اړه پوښتنه کوي او همدارنګه (yوَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابšs([92])) يعني دوي په تلوار سره ستا څخه دعذاب راتلو غوښتنه کوي .([93])امام رازي رحمت الله عليه دقران کريم دتدريجي نزول حکمتونه داسي بيانوي . نبي کريم صلي الله عليه وسلم امي وو ليکل او لوستل ئي نه وه زده نو په دي وجه که ټول قران په يوه ځاي نازل سوي واي نوي يادول او په ضبط کي راوستل به ئي ګران واي .ددي پر خلاف حضرت موسي عليه اسلام  په ليکلو او لوستلو پوهيدي نو تورات په يوه وار باندي نازل کړه سو که پوره قران کريم په يو ځاي نازل کړه سوي واي نو دټولو احکامو پايبندي به فوراً لازمه سوي واي او داه ددي حکيمانه تدريج خلاف واي کوم چه په شريعت محمدي کي ملحوظ سويدي نبي کريم صلي الله عليه وسلم به دخپل قوم له طرفه روزانه تکليفونه برداشتول دجبرائيل واروار نازليدل سره دقران به ددي تکليفونو مقابله اسانه کوله او دده دزړه تقويت سبب به جوړيدي .دقران کريم يوه لويه حصه دخلګو دسوالو او جوابونو او دمختلفو واقعاتو سره متعلق ده په دي وجه ددي ايتو نو نزول هغه وخت مناسب ووکوم چه دغه سوالونه وسوه يا دغه واقعات پيښ سوه . په دي سره دمسلمانانو بصيرت هم زياتيدي او دقرانکريم دغيبي خبرونو په بيانولو سره به دده حقانيت نور واضحه کيدي([94]) .

 

پنځم فصل

په نازليدو کي تر ټولو اولني ايتونه:

صحيح قول دادي چه په نبي کريم صلي الله عليه وسلم دټولو څخه اولني ايتونه چه نازل شوي وو هغه دسورت علق اولني اياتونه دي په صحيح البخاري کښي حضرت عائشهرضي الله عنهاددي واقعه داسي بيانوي .چه په رسول صلي الله عليه وسلم دوحي شروع درښتني خوبو نو څخه شوي وه ددي نه وروسته په خلوت کي نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته دعبادت کولو شوق پيدا شوو او په هغه وخت کي به نبي کريم صلي الله عليه وسلم څو څو شپي په غار حرا کښي تيرولي او په عبادت کښي به مشغول اوسيده تردي چه يوه ورځ هم په هغه غار حرا کي نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته د الله جل جلاله دطرفه فرشته راغله او هغي دټولو څخه اولني خبره دا وکړه ( اقرا) يعني ولوله نبي کريم صلي الله عليه وسلم وفرمائل زه لوستونکي نه يم ددي څخه وروسته رسول صلي الله عليه وسلم پخپله واقعه بيانوي چه زما په دي جواب فرشتي زه اونيولم او ماته ئي داسي زور راکړ لو چه ماته سخت تکليف ورسيده بياهغي زه پريښودم او ماته ئي وويل (اقرا) ما جواب ورکړ چه زه لوستونکي نه يم په دي باندي هغي زه په دريم ځل ونيولم او زور ئي راته راکړلو بيائي وويل : ولوله ((ùاقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ [95]))

ژباړه : ولوله اي محمده په برکت دنامه درب چه پيداکړي ئي دي مخلوقات ، پيداکړي ئي دي انسان دټوټه شوي وينو څخه :ولوله اي محمده ستارب کريم دي تر ټولو کريمانو . چه ښودلي ئي دي خط انسان ته په قلم سره ښوونه ئي کړيده انسان ته دهغو شيانو چه دي نه پري پوهيده[96]

رسول صلي الله عليه وسلم دغه اياتونو سره کورته واپس راغلي هغه وخت کي دده زړه مبارک درزيده نبي صلي الله عليه وسلم و حضرت خديجه رضي الله عنها ته راورسيدي او وئي فرمائل (زملوني زملوني) يعني ما په کمپل کي پټ کړه ما په کمپل کي پټ کړه نو هغي هم په ده باندي کمپل واچوله تر څو چه ويره تري لاړه .[97]

هغه سورتونه چه اياتونه يي جلاجلا نازل شوي وي

هغه سورتونه چه کوچني او لنډ وي او ايتونه ئي په جلا جلا نازل شوي وي هغه غالب او اکثره قران دي لکه سورت العلق ايتونه چه د(اقرا) څخه پيل او تر (ما لم يعلم ) ايت پوري نازل شوه او پاتي نور ايتونه ئي په نور وختونو کي نازل  شويدي .

په همدي شکل دالضحي سورت چه د(الضحي ) څخه پيل اوتر (فترضي ) پوري نازل شوي او پاتي ايتونه ئي بل وخت نازل شويدي .

هغه سورتونه چه ايتونه ئي په جمع اوري سره نازل شوي وي .

هغه سورتونه چه ايتونه ئي په جمع اوري سره نازل شوي دي لمړي هغه سورتونه ذکر کوو کوم چه کوچني اولنډ سورتونه دي لکه سورت الفحاتحه، سورت الکوثر ، سورت تبت، سورت لم يکن ،سورت النصر، سورت المعوذتان ، چه داسورتونه په جمع اوري ډول ئي ايتونه نازل شويدي .

او لدي جملي څخه خغه سورتونه چه اوږده وي هغه لکه د المرسلات سورت  چه امستدرک داين مسعود رضي الله عنه څخه نقل کوي او فرمائي موږ دنبي کريم صلي الله عليه وسلم سره په غار کي وو چه دغه سورت نازل سو او ما دنبي کريم صلي الله عليه وسلم دمبا رکي خولي څخه ياد کړ په داسي حالت کي چه نبي کريم صلي الله عليه وسلم مبارکه خوله ددي سورت په ويلو سره مصروفه وه نو زه نه پوهيږم چه دغه سورت ئي پر ۵۰ ايت ختم کړ او که ئي په ۴۸ ايت باندي ختم کړ[98] .

هغه ايتونه چه په بعضي انبياونازل شوي او بعضو انبياونه وي نازل شوي

مسلم دابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړي دي چه نبي کريم صلي الله عليه وسلم ته ملائکه راغله او ورته ئي وويل (ابشر بنورين قداو تيتهما لم يوتهما نبي قبلک : فاتحه الکتاب وخواتيم سورت البقره.)

ژباړه زه وتاته اي محمده په دوو نورينوسره زيري دکوم چه يوازي تاته درکول شويدي او ستا مخکي کوم نبي ته نه دي ورکړه شوي هغه سورت فاتحه او سورت بقره اخيرني ايتونه دي .

الطبراني په معجم الکبيرکي . دابن عباس رضي الله عنه څخه يو مرفوع حديث رانقل کړيدي (اُعطيت امتي شياً لم يعطه احد من الامم عند المصيبه (انالله وانااليه راجعون)

ژباړه نبي کرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چه زما امت ته داسي څه ورکړه شوه چه بل هيڅ کوم امت ته نه دي ورکړه شوي دمصيبت په وخت کي يعني اانالله وانااليه راجعون .

ابوعبيده رحمت الله عليه په فضائل القران کي دکعب رضي الله عنه څخه رانقل کړي چه محمد صلي الله عليه وسلم ته څلورت ايتونه ورکړه شويدي چه هغه دسورت بقره اخيرني دري ايتونه او څلورم ايت دايت الکرسي ايت دي او هغه ايت چه موسي عليه اسلام ته ورکړه شويدي او محمد صلي الله عليه وسلم ته نه دي ورکړه سوي عبارت دي له ((الهم لاتولج الشيطان في قلوبنا وخلصنا منه من اجل ان لک الملکوت والايد والسلطان والملک والحمد والارض والسما ء الدهر الداهر ابداابدا امين امين[99])

 

 

 

پايله

په اخر کي مضمون داسي خلاصه کوو چه سبب نزول دقران کريم دپوهي لپاره ډير اړين دي او ډير داسي ايتونه شته چه پرته دسبب نزول څخه دهغوي په مطلب ځان پوهول ناممکن دي خو ددي اړتيا سره سره بايد په سبب نزول کښي د ډير احتياط څخه  کار واخيستل شي نه دا چه دهر ايت لپاره به هرومرو سبب نزول پيداکوو نو دغه  نتيجي ته ورسيدم  څرنګه چه دکومي موضوع په اړه باندي ايت نازل شوي دي هغه که احکام وي يا دتوحيد په اړه وي نو بايد قرانکريم ته مراجعه  وکړو چه دهم هغه اړوند کومي مسئلي داحکام او توحيد په باره کي پيښيږي نو داړوند ايتونو داسباب نزول کتابونو يا هم دمعتبرو تفسير کتابونو ته مراجعه وکړي ځکه چه قرانکريم اسماني کتاب او دشريعت دلومړنيو منابعو څخه دي او ددي احکامو په عملي کولو دالله تعالي رضا او همدا ډول ددنيا اواخرت سعادت دي .

 

 

ماخذونه

۱ القران الکريم کلام الله

۲ ابن ماجه ،ابو عبدالله محمد بن زيد القزويني ، السنن ابن ماجه ،۱۵ اجزا ،مکتبه ابي المعاطي

۳ ابي الحسن علي بن احمد الواحدي النيسابوري ،اسباب النزول ،يو جز ،لاهور ،دارنشر الکتب  اسلاميه

۴ احمد بن حنبل شيباني ،مسند احمد بن حنبل ،۱۶ اجزا ، قاهره ،موسسه قرطبه ،

۵  الترمذي ،محمد بن عسي بن سورة بن موسي بن الضحاک الترمذي ،السنن الترمذي ،۱۵ اجزا ،المکتبه المصطفي البابي، مصر ،الطبع الثانيه ،۱۳۹۵ ه ق

۶ الشيخ عبدالرحمن العک ،جامع اسباب النزول ،يو جز ،کوئټه ،مکتبه دارالعلوم

۷ بخاري ، محمد بن اسمعيل ابو عبدالله بخاري الجعفي ، صحيح البخاري ،۹ اجزا دارالطوق النجاد ، ۱۴۲۲ ه ق طبعه الاولي

۸  جلال الدين عبدالرحمن السيوطي ، الاتقان في العلوم القران ،۲ اجزا ،کوئټه ،المکتبه المعروفيه

۹ خليل مناع القطان ،مباحث في علوم القران ،يو جز ،فريد احمد هلال ، کنړ ،مسلم خپروندويه ټولنه ،۱۳۸۹،ه ش

۱۰ کابلي تفسير ،دوه اجزا ، چاپ حرمين شريف ، سعودي

۱۱ لويس معلوف ،المنجد  في اللغه ،۱ جز ،۳۵۰۰ ، ايران ،غزباران ،۱۳۸۶ ه ش

۱۲ محمد علي الصابوني ،التبيان في علوم القران ،يو جز ، ۳۰۰۰ ، ايران ، مهارت ،۱۳۸۲ ،ه ش

لویس معلوف، المنجد فی اللغته ،۳۵۰۰،ایران،غزباران ،۱۳۸۶، ص۸۰۲[1]

داراحیأ التراث العربی ،المحرر ،ج۲ ،ص۱۷۳[2]

سورة النساء ، ۶ آية    [3]

کابلی تفسیر ،چاپ حرمین شریف ،ج ۱ ،ص   ۴۳۰[4]

سورت الشعرأ ،۲۱۴  ایه[5]

: کابلی تفسیر ،چاپ حرمین شریف ،ج۲ ،ص۴۲۴[6]

سورت المسد[7]

کابلی تفسیر ،چاپ حرمین شریف ،ج۲ ،ص۱۷۷۶[8]

سورت مجادله،۱ ایهّ[9]

کابلی تفسیر ،چاپ حرمین شریف،ج۲، ص۱۳۶۲[10]

خلیل مناع القطان ،مباحث فی علوم القران ، فرید احمد هلال ،کنړ ،مسلم خپروندویه  ټولنه ،۱۳۸۹ ،ص۱۱۸[11]

[12] ابی الحسن علی بن احمد الواحدی النسابوری متوفای ۴۶۸ه ق مولف اسباب النزول للواحدی

[13] ابن دقیق العید محمد بن علی ۶۲۵ – ۷۰۲  عالم الفقیه مولف الالمام باحادیث الاحکام

محمد علی الصابونی ، التبیان فی علوم القران ،۳۰۰۰، ایران ، مهارتکتب خانه ،۱۳۸۲،ص ۲۱[14]

[15] سورت النساء ۴۳ آیت.

[16] کابلی تفسیر،چاپ حرمین، ج ۱  ،ص ۴۷۶.

[17] محمد تقی عثمانی، علوم القرآن، شافیصل فاضل،پشاور، فیصل کتب خانه، ۱۴۲۵، ص ۷۶.

[18] الشیغ عبد الرحمن العک، جامع اسباب النزول، کوئټه ، مکتبه دارالعلوم، ص ۱۰۰ .

[19] سورت البقره ۱۱۵ آیت.

[20] کابلی تفسیر، چاپ حرمین ، ج ۱ ، ص ۷۷ .

[21] احمد بن الحسین بن علی بن موسی الخراسانی، سنن الکبری البیهقی، ۱۰ اجزاء ، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۴هش ، ج ۲ ، ص ۲۰

[22] سورت البقره ۲۰۰ آیت

[23] کابلی تفسیر، چاپ حرمین، ۲ اجزاء ، ج ۱ ، ص ۱۰۰ .

[24] الشیخ عبد الرحمن العک، جامع اسباب النزول، کوئټه ، مکتبه دارالعلوم ، ص ۴۷ .

[25] سورت الانفال  ۱۷  آیت

[26] کابلی تفسیر، چاپ حرمین، ۲ اجزاء ،  ج ۱ ، ص ۹۹۶ .

[27] محمدتقی عثمانی، علومالقرآن، شافیصل، پشاور، فیصل کتب خانه، ۱۴۲۵هش ،  ص ۸۲ .

[28] ابو عبیده معمر بن المثنی التیمی ائمه المتقدمین  تولد ۱۱۰ ،مولف مجازالقران

[29] محمدعلی الصابونی، التبیان فی علوم القرآن، ۳۰۰۰ ، مهارت مطبعه۱۳۸۲هش ، ص ۲۵ .

[30] خلیل مناع القطان، مباحث فی علوم القرآن، فریداحمدهلال، کنړ، مسلم خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۹ هش ، ص ۱۱۷ – ۱۱۸ .

[31] سورت المسد ۱ ایه

[32] سورت اللیل، ۱۷ – ۱۸ آیت.

[33] کابلی تفسیر، چاپ حرمین، ۲ اجزاء ، ج ۲ ، ص ۱۷۲۲.

[34] سورت الحجرات ،  ۱۳  آیت.

[35] کابلی تفسیر ، چاپ حرمین ،  ۲ اجزاء ،  ج ۲ ، ص ۱۲۱۴.

[36] سورت الجادله، ۱ آیت.

[37] سورت المجادله ، ۲ آیت.

[38] سورت البقره ، ۲۸۰ آیت.

[39] کابلی تفسیر ، چاپ حرمین، ۲ اجزاء ،  ج ۱  ، ص ۲۳۳.

[40] الشیخ عبدالرحمن العک، جامع اساب النزول، کوئټه، مکتبه دارالعلوم، ص ۶۴.

[41] محمد تقی عثمانی،علوم القرآن، چاپ ثمر(وجودنلری) شافیصل فاضل، پشاور، فیصل کتب خانه، ۱۴۲۵ هش ، ص ۹۰.

[42] سورت البقره ،  ۲۲۳ آیت.

[43] بخاری محمدبن اسمعیل ابوعبدالله بخاری الجعفی، صحیح البخاری، ۱۹ اجزاء ، قاهره، دارالشعب اوله مطبعه، ج ۳ و ص ۲۴۵.

[44] سورت النساء ۶۵ آیت

[45] علامه جلال الدین عبدالرحمن السیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۲ اجزاء ، کوئټه، المکتبه المعروفیه،  ج ۱ ،  ص ۹۰

[46] علامه جلال الدین عبد الرحمن السیوطی، الاتقان فی علوم القرآن، ۲ اجزاء  ، کوئټه، المکتبه المعرفیه ، ج ۱ ، ص ۹۰ .

[47] سورت البقرة    ٢٢٣

[48] ابن ماجه ابو عبدالله محمد بن ذيد القزويني ،السنن ابن ماجه ، ١٥ اجزا ، مکتبه ابي المعاطي ، ٣ ج ص ١١٠

[49] بخاري محمد بن اسمعيل ابو عبدالله الجعفي، الصحيح البخاري ، ١٩ اجزا ، قاهره ، دار الشعب ، او له طبعه ، ج ٦  ص ٢١٣

[50] سورت الضحئ  ١، ٢، ٣ اياتونه

[51] ١ خليل مناع القطان ،مبا حث في علوم القران ، فريد احمد هلال ، کنړ ، مسلم خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٩ ص ١٣٥

[52] بخاري محمد بن اسماعل ابو عبدالله ، صحيح البخاري ، ٦ اجزا ، دار ابن کثير يما مه ، بيروت ، ج ٦ ص٢٧١٣

 

[53] سورت الاسرا ء ٨٥     ايت

[54] ابوالقاسم  اسمعيل بن محمد بن الفضل ، الحجة  في بيان المحجة  وشرح عقيد ه  اهل السنة ،٢ اجزا

[55] سورت النور    ٩،٨،٧،٦   اياتونه

[56] احمد بن حنبل شيباني ،مسند احمد بن حنبل ، ١٦ اجزا ، قاهره ، موسسه قرطبه ، ج ١  ص٢٣٨

[57] بخاري محمد بن اسمعيل ابو عبدالله بخاري الجعفي،صحيح البخار ي ١٩  لجزا ، دار  الطوق النجار، اوله طبعه ١٤٢٢ ، ج٩ ص٩٨

[58] ابو عبدالرحمن احمد بن شعيب النسائي ، سنن الکبرئ ، ٢ اجزا ، مو سسه الرسالة ، ج٢ ص٤٦٦

[59] سورت التوبه   ١١٣  ايت

[60] محمد بن عبدالله النسا بوري ، المستدرک علي صحيحين ،٤ اجزا ،بيروت ،دار الکتب العلميه ،ج٢ ص٣٦٦

[61] سورت التوبه ١١٣  ايت 

[62] خليل مناع القطان ،مبا حث في علوم القران ، فريد احمد هلال ، کنړ ، مسلم خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٩ ص  ١٣٤

[63] محمد بن عسي بن سورة بن موسي بن الضحاک الترمذي، السنن الترمذي، ٥ اجزا ،مصر ،مطبعه المصطفي البابي ، ١٣٩٥ ،ج٥ ص ٢٣٧

[64] سورت العمران ١٩٥  ايت

[65] سليمان بن احمد بن ايوب بن مطير اللخمي ،معجم الکبير للطبراني ،٢٥ اجزا ،قاهره ، مکتبه ابن تيميه ،طبعة الثانيه ج٢٣ ص٢٩٨

[66] سورت الاحزاب ،٢٥  ايت 

 

[67] سورت الاعلئ  ١٤  ايت

[68] سورت بلد ١ ، ٢   ايت

[69] سورت القمر ٤٥ ايت

[70] جلاالدين عبدالرحمن السيوطي ، الاتقان في علوم القران ،٢  اجزا ، کوټه ،المکتبه المعروفيه  ، ج ١ ص١٠١

[71] سورت لقمان ١٥  ايت 

[72] کابلي تفسير ، ٢ اجزا ، چاپ حرمين ، ج ٢ ص ٦٢٢

[73] سورت الانفال  ١  ايت

[74] سورت المائده ، ٩٠  ايت

[75] کابلي تفسير  ، ٢ اجزا ، چاپ حرمين ، ج  ١ ص ٦٩٢

[76]محمد بن عسی  ابو عسی الترمذی ، السنن الترمذی ، ۱۵ اجزا ، دارالاحیا اتراث العربی ، ج ۵ ص ۶۱۷.

[77]جلالدین عبدالرحمن السیوطی ، الاتقان فی علوم القران ،۲ اجزا ، المکتبه المعرفیه ، ج ۱ ، ص ۹۷

[78]سورت البقره ۱۲۵ ایه

[79]سورت التحریم ۵ ایه

[80]بخاری محمد بن اسمعیل اوعبدالله ، صحیح البخاری ،۶ اجزا ، دارابن کثیر بیروت ، ۱۹۸۷ ،ج۲،ص ۱۹۶

[81]کابلی تفسیر ، ۲ اجزا ، چاپ حرمین شریف ،ج ۲ ، ص ۱۴۷۲

[82]سورت البقره ،۹۸ ایت

[83]ابن حاتم الرازی ،تفسیر ابن ابی حاتم ، ج ۴ ، ص ۸۵

[84] سورت الکهف ۶ ایه

[85] کابلی تفسیر اجزا ۲ چاپ حرمین ،ج۱،ص۱۶۸۰

[86] سورت انعام ۳۳ـ۳۴ اياتونه

[87]کابلی تفسر ۲ اجزا چاب حرمین شریف ج ۱ ص ۷۴۳

[88] سورت المزمل ۱۰- ۱۱ ایتونه

[89]سورت هود ۱۲۰ ایت

[90]کابلی تفسیر ۲ اجزا چاب حرمین ج ۱ ص ۱۳۰۹

[91]سورت النازعات ۴۲ ایت

[92]سورت الحج ۴۷ ایت

[93]خلیل مناع القطان ،مباحث فی العلوم القران ، فرید احمد هلال ،کنړ ، مسلم خپروندویه ټولنه ،۱۳۸۹ ، ۱۷۳ ص

[94]مولانا مفتی محمد شفیع ، تفسیر معارف القران ، ۱۰ اجزا  ۱۰۰۰، عبدالرازق راشد ، چمن ، راشد کتب خانه ، ج ۱ ، ص ۱۱

[95]سورت العلق ۱-۲-۳-۴-۵- ایتونه

[96]کابلی تفسیر ،۲ اجزا ،چاپ حرمین شریف ، ج ۲ ص ۱۷۳۴

[97]مفتی محمد تقی عثمانی ، علوم القران ، شاه فیصل فاضل ، پشاور ، فیصل  کتب خانه ، ۱۴۲۵ ، ص ۵۴

[98]جلاالدین  عبدالرحمن السیوطی ، الاتقان فی العلوم القران ، ۲ ، اجزا ، کویټه ، المکتبه المعروفیه ، ج ۱ ،ص ۱۰۳

[99]جلاالدین  عبدالرحمن السیوطی ، الاتقان فی العلوم القران ، ۲ ، اجزا ، کویټه ، المکتبه المعروفیه ، ج ۱ ،ص ۱۰۸

Leave a Reply