- Version
- داونلود کنید 53
- اندازه فايل 9.11 MB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 13, 2020
- وروستى آپډيټ فبروري 13, 2020
سريزه
دلوړوزدکړووزارت دقانون اولايحې سره سم هر محصل ته دڅلورم ټولګې په پاى کې يوه موضوع ورکول کيږي ترڅودسيمنارپه ډول دهغې څخه دفاع وکړي په همدې اساس ماته هم دننګرهارپوهنتون دښونې اوروزنې پوهنځي دکيميا اوبيولوژي څانګې له خوادمحترم استاد پوهنمل محمد عمر عابدتر لارښونې لاندې يوه علمي موضوع دالجيانوپه نوم راکړل شوه.
دنوموړي موضوع په ترتيب اوتنظيم کې مادبيولوژي دمعتبروکتابونوڅخه استفاده کړې ده اوکوشش مې کړى دى هغه موضوعات په کې ځاى کړم چې دلوستونکوداستفادې وړوي.
په پاى کې دکيميا اوبيولوژي څانګې دټولواستاذانوڅخه اوخصوصادخپل لارښوداستادپوهنمل ( )څخه مننه کوم چې ماسره يې دموضوع په ترتيب اوتنظيم کې پوره همکاري کړې ده دالله (ج)له دربار څخه ورته اجر عظيم غواړم .
په درنښت
دښوونې اوروزنې پوهنځى کيميااوبيولوژي څانګه دڅلورم ټولګي محصل .
د الجيانو فايلم
الجيان دتېلوفايتادبوټوهغه ډله ده چې حقيقي ريښه، تنه (ساقه)اوپاڼې نه لري اوتېلوفايتاپه دوو لويو ډلو يعني الجيان (Algae)او فنجيانو(fangae)باندې تقسمېږي .تېلوفايتادجسامت په لحاظ هم له يوبل څخه فرق لري ځينې لکه باکترياوې او واړه ،کوچني زره بيني ژوي دي چې په مايکرون سره اندازه کېږي .
الجي هغه تېلوفايتادي چې شين کلوروفيل رنګ لري خوکېداى شي په ځينو ډولونو کې يې کلورفيل دنورو رنګونو لاندې پټ شوي وي .دسمندري او بحري بېکاره بوټوپه نامه سره شهرت لري د تېلوفايتا له مهمو نباتاتو څخه شميرل کيږي هغه مضمون چي الجيان پکى مطالعه کيږي د فايکو لوژي(phycology ) په نامه ياديږي څرنګه جې الجيان کلوروفيل لري نوځکه دلمر د وړانګو په شته والي کې د ساده غيري عضوي موادو (H2O)او (CO2)څخه لمړي قندي مواد جوړوي چې دې عملي او کيمياوي تعامل ته ضيايي ترکيب يا (Photosyn thysis)وايې چې معادله يې په لاندې ډول ده.
کلوروفيل
C6H12O6+O2 6 CO2+6H2O دلمر وړانګې
الجيان په عمومي توګه په اوبو ،ډنډونو ،حوضونو ،جهلونو او سيندونواوهمدارنګه دبحرونوپه تروو اوبوکې پېداکېږي.همدارنګه الجيان دوچې په نمناکوځايونودونولاندې اودډبروترڅنګ وده کوي ځيني وختونه دنورواجساموسره يوه ځاى دسيمبيوسيز symbiosis)) په ډول ژوند کوي .
لکه د ډبروګل (lichens) چې دالجې اوفنجي ديوځايوالي څخه منځ ته راغلي دي .الجيان يوحجروي هم شته چې ازاد ژوند لري لکه دکلامېدوموناس (chlamdomonas) چې فلاجيل هم لري او بيضوي شکل لري ځينې بيادکالوني اوټولني په شکل ژوندکوي چې دفايتوپلانګتون (phytoplanktones) په نوم يادېږي له همدې څخه ماهيان داوبوحيوانات دغذاپه توګه کاراخلي .
ځينې الجيان ګنده خوړونکي سيروفايت ( saprophyte) هم وي چې دعضوي موادو دتجزيې سبب ګرځي . همداشان عالي نباتات دالجيانوڅخه منځته راغلي دي او دا دنباتاتوپرمخ تللي ګرپونه دي مخکې له دې چې الجيان داوبوڅخه وچ محيط ته ووځي دهغوۍ په جوړښتونو کې په نسبي ډول يو څه پيچلتوب منځ ته راځې. وچ محيط ته د نباتاتو د باندي راوتل په احتمالي ډول د پاليوزيک(palezoicپه زمانه کې صورت نيولي دي .
په دي باندي په باوري ډول ښه نه پوهيږو چې کومو الجيانو د عالي نباتاتو بنسټ او اساس ايښي دي خود معاصرو نظرياتو څخه دا څرګنديږي چې په احتمالي ډو ل د نصواري رنګه الجيانو (phaeophyta)څحه منځ ته راغلي دي او په هغوي کې يو پيچلي انقسام صورت نيولي دي په نصوا ري رنګه الجيانو کې څو حجروي پيچلى ګا ميټجم موجود دي ځيني نبات پيژندونکي وايې چې عالې نباتات د شنو الجيانو څخه مينځ ته راغلي دي چې په هغوي کې د شين رنګه پګمنټ د موجوديت له امله يې هغوي ته نږدي کوي خو په شنو الجيانو کې د انقسام پيچلي شکلونه موجود دي عالي
نباتات د نصوار ي رنګه معاصرو الجيانو څخه مينځ ته نه دي راغلي بلکي د هغوي د ځينو ابتدايي اشکالو څخه چې ډ ېر پخواله منځه تللي وه او لرونکي دساده پېچلي جوړښتونو وه منځه ته راغلي دي کوم الجيان چې وچې ته دباندې راوتلي وه په څرګند ډول يې دنسل تبادلې له امله په اوبوکې نصواري رنګه الجيانودنسل دتبادلې مختلف شکلونه منځ ته راغلي وه . دمثال په ډول د لاميناريا(lamenaria) دانکشاف په دوران کې سپوروفايټ (sporophyte) يې انکشاف يافته او ګاميټوفايټ (gametephyte) دمايکروسکوپي نبات پ شکل دى ګاميتوفايټ يې په کلي ډول دانکساف له دوران خخه پاتي دي او نبات يواځي دسپيورفايټ په شکل موجود دي .
اوپه کوتلري (cutleria) کې ددې په برعکس ګاميټوفايټ يې انکشاف يافته دى په پاى کې ديکتيوتا(Dictyota) کې دواړه نسلونه ګاميټوفايټ (Gametophyte) او سپوروفايټ (sporophyte) په عين شکل سره وده کړي ده په ظاهري ډول دواړه سره ورته دي ليکن دسايتولوژي له نظره دکروموزومونوسيټ اودتکثري مختلفو غړو دموجوديت له رويه سره توپير لري .
کوم نباتات چې دلومړي ځل لپاره داوبوڅخه وچې ته بېرون راوتلي دي په امتحاني ډول د ډيکتيوتا(Dictyota) په شان دي چې ګاميټوفايټ اوسپوروفايټ يې يوډول انکشاف کړى دى .
اودنسل تبادله هم لري دځمکې دمخ ساده نباتات کوم چې مونږته معلوم دي هغه پسيلوفايټا(Psilophta) څخه دي چې بدون له شک او ترديد څخه دپسيلوفايټا نباتاتوڅخه دمخه يوډول اوږده نباتات چې ساده جوړښتونه يې لرل اوالجيانوته ورته وه موجود وه .
الجيان د اقتصادله حيثه ډېر اهميت لري دمثال په ډول دغذاپه حيث دالجيانوڅخه استفاده کېږي اوهم دقنداوځينوويټامينونوله حيثه لکه (A-B) ويټامين ډېر غني دي (c)او(D) ويټامين هم په الجيانو کې پيداکېږي همداډول دبکترياودکرني لپاره ديوښه وسط په حيث روغتونونو اولابراتوارونوکې استعماليږي .
ايودين چې يوه ډېره مهمه غيري عضوي ماده ده په طبابت کې دجراحي په څانګه کې د ټينچرايودين (Tentur iodin) جوړلولپاره پکاروړل کيږي اودالجيانوڅخه هم لاسته راځي له بلي خوا ماهيانو او دنوروبحري حيواناتولپاره دغذايې موادو په حيث کار ورکوي اوهم دهغوۍ په تنفسي چاروکې ډېر مهم رول لري .
دالجي حجروي دېوال دسلولوز اوپکتيني موادو له مخلوط څخه جوړشوي او دهغوۍ حجرې يې احاطه کړى دى .يا يوه ډله الجي کې حجروي دېوال ديوه سريښناکه پنډ پوړ په واسطه پوښل شوى او نوريې سليکان لري . د دوي دحجرې سايتوپلازم يو ياڅو هستې واکيولونه او کلويداستونه لري په الجي کې کلوروپلاستونه ډول ډول شکلونه اوبيل بيل رنګونه لري چې دکلوروفيل پګمينټ په هغوۍ کې حتمي دي .