لاملونه:
رابيس او ددي اړوند نور وايروسونه د Rhabdo Virus په کورنۍ پورې اړه لري ٧ بيل بيل ډولونه لري شپږ نوريې نادراً د انساني ناروغۍ لامل کيږي
له بيلا بيلو څاريو څخه رابيس وايرس تجريد کړل شوي دي او ددي د Antigenic او بيولوجيک ځانګړتياوي له مخې ورته يوله بل څخه بيليږي
دا وايرس مردکې ته ورته Bullet Shaped داخل خلطه يې Envcoloped او يو ځانګړي RNA دي چې منفي قطب لري ددي وايرس Genom code پينځه ډول پروتينونه لري چې عبارت دي د نيوکلوپروتين،ماتريکس پروتين،ګلايکوپروتين،فاسفورولا تيدپروتين او لوي پولي ميريز پروتين څخه.
اپيديمولوجي
رابيس د ټولي نړلي په تي لرونکو څارويو کې پرته له انترکتيکا څخه پيداکيږي اکثره انسانان د سپيانو د داړه ولو په واسطه اخته کيږي اما هغه ځايونو کې چې سپيان ايمونايز شوي وي نور وحشي څاروي انسانانو ته وايرس ليږدوي
د WHO د راپور پربنسټ هرکال ١٠٠٠٠٠ انسانان له دي ناروغۍ څخه مړه کيږي Rabies د اپيديمولوجي له نظره دوه ډوله لري
١- د ښار اوسيدونکو رابيس ( Urban Rabies) چې د غير ايمونايز شوي يو کورنۍ سپيانو په واسطه انتقاليږي
٢- Sylvatic Rabies چې د ګيدړو، ليوانو،پيشوپړانګ (Skunks)،Vaccoons
Mongooses واسطه انتقاليږي داناروغۍ په هندوستان،فيلپين،افريقا،ختيځي امريکا کې زياته ده بايد وويل شي چې د اتنان ډيره مهم سرچينه کورني سپيان دي چې د دوي کنترول دناروغى پيښي ډيري راکمي کړيدي.
پتوجنيزس
د ويروس انتقال هغه وخت ترسره کيږي کله چې منتن څاوري روغ کوربه وداړي
همدارنګه کله چې لاړي مخاطي غشا(سترګي،پوزه،خوله ) ککړي کړي دAerosol قرني له پيوند څخه هم وايروس ا نتقال ليدي شي.
دويروس لومړني زياتيدنه داړه ول شوي ځاي مخططو عضلا تو په ژونکو کې ترسره کيږي چي وروسته بيا د نيوروترانسمتراخذي لکه اسيتايل کولين چې ويروسونود نخلولو او د اخليدو کې غوره ګڼل کيږي اغيزمن کوي له هغه وروسته وايرس د محيطي اعصابو د اکسوپلازم دلاري په ساعت کې دري ملې متره مرکزي عصبي سيستم ته حرکت کوي کله چې وايرس CNS ته ورسيږي نوپه ډيره اندازه په خړي مادي ( Graumattee کې زياتيدنه کوي اوبيا له هغه وروسته د اتونوميک عصابو له لاري نورو انساجوته انتقاليږي لکه لعابيه غټو،ادرينل ميدولا،پښتورګې،سږي،سکليتي عضلات،پوستکې او زړه ته رسيږي.
مړينه هغه ناروغانو کې ډيره ده چې په مخ داړل شوي وي په منځني ډول مړينه هغه کسانو کې وي چې داړل شوي ساحه يې په مټو او لاسو کې وي او مړينه په هغه خکلو کې کمه وي چې په ښپو داړل شوي وي .
اخذليکونه
- جبارخيل، عبدالناصر. (1386) . انتاني ناروغي. دننګرهارپوهنتون. دطب پوهنځي
- چارديوال،همايون.(1384). د کوچينانونس ناسته. دافغانستان دکلتوري ودي ټولنه.جرمني .
- دوست،دوست محمد.(1379). طبي ميکروبيولوژي. دافغانستان د کلتوري ودي ټولنه.جرمني.
- قاضي زاده،عبدالاحد.(1379). د کوچينانو د ناروغيو اساسات.رفعت کتاب فروشي.پيښور
www.Googl/Emedicin.com 5-
6-www.Infectiondiseases.com