- Version
- داونلود کنید 92
- اندازه فايل 95.44 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 13, 2020
- وروستى آپډيټ فبروري 13, 2020
انرژي
انرژي هغه ځواک دي چې په هغې سره په صنايعو، ماشينونواوصنعتي توليداتو کې خوځښت راځې
په نړۍ کې دانرژۍ زيا تي سرچيني شته چي هم دځمکې پرمخ اوهم ترځمکې لاندي موندل کيږي.
په اوسني وخت کې دنړۍ ټول هيوادونه صنايع،اوانرژۍ ته اړتيا لري، چې لوي اوکوچني ماشنونه وګرځوي په نړۍ کې انرژۍ لوۍ اهميت لري،سوداګري،صنعت،ليږدول اونوري حياتي چاري په سيده(مستقمه) توګه په انرژۍ پوري تړلي دي.
دانرژۍ مهم سرچېني دډبروسکاره،نفت، ګاز، اوبه،باد، لمر، اونوري دی.
دانرژۍ اهميت
هرهغه څه چې دکارکولو وړتيا ولري انرژی بلل کيږي.يا په بله وينا دکارکولووس اوتوان ته انرژي ويل کيږي.دانسان وجود انرژي لري، ځکه چي دکارکولو استعداد په کې شته،په ورځني اصطلاح کې انرژی ډیره کارول کيږي. دبيلګې په توګه هغه څوګ چې ډير کارکوي هغه ته د ډيري انرژۍ لرونکې ويل کيږي. زمونږ شاوخواشيان خپله انرژي لري. که يوفلزي غونډاري په ځوړلرونکې سطحه باندي ورغړي څه چې په مخه ورشي هغه بيځايه کوي نودغه غونډاري يوکاراوکړ،نوهرهغه څه چې دکارکولو وړتياولري،انرژي هم لري.انرژي په حقيقت کې خوځښت،غورځنک اوتحرک دي چې دغه خوځښت اوحرکت د سوداګرۍ،صنايعو،ترانسپورت اواقتصادي، ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو پراخه برخه ده.
له دي پلوه انرژي اوپه نړۍ کې دهغي سرچېني غوره اقتصادي اهميت لري.انسانانو له ډيرپخوا راهيسي انرژي پيژندله او له هغی څخه يی ډول ډول استفاده کوله ، دهغی له تودوخی او رڼا څخه يی دپخلی ، د کورونو د روښانه کولو او توده ولو لپاره کار اخيست .
په منځنيو پيړيو کی د انرژی له سرچينو څخه کار اخستلو زيات اهميت وموند، دا ځکه چی انسانانو د باد او له اوبو انرژی له سرچينو څخه په کار اخيستلو سره بادی او د اوبو ژرندی جوړی کړی.
په اتلسمه پيړۍ کې دبخارماشين په جوړيدوسره اود صنعتي انقلاب له پښيدو وروسته په صنايعوکې بشريت ته لوۍ بريالي توب اوبدلون ورپه برخه شو،ځکه چي دکارخانو کې د کارګردمټ اولاس دځوواک پرځای له ماشين څخه کار واخيستل شو اوپه صنايعو کې دډبروسکرو استعمالولوپرمخ تيا اوکړه .دغه محريکه ځواک په صنايعوکې بدلونونه راوستل اوپه لنډوخت کې يي دهرډول اقتصادي اوصنعتې چارودپياوړتيا لاره هواره کړه .
دشلمې پيړۍ په نيمايي کې دګاز،اونفتودانرژۍ سرچينوچټک پرمختګ اوکړ،انرژي لازيات ارزښت ومند چې دي کار دفابريکواوکارځايونوپه جوړيدواوپرمختګ کې ژوره اغيزه درلوده اودبشر دانرژي دبيلابيلوډولونوڅخه داقتصاد په بيلابيلو برخوکې ګټه واخيسته.
دانرژي دتوليد بيلابيلي سرچيني دادې:دډبروسکاره،نفت،ګاز،اوبه،په اوسني دور کې انرژي ډير اهميت لري هغه هيوادونه چې دانرزي ځواک لري د هغوي اقتصاد پرمختللي دي اودپرمختللي هيوادونوپه قطارکې راځي يعنی په اوسني دور کې زيات کارونه اوس د انرژۍ په واسطه سرته رسيږي چي پخوابه ټول ورځني کارونه انسان دخپل مټ په زورکول اوس دژوند په هره برخه کې انرژي ته زرورت لري اوکار تري اخيستل کېږي.
دانرژۍ ډولونه
په طبيعت کې دانرژۍ دوه ډوله سرچيني شته:دانرژۍ هغه منابع(سرچينې ) چې نوي کيږي اودانرژۍ هغه سرچيني چي دنوي کيدو وړتيا نه لري،دلته يي دواړه ډولونه په تفصيل سره بيان کړو دانرژۍ دتوليد دنوي کيدو وړ سرچينې هغو سرچينوته ويل کيږي چې په طبيعت کې په پوره اندازي سره موندل کېږي لکه اوبه،باد.اولمرچې تل زمونږ په چاپيريال کي شته،پاي ته نه رسيدونکې دي نوبيا نوي کيږي .
دانرژۍ نه نوي کيدونکې منابع يا سرچيني: هغو سرچينوته ويل کيږي چي وروسته تريوي مودي دهغو زيرمې پاۍ ته رسيږي لکه د ډبرودسکرو،نفتو،اوګازو زيرمي،چې وروسته له يوي مودي څخه يي په کانونوکې زيرمي پاۍ ته رسيږي اوانسان نه شي کولاچې تل اوپه دوامداره توګه ورڅخه کار واخلي.
نوي کيدونکې انرژۍ منابع:لومړی هغه انرژې ده چې دبریښنا دتولید څخه دویم ځل لپاره بیرته تجدید او بیرته له سره نوي کیږي ددې انرژۍ دتولید دنوي کیدو وړ سرچینې هغو سرچینو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې په زیاتې اندازې سره پیداکیږي لکه اوبه،لمر،بادچې په دې چاپیریال کې شتون لري اونه تمامیدونکې دي اوبیرته نوي کیږي.
الف:بريښنا
دبريښناانرژي له بيلابيلوسرچينوڅخه ترلاسه کيږي چې کولاۍ شوداوبو ،باد،لمريزي،هسته يي اوحرارتي بريښنا نوم واخلي چې دهريوي په هکله به يي معلومات درکړل شي :
داوبوبريښنا
اوبه په نړی کې دتوليد ارزانه اوډيره لويه سرچينه ده .نن ورځ دبريښنا دتوليدوونکو توربينونوپه لګولوسره داوبوله ځواک څخه بريښنا تو ليد يږي،دبريښنا زياتره توربينونه دبندونو په لاندنۍ برخه کې وي چې اوبه له يوي لوړي ارتفاع څخه ورباند ي ورځي اوله هغوڅخه بريښنا توليد يږي .
هغه عوامل چې داوبودبريښنا په توليد کې مهم رول لري هغه دا دې:
۱. دسيند داوبوزياتوالي،دايمي والي اوجاري توب.
۲. دسيندوپه تګلوري کې دپوره ځوړونو شتوالي.
۳. دسيندونوپه تګلوري کې دلوړوبرخوشتوالي
دبريښنا ليږدول له يوي سيمي تربلي سيمي پوري په ډيرګړنديتوب ترسره کيږي،خودبريښنا لويه نيمګړتيا همداده چې وروسته ترتوليد څخه زيرمه کيداې نشي اوله توليد سره يوځاي مصرفيږي .
په نړۍ کې هغه پنځه سيمي چې ترټولوزيات داوبودبريښناپرمختللي ځواک لري دادې.
په اروپا کې لويديځي جنوبي اومرکزي سيمي ،په اسياکې جاپان اوپه امريکاکې دامريکا متحدايالتونه .
هغه يوشميرنوري سيمي چې له دي پلوه ډيراهميت لري دروسيي اروپا يي برخه اودبرازيل دختيځ غرنۍ سيمي دي.
په اروپا کې هغه غرونه چې تل په هغوباندي واوري وريږي لکه په شمال کې دسکندوناوياغرونه ،په مرکزي سيمو کې دالپ غرونه اوپه جنوب لويديځ کې پيرنې غرونه دبريښنا دتوليد لپاره ډيرهوره دي په اسياکې جاپان زياته اندازه بريښنا توليدوي .
دامريکا متحدايالات داوبودبريښنالوی توليدونکې هيواددي چې دا کولمبيا اوکلوراډوله سيندونوڅخه يي ترلاسه کوي .
دغه هيواد په سلوکې ۱۳داوبوله بريښناڅخه کاراخلي په شمالي امريکا کې په تيره بيا په کاناډاکې دټولي بريښنا دوه پردريمه برخه له سيندونو څخه بشپړيږي.
ددغه هيوادداوبودبريښنالمړنۍ کارخانه دنياګاراپه شرشره باندې جوړه شوې وه نن ورځ کاناډادنړۍ داوبودبريښنا يولوي توليدونکې هيواددې.
په روسيه اواوکراين کې دبريښنا صنايع په سيندونو باندې جوړشوي چې دوالګا پرسيندباندي دنړۍ داوبودبريښنا دوه ستربندونه جوړشوي دې .
هغه هيوادونه چې په اروپا کې داوبودبريښنا زيات ځواک لري ناروي ،سويډن او فرانسه دي .
په دغه هيوادو کې داوبوبريښنا دمره پراختياموندلي چې ددغوهيوادوصنعت ته يي ډيره پرمختيا ورکړي ده .
په ايټالياکې ددغه هيواد ټولي داوسپني دپاټليولاردپودسيندداوبو په بريښنا چليږي .
دسويډن په سلوکې ۹۰بريښناداوبوله بريښنا څخه ترلاسه کيږي .
په افغانستان کې داوبوبريښنابندونه
افغانستان دزياتوأبې بريښنادستګاوې لرې چې مهمې دستګاوې په مختصره توګه تشريح کوو.
۱ــ دجبل السراج دآبې بریښنا دستګاه
دجبل السراج دبریښنا دستګاه دسالنګ پرسیندباندې جوړه شوې ده ، توربین سره یوځاې یې لوړوالې ۳۷ متره دې .
هغه اوبه چې په توربین باندې راځې په یوه ثانېه کې لس متره مکعبه دې . دجبل السراج ده دستګاه دجوړلوکارپه ۱۲۹۴ هـ ل . کال کې پیل اوپه ۱۲۹۹ هـ ل . کې بشپړشوه .درې توربینونه لرې چې مجموعې ضرفیت یې ۱۵۰۰ کیلوواټه دې . ده دغې دستګاه استهلاکې دوره پوره شوې ده اوبیارغونې ته اړتیا لرې خوبیاهم دوه توربینونه یې کارکوې دجبل السراج له بریښنا څخه دجبل السراج اوچاریکارودښارونوپه روښانه کولواودګلبهاردفابریکې په کاراچولوکې کاراخیستل کیږې .
۲ــ دچک وردګ دستګاه .
په ۱۳۱۳( ـ ۱۳۱۴ هـ ش . کال په جریان کې دوه دآبې بریښنا بندونه چې یویې دوردګودبریښنابندچې ساختمانې چارې په ۱۳۱۴ هـ ش کال کې سرته رسیدلې وې دبریښنا تولیدې ظرفیت یې ۳۳۰۰۰ کیلوواټه ته رسیده چه بریښنایې د۵۵۰ پایوڅخه په استفادې سره دکابل ښارته رسیده .
۳ـ دپلخمرې دبریښنا فابریکه :
دپلخمرې ښار داقتصادې لحاظه ډیرهمیت ځکه چه دهیواد زیاتره فابریکې په همدې ځاې کې جوړې شوېدې داچه دپلخمرې نساجې فابریکې په ملې اقتصاد کې ستررول لرې نوبریښنا ته یې ضرورت زیات دې ددې فابریکې دبنسټ ډبره په ۱۳۱۵ هـ ش . کا ل دثور په اخرکې کیښودل شوې اوهدف یې داووچې دپلخمرې نساجې فابریکواویوشمیر کورونوته بریښنا ورکړې دپلمخمري بند دقندوز په سیند جوړشوې چه کمه اندازه داوبویې ۴۰ متره مکعب ده څلوردروازې لرې چې په اتوماتیک ډول ښکته اوپورته کیږې اودبندکاسه یې څلورمیلونه مترمکعب اوبوذخیره کولوقابیلیت لرې په دغه فابریکه کې درې توربینونه چې دهریوظرفیت ۱۶۰۰ کیلوواټه دې .
چې مجموعآ ۴۸۰۰ کیلوواټه کیږې نصب شوېده ددې پروژې دتولیدشوې بریښنا څخه په ۱۳۴۱ هـ ش . کال دغورې دموسسولخوا په فعالیت پیل کړې دې اوهمدارنګه دسمنټ جوړولو، دسیلودموټردترمیمولودفابریکې اودپلخمرې اوبغلان دنساجې دزیاتواړتیاوولپاره ورڅخه ګټه اخستل کیږې
۴ـ دسروبې دبریښنا فابریکه
دوریښمن تنګې په هیواد کې دبریښنا انرژې دتولید لپاره دمهم ترینوتنګیو دجملې څخه شمیرل کیږې چې دکابل دشرق په ۷۰ کیلومترۍ او دهندوکش دجنوب دمختلفو سیمو اوبه ننګرهار ولایت ته وربرابره وې . نوموړې سیند په دغه ناحیه کې د۲۰ کیلومترو په اوږدوالې اوپوره ژورتیا لرې که چیرې مالې امکانات برابرشې نونوموړې بند څخه په استفاده دوهم اودریمه اوڅلورمه دستګاه هم فعالیداۍ شې .
دسروبې دستګاه دجوړولوکار په ۱۳۳۰ هـ ش کال کې شروع اوپه (۱۳۳۶) کال کې تکمیل شودادستګاه دوه توربینونه لرې چې ۲۲ زره کیلوواټه برق تولید اودکابل ښار دتنویر لپاره کاروړل کیږې .
۵ـ دنغلودبریښنا فابریکه
نغلوهغه ځایه دې چې دکابل څخه ۷۰ کیلومتره شرق خوا ته پروت دې دنغلودبریښنا فابریکه په حاضرې وخت کې په افغانستان کې ترټولولویترینه فابریکه ده ددغه بند اهداف دیو خوا دسروبې دبند لپاره داوبو ذخیره اودبلې خوا دکابل دحوزې دضرورت وړ بریښنا تولیدول دی څلور توربینونه لرې چه ۹۰ زره کیلوواټه ظرفیت لرې اوپه( ۱۳۵۳) کال دجوزاپه میاشت کې یې په فعالیت پیل وکړو دغه بند چې ۱۱۰ متره ارتفاع لری اودشوروې اتحاد دمتخصیصینوپه کومک په( ۱۳۳۹) هـ کال کې پیل شوه .
اوپه( ۱۳۴۶ ) کا ل دجوزاپه میاشت کې تکمیل اورسمآ افتتاح شودغه فابریکه د۲۴۰۰ میلونه افغانیوپه لګښت جوړه شوه چه دهغې له جملې څخه ۳۴۲ میلونه افغانې داول ۵ کلن پلان په جریان اوپاتې په وروستیوپلانوکې په مصرف رسیدلې دې دنغلوبند چه دکانکریت څخه جوړشویدې ۵۳۰ میلونه متره مکعب ته رسیږې .
۶ـ دماهیپردبریښنا فابریکه
دماهیپر بند دکابل شرق په ۴۰کیلو مترۍ کې پروت دی اوددې پروژې دجوړلو کار په(۱۳۴۳)کې شروع شو په لومړۍ سروي کې داسې ښکاره کیده چې په ماهیپرکې دبند جوړول پرته له ذخیري څخه امکان لري چې دغه کارخانه د۳۰۰مترو په جګوالې په کار ولویږي په همدې ډول پيشبینې شوي وه چې دابه یو موسمې دستګاه وي او ۶۰۰۰۰ کیلو واټه برق به تولیدوي ځکه چې دکابل سیند په کال کې ۷ میاشتې په کافې اندازه اوبه لري دغه فابریکه درې تور بینونه لري چې هریو يې ۲۲ زره کیلوواټه برق تولیدوي مګر داوبو کمښت له امله یو توربین فعال دی ددغې پروژې په جوړولو باندې ۹۷۲ میلونه افغانۍ چې ۱۷٬۲میلونه ډالر کیده مصرف شوي.
۷ـ د درونټي بریښنا فابریکه
څرنګه چې په ننګرهار کې کومه صنعتي پروژه موجوده نه وه د انرژۍ دتولید لپاره سروي هم نه وه شوي په اول کې داسې تصمیم ؤ چې دسروبي دفابریکې څخه به دننګرهار ولایت مرکز هم روښانه شي مګرد۸۰ کیلومتره په فاصله لاین او۵۰۰۰ کیلوواټه برق چې هغه هم ډیر کم ؤ غیري اقتصادي وبلل شو،پداسې حال کې چې دجلال اباد ښار د روښانه کولو او کانال د امتداد لپاره د درونټي بند موثر وګڼل شو همدا ؤ چې د هیواد په لومړنې پنځه کلن پلان کې دهغې د جوړولو قرارداد دپخوانې شوري اتحاد سره لاسلیک شو دغه پروژه په هیواد کې یوه ډيره لويه اقتصادي پروژه ده دغه پروژه د تولید نه پرته څلور لوي فارمونه،دمالدارۍ،زیتون،اوصابون جوړونې فابریکه ترمیماتې مرکزونه اوهمدارنګه دجلال اباد د روښانه کولو اود کابل دسیند د اوبو دپورته کولو په خاطر چې۳۲۵۰۰جریبه ځمکه چې کانال دسطحې څخه جګه پرته ده خړوبه کړي او داسې نور.دغه پروژه د اوبو پورته کولو یوبند لري چې ارتفاع یې ۲۲متره او طول يې ۱۹۴کتره دی د درونټي په برخه کې جوړه شوي دکابل دسیند په چپ طرف کې داضافي اوبو دتیریدو لپاره یو تونل جوړ شوی چې ظرفیت يې په یوه ثانیه کې ۳۵۰متر مکعب دی دغه دستګاه درې توربینونه لري چې ظرفیت يې ۱۲۰۰کیلو واټو ته رسیږي دغه فابریکه په( ۱۳۴۳) کال کې افتتاح شو.
۸ـ دخان آباد د بریښنا فابریکه
دخان آباد ددستګاه جوړونې کارونه په( ۱۳۳۵)کال دجوزا په میاشت کې پیل شوی د۴۰ میلونه افغانیو په مصرف سره چې د۱٬۲میلونه ډالرو معادل دی اوپه (۱۳۳۹)کال کې پای ته ورسیده دغه دستګاه دوه توربینونه لري چې ۱۴۰۰ کیلو واټه بریښنا يې تولیدوله اود خان آباد دخلکو مشکیلات يې دپونبې دصنعتي کولو په برخه کې تریوې اندازې پورې رفعه کړل.
۹ـ د کجکې دبريښنا فابریکه
دهیلمند او ارغنداب سیندونه چې دافغانستان له ډکو اومستو سیندونو له جملې څخه دي چې دبریښنا دتولید لپاره دبریښنا د ډیرو لویو بندونو جوړولو امکانات راښئ چې دصنایعو د پراخوالې لپاره مساعد شرایط په همدې منطقه کې منځته راوړي ددې مقصد لپاره لومړی د ګرشک دستګاه باندې (۱۳۳۷)کال کې کار پیل شو چې ظرفیت یې۲۴۰۰کیلو واټه ؤ چې د ګرشک په ښار کې استفاده کیده،دکجکې بند چې دقندهار په ۱۵۰کیلومترۍ کې پروت دی دغه فابریکه د هیلمند دسیند دپاسه چې دهیواد یو لوي سیند دی جوړه شوي ده .
پاتې برخه په ټول مونوګراف کې ښکته کړئ