نتيجه ګيري
که څه هم چې د بازار او په هغه کې د تعادلي قيمت برقراريدل يو ساده موضوع نه ده، بلکه دا يوه داسې پېچلې او سخته موضوع ده چې په تاريخي لحاظ هم دنړۍ پوهانو او د مختلفو اقتصادي مکتبونو پروانو د دې موضوع په اړوند مختلف نظرونه څرګند کړيدي، ځينو اقتصاد پوهانو د مذهب او ځينو نورو يې د مختلفو ايديولوژيو ترتاثير لاندې په بازار کې د تعادلي قيمت په اړوند خپل نظرونه څرګند کړيدي.
په معاصر اقتصادي سيستم کې اقتصاد پوهانو دا قبوله کړيده چې يوازې د ازاد بازار په اقتصاد کې د عرضه او تقاضا له لارې کيداى شي چې تعادلي قيمت برقرار او رامنځ ته شي چې همدغه د عرضه او تقاضا کشش او تعادل د بازار د ميکانيزم يو غوره او منل شوي شکل دى، خو د بازار د ميکانيزم په اساس هم هيڅکله ثابت ندى پاتى شوي، ځکه چې د عرضه او تقاضا د زياتوالي او کموالي سره سم قيمتونه پورته او ښکته کېږي، نو له دې کبله داقتصاد پوهانو په نظرياتو کې د همېش لپاره اختلاف ليدل شويدي او د تعادلي قيمت په برخه کې يوه واحد نظر ته ندي رسيدلي، خوزه غواړم چې په افغانستان کې چې د اقتصادي پراختيا له مخې ډير وروسته پاتې دي او اوسېدونکي يي هم د ډيرو کمو عايداتو درلودونکي دي د قيمتونو په برخه کې يو څو وړانديزونه وړاندې کړم.
وړانديزونه
دا چې د افغانستان په بازارونو کې په قاطع اکثريت سره خارجي وارداتي کالو د خرڅلاؤ لپاره وړاندې کېږي نو وړانديز کوم چې :
١: ددې لپاره چې قيمتونه ډير لوړ نشي ، نودولت بايد دلارو اومواصلاتو جوړولوته زياته توجه وکړي ترڅوکرايې ارزانه اودهغې په تناسب سره قيمتونه هم ډير لوړنشي .٢: داچې افغانستان بحر ته لار نه لري نواوسپنو لارو جوړولو ته که اقدام وشي موثريت به يې زيات وي .
٣: دژوند داوليه اړتياړړ په کالاوو باندي بايدګمرکي تعرفې وضع شي .
٤: دقيمتونو دکنترول لپاره د دولت مالي اقتصاد بايد هڅه وکړي چې په دولتي تصـــــــدي ګانوکې د ضروري کاليـــــو د توليد سرمايه ګــــذاري وکړي، ترڅو وکړاى شـي د خصوصـــــــي سکتـــــــور د کاليـــو سره د سالم رقابت او سيالي جوګه شي .
٥: دولت بايد خپل سياسي قدرت نه په استفادې سره بايد په خارجي اسعارو باندې په داخل د مملکت کې راکړه ورکړه بند کړي او په افغانيو سره د کالوو پيرودلو او پلورلو ته زمينه مساعده کړي.
ماخذونه
١: کليات علم اقتصاد مولف : ډاکټر يوسف فرجي :
٢: اقتصاد کلان : مولف : ډاکټر حميد کردبچه :
٣: اقتصاد بين المللي وممالک رو بانکشاف : مولف : دوکتور محمد انور شبان و دوکتور محمد نعيم اسد.
٤: اقتصاد: مولف : پوهنيار سيف الدين سيحون
٥: اسلام او نوي اقتصاد مولف : مفتي محمد تقي عثماني
٦: پول وبانک مولف : باقرقديري اصلي
٧: اقتصاد وزارت معارف