- Version
- داونلود کنید 83
- اندازه فايل 407.50 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 14, 2020
- وروستى آپډيټ نوومبر 7, 2020
لومړي څپرکى
دپا کستان څرګنديدل دافغانستان دګاونډي په توګه
په دې څپرکى کې په لاندې موضوعاتوباندې رڼا اچؤ. لمړی دپاکستان لنډه پيژندنه ،دوهم دپاکستان جوړښت او دهغه په وړاندې دافغانستان غبرګون.چې هريوپه ځانګړي توګه دمطالعې لاندې نيسو.
لومړى مبحث:دپاکستان لنډه پيژندنه
په دې مبحث کې دلاندې موضوعاتو څخه يادونه کؤچه عبارت دي له: دپاکستان تاريخ ، نظامي توان ، سياسي رژيم او حکومت او سياسي حزبونه .
لومړى جز: دپاکستان تاريخ:- پاکستان يو اسلامي هېواددى چې دتاريخي هويت دستونزې سره مخامخ دى نوموړى هېواددېو مسلمان هېواد په توګه په ١٩٤٧ م کال داګست په مياشت کې دهند دنيمې لويه وچې څخه په داسې حال کې جلا شو چې په لس ګونه ميلونه مسلمانان دپاکستان دجغرافيې څخه بهردهندوستان په هېواد کې پاتې شول . دهنددويشلواودپاکستان دجوړيدوترلومړنيو ورځوپورې ٥٦٥ يا ٦٠٠ وړوکي يالوى ايالتونه دهندوستان په هېوادکې موجودوه چې انګليسانو دغه ايالتونه دسياسي پلوه په دوه ډوله ويشلي ؤ.
په اول ډول کې هغه سيمې شامليدلي کومې چې داقتصادي اونظامي اهميت څخه برخورداره وي اوهمدارنګه هغه ساحلي اوبندري سېمې چه دستراتيژيکي موقعيت او اهميت څخه برخوداره وي.
دويم ډول هغه سيمې اوځمکې تشکېلوي چې دپورتنيو يادوشوو ټکوله لحاظه دومره مهمي نه ګڼل کېدې .اول ډول سيمې نيغ په نيغه دانګليسانو له خوااداره اوکنترول کېدې چې دبرتانوي هند په نوم ياديدلې .دويم ډول سيمې هغه ناحيې اوځمکې وې چې دسيمېه ايزه حاکمانو له خوا کوم چې دانګليسانو له لوري يې ملاتړ کېده اداره کېدې .
هندي حاکمانو دغو ايالتونو ته ( راجه ) او ( مهاراجه ) اومسلمان حاکمان دغوته نواب ويلي .
دهندوستان په هېوادکې دبرتانيه اخري نا ئب السلطنه مونټ باټن کله چي دهندوستان دهېواد آزادي اوويشل اعلان کړل نودغه ويشل يې ددريو معيارونو په اساس ترسره کړه :اول دايالتونو داوسيدونکو دين . دويم دايالتونو دخلکو غوښتنې . اودريم دايالتونو دجغرافيايې موقعيت په اساس .
هغه ايالتونه چې نيغ په نيغه دانګليسانو دادارې لاندې وه په اول پړاوکې په دوه هېوادونو(هند اوپاکستان )وويشل شو. اماهغه ايالتونه کوم چې دمهاراجانو اونوابانو له خوا اداره کېده دمونټ باټن دپريکړې په اساس هغوي ته واک ورکړل شو ترڅوپه خپله يوله دغودوهېوادو ( هنداوپاکستان )څخه پورې ځان وتړي.دکشميرحکمران هري سنګ دهغه سند دلاسليک کېدوڅخه کوم چې دهغه پواسطه کشمير په دواړو هېوادو( هند اوپاکستان ) پورې تړل کېده ډډه وکړه . دجوناګات دايالت حکمران کوم چې مسلمان ؤ خپل الحاق يې دپاکستان په دولت پورې اعلان کړ . اماوروسته ديوې ټول پوښتنې په اساس دنوموړي ايالت تړل کېدل دهندپه هېواد پورې عملي شو . دحيدرآبادد ايالت مسلمان حاکم هم دپاکستان هېوادپورې دتړل کېدو هوډکړې وه مګر دمونټ باټن لخوا ونه منل شو .اودحيدرآبادايالت دهندي ځواکونو له خوا دنظامي بريد لاندي ونيول شو دجوت پور دايالت دمهاراجه تصميم. چې دپاکستان هېواد پورې دتړل کېدولپاره يې کړې وه داهم دهند دهېوادله خوا دمنلو وړنه شو .
په داسې حال کې چې دهندوستان هېواد ددغودريو يادوشوو حاکمانوهغه تمايل. کوم چې دپاکستان هېوادپورې يې دتړل کېدولپاره کړې وه. پدې ايالتوکې دهندوانو دډير شتون له امله دهندوستان ويشل .داصولو مخالف ګاڼه .همدارنګه يې دکشمير دايالت څخه کوم چې دزياتو مسلمانانو درلودونکې وه پاکستان پورې دتړلو مخنيوي وکړ . دهندوستان څخه دپاکستان بيلتون دخونړيو اودردناکوپيښو درلودونکى ؤ. په زرګونو مسلمانان کوم چې ډهلى اودهند ځينې نورې سيمې يې دپاکستان په تکل پريښو دې دهندوانو اومتعصبو سيکانو له خواسخت وځوريدل اوقتل عام شول . دسيکانو اوهندوانويوه ډله چې دپاکستان څخه دهندپه لوري تلله دهماغه ډول برخه ليک سره مخامخ شوه . دپاکستان دازادي اوبيلتون څخه وروسته ميلونونه وګړي مسلمانان اوهندوان له پاکستان څخه هندته اوبالعکس وکوچېدل (١ ،ص- ٢٠ ،٢١ )
خو په هر حال کله چې دپښتنو، بلوڅو، سند . پنجاب او بنګال په تاريخي سيمو باندې دپاکستان واکمني ټينګه شوه او محمد علي جناح چې په قايد اعظم مشهور شوى ؤ دانګليس دپاچا په نماينده ګې دپاکستان دحاکم په توګه په کار پيل وکړ. هغه وخت پاکستان دوه برخې درلودي:يويې ختيځ بنګال ؤچه دختيځ پاکستان په نامه ياديده او وروسته بيا دبنګله ديش په نامه يو خپلواکه هېواد شواو بل يې لويديځ پاکستان يا اوسنى پاکستان ؤ چې يوله بل څخه يې ١٧٠٠ کېلومتره واټن درلوده لږ وروسته په نوي دولت کې اداري نظام دجوړيدلو په حال کې ؤ چې دجمو اوکشمير دسيمې دمالکېت په سر دهند او پاکستان تر منځ جګړه ونـښته او دواړو خواوته يې ډير درانه مالي او ځاني تاوانونه واړول له جګړې څخه وروسته جناح مړ شو په ١٩٤٨ م کال کې دده صدراعظم شهزاده لياقت علي دچاروواګې تر لاسه کړې . لياقت علي په ١٩٥١ م کال کې ديو افغان په لاس ووژل شو او په ختيځ بنګال کې دخپلواکۍ غوښتلو غورځنګ پيل شو.په همدې کال پاکستان جمهوري نظام غوره وباله اوجنرال سکندر مرزا ددغه هېواد دلومړني جمهور رئيس په توګه وټاکل شو اوپه ١٩٥٦ م کال کې دهېواد له پاره نوى اساسي قانون نافذ شو خو نوېو بدلونونو دهېواد اساسي ستونزې حل نه کړاى شوې او حکومتونه پرله پسې له صحنې څخه وتل له همدې امله جنرال سکندر مرزا په ١٩٥٨ م کال داکتوبر په اتمه نيټه نظامي حکومت اعلان کړ او دپاکستان ولسي جرګه يې ړنګه کړه لږ وروسته جنرال مرزا استعفى ورکړه او ځاى يې جنرال محمد ايوب خان ونيوه ايوب خان دجمهوررئيس او صدراعظم په توګه ملي حکومت اعلان کړ په کال ١٩٦٥م کې دکشمير په سر دهند اوپاکستان بله جګړه ونښـته. دپاکستان مشرانو يوځل بيا پوځي حکومت اعلان کړ. له جګړې څخه وروسته ايوب خان استعفى ورکړه اوجنرال يحيى خان يې ځاي ونيوه . نوموړي د مرکزي حکومت پرځاى صوبايي يا فدرالي نظام راوست اوپه اصلاحاتو يې لاس پورې کړ . په ١٩٧١م کال کې ذولفقار علي بوټو دچارو واګې ترلاسه کړې دهمدې کال د ډسمبر په ٤ نيټه دهند اوپاکستان دريمه جګړه پيل شوه . پدې جګړه کې هندي پوځونو دختيځ بنګال دهغه خپلواکي غوښتونکو ننګه وکړه چې له پاکستان څخه يې دجلااو خپلواکه دولت دجوړولو لپاره وسلي ته لاس اچولې ؤ . په دغه ١٤ ورځنۍ جګړې کې پاکستاني پوځونو ماته وخوړه اوختيځ پاکستان دبنګله ديش په نامه له دغه هېواد څخه جلا شو .
د٧٠ لسيزې په پاى کې جنرال ضياء الحق ديوې پوځي کودتا په ترڅ کې بوټو لرى او وروسته اعدام کړ ضياء الحق پوځي ديکتاتوري ټينگه کړله . نوموړي دالوتکې دغورځيدلو په پيښه کې مړ شو .
په تيرو څوکلونوکې څوحکومتونه