سليکان (silicon )
سليکان سمبول (si ) دي او اتومي نمبر يې 14 او اتومی وزن يې 28 او د دوراني جدول په دريم پيريود او څلورم اصلي ګروپ IV A کې قرار لري .
د سليکان الکتروني ويش په لاندي ډول دي Si=Ls/2s2p/3s3p
M L k
Si
سليکان د کاربن انالوګ دي د لومړي ځل لپاره په عنصري ډول په 1823 م کال کې لاس ته راغلى دى نامتو ډنمارکى کيميا پوه برسيليوس سليکان د ( SiH4 )ارجاع څخه د فلزي پوتاشيم پواسطه لاس ته راوړه د بلي خوا د کاربن څخه توپير لري ځکه چې دا يو نايزشن انرژى کمه ده او د اتوم قطبيت يې زيات په خارجي انرژيکې سويه کې د d - د خالي اربيټالونو شته والي له همدي سببه د سليکان يو ډول مرکبونه د کاربن په مقايسه توپير لري د کورينيش عدد څلور 4 ( SP3 ) هايبريريزيشن او 6( Sp3d ) هايبريريزيشن دى چې تر ټولو ثابت يې 4دی سليکان د زياتو خواصو له مخي د برون سره ورته والي لري( په پريوديک جدول کې دياگونالی تشابه ) لري دواړه عناصر په ساده حالت کې غير فلزات دي . د ويلي کيدو د لوړي درجي لرونکې دى تيزابي اکسايد دونه او کوولانسي هايدرايدونه جوړوي د سليکان او د دريم پريود د نورو عناصرو لپار ه () تداخل حالت ثابت ندي د دي سببه SP2 – SP هايبرايدي حالتون دوي لپاره پايداره نه دي،
د دي لپاره د 4(sp3 ) هايبرايدي حالت ډير معمول دى . لدي امله هغوي کولاي شي چې په مرکبونو کې د اکسيديشن -4 +4 حالتونه وښئې .
سليکان په طبعيت کې په ازاد ډول نه پيدا کيږي مګر په مرکب ډول په ځمکه کې په ډيره اندازه پيدا کيږي . د سليکان اندازه د ځمکې په کره کې %٢٧،٦ ته رسيږي.
سليکان د مقدار له مخي د اکسيجن څخه وروسته دوهمه درجه عنصر دى . هغه مرکبات چې د سليکان (si) عنصر په خپل ترکيب کې لرى او په طبيعت کې په زياته اندازه پيدا کيږي په لاندي ډول دي SiO2 سليکان ډاي اکسايد په شکل منتشر دى چې د سليکان تيزاب د انهايدرايد څخه عبارت دي ، سليکان داى اکسايد د شګو په شکل ليدل کيږي ، سليکيتونه چې د تيزابي مالګو په نوم ياديږي ، الومو سيليکيتونه يعني هغه سيليکيتونه چې په خپل ترکيب کې المونيم ولري څرنګه چې د کاربن عنصر په عضوي موادو کې شامل دى او د حيواناتو مهمترين عنصر دي ، همدارنګه si) ( سليکان هم په دنيا کې د تيږو او معدنونو او غرونو يو مهم عنصر دي ، همدارنګه سليکان په بحري نباتاتو کې چې د داياتو ماپنوم او په هغه حيواناتو کې چې په بحر کې ژوند کوي لکه اسفنجونه يعني هغه اسفنجونه چې د سليکان په نوم ياديږي په زياته اندازه د سليکان عنصر لري . د سليکان نور طبعيي مرکبونه چې د سليکان تيزابو د مشتقاتو څخه عبارت دي تر ټولو مهم يې المونيم سليکان دى لکه :-
البيت NaAlSi3O8
نفلين NaAlSi
ارتوکلاز KAISi3O8
Al2O3 , 2SiO2 -2H2O
Clay کاولين (Kaolin)
سليکان پيدايش
سليکان د ځمکې په کره کې 27,4%په اندازه پيدا کيږي . دا عنصر د اکسيجن د عنصرڅخه وروسته دوهم عنصر دي چې په زياته اندازه پيدا کيږي . د سليکان عنصر په طبعيت کې په عنصري ډول نه پيدا کيږي او په ترکيبي ډول په سليکاتونو او الومينوسليکاتونو کې پيدا کيږي او په زياته اندازه په کوارتز SiO2 کې پيدا کيږي چې د هغي د نوع څخه شګه ده او همدارنګه کوارتز په کرستلي ډول هم پيدا کيږي .
دسليکان اکسديشن نمبر او مهم مرکبات يې :
د سليکان د اکسديشن نمبر يا ولانس +4 او -4 هم لري او مهم مرکبات يې Na2SiO3 , SiO2 او مالګې دي چې په يواځي ډول د استعمال وړندي مګر په ترکيبي ډول په ښيښه، کراميک، کاشي ،سمنټ ، خښته او نورو موادو کې موجود دي .