نتيجه ګيرى
قوريه جوړول ډير ضرورى دى ځکه که چيرى قوريه موجوده نه وى نو مونږ او تاسو نه شى کولاى چى اصلى نسل (ښه وايرټى) تر لاسه کړو نو همدغه قوريه چه موږ وحشى بوټو باندى تبديل کوه که موږ او تاسو تخم راواخلو په پټى کى واچو هغه به راشنه شى حاصل به ورکړى يا به حاصل ور نه کړى نو همدغه قوريه ده چه مونږ يى د تخم په واسطه کرو او کله چى راشنه شى يو کلن او يا دوکلن شى نو مونږ دلته پيوند ورکوه همدغه پيوند دى چى حشى حنس په اصلى جنس باندى بدلوى چه ښه حاصل ورکوى که موږ او تاسو د افغانستان ګود ګوډ ته فکر وکړو د همدغه طريقو څخه ګټه اخلى او ډير مفاد په لاس هم راوړى که چير د مرسل ګل مونږه اخلو په لس افغانى او کله چى د هغه قلمى کيږدو ډيرى زياتى قلمى په لاس راکوى په سبب ددى مونږ ته يو په ديرشه فايده رسوى بلکى تنها په افغانستان کى نه بلکى په ټوله نړى په همدغه طريقو سره وحشى بوټى اصلاح شوى او نسل يى باقى پاتى دى.
سپارښتني
- د قوريه ضرورى دى بايد هر مشخص يا دهقان هدايت ورکړل شى چه قوريه جوړه کړى.
- د قوريه مفاد هغه د کورنى د ژوند سبب ګرځى.
- د قوريه جوړول او د هغه ورکول په پيسو باند خلکو ته دا هم يو تجارت دى
- د قوريه جوړول د ښه نسل ساتل هم په دى فايده کى شامل دى نو مونږ ته لازمه دى چى هميشه د قوريه په جوړول کى دهقان مجبور او مکلف کړو تر هغه قوريه په ډير ښه شکل سره وکرى او ښه نتيجه تر لاسه کړى
ماخذونه
۱ ظاهری ان،ګ ۱۳۸۴ ، د نباتاتو دتکثير لابراتوار مخ
۵۹-۶۲ .
۲ حمزه خيل ،ن ۱۹۹۲ ، د هارتيکلچر اساسات د کابل پوهنتون خپروني
۳ شيرزاد ، ب ۱۳۷۸ ، په افغانستان کې د بوزغلی و جوړونه او روزنه د اری
دګرزنده کتابونو د خپرونو لړۍ ، مخ ۵نه تر ۱۵ او د ۲۹ څخه تر ۱۳ پوري
۴ استاد صمدي لکچرنوټ د قوريي جوړول د ميوه جاتو مضمون کال ۱۳۸۵