- Version
- داونلود کنید 78
- اندازه فايل 59.00 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 1, 2021
- وروستى آپډيټ فبروري 1, 2021
فـــــهــرســــت
۱- سريزه الف
٢-دكونځلې تاريخچه ۱
۳- دكونځلې اقتصادي اهميت ۲-۱
۴- د كونځلې نباتي خصوصيات ۴-۲
*- ريښي ۴
*- ساقه ۴
*- پاڼې ۵-۴
*- ګل ۵
*- ميوه ۵
*- تخم ۵
۵- د كونځلې طبقه بندي ۵-۴
۶- دكونځلې بيولوژيكې مشخصات ۶-۵
۷- د كونځلې دروزنې اساسي طريقي ۷-۶
۸- دكونځلې دهرزه بوټو كنترول ۷
۹- د كونځلې ابياري ۹-۸
۱۰- د كونځلې د حاصل راټولول ۱۰-۹
۱۱- دكونځلې نتيجه ګيري ۱۱
۱۲- سپارښتنې ۱۲
۱۳- ماخذونه ۱۳
سريزه
څرنګه چې زمونږ ګران هيواد افغانستان يو كرنيز هيواد دي او د حا صل خيزه زراعتي ځمكو اوښه اب هوا په درلودلو سره د نباتاتو د ګڼ شمير ډولونه د كښت د پاره برابر او مساعد دي . د بله پلوه د خلكو اساسي شغل هم كرنه تشكيلوي .
زمونږ كروندګرله دي دركه ديوي خوا خپلې لمړني اړتياوي پوره كوي . او د بله پلوه د ملي اقتصاد په پوي او همدارنګه دوچو سوزونكو دښتو په سمسورولو كښې فعاله ونډه اخلي همدارنګه زمونږ د ګران هيواد %۸۰ څخه زيات خلك په كرنه بوخت دي . نودنورو تباتاتو تر څنګ په صنعتي نباتاتو كه كنځله يو مهم او ضروري تعين نبات دي
غواړم چې دنوموړي نبات په هكله يو اندازه معلومات وړاندي كړم.
د كونــځلـــــې تاريـخــچــه
نوموړي نبات د) Pedaliaceae (په كورنې پوري مربوط دي .چه په محلي لحاظ سره په اردو كښې ورته (till) په پښتو كښې ورته كونځله اوپه بلوچي كې ورته) kunjit ( وائي.
په عمومي توګه د نبات ټاټوبي) Ethiopia ( هيواد دي ليكن په ځينې ځايونو كښې داسي راغلي چه د كونځلې دنبات اصلي مركزي ټاټوبي افغانستان دي . او په ځيني راپورونو كه راغلې دي چه د كونځلي اصلي ځاي د افغانستان او ايران هيوارونو تر منځ يوساحه چې) Mehra ( نوميږي ښودل شوي ده .
خو داسي ويل كيږي چې د كونځلي د تخم ويستل په پاكستان هيواد كښې تر سره شوي دي . او همدارنګه د كونځلې د خشاوي سيستم هم 2000 B. C مخكې د ميلاد څخه تر سره شوي دي .
او داسي ويل كيږي چې نوموړي نبات زيات اوږد تاريخ لري.
او ډيرو نورو ممالكو كښې د نوموړي نبات د تاريخي بڼي ادعا كړي ده او دغه موضوعاتو ته دوي ډير د بحث وړ بڼه وركړي ده .
دكونځلـــې اقتصــــادي اهـميـت
كونځله يو روغني نبات دي چې د همدي لحاظه زيات اقتصادي اهميت لري همدارنګه د كونځلي څخه په صنعت كښې د قنادي محصولاتو او كانسروا په جوړولو كښې تري استفاده كيږي .
د كونځلې تخم (26%) غوړي لري (20-25%) پوري پروتين او (15-20%) پوري كاربوهايدريت لري . دكنځلي تيل زيړ يا سپين رنګ ته ورته رنګ لري او ښايسته خوند لري .
د كونځلې د غوړيو ارزښت نسبت د پنداني غوړيو ته ، دلمرګلي غوړيو ته او زغرو غوړيو ته زيات دي .
همدارنګه د حيواناتو په تغذيه كې دكونځلې د كنجاړي څخه استفاده كيږي چه زيات اندازه پروتين لري .
نه يواځي دا چه كونځله يو روغني نبات دي بلكې د غنمو او اوربشو په زراعتي تناوب كښې هم ور څخه استفاده كيږي .
دلومړي ځل دپاره جنوبي افريقاء په دښتو كې د كونځلو كر كيده همدارنګه په پخواني اسيا ميانه كې او باالخصوص د شوروي اتحاد كې زيات كرل كيده .
په زراعتي تناوب كښې په ابي او للمي ځمكو كښې د كتار په شكل بايد وكرل شي دكتارونو تر منځ ساحه بايد ښه نرمه شي . همدارنګه دښو او تهبده وراټيو او د تهبده اګروتخنيك عملياتو په نتيجه كې د يو هكتار ځمكې څخه تقريبا ۵۰۰-۳۵۰ كيلو ګرام حاصل لاسته راوړل كيږي.
د كونـځلـــي نباتـــي خصــوصـيات
د كونځلي علمي نوم Sesamum indicum څخه عبارت دي . او كورنې نوم ئي Pediliaceae دي او يو كلن واښين نبات دي يعني Annual Herbaceous Oil Seed Crop دي.
ريــښـــي : د كونځلې اصلي ريښي تقريبا د يو متر او يا د هغه څخه زيات په خاوره كښې نفوس كوي . د ريښي پورتنې برخه ضخيمه او شاخداره وي او د كونځلي د بوټي ريښي نسبتا ) Clay ( خاوروته په (Sandy) خاورو كښې په ښه ډول سره وده او نمو كوي . چه د وچكالې په مقابل زيات مقاومت وربخي .
ساقــــــــه : د كونځلي ساقه د هميش دپاره راسته وي او چپه كيږي نه او همدارنګه د كونځلي ساقه لرونكې د يو شمير ويښتانو هم وي . د ساقي اوږدوالې د(60-120cm)سانتي مترو پوري رسيږي .
پـاڼــــــي : د كونځلي پاڼي متناوبي يا متقابلي وي د نوړي نبات د پاڼي سطحه ويښته او يا لكۍ نلري .
د كونځلي نبات پورتني پاڼي پرچي شكل لري او لاندي پاڼي نسبتا لوي او پراخه وي چه د پاڼي شكل د ساقي په طرف كوچني كيږي .
همدارنګه په يو قسم كونځله كښې پاڼي په دريو حصو تقسيم شوي دي چه د پورتنيو پاڼو عرض ئي كم او ښكته شكل لري او همدارنګه د پاڼو څنډي يو قسم دنداني لري او ځيني ډولونه ئي دنداني نه لري .
په نتيجه كښې زيات مقاومت لري .
ګــــــــــل : د كونځلې د نبات ګل يو بادامي داني د پاڼو تر څنګ وي . ګلان په انفرادي ډول د لنډ Pedencle د پاسه د پاڼي په محور باندي منځته راځي . چه د ګل رنګ ئي سپين ، ګلابي ، بنفش ، او يا تور وي .
مــيــــوه : د نوموړي نبات تخمدان د ۸-۴ پوري جري لري چه د نوموړي نبات تخم يا دانه مدور او په اخره كې خرم ته ورته شكل لري ميوه ئي د كپسول ) Capsul ( لري چه طول ئي (2.5-3cm)سانتي متره اوږوالې او قطر ئي (0.5-2.5cm)سانتي متره پوري رسيږي
كپسول د لاندي څخه پورته خواته رسيدلي او يا پوخ وي كله چه پورتنې برخه د كپسول پخه شي نو د لاندي حصي څخه ئي داني توئيږي .
تــخــــم : د كونځلي تخم د زغرو تخم ته ورته وي چه تخم نسبتا كوچنې او بيضوي شكل لري چه طول ئي تقريبا (2.7mm)ميلي متره او عرض ئي (1.9mm)ملي متره دي . چه د تخم رنګ ئي قهوي يا تور ته ورته وي او د ځينو نوعو رنګ ئي سپين هم وي او د زر دانو وزن ئي (2-4gr)ګرامو پوري دي .
د كونــــځــلـــي طــبقــه بنــــدي
كونځله د كرلو په اساس د ګلتي برانت له نظره په دوه كوچنيو نوعو ويشل شوي دي چه يو د بل سره په لاندي ډول سره فرق كوي .
۱- چه تخمدان ئي د دوه ميوه لرونكو پاڼو څخه تشكيل شوي وي چه عرضاني نقطه يي مستطيلي شكل لري چه د ګل د تاج برخه ئي د (۵) ګل پاڼو څخه جوړه شوي ده چه سبز رنګ لري .
چه كاسبرګ ئي پنځه خاني شكل او د ګل سټګما ئي دوه پلي شكل لري .
۲- ددي نوعي تخمدان د څلور نوعه ميوه پاڼو څخه جوړشوي دي چه د نوموړي عرضاني نقطه مربع شكل لري چه د كاسبرګ او ګلبرګ شميرئي(5) عدده څخه زيات وي . او سټګما ئي څلور طبقه ئي شكل لري .
پورتنې دواړه ډولونه زيات مروج ډولونه دي چه نوموړي ډولونه نور انواع هم لري . چه يو د بل سره متفاوت دي چه يو قيسم اسيائي ډول دي چه Protes asiaticum Wilt په نوم سره ياديږي او بل نوعه ئي د Proles abussinicum Hilt په نوم سره ياديږي . چه نوموړي اسيائي ډول په متوسط حجم لري او د وچكالي په مقابل كښې زيات مقاومت لري . او زيات غوړي ورڅخه لاس ته راځي . چه زيات په شوروي كې كرل كيږي او وحشي ډول ئي زيات قوي او پراخه پاڼي لري چه د نوموړي ډول مختلف انواع لري چه زيات رطوبت ته ضرورت لري او زودرسته ورايټي ندي .
د كونــځــلې بـيو لوژيــكــې مشخــصات
كونځله ګرمه هوا خوښوونكې نبات دي چه د ژوند په دوران كې تقريبا) ۲۵۰۰ (درجي سانتي ګريت ته ضرورت لري .
كونځله د يخي هوا په مقابل كښې نسبتا مقاومت نلري .
د كونځلې تخم د )۱۸-۱۵ (درجي سانتي ګريت د حرارت پوري په خاوره كښې تيغ وهي او وروسته د )۴-۳ ( ورځو پوري د نوموړي نبات تيغه د ليدو وړوي .
د كونځلې د نبات د پاره بهترينه درجه د حرارت) ۲۵-۲۲ (پوري ښودل شوي ده .
د لوموړي نبات وده په اوله مياشت كه ضعيفه وي او دوه هفتي مخكې د ګل څخه د نوموړي نبات وده سريع كيږي د نوموړي پنډكونه د ) ۳۷-۳۴ (ورځي وروسته د تيغ وهلو څخه دوه مياشتي وروسته ګل توليدوي .
دا نبات د وچې او ګرمي هوا په مقابل كې زيات مقاومت لري مګر د تيغ وهلو د پاره يو اندازه د خاوري زيات رطوبت ته ضرورت لري ګرم باد د نوموړي نبات داني وچوي كونځله يو داسي نبات دي چه خپل منځي القاح كوي يعني Self Pollination لري .
د كونځلي ګل په ترتيب سره د لاندي خوا څخه پورته خوا ته پخيږي كونځله په هغه خاوره كه چه للمي وي او يا خاكستري قهوي رنګ ولري او د غرونو د لمنو د ساحو سره ښه توافق كوي په زياتي تيزابي او ملګينو خاورو كښې ښه وده او نمونه كوي .
د كونځــلــې دروزلــو اسـاســي طـريـقـي
په زراعتي تناوب كښې كونځله وروسته د زراعتي نباتاتو د حاصل د جمع اوري څخه كرل كيږي . كونځله دكتارپه شكل كرل كيږي او د كتارونو تر منځ ساحه بايد نرمه شي .
د كونځلې د كر د پاره د خاوري اماده كول عبارت دي له شودياره او د مني قلبه وركول بايد دوه ځلي صورت ونيسي. او بيا وروسته هواره ماله كيږي . البته د كر د وخت پوري قلبه بايد مخكې د كر څخه زياته ژوره صورت ونه نيسي .
او د سطحي د هوارولو دپاره د هغي د نرمولو د پاره او د رطوبت دساتلو د پاره خاوره بايد ماله شي .
د كونځلې د پاره د سرو په استعمال كښې لمړي فاسفورس سره او پوتاشم سره سفارش شوي چه د شودياري په وخت كه په خاوره كه استعماليږي .
او نايتروجني سره مخكې د قلبه كولو د كښت څخه استعماليږي د كونځلې تر منځ د كتارونو فاصله (60cm) اټكل شوي ده .
په يو هكتار ځمكه كښې د (6-8kg) كيلوګرامه پوري Seed يا تخم اچول كيږي او تخم بايد د (2-2.5cm) سانتي متره اندازه د خاوري لاندي وكرل شي .
د دوو بوټو تر منځ فاصله (15-20cm) سانتي متره ټاكل شوي چه په يو هكتار ځمكه كښې (۱۰۰-۸۰) زره بوټو پوري كرل كيږي . اووركې خشاوه صورت ونيسي او د كتارونو تر منځ ساحه بايد ښه نرمه شي . او حاصل د ماشين او لاس په واسطه راټوليږي .
د كونـځـــلـې د هــرزه بـوټــو كــنتــرول
د كونځلې وده او نمو په لومړي وختونو كې په ډير بطي ډول سره تر سره كيږي . او نوموړي نبات د هرزه گياووپه موجوديت كه ښه او موثره نمو نشي كولاي تر څو چه د هرزه ګياوو كنترول تر سره نشي .
همدارنګه ګڼه كرنه ددي نبات تاسيس كښې زيات رول لري ځكه چې ددي نبات د ريښو سيستم سطحي يا (Fibres) دي او په اساني سره نور نباتات ورته ضرر رسوي . نو پدي خاطر د هرزه ګياوو كنترول او نه موجوديت حتمي ګڼل كيږي .
او همدارنګه ضروري بريښي چه ددي نبات د كرلو په وخت كې يا د تخم د شندلو په وخت كه ښه پام وشي تر څو تخم سوچه وي او د ښه بستر اماده كول ورته ضروري دي او لازم بريښي . او كه چيري په راتلونكې كې بيا دوهم ځل د پاره هرزه ګياه موجوديت پيداشي .بيا هم ضروري ده چه د هغوي مخنيوي وشي او د كرني د ساحي څخه ډير لري ولوئيږي . او يا د خاوري لاندي شي داسي هم ويل كيږي چه يو ځل د هرزه ګياوو كنترول كافي دي كه چيري په ښه ډول تر سره شي .
د اول ځل د پاره چې كوم د هرزه ګياوو عمليه اجرا كيږي دا بايد يوه هفته وروسته د اضطراري حالت څخه اجراشي .
د كــونـځــلـــې ابــيــاري
كونځله يو د هغه نباتاتو د جملي څخه شميرل كيږي چه د وچكالي په مقابل كې زيات مقاومت لري . يعني كولاي شوچې نوموړي نبات په هغو ځمكو كې وكرو چې هلته يو اندازه لنده بل وجودولري .او كولاي شو د ابياري د نه موجوديت په صورت كښې وكرو . مګرد زيات حا صل د لاسته د راوړلو د پاره ابياري ته ضرورت ليدل كيږي .
كونځله يو داسي نبات دي چې ډير لنده بل سره حساسيت لري يعني كله چه لنده بل زيات شي نو بيا حساسيت ښايي . او همدارنګه د زيات اورښت سره هم حساسيت لري . او هم د زيات نسبتي رطوبت سره حساسيت ښائي د زيات رطوبت او لنده بل په موجوديت كه د پتوجن د نموي زياتوالي د پاره زمينه مساعديږي .
كونځله يو داسي نبات دي چه د ژوند په دوران كه تقريبا (1200mm-1500mm) په يو هكتارځمكه كښې اوبو ته ضرورت لري .
يعني كونځله د ژوند په دوران كې د (۴-۳) ځلي پوري ابياري ته ضرورت لري .
همدارنګه د كونځلې ابياري مختلفو وراټيوته فرق كوي يعني د ځينو وراټيو ضرورت اوبو ته زيات او د ځينو وراټيو ضرورت اوبو ته كم وي . همدارنګه مختلف اقليمي شرايط او د خاوري ډول هم د ابياري په سيستم كښې رول لري .
لكه په سند كې لومړي ابياري تقريبا (۲۵) ورځي وروسته د كر څخه صورت نيسي او پنجاب كه لومړي ابياري (۱۵) ورځي وروسته د كر څخه صورت نيسي . دويم ابياري د ګل كولو په وخت كه ضورت نيسي .
او دريمه ابياري هغه وخت صورت نيسي چه كله پلي په بوټو كې ښكاره شي . او څلورمه ابياري هغه وخت ترسره كيږي چې كله ضرورت ورته پيدا شي .
د كونځـلــې د حــاصــل راټــولــول او ذخيــره كــول
د حاصل راټولو عمليه د (October) او( November ) په مياشتو كې اجرا كيږي.
تردي وخته پوري زياتي ورايټي د ټوكيدني وړ وي مطلب زياتي نوعي تردي يعني پورته مياشتو پوري خپله جسمي نمو پوره كړي وي او بايد حاصل راټول شي .
ددي نبات حاصل بايد هغه وخت راجع شي چه ښه پوخ شوي وي او همدارنګه پاڼي په مكمل ډول سره وچي شوي وي . د حاصل د ټولولو څخه وروسته بايد نوموړي نبات بنډل بنډل كيږي او دلسو (۱۰) ورځو د پاره بايد په بنډل كښې پاتي شي تر څو وچ شي او وروسته د لرګي په واسطه وټكول شي.
تر څو تخمونه ورڅخه جدا شي . يعني د پليو څخه تخمونه بيل شي او وروسته بايد هغه پاك شي او په يو داسي ځاي كه كيښودل شي . چه هلته د هوا جريان وجود ونلري . يعني په سر پټو بوتلونو كه د هغي تخمونه كيښودل شي . تر څو پوري محفوض وساتل شي .
او د كونځلې دغه ذخيره شوي تخمونه چې مونږ په بوتلونو كې ساتلي دي هغه بايد په نوبتي ډول سره وكتل شي او معاينه شي كوم تخمونه چه پكې خراب شوي وي هغه بايد تري لري شي ځكه چه هغه د ځان سره نور تخمونه خرابوي .
سپـــارښـــتــنــې
۱-كونځله بايد د كتار په ډول وكرل شي .
۲- كونځله بايد په هغو خاوروكې وكرل شي چه زيات مالګينې او
يازياتي تيزابي نه وي .
۳- په كونځله كې بايد كرنيز تناوب مراعت شي .
۴-كونځله بايد هغه وخت راټوله شي چه تخم ئي ښه پوخ شوي وي.
۵-كونځله بايد په ګرم محيط كې وكرل شي .
۶- د كونځلې تخم بايد په داسي ځاي كې وساتل شي چه هلته د
هوا جريان وجود ونلري .
۷- د كونځلې د كر لپاره بايد ښه بستر اماده شي .
۸-كونځله بايد په منظم ډول ابياري شي .
نــتـــيـــجــــــه ګــــيــري
۱- كونځله د وچكالې په مقابل كې يو مقاوم نبات دي .
۲-كونځله يو تيلين نبات دي .
۳-د كونځلې د نبات څخه د حيواناتو په تغذيه كې هم
استفاده كولاي شو .
۴-كونځله د صنعتي نباتاتو په ليثت كې هم حسابيږي .
۵- كونځله په للمي خاورو كې هم ښه حاصل وركوي