ایترونه ethers

ايترونه

Ethers

ايترونه د  يا  عمومي فرمول لري، دنوموړ ي فرمول له مخې د R عضوي پاتي شوني کولى شي چې يوشان يا ډول ډول اوسي.

که دوه گروپونه د الکايل د اکسيجن سره نښتي وي، نو ساده ايترونه لاس ته راځي.

په پورته فرمول کې R ډول ډول قيمتونه لکه CH3 ميتايل، C2H5 ايتايل، C3H7 پروپايل او نور اخيستلى شي.

ايترونه کولى شو چې د اوبو د اخيستلو په څير اټکل کړو لکه څنگه چې دوه اتومه هايدروجن د اوبو د کوم عضوي راډيکال سره تبديل شوى وى او يا دا چې د هايدروکسيل گروپ د يو الکول د کوم عضوي راډيکال سره تبديل شوى وي، لکه

نو ويلى شو که د الکولو او ايترو عمومي فرمول يو د بل سره پرتله کړو نو ليدل کيږي چې که د هايدروجن يو اتوم د Rد يوي عضوي پاتي شوني په وسيله تبديل کړو، ايترونه توليديږي، د هر ايتر نوم د هغه د عضوي پاتي شوني يا پاتي شونيو د نوم او ايتر د کليمي څخه اخيستل يا جوړ شوى وى، چې لومړى د عضوي پاتي شونو نوم او په پاى کې د ايتر کليمه يادول کيږي لکه په لاندې مثالونو کې:

د OR گروپ په عمومي ډول د Alkoxy گروپ په نوم يادېږي لکه   Methoxy او ethoxy او داسې نور. له دې امله کولى شو چې د ايتر گروپ په هغه عضوي مرکبونو کې چې پيچلى جوړښت لرى د معويض په توگه په پام کې ونيسو لکه په لاندى مرکبو کې :

  2-Methoxy, 4 Methyle,5 Cholro (Pentene) (1)

که چيري عضوي پاتي شوني يوشان وي  نو په لاندې ډول سره يې نوم ايښودنه کيږي:

Ethyle- ether Di
    Di-Methyle-ther
Benzyl-ISO Propyle ether

او د OR پاتي شوني کيدلى شي چې يو ډول اروماتيک پاتي شوني او بله يې اليفاتيک وى

ايزوميرونه

هغه مرکبات چې ماليکولي فرمولونه يې يو شان مگر مشرح يا جوړښتي فرمولونه يې توپير ولري او هم په کيمياوي او فزيکې خواصو کې توپير ولري، د ايزومير په نوم ياديږي.

لکه ايتانول د ډاى ميتايل ايتر سره ايزومير دى.

ايزو پروپايل ميتايل ايتر
پروپايل الکول
او

د ايترونو د لاسته راوړني لارې چارې:

١- د Rwillisons په طريقه:

چې په دي ميتود کې د قلوي فلزاتو د الکهولات او د الکايل هلوجنو څخه کار اخيستل کيږي لکه

٢- ډاى ايتايل ايتر د تودوخې په    130C°کې د H2SO4  سره د ايتانول ( په اضافي حالت) د تودوخې ورکولو څخه لاس ته راځي.

د Rwillisons په عقيده د ايتروجوړيدو کې پروتون د کټلست په توگه کار کوي چې په لاندې معادله کې ښودل کيږي:

٣- د الکولو د ډى هايدريشن د تيزابو په شتون کې په ځانگړي توگه د گوگړو تيزابو په شتون کې لاسته راوړل کيږي.

په پورته تعامل کې تودوخه مهم رول لري او بايد چې د تودوخې درجه د 180 c°-170 c° پوري تر سره کيږي ځکه که تودوخه د 180 c° څخه لوړه شي، ايتايل هايدروجن سلفيت لاسته راځي چې په پاى کي له هغې نه ايتلين لاسته راځي.

٤- که وغواړو القلي ايترونه جوړ کړو نو لاندې عمليه  کوو:

د ويليام سن په طريقه هم مخلوط ايترونه جوړيږي

٥- د ايترو د لاس ته راوړنې لپاره لومړنې الکول د گوگړو تيزابو سره يوځاى کوي او لومړى الکايل هايدروجن سلفيت جوړوي ،وروسته ددي ماليکول سره دوهم ماليکول الکول يوځاى کوي او ايتر جوړوي.

٦- په صنعت کې (Ether) د     (Al2O3)په شتون کې په 300 C° کې په ايتر بدلوي.

په دي طريقه کې د ايترو لوى او درانه ماليکولونه لاسته راځي.

د ايترونو عمومي خواص:

مخکې مو وويل چې د الکولو په منځ کې د هايدروجن اړيکې د جوړيدو له امله د هغو د ايشيدو ټکى لوړ دى او په ايترو او نور هايدروکاربنو کې د هايدروجن اړيکې د نشتوالي له امله د هغو د ايشيدو ټکې ټيټ دى لکه د C2H5-OH د جوش ټکى  78.4c° او د ډاى ايتايل ايتر 24.9c° ده. ايتايل ايتر په عادي تودوخه کې %8 په اوبو او په هايدرو کاربنو کې په زياته اندازه حليږي. ايترونه د الکولو په نسبت لږ فعاليت لري چې علت يې په ايترو کې د د گروپ نشتوالى دى.

ميتايل ايتر او ايتايل ايتر د غاز په حالت کې وي اما نور ايترونه د مايع او جامد په حالت کې وى. ايترونه په سختۍ په اوبو کې حليږي او کثافت يې د يو نه لږ دى، له دى سببه نسبت اوبو ته سپک دى. ايترونه ځانگړى بوى لري او په اسانۍ سوځي نو ځکه ډېر خطرناک دى.

د ايترونو تعامل د نورو موادو سره د الکولو په نسبت ورو دى، دا ځکه چې په الکولو کې د اکسيجن اتوم د هايدروجن او په ايتر کې يواځي د کاربن سره اړيکه لري ياني

د ايتر مرکب په لابراتوار کې د عضوي موادو د محلل او په طبابت کې د بيهوشى کوونکي مادى په توگه کارول کيږي.

د ايترونو او الکولونو د (ايشيدو) ټکي په لاندې جدول کې ليدلى شئ:

اولي نارمل الکولونهايشيدو ټکىايترونهد ايشيدو ټکى
C2H6O Ethyl alchol78 c°C2H6O Di methyl ether-23.6 c°
C4H10O Buthyl alchol117 c°C4H10O Di ethyl ether+34.6 c°
C6H14O Hexyl alchol157 c°C6H14O Di propyl ether+90.7 c°
C8H18O Octyl alchol195 c°C8H18O Di Biothyl ether+141.0 c°

ايترونه ډېر ثابت مواد دي او د الکولو په شان د القلي فلزاتو سره تعامل نه کوي حتى‌ د ايترونو د وچولو لپاره د سوډيم فلز کاروي. اکسايد کوونکې مواد د قوي شرايطو نه وروسته په ايترو اغيزه کوي او د القلي مقابل کې ثابت وي مگر تيزابونه باالخصوص هلوجنې تيزابونه او هايدرو ايوديک اسيد د انشقاق سبب کيدى شي.

پورتنې تعامل په گرمي کې په لاندې ډول تر سره  او يو+ الکايل هلايد لاس ته راځي.

د ايترونو جمع کيدل د هلوجنو سره او د نور تيزابو سره ډېر دلچسپ دى لکه:

داى ميتايل ايتر د هايدرو کلوريک اسيد سره دارنگه جمع کيږي.

برسيره په ايترونو اکسيجن لرونکې مرکبونو لکه الکولونه، الديهايدونه او کيتونونه د يو ځاى کيدو قابليت د تيزابونو سره ښودلى ده لکه:

                             
د Oxonium مالگه د څلور ولانسه اکسيجن په قياس کولو په اول کې د ډاى ميتايل ايتر مالگې او د مالگې تيزاب لاندې فرمولې ته قايل شويدي:

Note: هغه مالگې چې په هغې کې اکسيجن د يو القلي په شکل لکه ازوت د امونيم مالگو کې د مالگې د تيزابو جوړول د اکسونيم Oxonium مالگې ورته ويل کيږي.

مگر نن ورځ د ورنر A.wernor مالگې اوکسونيم لري لکه د امونيم مالگې د مرکباتو په شکل سره د مجازي ولانسونو او د کواردنيشن Coordination شوو نمره غوره کوي ياني اکسيجن، ايترونه، الکولونه، الديهايدونه او کيتونونه نا مشبوع خاصيت او د تيزابو او مالگو د جمع کولو توان لري او د اکسونيم مالگې توليدوي چې ترکيب يې کټ مټ لکه د امونيم مالگو د complex اکسونيم او د تيزابو منفي ايون تر سره کيږي.

د پورتنې پاميې په اساس د اکسونيم غير طبعي مالگې ته همدا فرموله ورکوي.

له ميتايل الکول او د گوگړو قوي تيزابو او يا فاسفوريک اسيد څخه جوړيږي او يو بې رنگه گريس به وى.

(C2H5)2O        Di Ethyl Ether

( پورتنې ايتر په کيميا خانو او صحې مقاصد کې مهم رول لري)

لکه څنگه چې پورته وليکل شو چې ايتر له ايتايل الکولو او د گوگړو تيزابو څخه لاس ته راځي. خام ايتر له الکولو څخه د خوځولو په جدا اوبو کې او وروسته له تقطير څخه د هغې لنده بل د کلسيم کلورايد او سوډيم فلز په وسيله برطرفه کيږي. د ايترو نجار په هوا کې مغلق مخلوط جوړوي.

چې بايد په کاروونه کې پام وشي. ايتر ډېر ښه محلل دى د ډېرو عضوي مرکباتو جوړولو خصوصاً د کولوديم سپينو بارودو او مصنوعي وريښم جوړولو کې زيات اهميت لري.

دا چې د ايتر اوبو کې کم حليږي نو هغه مواد چې په اوبو کې حل وي د هغى د جلاکولو لپاره کاروول کيږي ايتر د ډېر وخت لپاره د پرېښودو په صورت کې د هواد اکسيجن سره يو ځاى کيږي او چاوديدونکي مواد په هغى کې توليديږي چې هغه د فيروپوتاشيم، تيوسيانايت مالگو په وسيله د فيرى تيو سيانايت   د سور رنگ د پيداکيدو څخه پيژندل کيږي.

د ايترونو کيمياوي خواص

ايترونه شنډ مرکبات دي او لږ کيمياوي فعاليت لري د کوټى په تودوخه کې د قلوى ، دنريو تيزابونو سره تعامل نه کوي او د القلي او تيزابو د تعامل په وخت کې په اسانې هايدروليز کيږي او د سوډيم سره تعامل نکوي چې پدغه خاصيت د الکولي ايزو ميرونو سره توپير کوي په عمومي صورت سره ايترونه په کيمياوى خواصو کې سره ورته دي مگر د گوگړو په تيزابوکې حليږي ايترو ته د غير عضوي تيزابو سره تعامل ورکړل شي په لاندى ډول تجزيه کيږي:

که چيرى د تيزابو اندازه ډيره وي لاندى تعامل تر سره کيږي:

اروماتيک ايترونه د پورتنې تعامل په شکل په ډېره اسانې په فينول بدليږي.

په اروماتيک ايترونو کې تعويضي تعاملات هم د بنزين په کړۍ کې تر سره کيږي.

ايترونه ثابت مواد دي او د الکولو په شان د القلي فلزاتو سره تعامل نه کوي.

د ايترونو نوم ايښودنه Nomenclature of Ethers

ايترونه هم د هايدروکاربنو د نورو اخيستلاتو په شان په دوه طريقو نامگذاري کيږي چې د عموي نامگذاري او ايوپاک د سيستم د نامگذاري څخه عبارت ده:

A- د ايترو د عمومې سيستم نوم ايښودنه common names of ethers:

ډيرً ايترونه د عمومې نوم ايښودنې په اساس نومول کيږي. د نوم ايښودنې په وخت کې لومړى د ايتر د دواړو الکايل گروپو نومونه اخيستل کيږي او په پاى کې د Ether کليمه راوړل کيږي لکه:

– د ايوپاک په سيستم د ايترو نوم ايښودنه I.U.P.A.C name of ether

د ايوپاک په سيستم کې ايترونه په عمومې توگه د هايدروکاربنو د Alkoxy فعاله وظيفوي گروپ لرونکې اخيستلاتو په څير نومول کيږي چې دا طريقه غوره طريقه ده لکه:

ډاى ايتايل ايتر:

د ډاى ايتايل کيمياوي فرمول دى.

ډاى ايتايل ايتر يوه بې رنگه مايع ده چې سوزيدونکې خوند لري مگر په ياد ولرئ چې بخارات يې د ډېر وخت لپاره تنفس نه کړئ ځکه چې يوه قوي بى سده کوونکې ماده ده او ژر فرار کوي او په 35.5 c° کې جوش کوي. په اوبو کې په لږه اندازه او په ايتايل الکول کې په هر نسبت حليږي او زيات عضوي مرکبونه په ځان کې حلوي. که چيرته داى ايتايل ايتر د اوږدي مودي لپاره د اکسيجن او نور په مقابل کې واقع شي په پر اکسايد تبديليږي چې يو بې پايښته ترکيب دى چې په شدت سره انفجار کوي او د زهريت له امله د بى هوشي په عملياتو کې خطر لرى.

نو بايد په سر تړلو لوښو او رنگه ښيښو کې تړلي وساتل شي.

د ايتايل ايترو کيمياوي خواص:

١- د ايتر د قوي اکسيدايز کوونکې مادي په وسيله په يو تيزابي محلول کې لومړي په الديهايد او وروسته په تيزابو بدليږي.

٢- ايتر د هايدرو ايوديک اسيد HI سره تعامل کوي الکول او ايتايل ايودايد جوړوي.

٣- ايترونه په يو تيزابي محيط کې د تودوخې په اغيزه د اوبو سره په الکولو بدليږي.

د ايتايل ايترو لاسته راوړني:

١- په لابراتوار کې د ايتايل الکولو د دوه ماليکولونو څخه د يو ماليکول اوبو په ايستلو سره ايتايل ايتر لاس ته راځي.

٢- د ويليام سن په طريقه: د سوډيم ايتليت او ايتايل ايودايد د تعامل څخه لاس ته راځي.

په لابراتوار کې د ډاى ايتايل ايترو لاسته راوړني

تجربه:

د لاندې A شکل سره سم په يو بالون کې 150 cm3  ايتانول واچوئ او په هغه باندې 50cm3 د گوگړو تيزاب په تدريجې ډول هر وار 5ml ورډير کړئ او هر ځل H2SO4 په الکولو ور زياتوي نو بايد و ښورول شي له هغه وروسته محلول سوړ کړئ، بيا د شکل سره سم دستگاه وتړئ  او انبيق ته تودوخه ورکړئ او که چيري په انبيق کې شگه يا کريړ واچول شي ښه به وي کله چې تودوخه 140 c° ته ورسيږي د تقطير عمل شروع کيږي، د شير دهن له لاري لږ لږ ايتايل الکول د تقطير شوو ايترو په اندازه ورډير کوئ، د تقطير په عمل کې تودوخه بايد 140 c° باندې ثابته ودريږي، کله چې ټول الکول ورعلاوه شي بايد ٥ دقيقي تودوخې ته دوام ورکړل شي او بيا تقطير شوي ايتر په يوتړلي لوښي کې وساتي. د ايترو د لاسته راوړني په  وخت کې بايد اور وانه چول شي.

ايتايل ايتر
H2SO4 C2H5-OH
A شکل

کړيز ايترونه يا عضوي اکسايدونه:

کړيز ايترونه داسې اټکل کولى شي چې يو ماليکول اوبه د گلايکول څخه جدا شوى دى.

د يادولو وړ ده چې يواځى  عضوي اکسايدونه کولى شي چې د گلايکولونو د ډې هايدريشن څخه حاصل شوى وى. کړيز ايترونه د  په نومونو سره ياديږي لکه:

که که چيري اوکسي ايتلين اساس ونيول شي په صنعت کې لاندې مرکبونه لاس ته راځي:

متناظر ايترونه:

هغه ايترونه چې د اکسيجن دواړو خواو ته يي د R قيمتونه يو شان وي د متناظر ايترو په نوم ياديږي لکه:

Di Methyl ether
Di ethyl ether
Di Propyl ether
Di Buthyl ether
Di Penthyl ether

نا متناظر ايترونه:

هغه ايترونه چې د اکسيجن دواړو خواو ته د R مختلف قيمتونه ولري د نا متناظر ايترو په نوم ياديږي. لکه:

Ethyl-Propyl ether
Butyl-Propyl ether
ايتايل ميتايل ايتر غير متناظر
ايزو پروپايل ميتايل ايتر
Buthyl- Propyl ether
Ethyl-Penthyl ether

د ايترو د کارووني ځايونه

ايتر په روغتونو کې د جراحې په وخت کې د بى هوشه کوونکې مادې په حيث کارول کيږي، هغه ايتر چې ددې هدف لپاره کاروول کيږي بايد ښه تصفيه شي چې د ناروغانو د مړيني سبب نشي او هم هغه ايتر چې د بيهوشي لپاره کاروول کيږي بايد زيات وخت ورباندې تير شي او بايد ښه وساتل شي. څرنگه چې ايترونه ډېر عضوي مرکبونه په ځان کې حلوي نو که عضوي مرکب په اوبو حل شوى وي کولى شو چې د ايتر په وسيله يې جلا کړو، په دې نوموړي محلول باندې ايتر ورډيروواو ښه يې ښورو او بيا د اوبو طبقه د ايترو د طبقي څخه د تفريقي قيف په وسيله جلا کوو.


اخځليکونه:

  1. احرارى، انجينر هابيل د عضوي کيميا د الفاتيک حصه د ساينس او رياضي پوهنځي د کابل پوهنتون د ١٣٤٤ کال طبع.
  2. کوچى، خدايداد د عضوي کيميا   د طبع کال ١٣٨٧ د
  3. همت، سيد شالي د ننگرهار پوهنتون استاد د عضوي کيميا   د طبع کال ١٣٨٧.
  4. روان، مصري خان د ننگرهار عالي دارالمعلمين استاد د ١٣٥٨ کال،  .
WhatsApp chat