د بيوزلۍ او فقر پيژندنه او د له منځه وړلو لارې چارې

لمړی څپرکی

د بیوزلۍ پیژندنه

۱.۱ بیوزلي

بیوزلي داسې يوحالت دې چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري افتصادپوهانوددې لپاره مختلف تخنيکونه وړاندې کړيدي چې دبیوزليلپاره درست تعريف وړاندې کوي ،په لمړي سرکې اقتصادپوهانوبیوزليداسې تعريف کړو.

دعايدهغه کچه چې دژوندلپاره دمتوقع مصرف څخه ټيټه وي .

اقتصادپوهانوداخبره نوټ کړيده چې ناداره کورني دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادومصرفوي . ([1])

يا ،بیوزلي داسې يوحالت دي چې په هغې کې دخلکويوه خاصه طبقه حتى دژوندبنيادي(ابتدايي) ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولئ،بیوزليدوروسته پاتې هيوادونويوه خاصه نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي دبیوزليپه له منځه وړلوکې سخت کوشش کوي ،بیوزليحتى په پرمختللوسيمواوقومونوکې هم وجودلري . ([2])

په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص دژوندمعيارپه پوره کولوکې پاتې راشي اوهغه پوره نه کړاې شي نوهغه فقيرياناداره دې اوهرکله چې هغه دغه معيارپوره کړې شي نوهغه نورغريب نه دې.

ناداره هغه څوک دې چې هغوي دمتوسط عايددلاسته راوړلوڅخه ډيرلرې پاتې وي.([3])

بیوزلي: په نړيواله کچه ډيرزيات بیوزليموجوددې . ديوساده نقطې نظر مطابق دقوت خريددمساوات په بنياد که چيرته ديوشخص سړي سر روزمره عايد يو امريکايي ډالروي نوهغه په خط افلاس يا دبیوزليپه خط باندې ژوندتيروي اوهغه شخص چې دهغه سړي سر عايد ديوډالرڅخه کم وي نوهغه دخط افلاس څخه لاندي ژوندتيروي يا هغه غريب دې ،لهذاددې تعريف په رڼاکې دنړي ټوله آبادي چې هغه 6,2 بليونه ده په هغې کې 1,8 بليونه افرادغريب ياناداره دي ځکه چې ددوي عايدديوډالرڅخه کم دې ،ولې د2,8بليونه افرادوسړي سر روزانه عايدد2  ډالروڅخه کم دې ،غريب افراد دوروسته پاتې غذايي معياراودوروسته پاتې صحت ښکاردي .هغوي خويابيسواده دي اويا هم دهغوي تعليم ناقص اومعمولي دې،هغوي په داسې سيموکې اوسيږي چې هلته چاپيريال ډيرخراب دې.

د1970 په لسيزه کې دبیوزليمسلې ډيراهميت حاصل کړويعنې دهيوادونوپه داخل کې اودهيوادونوڅخه دباندې دبیوزليدحدپه باره کې معلومات کوم قسم کيداي شي نوددې لپاره پدې سلسله کې (دبیوزليدمطلقې سطحې) تصوروړاندې شو .ددې څخه هدف دعايد يوخاص کم نه کم سطح ده چې دهغې په مدد سره خوراک ،لباس اوداوسيدوځاي ددې ټولويوخاص مقدارحاصل کيداي شي اوچې په هغې سره دجسم اورح تعلق قايم وساتل شي مطلب داچې دعايدکچه به مختلفوهيوادونوکې مختلفه وي .

پدې سلسله کې(دنړيوال بیوزليخط) تصوروړاندي شو چې دډالر1985 کال دقيمت په بنياد ددې کچه 370 ډالر مقرره شوي وه. نوددې لپاره دبیوزليدمطلقې سطحې په باره کې لاندې اعدادوړاندې شويدي ،لکه څرنگه چې په 1998 کال کې 1,2 بليونه آبادي چې دنړې دټولې آبادي 24% وه په مطلق بیوزليکې اوسيدل چې په هغې کې800 مليونوافرادوتعلق دآسياسره وؤ ،290 مليونوافرادوتعلق سب صحارا افريقې سره وؤ ،78 مليونوافرادوتعلق لاتينې امريکې سره وؤ ولې 75 مليونوافرادوتعلق دشمالي افريقې اوشرق ميانه سره وؤ.

۱.۲ د بیوزلۍ ډولونه

 ۱.۲.۱ مطلقه بیوزلي(Absolute Poverty)

مطلقه بیوزلييوخاص دکم نه کم عايدکچه ظاهروي چې هغه دژوندي اوسيدلوپه خاطربنيادي مادي ضرورتونه لکه خوراک،لباس اوداوسيدلوځاې دپوره کولولپاره ضروري وي . پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې دهغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوي خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړائ شي اوددې دمعلومولوپه وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک داسې دي چې دهغوي عايد کم نه کم خاص حقيقي عايد لکه نړيوال خط غربت نه کم دې چې په عامه توگه يوډالر روزانه باندې کښل شوې ،خودمختلفوهيوادونولپاره بنيادي ضرورتونه مختلف کيداي شي .خوددې مشکل نه دبچ کيدوپه خاطرماهرين  370ډالره سالانه يايوډالرروزانه د1993 کال دقيمتونو په اساس نړيوال دبیوزليخط ټاکي اوبيا دادهرهيوادخپل کرنسي په قوت خريدکې اچول کيږي چې دهغې څخه ديوهيواددداخلي کرنسۍ په صورت کې دبیوزليخط حاصل کيداې شي .

 

۱.۲.۲ نسبي بیوزلي(Relative Poverty)

دبعضې ماهرينوداخيال دې چې دهغوافرادوشميرل چې دحاصل شوي بیوزليخط لاندې ژوندتيروي څه مناسبه به نه وي لکه که چيرته دبیوزليخط360  ډالرکلنې عايدلاسته راغلې وي اويوفردچې دهغه عايد350 ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد300  ډالردې په ظاهري توګه دادواړه افراددبیوزليدخط نه لاندې ژوندتيروي.خوهغه شخص چې دچاکلنې عايد300  ډالردې هغه به زيات غريب اوناداره وي.([4])

۱.۳ د بیوزلې منحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty)

دبیوزليياغربت دايره نن ورځ په اقتصادي بحثونوکې يوه دودشوې اونامتواصطلاح ده.دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادبیوزليدکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږوپرمختللو هيوادونوکې دپرمختياکچه تل ټيټه ساتي.نرکسي(Nurkse)ددې اصطلاح معناپه دې ډول توضيح کوي دغه دايره چې له يوشمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يودبل دوه برابره عمل کوي نو ځکه غريب هيوادنورهم دغربت اوبیوزلي په حالت کې ساتي دبيلګې په توګه يوفقير سړې دخوړلولپاره هيڅ نه لري،نوځکه وږي دې ،نودده روغتياخرابه شوه ،نوله فزيکي پلوه سست شو،نودده دکارظرفيت راټيټ شو،ددې معناداشوه چې دۍ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نوروغتيايي خرابه شوه نرکسي دهغوهيوادونوپه هکله چې دبیوزليدايره پکې مسلطه ده اودپورته غريب سړي سره يي مشابه کړې وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب دې.

له همدې امله تقريباً تيره پيړي کې پرمختللي هيوادونوپرله پسې ،کال په کال شتمن شول اوترقي يې وکړه خوپرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ، يوپرمختيايي هيواددغربت دڅوڅوکړيوڅخه اغيزمن کيږي ، خودښه کيدونښې يې نه راڅرگنديږي .دهغووگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه خرافاتوگيرخلک دي اودنويومفکورو،نوښتونواوابتکاراتوپه وړاندې ضروري عکس العمل نه ښکاره کوي . ترڅواقتصادي پرمختياراپيښه شي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،بيايي هم نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ددې هيوادونومجموعي فضااوحالت دنه زغملودي ،نوځکه دبیوزليددايرې په موجوديت کې پرمختيااووده نشي پيښيدلي .پروفيسرنرکسي داهم وايي چې دپانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني اولږوي ،داځکه چې دپس اندازله امله دسرمايې عرضه اوپانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي ياپه بله وينا که چيرې پانگه اچونه وهڅيږي نوپانگې ته تقاضاليدل کيږي اوکه پس اندازونه موجووي دپانگې عرضه رامنځته کيږي نوچې کله هم دپانگې عرضه موجوده وه اوهم تقاضا په داسې يوحالت کې اقتصادمخ په ښه کيدو روانيږي ،که پانگې ته تقاضا اودهغې عرضه نه وي دايوډب حالت دې .خودبیوزليددايرې دتسلط په حالت کې ،دعايد دټيټوالي له کبله پس اندازونه کم دي چې پس اندازونه کم دي نودپانگې عرضه کمه ده ،عايدځکه ټيټه کچه کې دې چې مولديت ټيټ دې اومولديت ځکه ټيټ دى چې دپانگې کمښت ليدل کيږي. بيرته هماغه دوران تکراريږي .دپانگې کمښت دپس اندازونودکمښت له امله دى دپس اندازونوکموالې دعايددکمښت له کبله دى .اوپدې ډول يوه دايره جوړيږي چې ددې کلي حکم داسې دۍ په فقيرواوورسته پاتې هيوادونوکې دپانگې عرضه اوتقاضاټيټه کچه کې ده .په پورته توگه مونږدموضوع دښه پوهيدولپاره دوه دايرې چې يوې ته تقاضادايره اوبلې ته دعرضې دايره وايي دبحث لاندې نيسو.(٥)

۱.۳.۱ د بیوزلي دايره دعرضې له نظره

کله چې په يوهيوادکې دعايدکچه ټيټه اوسي هلته دپس اندازلپاره امکانات نه وي اودسرمايه گذارى لپاره لازم پس اندازصورت نه نيسې چې دپانگې کموالي دمؤلديت دکموالي سبب گرځې اوپدې توگه دعايددکموالي سبب گرځې يا بله اصطلاح پومملکت په دې اساس ناداره اوفقيروي چې هغه له مخکې څخه ناداروؤاوندۍ مؤفق شوۍ چې پس اندازاوسرمايه گذارى وکړي .

دبیوزلي دايره دعرضې له نظره