د مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبى ژوند ليک

فهرست
عنوانونه مخ
مخکينۍ خبري ………………………………………………………الف سريزه……….. ………………………………………………..الف، ب، ج
لومړى څپرکى
د مرحوم پوهاند عبدالحى (حبيبي) ژوندليک ….. ………….١
د ارواښاد پوهاند عبدالى (حبيبي) ادبي هلي ځلي…………… ٢
د اروښاد پوهاند عبدالحى (حبيبي) د نثر ښيګيڼې ………….٣
دوهم څپرکى
د مرحوم استاد قيام الدين (خادم) ژوند ليک …………………٤
د اروښاد استاد قيام الدين (خادم) ادبي خدمت ……………..٥
د اروښاد استاد قيام الدين (خادم) اثار…………………………٦
د ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) د اشعارو خصوصيت……٧
درېم څپرکى
د اروښاد استاد ګل پاچا (الفت) ژوندليک…… ………………٩
د ارواښاد استاد ګل پاچا(الفت) اثار … ……………………..١٠
د اروښاد استاد ګل پاچا(الفت) ادبي خدمت………….. ……١٣
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) د اشعارو خصوصيت په تيره بيا د (غوره اشعارو ( ) ځانګړتياوي …………………………١٦
د غوره اشعارو ځانګړتياوي او خصوصيات ………………..١٧
څلورم څپرکى
د مرحوم استاد عبدالرؤف بينوا ژوند ليک……… ………..١٩
پښتو ته په هنري ادبياتو کې د ارواښاد استاد عبدالرؤف (بينوا) خدمت. …………………………………………………..٢٠
د ارواښاد استاد عبدالرؤف (بينوا) اثار ……. ……………….٢١
د ارواښاد استاد عبدالرؤف (بينوا) د اثارو مفکوره ……….٢٢
پنځم څپرکى
د پوهاند صديق الله (رښتين) ژوند او اثار …………………..٢٣
ژوند ليک ………………………………………………………..٢٤
د ارواښاد پوهاند صديق الله (رښتين) ادبي هلي ځلي………٢٥
د ارواښاد پوهاند صديق الله (رښتين) اثار …………………..٢٥
د ستر پوهاند صديق الله (رښتين) د نثر ښيګڼې ……………٢٦
ماخذونه ………………………………………………………….٢٧

لومړى خپرکى
د مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبى ژوند ليک.
مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبى د عبدالحق اخوندزاده زوى، په خټه کاکړ او په (١٢٨٩لمريز) کال د کندهار په ښار کې زيږيدلى دى. حبيبى خپل ځان د ستر عالم حبيب الله کندهارى (حاب اخونزاده) نامه ته منسوبوي نو ځکه ځان ته حبيبي وائى.
حبيبي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندهار په ابتدائې ښوونځى کې تر پنځم ټولګي پوري سرته رسولي دي او تر پنځم ټولګى وروسته په ١٣٠٦ش کال د کندهار کې د ښوونکي په توګه په رسمى کار شامل شو. په ١٣٠٧ش کال د کندهار د (طلوع افغان) اخبار مرستيال وټاکل شو. بيا په ١٣١٠ ش کال د کندهار د طلوع افغان په مدبيريتوټاکل شو او د (لس) کاله يې دغه وظيفه په ښه شان وچلوله. ده په دغه وخت کې د پښتو ژبې او ادب لپاره ډيرى خپروني کړي دي. د پښتو څوقلمى اثار لکه د خوشحال خان خټک کليات، عبدالقادرخان خټک او احمد شاشاه د يوانونه يى، تدوين، تصحيح، مثابله او د اوږدو سريزو سره چاپ کړيدي. د پښتو يو وړوکې قاموس د لعل محمد کاکړ په ملګرتيا د د ،سپيڅلې پښتو، په نامه چې لس زره لغتونه لرى د فارسى ترجمى سره ترتيب او په ١٣١٨ ش کال يې په کندهار کې خپور کړ، پرسيره پر دغو اثارو د (تاريخچه پښتو) تر عنوان الندي د پښتو ادب مفڅله تاريخچه او تذکره يې په پاړسى ژبه وليکله چې د طلوع افغان په اخبار کې په مسلسل ډول خپره شوى ده.
حبيبى په ١٣١٩ ش کال کې کابل ته را وبلل او هلته ورته د پښتو ټولني لوي مدريت ور وسپارل شو. تر دغه وروسته يې د پوهني مشاوري. د مطباعتو د مستقل رياست مرستيال (د پښتو ټولنې مشري) د ادبياتو پوهنځى رياست ، د کندهار د پوهنى د رياست او د چمن د وکالت التجارى وظيفى يې پوليس چلولي دي. بيا په ١٣٢٧ ش کال په ملى شورى کې د کندهار د خلکو له خوا په وکالت غوره کړى شو. په ١٣٣٠ ش کال له خپلى کډې سره پاکستان ته ولاړ او هلته يې تودې سړې ډيري وليدلي او بيا په ١٣٤٠ ش کال بيرته کابل ته راغى او څه وخت د تاريخ په ټولنه کې په خپلو علمى او ادبي ليکنو بوخت ؤ . بيا د ادبياتو په پوهنځي کې استاد شو. تردي وروسته بيا د تاريخ د ټولنې رئيس شو. تردي وظيفى وروسته يې تقاعد وکړ او بيا په په ١٣٥٧ ش کال په پښتو ټولنه کې د اجير په توګه او په ١٣٥٩ ش کال کې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د مشاور په توګه بيرته په رسمى کار (د موزيمونو) دامريه توګ مقرر شو.
حبيبى ډير وخت د پښتو علمي او دابي خدمت ته په کلکه ملاتړلي وه او ډير غوره کتابونه او سودمن اثرونه يې ليکلي دي نو ځکه ورته د پښتو ژبې لوى ليکوال ، مؤرخ، اديب او قوي څيړوندوي وائى.
حبيبى سربيره پردي په پښتو ټولنه کې ډير نوي ځلميان هم روزلي دي او د پښتو خدمت ته يې تيار کړي دي. ده چې د پښتو ادبى ژوندانه په لار کې کوم لوي کار کړيدى هغه د سليمان ماکو او پټې خزانې پيدا کول او خپرول دى ولى چې د پټي خزانې په پيدا کيدو د پښتو ادب تاريخ دوهمى هجرى پيړۍ ته ورسيد او د نثر تاريخ د اوومى هجرى پيړۍ سرته ځان ورساوه.


د ارواښاد پوهان عبدالحى حبيبي ادبي هلى ځلي.
ښاغلى ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي د پښتو ژبې په اوسنيو لکوالانو کې د اوليت ځاى لرى. دى نه يوازي په پښتو کې بلکې په فارسى کې هم پوخ لکوال دى او په داوړو ژبو کې مهم اثار او پاخه اشعار لرى. په تيره بيا د ده ادبي، تاريخى او علمى څيړنې ډيرى ګټوري او د قدر وړ دي او همدى علمى تتبعاتو دا پوه (لکوال په پښتو او فارسى کې د استادى مقام ته رسولى دى. په تيره بيا د پښتو ژبې د اوسني ادبي نهضت په خدمت کې يې زياته برخه اخستي ده.
ارواښاد پوهاند عدالحى حبيبى د خپل حرک قلم په واسطه پشتو ژبې او ادب تشي لمنې ته ډير څه وبخښل او پښتو ژبه يې د دي لارى غني کړه. ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى ښه ليکوال زيردسته شاعر او د خواږه نشر خاوند دى. ده مختلفي دندې د پښتو ژبې او ادب د تاند، ساتلو په خاطر سرته رسولي دي لکه د طلوع افغان د اخبار چلونه او پښتو کونه، د پښتو د څوقلمي اثارو تدوين، تصحيح او په اوږدو سريز ښايسته کول، د پښتو لپاره د قاموس لکلو د (تاريخچه پښتو) تر عنوان لاندي د پښتو ادب مفصله تاريخچه او تذکره، د( سليمان ماکود تذکرى) او پټې خزانې پيدا کول، د مطبوعاتو د رياست د مرستيالۍ دنده. همدارنګه د(پښتانه شعرى) د تذکري ليکل، ترتيب او چاپول، همدارنګ د ده په وخت کې پښتو ټولنې د پښتو ګرامر طبع کول، او د پښتو ټولنې د مشرى. نوموړي په پښتو ټولنه کې ډير ځوانان د لکيوالۍ او پښتو ژبې سره اشنا کړي دي او د پښتو ژبې خدمت ته يې تيار کړى دي.
ښاغلى ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى د بشتو او فارسى څخه علاوه په عربى ارودو او انګريزى ژبو هم ښه پوهيږي، د ښى مطالعى خاوند دى په تيره بيا د ده مطالعه داسى اسلامى او افغانى تاريخ او د پښتو ژبې د ادب او ژبپوهني له پلوه ډيره غني ده.

د ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى اثار
ګڼه د اثر يا کتاب نوم د چار ځاى او نيټه
١- لس کاله د هفته وار طلوع افغان خپرول او ليکل په
پښتو او پاړسو. کندهار
٢- درى کاله د ماشتۍ کابل مجلي خپرول له پښتو ټولنې
څخه. کابل
٣- پښتو او پښتونواله. د کندهار طب ١٣١٧ ش
٤- سپيڅلې پښتو: لس زره فارسى په پښتو لغتونه
او د پښتو فيلا لوژى مقدمه قندهار ١٣١٨ ش
٥- پښتو خود اموز دوه جلده قندهار ١٣١٤ ش
٦- پسو ليسۍ سندره : پښتو منظومه قندهار ١٣٧ش
٧- کليات خوشحال خان خټک: تصحيح او تحثيماو.
مقدمه په پښتو. ندهار ١٣١٦ ش
٨- د عبدالقادر خان خټک کليات ، تصحيح او تحشيه
او مقدمه په پښتو. قندهار ١٣١٦ش
٩- وضع او صطلاحات پښتو. ندهار ١٣١٧ ش
١٠- تاريخچه سبکهاى شعر پښتو (فارسى) کابل ١٣١٩ش
١١- تاريخچه ادبيات پښتو (فارسى) قندهار ١٣١١ش
١٢- مشاهير ابداليان احمد شاه د مخام (پښتو) کابل ١٣٢٢ش
١٣- پيغام شهيد(مشنوى فارسى) ابل ١٣١٤ش
١٤- غزنه. (فارسى مشنوى) کابل ١٣١٥ ش
١٥- د احمد شاه بابا ديوان ، تصحيح او مقدمه (پښتو) کابل ١٣١٩ ش
١٦- پټه خزانه. تصحيح، مقدمه او تعلق (پښتو) کابل ١٣٢٢ش
ګڼه د اثر يا کتاب نوم د چاپ ځاى او نېټه
١٧- تاريخ او ادبيات پښتو جلد اول تر اسلام د مخه دوره کابل١٣٢٤ش
١٨- // // // ، دوهم جلد اسلامي دورمتر
١٠٠٠ هـ (نيم په کابل کې چاپشوى ) ١٣٣٨ ش
١٩- پښتانه شعرى ، اول جلد (پښتو) کابل ١٣٢٠ ش
٢٠- مشرقى شاعرقندهارى (فارسى) کابل ١٣١٢ ش
٢١- جوان مردان و عياران (فارسى) // ١٣٢١ ش
٢٢- طبقات ناصرى : تصحيح و مقابله و تحشيه و تعلق
(٢ جلد فارسى) ، جلد اول کويټه ١٩٤٩ع
٢٣- حورخان ګمنام افغان (فارسى) کابل ١٣٣٣ ش
٢٤- کليد شاهنامه : (فرهنګ بزرګ اسماء واعلام و لغات کشف
الادبيات و مضامين شبنامه فردوسى در سه جلد تحت تدوين
٢٥- تدقيقات پښتو ، ترجمه از دار مستتر فرانسوى، به کمک رشتيا و بينوا، کابل ١٣٢٥ش

٢٦- زرنج و احوال تاريخي ان ، (فارسى) کابل ١٣٢٣ ش
٢٧- تحقيقات راجع به پټه خزانه (فارسى) کابل ١٣٢٤ ش
٢٨- تحقيقات راجع به کتاب ترجمان البلاغه محمدبن
عمر الادويانس (فارسى) کابل ١٣٣٠ ش
٢٩- محقق قندهارى : شرح احوال و اثار مولوى
حبيب الله قندهارى (فارسى) کابل ١٣١٤ش
٣٠- ملتان کالمودى شاهى خاندان ، (اردو) لاهور ١٩٤٩ع
٣١- تاريخ افغانستان از اغاز دوره اسلامي (فارسى) لاهور ١٣٤٠ ش
٣٢- خليلى نامه : (مثنوفارسى) پيښور ١٣٣٤ ش
٣٣- کتابهاى ګم شده تاريخ غزنويان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش
٣٤- تصحيح و مقابله و تعليقات تازه نواى معارف کراچۍ ١٣٣٩ش
٣٥- روابط ادبى و ادى سند با افغانستان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش
٣٦- بلاد قديم و تاريخي خراسان ، جغرافياى تاريخى تحت ترتيب ،
٣٧- شاعر هيرمند هارون خان افغان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش

د ارواښاد پوهاند عبدالحى (حبيبي ) نا چاپ اثار
ګڼه د کتاب نوم د کتاب چاپ کيدو ځاى او نېټه
١- پښتو ولويکان غزنه ، يک تحقيق جديد در تاريخ غزنه
و تاريخ ادبيات پښتو ، ناچاپ
٢- تصحيح و مقابله و تحشيه و تحقيقات طبقات الصوفيه
امام الشيخ الاسلام عبدالله (انصارى) هروى متوفى ٤٨١ هـ
با فرهنګ وفهارس در هزار صفحه از روى سه نسخه خطى ناچاپ
٣- تاريخ تجزيه شاهنشاهى افغان ،(٢ جلد ضخيم فارسى) ناچاپ
٤- نوشته ى من بزبان فارسى و پښتو مجموعه مقالات
ادبى ، منشور و منظوم (( سه جلدضخيم)) ناچاپ
٥- لاله کهسار:(مجموعه اثار شعراى کمنام فارسى زبان افغان ناچاپ
٦- تاريخ افغانستان در عصر تيموريان هند ( فارسى) ناچاپ
٧- مجمع الغرائب و مزار علوى در بلخ ، (فارسى) ناچاپ
٨- درد دل ، (فارسى مثنوى ) ناچاپ
٩- پيام عصر ، (فارسى مثنوى) //
١٠- مد و جزر افغانستان (مسدس فارسى) ١٣٠٨ ش //
١١-د حميد (کشميرى) اکبرنامه تصحيح او مقابله او تکميل ١٣٠٩ش //
١٢- ادبيات جهان (فارسى ) ، //

د مرحوم پوهاند عبدالحى (حبيبي) د نثر ښيګڼې
ستر ليکوال ، مؤرخ ،او قوى څيړندوي مرحوم پوهاندعبدالحى (حبيبي) د پنځو ادبي ستورو له جملي څخه هغه روڼ ، شوخ او ځلاند ستورى دى چې د خپل اورشيندونکي قلم په اساس پښتو ژبې او ادب ته د خدمت او زياتو اشارو د ليکلو له امله دغه نوم غوره کړې دى . ده چې پښتو ژبې او ادب ته د نظم او نثر له ليارى کوم خدمتونه کړي دي هغه په تاريخ کې په زرينو کرښو ثبت وي او پښتو ژبه به د ده خدمتونه هير نه کړي .
مرحوم پوهاند عبدالحى (حبيبي) په نظم او نثر دواړو کې ليکنې کړي دي خو د شعر اړخ يې د نثر څخه لږ او کمزورى دى .
نثر يې خوندور ، پوخ او د هر ډول معلوماتو څخه ډک دى . ده نه يوازې ډېر کړي دي .
د حبيبي نثر خوږ او روان دى . د چاپ مطلب لپاره ډېر دليلونه راوړى او بى نتيجې ليکنې نه کوي .
د ده په نثرى کتابونو کې پښتانه شعرى لومړى ټوک ، او د پښتو ادبياتو تاريخ (دوه ټوکه ) ډېر مشهور دي .
د نوموړى ستر ليکوال د مړينې تاريخ نشته .

دوهم څپرکى
د مرحوم استادقيادم الدين (خادم) ژوندليک
ارواښاد قيام الدين (خادم) په (١٣٢٥هـ ) کال د ننګرهار په شاعرانه ولايت د (کامى ) په ولسوالۍ کې په يوې عالمې کورنۍ کې زيږېدلى دى . پلار يې ملاحسام الدين او نيکه يې ملا على ګل هم د خپل وخت د ساينس عالمان وؤ .
خادم په خټه زاخيل مومند دى .
ارواښاد خادم لومړنۍ زده کړي په ننګراهر ، پيښور او هند کې سرته رسولي دي او د منطق ، صرف ، نحو ، تفسير ، حديث او نورو مروجه علومو د لوستلو څخه وروسته په جلال آباد کې د لومړنى ښوونځي د ښوونکي په توګه په رسمى کاروبار لاس پورې کړ .
څه موده يې په (لوړاګى) کې د پښتنو زامنو ته ليک او لوست ورښودلى دى . په ١٣١٢ هـ ش کال د کندهار په پښتو انجمن کې شامل شو او له دغه وخته يې د ليکوالۍ اساسى دوره شروع شوى .
خادم د افغانستان په داسى دفترونوکې کار کړى دى چې هلته په د علمى مسايلو څيړل ؤ . په تيره بيا د پښتو او پښتونولۍ د پراختيا سره د ده خاصه مينه وه .
خادم په پښتو ټولنه کې د تاليف او ترجمى ، د زيرى جريدى او دايرة المعارف د ترجمى مديريتونه او د پښتو ټولنې علمى مرستيالۍ وظيفه په ښه شان چلولې . څو کاله د (( مشرقى اتحاد)) مدير ؤ . همدارنګه په دې مينځ کې يې د تعاونى ډيپو د پلټنې په څانګه کې هم څه موده د مدير په توګه کار کړى دي . بيا د کندهار د طلوع افغان ، کابل مجلى او (اصلاح) ورځپاڼى د چلونى واګى هم سپارل شوي دي .
خادم دوه درى کاله د پښتو کورسونو لوى مدير ؤ . تر دې وروسته په پښتو ټولنه کې د پو پياوړى عالم په حيث پښتو ژبې او ادب ته کار کړى دى . څه موده يې په ځانګړى توګه د (اولس) جريده هم خپروله . خادم د خپلې ليکوالۍ او شاعرۍ په (٥٠) کالو کې ډېر ادبي او علمى خدمتونه کړي دي او دغه لاريې د يو مسلک په توګه انتخاب کړى بالاخره په ١٣٥٨ ش کال د سنبلى په پنځمه نېټه د دوشنبى په شپه د دى فاني نړۍ څخه په کابل کې د تل لپاره سترګى پټي کړي. او د خپلو خپلوانو لخوا په ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شو .


د ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) ادبي خدمت
اروښاد استاد قيام الدين (خادم) د برې پښتونخوا د پښتو په اوسنۍ ادبي نړۍ کې دپنځۀ ادبي څيرو د جملې څخه يوه مشهوره څيره ده چې د استاذۍ درجې ته رسيدلى دى . ده نه يوازې ژبنې ، فولکوري او اجتماعي مسايل څيړلى دي .
بلکې ډېر پښتانه ځوانان يې په دې لار کې هڅولي او روزلي دي .
ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) ، د پښتو ژبې رښتينې خدمتګار يو پوخ ليکوال ښه شاعر ، نوميالى اديب ، او د فلسفى افکارو خاوند دى . د يادولو وړ ده چې د ده ډېر په زړه پورې مقالې په (اتحادمشرقى) پښتومجلى ، طلوع افغان ، انياس قابل مجلى ، اصلاح ، الفلاح او د پښتو په ((زلمى پښتون )) او نورو مطبوعاتو کې نشر شوى دي .
ارواښاد استادقيام الدين (خادم) د خپل باريک بين قلم په واسطه د نظم او نشر له ليارى پښتو ژبې او ادب ته خدمت کړى دى او د پښتو ژبې ا وادب تشه لمن يې د خپلو ارزښتناکو ويناؤ له ليارى غنى کړه .
د مرحوم استاد خادم لومړنى نظم چې (شه بيدارپښتونه ) نومېږي د اتحاد مشرقى په پاڼو کې چاپ شوى دى .
د ده لومړنى نشر له ادرو څخه يوه ترجمه ده چې د کار او صحت په برخه کې ده په اتحاد مشرقى کې نشر شوى دى .
په نثر کې مرحوم خادم تر ټولو سپيڅلي ، خواږه او خوندور اثرونه يو (نوى ژوندون ) او بل (خيالى دينا ) ده . دا دواړه د ده ادبى شاهکارونه دي .
همدارنګه ده زياتې ترجمې هم کړيدي ، چې (مکارم الاخلاق) يې د ترجمې غوره کتاب دى . د دغه کتاب په باب د ښاغلى مجروح وينا داسى ده . (( د کتاب دا طرز د افادى اسلوب او د ليکلو سبک د مؤلف او مترجم د علم او فوق د قدرت او قوت څخه حکايت کوي . زه د خادم صاحب دا ښه انتخاب او روانه او خوږه ترجمه د شاباس وړ ګڼم . ))
مرحوم خادم په ډېرو ادبى ، علمي او مطبوعاتى مسابقو کې جايزي ترلاسه کړي دي .

د ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) اثار
د مرحوم استادقيام الدين (خادم) کوم کتابونه چې مونږ ته معلوم نه دي او چاپ شوې دي په لاندې ډول دي :

ګڼه د کتاب نوم
١- معلم پښتو ، په کندهار کې چاپ شوى او خپور شوى دى .
٢- پښتو کيلي: لومړى ، دوهم او درېم ټوکونه .
٣- د کوچنيانو اخلاقو پالنه .
٤- روهى ګلونه .
٥- نموى ژوندون.
٦- د مرغلرو اميل : د ده د خپلو شعرونو اميل د‌ى .
٧- پښتونولي ، د پښتو قوانين څيړي .
٨- بايزيد روښان ، د روښانيانو د نهضت يو علمي اثر دى .
٩- خيالي دنيا ، يو غوره ادبى نثر دى .
١٠ نوي رڼا، د ده د مقالو يوه لويه مجموعه ده .
١١- نبوع او عبقريت .
١٢- د شريف سرګذشت ، له اردو نه د يوې افسانې خوږه ترجمه ده .
١٣- مکارم الاخلاق ، له عربى نه ترجمه شوى دى .
د استاد خادم په دغو کتابونو کې لومړني اثرونه تدريسي دي (( پښتونولي )) او ( بايدزيد روښان ) د ښتنى روح د خوځولو دپاره ډېر ښه شيان لري . د مرغلرو اميل يې هم له مرغلرو ډک دى او دغه نور کتابونه يې هم د موضوع او مقصد له مخه ډېر ګټور اثرونه ګڼل کېږي په تېره بيا (( د پښتود تاريخ سته )) چې يوه برخه يې په وږمې مجلې کې خپره شوې ده .

د ارواښاد استادقيام الدين (خادم) ناچاپ اثار
ګڼه د کتاب نوم
١- لوي اصحابان
٢- مکالمات (په فارسى ژبه کې )
٣- د پښتونولۍ پور .
٤- اجتماعي مقالي.
٥- ادبى قصي .
٦- سوګل (ډرامه) ده .
٧- محلي شاعران .
٨- د پښتو ننى ليکوال .
٩- کره پښتو
١٠- نصوص الحکم .
١١- يو مسلمان او ټول يوري: دغه اثر ترجمه شوې ډارمه ده .
١٢- د پښتنو د تاريخ سته : دغه تاريخي اثر مرحوم مولانا خادم په خپلو پيسو په پيښور کې چاپ کړ او يوه برخه يې په ((وږمه)) مجلې کې چاپ شوې ده .

د ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) د اشعارو خصوصيت
ارواښاد استاد قيام الدين (خادم) په نثر او نظم دواړو کې د قوي لاس خاوند دى مګر د نثر پله يې د نظم څخه درنه ده ز
د استاد خادم په ليکنوکې د پښتو او پښتونولۍ مينه په پوره ډول ځلېږي او په دې برخه کې د يوې پخې عقيدي خاوند او د محمدګل (مومند) د سبک کلک پيرو دى . ده په زياتو مشاعرو او مناثرو کې برخه اخيستي ده او او اول نمبر کاميابى يې حاصله کړي ده لکه چې دى پخپله وايى : ( کوم وخت چې د (( ترانه ملى )) دپاره مضمون په مسابقه کې کيښودل شواو د انجمن ١٢ کسو د پښتو اوفارسى اديبانو پکې اشتراک او ګډون کړى وو . د وزير صاحب په حضور کې
مسابقه ما يوړه ……… داسى نورهم ډېر ځله شوي دي . )
د مرحوم استاد خادم د ليکنو په باب ډېرو داخلي او خارجي پوهانو ډېر څه ليکلي دي مونږ يوازې د دوه تنو ليکوالانو او پوهانو نظريې رانقلوو : بينوا په اوسنى ليکوال کې وايې : (( ښاغلى خادم د علمى شخصيت خاوند د فلسفي افکارو څښتن يو منلى ليکوال ، پوه اديب او پوخ شاعر دي )) .
د ده په اثارو کې د محمدګل (مومند) د فکر اغيزه د ورايه څرګنده ده . لکه مرحوم خادم د شاعر مسلک تر عنوان لاندې شعر کې ، شاعر خپل مسلک وطن دوستۍ او نور مسايلو ته په څرګنده توګه اشاره کړې ده . او د هېواد ، قام ولي او ژبى سره پوره مينه ښودلې او د ازادۍ سره مينه لرى .
مرحوم خادم پخپلو ليکنو کې د کړنې او وينا ترمنځ يووالي ته په کلکه اشاره کړې د ده په اثار( او افکارو کې د پښتو او پښتونولۍ مفکوره ډېره قوي ده او په پښتونولۍ دومره مين دى چې وايې (( له اره پښتون نه خاين کېږي ))
ارواښاد خادم په نثر او نظم ډېر کتابونه ليکلي دي چې په نثر کې يې (خيالي دنيا ) چې د ده اشعارو غټ خصوصيت پښتو او پښتونولي ده .
کله چې د لومړى ځل لپاره د محدګل (موند) لخوا لومړنۍ مناثره او ځينې نورې ګرامري پوښتني رامنځ ته شوي نو په دې وخت کې د پښتو ژبه علمي کولو او پرمختيا او نهضت دپاره اوچت ګامونه پورته شوي دي چې دغې نهضت ته استاد خادم داسى ګوته نيولى ده :
( زه ،…. ، څوک ، چا ) مسئله د محمدګل خان (مومند) په لحاظ هر څوک وکړي او د استعمال ځايونه يې وښيئ . هغه به انعام وړى . په دې مسابقه کې ډېر پښتانه اديبان شامل شول مګر په اخره کې هغه څوک چې ما ليکلى ؤ قبول شول او يو اوميګا ساعت او يو پارکر قلم د وزير صاحب له خوا ماته په نمانځنه کې راکړى شول .
د ډارمو له ليکلو کې دى هم انعامى ؤ لکه چې دى پخپله وايې ما په ترجمه کې اول نمبر انعام واخيست . او د ( يو مسلمان او ټول يوروپ) په عنوان مى ډرامه وليکله .

درېم څپرکى
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) ژوندليک
ارواښاد استا ګل پاچا(الفت) د ميرسيد پاچا زوى په ١٢٨٨هـ ش کال کې د لغمان په کڅ کې زيږېدلى دى . د هغه وخت رواجه علوم لکه صرف ، نحو، منطق ، حديث ، تفسير ، معانى او بيان يې د هغه وخت د مشهور علماؤ څخه لوستي دي .
مرحوم استاد الفت د رواجي علومو د زده کړي څخه وروسته د لومړى ځل دپاره په ١٩٣٥ع کال چې د ١٣١٤هـ ش کال سره سمون خوري . د انيس په ورځپاڼه کې د کاتب په توګه په رسمى کار کې شامل شو او د دغه وخت څخه د ده ټول ادبى زيار نه يوازې د کتابونو په پاڼوکې را څرګند شوى بلکى په ورځپاڼو ، جريدو ، مجلو او کالينو کې هم د ده ډېرې مقالى خپرې شوې دي . چې د مثال په توګه يې دلته يو څو نومونو ته اشاره کوو : انيس ، اصلاح ، اتحاد مشرقى ، اولس ، زيرى، کابل ، وږمه ، ننګرهار ، اريانا او نور يا دولى شو . په دغو ټولو مجلو او اخبارونو کې مرحوم استاالفت په خپلو ليکنو کې د ټولنې دژوندانه د سمون لپاره زيار ګاللى ا ډېر څه يې ليکلى دي په ١٣٢٠ لمريز کال کې د اصلاح د ورځپاڼې د پښتو مشاور شو . پس له هغه د پښتو ټولنې عمومى مبصر او د کابل د مجلى چلوونکى ؤ . ده د (زيرى) جريده هم يو کال چلولي ده ورپسې د مشرقى اتحاد (١٩٤٧-١٩٤٩م ) او د قبايلو د مديريت چارى ورسپارل شوې دي . څه موده يې د اولس ملى جريده (١٩٥١-١٩٥٣م ) وچلوله ورپسې يې په ملى شورى کې د وکيل په توګه تيرى کړى چې په لومړۍ دوره کې د شورى مرستيال هم ؤ. د ١٣٣٥ کال څخه را په ديخوا د پښتو ټولنې دمشر په توګه وټاکل شو او بيا د قبايلو د رياست چوکۍ وروسپارل شوه .
مرحوم استاد الفت د ١٩٥٣م کال څخه را وروسته د کابل په مجلې کې د استيک (ښکلاپيژندنه ) تر عنوان لاندې يو لړ څيړنې شروع کړي چې په دې برخه کې ورسره ډېر پياوړو ليکوالانو برخه اخيستى وه .
د پښتو په باب استاد الفت هڅي د (١٩٣٩-١٩٤٥م ) څخه را شروع کېږي او د ده د وکالت او د اولس د جريدى (١٩٥١-١٩٥٣م) پورې را رسېږي چې ډېرې په زړه پورې بريښى او ډېر مواد سړى ته په لاس ورکولى شي .
مرحوم استاد الفت د ١٩٤٢م څخه بيا تر ١٩٤٧ م پورې د کابل مجلى د مسؤل مدير په توګه کار کړى دى او په هغه وخت کې يې ډېرې مقالى او اثرونه ليکلي دي او په خاصه توګه سره د ادب تيورى په برخه کې د ده نوى ابتکارونه رامنځ ته شوې دي .
مرحوم استاد ګل پاچا (الفت) د ٦٨ کالو په عمر په ١٣٥٦ش کال د قوس (ليندۍ) د مياشتى په ٢٨ نېټه د لغمان په کڅ کې يې د دې فانى نړۍ څخه د تل لپاره سترګى پټى کړى . روح دى يې ښاد او خوشحاله وي .

د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) اثار
ارواښاد استاد الفت د خپل ٢١ کلن پښتو ژبې ته د خدمت په نتيجه کې چې دا جرايدو ، مطبوعاتو او کتابونو له ليارې يې کړي دي د زياتو اثارو خاوند دى چې تقريباً د ٢٥ څخه زيات اثار لري . د الفت هغه کتابونه چې چاپ شوى په لاندې ډول دي :

ګڼه د کتاب نوم د چاپ کال
١- د پسرلى نغمه
٢- بله ډيوه
٣- لغوى څيړنې ١٩٤٢م
٤- پښتو سندرې ١٣٤٦لمريز
٥- عالي افکار
٦- څه ليکل يا ليک پوهه ١٣٢٨لمريز
٧- ادبى بحثونه
٨- پښتو کيلى پنځم جلد اول ټوک
٩- پښتو کيلى پنځم جلد دوهم ټوک
١٠- د ازادۍ پيغام
١١- غوره اشعار ١٣٣٦لمريز
١٢- لوړ خيالونه او ژور فکرونه
١٣- منطق
١٤- غوره نثرونه
١٥- املاء او انشاء ١٣٣٨لمريز
١٦- ليکوال
١٧- نوى سبک او نوى ادب
١٨- د زړه وينا
١٩- ملي قهرمان خوشحال خان خټک

د ارواښاد ګل پاچا (الفت) ناچاپ کتابونه
١- نوى څرک (د پښتو لغاتو مقايسه د نورو ژبو سره )
٢- څه ګورم او څه اورم ( يو علمي او انتقادى اثر دى )
٣- اجتماعى نظريات
٤- ښه لټون
٥- د ټولنې علم (ترجمه)
٦- د موفقيت لار (ترجمه)

د ارواښاد استاد ګل پاچا ادبى خدمت

ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) نوميالى شاعر ، ستر اديب ، وطن پال ، د ټولنې خدمتګار ، ……، عملي نقاد، فيلسوف ، ژورنالست ، په اولسى جرګه کې د خلکو وکيل ، د پښتو ټولنې مسلکى مشر ، د لوى جرګې وکيل ، د پوهنتون استاد ، سياستمدار ، د ويښ زلميانو فعال او تکړه غړى ، په تاشکند کې د افريقا او اسيا د ليکووالانو د بين المللى سيمينار ګډون کوونکى ، بشر دوست ،د بى سوداۍ سخت دشمن د شرق پيژندنې د بين المللى کانګرس تکړه غړى ، په شلمه پيړۍ کې د ختيځ ادب داسمان ځلاند او روښان ستورى او د پښتو د معاصر هنرى نشر يو ځانګړى اتل او د ځانګړى سبک خاوند بلل شوې دى .
مرحوم استاد الفت د وطن يو پياوړى اديب او نوميالى شاعر دى ده د پښتو ژبې د پرمختګ په لار کې ډېر خدمتونه کړى دي او ډېر اثار يې ليکلي دي . چې د دې اثار تقريباً د ٢٥ خخه زيات دي .
مرحوم الفت د ١٩٣٥ م کال چې د ١٣١٤ هـ ش سره سمون خوري د پښتون ژبې خدمت ته يې په کلکه ملا وتړله او د لومړى ځل لپاره د انيس په ورځپاڼه کې د کاتب په حيات مقرر شوى دى چې په دغې موده کې يې په هېواد کې داخل او خارج په مختلفو جرايدو او مطبوعاتو کې په جلا ، جلا ډول سره د ده ليکنې خپرې شوي دي . چې دلته د څو ورڅپاڼو او جرايدو نومونو ته اشاره کوو : انيس ، اصلاح ، اتحاد مشرقى ، اولسى ، زيرى ، کابل ، وږمه ، ننګرهار ، اريانا، او نور يادولى شو .
مورحوم استاد الفت د هېواد ډېر ځوانان شاعران او ليکوالان د ليکلو سره اشنا کړي دي او پښتو ژبې او ادب ته يې بى بها پانګه بريښي ده .
د فولکور په برخه کې کې هم استاد الفت ډېر څه ليکلي دي هغه د هغو لنډو کيسو ماسټر دى کومى چې نه يوازې هنرى اړخ لري بلکى فلسفي مفهوم هم پکې ځاى شوى دى او د دې سره ، سره سبکى خصوصيات هم پکې ښودل شوې دي .
ده د (پښتو کيلى ) په څو ټوکونو کې د پښتو کايتونه ، ترجمى او فولکوري موضوعاګانې راغونډى کړي دي . د ده بل په زړه پورى اثر ( درى هيلي ) هغه کوچنۍ کيسه ده چې د ښځى او ميړه د خيال بافۍ او همدارنګه د دوي د ژوندانه حالت په کې ښه انځور شوى دى .
د پښتو په معاصر هنرى ادبياتو کې د ښاغلى الفت د اثارو اغيزه د يو ريفورمست وطن پال او وطن دوسته په صفت د ورايه ښکاره ده ځکه چې د پښتو ژبې د هنرى ادبياتو په پراختيا کې يې ډېرې هلي ځلي کړي دي .
همدرانګه د ده د نثر يوه بله کيسه (ښه مشوره) نومېږي چې په دې کې هغه د ژوند اصلي اړخونه څيړلى دي . د ده د مقالو او کيسو موضوع ګانې بيلابيلى خواوې او د ژوند ډول ، ډول اړخونه لوڅوي په ( سبا راتلوونکى ورځ ) کې هغه دا په ګوته کوي چې داسى ورځ راتلوونکى ده چې بې وزلي او غريبى د منځه لاړه نشي او ناڅاپه نيک بختى او ښه ژوند د ځان سره راوړى . الفت په خپلو ليکنو کې خپلې پښتنې ټولنې ته د بيدارۍ چيغى وهى او هغوئ ته داسى وصيت کوي چې په خپلو منځونوکې يو شي ، بى اتفاقى او بى اعتدالى له منځه وباسى او يو بل ته د ورورګلوۍ او همدردۍ لاسونه ورکړي .
همدارنګه په هنرى اثرونو کې پخپله مرحوم استاد الفت ته د (( پښتنو کېږدۍ )) ډېره په زړه پورې بريښي ، ده په دغه هنرى اثر کې يوغټ اجتماعى مفهوم ځاى کړى دى . لنډه دا چې د دوي د ژوندانه ټول اړخونه يې څيړلي دي . د ده يو بل مضمون چې ډېر په زړه پورې دى . چې په کابل کالنۍ کې خپور شوى دى چې (( بله دنيا )) نومېږي ليکوال په دى مضمون کې ليکوالانو ته ښه مواد په لاس ورکوي .
مرحوم استاد الفت د افغانستان په ډېرو اقتصادى او اجتماعى شرايطو کې په کلکه خپله ادبى مبارزه پرمخ بيولى ده او د دغه وخت پيښې يې په هنرى نثر سره روښانه کړى دي چې دغه مفکوره د ١٩٥٦م کال پورى نه يوازې په جرايدو کې بلکى د يوې مجموعې په توګه چې (( غوره نثرونه )) نومېږي په کال ١٩٥٧م کې په کابل کې خپره شوى ده چې د دې خبرو ښه روښانه نمونه ده .
مرحوم استاد الفت که ديوې خوا شاعر او ليکوال دى نو د بلې خوا يو علمي نقاد هم دى چې د هغه وخت په حاکمانو او شاهى نظام باندې د انتقاد غشى اوروي چې ښکاره نمونى يې ( دوه جنازى ) ، (خان لالا) ، (حاکمه تاته وايم ) ، (بډايى ) ، (غريب ماشوم ) او نور د يادونې وړ دي .
د مرحوم استاد الفت د دوه جنازي ، دوه مامورين ، … او نورو څخه هم دا جوتېږي چې دى په مقايسوي ادبياتو کې هم د پوره لاس خاوند دى چې د هغه وخت ناخوالي او ناکاره دودونه يې غندلى دي . د ژب پوهنه په برخه کې د ده ليکنې د يادولو وړ دي چې ( څه ليکل يا ليک پوهه ) يې غوره بيلګه ده .

د اوراښاد استاد ګل پاچا(الفت) د اشعارو خصوصيت په تيره بيا د (غوره اشعارو ) ځانګړتياوې
خداى بخښلى استاذ الفت د معاصرو پښو ادبياتو يو ستر نقاد د هنرى نثر يو اتل نماينده او په پښتو شاعرۍ کې د ډېرو ګټورو اجتماعى موضوعاتو د سپړلو نه بغير د نوى تخيل شاعرانه ابتکار خاوند ګڼل کېږي .
د مرحوم استاد په نظر شاعرى د هر چا کار ندى ممکن ډېر کسان و کولى شي چې ژبې ته هنرى فورم ورکړي ، الفاظ سره وپيوى او يا حتى خبرى هم د وعظ او خطابۍ مقام ته ورسوي خو کومو شايانو ته چې دى په شاعرى کې غاړه ږدى هغه د معانى کيفيت ، د قوم غم ، د فکرونو انتقال ، د حقيقت لټون او ذره بينى او ورسره ، ورسره دلفظى هنر ښکلي صفتونه او ابتکار . که رښتيا هم مونږ په دغو صفاتو کوم شاعر لټوو نو ((الفت)) نه پرته بل څوک نشى کيداى ، دى پخپلو اثارو کې د ژوند د عادى پيښو ټکرونه ګورى او د هغوي د نتايجو نه لا د پخوانه خبر دى .
دا د ده خبره ده چې وايي ( په لاره ډېر خلک تيرېږي څوک هغه مرغلره مينده کوي چې د کومى ښکلې پيغلې د اميل نه لويدلى وي او څوک زاړه ديوال توره کټوه ګورى ) . د ده د بصارت همدغه قوت او استعداد هغه اثارو ته ابتکارى رنګ ورکړى دى چې د تخيل په ګاڼه ښکلى شوى دى ، زمونږ په نظر د دې هر شعر منتخب دى .
په شاعرۍ کې د استاد الفت يو خصوصيت دا دى چې د کتابى منطق او عصرى د يالکتيک پرځاى طبيعت ده مراجعه کوي او د هغه ځاى څخه ژوندي مثالونه راوړى او د کتابى د يالکتيک پرځاى د ژوند د يالکتيک ګورى او د هغه د اضدادو ټکرونو سنتيز ته ځير لا څه چې ان لا د پخوا نه پرې پوهېږي .
د ده په اثارو کې مهمه موضوع داده چې افغانان خپل وروسته والي ته متوجه کړي او د نوى ژوند لپاره را بيدار شي او په ټولنه کې هر قسم نارواګانې او ناخوالي لکه رشوت ، خيانت ، ريا ، بيسوادي ، چل او فريب او نورى ډېرې مسئلى را څرخيدلاى شي .
کوم شى د دې چې ټولو سره په څنګ کې ډېر با ارزښته دى نو هغه د شاعرد اجتماعى ايديال نه راپورته شوې فکري ازادى ده . ځکه په کومه ټولنه کې چې فکرى ازادى نه وي نو هلته انتقاد نشته او چې انتقاد نه وي . نور نو بيا د اصلاح او سمون چارى لږى څه ګرانېږي .
هغه ډېر پيچلې ورځني موضوعات په ارامه لهجه او سړه سينه بيان کړى دى د هغه ډېرې ليکنې د وعظ او نصيحت په شکل دى . خو طبقاتى ليکنې په کې په ښکاره ډول ځان څرګندوي ، دغسى عبرتناکه او د نصيحت نه ډکى ليکنې نه يوازې د استاد الفت د اثارو خصوصيت دى بلکې د دغې دورې اکثره ليکنې دغه رنګ ټيپ لري .
محترم استاد مرحوم الفت ( شاعر او عالم ) يا (شعر او علم ) يو تر بله سره نه مقابله کو او وائې چې هر يو ځانته جلا خصوصيات لري او دواړه د انسان لپاره ښه خدمت کولاى شي . د شعر سره يې يوه خاصه مينه درلوده او په دى برخه کې د ولى استعداد خاوند ؤ . هغه پخل اثر ( ادبى بحثونه ) کې د شعر ارزښت د انسان په ژوند کې اغيزناک ښودلي دي او د دې خبرې د ثبوت لپاره يې د خوشحال خان (خټک) ، رحمان بابا ، حميدماشوخيلپ او د کاظم (شيداء ) ، داشعارو نمونې راوړې دي .

د غوره اشعارو ځانګړتياوې او خصوصيات
د ارواښاد استاد الفت (غوره اشعار) په ١٣٣٢ ش کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوه چې د عنوانونو په ترتيب په کې ٢٤٨ بګتۍ او څلوريزې او نور شته . په هنرى لحاظ دا د مرحوم الفت د اشعارو يوه ډېره اوچته مجموعه ده ، چې د ادبى فنونو (بيان د معانى او بديع ) د قوانينو او اصولو په رڼا کې جوړه شوي ده . ژبه يې ساده او ښکلى ده او د مطالبو د افادى لپاره زاويد او حشويات نه لري . د معانيو د ادا کولو لپاره ښکلي او موزون قالبونه پيدا کوي .
د مرحوم استاد الفت د (غوره اشعارو ) د مطالعى څخه دا نتيجه لاس ته راتللى شي چې د هغه د لينکنې او منځته راتګ محرکه لکه چې مخکې مو وويل د افغانانو وروسته والى او د هغوى بيدارول دى . خو د دې سره په څنګ کې يو لړ نور داسى مضامين هم شته چې په افغانى ټولنه کې د ټيټ او پاس څخه يې سرچينه اخيستى ده .
د ده د شاعرۍ يو بله ستره خوځونکي قوه هم د افغاني اجتماعي نا انډول توب دى ، د مرحوم الفت په غوره اشعارو کې د عشق سندرى ، اجتماعى درسونه ، قومى ترانې ، د مليت جذبې ، د ويښتيا نارى ، د ازادۍ پيغامونه ، د اخلاقو پلوشي ، انتقادى روح ، نوى خوندونه ، د ژوند رمزونه او داسى نورې ښيګڼې چې وهى . يعنى د ده په اشعارو کې ټولى لفظى او معنوى خوبۍ موجودى دى . د خلکو او اولس سره پوره مينه او علاقه ښائى ، د بى وزلو ، پريوتو او غمجنو په حال ځان خبروي او د دوي په غم او درد کې ورسره ځان شريکوي .
په اخر کې ويلاى شو چې د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت ) (غوره اشعار) د افغانى تنوير د مختلفو موضوعاتو يو ښکلى مجموعه ده چې د ده ټولنې غوښتنې چې په خپل وخت کې يې د هغوي د عملى کولو او تطبيقولو تقاضا کوله د هغه وخت داجتماعى شعور د ودى او د ده د اولس د پوهى او درک د سيمې نه لږ څه لوړى وي .
نو په دې اساس دى پخپله هم په هغو ټولو باندې د پوهيدلو لپاره پښتانه مجبوروي بلکى د اجتماعى تکامل نورو پوړيو ته پرېږدي .


څلورم څپرکې
د مرحوم استاد عبدالرؤف بينوا ژوند ليک
مرحوم عبدالرؤف بينوا د معاصرو پنځه ادبى ستورو له جملې څخه يو روڼ، ځلاند او روشانه ستورى دى. چا چې پښتو ته اب وتاب ورکړ او د پښاتو ادب ناوى يې د خپلو ويناؤ په ګاڼه وپسوللمه.
ارواښاد استاد عبدالروؤف بينوا د ملاعبدالله زوي په خټۀ اليزى پښتون دى چې په (١٩١٣م) کال د کندهار په (پاسمول) کې زيږيدلى دى. د عربى، دينى او ژبنى علمونه يې لوستى دى.
بينوا د پخوا څخه د شعر او شاعرى سره مينه درلوده. دده لومړنيى اشعار په طلوع افغان کې خپاره شوي دي. په ١٩٣٦م کال کابل ته راغى او په ١٣١٨ش کال په پښتو ټولنه کې د لومړني عړي په توګه شامل شو او له دغه وخته دده لکوالۍ او شاعرى رسمى دوره پيل شوه. بينوا د خپل استعداد او زيرکى له کبله ډير ژر د غړيتوب له کرښي څخه ووت، څه موده د صحافت د څانګې مدير، د کال مجلى چلوونکى، او د پښتو ټولنى مرستيال ؤ. بيا په ١٣٢٥ ش کال کې د پښتو ټولنې لوى مدير شو. همدارنګه د ((هيواد)) ورځپاڼى لومړنى کڼه هم دده په مشرى چاپ شوى ده پنځه کاله دغه درنه وظيفه وچلوله او پس له هغه په مطبوعاتو کې د نشرياتو مدير شو. ورپسې بيا په نوى ډيلى کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتو د نماينده په توګه مقرر شو. په ١٣٣٥ لمريز کال کې د کابل راديو د رياست دنده ور وسپارل شوه. په ١٣٤١ش کال کې د مصر په افغان د سفارت کې د مطبوعاتى نماينده په توګه مقرر شو.
په ١٣٤٤ش کال بيا د کابل راديو رئيس شو. څه موده د قبايلو مرستيال ؤ او ورپسي بيا د محمدهاشم ميوند وال په کابينه کې د اطلاعاتو او کلتور ويزير شو. په ١٣٥٩ش کال کې د افغانى سفير په توګه په ليبيا کې مقرر شو.
کله چې بينوا د پښتو ټولنې مشر ؤ نو په همدي وخت کې د ((ويښ زلميانو) د ګوند د مفکورى طرحه وشوه او بينوا د خپلو نورو هم فکره ملګرو سره ددغه سياسي جريان په جوړولو کې چټکه ونډه واخيسته.

پښتو ته په هنري ادبياتو کې د ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا خدمت:
ارواښاد استاد عبدالروؤف بينوا نه يوازى شاعر، ناقد او مورخ دى بلکې ښه ليکوال هم دى.
ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا تاريخى او ادبي څيړنې هم کړى دى، مګر لوى صفت يې د ډرامو ليکلو فن دى. پدي برخه کې ډير غښتلى دى او په بره پښتونخوا کې لومړى سړى دى چې (زوړ ګنهګار) يې مشهوره ډرامه ده.
ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا په دغې ډرامه کې د ډير زيات شهکارى څخه کار اخيستى دى ځکه چې ده د زوړ ګنهکار يعنى د هغو چرسيانو چې د ډير زيات وخت څخه د چرسوپه لوګيو، نشو او تماشو کې مبتلا وى د هغوى سمه نقشه داسى ترسيموى چې ته به وايى چې زه يې د سينما په پرده باندي ګورم. د هغو چرسيانو د دوؤ ګوتو او ورغوى اواز داسى ښائى کله چې چرسيان خپل چرس پخوى، د دوو ګوتو پواسطه په ورغوى باندى پړق ورکوي. نو دغه صحنه ترسيمول په حقيقت کې دده په شهکارى پاندي دلالت کوي.
همدارنګه د ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا نوري ډرامې لکه ځلمى شهيد، اشتبا، (په پاړس ډرامه ده) اشيانه نقاب (په پاړس ډرامه ده)، زرنګ (په-پاړس ډرامه ده)، د پورته خبرې د پاره د ثبوت ښکاره بيلګه ده.

د راواښاد استاد عبدالرؤف بينوا اثار:
بينوا د پښتو د فرهنګ د پاره ډير کتابونه ليکلى او ډيرې جايزي يې هم اخيستى دده دغه لاندي کتابونه تر اوسه څرګند شوى:
ګڼه د کتاب نوم
١- پښتو کلي. درسى کتاب دى.
٢- پرديس په پښتو نظم د ډاکټر اقبال د- (مسافر) ترجمه ده.
٣- پښتو د شاهانو په دربار کې يوه ښه ترايخي رساله ده.
٤- پښتنې مېرمنې.
٥- مېرمن نيکه.
٦- د غنمو وږى په نظم دى.
٧- ادبى فنون يو علمى درسى کتاب دى.
٨- چند اهنګ ملى په پاړسى ژبه د پښتو اهنګونه.
٩- خوشحال خان خټک څه وايې يو تحقيق او علمى اثر دى.
١٠- پښتو نستان د پښتنو په باب پوره معلومات لرى.
١١- د ډمستر پښتو څيړنې دحبيبى په ملګرتيا په پښتو ترجمه کړى.
١٢- پريشانه افکار
١٣- د زړه خواله .

ګڼه د کتاب نوم
١٤- پښتو قرائت
١٥- د کيتاب جلسى درجمه
١٦- هوتک ها د هوتک تاريخ دى.
١٧- خوشحال او پسرلى يوه کوچنۍ رساله ده.
١٨- پاچاخان د فارغ خارى له اردو نه په پارسى ترجمه ده.
١٩- اوسني ليکوال په درى ټوکه کې.
٢٠- نظرى په پښتونستان
٢١- ليډران امروزى پښتونستان
٢٢- زوړ ګنهکار ډرامه
٢٣- ځلمى شهيد ډرامه
٢٤- اشتباه په پاړسى ډرامه ده.
٢٥- اشيانه نقاب // // //
٢٦- حکومت بيدار است // // //
٢٧- د ويښ زلميانو مجموعه هم دده په اهتمام خپزه شوي ده.
٢٨- زرنګ په پاړسى ډرامه.
٣٠- د پيرمحمد کاکړ ديوان دده په سريز ما وسمونه خپور شوى دى.
٣١- د رحمان بابا // // //
٣٢- د کاظم شيدا // // //
٣٣- د افغانستان نوميالي په درى ټوک کې.
٣٤- د افغانستان تاريخي پيښي لومړى ټوک.
د بينوا په دغه کتابونو کې (پښتني ميرمنې، ادبى فنون، ميرويس نيکه،خوشحال خان خټک څه وايې، پښتونستان، اوسني لکوال او پريشانه افکار) د پښتو مهور او ګټور کتابونه دى.


د ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا د اثارو مفکوره:
ارواښاد استاد عبدالرؤف بينوا په يوشعر. نوى ژوندون غواړم، کې د ويښو کوښښونو د روحې سره برابر د خپل زړه ارمان څرګند کړى دى او خپلو هيواد والو ته د خپلواک افغانستان په جغرافيوى حدودوکې د نوى ژوند په جوړولو ليګياشوى دى. بينوا سربيره په خپلې مورنى ژبې پښتو په عربى او فارسى ښه پوهيږي ده په نظم او نشر کې ډيرى پخې ليکنې کړي دي. دده پخواني شعرونه او نشرى ټوتي يو زيردست انتقادى روح لرى. په ډيرو ليکنوکې يې د قوم او بى وزلي اولس غم ژړلى دى . دده د اشعارو د سلسلى يعنى. (پريشانه افکار) اساسى موضوع داده چې په هغه وخت کې په موجوده ژوند باندى راضى ندى. مګر وروسته د ده په راتلونکو اثارو کې بيا هغه پخوانى او ايډيال نه ليدل کيږي.
مرحوم استاد عبدالرؤف پينوا د پلټنې او څيړنې ډير شوق لري دده په شعرونو کې د مستى او جومش ، غم او خفګانه دواړه اړخونه ځان ښکاره کوي. کله د يتيمانو په حال ژاړى او کله له زرکو سره خاندى مګر توپير دادى چې ژړا يوازى په شعر کې وى او خندا په شعر او عمل دواړو کې وى.
مرحوم بينوا په نثر ليکلو کې هم يو خاص ډول ليکنه کړي ده چې منشور شعر يا ازاد شعر ورته ويلائ شي.
سربيره په دى ټولو مسايلو مرحوم بينوا يوښه مترجم هم دى او ډيرې ترجمې يې کړي دي ځتيځ پوهان د مرحوم بينوا(پريشانه افکار) تر ټولوغوره اثر بولى او وائى چې په دى. ډول ليکنه کې يې د ټاګور د نثرى شعرونو تقليد کړى دى.
په رښتيا سره چې د مرحوم استاد عبدالرؤف بينوا په پريشانه افکارو کې يو قومى او پښتنې دود پروت دى او دا هغه دود دى چې مرحوم پوهاند عبدالحى حبيبى، استاد مرحوم قيام الدين خادم، مرحوم استاد ګل پاچا الفت، او مروحوم پوهاند صديق الله ريشتين او ….. نور په اثارو کې هم پريښى.
مرحوم بينوا نه يوازى شاعر، نقاد او مروخ دى بلکى ليکوال هم دى. نثر يې خوږ او روان دى کومه معنوى غوټه او کړکيچ نه لرىو د جملو د جوړښت کموزوري نه لرى، نا اشنا او درانه لغتونه نه استعمالوى.
مرحوم بينوا د ليکنې سبک تر ډيرې اندازى پوري له خپل محلى رنګ څخه وتلى دى او د هر ځاى پښتانه پرى په ازاد ډول پوهيدلاى شى.
د مرحوم استاد عبدالرؤف بينوا په نثر کې د زړه خواله او پښتونستان مشهور اثرونه دي.




پنځلسم څپرکى
د مرحوم پوهاند صديق الله رشتين ژوند او اثار
ژوند ليک :
مرحوم پوهاند صديق الله (رشتين) د پښتو ژبې او ادبياتو يو مسلکي استاد ، پياوړى او ستر ليکوال ، محقق اديب او نقاد ژورناليست دى او له پنځو پنځو ادبي ستورو څخه هغه يو ځلانده ستورى دى چې پښتو ژبه يې د نړۍ د ژونديو ژبو سره سياله کړې ده .
د مولوي تاج محمدخان چې په مهتم صاحب مشهور وه زوى وى په ١٢٩٨ هـ ش کال د مومندو په ازاده علاقه غازى کې زيږېدلى چې په خټه سليمان خيل دى . کله چې د هند ازادى غوښتونکيو د مولانا محمودالحسن په فتوى د هجرت سلسله شروع کوه نو مولوى تاج محمدخان د ترنګو له حاجى صاحب سره ملګرى شو او د مومندو ازادى علاقى ته راغى . پوهاند (رشتين) لومړنۍ زده کړه په غازى اباد کې ترسره کړه . پر ١٣١١ هـ ش کال د هډى په نجم المدارس کې داخل شوه په ١٣١٥ هـ ش کال د کابل په دارالعلوم کې شامل شوه له دارالعلوم د فراغت وروسته يې د رسمى ماموريت دوره پيل شوه .
پر ١٣١٨ هـ ش کال د ادبى انجمن او پښتو ټولنې د قواعدو د څانګى مدير وټاکل شو په ١٣٢١هـ ش کال د پکتيا ولايت د وړانګى جريدى موسس او لومړى مدير وه . په ١٣٢١ هـ ش کال د پښتو ټولنې د معاون کفيل او د لغاتو او قواعدو مدير شو په ١٣٢٢هـ ش کال د فراه سيستان د جريدى موسس او لومړى چلوونکى وه . په ١٣٢٩هـ ش کال پر نورو وظايفو سربېره د هېواد جريدى چلوونکى هم وه . له ١٣٢٥هـ ش کال څخه تر ١٣٢٩هـ ش کال پورې د پورتنيو وظايفو سربېره يې د ادبياتو په پوهنځي کې د استاد دنده هم درلوده.
په ١٣٣٠هـ ش کال د پښتو ټولنې عمومي مدير وټاکل شو په ١٣٣٤هـ ش کال د پښتو ټولنې رئيس شو په ١٣٣٥ هـ ش کال د پوهنى وزارت مشاور او ادبياتو پوهنځى رسمى استاد وټاکل شو په ١٣٣٦هـ ش کال يې لومړى رتبې ته ترفيع وکړه او ادبياتو په پوهنځى کې د پوهنوال علمي رتبه ورکړى شو . په ١٣٤٠هـ ش کال پوهاند شوه په ١٣٤٢هـ ش کالد په درېم ځل د پښتو ټولنې رئيس وټاکل شو چې دادوره يې لس کاله وه او په ١٣٥٢هـ ش کال تقاعد ورکړى شو په پورتنيو وظايفو سربېره يې له ١٣٢٨هـ ش کال څخه تر ١٣٤٨هـ ش کال پورې په کابل راديو کې مختلف پروګرامونه ليکل او چلول .
په پښـتو ، درى ، عرس او اردو ژبو ښه پوهيده ، مقالى کتابونه او ترجمى يې ورڅخه کړې دى . د صدارت ، پوهنى وزارت او مطبوعاتو له اړخه يې زيات مډالونه او نښانونه اخيستي دي . تر ١٥ زياتو اثارو او کتباونه يې لومړى ، دويمه او درېمه درجه جايزې ګڼلي دي . ايران ، مصر ، هندوستان ، مسکو، پاکستان او د پخواني شوروى اتحاد اکثرو جمهوريتونو ته يې سفرونه کړي دي. په ډېرو زياتو کنفرانسونو، سيمينارونو او علمي ټولنو کې يې ګډون او ويناوې کړې دي .
ارواښاد پوهاند صديق الله (رشتين) د ښتو ژبې او ادب پنځم ادبي ستورى ، ستر محقق او ليکوال ، پښتو ژبې ته د خپل شپيته کلن خدمت په نتيجه کې د يوې اوږدې ناروغۍ له امله د ٧٩ کالو په عمر پيښور په عمومي روغتون کې يې د دې فانى نړۍ څخه د ١٣٧٧هـ ش د ليندى د مياشتى په پنځمه نېټه د تل لپاره سترګى پټې کړى . او د خپلوخپلوانو لخوا په ننګرهار (بهسود) کې خاورو ته وسپارل شو روح دى يې ښاد او خوشحاله وي .

د اروښاد پوهاند صديق الله (رښتين) ادبى هلې ځلي
د پښتو ادب په نوى ژوند او بڼه کې د يوې پښتونخوا د ليکوالانو عالمانو او اديبانو برخه ډېره جوته او څرګنده ده ، او د ښاغلى رښتين ځلانده ، هسک علمي او ادبى شخصيت په دغو کې يو جدا او اعلى مقام لري .
ارواښاد پوهاندصديق الله (رښتين) په يوې پښتنه او عالمه کورنۍ کې زيږېدلى دى چې پښتو يې ويله ، پښتو يې کوله او پښتو يې ليکله ، دلته ماته د مرحوم قيام الدين (خادم) صاحب هغه وينا سترګوته ودرېده چې ويل به يې (له اره پښتون هيڅکله نه خاين کېږي ) نو رښتيا په چا کې چې پښتونولي وي ، د پښتني مور شيدې يې رودلي وي هغه هيڅکله د خپلې ژبې ، فرهنګ ، کلتور او ثقافت څخه نشى تيرېدلاى نور مرحوم رښتين صاحب همدغسى سوچه پښتون ؤ . ځکه چې ده عربى دارلعلوم (ديني مدرسه ) ويلې ده . چې د ديني علم د حاصلولو څخه وروسته يې خپلې محبوبې ژبې پښتوته په کلکه ملا وتړله او د پښتو ادب تشه لمن يې د قلم په واسطه د قيمت بها اثارو څخه ډکه کړه .
مرحوم پوهاند صديق الله (رښتين) د علميت يوه ستن وه چې تل يې د پښتو د خدمت د ځانګو رسۍ په خپلو مينو لاسونو مظبوطه نيولې وه . تل يې له جنګ څخه نفرت کاوه .
او د پښتنو په منځ کې اتحاد يې يوازينى مقصد وه ځګه سياست او ادب هر يو ځانته ځانګړى خصوصيات لري يو د بل متولد هيڅکله نشى جوړېداى .
ارواښاد پوهاند صديق الله (رښتين) د پښتو ادب له سرخيلانو څخه هغه سرخيل دى چې د ارواښاد وزير محمدګل خان (مومند) ستر ارمان يې په رښتينولۍ سره پوره کړ چې نن يې تر سيورې لاندې ګرد ملت ناست دى او پر کارونو يې فخر کوي .
اروښاد پوهاند صديق الله (ريښتين) د پښتو ژبې د خدمت په خاطر په پښتو ټولنهه کې مختلفى دندې اجراء کړي دي . چې د مطبوعاتى ادبي ، ژبني ، ګرامرى ، تاريخى او نورو علمي ليکنو سربېره يې ډېر نوى ليکوالان او ځلميان له ليکوالۍ سره اشنا کړى دي .
ارواښاد پوهاند صديق الله (رښتين) د پښتو ادب د ژوندانه لپاره ، د پښتنو تاريخ دادب تاريخ ، غږ پوهنه ګرامر ( صرف ، نحو) ، اشتقاقونه ، ژب پوهنه او داسى نور ادبى کارونه کړي دي . چې د تاريخ د يو باب اساس ځانګړتياوې يې دي .
د نشر په برخه کې د رښتين قلم د ادب په مختلفو اصنافو کې يې شمېره کارنامې تر سره کړي دي ، په مختلفو موضوعاتو کې د هغه ګڼ تصنيفات موجود دي او د ژوند په اوږد اوبشپړ علمي او ادبى سفر کې چې وخت په وخت په مختلفو ادبى او علمي مجلو کې چې د رښتين کومې مقالې او مضمونونه چاپ شوې دي هغه هم له شمېره وتلى دي . چې مهم اثار يې پښتانه شعرى دويم ټوک ، د پښتو ادب تاريخ ، پښتو عروض ، پښتو اشتقاقونه او ترکيبتونه د پښتو ګرامر اول ټوک ، د پښتو مصدرونو لارښود او د هندسفر نامه دي .
پښتني دودونه ، راز ،راز قاموسونه ، د ژبى قاعدې ،د لغاتو کتابونه او نورې ګردې ادبى ليکنې يې ځانله يو جلا سپک لري چې يو په زړه پورې خوند لري او لوستونکى همېشه دې ته هڅوي چې ويې لولي او مينه وال يې په خوند نه مړېږي .
زه د ارواښاد دا خبره چې د يو وصيت په توګه يې کړې ده دلته يادووو ( چې کابل او پيښور دواړو ته يو شريک کار په غاړه دى چې هغه د ژبې خدمت او تکميل دى .
ځوانانو او ليکوال بايد په دې کار کې کوښښ وکړي د دوۍ لپاره يو مرکزيت ضرور دى ټول بايد په يو مرکز باندې راټول شي ، ځوانان بايد له پوهانو سره همېشه په تماس کې وي ، له هغوي څخه دى مشووې او مصلحت واخلي او په يواځې توګه دى کار نه کوي .)
ارواښاد پوهاند صديق الله (رښتين) د پښتو ژبې د خدمت په خاطره د هېواد دننه کتابخانې او کتابتونونه لټ په لټ کړل او د همدې مقصد سرته رسولو په خاطر يې خارج مملکتونو ته سفرونه وکړل او د خپل مرګ تر وخته يې د پښتو ژبې د ښيرازۍ په خاطر هاند او کوشش وکړ ، چې د پښتو ژبې او ادب د تانده ، ساتلو په خاطر يېد د ٧٠ څخه زيات کتابونه او د زرو څخه به يې زياتې مقالې ليکلې وي . که د ارواښاد کتابونه د هغه د ژوند دکلونو سره پرتله شى نو د کتابونو مقدار به ورڅخه زيات شي .
بله مهمه خبره د اروښاد په برخه کې دا ويل غواړم چې هغه د ژوند تر وروستۍ شيبې پورې يعنى د ناروغتيا په حالت کې هم ليکنې کولى او قلم يې د ګوتو نه نه دى غور زولى زه د پورتنۍ خبرې د روښانولو لپاره د ذکريا ((ملاتړ)) وينا رانقلوم . ملاتړ ليکى (( چې يو وخت زه د ارواښاد پوښتني لپاره روغتون ته ولاړم اروښاد راته په خپل يو ليک يو مطلب د (اړوند) و (اړه ) په برخه کې راکړ او د ايې وويل چې د اړوند کله د مربوط او اړه په معنى درسته نه ده . (وند) په پښتو کې يوه ظريفي لاحقه ده د (ځاى) او (بند) معنى ورکوي لکه په کرونده ، ….. ، غړوندى ، مړوند او نورو کې ))
((ملاتړ)) صاحب وايې کله چې زه د اروښاد دوهم ځل پوښتني ته لاړم نو دا ځل يې راته وويل چې د (ساوو) او (ساهو) په کلمو کې ډېر فرق موجود دى چې (ساوو) د اصيل ، اعلى او ښه معنى ورکوي او (ساهو) د ژوندي او ذيروح معنى ورکوي يعنى د (ساه) د کلمى سره ارتباط لري . ته وړاندې يو څه وليکه چې خلک ورباندې پوه شي . که هرڅو هم مرحوم رشتين صاحب له بې وفا دنيا څخه د ابدى سفر په لور زمونږ نه رخصت واخيست خو د ده هغه اثار چې مونږ ته د پند او نصيحت درس راکوي ګور ته له ځانه سره نه دي وړي . وايې چې د ستر سړي انديښنې هغه وخت ريښتينى ارزښت لري چې پخپله تر خاورى لاندې شي.
اروښاد رښتين صاحب که هر څومره د پښتوادب په لاره کې کړاوونه او مصيبتونه ګاللي دي ، خو ده پرې هيڅ پروانه کوله ارواښاد د پښتو ژبې ډېر خدمتونه کړي دي .
چې هروخت يې قلم د پښتو ژبې په درشل کې چلاوه . ده د ځان سره هغه ارمان نيمګړى ګورته يوړ چې بيا به زه کله د ګران هېواد په دننه کې د اديبانو په مجلسونو کې د ځاى د لټون هيله کو ، نن هر يو ليکوال چې د قلم څوکه پورته کړى نو د رښتين صاحب مرګ به ورته يولوى غم تر سرګو شي او د پښتو ادب يوه لويه ضايع به يې وبولى ، په اخر کې دارواښاد روح ته لاس په دعا يو ، روح دى يې ښاد اوخوشحاله اوسي (امين)

د مرحوم پوهاند صديق الله (رښتين) اثار
تر اوسه پورې ما د مرحوم پوهاند صاحب ټول اثار تر نظر نه دى تير کړي حتى چې ډېر مى کتلي هم نه دي ، د خداى بخښلى په هر اثر باندې ليکنه کول ډېر ګران کار دى .
اوس يې مونږ يوازې د اثارو فهرست او د چاپ کال دلته وړاندې کوو . د اروښاد پوهاند صديق الله (رښتين) د اثارو او کتابونو فهرست :

ګڼه د کتـــــــــــاب نـــــــــوم د چــاپ کـال
١- پښتانه شعرى ، دوهم ټوک ١٣١٢ل
٢- د پښتو ادب تاريخ ١٣٢٥ل
٣- پښتوکيلي شپږم ټوک ١٣٣٣ل
٤- د پښتولومړى ليارښوونکى ١٣٢٦ل
٥- د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه ١٣٢٦ل
٦- د پښتوګرامر اول ټوک ١٣٢٧ل
٧- د عبدالحميد(مومند) ديوان . تصحيح او سريزه ١٣٣١ل
٨- د خوشحال خان بازنامه تصحيح ، سريزه اوتدوين ١٣٣٢ل
٩- د معارف د دريم ټولګى پښتو قرائت څوځله
١٠- د معارف د دوېم ټولګى پښتو قرائت څوځله
١١- د معارف د درېم ټولګى دينيات // //
١٢- د معارف د شپږم ټولګى دينيات // //
١٣- د معارف د دولسم ټولګى پښتو // //
١٤- د پښتو قصى ١٣٣١ل
١٥- نوى ژوند ١٣٣٠ل
١٦- د پښتنو مجاهدې ١٣٣١ل
١٧- د پښتون ياد ١٣٣١ل
١٨- د معارف پنځم ټولګى پښتو قرائت څوځله
١٩- د پښتو مصدرونو لارښود ١٣٤٢ل
٢٠- د هند سفرنامه ١٣٣٤ل
٢١- د مينې هنداره ١٣٣٤ل
٢٢- د ژوند سندره ١٣٣٠ل
٢٣- د پښتونخواپيښې
٢٤- ژبښودنه ١٣٤٢ل
٢٥- پښتوعروض د تدوين او سريزو په ليکلو او حواشى په زياتولو ١٣٤٤ل
٢٦- طب نامه تدوين او سريزه ١٣٤٤ل
٢٧- د جلال الدين تذکره ١٣١٨ل
٢٨- ………ليکوال ١٣١٨ل
٢٩- د پښتو ادبياتو تاريخ ١٣١٨ل
٣٠ د پښتو درى ادبى کورنۍ ١٣٢٢ل
٣١- د پښتو او سانسکريت نږديوالى ١٣٢٥ل
٣٢- شيرشاه سوري ١٣٣٤ل
٣٣- د فراه پيژندنه ١٣٢٦ل
٣٤- د عليخان پيژندنه ١٣٣٦ل
٣٥- د پښتوقلمي نسخې ١٣٥٧ل
٣٦- د پښتو پيژندنه ١٣٥٧ل
٣٧- د الماتا سفر ١٣٥٦ل
٣٨- د اريانا دايره المعارف
٣٩- د پښتونشر ١٣٢٠ل
٤٠- د پښتو قلمي نسخو د څيړنې لارښود ١٣٤٧ل
٤١- د کتغن سفر ١٣٣٠ل
٤٢- پښتني لارښود ١٣٥٦ل
٤٣- روښان ستوري ١٩٨٧م
٤٤- نوميالي پوهان اوغازيان ١٩٨٨م
٤٥- د پښتو تاريخي سيمينار ١٩٨٧م
٤٦- د پښتو نشر هنداره ١٣٤٢ل
٤٧- نوې څيړنه ١٣٥٨ل
٤٨- ادبى او تاريخي سمونې ١٩٩٢م
٤٩- د پښتو ادبى مکتوبونه ١٣٦٢ل
٥٠- ادبى ليکونه ١٣٧٣ل
٥١- د مهتم ژوند ١٩٩٨م
٥٢- پياوړي شاعران ١٩٩٣م
٥٣- د ننګررهارننداره ١٣٧٤ل
٥٤- لرغوني پښتو ١٣٧٣ل
٥٥- د ژوند پلوشې ١٩٩٠م
٥٦- نوميالي شاعران ١٣٧٠ل
٥٧- د اشعارو ډولونه ١٣٣٤ل
٥٨- خوږې وږمې ١٣٧٧ل
٥٩- د ښکلاوږمې ١٩٩٧م
٦٠- پښتنې ميرمنې ډرامه ناچاپ
٦١- د ژوند پلوشې دوهم ټوک //
٦٢- په هند کې پښتو کتابونه //
٦٣- خپلواک ژوند //
٦٤- نړيوال کنفرانسونه //
٦٥- د شوروي سفر //
٦٦- د مصر سفر //
٦٧- زما ژوند او هلې ځلې //
٦٨- نوې کتنه ناچاپ
٦٩- د هېواد ننداري //
٧٠- د زلمو وظيفې //
٧١- د رښتين ژوند پيښې //
٧٢- د پوهاند رښتين مرکې //
٧٣- د بدخشان ننداره کابل مجله چاپ
٧٤- د الينګار او اليشنګ ننداره // //
٧٥- د خوست ليدنه // //
٧٦- د عشت آباد سفر // //

د ستر پوهاند مرحوم صديق الله (رښتين) د نثر ښيګڼې
د مرحوم پوهاند صديق الله (رښتين) ليکنې زمونږ په نثري ادب کې د لطيفې انشاء په طرز کې د نثرى ليک يوه يې بها پنګه ده .
د رښتين صاحب د مقالو اومضمونونو موضوعات بې شکه چې جدا ، جدا دى خو د شعر او ليک پيرايهيې يو شان اويو رنګ لري ، او زمونږ د نوى نثر د لوړوالي او ژوروالي شان دى او پخپله يو رنګى کې هم د بودۍ ټال غوندې رنګونه لري . په دې کې د انشاء يو په برخه کې د معنى او موادو نه زياته د ژبې په خوند، رنګ او د ښاغلي مرحوم رښتين په نثر کې شاعري کړي ده . لوړ تخيل ، ښکلي او سپيڅلي تشبيهات او استعارات ، د رنګونو او خوشبويو په چينو کې لمبيدلى . منتظر نګارى او د ګلونو په تار کې په هنر سره پيرودلس د رنګارنګ لفظونو ځليدونکي غمي د دې ليکونو په کرښه کرښه کې بريښى .
د رنګين نثر دغه نظر فريبه طرز د پښتو ژبې جولۍ ته د لطيف ادب ځينې نادرې نمونې وراچولي دي . چې ستاينه ،نوى کال نوى زيرى ، د مينې روغيره پسرلى ، د پغمان خزان ، د شپونکي شپيلۍ ، د دغه طرز د شعرى نثر سپيڅلى نمونې دي .
ښاغلى مرحوم رښتين د ټکو او جملو د ښايست او سينګار سره سره په خپلو ليکنو کې د مقصد او معنى مرام هم پوره په خيال کې ساتلى دى او په اکثرو ځايونو کې يې دى مرام ته د رسيدو په عمل کې افسانوى طرز هم خپل کړى دي او په ډېرو موقعو داس وشي چې رښتين خپلو لوستونکو ته د داستان د دنيا د رنګين بيانۍ او د لفظونو د سحر کارۍ نه پس سمدستى د ژوند سپور حقيقتوه وړاندې کړى او د يو اوږد تعطل نه پس چې د هغه لوستونکى کومې نتيجې ته مخامخ شي هغه داسى وي لکه چې هغوي ناڅاپى له خوبه را بيدارشوې وي . د دغه طرز د لفظونو په مصورۍ د مامورو ليکونو سره خوا په خوا په سپيڅلي ادب کې ځينې داسى مضمونونه او مقالى هم شاملى دي چې هغه زمونږ د ادب ، کلتور او تاريخ د مختلفو کرښو او موضوعاتو سره اړه لري .
لکه د ادب معنى او مقصد ، سپيڅلي ادب ، باګرام په پښتو ادب کې ، کشمير او پښتو ادب ، د وطن مينه ، ادم او درخانى ، ، شاعران او پسرلى ،د پښتوادب د رنګارنګ اړخونه ……. په دغو مقالواو مضمونونو کې د تحقيق او څيړنې د …….. او معنوى افاديت سره ، سره د رښتين د قلم بس وته سپيڅلى ليک او د بې ساخته نشر ښکلا ګانې هم جوتې ښکاري .
مرحوم پوهاند رښتين سربېره په مطبوعاتى ، ادبى ، ژبنى ، ګرامرى ،تاريخي او نور علمي ليکنو ډېر نوى ليکوالان او ځلميان له ليکوالۍ سره اشنا کړي دي.
پوهاند رشتين جذباتى او احساساتى ليکنه نه خوښوي بلکې هغه غواړى چې د علم ، منطق ، تاريخ په رڼا کې پښتو ليکوالى پرمخ ولاړه شي او ژبه په سودمنو اثرونو او خوږې خوندورې پښتو ښايسته او بډايه شي .
د مرحوم پوهاند رښتين د ليکنو په برخه کې ډېرو داخلي او خارجي پوهانو خپلې نظريې څرګندي کړي چې دلته په د يو څو پوهانو نظريې رانقل کړو:
تږى په خپل يو مضمون (معاصر افغاني ادب ) کې داسى يو نظر څرګند کړى دى رښتين د خپل وخت نوميالى ليکوال او قوى نثرليکونکوى دى چې اثار يې په متفرق او مستقل ډول سره د هېواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي . نظم او نثر دواړه لري مګر د نثر خوا يې د نظم څخه ډېره قوى او برجسته ښکاري . د ده د نثر ډېره ستره مميزه داده چې د ده الفاظ تل قالبس بريښى . زما په عقيده ((د هند سفر)) د پوهاند رښتين يو شهکار او په خپله دوره کې د نثر له مخې يوه ډېره قيمتي مرغلره ده . دى ځينې ترجمې هم لري چې په دې لږ کې يې (د مينې هنداره ) ډېره ښه مستقل اثر دى .
شوروي ختيځ پوه ګيرس : هم د پوهاند رښتين په باب خپله نظريه داسى څرګنده کړېده : رښتين په پښتو نثر کې د بديع او هنرى اثر څښتن دى مګر د ده ژبنۍ څيړنې تاريخ او شعر ويل د ده د نثر نه سبقت لري ، د ده د هند سفر يو په زړه پورې اثر دى .
پوهاند رښتين د خپل وخت نوميالى ليکوال او پوهاند دى چې په نثر ليکلو کې لوى استاد دى د ده خاص ښېګڼه د خپلې دورې په ليکوالانو کې داده چې د ده الفاظ قالبى بريښى او ډېرې پښتنې تشبه ګانې په خپلو ليکنو کې ځايوي . په ليکنو کې يې د ساده او ورځنيو لغاتو پلوي ده . او دا يې نه خوښول چې څوک بايد په خپلو ليکنو کې سخت او ناموس لغات استعمال کړى . د ده په مضبوط عزم او دريځ کې د وخت سياسى حالت او امتيازاتو بدلون نشو راوستلاى او هر وخت يې د حق څخه پلوي کړي دوه غوښتل يې چې پښتانه ځوانان بايد په پښتنې احساس کلک وروزل شي او په دې لاره کې د خپل ملت د ژوبل زړونو درمان وګرځى . ځکه چې پوهه د ژوند رڼا او ناپوهى تورى تياري دي .
د يو ملت د پرمختګ لياره يې پوهه ، اقتصاد ، کلتور ، ثقافت او تعليم او تربيه ضرورى ګڼل . د هغه په اند او فکر باندې يواځې ملت په سياست باندې ترقي نه شي کولاى .ده ويل چې د قوم او ملت مشران بايد خپل کفران ، وحدت او يووالى ته رارسولى او په دې لاره کې چې يوې هر قسم ستونزې او مشکلات راځى په ورين تندى يې مقايسه کړې او ملت څخه دى کار واخلى .
واکمن بايد تل په دې هاند او کوشش کې وي چې د ملک او ملت دښمنان او خائينان وځى او د مسلمانانو او بيا خصوصاً د افغانانو او افغانستان پرمختګ يې موخه ا وهدف وي . دغه ټول خصوصيات او ځانګړتياوې يې په اثارو کې د لمر غوندى ځلانده دى چې افغانان او په تيره بيا پښتو وياړلس تاريخ په يوې د تل لپاره وياړى .
د ارواښاد پوهاند رښتين نوم د پښتو ژبې سره داسى تړلى دى لکه نوک او ورۍ ترڅو پورې چې پښتون قوم او پښت ژبه ژوندۍ وي د مرحو رښتين په ياد تازه وي او د قدر په سترګه به ورته ګوري .
د پښتو ژبې او ادب دا پنځم روښانه ستورى که له اسمان څخه نن را وغورزيد خو پښتو ژبه يې د ځمکى څخه اسمان ته وخيژوله ، که هغه په جسمى لحاظ نن موجوديت نه لري خو په معنوى لحاظ ژوندى دى ځکه چې علم يې له ځان سره خاورو ته نه دى وړى . مرحوم پوهاند صاحب پښتو ژبه يې په خبرو راوستله ، پښتو ژبې او ادب ته يې نوى اب وتاب وبخښلو او د پښتو ژبه يې د خپل تيز فکر او تيز رفتار قلم په اساس ښايسته کړ . دى يو داسى پښتون سالار و چې پښتو يې ويله ، پښتو يې ليکله او پښتو يې کوله ، ليکل او کول د خولې خبرې او اسان کار نه دى . ځکه دا په هر نظر او عمل دواړو کې کار غواړي او پوهاند صاحب دا دواړه وکړل او په پښتو ژبه يې غرونه ، غرونه احسانونه واړول .

ماخذونه
١- بينوا، عبدالروف، اوسنى ليکوال، لومړى ټوک، کابل، ١٣٤٠ لمريز .
٢- رښتين ، صديق الله ، خوږې وږمې ، پيښور ١٣٢٧ لمريز.
٣- رښتين ، صديق الله ، د ښکلا وږمه ، پيښور ، ١٩٩٧ م پښتو اکيډمى ، پيښور يونيورسټى .
٤- زيور ، ز ، ادب تاريخ ، د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګى د څلورم صنف تدريسي کتاب ، کابل پوهنتون .
٥- ننګرهار مجله دوه مياشتنۍ خپرونه درېمه ګڼه (لړم ، ليندۍ ) ، ١٣٧٧ لمريز کال .
٦- وږمه مجله ، څلورمه ګڼه ، ١٣٥٦ لمريز کال .
٧- هيله مجله ، دوه مياشتنۍ خپرونه ، پنځمه ګڼه (ليندۍ ، مرغومى ) ، پرله پسى ګڼه يوولسمه ، ١٣٧٧ لمريز کال .