- Version
- داونلود کنید 37
- اندازه فايل 364.50 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 13, 2020
- وروستى آپډيټ فبروري 13, 2020
پايله او سپارښتنه :
د کيميا د پوهي له مخي عناصر په څلورو برخو ويشل سوي دي، فلزات، غير فلزات، نجيبه فلزات او شبه فلزات دي. اکسيجن د غير فلزاتو له جملې څخه دي. د پيژندلو نښانه يې ( O ) ده چي په يوناني ژبه کي او لسګينيوم يعني تيزاب جوړونکي ورته وايي او چارجي ارزښت يې ( -2 ) دي. د اتلسمي پيړۍ تر نيمايي پوري دا با اهميته غاز چا نه پيژانده،. اکسيجن تقريباً په يوه وخت کي د سويدني پوه شيلي
( Scheele ) او انګيسي پوه جوزف برستلي له خوا د 1733-1804 کال پوري کشف سو. اکسيجن د عناصر د دوراني جدول د VI ګروپ يوازني عنصر دي چي په آزاد ډول د غاز په حالت کي پيدا کيږي. اکسيجن يو بې رنګه، بې خونده او بې بويه غاز دي. د ويلي کېدو نقطه يې ( -2 ) درجو او د جوش نقطه يې ( -183 ) درجو ده. يعني که تر -183 درجو زيات سي په مايع بدليږي. په عادي تودوخه کي يې د تعامل کولو ميلي لږ دي. په لوړه تودوخه کي يې د تعامل کولو ميل بيخي ډير دي.
اکسيجن داسي يو غاز دي چي پرته د اکسيجن د تنفس کولو څخه ژوند امکان نه لري. د تنفس د عمليې په مرسته لومړي اکسيجن سږو او بيا د ويني جريان ته داخليږي. د ويني د جريان په واسطه اکسيجن د بدن ټلو حجرو ته داخليږي. د بدن په حجرو کي هضم سوي او جذب سوي مواد د اکسيجن په مرسته سوځي چي په نتيجه کي تودوخه منځته راځي. دغه تودوخه د بدن د تودوخي درجه د 37 درجو سره سمه ساتي. هغه ناروغان چي په تنفس کولو کي تکليف لري په روغتونونو کي په هغو کوټو کي ځاى ورکوي چي د آزدي هوا په نسبت زيات اکسيجن لري.
اکسيجن تر 150at فشار لاندي په يوه آبي رنګه نوښانه سوي فلز د اوسپني لوي بوتل کي په تجارتي راکړه ورکړه کي وجود لري. د داسي بوتلونو ټولي برخي بايد دغوړيو څخه پاکي وي او که چير پاکي نه وي نو د چاودلو امکان پيدا کيږي. اکسيجن د فلزونو د ويلي کولو او پرې کولو لپاره استعماليږي. په ډيرو کيمياوي تخنيکونو کي کار ځيني اخيستل کيږي.
د مونو ګراف سپارښتني په دې ډول وړاندي کوو:
- دا چي اکسيجن د ژوندانه ( تنفس ) له مهمو او با ارزښته عناصرو څخه دي او هغه د نباتاتو په واسطه حاصليږي لازمه ده چي په اوسني شرايطو کي د شنه کمربند پروګرام مخي ته يوسو تر څو اکسيجن ورڅخه حاصل سي.
- هوا د اکسيجن آزاده هوا ده مګر کولاى سو چي په پريمانه اندازه لاسته راوړو.
- کولاى سو چي اکسيجن د هغوي له مالګو څخه د کيمياوي تعاملونو په واسطه لاسته راسي.
- اوبه چي د ژوندانه مهم مرکب دي هم کولاى سو اکسيجن لاسته راوړل سي.
- له اکسيجن څخه د سونګ موادو او احتراق لپاره کار اخيستل کيږي.
Summary:
- Oxygen is one from none metal elements the symbol of it is (O). In Latin language called oxygenium that mean’s maker of acids.
- Oxygen almost on one time discovered by tow Swedish and English scientists (Scheele) and (Joseph Priestly) from 1733 - 1840.
- Oxygen discovered as a technological by ( Konden solution ) and Distillation. They discovered it fro air and also we can product it fro those salts that they have more oxygen in their combination.
- Fro example:
- 2KClO3 2KCl + 3O2
- Oxygen is located in VI (A) group of periodic table of element it is the only element that it is found on gas condition.
- Those animals and plants that they live in water they use to solution oxygen of water as respiration and also we can use for cooking meals and warm houses.
- Also we can product the more quantity of oxygen from the photosynthesis manual.
ماخذونه :
- اڅکزي ډاکټر درويزه ، د 1386 کال، د عمومي غير عضوي کيميا، لومړي ټوک
مخونه : 1-5 ، د کندهار پوهنتون
- بارکزي انجنير محمد ظاهر ، د 1384 کال، د عمومي غير عضوي کيميا، لومړي ټوک
مخونه: 6-11 پيښور خپرونه
- بري پوهمنل انجنير شاه محمود، د 1386 کال، د عمومي غير عضوي کيميا، لکچر نوټ
مخونه : 17-22
- حکيمي محمد غوث، د 1368 کال، عمومي غير عضوي کيميا، د کابل پولي تخنيک پوهنتون خپروني
مخونه: 363-368
- مشكاني ركن الدين، 1386 كال، د اصول تدريس لكچر نوت
مخونه: 38-23
- نهلګر استاد شير احمد، د 1385 کال، عمومي کيميا د کانکور لپاره، د پيښور خپروني
مخونه : 12-16
- نوري حبيب الله شنواري،1385 كال، د تدريس اصول او ميتود، د كابل پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي خپروني
مخونه: 17-1