- Version
- داونلود کنید 2
- اندازه فايل 670.50 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه نوومبر 3, 2020
- وروستى آپډيټ نوومبر 3, 2020
فهرست
ګڼه عنوان مخ
- سريزه 1
- محيط ياچاپيريال 2
- ايکوسيستم 2
- دايکوسيستم ډولونه 3
- دفزيکي اوبيالوجيکي دندوله مخي دايکوسيستم اجزاوي 4
- دوظيفي له رويه دايکوسيستم برخي 7
- دايکوسيستم په عملياتوکې اساسي مرحلي 8
- غذايې زنځير 10
- د غذايې زنځير ډولونه 10
- د غذايې زنځير ډولونه 11
- ايکالوجيکي هرم 13
- په ايکوسيستم کې دانرژي جريان 14
- په ايکوسيستم باندې تاثرکوونکي فکتورونه 15
- هيبتات 17
- دعناصرودوران 18
- دنايتروجن دوران 19
- دفاسفورس دوران 21
- اکسيجن 22
- کاربن ډاي اکسايد 23
- اتوموسفير 23
- دايکوسيستم بيولوجيکي عوامل 24
- په طبعيت کې توازن 24
- ځنګل 24
- دوحشي ژوو ساتل 25
- دوحشي ژوو دژوند تهديد 25
|
محيط ياچاپيريال Environment
دنباتاتواوحيواناتود اوسيدو ځايونه دمحيط څخه عبارت دي يا په بل عبارت ټول هغه خارجى فکتورونه چې په ژوندى موجودباندې اغيزه ولري دچاپيريال څخه عبارت دى .
پس ژوندي اجسام دطبعت يوشميرپيچلوشرايطومحصول دي . چې مونږ هغه ته محيط وايو . نوژوندي موجودات يودبل اود محيط سره اړيکي لري .
هغه مختليف فکتورونه اوعوامل چې وروسته راځي يومحيط باندې اغيزه لري . اوپه محيط باندې دهمدى اغيزولرونکي فکتورونه په نظر کې نيولوسره دځمکي مختلفي جغرافي سيمي اوحياتي ټولني يودبل سره توپيرلري .
محيط له لاندې دري برخوڅخه جوړشوى دى .
- فزيکي محيط (Physical Environment)
- بيولوژيکي محيط (Biological Environment)
- اجتماعي محيط (Social Environment)
ايکوسيستم Ecosystem
دايکوسيستم اصطلا ح دلومړي ځل لپاره په 1935 کال کې ديومشهور ايکولوجي پوه په واسطه چې تانسلي (Tanstely) نوميده . دايرت المعارف علم ته معارفي شو .
مونږ کولي شوچې ديوى جغرافي سيمي حيوانات اونباتات دبلي جغرافي خاصى سيمي څخه جلاکړو. چې دغه ټولوژونديوټولنوکې اړيکي اوديوبل اودمحيط په مقابل کې عکس العمل ديوسيستم په داخل کې جريان لري .
نوځکه هغه سيستم چې ټولي حياتي ټولني پکي شاملي دي دايکوسيستم (Ecosystem) پنوم ياديږي . ياپه بل عبارت دژونديوموجوداتواومحيط ترمنځ مناسبواړيکودرلودلوته ايکوسيستم وايې . دايکوسيستم تحت الفظي معني طبعيت يا(Nature) دى په ساده ژبي سره کولي شو چې ايکوسيستم داسي تعريف کړو .
دفزيکي اوحياتي پديدومجموعه اويوبل باندې متقابل اغيزي ته ايکوسيستم وايې . دا يکوسيستم (Ecosystem) تعريف کولي شو دلاندې معادلي په واسطه وښايو .
Ecosystem = فزيکي محيط + بيولوجيکي محيط.
ايکوسيستم د دوه اجزاوو لرونکي دى .
- بيوتيک (Biotic) يا ژوندۍ برخه لکه حيوانات ،نباتات اومايکرواورګانيزم .
- ابيوتيک ( A biotic) يا غيرژوندۍ برخه لکه رڼا ،باد، تودوخه او توپوګرافي خاوره
دايکوسيستم ډولونه Kinds of Ecosystem
ايکوسيستم په دوه ډوله دى .
(1) طبعي ايکوسيستم (2) مصنوعي ايکوسيستم
(1) طبعي ايکوسيستم (Natural Ecosystem) : چې دژونــــديواوغــــــــير
ژونديوترمنځ اړيکي او د دوي ترمنځ د موادو انتقال پرته دانسان دمداخلي څخه وي .
(2) مصنوعي ايکوسيستم (Non- Natural Ecosystem) : چې دژونــــــــــــديواو
غيرژونديوترمنځ اړيکي اوددوي ترمنځ دموادوانتقال دانسان دمداخلي په واسطه و ي .
په هرايکوسيستم کې دژونديوموجوداتواودهغوي دمحيط ترمنځ پيوندونه وجودلري . که چيري دغه پيوند اوارتباط قطع شي نونتجه به يې دژوندۍ ټولني دلمنځه تلوسبب ګرځي . نوديوي ډلى افرادوموجوديت دنوروډلو د ژوند د دوام لپــــــــــاره ضروري معلوميږي.
دايکوسيستم لوړوالي ديوي جزيري څخه تربحر ،ښار ،ځنګل ،باغيچي اوتاسوپوري دټولوافرادو او وسيدونکوترمنځ توپيرلري .
دفزيکي اوبيالوجيکي دندوله مخي دايکوسيستم اجزاوي
- توليدونکي (Producers) :.
شنه نباتات دطبعيت په اقتصادکې دتوليدکونکووظيفه لري .ځکه چې يواځي شنه نباتات دي چې نوري انرژي دفوتوسينتيز Photosynthesis عملى په واسطه په کيمياوي انرژي باندې بدلوي . نورټول ژوندي موجودات لکه حيوانات ،فنجيان ، بکترياګاني اوانسانان له دغي انرژۍ څخه ګټه اخلي .
شنه نباتات د Autotrophs پنوم هم ياديږي . د اتوتروف اصــــــــــطــــــــــلاح هغوژوندي موجوداتوته اطلاق کيږي چې خپله غذاخپله جوړوي .
اتوتروف Autotrophs په دوه لاندينيو ډلوويشل کيږي .
الف : Photo Autotrophs :. چې خپله انرژي دلمردوړانګوڅخه اخلي لکه شنه نباتات Green Plants .
ب : Chemo Autotrophs :. چې خپله انرژي دکيمياوي موادوڅخه اخلي . لکه سلفربکتريا Sulpher Bacteria .
(2) مصرف کونکي (Consumers) :.
مصرف کونکي دHeterotrophs پنوم هم ياديږي . داډله ژوندي موجودات خپل غذايې موادخپله نشي تهيه کولي .بلکي د دوي ژوند په مستقيمه اوياغيرمستقيم ډول هغه چې خپله غذا داتوتروف په ډول تهيه کوي اړه لري . د دوي مثال کلوروفيل نه لرونکي حيوانات اونباتات تشکيلوي .
(3) تجزيه کونکي (Decomposers) :.
تجزيه کونکي دSaprophytes پنوم هم ياديږي .عبارت له هغه ژونديواجساموڅخه دي چې عضوي پيچلي مواداوحيواني اونباتي پاتي شوني تجزيه کوي اوياپه غيرعضوي ساده مرکباتوباندې يې بدلوي دمثال په ډول فنجيان اوبکتريا وي .
که چيري داژوندي موجودات موجودنه وي دطبعيت تعادل له منځه ځي .
دايکولوجي بيالوجيکي سيستمونه په معملولي ډول لرونکي دڅلورويا پنــځو انرژيکي ســـطحودي دا انرژيکي درجـــي چې دغــــذايـــې ســـــطحه (Tropic level) پنوم ياديږي . داښايې چې اپتدايې انرژي ترکومي اندازي پوري دحياتي ټولني په منځ کې (Biotic Community) انتقاليږي .
غذايې سطحه يا Tropic Level دT علامي په واسطه ښودل کيږي اوعموماً په څلور ډوله دي . .
_ عبارت له شنونباتاتوڅخه دي چې نوري انرژي په کيمياوي انرژي دفوتوسنتيز عملى په واسطه بدلوي اواکسيجن ازادوي .
_ په دې سطح کې واښه خوړونکي (Herbivores) شامل دي چې خپله انرژي دنباتاتوڅخه لاسته راوړي .
او کې غوښي خوړونکي (Carnivores) شامل دي داحيوانات خپله انرژي د واښـه خوړونکوڅخه اخلي کوم حيوانات چې شامل دي لږ ترلږه خپله يوه برخه انرژي دغوښوخوړونکوڅخه اخلي . کله چې مونږ دغوښي خوړونکوڅخه يادونه کوو نو ازمرى ،پړانګ اوليوه زمونږ په فکرکې راځي .
ليکن يوزيات شمير غوښي خوړونکي لکه غڼي ،خشرات ، الوتونکي اوخزنده ګا هم په طبعيت کې شامل دي .
يوشميرنورحيوانات لکه خرس او انسان هم غوښي خوړونکي اوهم واښه خوړونکي د ي چې دهرڅه خوړونکو يعني Omnivores په نوم ياديږي