- Version
- داونلود کنید 230
- اندازه فايل 50.65 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 14, 2020
- وروستى آپډيټ فبروري 14, 2020
مخکينۍ خبر
څرنګه چی ژوندی موجودات الله (ج) په خپل قدرت سره پيداکړی دی چی سره ګډ ژوندلری بعضی يودبل په ګټه وی اوبعضی رنګارنګ زيانونه نورو ژونديو موجوداتواړوی اودهغی څخه دخپل ژونددبقاپه خاطر تغذيه کوی چی بعضی لوی جسامتونه لری اوبعضی کوچنی اومايکروسکوپی جوړښت لری .دهغه ژونديوموجوداتوله جملی څخه چی کوچنی جسامت لری اوزيان رسونکی دی بکترياڅخه يادونه کوم بکتريادنباتاتوله ډلی څخه دی چی ابتدايی نباتاتوپه ډله کی راځی دبکتريا ځنی انواع مضری دی اوځنی انواع ګټه رسونکی دی لکه نايتروجن نصبونکی بکتريا چی دشفتلوپه ريشوکی نايتروجن نصبوی اودځمکی دحاصلخيزی سبب کيږی .اماهغه انواع چی مضری دی اودناروغی منځ ته راتلوباعث ګرځی دهغی له جملی څخه چی ماپری ليکنه کړی اودبيولوژی دډيپارټمنت لخواراکړل شوی ده انټربکتريا دی انتروبکتريا ياداخلی بکترياچی دژونديوموجوداتوپه داخل کی اوسيږی اوډول ډول نارغی منځ ته راوړی لکه دکولراناروغی،محرقی ناروغی،سينه بغل ناروغی ،سفليس ناروغی ،جزام ناروغی ،توبرکلوزناروغی ،سوزک ناروغی ،تيتانوس ناروغی ،اودغذادتسمم سبب ګرځی نوپه همدی هکله ما ليکنه کړی ده اوپه روانواوساده الفاظومی تهيه کړه ترڅوګرانولوستنکولپاره داستفادی وړوګرځی .
داخلي بکترېاويEntro Bacteria
عمومي معلومات
بکترياويدابتداېي نباتاتوله جملي څخه دي چي مايکروسکوپي جوړښت لري د اول ځل لپاره په ١٦٥٧ کال کي د(Leawan hook) پواسطه وليدل شوه او وروسته د (Louis pasture) او (Rabert hook) په اثبات ورسوله چي دغه اجسام يو شمير ناروغي په حيواناتو او نباتاتو کي مينځ ته راوړي او دغه موجودات په خاوره هوا اوبو او د ژونديو اجسامو په داخل کي پيداکيږي او ددوي وسيع انتشار په لاندي حقايقو پوري اړه لري .
- د دوي کوچني جسامت
- د دوي لوړ ميتابوليکي فعاليتونه
- د مثل توليد يا تکثر په چټکي سره
د دوي د بدن جوړښت محصوصسپور توليدو ي چي د حرارت په مقابل کي زيات مقاومت لري . چي دا سپور په جوش کړو اوبو کي تر ٣٠ دقيقو پوري مقاومت کولاي شي بکتريا د نباتاتو د جملي څخه دي چي دغه کوچنيو اجسامو ته د بيولوژي عالمانو لخوا د نباتاتو د علم نوم ورکړل شوي دى.
ځکه چي د نباتاتو مخصوص خواص لري . مثلا د ځيني بکترياوي کولاي شي چي د عضوي موادو په ترکيبولو کي کاربن ډاۍ اکسايد (co2) په کاروي همدارنګه بکتريا کولي شي چي چي د غيري عضوي نايتروجن څخه خپل امينو اسيدونه ترکيب کړي او همدارنګه دغه موجودات د نورو نباتاتو په شان ويټامينونه هم ترکيبولاي شي حجروي ديوال ئي هم د قندي موادو څخه جوړ شويدى.
تعذيه: بکتريادتغذي له نقطي نظره په دوه ډوله ده
الف:اتوتروفAuto troph
ب:هيتروتروف Hetrotroph
الف اتوتروف . دغه بکترياوي د شنو نباتاتو په څير کاربن ډاي اکسايد د خپلو غذائي موادو په ترکيبولو کي په کاروړل کيږي مثلا پګمنت (Pigment) لرونکي بکترياوي چي د خپل مخصوص پګمنت پواسطه د لمر انرژي جذبوي او فوتوسنتيزس عمليه مخکي بيائي په داسي حال کي يو شمير بکترياوي دغه انرژي د غير عضوي کيمياوي موادو اکسيديشن څخه په لاس راوړي او د Chemosynthesis عمليه مخکي بيائي او وروسته خپل عضوي مواد جوړوي مثلا Nitrifing bacteria چي امونيا په نايتريت بدلوي او سلفر بکترياوي چي سلفر په سلفوريک اسيد باندي بدلوي او اوتوتروف بکترياوي ډيري لږي دي چي په عمومي صورت سره بکترياوي د هتروتروف په شکل ژوند کوي يعني کولاي شي چي د Prasite په ډول د عضوي موادو سربيره ژوند وکړي کوم وخت چي بکترياوي عضوي مواد تر حملي لاندي نيسي نو په دغه وخت کي بکترياوي Extracellular enzyme ترشح کوي او عضوي مواد تجزيه کوي او د محلول په شکل ئي بدلوي او وروسته د حجري له خوا جذبيږي او د بکتريا د استفادي وړګرځي څرنګه چي بکترياوي مختليف انزايمونه توليدوي او هر ډول عضوي مواد د غذائي موادو لپاره استعمالوي .
د بکتريا شکل او جسامت Bacteria forms and size
بکتريا د کوچنيو ژونديو موجوداتو له جملي څخه دي چي جسامت ئي د يوڅخه تر دري مايکرو پوري رسيږي تقريبا د بکترياوو ٢٠٠٠ نوعي پيژندل شوي دي او هغه بکترياوي چي تراوسه پوري پيژندل شوي دي د شکل په اساس په لاندي ډول دي .
١ ميلي شکله بکترياوي(BacteriaBacillius)
٢ کروي شکله بکترياوي((Cocci Bacteria
٣ فنري شکله بکترياوي(BacteriaSpirilli)
٤ د لنډو قاتو رشتو په شکل (BacteriaVirrios)
بکترياوي وحيدوالحجروي نباتات دي چي حجره ئي د سايتوپلازم حجروي ديوال او هستوي موادو لرونکي ده او د ٧٠-٩٠ فيصده پوري اوبه هم لري او ځني وخت واکيولونه پګمنټونه او ذخيره شوي غذائي مواد چي د دانو يا Granuller په شکل وي چي د شحمي موادو او کاربوهايدريتونو څخه تشکيل شوي دي هستوي مواد ئي هستوي غشاء نلري هستوي موادئي د سايتوپلازم سره ارتباط لري يعني د بکترياوو حجرات (Prokaryotic cell) دي يو شمير بکترياوي لرونکي د کپسول پروټين پولي سکرايداو ميوسين دي
چي اکثره کپسول لرونکي بکترياوي (photogenic)دياو هغه چي کپسول نه لري(Nonphotogenic)دي دبکترياوو زياتي انواعي دفلاجيل په واسطه حرکت کوي چي دغه حرکت ئي د مايکروسکوپ لاندي په ښه ډول ليدل کيږي چي ځيني بکترياوي ئي يو او ځيني ئي دوه او ځيني ئي څو فلاجيله لري
د بکترياؤ تکثر( of BacteriaReproduction)
بکترياؤ تکثر عموما د Benaryfission په شکل صورت نيسي دغه تکثر هميشه په يوه حجره کي صورت نيسي او وروسته له ٢٠ دقيقو څخه په دوو حجرو باندي تقسيميږي چي اول د بکترياو نوکليک اسيد مواد تقسيميږي او وروسته پروتوپلازم تقسيميږي او دوه حجري مينځ ته راځي چي دغه تکثر د مساعدو شرايطو لاندي په ډيره چټکتيا صورت نيسي چي همدارنګه په يو واحده حجره کي په ١٢ ساعتو کي ٧٠ ميلونه حجرات په وجود راوړي چي دا ډول چټکتيا د يو لنډ وخت لپاره وي ځکه د اوبو او غذائي موادو خلاصيدل له يوي خوا ا و د سمي موادو ترشح کيدل چي د بکترياو پواسطه ترشح کيږي او هم د محيط له بلي خوا د بکترياو محدود وي د بکترياو پواسطه ترشح کيږي او هم د محيط Ph له بلي خوا شمير محدودوي . په Bacilli بکترياو کي د ويش سطحه د طولاني محور سره هميشه قايمه زاويه جوړوي او توليد شوي حجرات څوکه په څوکه سره نښتي وي اما په (Cocci) بکترياو کي انقسام په يو يا څو مخونو کي صورت نيسي نو له دي کبله د حجراتو مختليف ترتيب په وجود راوړي مثلا هغه کوکسي چي په عين مخ انقسام کوي او يو ځنځير په وجود راوړي چي د (Streptococci) په نوم ياديږي او هغه چي په دوه يا څو مخونو انقسام کوي او توليد شوي حجرات د انګورو د وږي په شان وي د (StephyloCocci) په نوم ياديږ:ي او هغه چي په دري مخونو انقسام کوي د Sarcina په نوم ياديږي فنري بکترياوي عموما د واحدو حجراتو په سير وده کوي او ځيني وخت لنډ ځنځيرونه تشکيلوي.
په (١٩٤٦) م کال ليدر برګ د تجربو پواسطه وښودله چي په بکترياو کي غير زوجي تکثر بر سيره زوجي تکثر هم صورت نيسي چي دا تکثر د کنجوګيشن په نوم ياديږي په دي ډول تکثر کي ګميټ نه توليديږي مګر هغه حجرات چي له يو بله سره يو ځاي کيږي د جنسي خواصو له مخي توپير لري
د بکترياو د سپور تشکيل : کوم وخت چي بکترياوي د نامساعدو شرايطو لاندي واقع شي نو پدغه صورت کي سپور يا سيست تشکيلوي مثلا Endospore په بکترياو کي دارنګي دى چي يوه اندازه نيوکلوپروټين او سايتوپلازم له مورني حجري څخه جدا کيږي او دغه مواد د يو جدار يا ممبران پواسطه احاطه کيږي چي دغه شکل ته Endospore وائي سپور تشکيليدل د نامساعدو شرايطو په مقابل کي يو محافظه ده او نوي حجره په وجود نه راځي او د مورني حجري دوباره ظهورده
بکترياو تنفس: عموما بکترياګاني تنفس له نظره په دري ډوله دي
١- ايروبيک بکتريا يا هوازي Aerobic Bacteria
دا ډول بکترياوي د اکسيجن په نه موجوديت کي ژوند نشي کولي مثلا (Nitrifing Bacteria) او هغه بکترياوي چي ديفتري او توبرکلوز سبب ګرځي شاملي دي
٢- ان ايروبيک بکتريا An aerobic bacteria :دا ډول بکتريا د اکسيجن په موجوديت کي تنفس نشي کولي
٣ - فکولتيتف بکتريا Facultative bacteria
هغه بکترياوي دي چي د اکسيجن په موجوديت او نه موجوديت کي تنفس کولي شي مثلا هغه بکتريا چي د تخمر (Fermention) د عمل سبب ګرځي .
داخلي بکتريا Entero Bacteria
انټرو بکتريا کورني د باسيل زياته مجموعه ده چي د يو زيات تعداد ګرام منفي او غير متجانس بکترياو څخه تشکيل شوي ديچي د يو بل سره ډير نژديوالي لري نوموړي بکترياوي په اوبو خاوره چټلو موادو بوټو د انسان د وسيدلو په ځاي کي حيواناتو حشراتو کي موجودي دي د نوموړي بکترياو اصلي او طبي ځاي د انسان او حيوان کولمي دي ددي کورني بعضي اعضاوي لکه شيجيلا (shigella) سلمونيلا(salmonella) اويرسينا(yersinia) ناروغي منځ ته راوړي پدي صورت کي بعضي برخي داشرشياکولي اوکلبسيلااوپروتوس دبوټودجزونوڅخه عبارت دي چي په طبي ډول په انسان اوحيوان کي موجوددي اوپه خاصوشرايطوکي ناروغي منځ ته راوړي دنوموړي کورني بکترياوي تقريبا ٢٨ جنسونه او٨٠ نوعي پيژندل شوي دي چي ١١نوعي په کولموکي موجودي دي انتروبکترياکورني اورګانيزمونه دويبروجنس (vibrio) پيزودوموناس (pesidiomonase) د کولمو د باسيلونو څخه پيژندل شوي دي چي ګرام منفي باسيلونه نسبتا پولي مورفوم (Polymorphom) ته تقريبا د ٣-٠،٥ په اندازه غټ دي په استثنا د کلبيسلا او شجيلا جنسونو څخه ددي کورني نوري اجزاوي د فلاجيل لرونکو خاښونو په وسيله حرکت کوي چي ددي کورني اورګانيزمونو کي فيمبريا وجود لري چي ددي فيمبريا په واسطه د ميزبان او بکتروفاژ پوري نښلي ددي کورني بعضي اجزاوي د نازکه پوښ پوسيله پوښل شوي دى چي په کلي او باسيلا کي د اپوښ د واضح او ضخيم کپسول په شکل موجود دي د انتروبکتريا کورني اورګانيزمونه په خاوره اوبو او فاسدو موادو کي ليدل کيږي علاوه له دي څخه په پاتوجن شکل د فقاريه حيواناتو په کولمو کي وجود لري پدي ترتيب سره ددي کورني اورګانيزمونه مثلا اشرشيا کلي فورمکلبسيلا ، اوستروبکتريا په اوبو کي وجود لري دا اورګانيزمونه مرض توليدونکي ندي چي د کمونسيال يا د ساپروفيت په شکل وجود لري کله چي د ميزبان په دفاعي سيستم کي اختلال رامنځ ته شي .
د بدن په هره برخه کي انفکشن مينځ ته راوړي چي تقريبا ٥-١٠% ناروغان په بستر خانو کي د انټروبکتريا د کورني اورګانيزمونو پواسطه مبتلا شوي دي
انټروبکترياکورني طبقه بندي
ددي کورني بکترياوي د DNA د مشابهت د بوشميکي خواصو او سيرولوژيکي ټيسټونو په اساس طبقه بندي شوي دي دا بکترياوي د لمړي ځل لپاره په ١٩٧٢ م کال کي طبقه بندي شوي دي چي د لومړي ځل لپاره نوموړي کورني تنها ٢٦ نوعي نامګذاري شوي وي حال دا چي په نوموړي کورني کي ٢٨ جنسونه او ٨٦ نوعي وجود لري چي ١١ نوعي د کولمو بکترياو د عنوان لاندي ذکر شوي دي نوموړ ي کورني بکترياو نامګذاري بهتره او ډيره مهمه ده چي بايد نامګذاري شي د انټروبکتريا د ٢٥ نوعو په حدودو کي د انسان او حيوان لپاره پاتوجن دي چي جدا جدا ناروغي مينځ ته راوړي د انټروبکتريا بعضي نوعي په انسانانو کي ناروغي مينځ ته نه راوړي او په حيواناتو کي ناروغي مينځ ته راوړي انټربکتريا کورني بکترياوي د لکتوز قند د تخمر په اساس په دوو ګروپونو تقسيم شوي دي اول هغه بکترياوي چي لکتوز قند تخمر کوونکي دي لکه اشرشيا او کلسبيلا جنسونه دي دوهم هغه بکترياوي دي چي د لکتوز قند نه تخمر کوونکي انټروبکترياوي دي لکه سالمونيلا Salmonela شيجيلا، هافينا Hafnia او سراسيا Serrasia او پروتوس Protus مورګانيلا Morganella پرودانسيا Probvidencia ير سينيا Yersinia او ادوارزيلا Edwardsiella څخه عبارت دي انتربکتريا زياتره باسيلونه ګرام منفي مطلق هوازي او غير تخمر کوونکي دي چي مهم نماينده ئي Pseudomonas دي د کتليز د ازمايش په اساس ددي کورني ټولي اعضاوي بغير د Shegelladysenteria ګزانورابدوس او نيماتو فيلوس څخه نور مثبت بکترياوي دي.
هغه انتروبکترياوي چي په انسانانو کي ناروغي توليدوي
١Vibrocholara: ويبروکلورا هغه بکترياوي دي چي کولورا ناروغي مينځ ته راوړي
٢ : Salmonella thyphe سلمونيلا تايفي هغه بکترياوي دي چي د محرقي ناروغي مينځ ته راوړي
٣ Diplococcus pneumonia :ديپلوکوکس فنيمونيا هغه بکترياوي دي چي د سينه بغل ناروغي مينځ ته راوړي .
٤ Spirochaetapallida: سپيروچيتا پاليدا هغه بکترياوي چي د سفليس ناروغي باعث ګرځي
٥ Mycobacterium Leprae: مايکوبکتريوم ليفرا هغه بکترياوي چي د جذام سبب ګرځي
٦ MyoobacteriumTubercolosis : مايو بکتريوم تبرکلوسيس هغه بکترياوي چي د تبرکلوز ناروغي مينځ ته راوړي
٧ NisseriaGonorrhae: ناسيريا ګونورييا هغه بکترياوي چي د سوزک ناروغي مينځ ته راوړي
٨ Clostridium batulinunm : کلاستريديوم باتيلنيوم هغه بکترياوي چي د غذا د تسمم سبب ګرځي
٩ Clostridium tetanus : کلاستريديوم تيتانوس هغه بکترياوي چي د تيتانوس ناروغي مينځ ته راوړي
ځيني انتروبکترياوي په اهلي حيواناتو کي لکه پسونه غوايان او چرګانو کي اوهمدارنګه په عالي نباتاتو کي ناروغي توليدوي او ډير زيات اقتصادي ضرورونه رسوي پوتو جينيک بکترياوي د انسان په ژوند باندي مستقيما تاثير اچوي او خپل کوربه په دووه طريقو باندي تر تاثير لاندي راولي اول دا چي ژوندي انساج ئي په مصرف رسوي او دوهم دا چي بکتريا سمي مواد توليدوي کوم چي انساني انساج څه په خپل محيط کي او څه د ويني دوران په واسطه نورو برخو کي نو کله چي توکسين مواد بکترياوي ترشح کوي نو په دغه وخت کي د انسان وينه يو مخافظه کوونکي ماده توليدوي چي انتي باډي (Antibody) نوميږي
او انتي توکسين بل عامل دى چي توکسيني مواد بي تاثيره کوي او يا ئي له مينځه وړي کله چي يو حيوان په بکتريائي ناروغي اخته کيږي په خپل جسم کي انتي باډي توليدوي په دي صورت کي ويل کيږي چي دي حيوان د نوموړي مرض په مقابل کي (immunity) پيدا کړي او حيوان مقاومت له ځانه ښئ چي دغه ډول معافيت ته لازمي معافيت يا (Active equirud immunity) ويل کيږي مثلا د کولورا يا د محريقي يو قوي حمله کفايت کوي چي يو سړي ته د ژوندانه تر اخيره پوري معافيت وروبښي نن ورځ د بکترياو علماو د معافيت د توليد لپاره د طبابت مختليفي طريقي ئي طرح کړي دي چي د هغي له جملي څخه د واکسين تطبيقول دي چي ددي واکسين په واسطه د پتوجينيک بکترياو د ناروغي په مقابل کي انسان معافيت له ځانه ښي چي دا واکسين د مړو يا ضعيفو ويروسونو او يا بکترياو د سمي موادو د رقيق څخه حاصيليږي په يو انسان کي د سيروم د ترزيق په سيله هم معافيت پيداکيږي سيروم د انسان د ويني يوه مايع برخه ده کوم چي دغه انسان په نژدي وخت کي يو بکتريائي ناروغي تيره کړي وي او اوس په خپله وينه کي د هغي ناروغي په مقابل کي معافيت پيداکړي دي ډول معافيت ته (Passive Immunity) وائي ځکه چي کوم ډول حيوانات دا ډول معافيت پيداکوي ددوي د خپلي انتي باډي له کبله نوي بلکي د هغي د انتي باډي له کبله وي کوم چي په بل حيوان په واسطه په وجود راغلي ده
طبعي معافيت يا Natural immunity : دا ډول معافيت يو انسان د تولد له وخته په خپل ځان کي لري يا په بل عبارت هغه په ارث وړي ځيني انسانان د ملريا يا توبرکلوز د ناروغيو په مقابل کي له ځانه ښي
انتي جن Antigen : هغه پروټيني مواد دي چي د انسان په جسم کي د دخل په صورت کي د يو ډول خاصي انتي باډي د تشکيليدو سبب ګرځي
انتي باډي Antibody : هغه محافظه کوونکي ماده ده چي په خاص ډول د انتي جن په مقابل کي په جسم کي تشکيليږي بکتريا يواځي مضره فعاليتونه سرته نه رسوي بلکي مفيد فعاليتونه هم سرته رسوي .
سلمونيلا بکتريا Salmonilla Bacteria
سلمونيلا هم د انتروبکتريا د کورني څخه يو ډول بکتريا ده چي مختليفي ناروغي توليدوي لکه هاضمي سيستم پوري مربوط په کولمو کي او د کولمو څخه خارج ناروغي مينځ ته راوړي
سلمونيلا د ٢٤٠٠ څخه زيات ډولونه لري چي په انسانانو او حيواناتو کي د کوربه په توګه ژوند کوي نوموړي بکترياو د ډولونو څخه دوه ډير غوره ډولونه دي
١ سلمونيلا تايپي Salmonillathyphi ٢-سلمونيلا پاراتايپي Salmonillaparathyphi دى چي يواځي په انسانانو کي وده کوي (Interic fever) مينځ ته راتلو سبب کيږي او نور ډولونه ئي Non thyphioidalsalmonilla په نوم ياديږي چي په مختليفو حيواناتو کي لکه تي لرونکي حشراتو او الوتونکو په کولمو کي ژوند کوي
سلمونيلا خواص : سلمونيلا ګرام منفي باسيلونه دي چي سپور نه تشکيلوي يو له دي عمله د حرارت په واسطه له مينځه ځي
سلمونيلا غير هوازي يا Anerobic bacteria دي بعضي د اکسيجن په نه موجوديت کي نمو کولي شي او په هغه محيطونو کي ژوند کولي شي چي هلته نور ژوندي موجودات ژوند نشي کولي او متحرک اورګانيزمونو دي چي د لکتوز د تخمر سبب نه کيږي مګر H2s توليدوي چي په طبعي لابراتوارو کي د هويت د تعين لپاره استعماليږي .سلمونيلا په کولمو کي تکثر او نشو نما کوي په نتيجه کي د مخاطي غشاالتهاب او د ګسټروانټرايټس اعراض مينځ ته راوړي
ګسټروانټرايټس : د معدي او کولمو د مخاطي غشا ناروغي ده
څرنګه چي سلمونيلا په کولمو کي نشو نما کوي ځيني وخت د کولمو جدار له لاري د ويني دوران ته رسيږي او بيا ناروغي توليدوي
هغه انترو بکترياوي چي کولمو کي ناروغي توليدوي
ددي ناروغي عاميلين د خولي له لاري معدي ته داخيليږي او په چټکي سره د کولمو جدار ته ځان رسوي د ناروغي د توليد له امله په دوو ګروپونو ويشل شوي دي يو شمير ئي په کولمو کي او يو شمير نور ئي په وينه کي د انساجو د خرابوالي باعث ګرځي
Shigella salmonella دا هم د سلمونيلا يو ډول دى چي په کولمو ناروغي مينځ ته راوړي
Eschroechia coli دا هم د کولمو د مضره بکترياو له ډلي څخه دي چي دا بکترياوي لرونکي د ګډ خاصيتونو دي
مثلا د ککړي غذا په وسيله بدن ته داخيليږي او دوړاه ګرام منفي او اختياري غير هوازي بکترياوي دي چي سپور نه تشکيلوي نو له دي امله د حرارت په واسطه له مينځه ځي
هره ناروغي چي د سلمونيلا په وسيله مينځ ته راخي د سلمونيلاسيس په نوم ياديږي څرنګه چي ګرام منفي بکتريا د لکتوز د تخمر سبب نه کيږي
پس Eschroechia coli او Aerobicterargenes په ډيره اساني سره تشخيص کيږي
او د سلمونيلا ځيني انواعي د محرقي (Typhoid) او (Para typhoid) ناروغي سبب کيږي
محرقي تبه feverTyphoid
ددي ناروغي عامل Salmonillatyphas دى دا ناروغي ډيره شديده وي او په وړو کولمو کي سوزش پيدا کوي او لمفاوي سيستم ته داخيليږي او د هغي لاري د ويني جريان ته داخيليږي يو شمير مختلفو انساجو ځيګر ،پښتورګي، توري ، د هډوکو مغزه او کله کله د زړه د خرابوالي سبب هم کيږي
ددي ناروغي په وسيله توري د خپل عادي حالت څخه لويږي او د پوستکي د پاسه ګلابي داغونه پيداکيږي په خاصه توګه د بطن په پورتني برخه کي ليدل کيږي دي تبي سره د سر درد څخه علاوه د معدي درد ضعيف والي ددي د ناروغي له علايمو څخه دى ددي ناروغي عامل په لومړي دوه ونيو کي د ناروغ د ويني په جريان کي او په عايطه موادو کي ليدل کيږي په عمومي ډول په عايطه موادو او ادرار کي پيداکيږي کله چي مچ د مشروباتو او مکروبونو په واسطه ککړ شي ناروغي مينځ ته راوړي.
باسيلاري ډيزينټريBacillary dysentry
دايوه شديده ناروغي ده چي دکولمود انفليميشن سبب کيږي شديداسهال سره وينه اوبلغم هم لري ددي ناروغي سره ستړتيا اوسستي دمعدي درداونورامراض منځ ته راځي چي دناروغ تکليف سبب کيږي
څرنګه چي شيجيلا ډيزنتري توکسين ترشح کوي بعضي انواعييي بيا نه شي ترشح کولاي نوله دي امله دناروغي شديدوالي نوروانواعو پوري زيات دي ددي ناروغي تداوي لپاره دځينو انتي بيوتيک استعمال لکه تيتراسيکلين ،سترپتوماسين ،کلوراامفنيکول اونورپه کاروړل کيږي
Vibrio comma دامايکرواورګانيزم دasiatic cholera په نوم ياديږي اود(،)کامه ډوله شکل لري ځني لومړي اوځني وروسته دزنځير شکل غوره کوي چي فنر شکل نيسي دا اجسام ګرام منفي دي اودځانګړي قمچيني په وسيله دمجراپه قطبي برخه کي واقع دي حرکت کوي .
اسيايي کلورا په نزدي ختيځ کي ليدل کيږي نوموړي مکروب دکولمومخاطي غشا تخريش کوي اودخطرناکي ناروغي سبب کيږي.ددي ناروغي اعراض عبارت دي له کانګي کول شديداسهال دمعدي درد تنده اسهال اودناروغ دبدن اوبه کميږي که چير نوموړي ناروغي په شديده توګه تر ۱۲ساعتونوپوري دوام وکړي دناروغ دمرګ سبب کيږي دناروغ څخه بايد ځان لري وساتل شي دناروغ هغه اسبا ب چي دکانګوياداسهال موادوسره ککړشوي وي دتماس کولوڅخه ځان وساتل شي ناروغ بايد دکورني غړوڅخه جلاوساتل شي اوټول استعمال شوي سامان الات دهغوي په واسطه استعمال شي. ددي ناروغي دمخنيوي لپاره بايدواکسين وشي
دکولموبکترياځني ډولونه
- Kalbisella : کلبيسيلا
- Eachericia : ايشرشيا
- Proteus : فروتوس
- Pseudomonas : پسيډوموناس
دامايکرواورګانيزمونه دټولوسالموانسانانوکولموکي موجودوي عمومايوڅه ظرفيت لريچيسالم انساج په مرض اخته کړي دبولي جهاز مريض ديدپښتورګو دامراضومتخصص ته مراجعه وکړي که څه هم د پنسلينودکشف څخه وروسته دګرام مثبت کوکسي انتاناتوکنټرول شوي دي خوبياګرام منفي بکترياومشکل جوړکړي دييعني امراض توليدوي هغه بکترياوي چي دبولي جهاز دانتاناتوله کبله منځ ته راځي دبکتريميا ناروغي پيداکوي.
Shigellasisشيجيلاسيس
داهم دانتربکتريادجملي څخه يوډول بکترياده چي دسلمونيلاجنس پوري اړه لري حاد انتاني ناروغي ده چي دشيجيلابکتريا په واسطه منځ ته راځي کله کله هيڅ اعراض نه ښکاره کوي خوځيني وخت دډيزنټر ناروغي سبب کيږي.باسيلي ډيزينټري حاد ناروغي ده چي وينه لرونکييامخاطي اسهال ،تبه ،دګيډي درداوحساسيت پکي موجودوي هغه څوک چي دشيجيلاانتاناتوپه واسطه منتن شي ليکن ښکاره اعراض پکي موجود نه وي هغه څوک چي دډيزنټري په مرض اخته وي ترڅوورځوپوري په غايطه موادوکيدشيجيلا باسيل موجودوي چي دنوروانسانانولپاره ددي ناروغي منبع ده داناروغي په ټوله نړي کي خپره ده اوهغه څوک چي ګڼوتولونوکي ژوند کوي اوحفظ الصحوي شرايط يي خراب وي داناروغي ډيره ليدل کيږي ددي اورګانيزمونواساسي کوربه انسان دي چي په مستقيم اوغيرمسيتقيم ډول يوانسان څخه بل انسان ته سرايت کوي
څلورډوله شيجيلاباسيلونه پيژندل شوي دي چي په انسانانوکي ناروغي توليدوي عبارت دي له
- شجيلاډيزنټريا Shigelladysinteria
- شيجيلاباوډيShigellaboydei
- شيجيلاسونيShigellasonnei
- شيجيلافليکسنريShigellaflexneri
شيجيلاخواص
ګرام منفي غيرمتحرک اوايروبيک بکترياوي دي چي سپور نه توليدوي اوکه چيري تجريدشي دکولموبکتريا په څير ښکاري که څه هم دي بکتريا ناروغي
په ټوله نړي کي ليدل کيږي خوپه هغه ځايونوکي زياته ليدل کيږي چي حفظ الصحي شرايط يي خراب وي په هغه کسانوکي داناروغي ډيره ليدل کيږي چي حفظ الصحه نه مراعت کويداناروغي په ماشومانوکي دلويانوپه نسبت زياته وي ځکه چي ماشومان دخپل حفظ الصحي مراعت ته توجه نه کوي
هغه انټروبکترياوي چي د پوستکي له لاري بدن ته داخليږي
Streptococcuspyogenen:دامايکرواورګانزم دپوستکي دتخريش پوسطه بدن ته داخليږي او ځني ناروغي منځته راوړي ګرام مثبت بکتريا ده چي دزنځيرپه شکل ليدل کيږي
که چيري دويني په محيط کي وکرل شي دکالوني په شکل روښا نه او په صا فه ساحه ليدل کيږي
دتل لپاره بايد په يايد ولرو چي زمونږ په پوستکي کي تخريش اويا سوري منځته راشي بايد په فوراً توګه دپوستکي هماغه برخه دالکولو په واسطه مالش او پاک کړل شي چي دالکولو مالش په واسطه دا اورګانيزمونه بدن ته داخليدو مخنوي کوي
کلاستت ريډم تيتاني :clastridiumtetani
دامايکرو اورګانيزمونه هم دانټروبکتريا له ډلي څخه ده چي دپوستکي له لاري انسان بدن ته داخليږي او د تيتانوس ناروغي منځته راوړي
دا مايکرواورګانيزمونه غيري هوازي اوګرام مثبت بکتريا وي دي چي حرکت نه لري اوسپور تشکيلوي ميله ډوله شکل لري
دا مايکرواورګانيزمونه دځانه ايګزوتوکسين مواد ترشح کوي
تراي کيفتون :Trichepton دانوعه دپوستکي اونوکانو دخرابوالي سبب کيږي
مايکروسفورم :Microsporum دامايکرو اورګانيزم دپوستکي او وښتنودخرابوالي سبب کيږي
نتيجه ګيري
- بکتريادابتدايي نباتاتوله ډلي څخه دي چي مفيدي اومضري نوعي لري .
- دمضرونوعوڅخه يي انټروبکتريا خاص نوع ده چي درنګارنګ ناروغيودمنځ ته راتګ سبب ګرځي .
- انټروبکتريا عموما دانسان په داخلي برخوکي لکه خوله ،مرۍ ، معده ،کولمي ،دپوزي داخلي برخي،اوپوستکي کي وي .
- دانټروبکتريا چي کومي ناروغي منځ ته راځي عبارت دي له محرقه ،سينه بغل ،تيتانوس ،جزام،توبرکلوز،سوزش،ډيزنټري ،اودخوراکي موادوتسمم څخه .
سپارښتني
- بايد دغذايي موادوپه صحيح اودرست ډول ساتنه وشي ترڅودانتربکترياد تاثيرڅخه بچ پاتي شي اوانسانان دناروغيوسره مخ نشي .
- دغذايي مواد دخوړوڅخه مخکي بايدحفظ الصحي مراعت وشييعني خپل لاسونه اوهغه شيان چي په هغي کي خواړه تيارول کيږي.اوهمدارنګه هغه خواړه چي خام خوړل کيږي په پاکواوبوپريمنځل شي.
- څرنګه چي دلويانوپه نسبت کوچنيان دخپلي حفظ الصحي صحيح مراعت نشي کولاي نوبايد کوچنيانوته خاصه توجه وشي اودهغوي دخوړواوحفظ الصحي خيال وساتل شي ترڅو دناروغيو څخه بچ پاتي شي
- که چيري څوک په انټروبکتريا اخته شي بايد ژر ترژره دي دمعا لجي لاندي ونيول شي.
اخځليکونه
- احمدزي.احمدسميع.محمدناصر.شينواري .(۱۳۴۶ل ل).داخله ناروغيواساسات ننګراهارپوهنتون طب پوهنځي .
- شيرزي .احسان الله .(۱۳۹۰ل ل).عمومي بيولوژي .افغان پوهنتون طب پوهنځي.
- صابر.عبدالواسع.(۲۰۰۷م).عمومي بيولوژي. .ننګرهارپوهنتون .
- اميري.محمدظاهر.(۱۳۸۶ل ل).مايکروبيولوژي.ننګرهار پوهنتون .