توحید، رسالت او له مرگه د وروسته ژوند عقلی ثبوت

[featured_image]
Download
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • Download 3
  • File Size 249.00 KB
  • File Count 1
  • Create Date November 4, 2022
  • Last Updated November 4, 2022

توحید، رسالت او له مرگه د وروسته ژوند عقلی ثبوت

دعقل فيصله

موږ په ډيرو سترو ، سترو ښارونو کې وينو چې په بريښنا سره ، په سوونو فابريکې چليږي . اور ګاډي او برقي واګونونه (Trams) ځي او راځي . له ماښامه سره سم په زرګونو ګروپونه روښانه کيږي ، دتودوخې په وخت په هرکورکې برقي پکي چالان وي ، خو ددې ټولو پيښو له ليدو سره سره بياهم زموږ په زړونو کې داريانتيا او تعجب هيڅ ډول احساس نه راپيداکيږي . ددغو څيزونو حرکت او ياروښانتيا دعلت او سبب په هکله هم زموږ ترمينځ دنظريو اختلاف نه راپيداکوي . داولې ؟ داځکه دغه ګروپونه چې دبريښنا له کومو مزوسره اړيکې لري هغه موږ په خپلو سترګو وينو .دبريښنا ددغو مزو اړيکې چې دبريښنا له کوم مرکز سره دي ، دهغو په حال هم موږ خبر يو . دبريښنا په دغه مرکز کې چې کوم خلک کار کوي دهغوۍ په هکله هم موږ ، معلومات لرو . دغه کار کوونکي چې دکوم انجنير ترلارښوونې لاندې کار کوي هغه هم پيژنو . موږ ته داهم څرګنده ده چې هغه انجنير دبريښنا دماشينونو دکار کولو په ټولو اصولو پوهيږي او دبريښنا په برخه کې بشپړ معلومات لري . له هغه سره دبريښنا ډول ، ډول ماشينونه دي چې دهغو په چالانولو سره دغه قوت (بريښنا) پيداکيږي ، چې اثرات يې موږ دګروپونو په روښانتيا ، دپکيو په تاويدو ، داورګاډو برقي واګونونو (Trams) او دفابريکو دماشينونو په حرکت کې وينو ، دبريښنا داثارو په ليدو سره چې دهغې داسبابو په هکله زموږ ترمينځ کوم اختلاف نظرنه راپيداکيږي دهغې يوازينى علت دادى چې دهغو اسبابو او عواملو ټوله سلسله چې بريښنا توليدوي زموږ دمحسوساتو په دايره کې شامله ده او موږ ليدلې ده .

داسې يې فرض کړې چې داګروپونه پخپله روښانه کيدلاى ، پکي هم تاويدلاى او په همدې توګه اورګاډي ، برقي واګونونه ، فابريکې او برقي ژرندې چليدلاى خو هغه مزې چې په هغو سره دوۍ ته بريښنا ورځي زموږ دمحسوساتو له دايرې نه بهرواى ، موږ دبريښنا دمرکز په کارکوونکو هم خبرنه واى ، اوداهم راته څرګنده نه واى چې دغه فابريکه کوم انجنير لري او هغه دخپلې پوهې په قدرت سره دغه فابريکه چلوي . ايا هغه وخت به هم دبريښناد دومره اثارو په ليدلو زموږ زړونه همداسې ډاډه او مطمئن واى ؟ ايا هغه وخت به هم موږ په همدغه توګه ددغو ډول ډول مظاهرو دعلتونو او سببونو په برخه کې اختلاف نظرنه درلوداى ؟ څرګنده خبره ده چې تاسو به دغو پوښتنو ته منفي ځواب ورکړې ، ولې ؟ داځکه کله چې داثارو ،اسباب او عوامل له نظره پټ او دمظاهرو علتونه ناڅرګندوي ، نو په زړونو کې ددغه ډول اثارو او مظاهرو په ليدو له اريانتيا سره دبې اطمېنانې راپيداکيدل ، ددغه پټ راز په څرګندولو کې ددماغونو ستړي کيدل ، او ددغه راز اسرارو په هکله په خپلو مينځو کې دقياس او نظرياتو اختلافات درلودل ، يوه فطري خبره ده .

لومړۍ ډله :دقياس او ګومان خاوندان

اوس به موږ او تاسو دهمدې فرضيې پراساس خپلو خبرو ته ادامه ورکړو . تاسو داسې فرض کړي هغه څه چې موږ مخکې دفرضيې په توګه وويل ، په حقيقت کې په ريښتوني توګه موجود دي ، دمثال په توګه په زرګونو او لکونو ګروپونه روښانه دي ، په سلګونو زره پکي تاويږي بريښنا ګاډي زغلي او رازغلي ، دفابريکو ماشينونه حرکت کوي ، خو زموږ سره داسې کومه آله او ذريعه نشته چې په هغې سره داځانته څرګنده کړو چې په دغو شيانو کې څه ډول قوه دحرکت عامل دى او هغه قوه له کومه راپيداکيږي . خلک هم چې دغه اثار او مظاهر ويني نو اريان دي . هرسړى ددغو اثارو داسبابو دڅرګندولو لپاره دخپل عقل نيلى زغلوي ، يو وايې چې داټول شيان له ځانه روښانه او يامتحرک دي ، له بهرنه داسې څه نشته چې هغوۍ ته رڼا ياحرکت وروبښي . بل وايې له کومو موادونه چې دا شيان جوړ شوې دي دهماغو موادو ترکيب په هغوۍ کې درڼا او حرکت کيفيت پيداکړ ی دى . څوک وايې چې نه دايوه خبره هم سمه نه ده ، له دغې مادي نړى نه ماوراء يوڅو ( خداېان)دي چې د هغوې له جملې نه څوک ګروپونه روښانه کوي ، څوک برقي واګونونه او اورګاډي چلوي ، څوک پکي چالانوي او څوک فابريکې او ژرندې ګرځوي . ځينې خلک په دغه برخه کې له زيات فکر کولو نه وروسته بې له دې نه چې کومې څرګندې نتيجې ته ورسيږي ، ستړي شوي دي او وايې چې زموږ نيمګړ ې پوهه او عقل ددې ډول طلسم داسرارو له درک نه عاجز دى . موږ يوازې په هغه څه پوهيږو چې ليدلاى او احساسولاى يې شو ، له دې نه زيات نه په څه پوهيږو او نه مو فکر پرې رسيږي په هغه څه چې زموږ فکر نه رسيږي ، نه موږ هغه تصديق کولاى او نه يې تکذيب کولاى شو .

دغه ټولې ډلې په فکر ي لحاظ له يوه بل سره په جګړه اخته دي ، خو له يوې ډلې سره هم دخپلو افکارو ، خيالاتو او نظرياتو دتائيد او دنورو دافکارو دترديد لپاره له قياس ګومان او اټکل نه پرته بله کومه علمي وسيله نشته .

دويمه ډله :دعلم او پوهې خاوندان

په دغه وخت کې چې ددغو خلکو ترمينځ داختلافاتو بازار ښه تود دى يوسړى راځي او دوۍ ته وايې چې : وروڼو ! ماسره دعلم او پوهې يوه داسې وسيله او ذريعه شته چې له تاسو سره نشته . دعلم په دغې وسيلې سره ماته داڅرګنده شوې ده چې ددغو ټولو ګروپونو ، پکيو موټرو، فابريکو او ژرندو اړيکې له څوپټو مزو سره دي چې تاسو يې ليدلاى اواحساسولاى نه شى . دغو مزو ته دغه قوت دبريښنا له يوه ستر مرکز نه راځي چې دهغې اثار تاسو درڼا او حرکت په بڼه وينى . دبريښنا په دغه مرکز کې ستر ستر ماشينونه دي چې بې شميره خلک يې دکنټرول او چلولو لپاره موظف شوې دي ، دغه ټول کارکوونکي ديوه ستر انجينر تابع دي او داهماغه انجينر دى چې په پوهه او قدرت سره يې دغه ټول نظام په منظمه توګه چليږي او دهمده دلارښوونې او فرمان پر اساس دغه ټول کارونه سرته رسيږي .دغه سړى راځي او په پوره قوت او اطمېنان خپله ادعا وړاندې کوي ، خو خلک يې درواغژن بولي . ټولې ډلې له هغه سره په مخالفت پيل کوي ، ليونى يې بولي ، وهل ټکول ، او نور ډول ، ډول مصيبتونه پرې راولي ، له کور او کلي نه يې شړي ، خو هغه له دې ټولو مخالفتونو روحي اوجسمي کړاوونو سره سره په خپله ادعا ټينګ ولاړ وي . په خپله ادعا کې دهيڅ ډول وېرې اويا حرص له امله دذرې هومره بدلون هم نه راولي . دهر ډول مصيبتونو او کړاوونو له راتلو سره سره بياهم دهغه په ادعا کې هيڅ ډول کمزورتيا نه ليدل کيږي . دهغه له ټولو خبرو اواعمالو نه داپه ډاګه څرګنديږي چې دخپلې وينا او ادعا په صداقت او ريښتېنولۍ پوخ يقين اوپوره باور لري .

له ده نه وروسته دويم سړى راځي او هغه هم کټ مټ همدغه وينا له همدغې سره وړاندې کوي . ورپسې دريم ، څلورم ، او پنځم سړى راځي او هماغه وينا او ادعا وړاندې کوي ، چې له ده نه مخکينيو داعيونو وړاندې کړې وه . له دې نه وروسته دراتلونکو يوه لويه سلسله پيليږي ، ان تردې چې شمير يې کابوله سوونو او زرګونو نه هم زياتيږي ، او داټول ، هم دايوه وينا له همدغې يوې ادعا سره وړاندې کوي . دزمان ، مکان او حالاتو له بدلون سره سره بياهم د دوۍ په وينا اوادعا کې هيڅ ډول اختلاف نه وي . ټول همدايوه خبره کوي چې له موږ سره دعلم او پوهې يوه داسې ، وسيله شته چې له عامو خلکو سره نشته ، خو سره له دې هم ټول خلک پر هغوۍ دليونيو ګومان او. هرډول ظلم او تيرې پرې کوي ، غواړي ديته يې اړباسي چې له خپلې وينا او ادعا نه لاس واخلي خو له دې دومره سختو کړاوونو او ربړونو سره هغوۍ ټول بياهم پرخپله خبره ټينګ ولاړ وي ، او دنړۍ يوقدرت هم هغوۍ له خپل دريځ نه حتى يوانچ هم شاتګ ته نشي اړکولى .ددغه بې ساري عزم او ثبات ترڅنګ دهغوۍ يوه بله ستره او څرګنده ځانګړتيا داده چې له هغوۍ څخه يوهم په دروغو ، غلا ، خيانت ، بدکارۍ ، ظلم او حرام خوړلو په څير ناروا کارونو نه دي ملوث شوي . دغه حقيقت دومره روښانه او څرګند دى چې دهغوۍ دښمنانو او مخالفينو ته هم پرته له دې نه چې دهغوۍ په پاکوالى اعتراف وکړي بله لار نده پاتې شوې . دهغوۍ اخلاق نهايت پاک او سپيڅلي دي ، خويونه او سيرتونه يې نهايت درجه نيک وو . په حسن اخلاق کې هم دنورو انسانانو له ډلې نه غوره او ممتاز وو . دهغوۍ ټولو له جملې نه په يوه کې هم دليونتوب او جنون اثار نه ليدل کيدل ، بلکې ددې برعکس هغوۍ دتهذيب ، اخلاقو ،تزکيۀ نفس او نورو دنيوي چارو داصلاح اوسمون لپاره داسې بې ساري قوانين او لارې چارې ټاکلې دي چې نه يوازې داچې تراوسه پورې څوک دهغوۍ په څير اصولو او قوانينو جوړولو باندې بريالي شوې نه دي ، بلکې دهغو قوانينو او اصولو دباريکيو او ښيګړو دپوهيدو لپاره دډيرو پوهانو او علماؤ عمرونه تير شوي دي .

دعقل په محکمه کې

دعقل په محکمه او عدالت کې يوې خواته مختلف الخياله مکذبين ولاړ دي او بلې خواته دمتحد نظر مدعيان ،د دواړو ډلو معامله دسليم عقل محکمې ته وړاندې کيږي . ديوه قاضي په حيث دعقل وظيفه او مسؤليت دادى چې لومړى دخپل موقف اهميت درک کړي ، او بيا ددغو دواړو ډلو دموقف او دريځ په څرنګوالي هم ځان پوه کړي او دواړو ډلو ادعا ګانې دعدالت په تله وتلي او له هغې وروسته پريکړه وکړي ، چې دچاپله درنده خيژي او دچاسپکه . دقاضي موقف او دريځ داسې دى چې پخپله له ده سره دمسئلې دريښتونوالي دڅرګندولو لپاره کومه وسيله نه شته چې په هغې سره غوڅه پريکړه وکړي ، ځکه هغه پخپله په حقايقو اګاهي نلري ، خو دهغه په مخکې ددواړو ډلو خبرې ، دلايل ، او دهغو شخصي حالات او خارجي اسناد او شواهد موجود دي ، نو پردې اساس به په دغو اسنادو او شواهدو غور او څيړنه کوي او وروسته له هغې به خپله پريکړه کوي ، چې حق د کومې ډلې په لور دى . په دغه مسئله کې قاضي هم پر ته له دي نه چې ددواړو ډلو د دلايلو توازن نه وروسته داسې پريکړه وکړي ، چې دچاادعا به دعقل په محکمه کې دبلې پرنسبت په غالب ګومان حقيقت ته نژدې وي ، بله کومه غوڅه فيصله نشي کولاى ، ځکه څومره موادچې ددې مسئلې دروښانولو لپاره موجود دي ، دهغې له مخې داپريکړه ، چې ددې مسئلې حقيقت څه ډول دى ، مشکله ده . هغه له دغو دواړو ډلو نه يوې ډلې ته پربلې ډلې ترجيح ورکولاى شي خو په قاطعيت او يقين سره دانه شي کولاى چې يوه ډله تصديق کړي او بله تکذيب .

دمکذبينو دريځ

١:- دحقايقو په برخه کې ددوۍ نظريې مختلفې دي په يوه نکته کې هم د دوۍ ترمينځ اتفاق او اتحاد نظرنشته ، ان تر دې چې ډير ځله ديوې ډلې دغړو ترمينځ هم اختلافات موجود وي .

٢:- هغوۍ په خپله په دې اقرارکوي چې له دوۍ سره دعلم کومه داسې وسيله نشته چې هغه له نورو سره نه وي ، له دوۍ څخه يوه ډله هم پرته له دې نه چې و وايې زموږ قياس او دلايل دنورو په پرتله زيات ارزښت لري دنورڅه ادعا نه کوي ، خو داخبره چې د دوۍ ادعا دقياس او ګومان پربنسټ ولاړه ده ټول يې مني .

٣:- دهغوۍ اعتقاد ، ايمان او يقين په خپلو خپلو قياساتو باندې دومره موثق نه دى چې تزلزل په کې پيښ نه شي . په دوۍ کې دخپلو نظريو دبدلولو مثالونه په زياته اندازه موجود دي . په دوۍ کې ډيرځله داسې ليدل شوي دي چې پرون يې په شدت سره ديوې نظريې پلوي کوله ، خو نن يې پخپله هغه نظريه رد کړې او بله نظريه يې وړاندې کړې ده دعمر ، علم او تجاربو دپرمختګ سره د دوۍ نظريې هم بدلون مومي .

٤:- دمدعيانو دتکذيب لپاره له هغوۍ سره پرته له دې نه چې ووايې هغوۍ دخپل صداقت او ريښتونوالى لپاره موږ ته کوم يقيني ثبوت نه دى وړاندې کړى بل داسې کوم پوخ دليل نشته . وايې چې هغوۍ موږ ته هغه پټ مزي راونه ښودل چې دوۍ يې دپکيو دګرځيدلو اوګروپونو دروښانه کيدو او نورو الاتو دحرکت سبب ګڼي نه يې موږ ته دبريښنا موجوديت په تجربې سره ثابت کړ او نه يې موږ ته دبريښنا مرکز او ماشينونه راوښودل ، نه يې دهغوۍ کارکوونکى موږ ته راوپيژندل ، نه يې موږ له هغه انجينرسره مخامخ کړو ، نو بيا موږ څرنګه دا ومنو چې داهرڅه چې دوۍ وايې پر حقايقو مبنى دي ؟

دمدعيانو موقف او دريځ دادى

١:- هغوى ټول په خپل مينځ کې متفق القول دي دخپل دعوت پر ټولو بنيادي اصولو باندې له يوه بل سره دنظر بشپړېو والى لري .

٢:- دټولو په اتفاق سره همداادعا ده چې زموږ سره دعلم يوه داسې وسيله شته ده چې له عامو وګړو سره نه شته .

٣:- له هغوۍ څخه يوه هم داسې نه دي ويلې چې موږ دخپل قياس اوګومان پر اساس دغه ډول ادعا کړې ده ، بلکې ټولو په اتفاق سره همدايوه خبره کړې ده چې موږ له هغه انجنير سره خاصې اړيکې لرو ، دهغه کارکوونکي تل موږ ته راځي اوخپله فابريکه يې هم موږ ته راښودلې ده ، نو له دې امله موږ چې څه وايو هغه دعلم او پاخه يقين له مخې وايو ، نه دقياس او اټکل له مخې .

٤:- په هغوۍ کې ددې مسئلې يو کوچنى مثال هم څوک نه شي پيداکولاى چې په ټول ژوند کې يې پخپله وينا او ادعا کې د ذرې هومره بدلون هم راوستى وي ، هماغه يوه وينا او يوه ادعا ده چې ددعوت له پيله ددغې ډلې هر داعي کړي ده اود ژوند تروروستۍ سلګۍ پورې يې په پر له پسې توګه تائيد کړې ده .

٥:- دهغوۍ خوى ، اخلاق او سيرتونه دومره پاک او سپيڅلي وو چې ددروغ ويلو ، مکارۍ او غدارۍ شک هم پرې نه شي کيداى ،نو له دې امله هيڅ دليل نه شي پيداکيدلاى . هغه خلک چې دژوند په ټولو معلوماتو کې دپاکۍ ،سپيڅلتيا ،صداقت اوتقوى سمبول وي ، هغه ټول دې په اتفاق سره په همدايوه معامله کې درواغ ووايې .

٦:- داخبره هم څوک نشي ثابتولاى چې په دغه ډول ادعا کې ددوۍ شخصي ګټې خوندې کيدلې ، خو ددې برعکس داخبره ثابته ده چې ددغې ډلې يو زيات شمير اشخاص ددغې ادعا درلودلو له امله له سختو کړاوونو او نه سهيدونکوربړونو سره مخامخ شوې دي ، جسماني کړاوونه يې زغملي دي ، بند او زندان يې ګاللى دى ، وهل او ټکول پرې تيرشوي دي له خپل کور او کلي نه شړل شوي دي ځينې وژل شوي دي ، ځينې خو يې حتى په ارې سره دوه برخې کړاى شوي دي ،لنډه داچې له يوڅودګوتو په شمير کسانو نه پرته ، نور يوه ته هم دخوښۍاوسوکالۍ ژوند ورپه برخه شوى نه دى ، نو له دې امله څوک دشخصي ګټواواغراضو تور په دوۍ نه شي لګولاى ، بلکې پردې سربيره له دغه ډول حالاتو نه داهم څرګنديږي چې هغوۍ دخپلې ادعا په ريښتونوالي زښت زيات باور درلوده ، داسې پوخ باور چې دمرګ په وخت کې يې هم لږ ترلږه دځان دخلاصون لپاره له خپلې ادعا نه لاس وانه خيست .

٧:- ددوۍ په هکله څوک داهم نه شي ويلاى چې په دوۍ کې به څوک مجنون يافاترالعقل و ، ددې خبرې هيڅ ثبوت نه شته ، ځکه دهغوۍ دټول ژوند له چارو نه دا څرګنديږي چې دټولنې له عادي غړو نه زيات پوه او دسليم عقل خاوندان وو . په دغه مسئله کې حتى دهغوۍ مخالفينو هم دهغوۍ د پوهې او تدبير په وړاندې وسله غورزولې ده ، نو بيا څنګه سړى دامنلاى شي چې دې ټولو ته په همدې يوه خاصه معامله کې ليونتوب او جنون ورپيښ شوى و ؟ او هغه هم څه ډول معامله ؟ چې دهغوۍ لپاره په کې دمرګ او ژوند سوال مطرح و . دهغې لپاره هغوۍ دټولې نړۍ سره په مقابله بوخت وو . دهغې لپاره چې دوۍ په کلونو ، کلونو له دنيا سره په جګړه وو ، هغه چې دهغوۍ دټولو ريښتونو او عاقلانه تعليماتو (چې په دغه صفت يې ډيرو مکذبينو هم اعتراف کړی دى ) اصل الاصول وو .

٨:- هغوۍ په خپله هم دانه وو ، ويلې چې موږ له انجينر يادهغه له کار کوونکو سره ستاسو دملاقات او ليدنې کتنې زمينه برابرولاى شو . يادهغه پټه کارخانه تاسو ته درښودلاى شو . ياپه تجربې او مشاهدې سره خپله ادعا درته ثابتولاى شو . هغوۍ په خپله دغه ټول مسايل په (غيب) پورې مربوط ګڼي او وايې چې تاسو پرموږ باور وکړې او هغه څه چې موږ ېې درته وايو هغه ومنې .

دعقل دمحکمې پريکړه

دعقل محکمه له يولړ تحقيق او څيړنې وروسته چې ددواړو ډلو د ادعاګانو او دريځونو په برخه کې يې وکړې خپله پريکړه په لاندې ډول صادروي :

هغه وايې چې دڅومره بهرنيو اثارو او مظاهرو له ليدلو نه وروسته دهغو دباطني اسبابو او عواملو دپيدا کولو لټون دواړو ډلو ترخپلې وسې پورې کړی دى او په دغه برخه کې هرې ډلې خپل نظريات وړاندې کړي دي ، دغه نظريې له دوه لحاظونو سره ورته دي . لومړى داچې دټولو نظريې له دې امله سره ورته دي چې دعقل له مخې يوه هم مستحېل نه ده يعنې دعقلي قوانينو له مخې ديوې ډلې دنظريې په برخه کې هم څوک دانه شي ويلاى چې ددغې نظريې سم والى او ريښتونوالى ناممکن دى . دويم داچې له دغو نظريو نه ديوې نظريې صحت او ريښتونوالى هم په تجربې او يامشاهدې سره نه شي ثابتيدلاى . نه له لومړۍ ډلې نه کوم ګروپ ياټولګی دخپلې نظريې داسې علمي (Scientific) ثبوت وړاندې کولاى شي چې هرڅوک يې په منلو مجبور شي او نه دويمې ډلې دغه ادعا کړې ده چې موږ يې په تجربه ثابتولاى شو او يادغه توان لرو ، خو دزياتو څيړنو او تحقيقاتو په نتيجه کې سړى له ځينې داسې مسايلو سره مخامخ کيږي چې دهغې له مخې د دويمې ډلې نظريه ترلومړۍ ډلې غوره ګڼلاى شي .

لومړى: داچې تراوسه پورې دکومې بلې نظريې تائيد په اتفاق سره دومره زياتو خلکو چې په هوښيارتيا صداقت ، سپيڅلتيا او ښو اخلاقو هم شهرت ولري ، په دومره قوت او شدت ،پاخه ايمان او باور سره نه دى کړى

دوېم : داچې د دومره زياتو سپيڅلو انسانانو او عالي اخلاقو خاوندانو له خوانه په مختلفوزمانو او مختلفو سيمو کې پريوې مسئلې متفق کيدل او دا ادعا کول چې دوۍ ټولو په همدغې وسيلې سره دخارجي مظاهرو باطني او داخلي اسباب او عوامل معلوم کړي دي ، زموږ ميلان ددې ادعا تصديق او منلو ته زياتوي ، په تيره بياله دې امله چې هغه معلومات چې دوۍ وړاندې کړي دي ، دهغې په هکله د دوۍ په ويناوو کې هم هيڅ ډول اختلاف نه شته او دعقل له نظره مستحيل هم نه دي ، او نه دعقلي قوانينو له مخې نه څوک داخبره محاله او ناشونی ګڼلى شي ، چې په ځينو انسانانو کې ځينې داسې غير معمولي قوتونه او استعدادونه ، شته چې په عمومي توګه په نورو انسانانو کې نه موندل کيږي .

دريم _ داچې پرخارجي مظاهرو باندې هم له څيړنې او غورنه وروسته غالباً داسې څرګنديږي ، چې د دويمې ډلې نظريه دې سمه وي ، داځکه چې ، دبريښنا ګروپونه ، پکي ، موټرونه ، برقي ژرندې ،فابريکې او داسې نور شيان له خپله ځانه حرکت او روښنايې نه لري ، که چېرې يې دغه خصوصيت له ځانه لرلاى ، نو دوۍ بايد په خپل اختيار متحرک او روښانه کيدلاى ، په داسې حال کې چې نه دهغوۍ روښنايې اوحرکت دهغوۍ دجسمي جوړښت او ترکيب نتيجه ده ، ځکه کله چې هغه روښانه او متحرک نه وي ، هماغه وخت يې هم همدغه ډول جسمي ترکيب موجود وي . هغوۍ چې وايې دغه نظام دمختلفو قوتونو تر نفوذ لاندې دى داهم سمه نه ده ، ځکه ډيرځله ليدل شوي دي چې په ګروپونو کې رڼا نه وي ، نو پکي او برقي واګونونه هم بندوي او کارخانې هم ولاړې وي ، نو له دې امله دخارجي مظاهرو په توجيه کې چې دلومړۍ ډلې له خوانه څومره دلايل او نظريات وړاندې شوي دي هغه ټول له عقل او قياس نه لرې دي . کومه خبره چې زياته سمه او عقل ته نژدې ښکاري هغه داده چې د دغو ټولو مظاهرو ترشايو قوت موجود دى ، چې ددغه نظم او انسجام درسۍسريې په لاس کې دى او ديوه ټاکلى نظام دقوانينو تراثر لاندې يې دمختلفو مظاهرو په بڼه مصرف او څرګندوي .

دعقل محکمې دشک دخاوندانو داخبره چې( موږ دمدعيانو په ادعا نه پوهيږو او په هغه خبره چې موږ پوه نه شو او سر مو پرې خلاص نه شي دهغې دتکذيب او يا تصديق حکم هم نه شو ورکولاى سمه نه ګڼي ، ځکه چې ديوې خبرې پيښدل او يا واقعيت په دې پورې اړه نه لري چې ټول اوريدونکي دې پرې پوه هم شي ، ځکه دواقعې دوقوع دمنلو لپاره دباوري او معتبرو خلکو متواتر او پرله پسې شهادت کافي دى . دمثال په توګه که زموږ له جملې نه څو باوري او دډاډ وړ خلک دا ووايې چې موږ په لويديځ کې ستر ، ستر، وسپنيز موټرونه وليدل چې خلک په کې سپاره وو او هواته الوتل او په خپلو غوږونو مو په لندن کې له امريکانه دامريکايې سندروغاړو سندرې اوريدلي دي . موږ به په دغه مسئله يوازې همدومره غور وکړو چې دغه خلک چې دغه ډول ادعا کوي ، دورغژن او مسخره خوبه نه وي ، ددغې مسئلې په بيانولو کې خو به دهغوۍ کومه شخصي ګټه او غرض نه وي ، د دوۍ دماغي توازن خو خراب نه دى ؟ که چېرې داثابته شوه چې هغوۍ نه درواغژن دي ، نه مسخره ، نه ليونيان او نه په دغه خبره کې دهغوۍکومه شخصي ګټه شته او موږ داهم ووينو چې دغه مسئله دډيرو هوښيارو ، پاکو او سپيڅلو انسانانو له خوا په پوره سنجيدګۍ او متانت بيان شوې ده ، نو څرګنده ده چې موږ يې منو ، که څه هم داوسپنيزو موټرونو دالوتلو ، او له کومې محسوسې او څرګندې وسيلې نه پرته دڅوزرو ميلو په واټن کې دسندرو اوريدلو په مسئله هيڅکله هم پوه نه شو .

ايمان موڅنګه په برخه کيداى شي ؟

دادعقل پريکړه وه چې په دغه مسئله کې مو له نظره تيره شوه ، خو دتصديق يقين او باور کيفيت چې (ايمان) نوميږي له دغې مسئلې نه ، نه راپيداکيږي ، دهغه کيفيت لپاره وجدان ته ضرورت دى ، دهغه لپاره ضروري دى چې دانسان له دننه نه دهغه دضمير اواز دشک ترديد ، او تذبذب ، ټول کيفيتونه له مينځه يوسي او په څرګندوټکو کې دا ووايې چې په دغه مسئله کې دخلکو قياس او ګومان بالکل غلط دى ، ريښتياهغه دى چې ريښتينو خلکو دقياس او ګومان له مخې نه ، نه بلکې د پوهې او بصيرت له مخې بيان کړي دي .

تنګ نظرى

( يوښکلى دوه کلن هلک دقولنجو په درد اوسخته تبه اخته و . دهغه ځور ، کړاو او نارامتيا ته ډير سخت زړي او ډبرزړي انسان هم زړه نشواى ټينګولاى ،کله به يې دخپل رنځ او کړاو دليرى کيدو لپاره په ډير اميد دمور او پلار خواته وکتل او کله به يې دډاکټر بې خونده او ترخې دواته خوله خلاصه ونيوله ، نو دتل لپاه له خپل مور او پلار نه رخصت شو . دهغه دځنګندن سخت حالت مې چې وليده ، نو زما په زړه کې يوه پوښتنه راپيدا شوه چې هغه رحيم او کريم خداى چې درافت او شفقت سرچينه ده ، په کوچنيو او بيګانه ماشومانو باندې ولې دومره مصائب او کړاوونه راولي ؟ په داسې حال کې چې هغه خپله فرمايې :

((ماانابظلام للعبيد)) داديو دوست دليک اقتباس و . کومه پوښتنه چې د ده په زړه کې پيداشوې ده ، هماغه پوښتنه په مختلفو ډولونو دخلکو په زړونو کې تقريباً هر هغه وخت راپيداکيږي چې مرګ ، ناروغتيا او داسې نور افات وګوري . دانتهايې يوازيتوب په حالت کې په وبا ، باندې دزرګونو انسانانو مړه کيدل ، په زلزلې سره دزرګونوکورونو ورانيدل ، په سيلابونو کې له بې اندازې مصايبو او کړاوونو سره دخلکو مخامخيدل ، په ژوند کې د ډول ډول سختو نارو غيو له امله دخلکو سخت ځور او کړاو تيرول ، لنډه داچې دمصيبتونو دردونو او کړاونو ليدل دانسان په زړه کې په خپله داپوښتنه راپيداکوي چې هغه خداى چې رؤف او رحيم دى ، او هغه خداى چې په خپل ربوبيت فضل او کرم باندې وياړي ، او هغه خداى چې خپله وايې زه ظالم نه يم ، نو هغه ولې په خپلو بندګانو دومره سختي راولي ؟

خپل خلق کړى مخلوق چې خپله يې ورته د درد او غم احساس هم وربښلى دى ولې په دې توګه په دومره مصايبو اوغمونو اخته کوي ، ځينې خلک خو پدې مسئله کې دومره زياتې کوي چې دالله جلت عظمتۀ دقهر دغه اثار دحق تعالى درافت او رحمت دصفاتو منافي ګڼي . په دې برخه کې په دې بې اساسه ګومان اخته کيږي چې ګڼې معاذ الله الله (ج) يوړوند قدرت (Blind force) دى ،چې دچا په هوساينه او ربړ هيڅ خبر نه دى . هغه په همدې توګه پرته له دي نه چې په دې برخه کې پوهه ولري له ځان سره يې په جوړولو او ورانولو لګياوي ، کري يې او ريبي يې . هغو خلکو چې دکايناتو په نظم ، او پرځمکې او اسمان غور او څيړنه کړې ده ، هغوۍ دې نتيجې ته رسيدلي دي چې کاينات ځانته له ځانګړواجزاو او توکونو نه دي جوړ شوې ، بلکې هغه يوداسې کل دى چې ټول توکونه (اجزاء) يې له يوبل سره مربوط دي . دزمکې يوه ذره دمريخ او عطارد له ذراتو سره داسې اړيکې لري ، لکه څنګه يې چې زما دسريو ويښته زما دلاس له نريو ويښتو سره لري . يعنې داچې ټول کاينات يوجسد دى چې توکونه اواجزا يې په داسې توګه سره اړيکې لري لکه څنګه چې ديوه جسم داجزاؤ او توکونو ترمينځ وي . لکه څنګه چې دکايناتو په اجزاؤ کې ربط او تسلسل موجود دى ، په همدې توګه په هغو پيښو کې هم ربط اوتسلسل شته ، چې په دغو کايناتو کې مينځ ته راځي . دنړۍ هيڅ يوه ستر ه يا وړه پيښه په خپل ذات کې يوه مستقله او ځانګړې پيښه نده ، بلکې هغه دټولو کايناتو دپيښو دسلسلې يوه کړۍ ده ، چې ديوه کلي مصلحت په نظرکې نيولو سره مينځ ته راځي چې دهغې په نظرکې نيولو سره الله تعالى خپل بې پايه سلطنت چلوي . داخبره دغور وړ ده هغه څوک چې دټولو کايناتو په هکله نظراو علم نه لري ، بلکې علميت يې دکايناتو ديوې ډيرې کوچنۍ برخې په هکله محدودوي چې له کل سره يې دومره مناسبت هم نه وي ، لکه څومره چې ديوې ذرې له لمر سره وي ، او دهغه چا په مخکې چې کايناتو دپيښو بشپړه سلسله (لړۍ) نه وي ، بلکې ددغې بې حد او حصره سلسلې له کړيو نه محض له يوې ، يادوه يا څو کړيو سره وي ، او هغه څوک چې دکايناتو د دغې کوچنۍ برخې او پيښو په دغو څو کړيو کې هم يوازې ظاهري بڼه او سطحه وينى ، په باطني حقايقو دپوهيدو لپاره کومه وسيله هم ورسره نه وي ، نو ايا دغه ډول يوانسان د دې وړتيا لري چې ديوې جزيې پيښې په ليدو دهغې دحکمت او مصلحت په هکله صائب نظر څرګندکړى ؟ او که چېرې هغه دکومې نظريې دورکولو جرات هم وکړي ، نو ايا دهغه نظر داعتبار وړ کيداى شي ؟

دکايناتو نظام او دالله (ج) پادشاهي خو دومره پراخه ده چې تصور يې هم زموږ دذهن له توانه وتلى کار دى . تاسو په وړه کچه (پيمانه) يو انساني سلطنت په نظر کې ونيسې ، هغه څوک چې دوزارت يا پاچاهۍ پرتخت ناست دى ، ديوې سترې پاچاهي دانتظام چارې ترسره کوي ، سره له دې چې هغه هم زموږ په څير يو انسان دى دفطري استعداد له مخې زموږ او دهغه ترمينځ دومره زيات توپير نه شته او همدارنګه دهغه څه کاروبار او معاملې چې دي په هغو کې بوخت دی يوه هم داسې نه ده چې دهغې دسرته رسولو اويا پرې دپوهيدلو قدرت او استعداد په موږ کې نه وي ،خو يو ازې به همدومره توپيروي چې هغه دحکومت له کرسۍ نه دټولې پاچاهي نظم ونسق او پيښې ويني او موږ په يو ګوښه کې له دغو مسايلو سره يوه اندازه بې تعلقه پاتې شوي يو . همدغه مسله زموږ او د دوۍ ترمينځ دومره ستر توپير پيداکوي چې موږ سملاسي دهغه په کاروبار او مسايلو نه شو پوهيدلاى ، که کومه جزيې پيښه په دغه وخت کې زموږ مخې ته راشي نو موږ پرې نه پوهيږو چې دهغې غايه او مصلحت څه دى . نو څرنګه چې دانسان او انسان ترمينځ محض د دريځ او موقف له امله دومره توپير پيداکيږي ، نو خپله ځير شى چې د الله (ج) او انسان تر مينځ به تفاوت څومره وي . په داسې حال کې چې دلته يوازې دموقف او دريځ مسله نه ده ، دحقيقت توپير هم ډير ستر دى . هغه په ټولو کايناتو حکومت کوي او موږ دده دپاچاهۍ په يوه ډيره کوچنۍ برخه کې ناست يو . دهغه پوهه او درک پرټوله نړۍ محېط دى ، او زموږ دپوهې او دانش احاطه زموږ دجسم ترباطني حقايقو پورې هم نه ده رسيدلې . دهغه قدرتونه بې پايه دي ، او له موږ سره يو قدرت هم له هغو ځينې نشته . که له دې دومره سترو توپيرونو سره سره بيا هم موږ دهغه په کارونو تنقيد وکړو او دهغو دحکمت اومصلحت په هکله کوم نظرښکاره کړو نو ايا دغه تنقيد به له هغه تنقيد نه په کروړونو درجې جاهلانه او احمقانه نه وي چې يو ناپوهه بانډيچي په خپله کوډله کې ناست وي او دسلطنت دمسايلو په هکله يې کوي . له دې نه يوبل زيات څرګند مثال ته ځير شى ، فرض يې کړه چې تاسو يو بڼوال (باغبان) ياست . هغه باغ چې تاسو د ډيرو ستونزو په ګاللو سره ايښى دى او دهغه دودې ، روزنې او ښکلا لپاره مو خپل ټول مهارت او پوهه پکار اچولې ده . دهغه له ونو ، نيالګيو او بوټو سره به يقيناً چې ستاسو مينه وي . تاسو به دهغې په ساتنه کې يوه شيبه هم غفلت نه کوي . دباغ دونو ، بوټو او نورو نباتاتو بې ضرورته غوڅول ، ماتول او را ايستل به ستاسو هيڅ خوښ نه وي . که چېرې کوم بل څوک تيشه په لاس راشي او ځينې ونې او نيالګي ووهي نو په تاسو به ډيره ناوړه اغيزه وکړي . تاسو ته دعلمي اصولو له مخې داڅرګنده ده چې په نباتاتو کې هم دراحت ، اذيت ،رنځ او خوښۍ احساس شته او تاسو په دې پوهيږي چې که ونې او نيالګي څوک په تبر او يا قيچي غوڅ کړي ، نو هغوۍ هم په تکليف کيږي . داعضاؤ (ښاخونو ) په غوڅولو او ماشومانو (ميوو) په جلا کيدلو هغوۍ هم درنځ او تکليف احساس کوي ، خو ددغې مينې او پوهې سره سره چې تاسو يې دباغ په هکله لرې بيا هم دباغ دکلي مصلحت په نظر کې نيولو سره دباغ دځينو ونو په سرکپولو او اضافي نودو په غوڅولو پيل کوې . دسبو پټي دريبولو نه وروسته اواروى ،خامې او پخې ميوې دخپلې اړتيا پر اساس راشکوي غوړيدلي ګلان او غوټۍ راشکوۍ ، بې ضرورته او کمزوري ، نيالګي ، بوټي او وچې ونې له بيخه باسې ، که دغه عمل ته دونو نيالګيو او بوټو له نظره وګورى نو داهرڅه له يوې مخې ظلم دى . که په هغو کې دوينا قدرت واى نو هغوۍ به ويلي واى چې دابڼوال څومره سخت زړى او ظالم دى . زموږ غړي غوڅوي . زمو ماشومان له موږ نه جلا کوي ، کوچني ، کوچني ،نيالګي چې تر اوسه يې د ژوند يو پسرلى هم نه دى تير کړى ، له بيخه باسي ، وړې ، وړې ،غوټۍ شکوي ، نه زړوته ګوري او نه ځوانو ته ، خو بس همدايو غوڅول يې زده دي او کله خو داظالم يو ماشين له ځان سره راوړي او داسې يې چلوي چې زمو په څير نور په زرګونو نباتات په يو څو شيبو کې وريبي . ايا داسې سړى مهربان او شفيق کيداى شي ؟ ايا د هغه په زړه کې به دمحبت رحمت او رافت پاک او سپيڅلى احساس وي ؟ موږ ته خو په دغو غوڅولو ، پريکولو ، له بيخه ايستلو کې هيڅ مصلحت نه ښکاري . موږ ته خو دغه عمل ديوه ړانده ، بې احساسه او سخت زړي موجود ښکارې چې بې له کومې پوهې اوحکمت او هدف نه کله او به راکوي او کله مو قيچي کوي . کله سره راکوي او کله مو په تبر وهي او ليرې مو غورځوي . کله په نورو باندې هم زموږ ساتنه کوي او کله مو په خپله له بيخه باسي . يو ماشين راوړي او موږ پرې په ډله ئيزه توګه وژني ،که ونې په دغه برخه کې پر تاسو انتقاد وکړي نو تاسو به څه و وايې ؟ همدغه به ووايې چې دهغوۍ نظر محدود دى ، ځکه هغوۍ يوازې خپل ځان او خپل نژدې ، خپل او خپلوان په نظر کې نيسي ، خو زما نظر ډير وسيع او پراخه دى ، ځکه زه دباغ کلي مصلحت په نظر کې نيسم او دهغوۍ يوازې دخپلو ميوو دانو ، پاڼو او ښاخونو سره مينه ده او له زيات نه زيات به يې دشاو خوا له ونو او نيالګيو سره هم دمينې اوهمدردۍ اړيکې موجودې وي ، خو ما د ټول باغ ښيګړه په نظر کې نيولې ده ، او په مجموعي توګه د ټولو دخير او مصالحو لپاره دغه کار سرته رسوم . هره ناپوهه ونه او نيالګى داسې فکر کوي چې داټول باغ يوازې د ده او دده د دوستانو اوخپلوانو لپاره ايښودل شويدى ، او په دې باغ کې بايد يوازې دهمده ګټې خوندي شي ، خو ما په حقيقت کې دوۍ دخپل باغ دښکلا لپاره ايښې دي ، له دوۍ سره که زما څه مينه او دلچسپي شته نو هغه يوازې دخپل باغ لپاره ده . ترکومې اندازې چې دباغ دښه والې لپاره ضرورت او ګټه لري زه دهرې ونې هر نيالګي او هر بوټي ساتنه اوروزنه کوم ، خو کله چې دباغ دکلي مصالحو تقاضاوي ، نو زه په هغه کې ، غوڅول سرکپول ، پيوندول ، له بيخه ايستل داهر څه کوم ځکه چې دباغ کلي ګټې زما لپاره ديوه يوه نيالګي ، يوې يوې ونې ، او بوټو له شخصي ګټو نه زيات ارزښت لري که دوۍ داګومان کوي چې زه له دوۍ سره د دښمنۍ له امله داکار کوم ،نو دابه د دوۍ ناپوهي او تنګ نظري وي په دوۍ کې دا وړتيا او صلاحيت نشته ، چې د باغ په معاملاتو او مصالحو پوه شي ، دوۍ يوازې دخپل تکليف ، احساس کولاى شي او دخپل ژوند او هوساينې فکر ورسره دى ، هرکله چې د دوۍ غوښتنو او احساساتو ته دباغ دکلي مصالحو له امله زيان رسيږي ، نو دوۍ بې صبره کيږي ، او پر ما دظلم ګومان کوي . خو حقيقت د دوۍ دګومان تابع نه دى ، دوۍ دګومان له امله زه حقيقتاً ظالم کيداى نشم ، او نه د دوۍ لپاره دخپل باغ نظام بدلولاى شم . که تاسو دغه کوچني مثال ته لږ په ژور نظر و ګورى ، نو يقيناً چې تاسو ته به ستاسو زياتو ګيلو ماڼو ځواب په لاس درشي . کله چې موږ دکايناتو په نظام غور کوو ، نو داسې راته څرګنديږي ، چې د دغې بې ساري کارخانې جوړوونکې او چلوونکي بايد بې له شکه يوه داسې هستي وي چې بې نهايت به حکيم ، پوه ، عليم ، او خبير وي . هغه هستي چې په موږ کې خواهشات او غوښتنې راپيداکوي ، نو داناممکنه ده چې هغه دى له دغه ډول خواهشاتو نه بې خبره وي . هغه چا چې ماشوم پيدا کړ ی دى ، او دهغه دپالنې او روزنې لپاره يې د مور او پلار په زړه کې مينه پيداکړي ده ، هغه حتماً په دې هم پوهيږي ، چې له ناروغتيا او مړينې نه ماشوم ته څه تکليف ورپيښيږي او دمور او پلار زړه ته يې څومره صدمه ور رسيږي ، په دې ټولو څيزونو له پوهيدو سره او هغه هم له موږ نه زياتې پوهې سره چې بيا هم هغه ذات په ماشوم او مور او پلار باندې دغه تکليف او کړاو نازل کړ او څرنګه يې چې زموږ له احساساتو نه په خبرتيا سره بياهم دهغو پايمالول خوښ کړل ، او زموږ دخواهشاتو له پوره کولو نه يې انکار وکړ ،سره له دې چې پرې پوهيده هم ، نو ددغو مسايلو په نظر کې نيولو سره بايد موږ په دې پوه شو چې پرته له دې نه به بله چاره نه وي ، او دهغه عليم او خبير ذات په علم کې به له دې نه پرته بله کومه غوره لار نه وه . که نه نو له دې نه به يې بله ښه لار غوره کړې واى ، ځکه هغه حکيم ذات دى او دحکيم په برخه کې څوک داګومان نشي کولاى چې ديوې مسئلې دحل لپاره به غوره او ښه تدبير موجود وي او هغه دې بد تدبير غوره کاندي . په دې کې شک نشته چې دهغه په حکمتونوموږ نه پوهيږو او نه پرې پوهيداى شو ، داځکه چې موږ دکايناتو دټول نظام په هکله معلومان نلرو ، نو ځکه په دې هم نه پوهيږو چې دکايناتو دنظام مصالح څه دي . او دهغو لپاره په څه وخت دڅه ډول تدابيرو ضرورت دى . خو که چېرې په اجمالي توګه موږ دخداى تعالى په حکمت او پوهه او دهغه په بشپړ علم کلکه عقيده و لرو ، نو دهرآفت له نزول سره بايد موږ داسې فکر وکړو چې د الله تعالى دحکمت به همدا غوښتنه وي او دهغه دبشپړ علم له مخې به همدامناسب وي . او زموږ لپاره له تسليم او رضا نه پرته بله چاره نشته .

يوه بله خبره چې وروسته له يوڅه غور او فکر نه موږ ته څرګنديږي هغه داده چې هغه هستي چې دکايناتو دغه نظام چلوي ، هغه هم يوکلي خير او ښيګړه په نظر کې لري . هغه څه چې دهغه په کارونو کې زموږ په نظر شر او فساد ښکاري هغه په اصل کې اعتبارى شرور او فسادونه دي ، يعنې داشخاصو دقياس او ګومان په اعتبار ورته (شر) ويلاى شو ، مګر په حقيقت کې هغه ټول کلي خيرونه دي او دهغې پيښيدل دکلي خير دحاصلولو لپاره يوه ناګزيره وسيله ده ، که چېرې دغه شرور ناګزير نه واى او له هغې نه پرته دکلي خير حاصلولو امکان درلودلاى نو حکيم اوعليم خداى به هغه نه غوره کول . کوم بل نظام او لاره به يې غوره کړې واى ، که موږ په خپله دخپلو کمزوريو او عقلي نيمګړتياوسره سره دکايناتو نظام ته په غور وګورو ، نو زموږ عقل به هم داحکم وکړي چې ددغو کايناتو لپاره تردې دبل غوره نظام جوړول ممکن نه دي . کوم بل داسې نظام ورته نشو غوره کولى چې له دغو جزوي او اعتباري شرورونه بالکل پاک وى .

که دغه شرور واقع نه شي نو په حقيقت کې به دهغوۍ عدم يو ستر شروي ، ځکه چې هغه به ديوه جزوى خير دحاصلولو لپاره دډيرو خيرونو دلاسته راوړلو مخه ونيسي . دمثال په توګه که دمرګ د مسئلې په هکله وغږيږو چې انسان تر هرڅه له همدې پيښې نه زيات سرټکوى . ديوه سړي مړينه دڅومره خلکو لپاره لارهواروي ، که چېرې يوه سړي ته دتلپاتي ژوند پاڼه ورکړاى شي ، نو د دې خبرې به دامعنى وي چې په ډيرو خلکو دژوند دروازه وتړلاى شوه . دهغه هميشنى ژوند که خير وي نو شخصاً به دهغه لپاره وي ، دکلي خير لپاره خو هغه شر دى . ددې برعکس د دغه خاص وګړي مرګ يوازې دهمده لپاره يو جز ئى شر دى ، خو همدغه شر بياد جزئي خيرونو دلاسته راوړلو ذريعه هم ده . پاتې شوه دکلي خير مسئله ، نو هغې ته ددغه خاص وګړي له مړينې نه کوم زيان نه رسيږي ،ځکه چې دنړۍ په نظام کې دهغه دمړينې له امله کوم خلل نه پيښيږي . د دغه مثال پر اساس دقياس له مخې هم تاسو پوهيداى شى چې هر څومره مصايب او دردونه چې نازليږ ي هغه ټول په يوه اعتبار شر دي او په بل اعتبار دخير وسيله او دکلي خير لپاره دهغې پيښيدل ناګزير دى . دير ځله که موږ غور وکړو دهغې دخير وسيلې په جهت پوهيداى شو ، او کله داسې هم کيږي چې دتجربې له مخې دا ثابته شي چې هغه څه چې موږ شر ګڼل هغه په حقيقت کې ټول خير وو خو که چېرې کله دکوم شر دخير په جهت موږ پوه نه شو ،نو بيا هم موږ ته پکار دي چې مجملاً په دغه حقيقت ايمان ولرو چې الله تعالى چې هرڅه کوي ، ښه يې کوي او زموږ خير په دې کې دى چې دهغه دقضا په مخکې داحترام سرونه ټيټ کړو ، که دهغه دفعل په ښيګړو او اصلاح موږ پوهيږو او که نه .

دمحمدي (ص) نبوت عقلي ثبوت

دلږې شيبې له پاره مو حقيقي سترګې بندې کړې او دتصور سترګې مو پرانيزې ، دتصور په سترګو مو دنړۍ يو زرو څلور سوه کالو مخکې حالت دذهن په پرده انځور کړې . هغه څه ډول دنيا وه ؟ دانسانانو ترمينځ دخيالاتو او افکارو دتبادلې وسايل څومره کم وو ؟ دقومونو او هيوادونو تر مينځ داړيکو وسايل څومره محدود وو . دانسان معلومات څومره کم و ، خيالات او افکار يې څومره لنډ اوتنګ و ، وهم او توحش پرې څومره مسلط و . دجهالت په تور تم کې دعلم او پوهې رڼا څومره تته وه او د دغې تيارې په شاتمبولو کې څومره اوږده موده پرې تيره شوله او خپله څومره ورو ورو خپريدله . په نړۍ کې نه تيلګراف و ، نه تيلفون و ، نه راديو وه ، نه اورګاډى او الوتکې ، نه مطبعې او خپرونځايونه وو ، مدرسې او ښوونځي هم زيات نه وو ، نه ورځپاڼې او مجلې خپريدلې ، نه کتابونه په زيات شمير ليکل کيدل ، او نه په زيات شمير کې خپريدل . دهغه وخت ديوه پوه اوعالم معلومات هم دځينو وجوهاتو له امله داوسنۍ زمانې تر يوه اُمي سړي کم و ، دهغې زمانې دټولنې دلوړې پوړۍ يو غړى داوسنۍ زمانې تر يوه کار ګر زيات مهذب او شايسته نه و ، دهغې زمانې يو ډير روڼ اندى (روشنفکر) سړى هم داوسنۍ زمانې دتياره اندي (تاريک فکر) سړي نه زيات تياره فکرى و . هغه مسايل او خبرې چې نن هرچاته څرګندې دي په هغه زمانه کې دډيرو کلونو تحقيق او څيړنو نه وروسته هم په سختۍ سره څرګنديدلې . هغه معلومات او پوهه چې نن دلمر دوړانګو په څير په فضا کې خوره ده او هر ماشوم يې دښې اوچپ لاس له پيژندلو سره سمه حاصلولاى شي دهغې لپاره په هغه زمانه کې خلکو په سوونو ميلو ، سفرونه اومنزلونه کول ، دهغې په لټون کې به يې عمرونه تيريدل . هغه مسايل چې نن او هام او خرافات ګڼل کيږي ، هغه دهغې زمانې (حقايق) وو . هغه افعال چې نن ناوړه او وحشيانه بلل کيږي ، په هغه زمانه کې عام او معمولي شيان ګڼل کيدل ، له هغو دودونو نه چې نن دانسان ضمير کرکه کوي هغه دهغې زمانې په اخلاقو کې نه يوازې داچې رواګڼل شوې وو ، بلکې هيچا هم دافکر نشواى کولاى ، چې له دې دود ، نه پرته به هم کومه بله غوره لار او دود موجود وي . دانسانانو عجايب پرستي دومره زياته شوې وه چې هغوۍ به په يوه شي کې هم ترهغه وخته صداقت ، بزرګي او سپيڅلتيا نه منله ترڅو به چې هغه فوق الفطرت نه و ، خلاف دعادت به نه و ، غير معمولي به نه و ، ان تردې چې انسانانو ته په خپله ، خپل ځان هم دومره ټيټ او ذليل ښکاره کيده چې دايې هيڅ نشواى منلاى چې يو انسان دې خداى ته مقرب او نژدې شي او يا دې الله (ج) ته مقرب او نژدې موجود ، انسان وي . ددغسې مسئلې درک او پوهه دهغه له تصور نه ډيره لوړه وه .

عرب يايوه تر ټولو تياره سيمه

دتاريخ په هغه تياره پړاو کې دنړۍ پرمخ يوه داسې سيمه هم وه چې هلته دغه تياره او تروږمۍ نوره هم زياته وه . هغه هيوادونه چې په هغه زمانه کې دهغه وخت دتمدن دمعيار له مخې متمدن وو عرب په هغو کې ترټولو بيرته پاتې او جلا پراته وو . د دوۍ په شاوخوا هيوادونو لکه ايران ، روم او مصر کې دعلومو او فنونو ، او تهذيب رڼا لږ شان موجوده وه ، خو دشګو سترو ، سترو دښتو عربان له هغوۍ نه جلا کړي وو . دعربو سوداګرو به په مياشتو ، مياشتو په اوښانو سره مزلونه کول او دغو هيوادونو ته به دسوداګرۍ لپاره ورتلل . دتجارت او سوداګرۍ دکاروبار له خلاصيدو وروسته به بيرته راتلل . ډول ، ډول مالونه به يې له ځان سره راوړل ، خو دعلم اوتهذيب رڼا به باالکل ورسره نه وه . د دوۍ په هيواد کې نه مدرسه وه نه کتابتون ، او نه يې په اوسيدونکو کې تعليم دومره عام شوى و . له علم او فن سره يې هيڅ مينه نه وه . په ټوله سيمه کې په شمار يو څو کسان وو ، چې په څه ليکلو او لوستلو پوهيدل ، خو هغه هم په دومره زياته اندازه نه وو ، چې دهغه وخت له علومو او فنونو سره اشناوي ، خو سره له دې هم د دوۍ ژبه داد بې معيارونو او هرډول خيالاتو داظهار له مخې تر نورو ژبو ډيره لوړه پوړۍ کې شميرل کيده . په هغوۍ کې ډير لوړ ادبي ذوق موجود و ، خو دهغوۍ دادبياتو کومه برخه چې تر موږ پورې رارسيدلې ده له هغې نه څرګنديږي چې دهغوۍ دپوهې اومعلوماتو ساحه څومره محدوده وه . دتهذيب او تمدن په لحاظ په څومره ټيټه درجه کې واقع وو ، داوهامو او خرافاتو په جال کې څومره نښتي وو . دهغوۍ په خيالاتو او عاداتو کې څومره جهالت او وحشت موجود و . دهغوۍ اخلاقي تصورات څومره خراب او ټيټ وو . هلته کوم منظم حکومت نه و ، کومه ضابطه او قانون هم نه و . هره قبيله په خپل ، خپل ځاى خپلواکه وه ، او يوازې د(ځنګله دقانون) پيروي په کې کيدله . دچا به چې په چاوسه رسيدله نو هغه به يې واژه مال او شته به يې ترې لوټل . دغه خبره د يوه بدوي عرب له فهم او شعور نه لوړه وه چې هغه څوک چې د ده له قبيلې نه نه دى ،ولې يې مړ نه کړې . مال او هستي يې ولې خپله نه کړي . داخلاق ، تهذيب او انسانيت کوم تصور چې له دغو خلکو سره موجود و ، هغه نهايت ټيټ او ادنى او ناوړه و . دپاک او ناپاک جايز او ناجايز ، وړ او ناوړ له توپير سره تقريباً نااشنا ښکاريدل . ژوند يې بې نهايت ناپاک و ، دود او روش ېې وحشيانه و زنا ، قمار ، شراب ، غلا لارې وهل ، قتل او وينې تويول د دوۍ دورځيني ژوند له ډيرو معمولي کارونو ځينې شميرل کيدل . ديوه بل په مخکې بې له تکلفه بربنډيدل ، ان تردې چې ښځو به يې هم دکعبې طواف بربنډ کاوه . خپلې لوڼې به يې ژوندۍ ښخولې . يوازې ددغه جاهلانه خيال او فکر په درلودلو سره چې څوک يې زوم نه شي خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې هغوۍ به دخپلو پلرونو له مرګه وروسته له خپلو ميرنيو ميندو سره نکاح کوله . هغوۍ دخوراک ، لباس او پاکوالي په ډيرو معمولي ادابو هم نه پوهيدل . دمذهب په برخه کې هم په هغو ټولو جهالتونو او ګمراهيو اخته وو ، چې دهغې وخت نورې سيمې هم پرې اخته وې ، بت پرستي ، ارواح پرستي ، دستورو پرستش ، لنډه داچې يوازې د الله (ج) له پالنې او پرستش نه پرته چې څومره پرستشونه اومذهبونه هغه وخت موجود وو ،هغه ټول په دوۍ کې هم دود وو . دپخوانيو انبياؤ او دهغوۍ دلارښوونو په هکله هم دوۍ سم او کره معلومات نه لرل . هغوۍ دومره پوهيدل چې دابراهيم (ع) او اسماعيل (ع) له ځوځاته دي ، خو پدې نه پوهيدل چې ددغه زوى او پلار دين څه ډول و ، او دچا عبادت يې کاوه دعاد او ثمود کيسې هم په دوۍ کې مشهورې وې . خو که څوک هغه روايتونه چې په دې برخه کې عربو مورخينو رانقل کړي دي ، ولولي نو په هغو کې به دصالح (ع) هود (ع) دتعليماتو او لارښوونو کوچنى څرک هومره هم پيدانه کړى شي . دبني اسرائيلو دنبيانو له کيسو نه هم هغوۍ ديهوديانو او عيسويانو په واسطه خبروو ، خوداچې هغوۍ په دغه برخه کې څومره معلومات لرل نو دهغوۍ د اندازې دڅرګندولو لپاره به داکافي وي چې يو سړى يوازې يو نظر هغو اسرائيلى رواياتو ته وګوري ، چې داسلام مفسرينو رانقل کړي دي . تاسو ته به داڅرګنده شي چې عربان او په خپله بني اسرائيلو چې دکومو انبياؤ په هکله معلومات درلوده هغه څه ډول انسانان وواو دنبوت په هکله دهغو خلکو تصور څومره خراب او ناوړه و .

دانسانيت محسن پيداکيږي

په دغه ډول زمانه او دغه ډول هيواد کې يوانسان پيداکيږي چې په کوچنيوالي کې دمور او پلار دسوري له نعمت نه بې برخې کيږي ، له همدې امله په هغه ډول ناوړه حالاتو او شرايطو کې دې له هغه لږ او زيات تعليم او تربيت نه (چې دهغه وخت يو عرب هلک به دمور او پلار تر لارښوونې ترلاسه کاوه ) هم بې برخې پاتې شو دښي او کيڼ لاس له پيژندلو سره سم يې دعربو له نورو بدوي هلکانو سره د وزو په پوولو پيل وکړ ، چې ځوانۍ ته ورسيده نو په سوداګرۍ يې شروع وکړه . دهغه ناسته ولاړه ، ليده ، کاته ، ټول له هماغو عربو سره وو چې دټولنيز حالت وضعېت يې تاسو دمخه ولوست ، دلوړ تعليم خو نوم هم ورپورې نه و ، ان تردې چې په ساده ليک او لوست هم نه پوهيده . دکوم عالم سره يې صحبت او خبرې اترې هم په برخه شوې نه وې ، ځکه د(عالم) په نامه موجود هغه وخت په ټولو عربو کې نه و . هغه يو څو ځلې دعربو له سيمې نه بهر هم سفر وکړ ، خو دغه سفر يوازې يو تجارتي سفر و لکه څنګه به چې هغه وخت دعربو تجارتي کاروانونو کاوه که فرضاً هغه په دغه ډول سفرونو کې دعلم او تهذيب اثار هم ليدلى وى او له ځينې پوهانو سره يې ليده کاته هم کړي وى ، نو څرګنده خبره ده چې په دغه ډول سرسري او نامنظمو ليدنو ، کتنو ، او لڼدو خبرو اترو هيڅ انسان هم نه پوهاند کيږي او نه يې سيرت ترينه جوړيږي ددغه ډول ليدنو ، کتنو اثر دومره زيات اغيزمن نه وي چې هغه له خپل چاپيريال نه باالکل ازاد ، مختلف او دومره لوړ شي چې د ده او دده دچاپيريال ترمينځ هيڅ ډول تناسب موجود نه وي . له هغه ډول سفرونو نه دغه ډول علم او پوهه حاصلول له امکانه لرې دى چې له يوامي او ناخوانه بدوي نه ديوه هيواد ، نه ، بلکې دټولې نړۍ او ديوې زمانې نه ، بلکې دټولو زمانو لارښود جوړ کاندې . که فرضاً هغه تر يوڅه حده پورې له بهرنيو عالمانو او پوهانو نه څه علمي ګټه او استفاده کړې هم واى ، نو دا ددې لپاره دليل کيدى نه شي چې هغه څه چې وروسته ده ويل هغه يې له نورو زده کړي دي ، ځکه هغه معلومات چې هغه وړاندې کړي دي ، په هغه وخت کې هيچا ته هم حاصل نه وو .

دمذهب ، اخلاق ، تهذيب او تمدن ، تصور او اصول په دومره لوړ معيار په نړۍ کې هيچيري هم نه وو ، دانساني سيرت هغه لوړې نمونې چې حتى اوس هم په ډيرو پرمختللېو هيوادوکې نه موندل کيږي ، نو په هغه زمانه کې به يې زده کړه څنګه چاته ممکنه شوې واى . يوازې عرب په نظر کې مه نيسې ، که دهغه وخت ټول ماحول په نظر کې ونيسي ، نو وبه وينې چې دغه انسان چې په کومو خلکو کې وزيږيده په کومو خلکو کې يې دماشومتوب شپې ورځې تيرې کړي ، له کومو خلکو سره يې چې روزنه وشوه او ځوان شو ، له کومو خلکو سره چې دهغه ناسته ولاړه وه ، له کومو خلکو سره يې چې اړيکې وې له هغو ټولو سره يې له پيله په عاداتو ، اخلاقو ، اوهرڅه کې توپير درلوده هغه هيڅکله درواغ نه ويل ، دهغه په صداقت دهغه ټول قوم ګواه دى . دهغه ترټولو سخت دښمن هم په هغه داتور نه دى لګولى چې په پلانکي وخت کې يې درواغ ويلي وو ، هغه له هيچا سره هم په ترخه ژبه خبرې نه دي کړي ، هيچا هم دهغه له خولې نه سپکې سپورې او ښکنځلې نه دي اوريدلي . هغه له خلکو سره هر ډول معاملې کولې ، خو دژوندانه په دغو ډول ،ډول معاملاتو کې هيڅکله هم دترخو خبرو او خپګان مسئله مينځ ته نه راځي . دهغه په ژبه او وينا کې دترېخوالي پرځاى خوږ والى موجود و او هغه هم په دې توګه چې هر چاور سره يو ځل دخبرو اترو افتخار ترلاسه کړی دى ، نو زړه يې دهغه په ښو اخلاقو بايللى دى . هغه له هيچا سره بد معاملګي نه کوله ، دهيچا حق يې نه تلف کاوه . دډيرو کلونو سوداګري يې هم کوله دچا يوه روپۍ ېې په ناروا توګه نه وه اخيستې ، له هغو خلکو سره چې دهغه دسوداګرۍ او راکړې ورکړې معاملې وې ، هغوۍ ټولو د ده په ايماندارۍ پوره ، پوره باور درلوده . ټول قوم هغه ته (امين) ويل . ان تردې چې دښمنانو به هم خپل قيمتي مالونه له هغه سره په امانت کيښودل او هغه به يې ساتنه کوله . دهغو بې حيا خلکو ترمنيځ هغه دومره حياناک و چې په ښه او بد، له پوهيدونه وروسته چا بربنډ نه دى ليدلى . دبداخلاقو ترمينځ هغه د دومره پاکو او سپيڅلو اخلاقو خاوند دى چې هيڅکله هم په کوم ناوړه کار نه دى مبتلا شوى . په شرابو او قمار يې لاس هم نه دى لګولى ، دناوړه اوبې تهذيبه خلکو ترمينځ دومره وړ او مهذب دى ، چې له هرناکاره او ناوړه کار نه کرکه او نفرت کوي او په هرکار او هره خبره کې يې پاکي او سپيڅلتيا له ورايه ځليږي . دسخت زړو او ډبرزړو انسانانو په مينځ کې هغه دومره دنرم او مهربان زړه خاوند دى چې دهر چا په درد او غم کې شريک دى . له کونډو رنډو يتيمانو او مسافرانو سره به يې دميلمه پالنې رويه کوله هيچا ته هم له هغه نه کوم درد او مصيبت نه رسيده ، او هغه به د نورو دخوښې لپاره پر ځان کړاؤ ، او خپګان تيراوه . دوحشيانو او جنګ خوښوونکو ترمينځ دومره سوله غوښتونکى و چې دخپل قوم دفساد او جنګ جګړو او وينې تويولو له اعمالو نه به يې خپله لمن ټوله ساتله ، دسولې او خير خواهۍ په کارونو کې به ترهرچا مخکې و . دبت پرستانو ترمينځ دومره سليم الفطرت او عاقل و ، چې په ځمکه او اسمان کې هيڅ شى هم ورته دستاينې وړ نه ښکاريدل . دهيڅ ډول انسان په مخکې دهغه سرنه ټيټيده . بتانو ته نذرشوې ډوډۍ يې هم نه خوړله ، دهغه زړه په خپله له شرک او مخلوق پرستۍ نه بيزاره و .

په دغه ډول لړلي ماحول کې دغه سړى دومره او څار او غوره ښکاريده تابه ويل چې په تپه تياره کې کومه شمعه روښانه ده . ياد تيږو او ډبرو په ډيري کې کوم الماس ځليږي .

انقلاب پيل کيږي

ددغه ډول پاک سپيڅلي او شريفانه ژوند له تيرولو نه تقريباً څلويښت کاله وروسته دهغه په ژوند کې يو انقلاب پيل کيږ ي . هغه دخپل چاپيريال له تورې خورې شوې تيارې نه راپورته کيږي ، غواړي چې دجهالت بداخلاقۍ ، بد کارۍ ، شرک او بت پرستۍ له ناولي او هيبت ناک سمندر نه چې له ده نه هم راچاپيرشوى دى راوزي . په دغه ماحول کې هيڅ شى هم دهغه له طبېعت سره برابر او مناسب نه ښکاري ، هغه له ټولو نه جلا، له ابادۍ او ودانۍ نه لرې دغرونو له امن او سکون نه ډکې دنيا ته پناه وړي ، هلته ارام کيني په چوپتيا او تنهايې کې څوڅو ورځې ، تيروي دروژو په نيولو سره خپل روح او دماغ ته لا پسې سپيڅلتيا او ځلا ورکوي . غور او فکر کوي ، او د داسې رڼا په لټون کې دى چې په هغې سره د ده شاوخوا ته خورې شوې تيارې ليرې کړي ، غواړي چې داسې ورانه ويجاړه دنياګۍ بيرته دانسانانو لپاره دسولې او امن ښکلى کور شي . ناڅاپه دهغه په حالت کې يو ستر بدلون رامينځ ته کيږي ، يو دم دهغه زړه په هغه نور منور کيږي ، چې دمخه پرې نه و منور شوى ، يو ناڅاپه په کې ځواک او قدرت راپيداکيږي چې تر اوسه ترينه بې برخې و . هغه دغار له تنهايې او يوازيتوب نه بهرته راوزي ، خپل قوم ته راځي او هغوۍ ته وايې ، دغه بتان چې تاسو يې په مخ کې سجدې کوي ، ټول بې حقيقته او بې معنى څيزونه دي . دهغوۍ پرستش پريږدى هيڅ يوانسان ياستورى ، ونه ، ډبره او روح ددې وړنه دي ، چې تاسوې يې په مخکې دعبادت لپاره سر ټيټ کړې ، بندګي او عبادت يې وکړې . يايې فرمانبرداري او اطاعت وکړې ، دغه ځمکه ، لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، دځمکې او اسمان ټول شيان ديوه خداى مخلوق دي . هماغه خداى ستاسو او د دې ټولو شيانو خالق دى . دهماغه بندګي وکړې . دهماغه حکم ومنې ، او دهماغه په مخکې سرونه ټيټ کړې . دغه غلاوې ، داړه ماري ، چور چپاول ، مرګ ژوبله ظلم وستم او نور ناوړه کارونه ، چې تاسو کوې ، داټول ګناه دي ، له کولو نه يې ډډه وکړې ، ځکه د الله (ج) نه خوښيږي . دژوندانه په چارو کې ر يښتوني اوسى ، عدل او انصاف کوې . څوک له ژوند څخه مه بې برخې کوې . دچامال او شته مه تلف کوې ، څه چې اخلې هم په حقه يې واخلې او څه چې ورکوې هم په حق يې ورکوې . تاسو ټول انسانان يې او انسانان ټول سره برابر دي . نه څوک دذلت له داغ سره پيداشوی دى او نه چا دعزت او شرافت نښه له ځان سره دنيا ته راوړې ده . بزرګي او شرافت په اصل ا ونسب پورې اړه نه لري يوازې په خداى پرستۍ ، نيکۍ او سپيڅلتيا پورې اړه لري ، هغه څوک چې له خداى نه ويريږي ، نيک او سپيڅلي دى ، هماغه انسان تر ټولو لوړ دى . هغه څوک چې دغه ډول نه وي ، هغه هيڅ هم نه دى . له مړينې وروسته تاسو ټول د الله (ج) حضورته ورتلونکي ياست . تاسو هريو به د الله تعالى په مخکې دخپلو اعمالو ځواب ورکوې ، دهغه ذات په مخکې چې هرڅه وينى او په هرڅه پوهيږي ، ستاسو هيڅ شى هم له هغه نه پټ نه دي او نه يې پټولاى شي . ستاسو دژوند دټولو اعمالو ښه او بد بې له کموالي او زياتوالي نه د الله حضور ته وړاندې کيږي ، او دهماغو اعمالو له مخې به الله (ج) ستاسو دانجام په هکله پريکړه کوي . دهغه حقيقي عادل ذات په محکمه کې نه سفارش چليږي نه رشوت ، اونه دچا دحسب ا ونسب پوښتنه کيږي . هلته به يوازې دايمان او نيک عمل پوښتنه کيږي . داهغه پيغام و چې هغه له ځان سره له غارنه دراتلو نه وروسته راوړى و ، له دي نه وروسته هغه جاهل قوم دهغه دښمن کيږي ، ښکنځل ورته کوي اوپه تيږو يې ولي ، يوه ورځ نه ، دوه ورځې نه بلکې پوره ديارلس کاله پرهغه باندې بې شميره ظلمونه کوي ، ان تردې چې په پاى کې يې دوطن پريښودلو ته هم اړ کوي ، خو يوازې له وطن نه شړلو باندې هم دهغوۍ خوانه سړيږي ، هرچيرته چې ځي او هرچاته چې پناه ور وړي ، هماغلته يې هم له ځورورلو او کړاوونو نه لاس نه اخلي . ټول عرب دهغه پرخلاف راپورته کېږي ، او پوره اته کاله دهغه پر ضد جګړه کوي . هغه داټول کړاوونه او مصيبتونه زغمي ، خوله خپلې خبرې او دعوت نه دويښته هومره تجاوز هم نه کوي .

دا دومره دښمني دڅه لپاره ؟

دغه قوم ولې دهغه دومره دښمن شو ؟ ايا د دوۍ ترمينځ دځمکې او پيسو کومه شخړه وه ؟ ايا دقتل کومه شخړه وه ؟ ايا هغه له دوۍ نه دنيا وي شيان غوښتل ؟ ددې ټولو پوښتنو ځواب منفي دى ، هغه هيڅ هم نه غوښتل او نه يې له چا سره په کوم شي شخړه وه داټوله دښمني يوازې په همدې خبره وه چې هغه ولې خلکو ته ديوه الله دبندګۍپرهيزګارۍ او نيکو کارونو ښوونه کوي . دبت پرستۍ ، شرک او بد عملۍ پرخلاف تبليغ کوي ، د راهبانو پيشوايې او رهبرۍ ته ولې زيان رسوي ، دسردارانو او مشرانو دسردارۍ د طلسم زنځيرونه ولې شلوي . دانسانانو ترمينځ دلوړو الي او ټيټوالي توپير ولې ور کوي ، قبيلوي او نژادي تعصباتو ته ولې جاهلي خويونه وايې . له پخوازمانې راهېسې چې په ټولنه کې کوم نظام مروج (دود) دى ، هغه ولې بدلوي . قوم ورته وويل دغه خبرې چې ته کوې داټولې زموږ دقومي او کورنيو رواياتو پرخلاف دي ، ته بايد له دغه ډول خبرونه لاس واخلې ، که نه موږ به هم ژوند درباندې تريخ کړو .

اوس به داپوښتنه پيداشي چې ښه نو دغه سړي دادومره کړاوونه دڅه لپاره وزغمل ؟ قوم دي ته چمتو و چې هغه په خپلې پاچاهۍ ومني ، ديته اماده و چې بې شميره دولت ، سره او سپين دهغه پښو ته انبار کړي ، خو په دې شرط چې هغه له خپلو تعليماتو او اصولو نه لاس واخلي ، خو هغه داټولې اسانتياوې رد کړې او په مقابل کې يې دخپلو اصولو او تعليماتو لپاره دډبرو ويشتل ،ظلم او تيرى زغمل ا ومنل آخر داولې ؟ ايا دهغوۍ په خداى پرستۍ او نيکو کارۍ کې د ده کومه شخصي ګټه وه چې دهغې په وړاندې دې پاچاهي ، دولت او دژوند ټولو هوساينو ته بې التفاته ؤ ؟ ايا داسې کومه شخصي ګټه او فايده شته چې دهغې لپاره يوسړى پوره درويشت کاله هر ډول سخت روحي ، ذهني او جسمي کړاوونه وګالي ؟ ښه فکر وکړې ! ايا دنيک خوى ، ايثار، او له هم نوع سره دهمدردۍ له دې نه لوړه جذبه او مرتبه هم ستاسو په تصور کې راتلاى شي ؟ چې يو انسان دې دنورو دښيګړې لپاره پرته له دې نه چې دذرې هومره شخصي ګټه يې په کې وي دومره کړاوونه وسهي ؟ دهغو خلکو دخير او ښيګړو لپاره چې هغه زيار او زحمت ايسته هماغو دى په ډبرو ، ويشته ، ښکنځلې يې ورته کولې له کوره يې بې کوره کړ ، په غربت کې يې هم هغه په کرار پرې نښوده ، خو ددې ټولو خبرو سره سره بيا هم هغه دهغو دخير او ښيګړې غوښتنې له کارنه ايسارنه شو . بيا فکر وکړې او وګورئ ! ايا کوم درواغژن او بې ثباته سړى د کومې بې بنياده اوبابيزه خبرې لپاره دومره مصيبتونه ګاللى شي ؟ ايا کوم بې هدفه انسان له خپلو اوتو بوتو سره کولاى شي چې يوازې دګومان او قياس له مخې يوه خبره وکړي او پرهغې دومره کلک ودريږي ، چې غرونه ، غرونه مصيبتونه پرې راشي ، ځمکه پرې تنګه کړاى شي ، دهيواد ټول خلک دهغه پر ضد راپورته شي ، ستر ستر پوځونه دهغه په وژلو پسې راټول شي ، خودى له خپلې خبرې نه دسرويښته هومره انحراف ته هم تيار نه وي ؟ دغه استقامت ، عزم او ثبات په خپله ګواهي ورکوي ، چې په خپل صداقت او ريښتونوالى باندې دهغه پوره ، پوره يقين او باور و ، که دهغه په زړه کې دخپل تعليم او اصولو ريښتونوالي په هکله دذرې هومره شک هم موجود واى ، نو هغه هيڅکله هم درويشت کاله په پرله پسې توګه دمصايبو او دردونو پرله پسې توپان ته نشواى ايساريدلاى .داخو دهغه انسان دحالت دانقلاب او بدلون يواړخ و دد غې مسئلې دويم اړخ له دې نه هم زيات اريانونکى دى .

له څلويښت کاله عمرنه وروسته دابدلون ــ ولې ؟

ترڅلويښت کلنۍ پورې هغه يو عرب و ، دنورو عامو عربانو په څير په دغه موده کې دعربو دغه عادي سوداګر هيچا هم ديوه خطيب او اور ژبي ويندوى (نطاق، مقرر) په توګه نه پيژانده . هيچا هم له هغه نه دحکيمانو او پوهانو په څير دحکمت خبرې وانه وريدې . هيچا هم هغه په دومره موده کې دالهياتو ، فلسفې ، اخلاق ، قانون ، سياست او نورو ټولنيزو مسايلو په برخه کې په بحث او مباحثې ونه ليدلو ، دخداى ، ملايکو ، اسماني کتابونو ، پخوانيو انبياؤ او امتونو ، قيامت او له مرګه وروسته ژوند ، دوزخ او جنت په هکله هيچا هم دهغه له خولې نه يو لفظ نه و اوريدلى ، خو داخبره څرګنده ده چې هغه په دغه موده کې هم دپاکو او سپيڅلو اخلاقو او نيک سيرت خاوند و ، خو ترڅلويښت کلنۍ پورې دهغه په ژوند کې کومه غير معمولي خبره مينځ ته نه وه راغلي چې دهغې له مخې نه دې خلکو دا توقع کړې واى چې له دغه سړي نه به اوس يو څه جوړ شي . دهغه پيژندګلو خلکو تر دغه وخت پورې هغه يوازې ديوه خاموش سوله خوښوونکي او نهايت شريف انسان په توګه پيژانده ، څلويښت کاله وروسته چې يوه ورځ هغه دحراء له غار نه راووت او نوى پيغام يې له ځان سره راوړ هغه باالکل بدل شوى و . اوس هغه خاموش انسان خلکو ته يوداسې اريانوونکى کلام اوراوه ، چې په اوريدو يې ټول عرب ګوته په غاښ شول . دغه کلام دومره زيات موثر او اغيز من و چې دهغه ډير سخت زړي دښمنان يې هم له اوريدلو نه ويريدل چې هسې نه په زړه مې اغيزه وکړي . دغه کلام د ومره فصيح او بليغ و چې هغه څوڅو ځلې دټولو عربو سترو ، سترو ، شاعرانو ، اديبانو او خطيبانو ته چې په فصاحت او بلاغت کې بې ساري وو بلنه ورکړه چې تاسو ټول په ګډه ددغه کلام په څير سورة جوړ کړې ، خو هيچا هم ددغه کلام دمقابلې جراءت ونه کړ ، دغه ډول بې مثله کلام مخکې له دې نه عربو هيڅکله هم نه واوريدلى .

دهغه هراړخيز پيغام

اوس هغه يو ناڅاپه ديوه بې مثله حکيم ، داخلاقو او تمدن ديوه ستر مصلح ديوه اوڅار ، سياستمدار ، غوره مقنن ، يو اعلى درجه قاضي او بې مثله سوبمن جنرال په توګه راڅرګند شو . دعربو دسوځنده دښتو او وچو ميرو هغه امي او سيدونکى ، اوس دپوهې او حکمت هغه خبرې پيل کړې وې ، چې نه ترې نه مخکې چاکړې وې او نه وروسته چاوکړاى شوې . هغه اُمي اوس دالهياتو په سترو او پيچلو مسايلو کې عالمانه او قاطع خبرې کولې . داقوامو دتاريخ او دهغوۍ دلوړتيا او زوال پرفلسفه يې خلکو ته ويناوې کولې . دپخوانيو مصلحينو په کارونو يې تبصرې کولې او پر موجوده مذاهبو باندې يې تنقيدونه کول ، داقوامو ترمينځ يې اختلافات او شخړې او ارولې ، داخلاق ، تهذيب او سپيڅلتيا ښوونه به يې کوله . هغه دمعاشرت او ورځېني ژوند ټولنيزو مسايلو او له نورو قومونو سره نړيوالو اړيکو په هکله په قانون جوړونه پيل وکړ داسې غوره او بې ساري قوانين يې جوړ کړل ، چې ډير ستر ، ستر پوهان يې دډيرو کلونو تحقيق او څيړنو، او تجربو وروسته په سختۍ سره په حکمتونو ، پوهيداى شي . دنړۍ علم ، حکمت او تجربې چې څومره پرمختګ کوي ، ددغو بې مثله اصولو او قوانينو حکمتونه نور هم را څرګنديږي .هغه خاموش ، سوله خوښوونکي او ارام سوداګر چې په ټول ژوند کې يې توره په لاس کې نه وه اخيستې ، نه يې پوځي تربيه او روزنه ليدلې وه . هغه په ټول ژوند کې يوازې يو ځل په يوه جګړه کې دليدونکې په توګه برخه اخيستې وه ، هغه نه اوس يوداسې توريالى او زړور سپاهي جوړ شوى و ، چې په ډيرو سختو او خونړيو جګړو کې يې حتى يوانچ هم دجګړې له ميدان نه پشاتګ ونه کړ . داسې څار او توريالى جنرال ورځينې جوړشو ، چې د (٩) کالو په موده کې يې ټول عرب فتح کړل . له هغه نه اوس يو داسې بې مثله پوځي مشر جوړ شوى و ، چې دهغه په جنګي اصولو ، پوځي تنظيم ، او جنګي روحې سره بې سروسامانه عربو وکړاى شول ، په ډيره لږه موده کې دنړۍ دهغه وخت دوه سترو پوځي قدرتونو ته ماتې ورکړي .

هغه ګوشه ګير ، انزوا پسند ، اوسکون خوښوونکى انسان ، چې دژوند ترڅلويښت کالو پورې يې چاله سياسي مسايلو سره دذرې هومره دلچسپي هم نه وه ليدلې ، يوناڅاپه ديوه ستر مصلح او بې ساري مدبر په توګه راڅرګند شو . داسې چې د درويشت کلونو په موده کې يې د (١٢) سوه زره مربع ميله ، دښتو ، خواره ، واره ، جګړه مار سرغړوونکي عرب او جاهلي او له تمدن نه لرې قبيلې چې تل به په خپلو کې سره په جګړو اخته وې او ديوه بل په وينو به يې لاسونه سره وو داوسني عصر له وسايلو لکه اورګاډي ، تيليفون ، ريډيو ، ټيلويژن او چاپ له ماشينونو نه پرته يوه مذهب ، يوه تمدن ، يوه قانون ، يوه نظام او يوه حکومت ته داسې تابع کړل ، چې سارى يې دتاريخ په پاڼو کې نه موندل کيږي . هغه دهغوۍ اخلاق بدل کړل ، خويونه يې بدل کړل ، خيالات يې بدل کړل ، دهغوۍ ناوړتيا او شډل توب يې په لوړه درجه وړتيا او تهذيب بدل کړ . دهغوۍ وحشت يې په غوره مدنيت او بدکاري اوبداخلاقي يې په اصلاح ، تقوى او اخلاقي مکارمو بدله کړه .دهغوۍ بې ځايه غرور او سرکشي يې په انتها درجه دقانون او اوامرو په مقابل کې په اطاعت بدله کړه . هغه دغه له تمدن نه لرې او شنډ قوم نه چې په کلونو ، کلونو کې يې هم په غيږ کې ديادولو وړ څوک نه وروزل شوي ، داسې قوم جوړ کړ چې په غيږ کې يې نړۍ والو ته په زرګونه داسې نارينه زامن وروزل ، چې ټولو نړيوالوته ، ددين ، اخلاق ، علم او تهذيب ښودلو لپاره په ټوله نړۍ کې خواره شول . دغه سترکار هغه په ظلم ، جبر ، تشدد، او مکروفريب سره سرته نه دى رسولى ، بلکې په غوره اخلاقو ، زړه وړونکي ، شرافت او بې سارې ښوونې او روزنې سره يې سرته رسولى دى . هغه په خپلو غوره اخلاقو سره ، دښمنان ، دوستان کړل . په رحم او شفقت يې دخلکو زړونه راخپل کړل . په عدل او انصاف يې حکومت وکړ ، له حق او صداقت نه يې دسرويښته هومره انحراف هم ونه کړ ، په جګړه کې يې هم له چاسره بدعهدي او غداري نه وه کړې ، په خپلو سختو دښمنانو يې هم ظلم ونه کړ . هغه څوک چې د ده وينو ته تږي ناست وو ، هغه چاچې په تيږو او ډبرو ويشتلى ؤ ، له وطن نه يې ايستلى ؤ ، دده پرخلاف يې ټول عرب راپارولي وو ، ان تردې هغه چاچې دکينې او وحشت له امله دهغه دتره زړه را ايستلى ؤ ، هغه يې هم دسوبې په وخت کې وبښل ، دخپلو شخصي مسايلو لپاره يې هيڅکله هم له چانه انتقام وانه خيست .له دې ټولو خبرو سره سره هغه دومره ضبط نفس در لوده ، چې کله دټولو عربو واکمن شو نو بياهم هماغه ډول فقير و لکه څنګه چې مخکې و ، دوښو په څپره کې به اوسيده ،په بوريا به ويده کيده ، زيږه او شډل کالي به يې اغوستل ، دخوارانو او بې وزلو په څير خوراک به يې کاوه ، لوږې به يې تيرولې ، په شپو ، شپو به يې تر سهاره د الله (ج) عبادت او ستاينه کوله ، دبې وزلو او غم ځپلو خدمت به يې کاوه ، ديوه مزدور په توګه يې له کار کولو نه هم مخ نه دى اړولى ، دژوند تر پايه پورې هم په هغه کې شاهانه تمکنت ، تکبر او اميرانه خويونه پيدانه شول . ديوه عادي سړي په توګه به يې له خلکو سره ليده کاته کول . دهغوۍ په غم او مصيبت کې به شريک و . له عوامو خلکو سره به يې داسې ناسته ولاړه وه ، چې نااشنا سړي به ځان ته دانشواى څرګندولاى چې په دوۍ کې دقوم مشر او دهيواد واکمن څوک دى ، له هغو مره ستر شخصيت سره سره به يې بياهم دډيرعادي او ټيټې پوړۍ خاوند سره داسې سلوک کاوه تابه ويل چې دى هم دهماغه په څير ډير عادي انسان دى . دټول ژوند په منډو ترړو او غورځو پرځو کې هغه دځان لپاره هيڅ هم پرې نښودل ، خپل هرڅه يې قوم ته وقف کړل . پرخپلو پيروانو باندې يې دځان او ياخپلې اولادې هيڅ ډول حقوق هم لا زم نه کړل . ان تردې چې خپل اولاد يې دزکوة داخيستلو له حق نه هم بې برخې کړ . يوازې له همدې ويرې نه چې هسې نه د ده پيروان دده له امله ټول زکات د ده اولادې ته ورکړې او نور خلک ترينه بې برخې پاتې شي .

پربشريت باندې يې سترې اغيزې

ددغه ستر انسان دکمال او ښيګړو فهرست لاپاي ته نه دى رسيدلى ، دهغه دپوره قدر وقيمت دمعلومولو لپاره لازمه ده چې تاسو په مجموعي توګه دنړۍ تاريخ يوځل په غوروګوري . تاسو ته به څرګنده شي ، چې دعربو دبې پايه سوزوونکو دښتو دغه اُمي اوسيدونکى چې څوارلس سوه کاله مخکې په تورتم کې زيږيدلى و په حقيقت کې داوسني نوي عصر،بانې او دټولې نړۍ مشر او لارښود دى . هغه نه يوازې دهغه چالارښود او رهبر دى چې په رهبرۍ يې منلى دى ، بلکې دهغه چالارښود او رهبر هم دى چې نه يې دى منلى ، دغو خوارانو تراوسه دامسله احساس کړې هم نه ده ، چې دهغه چاپرخلاف چې دوۍ لګيادي اوتې بوتې وايې ، دهغه لارښوونې په څه ډول د دوۍ په خيالا تودژوند په اصولو ، دچال چلند په قوانينو ، او د دوۍ دنوي عصر په روح کې ورننوتې دي . همدغه انسان و چې دنړۍ د تصوراتو دقافلې مخه يې د،وهم پرستۍ خيال پرستۍ ، عجايب پرستۍ ، او رهبانيت له بې لارې کوونکي لارې نه راوګرځوله او دعقل ، حقيقت خوښوونې ، او متقيانه معقول ژوند په پراخه لاريې روانه کړله . همدغه انسان دمحسوسو معجزو غوښتونکو انسانانو په دنيا کې دعقلي معجزو د درک کولو او دصداقت دمعيار په توګه يې دهغو دمنلو عادت پيداکړ . هغه په خرق عادت کې دالله (ج) دخدايې اثارو دلټوونکو سترګې پرانستلې او هغوۍ يې دفطرت په اثارو (Natural Phenomena) کې د الله (ج) دنښو نښانو له ليدلوسره اشنا کړل . همدغه انسان په هواکې دخيالي اسونو زغلوونکي دقياس ارايې (Speculation) او ګومان له ورانې لارې نه راوګرزول ، دتعقل ، تفکر ، مشاهدې ، تحقيق او څيړنو پرلاريې روان کړل . هماغه ستر انسان دعقل ، حس او وجدان ، غوره او امتيازي حدود انسانانو ته وروښودل ، په ماديت او روحانيت کې يې مناسبت او هماهنګي پيداکړله . د دين اړيکې يې له علم او عمل او دعلم او عمل اړيکې يې له دين سره پيداکړلې . دمذهب په قوت يې په نړۍ کې (Scientific Spert) علمى روحيه ) او له ساينټيفيک سپرټ نه يې صحيح مذهبيت پيداکړ . هماغه دشرک او بت پرستۍ بنيادونه ونړول او دعلم په ځواک يې دتوحيد دعقيدې بنسټونه دومره پاخه کړل ، چې دمشرکانو او بت پرستانو مذهبونه هم دې ته اړشول ، چې دوحدانيت رنګ غوره کړي . هغه داخلاقو او روحانيت بنيادي تصورات بدل کړل . هغو خلکو چې دنفس وژنه او ددنيا ترک کول يې عيناً اخلاق ګڼل ، او روحاني پرمختګ او نجات يې دنفس او جسم دحقوقو له ادا کولو نه وروسته ناممکن ګاڼه ، هغوۍ ته همدغه انسان دتمدن ټولنې او دنيا وي اعمالو ترڅنګ داخلاقو دفضيلت روحاني لوړتيا ، او دنجات لاره وروښودله ، نو په دې توګه هماغه مبارک (ص) و، چې انسان يې له خپل حقيقي قدرو قيمت نه خبر کړ .هغو خلکو چې د الوهيت او ابن الله نه پرته يې څوک درهبرۍ او لارښوونې وړنه ګڼل ، هغو ته همده وويل چې انسان ، او همداستاسو په څيرعادي انسان ، داسماني پادشاهۍ نماينده او دځمکې او اسمانونو دخداى خليفه او نايب کيداى شي . هغو خلکو به چې له هر ځواکمن او دقدرت خاوند انسان نه خداى جوړاوه هغوۍ يې په دې پوه کړل ، چې انسان له انسان نه پرته نور هيڅ شى نه دى . نه چاله ځان سره دزوکړې له وخت نه دتقدس ، حکمرانۍ او بادارۍ حق راوړى دى او نه پرچاباندې دزوکړې له وخت نه دناپاکۍ ، محکوميت او مرئيتوب داغ لګيدلى وي . دهغه ستر انسان همدغه ډول ښوونه او روزنه وه چې په نړۍ کې يې دانساني يو والي ، وحدت ، مساوات ، شورايت او ازادۍ غوښتنې افکار پيداکړل . دافکارواو تصوراتو له دنيا نه چې لږ ورمخکې شې نو تاسو به ددغه اُمي قاېد ډير عملي نتايج د دنيا په قوانينو ، معاملاتو او ژوند دود کې دومره زيات ووينې چې شميرل به يې درته ګران شي . داخلاقو ، تهذېب، شايستګۍ ،سپيڅلتيا او پاکۍ چې څومره اصول دي او په نړۍ کې خپاره شوي دي ، ټول د ده دتعليماتو او لارښوونو نه سرچينه نيولې ده . دټولنېز ژوند کوم قوانين چې هغه جوړ کړي دي ، دټولې نړۍ پوهانو له هغې نه ګټۀ اخيستې ده او تراوسه يې اخلي . دژوندانه کوم اُصول چې هغه بيان کړي دي ، له هغې نه په دنيا کې څومره تحريکونه پيداشوي دي او تراوسه پيداکيږي . دحکومت کوم دود او لار چې هغه غوره کړې وه ، دهغې له امله ددنيا په سياسي نظرياتو او افکارو کې څومره انقلابونه مينځ ته راغلي دي ، او تراوسه رامينځ ته کيږي . دعدل او قانون هغه اصول چې هغه وضع کړې وو دنړۍ پرعدلي ادارو او قوانينوېې څومره اغيزه کړي ده او تراوسه پورې دغه ډول اغيزې په خاموشۍ سره جاري دي ، دجنګ او سولې او نړيوالو اړيکو تهذيب او اصول چې کوم انسان عملاً په دنيا کې مينځ ته راوستل ،هغه په حقيقت کې دعربو همدغه اُمي قايد و ، که نه نو نړيوال مخکې له دې نه ناخبره وو ،چې دجنګ او جګړې به هم کوم تهذيب وي او مختلفو قومونو کې به هم دمشترک انسانيت په نامه دمعاملاتو سرته رسيدل ممکن وي .

دانساني تاريخ په ائينه کې ددغه حيرانوونکي انسان لوړ شخصيت ترټولو زيات څرګند او روښانه ښکاري ، دبشري تاريخ له پيله تراوسه پورې چې کوم انسانان نړيوالو داتلانو (Heroes) په کتار کې شميرلي دي ، که ددغه انسان مقابلې ته يې دپرتلې لپاره راولې ، نو دهغه په وړاندې به ډير ټيټ ښکاره شي ، ددنيا په سترو شخصيتونو او اتلانو کې به يوهم داسې پيدانکړې چې دهغې دکمال او لياقت کارنامو دې دانسانانو دژوند له يوې يادوه برخو نه زيات په نوروڅيزونو اغيزه کړې وي . يو به دنظراو فکر بادشاه و ، خو علمي ځواک به يې نه درلوده . څوک به په عمل کې ډير پياوړى و خو دپوهې سر به يې ګنجى ؤ . دځينو وړتيا او کمال به دسېاسي تدابيرو ترحده محدودو ، . څوک به يوازې دپوځي ا صولو پوهاند ؤ . دچا نظر به دټولنيز ژوندد يوه اړخ په هکله دومره ژور وؤ چې بل اړخ به يې له نظره لويدلى و، . ځينو په اخلاقو او روحانيت ځان بوخت کړى ؤ ، ژوند او سياست يې هير کړى ؤ ، ځينو ژوند او سياست ته زياته پاملرنه کړې وه ، اخلاق او روحانيت يې له نظره غور زولي ؤ. لنډه داچې دتاريخ دغه اتلان هريو دژوند ديوه اړخ او يوه مخ اتلان دي ، خو يوازې همدغه ستر شخصيت ؤ چې دغه ټول کمالونه يې په وجود کې راټول دي . هغه په خپله پوه او حکيم هم دى او په خپله په ژوند کې دخپلې پوهې نافذوونکى هم دى ، هغه سياسي مدبر هم دى ، پوځي مشر هم دى دقانون واضع هم دى . داخلاقو ښوونکى هم دى ، مذهبي او روحاني لارښود هم دى . دهغه نظردلمر په څير دانساني ژوند په ټولو برخو خپور دى . او په دې هکله دډيرو کوچنيو مسئلو په هکله هم په تفصيل سره خبرې کوي . دخوراک او څښاک دځان دنظافت او پاکوالي ، دلارو چارو او ادابوڅخه نيولې د انسانانو په مينځ کې ترنړيوالو اړيکو پورې يې دهر شي احکام او لارښوونې بيان کړي دي . دخپلو نظرياتو پراساس يې يو مستقل او ځانګړی تهذيب (Civilization) مينځ ته راوست . دژوند دګڼو او مختلفو اړخونو ترمينځ يې دومره دقيق توازن او برابروالى (Equilibrium) مينځ ته راوستلى دی چې دافراط او تفريط هيڅ اثر په کې نه ليدل کيږي . ايا ستاسو په نظرداسې کوم بل جامع انسان شته ؟

ستر انقلابي شخصېت

دنړۍ په سترو تاريخي شخصيتونو کې يو هم داسې نشته ، چې په ستروالي کې يې لږوزيات دخپل ماحول اغيزه نه وي . خو ددغه ستر انسان شخصيت په دغه برخه کې له ټولو نه توپير لري . دهغه په جوړولو کې دهغه دماحول اغيزه بالکل نه ښکاري او داهم څوک نه شي ثابتولاى چې دتاريخي شرايطو له امله په هغه وخت کې ددغه ډول يوه انسان پيداکيدل ضروري و . له زيات غور او فکر نه وروسته که تاسو په دې هکله څه ويلى شي نو هغه به داوي چې ددغه وخت تاريخي عواملو دعربو په مينځ کې ديوه داسې قايد د مينځ ته راتلو غوښتنه کوله چې قبايلى اختلافات له مينځه يوسي او له عربو نه يومتحد قوم جوړ کړي . نور هيوادونه فتح کړي او دعربو دسوکاله ژوند وسايل برابر کړي . يعنې يونيشنلسټ (Nationalist) مشر چې ددغه عصر دعربو ټول خواص به په کې موجود واى . په ظلم بې رحمۍ ، وينې تويولو ، درواغ ويلو ، لنډه داچې داسې يو مشر به واى چې په هره ممکنه وسيله به يې خپل قوم خوښ او راضي ساته . يو سلطنت به يې جوړ کړى واى او خپلو اخلاقو ته به يې پريښي واى ، له دې نه پرته دتاريخي شرايطو او عواملو له مخې دعربي نړۍ دتاريخي ، شرايطو بله هيڅ ډول تقاضا او غوښتنه تاسو نه شي ثابتولاى .

دهيګل دتاريخ دفلسفې او يا دمارکس دتاريخ دمادي تعبيرله نظره چې تاسو هر څومره غور او څيړنه وکړې ، نو له دې نه زيات څه نه شې ويلاى چې په هغه وخت او هغه ماحول کې بايد ديوه سلطنت اويوه قوم جوړوونکى پيداشوى واى او يا پيداکيدلاى شو، خو دهيګل او يا مارکس فلسفه به د دې پيښې توجيه څنګه وکړاى شي چې هغه وخت به په هغه ماحول کې يو داسې انسان پيداشي ، چې داخلاقو ستر ښوونکى ، دانسانانودسوکاله او هوسا ژوند جوړوونکى ، دنفسونو د تزکيې لارښود او دجاهليت داوهامو او خرافاتو د بتانو ماتوونکى دې وي . له دغومره پراخه او بې ساري نظر سره چې دقوم ، توکم (نسل) او سيمې بريدونه يې ترپښو لاندې کړل او ټول بشريت ته يې له دغو زولنو نه دازادۍ زيرى ورکړ . هغه دخپل نظام دبنسټ ډبره يوازې دخپل قوم او سيمې دخلکو دسوکالۍ او آرامتيا لپاره نه وه ايښې ، بلکې دټول بشريت لپاره يې پرې داخلاقي ، روحاني ، مدني او سياسي نظام ماڼۍ ودانه کړه . دټولنيز ژوند مسايل ، معاملې ، سياست او نړيوالو اړيکو دسمون لپاره يې په عالم خيال کې نه بلکې په عالم واقعه کې داخلاقي بنيادونو درامينځ ته کولو کارسرته ورساوه ، دروحانيت او ماديت يوداسې متعدل او متوازن معيار يې خلکو ته وښوده چې نن هم هماغسې دحکمت او پوهې شهکار دى ، لکه څنګه چې هغه وخت ؤ . داسې انسان ته تاسو دعربو دجاهليت دماحول تخليق ويلاى شي ؟

يوازې داخبره نه ده چې هغه انسان دخپل ماحول تخليق نه ښکاري ، بلکې که موږ لږ په غور سره دهغه افکارو نظرياتو او کارنامو ته ځير شو نو څرګنده به شي چې هغه د زمان او مکان له قيودونه ازاد دى . دهغه فکر او نظر دوخت او حالاتو ديوالونه ونړول . دظلمت او جهالت په سلګونو او زرګونو پردې يې څيرې کړې او پرمخکې ولاړ . هغه په هروخت او زمان او ماحول کې انسان او دهغه دژوند لپاره داسې اخلاقي او عملي لارښوونې وکړې چې دهروخت له حالاتو سره مناسبت اوهماهنګي لري . هغه دهغو خلکو او اتلانو له ډلې نه نه دى چې تاريخ زاړه کړي دي او موږ يې داسې تعريف کړو چې هغه دخپل وخت ښه لارښود ؤ . هغه له ټولو نه جلا ، له ټولو نه څار او غوره دى . هغه دبشريت داسې لارښود دى چې له تاريخ سره څنګ په څنګ حرکت کوي ، دتاريخ په هر پړاو کې هماغه ډول نوى (Modern) ښکاري لکه څنګه چې له دې نه د مخکې پړاو لپاره ؤ . هغو خلکو ته چې تاسو په ډيره فياضۍ ( دتاريخ جوړوونکې (Makers of History) لقب ورکوې ، هغوۍ په حقيقت کې (Creatures of History) تاريخ جوړ کړي دي ، په حقيقت کې دتاريخ جوړوونکی په ټول بشري تاريخ کې همدايو انسان دى دنړۍ هر څومره مشر انو چې په تاريخ کې څومره انقلابونه مينځ ته راوستي دي ، که دهغوۍ دژوند او ماحول دحالاتو څيړنه په غور وګورې ، نو تاسو ته به په خپله داڅرګنده شي چې په داسې هر وخت کې له پيله دانقلاب عوامل هم په خپله برابر ېدل او هماغه اسبابو او عواملو به په خپله ددغه انقلاب ډول اولاره هم ټاکله چې دمينځه راوستلو لپاره به يې علت شوې وو . په دغه ډول انقلابونو کې انقلابي ليډرانو او مشرانو يوازې همدومره کړي دي چې دحالاتو غوښتنې يې له قوت نه فعل ته راوستي دي . او د دې لپاره يې دهغه لوبغاړي رول لوبولى دى ، چې سټيج او رول ورته لا مخکې ترمخکې ټاکل شوى وي ، خو دتاريخ جوړوونکو يا انقلاب راوستونکو په ډله کې داهغه يوازينى انسان دى چې په هغه ځاى کې چې د انقلاب اسباب او عوامل موجود نه ؤ هلته يې خپله اسباب او عوامل پيداکړل . په هغه ځاى کې چې دانقلاب مواد موجود نه ؤ هلته يې دانقلاب روحيه او عملي استعداد نه درلوده ، هلته يې دخپلې خوښې خلک و روزل ، دخپل بې ساري شخصيت ځانګړتياوې او اغيزې ېې په زرګونو انسانانو کې په روزنې سره پيداکړې او هغوۍ نه يې هغه څه جوړ کړل ، لکه څنګه يې چې خپله غوښتل ، دهغوۍ دارادې ځواک او قدرت په خپله دانقلاب سروسامان برابر کړ . په خپله يې دهغه څرنګوالى او نوعيت وټاکه . دخپل هوډ او ارادې په ځواک سره يې دحالاتو او شرايطو دبيړۍ مخه هغه لور ته وګرځوله چې ده غوښتله دغه ډول تاريخ جوړوونکى او دومره په لوړ او عالي معيار انقلابي تاسو بل چيرته ليدلى دى؟

وروستى شهادت

راځې اوس د دې پوښتنې ځواب ته ځېرشې چې په څوارلس سوه کاله مخکې تياره دنيا کې دعربو په څير تپې تيارې سيمې په يوه ګو ټ کې ديوه پووند ه ، سوداګر او دصحرا په اُمي او سيدونکي کې ديو ناڅاپه دومره علم ، دومره رڼا، دومره ځواک ، دومره کمالونه ، دومره بې ساري روزل شوې قوتونه څنګه پيداکيږي او په کومه ذريعه ؟ تاسو به ووايې چې داټول دهغه د زړه او عالي دماغ نتيجه وه خو زه وايم چې که داد هغه دزړه او عالي دماغ محصول واى نو هغه ته پکار و چې دخدايې دعوه يې کړې واى ، که هغه داسې دعوى کړې واى ، نو هغې دنيا چې (رام) يې خپل خداى وګاڼه د (کرشن) دخدايې په منلو کې يې تامل ونه کړ ، هغو چې (بودا) يې په خپله خپل معبود کړ مسيح يې په خپله خوښه دابن الله په توګه ومانه ، هغو چې اور ، اوبه او ان تر دې چې دهوا پرستش او ستاينه يې هم وکړه ، نو هغوۍ به هيڅکله ددغه ډول بې ساري او باکماله انسان دخدايې په منلو کې تامل او انکار نه واى کړى . خو وګورى چې هغه خپله څه وايې ، هغه دخپل يوه کمال کريډيټ او وياړهم دخپل ځان نه ګڼي . وايې چې زه يوانسان يم ستاسو په څير انسان ، زما سره هيڅ هم زمانه دي . هر څه دخداى دي او دهماغه له خوانه دي . دغه کلام چې دمثل جوړول يې دبني نوع انسان له وسې نه وتلې خبره ده ، زما ددماغ دقابليت نتيجه نه ده بلکې ټکي په ټکي د الله (ج) له خوانه ماته رانازل شوى دى او دستاينو حق يې هم دخداى لپاره ښايې .دغه سترې کارنامې چې ماښودلي دي ، دغه قوانين چې ماوضع کړي دي ، دغه اصول چې ما درښودلي دي ، له دغو شيانو نه يوهم ماله ځانه نه دې جوړ کړي . ما هيڅ هم تاسوته دخپل شخصي لياقت او پوهې له مخې نه نه دي وړاندې کړي ، زه په هرڅه کې دخداى لارښوونې ته اړيم . دهغه لوړذات له خوانه چې هره اشاره او فرامين وشي ، زه په هماغه لاره ځم او هماغه څه وايم .

وګورى داڅومره اريانونکى صداقت دى ، څومره امانت داري او سپيڅلتيا ده ، دروغژن انسان خو دځان دستر ښودلو لپاره دنورو هغه ډول کمالونه هم په ځان پورې منسوبوي ، چې داصلي ماخذ موندنه يې هم په اسانۍ سره لاسته راتلاى شي ، خو دنورو سرچپه دغه انسان هغه کمال او هنر هم په ځان پورې نه منسوبوي چې که دخپل ځان يې ګڼلې هم واى ، نو چايې درواغ نشواى ثابتولاى . ځکه چې دهغه اصلي ماخذ ته درسيدو بله لار نه شته دريښتونوالى او صداقت لپاره له دي نه زيات ښکاره او څرګند دليل بل څه شى کيداى شي ؟له هغه انسان نه به زيات ريښتونى او صادق څوک وي ، چې له يوې زښتې زياتې مخفي لارې نه دومره بې ساري کمالونه حاصل کړي او بې له کوم تکلف نه دخپل اصلي ماخذ حواله هم ورکړي . اوس ووايې چې موږ په څه دليل دهغه دصداقت تصديق ونه کړو ؟

له مرګه وروسته ژوند

له مرګه وروسته ژوند شته که نه ؟ که وي نو څه ډول دى ؟ دغه پوښتنې په حقيقت کې زموږ د علم او پوهې له معيار نه لوړې دي . له موږ سره هغه سترګې نشته چې دمرګ له سرحد نه هغه بله خوا وګورو او په دې پوه شو چې هلته څه شى شته او څه شى نشته . له موږ سره هغه غوږونه هم نشته چې دهغې بلې خوا کوم آواز پرې واورو . له موږ سره داسې کومه وسيله هم نشته چې له څيړنې او تحقيق نه وروسته په هغې سره داڅرګنده کړو چې هلته څه شى شته که نه . نو له دې امله تر کومې اندازې چې په ساينس پورې اړه لري نو ددغې پوښتنې ځواب يې له وسې پوره نه دى . هغه څوک چې دساينس نوم اخلي او بيا وايې چې له مرګه وروسته بل ژوند نشته با الکل يو غير علمي خبره کوي ، ځکه د ساينس له مخې موږ ، نه داويلاى شو چې له مرګه وروسته ژوند شته او نه داويلاى شو چې له مرګه وروسته ژوند نشته . ترڅو پورې چې له موږ سره دعلم او پوهې کومه يقيني او باوري ذريعه نه وي چې دامسئله پرې څرګنده کړو ترهغې پورې لږ ترلږه سم او علمي ميتود دغه دى چې موږ له دغې (له مرګه ورو سته ژوند ) مسئلې نه ، نه انکار وکړو او نه يې تائيدکړو . خو ايا موږ په عملي ژوند کې هم دغه علمي ميتود منلى شو ؟ ښايې نه ، بلکې په يقين سره ويلاى شو چې نه . دعقل له مخې داممکنه ده چې که ديو شي دڅرنګوالي دمعلومولو لپاره له موږ سره وسايل او ذرايع نه وي ، نو موږ کولاى شو چې په دې برخه کې له نفې اوا ثبات دواړو نه ځان وژغورو ، خو که دهغه شي اړيکې زموږ له عملي ژوند سره وي ، نو له موږ سره پرته له دې نه بله چاره نشته چې ياترې منکر شو او يا يې ومنو ، ځکه وروسته له هغې موږ کولا ى شو چې دخپل ژوند لار وټاکو دمثال په توګه ، يو سړى دى چې تاسو يې نه پيژنۍ ، که له دغه سړي سره ستاسو څه معامله او دراکړې ورکړې مسئله نه وي ، نو ستاسو لپاره داممکنه ده چې دهغه دصداقت او ايماندارۍ ياخيانت او بې اېمانۍ په هکله هيڅ پريکړه ونه کړې ، خو که چيرې داسې پيښه شي چې تاسو له هغه سره کومه معامله وکړى نو تاسو مجبور ياست چې هغه ياصادق او ايماندار وګڼى او معامله ورسره وکړې او يا يې بې ايمانه وګڼۍ او حذر ترينه وکړې . تاسو په خپل ذهن کې داخيال کولاى شې چې که دهغه ايمانداري او بې ايماني موږ ته څرګنده نه وي نو تر هغې به موږ په شک او ترديد ورسره معامله وکړو ، خو که چيرې تاسو دهغه په ايماندارۍ شک کوې او بيا هم کومه معامله ورسره وکړې ، نوددغې معاملې صورتحال عيناً هماغه دې چې دهغه له ايماندارۍ نه مود انکار په صورت کې هم کولاى شواى ، نو له دې امله په حقيقت کې د انکار او اقرار ترمېنځ دشک او ترديد حالت يوازې په ذهن پورې مربوط وي دعملي ژوند ماڼۍ هيڅکله هم دشک پربنسټ نه ودانيږي ددې مسئلې لپاره پرته له انکار يا اقرار نه بله چاره نشته .

دحيات بعد الموت عقيدې اهميت

له لږ غور او فکر نه وروسته تاسو په دې پوهيدلى شي چې دله مرګه وروسته ژوند پوښتنه مازې يوه فلسفي پوښتنه نه ده ، بلکې زموږ له عملي ژوند سره ژورې اړيکې لرې . په حقيقت کې زموږ داخلاقي چال چلند ټول مسايل په همدغې پوښتنې پورې اړه لري ، که چيرې زما داخيال واى چې ژوند يوازې همدغه دنيوي ژوند دى ، له دې نه وروسته کوم بل ژوند نشته ، نو زما اخلاقي روش به يوډول واى او که چيرې زما داخيال واى چې له دې ژوند نه وروسته بل ژوند هم شته دى چې هلته بايد زه دموجوده ژوند دښو ، بدو حساب ورکړم ، او هلته به زما نيک يا بد انجام د اوسني ژوند په اعمالو پورې مربوط وي ، نو يقيناً چې زما اخلاقي کړندود (طرزالعمل) به بالکل يو بل ډول وي. ددې مثال داسې وګڼې چې يو سړى په دې پوهيږي چې د ده سفر له دغه ځاى نه تر کراچۍ پورې دى او کراچۍ ته له رسيدو سره سم نه يوازې داچې دتل لپاره به دده سفر پای ته ورسيږي ،بلکې هلته له رسيدو نه ورو سته دى دپوليس ،محکمې او هرهغه ځواک او قدرت له تسلط نه ازاد دى چې له ده نه کوم ډول پوښتنه د ده داعمالو په هکله کولای شي .

ددې برعکس دويم سړى داسې فکر کوي چې له دې ځايه خوتر کراچۍ پورې د ده سفر يوازې يو منزل دى له دې نه وروسته دى يوه بل داسې بهرني هيواد ته ورځي چې دهغې ځاى واکمن هم هماغه سړى دى چې دپاکستان واکمن هم دى ، او دهغه په دفتر کې زما دهغو ټولو وړو ، غټو خبرو ياداشت په تفصيل سره موجود دى چې ما دپاکستان په دغه برخه کې سرته رسولي دي ، هلته به زما دياداشت په هکله له بشپړ غور او څېړنې نه وروسته داپريکړه کيږي چې زه دخپلو اعمالو له مخې دکومې درجې وړ يم . اوس نو تاسو په اسانۍ سره دامعلومولاى شې ، چې ددغو دواړو انسانانو په کړندود کې به له يوه بل سره څومره توپير موجود وي . لومړى سړى به له دې ځاى نه تر کراچۍ پورې دسفر تيارى وکړي . د دويم سړي امادګي به له کراچۍ نه وروسته داوږدو منزلونو لپاره هم وي . لومړى سړى به دافکر کوي چې که ګټه او تاوان هرڅه وي ، نو دکراچۍ تررسيدو پورې دی وړاندې نور هيڅ نشته . دويم سړى دافکر کوي چې اصلي ګټه او تاوان خو دسفر په لومړي پړاو کې يوازې دخپلو افعالو هغو نتايجو ته ګوري چې تر کراچۍ پورې پرې ورسيږي . خو د دويم سړي فکر به دخپلو اعمالو هغو نتايجو ته متوجه وي چې په بل بهرني هيواد کې راڅرګنديږي . څرګنده خبره ده چې ددغو دواړو اشخاصو دطرزالعمل دغه توپير دهغوۍ په هغه اندود ، (طرزفکر) پورې اړه لري چې دخپل سفر دنوعيت او څرنګوالي په هکله يې لري . په همدې توګه زموږ په اخلاقي ژوند کې هم هغه ګروهه (عقيده) پريکنده (قاطع) اغيزه لري ، چې موږ يې دله مرګه وروسته ژوند په هکله لرو . دعمل په ميدان کې چې موږ هرقدم اوچتوو دهغه دلوري او څرنګوالي ټاکل به په دې پورې اړوند (مربوط) وي چې ايا موږ همدغه ژوند لومړنى او وروستنى ژوند ګڼو ، که دبل ژوند او دخپل عمل وروستني نتايج مو هم په نظرکې نيولې دي . په لومړي صورت کې به زموږ قدم په يوه لوري او يوه کيفيت پورته کيږي او په دويم صورت کې به يې لورى او څرنګوالى بالکل مختلف وي . له دې نه داڅرګنده شوه چې دله مرګه وورسته ژوند پوښتنه مازې يوه عقلي او فلسفي پوښتنه نه ده ، بلکې دعملي ژوند پوښتنه ده . څرنګه چې داخبره ډيره مهمه ده ، نو زموږ لپاره پدې مسئله کې دشک او ترديد دريځ غوره کول ښه نه ايسي ،ځکه دشک او ترديد پر اساس چې کوم ډول روش په خپل ژوند کې غوره کولاى شو هغه به خامخا د انکار د روش په څيروي ، نو له دې امله موږ په هرحال کې د دې خبرې په ټاکلو مجبور يو چې ايا له مرګه وروسته ژوند شته که نه . که په دې برخه کې ساينس له موږ سره مرسته نشي کولاى ، نو موږ مجبور يو چې له عقلي استدلال نه مرسته وغواړو .

عقلي استدلال .

ښه نو دعقلي استدلال لپاره له موږ سره کوم مواد شته ؟ دموادو په سلسله کې خو زموږ مخکې يو پخپله انسان دى او دويم دکايناتو نظام . موږ انسان له ټولو خصوصياتو سره دکايناتو په نظام کې دننه مطالعه کوو او ګورو چې ايا په دغه نظام کې دهغه ټولې اړتياوې پوره کيداى شي او که څه نيمګړتياوې پاتې کيږي چې دهغو د پوره کولو لپاره کوم بل ډول نظام ته هم اړ دى . يو خو انسان جسم لري چې د ډيرو معدني موادو لکه مالګه ، اوبه او ګازونو نه جوړ شوى دى . ددې په وړاندې په کايناتو کې هم خاوره تيږې ، اوسپنه ، سره او سپين زر ، مالګه ګازونه ، سيند، اوهماغه ډول نور شيان موجود دي . ددغو شيانو دکار کولو او له يو بل سره داړيکو لپاره چې څومره اصول او قوانينو ته اړتيا ده هغه ټول په کايناتو کې په خپل کار لګيادي . کاينات لکه څنګه چې په بهرنۍ فضا کې غرونو ، سيندونو او هواته دخپلې برخې دکار کولو وخت ورکوي ، په همدغه توګه انساني جسم ته هم د دغو اصولو او قوانينو پر اساس دکار کولو زمينه برابره ده . انسان يوداسې موجود دى چې دخپل چاپيريال له شيانو نه داړتيا وړ غذالاسته راوړي او وده (نمو) پرې کوي . په همدغه توګه ، ونې ، نيالګي او واښه هم په کايناتو کې موجود دي او هماغه قوانين چې د، ودې او نمو په هکله په نورو ، وده کوونکو اجسامو حکم فرمادي پر دوۍ هم دي .انسان يوژوندى موجود دى چې په خپله اراده حرکت کوي ، خپل خوراکي مواد په خپله له شاوخوانه راټولوي . دخپل نفس ساتنه پخپله کوي ، دخپلې بقا لپاره خپله تدابير غوره کوي . په کاېناتو کې په همدې توګه نور موجودات هم شته ، په وچه ، اوبو او هوا کې بې شميره حيوانات ژوند کوي ، او هغه قوانين دلته هم ټول په دقت سره حکمفرمادي چې ددغو ژونديو موجوداتو داعمالو په پراخه دايره دحاوې کيدو لپاره کافي دي . پردې ټولو سر بيره انسان يو بل ډول وجود هم لري ، چې هغه ته موږ اخلاقي وجود وايو . په دغه وجود کې دنيکۍ او بدۍ دکولو شعور موجود دى . دښو اوبدو تميز په کې موجود دى . دنيکۍ او بدۍ کولو ځواک په کې موجود دى او دهغه فطرت داغوښتنه کوى چې له نيکۍ نه ښه او له بدۍ نه ناوړه نتيجه مينځ ته راځي ، هغه دظلم او انصاف، ريښتيااو درواغو ، حق او ناحق ، ظلم او بې رحمۍ احسان او احسان فراموشى ،فياضى او بخل ، امانت او خيانت او داسې نورو مختلفو اخلاقي صفاتو ترمينځ توپير کولاى شي ، دغه صفات عملاً دهغه په ژوند کې موجود دي دغه معيارونه او ارزښتونه مازي خيالي ارزښتونه نه دي ځکه دبشري تمدن په نظم اوجوړښت کې يې عملاً اغيزې موجودې دي ، نو له دې امله انسان چې دکوم فطرت پر اساس خلق شوی دى ، هماغه فطرت يې په شدت سره داغوښتنه کوي چې لکه څرنګه چې دهغه دافعالو طبيعي نتيجې راڅرګنديږي په هماغه توګه يې بايد اخلاقي نتايح هم راڅرګند شي . تاسو دکايناتو نظام ته ځير شى چې ايا په دغه نظام کې دانساني افعالو اخلاقي نتيجې په بشپړه توګه را څرګنديداى شي ؟ زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دلته داخبره امکان نلري . داځکه چې دلته لږ ترلږه زموږ دپوهې او معلوماتو له مخې نور کوم موجودات نشته چې اخلاقي موجوديت ولري .دکايناتو ټول نظام دطبيعي قوانينو پر اساس چليږي . داخلاقي قوانينواغيزې په يوه ځاى کې هم نه ښکاري . دلته روپۍ هم وزن لري او هم قيمت خو ريښتينوالى او صداقت نه وزن لري اونه قيمت . دلته د (ام) له زړي نه تل ام راپيداکيږي ، خو په حق ويونکي باندې کله دګلانو باران وي او کله لا څه چې بلکې زياتره پرې دڅپليو او بوټونو باران وي . دلته دمادي عناصرو لپاره ټاکل شوي قوانين موجود دي ، چې دهغې پر اساس تل ثابت او ټاکلي نتايج مينځ ته راځي ، خو داخلاقي عناصرو لپاره کوم ټاکلى قانون نشته چې دهغې له کولو نه وروسته تل معينې نتيجې راڅرګندې شي . دطبيعي قوانينو دفرمانروايې له امله اخلاقي نتايج کله بالکل مينځ ته نه راځي او کله چې مينځ ته راشي ، نو يوازې تر دومره اندازې پورې وي چې طبيعي قوانين اجازه ورکړي . ډيرځله داسې هم کيږي چې اخلاق له فعل نه ديوې خاصې نتيجې دمينځ ته راتلو غوښتنه کوي ، خو دطبيعي قوانينو دمداخلې له امله يې نتيجه بالکل سرچپه راوزي . انسان په خپل مدني او سياسي نظام سره ددې مسئلې په برخه کې تريوې اندازې پورې هڅه کړيده چې دانساني اعمالو اخلاقي نتيجې ديوه ټاکل شوي قانون پر اساس منيځ ته راشي ، خود ده هڅه نه يوازې داچې په ډيره کمه پيمانه ده بلکې ډيره نيمګړې هم ده ، له يوې خوا نه طبيعي قوانين هم نيمګړي او محدود وي او له بلې خوا نه پخپله دانسان زياتې کمزورۍ هم ددغه نظام په نيمګړتيا و کې زياتوالى راولي . زه به خپل مطلب تاسو ته ديو څو مثالونو په ترځ کې څرګند کړم ، که چيري يوسړى دبل دښمن وي او دهغه کور ته اور ور واچوي او کور يې وسوځوي ، دا (دکورسوځيدل) دهغه دفعل طبيعي نتيجه ده . ددې مسئلې اخلاقي نتيجه باېد داسې وي چې دغه سړي ته بايد دومره سزا ور کړاى شي څومره يې چې هغې کورنۍ ته زيان رسولى دى ، خو ددې نتيجې څرګنديدل په دې پورې اړه لري چې داور ورته کوونکي پته څرګنده شي او دڅارنو(پوليسو) په لاس ورشي ، جرم پرې ثابت شي او محکمه په پوره توګه ددې خبرې اټکل وکړي چې داور له لګيدونه دغې کورنۍ او دهغوۍ راتلونکو نسلونو ته په څرګنده توګه څومره ، څومره زيان ور رسيدلى دى . بيا دعدالت او انصاف پراساس مجرم ته هماغومره سزا ورکړي ، که له دغو شرطونو نه يو شرط هم نيمګړى وي نو ښايې چې اخلاقي نتيجه خو باالکل راڅرګنده نه شي او يايې يوازې يوه کوچنۍ برخه راڅرګنده شي . داهم ممکنه ده چې هغه سړى خپل دښمن له مينځه يوسي او دى خپله په بيغمه زړه ژوند وکړي . په دغه برخه کې په نړۍ واله کچه يوه بل مثال ته ځير شى . يوڅوک په خپل قوم کې رسوخ پيداکوي ټول قوم دهغه دوينا پر اساس هرڅه ته تياروي . هغه له خپل دغه دريځ نه ګټه اخلي او په خلکو کې دقوم پرستۍ خوږلن ته ببوزى وهي او دنورو هيوادونو دنيولو جذبه او احساس په کې راپيداکوي . په زرګونو او لکونو انسانان وژني ، هيوادونه ، هيوادونه سره تباه او کنډوالې شي ، په لکونو اومليونوانسانان دذلت او خوارۍ ژوند ته اړباسې . دبشري تاريخ پرڅرنګوالي باندې د دوۍ دغه اعمال دومره ناوړې اغيزې کوي چې سلسله يې ترسوونو کلونو پورې په پرله پسې توګه ترنسلونو ، نسلونو پورې خپره وي . ايا تاسو دافکر کوې چې په دنيا وي ژوند کې به دغو څو اشخاصو ته چې دومره ستر ، ستر جرمونه کوي منصفانه او مناسبه جزا ورکړى شي څرګنده خبره ده چې که دهغوۍ غوښې په نوکانو هم وشکيږي ، ياژوندي ، ژوندي په اور کې وسوځول شي ، ياکومه بله داسې سخته سزا ورکړاى شي چې دانسان په فکر کې تيريږي او له وسې يې پوره وي ، بيا به هم هغه له هغه زيان سره برابره سزا نه وي چې هغوۍ کروړونو انسانانو او دهغوۍ راتلونکو نسلونو ته ور اړولي دی . دکايناتو موجوده نظام چې دکومو طبيعي قوانينو پر اساس چليږي دهغې له مخې داهيڅکله هم امکان نلري چې هغوۍ دخپل جرم په اندازه سزا وويني . په همدې توګه هغو نيکو انسانانو ته وګوري چې بشر ته يې دحق او ريښتونولى ښوونه کړيده . دهدايت په نور يې منور کړي دي . چې له برکته يې له پيړېو ،پيړيو راهيسې بشرته ګټه رسيږي او دامعلومه نه ده چې ترڅومره راتلونکو پيړيو پورې به نوره هم ګټۀ ورځينې واخلي ، ايا داممکنه ده چې دغه ډول خلکو ته دخپل خدمت پوره بدل په دې دنيا کې لاسته ورشي ايا تاسو داتصور کوې چې دموجوده طبيعي قوانينو په حدودو کې يو سړى دخپل دغه ډول عمل پوره صله لاسته راوړى شي ، چې اغيزې يې دده له مړينې نه وروسته ترزرګونو کلونو پورې په بې شميره انسانانو کې خپرې شوې وي ؟ لکه څنګه چې مامخکې وويل لومړى خو په هغو قوانينو کې چې دکايناتو موجوده نظام يې پر بنسټ چليږي دومره ګنجايش نشته چې دانساني افعالو اخلاقي نتيجې پرې په بشپړه توګه مرتبې شي . له بلې خوا نه دڅو کلونو په ژوند کې چې انسان کوم ا عمال سرته رسوي دهغو داغيزو سلسله او ساحه دومره پراخه وي او دومره اوږدې مودې پورې جاري وي چې يوازې دهمدې کار دبشپړو نتايجو دلاس ته راوړلو لپاره په سوونو کلونه څه چې په زرګونو ، کلونو ژوند ته ضرورت دى . او دقدرت دموجوده قوانينو پر اساس انسان ته د دومره زيات ژوند تيرول ناممکن دي . له دې نه څرګنده شوه چې دانساني هستۍ دخاورينو عضوي او حيواني عناصرو لپاره موجوده طبيعي دنيا (Physical World) او دهغې طبيعي قوانين کافي دي ، خو داخلاقي عنصر لپاره يې بالکل نيمګړې ده ، ددغو مسايلو لپاره يو بل نظام پکار دى چې په هغه کې حاکم قانون (Governing Law) داخلاقو قانون وي ، او طبيعي قوانين دهغه تر سيوري لاندې مازې دمرستيالو قوانينو په توګه کار وکړي ، په هغه نظام کې بايد ژوند محدود نه وي ، غير محدود وي ، هغه ټولې اخلاقي نتيجې چې دلته يې اغيزې له مرتب کيدو نه پاتې شوي دي ياپه ناسمه توګه مرتب شوي دي ، هلته په سمه او بشپړه توګه مرتب شي . هلته چې د سرو او سپينو پرځاى به په نيکۍ او صداقت کې وزن او قيمت وي . هلته چې اور يوازې هغه څه سوځوي چې اخلاقاً دسوځيدو وړوي . هلته چې عيش اوسوکاله ژوند هغه چاته ور په برخه کيږي چې نيک وي او مصيبت به دهغه چاپه برخه شي چې بدوي . عقل يې هم غواړي او دفطرت غوښتنه هم همداده چې دغه ډول يو نظام بايد وي .

قراني رڼا

ترکومه ځايه چې دامسئله په عقلي استدلال پورې اړه لري ، هغه موږ يوازې د (بايدوي) ترحده بيايې او هلته مو نور پريږدي . پاتې شوه داپوښتنه چې که چېرې په ريښتيا هم دغه ډول يو نظام موجود وي . نو بيا هم زموږ عقل او پوهه دواړه په دغه برخه کې پريکړه نه شي کولاى ، دلته قرآن له موږ سره مرسته کوي ، هغه وايې چې ستاسو عقل او فطرت چې دکوم شي غوښتنه کوي هغه په حقيقت کې کيدونکى دى .

دنړۍ موجوده نظام چې دطبيعي قوانينو پراساس جوړ شوی دى ، يو وخت به وران ويجاړ شي . له دې نه وروسته به يو بل نظام مينځ ته راشي چې په هغې کې به ځمکه ، اسمان او نور ټول شيان په يوه بل ډول وي بيا به الله (ج) ټول انسانان چې دخلقت له پيله تر قيامت پورې پيداشوې وو ، بيا پيداکړي ، او په يوه وخت به داټول خپلې مخې ته راغونډ کړي . هلته به دهر وګړي ، هر قوم ، او ټول بشريت دښو او بدو ريکارډ له کومې غلطۍ اوسهوې نه پرته موجود وي . دهر سړي ديوه ، يوه عمل څومره اغيزې او تاثيرات چې په نړۍ کې شوي دي دهغې بشپړ ياد داشت به موجود وي . هغه ټول نسلونه به دشاهدانو ځاى ته حاضر شي چې له دغو اعمالو نه زيانمن او متاثر شوي دي هغه يوه ، يوه ذره به چې دانسان اقوال او افعال به پرې ثبت شوې وي خپله کيسه و اوروي په خپله دانسان لاس ، پښې ، سترګې ، او نور ټول غړي به شاهدي ووايې چې په هغې دنيا کې يې له دوۍ نه څه ډول کار اخيستى دى . بيا به پر دغه مفصل رويداد باندې هغه تر ټولو ستر حاکم دبشپړ عدالت په نظر کې نيولو سره پريکړه وکړي چې څوک د څومره انعام او څوک دڅومره سزا ، وړدى . دغه انعام او سزا به دواړه په دومره ستره کچه وي چې داندازې اټکل يې دموجوده نظام دمحدودو پيمانو له مخې نه شي کيدلاى . هلته به دوخت او ځاى معيار څه بل شان وي . دهغه ځاى مقدارونه او هر‌څه به بل ډول وي . هلته به دقدرت قوانين هم څه بل ډول وي . دانسان دهغو نيکيو اغيزې چې په نړۍ کې له زرګونو کلونو راهيسې موجودې دي هلته به دى دهغې وړ او مناسبه صله ترلاسه کړي ، پرته له دې نه چې ناروغتيا زړښت او مړينه د ده دعيش او سوکاله ژوند سلسله ګډه وډه کړي. په همدغه توګه دانسان دهغو ناوړه اعمالو زهرجنې اغيزې چې تر زرګونو کلونو پورې په بې شميره انسانانو کې خپرې شوي دي . دهغې بشپړه سزا به وويني ، پرته له دې نه چې مرګ اوبې هوشي دى له دغه نه سهونکى کړو، نه ژغورلا ى شي .

هغه خلک چې ددغه ډول ژوند او دنيا وجود له امکانه بهر ګڼي ،ماته دهغوۍ په تنګ نظرې او دپوهې په کموالي باندې تاسف راشي . که زموږ د اوسني نظام موجوديت له دغو موجوده طبيعي قوانينو سره ممکن وي ، نو ديوه بل نظام مينځ ته راتګ له نورو قوانينو سره څنګه ناممکن دى ؟ البته داخبره چې په واقعيت کې به ضرورداسې وي په يقيني توګه پرې باور نه په دليل سره کيداى شي او نه په علمي ثبوت سره ، د دې لپاره ايمان بالغيب ته اړتيا ده .

جبر او قدر

ايا زموږ تقدير له پخوا نه ټاکل شوی دى ؟ ايا زموږ برى او ناکامي ، زموږ لويدل او راپورته کيدل ، زموږ دحالت خرابيدل او ښه کيدل ، زموږ سوکالي او کړاو او هغه ټولې پيښې چې موږ ورسره په دې دنيا کې مخامخ کيږو ، دکوم قدرت او يا قدرتونو دفيصلې نتايج دي او په ټاکلو کې يې بالکل زموږ برخه نشته ؟ او که چېرې داسې وي نو ايا موږ بالکل مجبور يو ؟ ايا موږ په دې دنياکې بالکل دهغو نانځکو په څير بې واکه يو ، چې بل څوک يې نڅوي ؟ ايا موږ دکوم مخکيني جوړ شوي پلان دعملي کولو لپاره يوازې ديوې وسيلې په توګه کارول کيږو ، لکه دهغو لوبغاړو په څير چې دهر يوه رول چامخکې ترمخکې د دنيا پر سټيج ټاکلى وي ؟

دغه ټولې پوښتنې دهر هغه چا په زړه کې ورتيريږي ، چې کله يې هم دنيا او انسان په هکله څه غور کړى وي . فليسوف ، سائنسدان ، مورخ ، مقنن ، او هغه څوک چې دټولنې او اخلاقو پر مسايلو بحث کوي ،او همدارنګه دعامو خلکو په شمول دا ټولو په دغه ستونزو باندې خپل ماغزه ستړي کړي دي ، خو دهر يوه د پوهې ګاډى چې دلته راورسيږي ، نو ځاى پر ځاى دريږي او مخکې نه شي تلاى ، ترهغې چې د دې مسئلې دحل لپاره د ډاډ وړ ځواب پيدانه شي ، که هغه ځواب په دغه برخه کې سم وي که ناسم . که د(هو) او يا (نه) په ويلو سره تاسو دغې مسئلې ته مازې ساده غوندې ځواب ورکوې ، نو وريې کړې . ښايې په دغه ځواب سره ستاسو زړه ډاډه شي که تاسو (هو) ووايې که (نه) په دواړو صورتونو کې بياهم نورې بې شميره پوښتنې راپيداکيږي ، چې هغو ته بيا ځواب ويل ، ستاسو د(هو) او (نه) يوه له وسې نه هم پوره نه ده .

که تاسو (هو) وويل ، نو د دې ترڅنګ بايد داهم ومنې چې په تيږه ، ونه ، ځناور ، او انسان کې هم هيڅ حقيقي توپير نه شته . ددې ټولو په څير انسان هم هغه څه کوې چې ورته ټاکل شوې وې .

نه هغه مخکېني ياد شوي شيان واک او اختيارلري او نه دى . دشاتو دمچيو دکور (ګبينه) جوړول او دانسان د اور ګاډي دپټليو جوړولو ترمينځ به د درجې له مخې توپير وي ، خو نوعيت يې هيڅ توپير نلري ، ځکه په دوى باندې ګبينه او داور ګاډي پټلۍ بل څوک جوړوي . دايجاد له وياړ او شرف نه دواړه بې برخې دي . له دې نه وروسته بايد تاسو داهم ومنې چې د دنيا دنورو شيانو په څير انسان هم دخپلو افعالو ذمه وارنه دى ديوه وګړي نيک کارکول او ديوه موټر سم چليدل دواړه برابر دي . دهر وګړي جرم او شرارت او دګنډلو دماشين خرابې بخۍ کول دواړه يوحثيت لري ، څرنګه چې مساله په دې ډول ده ، نو لکه څنګه چې تاسو (نيک موټر) رذيل (ماشين) ايماندار انجڼ او پساتي څرخه نه وايې نو په همدې توګه ، سړي ته هم بايد دنيک او بد ، رذيل او شريف ايماندار او بې ايمانه اودغه ډول نور الفاظ استعمال نه کړې ، که چېرې يې تاسو په همدغو نومونو بولې (ځکه په کومو ، نومونو چې خلک تاسو نه بلل کيږى ، دهغوۍ په بللو تاسو مجبور يې ) نو لږ تر لږه خو په دې بايد پوه شې چې دغه الفاظ بې معنى دي .

خبره په همدې ځاى پاى ته نه رسيږي ، ځکه د نورو شيانو ترڅنګ زموږ مذهب او اخلاق ، زموږ قانون او دمحکمو نظام ، زموږ پوليس او زندان او نورو جرايمو دڅارنې محکمې ، زموږ مدرسې او دښوونې او روزنې موسسې اصلاحي څانګې ... داټولې له يوې مخې هسې بابيزه او بې معنى کيږي. سره له دې چې په کار به وي او کار به هم کوي ، او ديوې دروازه به پورې نه شي ، ځکه چې ستاسو دنظريې له مخې بايد داټول لوبغاړي (Actors) ددنيا پر سټيج خپل ورسپارل شوى او ټاکل شوى رول ولوبوي خو داخبره څرګنده ده چې که دجومات لمانځه غړى دکليسا عبادت کوونکى ، دمحکمې قاضي ، دغلا او داړې مجرم ، ټول له يوې مخې يوازې ، او يوازې ديوه لوبغاړي حيثيت ولري او له عبادت خانونه در واخله ان ترقمار خانو او زندانونو پورې داټول ديوه ډرام مختلفې برخې او منظرې شي ، نو ددې معنى به داوي چې دانسان ټول مذهبي اواخلاقي ژوند مازې يوه لوبه او ننداره ده . هغه سړى چې دشپې په چوپه چوپتيا کې يوازې په ډير خلوص دخداى ستاينه او عبادت کوي ،او هغه څوک چې دچا کور ته لغم (نقب) وروهي ، په حقېقت کې دواړه په دغه ننداره کې يوازې هاغه رول لوبوي ، چې ورسپارل شوي دي ددوۍ ترمينځ له د ې نه پرته نور هيڅ توپير نشته چې ډايرکټر(Director) يوه ته دعابد او زاهد رول ورکړی دى او بل ته يې دغله او داړه مار ، رول ورکړی دى .زموږ په محکمو کې که قاضي صاحب په هرڅومره غور يوې دعوى ته غوږ شي او دى فکر وکړي چې په خپلې پوهې سره د دعوى په اصل حقيقت پوه شوى او دانصاف سره برابرې پريکړې لپاره يې زيار پيل کړی دى ، نو ستاسو دنظريې له مخې قاضي مدعى او مجرم درې واړه له لوبغاړو نه پرته نور هيڅ نه دي ، هغه خواران په غلط فهمۍ اخته شوي دي ، ځکه چې په حقيقت کې دوۍ ديوې مخکينۍ ليکل شوې ډرامې ټاکل شوى رول لوبوي ، خو له ناپوهۍ نه داسې فکر کوي چې په محکمه کې يې ريښتيا هم په عدل او انصاف برابره فيصله کړي ده . دا دهغه (هو) پاى و چې تاسو په سرسري توګه زمادلومړنيو پوښتنو په ځواب کې ويلى وو . ښه نو اوس به تاسو دغو پوښتنو ته منفي (نه) ځواب ورکوي ؟ خو غم دادى چې په دې توګه به هم دامسئله يوازې په (نه) پاى ته ونه رسيږي ، بلکې د دې ترڅنګ بايد تاسو د ډيرو څرګندو حقايقو نه سترګې پټې کړې ، که تاسو دا عقيده لري چې دانسان تقدير له پخوا نه نه دى ټاکل شوى او دکوم بل بهرني قدرت دفيصلې پر اساس هم نه جوړيږي ، نو غالباً به ستاسو دانکار مطلب داوي چې انسان خپل تقدير خپله جوړوي يعنې د ده تقدير به د ده دخپلې ارادې او زيار نتيجه وي له دې مسئلې نه خو لومړى داپوښتنه راپيداکيږي چې ستاسو په وينا کې د (انسان) له لفظ نه مطلب څه دى يوازې ، يوازې يو ، يو سړى ؟ که د انسانانو يوه ستره ډله چې ټولنه ، جامعه يا قوم ورته وايې ؟ که ټول بني نوع انسان ، که ستاسو مطلب داوي چې هر وګړى خپل تقدير خپله جوړوي ، نو لږ شانته ، خو هغو شيانو ته هم وګوري چې تقدير ورځينې جوړيږي نو بيا مهرباني وکړې ، ووايې چې دهغو شيانو له جملې نه کوم ،کوم شيان دانسان په واک او اختيار کې دي . دتقدير جوړولو لومړني وسايل دانسان او دهغه ذهني اوجسماني قوتونه او دهغه اخلاقي او صاف دي ، چې دهغو دسموالي او خرابوالي توازن او عدم توازن ، کمښت او زياتوالى دده پر تقدير پريکنده اغيزه لري ، خو يا داټول شيان هر انسان دخپلې مور له ګيډې نه له ځان سره په جبري توګه راوړې دي تر اوسه داسې څوک نه دي پيداشوى چې په خپله يې دخپل تجويز او انتخاب پر اساس ځان جوړ کړى وي ، نو ځکه دانسان دتقدير په ښه والې کې هغه عوامل اغيزه لري چې هر انسان ته له خپلو پلرونو او نيکونو نه په ميراث پاتې شوي دي . له همدې امله په کومه کورنۍ ،ټولنه طبقه قوم او هيواد کې چې دى زوکړه کوي ، دهغوۍ دذهني ، اخلاقي ، مدني ، ټولنيز او سياسي ماحول له بې شميره اثراتو نه دى هم متاثر کيږي . دغه ټول شيان دانسان په تقدير جوړونه کې برخه لري ، خو ايا داسې څوک شته دي چې په خپله خوښه او انتخاب يې همدغه نسل او همدغه ماحول دځان لپاره ټاکلى وي ، چې په هغه کې بايد دى پيداشوى واى او خپله يې دافيصله کړې واى چې له دې جملې نه بايد دکومو ،کومو شيانو کوم اثرات او اغيزې ومني ؟

په همدې توګه دانسان پر تقدير باندې دنړۍ دزياتو پيښو او واقعاتو ښې اوبدې اغيزې کيږي . دغه پيښې لکه زلزلې ، سيلابونه ، کاختي ، ناروغي ، جګړې اقتصادي پرمختګ او بيرته پاتې و الى اونورې ، ناڅاپې پيښې ، زياتره وخت دانسان دټول ژوند تګ لوری او دهغه ټولې نقشې او پلانونه چې له ډير غور اوفکر نه وروسته يې په ډير زيار دخپلې ارامتيا ، سوکالۍ او بري لپاره جوړ کړي دي ، ګډ وډ کړي . ددې برعکس ډير ځله داسې پيښيږي چې دپيښو دغه بهير ناڅاپه يو سړى داسې کاميابيو ته ورسوي چې د ده دزيار اوهڅې اغيزې په کې ډيرې کمې وي . مخکينۍ يادې شوې مسئلې داسې څرګند حقايق دي چې انکار کول ترينه بې ايماني ته ضرورت لري . اوس نو سړى څنګه دامنلى شي چې انسان خپل تقدير خپله جوړ وي ؟ اوس که چيرې تاسو خپله ادعا په دې توګه وړاندې کوې چې داوګړي نه دي چې خپل تقدير جوړوي ، بلکې قومونه خپل تقدير جوړوي ، نو داهم دمنلو وړ خبره نه ده . دهر قوم دتقدير په جوړښت کې نسلي خصوصيات ، تاريخي اغيزې ، جغرافيايي حالات طبيعي او نړيوالې پيښې زياتې اغيزې لري او دامسئله دنړۍ ديو قوم له وسې نه هم پوره نه ده چې ددغو اسبابو او عواملو له اغيزو نه ځان ازاد کړي او خپل تقدير داسې جوړ کړي لکه څنګه يې چې زړه وي . دکايناتو دنظام هغه خدايې قانون هم چې دځمکې او اسمان نظم او انظباط ټينګ کړى دى ، دقومونو دتقدير په جوړولو کې داسې پريکنده اغيزه لري چې له هغې نه ځان ساتل او يايې مخنيوى کول دهيڅ يوه قوم له وسې نه پوره نه ده او په دغه قانون کې لاسوهنه خو لاڅه کوې چې په بشپړه توګه يې ټولو کوايفو باندې پوهيدل هم دهيڅ يوه قوم له وسې نه پوره نه دى . دغه قانون دپردې ترشا په خپل کار بوخت دى ، کله ناڅاپي توګه او کله هم په تدريجي توګه دهغه له عمل نه داسې نتايج راپيداکيږي چې لوړ او قدرتمند قومونه راټيټ او بې واکه کړي او ټيټ او بې واکه قومونه يې راپورته کړي دي ، که څه هم داداسې مسايل دي چې په څرګنده توګه دانسانانو دپوهې له ساحې نه بهردي ، خو هغه اسباب او ،وسايل چې په ظاهري توګه دانسانانو په لاس کې دي ، په مفصله توګه باندې دهغو سپړنه او څيړنه هم دومره اميد بښونکې نه ده . ديو قوم دتقدير په جوړښت کې زيات عوامل په دې پورې منحصر دي ، چې يو باصلاحيته او اهل ليډر شپ (Leadership) دهغوۍ په برخه وي ، همدارنګه دهغه قوم په يو زېات شمير نورو وګړو کې هم بايد هغه صفات او ځانګړتياوې موجودې وي چې له دغه ليډر شپ نه دګټې اخيستلو لپاره ضروري دي ،خو موږ نه په تاريخ کې د داسې پيښو څرک موندلاى شو او نه دخپل عصر او زمان په مشاهداتو کې داسې کوم مثال موندلاى شو ، چې کوم قوم دې ، ددغو دواړو شيانو په لاسته راوړلو کې په ازاده توګه دخپلې ارادې او انتخاب له حق نه ګټه اخيستې وي . موږ خو داوينو چې کله دکوم قوم دلوړتيا او پرمختګ وخت راشي نو ښه ليډرشپ يې هم په برخه شي او هغه خصوصيات او ځانګړتياوي هم په کې راپيداکيږي چې ددغه ليډر شپ دکاميابۍ او بري لپاره ضروري وي ، او هغه قوم چې دنزول او سقوط په لار روان شي ، نو دهغوۍ دليډرشپ او اعضاؤ دواړو اهليت او صلاحيت هم داسې رخصت شي چې دهغوۍ يو ، خير خواه او مصلح يې هم بيرته نه شي راستنولاى . موږ هيڅ په دې نه پوهيږو چې دڅه ډول قانون له مخې داقوامو په تاريخ کې دغه دعروج او نزول واقعات مينځ ته راځي . ايا اوس نو تاسو قومونه پرځاى پريږدې او دټولوانسانانو په هکله داحکم کوي چې هغوۍ خپل تقدير په خپله جوړوي ؟خو داخبره نوره هم سخته ده ، که څوک د دغو ټولو انسانانو په هکله چې په ګڼو نژادونو او قومونو ويشل شوې دي ، د ټولې نړۍ په سيمو کې خپاره شوې دي ، د بې شميره او ګڼو تهذيبونو او تمدنونو په رنګ رنګيدلې دي او په بې شميره ژبو خبرې اترې کوي ، دا فرض کوي چې په مجموعي توګه د دوۍ اراده يوه ده چې دهغې پر اساس له فکر او غور نه وروسته خپل تقدير او برخليک ټاکي ، نو په حقيقت کې به هغه يوه ډيره ستره او اريانوونکې خبره فرض کړې وي .

ايا واقعاً هم انسانانو دخپل پرمختګ دمزله لپاره دغه مهال ويش (Time Table) خپله ټاکلى و ، چې ترپلاني وخت پورې به دوۍ دتيږې له الاتو او وسايلو نه کاراخلي ، بيابه د اوسپنې او اور استعمال پيل کوي ترپلاني وخت پورې به له انساني او حيواني ځواک او قوت نه کار اخلي او بيا به دخپلو کارونو دپرمختګ لپاره دماشين له انرژۍ نه کار اخلي ؟ ترفلانۍ پيړۍ پورې به په سمندرونو کې بيړۍ (کشتۍ) له قطب نما (Compass) نه پرته چلوي ، وروسته به بيا دخپل سفر دلوري دټاکلو لپاره له قطب نما نه کار اخلي ؟ ايا هغه بياهم په خپله انسانان دي چې دافريقاء ، امريکا ، اروپا ، ايشيا او استراليا دمختلفو قومونو يعنې دخپلو مختلفو برخو لپاره يې په خپله مختلف تقديرونه ټاکلې دي ؟ څرګنده خبره ده چې يو هوښيار سړى د دغه ډول اريانونکې ادعا خيال هم نه شي کولاى .

له دې نه وروسته له تاسو سره په دغې ادعا د ټينګار لپاره کوم دليل نه پاتې کيږي چې ووايې : اسان خپل تقدير په خپله جوړ ولاى شي . نو څرنګه چې نه په جلا ، جلا توګه هر وګړى دخپل تقدير څېښتن دى او نه يې کومه مجموعه او نه له يوې مخې ټول بني نوع انسان ، نو دا دتقدير ملکيت به اخر دکوم انسان په برخه رسيږي ؟

هغه پوښتنې چې ما په پيل کې له تاسو نه وکړلې تاسو وليدل چې دهغو ځواب نه مازې په (هو) سره ورکول کيداى شي او نه مازې د (نه) په ويلو سره . حقيقت ددې دواړو ترمينځ دى . هغه قوي او ځواکمنه اراده چې دکايناتو دغه نظام چلوي له هغې نه پرته په دنيا کې هيڅ شى کار نه شي کولاى ، کار خو لا پريږده چې ژوند هم نه شي کولاى . دايوه هراړخيزه نقشه او پلان دى چې په بشپړ ځواک سره په ځمکه او اسمان کې چليږي په هيچا کې دومره ځواک او قدرت نشته چې ددغې نقشې پرخلاف حرکت وکړي ، يايې بدله کړي ، ياپرې څه اغيزه وکړي زموږ علوم تجربې او مشاهدې ټولې دهمدې خبرې شهادت ورکوي چې دکايناتو په دې ستره پاچاهي کې دهيچا دخود مختارۍ لپاره بالکل ځاى نشته ، هغه قدرت چې داسمان سترو ، سترو سيارو ته دخپلې ټاکلې لارې نه دويښته هومره هم دانحراف اجازه نه ورکوي ، هغه قدرت چې ځمکه يې ديوې ضابطې پر اساس تاويدلو ته اړه کړي ده ، هغه حکومت چې پر اوبو ، هوا ، رڼا ، يخنۍ او تودوخه باندې يې بشپړ کنټرول موجود دى ، کوم قدرت چې دانسان له پيدايښت نه مخکې هغه عوامل او شرايط برابر کړل چې دهغو له امله دځمکې پر مخ دانسان موجوديت امکان پيداکړ ، او هغه قدرت چې که په خپل بې پايه واک او اختيار سره دژوند داسبابو او عواملو په توازن کې لږ شاني بدلون هم راولي ،نو دنړۍ پرمخ به ټول انسانان دسترګو په رپ کې دنيستۍ او فنا کندې ته ولويږي . ددغه ډول بې ساري قدرت تر اغيزو لاندې او سيدونکي انسان لپاره دداسې ازادۍ تصور هم څوک نه شي کولاى چې خپل تقدير لکه څنګه يې چې وغواړي ، هماغه ډول يې جوړ ولاى شي خو دغه ډول ګومان کول هم سم کار نه دى چې ګنې (هغه قدرت چې موږ يې خلق کړي يو ،هغه چې موږ ته يې علم ، غور او فکر ، راده او دفيصلې ځواک راکړی دى ، هغه چې په موږ کې يې دا احساس پيداکړی دى ، چې څه اختيارات لرو ، هغه چې په موږ کې يې داوړتيا او اهليت پيداکړی دى چې په ښو او بدو کې توپير کولاى شو. د دنيا په معاملو کې يو ډول کړندود (طرزالعمل) غوره کړو او بل ډول پريږدو او همدارنګه ځينې نور داسې کارونه کولاى شو چې داختيار پته ترينه لګيږي ) هغه بې ساري قدرت دا ټول کارونه له موږ سره مازې د ټوکو په توګه کړي دي . موږ ته دکايناتو په تدبير او انتظام کې نهايت درجه دقت اوسنجيدګي ښکاريږي ، ټوکه ، لوبه اوتمسخر دکايناتو په يوه عمل کې هم نه ښکاري ،نو له دې امله حقيقت هغه دى چې موږ او تاسو هر يوېې په وجداني توګه احساسوو ، يعنې په حقيقت کې موږ او تاسو هر يوه ته په محدوده او ټاکلې اندازه اختيارات راکړل شوي دي ، له دغو اختياراتو نه په ګټې اخيستلو او استعمالولو کې تريوې مناسبې اندازې پورې ازادهم پريښودل شوي يو ، چې دا ازادۍ حاصل کړاى شوې نه ده ، بلکې راکړل شوي ده ،داچې ددغې ازادۍ مقدار څومره ډول دى ، ددغو اندازو ټاکل مشکله نه بلکې بالکل ناممکنه خبره ده ، خو له دې نه هيڅوک انکار نه شي کولاى ، چې دغه ازادي حتماً شته ، او دکايناتو په جهاني پلان کې زموږ لپاره همدغه ځاى ټاکل شوی دى چې موږ په يوه محدوده پيمانه د يوه ازاد لوبغاړي په توګه رول ولوبوو . زموږ لپاره دلته همدومره ازادي شته چې په پلان کې يې ګنجايش موجود وي . موږ په اخلاقي توګه په حقيقت کې همدومره مسؤل يو څومره چې ازادي رابښل شوي ده داچې په دغو دواړو امورو کې موږ څومره ازاد يو او دخپلو اعمالو له امله څومره مسؤل يو ، زموږ دعلم او پوهې له ساحې نه وتلې خبره ده . پدې باندې يوازې همدغه قدرت پوهيږي چې موږ ته يې په خپل پلان کې دغه دريځ ټاکلى دى ، داهغه الواک (نظر) دى چې په دغه برخه کې مذهب غوره کړی دى . مذهب له يوې خوانه موږ ته پرخداى (ج) چې قادر مطلق دى ، دايمان راوړلو بلنه راکوي چې څرګنده معنى او مفهوم يې دادى چې موږ او زموږ شاوخوا ته ټوله نړۍ دهغه قدرت په مخکې محکومه ده او هيڅ شى هم دهغه دبې ساري قدرت ترساحې وتلي نه دي ، له بلې خوانه هغه موږ ته اخلاقي تصورات رابښي ، په نيکۍ اوبدۍ کې توپير کوي ، او موږ ته وايې چې که دغه لار موغوره کړه ، نونجات به ومومې او که په بله لار لاړ شې ،نو سزا به درکړى شي . داخبره يوازې په هغه صورت کې معقوله ګڼل کيداى شي چې موږ په واقعي توګه په خپل اختيار دخپل ژوند دلارې په غوره کولو کې ازاد اوسو .

 

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

%d bloggers like this: