دنيت اهميت په اسلام كې

[featured_image]
داونلود کنید
Download is available until [expire_date]
  • Version
  • داونلود کنید 0
  • اندازه فايل 123.23 KB
  • تعداد فايل 1
  • د جوړيدو نيټه نوومبر 2, 2022
  • وروستى آپډيټ نوومبر 2, 2022

دنيت اهميت په اسلام كې

لړليك

شميره     عنوان                                                                                                                                                                                                               پاڼه

  1. سريزه. 2
  2. دلارښود استاد تقريظ... 5
  3. اول فصل : دنيت او عمل تعريفونه. 6
  4. لمړي مبحث : دنيت اوعمل لغوي اواصطلاحي تعريفونه. 6
  5. دوهم مبحث :دنيت حقيقت او مفهوم. 6
  6. دريم مبحث :په اسلام کي دنيت ارزښت... 10
  7. څلورم مبحث :په نبوي احاديثو کي دنيت فضيلت... 13
  8. دوهم فصل: دنيت اقسام. 15
  9. لومړي مبحث :دنيت اقسام. 15
  10. دوهم مبحث :دنيت شرطونه. 23
  11. دريم مبحث :دنيت او خواهش فرق.. 23
  12. څلورم مبحث : دخراب نيت تأثيرات اوغوره نيت... 26
  13. دريم فصل :په نيتونو پوري داعمالو تړاؤ. 29
  14. لومړي مبحث: عملونه په نيتونو پوري اړه لري... 29
  15. لومړي مطلب :دنيت پرته ثواب نشته. 37
  16. دوهم مطلب : انسان په نيت سره ځان ترعمل لوړو درجوته رسوي... 39
  17. دوهم مبحث :عادات په صالحونيتونو سره عبادات ګرځي.. 43
  18. دريم مبحث:نيت په کومو شيانو کي دصحت او کومو کي دثواب شرط دي... 45
  19. څلورم مبحث :په خراب نيت باندي جزاء ورکول کيږي... 47
  20. پايله. 51
  21. ماخذونه. 52

 

سريزه

الحمدالله  رب العالمين  والعاقبة للمتقين والصلوة والسلام علي محمد مصطفيٰ صل الله عليه والسلم واشهدان الا اله الا الله واشهد ان محمدا عبده والرسوله. نستعينه ونستغفره ونتوب اليه ونؤمن به ونتوكل علي الله تبارك وتعالي ومن يهده الله فلامضل له ومن يضله فلاهادي له، ونصل علي محمد وعلي آل محمد كما صليت علي ابراهيم وعلي آل ابراهيم انك حميد مجيد،

اما بعد:

دلوړوزده كړو دوزارت داصولو سره سم هر محصل چي كله فارغه كيږي نو دخپل تحصلي كال په اخيره كي يوه ليكنه كوي ،نو ماهم خپل قلم ته لاس كړه ترڅو يوه ليكنه وكړم نو مي د (دنيت اهميت په اسلام كي) ترعنوان لاندي ليكنه شروع كړه او ترخپله توان پوري مي په دي ليكنه كي خپل قلم وژړوئ.

دموضوع اهميت:

څرنګه چي انسان الله تعالي دعبادت لپاره خلق كړيدي ترڅو دالله تعالي ځمكه په عبادت باندي آباده كړي ،نو انسان مكلف دي چي يوازي دالله تعالي عبادت وكړي او دهغه رضاء لاسته راوړي.

همدارنګه دهر عبادت جزااو بدله دانسان به نيت پوري اړه لري كه دانسان نيت ديو كار په كولو كي خير وي نو الله تعالي ورته دنيكو بدله وركوي او كه يي نيت شر او بدي وي  الله تعالي به ورته د شر بدله وركوي، دهر څه نه مخكي لازمه ده چي انسان دهر عمل دكولو لپاره خپل نيت جوړكړي چي دداسي نيت دجوړلو لپاره ترڅو دانسان  دخير سبب وګرځيږي بايد چي لومړي دنيت تعريف ،شرطونه ،اقسام ... او داسي نور ضروري مسايل وپيژني وروسته دهغه مطابق اقدام وكړي. نن ورځ موږ ډير كسان په خپله مسلمانه ټولنه كي وينو چي مختلف اعمال ترسره كوي ددي لپاره چي داخريت لپاره يي توښه وګرځيږي  ولي دغه اعمال ددي لپاره چي دوي ته دخير سبب وګرځيږي ډير وخت دوي ته دعذاب سبب ګرځي .

 

 

دموضوع دليكني لامل:

لكه څرنګه چي داعمالو اصلي محور دانسان نيت دي ، او دټولني اكثره افراد زه وينم چي اكثره وخت له دي مسئلي سره لاس او ګريوان وي چي اكثرو كسانو يي لوي قرباني وركولو ته تيار وي ولي دنيت جوړولو لپاره ورته اقدام كول يو څه مشكل كار وي او ترډيره وخته پوري همداسي په سرګرداني كي پاته كيږي، نو ماوغوښتل چي دټولني دغه مشكل ته څه ناڅه حل لاره پيداكړم چي زما په نظر دحل لاري لپاره يي يوي ليكني ته ضرورت ؤ، نو ماهم په دي ليكنه باندي شروع وكړه.

دموضوع په هكله پخواني ليكني:

دپورتني مشكل دحل لپاره مي وغوښتل چي پدي هكله باندي كوم ليكلي اثر چي د(نيت) تر عنوان لاندي په مستقله توګه ليكل شوي وي پيداكړم ولي په پښتو يا دري ژبه كي مي كوم داسي اثر ترګوتوپوري رانه غلي يوازي په عربي ژبه كي مي دوي رسالي الاخلاص والنية دابن ابي دنيا او رسالة في تحقيق قواعد النية د وليد بن راشد سعدان  پيداكړي او نورنو دفقهي په كتابونو كي،دفقهي قواعدو په كتابونو كي... او داسي نورو كتابونوكي له دي موضوع څخه په لږ او ډيره اندازه سره بحث شوي ؤ .

دبحث تگلاره:

البته ددي موضوع د ليكني په وخت كي مي له قران كريم،احاديثو لكه بخاري ،مسلم ،ابن ماجه...داسي نورو معتبرو كتابونو او ليكنو څخه استفاده كړيده.

داليكنه په دري فصلونو باندي شامله ده لومړي فصل يي څلورمبحثونه لري چي دنيت او عمل تعريف ،دنيت اهميت ،دنيت فضيلت په نبوي احاديثو كي او دنيت مفهوم او حقيقت موضوعاتو ته شامل دي.

دوهم فصل  هم څلورو مبحثونو لري چي دنيت اقسام،دنيت شرطونه ،دنيت او خواهش فرق اودخراب نيت تاثيرات او غوره نيت موضوعاتو ته شامل دي.

همدارنګه دريم فصل هم څلورمبحثونه لري چي لومړي مبحث يي بيا دوه مطلبونو ته تقسيم شويدي په دي فصل كي دنيت تړاؤ له اعمالو سره په مختلفو مواردو كي تر بحث لاندي نيول شويدي لكه دنيت پرته ثواب نشته ،ټول اعمال دانسان په نيت پوري اړه لري ، په خراب نيت باندي جزاء ... او داسي نورو موضوعاتو ته شامل دي.

ديادولو وړخبره يي بولم چي ددي ليكني په جريان كي زما لارښود استاد ښاغلي ضياء الرحمن (مشك عالمزي) صاحب په خپلو نيكو اوپرځاي مشورو سره زما داليكنه  نوره هم شكلي او قوي كړه چي خپله هيڅ ډول همكاري يي راڅخه نه ده سپمولي الله تعالي دي ورته دنيكو په تله كي حساب كړي. امين ثم امين

وما ذالك علي الله بعزيز

دادالله (هدايت شُكري)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلارښود استاد تقريظ

دشرعياتو پوهنځي قدرمن مقام ته!

                       السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

قدرمنو: داچي زه دمحترم دادالله دعبدالجبار زوي دشرعياتو پوهنځي داسلامي تعليماتو دڅانګي د ۱۳۹۲ ه ل کال  فارغ دمونوګراف داعلمي موضوع چي د(نيت اهميت په اسلام کي) ترعنوان لاندي ليکلي دلارښود استاد په صفت تعين شوي وم ليکنه يي داسي ارزوم.

۱ – نوموړي ورور داليکنه په روانه پښتو ژبه کړي تر زياته حده يي دپښتو دګرامري اصولو مراعت کړي.

۲ – دعلمي معتبرو ماخذونو او سرچينو څخه يي استفاده کړي.

۳ – دموضوع په اړه يي صحيح معلومات او راجح نظرونه راټول کړي چي دمونوګراف دموضوع دليکني په اړه کافي بلل کيږي.

نوموړي تل له ماسره دموضوع  په اړه مشوري کړي او په ورين تندي يي زما نيوکي قبولي کړي ، زه يي ليکنه دليسانس ددوري څخه دفراغت دشرط په توګه مثبته ارزوم او په راتلونکي کي ورته دالله جل جلاله له ستر دربار څخه ورته دلازياتو برياوو غوښتونکي يم.

 

والسلام

ضياء الرحمن (مشک عالم زي)

دشرعياتو پوهنځي دعلمي کدر غړي

 

 

 

 

اول فصل : دنيت او عمل تعريفونه

لمړي مبحث : دنيت اوعمل لغوي اواصطلاحي تعريفونه

۱ - نيت په لغت کي:

نيت دنات نيتاً له باب څخه دي په معني د ميلان کولو او يو شي ته دکږيدلو په معنيْ سره دي[1].

يانيت قصد کول دي دهغه حاجت لپاره چي يو شخص ورته عزم او تصميم نيسي[2].

۲ - نيت په اصطلاح کي:

دفعل په ايجاب کي داطاعت او الله تعالي ته دنژديوالي قصد کولو ته نيت ويل کيږي[3].

۳ - عمل په لغت کي:

عمل چي جمع يي أعمال دي په معني د ديو کار کولو قصد ته وايي[4].

۴ - عمل په اصطلاح کي:

داندامونو او زړونو عمومي افعالو ته عمل ويل کيږي.

يا په بل عبارت ديوه قولي يافعلي کار په اندام يا زړه سره منځ ته راوړلو ته عمل ويل کيږي[5].

 

دوهم مبحث :دنيت حقيقت او مفهوم

۱ - دنيت حقيقت :

مؤلف (امام النووي ) داخلاص په باب کي وايي چي دنيت ځاي زړه دي، او په ټولو اعمالو کي په ژبه باندي ځاي نه لري نو په همدي خاطر هغه څوک چي په ژبه باندي دلمانځه،روژي ،حج،اوداسه او داسي نوروعملونو دارادي په وخت کي نيت وايي نو دغه په ژبه باندي ويونکي بدعت کوونکي بلل کيږي دهغه څه کوم چي دالله تعالي په دين کي نشته.

نو په همدي سبب رسول الله داوداسه، لمانځه،صدقي،روژي اوحج کولو په وخت کي په ژبه باندي نيت نه کوئ ځکه دنيت ځاي زړه دي.

الله تعالي په زړونو باندي خبردي او هيڅ شئ هم له هغه نه پټ نه دي لکه چي فرمايي: قُلْ إِنْ تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يعْلَمْهُ اللَّهُ... () [6]

ژباړه:(اي پيغمبره) ورته ووايه چي كه تاسو دخپل زړه خبري پټي وساتئ او كه څرګندي يي كړئ خو الله تعالي ته معلومي دي.[7]

نو په هرانسان باندي لازمه ده چي په ټولو عباداتو کي نيت يوازي دالله تعالي لپاره خالص کړي او په عبادت کي دي يوازي دالله تعالي درضا او اخرت نيت کوي ،لکه څرنګه چي الله تعالي هم په خپل کلام کي فرمايي : وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ...()[8]

ژباړه: او دوي ته خو فقط داحكم شوي ووچه دالله تعالي عبادت دي كوي دين دي خالص دهغه مني.[9]

ښايي چي په ټولو عباداتو کي نيت دالله تعالي لپاره کړي، دي دي نيت کوئ مثلاً په اوداسه کي اودس کوي دالله تعالي لپاره او دالله تعالي دامر مطابق اودس کوي.

دغه لاندي دري شيان دي :

۱ – دعبادت نيت کول.

۲ – نيت دالله تعالي لپاره کول.

۳ – نيت دالله تعالي دامر مطابق کول.

چي دغه پورته شيان په ټولو عباداتو کي دنيت تکميلوونکي دي.

مؤلف (امام النووي صاحب ) په خپل کتاب (رياض الصالحين) کي يوشمير اياتونه ذکر کړيدي چي ټول يي پدي باندي دلالت کوي چي دنيت ځاي زړه دي او الله سبحان وتعالي دبنده په نيت باندي خبردار دي.

کله داسي يو کار دخلګو په وړاندي ښکاره کوي چي دي يو نيک کار کوي ولي دي يو بد کار کي ځکه دده نيت فاسد وي او الله تعالي خبرداره دي په څه باندي کوم چي په زړه کي وي.

يو انسان ته دقيامت په ورځ باندي دهغه څه مطابق جزاء ورکول کيږي کوم چي يي په زړه کي وي لکه چي الله تعالي فرمايي :

إِنَّهُ عَلَى رَجْعِهِ لَقَادِرٌ () يوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ () فَمَا لَهُ مِنْ قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ()[10]

ژباړه:په كومه ورځ چه پټ رازونه ښكاره كړي شي نو نه به دده خپل طاقت وي او نه به يي څوك كومك كوونكي وي.[11]

همدارنګه په بل آيات کريمه کي فرمايي: آفَلَا يعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ () وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ ()[12]

ژباړه: آياده ته معلومه نه ده چه هر كله دقبرونو نه مړي راپاڅولي شي او دسينو پټ رازونه څرګندكړي شي؟[13]

په آخيرت کي به ثواب او عذات دزړونو په اعتباره باندي وي، مګر په دنيا کي خو په ظاهري اعتباره باندي وي له خلګو سره دظاهري احوالو مطابق وي، لکن که دغه ظاهر له باطن سره مطابق وي نو ظاهر او باطن يي دواړه اصلاح دي او که ظاهر له باطن سره مخالف وي نو زړه هم دنيت مطابق فاسد ګرځي او له دي نو بيا لوي تاوان چيرته ؤ، عمل کوي اوستړي کيږي عمل يي هم له انتقاد سره وي.

په دي باندي بايد پوه يو چي کله يو انسان ديو خير دکار نيت وکړي نو شيطان ورته راځي او ورته وايي چي داکار خو درياء دي چي په دي رنګ يي همت ورماتوي او له هغه کار نه يي ګرځوي، مګر په دي وخت کي بايد دهغه پيروي ونکړي او له هغه کار نه ونه ګرځيږي ، چي دايوازي دشيطان وسوسي دي چي غواړي تاسي له نيک کار نه وګرځوي نو تاسي مه ګرځي.[14]

۲ - دنيت مفهوم:

ديو څو خلګو په نزد نيت څخه مراد اخلاص دي او دنوروخلګو به نزد ريښتني اخلاص دي او دعامو خلګو په نزد دنيت څخه مراد صحيح اراده او نيک مقصد دي.

ديوي ډلي په نزد نيت دزړه دعملونو څخه يو عمل دي چي هغه پر نورو عملونو باندي مخته او وړانديوالي لري، لکه دالله تعالي دامبارک ارشاد هم دي:

يايهاالذين امنوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ()[15]

ژباړه :اي مؤمنانو!تاسو الله تعالي ډير ډير يادوئ[16].

ددغه ايات کريمه په تفسير کي يو قول داهم دي چي دهغي معني څخه مراد خالص دي يعني خاص او پاک، پدي وجه خالص ته کثير وويل شوه.

ددي څخه مراد هغه عمل دي چي په هغه کي نيت خاص دالله تعالي دپاره وي لکه الله تعالي منافقين په دغه ايات کريمه کي دقلت په نامه سره بيان کړيدي:

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا ()[17]

 ژباړه:منافقان الله تعالي ته دوكه وركوي (په خپل خيال كي) حال دادي چي الله تعالي دوي په دوكه كي غورځولي دي او كوم وخت چه لمونځ ته ودريږي نو په زړه ماتي ودريږي اوخلقوته ځانونه ښيئ او الله تعالي دير لږ يادوي.[18]

سورة اخلاص ته په دي وجه سره اخلاص وايي چي يوازي دالله تعالي صفات په کي بيان شويدي نه دجنت نه ددوزخ، نه دوعدي او نه دوعيد او نه دآمر بيان ذکردي چي دي سورة ته سورة توحيد هم ويل شويدي، چي دالله تعالي څخه بغير دبل شئ ذکر پکښي نه شته.خلاصه خبره داده چي عمل بايد له دوه شيانو څخه پاک وي لکه رياء او نفساني خواهشات[19].

دريم مبحث :په اسلام کي دنيت ارزښت

داسلام له نظره دانسان دژوندانه هدف قرب الي الله (الله تعالي ته نژديوالي) دي. چي په دي حقيقت سره دانسان ټول ژوند توجيه کوي او انسان دخلقت هغه لوړ مقصد او هدف ته رسوي چي دهغه دژوندکمال او نيکبختي تأمينوي.

که چيري يوکس داسي نيت ولري چي خپل ټول کارونه عبادات او غير عبادات  الله تعالي ته دنژديوالي په نيت سره ترسره کړي، ټول ژوند ديوه هدف او له الله تعالي سره دملاقات او دعالم له محبوب سره ديوځاي کيدو په خاطر ترسره کوي ، نو له همدي لاري څخه خپلوټولو انساني او الهي اميدونو ته به ورسيږي. که بغيرله دي هدف څخه بل څه ولري نوټول ژوندبه يي  له صحيح لاري څخه خارج وي چي  په ګمراهي او هلاکت کي به لويږي.

نو له دي څخه داسي معلوميږي چي په اسلامي رواياتو کي ولي ويل شوي دي چي نيت دعمل روح بلل کيږي. داچي ويل کيږي چي دعبادت په وخت کي نيت وکړي په دي معني سره نه دي چي مثلا دلمانځه کولو په وخت کي دماسپښين څلور رکعته  الله تعالي ته دنژديوالي په خاطر په ذهن کي ترسيم کړي، بلکه نيت يعني قصد، مقصد درلودل او هدف درلودل اوپه اصطلاح کي ددين نيت په دي معني سره دي چي انسان په عبادت کي نيت دالله تعالي لپاره جوړ کړي. نيت دروح انبعاث دي، انبعاث هغه روح ده چي دالله تعالي په لورباندي پرواز کوي چي همدا نيت له عمل څخه غوره دي.

نيت دهر عبادت روح شميرل کيږي دعبادت ارزښت او دعبادت دپوره کيدل ټول دانسان په نيت پوري اړه لري که چيري دعبادت نيت صحيح نه وي نو که دغه عبادت هرڅومره يي حجم زيات يا کم وي دانسان لپاره کومه ګټه نه لري.

موږ هم په روزمره او عادي کارونو کي نيت ته په ډير قدراو ارزښت سره قايل يو او په کارونو کي ورته زيات ارزښت ورکوو چي بايد صحيح نيت او راش درشه ولرو، دمثال په ډول که يو دوست مو دپوښتني لپاره راته راشي او داسي الفاظ (قربان دي شم، راباندي ګران يي ،زړه مي درپسي خوابدي ؤ....) وکاروي، او موږ هم په دي باندي پوه شو چي واقعاً يي دا الفاظ دمحبت او پيرزويني له مخي اظهارکړل،نو دده دا ډول اراده څرګندول موږ ته زيات ارزښته لري چي زموږ محبت او اراده هم له هغه سره زياتيږي ،مګر که الفاظ يوازي دفريب او دوکي په خاطر کوي ترڅو په آئنده کي رانه استفاده وکړي او په هيڅ صورت يي اراده له موږ سره غم شريکي نه وي نو که هر څومره يي تکرار وي بيا هم زموږ ورسره کومه ښه اراده نه جوړيږي.په ظاهره سره خو دواړه يو ډول معلوميږي ولي دانيت دي چي ددواړو ترمنځ دتفاوت قضاوت کوي.

همدارنګه که يو کس له موږ سره داسي حرکات وکړي چي ظاهراً زموږ احترام ګڼل کيږي، ولي که په دي پوه شو چي په نيت كي يي زموږ سپکاوي  وي، نو زموږ په وړاندي هم دهغه لپاره هيڅ ارزښت نه پاته کيږي. نو په همدي بناء باندي عاقل انسان ديو چا ظاهر ته نه ګوري بلکه دهغه نيت په نظر کي نيسي چي په کومه اراده سره يي کوي.

دلمانځه په واسطه سره انسان کيداي سي داسي مقام او مرتبو ته ورسيږي چي حتي موږ ته يي تصور کول هم مشکل کار وي، دايو منل شوي حقيقت دي چي دالله تعالي ډير اوليا دهمدي لمانځه پواسطه سره هغه مقام ته رسيدلي دي چي موږ يي دتصور کولو څخه بيخي عاجزه يو.خوله بل لوري څخه همدا لمونځ کيداي شي چي انسان دجهنم هغه ترټولو ژورو او کښتو ته ورسوي ، چي دغه دوه متناقض تأثيرات په يوه عمل کي په دوه مختلفو نيتونو پوري اړه لري چي يو يي انسان په کائناتو کي هغه لوړي درجي ته بيايي او بل يي انسان وجهنم ته غورځوي.

نيت دانسان اعمال تر دومره اندازي پوري تر تأثير لاندي راولي چي دعبادتي کارونو او عبادت معياريي يوازي همدانيت  ټاکلي دي ولي مهمه داده چي عبادت په کومه انګيزه سره ترسره کيږي.

نيت په اعمالو کي دومره اهميت لري چي کولاي شوخپل ټول کارونه په عبادت سره بدل کړو لکه خوړل، څښل، ويده کيدل...البته داپه هغه صورت کي چي په ټولو کارونو کي مو نيت يوازي دالله تعالي رضايت وي. که په ټوله ناسته پاسته کي زموږ قصد واقعاً دالله تعالي رضايت او دهغه خوشحاله کول وي نو داعمل مو ټوله عبادت بلل کيږي.

يوه خبره بايد ياد ولرو چي دخاصو عباداتو (لمونځ، روژه، زکاة...) څخه نوراعمال لکه خوړل، تفريح کول... فرق په دي کي لري که داکارونه دالله تعالي درضايت په نيت سره نه شي ترسره نو کوم مشکل نه لري او سبب دجهنم نه ګرځي ، ولي هغه خاص عبادات چي لوړ يي يادونه وشوه که درياء يا کوم بل نيت سره ترسره شي نو انسان جهنم ته غورځوي.

چي په دي خبره باندي يوځل بيا هم تأکيد کوم چي دمخصوصو عباداتو په برخه کي په نيت باندي بايد ډيرحساس اوسو که مو نيت صحيح وي نو انسان به هغه قيمتي ملغلره وي چي دتقرب الي الله (الله تعالي ته دنژديوالي) هغي ترټولو لوړ تريني درجي ته رسوي چي هيڅ تصور يي نه شي کيدلاى، او که په دې امورو کي زموږ نيت فاسد شي نو بيا به دغه قيمتي ملغلره نه يوازي داچي له خپل ارزښت څخه ولويږي بلکه په يوه داسي مضر عنصر سره به بدليږي چي انسان به وجهنم ته رسوي.[20]

دحضرت سفيان ثوري رحمة الله عليه څخه وپوښتل شوه چي دنيت عوض به ورکول کيږي؟په جواب کي هغه ورته وويل بلي! که چيري ريښتني نيت او اراده يي وي نو عوض به يي ورکول کيږي.

په يو بل روايت کي ويل شوي دي چي يو بنده نيک عملونه کوي او ملائکي به په ټاپه شوي صحيفو کي هغه الله تعالي ته وروړي نو الله تعالي به امر وکړي چي داصحيفي وغورځوي دغه بنده داعملونه زما درضاء لپاره نه دي کړي دده لپاره فلاني او فلاني عملونه وليکي نو به ملائکي په جواب کي ووايي چي اي زموږ ربه ! دابنده خو داسي هيڅ عمل نه دي کړي نو په جواب کي به ورته وويل سي چي دابنده دغه عمل يا عملونه نيت کړي وو.

دابو کهثه انصاري په حديث کي داسي رانقل دي چي دخلګو څلور قسمونه دي په هغو کي يو هغه نفر دي چي الله تعالي هغه ته علم او مال ورکړي وي او هغه دخپل مال او علم په ذريعه عملونه کړيوي او بل طرف ته يو بل نفر بيا وايي که چيري ماته الله تعالي داسي مال او علم راکړي وايي مابه هم داسي کړي وايي نو په نيکي کي دواړه سره برابر دي، په همدي ډول بل داسي نفر دي چي الله تعالي مال ورکړي وي خو علم يي نه وي ورکړي نو دخپل جهالت څخه هغه فساد پيداکړي وي، اوبل طرف ته يو بل نفر ووايي که چيري ماته داسي مال الله تعالي راکړي وايي مابه هم داسي کړي وايي په ګناه کي دواړه سره يو دي . حاصل داچي په ښه نيت سره دواړه  په ښه عملونو کي سره شريک شول او په بد نيت بيا دواړه په ګناه کي سره شريک شول[21].

څلورم مبحث :په نبوي احاديثو کي دنيت فضيلت

په دي مورد کي درسول الله صل الله عليه وسلم څخه زيات احاديث روايت شويدي چي ځيني يي په لاندي ډول سره دي:

۱ - عَنْ أَبِى هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ لاَينْظُرُإِلَى صُوَرِكُمْ وَأَمْوَالِكُمْ وَلَكِنْ ينْظُرُإِلَى قُلُوبِكُمْ وَأَعْمَالِكُمْ »[22]

ژباړه: بيشکه الله تعالي ستاسي شکلونو او اموالو(دارايي) ته نه ګوري ،ليکن (الله تعالي) ستاسي زړونو(نيتونو) او اعمالوته ګوري.

۲ - أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ - رَضِي اللَّهُ عَنْهُ - قَال : لَمَّا خَرَجَ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ فِي غَزْوَةِ تَبُوكَ قَال : " إِنَّ بِالْمَدِينَةِ أَقْوَامًا خَلْفَنَا ، مَا سَلَكْنَا شِعْبًا وَلاَ وَادِيا إِلاَّ وَهُمْ مَعَنَا فِيهِ ، حَبَسَهُمُ الْعُذْرُ .[23]

ژباړه:انس بن مالک رضي الله عنهفرمايي :کله چه رسول الله صل الله عليه وسلم دتبوک غزا ته تللي ؤ نو يي وفرمايل: بيشکه په مدينه کي ځيني خلګ کي له موږ نه پاته شويدي، چي نه يي له موږ سره کومه دره اوشيله طئ کړيده مګر دوي له موږ سره په دي ثواب کي شريک دي، ځکه دوي دعذر په خاطر باندي پاته شويدي (که نه نودتللو اراده يي درلودل).

۳ وَبِحَدِيثِ عن أَبِي بَكْرَةَ - رَضِي اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّهُ قَال : سَمِعْتُ رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ يقُول : إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيفَيهِمَا فَالْقَاتِل وَالْمَقْتُول فِي النَّارِ . فَقُلْتُ : يا رَسُول اللَّهِ هَذَا الْقَاتِل فَمَا بَال الْمَقْتُول ؟ قَال : إِنَّهُ كَانَ حَرِيصًا عَلَى قَتْل صَاحِبِهِ .[24]

ژباړه: ابوبکر صديق رضي الله عنهفرمايي، چه ماله رسول الله نه واوريدل چي فرمايل يي : کله چي دوه مسلمانان سره توره په توره (په جګړه) شي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کي دي. ماورته وويل : اي دالله رسوله داخو قاتل دي (چه اورته به ورځي) نو دمقتول ګناه څه ده (چي اورته به ځي)؟ ، نو رسول الله وفرمايل دي (مقتول) به ځکه اورته لويږي چي دي هم دهغه قاتل په مرګ باندي حريص ؤ.

۴ -  عَنْ أَبِى هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يعْمَلْهَا كُتِبَتْ لَهُ حَسَنَةً وَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَعَمِلَهَا كُتِبَتْ لَهُ عَشْرًا إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ وَمَنْ هَمَّ بِسَيئَةٍ فَلَمْ يعْمَلْهَا لَمْ تُكْتَبْ وَإِنْ عَمِلَهَا كُتِبَتْ »[25]

ژباړه: له ابي هريرة نه روايت دي چي فرمايي، رسول الله وفرمايل : څوک چي دنيکي نيت وکړي ولي هغه ترسره نه کړي نو الله تعالي ورته ثواب دهغه نيکي ورکوي او څوک چي دنيکي نيت وکړي او بيا هغه ترسره کړي نو الله تعالي ته ده له لسو نه تراووه سوه چنده پوري نيکي وليکئ، او څوک چي دکومي بدي نيت وکړي او هغه ترسره نه کړي نو دده لپاره به نه ليکل کيږي او که هغه ترسره هم کړي نو بيا ورته ليکل کيږي (په يوه باندي).

۵ - عنْ أَبِى هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « صَلاَةُ الرَّجُلِ فِى جَمَاعَةٍ تَزِيدُ عَلَى صَلاَتِهِ فِى بَيتِهِ وَصَلاَتِهِ فِى سُوقِهِ بِضْعًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً وَذَلِكَ أَنَّ أَحَدَهُمْ إِذَا تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ ثُمَّ أَتَى الْمَسْجِدَ لاَ ينْهَزُهُ إِلاَّ الصَّلاَةُ لاَ يرِيدُ إِلاَّ الصَّلاَةَ فَلَمْ يخْطُ خَطْوَةً إِلاَّ رُفِعَ لَهُ بِهَا دَرَجَةٌ وَحُطَّ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَةٌ حَتَّى يدْخُلَ الْمَسْجِدَ فَإِذَا دَخَلَ الْمَسْجِدَ كَانَ فِى الصَّلاَةِ مَا كَانَتِ الصَّلاَةُ هِىَ تَحْبِسُهُ وَالْمَلاَئِكَةُ يصَلُّونَ عَلَى أَحَدِكُمْ مَا دَامَ فِى مَجْلِسِهِ الَّذِى صَلَّى فِيهِ يقُولُونَ اللَّهُمَّ ارْحَمْهُ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ اللَّهُمَّ تُبْ عَلَيهِ مَا لَمْ يؤْذِ فِيهِ مَا لَمْ يحْدِثْ فِيهِ ».[26]

ژباړه:له ابوهريرة رضي الله عنه نه روايت دي فرمايي چي رسول الله وفرمايل: دسړي لمونځ په جماعت باندي کول دکوراو بازارترلمانځه څوويشت درجي زيات دي او همدارنګه کوم څوک چي له تاسي نه بهترين اودس وکړي او بيا مسجد ته راشي او په بل هيڅ کارباندي مشغول نه شي مګر په لمانځه باندي او بيله لمانځه نه يي بله هيڅ اراده نه وي، نو هيڅ داسي ګام به پورته کوي مګر داسي الله تعالي يي په هغه سره يوه درجه پورته کوي او يوه خطاء يي ترينه ليري کوي تر داسي وخته پوري ترڅو چي مسجد ته داخل شي کله چي مسجد ته داخل شي نو دي په لمانځه کي داخل دي (که څه هم لادجماعت وخت نه وي) ترکله چي دي په لمانځه وي اوملايکي هر يوه ته ستاسي لپاره دعاء کوي تر هغه وخته پوري چي تاسي په همدي مجلس کي دلمانځه (دذکر)ياست، ملايکه داسي دعاءکوي اي الله! په ده باندي رحم وکړه، اي الله! ده ته بخښه وکړه ،اي الله!دده توبه قبوله کړه، ترهغه وخته پوري (ملايکي دعاءکوي) ترڅوي چي چاته تکليف نه وي رسولي او يا خبري نه وي کړي.

اوداسي نور احاديث ډير دي چي موږ دنيت له اهميت څخه خبروي او دهغه نيک انجام راته په ګوته کوي .

دوهم فصل: دنيت اقسام

لومړي مبحث :دنيت اقسام

نيت دهدف او مقصد په اعتبار سره په دري ډوله دي:

۱ – قبيح (فاسد) نيت:

داهغه قسم نيت دي چي شريعت دهغه بدي بيان کړي ده او هغه يي بد ګڼلي دي لکه داهل نفاق ،شقاق او رياء والا په دنيوي امورو کي چي يوازي دنفس او خواهشاتو متابعت کوي او بس.

۲ – حسن (ښه) نيت:

په دي نيت کي هدف يوازي اخروي امور وي لکه ثواب ، جنت ته داخليدل، له عذاب او جهنم څخه دځان ساتل.

۳ – أحسن (بهترين) نيت :

په دي نيت کي هدف نه دنيوي اموروي او نه هم اخروي امور وي بلکه هدف يي خالص الله تعالي وجه او رضا وي، چي له دي ډول نيت څخه په صادقه نيت سره هم تعبير کيږي.[27]

نيت په قران کي:

په قران کريم کي نيت ته په څلورو مسائلو کي اشاره شويده :

۱ – يوازي دالله تعالي لپاره نيت:

په ټولو چارو کي ستا قصد او نيت يوازي بايد دالله تعالي لپاره وي او بيله دي څخه بل هيڅ نه وي. ددي ته بايد پاملرنه وکړي چي ستا ټول کارونه دلله تعالي په لار او الله تعالي ته دنژدي والي په خاطر وي.[28]

چي په دي اړوند زيات شمير اياتونه روايت چي له ځينو نه يي په لاندي ډول يادونه کؤ:

وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ...()[29]

ژباړه:اوکوشش کوئ په (لاره دجهاد،طاعت،اورضاءد) الله په حق دجهاد دهغه سره دغه الله غوره کړي يئ تاسي...

وَمَا لِأَحَدٍ عِنْدَهُ مِنْ نِعْمَةٍ تُجْزَى () إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَى () وَلَسَوْفَ يرْضَى ()[30]

ژباړه:اونه وهيچالره په نزد دده هيڅ نعمت احسان چه بدل ئي ورکاوه شي مګر لپاره دطلب درضاء درب خپل چه ډير لوي دي او خامخاژر ده چه دي به راضي شي.

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يحِبُّ الْمُعْتَدِينَ ()[31]

ژباړه : او جنګ کوئ(اي مؤمنانو!) په لاره دلله کښي له هغو کسانو سره چه جنګ کوي له تاسي سره او مه کوئ زيادت (پرهيچا باندي اي مؤمنانو!) بيشکه چه الله نه خوښوي تيريدونکي له حده.

فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا ()[32]

ژباړه:پس سجده کوئ تاسي(خاص) الله ته اوعبادت کوي دهم دغه (الله نه دنورو).

۲ – دواقعي بندګانومخلص اوپاک نيت

په دي برخه کي الله تعالي خپلو واقعي بندګانو ته دهغوي دپاکو نيتونو او مقصدونو خبر ورکوي او دداډول نيتونو لرونکو زړونو له محصول او عظمت څخه يي خبروي. چي دايوازي دخالصونيتونو ثمره ګڼل کيږي[33]. چي له دي ډول نيتونو څخه الله تعالي په خپل کلام کي داسي يادونه کوي:

إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِي لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ()[34]

ژباړه: بيشکه ما ګرځولي (متوجه کړي) مي دي مخ خپل هغه ذات ته چه پيدا کړي يي دي اسمانونه او ځمکه حال داچه حنيف يم (ګرځيدونکي يم له ټولو باطلو اديانو څخه حق دين ته) او نه يم زه له مشرکانو.

وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيةً وَيدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيئَةَ أُولَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ ()[35]

ژباړه: اوهغه کسان چه صبر کوي لپاره دطلب درضا درب خپل( په مالي او جاني مصائبو يا دشرعي يا دجهاد دتکاليفو) او قائموي (سم اداء کوي له ټولو حقوقو په ترتيب سره) لمونځ او نفقه کوي(لګوي په لاره دالله کي) ځيني له هغه(حلالو امولو) نه چه ورکړي دي موږ دوي ته هم په پټه او هم په ښکاره(خفياً او ظاهراً) او دفع کوي دوي په نيکي سره بدي دغه کسان موصوف په دغو صفاتو شته دوي ته (ښه) عاقبت ددار(دآخرت).

فَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ذَلِكَ خَيرٌ لِلَّذِينَ يرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ()[36]

ژباړه:پس ورکړه (اي مؤمنه!) خاوند دقرابت ته حق دده (چه نيکي او صلة الرحمي ده) او محتاج ته او مسافر ته دغه خير غوره دي (له امساک څخه) لپاره دهغو کسانو چه اراده لري دثواب (رضاء) دالله او هم دغه ورکوونکي هم دوي دي خلاصيدونکي کامياب.

...وَمَا آتَيتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ()[37]

ژباړه:او هر هغه څه چه ورکوئ ئي تاسي له زکات څخه چه اراده لرئ تاسي په هغه سره دثواب (درضاء) دالله پس دغه هم دوي دي زياتوونکي (دحسناتوخپلو).

وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِي يرِيدُونَ وَجْهَهُ ... ()[38]

ژباړه: اومه شړه هغه کسان چه بولي دوي( عبادت کوي) درب خپل په اول دورځي او په آخر دورځي (سبا او بيګا) کښي چه غواړي دوي (عبادت سره) دالله تعالي.

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا ()[39]

ژباړه:نيکان وايي بيشکه موږ تاسي ته خواړه درکوه خاص دالله تعالي درضاء لپاره او له تاسي نه هيڅ بدله او شکر نه غواړو.

وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِي يرِيدُونَ وَجْهَهُ ... ()[40]

ژباړه :او صبرکړه نفس خپل له هغو کسانو سره چي بولي (عبادت کوي) درب خپل په سبب(او دورځي) او بيګا (آخر دورځي يعني هر کله) غواړي دوي ذات (يارضاء) دالله.

وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَي وَعَلَى وَالِدَي وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ()[41]

ژباړه: اووويل سليمان اي ربه ځماالهام وکړه ماته (راپه برخه کړه) داچه شکر وکړم دنعمت ستا هغه چه انعام کړي دي تا پر ما او پر مور پلار ځما او بل داچه کوم زه عمل نيک چه(په فضل خپل سره) خښوي ته هغه او ننه باسه ما(او يو ځاي کړه ما) په رحمت خپل سره په (هغو) بندګانو خپلو کښي چه صالحان دي.

حَتَّى إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَي وَعَلَى وَالِدَي وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيتِي إِنِّي تُبْتُ إِلَيكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ ()[42]

ژباړه:ترهغه پوري کله چي ورسيد دي قوت(دهوښياري) خپلي ته اوورسيد څلويښت کلونونوته وويل ده اي ربه زما الهام وکړي ماته په زړه کي توفيق راکړي په دي چي شکر اداء کړم دنعمت ستا هغه (اسلام) چي انعام کړي دي تا پر ما باندي او په موراو پلار زما باندي او (بل دا راته الهام وکړه) چي عمل وکړم نيک چي راضي کيږي ته په هغه اوصلاحيت کيږده ته (ياالله) په اولاده زما کښي بيشکه ما توبه کړي ده تاته او بيشکه يم زه له حکم منونکيو څخه ستا.

۳ – الله تعالي په ټولو نيتونو باندي خبرداردي:

په بل ځاي کي ودي نکتي ته اشاره کوي هغه څه چي ستاسو په زړه وي په هغه باندي الله تعالي خبردار، حاضر او ليدونکي دي نو دانسان نيت بايد دهغه په حضور کي يوازي دالله تعالي وي او بل هيڅ نه وي.[43]

په دي اړوند الله تعالي داسي فرمايي:

[وَ إِذا لَقُوکُمْ قالُوا آمَنَّا وَ إِذا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيکُمُ الْأَنامِلَ مِنَ الْغَيظِ قُلْ مُوتُوا بِغَيظِکُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][44]

ژباړه: اوکله چي يو ځاي شي دوي له تاسي سره نو وايي دوي ايمان مو راوړي دي،اوکله چي يوازي شي دوي نو چيچي دوي په تاسي باندي سرونه دګوتو له قهره،ووايه (اي محمده! دوي ته) مړه شئ! په قهر خپل سره بيشکه چه الله عالم دي په هغو (خبروهم) چه په سينو(زړونو) کي دي.

[... وَ لِيبْتَلِي اللَّهُ ما فِي صُدُورِکُمْ وَ لِيمَحِّصَ ما فِي قُلُوبِکُمْ وَ اللَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][45]

ژباړه: او (دغه معامله الله تعالي په احد کي وکړه) لپاره ددي چه وازموئي الله تعالي هغه شي چي ستاسي په سينو کي دي او ددي لپاره چه ښکاره کړي (الله) هغه شي چه په زړونو ستاسي کي دي او الله ښه عالم دي په هغو خبرو چه په سينو کي پرتي دي.

[وَ اذْکُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيکُمْ وَ مِيثاقَهُ الَّذِي واثَقَکُمْ بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنا وَ أَطَعْنا وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][46]

ژباړه: او ياد کړئ تاسي نعمت دالله پر تاسي (چه اسلام دي) او (ياد کړئ) عهد محکم دالله هغه (عهد) چه محکموالي کړي دي (الله) له تاسي سره په هغه سره کله چه وويل تاسي واوريده موږ (وينا ستا) او ومو منه (فرمان ستا) اووويريږئ له الله (په هيرولو دنعمت او ماتولو دبيعت کښي) بيشکه چه الله ښه عالم دي په خبرودسينو.

[أَلا إِنَّهُمْ يثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيسْتَخْفُوامِنْهُ أَلاحِينَ يسْتَغْشُونَ ثِيابَهُمْ يعْلَمُ ما يسِرُّونَ وَما يعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][47]

ژباړه:خبردار اوسي بيشکه دا تاووي سيني خپلي (او پټوي عداوت درسول په زړونو خپلو کي) لپاره ددي چه پټ کړي (داعداوت) له الله نه، واورئ خبردار اوسي په هغه وقت کي چه واغوندي دوي جامي خپلي عالم دي (الله) په هغه څيز چه پټوي ئي دوي( په سينو خپلو کي) او هغه څيز چه ښکاره کوي يي (په ژبوخپلو) بيشکه الله ښه خبردار دي په پټو خبرو دسينو (هم).

[وَ لَئِنْ جاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّکَ لَيقُولُنَّ إِنَّا کُنَّا مَعَکُمْ أَ وَ لَيسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِما فِي صُدُورِ الْعالَمِينَ‏][48]

ژباړه: او قسم دي که چيري راشي مددګاري(دمؤمنانو) له (طرفه) درب ستا(چه فتح او غنيمت يوسي) نو خامخا وبه وائي دغه(منافقان) هرومروبيشکه موږله تاسي سره يو (په ايمان کي نو په غنيمت کي مو شريک کړئ!)

[إِنَّ اللَّهَ عالِمُ غَيبِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][49]

ژباړه: بيشکه چه الله عالم دي په پټودآسمانونواو دځمکي بيشکه الله ښه عالم دي پرهغو خبرو چه پټي دي په سينو(زړونو) کي.

[وَ أَسِرُّوا قَوْلَکُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ][50]

ژباړه:او که پټوئ تاسي خبره خپله او که ښکاروئ بيشکه الله تعالي پري ښه عالم او خبردار دي په پټوخبرودسينو باندي هم.

۴ – ناپاکه او لړلي نيتونه :

په دي برخه الله تعالي هغه کسانو ته چي غيري الهي ، ناپاکه او لړلي نيتونه لري اشاره کړيده، او دداډول نيتونو خاوندان يي ظالمان او ګمراهان بللي دي او هغوي سزاء يي جهنم ګڼلي دي[51]،

لکه چي الله تعالي فرمايي:

[قُلْ إِنْ تُخْفُواما فِي صُدُورِکُمْ أَوْتُبْدُوهُ يعْلَمْهُ اللَّهُ وَيعْلَمُ ما فِي السَّماواتِ وَما فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ عَلى‏ کُلِّ شَي‏ءٍ قَدِيرٌ] [52]

ژباړه:ووايه(اي محمده! دوي ته) که پټ کړئ تاسي هغه شي چه ستاسي په سينو (زړونو) کي دي يا يي ښکاره کړئ تاسي هغه – معلوم دي هغه (هم) پاک الله ته ، او معلوم دي الله ته ټول هغه شيان چه په اسمانونو کي دي او هغه شيان چه په ځمکه کي دي او الله پر هر شي باندي ښه قادر دي.

[أَ لَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما لَکُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِي وَ لا نَصِيرٍ][53]

ژباړه:آيانه پوهيږي ته چه بيشکه سلطنت داسمانواوځمکي الله لره دي اونشته تاسي ته غيرله الله نه هيڅ دوست او مددګار.

[وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ يتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْداداً يحِبُّونَهُمْ کَحُبِّ اللَّهِ وَ الَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَ لَوْ يرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يرَوْنَ الْعَذابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَ أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذابِ‏][54]

ژباړه: اوځيني له خلقو څخه هغه څوک دي چه نيسي بي له الله څخه شريکان چه مينه کوي دوي په هغوي باندي لکه چه مينه کوي په الله او هغه کسان چه ايمان ئي راوړي دي ډير ټينګ دي له جهته دميني له الله سره،اوکه وويني هغه کسان چه ظلم ئي کړي دي (په خپلو نفسونو په شرک سره) په هغه وختت کي چه وويني دوي عذاب چه بيشکه قوت خاص الله لره دي ټول اوبيشکه چه الله سخت عذاب ورکوونکي دي (نو دبتانو عبادت به ئي نه کاوه).

[لَيسَ بِأَمانِيکُمْ وَ لا أَمانِي أَهْلِ الْکِتابِ مَنْ يعْمَلْ سُوءاً يجْزَ بِهِ وَ لا يجِدْ لَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلِيا وَ لا نَصِيراً][55]

ژباړه:نه دي (ثواب اوعقاب مرتب) پراميدونو ستاسي اونه پر اميدونو داهل الکتاب (بلکه پرښو عملونو پوري مربوط دي) هرڅوک چه وکړي ناکاره کار نوجزا به ورکړه شي ده ته په هغه سره اونه به مومي دغه (ګنهګار) دځان دپاره بي له الله نه هيڅ ولي (دوست) اونه مددګار.

[قُلْ أَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ ما لا يمْلِکُ لَکُمْ ضَرًّا وَ لا نَفْعاً وَ اللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ‏][56]

ژباړه: ووايه(اي محمده! دوي ته چه) آيا عبادت کوئ تاسي بي له الله څخه دهغه شي چه مالک نه دي لپاره ستاسي د(دفع کولو د) ضرر او نه د(رسولو د) نفع او الله هم دي دي ښه اوريدونکي (دټولو اقوالو) ښه عالم دي (په پټو احوالو).

[قُلْ أَ نَدْعُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ ما لا ينْفَعُنا وَ لا يضُرُّنا ...][57]

ژباړه: ووايه(اي محمده! دوي ته) آيا عبادت وکړو موږ غير له الله نه هغه شي ته چه نه نفع رسولي شي موږ ته او نه تاوان رسولي شي موږ ته ...

[إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ عِبادٌ أَمْثالُکُمْ فَادْعُوهُمْ فَلْيسْتَجِيبُوا لَکُمْ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِينَ‏][58]

ژباړه:بيشکه هغه کسان چه عبادت کوئ تاسي (اي مشرکانو! ددوي او بولئ يي) بي له الله مملوکان دي په شان ستاسي نو وبولئ تاسي دوي نو ودي مني دوي (دغه بلنه) ستاسي که يئ تاسي صاد قان.

[أُفٍّ لَکُمْ وَ لِما تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَ فَلا تَعْقِلُونَ‏][59]

ژباړه: افسوس دي تاسي ته او هغه ته چه عبادت ئي کوئ بي له الله نو آيا نه لرئ تاسي دومره عقل هم (چه دخپلو افعالو په قباحت او بدي وپوهيږئ).

[ذلِکَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَ أَنَّ ما يدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْباطِلُ وَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِي الْکَبِيرُ][60]

ژباړه: دغه (مرسته په دي ده چه) بيشکه الله هم دي،دي حق ثابت او بيشکه هغه چه بولي ئي (کفاراو عبادت ئي کوي) بي له الله څخه هم دغه باطل دي او بيشکه الله هم دي (له ټولو څخه) ښه لوړ ښه لوي دي.

 

دوهم مبحث :دنيت شرطونه

اول شرط: اسلام دي ،يعني مسلمان به وي ځکه نو دکافر عبادات نه صحيح کيږي.

دوهم شرط: تميز دعقل دي، يعني عقلمند به وي ځکه نودکوچني مميز اوليوني عبادت نه صحيح کيږي.

دريم شرط: دکوم شئ چي نيت کوي په هغه باندي به پوه او عالم وي نوکه څوک دلمانځه په فرضيت باندي خبر نه وي نو لمونځ يي نه صحيح کيږي.

څلورم شرط: دنيت او نيت کړي شى ترمنځ به يي فرق (ټكر) نه وي، مثلاً نيت يي دلمانځه کړي وي او دي زکاة ورکوي.[61]

دريم مبحث :دنيت او خواهش فرق

په حقيقت کي نيت هغه څه ته ويل کيږي چي په هغه کي يوازي دالله تعالي رضا او ثواب اراده وي.

خواهش هغه څه ته ويل کيږي چي په  مخلوق پوري اړه لري او په کي ددنيا دخوندونو مطلب وي.[62]

هر کله چه اخلاق هم په اسلام کښي دنورومذهبي شيانو غوندي عبادت دي نو له دي کبله بايد ددوي غرض اوغايت هم دهر قسم دنياوي او نفسياتي او ذاتي يعني شخصي اغراضو څخه پاک وي او که داسي نه وي نو په دي کارونو کښي به نه کوم ثواب وي او نه به دغه کارونه دعبادت کوم حيثيت ولري که تاسي مذهبي کارونه په ځاي پريږدئ اودنياوي چاروته ځير شئ نوداحقيقت به درڅرګند شي چه زموږ په کارونو کښي چه هر څومره داخلاص برخه ډيره وي په هم هغه اندازه به هغه دډير قدروړوي، که موږ ديو ميلمه هرڅومره قدر او ميلمه پالنه وکړو او دهغه مخي ته هر څومره ډير او راز راز نعمتونه کښيږدو ، ليکن که هغه ته داخبره معلومه شي چه ددي قدر او ميلمستيا شاته دهغه شخص ګټه يا ريا کاري يا نمايش او يا ددغه غوړمالي کوم شخصي اغراض پټ دي نو په دي صورت کښي به زموږ دغه ټوله ميلمستيا ،تواضع، تکريم او تعظيم دهغه په نظر کښي يو بي قيمته شي ښکاره شي ، ليکن که موږ دچا په مخکښي په مينه او اخلاص يو ډيره عادي خواړه کښيږدو نو دغه شي به که څه هم عادي وي ډير زيات قدر او قيمت ولري ؛ نو هر کله چه په دي دنياوي چارو کي اخلاص او بي اخلاصي دومره تاثير ونه لري نو په روحاني عالم کښي به ددوي اثرات او نتيجي څومره او څنګه وي.

له دي کبله حضرت محمد صل الله عليه وسلم په خپلو تعليمونو کښي نيت يعني قلبي اراده او دانسان دزړه غرض او غايت دهر يو ښه او بد کار بنسټ ټاکلي دي، بلکه په حقيقت کښي دروحاني حيثيت له مخي هيڅ يو کار دخپلي نتيجي په لحاظ دومره ښه اويابدنه وي څومره چه دزړه دکيفيت او دباطني نيت په لحاظ ښه او يا بدوي، ديودوومثالونو په ذريعه به داحقيقت په ډير ښه شان واضح او روښانه شي.

يو شخص يو سړي په ډير زيات اصرار په توره تياره شپه کښي ددي دپاره خپل کورته راوغوښت چه دغه شخص په دي خبره يقين درلود چه په دي توره تياره شپه کښي به په دغه لاره کښي هغه غله چه په دغو ځايو کښي يي لاري نيولي وي مړکړي او يابه ورته ډير سخت تکليف ورسوي، اتفاقاً دغه سړي په دغه توره بياره شپه کښي لار ورکه کړه او په بله لارروان شواو په دغه لاره کښي يي داشرفو ډکه کڅوړه وموندله، نو که څه هم ددي شخص ددغه راتګ نتيجه ډيره ښه شوه مګر ددي رابلونکي دنيت په بدوالي کښي هيڅ شک نشته او داڅوک نه شي ويلاي چه دي شخص دشپي په دي رابلنه کښي ددغه شخص سره احسان وکړ.

ليکن يو بل شخص يو څوک په توره تياره شپه کښي په دي نيت کورته راوباله چه دهغه سره احسان او ښه وکړي ليکن اتفاقاً هغه په دغه توره تياره شپه کښي په کومه کنده او يا کوهي کښي پريووت ا هغه مړ شو نو په دي صورت کښي به دغه رابلونکي په دي اساس کومه ګناه نه وي کړي چه ددغه رابلل شوي شخص دسفر او راتګ نتيجه خرابه ثابته شوه ځکه چه دلومړي شخص غوندي ددي دوهم شخص نيت بد او خراب نه ؤ.

يو بل مثال فرض کړئ، زما په جيب کښي دروپو يوه کڅوړه وه اتفاقاً هغه په لار کښي پريوتله هر کله چه زه په دغه لار بيرته راغلم نو په دغه لار کښي مي په مځکه پرته يوه کڅوړه وليدله او دي دي خيال مي پټه غوندي راپورته کړه چه دادبل چاده ، که څه هم ما دواقعي په لحاظ کومه ګناه ونه کړه ځکه چه هم هغه خپله کڅوړه مي وه مګر دخبل نيت او ارادي په لحاظ مي ګناه وکړه ؛ ليکن تاسي فرض کړئ چه يه يو بل ځاي کښي ماهمدغه شان يوه کڅوړه ومونله او ماهغه خپله وګڼله او راپورته مي کړه نو که څه هم واقعه که هر څومره مختلفه هم وي مګر سره ددي هم زما لمن دګناه دداغ څخه پاکه ده.

که يو شخص په لاره روان وي او مخامخ يي يوه ښځه وليدله اودغه ښځه يي بيګانه او پردي وګڼله او هغي ته يي لاس ورواچاوه مګر په حقيقت کښي دغه ښځه ددي شخص خپله ښځه وختله او يا هغه کومي بلي ښځي ته په دي فکر لاس ورواچاوه چه دازما خپله ښځه ده حال داچه حقيقت داشان نه ؤ ؛نو په لومړي صورت کښي دهغه زړه ګنهګارشو، او په دوهم صورت کښي دهغه بيګناهي بالکل ښکاره دي.

آيا دلمانځه څخه بل کوم ښه کارشته؟ ليکن که دغه ډير ښه کار هم څوک دفخر،نمايش،رياء او ځان ښودلو لپاره وکړي نو هم دغه ډير ښه کاربه دهغه لپاره دثواب په ځاي دډير عذاب باعث شي.

همدغه راز که تاسي ديو معذورسره په دي لحاظ مرسته وکړئ چه خلګ به ستاسي ستاينه وکړي نو داسلام په نظر کښي به ستاسي دغه کار ښه او دنيکي کارونه ګڼلي شي ، الله تعالي فرمايي:

وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا... ()[63]

ژباړه: اوڅوك چه دنيوي ثواب غواړي موږ به ورله په دنيا كښي ثواب وركړو او څوك چه داخرت دثواب لپاره كاركوي نو هغه له به په اخرت كښي ثواب وركوو.

په يو بل ايات کښي ددي مطلب تصريح شويده چه دکوم يو کار مقصد چه يوازي نمايش او ښودنه وي دهغه کارحقيقت دسراب څخه زيات نه دي ؛ پاک خداي ويلي دي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ... ()[64]

ژباړه: اي مؤمنانو!تاسو خپلي صدقي په يادولو او تكليف رسولو باندي مه خرابوئ لكه دهغه چاپه شان چه خپل مالونه دنوم  لپاره لګوي چي په الله تعالي ايمان لري او نه په ورځ دآخرت.

لنډه داچه دعمل ټول ښه والي او بدوالي په نيت او اراده موقوف دي او له دي کبله داخلاقو په بحث کښي نيت خاص اهميت لري، که دنيت ښه والي دکوم يو عمل سره ملګري نه وي نو په دغه صورت کښي داخلاقو ډير لو ي کار او عمل هم د «حسن خلق» ددائري څخه خارجيږي اويا په بل عبارت ددنياو ي تعريف او ستايني دحدودو څخه دباندي او دروحاني خير او برکت او ثواب څخه محروم پاته کيږي.[65]

څلورم مبحث : دخراب نيت تأثيرات اوغوره نيت

دخراب نيت پر وخت تر ټولو دمخه پر زړه باندي دشيطان غلبه وي کله چي دبنده په نيت کي خرابي پيداکيږي نو دشيطان نور هم طمع پيداکيږي چي بيانو شيطان پر غالبه شي او نيت کمزوري شي نفس قوي کيږي او کله چي نيت قوي کيږي نفس کمزوره کيږي او دادالله تعالي دارشاد مبارک څخه برعکس ده چي فرمايي:

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يتُوبَ عَلَيهِمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ()[66]

ژباړه:او ځيني نور كسان داسي دي چه خپله ګناه يي منله ده عملونه يي ګډوډدي يوڅه نيك او يو څه بد دي ،اميددي چه الله تعالي په ددوي توبه قبوله كړي بيشكه الله تعالي بخښونكي مهربان دي.

أُولَئِكَ يؤْتَوْنَ أَجْرَهُمْ مَرَّتَينِ بِمَا صَبَرُوا وَيدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيئَةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ ينْفِقُونَ()[67]

ژباړه: همداخلګ دي كومو ته چه به ددوي دصبر په وجه دوه ځله اجروركولي شي او داخلق دنيكئ په ذريعه بدي لري كوي او څه چه موږ دوي ته وركړي دي له هغي نه خرڅ كوي.

حضرت ثابت بناني رحمة الله عليه فرمايي ديو مؤمن نيت دهغه دعمل څخه ډير ژر رسيږي يو مسلمان نيت کوي چي هغه به روژه ونيسي، دشپي به عبادت وکړي او دخپل مال څخه به يو څه دالله تعالي په لاره کي مصرف کړي ليکن نفس دهغه ملګري نه کوي په دغه ډول دده نيت تر هغه دعمل دمخه دي.

مطلب دانسان چي نيت صحيح وي نو هغه انسان په نيکو اعمالو باندي دوام پيداکوي اوزړه يي دنفسانيت څخه  پاک وي نو اعمال يي هم درياء څخه  پاکيږي او دشهواتو څخه ليري کيږي، خو کله چي ددنيا په محبت سره دسړي نيت خراب شي نو دبدن دټولو عملونو کردار يي فاسديږي.

په اسرائيلو کي يو عابد ؤ، يو ورځ ورته يو څه خلګ راغله او ورته يي وه ويل چي خلګ دالله تعالي څخه بغير ديوي درختي عبادت کوي، نو هغه عابد ته ډيره قهر ورغلي او ډير دردمن شو نو تبر يي راوخيستي او ددرختي دماتيدو په نيت روان شو په لاره کي شيطان ديوه سپين ږيري په شکل کي دده ومخ ته راغلي او ورته يي وويل الله تعالي دي رحمت درباندي وکړي دکوم ځاي په اراده باندي روان يي ؟ هغه عابد ورته وويل دهغه درختي دماتوم چي دالله تعالي څخه بغير دهغي عبادت شروع دي، شيطان ورته وويل چيري ته او چيري هغه درخته خپل عبادت او کار دي پريښودل په نورو شيانو بخت شوي هغه عابد وفرمائيل داهم عبادت دي.

شيطان دعابد په مقابل کي ودريدي او ددواړو په مينځ کي جګړه شوه عابد شيطان راچپه کړي او پر سينه باندي يي ورکښينستي وروسته شيطان وويل ماپريږده زه به وتاته يوه خبره وکړم شيطان وويل ته خو نه نبي يي او نه الله تعالي وتاته ددرختي دپريکيدو آمر کړيدي ـ دادرخته که پريکړي ستا هيڅ ګټه نسته او که ته دادرخته پريږدي زه به وتاته هره ورځ دوه – دوه ديناره درکوم په هغه به ته دخپل کورمصرف کوي دخپلو مسلمانانو وروڼو خدمت به کوي او صدقه به په کوي عابد دخپل ځان سره فکر وکړي واقعت هم زه خو نه نبي يم او نه وماته امر شويدي او په دينار کي ګټه سته، دشيطان سره يي په دينار باندي فيصله وکړه.

عابد خپل عبادت ځاي ته راغلي سهار راکښينستي وسرته يي دوه ديناره پراته وه په دوهم ورځ هم پراته وه خو په دريمه ورځ هيڅ نه وه، عابد ډير قهرجن شو بيا يي تبر ته لاس کړ او ددرختي پر طرف روان شو بيا شيطان ديو سپين ږيري په شکل ورته راښکاره شو داول ځل په شکل يي سوال وکړهغه عابد وفرمائيل ددرختي دماتيدوپه نيت روان يم .شيطان هغه عابد پورته کړ دمځکي سره يي ووهه او پرسينه يي وروختي عابد وپوښتل داڅه راز دي اول وار ته زما په مقابل کي هيڅ نه وي او دادوهم وار بيا زه ستا په مقابل کي هيڅ نه يم؟ شيطان ورته وويل او ل وار ته دالله تعالي دپاره په غصه شوي او ستا نيت آخيرت وه ځکه الله تعالي ته پرماباندي غالب کړي او دادوهم ځل ته دخپل نفس دپاره په قهر شوي وي او نيت دي دينار (دنيا)وه ځکه نو زه درباندي غالبه شوم.[68]

غوره نيت

ترټولو غوره نيت هغه دي چي دهغه څخه انسان يواځني مقصد دالله تعالي رضا وي. ښايسته عمل کول چي په هغه کي طلب دالله تعالي رضا او اخلاص دزړه دښه عمل کولو لپاره وي، نو هر هغه عمل چي په دغه نيت سره ترسره شي هغه نيک عمل دالله تعالي په فضل او کرم سره قبول وي ، ځکه چي صاحب عمل خپل نيت له جهالت او نفسياتو څخه پاک کړيدي نو ځکه به دغه عمل په نيکو اعمالو کي ذخيره کيږي.

ديوه بنده لپاره دامناسبه نه ده چي بغير دعلم څخه يو عمل شروع کړي ځکه دهر شي لپاره دالله تعالي يو خاص حکم وي، کوم څوک چي علم لري هغه دي دالله تعالي شکر اداء کړي او په هغه علم دي عمل وکړي ، او هغه چاته چي معلومه نه وي نوهغه کس بايد دهغه شي په باره کي له داسي چا څخه پوښتنه وکړي چي دهغه علم ولري او علم يي لوړوي.

په کومه مسئله کي چي شک ورته پيداوي نو ترهغه وخته دي صبر وکړي ترڅوچي ورته يقين پيداکيږي چي داتوقف به يي دالله تعالي درضا لپاره وي ،چي همداغوره او دلوړي مرتبي نيت دي[69].

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دريم فصل :په نيتونو پوري داعمالو تړاؤ

لومړي مبحث: عملونه په نيتونو پوري اړه لري

دټولو اعمالونتائج رد او قبول ،کمال اونقصان ،ثواب او عذاب دعمل کوونکي دزړه په نيت پوري اړه لري نو ويلاي سوچي که څه هم داعمالو شکلونه سره يوشي وي مګر بيا هم کومه نتيجه چه لاسته راځي هغه به فرق لري نوويلاي سو چه نيت ديو عمل اساس او روح دي.

داعضاؤ اعمال اودزړونو اعمال يوه ټينګه رابطه سره لري که چيري دشريعت به مصادرواو مواردوکي ‌ژورفکر وشي نو په دي خبره به پوره باور لاسته راسي او دابه هم وفهمول شي چه يواځي داعضاؤ اعمال ګټه نه لري ترڅودزړونو عمل ورسره يوځاي شوي نه وي دزړونو اعمال داندامونو داعمالو په اړوند باندي حکم او فيصله کوونکي دي ځکه ترهغو پوري اعضاء يو عمل سرته نشي رسولاي ترڅو چه زړه ورباندي فيصله نه وي کړي نو پورتني قاعده داسلامي شريعت دډيروعظيمو قاعدو څخه ده او دا په نيم شريعت کي داخله ده ځکه شريعت دوه ډوله دي:

يوظاهري اعمال دي اوبل باطني اعمال دي نو په باطني اعمالو کي اصل نيت دي دباطني اعمالو محور نيتونه دي له همدي امله کله چه سلفو علماؤرحمة الله عليه داخبره وفهمول نو ټوله توجه يي دنيت دصحت وطرف ته کړل.

امام احمدرحمة الله عليه فرمايي زه داخبره خوښوم چه يو څوک له لمانځه ،روژي ، زکاة او هر نوع نيک عمل څخه مخکي نيت وکړي.

فضيل بن زياد رحمة الله عليه وايي ما له ابو عبدالله (احمد) څخه پوښتنه وکړه نيت څنګه دي ؟ ده وويل دنفس اصلاح کول دي کله چه ديوه کار اراده وکړي نو په هغه کي يي خلګ مقصد نه وي.

ابوبکر بن ابي الدنيا دنيت په اړه يو کتاب ليکلي دي نوم يي دي ـ الاخلاص والنية ـ

يحيي بن ابي کثيروايي نيت وپيژني دادعمل څخه ډير مخکي دي.

له زبيد اليامي څخه روايت شوي دي وايي زما داخوښيږي چه په هر کار کي مي نيت موجود وي حتي په خوراک او څښاک کي.

داؤد الطايي وايي ټوله خير او ثواب په ښه نيت کي دي.

ځيني سلف وايي څوک چه داخوښوي چه عمل يي بشپړه شي نو نيت بايد ښه کړي ځکه چه الله تعالي خپل بنده ته هغه وخت أجر ورکوي کله چه يي نيت سم وي که څه هم يوه ګوله وي .

ابن المبارک وايي ډير وختونه يوعمل کوچني وي خونيت يي غټ کړي او ډير وختونه يو عمل ډير غټ وي خو نيت يي کوچني کړي.

ابن عجلان وايي عمل له دري شرطونوپرته نه صحيح کيږي له الله څخه ويره، ښه نيت او صحيح طريقه.

سلف الصالحينو دنيت په صحيح کولو کي ډير حرص وه ترڅو نيت يي دالله څخه پرته دبل چالپاره نه وي ترهغوبه يي نه څه ويل او نه يي کوم عمل کوئ ترڅو چه نيت به يي خالص دالله لپاره نه ؤ شوي نو له همدي امله دهغوي په اقوالو او اعمالو کښي برکت ؤ.

دنيت خبره به دقيامت په ورځ نوره هم واضح شي ځکه چه دقيامت په ورځ باندي حساب دزړونو پرارادو او نيتونو باندي کيږي .[70] لکه چه الله تعالي فرمايلي :

يوم تبلي السرائر()[71] ژباړه : په كومه ورځ چه پټ رازونه ښكاره كړي شي.

اعمال دبدن په شان دي او نيت يي دروح په شان دي په هغه بدن کي به څه خير وي چه په هغه کي روح نه وي اعمال عکسونه دي اونيتونه حقائق دي نو له حقيقة پرته په عکسونو کي هيڅ خير نشته اعمال فرعي دي او نيتونه اصول دي نو فرع داصل څخه پرته منځ ته نشي راتلاي دپورتني قاعدي په اړه باندي له کتاب الله او سنت رسول الله صل الله عليه وسلم څخه ډير زيات دلايل سته  .[72]

 

لکه الله چه الله تعا لي فرمايي :

ماأمروا الاليعبدالله مخلصين له الدين...()[73] .

ژباړه: او دوي ته خو فقط داحكم شوي وو چه دالله تعالي عبادت دي كوي ،دين دي خالص دهغه مني.

بل ځاي کي الله تعالي فرمايلي دي ـ قل إني أمرت أن أعبد الله مخلصاً له الدين ()[74]

ژباړه:ته ووايه (محمده) چي ماته داحكم شوي دي چه دالله تعالي عبادت وكړم ،اوالله تعالي ته په دين خالص كولو سره.

همدارنګه فرمايي ـ ( وأقيموا وجوهكم عند كل مسجد وادعوه مخلصين له الدين ) [75]

ژباړه:اوداچه دهر لمونځ په وخت كښي خپل مخونه (بيت الله ته ) مخامخ ساتئ وداچه يوازي هغه بلئ خپل دين دهغه لپاره خالص ساتئ.

اودي ته ورته نور ډيراياتودعبادت اودعا داخلاص په اړه شته چه پر پورتني قاعده دلالت کوي او همدارنګه په حديثو کي هم دپورتني قاعدي په اړه زيات روايات شته چه په لاندي ډول يي دبعضو يادونه کوو:

عن أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله - صلى الله عليه وسلم - يقول  : ( إنما الأعمال بالنيات ـ وفي رواية بالنية ـ وإنما لكل امرىءٍ ما نوى فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله فهجرته إلى الله ورسوله ومن كانت هجرته إلى دنيا يصيبها أو امرأة يتزوجها فهجرته إلى ما هاجر إليه )[76]

ژباړه:له امير المؤمنين عمر بن خطاب رضي الله عنهڅخه روايت دي چي فرمايي ماله رسول الله صل الله عليه وسلم نه واوريدل چي فرمايل يي : په تحقيق سره اعمال ټول په نيتونو سره دي (په بل روايت کي دنيات په ځاي نية دي) او ټول کارونه دهغه څه لپاره دي دکوم څه چي يي اراده شويوي که دچادالله تعالي او دهغه درسول لپاره هجرت کړي وي نوهجرت يي دالله تعالي او دهغه درسول لپاره دي او که چا ددي لپاره کړيوي چي دنيابه ورورسيږي او يا دښځي لپاره چي په نکاح يي کړي وي، نو هجرت يي دهغه څه لپاره دي دکوم څه لپاره چي يي کړيوي.

پورتني حديث دهمدي قاعدي اساس او رکن دي چه دقاعدي استناد ورباندي کيږي پورتني حديث ددي خبري لپاره يوقاطع دليل چه که څه هم اعمال په صورت او شکل کي سره ورته وي مګر نتيجه او هغه حکم چه ورباندي مرتب کيږي فرق به لري دنيت او قصد پراساس باندي او همدارنګه دغه قاعده دابو موسي په حديث سره نوره هم ښه تشريح کيږي:

عن ابي موسيٰ  الاشعري رضي الله تعالي عنه قال جاء رجل إلى رسول الله - صلى الله عليه وسلم - فقال يا رسول الله : الرجل يقاتل للمغنم والرجل يقاتل للذكر والرجل يقاتل ليرى مكانه ، أي ذلك في سبيل الله ؟ فقال : ( من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله )[77]

ژباړه:له ابي موسي الاشعري رضي الله عنهنه روايت دي فرمايي: چي يوسړي راغلي رسول الله ته – ورته يي وويل اي دالله رسوله! يو سړي دغنيمت لپاره جنګ کوي او يوسړي دنامه لپاره جګړه کوي او يو يي دچوکي او منصب لپاره جګړه کوي، په دوي کي کوم يو دالله تعالي په لاره کي دي؟ نو رسول الله وفرمايل: هغه څوک دالله په لاره کي دي چي دالله تعالي دکلمي دلوړولوي لپاره جنګيږي.

دلته چه کوم عمل ذکر شويدي هغه جهاد دي نو همدغه جهاد دلښکر دافرادو ترمنځ يوشان دي مګر دهغوي دنيتونو پر اساس دهغوي جهاد فرق لري يوازي دهغه کس عمل جهاد قبليږي  کوم چه دالله دکلمي لپاره جنګيږي او هغه نور کسان دالله په لاره کي مجاهدين نه بلل کيږي ځکه چه اصلاً دهغوي اراده دجهاد نه وه ځيني يي دځان ستايني اوفخر لپاره او ځيني نور يي بيا دغنيمتونودټولولو لپاره جنګيدل نودهغوي دفاسدونيتونو له امله دهغوي عملونه فاسد شوه[78]. او همدارنګه دابوهريرة رضي الله عنهحديث هم دنيت دقاعدي لپاره بهترينه شرحه او دليل دي ابو هريرة رضي الله عنهوايي چه رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل :

(إِنَّ أَوَّلَ النَّاسِ يقْضَى يوْمَ الْقِيامَةِ عَلَيهِ رَجُلٌ اسْتُشْهِدَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ قَاتَلْتُ فِيكَ حَتَّى اسْتُشْهِدْتُ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ قَاتَلْتَ لأَنْ يقَالَ جَرِىءٌ. فَقَدْ قِيلَ.

ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِى النَّارِ وَرَجُلٌ تَعَلَّمَ الْعِلْمَ وَعَلَّمَهُ وَقَرَأَ الْقُرْآنَ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ تَعَلَّمْتُ الْعِلْمَ وَعَلَّمْتُهُ وَقَرَأْتُ فِيكَ الْقُرْآنَ. قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ تَعَلَّمْتَ الْعِلْمَ لِيقَالَ عَالِمٌ. وَقَرَأْتَ الْقُرْآنَ لِيقَالَ هُوَ قَارِئٌ. فَقَدْ قِيلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِىَ فِى النَّارِ. وَرَجُلٌ وَسَّعَ اللَّهُ عَلَيهِ وَأَعْطَاهُ مِنْ أَصْنَافِ الْمَالِ كُلِّهِ فَأُتِىَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ مَا تَرَكْتُ مِنْ سَبِيلٍ تُحِبُّ أَنْ ينْفَقَ فِيهَا إِلاَّ أَنْفَقْتُ فِيهَا لَكَ قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ فَعَلْتَ لِيقَالَ هُوَ جَوَادٌ. فَقَدْ قِيلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ ثُمَّ أُلْقِىَ فِى النَّارِ)[79]

ژباړه: په خلکو کي لومړي کس چي دقيامت په ورځ دجهنم پريکړه پرکيږي يو هغه سړي دي چي شهيد شوي وي، دانفر به راوستل شي ، الله جل جلاله به دخپلو هغو نعمتونو يادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يي ورکړي وه او ده لره به هم وريادشي ، اللهجل جلاله به ورته ووايي: تا ددي نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړي دي؟ شهيد به ورته ووايي: زه ستا په لاره کي دکفاروسره وجنګيدم ترداسي بريده چي شهيد شوم.

الله جل جلاله به ورته ووايي:درواغ وايي ته ددي دپاره وجنګيدلي چي بهادردرته وويل شي په بهادوري سره ياد شوي:

بيابه دده په هکله داللهجل جلاله دلوري امروشي، پر مخ به کش کړل شي ترڅو دجهنم واورته وغورځول شي. بل هغه سړي دي چي ديني علم يي زده کړي او هم يي ونورو ته ښوولي وي او قرآن يي هم لوستلي وي داعالم به رواستل شي الله جل جلاله به دخپلو هغو نعمتونو يادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يي په دنيا کي ورکړي وه اوده لره به هم ورياد شي الله جل جلاله به ورته ووايي: تاددغو نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړي دي؟

عالم به ورته ووايي : علم مي ستا درضا دپاره حاصل کړي او هم مي نورو ته وښوي اوقران مي ستا دخوښي لپاره ولوست الله تعالي به ورته ووايي: درواغ وايي تاددي دپاره علم زده کړي چي عالم درته وويل شي قران دي ددي دپاره ولوست چي په قاري سره ياد شي دعالم او قاري په نامه په دنيا کي ياد شوي، بيا به دده په اړه دالله تعالي دلوري امر وشي او پرمخ به کش کړل شي څو دجهنم اورته وغورځول شي.

او بل هغه سړي دي چي الله تعالي پرهغه په دنيا کي پراخي راوستي وي او دهر ډول مالونو څخه يي مال او دولت ورکړي وي داسخي به راوستل شي، الله تعالي به دخپلو هغو نعمتونو يادونه ورته وکړي کوم چي ده لره يي ورکړي وه اوده لره به هم ورياد شي، الله تعالي به ورته ووايي: تاددغو نعمتونو په بدله کي کوم عمل کړي دي؟ دي به ووايي ما دخير يوه لاره نه ده پري ايښي کوم چي ته په هغه کي دمال ښندل خوښوي مګر په هغه کي مي ستا درضا لپاره مال خرڅ کړي دي، الله تعالي به ورته ووايي: درواغ وايي، تاددي دپاره مالونه ښندلي دي چي خلک ووايي: داسخي دي ، دسخي په نامه په دنيا کي ياد شوي. بيا دده په اړه دالله تعالي دلوري امر وشي او پر مخ به کش کړل شي څودجهنم واورته وغورځول شي.

پورتنيو اعمالو ته وګوري ډير عظيم او لوي عبادتونه دي لکه جهاد ، دعلم حاصلول ، دقرآن زده کول او نوروته ښودل او همدارنګه صدقه ګر دفاسد او خرات نيت له امله دکوونکي لپاره ثواب نه بلکه يوه لويه ګناه شميرل کيږي نو ويلاي شو چه فاسد نيت دانسان لپاره دډيرو لويو مصيبتونوڅخه دي ، همدارنګه دابوهريرة او جابر رضي الله عنهڅخه مرفوعاً دغه برخه د حديث داسي روايت كوي : (انما يبعث الناس علي نياتهم )[80]

ژباړه:بيشکه خلګ به دخپلونيتونو په اساس باندي راژوندي کيږي (دقيامت به ورځ).

او همدارنګه ابن ماجه له حضرت معاويهرضي الله عنهله حديث څخه دابرخه رانقلوي: (انما الاعمال کالوعاء اذاطاب اسفله طاب علاه وَإِذَا فَسَدَ أَسْفَلُهُ ، فَسَدَ أَعْلاَهُ)[81]

ژباړه: بيشکه اعمال داسي دي لکه لوښي(داوبو ډک وي)که کښته برخه يي صحيح شي نو لوړه برخه يي هم صحيح کيږي، او که کښه ته برخه يي فاسده (نجسه) شي نو لوړه برخه يي هم فاسديږي.

پورتني ټول احاديث پردي دلالت کوي تر څوچه په زړه کي اخلاص نه وي راغلي نو نيت نه شي سميدلاي او تر څوچه نيت صحيح شوي نه وي نو عمل د قبول وړنه دي يعني خلاصه داده چه داعمالو دصحت اوفساد اساس نيت دي چه په دي اړه نور هم ډير احاديث شته دلنډيز لپاره مو يوازي په پورتنيو احاديثو بسنه وکړه، نو دي نتيجي ته رسيږو:

اول : دايوه واضح خبره ده چه وطلاقي شوي ښځي ته رجوع کول جائز دي بلکه په هغه وخت کي مستحب دي چه کله يي مراد مصلحت وي اما که يي اراده ښځي ته دضرراو تاوان رسول وي نو بيا رجوع کول حرام دي ځکه الله جل جلاله فرمايلي : ولاتمسکوهن ضرار لتعتدوا ومن يفعل ذالک فقد ظلم نفسه()[82]

ژباړه: او دتكليف كولو لپاره يي مه راګرځوئ او څوك چي داسي كار كوي هغه به په خپل ځان ظلم كوي.

همدارنګه بل ځاي کي فرمايي : وبعلتهن أحق بردهن في ذالک ان أرادوا اصلاحاً ()[83]

ژباړه: او خاوندان دواپس اخستلو زيات حق لري (ددوي) كه دوي خپل كور روغ جوړ ساتل غواړي.

نوکه چيري دوه نفره خپلي ښځي طلاقي کړي او بيا دواړه خپلو ښځو ته رجوع وکړي په دوي کښي يو دخير او اصلاح اراده لري او دوهم کس له رجعت څخه اراده ښځي ته ضرررسول وي په دي صورت کي ددواړوخلګو درجعت ډول يو شان دي مګر دهغوي دنيتونو پر اساس باندي دلومړي کس لپاره رجعت کول حلال او جائز کار دي اوددوهم لپاره حرام دي.[84]

دوهم : که چيري دوه کسان جنُب وي اودواړه په وياله کي ولمبيږي ،يوه نفر دجنابت څخه دپاکيدو اراده کړيوي مګردوهم کس يوازي دځان يخ کولو اراده وي نو لومړي کس څخه جنابت ليري کيږي او دوهم کس لاهمداسي جنب پاته دي سره تر دي چه دلمبيدلو کيفيت او ځاي يي فرق نه کوي مګر دهغوي دنيتونو په سبب ددوي دلمبيدلو حکم فرق کوي ديوه لمبيدل دجنابت دليري کيدلو سبب شول او بل فقط ځان يخ کړ او جنابت يي ليري نه شو.[85]

دريم : کله چه دوه کسان په يو ورځ باندي له خوراک او څښاک څخه خوله بنده کړي ديوه اراده له دي پرهيز څخه دالله تعالي عبادت کول وي او دوهم کس دډاکتر دمشهوري له امله دپرهيز په شکل خوله بنده کړيده ځکه ډاکټر په دي امر کړيدي نو لومړي کس ته روژه داره ويل کيږي او دوهم ته روژداره نه ويل کيږي ځکه ده دروژي په اراده خوله نه ده بنده کړي که څه هم ددواړو په حق کي دخولي بندول او پرهيز کولو صورت او شکل يو شان ؤ مګر حکم ، نتيجه او اثرات چه ورباندي مرتبيږي اختلاف لري دلومړي کس لپاره دخولي بندول دهغه دنيت پر اساس باندي دثواب باعث شو اماددوهم کس لپاره دخولي بندول يو مباح کارؤ کوم ثواب پري نشته نوويلاي شو چه په اعمالو کي لوي تأثير اچوونکي شي نيت دي کله چه نيت فرق وکړي نو حکم خپله فرق کوي.[86]

څلورم: په دي کي هيڅ شک نه شته چه په سفر کي د فرضي روژي دماتولو اجازه شته په دي اړه باندي ډير زيات دلايل شته مګر فقهاؤ کرامو دروژي دخوړولو لپاره داشرط ايښي دي چه له سفر څخه به يي يوازيني هدف دروژي خوړل نه وي کله چه يي دسفر اراده وکړه او په نيت کي يي يوازي داخبره وه چه روژه به خوري نو پرده باندي لازم ده چه دخپل قصد خلاف عمل وکړي يعني روژونيسي او په ده باندي روژه خوړل حرام دي.[87]

پنځم: دهغه کس چه نشه وي عقود، طلاق او اقرار نه قبليږي ځکه چه دي يوه صحيح اراده نه لري او دي داسي دي لکه مجنون او په دي باره کي زيات نصوص او دصحابؤ اقوال شته الله تعالي فرمايلي دي :

لاتقربواالصلاة وانتم سکاراحتي تعلموا ما تقولون()[88]

ژباړه: دنشي په حالت كي لمونځ ته مه نژدي كيږي ترهغه وخته پوري چي تاسي پوهيږي چي څه واياست.

دا ايات په دي باندي دلالت کوي چه نشه کس په دي باندي نه پوهيږي چه دي څه وايي ځکه چه قولونه او عملونه ټول له زړه څخه سر چينه اخلي او شارع هم يوازي پر هغوافعالو ا واعمالو باندي فيصله کوي کوم چه دزړه په اراده شوي وي : ولکن يوأخذکم بما کسبت قلوبکم()[89]

ژباړه:او ليکن ستاسوپه هغوقسمونوبه موضرور نيسي چه ستاسودزړه له ارادي څخه وي.

او په هغواعمالو او افعالو باندي څوک نه نيسي کوم چه زړه نه وي ورباندي خبر.[90]

دپورته مسايلو سره تړلي ځيني  نور مطالب هم په لاندي ډول سره  مطالعه كؤ:

 

 

 

 

 

لومړي مطلب :دنيت پرته ثواب نشته

دپورته  قاعدي ټول دلايل ددي قاعدي لپاره هم دلايل دي خو موږ څه نوردلايل هم راوړو: وَمَا آتَيتُمْ مِنْ رِبًا لِيرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ ()[91]

ژباړه:اوتاسي خلګ چه (كوم رقم) په سود وركوئ چه دخلګو په مال كښي ګډ شي اوزيات شي نو داسي څيز دالله تعالي سره نه ډيريږي او چه كوم زكات دالله تعالي درضاء لپاره وركوئ نو داسي خلګ (خپل مالونه) دالله تعالي سره ( په څوڅوچنده) زياتوي.

ابن جريررضي الله عنه ددي ايات په اړوند داسي فرمايي ؛ تاسو چه خپل مال يو بل ته دهديي په شکل سره ورکوئ ترڅويو دبل مال ډير کړي نو دا دالله جل جلاله په وړاندي ګټه نلري او کومي صديقي چه تاسي دالله جل جلاله درضاء په خاطر ورکوئ هغه دالله جل جلاله په نزد څو چنده ثواب لري.

له پورتني ايات کريمه څخه دافهم اخيستل کيږي چه په دواړو صورتونو کي مال مصرف شويدي مګر دالله جل جلاله رضاء په هغه صورت کي لاسته راغلي ده چه دالله جل جلاله درضاء اراده په کښي شويده ، همدارنګه هغه حديث چه شيخينو له عثمان رضي الله عنهڅخه روايت کړيدي فرمايي :

سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ يقُولُ مَنْ بَنَى مَسْجِدًا لِلَّهِ تَعَالَى قَالَ بُكَيرٌ حَسِبْتُ أَنَّهُ قَالَ يبْتَغِي بِهِ وَجْهَ اللَّهِ بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيتًا فِي الْجَنَّةِ.[92] 

ژباړه:ماله رسول الله صل الله عليه وسلم نه واوريدل چي فرمايل يي، چا چي دالله تعالي لپاره مسجد جوړ کړي، بکير وايي زه ګمان کوم چي ويي ويل چا چي دالله تعالي لپاره کور جوړ کړي نو الله تعالي به دده لپاره کور په جنت کي جوړ کړي.

مګر که چيري يو سړي مسجد جوړ کړي ددي لپاره چه هغه ته خلګ سخي ووايي او يا ووايي چه دادفلاني مسجد دي نودهغه لپاره هيڅ أجر نه شته ځکه چه هغه نيت په دي کي دالله جل جلاله رضاء نه وه.[93] نو دي نتيجي ته رسېږو:

اول : نيت په عبادت کي شرط دي نو که چا لمونځ درياء لپاره وکړي او يا ئي د پيسو دلاسته راوړلو لپاره وکړي نو لمونځ يي نه صحيح کيږي ځکه چه دنيت څخه پرته ثواب نشته.[94]

دوهم : په حج او عمره کي نيت کول شرط دي نو که چا د حج له اعمالو څخه يو عمل وکړي او يا ئي دعمري يو عمل تر سره کړي مګر نيت يي د حج او عمري نوي کړي نو داحج يي صحيح نه دي.[95]

دريم : که په يو چا باندي په زوره يو عبادت ترسره کړل شي چه ده ئي قصد نه وي کړي نو له دي عبادت نه يي ذمه نه فاريغه كيږي او نه هم پري ثواب شته بلکه حتمي ده چه په خپله خوښه و اراده او دالله جل جلاله دعبادت په نيت سره په خپله رضاء ترسره کړي.[96]

څلورم : ابن تيميه وايي کله چه يو شخص په مباح عمل ځان مشغوله کړي ترڅو له حرام څخه ځان راوګرځوي نو دده لپاره ثواب شته لکه خپلي ښځي ته په کتلو او يا په وطي باندي ځان مصروف کړي ترڅو د پردي ښځي څخه ځان راوګرځوي اويا ددي لپاره په حلال خوراک ځان مصروفه کړي ترڅو له حرام څخه يي نظر واوړي نو ده ته په دي کار باندي ثواب شته.[97]

پنځم : امر باالمعروف او نهي عن المنکر به اصل کي يو عبادت دي مګر که چا ددي لپاره کوئ چه صفت يي وشي اويا ددي لپاره جچه داده وظيفه ده چه پيسي ورباندي اخلي او چاره نه ځيني لري نو دده په دي اراده باندي هيڅ ثواب اوأجر نشته.[98]

دوهم مطلب : انسان په نيت سره ځان ترعمل لوړو درجوته رسوي

پورتني قاعده دنيت برکت راته ښيي فقط يو صالح نيت دعبادت له ډولونو څخه دي او عبادت هغه څه دي چي الله جل جلاله ورباندي ثواب ورکوي ، ابن تيميه رحمة الله عليه په خپلو کتابونو کي دا موضوع ډيره ښه واضح کړيده دي وايي – ديوه شخص نيت دهغه له عمل څخه غوره دي ـ داوينا دډيرو علماؤ څخه رانقل شويده ځينو علماؤ داموضوع ډيره ښه بيان کړيده ، اول چه وايي يوازي نيت کول پرته دعمل کولو څخه دثواب سبب دي مګر دنيت څخه پرته عمل کول ثواب نه لري ، دوهم که يو شخص دخير کاروليدي مګر دکولو څخه يي ناتوانه شودده لپاره پوره أجردي دنبي صل الله عليه وسلم ددي قول په اساس :  عن جابر قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إن بالمدينة لرجالا ما سرتم من مسير ولا قطعتم واديا إلا كانوا معكم حسبهم العذر.[99]

ژباړه : له جابر رضي الله عنهنه روايت دي چي رسول الله وفرمايل: بيشکه په مدينه کي داسي خلګ دي چي هغوي له تاسي سره په سفر کي کوم تلل نه دي کړي او نه يي له تاسي سره په کومه شيله کي تير شويدي، مګر هغوي له تاسي سره دي (په ثواب کي شريک دي) ځکه هغوي دعذر په خاطر باندي پاته شوي وه (او نيت يي درلودلي).

دريم زړه دبدن باچا دي او غړي يي لښکر يا پوځ دي، څلورم دهغه کس توبه له ګناه څخه چه پرګناه کولو باندي قدرت نه لري صحيح کيږي داهل السنة په نزدباندي لکه دخصي کس توبه له زناه څخه يا هم دګنګي توبه له قذف څخه ځکه چه اصل په توبه کي دزړه قصد دي ، پنځم دنيت سره فساد نه يو ځاي کيږي ځکه چه دنيت اساس دالله جل جلاله او دهغه درسول صل الله عليه وسلم مينه او دالله جل جلاله رضاء لاسته راوړل دي . ظاهري اعمالو ته کله ـ کله آفات راځي نو له همدي امله يوازي دزړونو اعمال له يوازي بدني اعمالو څخه بهتره دي لکه چه وايي د مؤمن قوت په زړه کي دي او ضعف يي په بدن کي او منافق ددي بر عکس. ابن قيم رحمة الله عليه دپورتني قاعدي په اړه وايي نيت دټولو کارونو سردي پايه او اساس يي دي او داعمالو هغه اساس دي چه پرهمدي باندي ولاړدي نيت دعمل روح قاعد او سايق (مهاروونکي) دي او عمل يي تابع دي دنيت په صحت سره عمل صحيح کيږي او دنيت په فساد سره فاسديږي.[100] نو دي نتيجي ته رسيږو:

اول : حديث جابربن عبدالله رضي الله عنهرعنا من غزوة التبوک مع النبي صل الله عليه وسلم فقال : ان اقواماً خلفنا بالمدينة ما سلکنا شعباً ولاواديا الا وهم معنافيه حسبهم العذر.[101]

ژباړه :جابر بن عبدالله (رض)روايت کوي فرمايي ،موږ له رسول الله سره دتبوک له غزا نه راروان ؤ چي وفرمايل: بيشکه له موږ نه ځيني خلګ له موږ نه په مدينه کي پاته شويدي چي نه يي له موږ سره کومه دره او نه کومه شيله طئ کړيده ولي دوي له موږ سره په ثواب کي شريک دي ځکه دوي دعذر په خاطر باندي پاته شويدي.

ابن قيم رحمة الله عليه ددي حديث په شرح کي وايي د (معنا) مفهوم په حديث كي دادي چه دوي دزړونو او نيتونو پراساس له موږ سره دي نه دبدنونو په اساس لکه ځيني جهال چه وايي. پورتني حديث دقاعدي په صحت اووضاحت کي پوره همکاري کوي يعني دغه قاعدين له جهاد څخه له دي امله نه وه پاته شوي چه له جهاد څخه يي انکار کوي لکه منافقين بلکه دوي دعذرله امله پاته وه او دوي پوره تصميم درلودي چه له رسول الله صل الله عليه وسلم سره به په أجر کي شريک دي لکه چه په يوه روايت کي همدغه الفاظ راځي ( الاشرکوکم في الأجر) پورتني حديث دافاده کوي چه انسان په صالح نيت سره هغه ځاي ته ځان رسولاي شي کوم چه په عمل باندي ورته رسيږي يا دا چه ديوه بنده نيت دعمل څخه غوره دي.[102]

دوهم : عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِي : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : كَانَ فِيمَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ رَجُلٌ قَتَلَ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ نَفْسًا ، فَسَأَلَ عَنْ أَعْلَمِ أَهْلِ الأَرْضِ ، فَدُلَّ عَلَى رَاهِبٍ ، فَأَتَاهُ ، فقَالَ : إِنَّهُ قَتَلَ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ نَفْسًا ، فَهَلْ لَهُ مِنْ تَوْبَةٍ ؟ ، قَالَ : لاَ فَقَتَلَهُ وَكَمَّلَ بِهِ مِائَةً ، ثُمَّ سَأَلَ عَنْ أَعْلَمِ أَهْلِ الأَرْضِ ، فَدُلَّ عَلَى رَجُلٍ ، فقَالَ : أَنَّهُ قَتَلَ مِئَةً ، فَهَلْ لَهُ تَوْبَةٌ ؟ ،قَالَ : نَعَمْ ، مَنْ يحُولُ بَينَكَ وَبَينَ التَّوْبَةِ ؟ ائْتِ أَرْضَ كَذَا وَكَذَا ، فَإِنَّ بِهَا نَاسًا يعْبُدُونَ اللَّهَ فَاعْبُدِ اللَّهَ وَلاَ تَرْجِعْ إِلَى أَرْضِكَ ، فَإِنَّهَا أَرْضُ سُوءٍ ، فَانْطَلَقَ حَتَّى إِذَا انْتَصَفَ الطَّرِيقَ ، أَتَاهُ الْمَوْتُ ، فَاخْتَصَمَتْ فِيهِ مَلاَئِكَةُ الرَّحْمَةِ ، وَمَلاَئِكَةُ الْعَذَابِ ، فَقَالَتْ مَلاَئِكَةُ الرَّحْمَةِ : جَاءَنَا تَائِبًا مُقْبِلًا بِقَلْبِهِ إِلَى اللَّهِ جَلَّ وَعَلاَ ، وَقَالَتْ مَلاَئِكَةُ الْعَذَابِ : إِنَّهُ لَمْ يعْمَلْ خَيرًا قَطُّ ، فَأَتَاهُ مَلَكٌ فِي صُورَةِ آدَمِي فَجَعَلُوهُ بَينَهُمْ ، فقَالَ : قِيسُوا مَا بَينَ الأَرْضَينِ : أَيهُمَا كَانَ أَقْرَبَ ، فَهِي لَهُ ، فَقَاسُوهُ فَوَجَدُوهُ أَدْنَى إِلَى الأَرْضِ الَّتِي أَرَادَ ، فَقَبَضَتْهُ بِهَا مَلاَئِكَةُ الرَّحْمَةِ.[103]

ژباړه :له ابو سعيد الخدري رضي الله عنهنه روايت دي،چي رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل: په تيرواو پخواوختونو کي يو کس ؤچي نه نوي(۹۹) کسان يي وژلي ؤ، بياديو عالم په لټه کي راووتي او له يوچا نه يي پوښتنه وکړه چي ماته يوعالم په ځمکه کي راوښئ اوهغه يو عالم وروښودي نو دي وهغه ته راغلي او ورته يي وويل چي ما نه نوي(۹۹) کسان وژلي دي آيا ماته دتوبه کولو موقع شته؟ نو هغه ورته وويل چي نه، نوده هغه کس هم مړ کړي چي سل (۱۰۰) کسان پوره شول، او بيا يي پوښتنه وکړه چي ما ته يو عالم په دي ځمکه کي راوښئ ،نو يو کس يي وروښودي ، نو دي راغلي ورته يي وويل چي ماسل(۱۰۰) کسان وژلي دي آيا ماته دتوبي کولو موقع شته، هغه ورته وويل چي هو، څوک کيداي شي چي ستااوتوبي ترمنځ دي خنډشي؟ هلته يوداسي اوداسي ځاي دي چي هلته خلګ دالله تعالي عبادت کوي ته هم له هغوي سره عبادت کوه اوبياخپل ځاي ته مه ځه ځکه هغه يوه بده منطقه ده،نو دي هم روان شو او چي کله هم نيمايي لار يي طئ کړه نو دمرګ وخت يي راورسيدي، نو دعذاب او رحمت ملائکه راغلي او ددواړو تر منځ پري جګړه شوه، درحمت ملائکوورته وويل: دي توبه کوونکي ؤ په زړه کښي چي الله تعالي ته يي توبه قبوله وه،اود عذاب ملائکوورته وويل چي دي کس هيڅکله دخير کار نه دي کړي، نويوه ملايکه دانسان په شکل ددوي منځ ته دقاضي په شکل باندي راغله او ورته يي وويل چي تاسي دغه ځمکي اندازه کړي هر ځمکه چي نژدي وه (جنت يادوزخ ته)دي به دده روح به هغه قبض کوي نو دي هم اندازه شروع کړه چي معلومه شوه هغه ځمکه چي ده يي ورته اراده کړيوه (جنت) هغه نژدي وه، درحمت ملايکو يي روح قبض کړه.

پورتني حديث ددي قاعدي دصحت لپاره يو قاطع دليل دي نوموړي شخص ۱۰۰ قتلونه کړيوه مګر کله چه يي درښتني توبي اراده وکړه اودالله جل جلاله وطرف ته په اخلاص سره راغلي دهمدي رښتني نيت له امله يي نجات پيدا کړاو جنت ته داخل شو سره له دي چه هيڅ دخير کاريي نه ؤ کړي نو دامعلومه شوه چه يو بنده په نيت سره ځان هغه ثواب ته رسولاي شي چه په عمل سره يي نه شي رسولاي.[104]

دريم : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِي صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ فِيمَا يرْوِي عَنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ قَالَ قَالَ إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْحَسَنَاتِ وَالسَّيئَاتِ ثُمَّ بَينَ ذَلِكَ فَمَنْ هَمَّ بِحَسَنَةٍ فَلَمْ يعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ عَشْرَ حَسَنَاتٍ إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ إِلَى أَضْعَافٍ كَثِيرَةٍ وَمَنْ هَمَّ بِسَيئَةٍ فَلَمْ يعْمَلْهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ عِنْدَهُ حَسَنَةً كَامِلَةً فَإِنْ هُوَ هَمَّ بِهَا فَعَمِلَهَا كَتَبَهَا اللهُ لَهُ سَيئَةً وَاحِدَةً.[105]

ژباړه :ابن عباس رضي الله عنهم له نبي صل الله عليه وسلم نه روايت کوي چي هغه يي له خپل رب نه روايت کوئ وفرمايل :بيشکه الله تعالي نيکي او بدي ليکي،اوبيا يي داسي بيان کړه څوک چي دکوم نيک کار نيت وکړي او بيا هغه نه کړي ترسره نو الله تعالي دده لپاره ديوي پوره نيکي أجر ليکي، اوڅوک چي ديو نيک کار نيت وکړي اوبيا هغه ترسره هم کړي نو الله تعالي دده لپاره له لسو نه اووه سوه او يازياتو چنده پوري بدله ورکوي،کله چي يوڅوک ديوي بدي نيت وکړي او بياهغه ترسره نه کړي نو الله تعالي ورته ديوي کاملي نيکي بدله ليکي او څوک چي ديوي بدي نيت وکړي او بيا هغه ترسره کړي نو الله تعالي ورته يوه بدله ليکي او بس.

پورتني حديث دقاعدي لپاره يو ډيرښکاره اوواضح دليل دي ځکه په حديث کي ذکر شوه که چا ديونيک کار اراده وکړه خو هغه کارونه کړي نو دهغه لپاره پوره يو أجر شته يعني فقط پر نيت باندي يو أجر شته بيله دي چه عمل تر سره کړي نو دا پردي خبره باندي دليل دي چه يو انسان تنها پرنيت باندي ثواب تر لاسه کوي که څه هم عمل يي نه وي ترسره کړي.[106]

څلورم : سهل بن حنيف له رسول الله صل الله عليه وسلم روايت کوي : من سأل الله تعالى الشهادة بصدق بلغه الله منازل الشهداء وإن مات على فراشه.[107]

ژباړه : که چا له الله تعالي نه په صداقت سره دشهادت سوال وکړي نو الله تعالي به يي دشهيدانو درجو ته ورسوي که څه هم په خپل بستر باندي مړشي.

پورتني حديث دا خبره پوره تشريح کړه چه په نيت سره انسان هغه مقام تر لاسه کولاي شي چه په عمل سره يي نه شي تر لاسه کولاي يعني هغه کس چه په کور کي مړشي خو په اخلاص سره يي دالله جل جلاله څخه دشهادت غوښتنه کړي وه نو په عمل باندي ځان دشهادت مقام ته ونه رساوه بلکه په صالح نيت سره الله جل جلاله ورته دشهادت مقام ورکړي.[108]

پنځم : هغه ښځه چه دعرفات يا دعاشوري دورځي دروژي نيت وکړي او په همدغه نيت باندي ويده شي مګر حيض ورته راشي نو ددي لپاره دالله جل جلاله له طرفه پوره أجردي.[109]

شپږم : که چيري يو مؤمن بنده يوشي ددي لپاره وقف کړي چه مسلمانان به دهميشه لپاره تري استفاده کوي مګر هغه وسوځيدي او يا په کومه بله طريقه هلاک شو الله جل جلاله به يي ده ته ثواب ورکوي که څه هم هغه وقف له منځه تللي دي او دده لپاره به ثواب دتل لپاره جاري وي ځکه چه ده دوقف اراده دهميشه لپاره کړيوه.[110]

اووم : که چاددي لپاره دمنصب دلاسته راوړلو کوښښ کوئ چه امر باالمعروف او نهي عن المنکر به کوي دمظلوم مرسته به کوي ، دمحتاج احتياج به پوره کوي او مسلمانانو ته به نفع رسوي مګر دي له دي منصب څخه محروم شو الله جل جلاله به ده ته ددي صالح نيت پوره أجرورکوي.[111]

دوهم مبحث :عادات په صالحونيتونو سره عبادات ګرځي

دايو شرعي حقيقت دي چه عبادات ټول توقيفي (دشارع له طرفه څخه وي) دي هغه عبادت جائز نه دي چه په اړه يي له قران او حديث څخه دليل نه وي موجود اوددي په خلاف عادات ټول مباح دي مګر يوازي هغه نه دي جائز چه درد په اړه يي يو شرعي دليل موجود وي هر هغه کار چه ديوه اولس لخوا څخه په عادتي شکل تر سره کيږي هغه مباح دي يوازي هغه عادات نه دي مباح چه په خلاف يي شرعي نص راغلي وي نوويلاي شو چه عادات داباحت په دائره کي دي او داهم ښکاره خبره ده چه پر يوه مباح فعل باندي نه ثواب شته او نه هم عقاب، انسان هم دعباداتو اوعاداتوتر منځ ګرځي او راګرځي کله يو عبادت تر سره کوي او کله هم يو عادت ترسره کوي اودا هم يو معلومه خبره ده چه يو انسان زيات وقت په عاداتو کي تيروي او کم وقت په عباداتو کي تيروي او داکثر خلګو همدا حالت دي او داهم يوو ښکاره حقيقت دي چه انسان دقيامت په ورځ د هغه دعمر او وقت په اړه پوښتل کيږي نوويلاي شو چه وقت او عمر يو امانت دي چه الله جل جلاله ستا په اختيار کي درکړي دي او دهغه پوښتنه به هم دهري دقيقي په اړه درڅخه وکړي لکه چه په حديث شريف کي راځي :

(عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ:"لَنْ تَزُولَ قَدَمَا عَبْدٍ يوْمَ الْقِيامَةِ حَتَّى يسْأَلَ عَنْ أَرْبَعٍ: عَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاهُ، وَعَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَينَ اكْتَسَبَهُ، وَفِيمَا أَنْفَقَهُ")[112]                                                                            

ژباړه: له ابي الدرداء رضي الله عنه نه روايت فرمايي،چي رسول الله وفرمايل: چي يو بنده به دقيامت په ورځ ترهغه وخته پوري يو قدم هم ولاړنه شي تر څو چي ترينه ددري شيانو پوښتنه ونه شي: دځواني په اړه چي په څه کي يي تير کړيدي، دعمر په اړه چي په څه کي يي مصرف کړيدي، دمال په اړه چي له کومي لاري يي لاس ته راوړي دي او په څه کي يي مصرف کړيدي.

دپورتني حديث څخه دا نصيحت اخيستل کيږي چه انسان بايد يوه لحظه هم دخپل عمربي ځايه تيره نه کړي بلکه ټول عمر په عبادت کي تير کړي خو داهم يوه ګرانه خبره ده چه دژوند هره لحظه دي په عبادت کي وي مګر که انسان پورتني قاعده  پر ځان تطبيق کړي نو د ژوند هره لحظه به يي عبادت وګرځي هر مباح عادت چه دخير نيت په کي وکړل شي عبادت ګرځي لکه څرنګه چه له بد نيت سره يو مباح عمل ګناه ګرځي همدا ډول له صالح نيت سره ثواب ګرځي لکه چه رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي : ( انماالاعمال بالنية ...)ژباړه: بيشکه عملونه په نيت پوري اړه لري...

اعمال دلته عام دي که عبادت دي او که عادت دي نو ويلاي شو چه دعاداتو سره کله نيت يو ځاي شي نو يا ورباندي ثواب مرتبيږي او يا هم عذاب مرتبيږي.[113] نو دي نتيجي ته رسيږو:

اول : خوراک او څښاک په اصل کي له عاداتو څخه دي او وقت هم ورباندي مصرفيږي کولاي شو چي دغه وقت په عبادت باندي بدل کړو هغه په داسي ډول باندي چه مخکي له خوراک او څښاک څخه ددي اراده وکړو چه خوراک او څښاک ددي لپاره کوم تر څودالله جل جلاله دعبادت لپاره قوت حاصل کړم او بل داچه دخوراک او څښاک سنت طريقه پرځاي کړولکه په بسم الله شروع کول، په راسته لاس خوراک کول، له خپل خوا څخه خوړل ... کله چه مو داسي وکړل کوم وخت چه مو تير کړيدي هغه مو په عبادت کي تير کړيدي اوثواب مو تر لاسه کړيدي . نو مؤمن ته پکار دي چه په ورځينو عاداتو کي نيت صالح کړي ځکه چه دادثواب دلاسته راوړلو اسانه طريقه ده او شيطان ډير حرص کوي ترڅوانسان له پاک نيت څخه غافله کړي .[114]

دوهم : په باغچو او صحراؤ کي تفريح کول څنګه ممکن دي چه په عبادت باندي بدل شي؟ که چيري پورتني قاعده تطبيق شي نو ممکن دي چه به باغچواوصحراؤ کو وخت تيرول په عبادت باندي بدل شي په داسي ډول چه داسي اراده وکړل شي چه ددي لپاره باغچي ته ځم تر څو غمونه او ستړياوي مي ليري کړم او وکولاي شم په فارغه زړه دالله جل جلاله عبادت وکړم.[115]

دريم : خوب په اصل کي يو مباح عادت دي نه ورباندي ثواب شته او نه هم ورباندي عذاب شته نو څنګه کيداي شي چه په عبادت باندي بدل شي؟ کله چه په خوب کي دخير نيت وکړل شي په عبادت باندي بدليږي يعني داسي اراده وکړي چه ددي لپاره خوب کوم ترڅوبدن مي دالله جل جلاله داطاعت لپاره قوت پيدا کړي ، ځکه چه بدن په ويښ پاته کيدو سره قوت کرار کرار دلاسه ورکوي او که شپي سهار کړل شي نو دانسان فکر ګډوډ او ستړي وي کله کله ورته شيان سرچپه معلوميږي نو دا طاقت په خوب سره تر لاسه کيدلاي شي نو که چيري په خوب کي دخيراراده وکړل شي په عبادت کي به حساب کړل شي.[116]

څلورم : دځينو مباحو شيانو لکه موټر، جامي، کور، ځيني خوراکي توکي او دکور دسامانونو رانيول يو مباح کار او عادت دي مګر که چيري  نيت په کښي دالله تعالي لپاره وکړل شي نو ثواب پري شته.[117]

پنځم : دساعت په لاس کول يو مباح عادت دي که چيري دساعت په رانيولو کښي دااراده وکړل شي چه دعبادت وختونه او همدارنګه دوعدي وختو نه او نورژوند به ورباندي منظم کوي چه دداسي پاک نيت له امله ورباندي ثواب شته.[118]

دريم مبحث:نيت په کومو شيانو کي دصحت او کومو کي دثواب شرط دي

مأمورات يعني واجبات او مستحبات او متروکه اعمال يعني محرمات او مکروهات دمأموراتو دصحت لپاره نيت شرط دي يعني هغه اعمال چه شريعت امرورباندي کړيدي لکه واجبات او مستحبات ځکه چه دا عبادت دي او په عبادت کي اخلاص شرط دي او اخلاص بيله نيت څخه نشي راتللاي نو له همدي امله نيت او عمل دواړه يوځاي شي ترڅودانسان ذمه فارغه شي مګر متروکه اعمال يعني هغه اعمال چه شريعت يي دپريښودلو غوښتنه کړيوي په يوازي پريښودلو سره دانسان ذمه فارغه کيږي مګر يوازي پريښودل يي د نيک نيت پرته ثواب نه لري دمثال په ډول يو کس يو حرام يا مکروه کار پريږدي نو دده لپاره ثواب نشته فقط له ګناه څخه يي ځان ليري کړي دده برعکس يو بل کس همدا عمل پريږدي مګر اراده يي داوي چه الله جل جلاله منع کړيدي نو که پريښودل شي الله جل جلاله به خوشحاله شي دهغه ددي ښه نيت له امله ورته ثواب شته .نو دي نتيجي ته رسيږو:

اول : دزنا فقط پريښودل دګناه څخه ځان ايستل دي پرپريښودلو يي ثواب نشته ترڅو چه دالله جل جلاله درضاء اراده يي نه وي کړي.

دوهم : نيت په تيمم کي ،دڅلورواړه مذاهبواربابان په دي باندي متفق دي چه نيت دتيمم دصحت لپاره شرط دي لکه چه الله جل جلاله فرمايي : وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ... ()[119]

ژباړه: اودوي ته خو فقط داحكم شوي ؤ چه دالله تعالي عبادت دي كوي دين دي خالص دهغه مني.

او تيمم هم له دين څخه دي نبي صل الله عليه وسلم فرمايي : إنما الأعمال بالنيات وإنما لكل امرئ ما نوى...[120]

ژباړه :بيشکه عملونه په نيتونو پوري اړه لري ،دهر کار لپاره هغه څه دي کوم چي يي نيت کړيوي...

نودايو‌‌ډيرواضح دليل دي چه نيت دتيمم لپاره شرط دي ځکه چه تيمم يو مأمور به امردي. ځکه دالله جل جلاله فرمايي:   فتيمموا صعيداً طيباً ... ()[121] .ژباړه :پس تيمم ووهي په پاکه خاوره باندي.

او دايوه اساسي قاعده ده ، أن النية شرط لصحة المأمورات  ژباړه :نية دمأمور به شيانوشرط دي

دريم : ټول اهل العلم به دي اتفاق دي چه نيت دلمانځه دصحت شرط دي ځکه چه لمونځ يو مأمور به امردي او مأمور به امور دنيت څخه پرته نه صحيح کيږي.

څلورم : دشرابو څښل ، که چا شراب خوړل پريښودل نو ددوه حالتو څخه نه وځي يا به يي له دي امله شراب پريښودلي وي چه په دي سره دالله جل جلاله عبادت وکړي او دالله جل جلاله رضاء لاسته راوړي نو پدي نيت سره هغه دثواب مستحق دي مګر که يي ديو صالح نيت څخه پرته پريښي وي نو ورته ثواب نشته ځکه چه دشرابو پريښودل له متروکه اعمالو څخه دي او په متروکه اعمالو کي نيت دثواب دلاسته راوړلو شرط دي.

پنځم : به دي باندي هم ټول علماء به اتفاق دي چه نيت دروژي لپاره شرط دي او دنيت څخه پرته نه فرضي او نه هم نفلي روژه قبليږي لکه چه نبي صل الله عليه وسلم فرمايلي : من لم يجمع الصيام قبل الفجر فلا صيام له .[122]

ژباړه : څوک چي روژه دسپيدو نه جمع (نيت) نه کړي نو هغه کس لره روژه نه شته.

شبږم : ټول علماء به دي باندي سره متفق دي چه حج د نيت څخه پرته نه صحيح کيږي ځکه چه دا له مأموراتو څخه دي او مأمورات دنيت څخه پرته نه صحيح کيږي.

اووم : دظلم ، دوکي ، فريب او سود له دوه حالاتو څخه نه وځي لومړي دا چه که پريښودونکي دااراده کړيوي چه دالله جل جلاله امر پرځاي کوي نو ددي صالح نيت له امله ثواب ورکول کيږي مګر که يي بيله کوم نيت څخه يي پريښي وي نو کوم اجر ورته نشته ځکه چه دا له متروکه اعمالو څخه دي او به متروکه اعمالو کي نيت دثواب لپاره شرط دي.

څلورم مبحث :په خراب نيت باندي جزاء ورکول کيږي

 پورتني قاعده په شريعت کي يوه ثابته قاعده ده چه جزاء دعمل له جنس څخه ورکول کيږي که څوک دشر يو فعل ترسره کړي نو ته به وويني چه شارع هغه ته دهغه دعمل له جنس څخه سزاء ورکوي،پورتني قاعده ددي قاعدي فرع ده (الجزاء من  جنس العمل) ، مثلاُ يوڅوك چه خپل پلار ددي لپاره مړکړي ترڅوژرترژره يي ميراث لاسته راوړي ده په دي نيت خپل پلار مړکړي تر څوميراث ئي واخلي شريعت ده ته دده دشرير نيت خلاف سزاء ورکوي يعني دي له ميراث وړلو څخه محرم کيږي په پورتني مثال کي داواضح شوه چه دشر دنيت سزاء دهغه خلاف ده او همدارنګه دغه ايات کريمه هم ددي قاعدي لپاره دليل دي : ولا يحيق المكر السيء إلا بأهله ... ()[123] 

ژباړه :دخرابو فريبونو والاو فريبونه به په دوي باندي په خپله پريوزي.

همدارنګه بل ځاي الله جل جلاله فرمايي : يخادعون الله والذين آمنوا وما يخدعون إلا أنفسهم وما يشعرون ()[124]

ژباړه :هغوي (په خپل خيال كي) الله تعالي او مؤمنانو ته دوكه وركوي حال دادي چه (په حقيقت كي) هم خپلو ځانونوته دوكه وركوي او په دي هم نه پوهيږي.[125]نو دي نتيجي ته رسيږو:

اول : که يو چاه يوه ښځه ددي لپاره په نکاح کول چه بيرته به يي طلاقوي ترڅوخپل لومړي ميړه ته يي حلاله کړي څرنګه چي دي سړي په دي نکاح سره دشراراده وکړل نو ده ته به دده دارادي برعکس سزاءورکول کيږي يعني دده نکاح هم په دي شرط نه ده ورسره صحيح بلکه دا نکاح يوه لغوه نکاح ده او فاعل ئي دالله جل جلاله او رسول صل الله عليه وسلم له طرفه ملعون دي او ده ته بايد تعزير ورکړل شي پدي اړه باندي احاديث هم راوارد شويدي لکه د عبدالله بن عباس رضي الله عنهحديث : لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم المحلل والمحلل له.[126]

ژباړه :دلله تعالي درسول لعنت دي په حلال کوونکي(ځانته) او حلالوونکي دده لپاره (چي بل چاته يي حلال وي).

عقبه بن عامر په بل حديث کي فرمايلي دي : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( ألا أخبركم بالتيس المستعار ؟ قالوا : بلى يا رسول الله قال " هو المحلل ، لعن الله المحلل والمحلل له " [127]                                                                                  

ژباړه :رسول الله وفرمايل: ايا تاسي خبر نه کړم په تيس مستعارباندي؟ موږ ورته وويل: بلي اي دالله تعالي رسوله! ويي فرمايل: هغه حلالونکي دي (ځانته) ، دالله تعالي لعنت دي په حلالونکي(ځانته) او په حلال کوونکي چي بل ته يي حلالوي.

ددي نکاح پر ابطال باندي دصحابؤ اتفاق دي.[128]

دوهم : دعينة حرمت ـ عينه ديته وائي چه يو شي ديو څه وخت په قرض له نقدي قيمت څخه په زياته اندازه سره خرڅ شي او بايع ئي بيرته په اوسني يا فعلي قيمت باندي بيرته ځيني واخلي چه دا عقد له سره باطل اوحرام دي چه دادسود له ډولونو څخه يو ډول دي نو دامعامله ددي فاعل لپاره حرامه شوه دهغه دبدقصد پرخلاف باندي دهغه بدقصد داوه چه دسامان خرڅول په ثمن مؤجل او رانيول ئي په ثمن معجل دسود لپاره يوه حيله وګرځوله نوبلکل دامعامله ورته حرامه شوه دپورتني قاعدي سره ئي تطبيق دادي چه دا معامله يوه جايزه معامله وه مګر داچه دمعامله کوونکو قصدداؤ چه دامعامله دسود لپاره يوحيله وګرځوي نو شريعت ددوي لپاره داکار حرام کړي يعني دوي ته ئي ددوي دقصد خلاف سزاء ورکړه.[129]

دريم : که چا خپل هغه ملګري چه ورسره ئي دبيعي عقد کړيدي له مجلس څخه ددي لپاره وه ايستي چه بيعه ورباندي لازمه شي او خيار مجلس ئي له منځه ولاړي شي نو په دي سره خيار له منځه نه ځي او دبيعي عقد هم نه لازميږي ځکه ده دشراراده کړيوه ترڅو خپل ورور له خيار څخه محروم کړي او فکر کولو وخت ورباندي رالنډکړي نو ده ته دده دنيت خلاف سزاء ورکړل شوه يعني خيار قطع نه شو که څه هم دمجلس څخه په جلاء کيدلو سره خيار له منځه ځي . ځکه چه داهم دايماني ورورګلوي سره منافي (خلاف) خبره ده چه خپل ورورله هغي ګټي څخه محرومه کړي کومه چه دي يي خوښوي[130].

نبي صل الله عليه وسلم فرمايلي دي:(لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه )[131]

ژباړه :نه دي مؤمن (کامل) يوله تاسي نه ترڅو چي خوښوي هغه څه کوم چي دځان لپاره يي خوښوي.

څلورم : الله جل جلاله په قران کريم کي فرمايي :لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يحِبُّونَ أَنْ يتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ()[132]

ژباړه :ته په دغه مسجد كي هيڅكله هم مه دريږه، البته دكوم مسجدبنياد چي داولي ورځي نه په تقوىٰ سره ايښودل شويدي هغه ددي قابل دي چي ته په كي ودريږي په هغه كي داسي خلګ دي چي پاكه استوګنه خوښوي او پاك اوسيدونكي خلګ دالله تعالي خوښ وي.

يعني په هغه مسجد کي مه دريږه کوم چه منافقينو دمسلمانانو دضررلپاره جوړه کړيؤ لکه چه الله تعالي فرمايي :

وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَينَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَلَيحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى وَاللَّهُ يشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ()[133]

ژباړه :اوځيني نور خلګ دي چي يو جومات يي دضرر رسولو په غرض او دكفر لپاره او دمسلمانانو ترمنځ دجدايي راوستوپه نيت جوړكړي دي او دهغه چاداستوګني په خاطر چه دپخواراهسي دالله اورسول مخالفت كوي او دوي په درته قسمونه خوري چه زموږ غرض دښيګړي نه بغير نور هيڅ نشته او الله تعالي شاهددي چي دوي درواغ وايي.

کله چه ددوي نيتونه داوه چه ددي مسجد تائيد دنبي صل الله عليه وسلم په دريدلو سره وکړي او دوي ته دشر او نفاق مخه خلاصه شي نو الله جل جلاله  دوي ته ددوي دقصد خلاف سزاء ورکړه او نبي صل الله عليه وسلم ئي په هغه مسجد کي له دريدو څخه منع کړي بلکه دهغه مسجد په نړولو او سوځولو يي أمر کړي دي.[134]

پنځم : داهم يوه ښکاره او واضح خبره ده چه څوک خپلي ښځي ته دطلاق څخه وروسته رجوع وکړي او له دي رجوع کولو څخه ئي يوازيني اراده ئي هغي ته دضرررسول وي نو دارجعت ئي باطل دي اودي ګناهګاره دي نو ده ته دده دقصد خلاف سزاء ورکړل شوه يعني حلال او جايز رجعت ورته حرام وګرځول شو.

شپږم :  ابوالعباس بن تيميه وايي ـ که يو شخص بل شخص ددي لپاره مړ کړي چه دهغه ښځه په نکاح کړي نو داښځه ورباندي حرامه ده که څه هم دبل لپاره حلاله ده، نو دامعامله دده دقصد خلاف ورسره وه شوه نوهغه ورته حرامه سوه او داله هغي قاعدي سره هم برابر ده چه وائي : (من استعجل شئ قبل الاوانه فان يعاقب بنقيض قصده) ژباړه :چاچي ديو شي غوښتنه په چابکي سره وکړه مخکي لدي نه چي هغه پيښ شي نو دهغه دقصد خلاف سزابه ورکول کيږي .[135]

اووم : که يو چا يوه ښځه خپل ميړه ته خطاء ايستله ترڅوهغه ئي طلاقه کړي او دي ئي په نکاح کړي نو دا ښځه دده لپاره حرام ده او که ئي په نکاح کړي نکاح ئي باطله ده ځکه چه ده ته دده دقصد خلاف سزاء ورکول کيږي.[136]

 

 

 

 

 

پايله

۱ – څرنګه چه الله تعالي ټول انسانان يوازي دعبادت كولو لپاره پيدا كړيدي ،اولازمه ده چه انسان يوازي دالله تعالي عبادت وكړي او دټولو عباداتو لپاره نيت كول لازمه دي چه انسان بايدپه عبادت كولو كي نيك نيت ولري.

۲ – په هر انسان لازمه ده چه دهر عبادت څخه مخكي خپل نيت اصلاح كړي، چي دنيت داصلاح كولو لپاره لازمه ده چه انسان لومړي نيت كول دهغه دصحت او عدم صحت له شروط سره زده كړي، ترڅو په دي دنيت او خواهش ترمنځ فرق وكړي او دعمل كولو په وخت كي له خواهشاتو څخه ځان وساتي .

۳ – څرنګه چي مو ولوستل چي عمل بيله صالح نيت څخه دثواب موجب نه ګرځي نو لازمه ده چه انسان خالص نيت له عمل سره ملګري كړي.

 ۴ – لازمه ده چه انسان په هر عمل كي خالص او پاك نيت ولري او هميشه يي دالله تعالي رضاء مقصود او هدف وي.

۵ – داخبره بايد هميشه په ياد كي ولرو چي دقيامت په ورځ باندي انسان ته ثواب او عذاب يوازي دهغه دنيت مطابق وركول كيږي.

۶ - په کومه مسئله کي چي شک ورته پيداوي نو ترهغه وخته دي صبر وکړي ترڅوچي ورته يقين پيداکيږي چي داتوقف به يي دالله تعالي درضا لپاره وي ،چي همداغوره او دلوړي مرتبي نيت دي.

 

 

 

 

 

 

ماخذونه

 

۱ - القران الكريم

۲ - ابي الفضل جمال الدين محمدبن مکرم ابن منظورالافريقي المصري، لسان العرب، دارالفکرللطباعة والنشروالتوزيع

۳ - الموسوعة الفقهية الكويتية، وزارة الأوقاف والشئون الإسلامية – الكويت

۴ - الشَّيْخ زَيْنُ الْعَابِدِيْنَ بْنِ إِبْرَاهِيْمِ بْنِ نُجَيْمٍ (۹۷۰-۹۲۶هـ)،الْأَشْبَاهُ وَالنَّظَائِرُ عَلَى مَذْهَبِ أَبِيْ حَنِيْفَةَ النُّعْمَانِ، دار الكتب العلمية،بيروت،لبنان (۱۴۰۰ه)

۵ - ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني (المتوفى : ۲۷۳هـ)، سنن ابن ماجة ، كتب حواشيه : محمود خليل ، مكتبة أبي المعاطي.

۶ - انټرنټ

۷ - السعدان وليدبن راشد ، رسالة في تحقيق قواعد النية، المكتبة الشاملة .

۸ - البخاري محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة ، أبو عبد الله (المتوفى : ۲۵۶هـ)، صحيح البخاري ، دار الشعب – القاهرة .

۹ - ايمن عبدالله - ناصرسيداحمد – مصطفي محمد –محمد درويش ، المعجم الوسيط ، داراحياء التراث العربي للطباعة والنشروالتوزيع

۱۰ - الشامي سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي ،المعجم الكبير ، أبو القاسم الطبراني (المتوفى : ۳۶۰هـ) ،[ الكتاب مرقم آليا غير موافق للمطبوع ].

۱۱ - السجستاني الأزدي سليمان بن الأشعث أبو داود ، سنن أبي داود، دار الفكر ،تحقيق : محمد محيي الدين عبد الحميد.

۱۲ - الملکي شيخ ابوطالب محمدبن عطيه حارثي ، قوت القلوب، مترجم – مولانا صدرعالم عبدالرحمن،دارالاشاعت.

۱۳ - النيسابوري أبوالحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري ،صحيح المسلم ، دارالکتب العلمية – بيروت .

۱۴ - التميمي أحمد بن علي بن المثنى أبو يعلى الموصلي ، مسند أبي يعلى، دار المأمون للتراث – دمشق.

۱۵ - العثيمين محمد بن صالح بن محمد (المتوفى : ۱۴۲۱هـ)، شرح رياض الصالحين، المكتبة الشاملة.

۱۶ - ندوي علامه سيد سليمان ، سيرت النبي(ص)، ژباړن:عزيزالرحمن«سيفي»،پښتوټولنه.

 

ابی الفضل جمال الدین محمدبن مکرم ابن منظورالافریقی المصری، لسان العرب، دارالفکرللطباعة والنشروالتوزیع، جلدونه۶، ج۱ ،ص۶۵۱[1]

ناصرسیداحمد – مصطفی محمد –محمد درویش –ایمن عبدالله، المعجم الوسیط ، داراحیاء التراث العربی للطباعة والنشروالتوزیع،چاپ کال ۲۰۰۸ ،جلدونه(نه لری)، ص۵۹۵ [2]

الموسوعة الفقهية الكويتية، وزارة الأوقاف والشئون الإسلامية – الكويت، جلدونه: ۴۵،چاپ (1404 - 1427 هـ)،ج۴۲ ،ص۵۹ [3]

 المعجم الوسیط ،ص ۳۷۳[4]

 الموسوعة الفقهیة الکویتیة ،ج۳۰ ،ص ۳۳۲[5]

[6]  سورة آل عمران ،۲۹آيت

[7] ډاكټر محمد دين، تعليم القران،تاج كمپني لمټډ،ص۸۴

[8] سورة البینة ،۵آيت

[9] تعليم القران ،ص۹۵۳

[10]  سورة الطارق ۱۰،۹،۸آياتونه

[11] تعليم القران ،ص۹۴۲

[12] سورة العادیات ۱۰،۹آياتونه

[13] تعليم القران،ص۹۵۴

[14] العثيمين محمد بن صالح بن محمد (المتوفى : ۱۴۲۱هـ)، شرح رياض الصالحين، [ملاحظات]1 - الكتاب مكتمل،2 - مفهرس على الكتب والأبواب،3 - مرقم آليا غير موافق للمطبوع،جلدونه (نه لری ) ،ص ۲ علی ترتیب مکتبة الشاملة

[15] سورة الاحزاب ۴۱آيات

[16] تعليم القران،ص۶۷۸

[17] سورة النساء ۱۴۲آيات

[18] تعليم القران،ص۱۶۰

الملکی شیخ ابوطالب محمدبن عطیه حارثی ، قوت القلوب، مترجم – مولانا صدرعالم عبدالرحمن،دارالاشاعت،چاپ کال ۲۰۰۰م ،جلدونه۴، ج۴ ،ص ۳۸۹[19]

www.porseman.org[20]

قوت القلوب ،ج ۴، ص۳۸۶[21]

[22] النیسابوری أبوالحسین مسلم بن الحجاج بن مسلم القشیری ،صحیح المسلم ، دارالکتب العلمیة – بیروت،جلدونه (نه لری)،ص ۹۹۵

[23] البخاري محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة ، أبو عبد الله (المتوفى : ۲۵۶هـ)، صحیح البخاری ، دار الشعب – القاهرة،اول چاپ (۱۴۰۷ه ق) ،المکتبة الشاملة،جلدونه ۹ ،ج۴،ص۳۸

[24] صحیح البخاری ،ج۱،ص۱۵

[25] صحیح مسلم، ص۶۷

 

[26] صحیح مسلم،ص۲۴۰

www.askdin.com  [27]

www.habl.persianblog.ir[28]

[29] سورة الحج – ۷۸آيات

[30]  سورة اللیل ۱۹-۲۰-۲۱آياتونه

[31] سورة البقرة ۱۹۰آيات

[32] سورة النجم ۶۲آيات

www.habl.persianblog.ir[33]

[34] سورة الانعام ۷۹آيات

[35] سورةالرعد ۲۲آيات

[36] سورة الروم -۳۸آيات

[37] سورة الروم -۳۹آيات

[38] سورة الانعام-۵۲آيات

[39] سورة الانسان -۹آيات

[40] سورة الکهف -۲۸آيات

[41] سورة النمل – ۱۹آيات

[42] سورة الاحقاف -۱۵آيات

www.habl.persianblog.ir[43]

[44] سورة آل عمران -۱۱۹آيات

[45] سورة آل عمران -۱۵۴آيات

[46] سورة المائده -۷آيات

[47] سورة هود -۵آيات

[48] سورةعنکبوت -۱۰آيات

[49] سورة فاطر-۳۸آيات

[50] سورة الملک -۱۳آيات

www.habl.persianblog.ir[51]

[52] سورة آل عمران -۲۹آيات

[53] سورة البقرة -۱۰۷آيات

[54] سورة البقرة -۱۶۵آيات

[55] سورة النساء -۱۲۳آيات

[56] سورة المائده-۷۶آيات

[57] سورة الانعام-۷۱آيات

[58] سورة الاعراف-۱۹۴آيات

[59] سورة الانبیا -۶۷آيات

[60] سورة الحج-۶۲آيات

[61] الشَّيْخ زَيْنُ الْعَابِدِيْنَ بْنِ إِبْرَاهِيْمِ بْنِ نُجَيْمٍ (۹۷۰-۹۲۶هـ)،الْأَشْبَاهُ وَالنَّظَائِرُ عَلَى مَذْهَبِ أَبِيْ حَنِيْفَةَ النُّعْمَانِ، دار الكتب العلمية،بيروت،لبنان (۱۴۰۰ه)،المکتبة الشاملة،جلدونه (نه لری)،ص۵۰-۴۹

قوت القلوب، ج۴ ،ص۳۷۳[62]

[63] سورة آل عمران – ۱۴۵آيات

[64] سورة البقرة – ۲۶۴آيات

[65] ندوی علامه سید سلیمان ، سیرت النبی(ص)، ژباړن:عزیزالرحمن«سیفی»،پښتو ټولنه ،چاپ ۱۳۴۹ه ش، جلدونه ۶،ج۶ (داخلاقو برخه) ،ص ۳۴-۳۵-۳۶

[66]سورةالتوبة ۱۰۲آيات

[67]سورة القصص۵۴آيات

قوت القلوب، ج۴ ،ص۳۸۹[68]

قوت القلوب، ،ج ۴،ص۳۶-۳۸۳ [69]

[70]السعدان وليدبن راشد ، رسالة في تحقيق قواعد النية، المكتبة الشاملة،جلدونه(نه لري)، ص۳-۲-۱

[71] سورة طارق ـ۹آيات

[72] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴

[73]سورة بينة ـ ۵ آيات

[74]سورة الزمر- ۱۱ آيات

[75]سورة الاعراف ـ ۲۹ آيات

[76] صحیح البخاری،ج۱،ص۲۱

 صحیح مسلم، حدیث شمیره ۱۹۰۴،ص۷۵۹[77]

[78] رسالة في تحقيق قواعدالنية،ص۴

[79] صحيح مسلم، ص ۷۵۹،حدیث شمیره ۱۹۰۵

[80] القزويني ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد (المتوفى : ۲۷۳هـ)، سنن ابن ماجة ، كتب حواشيه : محمود خليل ، مكتبة أبي المعاطي ،جلدونه ۵ ، ج ۵ ، ص ۳۰۸ ،حدیث شمیره:۴۲۲۹

[81] سنن ابن ماجة ، حدیث شمیره:۴۱۹۹،ج۵،ص ۲۸۸

[82] سورة البقرة ـ ۲۳۱آيات

[83] سورة البقرة ـ ۲۲۸آيات

[84] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۶

[85] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۷

[86] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۷

[87] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۸

[88] سورة النساء ـ ۴۳آيات

[89] سورة البقرة ـ ۲۲۵آيات

[90] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۱۰

[91] سورة الروم ۳۹آيات

[92] صحيح مسلم ،حدیث شمیره۵۳۳ ،ص۱۹۷

[93] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۴

[94] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۷

[95] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۷

[96]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۷

[97]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۹

[98] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۹

[99] التميمي أحمد بن علي بن المثنى أبو يعلى الموصلي ، مسند أبي يعلى، دار المأمون للتراث – دمشق،اول چاپ(۱۴۰۴ه ق)،تحقيق : حسين سليم أسد،جلدونه۱۳،الأحاديث مذيلة بأحكام حسين سليم أسد عليها،حدیث شمیره :۲۲۹۱،ج۴،ص۱۹۳

[100] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۳۶

[101] صحیح البخاری،حدیث شمیره ۲۸۳۹،

[102] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۳۸

[103] صحیح المسلم ،ص۱۰۶۱

[104] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۳۹

[105] صحيح مسلم،حدیث شمیره ۱۳۱،ص ۶۷

[106] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۳۹

[107] صحیح مسلم،حدیث شمیره ۱۹۰۸،ص ۷۶۱

[108]۴۰ رسالة في تحقيق قواعد النية،ص

[109] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۱

[110] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۲

[111] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۲

[112] الشامي سليمان بن أحمد بن أيوب بن مطير اللخمي ،المعجم الكبير ، أبو القاسم الطبراني (المتوفى : ۳۶۰هـ) ،[ الكتاب مرقم آليا غير موافق للمطبوع ] ،جلدونه(۲۰)، ج ۲۰، حدیث شمیره: ۱۷۸۵، ص ۴۶۰

[113] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۱۸

[114]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۱۹

[115] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۰

[116]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۰

[117] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۳

[118] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۲۳

[119] سورة البینة ـ ۵ آيات

[120] صحيح البخاري،ج۱،ص۲۱

[121] سورة النساء ـ ۴۳سورة

[122] الأزدي سليمان بن الأشعث أبو داود السجستاني ، سنن أبي داود، دار الفكر ،تحقيق : محمد محيي الدين عبد الحميد،جلدونه۴ ،تعليقات كَمَال يوسُفْ الحوُت،والأحاديث مذيلة بأحكام الألباني عليها،ج۱،ص۷۴۴

[123] سورة فاطر ـ ۴۳آيات

[124] سورة البقرة ـ ۹آيات

[125]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۲

[126] سنن ابن ماجة، حدیث شمیره:۱۹۳۴،ج۳،ص۱۱۶

[127] سنن ابن ماجة ،حدیث شمیره:۱۹۳۶،ج۳،ص۱۱۷

[128]رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۳

[129] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۶

[130] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۶

[131] الصحيح البخاری ،ج۱،ص۱۰

[132] سورة التوبة ـ ۱۰۸آيات

[133] سورة التوبة ـ ۱۰۷آيات

[134] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۷

[135] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۸

[136] رسالة في تحقيق قواعد النية،ص۴۸

Leave a Reply