- Version
- داونلود کنید 96
- اندازه فايل 287.00 KB
- تعداد فايل 1
- د جوړيدو نيټه فبروري 1, 2021
- وروستى آپډيټ فبروري 1, 2021
فهرست
|
موضوع | صفحه |
١ | سريزه | الف |
٢ | تغذيه څه ډول عمل دى؟ | |
٣ | د انسان په صحت او روغتيا باندى د سبزيجاتو رول | |
٤ | ١- ويټامينونه | |
٥ | د انحلال په لحاظ د ويټامينونو ډولونه | |
٦ | ويټامين A | |
٧ | ويټامين B1 | |
٨ | ويټامين B2 | |
٩ | ويټامين PP | |
١٠ | ويټامين B6 | |
١١ | پانتوتينيک اسيد | |
١٢ | فلاسين | |
١٣ | اينوسيتول | |
١٤ | پارا امينو بينزويک اسيد | |
١٥ | ويټامين C | |
١٦ | ويټامين D | |
١٧ | ويټامين K | |
١٨ | ٢- منرالونه | |
١٩ | ٣- کاربوهايدريت | |
٢ | ٤- شحم | |
٢١ | سبزيجات | |
٢٢ | 1-solanacaeae family vegetables | |
٢٣ | Cucurbitaceae family vegetables -2 | |
٢٤ | Liliaceae family vegetables -3 | |
٢٥ | Compositeae family vegetables -4 | |
٢٦ | Malvaceae family vegetables -5 | |
٢٧ | Brasicaceae family vegetables -6 | |
٢٨ | Umbellifereae family vegetables -7 | |
٢٩ | Zingiberaceae family vegetables -8 | |
٣٠ | Chenopodiaceae family vegetables -9 | |
٣١ | Legumenaceae family vegetables -10 | |
٣٢ | غذا او غذايي موادو نتايج او حقايق | |
٣٣ | جدول د مختلفو سبزيجاتو غذايي ارزښت | |
٣٤ | نتيجه ګيري | |
٣٥ | سپارښتنى | |
٣٦ | ماخذونه |
تغذيه څه ډول عمل دي؟
ټول هغه اعمال چي د بدن رشد ،نمو،ترميم او د بدن د ټولو اعضاوساتنه ورته اړه لري عبارت د تغذي څخه دي او يا يه بل عبارت : تغذيه هغه عمل دي چي بدن ته ټول غذايي مواد د ژوندد بقاپه خاطر ورسول شي.
د انسان د بدن ساحتمان دومره حيرت انگيزه او مغلق دي چي الله(ج) خپل خلاقه قدرت د انسان د بدن پيداښت په کمال سره ښکاره کړي دې. د انسان د بدن دومره منظم اوحساس دي چي که هر غړي ته ډير کم اختلال ورسيږي ډير زر نا راحته او ناجوړه کيږي نوله دي کبله د بدن دفاعي قدرت د تل لپاره د ژوند د بقا په خاطر په سالم اوروغ ډول سره تل د ټولو امراضو او ميکروبونو په مقابل کي بايد چمتووساتل شي. د انسان د بدن ټول حجرات او غړي د ژوند په مختلفو شرايطو کي مکمله او صحي تغذيي ته احتياج لري نو بايد چي په کافي اندازه غذايي مواد وخوړل شي.
د غذا د خوړلو مقصدونه:
الف: خواړه بايد په کافي اندازه د بدن رشد اونموتا مين کړي .
ب: خواړه د تل لپاره د بدن نورمال حرارت تامين کړي .
ج: د بدن د ټولوداخلي حياتي اعضاو فعاليت بايد په ښه توگه وساتل شي.
د: خواړه بايد په خپل وخت د بدن د حجراتو د جوړښت او ترميم فعاليت تامين کړي.
د تل د پاره د بدن ټول اعضا په دوامداره توگه په فعاليت او حرکت کي دي کار او فعاليت کوي اود دغي کاراو فعاليت د پاره تغذيي ته اړه لري او که چيري غذايي مواد په کافي اندازه په خپل وخت سره بدن ته ونه رسول شي نوراز راز ناوړه ناروغتياوي بدن ته پيدا کيږي .نو لازمه ده چي هره ورځ په کافي اندازه غذا وخوړل شي .
د انسان په صحت او روغتيا باندي د سبزيجاتو ونډه
Role of vegetables in Human health
په عمومي توگه د انسانانود صحت او روغتيا په ساتلوکي د سبزيجاتو ونډه مهمه گڼل کيږي د ښه صحت او روغتيا د لرلوپه خاطر ديوي متوازني غذا خوړل زيات ضروري دي،د.H.O W د يو راپور په اساس د يوه صحتمند انسان دپاره د يوي ورځي په موده کي gr 300 د سبزيجاتود خوړلوسپارښتنه شويده.چي دي د جملي څخه .gr90 نيله لرونکي سبزيجات gr120 پاڼه اين سبزيجات اوgr90 نورو سبزيجاتو څخه يادونه شويده.ضروري غذاي مواد په سبزيجاتوکي په زياته پيمانه پيدا کيږي نوځکه سبزيجاتو ته محافظوي غذا(protective Food )هم ويل کيږي. سبزيجات د ويټامينونو،پروتينونو،منرالونو او کاربوهاريد ريتونو غوره منبع گڼل کيږي. څرنگه چي سبزيجات نه يواځي يا په ځانگري توگه د خوراک په حيث استفاده کيږي بلکي هيڅ داسي خوراک به نه وي چي سبزيجات په گډ يا مخلوط ډول استعمال نشي. په سبزيجانو کي د غذاي موادو موجوديت د خوړلو په طريقي ،د حاصل د جمع آوري په وخت ،د ذخيره کولوپه موده او داسي نورو عواملو پوري اړه لري .په عمومي توگه سبزيجات لاندي غذاوي برابر وي
1- د انرژي ورکونکي غذايي مواد-: Energy yielding nutrients
هغه سبزيجات کوم چي د کا ربوهايدريت څخه غني وي دانرژي ورکونکي خوراک (Energy giving Food) په نوم ياديږي چي نيله لرونکي سبزيجات ،تيوبرز،وچي ميوي ،شکري او شحم پدي گروپ کي شامل دي .
2- بدن جوړونکي مواد :Body building nutrient
ېوزېات شمېر سبزيجات دپروتين يوه غنی منبع ګڼل کيږی کوم چی دبدن جوړونکی په حيث پيژندل شويدی ،مټر،لوبيااووچ شوی تخمونه دپروټينواومنرالونوغوره منابع ګڼل کيږی.
3 محافظوي خوراک protective food:
سبزيجات دطبعي ارزانه ساتونکومنابعو په حيث پيژندل شويدي دويټامينونو،پروتينونو،کاربوهايدريتونواوداسی نورو څخه عبارت دي .چي کاربوهايدريت اوشحميات د انرژي توليد لپاره ،منرالونه هډوکي جوړوي،پروتينونه د بدن د تعميراو ترميم لپاره،ويټامينونه د بدن د نورمال فعاليت لپاره پکاريږي.
1 - ويټامينونه
ويټامينونه کيمياوي مواد دي کوم چي د انسان د صحت او روغتيا د پاره ضروري گڼل کيږي. څرنگه چي ويټامينونه په بدن کي نه توليديږي نو ضروري ده چي سبزيجاتو څخه بايد تر لاسه شي سبزيجات د ويټامينونو ښه منابع گڼل شوي دي .او د غذاي موادو مهمه او حياتي برخه ويټامينونه دي .ويټامينونه په ډيره لږه اندازه سره د ټول ژوند په موده کي د بدن رشد،نمو او روغتيا لپاره ډيراهم اوضروري څيز دي او که چيري په بدن کي کم شي ډيري ناوړه ناروغتياوي بدن ته پيښږي ډاکټر Funk په 1912 (ع) کال کي د ويټامين نوم د دوه کليمو څخه لکه Uita چي د ژوند معنې لري او امين Amine کليمي څخه مشتق کړي پروفيسر Drummond په 1920 ع کال کي Amine د کليمي څخه د E اخري حرف د لري کولو پيشنهاد وکړ او د قبول څخه وروسته د ويټامين vitamin کليمه د استفادي وړوگرځيده او دا کليمه د خاص او عام په خوله کي پريوته تراوسه پوري 22 ويټامينونه پيژندل شويدي او نوري څېړني رواني دي .
د انسان په بدن کي د ويټامينونو د موجوديت اهميت :-
په عمده ډول د ويټامينونو د موجوديت او اهميت په بدن کي په لنډه توگه خلاصه کيږي:الف:- دويټامينونو په موجوديت سره د بدن حجرات په سالمه توگه پاتي کيدلي شي او که کمبود شي پس د لنډي مودي راز راز مرېضتېاوي بدن ته رسيږي.ب:- په تغذيه کي په ډيره کمه اندازه ويټامينونه چي بدن ته لازم دي دانسان د ژوند د بقا دپاره حياتي ماده ده. ج:- په ټولوويټامينونو کي که د يو ويټامين کمبود يا نشتوالي احساس شي نو بيا د هغي له کبله مخصوصه مريضتيا بدن ته پيښېږي اودا مريضي د بدن نور اعضاهم دکاره وباسي او د بدن په عمومي حالت کي ډيري نوري ناوړه ناروغي پيداکيږي. د:- که په ورځنېو خوړو کې د بدن د اړتيا وړ اندازې څخه زيات ويټامين بدن ته ورکول شي بدن ته په کلي توګه هيڅ نقصان نه پيښيږي مګر يوازې ويټامين d که د اندازې څخه زيات وخوړل شي په بدن کې ناوړه مسموميت پيداکوي او د دي نقصان به وروسته په خپل ځاى کې پوره بيان شي .
د انحلال په لحاظ د ويټامينونو ډولونه:
ټول ويټاميونه د انحلال په لحاظ په دوه ډوله تقسميږي.
الف: هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کيږي ، ب:- هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کيږي
الف:- هغه ويټامينونه چې په اوبو کې حل کيږي.عبارت دی له :
ويټامين C C6 H8 O6 ... (Asscorc Acid)
ويټامين B1 C12 H18 ON4 Scl2 (Thiamine)
ويټامين B2 C17 H20 N4 O6 (Riboflovine)
ويټامين PP نياسين يا نيکوتيک Niocin (Nicotinic) C22 H26 O12
ويټامين p Citrin (Rotine ) C22 H26 O12
. ويټامين پانتوتيک اسيد Pantothenic Acid C9 H12 O5 n
ويټامين B6 Pyridorsine – C8 H11 O3 N
ويټامين B12 Biotine – C10 H16 O3 N25
ويټامين فلاسين Folacin
ويټامين Para Aminobin Zoic Acid
ويټامين امينو اسيتول Inocitol C6 H12 O6
ويټامين کولين Coline C5 H15 O2 N
پورتني ويټامينونه ټول په اوبو کې حل او په ډېره کمه اندازه په بدن کې ذخيره کيږي لازمه ده چې هره ورځ د غذايي موادو په وسيله بدن ته تدارک شي.
ب:- هغه ويټامينونه چې په غوړيو کې حل کيږي دا دي:
١:- ويټامين A Coratene C20 h30 – Proutamin
٢: ويټامين D Colciferol C28 H44 O
٣:- ويټامين E Tocopherol (tocopherol) C29 H50 O2
٤:- ويټامين K minadione C11 H9 O2
پورتني ويټامينونه ټول په غوړيو کي حل او په بدن کي په ډيره ښه توگه ساتل کيږي او ذخيره کيږي دا ټول ويټامينونه دطعام پخولو په وخت کي په عادي پخولوسره نه محوه کيږي ولي هغه ويټامينونه چي په اوبوکي حل کيږي د غذا د پخولو په وخت کي دهغوي ډير مقدار د حرارت له کبله محوه کيږي بايد دي چي د پخولوپه وخت کي ډير کم حرارت ورکړل شي او په کمو اوبو کي پاخه شي .
ويټامين A
. ويټامين A په سختو اوبو کي نه حل کيږي او د اکسداسيون په مقابل کي ډير حساس دي او د حرارت په مقابل کي پدي شرط چي اکسيجن ورته ونه رسيږي نه خرابيږي.
. ورځني اړټياوي:- بدن ته هره ورځ تقريباً 1,5-2 ملي گرامه پوري ويټامين A ته اړتېالري ذکر شوي اندازي څخه تقريباً برخه بايد د حيواني منابعو څخه بدن ته ورکول شي او نور برخي بايد د کروتين په شکل د نورو سبزيجاتواوميوه جاتوڅخه بدن ته ورکول شي کروتين په بدن کي په ويټامين سره بدليږي:
عمده منابع :- ويټامين A په ميوه جاتو ،سبزيجاتو او حبوباتوکي د کاراتين په شکل موجود وي . کاراتين په گازرو،شنه پياز(نوش پياز)، کدو،خربوزه، پالکو،ورخاړي،شړشمو پاڼي، کدوپاڼي،گشنيز پاڼي ،براکولي،شلغموپاڼو،رومي بانجان،کاهو،مليوپاڼي او داسي نورو سبزيجاتوکي ليدل کيږي.
ويټامين A په بدن کي ذخيره کيږي او څه وخت چي بدن ته دغذا دلياره دا ويټامين ونه رسيږي دهمدغي ذخيري څخه گټه اخلي.
د ويټامين A عمل:
تراوسه پوري دويټامين A عمل په بدن کي په ښکاره ډول پوره ندي څرگند شوي ولي داهم رښتياده چي ويټامين A اطفالو په رشد نمو اوښه ساتنه کي پوره مرسته کوي که چيري ويټامين A په بدن کي کــــــــــــــم شي
نوکواتر (جاغور) بدن ته پيدا کيږي او همدارنگه دي ډول کسانو ته د شب کوري د تکليف هم پيدا کيږي او په مخاطي غشاء کي تنفسي غاړه (وچه غاړه) کي د هاضمي په سيستم کي بد تاثير کوي او د بدن په تناسلي اعضاوُ کي سپوڼي پيداکيږي په اطفالو کي د غاښونو په ساختمان کي پوره رول لري او ډير موثر دي .
ويټامين A په جلدي امراضو کي په کافي اندازه موثر او فايده مند دي هغه کسان چي مزمن ريزش لري هغوي ته بايد ويټامين A توصيه شي. ويټامين A اوD ډير نږدي روابط او تعلقات لري نو لدي کبله څه وخت چي ويټامين A چاته تجويز کيږي بايد د ويټامين D سره يو ځاي و خوړل شي او همدارنگه ويټامين A د ويټامين E سره هم نږدي روابط لري نو لازمه ده چي د ويټامين E سره يو ځاي ويټامين A هم تجويز شي پدي صورت کي به د تداوي نتيجه ډيره مثمره وي .
ويټامين ۱B يا تيامين
د او يټامين په اوبو کي ويلي کيږي او د حرارت په مقابل کي مقاومت لري او که چيري حرارت مرطوب وي بيا په 110C0 حرارت سره چي دوه ساعته دوام وکړي خرابيږي اما په وچ حرارت کي پوره مقاومت لري .
او د نور د روښناي په مقابل کي حساس دي .
ويټامين B1 دبدن نريو کلمو مفيده ميکروبونو پواسطه په وجود کي جوړيږي او د بدن د اړتيا وړ ويټامين B1 د سبزيجاتو په خوړلو سره تهيه کيږي . ويټامين B1 په اساني سره په کلمو کی جزبيږي د حيرانتيا خبره خو دا ده چي دا ويټامين په بدن کي د ډيري مودي د پاره نه ساتل کيږي .او د 3 ساعتو څخه وروسته د بدن څخه دفعه او متيازو او خولو سره خارجيږي او نوره ډيره اندازه ېي په بدن کي تجزيه کيږي .
ورځني اړتياوي :- دانسان دبدن ورځني ضرورت ويټامين B1 د 2-3 ملي گرام پوري تثبيت شوي .
عمده منابع :- اکثراْ سبزيجات په سلو گرامو کي6 0،0 - 05،0 ملي گرام پوري تيامين لري هغه سبزيجات چي په سلو گرامو کي 1،0 ملي گرام يا ددي څخه زيات تيامين لري د رومي بانجانو ،مرچکو ،خربوزي ،هوږي مټر او داسي نورو څخه عبارت دي . په ټولو سبزيجاتو کي پالک او مټر په ترتيب سره mg 26، 0 او mg 25، 0 تيامين لري . او غوره منبع يي کرم ،کاهو ،گازري ،پياز، مټر ،شنه مرچ او پالکو څخه عبارت د ي.
کموالي نښي :- که چيري ويټامين B1 په بدن کي کم شي نو بيا په بدن کي د Beriberi او نوري ناروغي پيداکيږي د بدن اشتها کميږي ،متناوبه اسهال پيداکيږي ،گيډه پړسيږي استفراق پيداکيږي ،ستړتيا او د اعصابو خرابوالي ، د زړه ضربان او کله کله د لاسو نو او پښو فلج مرض پيداکيږي او کله د بدن پو ستکي سوځي کله کله لکه چي په بدن کي ستني چوخيږي او دا ډول نوري ناوړي ناروغي لکه د بدن بي حسي انسان ته پيداکيږي .
د Beriberi ناروغي عمده علايم:-عضلاتي فلج ،عصبي ناقراري ،او نورو دا ناروغي د عصبي سيتم او يا دويني په دوران کي ارتباط لري .
په ځوانانو باندي دا ناروغي په ناڅاپه ډول حمله کوي او لومړي عوامل يی د ستړتيا احساس په کار کي ناغيړي ،حفگان ، نااميدي ،ډيرحساسيت ،ډير زر عصبانيت ،داشتهاخرابيدل ،دزړه غټيدل او داعصابو ضعف او دا ډول نور دي .
که چيري په ډيره موده کي د ويټامين B کمبود اويا نشتوالي احساس شي نو پدي صورت کي د Beriberiناروغي پيدا کيږي.
ويټامين يا رايبو فلاوين
ويټامين د ويټامين سره نږ دي شباهت لري په اوبو او الکولو کي حل کيږي .
د وچ حرارت ،اکيسجن او اسيد په مقابل کي پوره مقاومت لري ولي د مرطوبو حرارت په مقابل کي لږ څه کم مقاومت لر ي او د نور په مقابل کي حساس دي .
کله کله ويټامين د ويټامين G په نامه سره ياديږي او د اولين ځل لپاره په١٩٣۵ع کال کې دپنيروداوبو
څخه حاصل شو ويټامين د اطفالو درشد او نمو د پاره دېر ضروري دي دا ويټامين د بدن وينى ته اکسيجن رسوي او د کاربو هايدريت موادو ميتابوليزم د پاره موثر دي .
ويټامين د بدن داعضاو سلامتيا ساتي او انسان ځوان معلوميږي او عمر اوږدوي. ويټامين عصبي سيستم تقويه کوي او په ځيګر او بډوډو( پختورګو) کې ذخيره کيږي او که د څه مودي د پاره بدن ته ويتامين ونه رسيږي نو بيا د همدې ذخيري څخه مصرف کيږي او ذخيره کيږي .
ورځني اړتيا :- د وتامين ورځني احتياج 2,5-3,5mg ثبت شويدي
عمده منابع:- ملى ، ليړو، فاصيلي، خواږه مرچکو ، ګلپي ، براکولى، هوږه، لبلبو ،نعنا، د لوبيا پاني ، کرم ، پالک، کاهو، ګازري، او نورو کې په دېره اندازه پيدا کيږي ويټامين د پخلي په پروسه کې په ا ساني نه خرابيږي .
د کموالى عوارض: د بدن په پوستکى کې دانى پيدا کيږي د سترګو څخه او ښکي بهيدل شروع کيږي شونډي چاوديږئ (Cheilosis) ژبه پړسيږي ، عصبي سيستم خرابيږي انسان خفه او ګوشه ګير کيږي.
ويتامين pp يا نيکوتنيک اسيد يا نياسين
ويتامين pp نن ورځ په نياسين سره شهرت لري او ددې پخواني نوم نيکو تنيک و او هغه ناروغي چې ددې د کموالي څخه پيدا کيږي هغي ته د پلاګرا ناروغي ويل کيږي د پلاګرا اصلي معنى ( د پوستکي وچيدل اورژيدل) دې د پلاګرا ډېره پخواني ناروغي ده او د بدن د پوستکي په مخ نفرت انګيزه زخمونه پيدا کوي اوپه پاى کې ناجوړه انسان چټي ويل او د ځان سره خبري کوي د داسې ناروغانو اخيرى ژوند په روغتون کې پاى ته رسيږي په ياد ولرو جې دا ناجوړي هله پيدا کيږي چې د خوړو کافى غذايې موادو ورته نه رسيږي.
د پلاګرا د ناروغي علامى:- مخصوص دانى په مخ ،ګوتو ، لاسونو ، پښو، سينه او شا باندې پيدا کيږي او په متناظر ډول سره ليدل کيږي يعنې که داني په ښي پښه پيدا شوي نو حتماً په چپه پښه هم ليدل کيږي په دې ناروغى کې انسان ته اسهالات پيدا کيږي او دبدن هضمى سيستم خرابيږي ژبه پړسيږي او ډوډى په مشکل سره خوړل کيږي او کله کله غير منظم استفراقات پيدا کيږي.
ددې ناورغى عمده خطر ناک بل ډول حالت يې دادى چې د انسان روحى حالت خرابيږي دا روحى حالات دومره خراب شي چې علاج يې دېر مشکل وي او دا دول انسانان د خپل ژوند څخه پيښيمانه و ي او تل د مرګ ارمان کوي د يو کال په موده کې خو څو واره ناروغى په انسان راګرځې او هر ځل ډول ډول اعراض لري خو څو واره دا ناورغى په انسان راګرځې او هر ځل ډول دول اعراض لري تجربي ثابته کړي چې د بدن داني او نور اعراض دژمي په سرکې په ناروغ حمله کوي ددې ډول مرض په دانو باندې د لمر وړانګې ډېر بد تاثير کوي ددی ناروغی دعلاج لپاره بايدهم نياسين ،تيامين اورايبوفلاوين بدن ته دغذايی موادو په سلسله کې او هم د تابليت او شربت په شکل او که لازم شو د ترزيق په شکل ناروغ ته بايد تجويز شي دا ويتامين په ځيګر کې ذخيره اوهم په اوبو کې ويلى کيږي.
ورځنى اړتيا:- د ورځې احتياج اندازه د 15-25mg پورې تثبيت شويده چې د کار او ژوند په شرايطو پورې اړه لري.
عمده منابع:- په سبزيجاتو کې پالک ، ورخاړى، کريله،تورائى، کدو، مرچ ، ملى، کاهو، ګازرى، مټر، لوبيا، ليړو، خواږه کچالو، تازه ميوي ، الو، شفتالو نيش وهلى شنه غنم، وچه ميوه ، لکه زړى په خاص ډول پسته ، غوزان، بادام، د ځيګر غوښه، څارويو، د ماهيانو، چرګانو او مرغانو غوښي.
ويتامين يا پايرودکسين.
ويتامين د کاربن ، هايدروجن ، اکسيجن اونايتروجن کيمياوي عناصرو څخه ترکيب شويدى د حرارت، اسيد او قلوى په مقابل کې مقاومت لري ، د رڼا په مقابل کې مقاومت نلري او خرابيږي په اوبو او الکولو کې حل کيږي ويټامين د امينو اسيدونو او شحمياتو د ميتابوليزم د عمل د پاره ډېر ضروري څيز دى په طبى امورو کې ډېراستعماليږي د ښځود حمل په موده کې د زړه بدي اواستفراقاتو د مخنيوى په خاطر مفيد دى .
ورځنى اړتيا:- پايرودکسين د ورځني اړتيا وړ اندازه 2mg تثبيت شويده.
د کموالى عوارض:- دبدن کم خونى عضلاتو ضعف ، جلدي امراض اونور عصبي ا ختلالات پيدا کوي .
عمده منابع:- کرم،ګازرى، کيله ، وريجي، وربشي ، غنم ، مټر ، مئى ، چڼي ، لوبيا ،
ويتامين پانتوتنيک اسيد.
دا ويتامين د B کمپلکس په ګروپ کې شامل دى اوپه ټولو غذايې موادو کې پيدا کيږي دا ويټامين د ويښتانو د سپيندوضد په نامه شهرت لري.
عمده منابع :- په سبزيجاتو کې ګلپى ، ګارزى ، پياز ، پټاټي ، وريجي او داسې نورو کې کله کله دا ويتامين په نوم هم ياديږي.
ورځنى اړتيا:- ددې ويتامين ورځني احتياج اندازه 5-10mg پو ري تثبيت شويدي
فلاسين يا فوليک اسيد.
فلاسين د B کمپلکس په ګروپ کې شامل دى او د وينې د سرو حجراتو په جوړولو کې دېره اهمه ماده ده فلاسين د اوسپني ،مس او ويتامين موجوديت کې نږدې رابطه لري د اماده دونواو بوتو په شنوپاڼوکې ډېره ده نو د همدې کبله ددې مادي نوم هم د Folium يعنې پاڼي څخه اقتباس شويدى.
ورځنې اړتيا: ددې ويتامين ورځني احتياج اندازه بدن نه 0,5 ميلی ګرامه تثبيت شويدى.
عمده منابع: په ټولو تازه سبزيجاتو او ميوو کې پيدا کيږي لکه ګلپي، ګازري، کريله ، پټاټي ،کرم، د نخودو پلي، پالک مګر که شنو سبو ته حرارت ورکړل شي نو بيا 70-90% خرابيږي نو سابه او ميوى بايد تازه وخوړل شي.
ويتامين اينوسيتول.
په تجربو سره ثابته شويده چې دا ويتامين د ويښتانو نمو او ساتنه کوي اونه پريږدي چې د سر ويښتان توى شي دا ويتامين د B کمپلکس نورو ويتامينو نو سره ډيره نږدې رابطه لري دا و يتامين د غوړيو د ميتابوليزم په عمل کې پوره ونډه لري.
ورځني اړتيا :- د بدن ورځني احتياج اندازه 0,5-1mg ښودل شويدي او په ورځنيو خوړو کې دا اندازه بدن ته تامنيږي خو پدې شرط سره چې مختلف غذايې موادو خوړل شي.
عمده منابع:- سابه،ګلپي،خټکى، چڼى او په نورو ټولو تازه ميو او سبو کې کمه اندازه سره پيدا کيږي .
پارا امينو بنزويک اسيد:-
د سوزيدونکو ناروغانو د پاره دا ويټامين ډېر ګټور دى او هم که چيري دا ويتامين په بدن کې کم شي د سر ويښتان ډېر سپينيږي دا ويتامين د ګرمې د تيزابونواو قلوي په مقابل کې ډېر مقاومت لري .
عمده منابع:- ټول غذايې حيوانى محصولات ، سابه او ميوى دي .
ورځني اړتيا:- تر اوسه پورې ددې ويتامين د پاره د بدن د احتياج اندازه په کامله توګه نده معلومه شوى خو که په ورځنيو خوړو کې ټول لازم غذايې مواد هره ورځ وخوړل شي د بدن احتياج تکميليږي او بدن ته زيات زيان نه رسيږي.
د کموالى عوارض: د ډيري مودې را پدې خوا طبى عالمان څيړ نه کوي چې ددې ويتامين د کموالى اندازه د حامله د ارو ښځواوياهغه ښځی چې اولاد ته شيدې ورکوي تعين او تثبيت کړي
ويتا مين C يا اسکاربيک اسيد :Ascorbic acid
دا ويتامين په اوبو کې حل کيږي سپين رنګ او تريو خوند لري په رڼا او د اکسيديشن اوالقليو په مقابل کې مقاومت نلري اوهمدارنګه د اکسيجن او حرارت په مقابل کې هم مقاومت نلري مګر برعکس په هضمي سيستم کې ميتابوليزم دپاره لازم او ګټوردې د بدن د رشداونمو د پاره ډېر موثر ثابت شوى او د هډوکو او غاښونود جوړښت د پاره مرسته کوي
به بدن کې د ويټامين C د کموالى عوارض او علايم :
په کارکې بی حوصله کيدل او بهاني کول په ټول بدن کې لنډي دردونه، د خولي او وريو زخمونو اود غاښونو د وريو څخه وينه بهيدل، د غاښونو حساسيت پيدا کول او خوځيدل، په پوستکي کې سره سره خالونه پيدا کيدل( د بدن داخلي خونريزي) د پښو پړسسوب، د زنګنونو د مفاصلو دردونه پيدا کيدل په نتيجه کې د بدن دوينې کموالى دي. ددې عوارضو څخه علاوه هغه اطفال چې د بلوغ مرحلي ته رسيږي پداسې حال کې د دوى رنګ زيړ والى او خفه کيدل ، د ټول بدن سستى د پښو او مفصلونودردونه چې په نتيجه کې د دوى دبدن رشد او نمو متوقف کيږي او د بدن وزن يې نه زياتيګي دا دول ناروغي د بلوغيت په لومړي کال کې زيات ليدل کيږي ددې کبله ويتامين C کموالى د بدن په نوروعضلاتو، هډوکو او غاښونو کې ډېر لوى تاثير لري .که چير ي په بدن کې ويتامين C تل تکميل وي نوپداسې حال کې د انسان د بدن مقاومت ښه وي اود عفوني ناروغيو په مقابل کې يې د مقاومت سطحه لوړه وي او په اسانۍ سره امراض بدن ته نه رسيږي او که چيري عفوني تکليف پيدا شو ويتامين C دي وخوری ډېر ګتور دي .
ويتامين C په بدن کې د اوسپني او کلسيم د جذبولو عمده نقش لري که چاته ريزش اود يخنې تکليف پيدا شويوي بايد ويتامين C وخوري ويتامين C په ازاده هوا کې ډېر زرخرابيږي.
د سبو د پخولو په وخت کې په سبو، کې دډېروکمو اوبو څخه کار واخلي او د ديګ سرپټ وساتي اوهم ټول سبزيجات پخوا د پخولو څخه پاک پريمينځې بيا يې واړه او غوڅ کړي او پخولو ته يې اماده کړي. که چيري د سبزيجاتو او به د پخلي څخه و ر وسته پاتي شي نو دا ډول ا وبه لکه د پالکو اوبه بى فايده اخواديخواتوى نکړي او په نورو طعامونو کې تري ګټه واخلي.
د ا هم هيرنکړي که ممکن وي سبزيجات تازه او د سلاد په تو ګه اماده او وخوري. که د سبزيجاتو تازه خوړل ممکن نه وى نوبيا سابه په لږو اوبو په سرپټ ديګې کې چې سرپوښ يې زر زر خلاص نشي پاخه کړي
ويتامين C په ديره کمه اندازه په بدن کې ذخيره کيږي
ورځني اړتيا:-د بدن ورځني احتياج اندازه ۰ v – ١٢۰ ملي گرامه پوري ثبيت شويده .
د ويټامين C عمده منابع:ليمو، نارنج ، مالته ،او ټول سبزيجات او ميوه جات بايد ډير پام ولري چي سبزيجات او ميوه جات تاز ه وخوري سبزيجات :- کرم ،پالک ،کاهو، د مليوپاڼي ،شلغم پاڼي ،شنه مرچ ،رومي بانجان ،کچالو ،گلپي ،کرم ،کريله هندوانه او داسي نور
ويټامين 😀
ويټامين D په څلور ډوله دي ،، او چي ويټامين د انسان او حيوان په بدن کي پيدا کيږي او د لمر دوړانگو په واسطه په بدن او د هغي په اثر کلسترين کي تشکيليږي او نور د D ويټامينونه مصنوعي دي .
د D ويټامين که د ډيري مودي د پاره په زيات حرارت کي وساتل شي خرابيږي او په مرطوب حرارت کي ډير زر نابوده کيږي يو قسمت د D ويټامين په بدن کي خرابيږي او بل قسمت کي د کلمو په وسيله دفع کيږي که چيري ويټامين D طبعي وي او يا مصنوعي که په زياته اندازه وخوړل شي په بدن کي مسموميت پيدا کوي نو بايد چي ددي ويټامين خوراک د ډاکټر د هدايت سره سم وشي داهم هير نکړي چي د ويټامين D د ډير خوراک په ذريعه د هډوکو کلسيم په بدن کي کميږي او د هغي جذبيدل په شراينو ،پختورگو او حجراتو کي بنديږي .
د ويټامين D د مسموميت علايم او ورځني اړتيا:-کله چي د D ويټامين ډيرو خوړل شي په لومړي مرحله کي اشتها زياته شي او بدن ته يو خاص ډول خوشحالي پيداشي اما د لنډ وخت په تيريدلو دا اشتها بيرته خرابيږي او هم د سردرد او د بدن د مفاصلو دردخولو زياتوالي اسهال ، د پختورګو پړسوب ، په وينه کي د کلسيم اندازي زياتوالي او د فوسفورس او کلسيم وتل د متيازو په واسطه سره پيداکيږي . نو پداسي حالاتو کي ددي علاج د پاره پکار دي چي د D ويټامين وخوړل شي .
بدن ته د ويټامين D د ورځني احتياج اندازه ١٢-٢٥ ملي ګرامه پوري په وسطي ډول تثبيت شوي ده مګر دا اندازه د هغه چا د پاره ده چي د لمر د وړانګو د لګيدو څخه محروم وي او د ازاد لمر څخه استفاده ونشي کولي هغه کسان چي د ازاده لمر او په کافي اندازه غذايي موادو څخه استفاده کوي دوي عليحده د D ويټامين ورکول جايز ندي د D ويټامين عمده منابع د لمر د وړانګو څخه زياته ګټه اخستل دي او ځيني سبزيجات دي .
ويټامين E - Thocopherol
دا ويټامين د نسلگيري په ويټامين سره ډير شهرت لري دا ويټامين په غوړيو کي ويلي کيږ ې او د اکسيجن په مقابل کي حساسيت لري مگر د گرمي او رڼا په مقابل کي پوره مقاومت لري .
په بدن کي د ويټامين E د کموالي زيانونه:-که دا ويټامين په بدن کي کم شي د انسان د ولادت او نسلی لړی هم کميږي او کله کله په بدن کي دجنين سقط هم پيدا شي او د ښځو په رحم کي ژوندي سالم ماشوم نه پيداکيږي.
برسيره پردي ددي ويټامين د کموالي په نتيجه کي زړه او د بدن رگونو ته زيان رسيږي انسان دحدنه زيات خرابيږي اود بدن وزن يي کميږي د سترگو ديديی ورسره کم شي اود غږونو اوريدل هم ورته مشکلات پيداکوي.
ويټامين E اوA دواړه ډير نږدي روابط لري که چيري د دوي څخه په بدن کي کم شي نو بل هم کميږي او په دوي پوري تړلي زيانونه بدن ته پيداکيږي .
دويټامين E عمده منابع:-پاڼي لرونکي سبزيجات لکه کاهو،کرم ،ټيپر او همدارنگه د سبزيجاتو غوړي ياتيل د دي ويټامين اصلي منابع گڼل کيږي .
ورځني اړتيا:-ددي ويټامين بدن ته د ورځني احتياج اندازه 2-6 ملي گرام ثبيت شويدي د اويټامين په ١٧٠ درجي سانتي گرايد حرارت کي پوره مقاومت لري
ويټامين K
دا ويټامين په بدن کي دوينو د تويدو څخه مخنيوي کوي او د وينو د بسته کيدو د پاره عمده نقش لري د اويټامين په غوړيو کي حل کيږي په ځکرا او وړو کلمو کي جوړيږي ،د حرارت په مقابل کي لږ څه مقاومت لري او په بدن کي نه ساتل کيږي .
که چيري خونريزي زياته وي او يا مړه وينه چي د پوستکي لاندي پيداکيږي يا د وړو ماشومانو چي نوي پيداشوي وي او د دوي نامه څخه وينه ډيره و بهيږي د ويټامين K استعمال ډير ضروري دي .
عمده منابع : د ويټامين K د موجوديت اندازه په لاندی غذايی موادو کي ښودل شويدي په کدو،کرم ،گازره ،رومي بانجان ،پالک ،پټاټي ،او حيواني او نباتي غوړيوکي .
ورځني اړتيا:-د بدن ورځني اړتيا و اندازه mg 2،5 دي .د ولادت نه لږ څه مخکي تجويزکيږي او هم نوو پيدا شوماشونو ته د mg 5-1 پوري د پچکاري په توگه په عضله کي ورکول کيږی
2- معدنی مواد يامنرالونه
د ټولو غذايي موادو په ترکيب کي راز راز معدني مواد موجود دي اود انسان د بدن عمده برخه هم د معدني موادو څخه جوړ شوي دي په عمومي ډول معدني مواد په بدن کي دا لاندي اعمال اجرا کوي .
الف : دبدن اسکليت يا فورم جوړوی
.ب: د بدن ټول جامد قسمتونه اوهډوکي جوړوي
ج : د بدن د ټولوحجراتو،نرموعضلاتواودوينودترکيب دپاره ډيرموئثردی. دبدن مايعاتي برخي د مالګو محلول چي د عضلاتو ارتجاعيت تشکيلوي او هم د بدن اسيدي، قلوي او هضمي ترشحاتو او انزايمونو تعادل برقرار ساتي او همدارنګه د مايعاتو خنثي ساتل او د بدن فشار او دارنګه نور حياتي امور تنظيموي .
د بدن د اړتياوړ معدني مواد چي د غذايي موادو په ترکيب کي شته د غذايي موادو په خوړولو سره بدن ته تامينيږي .
که انسان ټول غذايي مواد وخوري او يوازي کلسيم او اوسپنه د بدن د اړتيا څخه لږه او يا موجود نه وي پداسي حالاتو کي ډير امکان شته چي بدن ته ډير ناوړه اختلالات او نور مزاجي تشوشات پيدا شي نو لدي کبله لازم او ضروري ده چي د انسان د ژوند دبقا په خاطر چي د ژوند په ټول چاپيريال کي د هر ډول امراضو څخه بدن سالم پاتي وي د بدن د اړتيا وړ ټول غذايي مواد خصوصاً معدني مواد ډير ضروري دي اوس لازم ګڼل کيږي چي د ټولو معدني موادو په مورد چي د انسان په ژوند کي د سالم بدن د پاره اهم او لازم دي ستاسي د پاره په مخصوص ډول وړاندي کيږي .
١- کلسيم:
ورځني اړتيا : کلسيم د انسان د بدن د ساختمان ډيره برخه جوړوي او د هډوکو عمده او لويه برخه ده او په همدي دليل هره ورځ بايد د انسان بدن 1-.,8 ګرام کلسيم د غذايي موادو څخه ورکول شي .
د علمي طبي څيړنو څخه ثابته شويده که چيري د انسان د بدن ټول وزن ٧٠ کيلو ګرامه وي نو د بدن د کلسيم اندازه يي ١٠٠٠-١٢٠٠ ګرامه تشکيلوي چي پدي حساب په وسطي ډول يو نيم فيصد د بدن وزن د کلسيم څخه جوړ شوي دي او ددي برخي ٩٩ فيصده په هډوکو کي شامل دي. د وړو ماشومانو د بدن د ورځني اړتيا وړاندازه د دوو ګرامو په حدودو کي تثبت شوي دي .که چيري د کلسيم اندازه چي د رشد او نمو په حال کي وي کمه شي هډوکي نرميږي او د بدن نشوو نما مختل کيږي او هم د بدن حساسيت زياتيږي او د بدن د اعصابو تحريک زياتيږي. کلسيم د جنين د هډوکو د جوړښت د پاره ډير ضروري وي او ددي علت په اساس حامله ښځي دکلسيم ډيری اندازی ته هره ورځ ضرورت لری.(خصوصادحمل په دوه اخيری مياشتوکی)لازمی شرط دادي چي ټولي حامله ښځي د ډاګټر د هدايت سره سم د کلسيم اندازه بدن ته تامين کړي .
د بدن د کلسيم احتياج بايد هره ورځ د تازه سبو او شيدو څخه پوره شي. په نورمال حالاتو کي که بدن ته زيات کلسيم ورکول شي په هډوکي ساتل کيږي
کلسيم د زړه د عضلي د حرکاتو د تنظيمولو او د وينو د انعقاد د پاره موثر دي ولي بايد وويل شي که د کلسيم اندازه په بدن کي زياته شي د زړه د پاره تکليف پيدا کوي .
هغه غذاي مواد چي د بدن تيزاب زياتوي باالمقابل د کلسيم وتل د بدن څخه د پختورگو په وسيله زياتيږي او که چيري د بدن قلوي زيات شي نو پدي حالت کي د کلسيم وتل دکلمو په وسيله ډيږي %٥٩ کلسيم د کلمو په وسيله او نورد پختورگو په ذريعه د بدن څخه دفع کيږي .
د کلسيم عمده منابع لوبيا ،پالک ،ورخاړي ، دکدو پاڼي ،د مليو پورتني برخه ،گازو پورتني برخه ،کرم ،نعنا،گلپي ،پياز،مټر او رومي بانجانو کي پيدا کيږي .
٢ – فاسفورس
فاسفورس معدني ماده چي د کلسيم په شان د انسان د بدن په حجره کي ځاي لري او د بدن يو فيصد وزن تشکيلوي فاسفورس د کلسيم او پوتاشيم د فاسفيت په شکل په بدن کي وجود لري د فوسفورس نقش په بدن کي ډير مهم دي او خاصتاَ په عصبي نسجونو کي ډير لوړ اهميت لري .
فاسفورس د ويني د ترکيب ،د غاښونو د هډوکو او د بدن د اسيدي او قلوي تعادل د پاره ډير گټور دي او هم د بدن دانزايمونو د ترشح د پاره ضروري ماده ده د اماده د کلسيم په شان په هډوکو کي ذخيره کيږي
عمده منابع :-مټر، لوبيا ،کدو پاڼي ،گازري ،مرخيړي ،کچالو،رومي بانجان ،بادرنگ،گلپي ،کرم،پالک،او داسي نور سبزيجاتوکي موندل کيږي.
ورځني اړتيا:- دفاسفورس د ورځني احتياج اندازه بدن ته د يو څخه تريو نيم گرامه پوري اټکل شويدي چي دا ضروري اندازه هر انسان په اساني سره کولي شي چي دورځنيو خوړو او غذاي موادو څخه بدن ته تامين کړي.
په بدن کي د فاسفورس د کموالي تاثيرات :-که فاسفورس په بدن کي کم شي دالاندي نيمگړتياوي پيدا کيږي :
- د ماشومانو بدن په ښه توگه وده نه کوي او د راشتيزم بيماري پيدا کوي .
- ترشح کونکي غدوات بي نظمه کيږي .
- دبدن د اعصابو خرابوالي او د هډکو نرموالي پيدا کيږي .
- ويښتان او نوکان ماتيږي او زيړيږي.
- د انسان په خافظه کي کموالي او خرابوالي پيدا کيږي.
- د فاسفورس نقش د انسان د سپرم د تشکيل د پاره د توجه وړ دي او د فاسفورس د کموالي په سبب د بدن سپرم نه تشکيليږي
٣- مگينيزم:
دا ماده د بدن په ټولو حجراتو کى شته دى اود انزايمونو تعامل ته سرعت ورکوى اودکلسيم او فاسفورس سره يوځاى د بدن اسکليت جوړوى، دکلمو انقباض او انبساط عمل زياتوى او د غذ افضله موادپه غذايې کانال کی غټو کلمو ته رسوى. د انزايمونو په ترشح کى مرسته کوى او د دى مادى موجوديت بدن ته لازم او ضروري دى.
ورځنى اړيتا:- بدن ته د مګنيزم دورځنى احتياج اندازه(۳، ٠-٥،۰ ) ګرامه تثبيت شويدى. د مګنيزيم زيات خوړل د کلسيم د اخستلو مائع ګرځيږى.عمده منابع:مګنيزيم په ټولوغذايی موادوکی شته دی اوپه ډيره اندازه دلوبيا،مشنګ،غوزان،بادام،چڼی،هګی،شيدو،پنيراوکوچوکی پيداکيږی
٤- اوسپنه:-
د انسان بدن اوسپنى ته ډير ضرورت لرى او په اوسط ډول د (٣-٥ ګرامه پورى په بدن کى شته والى لرى. اوسپنه د انسان د وينى په ترکيب کى موجوديت لرى او هم دبدن په عضلو، ځيګر، پختورګواومغزوکى وجود لرى. او سپنه د بدن سره کرويات جوړوى دا ماده د پروټينو سره يوځاى کيږى او د هيمو ګلبين په جوړولو کى پوره ونډه اخلى اوهيمو ګلوبين د بدن ټولو حجراتو ته اکسيجن رسوى، هيمو ګلوبين د هډوکو په مغز وکى چې دوينى تهيى مرکز دى جوړيږى او ټول بدن ته اکسيجن رسوى.
اوسپنه د غذائى موادو په وسيله بدن ته رسيږى بياپه بدن کى تجزيه کيږى او وروسته په کلمو کى جذبيږى د اوسپنى زياته اندازه په بدن کى ذخيره کيږى.
ورځنى اړتيا:- دانسان بدن هره ورځ پنځلس ملى ګرامه او سپنى ته ضرورت لرى او دا اندازه دغذائى موادو په وسيله بدن ته تهيه کيږى که او سپنه په بدن کى کمه شى کم خونى پيداکيږى.
منابع: د اوسپنى زياته اندازه په پالکو کى موندل کيږى نور پاڼه ايز سبزيجات لکه ورخاړى، د شړشموپاڼى، ګشنيزو پاڼه، مليوپاڼى، نعنا، لوبياپاڼى، کرمو، کاهو، ګازرى، پياز او داسى نورو سبزيجاتو کى د (١٠) ملى ګرامه څخه زياته اوسپنه ليدل کيږى.
٥- سوديم:-
په بدن کى دا عنصردکلورين سره يوځاى د سوديم کلورايد يا د خوړو دمالګو په شکل وى او په همداشکل سره د بدن څخه دفع کيږى. ډيره مالګه د انسان د خولو په وسيله خارجيږى ځکه څومره چې څيړنه شويده په هريو ليټر خو لوکى د (٢-٣ ګرامه ) پورى مالګه وجودلرى.
په بدن کى د سوديم مهمه وظيفه دمتيا بوليزم د عمل نظم او تعامل تل برقرار ساتل دی.
د سوديم منابع او ورځنى اړيتا:-په ګرمو منطقو کى د بدن د ضرورت په اساس د کارګرانو لپاره د څښلو په اوبو کى %١ ، ۰مالګه ګډوى ترڅو چې په بدن کې dehydration ( اوبو کمولاى) پيدانشى.
د بدن د سوديم ورځنى احتياج اندازه د ٤-٦ ګرامه پور ى اټکل شويدى او بدن ته دمالګى د ورځنى احتياج اندازه په عادى ډول د (۰ ١-١٥ )ګرامه پورى او په ګرموسيمو کى دا مقدار د ٢٠-٣٠ ګرامه پورى اوياددى نه زيات لوړيږى چې په دى سره د طعام لذت هم پيداکيږى لکه د بادرنګ سره او ياترى ، هندوانى او نور سبزيجاتو او ميوه جاتو سره مالګه دعادت په توګه خوړل کيږى اود سوديم د ضرورت اندازه پوره کيږى.
٦- ايودين
دا ماده د انسان په ژوند کى بدن ته ډيره ضرورى ده ځکه د تايرايد په غدواتو کى شتوالى لرى چې د يوى خواد بدن دميتابوليزم د عمل تعادل ساتى او د بدن په وده او رشد کى لوړه ونډه اخلى داماده د تيروئيد د غدواتو د ترشح د پاره ارزښناکه ده دتيرو ئيد غدوات په بدن کى دا لاندى حياتى وظايف اجراکوی:
د بدن ميتابوليزم عمل په متوازن ډول سره ساتل، توليد مثل کول، د بدن د حرارت برابرول، دبدن د اعصابو فعاليت نورمال ساتل، دزړه ټګان برابر ساتل اوهم تناسلى سيستم فعاليت تنظيمول دى ، که چيرى ايودين په بدن کى کم شى په نتيجه کى د جاغو (Goiter) ناروغى پيداکيږى نوله دى کبله هغه غذائى مواد چې په ترکيب کى ايودين لرى خوړل يې هر ورځ د لازم او ضرورى دى .
عمده منابع او ورځنى اړيتا:-بهترين منابع رومى بانجان، خواږه مرچک ګازرى، پياز، هوږه، لبلبو، باميه او د شيدو په محصلاتوکى.
د بدن د اويودين دورځنى احيتاج اندازه د نورمال انسان د پاره تقريباً د ( -۰،۰۱۵-۰،۰۱ )ګرامه پورى اټکل.
کموالى نښى: اګر چې دا اندازه ډيره کمه ده خو که په بدن کی کمه شى بدن ته ډيره بدبخته امراض او عوامل پيداکيږى.لکه: د جاغورپيداکيدل، د بدن دمقاومت کموالى، دعفونى امراضو په مقابل کى، مغزى اختلالات، دتناسلى سيستم ضعيفى ، بى هوشى ، د حافظى ضعف، او د دايمى کموالى په نتيجه کى د ماشومانو بدن وده اورشد نه کوى داټول د جاغورو د ناروغى اود ايودين د کموالى په وسيله بدن ته پيداکيږى.
٧- پوتاشيم:-
پوتاشيم د بدن په ترکيب کى شته دی داماده د فاسفيت په شکل په عضلاتوکى اود کلور په شکل دوينى په سرو کروياتوکى موجوديت لرى.
د بدن په فعاليت او محرکه اعضاوکى د پوتاشيم اندازه نسبت سوديم ته زياته او خصوصاً په غدواتو او عضلاتو کى ډيره ده
په يوليتر وينه کى تقريباً ٢٢،۰ ګرامه پوتاشيم موجود دى اود ميتيازو په وسيله اضافه ګى پوتاشيم د بدن څخه خارجيږى.
په بدن کى د پوتاشيم د مالګى اثرات په هغه وخت کى معلوميږى چې په رګ کى داخل شى.
عمده منابع:-پالک، کاهو، پياز، لوبيا، ګازره، کچالو، چغندر، ټيپر، ګلپى، کرم، بادام، زيتون، مڼه، کيله، ليمو، مالټه، ګيلاس، الوبالو، غنمو، مشنگ، غوزان، ماهى، غوښه، کچ، پنير، دوزى، غوا او ښځى په شيدوکى.
٨- کوبالت
دا قيمتى ماده دنکل سره نږ دى د بدن په مختلفو اعضاؤ کى موجوده ده کوبالت په کلمو کى دويتامين ١٢ B د جوړيدو دپاره مهم عامل دى که چيرى داماده په کلمو کى کمه شى ويتامين ١٢B هم کميږى.
کوبالت په بدن کى دميتابوليزم عمل اجراء کيږى.
ورځنى اړتيا:- د بدن د ورځى احتياج اندازه (۱،٠-۰،۲) ملى ګرامه اټکل شويده.
عمده منابع:- دا ماده په ټولو غذائى موادوکى خصوصاً په سبو کى شته.
3 - کاربوهايدريت (Carbohydrates)
کاربوهايدريت د مهمو کالوري ورکوونکو خوراکونو او د انرژي د عمده منابعو څخه شميرل کيږي کوم چې په اسانۍ سره د هضم وړ دى. د بدن د وزن په ساتلو کې ښه رول لوبوي هر هغه څو ک چې د پرهيز په شکل غذا څخه استفاده کوي د غلو دانو په نسبت بايد د سبزيجاتو خوړلو ته غوره والي يا لمړيتوب ورکړي.
کاربو هايدريت د خپل ترکيب له مخې په درې ګروپونو ويشل شويدى په مونوسکرايدونو (Monosaccharides) ګلوکوز، فرکتوز او مانوز، او ليګو سکرايدونه Oligosaccharides کې سکروز، لکتوز او مالتوز، او پولي سکرايدونه (Polysacharides) کې نشايسته سلولوز او نولين شامل دي.
په سبزيجاتو کې کاربوهايدريت اساساً د نشايستې او سلولوز په شکل سره پيداکيږي
ورځني اړتيا:- د کاربو هايدريت ورځني اړتيا 400-500gr ښودل شويدي.
عمده منابع:- د کاربوهادريت غوره منابع د کچالو، هوږه، مټر، پياز، کريله ،غوزه يې کرم، ګازري او لوبيا څخه عبارت دى د پورته سبزيجاتو د ډلى څخه خواږه کچالو او کچالو د نشايستي ډېر عمده او اصلي منابع ګڼل کيږي د مۍ (ماش) پاڼی۲، ٢٧ په سلو کې کاربوهايدريت لرنکي دي.
سلولوزي مواد :-
سلولوز او فايبرونه د خوراکي موادو د ښه هضم د پاره ضرروري دى سلولوز او فايبرونه خوراکې مواد د هضمي کانال د لاري لاندې خواته ټيله کوي. د کلمو حرکت تحريکوي او بالاخره د قبضيت په مخنيوي کې مهم رول لري. پاڼه ايز سبزيجات لکه پالک، کاهو، کرم او نيله لرونکي سبزيجات او ليړو اساسي منابع دي.
-4 شحم (Fat):-
څرنګه چې شحم او غوړي ليپيدونه دى کوم چې اضافي غذايي مواد او انرژي په بدن کې زخيره کوي
ورځني اړتيا: - ورځني ضروريات 90gr ښودل شويدي چې زياتره د خوراکي غوړيو او حيواني شحم څخه تهيه کيدلى شي. زياتره سبزيجات د شحمو کم مقدار لري نو د هغو کسانو د پاره چې چاغښت څخه شکايت کوي بايد زيات سابه وخوري په تقريبي شکل سره په سبزيجاتو کې د٪ 0,1-0,2 پورې شحم ليدل کيږي.
هغه سبزيجات چې د %٠،٣ يا ددی څخه زيات شحم لري د مرچک ، خواږه کچالو، تور بانجان، غوزئ کرم، نري غاړی کدو، کاهو، خواږه جوار، شړشمو پاڼې، ملۍ او نعنا څخه عبارت دی په زيات مقدار سره شحم يعنې په سلو کې %١،٤ Beng gram او ورپسې ١% شحم په کوچنيو کريلو کې پيداکيږي.
-5 پروتن (protin ):-
پروتن د بدن در يښتينۍ او سالمې ودې د پاره ضروري دي. پروتين د ضروري امينو اسيدونو کوم چې د بدن د انساجو د تشکيل او ساتلو د پاره ورڅخه کار اخستل کيږی زيات اهميت لری او بدن ته د انفکشن Infection په مقابل کې ساتنه ورکوي
ورځني اړيتا: - د پروتين ورځني ضروريات د gr 70-60 پوري ښودل شويده .سبزيجات د حيواني محصولاتو په نسبت لږ پروتين لرونکي دي .
عمده منابع:- په سبزيجاتو کي پروتين منابع پالک ،سلري پاڼو او همدارنگه په ځينو تخمونو لکه مۍ (ماش) تخمونه، لوبيا او مخصوصاً په سايبينو کې په زياته پيمانه ليدل کيږي يادونه بايد وشي چې مټر، کدو ، هوږه ، غوزه يې کرم او داسې نورو کی هم پروتين موندل کيږي.
سبزيجات vegetables
پدی برخه کی دسبزيجاتواودهغوی خواص اوطبی اثرات تشريح کيږی.
Solanaceae family vegetables - 1
رومي بانجان
رومي بانجان ښايسته رنگ او ډير ويټامينونه لري دا سبزي هم په سلاد کي او هم په ډيرو طعامونو کي پکاريږي چي د غذا خوند او رنگ ورسره د کيفيت په لخاظ ښه کيږي .
قبض له مينځه وړي ،کولموته گټه رسوي ،هغه ميندي چي کوچني ته شيدي ورکوي که وئي خوري نو شيدي به يي زياتي شي. او څرنگه چي فولاد لري بدن ته قوت هم وربښي ،که کوچينانو ته د روميانو اوبه ورکړل شي ډيره گټه به ورته رسوي په تيره بيا غاښونو ته، څرنگه چي روميان ډير گټوره سبزي د ي اوچي تر يو والي لري بايد د ټوخي ،نزله او زکام په وخت کي ونه کارول شي .هغه کسان چي د ځيگر په تکليف اخته د ي د روميانو خوړل ورته نه تجويز کيږي ځکه چي ددي سبزي په ترکيب کي دا لکالوئيدو په نامه مواد موجود دي او په بعضي کسانو کي حساسيت پيدا کوي اود ځيگر مريضانوکي ناراحتي پيداکوي او هم هغه کسان چي د هغوي هضمي سيتم ښه نه وي داکسان دی روميان په خام ډول ونه خوري ځکه په معده کي نفخ او بادپيدا کوي .رومي بانجان په خپل ترکيب کي په ډيره اندازه سلولوز(پوستکي ) او ډيري اوبه لري لدي کبله د کاهو په شان د بدن مدفوع حجم زياتوي او د يابيټ ياشکري مرض ناروغانو ته ډير گټور او سودمند دي .په روميانو کي داکزاليک اسيد په ډيره اندازه شته %9 اود همدي اسيد په موجوديت کی پختورگو کي تيږي پيداکيږي.دروميانوپه ترکيب کي کاربوهايدريت، پروتين او شحمي مواد لږ څه کم موجود دي پدي جمله کي د روميانو د کاربوهايدريت ترکيبي مواد عبارت دي له : پانتوزان ،هيمي سلولوز،يکتين ،دکسترين ،اينوزيت او انولين چي داټول د وړو کولمو د ميکروبونو پوسيله تجزيه کيږي چي يود علتونو دنه هضميد و او هم نفخ او باد پيداکيږي دهغو اشخاصرپه معده کي د ډير وروسته هضميد وعلت په روميانوکي د يانتوزان موجوديت دي بايد وويل شي چي د روميانو سلولوز په غټو کلمو کي دانزايمو په ويسله تجربه کيږي او جذبيږي .پکتين چي په روميانوکی موجود دي په ډيره اساني په اوبوکي حل کيږي اود پکتاز انزايم په وسيله په پکنيک اسيد تبديليږي چي د ويني جريان ډير زر ودروي او همدا پکينک اسيد دي چي په بدن کي د مليک الکول جوړوي چي د بدن د اکسيديشن په عمليه کي ډيرموثردي.په روميانو کي چي په بوټو کي ښه پاخه شويوي (رسيدلي وي ) په کافي اندازه دا لاندي ويټامينونه پکي موجود دي ويټامين B,B2,PP,C,E,A او ويټامين k موجود دي.
توربانجان
توربانجان په پخولو کي ډير شهرت لري او ډيرمغذي اوباکيفيته طعامونه تري جوړيږي .
د توربانجانو کيمياوي ترکيب
کاربوهايدريت 5,4 % ،پروټيني مواد 1,25 % ،شحميات 0,5% معدي مواد 0,5% په ترکيب کي لري اوکالوري حاصله 28% تري اخستل کيږي.توربانجان د بدن تناسب په مناسبه اندازه ساتي او د بدن چا غوالي نه پيدا کوي ځکه د قندي موادو اندازه يي کمه ده . په توربانجانو کي د پوتاشيم اندازه زياته او د کلسيم اندازه کمه ده .
او معده قلوي ساتي اود معدي تيزاب کموي ،د پختورگو او د ويني د فشار ناروغانوته مفيد دي برسيره پردي توروبانجانو په مغز(زړو) کي دالکالوئيد کيمياوي ماده شته دي چي دا ماده د ځيگر مريضانو ته زيان رسوي او همدا رنگه هغه کسان چي په زيړي او د حساسيت په ناروغيو اخته وي د تورو بانجانو د خوړلو څخه دي پرهيز وکړي توربانجان چي ښه پاخه شي په بدن کي په ښه وجه هضم او جذبيږي په توروبانجانو کي ويټامين pp،B2،B1 او نور په کافي اندازه ليدل کيږي.
کچالو
زمونږ په گران هيواد افغانستان کي لاڅه په ټوله نړي کي الوگان زيات کارول کيږي. د طبيعت له پلوه الو گان يخ او خشک ښودل شويدي له همدی امله که پر هغه ټپ چي سوزيدلي وي کيښودل شي ټپي بۀ ډير ژر تسکين ومومي همدا راز هغه ويلډ کاران چي سترگي يي پړسيدلي او خوږيږي پر خپلو سترگو غوڅ شوي الو وتړي ډير ژر به يي درد او پړسوب له منځه لاړ شي. کچالو درانه او قابض دي دير خوړل يي په نس کي باد پيدا کوي او نس پړسوي که پټاټي په سړو اوبو پريمنځل شي او د پوستکو سره يي وايشوی وروسته يي بيا پوستکي ځني ليري کړي دا به ډير گټور کار وي په دي چي د پټاټوپه پوستکي کي يو ډول مواد چي د (منشل)په نامه ياديږئ شته چي په ايشولو کي هغه مواد د پوستکي څخه د کچالومينځ ته جذبيږی که کچالو دا ډول وايشول شي وينه صافوي اوژر هضميږي تاسي کولي شي چي کوچني او تازه کچالو ترايشولو وروسته د پوستکو سره وخوري او که په او رکي پخي کړي ډيري خوند وري کيږي .که يي پوستکي ځيني ايسته کوي په ډير احتياط يي ځني ليري کړي په دي چي د پټاټو گټور مواد يي په پوستکي کي او تر پوستکي لاندي وي. په کچالو کي نشايسته ډيره وي چي ډيرحرارت قوي حاصليږي هغه کسان چي د شوگر په ناروغي اخته وي دوي ه د کچالو خوړل څه ناڅه نه توصيه کيږي په کچالو کي يوه ماده ده چي کيمياوي نوم يي اينولين دي په کالو کي يي اندازه ډيره او د کاربوهادريت موادو يوه برخه ده چي د ااينولين په بدن کي په اساني تجزيه کيږي او د هغه وړ قندي مواد تشکليوي او وزړ کولمو کي د چذب ډير قابليت لري په کچالو کي سلولوزيک مواد ډير کم دي نو لدي کبله په بدن کي نفخ او باد نه پيدا کوي په کچالو کي معدي مواد په کاي اندازه شته دي او لږ څه يو تيني مواد هم لري جي عمده برخه يي امينو اسيد حقيقي دي او په ډيره اساني په بدن کي جذبيږي .په کچالو کي ډير مودني مواد لکه کلسيم،مگنيژيم ،سلفر،پوټاشيم کلورين او لږ څه سوديم شته دي .کچالو که يي پوستکي ځيني ايسته کړي په ډير احتياط يي ځني ليري کړي په دي چي د پټاټو گټور مواد يي په پوستکي کي او تر پوستکي لاندي وي
.کچالو د سبزيجاتو د جملی څخه دی چه پاخه خوړل کيږي اودا کار پخپله جذب کي مهم رول لري اوډير زر هضميږي که چيري کچالو په اوبوکي وجوشول شي بيادماشين څخه تير شي اوشيره تري جوړه شي اونورغذايي مفيده مواد ورسره گډشي په ډيره اسانى سره په بدن کي جذب بيږي او دهغي هضم اسانيږي لدي کبله غذايي ډاکتران وايي چه که چيري هاضمه تيزه وي ياڅوک سپورت کوي يادرانه کارونه کوي هغه دي هره ورځ 30gr پټاټي وخوري چي ددي څخه ښه ځواک لاسته راځي کوچنانو ته هم تر شپږو مياشتو ورسته د20grتر 50gr پوري پټاټي ورکړي بايد وويل شي چه هر سل گرامه پټاټي 90کالوري حرارت توليدوي . دکچالو په ترکيب کي په کافي اندازه ويټامينونه شته دي لکه ويټامين PP.B2,B1,A اوويټامين Cآو نور.
مرچ :
طبيبآنو دخآصيت له پلوه مرچ وچ ګرم ښودلی که هغه سورمرچ وي اوکه شين ليکن دگټوپه اړه يي زياته شوي چه مرچ لرونکي غذا وي باد او هضميدنکي غذا اوبه او په تيره بياد هاضمي سيستم تحويکوي او د اوبو دخوړوبد آثرآت چه په معده يآکولمو وليږي له مينځه وړي معده تحريکوي زړه ته قوت وربښي دلاړو غدي پرانيز ي ( لاړي ډيروي ) اشتها برابروي او د غذاکاربوهايدريتی(نشايستوی )مواد هضم ته تياروی قبض او بلغمی رطوبات له منځه وړی طبيبان وايي که مرچک پر سپي خوړلي ټپ باندي پوري کړل شي نود ټپ دردونه به له مينځه وړي ټپ به وچ او زربه جوړشي خو دگټوسره سره يي زيانونه هم شته دبيلگي په توگه که مرچ زيات وکارول شي وينه سوزوي هاضمه خرابوي په ځانگړي ډول دگرم طبعيتو خلکولپاره بيخي زيانمن بلل شوي همدارنگه مرچ دبواسيرو جريان احتلام سوزاک او سرعت انزال ناروغانوته ډير تاوان رسوي
تور مرچ
تور مرچ ديوه بوټي زيږي توری داني دي چي ډيري خوندوري او ترخي دي .سربيره پردي د تورو مرچو په څير سپين مرچ هم شته چي تريخواله کي تورو مرچو ته ورته وي خو دانی يي زيږي نه وي .په هر حال تور مرچ وي او که سپين د طبابت له پلوه يي خاصيت وچ گرم پيژندل شوي او ويل شوي چي د خولي لاړي زياتوي ،معده،اعصاب.ينه اوهاضمه قوي کوی او اشتها برابروي او د کولمو باد وباسي او پر سږو بلغم وچوونکي اغيزي ښندي .پر دردمنو ځايونو د ملهم په څيرپوري کول کيږي (ددي لپاره چي درد يوڅه کرار کړي ) خو په ځانگري ډول په بلغمي او بادي دردنو باندي د سره مرچکو په څير زيانمن نه دي نوله همدي امله ځني ناروغانو ته د اشتها برابرولو لپاره ورکول کيږي او طبيان يي ترينه نه پرهيز وي ويل شوي که تور مرچ له گبينو سره يو ځاي وخوړل شي نو د بلغمي ټوخي اوسابندې لپاره گټورتماميږي .همدارنگه که اشتها لپاره له.( جوارش جالينوس) يا(جوارش کموني( او نورو درملو سره تور مرچ گډ وکارول شي نود هغو لپاره چي اشتهايي خرابه وي ډير گټور او په زړه پوري اغيز کوي که تور مرچ د قوت باه لپاره په ځينو درملو کي په همدي اړه جوړه وي .لکه معجون ثعلب،معجون ارد ،خرما او سبوب کبير گډ کړل شي نو قوت به ډير زيات کړي. په لړم چيچلو او افيون خوړو باندي که جوشاندي په څير وڅښل شي زهر به راکم کړي .لنډه دا چي د ټولو بلغمي ناروغيو لپاره د يوه ښه درمل په څير کارکوي خو د پښتورگو د ناروغانو او گرام مزاجه خلکو لپاره او د هغو خلکو لپاره چي د معدي تکليف لري يا يي معده زخم وي ،د هغو لپاره ښه نه دي او نه دي استعمالوي ،
2- Cucurbitaceae family vegetables
کدو
کدو ډير گټورسا به دي او هغه کسان چي د ويني د غوړيو او کولسترول معالجه غواړي په کار دي چي د کدو سابه مصرف کړي . کدو ژر هضميږي ،صفرا ،او د ويني جوش ته تسکين ورکوي ،تبي ،گرمي ټوخي او نري رنځ ته گټور شي دي .د کدو سابه د تندرستيا د پاره ډير ضروري دي او د جنت ميوه ده .په کدو کې داسى معجړاه اسا مواد موجود دې چې په هغې سره دبدن وېنه او ټول حجرات پرېمنځل کېږې او پاکيږي .کدو کي په ډيره اندازه پوتاشيم موجود دي چي همدا پوتاشيم د نورو موادو سره دغذايي مواد په خوړلو بدن ته تامنيږي او په هغي باندي د ټول بدن د حجراتو د حياتي فعاليت قدرت او د وينی پريمنځلو اثر د پختورگو په وسيله زړه پوري تاثير اچوي .په کدو کي د پوتاسيم څخه برسيره نور د بدن ضروري فلزات هم لکه کلسيم ،فاسفورس ،سلفر،منگان شته دي .په کدو کي په ډيره اندازه ويټامين A موجود دي او نور ويټامينونه هم لکه ويټامين PP,B او په کمه اندازه ويټامين C وجود لري په کدو کي د کاربوهايدريت غذايي.مواد چي ډيره اندازه شته اما پروتينی مواد او غوړي پکي ډير کم دي او برعکس د اوبواندازه يي زياته ده او په همدي علت دکدو د خوړلو په واسطه د بدن وزن نه زياتيږي او چاغوالي نه پيداکوي .نوري گټي هم لري د ويني ،غوښي ،تقوي او مني د زياتوالي لپاره هم کار کوي .
بادرنگ
بادرنگ هم تازه ميوه ده او هم سابه دي اوهم پوخ خوړل کيداي شي. مخصوص لذت او عطر لري چي د هر چا خوښيږي او د متيازو او معدي سوي د ويني فشار او ژيړي له منځه وړي ،متيازي ډيروي ،پښتورگی او مثاني مضبوطوي خو څرنگه چي په کولمو او معده کي يخني پيدا کوي بايد له گرمو شيانو سره يو ځاي وخوړل شي د حضرت عايشي (رض) په وينا حضرت محمد(ص) به بادرنگ له خرما سره خوړلو هغه واي له خرما سره خوړل نه يواځي داچی گرمي له مينځه ځي ،بلکي بدن هم غټوي.د بادرنگ کيمياوي ترکيب کي کاربوهايدريت ,12-13% پروټين ,1-95% غوړ 0,15% معدني مواد 5% دي دسل گرامه بادرنگ څخه په بدن کي 13-16 کالوري حرارت پيدا کيږي په ياد ولري چي د بادرنگ په ترکيب کي پانتوزان په نامه يوه ماده موجوده ده چي يو جزد کاربوهايدريت دي په معده کي نفخ او باد پيداکوي او همدا رنگه هيمي سلولوز چي د بادرنگ په ترکيب کي ډير دي او دي مادي د جذب قابليت په وړو کولمو کي ښه نه د ي.نفخ او باد پيدا کوي ،مانيت هم د بادرنگو په ترکيب کي شته چي د کاربوهايدريت يوه مهمه ترکيبي ماده ده چي دا ماده په وينه او متيازو کي د قند د زياتوالي مخه نيسي لدي کبله هغه کسان چي د شوگر په ناروغي اخته وي توصيه کيږي چي بادرنگ دي په کافي اندازه صرف کړي .د بادرنگو په ترکيب کي پوتاشيم او کلسيم د نورو په نسبت ډير کم دي د بادرنگو په خوړلوسره د معدي قلويت درجه لوړيږي اواسيدي ساحه کميږي د بادرنگو په ترکيب کي سلولوز همي سلولوز او پانتوازن موجود د ي او په کولمو کي ددي موادودهضم او تجزيي د پاره مخصوص انزايم نشته نو لدي کبله د بادرنگ دخوړلو څخه وروسته په کولمو کي په استيک ايسد ،پروپانويک ايسد،بيوتارسيک ايسد او نورگازات لکه کاربونيک ايسد او هايدروجن ميتيان توليديږي .
د بادرنگ د هضميدلو قابليت :- جوته ده چي بادرنگ په خام ډول خوړل کيږي لدي کبله هغه کسان چي دهاضمي څخه شکايت لري ددي سبزي دخوړلو څخه دي پرهيز وکړي خو جوړو کسانوته تل توصيه کيږي جي په کافي اندازه بادرنگ وخوري ،کلوروفيل پدي کي ډير شته چي په نتيجه کي وينه زياتوي او زړه ته قوت ورکوي.
تورۍ (توريان)
شنه تورايان چې د طبيعت له پلوه يخ او لانده دي يوازي اويا له غوښي سره پخول کيږي په دوه ډوله دې .
١-زيږه تورايان : هغه د ى چې عمودې زيږي ليکې لري او ځينې خلک ورته ((اره تورايان)) هم وايې.
٢- خويه تورايان :- هغه توريان دې چې بهرني پوست يې خوىه او هواروي او ځينې خلک ورته ((غوړ تورايا ن ) ) هم وايې خوپه هر حال دواړه ډوله تورايان يخ دى او د هغو لپاره چې بدنې تودوخه لري تودو ناروغيو ته لکه صفرا او همدارنګه د سوزاک او پواسيرولپاره ډېر ګتور سابه دى ژر هضميږي ، طبيعت پستوى او پاکه وينه پيدا کوي په هر ډول تبه کې د تورى ښوروا ته تور مرچ ور واچوي، اووڅښل شي ګټه کوي او د خولي خوند سموي .
خټکى:
زړه ،ماغزه، مثانه او پښتورګې قو ي کوي رطوبت پيدا کوي ، ژيړي،قبضيت او مړاوى والى (پژمررګي ) له مينځه وړى ، ميتازي، خولى او ښځينه شيدي زياتوي ويل کيږي که يوه اميدواره ښځه د حمل پر مهال خربوزي خورى او لاد يې ښکلى او ښايسته زيږي د مثاني د ډبري ، د قبض او د خولي د نورماليدو لپاره هم ګټوره دى دا بايد د وو خوړو تر منيځ وخوړل شي يعنې نه په ډک نس او نه په تش نس وخوړل شي .
د خټکى زړي:- د خټکى زړى ميده کړي په اوبو کې يې واچوي اوو ييې چښي سوزاک، تنده د متياوزو سوزش او نور هر ډول د ګرمې شکايتونه ليري کوي دماغ ته طاقت ورکوي، پښتورګي او مثانى صافوى او که يې په اوبو کې د مرهمو غوندې جوړ کړي او پر مخ باندې يې و موږي د مخ ګونجې ورک کوي.
هندواڼه:
وينې صفرا ګرمې او سودايې نا روغى له مينځه وړي د هندوانى د خوړلو له امله ډکى متيازى په خلاص ډول کيږي او همدارنګه د محرقي تبي ( تايفايد) لپاره هندواڼه درمل څخه کمه نه ده خو که له سکنجين سره يو ځاى وخوړل شي د ژيړي مخه د هيپټوکيم)) او ((هيپامرز)) په څير نيسي سره له دې د مثاني د تيږو په ايستلو او ختمولوکې هم مرسته کوي په خزائن الادويه نومى کتاب کې علامه نجم الغنى صاحب د هند واڼى د زيان په اړه داسې ليکى: له ډوډى خوړلود مخه هندواڼه بد هضمى پيدا کوي ژر نه هضميږي او په نس کې باد پيدا کوي له وريجو سره يو ځاى خوړل بلغمى ناروغي را پنځوي او قوت باه (شهوني قوه) له منيځه وړى زاړه خلک بايد هندوانه له ګبين سره يو ځاى وخوري .
کريله:
کريله هم يو ډول تر کارى ده چې له پخوني څخه د مخه لومړي وټکول شي بيا ورځنې ترخى اوبه لرى کړل شي له هغى وروسته يې بيا له قيمى سره يو ځاى او يا په يوازې ډول هم پخوي چې ډېر خوندور او ګتور خواړه ورځينې تياريږي په هر حال کريله د طبيبانو په اندګرمې او خشکى دى خو څرنګه چې بلغم او باد له مينځه وړى نو د هغوى لپاره چې بلغمى طبيعت لري ډېر ګټور دی له دى سره، سره اشتها هم راولى او متيازى زياتوي د نس خوږي لپاره اوهمدا راز رئيسه غړو ( زړه، ينه، ماغزه، او خصي ) د قوت او قوت باه لپاره ډېره په زړه پورې دى اوهمدارنګه د نس پړسوب ، د بندونو درد او د نس چينجيان وژني او همدارنګه د شکر د ناروغانودپاره هم يوناني طب سپارښتنه کوي.
ټنډي:
ډېر ګټور ترکارى ده ځکه ده چې صفرا جوش له مينځه وړي ، تنده ماتوى، مغزو ته قوت وربښئ مګر ژر نه هضميږي او بل يخنى لري نو له هم دې امله هغو کسانو ته چې بدهضمى لري او يا بلغمى طبيعت وي خوړل نه ښايې مګر د تورو تبو لپاره د وچې ټوخلى او د متيازو د کموالى او سوى لپاره ګتور شي دى .
Liliaceae family vegetables_3
پياز:
پياز هغه سبزى ده چې د ګنډي څخه استفاده کيږي د پيازو په پاڼو کې ډېر کلوزوفيل شته، په پيازو کې ډېر فايدمند مواد شته. په توله نړۍ کې ډېر وګړي د پيازو څخه کار اخلي د ځان د سانتي او سلامتيا او د خولى د مکروب د وژلو لپاره د ورځې يوه کوچنى دانه پياز د پنځو دقيقو لپاره وژووي ډاډه اوسى چې تاسي د ډېرو ناروغيو څخه ساتى. ګنډه پياز ډېر زيات مغذي مواد په خپل ترکيب کى لري ې دهغى خوړلو سره انسان ته حياتى ګټي ور په برخه کيږي. د پيازو دترکيب معدنى مواد دبدن د حجراتو فعاليت ز ياتوي اود پيازو ملونه مواد د معدى دافرازاتو غدوات تحريکوی او ترشحات زياتوي. د پيازو په ترکيب پوتاشيم د بدن حجرات پاکوي او د بدن وينه د مضره موادو څخه پاکه پريمينځې او په حقيقت کې وينه تصفيه کوي. د پيازو د ترکيب مګنيزيم او فاسفورس د بدن د رشد او ودي په مودو کې پوره تاثير لري. په پيازو کې په کافى اندازه ټول معدنى موادو خصوصاً کلسيم، اوسپنه په کافى اندازه وي. په پيازو کې بعضي انزايمونه موجود دي چې هضم کوونکي خاصيت لري او د غذايې موادو په هضم کې کامل نقش لوبوي. پدى اخيري وختو کې فرانسوى او روسی عالمانو په تجربو ثابته کړي اودى نتيجى ته رسيدلى او وايې چې په پياوزو کې يو قسم مواد موجود دي چې بکتريا استاتيک خواص لري او موقع نه ورکوي چې ميکروبونه په بدن کې رشد او وده وکړي او د ميکروبونو ضد خاصيت لري نو په حقيقت کې ويلى شو چې پياز په حقيقي توګه انتى بيوتيک خاصيت لري. د پيازو په ترکيب کې په کافى اندازه ويتامينونه لکه ويتامين pp,B2,B1,A او ويتامين C لري چې دا تول حياتى نقش لوبوي د پيازوتر خوړولو وروسته ګشنيز وژ ووي د خولى بدبوى ورکوي .
ګندنه:
ډېر ګټور سبزى دى چې هم اومه خوړل کيږي اوهم پخيږي د طبيبانو په اند په دويمه درجه ګرم او اوخشکه ده ګندنه د پيازو په څير دېر ګټي لري لکه د قوت باه زياتوالى ، حيض اومتيازي راوستل بلغم له مينځه وړل، رطوبت جذبول، خونى اوبادى بواسيرو ته ګټه رسول اوداسې نور .
هوږه
امام جلال الدين سيوطى (رح) په جمع الجوامع کې د ويلو نه يو روايت نقل کوي او ويلى يې د حضرت على (رض) نه نقل کوي چې رسول الله (ص) فرمايلى دى اى خلکو هوږه وخورى او ددې نه علاج کوي ځکه پدې سره د ناروغيو څخه شفاموندلى شي د طبيبانو په نزد هو ږه کې ډيري فايدى لکه پړسوب کموي ، حيض پرانيستى راځې ، ممتيازى جارى کوي د معدى نه باد وباسي قوت باه زياتيږي منى زياتوي، د ګرم مزاجو هاضمه سختوي معدى ته فايده رسوي په مخ روښنايې راولي ليکن حاملى ښځې ته ددې زيات استعمال نقصان رسوي او همدارنګه په نورو کتابونو کې ډېري فايدې ليکل شويدي
Compositeae family vegetables_4
گشنيز .
گشنيز خنک او وچ دي په نورو سبوکي که واچول شي خوندور او خوشبو يه کوي زړه او دماغ ته قوت ورکوي ،خوب راولي ،قابض دي ،اشتها خلاصوي او احتلام او جريان له مينځه وړي د پياز يا هوږي ترخوړولو وروسته چي گشنيږ وژوياست بوي ليري کوي
کاهو.
کاهو ډير مهم نبات دي چي خام خوړل کيږي دا سبزي مخصوص لذت او شين رنگ لري .شني او اوږدي پلنی پاڼي لري په کاهو کي ډير زيات ويټامينونه شته کاهو د بدن په هضمي سيتم کي ډير کم هضميږي داځکه چي ددي سبزي په ترکيب کي د سلولوز برخه ډيره موجود ده .دکاهو په پاڼو او ډنډرو کي د اوبو ترکيب زيات دي او دبدن دفاعي حجم زياتوي او په ډيره اساني سره دوړو کولمو د جدارڅخه جداکيږي لدي کبله د شکري ناروغانو د پاره ډير سودمن دي د کاهو ټول ويټامينونه په ثابت ډول بدن ئي اخلي او جذبيږي ځکه چي کاهو خام خوړل کيږي او پخولو ته ضرورت نلري او ويټامينونه يي ثابت پاتي کيږي .
او په بدن کي د ويني هيموگلوبين زياتوي برسيره پردي کلوروفيل د غذاي مواد د جذب او اکسديشن عمليتي ته سرعت ورکوي
د کاهو مفيده مواد :-کلوروفيل چي د نباتاتو توشين رنگي ماده ده د کاهو په پاڼه کي په ډيره اندازه ليدل کيږي او په نتيجه کي د ويني په تشکيل کي مرسته کوي د نباتاتو کلوروفيل د زړه عضله تحريک او تقويه کوي په ياد ولري چي کلوروفيل مستقماً او د تغير څخه غير په وينه کي نه داخليږي په هره اندازه چي کاهو تنکي او ځوان وي او نازکه ډنډري ولري په هماغه انډول کم سلولوز لري او زر هضميږي په وسطي ډول په سلو کي6,5gr سلولوز موجود دي
کاهو کيمياوي ترکيب:-ډاي سکرايدونه 3% ،پروټين 15% ،شحم 0,7% منرالونه 0,9% او د هر سل گرامه کاهو څخه په بدن کي 15 کالوري انرژي پيدا کوي ويټامين A 16% ،ويټامين b1 6% ،ويټامين B2 7% ،ويټامين pp 2% ويټامين C 18% او ويټامين D 0,4%
Malvaceae family vegetables_5
ليړوگان (بينډي)
ژر نه هضميږي يعني درانه او بادگير دي د تودو طبيعتو خلکو لپاره ،پيچش ،کولمو زخم ټوخي او سوزاک ته ډير گټور دي په يوطبی کتاب (مخزن المرکبات) کي ليکي که د ليړو ليړ(لعاب) وويستل شي اوهغه کس ته چي سوزاک لري ورکړل شي د لوي خداي (ج)په فضل سره به يي سوزاک له مينځه لاړشي او په همدغه پورته ذکر شوي طبي کتاب کي ليکل شوي که هغه اومي اوخامي ليړوگان وټکول شي او وخوړل شي د مني نرموالي او جريان له مينځه وړي څرنگه چي قابض او بادگير دي که د پخلي پر وخت ورسره ادرک او گرمه مصالحه واچول شي دروندوالي او بادگيري به يي کمه شي
Brasicaceae family vegetables_6
گلپيي:-
گلپي دطبيعت له مخي خنک او وچ دي او له درنو خوړو څخه شميرل کيږي څنگه چي دا خواړه په گيډه کي بادپيدا کوي نوبًي له ادرکو يي مه خوري ،که نه بدهضمي او د نس پړسوب ځني پيداکيږي د گلپي ډير خوړل ښه نه دي خود خوندور وسبو څخه دي او څومره چي خوندور دي هغومره گټورنه دي ،گرم مزاجو معدي ته طاقت ورکوي د احتلام او جريان لپاره گټور دي په ټوخي اخته خلک يي خوړلي شي .
کرم (بند گلپي )
کرم ډير گټور سابه د ي چي هم خام او هم پاخه خوړل کيږي په خپل ترکيب کي ډير مقوي غذاي مواد لري او که تل په کافي اندازه وخوړل شي طبيب ته به احتياج نشي .د کرم په ترکيب کي په ډيره اندازه د کاربوهايدريت موجود دي .پروتين او غوړپکي ډير کم دي
د کرم په ترکيب کي په کافي اندازه منرالونه موجود دي لکه پوتاشيم ،سوديم ،کلسيم ،مگنيژم کلورين ،فاسفورس ،سلفر او منگانيز خود پوتاشيم اوکلسيم اندازه د نورو ټولو څخه زياته ده چي دا دواړه د بدن د سلامتيا د پاره گتور دي تل زيار وباسي چي کرم په تازه ،پاک او خام ډول سره د غرمي ډوډي په وخت کي د سلاد په شکل د نورو سبو سره يوځاي وخوري خو هغه کسان چي هاضمه يي خرابه وي په خام ډول سره خوړل گټور نه تماميږي بيا دي پاخه کړي او سابه يي وخوري او يا د نورو ترکاريو سره يوځاي لکه رومي ،گازري ،شنه مټر ،گلپي ،کلچه پياز،گشنيزپاڼي او نورو ترکاريودسوپ (شوروا)په شکل په هفته کي دري يا څلور واري د غرمي ډوډي او يا د شپي ډوډي په وخت کي بايد تري استفاده وشي چي داعمل د کورنيو صحت او اقتصاد پياوړي کوي او بدن ته پوره پوره گټه رسوي د کرم په کيمياوي ترکيب کي ډير ويټامينونه لکه ويټامين B,A,PP,B2 او ويټامين c په ډيره اندازه موجود دي خصوصاً وپټامپن c د ويني خرابي له مينځه وړي ،قبض ماتونکي دي ،دشکري ناروغي لپاره هم ښه دي ځکه چي نشتايسته او خوږه نه لري .اوبل تنده ډيره ماتوي .کرم د ويني د لږوالي ،د بندونو د درد او د ويني د مسموميت لپاره هم گټوردي .هغه څوک چي ډير ضعيف او ډنگر وي هغه دي کرم ډير خوري.
ملۍ
اومه مولي بلغم پيدا کوي د مولي پاخه شوي سابه د بدن ټولي خرابي ليري کوي قبض ماتوونکي دي .مولي نور خواړه ژر هضموي خو خپله په ډير عمر هضميږي د مولي ژر هضموي د بواسير ،سږی،يني او توري د ناروغيو او ژيړي لپاره ډيري گټوري دي اشتها خلاصوي خو ټيغ (ارگمي )يي بدوي اما چي گوړه ورپسي وخوري .ټوله سميږي همداراز د ملی تخم بندحيض خلاصوي او د نس باد باسي .
شلغم
شلغم د اغيز او تاثير له اړخه گرم او لوند ښودل شويدي که هغه سپين ټيپر وي که سور خو ډير گټور سابه دي نه يواځي داچي خيټه ورباندي ډکيږي لاچي د ډيرو درملو ځاي هم نيسي د بيلگي په ډول د زکام ،توخي ،سيني درد ،سپوڼي ،ويښتو سپنيدا او د يخني له امله د پښو چاوديدو مخه نيسي په کنز المفردات کي ليکل شويدي که دچا د ساړو له امله پښي چاودي وي او دغه چاودنه د شلغم په شيره څوواري ووينځل شي لوي خداي (ج)به يي جوړکړي سربيره پردي شلغم د بينايي ماغزو او حافظي هډکو او غاښونو د کلکوالي،اشتها زياتوي ،دسيني او کولمو تاوده ساتني او همدارنگه د پوستي ناروغيو پر وړاندي د بدن ځواکمني زياتوني لپاره ډير گټور خواړه دي همدارنگه د نويو څيړنو څخه په ډاگه شوي چي شلغم ځيني ويټامينونه لکه و يټامن اي ،بي او ويټامن سي هم لري او سره ددي د ځيني منرالونه لکه فولاد سلفر او همدارنگه سوديم کلسيم فاسفورس ايوډين انټي بيوټيک ځانگړني هم لري لنډه دا چي له د غوټولوگټو سره سره دروندوالي لري او باد
گير هم دي نو دغه يي د زړکيو تورو مرچو ادرکو او ترو شيو په مرسته کميداي او ياله مينځه تلاي شي .
Umbellifereae family vegetables_7
گازري :
گازري داسي سابه دي چي د نيلي څخه يي استفاده کيږي خامه او پخه خوړل کيږي گازري د نورو سبو په شان په خپله تر کيب کي د سلو لو ز مقدار په زياته اندازه لري او خپل ځان ته ډيري اوبه جذبوي لدي کبله د مدفوع حجم موجب گرځي او په بدن کي دو ړو کولمو د جدار څخه جداکيږي او پوره نه جذبيږي په همدي علت په شکري اخته مريضانو ته د گازري خوړل ډير سود من دي . زيار وباسي چي گازره خام وخوړل شي دا ځکه چي ددي و يټامنونو بي د کوم تغير څخه پوره بدن ته ورکول کيږي . هغه کسان چي هاضمي تکليف ولري د گازري دخام خوړلو څخه دي پر هيز وکړي.ځکه د بدن د هاضمي تکليفونه لکه نفخ او باد د معد ي ترشي ،معدي درد ،د کولمو درد او نو ر تکليفونه پيدا کو ي .د گازري په ترکيب کي د کاراتين ماده جي زيړ رنگ لر ي او دا ماده په وړو کولمو کي په ويټامين A تبديليږي او ويټامين A د بدن د پاره ضروري حياتي ماده ده .د گازري په ترکيب کي او کزاليک ايسد په نسبي حالت ډير موجوددي نو د داسي کسانو په بدن کي چي د اکسديشن عمليه په ښه توگه نه اجراء کيږي د گازري د خوړلو څخه د ي ځان وژغوري ځکه او اوکز اليک اسيد په هاضمه کي نا راحتي پيدا کوي او هم په پختورگو کي تيږه او کاڼي تشکيلوي .د گازري په ترکيب کي کاربوهايدريت مواد په ډيره اندازه او د پروتين او شحمي موا د په کمه اندازه وجود لري او د سل گرامه گازرو څخه 47 کالوري حاصليږي په گازرو کي معدني مواد لکه فاسفورس ،کلسيم ،مگنيژم ،پوتاشيم او منگان په کافي اندازه وجود لري او هم نور ويټامين PP,B1,B,A او ويټامين C موجود د ي.دا هم بايد وويل شي چي د گازري فايده د گازري په خام خوړلو او پخه خوړلو پوري اړه لري بايد په د ي مورد کي هم لږ معلومات پيدا کړي .قبض ماتوونکي دي د ويني تلل د هر ي لاري څخه چي وي بندوي په دبد هضمي ،باد او بلغم د ناروغيو او د مثاني د ډبري ،سوزاک او د زړه دپرش لپاره گټوري دي دماغ او معدي ته طاقت ورکوي متيازي راولي او نارينتوب ځواک ډير وي وي دشپي په اوبو کي وايشوي او کښيږدي سهار پي پوست کړي او د منځ ناريي ځني ليري کړي او ويي خوري د دماغ ،معدي ،اود توليد د مادي لپاره ډيري گټوري دي دي څنگه چي گازري تسکين ورکونکي خاصيت لري. له دي امله هغه څوک چي عصباني کيږي د هغو لپاره يي خوړل ډيرگټور دي او د عصبانيت د تحريک مخه نسي .
Zingiberaceae family vegetables_8
ثونډ(ادرک)
ثونډ په دوه ډوله دي يو تازه ،بل وچ تازه ته ادرک واي او وج ادرک ته ثونډ .تازه ثونډ چي ادرک ورته وايي وچ او گرم دي د بادو ،معدي د کمزورتيا او ډيرو بلغمو د ناروغيو د لري کيدو لپاره گټور د ي که د ډوډئ خوړلو د مخه لږ تازه ثونډ د مالگي سره وژ وياست معده قوي کوي او اشتها خلاصوي د ثونډو او به وباسي او هغوپه gr 25 اوبه کي لږ شات گډ کړي او وي خوري ددي څخه بلغمي ټوخي ښه کيږي هغه ناروغ چي سالنډئ کيږئ ثونډ دي په غوړو کي سره کړي او ودي خوري گټور دي .وچ ثونډ هم گرم او وچ دي گيډي ،يني دماغ ته قوت ورکوي او د نارينتوب ځواک پياوړي کو ي ،ټوخي ،زکام ،پيچ او د نس درد ورکوي بلغم څټي د تودو شيدو سره که يي وخوري د بدن باد او ټول دردونه ليري کوي قابض دي که د کبانو ترخوړلو وروسته يو څه ثونډ وخوري اوبه مو نه پسي اخلي او د بادي او بلغمي ناروغانو تنده له مينځه وړي وچ ثونډ چي بي ريــښي وي ډير به ښه وي.
د تر کاري خوند ورباندي ښه کيږي خو پام مو وي چي يوازي د خوند لپاره نه لاچي د ډيرو دررملو پر ځاي هم په خوا ړو کي کارول کيږي ځکه ډير گټي لري د بيلگي په ډول د معدي د تقويي د بلغمو له مينځه وړلو ،د فالج او گوذن، د بلغمي ټوخي نزلی او والګی(زکام)لپاره ډيرګټورشی دی د نويوساينسی څيړنوله مخی دغه لاندی مواد په کي شته پروتين ٢،٣ گرامه ،کاربو هايدريتونه ١٢،٣ گرامه، کلورين ٣٣٣ ملي گرامه ،سوديم ٥ ملي گرامه. پو تا شيم ٩٤٣ ملي گرامه ، مگنيسيم ٢٥٦ ملي گرامه ، فاسفورس ١٧٧ ملي گرامه ، سلفر ١٢٨٠ ملي گرامه ، کلورايډ ز ٦٢ ملي گرامه ، کلسيم ٢٠ ملي گرامه ، فولاد ٢،٦ ملي گرامه ، زنجبيل غوړ ٣ ملي گرامه ويتامين اي ٤٠ مايکرو گرام ، ويتامين بي ٠،٠٦ ملي گرام ، ويتامين بي دوه ٠،٠٣ ملي گرام ويتامين بي شپږ ٠،٦ ملي گرام ويتامين سي په سلو کي ٦ ملي گرام او همدارنگه جنجرين او راداري ما دي هم لري
Chenopodiaceae family vegetables_9
چغندر
لبلبو د سبزيجاتو په جمله حسابيږي او پخولو کي ډير استعماليږي لبلبو کي مختلف غذايي مواد موجود دي لکه : کار بو هايدريت ٥-١٠% ، پروتين ١-١،٥ % ، شحم ٠،١٠% معدني مواد په لبلبو کي په ډيره اندازه موجود دي لکه : فاسفورس ٠،٣٩ ګرام په يو کيلو گرام کي ، مگنيزيم ٠،٢١ ګرام ، او سپنه ٠،٠٦ ګرام ، کلسيم ٠،٢٩ گرام ، پو تاشيم ٣،٥٢ گرام منگانيز ٥،٣٧ گرام بر سيره پر دي په لبلبو کي دا لاندي ويتامينونه موجود دي : ويتامين اي ٦ ملي گرام ويتامين بي يو ٠،٠٣ ملي گرام ، ويتامين بيدوه ٠،٠٤ ملي گرام ويتامين پي پي ٠،٣ ملي گرام ، ويتامين سی،٥ ملي گرام چغندر په او بو کي جوش او بيا خوړل کيږي څوک چي د هاضمي (معدي ) تکليف ولري د چغندر د ډير خوړلو څخه دي ځان وژغوري د [چغند ر څخه په سلاد او سوپ کي ډيره استفاده کيږي په چغندر کي هيمي سلولوز او دگسترين ډير ليدل کيږي يکتين هم په کمه اندازه لري چي په اوبو کي حل کيږي او د ويني دانعقاد موجب گرځي ،د کسترين او قندي مواد په وړو کلمو کي جذبيږي او په پختورگو کي ذخيره کيږي .بلغم وچوي ،دماغ تازه کوي ،دنارينتوب ځواک پياوړي کوي وينه ډير وي د ښځو شيدي ډيروي د بندونو د درد لپاره گټور دي .
پالک
پالک حياتي او ارزښتناکه سابه دي پالک په خپل ترکيب کي 36gr اوسپنه په کيلو گرام کي لري .ددي څخه معلوميږي چي د پالکو د اوسپني اندازه د ټولو سبزيجاتو په انډول ډيره ده لدي کبله د پالکو اوبه دټولو اطفالو د پاره ښه مقوي شربت گڼل کيږئ چي د وينو په جوړيدو کي پوره مرسته کوي او ډير ارزانه دي .دپالکو په ترکيب کي پوتاشيم هم په ډيره اندازه پيدا کيږي او د پختورگو د فعاليت د پاره عمده نقش لوبوي پو تاشيم د ماشومانو د اشتها د پاره ډير گټور دي او د دوي وينه هم زياتوي پالک د پختورګو د پاره چي مريضي ولر ي ډير ښه دا رودي پالک د اطفالود رشد او ودي د پاره مقوي غذا ده د پالکو په ترکيب کي يوه زياته اندازه کلوروفيل موجود دي او دا کلوروفيل د بدن وينه زياتوي او د زړه عضلي ته تقويت ورکوي لطفاً پالک مه هيروي .په پالکو کي په کافي اندازه ويټامينونه موجود دي لکه:ويټامين A 3,70mg, ويټامين B1 0,08mg ،ويټامين B2 0,15mg ويټامين c – 37mg ،ويټامين 0,044mg-pp.پالک په ډيره اندازه 72mgاوريک ايسد توليد وي لدي کبله څوک چي د نقرس مريضي لري د پالکو د خوړلو څخه دي ځان وژغوري او همداډول څوک چي د ځيگر مريضي ولري او يا ي ځيگر ناتوان وي دوي ته هم د پالکو خوړل په ډيره اندازه اجازه نه ورکول کيږي .داهم هير نه کړي چي پاخه پالک دي ډير وخت د پاره ونه ساتل شي ځکه په کي دننه ډير تغيرات راځي او په ماشومانو کي کله کله مسموميت پيدا کوي .هغه څوک چي عمري قبض وي دهغو لپاره ډير گټور دي وينه ډيروي د گرم او وچ مزاجو لپاره د پښتورگو او مثاني د ډبري ،د ژيړي ،تندي او معدي د سوزش او د گرمي د يخا ر لپاره گټور دي ،پالک د معدي تيزاب ليري کوي هغه داغونه چه دځوانۍ په مهال پرمخ باندي لويږي د سبزيو د خوړلو پواسطه ليري کيږي د بي خوبي د ناروغانو لپاره ډير ښه دي هغه څوک چي وينه يي لږ وي او ډنگر وي بايد پالک ډير خوري .
Leguminaceae family vegetables_10
سويابين
يو ډول چينايي مټرو ته ورته دال دي چي د خاصيت له پلوه گرم او لامده د ي خو هغه ټولي غذاي اجزاوي چي د انسان د ودي او نشونما لپاره اړيني دي په کي شته د ساينسي څيړونکو په اندله ټولو غلو دانو ،غوښي او نور څخه زيات قوي شي دي په هيڅ ډول غله ،ميوو کي دومره پروټين ،قند ،شحم ،مالگه ،معدنيات او ويټامينونه نشته لکه په دي چي شته په دي کي کلسيم ،پوتاشيم ،سلفر ،فولاد او فاسفورس په ځانگړي ډول د يادولو وړ دي له همدي امله سويابين وينه ،غوښه او قوت باه زياتوي ،زړه ،معده،مغزا ويني ته قوت وربښي
شنه مټر (د پليومټر)
شنه مټر هم گټورسابه دي چي بدن ته ډير مفيد دي او مغذي غذا ده او مونږ ته د بدن سلامتي ،خوشحالي او تندرستي تامئنوي .په شنو مټرو کي د پوتاشيم معدنى ماده تقريباً 11,5 mg په سل ګرامو کى موجوديت لرى نورمعدنى موادهم په کافى اندازه لرى په شنو مټروکى په ډيره اندازه نباتى پروتين مواد چې بدن ته ډير ضرورى د ى شته چې د غوښى په عوض په بدن کى ګټه ترى اخيستل کيږى په شنو مټرو کى د کاروباهيدريت موادهم په زياته اندازه موجودى دى او په کمه اندازه سره شحمى مواد په ترکيب کى لری. په شتو مټروکى د سلولوز مقداراو ارزښت ډير زيات دى او هغه کسان چې د نفخ او باد په تکليف اخته وى ددى د خوړلو څخه دى پرهيز وکړى په شنو مټرو کى اينوزيت موجوددى دا ماده دبدن په عضلاتو، وينه او دبدن په نوراعضاؤ کى لکه سږى او په پختورګوکى ليدل کيږى او دا ماده د بدن رشد او وده تامينوى د بدن ويښتان ساتى او که چيرى دا ماده په بدن کى کمه شى دوړوکو لمو حرکات کميږى او په نتيجه کى هضم کميږى او د بدن وزن ورځ په روځ کميږى د شنو مټرو په ترکيب کى کلوروفيل ډير دى اودوينو په جوړولو کى مرسته کوى په شنو مټروکى ويټامين A, B1,B2,PP او ويټامين C کافى اندازه شته.
نعنا
نعتا يو خوشبويه بوټي دي دابوټي خلک په کوروکي کري هغه نعتا چي خلک يي په کورو کي کري گرمه او وچه ده او دزهرجنو شيانو زهر لري کوي .دهغي ښځي لپاره چي د حيض ناروغي لري ديرش گرامه نعنا او پنځلس گرامه لوي هيل په اوبو کي وايشوي او وري کړي ددي جوشاندي څخه حيض ښه کيږي قي او د نس دردهم ښه کوي که مويو زهر لرونکي خزنده وچيچي پر هغه ځاي نعنا و موږي سوي او درد يي دوړاه له مينځه وړي د نعنا عرق هم تقريباً د دغو ناروغيو لپاره ښه دي د نعنا د پاڼو ژوول د سلگي لپاره ښه دي اشتها خلاصوي ،پښتورگي ،گيډي او يني ته طاقت ورکوي او د اعصابو د تشنج ضددي
سلاته او دهغي ځانگيړني
په دوبي کي معمولاً زمونږ اشتها تر ژمي لږ وي په تيره بيا غوړ او گرم خواړه مونه خوښيږي او هغه خوږي روغني چي په ژمي مو هوا ورته کيږي په دوبي کي مو زړه نه ورته غواړي خو برعکس او به او په تيره بيا دسبو څخه جوړي شوي سلاتي ته مو زړه کيږي او اشتها خلاصوي چي دا ټول د بدن دطبعيت او روغتيا سره برابر دي .
سلاته عبارت د سلولوز او اوبو څخه ده او سلولوز او او به زمونږ بدن ته لازم دي
څنگه چي د تودوخي په نتيجه کي بدن اوبه کميږي ،نوبايد بدن ته ډيري اوبه ورسيږي سربيره پر دي سلاته يوڅه معدني مالگي او ويټامينونه لري چي تر نورو او مو خوړو د کولمو او سږ و له لاري ډير اسانه جذبيږي سلاته په دوبي کي ډير ښه خواړه دي او تاسي کولي شي چي په دوبي او ژمي دواړو کي يي وخوري پدي شرط چي ستاسي معده او کولمي حساسيت ورسره ونه لري .
د سلاتي ارزښت :- که غواړي چي ستاسي د کور غړي تندرسته او روغ رمټ واوسي نو د خپلو خوړو سره سلاته خوري سلاته اشتها خلاصوي او خواړه خوند ورکوي د.ښو سلاتور مزد هغو ميوو او سبو په غو ره کولو کي دي چي لمر پخي کړي وي او له ويټامينونو څخه ډکي وي د سلاتي سابه او ميوه بايد خوندوره وي او ترڅوممکنه وي ښه پاکه شي دغه راز سلاتي د سبو پاڼي بايد زخمي او خرابي نه وي او ښي تيزي زرغوني وي په ياد مو وي چي سلاتي سابه او او ميوي په يخ وچ او تياره ځاي کي وساتل شي يايي په يوه سر تړلي لو ښي کي واچوئ او په پخچال کي يي کيښږدي که د کشنيز ويا نعنا پا داسي نو روپاڼي لږمړاوي شويووي په يوه لوښی کی سړی اوبه واچوی دغه سابه پکی واچوی سر يیوروتړی او په يخچال کی يی کښيږدی پاڼي يي بيرته تازه کيږي هيڅکله ميده شوي سابه يا ميوي په اوبه کي مه اچوي ځکه په او بوکي د هغو ټول ويټامينونو نه منحل کيږي او له مينځه ځي کله چي مو سلا ته جوړه کړه په هواکي يي ډير مه ايږدي پدي چي د هوا وهلو له امله خپل و يټامين سي له لاسه ورکوي ښه به داوي چي هر کله ډوډئ خوری هغه مهال سلا ته جوړه کړي د سالا تي په جو ړه ولو کي بايد له ښي سليقي څخه کارواخلي ځکه ډير خلک يوه شي ته ګوري او خوري يي وايي خواړه له رنګه خوړل کيږي سلاته بايد داسي خوندوره وي چي د معدي تر شحات تحريک کړي او د خوړو په هضمولو کي مرسته وکړي بل داچي په سلاته کي تنوع راولي او هره ورځ يو ډول سلاته مه خورئ سلاته د روميانو پياز شنه پياز مو ليو ، کرم ، کاهو ، مرچکو نعنا گشنيز و ترا تيزکو ، چغندر ، بادرنگو ، چمبړخيال ، گازرو او داسي نورو څخه جوړيږي البته که د چا تر شي خو ښه وي سر که يا ليمودي ورواچوي .
غذا او غذائى موادو نتايج او حقايق
ډاکټر ديويد ورنر په خپل کتاب کى (هلته چى ډاکټر نشته) داسى وائى( قوى او صحى خواړه ستاسو د بدن روغتيا ضمانت کوى) او همدارنګه ټول علماء او متخصيصين خپل نظريات د تغذي په باب په لاندى ډول وړاندى کوى:
١- ښه معقوله تغذيه زمونږ د بدن د ټولو اندامونو په ظاهرى شکل او بڼه کى پوره تاثيرلرى.
الف: ښه مغذى غذا د بدن د پوستکى په ښائيست کى مهم سهم لرى د مثال په توګه هغه کسان چې هره ورځ ښه غذا نه خورى دهغوى د بدن پوستکى بد قواره، يژمرده، مړاوى، زيړرنګى او خوار او زار ښکاره کيږى.
ب: د خولى غاښونه يې تور او چينجن وى.
ج: د ملاهډوکى ئى کړپ او د پښو پړکى يې کاږه واږه وى .
د: د بدن په عضلاتوکى يې ډير نواقص ليدل کيږى. شونډى يې چاوديږى، دسترګو کنجونويى اوښکى کوى سترګى سرى او مړاوى او د سترګو رڼا ئې هم کمه وى.
هـ: د ماغى اعصاب يې نا ارامه وى ، تل عصبى او قهر جن وى کينه کښ او ګيله من وى.
و: د هاضمى سيستم يي خراب وى اوپه پوره اشتهاسره غذا نشى خوړلى اودبى اشتهائى څخه هميشه شکايت کوى.
ز: د بدن غدوات يې پوره افرازات نشى کولى او وجود ئى ورځ په ورځ ناتوانه کيږى.
ج: د کاروکولو توان د لاسه ورکوى او اقتصاد يى تل برهم درهم وى.
٢- غذا ستاسو په شخصيت او قوت کى ډير تاثير لرى.
الف: ښه تغذيه د انسان بعضى صفات لکه ښايسته بڼه، لوړ قد او ښه اندام کى پوره تاثير لرى.
ب: د انسان دوستۍ عالى او صاف پيداکوى په خپل ځان اونفس پوره اعتماد لرى او په ګفتار او کردار کى ثابت قدم وى د مثال په توګه هرانسان په ژوند کى د ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کيږى چې هغه څوک چې ښه غذا خورى او بدن ئى سالم وى داډول انسان د نوروانډول د ژوند دمشکلاتو په مقابل کى تل ثابت قدم او دپوره ميړانى خاوند وى او په کړو وړوکى يې عجز او ناتوانى نه ښکاره کيږى هغه څوک چې ښه غذا نه خورى تل خوار او زار در په در خاورى په سر او يوازى د يومړۍ ډوډى حاصلول پسى لالهانده او ستړى او ستومانه وى، د لوړوانسانی مورالو څخه محروم وى، تل بدنيته او کينه کښ وى، دهيچا سره تعاون او مرسته نه کوى، د کار په مقابل کى تله بهانه ګيروى ، د انسان دوستى احساس يې ډير کم وى د پوره تعقل احساس يې ورځ په ورځ کميږى، او اکثر اجتماعى او مدنى خصوصيات، يې زيانمن کيږى او د هرچا سره لاس او ګريوان وى او دخبرو په مقابل کي بى حوصله وى.
ج: هغه فاميلونه چې خپلى تغذيی ته پوره توجه نلرى د دوى د فاميل ټول غړى د زمانى په تريدوسره د ژوند نه خوشحالى د لاسه ورکوى اود همکارۍ ، هم اهنګۍ او نورو اجتماعى، مدنى اخلاقی او همکاريو څخه بى برخى کيږى.
د: هغه ځوانان چى ښه تغذيه کيږى د دوى ټول اجتماعى، اخلاقى موازين په ښکا ره توګه روښانه بريښى او په ټولو کارونو کى دوستى دليارى د هرچا سره په ډيره مينه او پوره انسانى احساس مرسته کوى.
هـ: د غذا کموالى په جهان کى دخلکو تر مينځ ناآرامى اوبى نظمى راولى او تاريخ دا ډول بيښى ډير ناوړى بللى او درج شو يدی چى مثالونه يې د لمر په شان د نړى په ګوټ ګوټ کى شته او ليدل شويدى چې نن سبا زمونږ دګران هيواد ډيرى وګړى دا ډول ناوړو اوغير انسانى پيښو سره لاس او ګريوان دى او تل يي داميد سترګى د بډاى خلکو او ملکونو په لور پريښى، د غرولمنى، دصحرا سوځونکى وچې کلکى ټولى دښتى دافغانانو په امدادى کمپونو، خيمو او هيديرو ډکى شوي .
و: هغه څوک قوت اوقدرت لرى چى صحت يي ښه وى داځکه چى د غذائى موادو ښه تغذيه د روغتيا او بدنى سلامتيا ضامن ګڼل کيږى.
ز: دنړى د کومو ملکونو دوګړى تغذيه يي چى ښه توګه اجراء کيږى دا ډول ملکونه د ژوند په ټولو شتونوکى ډير کامياب دى
٣- په بدنى او فکرى کارونو کى ښه تغذيه ډيره موثره ده:
الف: غذا دبدنى ورزش ډول او قدرت زياتوى.
ب: ټول غښتلى پهلوانان ښه مقوى او انرژى لرونکى غذائى موادوته پوره اړه لرى.
ج: هغه څوک چى ښه تغذيه لرى شک نشته چى د دوى د بدن رشد او وده په ښه توګه اجراء کيږى او په نتيجه کى د دوى فکرى جسمى او اجتماعى اعمال په بريالى توب سره سرته رسيږى.
د: ښه تغذيه د علم او دروزنى په ښه پرمختګ کى پوره ونډه لرى.
هـ: هغه څوک چى ښه تغذيه لرى اکثرا ليدل کيږى چى هوش او فکريى ښه وى ځکه د وږو او کم غذائى انسانانو فکر او اعصاب تل نورمال حالت نلرى امامخصوص داسی غذائى مواد چې د بدن هوش او فکر لوړوى تراوسه پورى ندى کشف شوى خو دومره ويل کيږى چې ټول غذائى موادو يو تربله نه جداکيدونکى اړيکى لرى او دبدن ټول حياتى اعمال په متنوع، مکفى او مغذى غذا پور ى تړلى ده.
٤: غذاستاسو د بدن رشد اوودى په چاپيريال کى دوراثت محيطى شرايطو او نور دبدن کيمياوى عواملو پورى اړه لرى.
الف: ممکن ارثى عوامل بعضى محدويتونه پيداکړى خوبيا هم ښه غذا د بدن ټول حياتى افعال په نورمال او بر ياليتوب سره مخ په وړاندى بيائى.
ب: د بدن قد، وزن، رنګ بڼه او بعضى نورفزيکى ، کيمياوى او بيالوژيکى انسانى خصوصيات په ارثى عواملو پورى نږ دى دى ارتباط لرى چې پدى مورد کى پوره څيړنى جريان لرى خو څرګنديږى چى ددى ټولوعواملو سره سره بياهم غذا او ښه تغذيه د بدن په ټولو فکرى جسمى،فزيکى، بيالوژيکى، انسانى او حياتی افعالو کی تاثير لری
٥- ښه مقوى او مکفى غذا هغه ده چې ټول غذائى مواد لکه پروتينى مواد، شحمى مواد، کاربو هايدريتونه منرالونه، ويتامينونه اونورمايعات په کافى اندازه دسن او عمر په لحاظ د کار او فعاليت د اندازى او داقليمى شرايطوپه نظرکى نيولو سره په ټاکلى وخت کې وخوړل شى اولازمه انرژى بدن ته حاصله شى.
٦- ښه تغذيه هغه ده چې د لازم او ضرورى غذاد انتخاب په واسطه وکولاى شى او دبدن د اړتيا وړ غذائى مواد بدن ته تامين شى.
دا عالى مرام هله تامنيږى چې دهفتى د غذائى مينو اساسات په لاندى ډول په نظرى ونيول شى:
الف: دشخص اشتها اوميل غذا ته اود هغى اقتصادى حالت
ب: د خلکو د فعاليت او مصروفيت طريقه
ج: د کال موسم، د منطقى محلى حاصلات او غذائى موادو د موجوديت امکانات
د: عنعنوى عادات او محلى رسم ورواج هـ: دغذانوعيت او دپخلى طريقه په صحى ډول
و: د پخلنځى موجوديت دهغى تجهيزات اولوازم ،نور مربوطه ظروف او دمطبخ د صحى شرايطو ر عايت کول
ز: په پخلنځى کى سون مواد تعينول لکه لرګى، تيل، قوله، ګيس، برق: يا بخارى سيستم.
ح: د غذائى موادو د موجوديت امکانات اومساعدشرايط په نظرکى نيول ط: د طعام خوړولو وختونه تعينول
ى: دطعام نوعيت ک: د غذائى موادونو نوعيت اودهغوى اندازه د فى نفر حساب. ؛
ل: بدن ته د اړيتا وړ غذائى موادو تثبيتول اود لازمه کالو ریسنخبش.
م: په هفته کى ددريو يا څلورو ځلو څخه زيات يو نوع طعام بايد تکرار نشى.
ن: د طعام مقصدبايد دمعدى ډکول نه بلکى بدن ته، ضروری غذائى مواد تامينول او لازمه کالورى حاصلول دى.
س: په هره اونۍ يامياشت کى د اقتصادى بدن موازونه تثبيتول.
ع: په هره مياشت کى يوځل د غذائى موادو په مورد د ډاکټر يا دغذائى موادو متخصص سره مشوره کول او دهغى سره د غذا او غذائى موادوپه مورد خپل ټول مرام افهام اوتفهيم کوى او په نتيجه کى غوره لارتثبيتول دى، دښه تغذئى د عاطفى تعادل خاصيتونه:
١- ښه تغذيه د بدن ذهنى، روحى، تشوشات، غم، غصه، او ويره، لرى کوى ا شتهازياتوى او بدن دناتوانى څخه ژغورى.
٢- ډيرفعاليت او دروحى هيجانات بدن ناتوانه او خواروى او اشتهاته ډير زيات رسوى.
٣- په کافى اندازه استراحت کول بدن ته چاغوالى ورکوى داځکه چې په کمه اندازه انرژى مصرف کيږى او په نتيجه کی د غذائى موادوزياتوالى د بدن دزياتوالى سبب ګرځى.
٤- د ډيرى لوږى څخه وروسته ډيره غذاخوړل په معده او هاضمه کى نارامى پيداکوى او د هاضمى دسيستم فعاليت د نورمال حالت څخه زياتږى او په نتيجه کى داخلى ټول ا عضا ستړتيا پيداکوى.
٥- په يو دسترخوان او يايوميزباندى په ګډه او اجتماعى ډول سره طعام خوړل دوګړو ترمينځ د محبت او دوستى اړيکى زياتيږى اوطعام هم په پوره اشتها خوړل کيږى.
٦- ټول خواږه خواړه وينه زياتوى او نتيجه کى د ډوډى خوړلو اشتها کميږى.
٧- ويتامينو او معدنى مواد د ډاکټر د لارښونى سره سم وخورى.
٨- ټول غذائى موادو په طبعى حالت سره وخورى بايدمغذى، مکفى او صحى وى اوپوره خوند او مزه ولرى.
٩- ښه تغذيه دا مراضو په مقابل کى غوره وقايه او معالجه ده.
١٠- که غواړى چې د بدن وزن مو په تدريجى ډول کم شى نو معقوله تداوى داده چې په خپلو خوړوکى د غوښى، هګى، ډيرو سبزيجاتو، تازه ميوه جاتو او شيدو اندازه زياته کړى او په مقابل کى دغوړو، خواږه خواړه، ډوډى ( خصوصاً سپينه ډوډى) وريجى او حبوبات اندازه کمه کړى.
١١- د جسمى اوبدنى فزيکى فعاليت کموالى اشتها کموى.
١٢- معمراوز اړه کسان بايد تل ډير خواږه ونه خورى داځکه چې ډير خواږه د بدن وزن زياتوى او نورى ناوړه بيمارى ترى پيداکيږى.
١٣- خواړه بايد متنوع وى او هره ورځ په خپل وخت کى د اشتها سره سم وخوړل شى.
١٤- ښه غذا هغه وخت پيداکيداى شى چې دکورنۍ هرو ګړى د حلال رزق پيداکولو مسؤليت پيداکړى.
١٥- دغذائى موادو د اندازى اود انرژى تثبيتول د غذائى موادو د کيمياوى ترکيب اود
کالورى فيصدى جدول څخه استفاده وکړى.
د مختلفو سبزيجاتو غذاي ارزښت( د تازه وزن په اساس پر gr 100 د خوراکي وړ برخي ) (per 100 gr edible or fresh weight basis) Nutritive value of different vegetables
اول جدول
دسبزي نوم |
رطوبت
(gr) |
کاربوهايدريت
(gr)
|
پروټين
(gr) |
شحم
(gr) |
کالو ري
(انرژي) |
ويټامين A
(iv) |
تيامين
(mg) |
رايبو فلاوين
(mg) |
اسکاربيک اسيد
(mg) |
کلسيم
(mg) |
اوسپنه
(mg) |
فاسفورس
(mg) |
کچالو | 74.7 | 22.6 | 1.6 | 0.1 | 97 | 40 | 0.40 | 0.04 | 17.0 | 10.0 | 0.7 | 35.0 |
شين رومي بانجان | 93.1 | 3.6 | 1.9 | 0.1 | 23 | 30.7 | 0.07 | 0.01 | 31.0 | 20.0 | 1.8 | - |
سره رومي بانجان | 94.0 | 3.6 | 1.2 | 0.1 | 20 | 302 | 0.12 | 0.06 | 27.0 | 48.0 | 0.4 | 26.0 |
مرچ | 85.7 | 3.0 | 2.9 | 0.6 | 29 | 292 | 0.19 | 0.39 | 111.0 | 30.0 | 1.2 | 80.0 |
خواږه مرچ | 92.4 | 4.3 | 1.3 | 0.3 | 24 | 683 | 0.06 | 0.03 | 175.0 | 10.0 | 1.2 | - |
توربانجان | 92.7 | 4.0 | 1.4 | 0.3 | 24 | 118 | 0.04 | 0.11 | 12.0 | 18.0 | 0.9 | 47.0 |
کرم | 92.4 | 5.3 | 1.4 | 0.2 | 29 | 80 | 0.06 | 0.05 | 100.0 | 46.0 | 0.8 | 38.0 |
گلپي | 91.7 | 4.7 | 2.4 | 0.2 | 31 | 70 | 0.04 | 0.03 | 75.0 | 30.0 | 17.0 | 76.0 |
براکولي | 89.9 | 5.5 | 3.3 | 0.2 | 37 | 3500 | 0.05 | 0.12 | 137.0 | 8.0 | 0.8 | 79.0 |
غوزه يي کرم | 84.9 | 8.9 | 4.4 | 0.5 | 58 | 400 | 0.05 | 0.13 | 105.0 | 40.0 | 1.6 | 80.0 |
کريله | 92.4 | 4.2 | 1.6 | 0.2 | 25 | 210 | 0.07 | 0.09 | 88.0 | 20.0 | 1.8 | 70.0 |
بادرنگ | 96.1 | 2.5 | 0.4 | 0.1 | 13 | 0 | 0.03 | 0.01 | 7.0 | 10.0 | 1.5 | 25.0 |
د مختلفو سبزيجاتو غذاي ارزښت( د تازه وزن په اساس پر gr 100 د خوراکي وړ برخي ) (per 100 gr edible or fresh weight basis) Nutritive value of different vegetables
دوهم جدول
دسبزي نوم |
رطوبت
(gr) |
کاربوهايدريت
(gr)
|
پروټين
(gr) |
شحم
(gr) |
کالو ري
(انرژي) |
ويټامين A
(iv) |
تيامين
(mg) |
رايبو فلاوين
(mg) |
اسکاربيک اسيد
(mg) |
کلسيم
(mg) |
اوسپنه
(mg) |
فاسفورس
(mg) |
گندنه | 79.9 | 5.0 | 1.8 | 0.1 | 28 | 30 | 0.23 | - | 11.0 | - | 2.3 | 70.0 |
کاهو | 93.4 | 2.5 | 2.1 | 0.3 | 21 | 540 | 0.09 | 0.13 | 10.0 | 50.0 | 2.4 | 28.0 |
باحيه (ليړو) | 89.6 | 6.4 | 1.9 | 0.2 | 35 | 88 | 0.07 | 0.07 | 13.0 | 66.0 | 66.0 | 56.0 |
مټر | 72.0 | 15.8 | 7.2 | 0.1 | 93 | 300 | 0.25 | 0.01 | 19.0 | 20.0 | 1.5 | 139.0 |
اسپرگش | 91.7 | 2.9 | 1.7 | 0.2 | 20 | 762 | 0.12 | 0.13 | 25.0 | 15.0 | 0.7 | 46.9 |
ورخاړي | 85.7 | 6.3 | 4.0 | 0.5 | 45 | 9200 | 0.03 | 0.10 | 99.0 | 39.0 | 25.5 | 83.0 |
پالک | 92.1 | 2.9 | 2.0 | 0.7 | 27 | 9300 | 0.03 | 0.07 | 28.0 | 73.0 | 10.9 | 21.0 |
شړشمو پاڼي | 89.9 | 3.2 | 4.0 | 0.6 | 34 | 4195 | 0.03 | - | 33.0 | 155.0 | 16.3 | 26.0 |
دکدو پاڼئ | 81.9 | 7.9 | 4.6 | 0.8 | 57 | 5760 | - | - | - | 392.0 | -112.0 | 112.0 |
نعنا | 84.9 | 5.8 | 4.8 | 0.6 | 48 | 2592 | 0.05 | 0.20 | 27.0 | 200.0 | 15.6- | - |
سنه پياز | 87.6 | 10.6 | 1.0 | 0.2 | 45 | 50 | 0.03 | 0.03 | 24.0 | 135.0 | 1.9 | 24.0 |
مرخړي | 91.1 | 4.0 | 2.4 | 0.3 | 16 | 0 | 0.10 | 0.10 | 5.0 | 9.0 | 1.0 | 115.0 |
نوټ : 0,6mg B carotene = 7 iv vitamin A , 1 mg =106 gram
د مختلفو سبزيجاتو غذاي ارزښت( د تازه وزن په اساس پر gr 100 د خوراکي وړ برخي ) (per 100 gr edible or fresh weight basis) Nutritive value of different vegetables
دريم جدول
دسبزي نوم |
رطوبت
(gr) |
کاربوهايدريت
(gr)
|
پروټين
(gr) |
شحم
(gr) |
کالو ري
(انرژي) |
ويټامين A
(iv) |
تيامين
(mg) |
رايبو فلاوين
(mg) |
اسکاربيک اسيد
(mg) |
کلسيم
(mg) |
اوسپنه
(mg) |
فاسفورس
(mg) |
تورايي | 93.2 | 2.9 | 0.5 | 0.1 | 18 | 120 | 0.02 | 0.06 | 0.0 | 36.0 | 1.1 | 19.0 |
پوخ کدو | 86.0 | 4.6 | 1.4 | 0.1 | 25 | 2180 | 0.06 | 0.04 | 2.0 | 10.0 | 0.7 | 30.0 |
ټنډي | 94.8 | 3.5 | 1.0 | 0.1 | 21 | 260 | 0.05 | 0.03 | 18.0 | 10.0 | 0.7 | 30.0 |
خربوزه | 95.2 | 3.5 | 0.3 | 0.2 | 17 | 3420 | 0.11 | 0.08 | 26.0 | 32.0 | 1.4 | 14.0 |
هندوانه | 95.8 | 3.3 | 0.2 | 0.2 | 16 | 590 | 0.02 | 0.04 | 1.0 | 11.0 | 7.9 | 12.0 |
سپني مي | 94.4 | 3.4 | 0.7 | 0.1 | 17 | 50 | 0.06 | 0.02 | 15.0 | 50.0 | 0.4 | 22.0 |
سري مي | 90.8 | 6.8 | 0.6 | 0.3 | 32 | 50 | 0.06 | 0.02 | 17.0 | 50.0 | 0.5 | 20.0 |
گازري | 82.2 | 10.6 | 0.9 | 0.2 | 48 | 12000 | 0.04 | 0.02 | 3.0 | 48.0 | 0.6 | 30.0 |
لبلبو | 87.7 | 8.8 | 1.7 | 0.1 | 43 | 18 | 0.04 | 0.09 | 10.0 | 28.0 | 1.0 | 55.0 |
شلغم | 91.6 | 6.2 | 0.5 | 0.2 | 28 | 4 | 0.04 | 0.04 | 43.0 | 30.0 | 0.4 | 40.0 |
پياز | 86.8 | 11.0 | 1.2 | 0.2 | 50 | 35 | 0.08 | 0.01 | 11.0 | 180.0 | 0.7 | 50.0 |
هوږه | 62.8 | 29.0 | 6.3 | 0.1 | 142 | 10 | 0.16 | 0.23 | 13.0 | 1.3 | 30.0 | 310.0 |
نتيجه گيري
١. سبزيجات دپروتينونو، ويټامينونو ،منرالونو او دمعدني موادو غوره منابع ګڼل کيږي .
٢. سبزيجات دمحافظوي خوراک (protective foods) په نوم سره ياديږي.
٣. د W.H.O دراپور په اساس ديوکس دپاره دورځي دري سوه گرامه سبزيجاتو خوړل سپارښت شوي دي.
٤.هرهغه څوک چي دچاغښت څخه شکايت کوي بايد په روزمره خوراک کي دسبزيجاتو زياته اندازه په مصرف ورسوي.
٥. زمونږ دهيواد مختلفي سيمي دسبزيجاتو درنګارنګ ډولونو دکرلو دپاره په پسرلي ، منۍ اوژمي کي ترروزني لاندي نيول کيږي.
٦. دبعضي ناروغيو دپاره چي مخنيوي يي وشي دسبزيجاتود خوراک سپارښت شوي دي .
٧. په ورزمره خوراک کي به هيڅ داسي خواړه نه وي چي سبزيجات پکي استعمال شوي نه وي.
٨. دسبزيجاتو مختلفي برخي لکه ريښي ،ساقي، پاڼي ، گل ، خامي ميوي ،پخي ميوي اونوري برخي تر استفادي لاندي نيول کيږي .
٩. داګرانوميکي محصولاتو په مقايسه دسبزيجاتو دتوليد اندازه په في واحد ځمکه کي زياته ده.
١٠. څرنګه چي سبزيجات short life cycle لري نو که چيري په مارکيټ کي تقاضا زياته وي کيداي شي په hot bed کي تربيه شي.
١١. دنورو ټولو زراعتي بوټو په نسبت سبزيجات په اساني سره دکورني باغيچي په شکل ترروزني لاندي نيول کيدلي شي .
١٢. ځيني سبزيجات په تازه شکل او ځيني په وچ شوي شکل اويا هم په دواړو شکلونو ( وچ،تازه ) تراستفادي لاندي نيول کيږي .
١٣. دسبزيجاتو کرنه په اساني سره شروع کيږي او په اساني سره پريښودل کيږي .
سپارښتني
١. خلکو ته بايد دسبزيجاتو دغذايي ارزښت په هکله معلومات ورکړل شي .
٢. بزګرانوته بايد دکرني وزارت له خوا ځيني اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.
٣. سبزيجات بايد دپوخوالي ( maturity) په يومناسب وخت کي جمع آوري شي.
٤. چاغو کسانو ته دسبزيجاتو خوړل سپارښت کيږي ترڅو دچاغښت دستونزي کموالي رامنځ ته شي.
٥. په ورځنيو خوراکونوکي دسبزيجاتو خوړلو ته بايد زياته توجو وشي .
٦. دسبزيجاتو دمسلکي کسانو له خوا بزګرانو ته دسبزيجاتو دروزلو ټرايننگونه ورکړل شي ترڅوچي دامراضو، حشراتو اوفزيالوژيکي ستونزو په حکله پوهه ترلاسه کړي .
٧. دبالغ کس دپاره دورځي دري سوه ګرامه دسبزيجاتو خوړل سپارښت کيږي.
٨. څرنګه چي سبزيجاتو ته (protective foods) ويل کيږي نوبايد پدي هکله عامه کسانو ته ياباالخصوص مکتبونوکي دسبزيجاتو دغزايي موادو دارزښت په هکله ورکشاپونه دايرشي ځکه چي يواځي سبزيجات دي چي دځينو ناروغيو دمخنيوي دسبزيجاتو په منظم خوړلو سره کيږي .
ماخذونه
١. زاوه وال ،ت،د،ع،١٣٨٣ لمريز، ويي پيژني ويي خوري.
٢. غروال،څ،م،ع،١٣٦٣ لمريز،کورني طبيب .
٣. همت ،ج،١٣٨٣ لمريز،زمونږخواړه اودرمليزتوکي.
٤.صالح شينواري،ا،ا،ص،گ،خواړه اوروغتيا.
- Fageria, M, s, 2002,vegetables crop.
- Choudhary, B, R, 2002, vegetable crop.
- Dhaka, R, s, 2002,vegetable crop.